تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) د لیک شرح حضرت علي (ک) کاږي : من الوالد الفان المقر للزمان المدبر العمر المستسلم للدهر الذام للدنيا الساكن مساكن الموتى و الظاعن عنها غدا الى المولود المومل ما لا يدرك السالك سبيل من قد هلك غرض الاسقام و رهينه الايام و […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) د لیک شرح

حضرت علي (ک) کاږي :

من الوالد الفان المقر للزمان المدبر العمر المستسلم للدهر الذام للدنيا الساكن مساكن الموتى و الظاعن عنها غدا الى المولود المومل ما لا يدرك السالك سبيل من قد هلك غرض الاسقام و رهينه الايام و رميه المصائب و عبد الدنيا و تاجر الغرور و غريم المنايا و اسير الموت و حليف الهموم و قرين الاحزان و نصب الافات و صريع الشهوات و خليفه الاموات.

وویل شو چې تېرې ځانګړنې یوازې په امیر المؤمنین(ع) او زوی پورې یې تړاو نلري، موږ ټول انسانان د خپلو شهواتو په لومه کې راښکېل یو، د مرګ په منګولو کې راګېر او روزګار ذلیل کړي یو، ستونزو ته مو ډال وراچولی، د مړیو په کور کې ناست او ژر به ورسره یو ځای شو. انسانان که سترګې پرانزي؛ نو مومي چې دا ځانګړنې ګرد انسانان رانغاړي.

ښه ده چې ددې ځانګړنو تر تشریح او څرګندولو وړاندې، په لیک کې راغلي یو ټولیز ټکي ته اشاره وکړو، چې د انسان په اړه د قرآن له څرګندونو سره همغږی دی.

ځینو کسانو ته د لیک ړومبي تعابیر بد ویني ښکاره شوي دي

د لیک په پیلامه کې چې کوم ټکي او ځانګړنې راغلي، په ظاهره انسان نه ستایي؛ بلکې اپوټه د سپکاوی بوی ترې راخېژي. لږ تر لږه داسې نه ده، چې انسان یې په لوستو پېسمن – مغرور شي. دا غرور ماتې خبرې دي، او که څه غالباً مغفول دي؛ خو واقعیت لري. ډېر لږ وګړي په انسان کې ددې اوصافو واقعیت ته پاملرنه لري؛  خو که پام یې شي هډو نټه ترې نکوي. په بله وینا، ښایي دا خبرې په ډېری انسانانو ښه ونه لګې. هغوی چې د امیرالمؤمنین پر پاکلمنتوب (عصمت) او مشرتوب (امامت) ګروهن نه دي، ویلي یې دي، چې علي (ک) په نهج البلاغه کې یو بدوینی انسان ښکاري. نوموړی د دنیا، ژوندون، دنیوي ژوند او….  په باب داسې څرګندونې لري، چې ترې استنباطېږي، ته وا دنیا، مادي معیشت او بشري ژوند سپېره او تیاره دی، ته وا په نهج البلاغه کې یو بد وینی انسان هستۍ ته ویني، ښکلاوې او رڼا ګانې ډېرې لږې ویني. ددې ادعا په باب قضاوت – ورمندون ته لازم دي، چې په سراسر نهج البلاغه کې کافي غور وشي او د انسان او دنیوي ژوند په هکله بسیا څېړنه وشي، او بیا معلومه شي چې د حضرت علي (ک) په کلام کې خوښویني او بدویني څومره برخه لري. البته په سرسري کتو د علي (ک) له کلامه یو ډول بد ویني پوهېدل کېږي. ته وا علي (ک) بشري ژوند ته ډېر کتلي او دا اړخ یې ښه څرګند او ستر کړی دی.

په نهج البلاغه کې نور تعبیرونه هم راغلي، چې بد ویني ښکاري

علي (ک) د نهج البلاغې په ځینو ځایونو کې داسې خبرې لري، چې د بدوینو وګړیو له مزاج سره پوره اړخ لګوي او نظر یې تاییدوي، لکه:

« مؤمن په دنیا کې د رخې او غوسې به سترګو ویني، که ورته ووایې چې پلانی شتمن شو، داسې یې اوري، چې ته وا ورته یې ویلي پلانی تشلاسی شو، که ورته ووایي، پلاني یو څه تر لاسه کړل او خوشحال شو، ته وا ورته ویل شوي چې پلاني یو څه له لاسه ورکړل او خپه شو.»

ان قيل اثرى قيل اكدى و ان فرح له بالبقاء حزن له بالفناء (نهج البلاغه، ۳۶۷حکمت)

دا اوصاف یې د انسان په اړه د لیک په پیلامه کې راوړي. شونې ده که یو څوک ووایي سمه ده، چې انسان د مړیو په کور کې ناست او سبا به له دې ځایه وکوچېږي او بلې نړۍ ته به ورشي، یا د داسې څېزونو هیلمن دی چې غالباً یې نه مومي، د ناروغیو تر بریدونو لاندې دی، د خپګانونو مل او شهواتو له پښو راغورځولی دی؛ خو انسان نورې ځانګړنې هم لري. ایا انسان په دې ځانګړنو یادولای نشو؟ ولې دا ځانګړنې تکې تورې، غټې او لویې شوې دي؟

رحمان بابا وايي:

هوښیار مه ګڼه هوښیار ددې دنیا

بې وقوف دی وقوف دار د دې دنیا

روښنايي په هغو زړونو ده حرامه

چې پرې کېني ګردوغبار د دې دنیا

پوچ ګويي ده چې یې اهل د دنیا کا

هر کلام و هر ګفتار ددې دنیا

د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کړي

هر چه کاندي کاروبار د دې دنیا

 په ظاهره دا ډول بدویني تعابیر په قرآن کې هم داغلي دي

ځواب دادی چې په ظاهره تورو دې ډول ځانګړنو ته پاملرنه، له انسانه د قرآن له توصیف او یادونو سره همغږي لري. البته خدای، انسان عزتمن کړی او په ډاګه وایي:

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا (اسراء/۷۰) = او په رښتيا چې موږ د آدم ځوځات ته ډېر عزت وركړى او دوى مو په وچه او لمده كې (د مراد پر سپرليو) سپاره كړي دي او له ډول ډول پاكو څيزونو روزي مو وركړې ده او پر خپلو ډېرو مخلوقاتو مو غوره كړي دي .

خو په قرآن کې هغه اوصاف، چې په ظاهره د انسان ذم او غندنه ده، تر هغو اوصافو ډېر دي، چې یې ستایې. د الله پاک له نظره چې د انسان خالق دی، انسان یو کمزوری موجود دی.

وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا (نساء/۲۸)

إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا (المعارج/۱۹) = په رښتيا، انسان حريص او بى حوصلې پيدا شوى دى.

إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا (المعارج/۲۰) = چې كړاو ورورسي؛ نو ژړا انګولا كوي.

وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا (المعارج/۲۱) = او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)

انسان یو ځانوینی، ځان غواړی او لانجمن موجود دی.

وَكَانَ الْإِنسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا (کهف/۵۴) = خو انسان ترهر څه زيات جګړه مار دى.

خدای د فجر سورت په پیلامه کې په فجر و لیال عشر قسم خوري، او ورپسې د ثمود او فرعون د سرغاړۍ داستان څرګندوي او روسته وايي:

فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ(فجر/۱۵) = خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي (مغرورېږي) ؛نو وايي : (( پالونكي مې عزتمن كړم (؛ځکه ځاى يې راکې شته)!))

وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ(فجر/۱۶) = او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم!))

بیا خدای وایي: « کلا…» دا شمېرانې – محاسبې باطلې دي. دغسې نه ده که څوک په نړۍ کې بینوا، تشلاسی او د لږې روزۍ وي، د خدای به ورته پام نه وي، یا که له نعمتونو برخمن او بریالی وي، د خدای تر پاملرنې لاندې به وي. دا ځان غواړې پایلې د هغه انسان دي، چې غواړي ان خدای هم د خپلو ځانمنیو د مړولو لامل کړي او د ډېر لږ نعمت په لاس ته راوړو، له طبیعت ورهاخوا هم له ځان سره د لورنې په څېر وښيي .

بیا هم په قرآن کې دغسې نورې ځانګړنې پیدا کولای شو.

یو ډول واقع وینې انسانپوهنه

هو، خدای انسان ته فجور او تقوا ورالهام کړي؛ یعنې هم یې نېکي او هم یې بدي ورزده کړي دي. خدای تقوا د انسان د کرامت شرط کړې ده او له دې اړخ د ښځې او نر ترمنځ په توپیر قایل شوی نه دی:

إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ(حجرات/۱۳)

خدای انسانان عزتمن کړي او پاکه روزي یې ورکړې او پر ډېری مخلوقاتو یې غوراوی ورکړی دی؛ خو له دې سره سره دا هم سمه ده، چې انسان کمزوری دی، ظلوم او جهول دی، حریص، طماع، بې زغمه، ځان غواړی او… دی. دا ځانګړنې هغه خدای یادوي، چې زموږ د انسانانو خالق او معمار دی.

په دیني متونو کې د انسان په اړه دغسې عبرناک ټکي، په واقع کې یو ډول واقع وینی انسانپوهنه ده، چې موږ باید له ځانه خپل لید او هم له بشري جمعي ژونده خپلې تمې سمې او تصحیح کړو. خدای چې انسان پیدا کاوه، پرښتو ته یې وویل، چې پر ځمکه خلیفه ټاکم. پرښتو نیوکه وکړه، چې ولې دا خونړی او مفسد موجود پنځوې؟

أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء (بقره/۳۰)

خدای د پرښتو خبره نفې نکړه؛ یعنې ویې نه ویل چې دا مفسد او خونړی موجود نه دی او په اړه یې ستاسې نظر اشتباه دی؛ بلکې سکوت یې وکړ او په واقع کې دا مدعا یې ومنله؛ خو ویې ویل:

إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (بقره/۳۰) =پر څه چې پوهېږم، تاسې پرې نه پوهېږئ»

دا راښي چې دنیا له دې ډول مفسدو خونړیو موجوداتو ډکه شوې ده،یعنې موږ طبیعت میشتي انسانان دغسې ذاتي، آریز، اصلي او ړومبني ځانګړنې او خصلتونه لرو، نباید خوشې وانګېرو چې دا د انسانانو ثانوي (دویمنی) او عارضي (راولاړې شوې) ځانګړنې دي. اپوټه دا لومړنۍ او واقعي ځانګړنې دي. داسې نه ده چې انسانان په آر کې کمزوري، هلوغ، جزوع، ممنوع او…. نه وو؛ خو نړۍ ته په راتلو، یا د جمعي ژوند په منګولو کې په ورګېرېدو یې دا ځانګړنې پیدا کړي دي.

دا مذموم اوصاف د انساني فطرت برخې شمېرلېږي

د قرآني آیتونو له ظواهرو راولاړېږي، چې دا ځانګړنې لومړنۍ او ارېزې دي؛ نو ځکه که موږ بشر ته په یوه  فطرت قایل یو او فطري ځانګړنې ورته شمېرو، باید دا د انسان له فطري ځانګړنو وپېژنو. دا ډېره مهمه واقع ویني ده. ځینې په قرآن کې د میکروب، جاذبې او… په څېر د علمي مقولاتو په لټه کې دي؛ خو تردې ډېر مهم د دغسې فطري ځانګړنو او له اړخونو یې د یوه اړخ پېژندنه ده! له دین څخه مو تمه همدغه انسانپوهنه ده. دا انسانپوهنه د هغه پېر او اوسني پېر په مخالفو اندنو کې استثنايي ځلا لري.

انسانانو ان که دا مقولات د وحې له خولې نه پېژندل؛ نو هرومرو انساني تاریخ ته پاملرنې دوی دې خوا ته راکاږل او دا مهمه باخبري او منل یې ورپر برخه کول. خو انسانان د ځانمنۍ او ځانوینۍ په دلیل، واقعیات هم کاږه واږه ویني. د امیرالمؤمنین په وینا موږ انسانان د « غرور سوداګر» یو: غرور پېرو او غرور پلورو؛ یعنې چمتو یو هغه توکي وپېرو چې موږ غولوي او چمتو یو چې پر نورو داسې توکي وپلورو، چې دوی هم وغولوي. په واقع کې په نړۍ کې د ګردو انسانانو یوه بوختیا، د غرور او ټګۍ سوداګري ده. د دې چار یوه څرګنده بېلګه د هستۍ د واقعیاتو سرچپه لیدنه ده؛ ځکه موږ انسانان خپلو اندنو او په تېره خپلو ځانمنیو ته، په پریمانه درناوي قایل یو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!