بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکيو امر او له بديو د منع منلو ته انسان د دنننۍ زېرمو بياژواکي (احیا) پر خداى ايمان پر مبداء او معاد ګروهه – عقیده پر نېکيو د امر او له بديو د منع تر ټولو غوره وسيله او اړم دى؛ نو که څوک له بېخه دا کار کول غواړي […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
پر نېکيو امر او له بديو د منع منلو ته انسان د دنننۍ زېرمو بياژواکي (احیا)
پر خداى ايمان پر مبداء او معاد ګروهه – عقیده پر نېکيو د امر او له بديو د منع تر ټولو غوره وسيله او اړم دى؛ نو که څوک له بېخه دا کار کول غواړي او خلک نېکيو ته هڅوي او له بديو يې منع کوي ؛نو بايد د خلکو پر ګروهو کار وکړي .د ساري په توګه : که څوک د يو چا کور ته ننوځي او دا کس ګروهن دی،چې دا کور خاوند لري،حساب و کتاب به راسره کوي،زه يې تر ټينګې څارنې لاندې يم ؛نو هغه مهال ورته ويلاى شو،چې دا کار کوه او دا مه کوه .
ددې ګروهې له مخې ورته د سمې لارې لارښوونه کولاى شو؛ خو که دا کس داسې ووايي: دا کور بې خاونده ،بې حسابه و بې کتابه دى څارنه هم نشته او څه مې، چې زړه وغواړي و به يې کړم ؛نو موږ دا کس نشو کابو کولاى؛ ځکه په دې اند دی چې کور بې خاونده دى؛ نو تر خپلې روستۍ شېبې به مزې چړچې او ډتې وهي او هر څه به پر چپه اړوي.
هو! که انسان ګروهن وي، چې دا نړۍ؛ لکه د ستر کور په شان ده او خداى يې خاوند دى او د قيامت ورځ حساب و کتاب لري،ټول کړه وړه يې ليکل کېږي او ان پر اندونو او نيتونو يې هم ټينګه څارنه کېږي؛نو همدا ((ليد)) به ترې په دې نړۍ کې متقي انسان جوړ کړي.د بې پروا انسانانو مثال د وچې څاه په شان دى،چې پکې د اوبو د دوو سطلونو په اچولو اوبه نه ډنډېږي. داسې انسانانو ته د قانون، جريمو او تبصرو په هکله خبرې کول داسې دي؛ لکه په وچې څاه کې چې څوک څو سطله اوبه واچوي .
نېکيو ته د بلنې او له بديو د منع لپاره تر ټولو مهم او اصلي اړم پر مبداء و معاد ايمان دى . د انسانانو په دننه کې ايمان،په څاه کې د اوبو د راوتلو په شان دي،چې دا کار پخپله انسان له مفاسدو ژغوري .
پر خداى ايمان بسیا نه دى؛ يادونه يې هم لازمه ده
ځينې خلک ايمان لري او کولاى شي ،چې په ساعتونو د خداى او معاد په باب خبرې وکړي او مقالي هم وليکي؛خو خداى نه يادوي؛نو ايمان او پاملرنه دواړه اړينې دي .خداى په قرآن کې د يوې ډلې په هکله وايي :
إِنه كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ (حاقه/۳۳) = (ځكه) پر ستر الله یې ايمان نه درلود.
د بلې ډلې په هکله وايي:
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (حشر/۱۹) = (( او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ، چې الله يې هېر كړى؛ نو الله (هم) د دوی خپل ځانونه ترې هېر كړل، همدوى پوله ماتي دي.))
د لمانځه دليل او راز دادى، چې انسان خداى ياد کړي:
إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (طه/۱۴) = په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما لمانځور وړ نشته؛ نو و مې نمانځه او يادښت ته مې نمونځ كوه .
که پر انسان ترخې او خوږې پېښې دباو راوړي؛ نو د قرآن سپارښتنه داده چې انسان دې خداى ياد کړي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ (انفال/۴۵) = ((مؤمنانو! چې كله (د جګړې په ډګر كې) له كومې ډلې سره مخامخ شئ؛نو ټينګ شئ او الله ډېر يادوئ،چې بريالي شئ .))
که پر خداى ايمان لرو او ياد يې نه کړو؛ نو ګټه به ونه لري . د ژوند په هر اړخ کې بايد خداى ياد کړو. کومه غوښه چې خورو څاروې يې بايد د خداى په نامه حلال شوي وي. له ښځې سره کوروالى بايد د خداى په نامه وي. په موټر کې سپرېدل ، د جامو اغوښتل، هر توکیز- مادي او مانیز- معنوي کار بايد د خداى په نامه پيل شي.
څوک چې خداى کتونکى او ناظر [أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى][1] او پخپل څارنځي کې ناست ويني [إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ][2] او پرېښتې يې د خپلو کړو وړو ليکوونکي وبولي [أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ][3] همداراز ايمان ولري چې نه يوازې کارونه يې حساب و کتاب لري؛بلکې غبرګونونه او اغېزى يې هم ورپسې ليکل کېږي: [إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ][4] او دا هم ومني چې خداى يوه شېبه هم له خپل پيدا کړ شوي څيزه بې خبره نه دى:[وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَاكُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ][5] او غټ او واړه هر څه ليکل کېږي[وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ][6] د قيامت پر ورځ به ورته خپل کړنليک ورکړاى شي.[ وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا][7] او د خپلو اندونو،نيتونو او کارونو ځواب بايد ورکړي[يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُور][8] او ……….نو داسې کس ځان پر ګناه نه ککړوي،که څوک غواړي چې پر نېکيو امر او له بديو منع وکړي له هر څه مخکې بايد د خلکو په زړونوکې پر خداى او معاد ايمان را ژوندى کړي. قرآن ډنډۍ وهوونکيو ته وايي:
أَلاَّ يَظُنُّ أُولئِكَ أَنَّهُم مَبْعُوثُونَ (مطففین/۴) = ايا دوى ګومان نه كوي، چې راپاڅول كېږي.
د خدای شکر
پر نېکيو امر او له بديو د منع دويم اړم دادى،چې د سرغړاندي پام بايد د خداى پېرزوينو ته واړول شي،چې پوه شي خداى پرې څومره پېرزوينه کړې ده.خداى انسان له يو څاڅکي پيدا کړ او د هر څه واک يې ورکړ،د انسان عيبونه يې پټ کړل او د نېکيو پر وړاندې يې څو ګرايه اجر و ثواب ورکوي، د درد درملنه يې کوي، دعا يې قبلوي. هغه تر ټولو غوره ملګرى او لاس نيوونکى دى.
حضرت علي (ک) وايي: که خداى د ګناه لپاره دوزخ هم نه و پيدا کړى؛ نو بيا هم پر موږ اړینه وه، چې د پېرزوينو له لامله يې له احکامو سرغړاندي ونه کړو.))
پېغمبر اکرم(ص) او امامانو ته د کړنو وړاندې کېدل :
پېغمبر اکرم(ص) او امامانو ته زموږ د عملونو وړاندې کول، پر نېکيو د امر او له بديو د منع يو بل اړم دى. که پوه شو چې زموږ د خبرو کسټ د هېواد لوړپوړو چارواکيو ته رسي؛نو په خبرو کې به لږ څه پام وکړو. په ګڼو روايتونو کې راغلي چې : هره اوونۍ ستاسې عملونه پېغمبر اکرم (ص) ته وړل کېږي او د خوشحالۍ او خپګان لامل يې ګرځي. دا ګروهه چې له قرآن او روايتونو سر چينه اخلي، کولاى شي چې تر ټولوغوره وسيله وي:
وَقُلِ اعْمَلُواْ فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (توبه/۱۰۵) = او (ورته) ووايه :(( (چې څه غواړئ) و يې كړئ ! الله ، استازی او مؤمنان به ستاسې كړه وړه وویني! او ژر به د پټو او ښكاره وو پوه (الله) ته وروستل شئ؛ نو د خپلو کړنو له (حقيقت او پايلو) به مو خبر كړي !))
د ګناهونو ناوړو پايلو ته پاملرنه:
په آيتونو او روايتونو کې دې حقيقت ته اشاره شوې، چې د کړاوونو نازلېدل ستاسې د ترسره کړاى شويو ګناهونو پايله ده. قرآن وايي:
وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ (شوری/۳۰) = او چې هر (ډول) مصيبت دررسي؛ نو لامل يې ستاسې خپلې لاس ته راوړنې دي او (الله مو) له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي.
فلانى قوم د خپلې سرکښۍ له کبله هلاک شو. قرآنکریم وايي:
فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ (حاقه/۵) = ((خو د” ثمود” قوم د (خپلې) سركښۍ (په سزا كې) په يوه تندري كړيكه هلاك كړاى شول. ))
حضرت علي (ک) د”کميل” په دعا کې وايي: ((خدايه ! هغه ګناهونه را وبښه چې د حيا پرده څيرې کوي. خدايه ! هغه ګناهونه راوبښه چې د نعمتونو د بدلون لامل ګرځي.خدايه ! هغه ګناهونه راوبښه،چې د دعا د نه قبلېدو لامل ګرځي.))
له دې ويناوو دا جوتېږي چې هره ګناه ځانګړې ناوړې پايلې لري؛ نو ځکه پاملرنه ورته انسان له بديو ژغوري .
[1] علق/۱۴
[2] فجر/۱۴
[3] زخرف/۸۰
[4] یس / ۱۲
[5] مومنون/۱۷
[6] قمر/۵۳
[7] کهف/۴۹
[8] غافر/۱۹