تبلیغات

د اهلسنتو په منظمو ادبياتو كې   امام محمد بن ادريس شافعي ( د شافعي مذهب امام) په يوه غونډه كې چې د حضرت علي،حضرت فاطمې ،امام حسن او امام حسين يادونه كېږي؛نو ځينې دښمنان ددې لپاره،چې له يادونې يې د خلكو پام واړوي؛نو د نورو يادونه رامنځ ته كوي؛نو ډاډ من اوسئ!څوك، چې ددې […]

د اهلسنتو په منظمو ادبياتو كې

 

امام محمد بن ادريس شافعي

( د شافعي مذهب امام)

په يوه غونډه كې چې د حضرت علي،حضرت فاطمې ،امام حسن او امام حسين يادونه كېږي؛نو ځينې دښمنان ددې لپاره،چې له يادونې يې د خلكو پام واړوي؛نو د نورو يادونه رامنځ ته كوي؛نو ډاډ من اوسئ!څوك، چې ددې كورنۍ د ياد مخه نيسي،له بدكارې ښځې به زېږېدلاى وي.هغوى اوږده اوږده روايتونه رانقلوي،چې د حضرت علي د زامنو له صفته مخنيوى وكړي او وايي چې لدې خبرو تېر شئ؛ځكه دا د رافضيانو خبرې دي.زه د شافعيانو امام له څښتنه له هغو خلكو پناه غواړم، چې د فاطمې دوستۍ ته رافضي وايي.د څښتن درود دې ” د رسول پر آل” وي او لعنت دې پر داسې جاهليت وي[1].

د حضرت علي دوستي د دوزخ له اوره خلاصون دى، د انسانانو او پيريانو امام دى . د مصطفى حقيقى وصي او د جنت او دوزخ ويشونكى دى[2].

ما ته يې وويل: ته رافضي يې!ورته مې وويل :زما دين او ګروهه رفض ندى؛ خو په دې كې شك نشته،چې غوره امام او هادي راباندې تر ټولو ګران دى؛ كه د رفض معنا د پېغمبر اکرم د وصي (حضرت علي ) دوستي وي؛ نو زه تر ټولو ستر رافضي يم [3].

څښتن ته زما د تقرب وسيله نبوي كورنۍ ده . هيلمن يم چې لدوى سره د مينې له امله د قيامت پر ورځ را ته کړنليک په ښي لاس كې راكړي[4].

اى چې د مکې په لور روان يې! د “منى” په شګو كې ودرېږه او د “خيف” د جومات حاجيانو ته چې سهر وختي له “منى” راځي، پر چغو چغو ووايه : كه له “آل محمد” سره دوستي رفض وي؛نو ټول انسانان او پيريان دې شاهدان وي چې زه رافضي يم[5].

خلك چې مې د ناپوهۍ او بى لارۍ په سمندر كې ډوب وليدل؛نو د سپېڅلي څښتن په نوم د اهلبيتو په بېړۍ كې سپور شوم او د سپېڅلي څښتن په رسۍ (حبل الله = نبوي كورنۍ) پورې ونښتم؛لكه چې موږ ته امر شوى، چې په هغه الهي رسۍ پورې ونښلو. چې کله دين پر “٧٢ فرقو” وويشل شو، همغسې چې په بېلابېلو رواياتو كې دا خبره راغلې، چې يوه فرقه پکې پر حق ده؛ نو ته چې ځان د عقل او علم خاوند ګڼې؛ ما ته ووايه چې د پېغمبر اکرم كورنۍ له باطلو فرقو ده؟ يا د حق فرقه ده؟ كه وايې:د حق فرقه ده؛نو زما او ستا خبره يوه ده او كه وايې چې: باطله او بې لارې فرقه ده؛ نو پوه شه، چې بې لارې يې. په پايله كې پوه شه، چې د نبوي كورنۍ فرقه پر حق ده او پر نېغه لار روانه ده.

زه هم رافضى شوم چې په هغوى پسې ولاړم او څښتن دې تل د هغوى سيورې زموږ پر سرونو لري. ما د حضرت علي او د هغه د اولاد امامت ومانه ؛ځكه پر حقه دي او ته هم پخپله باطله فرقه كې اوسه،څو حقيقت درته معلوم شي[6].

د پېغمبر اهل بيتو! پر موږ د څښتن له اړخه ستاسې مينه او دوستي واجبه شوې او په قرآن كې هم دا خبره راغلې ده. ستاسې فضيلت ته هم دومره بس چې كه څوك په نمونځ كې پر تاسې درود ونه وايي؛نو نمونځ يې نه قبلېږي او د شعر په پاې كې وايي:كه د ” آل محمد” مينه وال نه يې؛نو مور دې سر ته كېنه، چې حرمونى يې[7].

 

ابن ابي الحديد معتزلي

كه ابوطالب او زوې يې نه واى؛نو د اسلام دين به داسې نه واى پېژندل شوې.ابوطالب په مكه كې له هغه (حضرت محمد) ملاتړ وكړ او حضرت علي په مدينه كې.ابوطالب د خپل پلار “عبدالمطلب” پر امر د “عبد مناف” د زامنو د روزنې دنده ومنله،چې ښه يې تر سره كړه او حضرت علي هغه بشپړه كړه.بيا هغه (ابوطالب) د څښتن په امر لدې دنيا ولاړ او خپل ښه بوى (حضرت علي ) يي په دنيا كې يادګار پرېښود. ابوطالب د سپېڅلي څښتن د رضا لپاره د څښتن د دين خدمت وكړ او حضرت علي هغه خدمتونه پوره كړل او سرته يې ورسول.

د چټياتو ويوونكي او هغه هوښياران،چې ځانونه يې كاڼه او ړانده كړي، پوه دې شي چې د ابوطالب مقام ته د پيساڼي هومره زيان هم نشي رسولاى. څوك چې شپې ته ورځ او رڼا ته تياره وايي؛نو د ورځې رڼا ته زيان نشي رسولاى[8].

دا شعرونه ابن ابي الحديد د هغو ناپوهو په ځواب كې ويلي،چې وايي: ابوطالب كافر دى.

تر رسول الله وروسته په وياړنو، په شرف او فضيلت كې ستر سيد، د حضرت پېغمبر وصي، د بتول (زهرا) مېړه ” علي مرتضى” و او له هغه وروسته يې دوه زامن (امام حسن او امام حسين) او بيا حمزه او جعفر (طيار) وو.[9]

ماته وايي :د حضرت علي صفتونه وكړه.كه زه يې صفت ونه کړم، وېره مې ده چې راته ووايي:دښمن يې يم او كه كله مې د هغه په هکله شعر ندى ويلاى؛نو د نفس د کمزورۍ له امله ندى او زه هغه نه يم،چې د حق له مذهبه به اوختې يم.كه د نړۍ سمندرونه جوهر (رنګ)،اسمانونه كاغذونه او د نړۍ ونې قلمونه او ټول خلك دحضرت علي د فضيلتونو په ليكلو پېل وكړي؛نو بيا به هم د هغه فضيلتونه له قلمه پاتې وي[10].

آيا د خېبر پېښه مو نده لوستې؟ چې پکې څومره هېښنده ټكي راغلي دي؟هغه دوه (حضرت ابوبكر اوحضرت عمر)،چې د قومندانۍ پر رمز نه پوهېدل؛نو د ذلت او خوارۍ جامې يې د اسلام بېرغ ته ورواغوستې او له جګړې راوتښتېدل.سره لدې چې پوهېدل،له جګړې تېښته له كفر سره برابره ده؛ځكه راوتښتېدل،چې لوړ قوي يهودي ځوان له بربنډې تورې سره پر اس سپور واو پر دوى يې بريد وكړ. ته به وې؛لكه چې د دوى دواړو پر لاسونو نكريزې وې او د هغه تورې د مرګ له وېرې راوتښتېدل (بيا ابن ابي الحديد وايي) زه له ستاسې بښنه غواړم؛ځكه مرګ تريخ او ژوند خوږ وي او تاسې هم د هر چا غوندې د مرګ له تريخ خونده بېزاره وئ؛ خو مرګ هېڅ څوك ندى پرېښى او په هر چا پسې راځي؛نو د مرګ خوند هله وي، چې انسان يې پخپله انتخاب كړي؟!

توضيح :د خېبر جګړه د يهودو او د مسلمانانو ترمنځ وه،چې د خېبر په کلا كې راپېښه شوه؛ په دې جګړه كې د رسول الله په امر لومړى حضرت ابوبكر او ورپسې حضرت عمر د جنګ قومنداني ومنله،چې د خېبر کلا فتح كړي؛ خو هغوى په دې جګړه كې ماتې وخوړه او راوتښتېدل؛بيا رسول الله حضرت علي له يوې ډلې سره د کلا فتح ته ولېږه،چې پايله يې د مسلمانانو برى و؛نو “ابن ابي الحديد” دا شعر ويلې دى[11] .

دا شعرونه د ابن ابي الحديد د اوو ګونو قصيدو له جملې دى .

 

قاضي ابوالقاسم توخي

توخي د څلورم هجري كال له عالمانو دى.د مذهب په هکله يې اختلاف دى؛ خو “علامه اميني” (د الغدير په 3ټوك) “ذهبي” او “سيوطي” يې حنفي بولي؛ خو لدې اختلافاتو دا پايله اخلو چې په اصولو كې معتزلي، په فروغو كې حنفي او پر مذهب زيدي و[12].

د شعر پښتو مفهوم يې دادى :

د پېغمبر اکرم د زامنو له يو زوى،هغه ناصبي او هغه ته،چې په چړچو كې لوى شوى او نسب يې هم ندى معلوم، پېغام او وصيت:هغه ته دا پېغام دى چې په حضرت علي پسې بدې ردې وايي او په عېبونو پسې يې ګرځي. هغه ته دا پېغام دى چې پخپلو خبرو كې د پېغمبر اکرم سبطين رټي.ورته ووايه : د دنيا له ټيټ مقامه ستورو ته نشئ رسېدلاى.هغه ته دا پېغام دى چې د پېغمبر اکرم هغې كورنۍ ته، چې يو عيب هم نلري،د بدو كارونو او دروغو تور کړى.هغوى چې چېرې مجلس كوي،لمر يې تر پښو لاندې ټغر وي او پر هر شي چې سپاره وي،لمر يې مركب وي.دا كورنۍ حضرت جبرائيل، حضرت محمد او حضرت علي روزلې.” حضرت علي ” د پېغمبر اکرم وزير او وصي دى.هغه چې په اخلاقو كې د پېغمبر اکرم غوندې و.هغه چې پېغمبر اکرم په ” خم غدير “کې د ناصبي دښمنانو له وېرې وويل :

((آيا زه پر تاسې تر تاسې وړ يم؟ )) ټولو وويل:هو! ته وړ يې.بيا پېغمبر اکرم وويل:(( د چا چې زه مولى يم؛دا زما ورور او ملګرى به يې هم مولى وي؛نو ټول ترې اطاعت وكړئ چې هغه راته داسې دى؛ لكه هارون چې موسى ته و . [13]))

دا شعر قاضي ابوالقاسم توخي د عبدالله بن معتز عباسي په ځواب كې ويلى و.هغه د اهلبتيو له سرسختو دښمنانو و،چې كينه يې پخپلو شعرونو كې هم څرګنده كړى ده.

 

خطيب خوارزمي

(د شپږم هجري كال حنفي مذهبى عالم)

د بوتراب غوندې پتمن به چېرته وي؛پاك ستر مشر.كه سترګې مې خوږې شي؛نو د حضرت علي د پښو خاورې به رانجه كړم.حضرت محمد (ص) د علم ښار او علي يې ور دى.د عبادت په محراب كې په ژړا و، د جګړې په مېدان كې په خندا دى.له زر او زيور يې سترګې پټې كړي،درهم او دينار يې ندي غونډ كړي.د شيطان له لښكر سره په جګړه كې يې د تورې برېښنا د شيطان لښكر ځپلى.حضرت علي مخكې تردې،چې د ځوانۍ جامې واغوندي،د هدايت جامې يې واغوستې. حضرت علي و،چې د پېغمبر اکرم پر اوږو وخوت او د قريشو بوتان يې مات كړل.حضرت علي دى چې د وصايت په نص د پېغمبر اکرم د ښځو كفيل شو. حضرت علي هغه امين دى چې د هغه او پېغمبر اکرم تر منځ هېڅ پرده نشته. حضرت علي و، چې په عمروعبدو يې ګوزار وكړ او د هغه پوزه يې پر ځمكه وموږله، چې دې ګوزار يې اسلام ښېرازه كړ. د “برائت”، “خم غدير” ، او د “خېبر” د ورځې بېرغ راياد كړه، چې ټولې جګړې يې فيصله كړې. حضرت محمد (ص) او حضرت علي د موسى او هارون غوندې وو او دا مثال ورته پېغمبر اکرم ويلى و. پېغمبر اکرم خپل جومات ته ټول پرانستل شوي ورونه وتړل؛خو د حضرت علي د كور ور يې و نه تاړه.خلك پوټكي او حضرت علي زڼى دى. ولايت يې د غاړكۍ غوندې د مؤمنينو پر غاړه كې دى او د دښمنانو پوزه يې پر ځمكه وموږوله.حضرت عمر چې به په كومه مسئله كې راګېر شو؛نو حضرت علي به ورته هواروله او حضرت عمر به هم ويل:(( كه علي نه واى؛نو زه به خپلو ځوابونو هلاك كړى وم )).فاطمه،علي او زامن يې د زړونو خوشحالوونكي دي .د چا خوښه،چې د كومې كورنۍ صفت كوي؛خو زه د نبوي كورنۍ صفت كوم. كه د هغوى صفت ننګ وي؛نو پخپل عقل مې دا ننګ منلى دى. حضرت علي يې واژه چې د حق پالونكيو او حق پلټونكيو مشر و .د هغه زوى” امام حسن مجتبى” يې وواژه چې د عربو د ځوانانو ښاغلى و، پر ” امام حسين” يې د “فرات” اوبه وچې كړې او په نېزو او تورو يې غلبېل غلبېل كړ. كه د “زينب” خبرې نه واى؛نو”علي سجاد” به يې هم وژلاى واى،چې وړوكى ماشوم و. “زيد بن علي ” يې اعدام كړ. زړه ژړوي چې د پېغمبر اکرم لورګانې وچې شونډې، تږې او تر ټكنده لمر لاندې وي او د يزيد كورنۍ په ماڼيو كې ورېښمنۍ جامې اغوستې وي او د پېغمبر اکرم كورنۍ(اهل كساء)د اغوستو جامې نه درلودې[14] .

يادونه : “حافظ ابوالمويد”،”ابو محمد”،”موفق بن احمد بن ابي سعيد اسحاق بن مويد مکي حنفي” پر اخطب خوارزم مشهور، د شپږمې هجري پېړۍ ستر عالم و.

 

محي الدين عربي

(حنفي عالم)

پر ما له اهلبيتو سره مينه واجب ده؛ځكه څښتن ته مې د هغه خلكو پر خلاف نږدې کوي چې له خدايه لرې دي.پېغمبر اکرم د خپل رسالت اجر نه غوښته؛ خو له اهلبيتو سره مينه يې غوښته[15] .

 

قاضي فضل بن روزبهان

سلام دې د څښتن پر غوره پېغمبر وي.سلام دې زموږ پر ښاغلي حضرت علي وي. سلام دې پر بي بي فاطمې وي،چې څښتن د ښځو ښاغلې وټاكله. سلام دې پر امام حسن وي،چې له سا اخستو يې د مشكو او عنبرو بوي راځي؛هغه چې هوښيار و.سلام دې پر ډېر پرهيزګار(؛يعنې) امام حسين وي؛ هغه شهيد چې تنه يې په كربلا كې ده.سلام دې پر حضرت علي بن الحسين وي چې د عبادت كوونكيو ښاغلى دى.سلام دې پر باقر وي،چې هدايت شوى دى.سلام دې پر صادق وي؛مشر او امام وي.سلام دې پر ازمېل شوي، نېک خويه امام كاظم وي.سلام دې پر اتم علي بن موسى الرضا وي، چې د غوره شويو ښاغلى دى. سلام دې پر پرهېزګار امام علي بن التقى وي، چې سپېڅلى دى او هيلې ورته دي. سلام دې پر هوښيار او تكړه امام علي بن محمد النقي وي چې عالم رهبري كوي. سلام دې پر امام عسكري وي، چې د سپېڅلتيا او پاكۍ لښكر تياروي.سلام دې پر حجت قايم حضرت ابوالقاسم وي؛ هغه امام چې ډېر ژر به ظهور وكړي، چې د څښتن په ګوند به ملاتړ شي او ډېر ژر به ووينئ، چې ځمكه به همغسې چې له ظلمه ډكه شوې وه، له عدالته ډكه كړي. سلام دې پر هغه او د هغه پر پلرونو او يارانو، تر هغه وي چې اسمان پر خپل ځاى ولاړ وي[16].

 

حسان بن ثابت

د غدير پر ورځ پېغمبر اکرم پر خپل امت غږ وكړ او امت يې هم واورېد، چې ويې ويل :((مولى او ولي مو څوك دى؟ )) ورته وويل شول:څښتن مو مولى او ته مو ولي يې او څوك لدې خبرې پر انكار ځان نه ګناهكاروي.بيا پېغمبر اکرم حضرت علي ته وويل:(( راپاڅېږه! په رښتيا چې راضي يم، تر ما وروسته د خلكو امام او هادي يې؛نو د چا چې زه ولي يم؛علي يې هم ولي دى؛نو تاسې ټول د علي دوستان او مرستندويان شئ . )) او بيا يې دعا وكړه : (( خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه . [17]))

حسان بن ثابت د اسلام له سترو شاعرانو دى،چې د پېغمبر اکرم پر ژوند يې هم شعرونه ويل. حضرت محمد (ص) يې د شعرونو ډېر صفتونه كول، چې يوه ورځ يې وويل :(( د حسان شعر ته شعر نشو ويلاى؛بلكې هغه ټول حكمت دى. )) څوک دى چې د ركوع په حال كې خپله ګوته فقير ته وركوي او دا خبره يې په زړه كې وساتله؟ څوك دى چې د پېغمبر اکرم په بستره كې څملاست او پېغمبر اکرم د ثور غار پر لور روان شو. څوك دى چې په قرآن كې ورته نهه ځل مؤمن ويل شوى او دا آيتونه ډېر لوستل كېږي.[18]

د حضرت علي سترګې خوږېدې،په درملو پسې ګرځېده؛ خو ويې نه موندې،پېغمبر اکرم ورته خپلې توكاڼې پر سترګو وموږولې؛نو څومره نېكمرغه ناروغ او څومره مبارك طبيب دى او بيا يې ووېل:(( سبا به (د خېبر د جګړې ورځ) بېرغ داسې سړي ته وركړم،چې د تېرې تورې پهلوان دى، پر هغه څښتن او رسول يې ډېر ګران او هغه هم پر څښتن او رسول يې ډېر ګران دى او دا تړلى ورونه به پرانېزي ))؛نو بيا يې دا وياړ حضرت علي ته وركړ او خپل وزير يې كړ[19].

 

عمر بن فارض مشهور مصرى عارف

عمر مې عبث تېر شو.اوس چې مرم؛نو لاس مې خالي دى،چې يواځې د زړه تسل مې د “نبوي كورنۍ ولايت” دى[20].

 

مجدالدين ابن جميل

د اوم هجري كال له شاعرانو او عالمانو دى.د “الغدير” د كتاب له مخې د عباسيانو د ديوان شاعر و او په يوه قصيده كې يې د “الناصرالدين الله” مدحه كړې او پردې قصيده ډېر مشهور شو،څه موده وروسته د “تركات حشريه” ديوان كاتب شو، چې دا ديوان د شافعي مذهب له مخې، هغه ديوان و چې د بې وارثو ارث به پکې ليكل كېده. ډېر وخت په زندان كې و او په يوې قصيدې كې يې پر حضرت علي توسل وكړ او د همغې ورځې پر سبا راخلاص شو. د قصيدې پښتو مفهوم يې دا دى.

…. او زه به په هغه (حرام مياشت) مياشت كې دعا وكړم او د حضرت علي صفت به خپل مخ ته كېږدم، حال دا چې د مشكو بوي ترې راځي، ورته به يې ورولېږم.هغه چې د “خم غدير” پر ورځ پېغمبر اکرم ورته ښكاره عزت او شرافت وروبښه.هغه چې لمر ورته ودرېد (ډوب نشو) او نمونځ يې پر وخت وكړ.حال دا چې پر نورو ځايونو تياره خپره وه. (د ردالشمس كيسې ته اشاره) هغه چې درې ورځې يې پرله پسې ډوډۍ ونه خوړه او فقيرانو ته يې وركړه . هغه چې خواړه به يې كپ سوكړك و او خوښ نشو، چې ښوروا ورسره وخوري.ابوالحسنه! ته هغه ځوانمرده يې،چې كه چا درنه پناه وغوښته؛ پناه به وركړې.د فاطمې بنت اسد زويه!له خپلو شعرونو سره ستا زيارت ته راغلى يم. ته راته په خوب كې راشه او زيرى راكړه،چې لدې ظلم او تېري خلاص شم؛نو سړى چې خپلې چارې “حيدر” ته وسپاري؛نو د روزګار له پېښو نه وېريږي…..”

 

[1] وګورئ :١_ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: 62باب، 329، چې كې د شافعي له ديوانه يې راخستى دى . 2 _ شبلنجي، نورالابصار؛ 139مخ، (1290كال) چاپ.

[2] وګورئ : حموئي؛ فرائدالسمطين : لومړى ټوك، 326مخ .

[3] وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 330مخ، د قم لومړى چاپ. 1371كال . شبلنجي ، نورالابصار؛ 139مخ (1290كال )

[4] وګورئ: آثارالصادقين؛ 14ټوك، 185مخ، چې د فضائل الخسمه، 2ټوك له 81 مخه يې راخستى دى.

[5] وګورئ : ابن حجر؛ صواعق المحرقه : 9باب، 2فصل، 97مخ د مصر چاپ. ياقوت حمويى؛ معجم الادباء: 6ټوك، 387مخ او فخر رازي، د كبير تفسير :7ټوك، 406مخ.

 

[6] وګورئ : شبهاى پيشاور؛ 277مخ، چې د علامه فاضل عجيلى “ذخيره المآل” له ليكنې يې راخستى دى .

[7] وګورئ: شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 354 او 366 مخونه، لومړى چاپ قم 1371كال او همداسې : ابن حجر، صواعق المحرقه؛ 88 مخ.

[8]ابن ابي الحديد؛ شرح نهج البلاغه : د بېروت چاپ كې، 3ټوك، 321مخ او د مصر چاپ كې 318مخ.

[9] د ابن ابي الحديد؛ د نهج البلاغې شرح : 3ټوك، 40مخ د مصر او بيروت چاپ.

[10] وګورئ : ابن ابي الحديد، “علي چهره درخشان اسلام” د علي دوانې ژباړه، 5مخ.

[11] وګورئ : شبهاى پشاور؛ 416مخ .

[12] وګورئ : الغدير، علامه امينى؛ 3ټوك، 379مخ.

[13] وګورئ : الغدير، علامه اميني؛ 3ټوك، 377مخ.

[14] دا قصيده 46 بيته ده، چې دلته موږ٢٠بيته يې راخستي دي او په مناقب او مقتل خوارزمي كى هم شته دى .

وګورئ : علامه اميني؛ الغدير: 4ټوك، 397مخ.

[15] وګورئ: شهيد آيت الله دستغيب؛ زندګانى فاطمه زهرا: 35مخ، چې د الصواعق له كتابه يې راخستى دى.

[16] وګورئ : شبهاى پيشاور: سلطان الواعظين شيرازى؛75مخ،چې د قاضي فضل بن روزبهان د ابطال الباطل له كتابه يې راخستى دى؟

[17] وګورئ : خوارزمي، مقتل، 4فصل، لومړى ټوك، 47مخ او همداسې : حمويي، فرائد السمطين، 12باب او همداسې ګنجي شافعي، كفاية الطالب، لومړى باب .

[18] الهيات و معارف اسلامي، جعفر سبحاني، 395مخ چې د تذكره الخواص له 18مخه يې راخستي دي.

[19] وګورئ : مصباح الموحدي، د شيخ عباسعلي وحيدي منفرد ليكنه، 159مخ . شبهاى پيشاور، 422مخ چې د ابن صباغ مالکي د فصول المهمه له 21مخ او دګنجي شافعي ، د كفاية الطالب له 14بابه يې راخستى دى .

[20] سيدالشهدا، د شهيد دستغيب ليكنه، 118مخ او همداسې، ولاء ها ولايتها، مرتضى مطهرى، 39مخ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!