تبلیغات

 د امام حسین (رض) ویناوې[1] پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په اړه د شهید امام، د پېغمبر اکرم (ص) د لمسي حضرت اباعبدالله الحسین (رض) څخه یوه اوږده وینا روایت شوې،چې له حضرت علي (ک) هم روایت شوې ده. خلکو! خدای د یهودو عالمان غندلي؛نو له دې نه دې د خدای […]

 د امام حسین (رض) ویناوې[1]

پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په اړه د شهید امام، د پېغمبر اکرم (ص) د لمسي حضرت اباعبدالله الحسین (رض) څخه یوه اوږده وینا روایت شوې،چې له حضرت علي (ک) هم روایت شوې ده.

خلکو! خدای د یهودو عالمان غندلي؛نو له دې نه دې د خدای دوستان پند واخلي : (( ولې د نصاراوو پوهان او د یهودو عالمان دوی د ګناه له خبرو او د حرام مال له خوړو نه منع کوي؟[2])) او وایي: (( د بني اسراییلو کافران د داوود او عیسی د مریمې د زوی په ژبه لعنت شوي دي؛ ځکه ګناوې یې کولې او له بریده اوړېدل او یو بل یې له بدو چارو ځنې نه منع کول، رښتیا څه یې چې کول بدچار و![3]))

نو خدای ځکه وغندل،چې په ظالمانو کې وسېدل، د دوی ناوړه کړنې یې لیدې؛خو نه یې منع کول؛ځکه پیسې یې ورکولې او خولې یې ور ټپولې، د خپلو نیوکو له پایلو ډارېدل (ډالۍ یې اخستې، د ځان ساتنې او مصلحت په نامو یې خولې چوپې نیوې) سره له دې چې خدای ویلي: (( نو له خلکو مه ډارېږئ او له ما وډار شئ[4].)) او هم وایي: ((مؤمنان او مؤمنانې یو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بدیو منع کوي[5])). خدای پاک ړومبی پر نېکیو امر او له بدیو منع د یو فرض کړنې په توګه یاده کړې؛ ځکه پوه دی، که دا دنده ترسره او پلې شي؛ نو نورې سختې او اسانې ستونزې پخپله هوارېږي ؛ځکه پر نېکیو امر اسلام ته بلنه ، له ظالمانو سره مبارزه او د مظلومانو د حقوقو اخستنه ده، ولجې (او بیت المال) په نیاو پر خلکو ویشل او د زکات هرومرو اخستل او پر ځای یې لګول دي .

بیا هغه ډله (پوهان) یاست،چې په پوهې مشهور شوي یاست،خلک مو په ښو یادوي، په نصیحت مشهور وسئ خلک د رباني عالمانو ( او روحانیونو) په نامو په شوکت او دبدبه درته قایل دي،شریفان درنه ډارېږي اوکمزوري مو درناوی کوي .

هغوی مو پر ځانونو غوره بولي،چې څه احسان مو ورسره کړی نه دی او نه د کوم نعمت حق  ورباندې لرئ، تردې چې د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره مو واسطه کوي او منل کېږئ هم، پر لار د واکمنو په دبدبه او د لویانو په عزت روان یاست ؛ خو ایا دا ټول درناوی د دې لپاره نه دی،چې خلک درته سترګې پر لار دي، چې الهي دنده تر سره کړئ او ((حق الله)) ته راپاڅئ؟ نو ولې په ډېری دندو کې ناغېړي کوئ ،د امامانو حق ته ورشا کوئ، تر لاس لاندیو او کمزوریو حق لتاړوئ؛خو خپل خیالي حقوق غواړئ؟ [حال دا چې ] تاسې خو د خدای په لار کې نه څه شتمني لګولې او نه مو ځاني سرښندنه  کړې ده، او نه د خدای لپاره له کومې ډلې سره نښتي یاست؛ نو څنګه [ په دغسې اند او حالاتو] د جنت،د پېغمبرانو د ملګرتوب او له عذابه د بچېدو هیلمن یاست؟ تاسې خو په هیلو ډډه وهلې او بې کړنو له خدایه تمې لرئ؛ نو  ډارېږم، هسې نه چې د خدای پر عذاب اخته شئ؛ ځکه د خدای په پېرزوینه داسې مقام ته وررسېدلي یاست، چې تر نورو مو غوراوی موندلی دی، حال دا چې خلک د [رښتونیو] خدای پېژاندو درناوی نه کوي؛ خو تاسې د خدای په نامه ورته منل شوي یاست . اوس وینئ،چې (زورواکي) د خدای ژمنې ماتوي؛ خو ورباندې نه خپه کېږئ؛خو که د خپلو پلرونو ژمنې مو ولتاړل شي،پرې غمجنېږئ (خدای د خپلو نیکونو هومره ارزښت درته نه لري) . د پېغمبر اکرم (ص) ژمنې تر پښو لاندې شوي، په ښارونو کې  ړانده ، ګونګیان او بېوزلي بې ملاتړه پاتې دي، پالندویان او پناه ځایونه نلري او ورباندې نه لورېږئ او نه له خپل مقامه په ګټنې په ګټه یې څه کار کوئ او نه هغوی ته مو څه ورپام دی،چې په دې باب مسوولیت ننګېري او له ظالمانو سره مو د غوړه مالۍ او سازش لار خپله کړې ده. دا ټولې کړنې هماغه ((منکرات)) دي،چې خدای یې د مخنیوي امر کړی دی؛ خو غافل یاست، مسوولیت مو تر ټولو خلکو ډېر دی ؛ځکه د علم پر مسند او چوکۍ مو ډډه و هلې ده ( په غصب مو د رښتینو پوهانو مقام نیولی دی) او کاشکې حس، حرکت (او یا اورېدونکي غوږونه مو) درلودای . ډېری مسوولیت در پرغاړه دی،چې د رښتینو عالمانو مقام مو و نه ساته او په دې اړه پاتې راغلئ او کاشکې په  دې باب مو له خپل شعوره کار اخستی وای! او داځکه چې پر خدای پېژاندو عالمانو د احکامو پلي کول ورترغاړې دي، چې د خدای پر حلالو او حرامو امینان دي او دا موقعیت درنه اخستل شوی؛ځکه د حق په اړه پر اړپېچ اخته شوي یاست او له څرګند دلیل سره سره د پېغمبر اکرم (ص) د لارې او سنتو په اړه مو په اړ پېچ لاس پورې کړ او که تاسې داسې خلک وای،چې (د دښمن) پر وړاندې مو زغم او مقاومت درلودای او د خدای په لار کې مو له مال لګونې دریغ نه کولای، د خدای ( او د مسلمانانو حکومتي) چارې به ستاسې پر لاس وای او تاسې به د هر چار مرجع واست؛ خو (افسوس چې) ظامان مو پر ځانونو مسلط او لاسبري کړي او الهي چارې مو ورسپارلي دي، چې د (( شبهې)) له مخې  ( او په ړندو سترګو) کار وکړي او د ځاني  غوښتنو او شهوتپالۍ پر لار ولاړ شي؛هغه لامل، چې جباران یې ستاسې پر مقام مسلط کړي، دا دی چې تاسې له مرګه تښتئ او په دې (ننګین) ناپایښتي ژوند مو زړه ورتړلی دی، کمزوري وګړي مو ورتسلیم کړي، یو شمېر مریان او یوه ډله وږي او مغلوب ظالمان چې څنګه یې زړه وغواړي، په هېوادنۍ چارو کې لاسوهنه کوي،په ځاني غوښتنو پسې ځي، د اشرارو خوي یې خپل کړی او پر جبار خدای سترګې وربرنډوي.

 په هر ښار کې پر منبرونو تکړه ویناوال او مبلغین لري، ټولو هېواد یې په واک کې دی، لاسونه یې هرچېرې خلاص دي، خلک د مریانو په څېر د دفا ع ځواک نلري، ( داظالمان) ځینې یې زورور او کینه کښ دي او کمزوري سخت ځپي او ځینې پر خدای او قیامت ګروهه نلري .

هېښتیا! او څنګه به هېښنده نه یم، چې د اسلام ځمکه د  داسې وګړیو په ولکه کې ده،چې یا خاین او ظالم دی یا باجګیر او بېکاره، یا سخت زړی او بې انصافه، په څه کې چې ترمنځ مو شخړه ده، منځګړی خدای دی او د خپلمنځي اړپېچونو قاضي مو هم خدای دی .

خدایه! ته پخپله پوهېږې ،د منکراتو مفاسدو پر ضد مو چې کوم خوځښت پیل کړی ، پاچاهۍ او دبدبې ته د تمې لپاره نه دی او نه شتمنۍ راټولو ته دی، غواړو ستا د دین نښې وښیو. په ښارونو کې دې سمونې راولو ( او مفاسد لرې کړو) چې مظلوم بندګان دې سوکالي او امنیت وونګېري او بې غمه دې عبادت وکړي، غواړو د اسلام فرایض،نبوي سنن او احکام دې پلي کړو؛ نو تاسې [دیني عالمان] مو ملاتړ شئ، په اړه مو انصاف وکړئ، چې ظالمان درباندې مسلط شوي او ستاسې د پېغمبر (ص) د رڼا به تتولو پسې یې راخستې ده . خدای راته بس دی، ورباندې بروسه لرو، درشل ته یې توبه کاږو او ورته ستنېدا هم ده.

 نصیحت

د الهي تقوا سپارښتنه درته کوم او له عذابونو یې مو ډاروم، بېرغونه او نښې یې درته هسکوم، ژر دی چې داړوونکی تریخ (مرګ) به درشي او درسره به لاس وګرېوان شي او ستاسې او د کړنو ترمنځ به مو بېلتون راولي؛ نو د عمر په پاتې موده او روغتیا کې ښې چارې وکړئ،چې پېښې او مصیبتونه ناڅاپي په خرپ و ترپ راځي او د ځمکې له مخې مو د ځمکې ورد ننه ته ورکاږي، له هسکوالي ټیټوالي ته ، [ له اشنایانو او دوستانو سره] له مینې، د یوازېتوب وحشت ته، له راحت او رڼا یې تیارو او له پراخۍ یې تنګې فضا ته ورغورځوي، تردې چې نه به د خپلوانو لیدو ته ورتلای شې، نه به د ناروغ پوښتنه کړای شې او نه به کوم فریاد ځوابولای شې . خدای دې موږ او تاسې ته د هغې ورځې سختې را اسانې کړې او له سزا  دې یې تېر شي او ډېر ثوابونه دې او را پر برخه کړي .

د خدای بندګانو! که د هستۍ وروستی منزل او موخه همدا (مرګ ، قبر او سختي یې) وای؛ نو ارزښت یې درلود، چې انسان خپل ټول غمونه ورځانګړي کړي،له دنیا چورلټ غافل شي او له دې (سختیو) د ژغورنې لپاره ډېر کړاوونه وګالي، دا خو لا څه چې ( دا د کار پیلامه او د لارې سر دی او)تردې وروسته په خپلو کړنو کې د حساب لپاره راګېر دی، نه کوم ملاتړ لري ،چې د عذاب مخه ونیسي او نه مرستندوی لري،چې دفاع ترې وکړي .  پر هغه ورځ ایمان راوړل چارسازی نه دی، که په دنیا کې بې ایمانه و او یا یې په ایمانوالۍ څه ښې چارې کړې نه وي؛ نو ایمان یې څه ګټه نه وررسوي، (( ووایه: سترګې پر لار وسئ،چې موږ سترګې پر لار یو[6]))

د الهي تقوا سپارښتنه درته کوم؛ ځکه خدای ضمانت کړی،چې څوک د تقوا لار خپله کړي؛ نو ناخوښي به یې پر خوښۍ‎ ورواړوي (( او له هغې لارې به روزي ورورسوي، چې ګومان یې نه کاوه[7])) ( ته ای اورېډونکیه) هسې نه چې له هغوی وسې،چې د نورو پر ګناهونو ډارېږي؛خو  د خپلو ګناهونو له سزا بې غمه وي! ځکه خدای تبارک و تعالی د خپل جنت په اړه نه تېروځي او یوازې په اطاعت او بندګۍ یې ثوابونه تر لاسه کولای شو، انشاءالله .

 کوفیانو ته د امام حسین لیک

(هغه مهال چې کوفې ته ورغی او ملاړي یې نشول)

اما بعد؛ کوفیانو! هلاک شئ او غمجن وسئ! چې خپلې فریاد رسۍ ته مو راوغوښتو او په بیړه مو ځان درورساوه، کومه توره، چې راسره وه، هماغه مو راباندې راووېسته او کوم اور مو چې د ګډ غلیم لپاره بل کړی و، پر موږ مو رابل کړ او ټول په یوه خوله له خپلو دوستانو سره په دښمنۍ کې پرېوتئ او د خپلو دښمنانو مټ شوئ، بې له دې چې غلیمان مو ترمنځ عدالت راولي یا  کومه هیله مو درپوره کړي، موږ نه کوم بدعت کړی او نه کومه بې بنسټه نظریه رانه راولاړه شوې وه ؛ نو د خدای لعنت درباندې! نو ولې مو هغه مهال پر خپل حال نه پرېښوولو،چې تورې په تېکو کې وې ، زړونه بې غمه او هوډ پرېکنده شوی نه و؟؛ بلکې د ملخانو (د نېز) په څېر په بیړه راوالوتئ او د پتنګانو په څېر د فتنې په اور کې ورولوېدئ! نو هلاکت دې د امت پر سرغړاندو، د احزابو ( د جګړې) پر پاتې شونو، قرآن ته پر شا کوونکیو، پر شیطان ګروهنو، د حق ویناوو پر اړوونکیو، د نبوي سننو د ډیوو پر مړه کوونکیو، حرمونو ته د حسب او نسب پر جوړوونکیو، او پر هغو ملنډو وهوونکیو وي، چې قرآن یې ټوټه ټوټه کړ.

پر خدای قسم! [مشر] ته ورشا کول او یوازې پرېښوول یې ستاسې همېشنی او مشهور دود دی او ستاسې رګونه او جرړه ترې راټوکېدلې او ډډ مو پرې ولاړ دی؛ نو تاسې خپل بڼوال ته په ستوني کې نښتونکي بدترینه ؛خو غاصب ته خونده وره او له ستوني ورتېرېدونکې مېوه یاست .

هن! د خدای لعنت دې پر هغو وي، چې تر ټینګو قسمونو وروسته یې خپلې ژمنې ماتې کړي، سره له دې چې خدای یې ضامن او شاهد نیولی و.

هن! حرموني (عبیدالله) د حرموني (ابن زیاد) زوی پر دوه لارې کړم : د شریعت ټاکنه یا دخوارۍ او ذلت منل.

ذلت بیخي نه منو،ذلت خو خدای،استازی یې،مؤمنان،هغه پاکلمني چې یې روزلي یو او غیرتي او سرلوړي انسانان نه مني . دا مو لار ده، چې غزتمن مرګ د لئیم او پست انسان تر اطاعته راته غوره دی.

دا دی دخپلې کورنۍ له ډېرو لږو کسانو سره  جګړې ته چمتو یم، سره له دې چې غلیم مې سرسخت، داړن او شمېر یې ډېر دی او یارانو مو له ملاتړه لاس اخستی دی.

هن! خو دا قوم به تر ما وروسته هومره وپاییږي؛لکه چې یو سپور پر اس سپور او د جګړې ژرنده وچورلوي او غاړې راځورندې شي، [ د جګړې د پیل او پای هومره] دا یو وصیت دی،چې پلار مې راته کړی ، تاسې خپل هوډ ونیسئ ( او ځواکونه مو چمتو کړئ) او خپلې نقشې وکاروئ او هېڅ مهلت مه راکوئ، ما پر خپل  او ستاسې پر پالونکي بروسه کړې ده. هر خوځنده یې په ځواک ولکه کې دی، د پالونکي لار مې سمه او مضبوطه ده.

 امام حسین د روم د پاچا پوښتنې ځوابوي

( هغه مهال چې د روم امپراطور امام حسین او یزید بن معاویه ته استازی ورلېږلی و)

البته دا خبر اوږد دی،چې د خپلې اړتیا هومره مو رالنډ کړی دی .

استازي ترې د کهکشان او هغو اوو څېزونو په اړه وپوښتل، چې خدای پنځولي؛خو د مور په زیلانځ کې نه ول . امام ددې پوښتنې په اورېدو وخندل، و یې ویل : ولې دې وخندل؟

 امام  وویل: ځکه داسې څيزونه پوښتې،چې د پوهې د سمندر پر وړاندې لکه یو خسوڼی . کهکشان  ( له ټول برم سره یې) د خدای د لیندۍ (غوندې) دی او اوه څېزونه،چې په زیلانځ کې پنځول شوي نه دي دادي : ړومبی یې آدم (ع) دی، بیا حوا (بي بي) او هغه کارغه [چې قابیل ښخول ترې زده کړل]، [قربانۍ ته] د ابراهیم (ع) پسه، اوښه [ د حضرت صالح (ع) معجزه] د موسی (ع) کونټۍ او هغه الوتونکی،چې عیسی (ع) وپنځاوه.

بیا یې د بندګانو روزي ترې وپوښتله .

 امام وویل: د بندګانو روزي په څلورم اسمان کې ده، چې خدای یې په اندازه راکېباسي او په اندازه یې پراخوي.

ویې پوښتل : چېرې د مؤمنانو ارواح راټولېږي!

امام وویل: د جمعې پر شپه د بیت المقدس تر ډبرې لاندې، چې دا د خدای عرش ته خورا ورنژدی ځای دی ،چې له دې ځایه ځمکه پراخېږي او پرې کچېږي او اسمان پرې ولاړېږي .

په دې دنیا کې د کافرانو ارواح په (( حضر موت)) کې راټولېږي،چې د یمن ښار شا ته پروت دی . بیا خدای یو اور له لویدیځه او بل له ختیځه رابلوي،چې ترمنځ یې دوه بادونه دي او ګرد خلک په بیت المقدس کې د ډبرې پر لور ورغونډېږي. د ډبرې ښي خواته جنت دی،چې د پرهېزګارانو ځای دی او د ډبرې کیڼې خواته جهنم دی، چې د ځمکې په تل کې دی ، فلق او سجین پکې دي او ټول خلک له دې ډبرې خپاره واره کېږي؛څوک چې جنتي وي، له دې ځایه جنت ته ورننوځي او څوک چې دوزخي وي، له همدې ځایه دوزخ ته ورننوځي.

 د جهاد ډولونه

امام حسین (ع) یې وپوښت : جهاد فرض دی که سنت؟

ویې ویل: جهاد څلور ډوله دی : دوه فرضه او دوه سنت دی، چې یو یې بې له فرضو نه ترسره کېږي؛خو فرض جهاد؛ له ځان سره جهاد دی، چې انسان ځان له ګناه وساتي او دا یو ستر جهاد دی او بل له مسلمانانو سره په ګاونډ کې له کافرانو سره جهاد دی .

خو هغه جهاد،چې سنت دی او بې فرضو نه ترسره کېږي، له غلیم سره جهاد دی،چې پر ګرد امت فرض دی؛که یې پرېږدي؛نو امت پر عذاب اخته کېږي، نه امام او دا جهاد پر امام سنت دی ( نو دا سنت؛یعنې د امام جهاد بې له فرضو؛یعنې د خلکو له جهاده نه ترسره کېږي) او برید یې دادی،چې امام له امت سره پر غلیم برید وکړي او جګړه ورسره وکړي؛ خو (مازې) سنت جهاد هغه ښه دود دی،چې مسلمان یې رادبره کړي او په عملي کولو او بیاژواکۍ کې یې هڅاند وسي؛ نو په دې لار کې چې څومره زیار ګالي، غوره کړنې دي؛ځکه دا د سنتو بیاژواکي ده او پېغمبر اکرم (ص) ویلي: (( څوک چې د ښه دود بنسټ کېږدي؛ نو اجر یې او هغه چې تر قیامته ورباندې روان وي، د بنسټګر دی؛ بې له دې چې د لارویانو له اجره یې څه کم شي. ))

 د (( توحید)) په باب د امام حسین وینا

خلکو! له دې  (( مارقینو)) (=له دینه وتلیو) ځانونه وساتئ،چې خدای له ځان سره ورته او تشبیه کوي، وینا یې د کتابیانو د کافرانو د وینا په څېر ده؛بلکې هغه الله دی،چې (( هيڅ څیز یې په څېر نه دی او هغه اورېدونکی ( او) لیدونکی دی[8])) او ((سترګې یې نه ویني؛خو هغه ټولې سترګې ویني ااو هغه لطیف [= د هر ډول نعمتونو بښونکی او د موجوداتو له دقایقو خبر ] او  ( له ګردو څيزونو) ښه خبر دی[9])). ایکي یوتوب او عظمت یې یوازې د ځان ځانګړنه ده ( او بس). مشیت، اراده، ځواک او پر هر څه یې پوهه په ولکه کې ده،په یوه چار کې هم ناباندې نلري، سیال او ساری  نلري اونه کوم ضد لری،چې شخړه ورسره وکړي، همنامی او په څېر نلري ، چې سیالي ورسره وکړي.

بښنې یې اړولای نشي او نه يې حال بدلولای شي ، ښکارندې یې وجود ته ورننووتای نشي، ستایونکی یې د ذات د عظمت له ستاېنې بېوسې دي، کبریا او ستریا یې په یوې خاطرې کې (هم) نه ځاییږي؛ځکه په شیانو کې څېر نلري (چې ورسره یې پرتله کړو)، پوهان یې د عقل په ځواک ذات درک کولای نشي،اندیالان یې یوازې د زړه په تصدیق او پر غیبو په  ایمان موندلای شي؛ځکه خدای د خپلو مخلوقاتو په یوه صفت هم نه ستایل کېږي ، هغه ایکي یو او مړه خوا دی . هر څه چې په وهم او خیال کې راځي، هغه یې خلاف دی، څه چې په اند پورې تړاو لري، خدای به نه وي، څه چې د اندنې  په لاسرسۍ کې وي، پالونکی به نه وي، څه چې په هوا او له هوا ورهاخوا کې وموندل شي، معبود به نه وي . په هر څه کې دی؛ خو نه داسې چې په څیزونوکې راایسار دی ،له هر څه بېل دی؛ خو نه داسې چې ترې پټ دی، هغه به مطلق وسمن نه وي، چې پر وړاندې یې یو ضد وي یا کوم سیال سیالي ورسره وکړي، قدیموالی یې په زمانې سنجولای نشو، د مکان او ځای په ولکه کې نه دی او په یو ټاکلي ځای کې ورمخه کولای نشو؛لکه څنګه چې له سترګو پټ دی،له عقلونو هم دی؛لکه څنګه چې له ځمکوالو پټ دی،له اسمانوالو هم، ورنژدېدل یې کرامت دی او لرې کېدل ترې سپکاوی یې دی (قرب او مکاني لرېوالی نه لري). د خدای په  اړه د ((في) (=په) لفلظ نه کارولېږي (چې د ظرفیت او مکان نښه ده ) او د ((اذ)) (=کله) لفظ یې په زمانه کې را ایسارولای نشي او د ((ان) [=که) (چې د امکان او تعلیق دلیل دی] ورته نه راوړل کېږي [؛یعنې مکان و زمان او شک یې له شانه لرې دی] لوړ مرتبه  والی یې پر څووکو د کېناستو پر مانا نه دی او راتلل یې له یوه ځایه بل ځای ته د تغییر پر مانا نه دی . ورک راپیدا کوي او پیدا ورکوي او هیڅوک په ان واحد کې له دې ځانګړنو برخمن نه دی. اندنه یې یوازې شتون موندای شي او په هستۍ یې نټه کوي؛ خو ((وصف)) او ستایلای یې نشي ؛ځکه صفات باید پر ده توصیف ( او معرفي کړو، نه هغه په صفاتو، ښاندې (پېژندنې) باید د ده له امله وپېژنو، نه هغه په ښاندو.

نو دا هغه الله دی،چې همنامی نلري ، پاک دی، ساری نلري او  اورېدونکی (او) لیدونکی دی.

 د امام حسین لنډې ویناوې

( د نصیحت، حکمت او…. په برخو کې)

امام حسین کربلا ته د تلو په لار کې وویل:

۱ ـ په رښتیا  دنیا اوړېدلې او نا اشنا شوې، نېکیو یې شا کړې او ناڅیزه یې د دیګ بیخ دی  او د څرځای په څېر پرېوتی ژوند ترې پاتې دی، چې یوازې رنځ راولاړوونکي او بېکاره بوټي ترې راټوکېږي .

ایا نه وینئ،چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو لاس نه اخلي؟!

داسې چې مؤمن حق لري، مرګ او د خدای لیدو ته ورلېوال وي . په رښتیا دغسې مرګ یوازې نېکمرغي بولم او  د ظالمانو تر څنګ ژوند یوازې هلاکت ګڼم! په واقع کې خلک دنیا پالي دي او دین یې د خولې لاړې دي او تر هغه چې ژوند یې سم سمکی وي؛ نو په خوله کې یې اړوی را اړوي او چې د ازمېښت وخت راورسي؛ نو دینوال ډېر لږ وي.

۲ ـ یو چا یې پر وړاندې  غیبت کاوه، ورته یې وویل: پلانیه! له غیبته لاس واخله، چې غیبت د جهنم د سپيو خوراکه ده.

۳ ـ یو چا یې پر وړاندې وویل: له نا اهله سره مینه او احسان کول تویې ځي . امام ورته وویل : داسې نه ده، نېکي د باران په څېرده ، چې پر نېکانو او بدانو ورېږي .

۴ ـ خدای چې له چا ځواک او وس واخلي؛ نو طاعت ترې نه غواړي اوچې له چا ځواک واخلي؛ نو مکلفیت ورباندې نږدي.

۵ ـ په رښتیا یوه ډله خدای د تمې لپاره نمانځي،چې دا د سوداګرو نمانځنه ده او یوه ډله یې له ډاره نمانځي ، چې دا د مریانو نمانځنه ده او یوه ډ له یې د نعمتونو په منندوینه کې نمانځي، چې دا د ازاد شویو نمانځنه او غوره نمانځنه  ده.

۶ ـ  یو چا ( له امام سره د لیدو پر وخت) بې سریزې  وویل: څنګه یې؟ خدای دې روغ جوړ لره، ورته یې وویل: لومړی سلام ورپسې کلام، خدای  دې روغ جوړ لره، بیا یې وویل : څوک چې سلام وانه چوي؛ نو د ننووتو اجازه مه ورکوئ.

۷ ـ بنده ته د خدای پټ دام دا دی، چې له پرېمانه نعمتونو یې برخمنوي؛ خو د شکر او منندوېنې توفیق ترې واخلي ، ( چې پر نعمتونو بوخت او ولي نعمت ترې هېر شي، چې په دې توګه فرصت یې له لاسه ووځي.)

۸ ـ کله چې عبدالله بن زبیر (رض)، عبدالله بن عباس (رض) یمن ته وشړه؛ نو امام ابن عباس ته وکښل؛ اما بعد؛ خبر شوم چې ابن زبیر طایف ته شړلی یې. خدای دې په همدې پار مشهور کړه او د ګناهونو د تویېدو لامل دې شي، دا نېکان  دي،چې ازمېښتېږي او که الهي بدله یوازې د زړه غوښت چارو ته وای؛ نو اجر دې لږېده [ ؛ځکه په دنیا کې ډېرې چارې د انسان په خوښه نه دي]، خدای دې ما او تا ته په مصیبت کې صبر او په نعممت کې شکر راپر برخه کړي او کینه کښ غلیم دې راباندې ښادنه کړي. والسلام[10].

۹ ـ یو سوالګر مالي مرسته ترې وغوښته، امام ورته وویل: سوال روا نه دی؛ خو په  دروند پور ، یا ذلیلې نېستۍ یا په (دیه او) دروند غرامت او جریمه کې، سوالګر وویل: په دې درېیو اړتیاوو کې یوې ته یې راغلی یم، امر یې وکړ چې سل دیناره ورکړئ.

۱۰ ـ امام حسین خپل زوی سجاد ته وویل: زویکه! هسې نه پر داسې چا تېری وکړې،چې بې له خدایه ملاتړ نه لري.

۱۱ ـ یوچا ددې آيت [ = او (خلکو ته) د خپل پالونکي نعمت ورڅرګند کړه[11]] مانا ترې وپوښتله؛ امام وویل: خدای خپل پېغمبر ته امر وکړ، کوم نعمتونه یې چې د دین په چار کې ورکړي،خلکو ته یې ورڅرګندکړي.

۱۲ ـ یو انصاري امام حسین (رض) ته ورغی او څه یې ترې غوښتل ، امام وویل: خپل پت دې مه تویوه، غوښتنه دې ولیکه، انشاالله یو کار به وکړم،چې خوشحال شې. سوالګر وکښل: ابا عبدالله[12]! د پلانې پینځه سوه دیناره پوروړی یم او په ټینګه یې غواړي، ورنه وغواړئ د پور د چمتو کولو تر وخته مهلت راکړي. امام پاڼه ولوسته، کور ته ورننووت او د زرو دینارو یوه کڅوړه یې راوړه ویې ویل: پینځه سوه یې په خپل پور کې ورکړه او نور یې د خپل ژوند لګښت کړه او خپله اړتیا دې یوازې رېیو تنو ته ووایه : دینوال،ځوانمرد، او د حسب خاوند ته. دینوال دې خپل دین ساتنې ته اړتیا درپوره کوي، ځوانمر له خپلې مردانګۍ شرمېږي،چې نهیلی دې نه کړي او د حسب خاوند پوهېږي،چې اړتیا د پت وړاندې کولو ته اړ کړی اوستا پت ساتنې ته دې تش لاس نه ستنوي.

۱۳ ـ وروڼه څلور ډوله دي :

۱ ـ ستا او دځان پر ګټه .

۲ ـ ستا پر ګټه .

۳ ـ ستا پر زیان .

۴ ـ نه ستا او نه د ځان پر ګټه .

له امامه یې په دې اړه څرګندونه وغوښته : ویې ویل: ړومبی هغه وروري ده، چې پایښت یې غواړي، نه یې مړینه او له منځه وړل ( د دوستۍ له غځونې سره مینوال دی) دا د دواړو پر ګټه ده؛ځکه که وروري وغځېږي ، د دواړو ژوند خوږېږي او که پای ته ورسي؛ نو دواړه زیانمنېږي .

دویم هغه ورور دی،چې تمه نلري او یوازې مینه درسره لري او دنیوي موخه نلري، دې ورور خپل ټول تن  در سپارلی او پر ګټه دې دی .

درېیم هغه ورور دی،چې یوازې زیان یې در رسي او سترګې پر لار دی،چې کله به په سختۍ کې راګېرېږې . رازونه دې رابرسېروي، په انډیوالانو کې دروغ درتړي او په کینه درته ویني، پردې ملګري دې د ایکي یو خدای لعنت وي!

څلورم هغه ورور  دی، چې خدای یو مخې احمق کړی او (له خپل رحمته یې) لرې کړی، ځان درباندې ړومبی ګڼي او په کنجوسۍ یې ستا شتمنۍ ته سترګې نیولې دي .

۱۴ ـ له عقلمنو سره ملګرتوب د ټولمنلتوب او نېکمنومۍ نښه ده، له ناپوهانو سره شخړه کول د ناپوهۍ نښه ده او د خپلې خبرې کره کول او ( د علمي مسایلو او) د رای او فنونو د ډولونو پر حقایقوځان پوهول د پوهې نښه ده.

۱۵ ـ په رښتیا مؤمن ،الله خپل پاسوال ګڼلی او د هغه وینا یې ځان ته هنداره کړې ده، کله د مؤمنانو ځانګړنې په پام کې نیسي  او کله د کبرجنو او په دې توګه په زړه پورې ټکي ترې اخلي، په ځانښانده کې بریالی او په ځیرکۍ د ډاډ مقام ته وررسېدلی او د پاکۍ په سیوري کې یې د ځواک احساس [ او پر ځان ډاډ] موندلی دی.

۱۶ ـ له هغه کاره ډډه وکړه،چې په کولو یې باید بښنه وغواړې ؛ځکه مؤمن نه بد کوي او نه بښنه  غواړي او منافق هره ورځ بدي کوي او بښنه غواړي .

۱۷ ـ سلام اویا ثوابونه لري، چې نهه شپېته یې سلام اچوونکي او یو یې ځوابوونکي ته دي .

۱۸ ـ کنجوس هغه دی، چې سلام نه اچوي.

۱۹ ـ څوک چې  غواړي په ګناه ځان موخې ته ورسوي ؛ نوپه ځند ور رسي او ډېر ژر په خطر کې لوېږي .

[1] .دا برخه مو د تحف العقول له کتابه ژباړلې ده.

[2] [مائده / ۶۳ آیت:]

[3] [مائده: ۷۸ – ۷۹ آیتونه: ]

[4] [مائده – ۴۴ آیت: ]

[5] [توبه  ـ ۷۱ آیت: ]

[6] [انعام (۶) – ۱۵۸ آیت]

[7] [طلاق (۶۵) – ۳ آیت]

[8] [شوری (۴۲) – ۱۱ آیت]

[9] [انعام (۶) – ۱۰۳ آیت]

[10] [یادونه: احمد جنتي: عبدالله بن زبیر، پر ۶۵ س ؛یعنې د کربلا تر پېښې پینځه کاله وروسته په مکه کې خلافت تر لاسه کړ، او دا چې ابن عباس د مختار تر پا‎څون وروسته شړل شوی؛نو ناشونې ده ،چې دا لیک د امام حسین وي او ښایي د امام سجاد؛ علي بن حسین وي او د یمن پر ځای طایف سم دی].

[11] ضحی – ۱۱ آیت

[12]  ( د امام حسین کنیه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست