تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   يزيد د اهلسنتو له نظره يزيد پېژندنه يزيد پر ٢٥ يا ٢٦ س، په شام کې زيږېدلى او پر ٦٤ س، د ربيع الاول پر ١٤ مه، په ٣٨ يا ٣٩ کلنۍ کې په خورا ناوړه ډول ومړ. ځينو ويلي: د ډېرې شرابخورۍ له لامله ومړ. ځينو ويلي: خپله بيزو يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

 يزيد د اهلسنتو له نظره

يزيد پېژندنه

يزيد پر ٢٥ يا ٢٦ س، په شام کې زيږېدلى او پر ٦٤ س، د ربيع الاول پر ١٤ مه، په ٣٨ يا ٣٩ کلنۍ کې په خورا ناوړه ډول ومړ. ځينو ويلي: د ډېرې شرابخورۍ له لامله ومړ. ځينو ويلي: خپله بيزو يې پر ګوره خره سپره کړه او ورسره په ځغاسته شو، له آسه راولوېد او ومړ [1]. د يزيد مور ميسون نومېده، چې د بني کلب له مسيحي ټبره، يوه ډېره ښکلې ښځه وه او معاويه نکاح کړه او د عربو د مشهور نسل پېژاندي، هشام بن محمد بن سائب کلبي په منښته، ميسون له يوه اموي مريي سره کوروالى وکړ او په يزيد دوه ځانې شوه. د يزيد تر زيږون روسته داچې معاويه شنډ و، دا يې په ځان پورې وتاړه او ميسون يې هم طلاقه کړه، د ميسون مور هم نامي کچنۍ وه[2].

د يزيد ځانګړى ښوونکى سرِجُون رومي و، چې له اسلام سره دښمني يې له همده زده کړې وه او اخلاقي رذايل او شرابخوري يې له خپلې بېديا مېشتې مور ميسونه ياد کړي وو.

په جګړه کې د يزيد عياشي

له روم سره په جګړه کې، يزيد د لښکر بولندوى و، د لښکر خواړه کمبود او سخته ناروغي هم پرې راغله، چې ګڼ پوځيان مړه شول؛ خو يزيد پر مزو چړچو او شرابخورۍ بوخت و.

معاويه يې له دې پېښې خبر کړ، ده له يزيده وغوښتل، چې له (( فرقدونه)) ځنې ولاړ شي؛ خو يزيد په شعر کې خپل پلار ته پر اسلام او مسلمانۍ ملنډې ووهلې:

ما ان ابالى بما لاقت جمو عهم

بفرقدونۀَ من حـــمى و من موم

اذا اتکات علـى الانماط مرتفقا

بدير مـــران عند ام کلثوم[3]

فرقدونه؛ د يوه ځاى نامه ده، چې يزيد پکې د ام کلثوم په نامې پر يوې ښځې ميين شوى و او ددې پر ځاى چې د اسلامي لښکر چارو پالندوينه وکړي، په عياشۍ او مزو چړچو لګيا و.

يزيد د امام حسين په ویناوو کې

امام حسين په لنډو خبرو کې، د مدينې اموي ولسوال ته وويل: (( موږ د رسالت کورنۍ يو، د وحې راکېوتو ځاى او پرښتې مو چوپړيالې دي او د نړيوالو د فيض وزله يو؛ خو يزيد يو شرابخور، انسان وژنی او فاجر دى او ښکاره ګناه کوي او زما په څېر انسان، د هغه په څېر انسان سره بيعت نه کوي [4]))

د يزيد مزې چړچې

يزيد د ((ابوقيس)) په نامې يوه بيزو درلوده، چې ورېښمينې جامې يې وراغوستې او پر ګوره خره يې سپروله، چې له نورو سره د ځغاستي سيالي وکړي. يوه ورځ يې دا سيالي وګټله او د يزيدي دربار يو غوړه مال شاعر، شعر ورته ووايه[5]. مسعودي، ددې داستان تر روايت روسته کاږي:

(( يزيد په فسق و فجور کې د مصر له فرعونه ورمخکې شو؛ خو فرعون له خلکو سره په چلن کې تر يزيده عادل و[6]))

يو کال معاويه، يزيد د حاجيانو مشر کړ، تر مراسمو روسته، مدينې ته راستون شو، د شرابو دسترخوان يې خپور کړ او د امام حسين تر راننووتو روسته يې شرابو ته راوباله، امام ورته وويل: (( شراب دې همدا ستا وي؛ ځکه ته يې وړ يې)). بيا يزيد د شرابخورۍ او شهوتپالنې په ستاينه کې وويل: (( د کومو شرابو څښلو ته چې، د عربانو مشران ناست دي، زړه به دې تازه کړي)). امام حسين پاڅېد، و يې ويل: ((د معاويه زويه! شراب ستا زړه تازه کوي[7]))

د يزيد کفري اشعار

يزيد په يوې ناستې کې داسې اشعار ويلي، چې کفري اندنه يې راښيي:

ليت اشياخى ببدر شهدوا

جزع الخزرج من وقع الاسل

فاهلوا و استهلوا فرحاً
ثم قالوا يا يزيد لاتشل
قد قتلنا القوم من سادتهم
و عدلناه ببدر فاعتدل
لعبث هاشم بالملک فلا
خبرجاء ولا وحى نزل
لست من خندف ان لم انتقم
من بنى احمد ما کان فعل
ان کين احمد حقا مرسلاً
لم يکن عترته الله خذل[8]

د یزید د شعرونو پښتو مفهوم دادی:

پلرونه مې چې په بدر کې د خزرج په توره ځپل شوي ول، کاشکې وای، چې شاباسی یې راکړی وای، چې یزیده! پر لاس دې برکت شه؛ دومره سرداران مې ترې وژلي، چې په بدر کې زموږ له وژل شویو سره برابر شول، بني هاشمو له پاچاهۍ او سلطنت سره لوبې وکړې، نه له اسمانه خبره راغله او نه وحې راکېوته، زه به د خندف له ټبره نه یم، چې د احمد له اولاده او څه یې چې کړي، غچ وانخلم.

د يزيد اخلاقي رذايل

جرج جرداق يو مسيحي ليکوال دى، چې د يزيد د اخلاقي رذايلو په اړه کاږي:

(( يزيد د خپلو تېرو، د ټولو بديو پاتوړى و او پر دوى یې هم پښه ورواړوله. يزيد د ګردو بدچاريو، له شيطاني کړنو، شرارت او فساده برخمن و… يزيد هډو انساني اخلاق نه درلودل… او په مقابل کې، يوازې حسين بن علي د انساني اخلاقو بشپړه بېلګه وه، چې په هغې پېښې کې شهيد شو. په يزيد يې ټول ناوړه، ننګين او د مقام غوښتنې ځانګړنې راټولې شوې وې؛ خو په مقابل لوري؛ يعنې د علي په ځوځات کې، ستايل شوي اوچت اخلاق؛ لکه ښه خوى، مړانه او شهامت په حقيقي مانا شتون درلود[9]))

د يزيد په امر امام حسين وژل شوى دى

ځينې وايي چې ابن زياد، بې د يزيد له اجازې امام حسين وژلى؛ خو دلته د اهلسنتو له تاريخي سرچينو را اخلو چې يزيد خپلو چارواکيو ته یې امر کړى و، که حسين بن علي بيعت ونکړي، و يې وژنئ.

يعقوبي کاږي: (( يزيد په مدينه کې خپل والي؛ وليد بن عتبة بن ابي سفيان ته ليکلي ول: چې کله مې ليک در و رسېد، حسين بن علي او عبدالله بن زبير راوغواړه او زما لپاره بيعت ترې واخله، که ډډه يې وکړه، غاړې يې ورپرې کړه او سرونه يې راولېږه[10]))

خطيب خوارزمي په ((مقتل الحسين)) کې کاږي:

يزيد د مدينې والي؛ وليد بن عتبة ته ليکلي و: (( … وليکن مع جواب کتابى هذا راس الحسين…)) يعنې ددې ليک په ځواب کې، له ځواب سره يوځاى د حسين سر راولېږه[11]))

ابن اعثم کاږي:

(( ابن زياد کوفيانو ته ويل: يزيد بن معاويه له څلور زرو دينارو او دوه لکو درهمو سره يو ليک رالېږلى، چې درباندې يې وويشم او تاسې دده له دښمن حسين بن علي سره جګړې ته ولېږم؛ نو امر ته يې غوږ کېدئ او و يې منئ[12]))

سيوطي کاږي:

(( يزيد په يوه ليک کې په عراق کې خپل والي _عبيدالله بن زياد_ ته امر کړى و، چې له حسين سره جګړه وکړه[13]))

يعقوبي په خپل تاريخ کې کاږي:

((حسين له مکې څخه عراق ته روان شو؛ حال دا يزيد، عبيدالله بن زياد، د عراق والي ټاکلى و. يزيد ورته وليکل: خبر شوى يو، چې کوفيانو، حسين ته ليک ورلېږلى او بللى يې دى، چې راشي او دى هم له مکې نه کوفې ته ور روان دى… که دې وواژه؛ نو ډېره ښه، که نه، تا به د خپل پلار ځوځات ته ورستون کړم؛ نو پام چې فرصت له لاسه ورنکړې[14]))

ابن اعثم کاږي:

(( چې ابن زياد، امام حسين وواژه، يزيد يو ميليون درهم انعام ورولېږه[15])) .

ابن اثير روايتوي:

(( يزيد خلک عمومي ليده کاتو ته را وغوښتل؛ د امام حسين سر يې په مخ کې و او په خپله لکړه يې د حسين غاړه وهله او د حسين بن حمام اشعار يې ويل، چې د امام حسين پر وژنې يې وياړېده[16]))

جلال الدين سيوطي کاږي:

((چې حسين او روڼه يې ووژل شول، ابن زياد يې سرونه يزيد ته ولېږل، په پيل کې یې، يزيد له وژنې خوشحال شو؛ خو روسته پوه شو، چې مسلمانان ترې په دې پار کرکجن شوي؛ نو پښېمانه شو او خلکو حق درلود، چې له يزيده يې کرکه وشي[17])) .

سبط ابن جوزي کاږي:

 ((چې د حسين سر يې يزيد ته کېښود، يزيد شاميان راوبلل او په لکړه يې د حسين سر واهه. بيا يې د زبعري اشعار ولوستل، چې دا دي:

موږ د بني هاشمو مشران، د خپلو هغو مشرانو په بدل کې، چې په بدر کې وژل شوي ول، ووژل؛ نو په دې باب انډول په انډول شو[18]))

خطيب خوارمي کاږي:

(( يزيد، نعمان بن بشير ته وويل: د هغه الله ستاينه چې حسين يې وواژه[19])).

ابن کثير ليکي:

(( چې شام ته بنديان ورسېدل؛ نو يزيد، د شام مشران راوغوښتل، چې ددې بريا مبارکي ورته ووايي[20]))

يزيد ته د عبدالله بن عباس ليک

عبدالله بن عباس، يزيد بن معاويه ته په ليک کې کښلي، چې په ډاګه دې د حسين بن علي د وژنې حکم کړى دى.

 دا دى ليک را اخلو:

(( له عبدالله بن عباس څخه، يزيد بن معاويه ته، امام بعد… ته وې چې حسين دې وواژه. ای بې پلاره! ګومان مه کوه، چې هېر به مې شي، چې تا حسين او د عبدالمطلب زلميان، چې د تيارو ډيوې او د هدایت ستوري ول، شهيدان کړل. ستا لښکر ستا په امر دا ټول پر يوه ټوټه ځمکه خوشې کړل (او ښخ يې نه کړل)، حال دا، په وينو ککړ شوي ول او لوټ کړاى شوي، پر ځمکه پراته ول. تږي او په وچو شونډيو يې ساه ورکړه او تر شهادت روسته، نه پر کفن شول او نه يې څوک سر ته ودرېدل. د بېديا بادونو يې پر تنو خاوې دوړې ور اړولې، تردې چې الله تعالی، يو قوم ته چې په وينه کې ورسره ګډ نه ول، فرصت ورکړ، کفن او ښخ يې کړي. ته که په خپل مقام کې عزت او ستريا انګېرې؛ نو دا ټول زما او د دوى په پار دي. که ټول څيزونه هېر کړم؛ خو هېر به مې نشي، چې څرنګه دې حسين، د رسول الله(ص) له حرمه بهر کړ او تر الهي حرمه دې وشاړه او ډله دې ورولېږله، چې په الهي امن حرم (مکه) کې يې ووژني او همدغسې دې پر خپل چار ټينګار کاوه، تردې چې له مکې ايستو او عراق ته په ورتلو دې اړ کړ او هغه هم اندېښمن او پېښو ته سترګې پر لار له مکې ووت او بيا ستا لښکر او سپاره ورباندې راښکته شول؛ ځکه تا له الله تعالی، رسول الله (ص) او اهلبيتو سره دښمني درلوده، هغه اهل بيت، چې الله تعالی ګردې چټلۍ ترې لرې کړې وې او په ټوله مانا يې پاک کړي وو. هغوى ستا د خرو پلرو په څېر، لانجمن او ظالمان نه وو؛ بلکې حسين غوښتل، ستون شي او د جګړې نيت يې نه درلود؛ خو تاسې يې د يارانو له کمښته او د اهل بيتو له کډوالۍ ناوړګټنه وکړه، فرصت مو غنيمت وګاڼه او پر ضد يې يو لاس شوئ او حيا مو ترې و نه کړه؛ ته وا د ترکانو او يا کافرانو کومه کورنۍ مو وژلې ده… او خورا هېښتيا خو دا ده، چې د عبدالمطلب لوڼې او د حسين کوشني ماشومان يې د بنديانو په څېر شام ته درته راوستل[21]…))

ذهبي کاږي:

(( يزيد يو ناصي او سخت زړى و، شراب يې څښل او بدې چارې يې کولې، خپل دولت يې د حسين پر وژنه پيل او د حري په پېښه يې پاى ته ورساوه[22]))

ابن خلدون په خپله ((سريزه)) کې کاږي:

((په رښتيا د حسين وژنه، د يزيد په چارو کې شمېرل کېږي، چې پر فسق يې ټينګاروونکي ګڼل کېږي او حسين په دې پېښه کې د الله تعالی د لارې شهيد و[23])).

سيوطي کاږي:

(( الله تعالی دې د حسين پر وژونکي، ابن زياد او ورسره يزيد لعنتونه و وروي[24]))

سعد الدين تفتازاني کاږي:

(( حق دا دى چې د حسين په وژنه، د يزيد خوښي او د کربلا پر معايبو يې خوشحالي او د رسول الله اهل بيتو ته يې سپکاوى په مانيز تواتر زباد شوى، که څه جزييات يې په احادو رواياتو د زباد وړ دي[25]))

د يزيد د زوى (معاويه) منښتې – اعترافونه

ابن حجر مکي روايتوي چې د يزيد تر مړينې روسته يې زوى معاويه پر منبر وويل: (( بېشکه چې خلافت يو الهي تړون دى؛ خو نيکه مې معاويه له علي بن ابى طالب سره چې ورځنې غوره و، جګړه وکړه او د خپلې خوښې له مخې ورسره وچلېد، تردې چې ومړ او د خپلو ننګينو کړنو سزا به ومومي. ورپسې پلار مې يزيد د خلافت پر چوکۍ کېناست، حال دا، وړتيا يې نه درلوده او د رسول الله (ص) د لور له زوى سره يې جګړه وکړه او عمر يې لنډ او ځوځات يې پرې شو او د ګناه تر درون پېټي لاندې دوزخ ته ورغى، چې د خپلو کړنو پر سزا شاهد وسي)).

بيا يې وژړل، و يې ويل: (( تردې به لوى کوم څيز نه وي، چې پوهېږو، په ناوړه توګه ومړ او پاى يې ناوړه وه، د رسول الله (ص) کورنۍ يې ووژله، شراب يې مباح ګڼل، کعبه يې ويجاړه کړه او د خلافت خواږه يې و نه څکل؛ نوځکه زه د خلافت درون پېټى نه پر اوږو کوم او تاسې پر خپل حال پرېږدم، چې ځان ته يو امير وټاکئ. پر الله تعالی قسم! که دنيا ښه او ښکلې وه، موږ په کافي اندازه ترې برخمن شوو او که چټله وه؛ نو د ابوسفيان ځوځات ته ور بس ده، چې ړومبنيو يې دا ټول جنايات کړي دي[26]))

د يزيدجنايتونه

يزيد په خپل لنډ ننګين ژوند کې، درې کاله پاچاهي وکړه او هر کال يې يوه فاجعه رادبره کړه، پر لومړي کال ٦١ س يې د کربلا پېښه، پر دويم کال يې د مدينوالو ټولوژنه او د حريې پېښه رامنځته کړه، چې د لسو زرو تنو مسلمانانو په شاوخوا کې يې ووژل، چې اووه سوه تنه يې د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب (رضى الله عنهم) ول، تردې ټولوژنې او د خلکو پر ناموسونو تر تېري روسته، په مدينه کې، زر حرموني وزيږېدل او په نبوي جومات کې به د شامي لښکر آسونه ساتل کېدل او مدينوالو، له ناچارۍ له يزيد سره د مريينې بيعت وکړ[27].

ابو هارون عبدي وايي:

(( حضرت ابو سعيد خدري (رض) چې د خزرجيانو يو مشر او د پېغمبر يو صحابي و، و مې ليد چې ږيره ترې شکول شوې وه. لامل مې ترې وپوښت، و يې ويل: دا د شام د ظالمو پوځيانو کار دى. د حره په جګړه کې پر کور مې راننووتل او زما مالونه يې لوټ کړل، ان د اوبو څښلو کټورى، بيا لمانځه ته ودرېدم، په دې وخت بله ډله راغله او چې څه يې و نه موندل، غوسه شول او له سجادې يې پورته کړم او پر ځمکه يې راوويشتم او زما د ږيرې وېښتان يې راوشکول[28]))

یزید، پر درېيم کال، ٦٣ س يې پر بيت الله يرغل وکړ او په تېږو يې و ايشت، چې خپل سيال حضرت عبدالله بن زبير، د قدرت له ډګره وباسي؛ خو د ٦٤ س د ربيع الاول پر څوارلسمه د مرګ تندر پرې راولوېد او ومړ.

يزيد پلوي او يزيد غندونکي

(الف) يزيد پلوي:

په ګوتو شمېر عالمان د کربلا په پېښه کې د يزيد پلوي کوي او چارو ته يې مخونه ورکوي، چې له دوى ځنې ابي حامد غزالي، ابن عربي او ابن تيميه دي.

ښايي ابي حامد غزالي (٤٥٠ – ٥٠٥ س) لومړى مشهور سني عالم وي، چې په ډاګه يې د حسين د شهادت په اړه تامل کړى او پر يزيد يې لعنت ويل روا نه دي ګڼلي:

(( آيا په دې دليل پر يزيد لعنت ويل جايز دي، چې د حسين په وژنه کې يې د امريت ونډه درلوده؟ ځواب مې دا دى چې دا چار هډو زباد شوى نه دى، له دې لامله چې زباد شوى نه وي؛ نو نشو ويلاى، چې هغه حسين وژلى يا يې د وژنې حکم کړی، دا خو لاڅه چې لعنت پرې ووايو؛ ځکه (بې څېړنې)، په سترې ګناه، د يو مسلمان تورنول روانه دي[29])).

د غزالي دې دريځ؛ نوموړى د يزيد په ارادتمندانو کې ګڼلى؛ لکه چې ابن تيميه وايي:

(( له هغو کسانو چې له يزيد سره یې مينه روا ګڼلې يا يې ښه ايسي، غزالي او هغه ډله ده، چې خپل ځانګړى ماخذ لري[30])).

ځينې غزالي د يزيد آريز دوست بولي او وايي:

((د تاسف ځاى دى، چې د غزالي، له يزيد سره مينې ته ورپام شوى او له يزيده په دفاع او ورسره په اخلاص کې پر غلو اخته شوى دى[31])).

غزالي د ابن تيميه په څېر (له يزيد سره په مينه کې) له څرګندو واقعيتونو منکر دى[32])).

داکتر (( طه حسين)) د يزيد په پلوي نظريه ردوي او وايي:

(( ابن زياد د يزيد په پرېکنده امر حسين وواژه او که يزيد د کربلا په جنايت خوښ نه و، بايد بې درنګه يې جريمه کړى واى او د شراب څښلو خپلې ناستې ته يې لار ورکړې نه واى او نه يې خپل ملګرى کړى واى او ډالۍ يې نه ورلېږلاى، دا ټولې چارې يې د حسين پر وژنې خوښي راښيي او داچې کله هم د کربلا په ظالمانه وژنو، پښېمانه نشو[33]))

ابوبکر ابن عربي مالکي (٤٦٨- ٥٤٣) په ((العواصم من القواصم)) کتاب کې په ډاګه د يزيد دفاع کړې او امام حسين يې پړ ګڼلى، چې د زمانې د امير پر وړاندې راپاڅېدلى، د يزيد او ابن زياد کړنې يې اجتهاد بللي او له پېغمبر اکرم (ص) نه روايتوي، چې هغوى دې ووژل شي، چې د مسلمانانو يووالى ماتوي او په ټول کې وايي، چې امام حسين د خپل نيکه په توره وژل شوى او په پاى کې يزيد يو عالم او زاهد ښيي[34].

تقي الدين ابو العباس احمد ابن تيميه(٦٦١-٧٢٨) د يزيد او پلار په پلوۍ يې ((فضائل معاويه فى يزيد انه لايسب)) کتاب کښلى او څرګندوي، چې پر يزيد لعنت ويل، له دين و عقل سره اړخ نه لګوي[35].

د یزید هر سړی خلاف دی مګر دا به ګورو
چې له حسین سره به څو کسه تر داره رسي[36] 

(ب) يزيد غندونکي

  1. د تاريخ په ګواهۍ، خپله امويانو هم يزيد غندلى، چې یو يې خپل زوى معاويه[37] دی.
  2. جلال الدين سيوطي راوړي: (( نوفل بن ابى القرات)) روايتوي چې له ((عمر بن عبدالعزيز)) سره وم، يو تن د يزيد يو مطلب ووايه او په امير المؤمنين يې ياد کړ، عمر بن عبدالعزيز بې درنګه غبرګون وښود، و يې ويل: ته يزيد بن معاويه ته امير المؤمنين وايې؟ امر يې وکړ چې شل کوړې يې ووهئ[38].
  3. ابوالفرج اصفهاني(٢٨٤-٣٥٦) يو نامي اموي عالم دى، چې په خپل ارزښتمن کتاب ((مقاتل الطالبيين)) کې يې، ګواهي ورکړې، چې ديني خلافت، د آل علي دى او امويان، باغيان او د خلافت غاصبان وو او د کربلا د پېښې تر نقل روسته، په ډاګه پر يزيد لعنت وايي[39].
  4. حسن بصري(رح)( ٢١-١١٠ س)، د زيد فساد نه انکارېدونی – نانټى بولي او ان پښه ور اړوي او د پلار (( معاويه بن ابو سفيان)) په اړه يې وايي: معاويه څلور جنايتونه کړي، که پر ځاى يې بل چا يو هم کړى واى، تل جنايتکار او کرکجن څرګندېده:

ړومبى داچې خلافت يې بې د مسلمانانو له مشورې تر لاسه کړ.

دويم داچې زياد بن ابيه یې خپل رور وباله.

درېيم داچې حجر بن عدى او د ده ياران يې ووژل.

 څلورم داچې يزيد يې خپل ځايناستى کړ او د مسلمانانو چارې يې وروسپارلې. په بل ځاى کې، د امام حسين پر وژونکي او پر هغو کسانو لعنت وايي، چې دده د وژنې امر يې کړى يا يې ورباندې خوښه وه[40].

  1. امام احمد بن حنبل (رح) (٢٤١ س مړ) ته يې زوى وويل: يو شمېر وګړي مو د يزيد په پلوۍ تورنوي، دا څه خبره ده؟ پلار مې راته وويل: (( زويه! څوک چې پر الله تعالی ايمان لري؛ نو ايا يزيد به يې ښه ايسي؟ حال دا الله تعالی په خپل کتاب کې لعنت کړى: ((فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ.أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ[41]= ؛ نو (که له دې لارښوونو) مخ واړوئ ايا هيلمن وسئ، چې پرځمکه فساد وکړئ او د خپل خپلوۍ اړيکې پرې کړئ؟ دا هغه کسان دي، چې الله تعالی له خپل رحمته لرې کړي؛ نو دوى يې کاڼه کړي او سترګې يې ور ړندې کړي دي[42]))
  2. د (( نعمان بن ثابت کابلي)) امام ابو حنيفه رحمة الله عليه (٨٠-١٥٠س) د سياسي اندنې په اړه راغلي: (( دا د امويانو او عباسيانو په زمانو کې اوسېده او د علويانو پلوى و او د امويانو له واکمنۍ يې خپله کرکه څرګندوله[43])).

(( که څه، په خپله يې د امويانو پر ضد مبارزې ته را و نه دانګل؛ خو د دوى پر ضد سرغړونه يې جايز ګڼله او پر ١٣١س يې د هشام بن عبدالملک پر ضد د علي بن الحسين پاڅون شرعي باله او تاييداوه يې[44]))

  1. ابى عثمان عمرو بن جاحظ(١٥٠-٢٥٥) چې پرېمانه اسلامي او ادبي اثار لري[45]، په ((بني اميه رساله)) کې کاږي: (( يزيد بن معاويه، د حسين بن علي په وژنې وحشتناکه بدي وکړه، د رسول الله (ص) لوڼې يې بنديانې کړې، د حسين غاښونه يې په لکړه ووهل، مدينوال يې سخت وترهول، کورونه يې ويجاړ کړل… دا ټولې چارې، د يزيد پر سخت زړۍ، سختې کينې او ناصيت ګواهي ورکوي او داچې له بيخه بدنظرى، کينه کښ او منافق و، په واقع کې له ايمانه وتلى و؛ نو فاسق او ملعون و او څوک يې چې له لعن او غندنې ډډه کوي، پخپله ملعون دى[46]))
  2. (( ابو القاسم سليمان طبراني (رح) (٢٦٠-٣٦٠) د نبي اکرم (ص) د سم حديث له مخې، د امام حسين او د هغه د کورنۍ درناوي واجب بولي، د امام حسين مبارک سر ړومبى سر بولي، چې د اسلام په تاريخ کې بوتلل شوى او تاييد کړې یې ده، چې يزيد بن معاويه، د حسين شونډې او غاښونه په لکړه وهلي. د امام حسين مقتل يې ليکلى او د امام په فضيلت او شهادت کې يې ډېر احاديث کښلي او هم د زيد لعن او کفر يې هم منلى دى[47].
  3. قاضي ابو يعلى حنبلي (رح) (٣٨٠-٤٥٨) مشهور فقيه، د هغو کسانو په اړه يو کتاب ليکلى، چې د لعن وړ دي، چې يو يې هم يزيد دى او څرګندوي: ((هغوى چې پر يزيد بن معاويه له لعنت ويلو سره مخالفت کوي، يا ناپوهان دي يا منافقان[48]))
  4. اجهوري يو ستر سني عالم، له خپل استاد (( محمد بن عرفه)) او دده له همفکرو پلويانو روايتوي: (( ګردو اهل سنتو، د حجاج بن يوسف ثقفي پر کفر حکم کړى، حال دا بې له څه شکه، د حجاج جنايات، د يزيد بن معاويه هومره نه ول او حجاج تر يزيد لږ ظلمونه کړي وو[49]))
  5. جلال الدين سيوطي، له پېغمبر اکرم (ص) نه يو حديث روايتوي، چې آنحضرت (ص)، تر ځان روسته خلافت په دېرشو کلونو پورې محدودوي او تر دې روسته واکمني، سلطنت، پاچاهي او اشرافيت بولي. سيوطي د حديث په غځېدا څرګندوي، چې روستی اسلامي خليفه او د پېغمبراکرم روستى ځايناستى، حسن بن علي بن ابيطالب و او پر ٤١ س تر تپلې سولې روسته، اسلامي خلافت پاى ته ورسېد او اموي پاچاهي پيل شوه. سيوطي د شام د پېښې په اړه وايي: ((امام حسين ووژل شو او د ده سر يې په يوه تشت کې، د يزيد مخې ته کېښود، او ابن زياد هم حاضر شو. الله تعالی دې د امام حسين وژونکى، ابن زياد او يزيد لعنت کړي[50])).

 او د يزيد د مړينې په هکله يې ويلي: (( الله تعالی هلاک کړ[51])).

سيوطي کاږي: (( ابن ابي شيبه په المصنف کې، له سعيد بن جمهان روايتوي، چې سفينه ته مې وويل: بني اميه انګېري، چې خلافت د دوى دى، په ځواب کې يې وويل: بنو زرقاء (امويان) دروغ وايي، دوى بدترين پاچاهان ول او ړومبى پاچا يې، معاويه بن ابوسفيان دى[52])) .

  1. ابو القاسم شافعي په ابن عساکر مشهور (٥٧١ مړ)، د اسلامي نړۍ يو مشهور تاريخپوه، رجال پوه او د (( تاريخ مدينة دمشق)) ليکوال دى. د (( ريحانة رسول الله الامام الحسين)) په نامې يو څېړنيزه ويينه لري او د کربلا د بنديانو په ناسته کې د يزيد بن معاويه اشعار راخلي:

لعب هـاشم بالملک فلا  خبر جاء ولا وحى نزل

بيا زياتوي: يزيد ددې اشعاررو په ويلو، خپل کفر په ډاګه کړ؛ نوځکه کافر دى[53]. په (( تاريخ مدينة دمشق)) کې د امام حسين په ژوند ليک کې کاږي: (( د حسين بن علي وژونکي دوزخيان دي[54])) .

  1. ابوالفرج بن جوزي(٥١١-٥٩٧) په خپلو بېلابېلو کتابونو کې، د امام حسين د پاڅون په اړه مطالب ويلي او پر يزيد باندې د لعنت په اړه يې يو ځانګړى کتاب کښلى:

(( الرد على المتعصب الغيد المانع من لعن يزيد)). په دې کتاب کې کاږي: (( د يزيد په زمانه کې به څوک و نه مومي، چې پر بيعت يې راضي وي، ان عوامو هم نټه – انکار ترې کوله؛ خو د ځان له ډاره يې څه ويلاى نشو. البته د هيلې له مخې چاته امام ويلاى نشو؛ ځکه انديالان – متفکرین يوه خوله دي، چې امام بايد شرايط او ځانګړنې ولري او په امام حسين کې د امام ځانګړنې او د امامت شرايط راټول شوي ول، چې چا يې په خپلې زمانې کې سيالي ورسره نشوه کړاى[55].

ليکي: معاويه خلک زندۍ کړي ول، چې له يزيد سره بيعت وکړي او څرګندوي: (( که له خورا ناپوه وپوښتل شي، چې په حسين او يزيد کې څوک خلافت ته اصلح او وړ و، بې درنګه به ووايي: حسين؛ نو څه مې چې وويل، څرګنده شوه چې د يزيد خلافت، د زور له مخې و او خلکو له ډاره، چوپتيا خپله کړې وه[56]))

  1. محمد بن طلحه(٦٥٢ س مړ) شافعي مذهبي دى او د (( مطالب السئول فى مناق آل الرسول)) کتاب يې کښلى او امام حسين يې پکې په بېساريو ځانګړنو ښوولى دى. ابن طلحه په پاى کې، د امام حسين مخالفان او وژونکي نه بښوونکي، له شفاعته بې برخې او دوزخيان بولي او د هر يوه په نامې پسې ((لعنة الله عليه)) يا (( فى النار خلده الله)) راوړی او په غمجنو اشعارو، د امام د ځانګړنو او حالاتو په ويلو کتاب پاى ته رسوي[57].
  2. سبط بن جوزي(٥٨٢- ٦٥٤) د پينځمې او شپږمې پېړۍ نامي عالم، د يزيد غندنې ته ډول ډول دلايل راوړي: ((ديني خلافت او د مسلمانانو د خليفه جامې اغوستل، څه شرايط غواړي، چې يو يې له خليفه يا د خلافت له مدعي سره د خلکو سم بيعت دى. يزيد بن معاويه هم له دې قاعدې مستثنى نه دى. بیعت اخستل باید ورته سم، په خوښه او د مسلمانانو د پوهې او آګاهۍ له مخې وي. د يزيد بيعت د ماتولو وړ و او ماتونه يې حسين ته حرامه نه وه؛ ځکه په صدر اسلام کې دا ټکى پر اجتهاد ولاړ و او د امام حسين اجتهاد نه يوازې د بيعت جواز؛ بلکې پر ضد يې د پاڅون پر وجوب حکم کاوه؛ ځکه د يزيد د سختو ظلمونو له لامله غوږونه کڼېدل[58]))

په خپل کتاب کې يې د هغو کتابونو ليکوالان ياد کړي، چې پر يزيد يې لعنت ويل روا ګڼلی او د اهلسنتو له ليد لوري يې، په بېلابېلو دلايلو زباد کړي دي. زياتوي: اهلسنتو، د هغو کسانو پر لعن حکم کړى، چې ان د يزيد پر لسمې برخې يې هم جنايت کړى نه و؛ نوځکه پر يزيد باندې پر لعنت ويلو کې هډو څه شک نه پيدا کېږي.

  1. سعد الدين تفتازاني(٧٢٢-٧٩٢) يو ستر نامي عالم، په خپل مشهور کتاب (( شرح العقائد النسفية)) کې، څرګندوي چې بايد پر يزيد بن معاويه لعنت وويل شي؛ ځکه چاچې، د حسين بن علي د وژنې امر کړى يا يې تجویز کړى يا پرې خوښ شوى، عالمان يوه خوله دي، چې د لعنت وړ دى. بېشکه (لږ تر لږه) يزيد د حسين بن علي په وژنه خوښ و او له دې پېښې خوشحال شو او بيا يې نبوي کورنۍ، په رنګارنګ ډولونو سپکه کړه، دا مطلب له مانيز اړخ تواتر لري، که څه جزييات يې په وګړيزه توګه روايت شوي دي؛ نوځکه زموږ له نظره، يزيد نه يوازې د کربلا په پېښه کې مسوول دى؛ بلکې په کفر او نا ايمانۍ کې يې هم شکمن نه يو، الله تعالی دې پر يزيد او يارانو يې لعنت ووروي[59].))
  2. يافعي د اهل سنتو يو بل نامي عالم وايي: (( بيشکه هغوى کافران دي، چې امام حسين يې وژلى يا يې په وژنه کې د آمريت ونډه درلوده او دا چار يې مباح ګاڼه[60]))
  3. شمس الدين ذهبي(٧٤٧ مړ)، د اهلسنتو يو نامي حافظ، تاريخپوه او عالم دى او مهم کتابونه؛ لکه ((تاريخ السلام)) او (( سير اعلام النبلاء)) يې ليکلي، د يزيد بن معاويه په اړه ليکي: (( يزيد بن معاويه، سخت زړى ناصي، کينه کښ او وچسری و. شراب يې څښل او بدې چارې يې کولې، خپل دولت يې د شهيد حسين په وژنې پيل کړ او د حرې (د مدينوالو په وژنه)، په پېښه پاى ته ورساوه، مسلمانانو ترې کرکه درلوده او عمر يې برکتي نه و[61]))
  4. ابراهيم جويني(٧٣٠ س مړ)، نامي سني عالم په (( فرائدالسمطين)) کتاب کې، پر يزيد بن معاويه لعنت ويلی او کاږي: (( چې حسين بن علي ووژل شو، مبارک سر يې يزيد بن معاويه _عليه اللعنة والسخط_ ته ورولېږل شو[62]))
  5. ابو الفضل شهاب الدين محمود الاالوسي البغدادي په خپل (( روح المعاني تفسير)) کې وايي: (( څوک چې وايي: يزيد په خپله ددې کار ګناه نه ده کړې او ورباندې لعنت جايز نه دى، بايد د يزيد په مرستندويانو کې يې وګڼو[63]))
  6. حمدالله مستوفي(۷٥٠ مړ)، د اهلسنتو يو نامي تاريخپوه دی او په خپل کتاب (( د تاريخ غورچاڼ)) کې، امام حسن د راشدينو خلفاوو روستى خليفه او اميرالمؤمنين يادوي او امام حسين او اولاده يې د خلافت وړ بولي. د امويانو واکمني او له دې ځنې، د يزيد حکومت غير شرعي او غصبي بولي[64].
  7. علي بن محمد المالکي المکي، په ابن الصباغ مالکي مشهور (٧٨٤- ٨٥٥)، په خپل مهم کتاب (( الفصول المهمة…)) کې، د امام حسين ځانګړنې يادوي او پر دښمنانو يې لعنت وايي او په پاى کې يزيد چې له امام حسين او يارانو سره يې څه کارنامې کړي، يزيد ته يې کافر ويلى دی[65].
  8. عبدالرحمن بن محمد بن محمد بن خلدون د خپل تاريخ په سريزه کې کاږي: (( ابن العربي مالکي بد کړي، چې وايي: حسين د خپل نيکه په توره وژل شوى، بيا يې د يزيد په فسق يوه خوله شوى دى[66])) .
  9. فضل الله بن روزبهان خنجي (٩٢٧ مړ)، په خپل يو کتاب کې، د حسين بن علي د شخصیت په اړه ليکي: (( يا الله! پر درېيم امام چې لقب يې شهيد دى، درود، صلوات او سلامونه ور ولېږه او شهيد هغه دى، چې د جګړې په ډګر او له کفارو سره په جګړه کې ووژل شي… حسين په دين کې، د هر ظالم پر وړاندې د غيرت توره راوايسته، چې له حق سره يې کينه درلوده او دا دې ته اشاره ده، چې امام د يزيد _عليه اللعنة و العذاب_ پرخلافت راضي نشو او په دين کې يې د غيرت توره راوايسته، پر وړاندې يې ودرېد او په لرې کولو کې يې هڅه او اجتهاد وکړ[67]))

په بل ځاى کې د کربلا پېښې په اړه کاږي:

(( په اسلام کې ترې ستره پېښه شوې نه ده، پر هغه دې تر قيامت ورځې، د الله تعالی د علم هومره لعنت وي، چې له حضرت حسین سره، د جګړې په نيت ورته حاضر شوى، پکې برخوال و، ورباندې خوښ و او پرې راضي وي او هم پر هغوى چې، د ده پر ستر پلار، لوړ مقامي نيکه، رور او مور يې _عليهم الصلوات والسلام_ ظلم کړى وي او ځورولي يې وي[68]))

  1. شمس الدين محمد بن طولون (٩٣٥ مړ)، د لسمې پېړۍ عالم ((الشذرات الذهبية فى تراجم الائمة الاشنى عشريه عند الامامية)) کتاب وکښه او د دولس ګونو امامانو حالات يې پکې تشريح کړي او د امام حسين د شهادت عاملين يې غندلي او د (( امام زين العابدين)) هر ډول ځورونه يې پکې په پام کې نيولې ده. همدغسې نوموړي، په (( هطل العين فى مصرع الحسين)) نامې يو بل کتاب هم لري[69] .
  2. عبدالواسع نظامي باخرزي، د عبدالرحمن جامي له خپلوانو او د خپلې زمانې مشهور سني عالم و، نه يوازې د امام حسين پاڅون او سمونپالې موخې يې ستايي؛ بلکې د حضرت امام او نورو سپېڅليو امامانو فکر د لاروۍ وړ بولي[70].
  3. شيخ سليمان بن ابراهيم کندوزي بلخي حنفي(١٢٢٠-١٢٩٤)، په اسلامي مذاهبو کې له علمي او عملي مقامه برخمن دى او په خپل کتاب[71] کې يې د دولس ګونو امامانو پر مناقبو او ځانګړنو لګيا شوى دى او چې کله د کربلا پېښه څېړي او شام ته د اهلبيتو بنديان رارسي؛ نو پر يزيد لعنت وايي، کاږي: ((بيا ملعون يزيد امر وکړ، چې د حسين حرم او اهلبيت يې ورته راولي)).
  4. جلال الدين محمد بلخي په مولوي مشهور (٦٠٤-٦٧٢)، د کربلا پېښې او د امام حسين د شهادت په اړه اشعار ويلي او په (( شهيدانو)) يې ياد کړي:

کجاييد اى شهيدان خدايى   بلا جويان دشت کربلايى
کجاييد اى سبک روحان عاشق   پرنده تر زمرغان هوايى

  1. نور الدين عبدالرحمن جامي هروي(٨١٧- ٨٨٩)، چې د تيموريانو په پېر کې، د اهلسنتو عالمانو مخکښ و، د حضرت علي (ک) او معاويه بن ابو سفيان د دريځ په اړه وايي:

حق در آنجا به دست حيدر بود  جـنګ بـا او خـطا و منکر بــود

(هلته حق د علي (حيدر) پر لور و، او جګړه ورسره تېروتنه او بده وه).

د ابو القاسم بابر(٨٥٢-٨٦١) تيموري چارواکي پر وړاندې يې پر يزيد لعنت ووايه او د لعن منکر يې هم لعين وباله[72].

  1. نظام الدين اميرعلي شير نوايي(٨٤٤-٩٠٦)، چې شاعر، ليکوال او تر ٢٩ ټوکو زيات کتابونه يې ليکلي، چې کله يې د (( غزالي)) پر يزيد، د لعنت نه ويلو فتوا وليده، په دوو بيتونو يې ځواب کړه:

اى که ګفتى بـر يـزيـد و آل او لعنت مــکن 

پزانکه شايد حق تعالى کرده باشد رحمتش

آنجه با آل نبى او کـــرد اګـر بخشد الله تعالی

هم ببخشايد مرا ګــر کــرده باشـــم لعنتش

(( يعنې اى هغه چې دې ويلي، پر يزيد او آل يې لعنت مه وايه، ښايي الله تعالی بښلى وي (؛نو) څه يې چې له آل نبي سره کړي او الله تعالی يې وبښي؛ نو ما ورباندې لعنت ويلى به هم الله تعالی وبښي)).

يعنې که د توبې باب دومره پراخ وي، چې الله تعالی د يزيد په څېر جناياتو او ګناهونو تېر شي؛ نو هرومرو، د هغه چا له ګناه به هم تېر شي، چې لعنت يې ورباندې ويلى دی.

حکيم سنايي غزنوي پر يزيد لعنت ويلى:

داستان پسر هند مګر نشنيدي  که از او وسه کس او بپيمبر چه رسيد
پدر او سرښ دندان پيمبر بشکست  مادر او جګر عم پيمبر بمکيد
او بنا حق حقِ داماد پيمبر بستاد  پسر او سر فرزند پيمبر ببريد
برچنين قوم تو لعنت نکنى شرمت باد  لعن الله يزيداً و على آل يزيد [73]

 (( يعنې ايا د هندې د زوى داستان دې اورېدلى نه دى، چې له دې او د درېيو تنو (له لاسه) يې پېغمبر اکرم (ص) ته څه (کړاوونه) ورسېدل؛ پلار يې د پېغمبر اکرم (ص) غاښونه ورمات کړل، مور يې د پېغمبر اکرم (ص) د تره ځيګر وروه، په ناحقه يې د پېغمبر اکرم (ص) د زوم حق واخست، زوى يې د پېغمبر د زوى سر پرې کړ؛ نو شرم دې درباندې وي، چې پر داسې قوم لعنت و نه وايي؛ پر يزيد او آل يزيد دې، د الله تعالی لعنت وي)).

  1. ميرزا قوم الدين محمد حسني قزويني د (( شرح لمعه)) خاوند، چې يو اديب فقيه دى، په يزيد يې لعنت ويلي:

اللعن على يزيد لازال يزيد  لعنا مترادفا مقضى بمزيد
و اذکرعطش الحسين واسکب دمعاً  و اطلب ثلج الفواد من لعن يزيد

۳۲- امام ((شوکاني)) په (( نیل الاوطار)) کې، په هېښتیا هغه کسان یادوي، چې د پېغمبر اکرم (ص) د زوی حسین بن علي، د یزید بن معاویه پر وړاندې شورشي بولي او ورپسې پر یزید او پلار یې لعنت وايي، کاږي: (( له دې تعبیرونو او ویناوو هېښتیا ده، چې له اورېدو یې د هر انسان وېښتان ځیګېږي او غوږونه پرې دردېږي.[74]))

خوشحال بابا (١١٠٠مړ) د اخوند درويزه په ځواب کې چې ګنې يزيد د امام حسين د وژنې نيت نه درلود، دا حسين و، چې د يزيد په وژنې پسې يې راخستې وه؛ نو دده په ځواب کې يې څه اشعار ويلي او په ترڅ کې يې پر يزيد هم لعنت ويلى دى:

آل اولاد د پاک رسول واړه منمه
امامان نبيان هم ټول واړه منمه
د يزيد پليد پر کار باندې لعنت شي
دا له سره يې کړى شرارت دى
د بد ذات مګر په علم کې خوى نور شي
حبشي چې پر مخ خال کېږدي لاتور شي
يو کتاب دى درويزه سره جوړ کړى
چې د سوات خلک يې له علمه دي موړ کړي
نا معقول مجهول بيان پکې بې ځايه
په کې بد د سيد وايه يزيد ستايه
دا احوال به په بل فصل کې ښکاره شي
پر مطلب نظر لرم چې درښکاره شي
ناګهانه چې زما په نظر پرېووت
په دا حرف په دا ويل مې نظر پرېووت
چې لعنت به په يزيد هغه واينه
چې په فض کې غره بې حده وينه

د حسين په مرګ يزيد کله راضي و
بلکې دى دده د خون متقاضي و
امرا کان يې د حسين په مرګ قصاص کړه
زه حيران شوم د يزيد په هسې خاص کړه
چا به دا وې چې لعنت پر يزيد ښه دى
رافضي دى دوازده امام هم ستايي
چې دا هسې احوال چشمه بد خصال يې
د يزيد د دربان ياد د جايي
موږ کله وايو دا چې يزيد ښه دى
په مخزن کې دروېزه ستايلى نه دى
د يزيد ستاينه ګوري په مخزن کې
هم مخزن نه دى د شعر په هېڅ فن کې
د يزيد په لعنت څه د چا استاد دى
څو بابا باندې يې حکم د فساد دى
د يزيد په لمن څوک رافضي کېږي
چې په ما يې راټولى کړه څوک پرې غلېږي

په مذهب سني مذهب و، خارجي شول
د يزيد په ستايش کې مارجي شول
ملنګانو به يزيد ته کړې کنځلې
دروېزه به د يزيد دوزى وهلې
پر يزيد باندې لعنت شه پر اعوان يې
چې په تېغ يې د نبي لمسى مظلوم دى
د امت يې بزګزين دي اثنا عشر
په بزرګۍ کې د همه جهان مخدوم دي
د خوشحال خټک دې حشر له هغو شي
چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دي

د امت د ولس امام دي
په حديث کې نام په نام دي
دى يو على دويم حسن
بل حسين پاکيزه تن

ارواښاد ګل پاچا الفت د هېواد نامتو اديب، سياستپوه او خوله ور شاعر؛ په خپلو شعري ټولګو کې د کربلا پېښه ياده او پر يزيد يې د لعنتونو ورولو يادونه کړې او له کربلا الهام يې په خورا ښو ادبياتو افاده کړى دى.

پر یزید باندې ورېږي تر قیامته نفرتونه

د حسین په غم کې ژاړي جهانونه عالمونه

د پښتنو نامي اديب، عارف، نقاد او ان خاتم العارفين يې، ارواښاد امير حمزه خان شينواري، په خپلې پخې او ښه ډېرى شاعرۍ کې غټه برخه، د اهلبيتو په تېره د امام حسين شهادت ته ورځانګړې کړې، چې په دې هکله ژباړن (( د غزل بابا د آل محمد په وير کې)) يو څېړنه هم لري، چې يو ځل پر ١٣٨٣ ل او دويم ځل پر ١٣٩٣ ل چاپ شوې ده. حمزه بابا چې د ادبياتو په نړۍ کې يې ځان د (( غزل بابا)) نومولى، امام حسين ته د خپل عقيدت پېرزونې داسې وړاندې کوي:

[1]. طه حسين، الفتنة الکبرى: ٢٤٧ مخ .

[2] . تتمة المنتهي ٥٥ مخ. بحار الانوار، ٤٤: ٣٠٩ مخ

[3] طبري تاريخ: ٣/٢٢٧ مخ، د ١٤٩ او ٥٠ کلونو پېښې. الاغاني: ١٧/٢١١ مخ.

[4]سيد بن طاووس، اللهوف على قتى الطفوف: ٢٣ مخ+ بحار الانوار: ٤٤/٣٢٥ مخ.

[5] عباس محمود عقاد، ابو الشهداء الحسين بن علي: ٦٦ مخ.

[6] مسعودي، مروج الذهب: ٣/٦٨ مخ.

[7] الکامل فى التاريخ: ٤/١٢٧ مخ.

[8]ابن هشام، السيرة النبوية: ٣/١٤٣. سبط بن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٦١ مخ. طبري تاريخ: ٧/٣٨٣ مخ. بلاغات النساء: ٣٤ مخ. عبدالله شبراوي، الاتحاف بحب الاشراف: ٥٦ مخ. سيد بن طاووس، اللهوف على قتلى الطفوف: ٧٩ مخ. بحار الانوار: ٤٥/١٣٢ مخ.

[9] جرج جرداق، الامام علي، د ميرزا ابو الحسن شعراني ژباړه: ٢٣٤_ ٢٤٧ مخونه.

[10] يعقوبي تاريخ: ٢/٢٤١ مخ. ابن اعثم، الفتوح: ٥/١٠ او ١١ مخونه.

[11]خطيب خوارزمي، مقتل الحسين: ١/١٨٥ مخ.

[12] ابن اعثم کوفي، الفتوح: ٥/٨٩ مخ.

[13] جلال الدين سيوطي، تاريخ الخلفاء: ١٩٣ مخ.

[14]يعقوبي تاريخ: ٢/٢٤٢+ د دمشق تاريخ نچوړ: ٢٨/١٩ مخ.

[15]ابن اعثم، الفتوح: ٥/١٣٥ مخ.

[16]ابن اثير، الکامل فى التاريخ: ٣/٢٩٨ مخ.

[17]سيوطي، تاريخ الخلفا: ٢٠٨ مخ.

[18]تذکرة الخواص: ٢٣٥ مخ.

[19]متصل الحسين: ٢/٥٩ مخ.

[20]ابن کثير، البداية والنهاية: ٨/١٩٧ مخ. ذهبي، سير اعلام النبلاء: ٣/٣٠٩ مخ.

[21]ابن اثير، الکامل فى التاريخ: ٤/٥٠. مجمع الزوايد: ٧/٢٥٠. انساب الاشراف: ٤/١٨ مخ. خطيب خورازمي، مستقل الحسين: ٢/٧٧ مخ. يعقوبي تاريخ: ٢/٢٤٨.

[22]ذهبي، شذراات الذهب: ١/٦٩ مخ.

[23] د ابن خلدون مقدمه: ١٨١ مخ.

[24]تاريخ الخلفا: ١٠٧ مخ.

[25]سعد الدين تفتازاني، شرح العقائد النسفية: ٥/٣١١ مخ. ذهبي، شد رات الذهب: ١/٦٧ مخ.

[26] ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ٢٢٤. جلال الدين سيوطي، تاريخ الخلفا: ٢١١ مخ، د محمود رياض الحلبي له څرګندونو سره.

[27]مسعودي، مروج الذهب: ٣/٧٠ مخ. سبط ابڼ جوزي، تذکرة الخواص: ٢٨٩ مخ. ابن اثير الکامل فى التاريخ: ٣/١١١-١٢١ مخونه. ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح: ٣/٢٥٩ مخ. تاريخ دول الاسلام: ٥٧ مخ.

[28]ابن عبري، تاريخ مختصر الدول: ١١٠ مخ. مسعودي، التنبيه والاشراف: ٢٦٢ مخ.

[29] ابى حامد غزالي، احياء العلوم: ٣/١٣٤، د زين الدين العراقي فارسي ژباړه.

[30]ابن تيميه، المنتخب من مدونات التراث: ٧١ مخ.

[31]باقر شريف القرشي، حياة الامام الحسين بن علي، الجز الثاني، ٤٠٣ مخ.

[32] باقر شريف القرشي، حياة الامام الحسين بن علي، الجز الثاني، ٤٠٣ مخ.

[33] طه حسين، الفتنة الکبرى: ٢/٢٦٥ مخ.

[34] القاضى ابوبکر بن عربي، العواصم من القواصم: ٢٣٧-٢٤٦ مخونه.

[35] عبدالحميد صائب، ابن تيميه حياته و عقائده: ٣٨٢ مخ.

[36] ښاغلی درویش درانی

[37] ابن حجر هيثمي مکي، الصواعق المحرقه: ١٣٤ مخ. جلال الدين سيوطي تاريخ الخلفا: ٢١١ مخ، د محمود رياض الحلبي لمنليک.

[38] تاريخ الخلفاء: ١٠٩ مخ.

[39] ابى الغرج الاصفهاني، مقاتل الطالبيين: ١٢٠. د سيد احمد صقر له شرح او څېړنې سره.

[40] طه حسين، علي و فرزندانش: ٢٤٢ مخ، د محمد على شيرازي فارسي ژباړه. تذکرة الخواص: ٢٨٧ – ٢٨٦ مخونه. شذرات الذهب: ١/٦٨ مخ. ابن اثير، الکامل فى التاريخ: ٣/٣٣٧ مخ

[41] (محمد: ٢٢-٢٣ آيتونه)

[42]تذکرة الخواص: ٢٨٦ – ٢٨٧ مخونه. عبدالله بن محمد الشيرازي، الاتحاف بحب الاشراف: ٦٨ مخ. ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٩٠ – ٢٨٨ مخونه.

[43]محمد رئوف توکلي، چهار امام اهل سنت: ٣٤ مخ.

[44]سيوطي، تاريخ الخلفا: ٢٣١ مخ.

[45] جاحظ، کتاب الحيوان: ١/٣ مخ، د عبدالسلام هارون څېړنه

[46] جاحظ، رسالة بني اميه: ١-٣ مخونه له الننزاع و التخاصم کتاب سره مل

[47] طبراني، مقتل الحسين بن علي بن ابى طالب، ٣٦ مخ، د محمد شجاع ضيف الله څېړنه.

[48] تېره سرچينه

[49] الاتحاف بحب الاشراف: ٦٥ او ٦٧ مخونه.

[50] تاريخ الخلفا: ١/١٨٣، ١٨٥ او ١٩٩ مخونه.

[51] تاريخ الخلفا: ١/١٨٣، ١٨٥ او ١٩٩ مخونه.

[52] تاريخ الخلفا: ١/١٨٣، ١٨٥ او ١٩٩ مخونه.

[53]شدرات الذهب فى اخبار من ذهب: ١/٦٩ مخ.

[54]ابن عساکر، ريحانة رسول الله الامام الحسين: ٤٤٤ مخ، د محمد باقر المحمودي څېړنه.

[55]ابو الفرج ابن جوزي، الرد على المتعصب العنيد المانع من لعن يزيد: ٦٨، ٦٩ او ٧٠ مخونه، د محمد کاظم محمودي فارسي ژباړه.

[56]ابو الفرج ابن جوزي، الرد على المتعصب العنيد المانع من لعن يزيد: ٦٨، ٦٩ او ٧٠ مخونه، د محمد کاظم محمودي فارسي ژباړه.

[57]محمد بن طلحه دمشقي شافعي، مطالب السؤل فى مناقب آل الرسول: ٤٩-٨١ مخونه، د ماجد احمد العطيه څېړنه.

[58] سبط ابن جزي، تذکرة الخواس: ٢٩٠-٢٩٢ مخونه

[59] سعد الدين تفتازاني، شرح العقائد النسفية: ٥/٣١١ مخ. شذرات الذهب: ١/٦٧ مخ

[60] تېره سرچينه: ٦٤ مخ.

[61] تېره سرچينه: ٦٤ مخ.

[62] ابراهيم بن محمد الجويني، فرائد السمطين: ٢/١٦٦ مخ، د الشيخ محمد باقر المحمودي څېړنه.

[63] روح المعاني تفسير: ٢٦/٧٣ مخ.

[64] حمد الله مستوي،تاريخ ګزيده: ١٩٨ – ٢٠٠ مخونه )د عبدالحسين نوايي څېړنه

[65] ابن صباغ مالکي، الفصول المهمة فى مععرفة الائمة: ٢-٥ او ١٩٥ مخونه

[66] مقدمه ابن خلدون: ٢٥٤ مخ

[67] فضل الله خنجي اصفهاني، وسيل الخادم الى المخدوم در شرح صلوات چهاردهم معصوم: ٢٤، ١٦١، ١٦٤، ١٧٠_ ١٧١ مخونه

[68] فضل الله خنجي اصفهاني، وسيل الخادم الى المخدوم در شرح صلوات چهاردهم معصوم: ٢٤، ١٦١، ١٦٤، ١٧٠_ ١٧١ مخونه

[69] شمس الدين محمد طولون الائمه الاتناعشر: ٧٠ مخ

[70] عبدالواسع نظامي باخرزي، مقامات جامي: ١٤٨ مخ

[71] (( ينابيع المودة: درېیم ټوک، ۷ مخ))

[72] عبدالرحمن جامي، مثنوي هفت رنګ، د مرتضى ګيلاني په زيار، ١٨٧ مخ. عبدالرحمن نظامي با خرزي، مقامات جامي، د مايل نجيب هروي سمونه، ١٦٦، ١٧٥-١٨٠ مخونه

[73] د حکيم سنايي ديوان.

[74] . تاریخ الخلفاء. لومړی ټوک، ۱۰ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!