په روايتونو کې د ګناهونو ويش : له امامانو په ګڼو روايتونو کې نقل شوي او ورڅخه جوتېږي ،چې ګناهونه پر کبيره اوصغيره ويشل شوي دي. د “اصول کافي” په کتاب کې د ((باب الکباير)) ترعنوان لاندې يو باب راغلې،چې ٢٤ حديثونه پکې همدې موضوع ته ځانګړي شوي دي . ددې باب په اول او […]
په روايتونو کې د ګناهونو ويش :
له امامانو په ګڼو روايتونو کې نقل شوي او ورڅخه جوتېږي ،چې ګناهونه پر کبيره اوصغيره ويشل شوي دي. د “اصول کافي” په کتاب کې د ((باب الکباير)) ترعنوان لاندې يو باب راغلې،چې ٢٤ حديثونه پکې همدې موضوع ته ځانګړي شوي دي . ددې باب په اول او دويم روايت کې راغلي : کبيره ګناهونه هغه دي،چې خداى ورته د دوزخ اور ځانګړى کړى دى.[1]
په روايتونوکې اوو(٧) ګناهونو ته کبيره ويل شوي او په ځينو نورو کې نولسو ته کبيره ګناهونه ويل شوي دي.[2]
هره ګناه چې د خداى له حکمه سرغړونه وي؛نو غټه ګڼل کېږي.ځينې ګناهونه او اغېزې يې تر نورو سترې دي؛نوله همدې کبله پرغټو او وړو ويشل کېږي .
څنګه ځان له “کتاب الله” څخه پرستروګناهونو پوه کړو ؟
شرک :
شرک غټه (کبيره) ګناه ده.قرآن وايي:
مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ[3]
ژباړه: چا چې له خداى سره څوك شريك کړ؛ نو هرومرو خداى جنت پرې حرام كړى دى.
د خداى له رحمته نهيلي:
قرآن وايي:
إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ[4]
ژباړه: يوازې كافران دهغه له رحمته نهيلي كېږي.
د خداى له ((عذاب او مهلت )) څخه خوند يتوب :
أَفَأَمِنُواْ مَكْرَ اللّهِ فَلاَ يَأْمَنُ مَكْرَ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ[5]
ژباړه: د خداى له مکر او (ناڅاپي) عذابه خوندي دي؟ حال دا چې يوازې زيانکاران ترې ځان خوندي بولي. ( او نور ترې ځانونه خوندي نه بولي).
د مور و پلار ازارول :
قرآن د حضرت عيسى له خولې وايي:
وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا[6]
ژباړه : او (همداراز) له خپلې مور سره يې په نېكۍ كولو (راته سپارښتنه كړې ده) او زه يې سرغړاند او سخت زړى كړى نۀ يم .
د بې ګناه انسان وژنه :
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا[7]
ژباړه : او څوك چې مؤمن په لوى لاس ووژني؛نو سزا يې دوزخ دى،چې تل به پكې وي،پر هغه دخداى غضب دى او له خپل رحمته يې لرې كوي او ستر عذاب يې ورته چمتو كړى دى .
پر پاکلمنې ښځې د زنا تور لګول :
إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ[8]
ژباړه: په حقيقت کې څوك چې پر پاكلمنو او (له هر ډول چټليو) پر ناخبرو او مؤمنو ښځو تورونه تپي،په دنيا او اخرت كې له الهي رحمته لرې کړاى شول او ورته ستر عذاب دى!
د پلار مړي مال خوړل:
إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا[9]
ژباړه: څوك چې په ظلم د يتيمانومالونه خوري ( په حقيقت كې) يوازې اورخوري او ډېر ژر به په سوځنده اور کې ورننوځي.
د جهاد له سنګره تېښته :
وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلاَّ مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاء بِغَضَبٍ مِّنَ اللّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ[10]
ژباړه : او څوك چې ورته شا كړي؛ خو دا چې د نوي بريد او يا له نورو (مجاهدينو) سره ديو ځاى كېدو په موخه ميدان پرېږدي؛ نو هرومرو به د خداى په غضب ککړ شي او هستوګنځۍ يې دوزخ دى، چې ډېرناوړه ځاى دى !
سود خوړل :
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ[11]
ژباړه: هغوى چې سود خوري؛ نو په قيامت كې به داسې را پاڅېږي؛ لكه شيطان تېر ايستلى ( شيطان يې حواس خراب کړي وي ځان نشي نيولاى،كله لوېږي او كله راولاړېږي ) دا ځكه چې وايي:(( راكړه وركړه هم د سود غوندې ده ( او ترمنځ يې څه توپير نشته دى.))) حال دا چې خداى راكړه وركړه (( بيع )) روا او((ربا)) ناروا كړې ده (؛ځكه ددې دواړو ترمنځ ډېرتوپير دى)؛ نو چا ته چې الهي نصحيت ورسېد او له سوده يې لاس واخېست؛ نو [د تحريم د حكم تر نازلېدو] له مخه يې چې څه خوړلي، هغه خو يې خوړلي دي،( او دا حكم پر مخكېنيو نۀ عملي كېږي ) او معامله يې له خداى سره ده ( او تېر به يې خداى وبښي ) ؛خو څوك چې تردې حكم وروسته بيا هم سود خوري؛ نو همېشه مېشت دوزخيان دي.
کوډې :
وَاتَّبَعُواْ مَا تَتْلُواْ الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُواْ لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِنْ خَلاَقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْاْ بِهِ أَنفُسَهُمْ لَوْ كَانُواْ يَعْلَمُونَ[12]
ژباړه: او(يهودو) دهغه څه لاروي وكړه، چې شري وګړيو (کوډګرو) د سليمان په پاچاهۍ کې خلكو ته لوستل او سليمان هېڅكله (كوډې ونكړې او) كافر نشو؛ خو شري وګړي كافران شول (چې) خلكو ته يې كوډې ورښوولې او(همداراز يهودو) د هغه څه (لاروي وكړه) چې په بابل کې پر دوو پرښتو ((هاروت)) او((ماروت)) نازل شوي وو، دوى دواړو هېچا ته تر هغې څه نۀ ښوول، چې يې نۀ و، ويلي: ((موږ يوازې ازمېښت يو، (پام) مۀ کافرېږه!)) (او لدې زده كړو ناوړه ګټه مۀ اخله)؛ خو يهودو له هغو دواړو پرښتو داسې څه زده كول،چې په هغې يې ښځه او ميړه سره بېلول؛ خو دوى بې د خداى له اجازې هېڅكله چاته زيانمن نه دي،هغوى داسې څه زده كول، چې ورته ګټور نۀ؛ بلكې زيانمن وو او ښه پوهېدل،چې كه څوك ددې څيز پېرونكي شي (؛نو) په اخرت كې ورته هېڅ ونډه نشته(؛نو) كه پوهېداى څومره ناكاره سودا ده،چې ځان يې پرې وپلوره !
زنا:
وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا[13]
ژباړه : او هغوى چې له الله سره (د لمانځنې لپاره) بل معبود نۀ بولي او هغه نفس په ناحقه نۀ وژني، چې(وژل يې) خداى حرام كړى وي او نۀ زناكوي او څوك چې دغه چارې وكړي (؛نو) دخپلې ګناه (سزا) به وګوري.
يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا[14]
ژباړه : په قيامت كې يې عذاب دوه (ياڅو) ګرايه زياتېږي او پدې عذاب كې به تل خوار پروت وي!
په ګناه د دروغو قسم خوړل:
إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُوْلَئِكَ لاَ خَلاَقَ لَهُمْ فِي الآخِرَةِ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ وَلاَ يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ[15]
ژباړه: په رښتيا څوك چې الهي ژمنې او(د خداى په سپېڅلي نامه) خپل قسمونه په ناڅيزه بيه پلوري؛نو په اخرت كې يې برخه نشته او خداى ورسره خبر ې نكوي اونۀ به ورته دقيامت پر ورځ ( په لورېنه) و ګوري او نۀ به يې(له ګناهونو) پاك كړي او ورته دردناك عذاب دى .
په جګړیزو غنيمتونو کې درغلنه:
وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ[16]
ژباړه: او (ګومان مو كړى چې ممكن پېغمبر به درسره خيانت كړى وي ؟ حال دا چې) ناشونې ده،يو پېغمبر هم خيانت وكړي او څوك چې خيانت کوي؛ نو د قيامت پر ورځ به له خپل خيانت سره( د محشر ميدان ته ) راشي بيا به هر چا ته د خپلو كړو وړو پوره (بدله) وركړه شي (نو له همدې امله) تېرى پرې نه كېږي.
فرضي زکات نه ورکول:
يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ[17]
ژباړه : (پر هغه) ورځ چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او وچولي او اړخونه او شاګانې يې پرې وداغل شي؛(او ورته به وويل شي) دا همغه څه دي،چې ځان ته مو زېرمه كړي وو؛نو اوس د خپلو زېرمو (خوند) وڅكئ .
په دروغو لېینه – ګواهي او حق پټول :
وَإِن كُنتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُواْ كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ[18]
ژباړه: او كه په سفر كې وئ او ليكوال مو و نۀ موند(؛نو) بايد يو څيز په ګروۍ ونيسئ (داسې ګروي چې د غوښتونكي په اختيار كې وي ) او كه پر يو بل (بشپړ) ډاډه اوسئ (؛نوګروي لازمه نده او ) بايد څوك چې امين ګڼل شوى دى ( او بې له ګروۍ يې له بل څه اخېستي؛نو خپل ) امانت ( او پور دې پر خپل وخت ) بېرته وركړي او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي اوشاهدي مۀ پټوئ او څوك چې يې پټه كړي؛ نو په حقيقت کې زړۀ يې ګناهكاردى او څه چې كوئ خداى پرې ښه پوه دى.
شراب څښل
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[19]
ژباړه: مؤمنانو! شراب او جواري او بوتان او ازلام [=يوډول بخت ازمېيل] (داټول ) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛ نو ځان ترې وساتئ ، چې وژغورل شئ .
په لوی لاس د لمانځه يا د نورو فرايضو پرېښوول :
پېغمبر اکرم (ص) وايي:(( من ترك الصّلاة متعمّداً فقد بَرى من ذمّة اللّه و ذمّة رسول اللّه – څوک چې په لوى لاس لمونځ پرېږدي ؛نو دخداى او د رسول تړون ته به يې شا کړي وي.))
تړون ماتونه او د خپلوۍ د اړيکو پرې کول
أُوْلَئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ[20]
[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]
[1] الكبائر التى اوجب اللّه عليها النار. (كافى 2 /276)
[2] کافي ٢\٢٨٥ ، وسايل ١١\٢٧٦
[3] مایده/۷۲
[4] یوسف/۸۷
[5] اعراف/۹۹
[6] مریم/۳۲
[7] نساء/۹۳
[8] نور/۲۳
[9] نساء/۱۰
[10] انفال/۱۶
[11] بقره/۲۷۵
[12] بقره/۱۰۲
[13] فرقان/۶۸
[14] فرقان/۶۹
[15] ال عمران/۷۷
[16] ال عمران/۱۶۱
[17] توبه/۳۵
[18] بقره/۲۸۳
[19] مایده/۹۰
[20] رعد/۲۵
-
ټیګونه:
- www.andyal.com