هغه ځايونه چې صغيره ګناه پکې پرکبيره ګناه بدلېږې : د آيتونو اوروايتونو له مخې په څو ځايونو کې صغيره ګناه پر کبيره بدلېږي، چې دادي : پر صغيره ګناه ټينګار: د صغيره ګناه تکرارول،هغه پرکبيره ګناه بدلوي . که انسان ان يوه ګناه هم وکړي او استغفار ونه کړي او د توبې په فکر […]
هغه ځايونه چې صغيره ګناه پکې پرکبيره ګناه بدلېږې :
د آيتونو اوروايتونو له مخې په څو ځايونو کې صغيره ګناه پر کبيره بدلېږي، چې دادي :
پر صغيره ګناه ټينګار:
د صغيره ګناه تکرارول،هغه پرکبيره ګناه بدلوي . که انسان ان يوه ګناه هم وکړي او استغفار ونه کړي او د توبې په فکر کې هم نه وي ؛نو دا يو ډول ټينګار ګڼل کېږي.صغيره ګناه د يو نازک او نري تار په شان ده؛که تکرار شي؛نو پرکلکې او ډبلې رسۍ بدلېږي او شلول به يې خورا ګران شي .
قرآن د پرهيزګارانو په هکله وايي:
وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ[1]
ژباړه: او هغوى چې كله كوم ناوړه چار وكړي يا پرځان تېرى وكړي (؛نو) خداى وريادېږي او د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او له الله پرته لا بل څوك دى، چې ګناهونه وبښي ؟ او پر خپلې ګناه ټينګار نكوي؛ځكه پوهېږي (چې بديې كړي دي).
امام باقر ددې آيت په شرح کې وايي:(( ټينګار دې ته وايي، چې څوک ګناه وکړي؛خو له خداى بښنه و نه غواړي او د توبې په فکر کې يې هم نه وي.))
حضرت علي (ک) وايي :(( اياك و الاصرار فانه من اكبر الكبائر و اعظم الجرائم – پرګناهونو له ټينګار ډډه وکړه؛ځکه چې غټ جرم دى.[2]))(٣٠)
امام صادق وايي:((پېغمبرا کرم له خپلو يارانو سره پر سفرتللى و او په داسې ځاى کې دمه شو،چې ځمکه يې وچه کلکه وه، خپلو يارانوته يې وويل : خس راوړئ،چې اور پرې بل او ډوډۍ پخه کړو. يارانو يې وويل :دا خو وچه کلکه ځمکه ده او خس پکې نه پيدا کېږي.پېغمبراکرم ورته وويل : ولاړ شئ ! چا چې څومره راټول کړل هماغه راوړئ.دوى ولاړل او هر يو څه وچ خس راوړل او ټولو د پېغمبراکرم مخې ته واچول. پېغمبراکرم وويل : ګناهونه دا شان پر يو بل ايښوول کېږي او زياته يې کړه: ايّاكم و الُمحقّرات من الذّنوب…– له کوچنيو ګناهونو ډډه وکړئ،چې ټول راټولېږي او لېکل کېږي.[3]))
امام صادق وايي: ((پر صغېره ګناه کولو ټينګار کول هغه پر همدې حالت نه پاتې کوي(؛بلکې پرکبيره يې اړوي ) )).[4]
څوک چې ګناه کوچنۍ وګڼي ؛نو پرغټې ګناه اوړي. د بېلګې په توګه : که څوک موږ پر غټ کاڼې وولي او وروسته پښېمانه شي او بښنه غواړي؛شونې ده چې ويې بښو؛خو که تل مو په وړوړو کاڼو ولي او د بښنې پرځاى ووايي،چې دا خو څه هم نه دي؛نو موږ به يې و نه بښو؛ځکه چې خپله ګناه يې کوچنۍ ګڼلې او پرې ټينګار هم کوي.
لاندې روايتونوته پام وکړئ .
- روايت دى:(( من الذّنوب التّى لا يغفر ليتنى لا أُؤاخَذُ الاّ بهذا– نابښونکې ګناه يوه داده،چې انسان ووايي : کاشکې ماته له دې ګناه پرته سزا رانه کړي.[5]))
- حضرت علي (ک) وايي : ((أشدّ الذّنوب ما استَهان به صاحبه– تر ټولو بده ګناه هغه ده چې انسان يې کوچنۍ وګڼي.[6]))
- امام صادق وايي: (( له وړو او سپکو ګناهونو ډډه وکړئ چې نه بښل کېږي.)) وپوښتل شو سپک ګناهونه کوم دي ؟ ويې وويل : ((الرّجل يَذنب فيَقول طُوبى لى لو لم يَكن لى غير ذلك – څوک چې ګناه وکړي او و وايي؛څومره ښه چې بې له دې بله ګناه نه لرم.[7]))
- امام زين العابدين د دعا په ترڅ کې وايي : ((الّلهم اَعُوذُ بِكَ مِن… الاِصرارِ عَلى المَأثَم و استِصغار المَعصيَة – خدايه ! پر ګناهونو له ټينګاره او دا چې کوچنۍ يې وګڼم، تا ته پنا دروړم.[8] ))
له ګناه خوند اخېستل او د کولو پرمهال يې خوشحالي کول، هغه ځايونه دي ،چې ګناه غټوي او د لا ډېر عذاب لامل ګرځي . څو روايتونو ته پام وکړئ.
پېغمبر اکرم (ص) وايي : ((من اذنب ذنبا و هو ضاحك دخل النار و هو باك – څوک چې د ګناه کولو پر مهال له خندا شين وي؛نو دوزخ ته په ننوتلو کې به په کړيکو ژاړي.[9]))
حضرت علي (ک) وايي :(( شر الاشرار من تبهّج بالشر – هغه تر ټولو بد دى،چې د بدۍ په کولو خوشحاله شي.[10])) اوهمداراز زياتوي:(( مَن تَلذّذ بمعاصِى الله ذُلّ – څوک چې د ګناه له کولو خوند اخلي؛نو خداى به د خوند پرځاى ورته ذلت ورکړي.[11]))
د رسول الله (ص) کړوسی امام زین العابدین وايي :(( إيّاك و ابتهاج الذّنب فانّه أعظم من ركوبه – دګناه د کولو پرمهال له خوشحالۍ ډډه وکړئ ، چې دا د ګناه تر کولو ستره ده.[12])) او همداراز زياتوي : ((حلاوة المعصية يفسدها اليم العقوبة – د ګناه دردناک عذاب يې، خوږوالى له منځه وړي.[13]))
امام زین العابدین وايي :(( لا خير فى لذّة من بعدها النّار – په هغه خوند کې خير نشته چې د دوزخ اور ورپسې وي.[14]))
د سرکښۍ له کبله ګناه :
د ګناه په کولو کې سرکښي،کوچنۍ ګناه پرغټې اړوي.
فَأَمَّا مَن طَغَى. وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا. فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى[15]
ژباړه : نو چا چې سرغړولى وي،او[پر آخرت يې] د دنيا ژوندغوره ګڼلى وي،نو په واقع كې هستوګنځى يې جهنم دى.
د خداى پر ورکړل شوي مهلت غره کېدل :
ګناه ګار ګومان کوي،چې د خداى مهلت او دا چې ورته ژر سزا نه ورکوي؛نو دليل يې د خداى خوښي ده او ځان د خداى نازولى ګڼي؛ نو دا کار هم کوچنۍ ګناه پر غټى اړوي .د دوى لپاره د دوزخ د عذاب ژمنه دا څرګندوي.
وَيَقُولُونَ فِي أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا اللَّهُ بِمَا نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمَصِيرُ[16].
کوم کسان چې غره دي او وايي چې خداى موږ د خپلو ګناهانو له کبله ژر پرعذاب نه اخته کوي؛نو
داهم کبيره ګناه ده .
د ګناه ښکاره کول :
د ګناه ښکاره کول هم صغيره ګناه پر کبيره اړوي، دا کار د ګناه پر وړاندې يو ډول بې پروايي ده او ټولنه هم پر ګناه ککړوي او د خلکو په ذهنونوکې يې عادي کوي .
حضرت علي (ک) وايي: ((ايّاك و المجاهرة بالفُجور فانّه من اشدّ المآثم – د ګناه له ښکاره کولو ډډه وکړه،چې د سختوګناهانو په ډله کې راځي.[17] ))
بل روايت دى :(( المستتر بالحسنة يعدل سبعين حسنة و المذيع بالسيّئة مخذول – څوک چې په پټه نيک کار وکړي ؛نو د اويا ښکاره نېکو کارونو هومره به وي او څوک چې پر ښکاره ګناه کوي؛نو خوار به وي.[18]))
[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]
[1] ال عمران/۱۳۵
[2] غررالحكم۱/ ۱۵۱
[3] کافي ٢\٢٨٨
[4] بحار ٨\٣٥١
[5] تحف العقول \ ٢٨٧
[6] نهج البلاغه : ٣٤٨حکمت ،غررالحکم ١\١٩٣
[7] کافي ٢\ ٢٨٧
[8] صحيفه سجاديه اتمه دعا
[9] مشکاة الانوار\٣٦٤- وسايل ١١\١٦٤
[10] غررالحکم ١\ ٤٤٦
[11] فهرست غرر\ ١٣٠
[12] بحار ٧٨\ ١٥٦
[13] بحار ٧٨\ ١١٥٩
[14] بحار ٧٨\ ١٥٩
[15] النازعات/۳۷ – ۳۹
[16] مجادله /۸
[17] غررالحکم ٢\ ١٦١
[18] مشکاة الانوار ٣٩٦\ کافي ٢ \ ٢٤٨
-
ټیګونه:
- www.andyal.com