تبلیغات

په اسلام کې اجتهاد آر وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ(توبه/۱۲۲)= او دا نه ښايي چې مؤمنان ټول يو مخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې د وګړيو يې له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې […]

په اسلام کې اجتهاد آر

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ(توبه/۱۲۲)= او دا نه ښايي چې مؤمنان ټول يو مخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې د وګړيو يې له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه تر لاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبركړي، ښايي (چې د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي ! )) اجتهاد څه دی؟ اجتهاد او تقلید ورځنۍ مسئله ده او هر څوک پوښتي،چې په اسلام کې اجتهاد پر څه مانا دی او له کوم ځایه راپیدا شوی؟ ولی باید تقلید وکړو؟ د اجتهاد شرایط څه دي؟ د مقلد شرایط څه دي؟ د دین په چار کې د نظر خاوندېدو ته اجتهاد وايي. د شیعه وو له نظره په دیني چارو کې د نظر خاوندېدل او څرګندونه کول دوه ډوله دي : مشروع او ممنوع؛ لکه څرنګه چې تقلید هم دوه ډوله دی : مشروع او ممنوع . ممنوع اجتهاد هغه اجتهاد،چې زموږ له نظره بډن- ممنوع دی، د قانون د تقنین او تشریع په مانا دی؛یعنې هغه حکم،چې په کتاب او سنت کې نه وي، په خپل اند او رای یې وضع کوي .دې ته ” د راى اجتهاد ” وايي . دا شان اجتهاد د شیعه وو له نظره ممنوع دی؛خو اهل سنت یې جایز ګڼي.هغوی د تشریع سرچینې او شرعي ادله داسې بیانوي : کتاب،سنت او اجتهاد. له اجتهاده یې موخه هماغه ” د راى اجتهاد ” دى او د کتاب او سنتو تر څنګ یې ږدي . د نظر دا اړپیچ – اختلاف له دې ځایه سرچينه اخلي،چې اهل سنت وايي: هغه احکام،چې د کتاب او سنتو له لارې تشریع شوي،محدود او متناهي دي،حال داچې هغه پېښې،چې رامنځ ته کېږي نا محدودې دي؛نو غیر له کتاب او سنتو بلې سرچینې ته هم اړتیا ده،چې د الهي احکامو تشریع ته ټاکل شوي وي او دا هماغه ده،چې موږ یې پر اجتهاد تعبیروو. په دې اړه یې له رسول اکرم (ص) احادیث هم رانقل کړي دي، چې رسول الله، حضرت معاذ بن جبل(رض) یمن ته ولېږه او ویې پوښت : هلته به پر څه حکم کوې؟ و يې ویل : د خدای د کتاب له مخې . رسول الله : که حکم دې د خدای په کتاب کې پیدا نه کړ؛نو څرنګه حکم به کوې؟ ده وویل : د رسول الله له سنتو به ګټنه کوم . رسول الله : که د رسول الله په سنتو کې دې هم پیدا نه کړ؛نو څه به کوې؟ ویې ویل : ((اجتهدو رایی))؛یعنې خپل اند،ذوق او سلیقه به کاروم . په دې اړه یې بل حدیث هم رانقل کړی دی . دا چې ” د راى اجتهاد” څرنګه دی او پر کومه بڼه باید وشی؛نو په دې هکله په اهلسنتو کې د نظر اړپیچ دی . امام شافعي (ره) د “الرسالة” په نامه مشهور کتاب لري،لومړی کتاب دی،چې د فقهې د علم د اصولو په اړه کښل شوی دی . نوموړی په دې کتاب کې ټینګار کوي : هغه اجتهاد،چې په احادیثو کې راغلی،منحصراً “قیاس” دی . قیاس اجمالاً؛یعنې دا چې ورته- مشابه ځایونه په پام کې ونیسو او په پام کې نیول شوي پېښه کې د هغه ورته ځایونو په شان حکم وکړو. خو د اهلسنتو ځینو نورو فقهاوو، د راى اجتهاد په قیاس پورې ځانګړى کړى نه دى او “استحسان” یې هم معتبر ګڼلی دی. استحسان؛یعنې په خپلواک ډول او بې له دې،چې ورته- مشابه ځایونه په پام کې ونیسو؛نو باید ووینو حق او عدالت ته څه نږدې دي او ذوق او عقل مو څرنګه خوښوي؛نو هماغسې رايه دې ورکړو. “استصلاح” هم دا شان ده؛یعنې یو سازښت- مصلحت ته پر بل غوراوی ورکول . “تاویل” هم داشان دی؛یعنې که څه هم په دیني نصوصو کې، د قرآن په یو آیت کې او د پېغمبر اکرم په معتبر حدیث کې یو حکم راغلی وي؛خو د ځینو مناسباتو له لارې دې موږ دا حق ولرو،چې د نص له مدلول- موخې،مضمون او مانا تېر شو او خپله “اجتهادي رایه” غوره وګڼو. دا هر یو ځان ته پراخه راڅپړنه غواړي او د شیعه او سني ویینه رامنځ ته کوي . په دې اړه؛یعنې د نص پر وړاندې د اجتهاد په هکله کتابونه کښل شوي دي او ښايي تر ټولو مهم یې د مرحوم “سید شرف الدین” د “النص و الجتهاد” کتاب وي . خو د شیعه له نظره داسې اجتهاد‍ مشروع نه دی . د شیعه او د شیعه امامانو له نظره، ددې مطلب لومړنۍ سټه(؛یعنې داچې د کتاب او سنتو احکام بسیا نه دي؛نو د راى اجتهاد ته اړتیا ده) سمه نه ده. په دې اړه خورا احادیث راغلي،چې د هر څیز حکم په ټولیز ډول په کتاب او سنتو کې شته . د “نبوي کورنۍ” امامان له پخوا راهیسې له قیاس او رای سره پر مخالفت پېژندل شوي دي . د اجتهاد او قیاس منل او نه منل له دوو اړخونو د څېړنې وړ دي . یو له دې اړخه،چې ومې ویل؛یعنې قیاس او د راى اجتهاد د اسلامي تشریع له سرچینو یوه سرچینه وګڼو او د کتاب او سنتو په څنګ کې یې کېږدو او ووايو،چې داسې ځایونه شته،چې یو حکم په وحې نه دی تشریع کړى او مجتهدین یې باید پر خپلې رای بیان کړي او بل له دې اړخه، چې قیاس او د راى جتهاد د واقعي احکامو د استنباط د وسیلې په توګه ترې ګټنه وشي؛لکه څرنګه چې له نورو وسایلو او طریقو ګټنه کوو، لکه “واحد خبر”. شونې ده،چې قیاس ته د موضوعیت اړخ ورکړو او شونې ده،چې د طریقیت اړخ هم ورکړو. د شیعه په فقه کې قیاس او رای په پورتني عنوان معتبر نه دي؛خو له لومړي اړخه،له دې کبله،چې موږ د کتاب او سنت له لارې ناتشریع شوی حکم (که څه هم په ټولیزډول وي) نه لرو؛خو له دویم اړخه له دې کبله،چې قیاس او رای د ګومانونو او اټکلونو یو ډول دی،چې په شرعي احکامو کې ډېر تېروځي . د قیاس په اړه د شیعه او سني د مخالفت بنسټ هماغه لومړی برخه ده او داسې ښکاري،چې دویمه برخه په اصولیینو کې ډېره مشهوره شوې ده. په اهلسنتو کې د “اجتهاد” حق دوام و نه موند.ښايي ددې چار علت هغه ستونزې وې،چې عملاً رامنځ ته شوې؛ځکه که دا حق دوام ومومي، په تېره بیا که په نصوصو کې “تاوّل” او “تصّرف” جایز وګڼو او هر څوک د خپلې رای له مخې “تصرف” او “تاول” وکړي؛نو په دین کې به څه پاتې نشي . ښايي په همدې علت و،چې ورو ورو د خپلواک اجتهاد حق نفې شو او د اهلسنتو علماء په دې اند شول،چې خلک دې ته اړ کړي،چې یوازې له څلورو مشهورو مجتهدینو تقلید وکړي او بې له دوى يې د بل منع کړ،چې دا دي : امام ابوحنیفه (ره)، امام شافعي (ره)، امام مالک (ره) او امام احمد حنبل (ره). دا کار په پیل کې په مصر کې وشو( په اوومه پېړۍ کې) او بیا په نورو اسلامي هېوادونو کې هم پرې عمل وشو . مشروع اجتهاد تر پینځمې پېړې پورې د “اجتهاد” ویی- کلمه پرهمدې ځانګړې مانا کارېده؛یعنې د هغه قیاس او د راى اجتهاد په مانا ،چې د شیعه وو له نظره ممنوع ده. تر هغه وخته به شیعه علماوو پخپلو کتابونو کې “باب الاجتهاد” لیکه؛دا ځکه چې نامنلی- رد یې کړي،باطل یې وګڼي او بډن- ممنوع یې اعلان کړي؛لکه شیخ طوسي،چې په “عده” کې دا کار کړی دى . ورو ورو ددې ویی مانا له اختصاص او ځانګړل توبه راووته او پخپله د اهلسنتو علماوو؛ لکه “ابن حاجب” په “مختصر الاصول” کې(،چې “عضدي” شرح کړی او تر وروستیو پورې د “جامعة الازهر” د اصولو رسمي کتاب و او ښايي اوس هم وي) او تر دې مخکې امام غزالي (رخ) د “المستصفی” په کتاب د اجتهاد ویی د راى اجتهاد په مانا نه ده کارولې،چې د کتاب او سنتو تر څنګ باید کېښوول شي؛بلکې د شرعي حکم لاس ته راوړنې ته یې د مطلقې هڅې په مانا کارولې ده او پر تعبیر یې بیان کړې ده : (( استفراغُ الوسع فی طلب الحکم الشرعی)). ددې پېژندون- تعریف له مخې د اجتهاد مانا له معتبرو شرعي ادلو له مخې د شرعي حکم په استنباط کې وروستۍ هڅه ده؛ خو دا چې شرعي ادله څه ده،ایا “قیاس” او “استحسان” او نور هم شرعي ادله دي که نه دي؛نو دا بل مطلب دی . له دې وخته شیعه علماوو هم دا ویی ومنله؛ځکه په دې مانا یې اجتهاد منه. دا اجتهاد مشروع اجتهاد دی. که څه هم دا ویی په پیل کې په شیعه کې کرکجنه وه؛خو تر دې وروسته،چې په مانا او مفهوم کې یې بدلون راغی؛نو شیعه علماوو هم ورسره بدالواکواله – تعصب ونښوه او له کارونې یې ډډه و نه کړه. داسې ښکاري،چې په ډېرو ځایونو کې شیعه علماء دې ته ژمن ول،چې له مسلمانانو سره همغږي او یو وي . د ساري په ډول : اهلسنتو، اجماع حجت ګڼله او تقریباً اجماع ته هم؛ لکه د قیاس په شان پر اصالت قایل ول،چې شیعه یې نه مني او بل څه مني؛خو د یووالي ساتنې ته څه یې چې خپله منل؛نو پر هماغه یې د اجماع نوم کېښود. اهلسنتو ویلي وو،چې شرعي ادلې څلور دي: کتاب، سنت، اجماع او اجتهاد( قیاس). شیعه علماوو وویل: شرعي ادلې څلور دي : کتاب، سنت،اجماع او عقل . یوازې د قیاس پر ځای یې عقل کېښود. په هر حال اجتهاد ورو ورو سمه او سولیزه مانا ومونده؛یعنې د شرعي ادله و په فهم کې د تدبر او تعقل کارونه، چې البته دا چار یو لړ پوهنو ته اړتیا لري، چې وړتیا، استعداد او سم او عالمانه تدبر او تعقل ته یو ډول سریزه ده. اسلامي علماوو ورو ورو دې ټکي ته پام شو،چې د شرعي ادلو له ټولګې د احکامو استنباط او استخراج یو لړ لومړنيو پوهنو ته اړتیا لري،چې دا دي : ادبي پوهنې او منطق،پر قرآن،تفسیر او حدیث پوهېدنه، د حدیثو پر رجالو پوهېدنه، د اصولو د علم قاعدې او ان د نورو مذهبونو پر فقه ځان پوهول . مجتهد هغه ته وايي،چې دا پوهنې ولري . غوڅ یې نه وایم؛خو پر مضبوط ګومان مې په شیعه وو کې “علامه حلي” لومړی تن و،چې د اجتهاد او مجتهد ویی یې پر دې مانا وکاروله. نوموړی په “تهذیب الاصول” کې تر باب القیاس وروسته، “باب الاجتهاد” لري او هلته یې اجتهاد پر همدې مانا کارولی ،چې نن کارېږي . نو د شیعه له نظره بډن- ممنوع اجتهاد؛یعنې رای او قیاس،چې پخوا د اجتهاد پر نامه یادېده،که یې د تشریع او تقنین خپلواکه سرچینه وګڼو او یا یې د واقعي حکم د استنباط او راسپړنې وسیله وګڼو؛خو د فني کارپوهنې پر بنسټ کوښښ کارونې ته مشروع اجتهاد وايي . دا چې ویل کېږي،په اسلام کې اجتهاد څه ته وايي؟ نو باید وویل شي، اجتهاد پر هغه مانا دی،چې نن ویل کېږي؛یعنې وړتیا- اهلیت او فني کارپوهه . دا څرګنده ده څوک چې قرآن او حدیثو ته مراجعه کوي؛نو باید د قرآن پر تفسیر، د آیتونو پر مانا، پر “ناسخ و منسوخ” ،”محکم و متشابه” یې پوه شي،معتبر حدیث له نا معتبره حدیثه وپېژني، پردې سربېره په احادیثو کې سم عقلاني قاعدې او تعارضونه تر شونې بريده هوارې کړي،د مذهب “اجماعي” او “متفق علیه” ځایونه وپېژني. پخپله د قرآن په آیتونو کې او همداراز په احادیثو کې یو لړ ټولیزې قاعدې بیان شوي او له دې قاعدو ګټنه او کارونه یې؛ لکه په نورو ټولو پوهنو کې د قاعدو په څېر یو لړ تمرین ته اړتیا لري؛لکه د یو ماهر صنعتګر په شان باید استعداد ولري،چې له هغو توکیو څه جوړ کړي، چې مخې ته یې پراته دي . په تېره بیا په احادیثو کې “جعل” ډېر دی او سم او ناسم یې سره اغږل شوي او د تشخیص دا واک باید ولري،چې سم له ناسمه بیل کړي . په هر حال دومره سريزي معلومات باید ولري،چې واقعاً اهلیت، صلاحیت او فني کارپوهه ولري . په شیعه وو کې د اهل حديثو پیدایښت څلور پېړۍ مخکې د اجتهاد په موضوع کې په تشیع کې د ((اخباریګرۍ=اهل حديث)) په نامه یو مهم او خطرناک بهیر رامنځ ته شو او که د علماوو یوې زړورې ډلې یې مخه نه وای نیولې؛نو معلومه به نه وه،چې اوس به مو څه حالت درلود. د اهل حديثو له عمره څلور پېړۍ نه دي تېرې شوي . ددې ښوونځي بنسټګر “ملا امین استر ابادی” دی،چې ځیرک و او په شیعه علماوو کې يې ځان ته خورا ځای پیدا کړ. پخپله اهل حديث مدعي دي،چې پخواني شیعیان د “صدوق” تر وخته ټول اهل حديث ول؛خو حقیقت دا دی،چې اهل حديث د یو ښوونځي په بڼه ،چې یو لړ ټاکلي اصول لري او د عقل له حجیت نمښتي- منکر دي او همداراز د قرآن له حجیت او سندیته هم پر دې پلمه نمښتي – منکر دي،چې د قرآن پوهه اهلبیتو ته ځانکړې ده او زموږ دنده یوازې د اهلبیتو احادیثو ته رجوع ده او همداراز دا هم وايي،چې اجماع د اهلسنتو بدعت دی،تر څلورګونو ادلو؛یعنې کتاب،سنت،اجماع او عقل وروسته، یوازې سنت حجت دي او دا ادعا هم کوي،څه چې په څلورګونو کتابونو؛یعنې “کافي”، “من لایخضر الفقیه”، “تهذیب” او “استبصار” کې راغلي، ټول سم او معتبر دي او قطعي الصدور دي . لنډه دا چې داسې یو ښوونځی،چې دا اصول ولري، تر څلورمې پېړۍ مخکې نه و. “شیخ طوسي” د “عدة الاصول” په کتاب کې یوه پخوانۍ ډله د “مقلده” په نامه یادوي او نیوکه پرې کوي؛خو دوی ښوونځی نه درلود. دا چې شیخ ورته “مقلده” ویلي؛نو علت یې دا دی،چې د دین په اصولو کې یې هم پر اخبار=حديث استدلال کړی دى . په هر حال اهل حديث د اجتهاد او تقلید پر ضد یو ښوونځی دی . پر هغه اهلیت،صلاحیت او فني کارپوهې،چې مجتهدین قایل دي، اهل حديث ترې نمښتي- منکر دي،غیر له سپین لمنو- معصومو،له بل چا تقلید حرام ګڼي. ددې ښوونځي د حکم له مخې، حجت او سند یوازې احادیث دي او د اجتهاد او نظر ورکونې حق نشته او خلک مکلف دي،چې نېغ په نېغه متونو ته رجوع وکړي او عمل پرې وکړي او یو عالم هم د “مجتهد” او “مرجع تقلید” په بڼه واسطه نه کړي . ددې ښوونځي بنسټګر د “ملا امین استر ابادي” په نامه يو ځیرک انسان دی،مطالعې ېې کړي او خورا سفرونه یې هم کړي . د “الفواید المدینه” په نامه یو کتاب لري،چې په هېښنده سرسختۍ يې له مجتهدینو سره پکې جګړه کړې،په تېره بیا هڅه یې کړې،چې د عقل له حجیته نمښتی- منکر شي . ادعا کوي،چې عقل یوازې په هغو ځایونو کې حجت دی،چې حسي مبداء لري یا له محسوساتو سره نږدې وي(؛ لکه ریاضیات) او غیر له دې حجت نه دی . دا اندنه- تفکر په اروپا کې د حسي فلسفې له پیدایښت سره تړلې او نږدې ده،اروپاييان په پوهنو کې د عقل له حجیته نمښتي- منکر شول او “ملا امین استرابادي” په دین کې د عقل له حجیته نمښتی- منکر شو. ملا امين دا اندنه له کومه کړه،خپل نوون- ابتکار یې و او که له بله یې اخستې وه؛خو دا جوته نه ده . پر ۱۳۲۲ س “بروجرود” ته تللی وم او مرحوم “آیت الله بروجرودي” یو ورځ پخپلو خبرو کې پردې اندنې نیوکه وکړه، اروپا کې د حسي فلسفې پیدايښت په اهل حديثو کې ددې اندنې د پیدایښت لامل دى . دا مې ترې هغه وخت اورېدلي ول،چې بیا “قُم” ته راغی؛نو د اصولو د لوست په غونډه کې یې ناست وم او په تمه وم،چې دې ویینې ته به ورننوځي؛خو څه یې و نه ویل . زه اوس نه پوهېږم،چې دا څرګندونه یې یوازې یو ګومان او که کوم مدرک یې هم ورته درلود. ما خو لا تر اوسه په دې اړه کوم مدرک نه دی لیدلی او لرې ګڼم،چې دا حسي اندنه به هغه مهال له لویدیځه ختیځ ته راغلي وي . بلخوا آیت الله بروجردي بې مدرکه خبرې نه کولې،اوس خواشینى یم،چې ولې مې په دې اړه ونه پوښت . له اهل حديثو سره مبارزه په هر حال اهل حديث د عقل ضد خوځښت و. پردې مسلک هېښنده جمود او وچوالی واکمن دی،له نېکمرغه “وحید بهبهاني” او “شیخ مرتضی انصاري” له دې مسلک سره مبارزه وکړه. “وحید بهبهاني” په “کربلا” کې و او د “حدایق” مؤلف هم په کربلا کې و،چې اهل حديث و او دواړو درسي حوزه درلوده . “وحید” اجتهادي مسلکی و او د “حدایق” مؤلف اهل حديث و او د دواړو ترمنځ سخته مبارزه روانه وه او په پای کې “وحید بهبهاني” د “حدایق” مؤلف ته ماتې ورکړه. وايي : په پیل کې د “وحید بهبهاني” غوره شاګردان؛ لکه “سید مهدي شهرستاني”،”کاشف الغطاء” او “بحرالعلوم” د “حدایق” د مؤلف شاګردان ول او بیا د “وحید” درس ته راغلل او د “حدایق” مؤلف ته یې شا کړه. البته د “حدایق” مؤلف نرم اهل حديث دی او پخپله مدعی دی،چې مسلک یې له مرحوم “علامه مجلسي” سره یو دی او د “اهل حديثو” او “اصوليينو” ترمنځ په منځنۍ پوله کې دی . پردې سربېره متقي او پرهېزګاره هم و. په دې چې “وحید بهبهاني” ورسره په کلکه مبارزه وکړه او په ده پسې لمونځ کول یې منع کړل؛خو ده به ویل،چې په “وحید بهبهاني” پسې لمونځ کول سم دي . وايي : د مړینې پر مهال یې وصیت وکړ،چې “وحید بهبهاني” دې یې د جنازې لمونځ وکړي . د “شیخ انصاري” مبارزه له دې اړخه وه،چې د فقهې د اصولو پوهې ته یې بنسټ کېښووه او ویل یې : که “ملا امین استرابادي” ژوندی وای؛ نو زما دا اصول به یې منلي ول . البته د مقاومتونو له کبله د اهل حديثو ښوونځي ماتې وخوړه او اوسمهال خپاره واره پلویان لري . د اهل حديثو ټول اندونه،چې د ملا امین تر راپیدا کېدو وروسته په چټکتۍ مغزو ته ورننوتل او دوه سوه کاله یې سیادت وکړ؛خو لا تر اوسه هم په مغزو کې دی، اوس هم ډېری داسې دي،که په څنګ کې ورسره حدیث نه وي؛نو د قرآن تفسیر جایز نه ګڼي. په ډېری اخلاقي او ټولنیزو او لږو فقهي مسایلو کې د اهل حديثو جمود لا تر اوسه واکمن دی . دلته دا ویینه نوره نشم راڅپړلی . داچې د اهل حديثو انددود- طرز فکر په عامو خلکو کې وده کړه؛نو علت یې دا و،چې عوام پسنده اړخ لري؛ځکه دوی وايي: موږ له خپله ځانه خبره نه لرو او یوازې د عبادت او تسلیم والا یو،موږ بې له “قال الباقر” او “قال الصادق” بله خبره نه لرو،خپله خبره نه لرو او د معصوم خبره کوو. “شیخ انصاري” په “فراید الاصول” کې له اهل حديث “نعمت الله جزایري” د برائت او احتیاط په ویینه کې رانقلوي :” ایا یو عاقل به هم دا احتمال ورکړي،چې په قیامت کې به د خدای یوه بند ( اهل حديث) راوړي او ویې پوښتي،چې څرنګه عمل دې کړی او هغه ورته ووايي،چې د معصوم پر حکم مې عمل کاوه او چې چېرته به هم د معصوم خبره نه وه؛نو احتیاط به مې کاوه او بیا دا کس دوزخ ته یوسي او بلخوا د معصوم پر خبرو یو بې پروا کس راوړي(؛یعنې اصولي او اجتهاد مسلکی)،چې هر حدیث پر یوه پلمه ردوي او بیا یې جنت ته یوسي!!” مجتهدین ځواب ورکوي : د معصوم خبرې ته دا شان سرایښوونه او تعبد،سرایښوونه نه؛بلکې ناپوهۍ ته سرایښوونه ده. که واقعاً جوته شي،چې معصوم خبره کړې؛نو موږ هم ورته تسلیم یو؛خو تاسې غواړئ، څه چې اورئ،جاهلانه ورته تسلمېږئ . دلته درته د اهل حديثو د جامد انددود او اجتهادي انددود ترمنځ د توپیر یوه بېلګه وایم . د دوه انددودو بېلګه په ډېرو احادیثو کې امر شوی،چې نه یوازې په لمانځه کې؛بلکې په هر وخت کې د پګړۍ ول باید تر زنې لاندې وي . یو حدیث دا دی،چې وايي : (( الفرق بین المومنین و المشرکین التلحی))؛یعنې د مؤمن او مشرک ترمنځ یو توپیر د پګړۍ ول تر زنې لاندې اچول دي . ځینو اهل حديثو پر دې حدیث منګولې لګولي او وايي : د پګړې ول باید تل تر زنې لاندې وي؛خو مرحوم “ملا محسن فیض کاشاني”، په دې چې اجتهاد ته ښوینی- خوشبین نه و، په “وافي” کې وايي: پخوا به مشرکینو یو شعار درلود،چې د پګړۍ ول به یې پورته تړه او دې کړنې ته یې “اقتعاط” وایه . که چا دا کار کاوه؛نو په دې مانا و،چې له دې ډلې یم . دا حدیث له دې شعار سره مبارزه او ترې د نه پلوۍ حکم کوي؛خو نن دا شعار له منځه تللی دی؛نو دې حدیث ته کومه موضوع نه پاتې کېږي . اوس پرعکس،چې ټول د پګړې ول پورته تړي،که څوک یې تر زنې لاندې کړي؛نو دا کار حرام دی؛ځکه د شهرت جامې کېږي او د شهرت جامې حرامې دي . دلته د اهل حديثتوب جمود حکم کوي،چې په دې حدیث کې دا حکم شوی،چې د پګړې ول به تل تر زنې لاندې اچوﺉ او دا به هسې خبرې وي،چې په دې هکله خبرې وکړو،څرګندونه وکړو او اجتهاد وکړو؛خو اجتهادي فکر وايي،چې موږ دوه حکمونه لرو : یو د مشرکینو له شعاره کرکه ده،چې ددې حدیث د مضمون روح دى او بل د شهرت د جامو د شا ته اچونې حکم دی . په هغو ورځو کې،چې دا شعار په نړۍ کې و، مسلمانانو له دې شعاره کرکه درلوده او پر ټولو واجب ول،چې د پګړۍ ول تر زنې لاندې واچوي؛خو نن چې هغه موضوع له منځه تللې او له شعاروالي بهر شوې او په عمل کې څوک هم د پګړې ول تر زنې لاندې نه اچوي او که څوک دا کار وکړي؛نو د شهرت د جامو مصداق دی او حرام دي .دا یوه بېلګه وه،چې ومې ویله او داسې نورې بېلګې هم شته . له “وحید بهبهاني” رانقل شوي : یو ځل د کمکي اختر میاشت په تواتر ثابته شوه،دومره خلک راغلل او راته یې وویل،چې میاشت مو لیدلې،چې یقین مې وشو. حکم مې وکړ،چې نن د اختر ورځ ده، یو اهل حديث راباندې نيوکه وکړه،چې تا پخپله هم نه ده لیدلې او عادلو کسانو هم پرې شهادت نه دی ورکړی؛نو ولې دې حکم وکړ؟ ومې ویل: متواتر ده او له تواتر راته یقین وشو. راته یې وویل: په کوم حدیث کې راغلي،چې تواتر حجت دی؟ وحید وايي : د اهل حديثو جمود تر دې پولې دی،که فرض کړو،چې یو ناروغ کوم امام ته تللی وي او امام ورته ویلي وي،چې یخې اوبه څښه؛نو اهل حديث به د نړۍ ټولو ناروغانو ته ووايي،چې ناروغېدﺉ؛نو درملنه یې یخې اوبه دي . په ګرېوان کې سر نه ښکته کوي،چې دا حکم هغه ناروغ ته ځانګړی و؛نه ټولو ناروغانو ته . همداراز اهل حديث حکم کوي،چې د مړي پر کفن شهادتین داسې ولیکي: (( اسماعیلُ یشهدو ان لا اله الا الله ؛یعنې اسماعیل د خدای پر وحدانیت شهادت ورکوي. اوس دا شهادت ولې د اسماعیل په نامه لیکي؟ ځکه په حدیث کې راغلي، چې امام صادق د خپل زوی اسماعيل پر کفن داسې کښلي ول . اهل حديثو دا اندنه نه کوله،د اسماعیل پر کفن یې،چې دا کښل؛ دا ځکه چې نوم یې اسماعیل و. اوس چې کوم بل سړی مړ شوی؛نو پر کفن یې ولې د اسماعیل نوم ولیکو؟ اهل حديث وايي : دا نو اوس اجتهاد او څرګندونه ده او پر عقل ډډه ده،موږ د تعبد او سرایښوونې والا یو، “قال الباقر” او “قال الصادق” والا یو او له ځانه لاسوهنه نه کوو. بډن- ممنوع تقلید تقلید دوه ډوله دی : ممنوع او مشروع. یو ډول تقلید له یو چاپېریال او عادته په پټو سترګو تقلید دی،چې البته بډن- ممنوع دی،چې په قرآن کې یې هم غندنه شوی ده : ((إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّقْتَدُونَ(زخرف/۲۳)= په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي دي او بېشكه موږ يې لارويان يو.)) داچې مې وویل،تقلید دوه ډوله دی : بډن- ممنوع او مشروع؛نو له بډن- ممنوع تقلیده موخه یوازې له چاپېریال،عادت،پلرونو او نیکونو په پټو سترګو تقلید نه دی؛بلکې وايم : له عالمه د ناپوه تقلید او فقیه ته د عامي ورتګ هم دوه ډوله دی : بډن – ممنوع او مشروع . ځینې د “مرجع تقلید” په لټه کې دي او کله نا کله ترې دا ویی اورم،چې وايي :ګرځو،چې څوک پیدا کړو،چې سر وروسپارو. زه وایم : کوم تقلید،چې په اسلام کې یې حکم راغلی،د سر سپارنه نه ده، د سترګې پرانستل او سترګې پرانستې پرېښوول دي،که تقلید د سر سپارنې بڼه واخلي؛نو په زرګونو مفاسد به رامنځ ته کړي . د تقلید او اجتهاد په اړه یو حدیث دای دی : (( هغه فقهاء،چې د خپل دین ساتونکي او د خپلو ځاني غوښتنو مخالف وي او د خپل مولا حکم ته تسلیم وي؛نو خلک حق لري،چې تقلید ترې وکړي .)) دا حدیث تر دې آیت لاندې دی : ((وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لاَ يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلاَّ أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَظُنُّونَ(بقره/۷۸)= او په دوى كې يوه ډله عوام دي،چې د خداى كتاب يوازې يو لړ خيالونه او هيلې ګڼي او يوازې يې پرخپلو ګومانونو زړه تړلى دى .)) دا آیت د هغو نالوستو یهودو عوامو په هکله دی،چې له خپلو علماوو او د دین له مشرانو یې لاروي کوله او د هغو آیتونو لړۍ ده،چې د یهودو د علماوو ناوړه دود بیانوي . د بډن- ممنوع تقلید په هکله د امام صادق وینا تر پورتني آیت لاندې یو کس امام صادق ته وايي،چې د یهودو نالوستیو عوامو بله لار نه درلوده،بې له دې،چې هر څه یې له خپلو علماوو اورېدلي ول او منلي یې وای . که کومه نیمګړتیا وي؛نو دا د یهودو د علماوو ده. قرآن ولې هغه بېچاره عام خلک غندي،چې پر څه نه پوهېدل او یوازې یې له خپلو علماوو لاروي کوله؟ زموږ د عوامو او د یهودو عوامو ترمنځ توپیر څه دی؟ که له علماوو د عوامو تقلید د غندنې وړ دی؛نو زموږ د عوامو هم باید غندنه وشي،چې له علماوو تقلید کوي . که هغوی ته نه دي پکار،چې د خپلو علماوو ومني؛نو دوی یې هم باید و نه مني . امام صادق ورته وویل : د یهودو عوام او علماء او زموږ عوام او علماء له یو اړخه سره توپیر لري او له یو اړخه یو شان دي . په هغه اړخ کې،چې یو شان دي،خدای زموږ عوام هم له علماوو څخه له دې ډوله تقلیده منع کړي دي؛خو له هغه اړخه چې توپیر لري ،نه . کس وویل : د رسول الله زویه! راته څرګند یې کړﺉ . امام صادق ورته وویل : د یهودو عوامو خپل علماء په عمل کې لیدلي ول،چې ښکاره دروغ وايي،له بډې اخستنې ډډه نه کوي،د قضاء حکومونه د بډې اخستنې له کبله بدلوي . پوهېدل،چې د وګړیو پر وړاندې کينه کاروي،د ځینو وګړیو مینې او کېنې پکې ښکېلوي،د یو حق بل ته ورکوي . د هغو فطري الهاماتو پر حکم،چې خدای د هر چا په تکویني خټه کې ایښي،پوهېدل که هر څوک دا شان کړنې ولري، له وینا یې باید لاروي ونشي، له خولې یې باید د خدای او پېغمبرانو ویناوې و نه منل شي . دلته امام صادق وايي چې څوک و نه وايي،چې د یهودو عوام پر دې مسئله نه پوهېدل،هغه علما،چې د دین د حکمونو پر خلاف عمل کوي؛ نو د داسې علماوو پر ویناوو باید عمل ونشي؛ځکه دا داسې مسئله نه ده،چې څوک به پرې پوه نشي.ددې مسئلې پوهه خدای د بشر په ټولو وګړیو کې ایښې ده او د هر چا عقل پرې پوهېږي . د چا د وجود فلسفه ، چې پاکي او ځاني غوښتنو ته شا کول وي او که په ځاني غوښتنو پسې ولاړ شي؛نو د هر ډول عقل له مخې یې خبره باید وا نه ورېدل شي . امام صادق زیاتوي : زموږ د عوامو حال هم داسې دی . که دوی پخپلو فقهاوو کې ناوړه کړنې، سخت تعصب، د دنیا پر سر ناندرۍ، د خپلو پلویان پلوي،که څه هم ناصالح وي، د خپل مخالف ځپل که څه هم ،چې د نېکۍ او احسان وړ وي؛نوکه دا کړنې يې پکې ولیدې او بیا هم خلکو په پټو سترګو لاروي ترې وکړه؛نو کټ مټ د هماغه یهودو عوامو په شان د غندنې وړ دي . نو جوتېږي،چې مشروع او ستایل شوی تقلید،سر سپارنه او د سترګو پټول نه دي؛بلکې د سترګو پرانستل او څارنه ده او که داسې نه وي؛نو په جرم کې ورسره ګډون او مسوولیت دی . د بشپړوالي عوامانه انده او د علماوو له ګناه خوندېینه ځینې عوام انګېري،چې پر وګړیو د ګناه اغېز یو شان نه ده،پر عادي خلکو ګناه اغېز لري او له تقوا او عدالته یې غورځوي؛خو پر علماوو اغېز نه لري،هغوی یو ډول بشپړوالی “کریت” او یو ډول له ګناه خوندېینه- اعتصام لري؛ حال دا چې اسلام چا ته هم پر “کریت” او “اعتصام” قایل نه دی،ان د پېغمبر اکرم په اړه وايي : ((قُلْ إِنِّيَ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ(انعام/۱۵) = ووايه : (( كه زه (هم) له خپل خدايه سروغړوم )؛ نو د سترې ورځې [=د لويې ورځې] له عذابه وېرېږم .)) ولې وايي : ((أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ(زمر/۶۵) = كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه وړه دې وركېږي .)) دا ټولې ښوونې ددې لپاره دي،چې د تبعیض خبره نشته، چا ته هم “کرّیت” او “اعتصام” نشته. په قرآن کې د نېک بنده او حضرت موسې (ع) هېښنده داستان راغلی او ستر ټکى،چې له داستانه ګټنه ترې کېږي دا دی،چې تابعېدل او لاروي تر هغه متبوع سرایښوونه ده،چې اصول خراب او مات نشي . حضرت موسی (ع) چې له چا لاروي کوي، ویني، چې د اصولو پر خلاف کار کوي؛نو چوپ نشو پاتې کېدای . په دې داستان کې د نېک بنده په اند،چې پراخ لید یې درلود او د موضوع له باطنه خبر و؛نو د اصولو پر خلاف نه و؛بلکې عین دنده وه؛خو خبره دا ده،چې حضرت موسی (ع) ولې صبر و نه کړ او نیوکې یې پیل کړې؟ په دې،چې ژمنه یې کوله او ځان ته یې تلقینوله،چې نیوکه و نه کړي؛خو بیا یې هم نیوکه کوله . د حضرت موسی (ع) د کار نیمګړتیا په نیوکه کولو کې نه و؛بلکې په دې کې و،چې د کار له پټې- رمز او باطنه خبر نه و. البته که د مطلب له پټې خبر واى؛نو نیوکه به یې نه کوله او لېوال و، چې د مطلب پټې ته ورسي؛خو دا چې تل په اند یې د الهي قانون او اصولو پر خلاف کار کېږي او ایمان یې ورته د چوپتیا اجازه نه ورکوله. ځینو وویل :که تر قیامته هم د نېک بنده کړنو دوام موندلې وای؛نو حضرت موسی (ع) به له نیوکو په سر شوی نه وای،خو دا چې د مطلب پر پټې پوه شوی وای . حضرت موسی (ع) ورته وویل : ((هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا= ايا زه ستا تابع شم،په دې شرط،كوم “ليد” چې درته ښوول شوى ، ماته هم راوښيي.)) ((قَالَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَى مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا = هغه ځواب وركړ:(( ته به هېڅكله له ما سره صبر ونه کړاى شې! او له كوم شي چې خبرنه يې؛ نوڅنګه پرې صبركولاى شې؟!)) ((قَالَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ صَابِرًا وَلَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا=(موسى) وويل :((كه خداى وغواړي (؛نو) ته به ما صابر ومومې او ستا له هېڅ امره به غاړه نه غړوم.)) حضرت موسی (ع) و نه ویل : که د مطلب پر پټې پوه شم که نشوم؛نو صبر به وکړم . دومره یې وویل : هیلمن يم دا صبر راکې پیدا شي . البته دا زغم به هله په حضرت موسی (ع) کې پیدا شي،چې د مطلب پر پټه پوه شي. بیا یې له حضرت موسی (ع) څرګنده ژمنه واخسته که د مطلب پر پټه هم پوه نشوې؛نو نیوکه مه کوه،چې وخت یې راورسي؛نو پخپله درته هر څه ووایم . ((قَالَ فَإِنِ اتَّبَعْتَنِي فَلَا تَسْأَلْنِي عَن شَيْءٍ حَتَّى أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا=( خضر) وويل : ((نوكه په ما پسې راځې؛نو له ما به د هېڅ شي پوښتنه نه كوې څو دې زه پخپله ترې خبر نه كړم.)) ( کهف ۶۶- ۷۰ ). دلته اوس بل آیت نشته،چې حضرت موسی ومنله. په آیت کې دومره راغلي،چې بیا دواړه روان شول او د داستان تر پايه،چې ټولو به اورېدلی وي . په هر حال دا مې ویل،چې له پوه څخه د ناپوه تقلید،سر سپارنه نه ده. له پوه څخه د ناپوه بډن- ممنوع تقلید هماغه دی،چې د سر سپارنې بڼه پیدا کړي او داسې نه وي،چې ناپوه له پوه سره کار نه لري،موږ نور نه پوهېږو، ښايي د شرعي مکلفیت غوښتنه همداسې وي دا داستان مې د امام صادق د وینا تایید او شاهدۍ ته راوړ. مشروع تقلید امام صادق د مشروع تقلید په هکله وايي: له فقهاوو هر یو،چې ځان وساتي او د شیطان بلنې یې له ځایه و نه خوځوي ((وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا(اسراء/۶۴)=او له هغوى دې، چې پر چا وسه كېږي،په خپل غږ (فساد ته) را وپاروه او خپل سپاره او پلي دې ورباندې راټول کړه او په شتمنيو او اولادونو كې يې ځان ورننه باسه او وعدې وركړه ! او شيطان هغوى ته بې له غولونې بله وعده نه وركوي .))، خپل دین وساتي، و يې نه پلوري(ښايي موخه دا وي،چې دین په خلکو او ټولنه کې وساتي)، د ځاني غوښتنو مخالف او الهي امر ته غاړه کېږدي؛نو خلک ترې تقلید کړای شي . البته دا ټکی روښانه دی،چې له ځاني غوښتونو سره د یو عالم مخالفت له ځاني غوښتنو سره د یو عامي له مخالفت سره توپیر لري؛ ځکه د هر چا ځاني غوښتنې ټاکلې چارې‏ لري . د ځوان ځاني غوښتنې یو څه دي او د بوډا بل څه .څوک چې په هر مقام، درجه او پوړ کې وي؛نو یو ډول ځاني غوښتنې لري . د عالم د ځانپالۍ کچه دا نه ده،چې ووینو،شراب څښی که نه؟ جواري کوي که نه؟ لمونځ کوي،روژه نیسي که نه؟بلکې د ځانپالۍ کچه یې له مقام،ځای او شهرت سره مینه ده او دا یې خوښ وي چې څوک یې لاس ښکل کړي او دا مخکې او ډله ورپسې وي . امام صادق زیاتوي :(( څوک چې دا فضایل او ستر خویونه ولري؛نو دا ځینې فقها دي؛نه ټول یې .)) د امام صادق دا وینا د اجتهاد او تقلید سند دی؛نو جوته شوه،چې اجتهاد او تقلید دوه ډوله دی : مشروع او بډن- ممنوع . ولې له مړي تقلید جایز نه دی؟ په فقه کې یوه مسئله لرو،چې له څرګندو فقهي چارو مو ده او هغه دا،چې ابتداً له مړي ( مړ شوي مجتهد) تقلید جایز نه دی . که له مړي تقلید جایز وي؛نو یوازې له هغه تقلید دی،چې په ژوندون ترې تقلید کېده او اوس مړ شوی دی . له مړي تقلید باید د ژوندي مجتهد په اجازه وي . زه د دې مسئلې له فقهي دلیل سره کار نه لرم؛خو دومره وایم،چې دا بنسټیزه اندنه- تفکر ده؛خو په دې شرط،چې ددې مسئلې موخه روښانه شي . ددې اندنې لومړۍ ګټه دا ده،چې د علمي دیني حوزو پایښت ته یوه وسیله ده،چې دوام ومومي او اسلامي علوم خوندي پاتې شي؛نه یوازې داچې خوندي پاتې شي؛بلکې ورځ پر ورځ دې پرمخ ولاړ شي او تکامل ومومي او ناهوارې شوې ستونزې هوارې شي . داسې نه ده،چې ټولې ستونزې به مو پخوانیو علماوو هوارې کړې وي او نوره کومه ستونزه به پکې نه وي پاتې . په فقه،کلام، تفسیر او نورو اسلامي پوهنو کې په زرګونو ګرانې او پېچلې مسئلې- معما ګانې لرو،چې ډېری یې پخوانیو سترو علماوو هوارې کړي او ډېری لا ناهوارې پاتې دي او دا د راتلونکیو دنده ده،چې هوارې یې کړي او ورو ورو په هره څانګه کې غوره او پراخه لیکنې وکړي او دا څانګې پر مخ یوسي؛لکه څرنګه چې پخوا یې هم تفسیر مخې ته وړى و، کلام او فقه یې مخې ته یووړه. دا قافله نباید په لار کې تم شي؛نو له ژوندیو مجتهدینو د خلکو تقلید او ورته پاملرنه خپله د اسلامي پوهنو پایښت او تکامل ته یوه وسیله ده . بل علت دا دی،چې مسلمانان هره ورځ په ژوند کې له نویو مسایلو سره مخېږي او نه پوهېږي،چې مکلفیت یې څه دی؛نو ژوندیو فقهاوو او ژوندۍ اندنې ته اړتیا ده،چې دا ستره اړتیا وځوابوي .د اجتهاد او تقلید په هکله راغلي : (( و اما الحوادث الواقعة فارجعو فیها الی رواة احادیثنا)) ( احتجاج طبرسي(۲/ ۳۸۳ ). پېښې،حوادث او واقعه،هماغه نوي مسایل دي، چې پېر په پېر او پېړۍ په پېړۍ رامنځ ته کېږي .په بېلابېلو پېرونو کې د فقهي کتابونو لیکنې ښيي ورو ورو د خلکو د اړتیاوو له مخې نوي مسایل فقهې ته راننوتي او فقهاوو هم ځوابولي؛نو ځکه ورو ورو د فقهې حجم زیات شوی دی . که څوک دا مسئله څېړانده وشمېري؛نو پوهېدای شي،پلانۍ او پلانۍ مسئله،په کومه پېړۍ کې او په کومه سیمه کې د کومې اړتیا له مخې فقهې ته راننوتې ده. که ژوندی مجتهد نوي مسایل ځواب نه کړي؛نو له ژوندي او مړي په تقلید کې څه توپیر دی؟!غوره دا چې له ځینو مړیو لکه د “شیخ انصاري” په څېر له فقهاوو تقلید وکړي،چې د ژوندیو مجتهدینو په منښته- اعتراف تر دوی ټولو پوه او څېړنپال و. اساساً “د اجتهاد رمز” له نویو مسایلو او اوښتني – متغییر پېښو سره د ټولیزو احکامو تطبیق دی . واقعي مجتهد هغه دی،چې دا رمز یې لاس ته راوړی وي،دې ته یې پام وي،چې موضوع ګانې څرنګه بدلېږي او بالتبع حکم یې هم ورسره بدلېږي او که نه د زړو او هغو مسئلو په اړه اندنه کول،چې پخوا یې په هکله اندنه شوې؛نو دا کوم هنر نه دی او دومره شخړې ته اړتیا نه لري . اجتهاد،البته ډېرو شرايطو او سریزو ته اړتیا لري.مجتهد باید بېلابېلې پوهنې ویلي وي؛لکه د عربو ادبیات،منطق، د فقهې اصول او ان د اسلام تاریخ او د نورو اسلامي مذهبونو فقه . ډېر مهالې هڅې ته اړتیا ده،چې واقعي او په تول پوره مجتهد پیدا شي. یوازې د نحوې، صرف،معاني،بیان او منطق د څو کتابونو پر لوستو او بیا ورپسې د فراید،مکاسب او کفایې د کتابونو پر لوستو،څوک د اجتهاد ادعا نشي کړای . باید په رښتیا له تفسیر او حدیثه خبر وي؛یعنې له زرګونو احادیثو خبر وي،چې په ۲۵۰ کالو کې د پېغمبر اکرم له وخته تر امام عسکري پورې راغلي،ددې حدیثونو د ویلو چاپېریال؛یعنې د اسلام له تاریخه او د نورو اسلامي مذهبونو له فقهې خبر وي او له رجالو او رواتو له پوړونو هم خبر وي . “آیت الله بروجردي” په رښتیا فقیه و. عادت مې نه دى،چې په وینا کې د چا نوم واخلم،چې ژوندی و؛نو په ویناوو کې مې نه دى یاد کړی؛خو اوس مړ شوی او اوس څه د تمې ځای هم نه دی؛نو وایم،چې په رښتیا هم ستر او تکړه فقیه و. پر تفسیر، حدیث،رجال،،درایه او د نورو اسلامي مذاهبو پر فقهې پوه و. پر فتواوو د فقیه د نړۍ لید اغېز د فقیه او مجتهد کار د احکامو راسپړنه او استنباط دی؛خو معلومات او پر موضوعاتو برلاسي یې یا په څرګندنه نړۍ لید یې پر فتواګانو خورا اغېز لري . فقیه باید پر هغو موضوعاتو بشپړ برلاسی وي،چې په اړه یې فتوا ورکوي . که داسې یو فقیه فرض کړو،چې تل د کور یا مدرسې په ګوت کې ناست وي او له هغه فقیه سره یې پرتله کړو،چې د ژوند د تودو او سړو په ډګر کې دی، دا دواړه شرعي ادله و، دلیلونو او د احکامو اسنادو ته مراجعه کوي؛خو هر یو به ځانګړي استنباطل . د ساري په ډول : فرض کړﺉ یو تن په ستر ښار کې لوی شوی وي،چې پراخې اوبه او نېرونه لري او فقیه هم وي او د طهارت او نجاست د احکامو په هکله فتوا ورکوي . دا د خپل شخصي ژوند له مخینې سره د طهارت او نجاست روایتونو ته مراجعه کوي؛نو استنباطوي،چې احتیاط ته ډېر نږدې او له ډېری څیزونو ډډه ده؛ خو که حج ته ولاړ شي او طهارت او نجاست او د بې اوبۍ دا حالت وویني؛نو د طهارت او نجاست په اړه به یې نظر توپیر لري؛یعنې تر دې مسافرت وروسته که د طهارت او نجاست روایتونو ته مراجعه وکړي؛نو دا روایتونه به ورته بل مفهوم ولري . که څوک د فقهاوو فتواوې یو له بل سره پرتله کړي او په ترڅ کې د ژوند په چارو کې يې انددود او شخصي حالاتو ته هم کتنه وکړي؛نو ویني، چې د یو فقیه ذهني مخینه او له بهرنۍ نړۍ معلومات یې څرنګه په فتواګانو کې اغېز لري . داسې چې د عرب فتوا د عرب بوی ورکوي، د عجم فتوا د عجم، د کليوال د کلي او د ښاري فتوا د ښار بوی ورکوي . دا دین خاتم دین دی،په ټاکلي وخت او سیمې پورې ځانګړی نه دی؛بلکې په ټولو وختونو او سیمو پورې اړه لري،داسې دین دی،چې د ژوند نظام او د بشر د ژوند پرمختګ ته راغلی؛نو دا به څرنګه شونې وي،هغه فقیه،چې له طبیعي بهیر او نظامونو بې خبر وي، د ژوند پر تکامل او پرمختګ ایمان و نه لري؛نو و دې کړای شي ددې دین ستر او پرمختلي احکام پوره او سم استنباط کړي،چې ددې بدلونونو او بهیرونو او پرمختګونو د ښیون- هدایت ضامن دی؟! پر اړتیاوو پوهېدل موږ اوس پخپله فقه کې داسې ځایونه لرو،چې فقهاوو مو د موضوع د اړتیا او پر اهمیت يې د پوهېدو له مخې فتوا ورکړې؛ یعنې په دې،چې په څرګنده او کافي ډول له آیته نقلي دلیل او حدیث نه لرو او همداراز معتبره اجماع هم نشته؛نو فقهاوو د استنباط له څلورم آره؛یعنې له خپلواک عقلي دلیله ګټنه کړې ده. فقهاوو په داسې ځایونو کې د موضوع د اهمیت او د اسلام له روح سره د اشنایۍ له مخې هوډ نیسي ، چې مهمې موضوعګانې بې تکلیفه نه پرېږدي،چې په دې ځای کې الهي حکم باید داسې وي؛لکه څرنګه چې د واکمن ولایت او متفرعاتو په اړه یې فتوا ورکړې . اوس که د موضوع پر اهمیت نه و پوه شوي؛نو هغه فتوا به هم نه و پیدا شوې . تر دې بریده،چې د موضوع پر اهمیت پوه شول؛نو فتوا یې ورکړه. دې ته ورته داسې نور ځایونه هم موندای شو،چې د فتوا د نه ورکولو علت د موضوع اهمیت او اړتیا ته یې نه پاملرنه ده . مهم وړاندیز يو وړاندیز لرم،چې د فقهې پرمختګ ته مو خورا ګټور دی . دا مخکې “مرحوم آیت الله شیخ عبد الکریم حایري یزدي” ویلی و او زه يې وړاندیز دلته وایم . څه اړینه ده،چې په ټولو مسایلو کې دې خلک له یو تنه تقلید وکړي؟ غوره دا ده،چې فقه دې تخصصي او کارپوهېزي برخې کړي؛یعنې هرې ډلې،چې د فقهې عمومي پېر تېر کړ او معلومات یې ترلاسه کړل،تخصص دې په یوه برخه کې تېر کړي او خلک دې هم په هماغه برخه کې ترې تقلید وکړي .د ساري په ډول : ځینې دې عبادت خپله تخصصي څانګه کړي . ځینې دې یې معاملات،ځینې دې یې سیاستونه او ځینې نور دې احکام( د فقهې په اصطلاح احکام) خپله اختصاصي او ځانګړې څانګه کړي؛لکه څرنګه،چې په طب کې دا کار شوی او تخصصي څانګې رامنځ ته شوي،هره ډله د طب د یوې څانګې متخصصین دي . ځینې د زړه متخصصین دي،ځینې د سترګو،ځینې د غوږ،ستونې او پوزې او ځینې د نورو متخصصین دي . که دا کار وشي؛ هر کس په غوره توګه په خپله څانګه کې څېړنه کړای شي. د “سید احمد زنجاني” (( الکلام یجز الکلام)) په اثر کې دا مطلب له نوموړي رانقل شوی دی . دا ډېر ښه وړاندیز دی،زه پرې ورزیاتوم،چې په فقه کې د کار د ویش او په فقاهت کې د تخصصي څانګو د رامنځ ته کېدو اړتیا له سل کلونو راهیسې راپیدا شوې او په اوسني حالت کې ‏یا ددې وخت فقهاء دې د فقهې د تکامل مخه ونیسي او ودې یې دروي او یا دې وړاندیز ته سر ټیټ کړي . په علومو کې کارپوهيز ویش په علومو کې کار ویش هم د علومو د تکامل معلول دی او هم یې علت دی؛یعنې علوم تدریجاً وده کوي،څو دې پولې ته رسي،چې په ټولو مسایلو کې د یو کس څېړنه پکې ناشونې کېږي او له ناچارۍ دې وویشل شي او تخصصي څانګې دې پکې راپیدا شي؛نو د کار ویش او په یو علم کې د تخصصي څانګو راټوکېدل د هغه علم د تکامل او پرمختګ پایله او معلول دی . بلخوا د تخصصي څانګو راپیدا کېدل، د کار ویش او په تخصصي څانګو کې د فکر تمرکز لا نور هم پرمختګ لامل شوى دى. د نړۍ په ټولو علومو؛لکه طب،ریاضیاتو،حقوقو،ادبیاتو او فلسفه کې تخصصي څانګې راپیدا شوي؛نوځکه خو دې څانګو پرمختګ هم کړی دی . د فقهې زر کلن تکامل داسې وخت هم و،چې فقه ډېره محدوده وه. چې تر “شیخ طوسي” مخکې د یو فقیه کتاب ګورو؛وینو څومره کوچنی او محدود دی . شیخ طوسي د “مبسوط” په لیکلو فقه نوي پړاو ته ننه ایسته او پراخه یې کړه او همداراز پېر په پېر د علماوو او فقهاوو په مرسته او د نویو مسایلو او څېړنو په راننوتو،د فقهې حجم غټ شو،ان تر دې چې سل کاله مخکې د “جواهر” مؤلف وکړاى شول،چې یوه دوره فقه ولیکي او دا کار یې په خورا زیار وکړ. وايي : دا کار یې په شل کلنۍ کې پېل او په فوق العاده استعداد،پرله پسې کار او د خپل اوږد عمر په پای کې يې وکړای شول،چې د فقهې دوره پای ته ورسوي . د “جواهر” دوره په پېړو شپږو ټوکونو کې چاپ شو. د شیخ طوسي د “مبسوط” ټول کتاب،چې د خپل پېر مشروح او مفصله فقه وه، د “جواهر” د شپږ ټوکو سره په پرتلنه کې ښايي له نیم ټوکه یې کوچنۍ وي . د “جواهر” تر خاوند وروسته نوي فقهي اصول د “شیخ مرتضی انصاري” له لارې رامنځ ته شول ،چې بېلګه یې د “مکاسب” او “طهار” کتابونه دي . تر هغه وروسته د چا په خیال کې هم نه راته،چې د فقهې دوره له داسې شرح او څیړنې سره ولیکي او تدریس یې کړي . په دې اوسنۍ وضع کې او تر دې وروسته،چې په فقه کې مو د نړۍ د نورو علومو په څېر پرمختګ او تکامل رامنځ ته شو،چې دا پرمختګ د پخوانیو علماوو او فقهاوو د هڅې پایله ده،ددې وخت علماء او فقهاء دې یا د فقهې د پرمختګ مخه ونیسي او یا دې هغه دروند او پرمختللی وړاندیز عملي کړي او تخصصي څانګې دې رامنځ ته کړي او خلک دې هم په تقلید کې تبعیض وکړي؛لکه څرنګه چې ډاکتر په تګ کې تبعیض کوي . فقهي شورا بل وړاندیز هم لرم او ګروهمن یم دا مطلب،چې څومره هم وویل شي؛نو ښه دی او هغه داچې په عین حال کې،چې په نړۍ کې په ټولو پوهنو کې تخصصي څانګې راپیدا شوي او هېښنده پرمختګ یې کړی،یو بل چار هم عملي شوی،چې په خپل ځای کې په پرمختګ کې د پام وړ لامل و او هغه د هرې څانګې د لومړي پوړ د پوهانو او د اند د څښتنانو تر منځ ګډ کار او هم اندي ده. په نننۍ نړۍ کې نور د وګړي فکر او عمل یې اغېز نه لري،ځان ته له تګه څه نه جوړېږي . د هرې څانګې علماء او پوهان تل یو له بل سره خپل اندونه تبادله کوي، د خپل اند او اندې محصول له نورو پوهانو او د اند له خاندانو سره شریکوي . ددې لومړي پوړ د ګډ کار او هم اندۍ او د نظر د تبادلې په پایله کې که ګټوره اوسمه څرګندونه راپیدا شي؛نو ژر خپرېږي او ځای نیسي او که باطله څرګندونه پیدا شي؛نو باطلوالى یې ژر روښانېږي او له منځه ځي او د اند د خاوند هغه زده کونکي کلونه کلونه په دې تېروتنه کې نه پاتې کېږي . په خواشینۍ سره په موږ کې لا تر اوسه د کار ویش،تخصص،ګډ کار او هم اندي نه ده پیدا شوې او څرګنده ده،چې په دې حالت کې د پرمختګ او د ستونزو د هوارۍ تمه نشو درلودای . علمي سلامشورې او د نظر تبادله که څه هم خورا څرګنده ده او استدلال ته یې اړتیا نشته؛خو داچې پوه شو خپله په اسلام کې دا وړاندوینې او حکمونه شته؛نو د قرآن یو آیت او د نهج البلاغې غونډلو- جملو ته اشاره کوم . قرآن وايي : ((وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ(شوری/۳۸)= او د هغو كسانو (لپاره دي)،چې د خپل پالونكي (بلنه) يې منلې او لمونځ يې درولى او خپلې چارې په خپلمنځي مشورې سره سرته رسوي او څه چې موږ ورته ور روزي كړې (د خداى په لار كې يې) لګوي .)) نو د اسلام له نظره هم اندي او سلا مشوره د اسلام د لارویانو او د ایمانوالو د ژوند اصول دي . حضرت علي (ک) وايي : پوه شئ،د خدای هغه بندګان،چې د خدای علم ورکړ شوی؛نو د خدای راز ساتي او د علم چینې خلکو ته وايي، یو له بل سره له مینې ډکې اړیکې لري،په خورا مینه او خوښۍ یو له بل سره ویني او یو بل له خپلو اندیزو او علمي زېرمو مړوي او په پایله کې ټول مړېږي او ځي. )) وګ : نهج البلاغه /۲۱۲ خطبه . که په فقاهت کې علمي شورا رامنځ ته شي او د نظر راکړه ورکړه عملي بڼه ونیسي،پردې سربېره،چې په فقه کې به پرمختګ او تکامل رامنځ ته شي؛نو د فتواګانو ډېری اړپیچ- اختلاف به هم له منځه ولاړ شي. که مدعي یو،چې فقه مو هم د نړۍ له رښتینو علومو ده؛نو له هغو طریقو دې پلوي وکړو،چې په نورو علومو کې ترې لاروي کوي او بې له دې بله لار نه لرو. که لاروي ترې و نه کړو؛نو مانا یې دا ده،د علومو له کتاره وتلې ده.نور وړاندیزونه هم لرم؛خو وخت کم دی . د خبرو په پیل کې مې دا آیت ولوست . ((وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ(توبه/۱۲۲)= او دا نه ښايي چې مؤمنان ټول يو مخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې د هغوى د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه تر لاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبركړي، ښايي (چې د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي ! )) دا آیت په څرګنده حکم کوي،چې د مسلمانانو یوه ډله دې په دین کې “تفقه” وکړي او نور دې هم له خپلې تفقهې خبر کړي . “تفقه” د “فقهې” له مادې ده . د فقهې مانا،مطلق پوهېدل- فهم نه دي؛ بلکې د یو څیز د حقیقت بشپړ لیدانې- بصیرت او ژورې پوهېدنې- فهم ته فقه وايي. “راغب” په “مفرداتو” کې وايي :فقه دا ده،چې له یو ښکاره او ظاهر چاره،پټ حقیقت ته ورسې. د تفقهه په تعریف کې وايي: (( تفقه اذا طلبه فتخصص به))؛یعنې د یو څیز طلب کول او په کې تخصص او کارپوهه پیدا کول . دا آیت مسلمانانو ته وايي : د دین په پوهې کې دې سطحي او رغي نه وسي؛بلکې ژور فکر دې وکړي، د حکمونو پر روح او مانا دې پوه شي . دا آیت د اجتهاد او فقاهت سند دی او همدا آیت مو د وړاندیزونو لاسوند- سند دی؛لکه څرنګه چې د همدې آیت له مخې په اسلام کې د اجتهاد او تفقهه لمن غوړېدلې؛نو د همدې آیت له مخې دا لمن دې لاپسې وغځول شي،اړتیاوو ته دې نوره پاملرنه هم وشي،فقهي شورا دې عملاً لاس په کار شي،ځان ته تګ دې منسوخ شي،څانګې دې تخصصي او کارپوهېزې شي،چې فقه مو د تکامل لارې ته دوام ورکړي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست