بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث پرښتې ð خداى چې کوم بنده ته خير وغواړي؛نو جنتي پاسواله پرښته ورته رالېږي، چې پر سينه يې لاس راکاږي او سينه يې پراخوي او د زکات ورکړې ته يې هڅوي [1]. ð خداى له بربنډتوبه منع کړي ياست؛نو له الهي عزتمنو پرښتو حيا وکړئ،چې کړنې مو ليکي؛خو يوازې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
نبوي احادیث
ð خداى چې کوم بنده ته خير وغواړي؛نو جنتي پاسواله پرښته ورته رالېږي، چې پر سينه يې لاس راکاږي او سينه يې پراخوي او د زکات ورکړې ته يې هڅوي [1].
ð خداى له بربنډتوبه منع کړي ياست؛نو له الهي عزتمنو پرښتو حيا وکړئ،چې کړنې مو ليکي؛خو يوازې د اودسماتي،جنابت او غسل پر مهال مو (ځان ته) پرېږدي [2].
ðحلال خواړه زړه رڼا کوي[3] .
ðد فاسقانو خواړه مه خورئ[4] .
ðخواړه مو په مالګه پيل او پاى ته ورسوئ؛ځکه دا کار د جذام، لېونتوب او پيس په څېر د دوه اويا بلاوو مخه نيسي[5].
ðڅوک چې خدای وپېژني او د شان خاوند يې وبولي؛نو خپله خوله دې د(بې ځايه او بې ګټې) خبرو او ګېده دې له خوړو منع کړي او ځان دې روژه تي او د شپې پاڅېدو ته په زحمت کړي [6].
ðخواړه مو په تول کړئ؛ځکه برکت پکې وي [7].
ð خواړه هله پوره کېږي،چې څلور ځانګړنې ولري: حلال وي، زيات لاسونه پکې وي، په پيل کې “بسم الله الرحمن الرحيم” او په پاى کې يې “الحمدالله” وويل شي[8].
ð سړى چې له خپلې کورنۍ سره پر دسترخوان کېني او د خداى په نامه په خوړو پيل وکړي او په “الحمدالله” يې پاى ته ورسوي؛نو د دسترخوان (پلوشې او برکت) پورته خيژي،چې وبښل شي [9].
ð (اصلي) خواړه (؛لکه غنم،جوار اوربشې او…)يوازې ګناهګاران احتکار او زېرموي [10].
ð حيران يم هغه ته چې د درد او ناروغۍ له ډاره له (ځينو) خوړو پرهېز کوي؛نو ولې د اور له ډاره له ګناه کولو پرهېز نه کوي (او ځان نه څاري) ؟[11]
ð د خوړو پر مهال مو څپلۍ او بوټان وباسئ؛ځکه دا ښکلى دود او د پښو د ارامۍ لامل دى [12].
ð تر خوړو وروسته خلال وکړئ؛ځکه د غاښونو د روغتيا او بنده ته د روزۍ د جلبولو لامل دى[13] .
ð په حقيقت کې تر خوړو مخکې او وروسته اودس کول،د بدن د شفا او روغتيا او د روزۍ د برکتي کېدو لامل ګرځي[14].
ðڅوک چې “لږ خورى” وي ؛نو بدن يې روغ رمټ پاتې کېږي او چې ډېرخورى وي؛نو بدن يې رنځور او زړه يې سختېږي[15].
ðزړه په ډېر خورۍ مه وژنئ؛ځکه زړونه دکښت په څېر دي،چې که اوبه پرې ډېرې شي؛نو خرابوي يې[16] .
ðخواړه په مالګه پيل او هم پاى ته ورسوئ؛ځکه د ( ٧٢ ) دردونو شفا پکې ده [17].
د خوړلو څښلو آداب
ðتر خوړو وړاندې او وروسته د لاسونو او خولې وينځل د برکت لامل دي [18].
ð که د خوړو پر وخت د “الله”نوم وانه خستل شي؛نو شيطان پکې د ځان ګډون روا بولي[19].
ð د سړو خوړو خوړل ډېر برکتي وي . [20]
ðډډه مې چې وهلي وي ؛نو خواړه نه خورم[21] .
ð د اوښ په څېر په يوې ساه اوبه مه څښئ؛بلکې دوه درې ځل پکې ساه واخلئ،تر څښلو مخکې “بسم الله” او وروسته ترې حمد او د خداى شکر ووياست[22].
ð رسول اکرم د څښلو په لوښي کې پوکى منع کړى دى[23] .
ð تر خوړو وروسته دعا دا ده : د هغه خداى ستاېنه ده،چې پر موږ يې خواړه وخوړل اوبه يې راباندې وڅښلې او له مسلمانانو يې کړو[24].
ðپه دنيا کې داسې وسه؛لکه چې مسافر يې او ځان په مړيو کې وشمېره[25].
ðمسافر چې ناروغ شي؛نو دواړو لوريو او مخکې او شاته چې وګوري او څوک و نه ويني؛نو پاک خداى يې تېر ګناهونه بښي[26].
ðپه نړۍ کې د مسافر يا لاروي په څېر ژوند وکړه[27].
ð څوک چې ځمکه پر ناحقه غصب کړي،د قيامت پر ورځ مکلفېږي،چې خاوره يې پر اوږو کړي[28] .
ð څوک چې په ناحقه يو لوېشت ځمکه تصرف کړي،پاک خداى به يې ددې ځمکې اوه پوړه ترغاړې کړي،چې په قيامت کې په همدې حال راپاڅي [29].
ð په يقين چې خداى هره ګناه بښي؛خو د هغه ګناهونه نه بښي،چې:
(1) په دين کې بدعت راولي. (2) د کارګر مزدوري ورنه کړي . (3)چې ازاد انسان (د مريي په توګه) وپلوري [30].
ð که څوک درې ځانګړنې ولري (؛نو) ايمان يې پوره کېږي : (1)که خوشحال وي؛نو خوشحالي يې ناحقو ته اړ نه باسي. (2) که غوسه وي؛ نو غوسه يې له حقه وانه ړوي (3) او چې د واک خاوند وي،هغه څه ته لاس اوږد نه کړي،چې ورته نه دي[31]
ðتر اړتيا ډېر خواړه مه خورئ؛ځکه زړه سختوي،چې همدا سختوالى زړه مسموموي،غړي د خداى له بندګۍ سستوي او غوږونه او زړه (او همت) د پند او موعظې له اورېدو منع کوي،له ډېرو کتو ډده وکړئ؛ ځکه د ځاني غوښتنو تخم کري او د غفلت لاملېږي [32].
ð غفلت په درېو څيزونو کې دى: د خداى له ياده غفلت .د ګهيځ له لمانځه تر لمر راختو پورې غفلت او د مړينې تر وخته د انسان پخپل دين کې غفلت[33].
ð څوک چې د غافلانو په منځ کې خداى يادوي؛لکه په تښتېدونکيو کې چې د خداى د لارې مجاهد وي[34] .
ð څوک چې هر شپه د قرآن لس آيتونه لولي؛نو نوم يې په غافلانو کې نه ليکل کېږي [35].
ðجنت ته ننووتم؛نو ومې ليدل،چې ډېرى جنتيان “بُلبلې” دي،د ُبلبلې په اړه رسول الله (ص) وپوښتل شو. ورته يې وويل: څوک چې په خير کارونو کې عقلمن او له ناوړو کارونو غافل وي او د مياشتې درې ورځې روژه نيسي[36].
ð هغه ډېر غافل دى،چې د دنيا د حالاتو له ادلون بدلونه پند نه اخلي او هغه تر ټولو ډېر ستر انسان دى،چې دنيا ته په کوم ارزښت قايل نه وي[37].
ð د ماښام او ماسخوتن ترمنځ دوه رکعته نفل لمونځ خداى ته د انسان د ګرانېدو لاملېږي [38].
ð د زړه د نرمښت پر مهال دعا غنيمت وګڼئ؛ځکه د (الهي) رحمت لامل ده[39].
ð د پسرلي ساړه غنيمت وګڼئ؛ځکه څه چې له ونو سره کوي،هماغه مو له بدنونو سره کوي او د مني له سړو ځان وژغورئ؛ځکه څه چې له ونو سره کوي،هماغه مو له بدنونو سره کوي [40].
حضرت عمار (رض)
ð واى پر عمار،چې تېري کوونکې ډله به يې ووژني،عمار به هغوى د جنت لوري ته رابلي او هغوى به عمار اور ته رابلي [41].
ð عمار له حق سره دى او حق له عمار سره،چېرې چې حق وي،عمار به هم وي [42].
عمر
ðزړه سوى عمر اوږدوي او پټه صدقه د خداى د غوسې اور وژني [43].
ð يوازې دعا قضا و قدر اړوي او يوازې له نورو سره نېکي کول عمر اوږدوي او په يقين انسان،چې ګناه کوي،له روزۍ بې برخې کېږي [44].
ð خلکو! روزي اېشل شوې او څوک له خپلې برخې تېرى نشي کړاى ؛ نو ځکه يې د لاس ته راوړو لپاره ښه عمل وکړئ او عمر محدود دى او هېڅوک تر ټاکل شوي عمره زيات عمر نشي کړاى؛نو د مړيني او د کړنو د حسابۍ د رارسېدو له مخه (د آخرت د توښې راټولو لپاره) وځغلئ[45].
ð څوک چې غواړي پاک خداى يې عمر ډېر او روزي پراخه کړي؛نو زړه سوى دې وکړي [46].
ð پر اوږد عمري نېک عمله دې خوښي وي او داچې پالونکى يې ترې خوشحاله دى؛نو لوري ته يې ستنېدنه هم ښه ده. پر اوږد عمري بدعمله دې افسوس وي او داچې پالونکى يې ترې خپه دى؛نو ورستنېدنه يې هم ناوړه (او سخته) ده[47].
ð څوک چې خپل پاتې عمر په نېکيو تېر کړي؛نو د تېروګناهونو په باب نه نيول کېږي؛ خو که څوک پاتې عمر په ګناه تېر کړي؛نو د وړاندې او وروسته ګناهونو په باب نيول کېږي [48].
ð مورو پلار دې د اولاد عورت ته نه ګوري او همداراز اولاد دې د پلار عورت ته نه ګوري [49].
ð زما له اهلبيتو به يو سړى ووژل شي او (لوڅ لغړ) به راوځړول شي، کومې سترګې چې عورت يې وويني؛نو جنت به ونه ګوري [50].
ð جبرئيل تل راته ويل،چې بدي په بدۍ مه ځوابوه دا خو لا څه چې پيلوونکى يې وسې [51].
ðڅه چې پخپله پرېښوواى نشې (؛نو) نور خلک دې نه ټپسوروي او څه چې ورپورې اړه نه لري،خپل ملګرې دې نه ځوروي [52].
ð په يوه ښار کې يوه ډله وه،چې پخپله يې عيبونه درلودل؛خو د خلکو د عيبونو په اړه چوپه خوله وو؛نو خداى هم د هغوى عيبونه را و نه سپړل (او نا ليدلي يې وګڼل) او په ښار کې يوه ډله وه،چې په خپله يې عيبونه نه درلودل؛خو د خلکو عيبونه يې راسپړل؛نو خداى هم د هغوى عيبونه راوسپړل،چې تر مړينې په همدې (راسپړل شويو عيبونو) وپېژندل شي[53].
ð اى هغې ډلې،چې پر ژبه مو ايمان راوړى او له زړه نه! د مؤمنانو د نيمګړتياوو او عيبونو د راسپړلو په لټه کې مه وسئ؛ځکه څوک چې د خپل ورور عيب راسپړي،خداى يې هم عيب راسپړي او خداى چې د چا عيبونه راوسپړي؛نو رسوا کوي يې، که څه هم پټ او د کور دننه يې وي[54] .
ð علي! يوازې مؤمن درسره مينه لري او يوازې د منافق بد ايسې[55] .
ð علي! ته به له ناکثانو،قاسطانو او مارقانو سره وجنګېږې[56].
ð علي! ته صديق اکبر او فاروق يې،چې حق او باطل بېلولاى شې،ته د مؤمنانو مشر يې او شتمني د کافرانو مشره ده[57].
ðڅوک چې زما اطاعت وکړي؛نو د خداى به يې کړى وي او څوک چې زما و نه مني؛ نو د خداى به يې نه وي منلي او څوک چې د علي اطاعت وکړي؛ نو زما اطاعت به يې کړى وي او څوک چې د علي اطاعت و نه کړي؛ نو زما به يې نه وي کړى [58].
ð ابوبکره! زما او د علي لاس په عدالت کې يو برابر دى [59].
ð علي! ته د اور وېشونکى يې[60] .
ð د علي يادول عبادت دى [61].
ð د علي مخ ته کتل عبادت دى [62].
ð علي له حق سره دى او حق له علي سره او چېرې،چې علي وي،حق هم هلته دى [63].
شات
ð شات ( د خولې بد) بوى او تبې رغوي[64] .
ð خداى شات برکتي کړي او د دردونو شفا يې پکې اېښې او اويا پېغمبرانو ته يې مبارک کړي دي[65] .
ðخداى په شاتو کې برکت اېښى او د دردونو شفا ده او اويا پېغمبرانو متبرک کړي دي[66] .
ð درې څيزونه دي،چې حافظه غښتلې کوي او بلعم له منځه وړي : د قرآن لوستل،د شاتو او کندر خوړل[67] .
ðد حجامت په نشتر يا د شاتو په شربت کې شفا ده[68].
ðخداى په شاتو کې برکت اېښى، شات د دردونو شفا ده او اويا پېغمبر انو برکتي ګڼلي دي [69].
ðستاسې له نړۍ مې يوازې ښځه او عطر ښه ايسي[70] . ð عطر زړه غښتلى کوي[71] .
ð خپل حبيب جبرئيل راته وويل : ورځ ترمنځ عطر وکاروه او د جمعې د ورځې عطر کارول مه هېروه [72].
ð بايد هر يو د جمعې پر ورځ عطر وکاروي، که څه د مېرمن له بوتله مو وي [73].
ðهره ښځه،چې عطر وكاروي او له کوره بهر ووځي؛نو كور ته د بېرته راستنېدو پورې پرې لعنت ويل كېږي[74] .
د خداى حياناک، زغمناک او پاکلمنى انسان خوښېږي،چې له ګناهونو او مکروهاتو ځان ژغوري[75] .
ð لومړي جنت ته ننووتونکي دا دي : شهيدان، هغه تر لاس لاندې،چې د خپل واکمن لارښوونې مني او زړه يې پرې سوځي او نمنځچاری – عابد پاکلمنى، چې له ګناهونو او مکروهاتو ځان ژغوري[76] .
ð عفاف او پاکلمني د ازمېښتونو او سختيو ښکلا ده[77] .
ð له پلرونو سره مو ښه وکړئ،چې زامن مو درسره ښه وکړي او د خلکو له ښځو سترګې پټې کړئ،چې ښځې مو پاکلمنې او عفيفې وي[78].
ðعقل لومړنى موجود و،چې پاک خداى پيدا کړ[79].
ðعقل د هر انسان د ژوند اړم دى[80] .
ðد “تدبير” په څېر “عقل” نشته [81].
ðعاقل بايد له خپلې زمانې با خبروي[82] .
ðدچا د عقل د کچې د څرګندتيا پورې دې د چا مسلماني تاسې هک پک نه کړي [83].
ð خداى تر عقل بل غوره څيز خلکو ته ورکړى نه دى، دعقلمن خوب د ناپوهه تر شپې پاڅېدو او لمونځ يې دخداى په لار (؛لکه جهاد،حج او….) کې د ناپوهه تر مسافرته غوره دى او خداى هر پېغمبر او استازى په عقل پوره رالېږلى او عقلونه يې د خپلو امتونو تر ګردو عقلونو غوره وو[84].
ð ناپوهي سخته نيستي او عقل ګټوره شتمني ده[85].
ð له خلکو سره مينه کول نيم عقل دی [86].
ð تر ايمان وروسته د عقل بنسټ له خلکو سره مينه کول او هر نېک چاري او بدچاري ته “خيرغواړي” ده[87].
ð خداى عقل وپنځاوه ويې ويل: ستون شه؛ نو ستون شو بيا يې وويل : مخ کړه؛ نو مخ يې کړ، بيا يې ورته وويل : تر تا ګران مې نه دى پنځولى (رسول الله (ص) زياتوي 🙂 خداى تعالى محمد (ص) ته د عقل نهه نوي برخې ورکړې او يوه يې پر خلکو ووېشله[88] .
ð له عقلمن سره مشوره وکړئ او ناباندي – مخالفت ورسره مه کوئ،چې لیپخوره – پښېمانه به شئ[89] .
ð عقلمن ته پکار ده،چې پر خپلې زمانې پوه وي،خپل شان ته مخ کړي او خپله ژبه وساتي [90].
ð ډېر عقلمن هغه دى،چې له خلکو سره ډېره نرمي (او ښه چلن) وکړي او ډېر خوار هغه دى،چې خلک سپک کړي [91].
ðعقل پر درېو برخو وېشل شوى دى،که چا درلودې؛عقل يې پوره دى او که نه عاقل نه دى : د خداى تعالى ښه پېژندنه، ښه طاعت او مننه او پر الهي لارښوونو ښه زغم[92].
ðڅوک چې له خدايه خير وغواړي او د خد اى په ورکړه خوشحاله وي؛ نو هرومرو خدای ورته ګتور څيزونه ورکوي[93] .
ðله تمې ډډه وکړئ؛ځکه حرص او تمه زړه خرابوي او پر زړه د دنيا غوښتنې ټاپه لګوي. تمه د ټولو ګناهونو کونجي او د ټولو سرغړونو مشره ده او ټولې نېکې چارې له منځه وړي[94].
ð په حقيقت کې تمه ښويه ډبره ده،چې ان د پوهانو پښه هم پرې ښويېږي [95].
ð تمه ګر ډېر نشتمن دى [96].
ð د بدمرغۍ له نښو دي : وچ سترګتوب، سخت زړي، د دنيا راټولونې ډېر حرص او پر ګناه ټينګار کول [97].
ð يو سړى رسول اکرم (ص) ته راغى ويې ويل: څه راوښيه! ورته يې وويل: پر تا (لازم) دي،څه چې له خلکو سره دي ( په اړه يې) نهيلى وسې ( او زړه پرې مه تړه)،چې غنا (خو له واره) حاضره ده . له تمې ډده وکړه، چې سملاسي نيستي ده. سړي بيا يې وويل: نور څه هم راوښيه ! ورته يې وويل: کوم کار ته چې دې ملا تړله؛ نو د پاى په اړه يې ښه غور او تدبر وکړه؛ نو که په خير دې و، ويې کړه او که پاى يې په هلاکېدو وه؛ نو ډده ترې وکړه[98].
ðمؤمن د روح قبضولو او د “ملک الموت” تر راښکاره کېدو له (خپل) ناوړه عاقبته په ډار کې وي او الهي رضا ته په رسېدو يقين نه لري [99].
ð ډېر غوره هغه دى،چې له عبادت سره مينه ولري او ټينګ يې په غېږ کې نيولى وي او د زړه له کومي ورته ګران وي او په پوره وسې يې ترسره کړي او يو وخت ورته وټاکي،چې پکې ورته مهمه نه وي،چې دنيوي څه تنګسه يا پراخي پرې راځي [100].
ðڅوک چې خداى ډېر ياد کړي (؛نو) خداى ته به ګران وي [101].
ðپټ عبادت غوره عبادت دى [102].
ð يو ساعت فکر کول، تر شپېتو کالو عبادته غوره دى [103].
ð ځانمني د اويا کالو عبادت له منځه وړي [104].
ðپه مينه دعالم مخ ته کتل عبادت دى [105].
ðپه جومات کې نمانځه ته په تمه کېناستل عبادت دى [106].
ðڅوک چې د خپل مؤمن ورور اړتيا ترسره کړي؛ نو د داسې چا په څېر به وي،چې ټول عمر يې پرعبادت تېرکړى وي [107].
ð د لا (اله) الا (الله) د کلمې ويل غوره عبادت دى [108].
ð عبادت اويا برخې دى،چې مهم يې د حلالې روزۍ تر لاسه کول دي [109].
ð ډېر پټ عبادت ته ډېره بدله ورکول کېږي [110].
ðد دين د پوهېدو لپاره هڅه کول غوره عبادت دى [111].
ð پراخۍ ته سترګې پر لارېدل غوره عبادت دى [112].
ð سکون او ارامي د عبادت ښکلا ده [113].
ð سستي د عبادت آفت دى[114] .
ðقيامت به هله درېږي چې: ګناهګارانو ته پاملرنه وشي او ښه راغلاست ورته وويل شي. منصفان کمزوري شي او (دلقکها) نژدي شي او عبادت خلکو ته اوږد او سختېږي،د صدقې ورکړه زيان او په امانت کې خيانت کول ګټه وبولي او (په خپل ګومان) نمونځ کول يې (پر خداى) منت اېښوول وي [115].
ð خداى تعالى وايي:کوم بندګان،چې جنتي کوم؛نو په جسمي ناروغۍ يې اخته کوم يا مرګ پرې سختوم،چې راته له ګناه پاک راشي بيا يې جنت ته ننباسم [116].
ð صالح بنده چې وکنځل شي؛ نو په ځواب کې وايي: زه روژه يم، سلام پر تا! نه دې کنځم . خداى تعالى وايي: بنده مې د بل بنده له شره روژې ته پنا يووړه؛نو ما هم د دوزخ له اوره وژغوره[117] .
ð خداى تعالى وايي :زه له هغه بنده حيا کوم، چې د دعا لاسونه پورته کړي او د فيروزې غمى يې په ګوته کړى وي؛خو نهيلى يې ستون کړم [118].
ð زه د هغه بنده د مړينې اساني او له اوره ژغورنه تضمينوم،چې د نمانځه وختونه او د لمر (راختو او لوېدو) موقعيت څاري [119].
ð داسې بنده هم وي،چې د يوې ګناه لپاره زر کاله نيول شوى وي؛خو مېرمنې به يې په جنت کې په نازو نعمت کې وي [120].
پانیات کېدل – عبرت اخستل
ð په دنيا کې د عبرت اخستونکي انسان ژوند د ويده انسان د ژوند په څېر دى،چې ګوري؛خو نه يې لمسوي او له زړه پر دنيا د غولېدو دودونه بد ګڼي،چې د الهي عذاب وړ دي او ځان ترې پاکوي او هغه پر ځان عملي کوي،چې خداى پرې خوشحالېږي او (په دنيا د زړه نه تړلو) په اوبو ټول هغه ځايونه وينځي،چې دنيا ته د بلنې له امله (په زړه کې ورته) ښکلى انځور شوي. عبرت،عبرت اخستونکى له درېو څيزونو برخمنوي : په دې پوهېدل،چې څه کوي،په څه چې پوهېږي،عملي کوي يې او په څه چې نه پوهېږي،پوهېږي[121] .
ð وياړنه د خېل آفت دی [122].
ð که مؤمن ته تر وياړنې ګناه غوره نه واى ( په دې غاورتوب،چې ګناه نه کوي)؛نو خداى بېخي د ګناه کولو لپاره د خپل مؤمن بنده لاس ازاد نه پرېښود[123].
ð خداى تعالى وايي: مؤمن بنده مې د فرايضو په کولو راته نږدېوالى مومي، په بل هېڅ څيز دا چار نشي کړاى او په يقين مؤمن بنده مې د عباداتو يو وره ته مخه کوي؛خو زه يې پرې تړم،چې ځانمنى نشي او پوپناه يې نه کړي [124].
ð “موسى بن عمران” ( ع) ابليس ته وويل : هغه کومه ګناه ده،چې که بنيادم يې وکړي؛نو ته پرې لاسبري مومې؟ ويې ويل: که ځانمنى شي او خپلې کړنې ډېرې وبولي او خپل ګناهونه په سترګو کې لږ وبرېښوي [125].
ð خداى حضرت “داوود” عليه السلام ته وويل : داووده! ګناهګارانو ته زېرى ورکړه او نېکان وډاروه. “داوود” ويل: خدايه! څرنګه دا کار وکړم؟ ورته يې وويل :ګناهګارانو ته ځکه زېرى ورکړه،چې زه يې توبه قبلوم او ګناهونه يې بښم او نېکان ځکه وډاروه، چې پخپلو کړنو ځانمني نشي .
ð درې ګناهونه د هلاکت لامل دي : کنجوسي په ځاني غوښتنو پسې تلل او ځانمني [126].
ð له نیاومن – عادل واکمن سره يو ساعت تېرول تر اوياوو کالو عبادته غوره دى او پر ځمکه،چې د خداى لپاره حد جاري شي؛نو تر څلوېښتو ورځو باران ورېدو غوره دى[127] .
ð د يو ساعت نیاو – عدالت جاري کول،د هغو اويا کالو تر عبادته اوچت دى،چې د شپې پکې په تهجدو بوخت وي او د ورځې روژه وي او د خداى په نزد د يو ساعت ظلم کولو سزا د شپېتو کالو ګناه کولو تر سزا ډېره ده[128].
ð ډېر نیاومن هغه دى،څه چې ځان ته خوښوي،نورو ته يې هم خوښ کړي او څه چې ځان ته بد ګڼي،نور ته يې هم بد وګڼي[129] .
ð نیاو – عدالت د ايمان ښکلا ده [130].
ð يو ساعت د” نیاو خپرول” تر يوه کال عبادته غوره دي[131] .
ðحضرت “جابر بن عبدالله” (رضى الله عنه) وايي : يوه ورځ رسول اکرم ( ص) په “جعرانه” نومې ځاى کې غنيمتونه وېشل. چا ورته وويل : نیاو وکړه! رسول اکرم ( ص) ورته وويل : که نیاو ونکړم (؛نو) بدمرغېږم [132].
خداى په قيامت کې له درېو ډلوعذاب لرې کوي :څوک چې پر الهى قضا و قدر راضي وي . څوک چې پر مسلمانانو زړه سواند وي او څوک چې نورو ته د خيريه چارو لار ورښيي [133].
ð رسول الله (ص) د “حاتم طايي” زوى ته وويل : خداى تعالى ستا له پلاره د سخاوت له امله يې سخت عذاب لرې کړ[134].
ð څوک چې د خلکو پت ته له لاس ورغځولو ډډه وکړي؛نو خدای يې په قيامت کې له عذابه ژغوري او څوک چې پر خلکو له خپلې غوسې ځان وژغوري،پاک خداى يې له الهي عذابه ساتي[135] .
ð د بني اسرائيلو پر يوه ټبر د شپې الهي عذاب راپرېووت او چې سهار شو؛ څلور ډلې يې ځپلې وې: سازيان، ډمان، د خوړو زېرموونکي (محتکرين) او سودخواره[136] .
ð خداى ژبې ته داسې عذاب ورکوي،چې د بدن نورو غړيو ته يې نه ورکوي : ژبه خداى ته وايي : ولې داسې عذاب راکوې، چې نورو ته يې نه ورکوې؟ ورته ويل کېږي: له تا داسې خبره راووته چې ختيځ او لويديځ ته ورسېده او له امله يې (د بې ګناه) وينه تويه شوه او مال په حرامو غصب شو او ناموس څيري شو. پر عزت او پرتم مې قسم! زه به دې هرومرو پر داسې عذاب اخته کړم،چې د انسان د بدن يو غړى به هم پرې اخته نه کړم[137].
ð خدای به هغه زړه په عذاب نه کړي،چې د قرآن لوښى وي [138].
ðپر هغه قسم،چې زه يې زېرى ګر نبي رالېږلى يم، چې خداى یوڅښتنی – موحد په اور نه کړوي او (هم) یوڅښتني – موحدين سپارښت کوي،چې قبلېږي هم[139].
ð خداى چې پر کوم امت غوسه شي او عذاب پرې نه راولي؛نو داسې چارې ورسره کوي: نرخونه ورلوړوي،عمرونه يې لنډوي، سوداګري يې ګټه نلري، د مېوو یېبرې – حاصلات يې ښه نه وي، سيندونه يې له اوبو نه ډکېږي، باران پرې نه اوري او ډېر ناوړه (واکمن) پرې واکمنېږي[140].
ðدرې څيزونه د ژغورنې لامل دي : ( ۱) په پټه او ښكاره له خدايه وېره(۲) په خوښۍ او غوسه كې نیاو – عدالت كول (۳) او په شتمنۍ او بېوزلۍ دواړو كې منځلاري او درې څيزونه د پوپنا كېدو لامل دي : (۱) په ځاني غوښتنو پسې تلل(۲) كنجوسي كول (۳) او ځانمني[141].
ðدرې څيزونه د ژغورنې لامل دي:(۱) ژبه دې وساته (۲) پر ګناهونو دې وژاړه (۳) او د كور دې خادم وسه[142] .
ð خداى ته هغه کور ډېر ګران دى،چې په واده اباد شي او هغه کور يې ډېر بد ايسي، چې په طلاق وران شي[143] .
ð کومه ښځه،چې بې دليله له مېړه طلاق اخلي؛نو د جنت بوى پرې حرام دى[144] .
ð طلاق ډېر (کږلی) منفور حلال دى[145] .
ð واده وکړئ او طلاق مه ورکوئ؛ځکه په طلاق د خداى عرش لړزېږي[146] .
ضمانت او تضمين
ð څوک چې (له ګناه) د خولې او عورت د ساتنې تضمين راکړي؛ نو جنت ورته تضمينوم[147] .
ð چاچې د حج په اړه د کوم مړي د وصيت ضمانت کړى وي او بې عذره ورته شا کړي؛نو پاک خداى يې نمونځ،روژه او دعا نه قبلوي او په هر شواروز کې ورته سل ګناهونه ليکي،چې ډېره وړه يې له مور و لور سره د زنا هومره ده[148].
ð څوک چې د مسلمان ورور د اړتيا د لرې کولو تضمين وکړي؛نو خداى يې اړتياوو ته تر هغه نه ګوري، چې د خپل مسلمان ورور اړتيا يې نه وي لرې کړي [149].
ðد خداى له فرائضو غفلت مه کوئ،څه چې درته تضمين شوي،پرې بوخت شئ (اخرت ته پاملرنه فرض او د انسان روزي تضمين شوې ده[150])
ðپاک خداى وايي : څوک چې پوهېږي، ګټه او تاون د خداى په لاس کې دى او له ما د کومې اړتيا لرې کول وغواړي؛نو ورته يې پوره کوم[151] .
ð څوک چې له خپلې دنيا سره مينه لري؛نو خپل اخرت ته به يې زيان رسولى وي[152] .
ð په زړه سوي کې غوره چار (د خپلوانو) نه ازارول دي [153].
ðڅوک چې غواړي عمر يې اوږد او روزي يې پراخه شي؛نو پرهېزګاري او زړه سوى دې وکړي[154] .
ð جبرئيل خبر کړم،چې د جنت بوى له زر کاله لرې واټنه بويېږي؛خو د موروپلار عاق شوى،سخت زړه او بوډا زناکار به يې بوى نه کړي[155] .
ð څوک چې د زړه سوي او خپلوانو ته د رسېدو لپاره کوم ګام واخلي؛ نو خدای ورته د سلو شهيدانو ثواب ورکوي او هر ګام ته يې څلوېښت زره نېکۍ ليکي او څلوېښت زره ګناوې يې هم پاکوي او همدومره درجې يې لوړوي او؛ لکه داسې دى،چې په پوره زغم يې يوازې خداى ته عبادت کړى دى[156] .
ð په قيامت کې زړه سوى او امانت ساتنه د صراط پر دواړو غاړو (د دېوال په څېر) وي، چې زړه سواند او امانت ساتى ترې تېرېږي او اور ورته زيان رسولاى نشي[157] .
ð څوک چې يو څيز راتضمين کړي،څلور څيزونه ورتضمينوم : زړه خوږى دې وي،چې د خپلوانو ورسره مينه پيدا شي، روزي يې زياتېږي، عمر يې اوږدېږي او خداى يې هغه جنت ته ننباسي،چې ژمنه يې ورسره کړې[158] .
ð درې څيزونه له اخلاقي مکارمو دي : هغه ته ورکړه،چې ته يې بې برخې کړى يې . له هغه سره اړيکه،چې درسره يې اړيکه پرې کړې او د هغه چا بښل،چې تېرى يې درسره کړى وي [159] .
ð زړه سوى سيمې ابادوي،عمرونه اوږدوي،که څه اوسېدونکي يې نېکان نه وي[160] .
ð زړه سوى عمر اوږدوي او نيستي له منځه وړي[161] .
ðان که په يو سلام اچولو هم وي؛نو زړه سوى وکړئ [162].
ð تر ټولو ښو چارو ډېر ژر د زړه سوي بدله تر لاسه کېږي[163] .
ð ډېر داسې قومونه دي،چې نېکان نه دي؛خو زړه سوى لري او (په پايله کې) شتمني يې ډېرېږي او عمرونه يې اوږدېږي؛نو که نېکان وي، څنګه به وي[164]؟
ð د خپل امت سوبو او ناسوبو او هغوى ته چې تر قيامته زېږېږي، وصيت کوم، چې زړه سوى وکړي،که څه يوه کلنه لار وي؛ځکه زړه سوى ديني چار دى[165] .
ðڅوک چې غواړي رزق يې پراخه او عمر يې اوږد شي؛نو پر خپلوانو دې زړه سوى وکړي[166] .
ð څوک چې له خپلوانو سره ښه چلن نه کوي او زړه سوى پرې نه کوي؛ نوجنت ته تلاى نشي[167] .
ð څوک چې ووايي،خداى دې محمد (ص) ته د هغه وړ اجر ورکړي؛نو زر ورځې به يې اويا ليکوال په کار اچولي وي (؛ځکه ددې کار ثواب دومره ډېر دى،چې يو تن يې په زرو ورځو کې په کړنليک کې ليکي)[168].
ð خداى تعالی پرښتې لري،چې پر ځمکه ګرځي او زما د امت سلامونه او درودونه رارسوي[169] .
ðهغه ډېر کنجوس دى،چې زما نوم واخستل شي؛خو درود راباندې ونه وايي[170] .
ðپر ما “درود” ويل،د”پل صراط” رڼا ده[171] .
ðبېشکه د خداى پرښتې په نړۍ کې ګرځي او ماته مې د امت سلامونه او درودونه رارسوي[172] .
ð څوک چې پر ما صلوات ويل هېر کړي؛نو د جنت لار يې ورکه کړې ده[173].
ð څوک چې پر ما صلوات ووايي؛خو پر کورنۍ مې ونه وايي؛نو جنت به بوى نه کړي،حال داچې د جنت بوى له پينځو سو کالو واټنه بويېداى شي[174] .
ð صلوات په لوړ غږ ووياست؛ځکه نفاق له منځ وړي [175].
ð دعا هله قبلېږي،چې پر ما او اهلبيتو مې صلوات وويل شي[176].
ð پر ما صلوات مو،د دعا د قبلېدو،د پالونکي د خوشحالۍ او د کړنو د قبلېدو لامل دى[177] .
ð څوک چې په کومه ليکنه کې پر ما صلوات وليکي؛ نو څو چې دا ليکنه وي، پرښتې به ورته بښنه غواړي (اللهم صل على محمد و على آل محمد[178])
ðد هرې دعا او اسمان ترمنځ يوه پرده ده او دا پرده هله لرې كېږي،چې پر پېغمبر او كورنۍ يې درود (صلوات) وويل شي او كه دا كار و نشي؛ نو دعا بېرته راګرځي[179] .
ð پر ما او اهلبيتو مې صلوات ويل د نفاق د منځه وړو لامل دى[180].
ðڅوک چې راباندې صلوات ووايي؛نو خداى او پرښتې پرې صلوات وايي؛ نو که څوک لږ صلوات وايي يا ډېر!!![181]
ðڅوک چې راباندې يو صلوات ووايي؛خداى ورته لس صلواته رالېږي، لس ګناهونه يې بښي او لس درجې يې لوړوي [182].
ð نيمګړى صلوات راباندې مه وائئ : وپوښتل شو: څرنګه؟ آنحضرت ورته وويل: دا چې “اللهم صل على محمد” ووياست،حال داچې بايد “اللهم صل على محمد و على آل محمد” ووياست[183].
ð اصحابو کرامو پېغمبراکرم وپوښت : پر تا باندې په سلام اچولو پوه شو؛خو صلوات درباندې څرنګه دى؟ ورته يې وويل:” اللهم صل على محمد و على آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم[184].”
ð سوله د مسلمانانو ترمنځ روا ده؛خو نه هغه وخت،چې حرام حلال يا حلال حرام شي[185] .
ð که پر کوم مسلمان ورور مو مينه راغله؛نو ورته يې څرګنده کړئ؛ ځکه چې د اړيکو د ټينګښت لامل ګرځي[186].
ð د خلکو پخلاينه تر يو کال روژې نېونې او لمونځ کولو غوره ده[187].
ð د صدقې په ورکړه (له اسمانه) روزي راکوزه کړئ [188].
ðخپلوان دې،چې اړمن وي ؛نو نورو ته صدقه ورکول څه پکار؟[189]
ðصدقه د بديو اويا ورونه تړي [190].
ðد صدقې په ورکړه،خپل ناروغان له ناروغۍ وژغورئ[191] .
ðغوره صدقه داده،چې يو مسلمان پوهه تر لاسه کړي او بل مسلمان ته يې وښيي[192] .
ðپټه صدقه ورکول،د خداى غوسه سړوي[193] .
ð صدقه د ناوړه مړينې مخه نيسي[194].
ð د صدقې ورکړه مال ډېروي او صدقه ورکړه،چې خداى درباندې ولورېږي[195].
ð د بېوسي لاسنيوى،له غوره صدقو ځنې ده [196].
ð تر خپلې اړتيا د زياتو څيزونو ورکړه،غوره صدقه ده[197].
ðشتمني د صدقې په ورکړه نه لږېږي؛نو بخشش وکړئ او مه ډارېږئ[198].
ð صدقه د ناوړو پېښو مخه نيسي[199].
ð د قيامت ځمکه سره ده؛خو بې د مؤمن د سيوري له ځاى،چې صدقو يې دا سيورى جوړ کړى دى[200] .
ð ګهېځ مو په صدقه پېل کړئ؛ځکه بلاوې ترې نشي تېرېداى[201].
ðخداى د صدقې له ورکوونکي اويا ډوله ناوړه مړينې او بلاوې لرې کوي، چې لږ تر لږه يې غم او خپګان دى[202]
ð ګدا چې د شپې درشي؛نو مه يې ځوابوئ[203] .
ð که خپلوان مو اړ ول، نورو ته د صدقې ورکړه روا نه ده[204].
ð مسکين د نړۍ پال استازى دى،چې خلک پرې وازمېيي؛څوک چې څه ورکړي؛نو خداى به هم پرې ولورېږي او څوک چې يې ځواب کړي، خداى به يې بې برخې کړي [205].
ð د اړتياوو د څرګندولو پر مهال د ګدا خبرې مه پرېکوئ، پرېږدئ، چې پوره خبرې وکړي او له حاله يې خبر شئ[206].
ð ناروغان مو د صدقې په ورکړه ورغوئ او شتمني مو د زکات په ورکړه وساتئ[207] .
ð توحيد نيم دين دى او د روزۍ د لاس ته راوړو لپاره صدقه ورکړئ ( د صدقې د ثواب کچه د وګړي په توحيد پورې اړه لري[208])
ðله خلکو سره ښه چلن صدقه ده[209] .
ðزه داسې صدقه درښيم،چې د خداى او استازي يې ښه ايسي او هغه د مرور پخلا کول دي[210] .
[1] (وسايل الشيعه ٩/ ٢٠ )
[2] ( بحارالانوار ٥٦ / ٢٠٠)
[3] ( الحکم الزاهرة ١/ ٤٨٢)
[4] ( بحار ٧٧/ ٨٤)
[5] (الکافي: ٦\٣٢٦)
[6] (الکافي ٢/ ٢٣٧ )
[7] ( الکافي ٥ / ١٦٧)
[8] (الکافي ٦ / ٢٧٣ )
[9] ( الکافي ٦/ ٢٩٦)
[10] (من لا يحضره الفقيه ٣/ ٢٦٦ )
[11] (من لايحضره الفقيه ٣ / ٣٥٩)
[12] (وسايل ٥ / ٩٦ )
[13] (مستدرک الوسايل ١٦/ ٣١٧)
[14] ( المحاسن ٢/ ٤٢٤)
[15] (مجموعه ورام ٢/ ٢٢٩)
[16] ( جامع الاخبار: ٢١٤ مخ )
[17] ( بحارالانوار٧٧/٥٨)
[18] ( “ترمذي” – “ابوداوود”)
[19] ( صحيح مسلم )
[20] (الدارمي )
[21] ( صحيح بخاري)
[22] (ترمذي)
[23] (ابوداوود – ابن ماجه )
[24] (“ترمذي” – ابوداوود )
[25] ( الامالي للطوسي: ٣٨١ )
[26] ( ارشاد القلوب ١/ ١٩٠)
[27] (صحيح بخاري)
[28] ( وسايل ٢٥/ ٣٨٨)
[29] (مستدرک الوسايل ١٧ / ٩١ )
[30] (عيون الاخبار الرضا ٢/ ٣٣)
[31] ( المحاسن ١/ ٦ )
[32] ( اعلام الدين: ٣٣٩ )
[33] ( جامع الاخبار : ١٣١)
[34] (الکافي ٢/ ٥٠٢ )
[35] (الکافي ٢/ ٦١٢ )
[36] ( قرب الاسناد ١/ ٣٧ )
[37] ( بحارالانوار ٧٠/ ٨٨)
[38] ( تهذيب الامکام ٢/ ٢٤٣ )
[39] ( الدعوات : ٣٠)
[40] ( بحارالانوار ٥٩/ ٢٧١)
[41] ( د امام احمد حنبل مسند ٣/ ٩١ ،صحيح بخاري ١/ ١١٥١، د “حاکم” مستدرک ٢/ ١٤٩، فتح البارى ١/ ٤٥١ ،د “ابن کثير” السيرة النبويه ٢/ ٣٠٧ )
[42] (الطبقات الکبرى ٣/ ٢٦٢، تايخ مدينه دمشق ٤٣/ ٤٧٦)
[43] (وسايل ٩/ ٣٩٧)
[44] (مستدرک الوسايل ١٥/ ١٧٨)
[45] (مستدرک الوسايل ١٣/ ٢٩)
[46] (الکافي ٢/ ١٥٦)
[47] ( روضه الواعظين ٢/ ٤٧٥)
[48] ( الامالي للصدوق ٥٧ مخ)
[49] ( وسايل ٢/ ٥٦)
[50] ( بحارالاانوار ٤٦/ ٢٠٩)[ تبصره: دا روايت د حضرت زيد بن على (رض) په باب دى،چې د امام باقر (رح) د حيثيت او درناوي لپاره راپاڅېد او شهيد شو او امام ابوحنيفه (رح) ددې غورځنګ غړى و،په دې باب وګورئ : د افغانستان له ملي راډيو تلويزيونه د امام اعظم په نامه په ١٣٨٦ل کې خپور شوى سريال .]
[51] (الکافي ٢/ ٣٠٢)
[52] (الامالي للمفيد:٢٧٨)
[53] (الامالي للطوسي : ٤٤)
[54] ( المؤمن : ٧١)
[55] ( امام احمد حنبل مسند ١/ ٥٤ – صحيح مسلم ١/ ٦٠ د ابن ماجه سنن ١/ ٤٢ – د نسايي سنن ٨/ ١٦٦ – شرح مسلم للنوي ٢/ ٦٢ – د قرطبي تفسير ٧/ ٤٤ )
[56] (د حاکم نيشاپوري مستدرک ٣/ ١٥٩ _ کنزالعمال ١١/ ٢٩٢ – مجمع الزوايد ٥/ ١٨٦ – علل الدارقطي ٥/ ١٤٨ – الاستيعآب ٣/ ١١١٧ – اسدالغابه ٤/ ٣٣ – البدايه والنهايه ٧/ ٣٣٧ – ميزان الاعتدال ١/ ٢٧١)
[ تبصره: ناکثان بيعت ماتي ول،چې د جمل په جګړه کې وو . قاسطان؛ يعنې ظالمان،د صفين په جګړه کې او مارقان خوارج وو،چې د نهروان په جګړه کې له علي(ک) سره وجنګېدل،رسوا او ابدي بدمرغه شول .
خوشحال بابا وايي :چې په جنګ کې د علي له لوري ومړل په هغوى ګواهي ده، چې مرحوم دي. ]
[57] ( ذخائر العقبى ٥٦ مخ – کنزالعمال ١١/ ٦١٦ – المعجم الکبير ٦/ ٢٦٩ – سير اعلام النبلا ٢٣/ ٧٩ – الاستيعاب ٤/ ١٧٤٤ – تاريخ الاسلام ٤٦ / ٣٩١ – ينابيع الموده ٢/ ٣١٧ )
[58] (د حاکم نيشاپوري مستدرک ٣ / ١٢١)
[59] ( د بغداد تاريخ ٥/ ٢٤٠ – ميزان العتدال ١/ ١٤٦ – تاريخ مدينه دشمق ٤٢/ ٣٦٩ – د خوارزمي مناقب ٢٩٦ مخ – السيره الحلبيه ٢ / ٢١١ – ينابيع الموده ٢/ ٢٣٦ – بحارالانوار ٤٠/ ١١٩ )
[60] ( د ابن مغازلي شافعي مناقب ٦٧ مخ)
[ تبصره: د دې روايت په هکله امام احمد حنبل (رح) وايي:على د جنت او دوزخ وېشونکى دى؛ځکه دوست يې جنتي مؤمن دى او دښمن يې منافق دوزخي دى .]
[61] ( الجامع الصغير ١/ ٦٦٥- البدايه والنهايه ٧/ ٣٩٤ – کنزالعمال ١١/ ٦٠١ – د ابن مردوديه مناقب على ٧٥ مخ – دابن مغازلي شافعي مناقب ٢٠٦ )
[62] ( د ابن مغازلي شافعي،مناقب، ٢٠٦ مخ –الاصابه ٨/ ٣٠٨ – اسدالغابه ٥/ ٥٤٧ –د حاکم مستدرک ٣/ ١٤١ – المعجم الکبير ١٨/ ١٠٩ – کنزالعمال ١١/ ٦٠٠)
[63] ( سنن ترمذي ٥/ ٢٩٧ – د حاکم مستدرک ٣/ ١٤٤– د فخررازي تفسير ١/ ٢٠٥ – د ذهبي تاريخ الاسلام ٣/ ٦٣٥ )
[64] ( مستدرک الوسايل ١٦/ ٣٦٦)
[65] ( مکارم الاخلاق ١٦٥)
[66] ( مستدرک الوسايل ١٦\٣٦٧ )
[67] ( مستدرک الوسايل: ١٦ / ٣٦٧)
[68] (مستدرک الوسايل : ١٦/ ٣٦٧)
[69] ( صحيفة الرضا: ٢٠٧ حديث )
[70] ( الکافي ٥ / ٣٢١)[ تبصره: د دې روايت مخاطبين هغه اصحاب وو،چې رهبانيت او ګوښه کېناستوته لېوال وو]
[71] ( الکافي ٦/ ٥١٠)
[72] ( الکافى ٦/ ٥١١)
[73] ( الکافي ٦/ ٥١١)
[74] ( الكافي ۵\ ۵۱۸)
[75] (الکافي ٢/ ١١٢)
[76] (الامالي للمفيد: ٩٩)
[77] (بحارالانوار ٧٤ / ١٣٣)
[78] ( وسايل ٢٠/ ٣٥٦)
[79] ( من لايحضر الفقيه ٤\٣٦٨)
[80] ( کافي ١/٢٩ )
[81] ( المحاسن ٢/ ٦٠١)
[82] (مکارم الاخلاق : ٤٧٢)
[83] ( مسندالشهاب ٢/ ٨٨)
[84] ( الکافي ١/ ١٢)
[85] ( الکافي ٢/ ٦٤٣)
[86] ( الکافي ٢/ ٦٤٣)
[87] (وسايل ١٦/ ٢٩٥)
[88] (بحارالانوار ١/ ٩٧ )
[89] (مستدرک الوسايل ٨ / ٣٤٤)
[90] ( بحارالانوار ٦٨/ ٢٧٩ )
[91] ( ٧٢ / ٥٢ )
[92] ( الخصال ١/ ١٠٢ )
[93] (الکافي ٨/ ٢٤١)
[94] ( بحارالانوار ٧٤/ ١٨٤)
[95] (مجموعه ورام ١/ ٤٩ )
[96] (مستدرک الوسايل: ١٢/٦٨)
[97] (الکافي ٢/ ٢٩٠)
[98] (الوافي ٤/ ٤١٧)
[99] ( تاويل الايات الظاهرة: ٥٢٤)
[100] ( الکافي ٢/ ٨٣ )
[101] (کافي ٢/٤٩٩)
[102] ( کنز ٣/ ٦٧٣)
[103] ( کنز ٣/ ١٠٦ )
[104] ( کنز ٣/٥١٤)
[105] ( النوادر: مخ ١١٠)
[106] ( ميزان الحکمه : ٨٣٠٤ ح )
[107] ( الامالي طوسي : ٤٨١ )
[108] ( التوحيد: ١٨ مخ)
[109] (الکافي ٥/ ٧٨)
[110] ( وسايل ١/ ٧٩)
[111] (بحارالانوار ١/ ٢١٧)
[112] (کمال الدين ١/ ٢٨٧)
[113] (جامع الاخبار: ١٢٢)
[114] ( الخصال ٢/ ٤١٦)
[115] (بحارالانوار ٦/ ٣١٥)
[116] ( الکافي ٢/ ٤٤٦)
[117] (الکافي٤/ ٨٨)
[118] (وسايل ٥/ ٩٥)
[119] (مستدرک الوسايل ٣/ ١٤٨)
[120] ( الکافي ٢/ ٢٧٢)
[121] ( مصباح الشريعه: ٢٠١)
[122] (الکافي ٢/ ٣٢٨)
[123] ( مشکاْةالانوار ٣١٤)
[124] (التوحيد ٣٩٨)
[125] (الکافي ٢/ ٣١٤)
[126] (الحکايات ٩٧ )
[127] (وسايل ٢٨/ ١٢ )
[128] (مشکاة الانوار: ٣١٦)
[129] ( معاني الاخبار ١٩٥)
[130] ( بحارالانوار ٧٤/ ١٣٣)
[131] (مستدرک ١١/ ٣١٧)
[132] [ صحيح بخاري : ٣١٤٨ح]
[133] (مستدرک الوسايل ١٢/ ٤٣١)
[134] ( مستدرک الوسايل ١٥/ ٢٦٠)
[135] ( الکافي ٢/ ٣٠٥)
[136] (مستدرک الوسايل ١٣/ ٢٧٣)
[137] (المجتبي: ٢٥)
[138] ( الامالي للطوسي: ٦ )
[139] (الامالي للصدوق : ٢٩٥)
[140] ( الکافى ٥/ ٣١٧)
[141] (الحكايات : ۹۷مخ )
[142] ( بحار ۶۸ \ ۲۷۹)
[143] (الکافي ٥/ ٣٢٨)
[144] ( روضة الواعظين ٢/ ٣٧٦ )
[145] ( مستدرک الوسايل ١٥/ ٢٨٠ )
[146] (عوالي الاللي ٢/ ١٣٩)
[147] (وسايل ١٦/ ١١٠)
[148] ( جامع الاخبار: ١٥١)
[149] (الجعفريات : ١٩٨)
[150] (ارشاد القلوب ١/ ٦١)
[151] ( ثواب الاعمال : ١٥٣)
[152] (کنزالفوائد ١/ ٦١ )
[153] (قرب الاسناد : ١٥٦ )
[154] ( الزهد : ٣٩ مخ)
[155] ( بحارالانوار ٧١/ ٩٦ )
[156] ( بحارالانوار ٧١/ ٨٩)
[157] (مستدرک الوسايل ١٥/ ٢٤٠ )
[158] (عيون اخبار الرضا ٢/ ٣٧ )
[159] (مستطرفات السائر : ٦٥١)
[160] (مستدرک الوسايل ١٥/ ٢٤١ )
[161] ( الجعفريات : ٥٥)
[162] ( الجعفريات ١٨٨)
[163] (الکافي ٢/ ١٥٢)
[164] ( الکافي ٢/ ١٥٥)
[165] ( الکافي ٢/ ١٥١)
[166] ( صحيح بخاري – صحيح مسلم )
[167] ( صحيح بخاري – صحيح مسلم )
[168] (بحار الانوار ٩١/ ٦٣)
[169] ( وسايل الشيعه ١٤ / ٣٣٨)
[170] ( کنز: ٢١٤٤ح )
[171] ( کنز: ٢١٤٩)
[172] ( سنن نسائي – دارمي )
[173] ( بحارالانوار ٩١/ ٥٣)
[174] ( الامالي للصدوق : ٢٠٠)
[175] (الکافى: ٢/ ٤٩٣)
[176] (بحار ٩١/ ٦٦)
[177] (بحار ٩١/ ٦٨)
[178] (بحار ٩١ / ٧١)
[179] ( بحارالانوار ۲۷\ ۶۰ )
[180] (الکافي ٢/ ٤٩٢)
[181] ( الکافي ٢/ ٤٩٢)
[182] (مستدرک الوسايل ٥/ ٣٣٧)
[183] (شرف النبي ٢٤٨ مخ – “الصواعق المحرقه” ٢/ ٤٣٠ – حاشيه الطحاوي على مواتي الفلاح ١/ ٨ )
[184] (صحيح مسلم ٢/ ١٦ – سنن ابن ماجه ١/ ٢٩٣ – صحيح بخاري ٤/ ١١٨)[ تبصره: زموږ ځيني ويناوال او ليکوال يوازې ((صلى الله عليه وسلم)) وايي او ليکي،حال داچې د پېغمبر څرګنده لارښوونه ده،چې بايد ((صلى لله عليه و اله وسلم)) وويل او وليکل شي . ]
[185] (من لا يحضره الفقيه ٣/ ٣٢)
[186] (النوادر للراوندي ١٢ مخ)
[187] (وسايل ١٨/ ٢٤٠ )
[188] ( فقيه ٤/ ٣٨١)
[189] ( فقيه ٤/ ٣٨١)
[190] ( بحار ٩٦/١٣٢)
[191] ( بحار ٩٦/ ١١٨)
[192] ( کنز: ١٦٣٥٧ح )
[193] (بحار ٩٦/ ١٣٠)
[194] (الکافي ٤/ ٢)
[195] ( الکافي ٤/ ٩)
[196] ( الکافي ٥/ ٥٥)
[197] (وسايل ٩/ ٤٦١)
[198] (مستدرک الوسايل ٧/ ١٥٣)
[199] (مستدرک الوسايل ١٢/ ٣٤٣)
[200] (الکافي ٤/ ٣ )
[201] ( مفتاح الفلاح ١٦٤)
[202] . ( مستدرک الوسايل ٧/ ١٦١)
[203] ( الکافي ٤/ ٨ )
[204] ( مستدرک الوسايل ٧/ ١٩٦)
[205] (مستدرک الوسايل ٧/ ١٩٩)
[206] (مستدرک الوسايل ٧/ ١٩٩)
[207] (مستدرک الوسايل ٧/ ١٩٩)
[208] (التوحيد ٦٨)
[209] ( روضة الواعظين ٢\٣٨٠)
[210] ( مجموعه ورام ١/٦ )
-
ټیګونه:
- www.andyal.com