تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث لواط ðڅوک چې له کوم هلک سره لواط وکړي،د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې جنب محشر ته راشي ،چې د دنيا اوبو به نه وي پاک کړى. خداى به ورته سخت غوسه وي او لعنت به يې کړي او هستوګنځى يې دوزخ دى،چې څه ناوړه هستوګنځى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

لواط

ðڅوک چې له کوم هلک سره لواط وکړي،د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې جنب محشر ته راشي ،چې د دنيا اوبو به نه وي پاک کړى. خداى به ورته سخت غوسه وي او لعنت به يې کړي او هستوګنځى يې دوزخ دى،چې څه ناوړه هستوګنځى دى[1].

ðڅوک چې کوم هلک د شهوت له مخې ښکل کړي،خداى به يې د قيامت پر ورځ په خوله کې اورينه کيزه وچواي[2] .

ðڅوک چې ښځه،هلک يا سړى وطې کړي؛خداى هغه د قيامت پر ورځ داسې پاڅوي، چې له يوې مردارې ډېر بد بويه وي،چې خلک يې له بده بويه ځورېږي،څوجهنم ته ننوځي[3] .

زنا – بدلمني

ðتر ما روسته چې زنا ډېره شي؛نو ناڅاپي مړينې هم ډېرېږي[4] .

ðزنا د انسانانو د بېوزلۍ او د ښارونو د ويجاړۍ لامل ګرځي[5] .

ðزنا او خير په يو كور كې نه راټولېږي[6].

ðزنا پينځه ځانګړنې لري: (۱) ابرو له منځه وړي.(۲) د بېوزلۍ لاملېږي (۳) عمر لنډوي ( ۴) د لورين خداى د غوسې لاملېږي (۵) او انسان همېشه دوزخي كوي. خداى ته د دوزخ له اوره پناه وړو[7].

ðڅلور څيزونه دي،چې كه هر يو يې يو كور ته ننوځي؛ نو كور ورانوي او بركت ورته نه ننوځي: خيانت،غلا،شراب خوړل او زنا[8] .

ðيوازې ارموني دي،چې پېغمبران او زامن يې وژني[9] .

ðځمكه خداى تعالى ته له درېیو څيزونو سختې چغې وهي: (۱)هغه وينه، چې په حرامو تويه شي.(۲) د هغه غسل اوبه چې د زنا له امله پر ځمكه تويه شي (۳) او تر لمرخاته مخكې خوب[10] .

ðد قيامت پر ورځ زناكار د دوزخيانو پر سر راولي او له شرمځي يې يو څاڅكى تويېږي،چې دوزخيان يې له بدبويۍ تنګېږي او د عذاب پرښتوته وايي: دا څه بدبوى دى،چې موږ يې تنګ كړي يو؟[11]

ðسړى د زنا او غلا پر مهال مؤمن نه دى[12] .

نبوي کورنۍ

ðد شورى سورت د ٢٣ آيت : [ قُل لَّا اسأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى= زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهلبيتو) سره مينه (هرومرو غواړم) ] په باب د “سعيد بن منصور”په سننو کې له “سعيد بن جبير” روايت دى : راغلي،چې “قربى” خپله رسول الله ( صلى ا لله عليه واله وسلم ) دى .

“ابن المنذر”،”ابن حاتم” او “مردويه” په خپلو تفاسېرو کې او “طبراني” په “معجم الکبير”کې له “ابن عباس” روايت کړى،چې : د قل لا اسئالکم الى ……… آيت،چې نازل شو؛نو”رسول الله (ص)” وپوښتل شو،چې پر موږ ستا له کومو خپلوانو سره مينه کول واجب شوي دي ؟ورته يې وويل : علي،فاطمه او دوه زامن يې (حسن اوحسين) .

ð”ابن ابي حاتم” له “ابن عباس” د[وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً – او څوک چې “ښه عمل” وکړي ] آيت په باب روايت کړى،چې : دا ښه عمل د حضرت محمد( صلى الله عليه وآله وسلم) له کورنۍ او ځوځات سره مينه ده. په آيت کې له ((حسنة)) مطلب له اهلبيتو سره مينه ده .

ð”احمد”،”ترمذي”،”نسائي” او”حاکم” له”عبدالمطلب بن ربيعه” روايت کړى،چې رسول الله (ص) وويل: پر خداى قسم ! د چا په زړه کې تر هغه وخته (ايمان) نه ورننوځي، څو د خداى او زما لپاره (زما له کورنۍ) سره مينه ونلري .

ð”مسلم”،”ترمذي” او”نسائي” له حضرت”زيدبن ارقم” روايت کړى : په رښتيا چې رسول الله (ص) وويل: له خدايه ووېرېږئ (هسې نه) زما له کورنۍ او ورسره له مينې شا وګرځوئ .

ðاو په “صحيح مسلم” ( ٧باب ،د حضرت “علي بن ابيطالب” فضايل ، پينځم حديث)کې “مفصل” له حضرت “زيدبن ارقم” روايت کړى،چې (پېغمبراکرم) وويل :له خدايه ووېرېږئ، دا يې درې ځل وويل .

ð “ترمذي” او “حاکم” له حضرت “زيدبن ارقم” روايت کړى،چې رسول اکرم وويل: زه درته دوه څيزونه (امانت) پرېږدم، که تر ما وروسته پرې منګولې ښخې (او عملي يې) کړئ؛نو هېڅکله به بېلارې نشئ، چې هغه د خداى کتاب (قرآن) او زما د اهلبيتو ځوځات (عترت) دى او هيڅکله له يو بله نه بېلېږي،څو په “حوض” کې ماته راشي؛ نو وګورئ (چې تر ما وروسته) له دې دواړو(امانتونو) سره څه ډول چلن کوئ ؟

ð”عبد بن حميد” په خپل مسندکې له “زيدبن ثابت” روايتوي چې : رسول الله (ص) وويل: زه په تاسې کې داسې څه پرېږدم،که منګولې مو پرې ولګولې (او عمل پرې وکړئ)؛نو تر ما وروسته به هېڅکله بېلارې نشئ، چې هغه “کتاب الله” ( قرآن ) او زما “ځوځات” – زما کورنۍ – دي او دوى هېڅکله له يوبله نه بېلېږي ،څو په “حوض” کې ماته راشي .

ð”احمد” او “ابويعلي” له حضرت “ابي سعيد الخدري” روايت کړى، چې رسول الله(ص) وويل: نژدې دى،چې وبلل شم او دا بلنه ومنم او زه په تاسې کې دوه څيزونه پرېږدم، چې”د خداى کتاب” (قرآن) او زما “ځوځات” (زما کورنۍ) دي،بېشکه چې لورين او خبير خداى خبر کړى يم، چې دا دواړه هېڅکله له يو بله نه بېلېږي، څو په “حوض”کې ماته راشي؛ نو وګورئ، چې تر ما وروسته ورسره څه ډول چلن کوئ ؟

ðزما د اهلبيتو مثال د”نوح” د بېړۍ په څېر دى،څوک چې پکې کېناست وژغورل شو او چاچې ترې سرغړونه وکړه؛نو پوپنا شو[13].

ð”ترمذي” او”طبراني” له “ابن عباسه”روايتوي،چې رسول اکرم (ص) وويل: له خداى سره د ډېرو درکړل شويو پېرزوينو له امله مينه ولرئ او له ما سره د خداى لپاره او زما لپاره،زما له کورنۍ سره مينه ولرئ.

ð پېغمبراکرم(ص) وويل : له “آل محمد” سره يوه ورځ دوستي او مينه تر يوه کاله عبادته غوره ده[14] .

ð “امام بخاري” له حضرت ابي بکر(رض) روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وويل: د پېغمبر په پار کورنۍ يې وپالئ. (ارقبوامحمدا فى اهلبيته)

ð”طبراني” او”حاکم” له حضرت”ابن عباس” څخه روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: د”عبدالمطلب” اولادې ! تاسې ته مې له خدايه د درې څيزونو ټينګېدا غوښتې (چې دا دي): ستاسې ناپوهه، پوه کړي، بېلارې مو پرلارې کړي او تاسې د بخشش خاوندان او زړه سواندي وګرځوي؛ نو که کوم سړى (خپل ټول عمر) په ولاړه د”رکن” او”مقام” ترمنځ پر لمانځه او روژې تېر کړي او بيا ومري او زما له اهلبيتو سره يې دښمني وي (؛نو متعال خداى) به يې په اور کې وغورځوي .

ð “طبراني” له “ابن عباس” روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وويل: څوک چې له “بني هاشمو” او “انصارو” سره دښمني لري؛کافر دى او له عربو سره دښمني نفاق دى .

ð”ابن عدى” په “الکامل” کتاب کې له حضرت “ابي سعيد خدري” نه روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وويل: څوک چې زموږ له کورنۍ سره دښمني وکړي؛ نو منافق دى .

ð”ابن حيان” او”حاکم” له حضرت “ابي سعيد” روايتوي،چې پېغمبر اکرم وويل: پر هغه ( خداى) قسم،چې زما ساه يې په لاس کې ده، څوک چې زموږ له کورنۍ سره دښمني وکړي؛نو”الله تعالى” به يې اور (دوزخ ) ته وغورځوي .

ð “طبراني” له حضرت”امام حسن مجتبى” روايتوي،چې “معاويه بن حديج” ته يې وويل: له موږ سره له دښمنۍ ډډه وکړه،په رښتيا چې رسول الله (ص) وويل: له موږ سره کينه کښ به د قيامت پر ورځ د اور په کمچينوله “حوضه” راستنول کېږي .

ð”ابن عدى” او”بيهقي” په “شعب الايمان” کې له حضرت علي (ک) روايت کړى،چې رسول الله (ص) وويل: څوک چې زموږ کورنۍ او انصار نه پېژني؛نو له دې درېیو ډلو به وي: يا به منافق وي يا ارمونى او يا ناپاکه اولاد(،چې د خپلې مور په مياشتني عادت کې به پرګېډه شوى وي )

ð”طبراني” په “الاوسط” کتاب کې له حضرت “ابن عمر” نه روايتوي، چې د رسول الله (ص) وروستۍ خبره دا وه چې: زما د کورنۍ په اړه،زما ځايناستي اوخليفه واست .

يعنې تاسې ته چې خپل”اهلبيت” امانت پرېږدم ؛نو ستاسې چلن به ورسره څنګه وي .

ð “طبراني” په “الاوسط” کتاب کې له حضرت “امام حسن” روايت کړى، چې بېشکه رسول الله (ص) وويل : له موږ سره مينه پر ځان لازمه وبولئ؛نو په رښتيا،څوک چې له خداى سره ويني او زموږ د کورنۍ مينه ورسره وي؛ نو زموږ په شفاعت به جنت ته ولاړشي او پر هغه قسم، چې ځان مې د هغه د ځواک په لاس کې دى، بنده ته به هله خپلې کړنې ګټورې شي ،چې زموږ پر حق پوهېدلى وي .

ð “طبراني” په “الاوسط” کتاب له حضرت “جابر بن عبدالله” روايتوي، چې (يوه ورځ ) رسول اکرم ( ص) د وينا په ترڅ کې وويل: خلکو!څوک چې زموږ له کورنۍ سره کينه لري؛نو خداى به يې د قيامت پر ورځ “يهودي” راپاڅوي .

ð “طبراني” په “الاوسط” کتاب کې له حضرت “عبدالله بن جعفر” څخه روايت کړى، چې رسول الله ( ص) وويل : بني هاشمو! له خدايه مې غوښتي،چې تل تاسې په هوساېنه او زړه سوي کې واست،بېلارې مو پر لارې او ډارن مو په امن کې وي او وږي مو ماړه کړي. پر هغه قسم ، چې ځان مې د هغه په واک کې دى،هغه به خوندي او په امن کې وي ،چې له ما سره د مينې له امله،له تاسې سره مينه ولري او تاسې هيلمن ياست،چې زماپه شفاعت به جنت ته ننوځئ ؛خو د عبدالمطلب (ټوله) اولاده داسې نه ده.

ð”ابن ابي شېبه” او”سداد” په خپلو مسندو کې،”حکيم” “ترمذي” په “نوادرالاصول” او”ابويعلي” او”طبراني” له “سلمه بن الاکوع” روايتوي ،چې رسول اکرم وويل: [؛لکه څنګه چې] ستوري اسمانوالو ته (د) امان (لامل) دي ؛(نو همداراز )”اهلبيت” مې امت ته امان دي .

ð”البزاز” له حضرت “ابي هريره” (رض) روايتوي،چې رسول اکرم (ص) وويل:په رښتيا چې په تاسې کې مې دوه څيزونه پرېښي (که لاروي يې وکړئ؛نو)هېڅکله به بېلارې نشئ(،چې هغه) “د خداى کتاب” (قرآن) او زما”عترت” او “ځوځات” دي او دوى هېڅکله تر هغه يو له بله نه بېلېږي،څو په “حوض” کې راسره يو ځاى شي .

ð”البزاز” له “حضرت علي” (ک) روايتوي،چې رسول اکرم (ص) وويل: د ساه اخستل مې نږدې شوي دي (مړينه مې رارسېدلې) په رښتيا، چې په تاسې کې مې دوه درانه څيزونه پرېښي؛”د خداى کتاب” (قرآن) او”کورنۍ” مې (دا دواړه له بېلارۍ د ژغورنې لامل دي)؛نو په رښتيا، چې تاسې به (تر هغه چې لاروي يې کوئ) بېلارې نشئ .

ð له حضرت “ابوذرغفاري” (رض) روايت دی، چې رسول اکرم (ص) وويل‌: په تاسې کې زما کورنۍ (اهلبيت) داسې ده؛لکه د “نوح” په قوم کې يې بېړۍ؛ نو څوک چې پکې سپور شو؛ وژغورل شو او چا چې سرغړاندي وکړه (او لرې شو) هلاک شو او په تاسې کې زما کورنۍ په “بني اسرائيلو”کې د”باب حطه” (د توبې او انابې ور) په څېر ده؛نو څوک چې ورننووتل؛وبښل شول [15].

ð “طبراني” په “الاوسط” کتاب کې له حضرت ابي سعيدالخدري (رض) روايتوي،چې رسول اکرم (ص) وويل : په رښتيا چې زما کورنۍ د “نوح”د بېړۍ په څېر ده،څوک چې پکې سپاره شو؛وژغورل شو او چا چې سرغړونه وکړه؛نو غرق شو او په رښتيا، چې په تاسې کې زما کورنۍ (اهلبيت) په “بني اسرائيلو”کې د “باب حطه” په څېر ده؛ څوک چې ورننووت (؛نو) وبښل شو.

ð “طبراني” له حضرت “عمر”( رض) روايت کړى،چې رسول الله (ص) وويل: د هرې مور اولاد پلار ته منسوبېږي؛ خو بې د فاطمې له اولادې؛ نو په رښتيا، چې زه يې خپلوان او پلار يم .

ð “طبراني” له حضرت فاطمې بي بي روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل : د هرې مور اولاد يې پلار او خپلوانو ته منسوبېږي؛خو د فاطمې له اولادې پرته (چې) زه يې “ولي” او “خپل” يم .

ð “حاکم” له حضرت “جابر” روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وويل : د هرې مور اولاد پلرني ټبر ته منسوبېږي؛ خو د فاطمې اولاد، چې زه يې ولي، ټبر او خپلوان يې يم .

ð “طبراني” له “جابر” روايتوي،چې حضرت عمر بن خطاب (رض) د حضرت “علي” د لور د نکاح پر وخت وويل: = ولې راته مبارکي نه وايئ،چې له رسول اکرم مې اورېدلي،چې ويې ويل‌: د قيامت پرورځ ټول سببونه او نسبونه پرې کېږي ؛خو بې زما له سبب او نسبه .

ð “طبراني” له ابن عباس روايتوي چې رسول الله (ص) وويل: د قيامت پر ورځ……..))

ð “ابن عساکر” په خپل تاريخ کې له حضرت “ابن عمر” روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل: د قيامت پر ورځ هر سبب او زومولي پرې کېږي؛خو نه زما نسب او زومولي[16] .

ð “حاکم” له حضرت ابن عباس روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل : ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو خوندي ساتي او زما کورنۍ،زما امت له اړپیچ – اختلاف او خپرېدو خوندي ساتي او که کوم ټبر يا ډله زما له اهلبيتو سره ناباندي – مخالفت وکړي؛ نو اړپیچ به يې پخپله ورترغاړې شي او د ابليس په ګوند کې به وي .

ð له حضرت انس نه روايتوي، چې رسول الله (ص) وويل: خداى راسره زما د اهلبيتو په اړه ژمنه کړې،چې که هر يو يې پر “توحيد” منښته – اقرار وکړي؛نو له واره ورته ويل کېږي، چې خداى به يې پرعذاب نکړي[17] .

ð”ابن جرير ددې آيت (پالونکى دې ورته دومره دربښي،چې راضي شي) په اړه له ابن عباسه روايتوي، چې هله به رسول الله (ص) راضي شي،چې له کورنۍ يې يو هم اور( دوزخ ) ته ولاړ نشي[18].

ð”حاکم حسکاني” له پېغمبراکرم (ص) روايتوي، چې دومره مې د امت شفاعت کوم،چې د خداى له لوري غږ وشي: محمده! راضي شوې! بيا وايم : هو[19].

ð او له حضرت ابن عباسه په بل روايت کې راغلي،چې خداى تعالى د رسول الله (ص) ځوځات جنت ته ننباسي

ð “البزاز”،”ابويعلي”،”العقيلي”،”طبراني” او”ابن شاهين” په سننو کې له حضرت “ابن مسعود”روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل: په رښتيا چې “فاطمه” يوه پرهېزګاره او پاکلمنې وه؛ نو ځکه يې خداى تعالى پر ځوځات اور حرام کړ.

ð “طبراني” له حضرت ابن عباس روايتوي،چې رسول اکرم (ص) حضرت فاطمې ته وويل: په رښتيا چې ته او اولاد به دې د دوزخ له اوره لرې واست .

ð”ترمذي[20]” له “حسن” او “جابره” روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل: خلکو! په رښتيا تاسې ته مې دوه څيزونه پرېښي،که منګولې پرې ښخې کړئ (؛نو) هېڅکله به بېﻻرې نشئ او هغه “د خداى کتاب” (قرآن) او زما”ځوځات” او اهلبيت دي[21] .

ð”خطيب بغدادي” له حضرت علي(ک) روايت کړى،چې رسول الله (ص) وويل: زه به مې د خپل امت او د اهلبيتو د مينوالو شفاعت کوم[22] .

ð “طبراني” له حضرت ابن عمر روايتوي: رسول اکرم وويل: زه به په خپل امت کې تر ټولو ړومبى د خپلو اهلبيتو شفاعت کوم.

ð “طبراني” له حضرت مطلب بن عبدالله بن حنطب نه روايتوي: رسول الله (ص) په “جحفه” کې وويل: زه تر تاسې ړومبى يم؟ ويې ويل : هو رسول الله (ص) ! بيا يې وويل :زه به تاسې د دوو څيزونو؛ قرآن او عترت (او زما اهلبيتو)په باب وپوښتم[23].

ð “طبراني” له حضرت ابن عباسه روايتوي،چې پېغمبراکرم وويل: (د قيامت پر ورځ) بنده ﻻ قدم نه وي پورته کړى،چې څلورو څيزونه ترې پوښتل کېږي:

١- خپل عمر دې په څه کې تېرکړى دى .

٢- تنه (يا ځواني) دې په کومه ﻻر کې لګولې وه.

٣- شتمني دې له کومې ﻻرې تر ﻻسه کړې او چېرته دې لګولې ده.

٤_ او (په زړه کې دې ) زموږ له کورنۍ سره مينه درلوده (که نه)؟

ð “ديلمي” له حضرت على روايتوي،چې رسول الله (ص) به ويل : لومړى تن، چې د “حوض” پر غاړې به راته راځي ،زما له اهلبيتو به وي .

ð”ديلمي” له حضرت علي (ک)روايتوي، چې رسول الله (ص) وويل : خپل اولادونه پر درېیو څيزونو وروزئ :

١- له خپل پېغمبر سره په مينه .

٢- د رسول الله (ص) له کورنۍ سره په مينه .

٣- د قرآن پر لوستو او ورباندي په پوهېدو. په رښتيا، د چا چې له قرآن سره مخه وي؛نو په قيامت کې به (د الهي رحمت) تر سيوري لاندې، د هغه له انبياوو (ع) او اصياوو سره وي،چې پر هغه ورځ به بې له الهي پېرزوينو او عنايت بل سيورى نه وي .

ð “ديلمي” له حضرت علي (ک) روايتوي،چې پېغمبراکرم وويل: (په قيامت کې) پر( پل) صراط به د هغوى قدمونه تر ټولو ټينګ وي،چې زما له اهلبيتو او اصحابو سره يې ډېره مينه وي .

ð “ديلمي” له حضرت علي (ک) روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل : په قيامت کې به د څلورو ډلو شفاعت وکړم :

١- هغوى چې زما د ځوځات عزت وکړي .

٢- هغوى چې زما د ځوځات اړتياوې لرې کړي .

٣- هغوى چې په بېړني حالت او د اړتيا پر وخت يې لاسنيوى وکړي .

٤- د هغوى رښتيني دوستان،چې په زړه او خوله يې ورسره مينه وي .

ð “ديلمي” له حضرت “ابي سعيد” روايتوي چې رسول الله (ص) وويل : پر هغوى به خداى ډېر غوسه وي،چې ځوځات مې ځوروي .

ð “ديلمي” له حضرت ابي هريرة روايتوي، چې رسول الله (ص) وويل : بېشکه چې خداى تعالى به ( پر شپږو تنو) غوسه شي :

١- څوک چې په مړه ګېډه ډوډۍ وخوري .

٢- څوک چې حق ته له غاړې اېښوونې غافل وي .

٣- څوک چې د خپل پېغمبر له سنتو( دود او لارې ) بې پروا وي .

٤- څوک چې د يو څه ذمه واري او پازوالي پر غاړه واخلي او بيا ژمنماتی شي او عذرکوي او له خپلې ذمې اوږې سپکوي .

٥- څوک چې د پېغمبر له ځوځات سره کينه لري .

٦- او څوک چې د ګاونډيو حق ناليدلى ګڼي او ځوروي يې .

ð “ديلمي” له حضرت ابي سعيد څخه روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وويل: زما اهلبيت او انصار وپالئ، د هغوى نېکانو ته ورمات شئ او له بديو يې تېر شئ .

ð”ابونعيم” په “الحلية” کتاب کې له حضرت “عثمان بن عفان” (رض) روايتوي، چې پېغمبراکرم (ص) وويل: څوک چې د “عبدالمطلب” له کومې اولادې سره مرسته وکړي او هغه يې په نړۍ کې له سکېندې – جبرانولو بېوسې وي؛ نو زه به يې په قيامت کې نېکي جبيره کړم .

ð”خطيب” له حضرت “عثمان بن عفان”(رض) روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل: څوک چې د”عبدالمطلب” له ځوځات سره څه خير ښېګڼه وکړي؛ نو پر ما(لازم ) دي ،چې په قيامت کې د کتنې پر وخت يې نېکي جبيره کړم .

ð “ابن عساکر” له حضرت علي (ک) روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل: چا چې د خدمت له لارې زما پر کوم اهلبيت حق ورترغاړې کړ؛ نو زه به يې په قيامت کې د کړنې مکافات ورکړم .

ð”باوردي” له حضرت”ابي سعيد”څخه روايتوي،چې پېغمبراکرم وويل : په رښتيا چې درته (داسې څه) پرېږدم،که منګولې پرې ښخې کړئ( ؛نو) هېڅکله به بېلارې نشئ،چې (هغه) د خداى کتاب (قرآن) د‌ى،چې يو سر يې د خداى په لاس کې او بل به يې له تاسې سره وي او بل زما د اهلبيتو عترت (ځوځات) دى او دا دواړه (قرآن – اهلبيت ) له يو بل نه بېلېږي ،څو د حوض (ترغاړې ) راسره يوځاى شي .

ð “احمد” او “طبراني”له حضرت “زيد بن ثابت” (رض) روايتوي،چې رسول الله(ص) وويل: په رښتيا چې زه په تاسې کې دوه ځايناسي پرېږدم (،چې يو يې) د خداى کتاب (قرآن) دى،چې د اسمان او ځمکې ترمنځ ځوړنده رسۍ ده (او بل يې) زما ځوځات او اهلبيت دي او دا دواړه (قرآن – اهلبيت ) هېڅکله يو له بله نه بېلېږي،څو په (حوض) کې ماته راشي .

ð “ترمذي”،”حاکم”او”بيهقي”په “شعب الايمان” کې له حضرت عايشې (رضى الله عنها) روايتوي،چې رسول الله(ص) وويل: شپږ ډلې مې لعنت کړي او همداراز خداى او هر پېغمبر،چې دعا يې قبوله شوې :

١- څوک چې د خداى په کتاب کې څه ورزيات کړي .

٢- د الهي ارادې دروغجن ګڼونکي .

۳- د خداى حرام حلال وګڼي .

۴- خداى چې زما ځوځات ته څه حرام کړي وي،ورته يې حلال کړي .

۵- او زما د سنتو پرېښوونکي دي .

ð”الدارقطبي” په “الافراد” او”خطيب” په “المتفق” کې له حضرت علي (ک) روايت کړى، چې رسول الله(ص) وويل: خداى ما او هر پېغمبر،چې دعا يې قبوله ده ، شپږ ډلې لعن کړي دي :

١- څوک چې د خداى په کتاب (قرآن ) کې څه ورزيات کړي .

٢- د الهي قضا او قدر دروغجن ګڼونکي .

٣- څوک چې مې سنتو ته شا او بدعت او بېلارۍ ته مخ کړي .

٤- خداى چې زما عترت او اهلبيتو ته څه حرام کړي وي،حلال کړي .

٥- څوک چې زما پر امت په زوره حکومت وکړي، ددې لپاره چې خداى خوار کړي، عزتمن او خداى عزتمن کړي،خوار کړي .

٦- او هغه عرب،چې تر اسلام وروسته مرتد شي .

ð “حاکم” او”ديلمي” له حضرت “ابي سعيد” نه روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل: څوک چې دا درې څيزونه وپالي؛ نو متعال خداى به دين او دنيا يې وساتي او چا چې ونه پالل؛ نو خداى به يې (د دين، دنيا او آخرت) هيڅ څيز و نه ساتي.١- د اسلام حرمت او پت . ٢- زما حرمت او پت . ٣- زما د کورنۍ حرمت او پت .

ð”ديلمي” له حضرت علي (ک)روايتوي، چې رسول الله (ص) وويل : عرب ډېرغوره خلک دي او”قريش” په عربو کې ډېرغوره دي او په قريشو کې د “هاشم” اولاده ډېره غوره ده[24] .

ðتاسې ته مې دوه څيزونه پرېښوول، که منګولې پرې ولګوئ؛ نو هېڅکله به بېلارې نشئ، چې هغه د خداى کتاب (قرآن) او زما سنت يې دي[25] .

ðماتاسې ته دوه ګران بيه څيزونه پرېښوول،چې هغوى د خداى کتاب (قرآن) او زما (اهلبيت) دي. هغوى يو له بله نه بېلېږي ان تردې چې ماته د “کوثر حوض” ته راشي .

تبصره: دا دواړه احاديث يو د بل مخالف نه؛ بلکې يو د بل تفسير دي؛ ځکه ((عترتي اهلبيتي))، د رسول الله (ص) سنت دي .

ðهغه به د قيامت پر ورځ ډېر نوراني وي ،چې له”نبوي کورنۍ” سره مينه لري[26] .

ðهغه ته زما شفاعت لازم شوى،چې زما له اولادې سره په لاس ،ژبه او شتمنۍ مرسته وکړي[27] .

ðله بنده چې لومړى څيز پوښتل کېږي،هغه زموږ د اهلبيتو دوستي ده[28].

ðهغه به پر”پل صراط”ټينګ قدمونه اخلي، چې زما له کورنۍ سره يې ډېره مينه وي[29] .

ðڅوک چې د”محمد” له کورنۍ سره په مينه کې مړ شي (؛نو) شهيد به مړشوى وي[30] .

ðله حضرت ابوهريرة (رض) روايت دى،چې پېغمبراکرم ويلي: په رښتيا چې ما په تاسې کې دوه څيزونه پرېښي (که لاروي يې وکړئ)هيڅکله به بېلارې نشئ ؛(او هغه) د خداى کتاب (قرآن) او زما “عترت” او”ځوځات” دى او دوى هېڅکله يو له بله نه بېلېږي،څو په “حوض” کې ماته راشي [31].

ðله عبدالله بن زبير (رض) روايت دى،چې رسول الله (ص) ويلي دي: “اهلبيت”؛د “نوح” د بېړۍ په څېر دي، څوک چې پکې سپور شو (؛نو) وژغورل شو او چا چې پرېښووه (؛نو) ډوب (او هلاک) شو[32].

ðپه تاسې کې زما “اهلبيت” د “نوح” د بېړۍ په څېر دي،څوک چې پکې سپاره شول (؛نو) وژغورل شول او څوک چې ترې وروسته پاتې شي (؛نو) پوپنا کېږي[33] .

ðله حضرت ابي سعيد الخدري (رض) څخه روايت دى،چې پېغمبراکرم (ص) ويلي: په تاسې کې زما “اهلبيت”؛ په “بني اسرائيلو” کې د”باب حطه” په څېر دي؛ که څوک ورننووت؛ نو وبښل شو[34].

ðله امام حسن (رض ) نه روايت دى، چې پېغمبراکرم (ص) ويلي: د هر څيز بنسټ وي او د اسلام بنسټ د رسول الله (ص) له اصحابو او اهلبيتو سره مينه ده[35] .

ðد چا چې زما کورنۍ ښه نه ايسي؛ نو منافق يا ارمونى يا يې د مور د ناپاکۍ پر وخت پرګېډه شوى دى [36].

ðزه تاسې ته دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛که منګولې مو پرې ولګولې؛ نو هېڅکله به بېلارې نشئ، چې هغه “کتاب الله” او “زما د کورنۍ ځوځات”دى او دوى د “کوثر” تر حوضه يو له بله نه بېلېږي[37].

ðاهلبيت مې د “نوح” د بېړۍ په څېر دي،څوک چې پکې سپور شو؛نو وژغورل شو او چا چې ترې سرغړونه وکړه؛هلاک او ډوب شو[38].

ðزما اهلبيت په بني اسراييلو کې د “باب حطه”په څېر دي، چا چې ورته رجوع وکړه؛ نو وبښل شو[39].

ðستوري د اسمانوالو د امنيت لامل دي او اهلبيت مې د ځمکوالو د امنيت لامل دي[40] .

ðد چا چې له “حسين” سره مينه وي؛نو ورسره به د خداى مينه وي[41] .

ð”مهدي” د جنتيانو طاووس دى[42] .

ð”حسن” زما دى او زه دهغه يم ؛نو څوک چې ورسره مينه ولري، د خداى به ښه ايسي [43] .

امام مهدي عليه السلام

ðمهدي زموږ له اهلبيتو دى[44] .

ðمهدي زما له ځوځات او د فاطمې له اولادې دى[45] .

ðکه د دنيا يوه شپه پاتې (هم) وي؛نو له اهلبيتو به مې يو تن په هغه شپه کې واکمني وکړي[46] .

ð”مهدي” زما له ځوځاته دى او مخ يې د ځلانده ستوري په څېر دى[47] .

ð”مهدي” ته سترګې پر لارېدل، زما د امت غوره کړه وړه دي[48] .

ð”مهدي” زموږ له اهلبيتو دى[49] .

 حضرت فاطمه الزهرا

ð فاطمه مې د تن ټوټه ده[50] .

ðبېشکه خداى د فاطمې په غوسه،غوسه کېږي او پر خوشحالى يې خوشحالېږي[51] .

ð”فاطمه” راته تر ټولو ګرانه ده[52] .

ð رسول الله (صلی الله عليه و اله وسلم) حضرت علي(ک) ته وويل : علي! پوهېږې فاطمه ولې فاطمه نومول شوې ده؟ حضرت علي (ک) وويل: ولې فاطمه نومول شوې ده؟ رسول الله (صلی الله عليه و اله) وويل: دا ځکه فاطمه او پليوني يې د دوزخ له اوره ژغورل شوي[53] .

ðپه رښتيا چې لور مې فاطمه پرښته ده او د نورو ښځو په څېر يې جامې نه راځي او ځکه فاطمه نومول شوې،چې خداى هغه او پلیوني يې د دوزخ له اوره ژغورلي دي[54] .

ðرسول اکرم (صلی الله عليه و اله) حضرت علي (ک) ته وويل: درې څيزونه درکړل شوي،چې ما او بل چاته نه دي ورکړل شوي، چې دا دي:

١- ته مې زوم يې او د رسول الله (ص) په شان خُسر لرې او زه دداسې چا زوم نه يم چې خُسر مې ستا په شان وي .

٢- ته د صديقې په څېر مېرمن لرې،چې لور مې ده؛خو زه داسې مېرمن نلرم .

٣- تا ته د حسن او حسين په څېر زامن درکړاى شوي،حال داچې زه د هغوى په څېر زامن نلرم؛خو بيا هم تاسې زما او زه ستاسې يم [55].

ðله حضرت عمر (رض) روايت شوى چې: رسول الله(صلی الله عليه و اله) وويل: په قيامت کې به هر سبب او نسب غوڅېږي؛خو بې زما له سبب و نسب ،د هر مور اولاده خپل پلار ته منسوبه وي؛خو بې د فاطمې له اولادې، چې زه يې پلار يم [56].

ðفاطمه زما د وجود يوه ټوټه ده، چاچې غوسه كړه؛نو زه يې په غوسه كړى يم، په رښتيا، چې خداى يې پرخپګان خپه كېږي او پر خوشحالۍ يې خوشحالېږي[57] .

ðعلي!خداى درته فاطمه غوره كړه او ټوله ځمكه يې د هغې مهر كړه، كه څوك ورسره دښمني او كينه ولري او پر ځمكه ګرځي؛نو ګرځېده به يې حرام وي[58] .

ðفاطمه پاکلمنې ده او خپله لمن يې له هر راز چټليو پاکه وساتله؛نو خداى پر هغې او اولادې يې د دوزخ اور حرام کړ[59].

ðحضرت عمران حصين (رض) له حضرت پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) سره يو ځاى د حضرت فاطمې كور ته ولاړل. پېغمبراكرم وويل: فاطمې! اجازه ده،چې له دې سړي سره درننوځم. بيا پېغمبر اكرم ورته د پردې كولو امر وكړ. حضرت فاطمې وويل: درد،زغم او لوږه لرم. پېغمبراكرم ورته وويل: خوښه نه يې،چې د دنيا د ټولو ښځو بي بي وسې؟ فاطمې وويل: ايا مريم د خپل وخت د ښځو بي بي نه وه؟ پېغمبر اكرم ورته وويل :حضرت مريم د خپل وخت بي بي وه او ته د ټولو ښځو بي بي يې،ستا مېړه په دنيا او اخرت كې ستر او غوره دى[60].

حسنين

ðدا دواړه مې اولاد دي او د لور زامن مې دي، لويه خدايه! زه ورسره مينه كوم، ته هم ورسره مينه ولره، څوك چې ورسره مينه لري، له هغوي سره هم مينه ولره[61].

ð خپل هيبت او سيادت مې حسن ته،زړورتيا او شجاعت مې حسين ته و بښله[62] .

ð فاطمه د جنت د ښځو بي بي ده او حسن او حسين د جنت زلمي دي[63] .

ð حسن او حسين مې په دنيا کې د سترګو تور دي[64] .

ð پېغمبر اكرم وايي:حسن او حسين د جنت دوه زلمي او ښاغلي دي[65] .

ðپېغمبراكرم حضرت علي (ک)،حضرت فاطمې،امام حسن او امام حسين ته وويل: څوک چې درسره په جنګ کې وي؛ نو زه به هم ورسره په جنګ کې يم او څوک چې درسره په سوله کې وي؛ نو زه به هم ورسره په سوله کې يم[66] .

د امت غوره مېرمن

ðخديجه د دې امت له غوره مېرمنو ده[67] .

ð ام المومينن عايشه بي بي له حضرت پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) روايتوي،چې ما ته هيڅوك د خديجې په شان كېداى نشې. په داسې وخت كې يې رښتينى وبللم او پر ما يې ايمان راوړ،چې ټول كافر ول او دروغجن يې بللم او خپله ټوله شتمني يې راكړه او خداى زما ځوځات له اولادې يې وګرځاوه[68].

له حضرت علي (ک) سره مينه

ðله (علي) سره مينه ګناهونه(داسې) سوځوي؛لکه اور چې لرګي سوځوي[69] .

ðد چا چې زه “مولى”يم؛نو(علي) هم مولى يې دى[70] .

ðد قيامت پر ورځ يوازې د”علي” پلیوني بريالي دي[71] .

ð د”علي” ډله د خداى ډله ده[72] .

ðخلکو! له “علي” سره مينه ولرئ[73] .

ðد احد د غزا پر ورځ ناست وم او د خپل تره “حمزه” له كفن او ښخولو نوى خلاص شوى وم،چې جبرئيل راغى ويې ويل: محمده! خداى تعالى وايي: نمونځ مې فرض كړ او پر ناروغ مې ( په شرايطو) كېنښود، روژه مې فرض كړه او پر ناروغ مې كېنښوه،حج مې فرض كړ؛ خو پر بېوزلي مې كېنښود، چې وس يې نلري،زكات مې فرض كړ او پر هغه مې كېنښود،چې د زكات د وركړې شرايط پرې نه عملي كېږي؛خو د”علي بن ابيطالب” مينه مې پر هر چا او هرو شرایطو کې فرض كړه[74] .

اصحاب

ð زه تر تاسې مخکې په (کوثر) حوض کې يم، ستاسې چې ځينې سړي راولي؛نو زه يې پر لور ورځم، چې له حوضه يې خړوب کړم (؛خو) رانه يې لرې کوي؛ نو وايم : پالونکيه (دا خو مې) اصحاب دي! ويل کېږي: نه پوهېږې،چې تر تا وروسته يې څه وکړل!!! (څه پېښې او بدعتونه يې رامنځ ته کړل[75])

ð په قيامت کې پر حوض ولاړ يم او ځينې اصحاب راڅخه لرې کوي او مخونه يې رانه اړوي؛نو وايم: پالونکيه، زما اصحاب! زما اصحاب (دي)!!! ويل کېږي : نه پوهېږې،چې تر تا وروسته يې څه وکړل!!![76]

ð (عثمان بن مظعون چې ومړ؛نو رسول الله (ص) يې له مخه کفن لرې کړ او د سترګو ترمنځ تندى يې ورښکل کړ، ډېر يې وژړل بيا يې وويل: ) عثمانه! پرحال دې خوښي،نه دنيا درنه څه ګټه واخسته او نه تا له دنيا[77].

ð”حذيفه د يمان زوى” د رحمان خداى له غوره کړاى شويو او په تاسې کې په حلالو او حرامو ډېر سترګور رهبر دى او “عمار ياسر” له مخکښانو او د الهي درشل له نږدې وګړيو دى او “مقداد بن اسود” د مجتهدانو په ليکه کې دى او هر څه يو اتل لري او “عبدالله بن عباس” د قرآنې پوهې اتل دى[78] .

ð په اسمان او ځمکه کې تر “ابوذر” ډېر رښتين نشته، يوازې ژوند کوي، يوازې به مري او يوازې به راپاڅول کېږي او يوازې به جنت ته ولاړ شي [79].

ماعون

ðڅوک چې خپل ګاونډ ته اړتياوړ وزلې (ماعون) له ورکړې لاس واخلي؛ خداى يې په قيامت کې له خپل خيره بې برخې کوي او ځان ته يې پرېږدي او څوک چې ځان ته پرېښوول شي؛نو څه بد حال به لري[80]!

مبارزه

ðڅوک چې د خداى په لار کې مبارزه پرېږدي؛ خداى ورته په ژوند کې د ځلبلاندۍ – خوارۍ، نشتمنۍ او د هغه دين د پوپنا کېدو جامې وراغوندي[81] .

ð غوره مبارز هغه دى،چې له خپل دننني نفس سره مبارزه وکړي[82] .

ð غوره مبارزه هغه دى،چې سهار راپاڅي؛خو پر چا د تېري نيت ورسره نه وي[83] .

ðپه جنت کې د يو وره نوم “باب المجاهدين” دى، د خداى د لارې مبارزين به په دې وره په داسې حال کې جنت ته ورننوځي،چې تورې به يې راځوړندې وي،پرښتې به ورته ښه راغلاست وايي؛خو نور خلک به(لا) د قيامت په مواقفو (او تمځايو) کې منتظر وي[84] .

شخړه

ðخداى دې هغوى لعنت کړي،چې خپل دين له حرامو لارو تر لاسه کړي؛ يعنې په دين کې شخړه کوي[85] .

ðهغه خورا پرهېزګار دى،چې شخړه پرېږدي،که څه په حقه وي[86] .

ðڅوک چې په دين کې شخړه کوي،پاک خداى د اويا پېغمبرانو په خوله لعنت کړي دي او کافر شوى دی. څوک چې د خداى په آيتونو کې شخړه کوي او خداى (په قرآن کې) وايي: يوازې کافران د خداى په آيتونو کې شخړه کوي[87] .

مجازات

ðڅلور ګناهونه تر نورو چټک په سزا رسېږي: هغه سړى، چې تا ورسره احسان کړى؛ خو په ځواب کې يې ناشکري او ګستاخي کړې ده. هغه چې تا ورباندې تېرى نه دى کړى؛خو هغه درباندې کړى.هغه چې خپله کړې ژمنه دې ورسره پوره کړې؛خو هغه درسره خيانت وکړي او هغه سړی، چې زړه سوی کړي؛خو هغوى ورسره اړيکه پرې کړې ده[88].

غونډې

ðناستې مو د خداى په نامه او د هغه پر استازي په درود ويلو پيل کړئ، چې له حسرت او وبال خلاص اوسئ[89] .

ð د ناستې راز او امانت خوندي ساتلى بويه؛ خو نه د هغو ناستو چې : د ناحقه وينې تويولو،پر ناموس د تېري او ناحقه د شتمنيو د لوټلو په اړه پکې پرېکړې کېږي [90].

ðد مؤمن له حقوقو يو دا هم دى،چې غونډې ته راننوځي؛نو ناست دې ورته په څنګ ځاى ورکړي،چې خبرې کوي،ورته دې مخ کړي او چې راولاړ شو؛خداى پاماني دې ورسره وکړي (،چې عربان پردې مهال هم سلام اچوي [91]) .

ðهر څيز يو شرافت لري او د ناستې شرافت په دې کې دى،چې مخ پر قبله کېنئ[92] .

ðابوذره! په غونډو کې امانت ساتى وسه او(پوه شه،چې ) چې د خپل ورور راز ويل خيانت دى؛نو ډډه ترې وکړه[93] .

ðغونډې او ناستې امانت دي (چې څه پکې وويل شي؛نو بايد راز يې وساتل شي)؛خوکه ددې چارو په اړه پرېکړه کېده ؛نو بايد راز يې پټ ونه ساتل شي :

١- په هغه غونډه کې چې د ناحقه وينې تويولو په اړه مشوره وشي .

٢- په هغه غونډه کې چې د چا د بې عفتۍ مشوره وشي .

٣- په هغه غونډه کې چې د چا پرشخصي مال خېټې اچولو يا مال ضايع کولو ته مشوره وشي[94] .

پور

ðد پور ډېر ستړى غم وي[95] .

ðپور،په ځمکه کې د خداى کړۍ ده؛نو خداى چې کوم بنده خواروي، دا کړۍ ورترغاړې کوي[96] .

ð د يو څيز په “پور” ورکول، د هغه تر “صدقې” ورکولوغوره دي[97].

ð هغه مو غوره دى ،چې خپل پورونه ورکوي[98] .

ð د پور ژمنه په خپل وخت راځي او پر هغه دې افسوس وي،چې ژمنه وکړي ؛ خو عمل پرې ونکړي[99] .

ðله پوره ځان وساتئ،چې د شپې غم او د ورځې خواري ده[100] .

ðڅوک چې مؤمن ته پور ورکړي او د بېرته ورکړې تر وخته ورته وګوري؛ نو شتمني به يې پاکه او برکتي شوې وي او پرښتې به ورته دعا کوي[101] .

ðڅوک چې چاته پور ورکړي او پوروړي ته وګوري؛نو هره ورځ ورته د ورکړې پور هومره صدقه ليکل کېږي[102] .

که پوروړى مو په سخته کې وي او ورته وګورئ؛نو خدای به درته هره ورځ د پور تر لاسولو پورې د پور د صدقې هومره ثواب درکوي[103].

ð شتمن،چې د “پور” ورکړه ځنډوي (؛نو) ظلم دى[104] .

ðد ډوډۍ او خمبيرې پور ورکونه مه سپموئ،چې د نېستۍ لاملېږي[105] .

قسم

ðيوازې پر “الله” قسم وخورئ،چاچې پر”الله” قسم وخوړ؛نو بايد رښتيا ووايي او مقابل لورى يې بايد ومني او که نه د خداى (د رحمت له سيوري) به وتلى وي[106] .

ðقريشو! بايد هڅه وکړئ او که نه تر لاسلاندې مو په سوداګرۍ کې درنه وړاندې کېږي،په سوداګرۍ کې برکت دى او خداى يو سوداګر هم تر هغه نه نشتمنوي،چې پر خداى قسمونه نه خوري[107] .

 

 

[1] ( الکافي ٥\٥٤٤)

[2] ( الکافي ٥\ ٥٤٨)

[3] ( جامع الاخبار : ١٤٦)

[4] (الكافي ۵\۵۴)

[5] (من لايحضره الفقيه۴\۲۰ )

[6] الجفريات : ۹۹

[7] ( الكافي ۵\۵۴۲)

[8] ( وسايل الشیعة ۲۸\۲۴۲)

[9] (كامل الزيارات : ۷۹مخ )

[10] ( الحضال ۱\ ۱۴۱)

[11] (الجعفريات : ۹۹)

[12] ( الكافي ۲\ ۲۸۴)

[13] (بحارالانوار ٢٣\١٢٣)

[14] “شيخ قندوزي” (ينابيع المودة ٢٤١ مخ)

[15] “طبراني” په “المعجم الصغير”(٧٨مخ) کې

[16] يادونه : دا حديث “ابن کثير”په خپل تفسير( ٧/٣٧)،”ابن حجر”په “الصواعق المحرقه” ( ٢٣٤مخ ) او په “فتح البيان في تفسيرالقرآن” ( ٦/ ٢٦١٩ )کې هم رااخستل شوى دى .

[17] “حاکم” ( المستدرک ٣/١٥٠)

[18] “ابن جرير” په خپل تفسير( ٣٠/٢٣٢)

[19] (شواهدالتنزيل ٢/ ٣٤٥)

[20] ( صحيح   ١٩٩مخ )

[21] (بغوى؛مصابيح السنة :٢٠٦مخ)

[22] “خطيب بغدادي” په خپل تاريخ (٢\١٤٦)

[23] (دا مطلب “ابن اثير”په “اسدالغابه” (٣\١٤٧)کې په لنډ تفسير سره هم را اخستى دى)

 

[24] (ابن هشام؛سيرة ٢/ ٩٦٨د آلمان چاپ )

[25] (امام احمدحنبل؛ مسند٣/١٤)

[26] ( شواهدالتنزيل ٢/٣١٠ )

[27] ( جامع الاخبار: ١٦٣٩)

[28] ( بحار ٧/ ٢٦٠ )

[29] ( بحار ٨/٦٩ )

[30] ( العمدة: مخ ٥٤)

[31] (احياء الميت؛جلال الدين السيوطي)

[32] (احياالميت؛جلال الدين السيوطي)

[33] ( دسيوطي جامع الصغير )

[34] ( احياء الميت؛جلال الدين السيوطي)

[35] (احياء الميت: حلال الدين السيوطي)

[36] ( وسايل ٢\٣١٩)

[37] (الدرالمنثور ٢\٢٨٥)

[38] (المستدرک على الصحيحين ٢\٣٤٣)

[39] (المعجم الاوسط : ٦\٨٥ – الصغير: ٢\٢٢ ) (“باب حطه” د “مسجدالاقصى” يو ور دى،چې “بني اسرائيل” به د توبې لپاره پرې ور ننووتل او سجدې يې کولې) .

[40] ( المعجم الکبير: ٧ \٢٢)

[41] (بحار ٤٣/ ٢٦١)

[42] ( منتخب الاثر: مخ ١٦ )

[43] ( بحار ٤٣/٣٠٦ )

[44] ( دامام احمد حنبل مسند١\٨٤)

[45] (د ابي داوود سنن ٢\٣١٠)

[46] ( المعجم الکبير١٠ \١٣٣)

[47] (ميزان الحکمه : ١١٦٤ح )

[48] ( کمال الدين: مخ ٦٤٤)

[49] ( منتخب الاثر: مخ ١٨٠)

[50] ( بحار ٤٣/٢٣)

[51] ( بحار ٤٣/٣٢٠ )

[52] ( بشارة المصطفى: مخ ٧٠)

[53] وګورئ:(ينابيع المودة،١٩٤مخ،ذخاير العقبى ٢٦مخ،فرايد السمطين ٢\٥٨ ، ٣٨٤ حديث، کنز العمال١٢\١٠٥ – ١١٢ مخونه ٣٤٢٢٧ حديث، نورالابصار ٥١،٥٤ مخونه ،مناقب اهل البيت ١\٢٠٨، الاصابة ٨ټوک،اعلام النساء ٤ ټوک، تذکرة سبط ابن جوزي ٢٧٥،٢٨٥ مخونه ،صحيح ترمذي ٥ ټوک د فضايل فاطمه برخه)

[54] (فرايد السمطين ٢\٥٨ ، ٣٨٤،محب الدين طبري ذخاير العقبى ٢٤ مخ)

[55] پورتنې روايت په لاندنيو کتابو کې هم راغلى دى.د بغداد تاريخ ٢\٢٥٩، مستدرک حاکم ٣\١٦٠، استيعاب ٢\٧٥١، حلية اولياء ٢\٤١،( دا څلور کتابونه د بيروت چاپ دي)

[56] په فرايد السمطين (٢\٧٧ – ٣٩٧،٣٩٨ حديث) ،مقتل خوارزمي:( ٦\٨٩) ،معجم الکبير:(١\١٢٤- ١٠٤ حديث) ،کنزالعمال:(٦\٢٢٠) او ذخاير العقبى:( ١٢١ مخ) کې هم پورتنى روايت جرير بن عبدالحميد له شيبة بن نعام روايت کړى.

[57] ( مسند احمد بن حنبل 2/223 ،٧\٣٢٨،– صحيح بخاري 5/92 – صحيح مسلم 4/1902 – سنن ابي داود 2/226 سنن ترمذي 5/688 – معجم كبير طبري2/52 – مستدرك حاكم 3/154 – السنن الكبري 7/307 – شرح السنه 7/232 – مقتل خوارزمي 2/53 – فرايد السمطين ټ 245،کنزالعمال ٧\١١١،صواعق١٩٥مخ،نزهةالمجالس٢\٢٢٨،کفايةالطالب : ٢١ مخ، نورلابصار ٤٥مخ،خصايص نسايي٣٥ مخ،ذخاير العقبى ٣٩ مخ،ينابيع الموده ١٧١مخ ٥٥ باب)

[58] ( مقتل خوارزمي 2\66 ، فرايد السمطين 2\95 ).

[59] (مستدرک حاکم٣ /١٥٢ تاريخ خوارزمي ٣/٥٤_ ذخاير العقبى ٤٨ مخ_کفايه ا لطالب ٢٢٢مخ_ احياء الميت سيوطي ٢٥٧مخ_ نورالابصار ٤٥مخ _صواعق المحرقه ١١٢مخ.)

[60] . ( بخاري مناقب فاطمه 7/83 ، مستدرك الصحيين 3/151 ، صحيح مسلم 22/127 )

[61] ( دترمذي سنن 5/322 )

[62] ( طبراني الاوسط – هيثمي مجمع الزوايد)

[63] (صحيح ترمذي٢/٣٠٦_مستدرک حاکم٣/١٥١_مسند احمدحنبل ٥/٣٩١_ حلية الاولياء٤/١٩٠_اسدالغابه ،٥/٥٧٤_کنزالعمال٦/٢١٧)

[64] (مسنداحمدحنبل٣\٨٥،٩٣،١١٤،١٥٣_صحيح ترمذي٢\٣٠٦_ مسند طيالسي ٨\١٦٠ _ حليه اولياء ٥\٧٠_ خصايص نسايي ٣٧مخ_ فتح البارى ٨\١٠٠ _کنوزالحقايق ١٦٥مخ_مجمع الزوايد ٩\١٨١)

[65] (مسنداحمدحنبل٣\٦٢،٨٢_صحيح ترمذي١٣\١٩١_مشکل الاثار٣\٩٣٩_مستدرک حاکم ٣\١٦٦_حليه الاولياء ٥\٧١_ بغداد تاريخ ٤\٢٠٤_فصول المهمه١٣٦مخ_تذکره سبط٢٤٣مخ_خصايص نسايې٣٦مخ،المعجم الکبير١٣١مخ_مصابيح السنه٢٠٧مخ_ ابن عساکر تاريخ ٢\٥٦_کنزالعمال١٣\٦٠٠_صواعق المحرقه١٣٥مخ_اسدالغابة٢\١١)

[66] ( مسنداحمدحنبل ٢/٤٤٢_ صحيح ابن ماجه ١٤مخ _ مستدرک حاکم ٣/١٤٩ _   ذخايرالعقبى ٢٥ مخ _ صحيح ترمذي ٢/٣١٩_ تاريخ بغداد ٧/ ١٣٦، ١٣٧_ ٤/٢٠٨_ اسدالغابه ٥/٥٢٣_ کنزالعمال ٦/٢١٦_ جمع الجوامع سيوطي ٦/٢١٦_ کفاية ا لطالب ١٨٩ مخ _ مناقب خوارزمي ٩٠ مخ _ فصول المهمه ١١ مخ _ صواعق ا لمحرقه ١١٢ مخ، تاريخ ابن عساکر ٤/٣١٦_ تاريخ ابن کثير ٢/ ١٨٩)

[67] ( تذكرة الخواص سبط ابن جوزي 352 مخ )

[68] (تذكره الخواص سبط ابن جوزي353 مخ )

[69] ( کنز ٢١/٣٣)

[70] ( تاريخ دمشق ١/ ٣٦٦)

[71] (عيون اخبار الرضا ٢/ ٥٢)

[72] ( موسوعة امام علي ٨/١١٥ )

[73] ( بحار ٣٩/٢٦٥)

[74] (بحارالانوار ۲۷ \ ۱۲۹)

[75] (د امام احمد حنبل مسند لومړى ټوک ٢٣٥، ٢٥٣، ٣٨٤، ٤٠٢، ٤٠٦، ٤٠٧، ٤٣٩، ٤٥٣، ٤٥٥ مخونه.صحيح بخاري ٤/ ١١٠ – ٥/ ١٩١ او ٢٤٠ مخونه، صحيح مسلم ١/ ١٥٠ ، سنن ابن ماجه ٢/ ١١٦ ، سنن ترمذي ٤/ ٣٨، سنن نسايي ٤/ ١١٧ ، د حاکم مستدرک ٢/ ٤٤٧ ، فتح الباري: ١١/ ٣٣٣، البدايه والنهايه ٩/ ٢٣١)

[76] مسندابن راهويه: ٢/ ٤٣ –الطبقات الکبراى لابن سعد ٨/ ٧٦، سنن بيهقي ١٠/ ١١٤، شرح العقيده الطحاويه ٤٣١

[77] (انساب الاشراف ١/ ٢٥٨، بحارالانوار ٧٩/ ٩١ )

[78] ( بحار الانوار ٢٢/ ٣٤٣ )

[79] (بحارالانوار ٢٢/ ٣٤٣)

[80] (من لايحضرالفقيه ٤\١٣)

[81] ( الکافي ٥\٢)

[82] (الجعفريات : ٧٨ )

[83] ( الجعفريات : ٧٨)

[84] (تهذيب الا حکام : ٦\١٢٣)

[85] ( الجعفريات : ١٧١)

[86] (روضة الواعظين ٢\ ٤٣٢)

[87] ( وسايل ٢٧\ ١٩٠)

[88] ( الامالي للطوسي : ٤٥٠)

[89] (الکافي ٢\ ٤٩٧)

[90] ( وسايل الشيعه ١٢\١٠٥)

[91] ( مستدرک الوسايل ٨\٣٢٠)

[92] ( مستدرک الوسايل ٨\ ٤٠٦)

[93] (مستدرک الوسايل: ٨\٣٩٨)

[94] (ابوداوود )

[95] ( الکافي ٥\١٠١)

[96] ( الکافي ٥\ ١٠١)

[97] (کنز ٦ /٢١٠)

[98] ( کنز ٦ /٢٢١ )

[99] ( کنز ٣/٣٤٧ )

[100] (بحار ١٠٣/١٤١)

[101] ( اعلام الدين : ٣٩٠ مخ )

[102] ( مستدرک الوسايل ١٣\ ٤١٢)

[103] (وسايل ١٨/ ٣٦٨)

[104] (فقيه ٤/٣٨٠)

[105] (مستدرک الوسايل ١٢\٤٣٦)

[106] (الکافي٧\٤٣٨ )

[107] ( مستدرک الوسايل ١٣\ ٩)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!