تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه په توحید کې د امام رضا (رح) له ویناوو څخه   په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم— چې له ډېرې پیدایۍ ناپدید شو خوشحال بابا : مامون الرشید د غیر اسلامي هېوادونو ټول پوهان راټول کړي ول او یوه ستره غونډه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

په توحید کې د امام رضا (رح) له ویناوو څخه  

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم— چې له ډېرې پیدایۍ ناپدید شو

خوشحال بابا :

مامون الرشید د غیر اسلامي هېوادونو ټول پوهان راټول کړي ول او یوه ستره غونډه یې جوړه کړې وه، چې له امام رضا (رح)  سره ویینه وکړي چې یو یې ((عمران صابي)) و، چې امام یې وپوښت په دې باب اوږد روایت راغلی او موږ د کتاب د غوښتنې هومره راخستې دی:

عمران صابي وویل: وواست چې د خدای ایکي یو توب په حقیقت پېژنو یا یې په صفت (او ځانګړنو)؟  [په بله وینا: د خدای ایکي یو توب په ذات پورې یې اړوند دی که ورته یو صفت دی؟]

امام وویل: سکه هغه ابدي رڼا، ایکي یو، ړومبي موجود او ایکي یو دی، شریک نه لري (او په دې مقام کې) څه ورسره نشته، ایکي یوازې ځان ته دی او دویم نلري [ یا داسې ایکي یو دی چې دویم نه رانغاړي] نه معلوم (څرګند) دی نه مجهول ( ناڅرګند)، نه محکم دی نه متشابه، نه په یادو کې وي او نه له یادو وتلی او ((څه)) نه دی چې د یوه بل څیز نامه پرې کېښوول شي؛ نو ځکه ړومبی هستي، پر خپل ځان ولاړ یو موجود دی، یوه رڼا ده، چې نورو ته یې اړتیا نشته، نه پیل لري نه پای، نه پر څه ولاړ دی [ او په بله وینا نه زمان لري او نه مکان] نه د یوه څیز شاته پټ شوی، نه په یوه څه کې پټ شوی، چې یا یې په ذهن کې راتېر شي؛ نو بنیادم داسې کلمه نه مومي چې تعبیر ته یې وروکاروي (څه چې کاروي؛) یو رڼا ده ، یوه بېلګه ده، یو شبح یا یو سیوری دی او دا ټول تر پیدایښت وړاندې و؛ خوپر هغه مهال بې له الله څه نه و او دادی په خپله هم په همدې مرتبه کې دی (یعنې د رڼا او بېلګې او…) نو په حقیقت کې دا رامنځ ته شوي صفتونه دي او انګېرونکي ته یوه څرګندونه ده چې پوه شي.

عمرانه پوه شوې؟ هو.

امام زیاته کړه: پوه شه چې د ((توهم)) [ ظاهرا مراد علم دی او په پاتې ژباړه کې یې علم یادوو] ، غوښتنې او ارادې مانا یوه ده او یو چار درې نامې لري او د خدای ړومبی علم، اراده او غوښتنه، ټکي وو، چې د ټولو موجوداتو آر  او د هرې ستونزې هواروونکي دي، د علم په لومړي پړاو کې یې، دې ټکیو ته بې له همدوی هیڅ مشخصه مانا نه وه او بې له همدوی د هیڅ عینی واقعیت ښوونکي نه ول، وجود (او شتون) یې علم و، البته د خدای هستي پر همدی علم هم ور وړاندې وه، ځکه تر خدای مخکې هیڅ نه و او نه څه ورسره و، د خپله علم د پلي کېدو پړاو هم د دې ټکیو د پلي کېدو تر پړاو وړاندې و؛ یعنې ټکي د علم په رڼا کې پلي شوي،علم په یوه داسې مرتبه کې و، چې تراوسه د هیڅ معلوم څرک نه و، دا خو لا څه چې د خدای علم بې له ذاته یې دی (یعنې د اسما او صفاتو علم یا فعلي علم؛ یعنې هغه علم چې: په باندینۍ نړۍ کې د معلوم عیني پلي کول) لکه څنګه چې د هر څیز کار بې له ده دی؛ نو د هر څیز حد یو چار دی بې له خپله محدوده، او د هر څیز صفت، یو امر دی بې له خپله موصوفه؛ ځکه ټکي چې یو له بله بېل وي؛ نو هماغه ټکي دي او بس او بې له ځانه پر بل څه دلالت نه لري؛ خو چې يوځای یې کړې او څو ټکي یې سره ونښلوې؛ نو هله به بې له دوی د نامې یا صفت په بڼه یو بل څیز راوښیي.

پوه شه شونې نه ده چې بې موصوفه یو صفت وي یا بې مسمی یوه نامه وي یا بې محدوده یو حد وي؛ خو د خدای ګردې نامې او صفات، کمال او شتون یې راښيي، نه دا چې پوره یې رانغاړي لکه یوه مربع یا دایره یا مثلث چې پوره یوه سطح رانغاړي خدای تر یوه برید په نامو او صفاتو پېژندای شو؛ خو په کومې نامې یا صفت کې یې راایسارولای نشو، د خدای په اړه دغسې وضع څه لار نه لري؛ نو ځکه د خدای مخلوقات لکه څنګه چې د ځان په هکله ښانده (معرفت) لري د خدای په اړه ښندنه (معرفت) درلودای نشي او په دې حال کې که (نامې او صفات یې بیخي بې مانا او تشې وي او نه) یې صفاتو دلالت پرې درلود او نه یې نامو نومولای شو؛ نو مخلوقات به په حقیقت کې نامه پالي او صفت پالي و، نه خدای پالي او په دې حال کې هغه ایکي یو معبود به بې له الله یو څه و، ځکه د خدای صفت بې له ده ځنې دی.

عمران وویل: د خپله علم (او د عیون د کتاب له مخې: د ابداع او رادبره کېدو) په باب راته ووایه چې مخلوق دی یا غیر مخلوق؟

امام وویل: البته: مخلوق دی، خو ساکن مخلوق؛ نو دا چې ساکن دی د درک وړ نه دی. ولې مخلوق دی؟ ځکه حادث او پیدا شوی او خدای دی چې رادبره کړی یې دی؛ خو همدا چې د څیز نامه ورکړای شوې؛ نو څرګنده ده چې مخلوق دی؛ ځکه په هستۍ کې یوازې خدای دی او مخلوقات یې او درېیم پکې نشته.

البته مخلوق کله ساکن وي، کله خوځنده، کله په تلو راتلو کې وي او کله یو د بل تر څنګ او ډېر ځل معلوم او متشابهه؛ خو پر څه چې د ((څیر)) نامه کېښوول شي پخپله مخلوق دی.

سرچینه :

تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني روایتي ټولګه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!