تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  ویر او عزا د اهلسنتو د فقهاوو له ليدلوري آیا پر مړيو ژړا ښه ده په (( فتاوى الهندية فى مذهب الامام ابى حنيفه)) کتاب کې پر مړيو د ژړا په اړه راغلي: (( فاما البکا من غير رفع الصوت فلا باس: بې چغو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 ویر او عزا د اهلسنتو د فقهاوو له ليدلوري

آیا پر مړيو ژړا ښه ده

په (( فتاوى الهندية فى مذهب الامام ابى حنيفه)) کتاب کې پر مړيو د ژړا په اړه راغلي: (( فاما البکا من غير رفع الصوت فلا باس: بې چغو ژړا څه توپير نلري[1]))

د پېغمبر (ص) په سيرت د اهلسنتو د فقهاوو استدلال

په تېر کتاب کې راغلي: (( و البکاء مع رقة القلب فلا باس به: د زړه له سوزه ژړا څه توپير نه لري)).

په ((فتاوى الغاثيه)) کتاب کې راغلي: (( و البکاء لا باس به کما روى ان النبى صلى الله عليه [و اله] وسلم بکى على ابنه ابراهيم: ژړا څه توپير نلري، ځکه روايت دى چې پېغمبر (ص) د خپل زوى ابراهيم پر مرګ ژړلى دي[2]))

د شافعيه او حنابله وو ليدلورى

عبدالرحمن الجزايري په ((الفقه على امذاهب الاربعه[3])) کتاب کې پر مړيو د ژړا په باب د شافعي او حنبلي عالمانو نظر راوړى او کاږي: (( قال الشافعية و الحنابلة انه مباح اماهطل الدموع بدون صياح فانه مباح با تفاق: ژړا د شافعيانو او حنبليانو له ليد لوري روا ده؛ لکه چې ټول عالمان يوه خوله دي چې بې چغو ژړا مباح ده[4]))

د سبُکي ليدلورى

د اهلسنتو ستر څېړونکى علامه (( سبُکي)) وايي:

(( که ژړا پر مړي د زړه سوي او د خداى له عذابه د ډار له لامله وي؛ نو کراهت نلري او له رواياتو پوهېږو چې ژړا تر مرګ وړاندې روا ده؛ لکه چې تر مرګ روسته هم، ځکه پېغمبر اکرم صلى الله عليه [و آله] وسلم د خپلې يوې لوڼې پر قبر ژړلي دي[5]))  

د اهلسنتو د عالمانو په مړينه کې ویر او عزا

د امام جويني (رح) په مړينه کې ویر او عزا

په تاريخ کې راغلي چې خلکو د اهلسنتو د وګړو د مړينې له پاره د وير مراسم جوړ کړي دي، لکه امام جويني (٤٧٨ س مړ) ته یي ویربولي کړې ده. ذهبي يې مړينه او د وير مراسم دغسې يادوي: ((ړومبى يې په خپل کور کې خاورو ته وسپاره او بيا يې د ده تنه مقبرة الحسين ته يووړه. په ماتم کې يې منبر مات شو، بازارونه بند شول او په غم کې يې ډېرې مرثيي وويل شوې. ده څلور سوه زده کړيالان او طالبان درلودل د خپل استاد په غم کې يې خپل قلمونه او قلمدانونه مات کړل او يو کال ویربولي يې وکړه او يو کال يې پګړۍ پر سر نکړې، تردې چې چا د پګړۍ پر سرولو جرات نه کاوه. په دې موده کې يې په ښار کې وير کاوه او په فرياد او چغو کې يې د افراط لار ونيوه[6]))

د امام احمد حنبل (رح) په مړينه کې وی او عزا

خطيب بغدادي په ((بغداد تاريخ)) کې له ((ورکاني)) روايتوي چې د امام احمد حنبل په مړينه کې، مسلمانانو، يهودو، نصاراوو او زردشتتيانو ویربولي کوله[7].

د عبدالمؤمن (رح) په مړينه کې ویر او عزا

ذهبي دعبدالمؤمن د جنازې د مراسمو په څرنګوالي کې کاږي: (( فغشينا اصوات طبول، مثل ما يکون من العساکر حتى ظن جمعنا ان جيشاً قدقدم: د ډهولونو غږونو هر غږ تت کړى و؛ لکه څه چې په پوځ کې کېږي. دومره غږو غوږ و چې ګومان مو وکړ کوم لښکر بريد کړى دى[8]))

د ابن جوزي (رح) په مړينه کې ویر او عزا

ذهبي د ابن جوزي د مړينې (٥٩٧ س مړ) په غبرګون کې ليکي: (( په ميړنه يې بازارونه وتړل شول، ډېر خلک يې په جنازه کې ول او ګرده د روژې (رمضان) مبارکه مياشت يې دده د قبر خوا ته تېره کړه او د قرآن کريم څو ختمونه يې وکړل او له ځانونو سره يې شمعې او ډيوټونه راوړي وو. د شنبې پر ګهيځ مو د وير مراسم جوړ کړل، ويناوالو خبرې وکړې او ډېرو پکې ګډون کړى و او د وير مراسم تر سره شو[9]))

د شیخ ابن تيميه (رح) په مړينه کې ویر او عزا

ابن تيميه (رح) چې پر ٧٢٨س ومړ، پنځوس زره تنه نارينه او ښځينه ترې راتاو او ژړل يې او چې دده جنازه يې بدرګه کوله يو لک تنه ورپسې ول، تکبيرونه يې ويل او ژړل يې او څوک چې د جنازې په مخ کې روان و، چغې يې وهلې چې بايد دغسې د اهلسنتو جنازه وشي چې کله يې د ابن تيميه مړى غسل ته کېښود؛ نو ړومبى پرې نارينه ورمات شول او د ده تنه يې ښکلوله او بيا ښځې یو له بله مخکې کېدې چې ښکل يې کړي. لارويانو يې د غسل اوبه د تبرک لپاره وڅښلې او د تغسيل پاتې ((سدر)) يې په خپلو کې وويشل او د ده پر جنازه يې چې کومه پرده اچولې وه په يو سلو پنځوس ديناره يې وپلوره او هم په درملو ککړه ټوټه يې چې پر غاړه پرته وه، په يو سلو پنځوسو دينارو وپلوره[10].

ډېرو شاعرانو او له دې ځنې ((شمس الدين ذهبي)) يې په غم کې اشعار جوړ کړل[11]

[1]الشيخ نظام وجماعة من علما الهند، فتاوى الهنديه فى مذهب الامام ابى حنيفه: ١/١٦٢ مخ.

[2]فتاوى الغاثيه: ٤٥ مخ.

[3] . دا کتاب له امامیه فقهې سره یو ځای د پینځګونې فقهې په نامه په پښتو هم څو وار چاپ شوی دی.

[4]عبدالرحمن الجزايري، الفقه على المذاهب الاربعه: ١/٤٨٤ مخ.

[5] ارشاد الساري: ٢/٤١٤ مخ.

[6]ذهبي، سير اعلام النبلاء: ١٨/٤٦٨ مخ.

[7]خطيب بغدادي، بغداد تاريخ: ٤/٤٢٣ مخ

[8]سير اعلام النبلاء: ١٥/٤٨١ مخ.

[9]تېره سرچينه: ١٨/٣٧٩ مخ.

[10] ابن کثير تاريخ: ١٤/١٢٨

[11] االعقود الدرية: ٣٩٩ مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!