تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     په قرآن او نبوي سیرت کې د منجمنټ/سنبالښت اصول دویمه برخه انساني مديريت رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم  په خپلو کړلارو او مديريت کې يوازې د انسان خير او سمونې ته پام کاوه او يوازې اسلام دى، چې په ټولو احکامو کې يې د انسان دنيوي او اخروي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

    په قرآن او نبوي سیرت کې د منجمنټ/سنبالښت اصول

دویمه برخه

انساني مديريت

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم  په خپلو کړلارو او مديريت کې يوازې د انسان خير او سمونې ته پام کاوه او يوازې اسلام دى، چې په ټولو احکامو کې يې د انسان دنيوي او اخروي نېکمرغۍ ته پام کړى او د انسان ټولې وګړنى او ټولنيزې چارې يې اوډون کړي دي.

 د اسلام د ټولو احکامو روح د انسان د حرمت، شخصيت، عزت او درناوي ساتنه ده، چې په دې اړه قرآن کریم وايي:

((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى‏ كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً [1]= او په رښتيا موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى دى او هغوى مو په وچه او لمده كې (پر سورليو) سواره كړي دي او هغو ته مو له ډول ډول پاكو څيزونو روزي وركړې او هغوى مو تر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره كړي دي.))

 انسان ته يې د کړنو له مخې سزا يا ثواب ورکول کېږي. که ښه يې کړي وي؛ نو ثواب به ورکړ شي او که بد يې کړي وي؛ نو سزا به يې ورکړ شي.

 کچه او معيار، د مسلمان کړنې دي؛ يعنې چې کله انسان خپل کار د الله تعالی په نامه پيلوي؛ نو ګروهه لري، الله تعالی يې له نيت او ښکاره او پټو چارو خبر دى او همدا فکر يې روح پياوړى کوي او تل يې دا کوښښ وي په چارو کې د الله تعالی خوښي لاس ته راوړي؛ ځکه الله تعالی ويلي:

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لاَ نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلاً[2]= په رښتيا هغوى چې ايمان راوړى دى او ښه كارونه يې كړي وي؛ نو موږ به د نېكانو اجر لاهو نه كړو.))

الله تعالی پردې خوښېږي، چې کار په ځيرتيا او پوخ پيل کړئ.

 رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم هم ډېر اسان شريعت راوړى، چې انسان پکې تر خپلې وسې پړ دى. قرآن کریم وايي:

 ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلاَنَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ[3]=الله تعالی هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي (انسان) چې څه (ښه) وكړي؛ نو ځان ته يې كړي او هره (بدي) چې وكړي؛ نو د ځان په زيان به يې كړې وي. (مؤمنان وايي:) پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي، موږ پرې مه نيسه. پالونكيه ! پر موږ هغه پېټى مه ږده؛ لکه چې هغه دې (د ګناه او سرغړونې له لامله) زموږ پر مخكېنيو ايښى و. پالونكيه ! پرموږ هغه پېټۍ مه ږده، چې د پورته كولو وس يې نه لرو او د ګناهونو نښې را نه پرېمينځه، ومو بښه، رحم راباندې وكړه، ته زموږ پالندوى (او مرستندوى) يې او پركافرانو مو بريالي كړه.))

 چې پردې ګروهه، د مسلمان عمل، د ځيرتيا او مړانې تر ټولې لوړې کچې ته رسي او هم په خپلو لارويانو کې د داسې مفکورې رامنځ ته کول ډېر ستر کار او د مديريت مهم ټکى دى.

 سره له دې چې اسلام کار عبادت ګڼلى؛ خو مادي اړخ ته يې هم پام دى، چې کارګر ښه ژوند ولري او په مينه او نوښت کار وکړي.

 رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم  ټينګار کاوه، چې په عدالت د کارګر مزدوري ورکړئ او تل يې د کارګر سوکالۍ ته پام و او په دې اړه وايي: ((څوک چې زموږ لپاره د يوکار لامل شي؛ نو که کور نه لري؛ نو بايد د کور خاوند شي او که ښځه نه لري؛ بايد د ښځې خاوند شي او که سورلي نه لري؛ نو بايد د سپرلۍ خاوند شي. ))

 د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم سيرت د هغه په زدکړیال؛ حضرت “علي ابن ابيطالب” کې انځور شو. حضرت “علي” چې “مالک اشتر نخعي” د “مصر” والي وټاکه؛ نو داسې يو منشور يې ورکړ، چې د نړۍ تر ټولو لوړ اداري او سياسي کړلار شمېرل کېږي او په يوه برخه کې يې راغلي:

 ((له ولس سره په نرمئ چلن کوه او د داړن څاروي په څېر مه اوسه، چې د ولس داړل درته غنيمت وي.[4]))

د عمومي مديريت ځانګرنې

1_ د کار پر ارزښت ايمان:

 په غير ديني ټولنو کې مديريت يو کسب دى، چې ټاکل شويو مادي موخو ته رسېدل اسانوي او له هرې لارې او وسيلې يې د خلکو قانع کول ځانګړنه ده؛ خو په اسلام کې د مدير د ټاکلو اساسي شرط، د کار پر ارزښت د زړه له کومې باور دى؛ لکه څرنګه، چې رسول الله  د قرآن کریم پر حقانيت او خلکو ته يې پر تبليغ بشپړ ايمان درلود او دا حقيقت قرآن کریم بيان کړى:

((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِن رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كَلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِن رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ[5] =پر پېغمبر، چې څه د الله تعالی له لوري نازل شوي دي، ايمان يې پرې راوړى دى (او هغه په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر الله تعالی، پرښتوو، كتابونو او پېغمبرانو يې ايمان راوړى دى؛ (او وايي:) ((موږ د الله تعالی د پېغمبرانو ترمنځ يوه ته هم په توپیر قايل نه يو ( او پر ټولو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل: ((موږ واورېدل او غاړه مو كېښووه: پالونكيه ! ستا بښنې (ته سترګې پرلار يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى.))

 د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پرلپسې هلې ځلې، پر الهي وحې او اسلامي ارزښتونو د ايمان نښه وه؛ ځکه ډېر کړاوونه يې پرې راوستل؛ خو بيا هم ستړى نه شو او هغه مهال به له خوشحالۍ په جامو کې نه ځايېده، چې ډلو ډلو به اسلام راووړ او هغه مهال به ډېر خپکې ده، چې خلک به سمې لارې ته نه راتلل؛ خو آيت راغى او د رسول الله د تسليت لپاره يې وويل:

((فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى‏ آثَارِهِم إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهذَا الْحَدِيثِ أَسَفاً [6]= او که په دې خبره ( = قرآن کریم ) ايمان را نه وړي؛ نو ښايي ته د هغوى د كړنو له لامله ځان له غمه مړ کړې.))

2_امانت ساتنه او د مسوليت احساس:

 هغه مشر بريالى او ځلېدلى دى، چې د ستر روح خاوند وي او د کار سختي وزغمي او په اخلاص او امانتوالۍ خپله دنده ترسره کړي.

 په اسلام کې مديريت يوازې وړ مومن او وړ کارپوه ته سپارل کېږي او سيره ليکوونکيو ليکلي، يو صحابي رسول الله وپوښته: ((ولې راته قومانداني نه راسپارئ؟ ))

 رسول الله ورته وويل: ((ځکه د سر ته رسولو وس يې نه لرې او د يوې دندې يا کار مسوليت د قيامت پر ورځ د انسان د پښېمانۍ او سرکوزۍ لامل دى؛ خو (نه) هغوى ته چې د دندې او مسوليت وړ وي او ټول واجبات يې پوره کړي وي. ))

3_ پرېکندتوب:

 په حساسو شېبو کې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د پرېکنده هوډ کولو په اړه مو د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د پوځي مشرۍ په بحث کې خبرې وکړې.

 دلته بايد ووايم: مدير د ټولو پروژو او کړلارو روستى هوډ کوونکى دى؛ نو بايد بې له هر ډول وسواس او شکه، تر ټولوغښتلې اراده ولري؛ ځکه د ارادې سست والى د مدير په مديريت کې ګډوډي راولي. الله تعالی خپل استازي ته وايي:

 ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[7]= خلكوته دالهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل؛ نو تر هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ورسره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ(؛ نو پرېکنده اوسه او) پر الله تعالی توكل وكړه؛ ځكه چې توكل كوونكي د الله تعالی خو ښېږي.))

حضرت “علي” وايي:

((په پرېکنده هوډ، ناغېړي او بې ارادېتوب له منځه يوسئ[8].))

((چاچې سستي او لټي جامه کړه؛ نو حقوق يې پوپناه شي[9].))

4_ عاجزي او ولسي کېدل:

 قرآن کریم د “حجر” د سورت په 88 آيت کې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: ((له مومنانو سره مهربان اوسه!)) او د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم اخلاق، چې د قرآن کریم له مخې و، داسې مهربان، عاجز او متواضع و، چې کله به کوم ناپېژندګلو راغى؛ نو رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم به يې نه پېژانده؛ نو پوښتل يې، چې په تاسې کې کوم يو د الله تعالی استازى دى؟

 خورا مهربان او تل به موسکى و او هغه مهال، چې د قريشو مشرکانو ترې وغوښتل چې ورسره ناست بېوزلي وشړي، چې د ناستې ځاى يې پراخه شي؛ نو و يې نه منل.

حضرت “علي” خپل والي ته وليکل:

 ((مالکه ! لورنه به خلک درسره مهربانه کړي او د عدالت پلي کول تر ټولو غوره چار دى، چې د واکمن څېره ځلاندوي. د وخت يوه برخه هغوى ته ځانګړې کړه، چې تاته اړتيا لري او کارونه يې په خپله ترسره کړه. په عمومي غونډه کې کېنه او پر هغه مقام، د هغه الله تعالی پر وړاندې متواضع وسه، چې ستا پيدا کوونکى دى او په کوم ځاى کې چې ناست يې؛ ساتندويان دې مه پرېږده، چې خلک درته په ډاډه زړه خپله ستونزه ووايي.[10] ))

 هو! مسلمان مدير په خلکو کې کېني او له نږدې او مخامخ يې ستونزو ته غوږ ږدي.

5_ نېکه مخينه:

 د الله تعالی استازى له بعثت مخکې په “امين” مشهور و. د بېوزليو د دفاع او ورسره د مرستې په موخه يې د”حلف الفصول” په تړون کې ګډون وکړ او حکيمانه تدبير او مديريت يې د ((حجر الاسود)) د تيږې د ايښوولو پر مهال، د عربو ستره شخړه هواره کړه.

 په ((حراء)) غار کې يې د تفکر او خلوت له لارې ځان د پيداېښت پر اسرارو پوه کړ او هماغلته يې د خلکو د ستونزو د حل لپاره فکر کاوه او د همدې ځانګړنو او فضايلو په درلودو، اسلامي امت او ان د وخت خلکو پرې ډاډ درلود.

 رسول الله هم خلکو ته “علي” کرم الله وجهه د امير او مدير په هېڅ وروپېژانده؛ چې البته د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم دا ټاکنه د “علي” کرم الله وجهه د وړتيا، ښه مخينې او ښه اخلاقو له لامله وه؛ ځکه “علي” کرم الله وجهه په اسلام راوړو، لمونځ کولو او هم رسول الله ته د وحې ړومبى تصديقوونکى و.[11]

6_سختي او نرمي:

 په خپل ځاى سختي او نرمي کول، د اسلامي مديرانو دوه عمومي ځانګړنې دي او پېغمبرانو ته زېري ورکوونکي او وېرونکي ويل شوي، چې د انساني ټولنو مديران دي.

 يوازې ستاينه، هڅونه او زېرى د ګناه د جرات لامل ګرځي او يوازې وېرول او ژغورل هم نهيلي راولي او ټولنه تباه کوي؛ ځکه که بښنه نه وي او انسان لومړى ځل ګناه وکړي او د ګناه جبران ته هلې ‌ځلې و نه کړي؛ نو بيا بيا ګناه کول ورته ډېر اسان وي؛ نوځکه الهي استازي هم زېري ورکوونکي او هم وېروونکي وو او که يوازې د جنت ورونه خلاص وي؛ نو کار به سر نه نيوه؛ خو پېغمبرانو خلکو ته د برزخ او دوزخ خبرې هم وکړې، چې وېره او زېرى دواړه د انسان د تکامل او پرمختګ لامل شي.

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم  وويل: ((هغه مشر وړ دى، چې درې ځانګړنې ولري: تقوا چې له ګناه يې وساتي. حلم چې غوسه يې سړه کړي او لورنه، چې تر لاس لانديو سره د پلار په څېر مهربان وي.[12]

 7_ زغم او لوړ نظري:

 مدير بايد د مزبوتو اعصابو او ارادې خاوند وي، چې پر ستونزو لاسبرى شي. مدير بايد د سمندر په څېر وي، چې پکې ډول ډول ساکښ خوځېږي؛ خو په ظاهره هوار او هيبتناک وي او که کومه شېبه پرې ځګونه کېني؛ نو په څپو يې له منځه يوسي او څه موده روسته بېرته ارام شي.

 د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په سيره کې ليدل کېږي، چې کله پر رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم  نيوکې کېدلې او نامناسب ټکي يې ورته کارول؛ خو رسول الله به زغمل. قرآن کریم وايي:

وَلاَ تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلاَ الْسَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ[13]=او نېكي او بدي يو شان نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) څوک چې له تاسره دښمني لري، ستاسې د خواخوږي دوست غوندې به وي.))

 رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: ((له پوهې سره زغم؛ له دې غوره څيز نشته[14]))

 په زغم او پراخه سينه حکومت ساتل کېږي او بې له دې مديريت شيندل کېږي.

 حضرت “علي” وايي: ((پراخه سينه او زغم د رياست او مشرۍ وزلې دي.[15] ))

په قرآن کې د منجمنټ آرونه    

وړتیا، د ارتقا کچه ده 

وَ إِذْ قُلْنا لِلْمَلائِكَةِ اسْجُدُوا ِلادَمَ …[16]

ژباړه: او (درياد كړه) چې پرښتو ته مو وويل: ((آدم ته سجده وكړئ.))

 ۱.وړتیا تر مخینې مهمه ده ( هغه پخوانۍ پرښتې چې کلونه کلونه یې د الله عبادت کړی، اوس باید نوي دوران ته رسېدلي؛ خو وړ انسان ته سجده وکړي) سازماني ارتقاء هم باید د وړتیا له مخې وي او یوازې مخینه درلودل بسیا نه دي.

د سرچینو له منځه نه وړل

 قالَ إِنَّهُ یَقُولُ إِنَّها بَقَرَةٌ لا ذَلُولٌ تُثیرُ اْلاَرْضَ وَ لاتَسْقِی الْحَرْثَ…[17]

ژباړه: (موسى) وويل: (الله) وايي: ((په حقيقت کې داسې غوا ده، چې نه خواري کښه ده، چې ځمكه كولبه كوي او نه کرونده خړوبوي، روغه رمټه او بې داغه ده)) 

۲.د طرحو په پلي کولو دې، سرچینې او کارنده توليدي او وټیزې سرچینې له منځه ولاړې نشي. (لاذلول …و لا تسقی)

د چارو پیگیري

 وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَى الْكِتابَ وَ قَفَّیْنا مِنْ بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ …[18]

ژباړه: او په يقين موږ موسى ته كتاب (تورات) وركړ او تر ده روسته پرلپسې استازي مو ولېږل…

 ۳.بري ته د رسېدو لپاره، یو مهم ټکی، د کړلارو پیګیري او تداوم دی، تر څو روستۍ پایلې ته ورسو. (لکه څنګه چې الله تعالی د خلکو ښیون ته پرلپسې استازي را واستول.)

 له سرغړاندو سره قانوني چلن

 وَ لَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْواءَهُمْ بَعْدَ الَّذی جاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ما لَكَ مِنَ اللّهِ مِنْ وَلِیٍّ وَ لا نَصیرٍ[19]

ژباړه: ورته ووايه: ((په رښتیا يوازېنۍ (حقیقي) لارښوونه، الهي لارښوونه ده.)) او كه ته له درکړای شوې پوهې روسته، په هيلو او غو ښتنو پسې یې ولاړ شې (؛ نو) د الله له لوري به هېڅ پالندوی او مرستندوی درته نه وي.

 ۴. د دندې تر ورسپارلو روسته، له سرغړاند سره بیخي ګوزاره مه کوئ. (لکه څنګه چې الله له خپل استازي په سره ځغرده خبره کوي)

د دندې او پر دندې د ګومارونکي تناسب، پوړ پوړ ارتقا

وَ إِذِ ابْتَلى‌ إِبْراهیمَ رَبُّهُ بِكَلِماتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قالَ إِنّی جاعِلُكَ لِلنّاسِ إِمامًا…[20]

ژباړه: او (درياد كړئ) چې كله خداى، ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت.

 ۵. پر دندو او مقامونو د وګړیو تر ګومارنې مخکې یې و ازمېیئ او بیا یې وټاکئ. (لکه څنګه چې الله تعالی، حضرت ابراهیم تر امام کولو مخکې وازمېیه.)

۶. منصبونه او مسولیتونه/ پازوالې دې سوکه سوکه او په بېلابېلو پړاوونو کې تر بري روسته ورکړل شي. ( لکه څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام، د نبوت پړاو، تر تېرولو او په ازمېینو کې تر بري روسته، د امامت مقام ته ورسېد.)

ارزښت او هڅه

 تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَها ما كَسَبَتْ وَ لَكُمْ ما كَسَبْتُمْ …[21]

ژباړه: دا خو يو تېر شوی امت و، كړنې یې خپلې وې او کړنې مو خپلې دي او له کړنو یې نه پوښتلېږئ.

 ۷.د وګړیو د بري د ارزښتګذارۍ کچه یې د هڅو څومره والی دی.

څارنه

 وَ كَذلِكَ جَعَلْناكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَداءَ عَلَى النّاسِ …[22]

 ژباړه: او په دې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده)، يو منځنى امت وګرځولئ، چې پر خلكو شاهدان وسئ او استازى پر تاسې شاهد وي.

 ۸. مدیریان او مشران دې تر خپل لاس لاندې وګړیو پر کړنو څارنه ولري. (لتكونوا شهداء علی الناس)

پرېکندتوب

 الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرینَ[23]

ژباړه: (د قبلې د بدلون فرمان) ستا د پالونكي له لوري حق (حكم) دى؛ نو هسې نه، په اړه يې له شکمنو وسې.

 ۹. مشر دې پرېکنده او ډاډمن وي، په تېره هغه مهال چې په کوم قانون کې یې بدلون راوړی وي او یا کوم دود ماتونه کوي. (فلا تكونن من الممترین)

هڅونه او رټنه

 إِنَّ الَّذینَ یَكْتُمُونَ ما أَنْزَلْنا مِنَ الْبَیِّناتِ وَ الْهُدى‌ مِنْ بَعْدِ ما بَیَّنّاهُ لِلنّاسِ فِی الْكِتابِ أُولئِكَ یَلْعَنُهُمُ اللّهُ وَ یَلْعَنُهُمُ اللاّعِنُونَ‌  إِلاَّ الَّذینَ تابُوا وَ أَصْلَحُوا وَ بَیَّنُوا فَأُولئِكَ أَتُوبُ عَلَیْهِمْ وَ أَنَا التَّوّابُ الرَّحیمُ[24]

ژباړه: په حقيقت کې كوم خلك، چې زموږ نازل شوي څرګند دلايل او لارښوونې په داسې حال كې پټوي، چې په كتاب كې خلكو ته روښانه شوي؛ نو الله او ټول لعنت گر پرې لعنت وايي؛ بې له هغو چې توبه ګار شول (او را و ګرځېدل) او(خپلې بدې كړنې يې پر نېكو كړنو) سمې كړې او (پټ كړى حقيقت يې) راڅرګند كړ؛ نو توبه یې منم او زه خو ډېر لورین توبه منوونكی يم.

۱۰. په یوه اداره کې، د بدچاریو رټنه او د نېکچاریو هڅونه، د ناسمیو سمونې ته دوه بنسټیزې چارې دي. (یلعنهم الله …انا التواب الرحیم)

اداري چلنونه

قالُوا بَلْ نَتَّبِعُ ما أَلْفَیْنا عَلَیْهِ آباءَنا أَ وَ لَوْكانَ آباؤُهُمْ لایَعْقِلُونَ شَیْئًا وَ لا یَهْتَدُونَ[25]

ژباړه: او چې كله ورته وويل شي: ((څه چې الله نازل كړي، لاروي يې وكړئ.)) وايي: ((موږ د خپلو پلرونو پر لار ځوو.)) (ښه نو) كه پلرونه يې پرڅه نه پوهېدل او سمه لار يې نه وه ميندلې؛ (نو بيا به هم ورپسې ځئ)

 ۱۱. شونې ده، پخواني اداري چلنونه ناسم وي؛ نو له تېرو مدیرانو لاروي، که له استدلال او تعقل سره نه وي؛ نو منلوړ چار نه دی.

مسؤولیت/ پازوالې ورکول

 لا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاّ وُسْعَها …[26]

ژباړه: هر څوك تر خپلې وسې ژمن دى.

 ۱۲. تر لاس لانديو ته مو د هغوی د وړتیا هومره پازوالي ورکړئ، هومره، چې ترې تمه لرئ.

پوهه او ځواک، روڼتیا

 قالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفاهُ عَلَیْكُمْ وَ زادَهُ بَسْطَةً فِی الْعِلْمِ وَ الْجِسْمِ…[27]

ژباړه: او پېغمبر يې ورته وويل: ((الله “طالوت” درته واكمن ټاكلى)) و یې ويل: ((دا څنګه راباندې د واكمنېدو وړ شو، تر ده خو موږ وړ يو او دومره شتمن هم نه دى؟)) پېغمبر يې ځواب وركړ:(( په رښتيا الله هغه پر تاسې غوره كړى او پراخ علمي اهليت او جسمي ځواک یې وركړى.))

 ۱۳. علمي او جسمي ځواک، د مدیرانو لپاره دوه پکار شرطونه دي.
۱۴. علمي ځواک تر جسمي ځواکه مهم دی. ( لومړی د علم کلمه راغلې او بیا جسم).

۱۵. اعلم توب، د مدیرانو په ټاکنه کې یو مهم لومړیت دی.
۱۶. مشر او مدیر دې خپل تر لاس لاندې وګړي توجیه کړي او ابهامات یې لرې کړي. (لکه څنګه چې د بني اسرایلو پېغمبر، بولندوینې ته د طالوت د ګومارنې لامل روښانه کړ.)

 

د کړنو ارزونه

 قالَ إِنَّ اللّهَ مُبْتَلیكُمْ بِنَهَرٍ فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَیْسَ مِنّی…[28]

 ژباړه: نو همداچې طالوت (د اسراييلو لښكرمشر شو او) له لښكر سره را ووت، ورته يې وويل:(( الله مو پر يوې ويالې ازمېيي، څوك چې د هغې ويالې اوبه وڅښي؛ نو زما (له ملګريو) ځنې نه دى.

 ۱۷. مدیر دې کارنده ځواکونه له ناکارنده ځواکونو جلا کړي، تر څو وکولای شي، ناکارنده ځواکونه له ادارې لرې کړي؛ ځکه په اداره کې یې شتون، د نورو وګړیو د ناکارندۍ لاملېږي.

کارمندانو ته پاملرنه

 وَ قُلْ لِلَّذینَ أُوتُوا الْكِتابَ وَ اْلامِّیِّینَ …[29]

ژباړه: او كتابوالو [ = يهود و نصارى ] او نالوستو [ = مشركانو] ته ووايه…..

 ۱۸. مدیر دې د ادارې ټولو وګړیو ته توجه ولري، هم لوړپوړیو چارواکیو ته او هم عادي کارمندانو ته. کارمندان باید پوه شي او وننګېري، چې مهم دي او په اداره کې ټاکونکې ونډه لري او باید دا ارزښت، د مدیر په توجه کې و ننګېري.

 

ایمان

 لا یَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكافِرینَ أَوْلِیاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنینَ …[30]

 ژباړه: مؤمنانو ته نه ښايي، د مؤمنينو پر ځاى كافران په دوستۍ ونيسي.

 ۱۹. په اسلامي ټولنه کې د مدیر او سمبالچاري ټاکنې ته یو بنسټیز شرط، د ایمان دردلودل دي او له آره، کونجیز مقامونه (لکه چارواکي) نباید بې ایمانه وګړیو ته ورکول شي؛ ځکه ناوړګټنه پکې ډېره وي.

د مخینې په اړه معلومات

 وَ یُعَلِّمُهُ الْكِتابَ وَ الْحِكْمَةَ وَ التَّوْراةَ وَ اْلإِنْجیلَ[31]

ژباړه: او (د ټولو اسماني پېغمبرانو) كتاب، حكمت (د شریعت احکام او عقلي علوم)، تورات او انجيل به ورزده كړي.

 ۲۰.د هر پېر مدیران باید له تېرو پېښو او قوانینو خبر وي او ځان دې خبر کړي، چې په تېر وخت کې په دې اداره کې څه تېر شوي ول او څه قوانین ټاکل شوي دي. (لکه څنګه چې الله تعالی، حضرت عیسی علیه السلام ته تورات، چې د تېر پېر قوانین وو، ورزده کړل.)

د ګواښونو پېژندل

 فَلَمّا أَحَسَّ عیسی‌ مِنْهُمُ الْكُفْرَ قالَ مَنْ أَنْصاری إِلَی اللّهِ …[32]

ژباړه: نو عيسى یې چې کفر وننګېره، و یې ويل : ((څوك مې د خداى په لار كې مرستندويان دي؟))

 ۲۱.د اندونو، ګروهو او ګواښونو په پېژندلو کې ځیرکي، د مشرۍ یو بنسټیز شرط دی.

۲۲.د وفادارو ځواکونو پېژندل او بیاسازماندهي یې، د ټولنې سمبالنې او د یون دوام ته یو اړین چار دی.

له مقام ناوړګټنه

 ما كانَ لِبَشَرٍ أَنْ یُؤْتِیَهُ اللّهُ الْكِتابَ وَ الْحُكْمَ وَ النُّبُوَّةَ ثُمَّ یَقُولَ لِلنّاسِ كُونُوا عِبادًا لی …[33]

ژباړه: له هېڅ بشر سره دا نه ښايي، الله اسماني كتاب، حكم او نبوت وركړي، بيا خلكو ته ووايي: ((د الله پر ځای مې ونمانځئ))

۲۳.له موقعیت او مقامه ناوړګټنه، چاته هم مجاز نه ده او باید کلک چلن ورسره وشي.

تر پایلې رسېدو پورې کار کول

 مِنْهُمْ مَنْ إِنْ تَأْمَنْهُ بِدینارٍ لایُؤَدِّهِ إِلَیْكَ إِلاّمادُمْتَ عَلَیْهِ قائِمًا…[34]

ژباړه: په كتابيانو كې داسې څوك هم شته، چې كه ته په امانت ډېره شتمني وركړې؛ نو درسپاري یې او داسې هم پكې دي، چې كه يو دينار هم وركړې؛ نو چې (غوښتلو ته يې) پر سر ولاړ نه یې…

 ۲۴. پایلې ته تر رسېدو پورې، له کاره لاس نه اخستل، په مدیریت کې یو مهم آر دی؛ لکه څنګه چې الله تعالی، د غوښتنو منل کېدل، په پرلپسې غورځو پورځوې پورې اړوند ګڼلی دی.

له مدیرانو ژمنه اخستل او ترې ملاتړ

 وَ إِذْ أَخَذَ اللّهُ میثاقَ النَّبِیِّینَ لَما آتَیْتُكُمْ مِنْ كِتابٍ وَ حِكْمَةٍ ثُمَّ جاءَكُمْ رَسُولٌ مُصَدِّقٌ لِما مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَ لَتَنْصُرُنَّهُ …[35]

ژباړه: او (درياد كړه) چې کله الله، له پېغمبرانو (او له لارويانو يې) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم استازى درغى، چې ستاسې د اسماني کتاب پر (حقانيت) گواهي ورکونکى وي؛ نو هرومرو پرې ايمان راوړئ او ملاتړ يې وكړئ.

۲۵. په اسلامي مدیریت کې، د ژمنې اخستل، د پازوالیو ورسپارلو ته یو پکار چار دی، چې د موازینو او اصولو له مخې دنده پر مخ یوړل شي.

۲۶.تېر مدیران باید له خپلو نویو مدیرانو ملاتړي وکړي او نوي مدیران دې هم د تېرو مدیرانو ستاینه او مننه وکړي.

قانون او مشري

 كَیْفَ تَكْفُرُونَ وَ أَنْتُمْ تُتْلی‌ عَلَیْكُمْ آیاتُ ‌اللّهِ وَ فیكُمْ رَسُولُهُ…[36]

ژباړه: او څنګه شونې ده، كافران شئ، سره له دې چې (د وحې په لمن كې پراته ياست او) د خداى آيتونه درلوستل كېږي.

۲۷.د قانون او مشر شتون، له کږلارۍ د مخنیوي دوه آرونه دي. (که قوانین بشپړ، پراخ بنسټه او هر اړخیز وي او مشري پوه او څارنه وي؛ نو موخو ته نه رسېدل به یو هېښنده چار وي؛ ځکه الله تعالی وايي: او څنګه شونې ده، كافران شئ، سره له دې چې (د وحې په لمن كې پراته ياست او) د خداى آيتونه درلوستل كېږي او د خداى استازى په تاسې كې دى؟! (نو ځکه پر خداى منګولې ولگوئ) او څوك چې د الله (پر دين) منګولې ولګوي؛ نو په يقين، د سمې لارې لارښوونه ورته شوې ده.)

څارنه، د ادارې سمونه

 وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ یَدْعُونَ إِلَی‌الْخَیْرِ وَیَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ‌الْمُنْكَرِ…[37]

ژباړه: او بايد له منځه مو يوه ډله وي، چې (خلك) نېكيو ته ور و بولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي.

 ۲۸. په اداره کې دې تل څارنوال وي، چې د ادارې د موخو پر پوهېدو سربېره، د وګړیو پر اداري کړنو هم څارنه ولري.

۲۹.د ادارې سمونه او له کږلارۍ یې مخنیوی، بې له دې چې له لوړو مقامونو یې ملاتړ وشي، ناشونی چار دی.

انتصاب

 وَ إِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِینَ مَقاعِدَ لِلْقِتالِ …[38]

ژباړه: او ( درياد كړه) چې کله ګهيځ له خپلې كورنۍ ووتې، چې مؤمنان دې (د احد په ډګر کې) په مورچو كې ځاى پرځاى كول.

 ۳۰.پر استرتیژیکو او حساسو ځایونو، د وګړیو ټاکنه، د مدیر پر غاړه دي او باید د هغه پر نېغ په نېغه ټاکنه ترسره شي.

الهي مرستې

إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنینَ أَ لَنْ یَكْفِیَكُمْ أَنْ یُمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلاثَةِ آلافٍ مِنَ الْمَلائِكَةِ مُنْزَلینَ[39]

 ژباړه: چې کله دې مؤمنانو ته ويل : ((ايا بسنده درته نه ده، چې پالونکی مو له (اسمانه) په درېيو زرو رالېږلو پرښتو مرسته درسره وكړي ؟!))

۳۱.د مشر یوه دنده داده، چې وګړي، موخو ته په رسېدو کې، الهي مرستو ته ورمتوجه کړي.

د سیالانو نهیلي

 لِیَقْطَعَ طَرَفًا مِنَ الَّذینَ كَفَرُوا أَوْ یَكْبِتَهُمْ فَیَنْقَلِبُوا خائِبینَ [40]

ژباړه: (دا ژمنه) ځکه (خداى دركړه)، چې د كفارو يو مټ غوڅ كړي او يا يې له رسوا ماتې سره مخ کړي، چې نهيلي ( خپلې سيمې ته) ستانه شي.

۳۲. مدیریت او سیاست ګذاري دې داسې وي، چې دښمن او سیالان درځنې نهیلي شي.

هڅه

وَ نِعْمَ أَجْرُ الْعامِلینَ[41]

ژباړه: او د نېكانو څومره ښه بدله ده!

۳۳. په شعار او هیلو څه لاس ته نه راځي؛ کار، عمل او غورځې پورځې دي، چې پایله یې د بري خوږلنی دی.

د روحیې پیاوړي کول، د ماتې د لاملونو ارزونه

وَ لا تَهِنُوا وَ لا تَحْزَنُوا وَ أَنْتُمُ اْلاعْلَوْنَ …[42]

ژباړه: او مه سستېږئ او مه غمجنېږئ؛ ځکه که ایمان ولرئ؛ نو همدا تاسې لاسبري ياست.

۳۴. په یوه ځای کې ماتې، د روستۍ ماتې په مانا نه ده؛ بلکې بري ته د رسېدو لپاره یو تجربه ده.

۳۵. مدیر او مشر دې روحیې پیاوړې کړي.

۳۶. باید د روحیې پیاوړې کولو ترڅنګؤ د ماتې لاملونه هم له پامه و نه غورځول شي (؛ لکه څنګه چې الله تعالی، د روحیې د پیاوړې کولو ترڅنګ وویل: دا ځل مو ناغېړي وکړه او پر احکامو مو ښه عمل و نه کړ.)

د اداري چلن انسجام

ما مُحَمَّدٌ إِلاّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَ فَإِنْ ماتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلی‌ أَعْقابِكُمْ…[43]

ژباړه: او محمد (صلی الله علیه و آله) خو فقط يو استازى دى او تر ده مخكې هم (ډېر) استازي تېر شوي؛ نو كه ومري يا ووژل شي؛ ایا پر شا ګرځئ ؟! (او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته به ورستنېږئ ؟!)

 ۳۷.اداري چلن باید دومره متشکل او انسجام ولري، چې ان که په یوه وخت کې د ادارې مدیر هم نه وي، د ادارې اړوند چارې له خنډ او ځنډ سره مخ نشي او چارې پر مخ ولاړې شي.

د ادارې د ماتې لاملونه

حَتّی إِذا فَشِلْتُمْ وَ تَنازَعْتُمْ فِی اْلامْرِ وَ عَصَیْتُمْ …[44]

 ژباړه: او په يقين خداى (په احد كې پر دښمن د بريا) خپله ژمنه درسره رښتینې كړه، د جګړې په لومړيو كې مو د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛ خو چې سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښوولو په باب مو) شخړه وكړه. 

۳۸. د ادارې د ماتې یو لامل، په چارو سر ته رسولو کې، د وګړیو ناغېړي، شخړه، دننني اړپېچونه او له واحد مدیره نه لاروي ده.

 
ناورین سمبالنه

 إِذْ تُصْعِدُونَ وَ لا تَلْوُونَ عَلی‌ أَحَدٍ وَ الرَّسُولُ یَدْعُوكُمْ …[45]

ژباړه: (درياد كړئ) چې کله (په تېښته) پر غره ختئ او (يو شمېر په ډګر كې خپاره واره شوئ، له وېرې مو) هېچا ته بېرته نه كتل او (د الله) استازي له شا نارې درپسې وهلې.

۳۹.د ادارې په حساسو او خطري شېبو کې، لټ او ناغېړي وګړي، ځانونه څنډې ته کوي.

۴۰.په حساسو شېبو کې د مدیر حکمونه، د ډارنو وګړیو د خوځښتت لاملېدای نشي؛ نو کونجیز مقامونه دې ډارنو ته ور نه کړل شي.

۴۱. چې ستونزې او کړاوونه راښکاره شي؛ نو د مدیر شتون دې هم ډېر شي.

عطوفت، مشوره، توكل

فَاعْفُ عَنْهُمْ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَ شاوِرْهُمْ فِی اْلامْرِ فَإِذا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّهِ[46]

ژباړه: نو خلكو ته د الهي رحمت (په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل؛ نو ترې تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې مشوره ورسره وكړه؛ خو چې هوډ دې وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر الله بروسه وكړه؛ ځكه الله بروسګر خوښوي.

 ۴۲. سمه مشري او مدیریت له بښنې او عطوفت سره مل وي.
۴۳. مشوره کول یو لړ ښېګڼې لري؛ لکه له ځواکونو تفقد، په هوډ نیونو کې یې ګډول، د وړتیاوو راټوکېډل، د غوره رایې ټاکنه، د روستي هوډ کولو لپاره د لېوالتیا او انګېزې رامنځ ته کول.

۴۴. مشوره، هوډ سازې ده او د مدیر له پرېکندتوب سره په ټکر کې نه ده.

۴۵.د اندنې، مشورې او هوډ کولو ترڅنګ، پر الله بروسه/ توکل هم په کار دی.

 د کمزوریو ټکیو پېژندل

وَلَمّا أَصابَتْكُمْ مُصیبَةٌ…قُلْتُمْ أَنّی هذا قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ…[47]

ژباړه: او ايا چې کله (په احد غزا كې) پر كړاو اخته شوئ، حال دا تاسې (د بدر په غزا كې دښمن ته) دوه برابره مصيبت ور رسولى و(؛ نو) و مو ويل: ((چې دا (کړاو) له كومې لوري راغى؟!)) ورته ووايه: ((دا (مصيبت) له خپله لاسه در رسېدلى (چې د احد په غزا كې مو د پېغمبر له امره سرغړونه وکړ.) ))

۴۶. د ماتې لاملونو په پلټنه کې، لومړی باید په دنننیو او اداري کمزوریو پسې شو او بیا دې بهرني لاملونه وسنجول شي؛ ځکه دننني لاملونه د ادارې مشر کابو کولای شي.

د کړنو ارزونه، غونډالیزه څرګندنه

 أَنّی‌لاأُضیعُ عَمَلَ عامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ ‌أُنْثی‌ بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ…[48]

ژباړه: زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم، نارينه وي كه ښځينه، ټول له يوه جنس ياست،

 ۴۷. په ادارو کې باید هرومرو داسې کړنلار وي، چې هغه کسان پرې وپېژندل شي، چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، چې د هڅونې ترڅنګ یې اداري هڅونه هم پیاوړې کړو.

۴۸. هڅه او هڅاند دواړه مهم دي، چارې دې هم حسن فعلي (سمه بڼه) ولري او هم حسن فاعلي (سم نیت).

۴۹.په اسلامي ادارو کې د ادارې ټول غړي سره د یوه بدن غړي دي؛ نو په  پایله کې د یوه وګړي تخریب، د ټولې ادارې د تخریب په مانا دی.

۵۰. د یوه بدن غړي دې ټول سره یوځای وده وکړي؛ نو ټولو اداري غړیو ته دې د اداري ودې شونتیا وي او د ادارې ستر مشر دې د ټولو وګړیو د پرمختګ څرنګوالي ته پام وي.

 

د چوپړتیاوو جبرانول

 أَمْ لَهُمْ نَصیبٌ مِنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لا یُؤْتُونَ النّاسَ نَقیرًا[49]

ژباړه: ايا دوى [= يهود] په واكمنۍ كې برخوال دي (چې وغواړي دغسې قضاوت وكړي) ؟! كه داسې واى؛ نو (ټول څيزونه يې په خپله ولکه كې نيول او) خلكو ته یې ډېر لږ څيز هم نه ورکاوه.

 ۵۱.د ادارې مدیر باید د ادارې د وګړیو د هوساینې او معیشیت د ښه کونې په فکر کې وي (د مدیرانو یوه دنده داده، چې د وګړیو، معیشیتي ستونزو ته پاملرنه وکړي.)

 

اهلیت او صلاحیت

 إِنَّ اللّهَ یَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا اْلاَماناتِ إِلی‌ أَهْلِها …[50]

 ژباړه: په رښتيا الله امر درته كوي، چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ.

 په ډېری روایتونو کې ویل شوي، چې له امانت نه مراد د ټولنې مشري او سمبالنه ده.

۵۲.د ټاکلو او ګوښي کولو کچه باید د وګړیو اهلیت او صلاحیت وي. د وړ وګړیو واکمني او عادلانه چلن د ټولنې د نېکمرغۍ کونجي ده او د ګډوډیو سرچینه، د ناهلو په واکمنۍ کې ده.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: څوک چې په ټولنه کې ځان پر نورو غوره وګڼي، حال داچې پوهېږي، چې وړ وګړي ترې شته؛ نو کټ مټ یې له الله تعالی، رسول الله (ص) او مؤمنانوو سره خیانت کړی دی.

تشكیلات او سلسله مراتب

 یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا أَطیعُوااللّهَ وَ أَطیعُواالرَّسُولَ وَ أُولِی‌اْلامْرِ مِنْكُمْ…[51]

ژباړه: مؤمنانو! له الله ، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ.

 ۵۳.د اداري موخو تر لاسه کولو ته باید مناسب تشکیلات او ورپسې سلسه مراتب تعریف شي.

۵۴.د احکامو پلي کولو ته باید د سلسله مراتبو آر رعایت شي.

دوه مخي لرې کړئ

 وَ یَقُولُونَ طاعَةٌ فَإِذا بَرَزُوا مِنْ عِنْدِكَ بَیَّتَ طائِفَةٌ مِنْهُمْ غَیْرَ الَّذی تَقُولُ … فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ …[52]

ژباړه: دوى (ستا په مخ كې) وايي: ((اطاعت كوونكى يو))؛ خو چې ستا له څنګه راووځي؛ نو يو شمېر يې د شپې په پټه راټولېږي او ستا د خبرو پرخلاف غونډې جوړوي….. ته يې پروا مه کوه (او له دسېسو يې مه وېرېږه)

 ۵۵.دوه مخي وګړي باید له ادارې ګوښي کړای شي او یا لږ تر لږه کونجیز مقام ور نه کړل شي.

د مدیر مخکښي

فَقاتِلْ فی سَبیلِ اللّهِ …. وَ حَرِّضِ الْمُؤْمِنینَ …[53]

ژباړه: نو (اى پېغمبره) د الله په لار كې وجنګېږه… او مؤمنان (دې چار ته) وهڅوه…

 ۵۶. اداري کړلارو پلي کولو ته دې مدیر مخکښ وي، چې د ادارې نور وګړي هم وهڅېږي.

تبعیض نه کول

 فَلا تَمیلُوا كُلَّ الْمَیْلِ فَتَذَرُوها كَالْمُعَلَّقَةِ…[54]

ژباړه: يوه لوري ته پوره مخ مه وراړوئ، چې هغه بله پر ځوړند حال پرېږدئ.

 ۵۷.مدیر دې په تبعیضي کړنو، ځینې نور ځواکونه نه منزوي/ګوښي کوي؛ بلکې ټولو ځواکونو ته دې یې پام وي، چې ټولو ته هڅوونکی شي.

ضابطه مندي

 یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا كُونُوا قَوّامینَ بِالْقِسْطِ شُهَداءَ لِلّهِ وَ لَوْ عَلی‌ أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوالِدَیْنِ وَ اْلاَقْرَبینَ…[55]

ژباړه: مؤمنانو! په انصاف کې زیارکښ وسئ او د الله لپاره ګواهي وركړئ، كه څه ( دا ګواهي) په خپله د تاسې، يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي….

 ۵۸. ضوابط پر روابطو لومړیت لري، باید پر ضابطه چلن وکړو، ان که کومه رابطه هم ټکنۍ کېږي.

 

وړتیا او انعام

 وَعَدَ اللّهُ الَّذینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَ أَجْرٌ عَظیم‌[56]

ژباړه: الله صالحو مؤمنانو ته د بښنې او ستر اجر ژمنه ورکړې ده. 

۵۹. د وړتیا او کار څرنګوالي له مخې، هڅونه او انعام ورکول، د مامورینو انګېزه پیاوړې کولای شي.

 

سمبالچاري

وَ لَقَدْ أَخَذَ اللّهُ میثاقَ بَنی‌إِسْرائیلَ وَ بَعَثْنا مِنْهُمُ اثْنَیْ‌عَشَرَ نَقیبًا…[57]

ژباړه: او په يقين الله له بني اسراييلو ژمنه واخسته او په دوى كې مو دولس تنه مشران وگومارل.

 ۶۰.غوره ده، د هر ټولګي سمبالچار، له هماغه ټولګي وټاکل شي، چې چارې او ستونزې یې ښې درک کړي، د بېلګې په توګه، که یوه روغتون ته مشر ټاکل کېږي؛ نو غوره ده، طبیب وي، که څه د مدیریت او سمبالنې وس او وړتیا ډېره اړینه ده.

اداري فساد

 وَ‌تَرى‌ كَثیرًا مِنْهُمْ یُسارِعُونَ فِی‌اْلإِثْمِ وَ‌الْعُدْوانِ وَ أَكْلِهِمُ السُّحْتَ…‌[58]

ژباړه: او ډېرى یې وینې، چې په ګناه، ظلم زياتي او حرام خورۍ كې منډې ترړې وهي. 

۶۱.ادراي فساد (سُحت)، تر ټولنیز فساد (عدوان) او اخلاقي فساده(اثم) خورا خطرناك او بتر دی؛ نو اداري سمونو ته لومړی ګام، د اداري بهیرونو بدلون دی، چې اداري فساد له منځه وړلار شي.

د قوانینو روڼتیا

 فَمَنِ اعْتَدى‌ بَعْدَ ذلِكَ فَلَهُ عَذابٌ أَلیمٌ[59]

ژباړه: مؤمنانو ! الله تاسې په هغه ښكار ازمېيي، چې په لاسونو يا نېزو يې ښكاروئ؛ دا ځكه چې معلوم شي، څوك په پټه کې له هغه وېرېږي؛ نو څوک چې تردې روسته تېرى وكړي؛ نو ورته دردناك عذاب دى.

 ۶۲. د قوانینو تر ویلو مخکې، مامورین مواخذه کولای نشو؛ نو لومړی دې ټولو ته قوانین وویل شي؛ نو بیا یې که سرغړونه ترې وکړه؛ نو سزا دې ورکړل شي. (د یوه ریاست اداري برخه، چې د قوانینو د ویلو دنده یې پرغاړه ده، باید له یوې داسې کړلار ګټنه وکړي، چې ټول له قوانینو خبر کړي.)

د معلوماتو پوړبندي

 قَدْ سَأَلَها قَوْمٌ مِنْ قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُوا بِها كافِرینَ‌[60]

ژباړه: په يقين تر تاسې مخكې (هم) يوې ډلې همدغسې (بې ځايه) پوښتنې كړې وې، بيا يې (مخالفت وكړ او) پرې کافر شول (ممكن تاسې هم پر دغسې برخليك اخته شئ) .

رسول الله (ص) د حج په اړه له خلکو سره خبرې کولې. یوه وپوښتل: آیا حج هر کال فرض دی؟ رسول الله ځواب ور نه کړ، هغه څو ځل وپوښتل. رسول الله (ص) وویل: دومره ټینګار د څه لپاره دی؟ که ووایم: هو!؛ نو ستاسې چار به ستونزمن شي. د تېرو امتونو د هلاکت یو لامل، بې ځایه پوښتنې او بیا پرې عمل نه کول وو.

 ۶۳.اداري معلومات او پوهه دې پوړبندي شي او مدیران دې ځینې معلومات خپلو ټولو مامورینو ته نه ورکوي؛ لکه د ادارې اقتصادي ستونزې او اداري ناورینونه.

د مدیریت کړلانلارو روڼتیا

قُلْ لا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدی خَزائِنُ اللّهِ وَ لا أَعْلَمُ الْغَیْبَ وَ لا أَقُولُ لَكُمْ إِنّی مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاّ ما یُوحى‌ إِلَیَّ…[61]

ژباړه: ووايه : (( زه درته نه وايم، چې د الله خزانې راسره دي؛ او (بې له هغه چې الله يې راښيئ) له غيبو هم خبر نه يم او نه درته وايم، چې پرښته يم، زه خو يوازې د هغه څه لاروي کوم، چې راته وحې كېږي .)) ووايه: (( ايا ړوند او ليدونكى برابر دي؟!؛ نو ولې فكر نه كوئ ؟!))

۶۴. د یوه تکړه مدیر کار کړنلار باید رڼه او څرګنده وي.

۶۵. مدیران هم باید د نورو په څېر، په خپل وګړیز ژوند کې له عمومي امکاناتو/ شونتیاوو ګټنه وکړي؛ خو له ځانګړیو شونتیاوو ګټنه سمه نه ده.

د مراجعینو درناوی

 وَ إِذا جاءَكَ الَّذینَ یُؤْمِنُونَ بِآیاتِنا فَقُلْ سَلامٌ عَلَیْكُمْ…[62]

ژباړه: او چې كله هغوى درشي، چې زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو ورته ووايه: ((سلام پر تاسې…

 ۶۶. مدیران دې په مینناک چلن، خپلو مامورینو او مراجعینو ته شخصیت ورکړي، چې ادراي هڅونې او د مراجعینو د درناوي لامل شي.

ګړندۍ کړنې

وَ هُوَ أَسْرَعُ الْحاسِبینَ[63]

ژباړه: او هغه گړندى ژر حسابى دى .

 ۶۷. په څارنیزو غونډالونو کې چټک حسابي او چارو ته په رسېدګۍ کې ګړندیتوب یو ارزښت او اړتیا ده.

علم او حكمت

إِنَّ رَبَّكَ حَكیمٌ عَلیمٌ [64]

پالونکی دې پوه حکیم دی.

 ۶۸. علم او حكمت، د چارو سمبالنې ته دوه په کار شرطونه دي. (ددې په پامنیوي، چې د رب کلمه د پالونکي په مانا راغلې ده.)

کړلار جوړونه او پلي کول

 فَكُلا مِنْ حَیْثُ شِئْتُما وَ لا تَقْرَبا هذِهِ الشَّجَرَةَ …[65]

ژباړه: او آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې مېشت شئ او له هره ځايه، چې څه غواړئ، و يې خورئ ؛خو دغې ونې ته مه ورنژدېږئ…. ))

۷۶.مدیران او مشران باید لومړی خپلو مامورینو ته امکانات ورکړي او د غوره ګټنې لار دې هم ورزده کړي او بیا دې ترې د سم او پوره کار تمه ولري.

 
خپلې ځانګړنې وویاست

 وَ أَنَا لَكُمْ ناصِحٌ أَمینٌ[66]

ژباړه: درته باوري نصيحتګر يم.

۷۷. په هغه ځای کې چې کوم مانع نه وي؛ نو د خپلو مثبتو ځانګړنو ویل څه پروا نه لري.

نیوکې اورئ

قالُوا أُوذینا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِیَنا وَ مِنْ بَعْدِ ما جِئْتَنا قالَ عَسى‌ رَبُّكُمْ أَنْ یُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ …[67]

ژباړه: بني اسراييلو موسى ته وويل: ((ستا تر راتګ له مخه هم ځورول كېدو او تر راتلو روسته دې هم!( كله به دا ځورېدنې پاى ته ورسي؟) )) موسى وويل: ((هيله ده، پالونكى مو ستاسې دښمن هلاك كړي …

 ۷۸.مدیر دې نیوکې اوري او داسې ځواب ورکړي، چې مامورین سمونچارۍ ته هیلمن شي.

كادر‌سازي

وَ قالَ مُوسى‌ ِلاَخیهِ ‌هارُونَ اخْلُفْنی فی قَوْمی …[68]

ژباړه: او موسى (د تلو پر وخت) خپل رور هارون ته وويل: (( په قوم كې مې ځايناستى وسه….

۷۹. د مدیر ترڅنګ یې باید یو ځایناستی (مرستیال مدیر) وي، چې د تجربې په لاس ته راوړو سره یې مرسته وکړي او چې مدیر نه وي؛ نو اداره سمبال کړي.

کړلار جوړونه

 وَ كَتَبْنا لَهُ فِی اْلالْواحِ مِنْ كُلّ‌ِ شَیْ‌ءٍ مَوْعِظَةً وَ تَفْصیلاً لِكُلّ‌ِ شَیْ‌ءٍ فَخُذْها بِقُوَّةٍ وَ أْمُرْ قَوْمَكَ یَأْخُذُوا بِأَحْسَنِها …[69]

ژباړه: او ده ته مو د هرې موضوع په باب نصيحت او د هر شي په باب لارښوونې (د تورات) پر تختو ليكلې وركړې او ورته مو وويل: نو دا په ټينګه واخله او خپل قوم ته دې ووايه: ((په غوره توګه دې عمل پرې وكړي.

 ۸۱.په کړلار جوړونه کې باید غوره کړنلار وټاکل شي او په غوره توګه دې پرې عمل وشي.

غورچاڼ

وَ اخْتارَ مُوسى‌ قَوْمَهُ سَبْعینَ رَجُلاً …[70]

ژباړه: او موسى زموږ ژمنځي ته د خپل قوم اويا تنه غوره کړي ول.

 ۸۲. هغه وګړي چې حساسو، مهمو او آریزو منصبونو ته ټاکل کېږي، هرومرو باید غورچاڼ شي، چې پکار وړتیاوې یې ولیدل شي؛ هر څوک په هر مقام د هوډنیونې وړتیا نه لري.

پر موخو باور درلودل

یُؤْمِنُ بِاللّهِ وَ كَلِماتِهِ …[71]

ژباړه: (ورته) ووايه: ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه الله استازى يم، چې د اسمانونو او ځمكې واكمني يې ده، بې له ده د عبادت وړ نشته، همدا يې ژوندي كوي او مړه كوي؛ نو پر”الله” او پر استازي؛ نالوستي پېغمبر یې ايمان راوړئ، چې پر الله او كلمو (او ښوونو) يې ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ، چې سمه لار ومومئ .))

۸۳. هغه کس چې د یوې ادارې مشر وي، باید د هغه ادارې له ماموریت او موخې سره بشپړ آشنا وي او ایمان پرې ولري، چې خپل لاس لاندېیو ته مخونه ورکړي، مل یې شي او ښیون یې کړي.

د شونتیاوو ویش

 اضْرِبْ بِعَصاكَ الْحَجَرَ فَانْبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتا عَشْرَةَ عَیْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُناسٍ مَشْرَبَهُمْ … [72]

ژباړه: نو ورته وحې مو وكړه: ((په کونټۍ دې دا ګټ ووهه))؛ نو ناڅاپه ترې دولس چينې راوخوټېدې، چې هر ټبر خپل اوبخور وپېژانده.

۸۴.د امکاناتو او سرچینو عادلانه ویش، د چارو په اسانولو کې غوره ونډه لري.

ګواښ پېژندنه

 وَ اتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَأَ الَّذی آتَیْناهُ آیاتِنا فَانْسَلَخَ مِنْها فَأَتْبَعَهُ الشَّیْطانُ فَكانَ مِنَ الْغاوینَ [73]

ژباړه: او دوى ته د هغه (بلعم باعورا) حال ولوله، چې موږ د خپلو آيتونو (علم) وركړى و؛ خو ځان یې ترې و ايست او شيطان ورپسې شو او له لاروركو ځنې شو.

۸۵. مشران او مدیران دې هغه ګواښنې څرګندې کړي، چې اداره یې ګواښي او د ماتې لاملېدای شي او د تېرو د سرګذشت په ویلو دې تر خپل لاس لاندې وګړي، مقاومت ته چمتو کړي.

وړ واکي

إِنَّ وَلِیِّیَ اللّهُ الَّذی نَزَّلَ الْكِتابَ وَ هُوَ یَتَوَلَّى الصّالِحینَ‌[74]

ژباړه: په رښتيا زما ولي (او پالندوى) هغه الله دى، چې دا كتاب يې نازل كړى او هغه د نېکچارو پالندوى دى.

۸۶. د وړ واکۍ د آر رعایتول پکار دي، ان تر لاس لاندېیو په اړه هم (الله د هغوی پالنه کوي، چې وړ دي).

مامور هڅونه

 یا أَیُّهَا النَّبِیُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنینَ عَلَى الْقِتالِ …[75]

ژباړه: نبي ! مؤمنان (له دښمن سره) جګړې ته راوهڅوه،

 ۸۷.د مدیرانو یوه دنده داده، چې په خپلو ویناوو او کړنو، خپل لاس لاندې، د موخو پر لور وهڅوي.

 

غوښتنیزه سمبالنه/ مدیریت اقتضايي

 اْلانَ خَفَّفَ اللّهُ عَنْكُمْ … [76]

ژباړه: اوس الله ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ

۸۸. په مدیریت کې، کله باید د شرایطو په بدلون او غوښتنو، مصوبات او قوانین بدلون ومومي او دا چار له مدیریت سره په ټکر کې نه دی.

پر موخه تمرکز

ما كانَ لِنَبِیٍّ أَنْ یَكُونَ لَهُ أَسْرى‌ حَتّى یُثْخِنَ فِی اْلارْضِ … [77]

ژباړه: له هېڅ پېغمبر سره دا نه ښايي، چې (له دښمنانو د سر د بيې د اخستو لپاره) بنديان ونيسي، چې د دښمن په وينه ځمکه خړوب کړي (او د جګړې پر سيمه پوره لاسبرى شي)

۸۹. په مدیریت کې، پر موخه تمرکز او له تشتّت لرېوالی، موخې ته د رسېدو لپاره یوه اړتیا ده.

د قوانینو پلي کول او په چارو کې نرم دریځي

 فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكینَ حَیْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَ خُذُوهُمْ وَ احْصُرُوهُمْ وَ اقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِنْ تابُوا وَ أَقامُوا الصَّلاةَ وَ آتَوُا الزَّكاةَ فَخَلُّوا سَبیلَهُم…‌[78]

ژباړه: نو چې كله (څلور) حرامې مياشتې (رجب، ذوالقعده، ذوالحجه او محرم) تېرې شوې؛ نو مشركان مو چې په هر ځاى كې وموندل، و يې وژنئ، و يې نيسئ او را ايسار يې كړئ او په هر څارنځي كې، د لارې پر سر ورته كېنئ؛ نو كه توبه وباسي، لمونځ وكړي او زكات وركړي؛ نو لار يې ورخوشې كړئ (او پرې يې ږدئ؛ ځكه) چې الله لوراند بښاند دى.

۹۰.په سم مدیریت کې هم تریخوالی په کار دی (خذوهم…)، هم نرمي او بښنه (خلوا سبیلهم)، دا دوه آرونه باید تل یو د بل ترڅنګ وي.

 

ډاډېنه

 ثُمَّ أَنْزَلَ اللّهُ سَكینَتَهُ عَلى‌ رَسُولِهِ وَ عَلَى الْمُؤْمِنینَ …[79]

 ژباړه: بيا الله خپله ډاډېنه پر خپل استازي او پر مؤمنانو نازله كړه

۹۱.ډاډېنه د سم تعقل شرط دی؛ ځکه وارخطایي له اندنې، ځیرنې او نوونه مخنیونکی دی. ( د جګړې په ډګر کې، رسول الله (ص) د مسلمانانو تېښتې ته وارخطا و او مسلمانان ماتې ته وارخطا وو؛ الله په خپله پېرزو، د هغوی زړونو ته د ډاډ په ورلېږنه، دواړه تشویشونه لرې کړل)

اجرایي ځواک، د هوډونه پایلې

یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلا یَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرامَ بَعْدَ عامِهِمْ هذا وَ إِنْ خِفْتُمْ عَیْلَةً فَسَوْفَ یُغْنیكُمُ اللّهُ مِنْ فَضْلِهِ …[80]

ژباړه: مؤمنانو! حق دادى، چې مشركان ناولي او پلیت دي؛ نو تر سږ كال روسته، بايد دوى مسجدالحرام ته ورنژدې نشي او كه (ددې پرېكون له لامله، د سوداګرۍ له ټپه درېدو او) له تنګلاسۍ وېرېږئ، كه الله وغواړي؛ نو ژر به مو له خپلې لورنې شتمن كړي (او له بلې لارې يې جبرانوي؛ ځكه) چې الله پوه حكيم دى.

۹۲. په کړلار اعلانولو کې، خپل اجرايي ځواک او موقعیت ته پاملرنه اړینه ده. (سره له دې، مشرکان تل چټل او ناپاک ول؛ خو داچې مسلمانانو په نهم هجري کې اجرايي ځواک پیدا کړی و؛ نو دا موضوع اعلان شوه.)

۹۳.په قوانینو او تبصرو کې ننګونو او پایلو ته پاملرنه وشي. (الله تعالی، د اړیکې د پرېکون پایله، د بازرا خرابېدل او بېوزلي ښيي او پرېکنده وايي: تشویش مه کوئ، روزي د الله په لاس کې ده.)

د مدیرانو شخصیت ساتنه

عَفَا ‌اللّهُ عَنْكَ ‌لِمَ‌ أَذِنْتَ لَهُمْ‌ حَتّى‌ یَتَبَیَّنَ لَكَ الَّذینَ صَدَقُوا وَ تَعْلَمَ الْكاذِبینَ[81]

ژباړه: ‌‌الله وبښلې، تا ولې (د پاتېدو) اجازه وركړه (دا ښه وه، صبر دې كړى واى) ، چې رښتوني درڅرګنده شوې واى او دروغجن دې هم پېژندلي واى ؟!

۹۴.که غوښتل مو یو چارواکی ورټئ؛ نو وګړې ته یې پام کوئ، چې ړنګه نشي؛ ځکه که وګړه یې ړنګه شي؛ نو بیا خپله اداره سمبالولای نشي؛ لکه څنګه چې الله تعالی، د نیوکې پر مهال، لومړی د رسول الله ستر شخصیت او خپله لورنه بیانوي او بیا نیوکه کوي.

ګزارش‌اخستل

 لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَ قَلَّبُوا لَكَ اْلامُورَ …[82]

 په رښتيا تردې له مخه یې (هم) د فتنې د راولاړولو لټه كړې وه او چارې یې درته ګډې وډې کړې وې،

۹۵.مدیران باید هوښیار وي او پر هر ګزارش دې ډاډ نه کوي او که ګزارش اخلي؛ نو له ډاډمنو سرچینو او کسانو یې واخلي.

 

پرېکندتوب

 وَ مِنْهُمْ مَنْ یَلْمِزُكَ فِی الصَّدَقاتِ …[83]

ژباړه: او له دوى ځينې د صدقاتو (او د غنيمتونو) په وېش كې درباندې نيوكې كوي،

۹۶.د اسلامي نظام چارواکي دې د منافقانو او معاندانو د عیب لټونو تر اغېز لاندې نه راځي؛ بلکې که پر سمه لار روان وي؛ نو له هېڅه دې هم نه ډارېږي.

د سرچینو تخصیص

وَ لَوْ أَنَّهُمْ رَضُوا ما آتاهُمُ اللّهُ وَ رَسُولُهُ …[84]

 ژباړه: او (څومره به ښه و) که د الله او د استازي په ورکړه یې خوښ واى او ويلي يې واى : ((الله موږ ته بس دى او ژر دى، چې الله او استازى به يې پر موږ پېرزوينې را و لوروي او په رښتيا موږ يوازې د الله څوبمن یو.))

۹۷. د ادارې د مالي سرچینو په لګونه کې سیاست‌گذاري او هوډ کول، د ادارې د مدیریت له سترو چارو ځنې دی.

د نورو د سلامشورو اورېدل

 وَ مِنْهُمُ الَّذینَ یُؤْذُونَ النَّبِیَّ وَ یَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ …[85]

ژباړه: او ځينې یې پېغمبر ځوروي او وايي: ((چې دا ټول غوږ غوږ دى (چې هره خبره اوري او ژر پرې باوركوي)

۹۸.پراخه سینه او د ټولو خبرو ته غوږ نیول، د یوه پوه مدیر ځانګړنه ده (تکړه مدیر، ښه اورېدونکی دی)

د ناوړ مخینې ثبتول

إِنَّكُمْ رَضیتُمْ بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ …[86]

ژباړه: نو كه الله دې د دوی يوې ډلې ته ورستون كړي او (بلې غزا ته د تلو) اجازه یې درنه غوښته، ورته ووايه : ((هېڅكله راسره وتلاى نشئ او نه مې په ملتيا، له كوم غلیم سره جنګېداى شئ؛ ځكه تاسې په لومړي ځل (پر کور) ناستې ته غاړه كېښووله؛ نو (اوس هم ) له كور ناستو سره كېنئ))

۹۹. له اداري قوانینو د سرغړاندو ناوړمخینه دې ثبت شي. (البته پکار نه ده، همداچې سرغړونه وشوه، رټنه هم وشي؛ خو ثبتول یې اړین دي.)

 په وټیزو اړیکو کې عطوفت

خُذْ مِنْ أَمْوالِهِمْ صَدَقَةً … وَ صَلّ‌ِ عَلَیْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَ اللّهُ سَمیعٌ عَلیمٌ[87]

ژباړه: له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله، چې په دې يې پاك سازي وکړې او و يې روزې او (د زكات اخستو پر مهال) دعا ورته وكړه؛ ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او الله پوه اورېدونكى دى.

د پیسو راکړه ورکړه دې له مینې او محبت سره مل وي.

پراخ لیدنه 

وَ ما كانَ الْمُؤْمِنُونَ لِیَنْفِرُوا كَافَّةً …[88]

ژباړه: او دا نه ښايي، چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې یې د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبر كړي؟! ښايي (د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي! 

۱۰۱. باید په کړلار جوړونه او مدیریت کې پراخ لیدي ووسو، چې یوې چار ته پاملرنه مو له نورو غافل نه کړي.

پړاو پړاو مخې ته تلل

إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذی خَلَقَ السَّماواتِ وَ اْلاَرْضَ فی سِتَّةِ أَیّامٍ …[89]

ژباړه: په رښتینه کې ستاسې پالونكى هغه الله دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو[= شپږو پړاوونو] كې پېدا كړل،

۱۰۲. اقدامات او کړلارې دې مهالویش ولري او پړاو په پړاو مخې ته ولاړې شي؛ لکه څنګه چې وسمن الله تعالی، د ځمکې او آسمانو په پنځون کې داسې وکړل.

 
واک ورکړئ او څارنه ولرئ

ثُمَّ جَعَلْناكُمْ خَلائِفَ فِی اْلارْضِ مِنْ بَعْدِهِمْ لِنَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُونَ‌[90]

 ژباړه: بيا تر دوی روسته مو په دې هېواد کې ځايناستي كړئ، چې وګورو څنګه چلن كوئ.

۱۰۳. هر مدیر چې مسوولیت ورکوي، (جعلناكم خلائف…) باید څارنه هم وکړي. (لننظر)

مخالفتونو ته چمتووالی

فَلَمّا جاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنا قالُوا إِنَّ هذا لَسِحْرٌ مُبینٌ[91]

ژباړه: نو چې زموږ له لوري حق ورغی، ويې ويل: ((دا خو ښكاره كوډې دي.))

۱۰۴.مدیران او مشران دې مخالفتونو ته چمتو والی ولري.

صبر او  څوار – استقامت

 وَ اتَّبِعْ ما یُوحى‌ إِلَیْكَ وَ اصْبِرْ …[92]

ژباړه: او په هماغه څه پسې ځه، چې وحې يې درته کېږي او زغمناک وسه…

۱۰۵. د مدیرانو او مشرانو یوه ځانګړنه، صبر او استقامت دی؛ ځکه صبر انسان د بریا شاتو ته رسوي.

وټیز پرمختګ

یا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَیْهِ یُرْسِلِ السَّماءَ عَلَیْكُمْ مِدْرارًا وَ یَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلى‌ قُوَّتِكُمْ…[93]

ژباړه: او زما قومه ! له خپل پالونكي بښنه وغواړئ، بيا يې درشل ته توبه وكاږئ (چې) له اسمانه په شېبو شېبو باران درباندې واوروي او اوسنۍ پياوړتيا به مو لا زياته كړي او د ګناهګارانو په څېر (له حقه) مخ مه اړوئ.))

۱۰۶. په ديني نړۍ لید او لیدلوري کې ، د وټیزې پراختیا یوه لار، د الله له سرغړونې ډډه او د تېرو جبرانول دي. د قرآن کریم تعبیر، چې وايي: (توبوا الیه یرسل السماء علیكم مدرارا) هم د توبې مانیز اغېز کېدای شي ؛ لکه د استسقا لمونځ، چې د باران ورښت لار ده او هم یې طبیعي اغېز کېدای شي؛ ځکه که خلک د یو چا پر پاکۍ او رښتینولۍ ډاډمن شي؛ خپلو اړیکې ورسره پراخوي.

پر موخه ایمان

 فَلا تَكُ فی مِرْیَةٍ مِمّا یَعْبُدُ هؤُلاءِ … [94]

ژباړه: نو د دوى [= مشركانو] د معبودانو(د بطلان) په باب مه شكمنېږه،

۱۰۷.مدیران او مشران باید پر خپله موخه او ارمان په ایمان کې دومره ټیکاومن وي، چې د خلکو کږلاري یې څپڅپاندی نه کړي.

د ټولو استقامت او اعتدال 

فَاسْتَقِمْ كَما أُمِرْتَ وَ مَنْ تابَ مَعَكَ وَ لا تَطْغَوْا …[95]

ژباړه: نو لكه څنګه چې امر درته شوى (؛ نو) ته او له تا سره چې څوک د حق لوري ته ورګرځېدلي، په همدې لار ټینګ وسئ او له پولو مه اوړئ، ځکه هغه مو د کړنو لیدونکی دی. 

۱۰۸. مدیر باید په ستونزو کې استقامت ته مخکښ او بېلګه وي.

۱۰۹.بې د نورو له ملتیا، د مدیرانو پایداري بې پایلې چار دی (ټول دې استقامت وکړي).

۱۱۰.مدیران او مشران باید د اعتدال پر لار روان وي او کمی زیاتی دې نه کوي.

 ستراتیژیکه پوهه

وَ كَذلِكَ یَجْتَبیكَ رَبُّكَ وَ یُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْویلِ اْلأَحادیثِ … [96]

ژباړه: او په دې توګه، ستا پالونكى به تا غوره كړي او د خوبونو تعبير به درزده كړي.

۱۱۱. کونجیزې او ستراتیژیکې پوهې دې هر چاته و نه ښوول شي. باید د مهمو اطلاعاتو لپاره مهم وګړي وټاکل شي.

ګوندي، غوراوی د وړتیا پر بنسټ

 إِذْ قالُوا لَیُوسُفُ وَ أَخُوهُ أَحَبُّ إِلى‌ أَبینا مِنّا وَ نَحْنُ عُصْبَةٌ …[97]

ژباړه: چې كله (یې روڼو) وويل: ((زموږ پلار ته يوسف او (سکه) ورور يې [= بنيامين] تر موږ ډېر ګران دي، سره له دې چې موږ غښتلې ډله يو!

۱۱۲. تبعیض او توپیر یوشان نه دي. تبعیض، بې دلیله غوراوي ته وايي او توپیر، د علت پربنسټ غوراوی دی؛ نو په مدیریتي چارو کې، د وړتیا پر بنسټ غوراوی، یو معقول او منل شوی چار دی.

۱۱۳.ګوندي، که بې سمې مشرۍ وي او منفي او ړنګوونګی دریځ ومومي؛ نو باید په کلکه یې مخه ونیول شي؛ ځکه ډېر ژر د ځوړ لاملونه رامنځ ته کوي. (د حضرت یوسف روڼ په همدې پار کږلاري شول؛ خو چې کله د یوسف تر مشرۍ لاندې شول؛ نو له خپلې کږلارۍ راستانه شول.)

د کار ویش

وَ جاءَتْ سَیّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وارِدَهُمْ …[98]

ژباړه: او (په دې ترڅ كې) یو كاروان راغى؛ نو خپل اوبه راوړونکی یې ولېږه، 

۱۱۴.د کار ویش، د ډله ایز ژوند او کار د مدیریت/ سمبالنې یو آر دی. («وارد» كلمه، د هغه چا په مانا ده، چې د اوبو راوړو پازوال/ مسوول دی.)

د هرم له قاعدې پورته ختل 

عَسى‌ أَنْ یَنْفَعَنا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا … [99]

ژباړه: او چا [= د مصرعزيز] چې دی یې په مصر كې وپېره، خپلې مېرمنې ته يې وويل: ((په عزت یې ساته، ښايي راته ګټور شي يا به يې په زويولۍ ونيسو)) 

۱۱۵.پوړ په پوړ ارزونه وکړئ او بیا مهم هوډونه وکړئ. (یوسف یې لومړی د کور کارونو او بیا یې زویولۍ ته وټاکه)

۱۱۶. له مدیریتي هرم نه باید پوړ په پوړ ووتل شي. لوړپوړي مدیرانو دې له هغو لاندپوړیو مدیرانو وټاکل شي، چې پوړ په پوړ رامخکې شوې وي.

د ودې وړتیا

 كَذلِكَ مَكَّنّا لِیُوسُفَ فِی اْلارْضِ …[100]

ژباړه: او په دې توګه يوسف مو پر (دې) ځمكه مېشت كړ

۱۱۷. هېڅکله لاس لاندېو ته په ټیټه مه ګورئ؛ ځکه کېدای شي، د ودې او لوړپوړۍ لاس ته راوړ وړتیا ولري. ( مریی یوسف پادشاه شو.)

ترفیع، شفاف سازی، وړتیا

 وَ لَمّا بَلَغَ أَشُدَّه اتیْناهُ حُكْمًا وَ عِلْمًا وَ كَذلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنینَ[101]

او چې كله يوسف د مړانې (بلوغ) او مټ شو؛ نو موږ “حكم” [= نبوت] او “علم” وركړ او له نېكانو سره همدا ډول چلن كوو.

۱۱۸.وګړیو ته دې پر خپل وخت ترفیع ورکړل شي؛ که له وخت مخکې وي؛ نو وګړی لازم صلاحیت ته نه دی رسېدلی او که په ځنډ وي؛ نو د وګړیو انګېزه لږوي.

۱۱۹.د د ګوښې کوونو او ګومارونو دلیل دې وویل شي، چې په اداره کې د سیالۍ چاپېریال واکمن شي؛ لکه څنګه چې الله تعالی، د یوسف علیه السلام د ګومارنې دلیل، نېکچاري شمېرلې ده.

۱۲۰.یوازې پوهه او د پازوالۍ وړتیا بسیا نه ده؛ بلکې وارستګي او نېک سیرتي هم شرط دی. (المحسنین)

په ځیر کړنې 

وَ قالَ نِسْوَةٌ فِی الْمَدینَةِ امْرَأَةُ الْعَزیزِ تُراوِدُ فَتاها …[102]

ژباړه: او د ښار يوې ډلې ښځو وويل : ((د عزيز مېرمن خپل مريى ځان ته رابللى او پرې ميينه شوې ده.

۱۲۱. د چارواکیو دې خپلو کړنو ته خورا پام وي؛ ځکه د چارواکیو خبره ډېره ژر خپرېږي.

 د بحران مدیریت او ستراتیژیکه کړلار جوړونه

قالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنینَ دَأَبًا فَما حَصَدْتُمْ فَذَرُوهُ فی سُنْبُلِهِ إِلاّ قَلیلاً مِمّا تَأْكُلُونَ[103]

ژباړه: يوسف وويل: ((اوه كاله پرلپسې پر كرنه بوخت شئ او څه چې مو ورېبل؛ نو لږ يې وخورئ او نور پخپلو وږيو كې پرېږدئ (او زېرمه يې كړئ) ؛

۱۲۲.د بحراني حالاتو تشریح، د بحران د مدیر یوه دنده ده او له بحراني حالته وتلار جوړول یې هم دنده ده.

۱۲۳. د پراختیا په حال هېوادونو کې، د یوه ملاتړ رامنځ ته کولو لپاره، تولید او سمپا ته کړلار جوړول یو اړین دي.

۱۲۴.لګښت ته په کړلار جوړونه او څارنه کې راتلونکی کهول په پام کې ونیول ونیسئ.

۱۲۵.کړلارې دې د پلي کېدو وړ وي (بې له ګودامولو او په سیلو کې د ایښودو، د غنمو زېرمولو غوره لار. په وږي کې ساتل ول.)

کارپوهیزه سلامشوره (اند خونه) 

وَ قالَ الْمَلِكُ ائْتُونی بِهِ فَلَمّا جاءَهُ الرَّسُولُ …[104]

ژباړه: او باچا وويل: (( ما ته یې راولئ .)) [او زما د خوب تعبیر ترې وپوښتئ]

 ۱۲۶. د ادارې په بحراني شرایطو کې، ستونزهواري ته دې سلاکاران وپوښتل شي او د مخورو له مشورو برخمن شئ، چې ددې کار یو عملي لار، په اداره کې د اند خونې درلودل دي.

د سلاکارانو ځانګړنې 

وَ قالَ الْمَلِكُ ائْتُونی بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسی فَلَمّا كَلَّمَهُ قالَ إِنَّكَ الْیَوْمَ لَدَیْنا مَكینٌ أَمینٌ [105]

ژباړه: او باچا وويل: ((را یې ولئ، چې ځانګړى (سلاکار) مې شي)) چې (يوسف ورغى او له) باچا سره يې خبرې وكړې (؛ نو باچا يې پر عقلمنۍ او ځيركۍ پوه شو او) و يې ويل: ((په رښتيا نن راسره د ډاډ وړ قدرمن يې))

 ۱۲۷.لوړپوړي چارواکي ټاکلو ته، کله په کار وي، چې لوړپوړی مدیر لاس په کار شي.

۱۲۸.د مهمو او کونجیزو منصبونو لپاره، پر تدبیر او کارپوهۍ سربېره، محبوبیت او مقبولیت ته هم اړتیا ده. (یوسف په عفّت، تدبیر، د خوب په تعبیر او نېکچارۍ ځانګړی محبوبیت ترلاسه کړی و؛ نو د مصر واکمن وویل: هغه دې زما سلاکار شي.)

۱۲۹. سلاکاران باید د تقوی او تدبیر څښتنان او امانتساتي وي.

۱۳۰.امین وګړیو ته د چار واګیو په سپارلو کې ځنډ مه کوئ.

د کارمند وګړیزه لېوالتیا او مهارت په پام کې نیول 

قالَ اجْعَلْنی عَلى‌ خَزائِنِ اْلارْضِ إِنّی حَفیظٌ عَلیمٌ‌[106]

 ژباړه: (يوسف) وويل: (( ما ددې هېواد (د مصر) پر (اقتصادي) سرچينو وګوماره، چې کارپوه ساتونكى يم .))

 ۱۳۱. د وړ وګړیو په ګورمارنه کې یې وګړیزه لېوالتیا هم په پام کې ونیول شي. (یوسف پخپله لېوال و، چې خزانه وال شي.)

۱۳۲.په کوم چار کې چې اړتیا لرئ؛ نو په ډاډ یې ومنئ.

۱۳۳.انسان چې په هر موقعیت کې وي؛ د نورو وګړیو او رښتینو سلاکارانو نظرونه دې له پامه نه غورځوي. (د یوسف وړاندیز ومنل شو.)

خلاقیت، خطر منل

 وَ قالَ لِفِتْیانِهِ اجْعَلُوا بِضاعَتَهُمْ فی رِحالِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَعْرِفُونَها إِذَا انْقَلَبُوا إِلى‌ أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ[107]

ژباړه: او (يوسف بيا) خپلو مامورينو ته وويل: (( دوى چې (د غلې په بدل كې) كومه پانګه دركړې، په څټو كې یې وركېږدئ ! ښايي خپلو كورنيو ته یې تر رسېدو روسته وپېژني او بيا راشي. ))

۱۳۴. مدیران او مشران باید له ابتکاري او نوښتیزې کړلارو کار واخلي. په هر ځای او حالاتو کې، د خلاقیت ځواک، د نوون لاملېږي.

۱۳۵. کړلارو پلي کولو او مطلوب ته رسېدو ته، اند بسیا ځواک دی او بشپړ ډاډ لاس ته راوړو ته مه په تمه کېږئ. (خطر منل پکار دي؛ لکه څنګه چې یوسف وویل: (لعلهم یرجعون) شونې ده راستانه شي.)

د وګړیو مخینه په پام کې نیول

 قالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَیْهِ الّا کما امنتکم علی اخیه من قبل … [108]

ژباړه: (يعقوب) وويل: (( ايا دده په اړه هماغسې باور درباندې وكړم؛ لكه چې تر دې مخكې مې دده د رور(يوسف) په باب درباندې كړى و (او و مو ليدل، چې څه وشول) ؟

۱۳۶.پر ناوړمخینو وګړیو بې ځنډه ډاډ جایز نه دی.

په کړلار جوړونه کې احتمالات 

لاتدخلوا من باب واحد و ادخلوا من ابواب متفرقه و ما أُغْنی عَنْكُمْ مِنَ اللّهِ مِنْ شَیْ‌ءٍ …[109]

ژباړه: او (مصر ته د خوځېدو پرمهال، يعقوب) وويل: (( زامنو! (ښار ته ټول) پر يوه وره مه ورننوځئ؛ بلكې له بېلابېلو ورونو ورننوځئ (چې د خلكو درته پام نشي) او (زه په دې سپارښتنه) د الله له لوري د (کېدونې) کومې پېښې مخه نشم نيواى، حكم يوازې د الله دى، ما پر هماغه توكل كړى او توكل كوونكى بايد توكل پرې وكړي.))

 ۱۳۷.په کړلار جوړونه کې، موخې ته د رسېدو لپاره، بېلابېلې لارې وپلټئ او وشنئ.

۱۳۸. پر کړلار جوړونې سربېره،  احتمالات هم په پام کې نیول پکار دي. ( حضرت یعقوب (ع) پر چاره سنجونې سربېره، وايي چې ممکن موخه مې تر ګوتو نشي.)

د سرغړونو تکرار

 وَ قَضَیْنا إِلى‌ بَنی إِسْرائیلَ فِی الْكِتابِ لَتُفْسِدُنَّ فِی اْلارْضِ مَرَّتَیْنِ وَ لَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبیرًا[110]

ژباړه: او موږ بني اسراييلو [ = د يعقوب ځوځات] ته په كتاب (تورات) كې خبر وركړى و، چې تاسې به پر ځمكه دوه ځل فساد او بې اندازې سرغړونه وكړئ؛

 ۱۳۹.د مدیرانو دې پام وي، هغه کږلارۍ او فسادونه خورا خطرناک دي چې په اداره کې تکرارېږي؛ په تېره که ځینې وغواړي،  خپلې ګټې، د ادارې د ګټو ځایناستې کړي؛ ځکه په دې لار کې بیاځلي کږلارۍ او فساودنو کوي.

د مدیریت واکمني

 بَعَثْنا عَلَیْكُمْ عِبادًا لَنا أُولی بَأْسٍ شَدیدٍ فَجاسُوا خِلالَ الدِّیارِ …[111]

ژباړه: نو چې د لومړۍ ژمنې وخت راورسېد؛ نو مقابلې ته مو له خپلو تكړه جنګياليو بندګانو يوه ډله راپاڅوو (چې سخت مو وځپي)، ان (د مجرمانو پيدا كولو ته) كورونه (مو) لټوي او دا ګواښ پوره كېدونى دى.

 ۱۴۰.د ادارې مدیران باید د هغو وګړیو ګوښه کولو ته پکار ځواک ولري، چې د ادارې د موخو پرخلاف فساد او فتنې کوي، چې اداره د ګډوډونکیو له خطره وژغوري.

پانګه او بشري ځواک

وَ أَمْدَدْناكُمْ بِأَمْوالٍ وَ بَنینَ وَ جَعَلْناكُمْ أَكْثَرَ نَفیرًا[112]

ژباړه: بيا به پر دوی بری درکړو او په شتمنیو او اولادونو به مو لاسنیوی وکړو او شمېر مو (تر دښمنه) زياتوو.

۱۴۱. پانګه او بشري ځواک، د مدیرانو لپاره دوه مهم او اغېزمن لاملونه دي، چې ددې دوو ګټورو او کاري سرچینو په یوځای کولو او ګټنې، د بریا لارې چارې چمتو کوي.

سیستمي نظریه

 إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ ِلانْفُسِكُمْ وَ إِنْ أَسَأْتُمْ فَلَها …[113]

ژباړه: كه نېكي وكړئ؛ نو له خپل ځان سره نېكي كوئ او كه بدي وكړئ؛ نو بيا يې هم له ځان سره كوئ.

۱۴۲.مدیران دې له خپلو ځواکونو او لاس لاندیو ټولګیو سره په خپلو اړیکو او تعاملاتو کې، دا فرهنګ او باور رامنځ ته کړي، چې د ادارې وده او ماتې په همغوی پورې اړوند ده.

د لورنې دود 

عَسى‌ رَبُّكُمْ أَنْ یَرْحَمَكُمْ وَ إِنْ عُدْتُمْ عُدْنا …[114]

ژباړه: هيله ده پالونكى مو درولورېږي؛ خو كه وګرځېدئ (ګناه ته مو مخه كړه؛ نو) موږ به هم (سزا ته مو) در و ګرځو او دوزخ مو كافرانو ته زندان كړى دى! 

۱۴۳. غوره ده، مشران او مدیران، په خپله اداره کې د لورنې فرهنګ، د لاسبري فرهنګ په توګه دود کړي، که څه ګواښنه او تنبیه دې د سرغړونکیو د سرغړاندۍ پرمهال وکارول شي.

 په لګښت کې منځلاري

وَ لا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُولَةً إِلى‌ عُنُقِكَ وَ لا تَبْسُطْها كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا [115]

ژباړه: او خپل لاس دې تر غاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې تر بریده زيات غځولى پرېږده، چې پړ او پښېمانه پاتې شې .

 ۱۴۴.د لاس لاندېو ځواکونو او کارمندانو د چوپړتیاوو په جبران کې، باید منځلاري ووسو؛ نه داچې په تنګلاسۍ کې او نهیلي او ناخوښ شي او نه دومره بې خرته بخشش، چې د ادارې د مدیر د خېجلتوب او ماتېدو لامل شي.

د سرغړونو جاذبه 

وَ لا تَقْرَبُوا الزِّنى‌ إِنَّهُ كانَ فاحِشَةً وَ ساءَ سَبیلاً[116]

ژباړه: او زنا ته مه ورنژدېږئ (؛ ځکه) چې دا ډېر ناوړه چار او بده لار ده !

 ۱۴۵. د ځینو سرغړونو جاذبه دومره ډېره ده، چې ان له ورنږدېدو یې هم منع شوې؛ نو اداري فرهنګ او لاسبری تشیال دې داسې چمتو شي، چې د داسې جاذبو شتون پکې خورا لږ وي.

سمچاري

وَ أَوْفُوا الْكَیْلَ إِذا كِلْتُمْ وَ زِنُوا بِالْقِسْطاسِ الْمُسْتَقیمِ ذلِكَ خَیْرٌ وَ أَحْسَنُ تَأْویلاً[117]

ژباړه: او كه په پيمانه وركړه كوئ؛ نو پوره يې وركړئ او په تله سم تول كوئ، دا درته غوره او پاى يې ښه ده .

۱۴۶. هغه ادارې چې سوداګریزې راکړې ورکړې لري؛ نو باید سمچاري، پر هوکړه وفا، امانتساتي او په راکړه ورکړه کې ځیرنه، له یاده و نه باسي او دا آر دې په نوموړې اداره کې، د یوه ارزښت او فرهنګ بڼه ومومي؛ ځکه اوږد مهالې ګټې ته د ګهاک راماتېدو لاملېږي.

ډنډوره

وَ لا تَقْفُ ما لَیْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَ الْبَصَرَ وَ الْفُؤادَ كُلُّ أُولئِكَ كانَ عَنْهُ مَسْؤُلاً [118]

ژباړه: او په هغه څه پسې مه ځه، چې پرې پوه نه يې؛ ځكه غوږ، سترګه او زړه ګرسره پوښتېدوني دي.

 ۱۴۷. د ادارې کارمندان او غړي دې له هغو موضوعاتو ډډه وکړي، چې په اداره کې ډنډوره کېږي.

د موخو رایادونه 

وَ لَقَدْ صَرَّفْنا فی هذَا الْقُرْآنِ لِیَذَّكَّرُوا …[119]

ژباړه: او په رښتيا موږ په دې قرآن كې په بېلابېلو ډولونو اغېزمنې خبرې راوړي، چې پند ترې واخلي؛

۱۴۸.مدیران دې په زړه پوریو خبرو او له بېلابېلو او ډولاډولو کړنلارو په ګټنه، په داسې بڼه د ادارې موخې او رسالتونه بیان کړي، چې کارمندان ستړي نه کړي.

د لوړ پوړیو مدیرانو ښویېدنې

إِذًا َلاذَقْناكَ ضِعْفَ الْحَیاةِ وَ ضِعْفَ الْمَماتِ …[120]

ژباړه: كه داسې شوې وای (؛ نو) هم په ژوند کې او هم په مرګ کې مو[د مشرکانو د سزاوو] دوه ګرایه عذاب درڅکه او زموږ پر وړاندې دې کوم مرستندوی نه مونده! 

۱۴۹.د اداري مدیرانو او مشرانو منصب چې څومره لوړ وي، پازوالي یې ډېره ده او لږه ښویېدنې یې د سترو تاوانونو لاملېږي؛ نو داسې یو میکانزم باید وي، چې سرغړونو ته یې درنې جرمانې وټاکل شي، چې هم نورو ته عبرت شي او هم په لوړه کچه، له فساده مخنیوی وشي.

 اداري فرهنګ

قُلْ كُلٌّ یَعْمَلُ عَلى‌ شاكِلَتِهِ … [121]

ژباړه: ووايه: ((هرڅوك د خپل (اروايي او بدني) جوړښت له مخې عمل كوي))

۱۵۰.د اداري چلن جرړه، په اداري روږد او دود کې ده؛ نو باید د هغو ناسمو روږدنو او دودونو مخه ونیول شي، چې په اداري فرهنګ او په اداري وګړیو کې سوړه کوي، ترڅو دغه ناسم چاپېریال چې د ودې پر لار ستر ګواښ دی، د کارمندانو په عملي چلن کې راڅرګند نشي.

۱۵۱.د ډېرو بریاوو لپاره، باید له کوشنیوالي او ژڼیتوبه، پر وګړیو کار وشي، چې ښېګڼې پکې بنسټیزې شي او په دې بڼه کې به د خلق او خوی له مخې، په نوموړي وګړي کې سم چلنونه بنسټیز شي.

د ګواښونو لرې کول 

قَیِّمًا لِیُنْذِرَ بَأْسًا شَدیدًا مِنْ لَدُنْهُ وَ یُبَشِّرَ الْمُؤْمِنینَ …[122]

ژباړه: سم او پوخ دى، چې د الله له لوري (بدكاران) له سخت عذابه وډاروي! او نېکچارو مؤمنانو ته د غوره اجر زېرى وركړي. 

۱۵۲.تاوان نه کول، تر ګټې کولو مهمه ده؛ نو ادارې دې خپل لومړیتونو وټاکي، چې لومړی تاوان و نه کړي او بیا د ګټې په فکر کې ووسي. (نوځکه عذاب، تر زېري مخکې راغلی دی)

 

د کار څرنګوالی

 لِنَبْلُوَهُمْ أَیُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً[123]

ژباړه: موږ یې ښكلا ګرځولي، چې و یې ازمېيو، كوم يو يې نېکچارى دى.

۱۵۳. څه چې باید په یوه اداره کې، د یوه کارمند د کړنو د ارزونې لپاره آر او کچه وي، کیفیت او د کاري توب یې دی، نه څومره والی او کمیت.

 ژمنې مه ورکوئ

وَ لا تَقُولَنَّ لِشَیْ‌ءٍ إِنّی فاعِلٌ ذلِكَ غَدًا[124]

ژباړه: او هېڅكله د يوه كار په اړه مه وايه: ((چې هرومرو به يې سبا وکړم)).

۱۵۴.د ادارې مدیران او مشران باید دې ټکي ته پاملرنه وکړي، چې د شونتیاوو چمتو کول او د کړلارو د ترسره کولو سریزې، د اقداماتو د پرېکندتوب تضمینوونکي نه دي؛ ځکه نور عوامل او متغیرونه دي، چې په اسانۍ، شرایط بلخوا اړولای شي.

 

په فاسد د افسد لرې کول

أَمَّا السَّفینَةُ فَكانَتْ لِمَساكینَ یَعْمَلُونَ فِی الْبَحْرِ فَأَرَدْتُ أَنْ أَعیبَها وَ كانَ وَراءَهُمْ مَلِكٌ یَأْخُذُ كُلَّ سَفینَةٍ غَصْبًا[125]

 خو هغه بېړۍ، د څو تنو بېوزليو وه، چې په سمندر كې يې كار كاوه، و مې غوښتل، عيبجنه يې كړم (؛ځكه) وړاندې ترې يو (ظالم) باچا و، چې هره (جوړه) بېړۍ يې په زور اخسته .

۱۵۵. یوه خبره، چې باید مدیران ورته د خپلو کړلارو په جوړولو او هوډونو کې پاملرنه وکړي، په فاسد د افسد لرې کول او پر مهم، اهم ته لومړیت ورکول دي. (د نیمګړې بېړۍ درلودل، تر نه درلودو غوره دي)

 اړتیا سنجونه

فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلى‌ أَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنا وَ بَیْنَهُمْ سَدًّا[126]

ژباړه: (د سیمې خلكو) وويل: (( ذوالقرنينه ! ياجوج او ماجوج په دې سيمه كې فساد خپروي؛ نو ايا شونې ده، څه لګښت دركړو، چې زموږ او د دوى ترمنځ يو بند [دېوال] جوړ کړې؟))

 ۱۵۶.خلک په هغه ځای کې پانګونه کوي، چې اړتیا ورته ولري، په تېره چې اړتیا یې بنسټیزه وي؛ نو ادارات دې، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په تکل کې وي او په دې توګه د خلکو له پانګونې، د خپلو کړلارو په پلي کولو کې کار واخلي.

پر پروژو نامه ایښوونه 

یا زَكَرِیّا إِنّا نُبَشِّرُكَ بِغُلامٍ اسْمُهُ یَحْیى‌ …[127]

 ژباړه: زكريا! په رښتيا موږ د يوه داسې هلك زېرى دركوو، چې نامه يې يحيى ده او تر ده مخكې یې څوك همنامی نه و .

۱۵۷. مدیران دې پر کړلارو، پروژو او یېبرو نامې کېږدي او دا چار دې ساده نه نیسي؛ ځکه نامه، د موخې، رسالت، ماموریت او فرهنګ نښه ده.

کورنۍ پازوالې

وَ كانَ یَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلاةِ وَ الزَّكاةِ …[128]

ژباړه: او تل يې خپلې كورنۍ ته د لمانځه او زكات امر كاوه؛ او الله ترې خوښ و.

د ادارو مشران او مدیران او هغوی چې سترې ټولنیزې پازوالې لري، باید له خپلو کورنیو غافل نشي؛ بلکې پر ټولنیزې پازوالې سربېره، باید خپلې کورنۍ ته هم پاملرنه وکړي.

د ځایناستي/ مرستیال له حکمه سرغړونه 

فَرَجَعَ مُوسى‌ إِلى‌‌ قَوْمِهِ غَضْبانَ أَسِفًا قالَ یا قَوْمِ أَ لَمْ یَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا… فَأَخْلَفْتُمْ مَوْعِدی‌ [129]

 ژباړه: نو موسى غوسناك او غمجن [او په بيړه] خپل قوم ته راستون شو (او) و يې ويل: (( زما قومه! ايا پالونكي مو یو غوره ژمنه درسره کړې نه وه، ايا له تاسې مې د بېلتون موده اوږده شوه! که غوښتل مو، د خپل پالونكي غضب درپرېوځي؛ نو ځکه راسره ژمنماتي شوئ؟!))

۱۵۹. د مرستیال له حکمه سرغړونه، له مشره سرغړونه ده. (حضرت موسی علیه السلام، هغو خلکو ته چې د هغه له ځایناستي/ مرستیال یې سرغړونه کړې وه، وویل: له ما مو سرغړونه کړې ده.)

د هوډ پایله، اداري انسجام 

إِنّی خَشیتُ أَنْ تَقُولَ فَرَّقْتَ بَیْنَ بَنی إِسْرائیلَ … [130]

ژباړه: (هارون) وويل: (( د مور زويه ![= روره!] له ږيرې او سر مې مه نيسه، زه خو له دې وډار شوم، چې و به وايې: په بني اسراييلو كې دې درز واچاوه او زما وینا ته دې و نه کتل.))

۱۶۰.په هوډ کولو کې یې عوارضو او پایلو ته پاملرنه وکړئ او دې ټکي ته مو باید وي، چې د ادارې د یووالي او انسجام ساتل، نورو چارو ته تر پاملرنې مهم دي.

وچ او لامده یوځای مه سوځوئ

وَ مِنَ النّاسِ مَنْ یُجادِلُ فِی اللّهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَ لا‌هُدًى وَ لا كِتابٍ مُنیرٍ[131]

ژباړه:او ځينې خلك بې له كومې پوهې، لارښوونې او روڼ كتابه، د الله په باب شخړه كوي.

۱۶۱. مدیران نباید د ځینو د تېروتنې له کبله، ټول ورټي (لکه څنګه چې الله تعالی د ((ځینې)) کلمه کارولې ده )

 بېځایه غوښتنې

یسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذابِ وَ لَنْ یُخْلِفَ اللّهُ وَعْدَهُ …[132]

ژباړه: او په بيړه عذاب درنه غواړي، سره له دې چې الله هېڅكله بې لوزي نه كوي.

۱۶۲. بیړې او بېځایه غوښتنې، که څه په ډلییزه او بیاځلي توګه وي، نباید مدیر او مشر، ناحکیمانه کړنې ته اړباسي. په قرآن کریم کې، څو ځل د کړلاریو د بې ځایه غوښتنو او بیړې کولو خبره شوې، چې الله تعالی، خپل استازي ته وايي: دا بې ځایه خبرې، پر الهي حکیمانه کړلار جوړونې اغېز نه لري.

 کړلار

وَ ما أَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ وَ لا نَبِیٍّ إِلاّ إِذا تَمَنّى … [133]

ژباړه: موږ چې تر تا مخكې هر استازى او نبي لېږلى؛ خو چې كله يې هيله كوله (چې د خپلو الهي موخو د پر مخ وړلو لپاره کومه طرح جوړه كړي؛ نو).

۱۶۳.مدیران باید خپلو موخو ته د رسېدو او د خپلې دندې ترسره کولو لپاره کړلار ولري.

د سمونو پیلول

ثُمَّ أَرْسَلْنا مُوسى‌ وَ أَخاهُ‌هارُونَ… إِلى‌ فِرْعَوْنَ وَ مَلاَئِهِ…‌[134]

ژباړه: بيا مو موسى او رور يې هارون، له خپلو معجزو او څرګند دليل سره ولېږل؛ فرعون او (د قوم) مشرانو ته يې؛ خو كبر يې وكړ او سرغړاندي وو.

۱۶۴.د چارو سمونې لپاره، باید د فساد جرړې وچې کړای شي.

 

واحد مدیریت

 وَ ما كانَ مَعَهُ مِنْ إِلهٍ … [135]

ژباړه: نه الله کوم اولاد نيولى او نه کوم معبود ورسره شته. كه داسې واى (؛نو) هر خداى به خپل مخلوق تدبیر او اداره كاوه او هرومرو، ځينې پر ځينو لاسبرېدل (او د كايناتو نظام ويجاړېده؛ نو) الله له دغو خبرو پاک دى، چې دوى يې وايي.

۱۶۵. واحد مدیریت او مشري، په اسلامي مدیریت کې د بریا یو آریز لامل دی. ( هر کارمند دې په اداره کې یوازې یو نېغ په نېغ مشر ولري)

تنبیه او عبرت

وَ لْیَشْهَدْ عَذابَهُما طائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنینَ [136]

ژباړه: زناکاره او زناکار هر يو په سلو کوړو ووهئ،كه تاسې پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ؛ نو نه ښايي پر دوى دواړو، د زړه سوي احساس (او دروغجنه مينه)، د الهي حكم د عملي كولو خنډ شي او بايد د سزا وركولو پر مهال یې، د مؤمنانو يوه ډله سوب وي.

۱۶۶.په اداره کې د سرغړونکیو تنبیه باید داسې وي، چې نورو ته هم عبرت شي؛ ځکه تنبیه، د سرغړاند پر تنبیه سربېره، اداري، روزنیزه او عمومي موخه هم لري.

 له سرغړونې سره متناسبه سزا

وَ الَّذی تَوَلّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذابٌ عَظیمٌ[137]

ژباړه: په رښتینه كې په تاسې كې يوې (منظمې چلمارې) ډلې، دا غټ دروغ جوړ كړي (؛خو) ګومان مه كوئ، چې دا پېښه درته بده ده؛ بلكې [په نهايت کې] په خير مو ده، چاچې په دې كې څومره برخه اخستې؛ نو هومره ګناه يې ګټلې او له دوى چې چا، ددې تور ډېره برخه پر غاړه اخستې؛ نو ورته ستر عذاب دى!

۱۶۷.سزا او رټنه باید د سرغړاند د ونډې هومره وي، هغه چې آریزه ونډه درلوده؛ هرومرو یې سزا تر نورو ډېره ده.

د مدیرانو د وګړې ویجاړول 

إِنَّ الَّذینَ یُحِبُّونَ أَنْ تَشیعَ الْفاحِشَةُ فِی الَّذینَ آمَنُوا لَهُمْ عَذابٌ أَلیمٌ فِی الدُّنْیا وَ اْلاخِرَةِ … [138]

ژباړه: په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ او بدچارۍ خپرول خوښوي (؛نو) په دنيا او آخرت كې ورته دردناك عذاب دى او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ .

 ۱۶۸. د ایمانوالو، په تېره د مدیرانو او چارواکیو، د وګړې ړنګول، هغه چار دی، چې باید په کلکه یې مخه ونیول شي او کوونکیو ته یې سخته سزا ورکړه شي.

 په اداره کې لمونځ

رِجالٌ لا تُلْهیهِمْ تِجارَةٌ وَ لا بَیْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللّهِ وَ إِقامِ الصَّلاةِ …[139]

 ژباړه: (داسې) سړي دي، چې سوداګري او راكړه وركړه يې، د الله له ياد او د لمانځه له درولو نه ناگاروي.

۱۶۹.د اسلامي نظام چارواکي باید د اذان پرمهال، لمونځ ودروي او کار باید د لمانځه کولو پر لار خنډ نشي.

 له مافوق نه اجازه اخستل

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذینَ … لَمْ یَذْهَبُوا حَتّى یَسْتَأْذِنُوهُ … فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَنْ لِمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ …[140]

 ژباړه: واقعي مؤمنان هغوى دي، چې پر الله او استازي يې ايمان راوړى وي او چې كله په يوه ټولنيز كار كې ورسره وي؛ نو بې اجازې يې چېرته نه ځي، هغوى چې اجازه درنه اخلي (؛نو) په رښتيا، پر الله او استازي يې ايمان لري؛ نو چې كله دوى، د خپل كوم كار لپاره اجازه درنه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه وي (او مصلحت يې ګڼې)، اجازه وركوه.

۱۷۰. باید اداري کارمندان رخصتۍ اخستو (او وګړیزو چارو) ته، له خپل مافوق اجازه واخلي، چې اداري چارې ټکنۍ نشي.

۱۷۱. مدیران کړای شي، د خپل اداري کارمند له رخصتۍ سره موافقت وکړي یا د کوم ستر مصلحت لپاره، ورسره موافقت و نه کړي.

د کارمندانو پوهاوی

لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤادَكَ وَ رَتَّلْناهُ تَرْتیلاً[141]

ژباړه: او کافران وايي: ((ولې دا قرآن ټول یو واري پرې نازل نشو؟))(هو!) داسې (ځکه شوي) چې زړه دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) مو په ځانګړي اوډون، د بېلابېلو برخو په بڼه، په کرار کرار درلوستى دى. 

۱۷۲. کارمندانو ته دې سوکه سوکه او پړاو په پړاو ښوونه وشي.
۱۷۳. د لوړپوړیو مدیرانو یوه دنده، ټیټ پوړیو مدیرانو ته ډاډ او هیله ورکول دي.

مدیر او مرستیال

وَ یَضیقُ صَدْری وَ لا یَنْطَلِقُ لِسانی فَأَرْسِلْ إِلى‌‌هارُونَ… فَاذْهَبا بِآیاتِنا إِنّا مَعَكُمْ مُسْتَمِعُونَ‌ ‌[142]

ژباړه: او سينه مې تنګېږي او ژبه مې (هم) ښه روانه نه ده؛ نو (زما رور) هارون ته هم (د همکارۍ) پېغام ولېږه. (الله) وويل:((داسې نه ده (هېڅ نشي كړاى)؛ دواړه (یې لارښوونې ته) زموږ له نښو سره ورشئ، په حقيقت کې موږ درسره يو (او خبرې مو) اورو.

۱۷۴. د وګړیو ظرفیت سره توپیر لري، بې له الله تعالی، نور ټول موجودات محدودیت لري او په ځینو شرایطو کې، تر دباوونو لاندې راځي. (موسی علیه السلام، الله ته وویل: ټټر مې تنګېږي.) مشري او سمبالنه لوی ټټر ته اړتیا لري.

۱۷۵. د پازوالې منلو پرمهال، پکار دي، مدیر خپلې کمزورۍ ووايي او ځغرد او رښتین ووسي.

۱۷۶. په ځینو ماموریتونو او چارو کې، موخو ته د رسېدو لپاره، ګډ کار ته اړتیا ده.

۱۷۷.مدیران او مشران باید، د نورو په کار اچولو، خپلې کمزورۍ جبیره کړي.

۱۷۸.مدیران او اداري وګړي دې، د چارو سمبالنې ته وړ وګړي معرفي کړي.

۱۷۹.له ستونزو سره مبارزې ته یې سرچینو ته ځان ورسوئ. د سرچینو پېژندل، اسان چار نه دی او ډېر وخت او ځېرني ته اړتیا لري.

۱۸۰. د مهمو ماموریتونو له چارو، د مدیرانو شېبه په شېبه، دقیق پوهه، یو اړین چار دی؛ لکه څنګه چې الله تعالی، حضرت موسی ته وویل: موږ دې خبرې اورو.

ژمنه او کارپوهنه

یَأْتُوكَ بِكُلّ‌ِ سَحّارٍ عَلیمٍ[143]

ژباړه: (وزیرانو او سلاکارانو فرعون ته وویل:) چې ټول پوه کوډګر درته راولي، (چې له موسی سره مبارزه وکړي)

۱۸۱. که کارپوهان، ژمن نه وي؛ نو د فرعونانو په چوپړ کې به شي، د ګومارنې یو مهم شرط دې کارپوهنې ترڅنګ، ژمنتیا هم وي.

د احکامو اعلانول 

إِنّی لَكُمْ رَسُولٌ أَمینٌ [144]

ژباړه: (رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم خلکو ته وايي:) په حقيقت کې زه درته يو امين استازى يم؛ (او د الله کلام مې بې کمي زیاتي در و رساوه). 

۱۸۲. د مصوباتو، قوانینو، لایحو او… اعلانوونکی باید امین او امانتساتی وي، چې د احکامو په اعلانونولو کې کوم کږلېچ او نیمګړتیا رامنځ ته نشي او منځپانګه یې وا نه وړي.

 اسراف نه کول

وَ لا تُطیعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفینَ [145]

 ژباړه: او له بریده اوښتو [خلكو] امر مه منئ؛

۱۸۳.اسرافګر ته د چارو واګې مه ورکوئ. د اداري سرچینو او زېرمو بې خرته لګول، د اداري کړۍ، د ژرمرګۍ لاملېږي. په بیت المال کې اسراف ستره ګناه ده.

 د تمو روڼتیا

وَ ما أَهْلَكْنا مِنْ قَرْیَةٍ إِلاّ لَها مُنْذِرُونَ [146]

 ژباړه: او موږ هېڅ ښار او كلى هسې هلاک کړی نه دی؛ خو دا چې گواښگرندي یې درلودل؛

۱۸۴. سرغړاند ته تر تنبیه او سزا ورکولو مخکې یې باید سرغړونې او سزاوې ورته په بشپړه توګه وویل شي.

 

له لاس لاندېو سره ماتمخي

وَ اخْفِضْ جَناحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنینَ[147]

 ژباړه: او مؤمنانو ته خپل وزر ټيټ کړه، چې ستا لاروي کوي (او په نرمۍ ورسره چلېږه).

۱۸۵.له لاس لاندېو سره دې د مدیرانو چلن په ماتمخۍ وي. البته خاکساري او ماتمخي، د پرېکندتوب ګوښي کولو په مانا نه دي؛ بلکې د پرېکندتوب ترڅنګ باید بادبه ماتمخي ووسو.

نظم او د سرچینو کارونه

 وَ حُشِرَ لِسُلَیْمانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنّ‌ِ وَ اْلإِنْسِ وَ الطَّیْرِ فَهُمْ یُوزَعُونَ‌[148]
ژباړه: او سليمان ته د پېريانو، انسانانو او مارغانو لښکرې په منظمو لیکو کې راغونډې کړاى شوې (او ورپسې شوې).

 ۱۸۶.اداري مدیریت باید جوړښتیز او اجرايي نظم ولري (هم د پروسو/ بهیرونو په تعریف او هم په اجرا کې باید د نظم آر په پام کې ونیول شي.)

۱۸۷. موخو ته د رسېدو لپاره، باید له ټولو سرچینو ګټنه وشي (لکه څنګه چې حضرت سلیمان علیه السلام د خپلې واکمنۍ لپاره له پېریانو، انسانانو او مرغانو ګټنه کوله.)

له کارمندانو مو د ورکړي ماموریت ګزارش واخلئ

وَ تَفَقَّدَ الطَّیْرَ فَقالَ ما لِیَ لا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كانَ مِنَ الْغائِبینَ. َلاُعَذِّبَنَّهُ عَذابًا شَدیدًا أَوْ َلاذْبَحَنَّهُ أَوْ لَیَأْتِیَنّی بِسُلْطانٍ مُبینٍ. فَمَكَثَ غَیْرَ بَعیدٍ فَقالَ أَحَطْتُ بِما لَمْ تُحِطْ بِهِ وَ جِئْتُكَ مِنْ سَبَإٍ بِنَبَإٍ یَقینٍ‌[149]

ژباړه: او (سلېمان) د مارغانو پلټنه وکړه؛ نو و يې ويل: (( ولې هُد هُد (ملاچرګک) نه وينم، که په ناسوبو كې دى؟! هرومرو به سخته سزا وركړم، يا به يې حلال كړم؛ خو داچې (د خپل غيابت) څه څرګند دليل راوړاندې كړي! )) نو تر لږ درنګ روسته (ملاچرګک راغى او) و يې ويل: ((له یوه داسې څیزه خبر شوم، چې ته ترې ناخبره یې او د “سبا” (له هېواده) مې یو باوري خبر درته راوړى دى؛

۱۸۸. د لاس لاندېو پوښتل او پر چار یې څارنه، په اداري انګېزه ورکونې که مهمه ونډه لري او د کارمندانو د دلګرمۍ لاملېږي.

۱۸۹. سوبیزه لیدنه، د څارنې او پلټنې یوه لازمه کړنلار ده.

 ۱۹۰. پر دنده علمي واکمني، د مدیرانو لپاره یو لازم شرط دی. (په تېره په اجرايي او عملیاتي سمبالنو کې)

۱۹۱. د مدیرانو یوه دنده، د چارو په بهیر کې، د ځواکونو پر سوبتیا او ناسوبتیا دقیق څارنه یا یې د ګټور او ناګټور شتون ارزونه او پرځای یې د ډاډمنو وګړیو او کړنلارو ټاکل دي.

۱۹۲. د سرغړونو په صورت کې، باید د سرغړاند دلیلونو او مخونې واورېدل شي؛ ځکه شونی سم دلیل او مخونه ولري.

۱۹۳. له هغو سرغړاندونو سره دې پرېکنده چلن وشي، چې سرغړونه یې په لوی لاس وي.

۱۹۴. گزارش باید له رښتنیو او ډاډمنو سرچینو واخستل شي، سم او له اغراق لرې ګزارش په هوډ کولو کې اغېزمن دی.

۱۹۵. د کارمندانو خبرو ته غوږ ایښوول په کار دي، کېدای شي د اداري چارو د پرمختګ لپاره پکې اهمیت لرونکي ټکي وي.

۱۹۶. بهرني ماموریت ته د کارمند تګ باید د مافوق مدیر په حکم وي او بې د مافوق مدیر له اجازې، د بهرني ماموریت په پلمه، اداري پست پرېښودل منلو1ړ دلیل نه دی.

 بډې او اداري فساد

فَلَمّا جاءَ سُلَیْمانَ قالَ أَ تُمِدُّونَنِ بِمالٍ …[150]

ژباړه: نو چې (د ملكې سبا استازى) سليمان ته ورغى (سليمان ډالۍ ولیده او) ورته یې وويل: ((ايا غواړئ، په دنیوي مال مې پام ځان ته راوړوئ (او چل وكړئ)؟! الله تر تاسې ډېر څه راکړي دي، هو! دا تاسې یاست، چې خپلو ډالیو ته خوشحالېږئ . 

۱۹۷. د اسلامي نظام چارواکي دې په خپله هوښیارۍ، له ښکاره او پټو بډو ځان وساتي او پوه دې وي، چې د ډېری وګړیو ډالۍ، شونې ده، په نورو شرایطو کې د ناوړګټنې لپاره وي.

 د سیالۍ رامنځ ته کول، د چارو چټکېدل

قالَ یا أَیُّهَا ‌الْمَلَؤُا أَیُّكُمْ یَأْتینی بِعَرْشِها قَبْلَ أَنْ یَأْتُونی مُسْلِمینَ . قالَ عِفْریتٌ مِنَ‌ الْجِنّ‌ِ أَنَا آتیكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقامِكَ وَ إِنّی عَلَیْهِ لَقَوِیٌّ أَمینٌ . قالَ‌ الَّذی عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتابِ أَنَا آتیكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ یَرْتَدَّ إِلَیْكَ طَرْفُكَ…‌[151]

ژباړه: (سليمان) وويل: (( (د هېواد) مشرانو! كوم يو به مو د هغې تخت تر دې مخکې راته راوړي، چې اېللي راته راشي؟)) يوه پیاوړي پیري وويل: ((زه به يې مخكې تردې راوړم، چې له خپله ځايه پاڅې، زه ددې (كار) وس لرم او امين هم يم!)) (خو) له كوم سړي سره، چې د (اسماني) كتاب څه پوهه وه وويل : (( زه به يې د سترګو په رپ کې درته راوړم))؛ نو څنګه چې (سلیمان) هغه (تخت) له ځان سره ايښوول شوى وليد، ويې ويل :((دا زما د پالونكي لورنه ده، چې و مې ازمېيي، چې شكر كوم كه ناشكري؟! او څوك چې شكر كوي؛ نو په خپله ګټه يې شكر كړى او څوك چې ناشكري كوي (؛ نو په خپل زيان يې كوي او پوه دې شي) چې پالونكى مې هغه سخاوت والا (دی چې د بندګانو له منندوینې) بې پروا دی .))

۱۹۸. د ادارې د ټولنیز نشاط خوندېینې او د کارمندانو د وړتیاوو زرغونېدا ته، د مدیر یوه دنده، د کارمندانو ترمنځ سیالي رامنځ ته کول دي.

۱۹۹. د ماموریتونو ورکولو لپاره درې شرطونه دادي: په ماموریت کې چټکي، د ماموریت بشپړ سر ته رسولو ته ځواکمني او د ماموریت سر ته رسولو ته د سمو کړنلارو کارول.

۲۰۰.د ځواکمنیو ویل، په داسې بڼه چې د ویاړپلورنې لامل نشي، یو لازم چار دی، چې غوره وګړي، له ښو توپیر شي او چارې یې وړ او کارپوه ته وسپارل شي.

د مخاطبانو ګټه

هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلى‌ أَهْلِ بَیْتٍ یَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَ هُمْ لَهُ ناصِحُونَ [152]

ژباړه: او لا مخکې مو د پۍ وركوونكيو د تیونو له رودلو منع كړى و (چې يوازې د مور غېږې ته ورستون شي)؛ نو خور يې (چې د دايي پيدا كولو لپاره د مامورانو بيړه وليده) وويل: ((ايا داسې یوه كورنۍ دروښيم، چې درته یې وپالي او خواخوږی يې وي؟))

۲۰۱.سمونپالې طرحې او وړاندیزونه دې داسې وويل شي، چې مخاطب پکې خپلې ګټې وویني (یَكْفُلُونَهُ لَكُمْ)

 له موقعیت ناوړګټنه

وَ وَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأَتَیْنِ …[153]

ژباړه: او چې كله د مدين د اوبو (څاه) ته ورسېد؛ نو ګوري، چې يوه ډله خلك خپل څاروي خړوبوي؛ خو د دوی شاته يې دوې ښځې وليدې، چې خپل څاروي ايساروي (او څاه ته نه نژدې كېږي؛ موسى) له ښځو وپوښتل: (((له دې كاره) ستاسې موخه څه ده؟(ولې مو څاروي نه اوبه كوئ؟) )) و یې ويل: (( منتظر یو چې شپانه خپل څاروي بوځي او نوبت مو شي او پلار مو بوډا دى (او دا كارونه يې له وسې پوره نه دي.) ))

۲۰۲.له مقام او ټولنیز موقعیته ناورګټنه، ټولو ته ناوړه چار دی او دا خبره خو لوړپوړیو چارواکیو ته خورا مهمه ده. (د حضرت شعیب علیه السلام لوڼې په یوه ګوټ کې په تمه وې او د پېغمبر د لوڼو په نامه یې بې واري و نه کړه.)

 له خبره وګړیو او کارپوهانو سره سلامشوره

وَ قَصَّ عَلَیْهِ الْقَصَصَ …[154]

 نو چې هغه [= شعيب] ته ورغى او خپله ټوله قيصه يې ورته وکړه

۲۰۳. مدیران دې اداري ستونزې، له کارپوهانو او سلاکارانو سره شریکه کړي، چې مناسبه کړنلار ورته ومومي.

 د کړلارو ازمېینه

وَ أَنْ أَلْقِ عَصاكَ …[155]

 ژباړه: او (و يې ويل 🙂 کونټۍ دې وغورځوه؛ نو چې (و يې غورځوله او) و يې ليدل، د مار په څېر خوځي،

۲۰۴.د سترو پروژو لپاره، باید یو ځل، په فرضي او مجازي چاپېریال کې و ازمېیل شي. ددې کړنلار یوه مصداق، شبیه سازي ده.

 د ستونزو وړاندوینه

قالَ رَبّ‌ِ إِنّی قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخافُ أَنْ یَقْتُلُونِ[156]

 (موسى) وويل: ((پالونكيه! په رښتینه کې ما یو تن ترې وژلى؛ نو وېرېږم چې و به مې وژني.

۲۰۵.د پازوالیو په منلو کې، وړ ده، چې وړاندویل شوي خنډونه او ستونزې له خپل مافوق سره اوڅار او و ارزول شي.

د وړتیا کچه

وَ أَخی‌هارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنّی لِسانًا فَأَرْسِلْهُ مَعی…[157]

ژباړه: او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه، چې تاييد مې كړي؛[ځكه] وېرېږم چې دروغجن به مې وبولي .))

۲۰۶.په کار نه ده، مدیران هراړخیز غوراوی ولري؛ بلکې ټولټال غوره وي. (سره له دې چې حضرت موسی علیه السلام اولی العزم پېغمبر دی؛ خو هارون ترې ژبور دی.)

 ښې کړنې

وَ لَوْ لا أَنْ تُصیبَهُمْ مُصیبَةٌ بِما قَدَّمَتْ أَیْدیهِمْ … [158]

ژباړه: او كه (د كوم پېغمبر تر لېږلو مخكې) دوى د خپلو كړنو، له لامله پر مصيبت او مجازاتو اخته كېدل؛ نو ويل يې : ((پالونكيه! ولې دې يو استازى نه رالېږه، چې ستا د احكامو لاروي مو كړې واى او له مؤمنانو ځنې واى؟!))

۲۰۷.ډېری ماتې او ترخې پېښې زموږ د خپلو ناسمو کړنو زوکړه ده.

 ډلییزه ارزونه

وَ كَمْ أَهْلَكْنا مِنْ قَرْیَةٍ بَطِرَتْ مَعیشَتَها … ‌[159]

ژباړه: او له کلیو مو څومره هغه ترې هلاك كړل (؛ځكه ډېرې سوکالۍ) په خپل ژوند کې مست او مغرور کړي وو! دا يې (نړېدلې) مينې دي، چې تر دوی روسته ایله څه لږه هستوګنه پکې شوې ده او همدا موږ يې پاتوړي يو.

۲۰۸.د یوې ادارې بریا او ماتې یې د مدیرانو او کارمندانو په ډلییزو کړنو پورې اړه لري. 

علمي غرور

قالَ إِنَّما أُوتیتُهُ عَلى‌ عِلْمٍ عِنْدی …[160]

 ژباړه: (قارون) وويل : (( دا(شتمني) د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نه پوهېده، چې بېشکه الله تر ده مخكې داسې خلك هلاك كړي، چې تر ده غښتلي او شتمن ول؟! او (چې كله الهي عذاب را و رسي؛ نو) له مجرمانو يې ګناهونه نه پوښتلېږي. ( او سيده دوزخ ته ځي)

۲۰۹.د مدیرانو علمي غرور یې د ځانمنۍ لاملېږي، داسې چې نور د نورو څرګندونې، وړاندیزونه او نیوکې نه مني او همدغه چار یې د ماتې لاملېږي.

انگیزه/ هڅونه رامنځ ته کول

وَ مَنْ جاهَدَ فَإِنَّما یُجاهِدُ لِنَفْسِهِ …[161]

ژباړه: څوك چې [د حق په لار کې] هلې ځلې كوي؛ نو يوازې ځان ته يې كوي؛ (ځكه) چې الله له نړيوالو مړه خوا دى.

۲۱۰.رغنده هڅو ته د کارمندانو د هڅونې لپاره، کومې ګټې او پایلې چې اړوند چارې لري، کارمندانو ته دې وویل شي.

 په انعام ورکولو هڅونه

وَ وَهَبْنا لَهُ إِسْحاقَ وَ یَعْقُوبَ …[162]

ژباړه: او (د عمر په روستيو كې) اسحاق او يعقوب مو ور و بښل او په ځوځات كې یې مو پېغمبري او (اسماني) كتاب كېښود او په دنيا كې مو بدله وركړه او بېشکه هغه په آخرت كې له صالحانو ځنې دى.

۲۱۱.ګټور او رغنده انعام دې ټولو ته اعلان شي، چې انګېزه یې ډېره شي.

د مذاكراتو مدیریت

 وَقُولُوا آمَنّا بِالَّذی أُنْزِلَ إِلَیْنا وَ أُنْزِلَ إِلَیْكُمْ وَ إِلهُنا وَ إِلهُكُمْ واحِدٌ…‌[163]
ژباړه: له هغو کتابيانو سره، چې ظلم يې نه وي کړى، په غوره دود (سولیز، مستدلل او ادبناکه توګه) ویینه وکړئ او ورته ووايئ: (( موږ پر هغه څه ايمان راوړى، چې موږ ته نازل شوي او پر هغه مو(هم) ايمان راوړى، چې تاسې ته نازل شوي او زموږ او ستاسې معبود ایکي يو دى او پوره غاړه مو ورته ایښې ده.))

 ۲۱۲. په مذاکراتو کې، باید تر خپلو څرګندونو مخکې، هغه څه وویل شي، چې ټول پرې هوکړي دي، چې د مذاکرې تشیال، آراوو منلو ته چمتو شي.

د بریا خواله

وَ الَّذینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ … الَّذینَ صَبَرُوا وَ عَلى‌ رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُونَ[164]

ژباړه: او هغو کسانو چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړي، هرومرو به یې د جنت په ماڼيو كې هستوګن كړو، چې تر لاندې یې ويالې بهېږي، هلته به تل تر تل اوسي. هو! د عمل كوونكيو څه غوره بدله ده! هماغوى چې (د ستونزو پر وړاندې يې) زغم كړى او يوازې پر خپل پالونكي بروسه كوي.

۲۱۳. په چارو کې د بریا خواله، په څلورو خبرو کې ده:

۱) پر موخه ایمان او انګېزه ۲) سم او رغنده فعالیت ۳) استمرار او پشتكار ۴) پر الله توكّل.

اغېزمنه سمبالنه، باید ددغو څلورو چارو پیاوړتیا ته کار وکړي.

له فرصتونو ګټنه

فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّینِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ یَوْمٌ لا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللّه…‌[165]

ژباړه: ( الله تعالی انسان ته سپارښتنه کوي، چې د عذاب تر راتګ مخکې له فرصتونو ګټنه وکړه:) نو د زړه مخ دې سم دين ته ورمخ کړه، مخكې تردې چې هغه ورځ راشي،چې د الله له لوري يې بيخي ستنول نشته، پر هغه ورځ (خلك) په [جنتي او دوزخي] ډلو وېشل کېږي:

۲۱۴. د بریا لاس ته راوړ لپاره، باید له فرصتونو ګټنه وشي او دا چار غنیمت وګڼل شي. (د مدیرانو یوه دنده، د فرصتونو پېژندنه او ترې ګټنه ده)

 بشپړه ارزونه

إنْ تَكُ مِثْقالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ …[166]

 ژباړه: (د انسانانو پر کړنو، د الله تعالی د څارنې په اړه، لقمان خپل زوی ته وايي:) يه زما زويکه! كه د اوري (غوښتو) د دانې هومره (نېك یا بد عمل) وي او په كوم لوى ګټ (پرښه) يا د اسمانونو او ځمكې (په څنډه) كې (پټ) وي؛ نو الله يې (د قيامت پر ورځ د حساب لپاره) راباسي [ځكه] چې الله با خبر ژور ليدونكى دى.

۲۱۵.په یوه بشپړه ارزونه او څارنه کې، باید خورا کوشنیو چارو او کړلارو ته هم پاملرنه وشي.

 ورین تندی

وَ لا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنّاسِ …[167]

ژباړه: (لقمان خپل زوی ته سپارښتنه کوي:) او (په كبر) له خلكو مخ مه اړوه،
۲۱۶. مدیران دې له ټولو وګړیو سره، که کارمند دی، که مراجعین؛ په ورین تندي، خاکساره چلن وکړي.

 له بشري ځواکونو خبرېدل

 یُدَبِّرُ اْلاَمْرَ … ذلِكَ عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَةِ الْعَزیزُ الرَّحیمُ ‌[168]

 ژباړه: (د نړۍ) چارې له اسمانه (نيولې) تر ځمكې سمبالوي…. همدا له پټ و ښكاره خبر دى (او) ځواکمن لورین دى.

د هرې ټولګې سمبالنې ته، د هغې ټولګې په اړه دقیق اطلاعاتو ته اړتیا ده.

 په قانون کې برابری

یا نِساءَ‌النَّبِیّ‌ِ مَنْ یَأْتِ مِنْكُنَّ بِفاحِشَةٍ مُبَیِّنَةٍ یُضاعَفْ لَهَا ‌الْعَذابُ…[169]
ژباړه: د پېغمبر مېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى.

۲۱۸.د کارمندانو په هڅونه او رټنه کې یې بست، رتبې او انتساباتو ته توجه نه ده پکار او هر سرغړاند ته دې سزار ورکړل شي، که څه د اداري مدیر نږدې خپلوان وي.

 د دندو تشریح

یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِنّا أَرْسَلْناكَ شاهِدًا وَ مُبَشِّرًا وَ نَذیرًا [170]

 ژباړه: پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد، زېرګری او ګواښګرندی لېږلى يې؛

۲۱۹. مدیران دې په اداره کې ټولو کارمندانو ته د هغوی دندې او پازوالې وټاکي او وراعلان یې کړي.

 

چورلیځ دې څرنګوالی وي

أَنِ اعْمَلْ سابِغاتٍ وَ قَدِّرْ فِی السَّرْدِ وَ اعْمَلُوا صالِحًا …[171]

ژباړه: (او ورته مو وويل:) چې ارتې زغرې جوړوه او اندازه یې سمه نيسه (چې كړۍ يې سره برابرې وي) او ښه كارونه كوئ؛(ځكه) زه مو د کړنو لیدونکی یم.

۲۲۰. په تولید کې باید تل د څرنګوالي/ کیفیت آر په پام کې ونیول شي.

۲۲۱. په اسلامي نظام کې دې د صنعت سمبالنه او مدیریت؛ ژمنو او صالح کارپوهانو ته ورکړل شي.

کړنپالنه

قُلْ إِنَّما أَعِظُكُمْ بِواحِدَةٍ أَنْ تَقُومُوا لِلّهِ …[172]

ژباړه: ووايه : (( زه يوازې د يوې خبرې نصيحت درته كوم او هغه داچې تاسې د الله لپاره دوه دوه يا يو يو راپاڅئ،))

۲۲۲.د اسلامي نظام چارواکي دې یوازې پر شعار بسنه نه کوي؛ بلکې باید په الله خوښیو هڅو، د شعارونو رښتونی انځور، راوړاندې کړي.

زمینه‌سازي

إنَّ الَّذینَ یَتْلُونَ كِتابَ اللّهِ وَ أَقامُوا الصَّلاةَ …[173]

ژباړه: په حقيقت کې کوم کسان چې الهي كتاب لولي او لمونځ دروي او زموږ له ورکړې روزۍ يې (د الله په لار کې) په پټه او ښكاره لګوي (؛ نو) دوى (گټورې او) بې تاوانه سوداګرۍ ته هيلمن دي.

۲۲۳.تر فعالیت مخکې یې ترسره کولو ته زمینه چمتو کړئ (الله تعالی، تر لمانځه کولو مخکې، د ذهن او روح چمتو کولو لپاره، د قرآن لوستو سپارښتنه کوي) 

د بریا اداري شرایط 

وَ الْقُرْآنِ الْحَكیمِ . إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلینَ . عَلى‌ صِراطٍ مُسْتَقیمٍ.[174]

او پر قرآن حكيم قسم، چې ته په رښتيا (د الله) له استازيو ځنې يې؛ پر سمه لار يې.

 ۲۲۴. په اداره کې بریا ته درې بنسټیز لاملونه پکار دي:

الف) کښل شوې کړلار (؛ لکه قرآن کریم، چې د نېکمرغۍ کړلار ده)

ب) پوه مشر او مدیر (؛ لکه د اسلام پېغمبر، چې د اسلامي ټولنې مشر و)

ج) ټاکلې لار او موخه (سیده لار، چې د نېکمرغۍ لار ده)

ټولپوښتنه

 فَاسْتَفْتِهِمْ أَ هُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنا …[175]

 ژباړه: و یې پوښته: (( آيا د دوى پنځون (او معاد) ډېر سخت دى،كه د نورو څيزونو، چې پيدا كړي مو دي؟!)) بېشكه موږ دوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي دي.

۲۲۵.ټولپوښتنه ترسره کول، د هر مدیر لپاره، د ډاډ یو معقول او منطقي/ سولیز چار دی. البته ټولپوښتنه دې تمه نه رامنځ ته کوي؛ بلکې یوازې دې د کړنو انځور ته یوه هینداره وي.

ادلون بدلون

إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آباءَهُمْ ضالِّینَ‌ . فَهُمْ عَلى‌ آثارِهِمْ یُهْرَعُونَ[176]

ژباړه: (ځكه) چې خپل پلرونه يې بېلارې موندلي ول؛ نو دوى یې پر پلونو ملنډې وهلې.

 ۲۲۶. مدیران او مشران دې ناسمو دودیزو دودونو ته نه تسلمېږي؛ بلکې باید سمونې ته یې لېچې ونغاړي.

 له نږدیو وګړیو مو سمونې پیل کړئ

إِذْ قالَ ِلابیهِ وَ قَوْمِهِ ما ذا تَعْبُدُونَ‌[177]

ژباړه: چې خپل (مورني) پلار (يا تره) او قوم ته یې وويل: [دا] څه دي، چې يې نمانځئ؟!

۲۲۷.داچې سمونې اغېزناکې شي؛ نو مدیران دې یې له ځان او خپلو نږدیو وګړیو پیل کړي.

 له پازوالې د تېښتې پایلې

فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَ هُوَ مُلیمٌ. فَلَوْ لا أَنَّهُ كانَ مِنَ الْمُسَبِّحینَ. لَلَبِثَ فی بَطْنِهِ إِلى‌ یَوْمِ یُبْعَثُونَ‌[178]

 ژباړه: (په سمندر كې یې ور واچاو؛) نو يوه (لوى) كب ونغړود او ځان يې پړ ګاڼه؛ نو كه دی له ستايونكيو ځنې نه واى؛ نو هرومرو به (د خلكو) د بيا راژوندي كېدو تر ورځې، د كب په نس كې پاتې شوى و!

۲۲۸.مشران او مدیران دې له خپلو پازوالیو اوږه نه تشوي، هسې نه له بارانه د تېښتې په پار یې، تر ناوې لاندې شپه شي. (حضرت یونس علیه السلام، له کړاوونو د تېښتې په پار، له خپل قومه واټن واخست؛ خو د ستر کب په نس کې، په کړاوو اخته او په استغاثه شو.)

 د ځواکونو بیارغاونه

وَ أَرْسَلْناهُ إِلى‌ مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ یَزیدُونَ[179]

ژباړه: او دی مو يو لك يا تر دې زياتو (خلكو) ته ورلېږلی و؛ 

۲۲۹.د بشري ځواک په سمبالنه کې، غوره ده، د ګوښي کولو پرځای یې، کمزوري ټکي ور په نښه او بیاورغول شي او له سره ترې کار واخستل شي. (البته که د بیارغاونه او سمونې وړتیا ولري.)

نصیحت‌ منل

فَاحْكُمْ بَیْنَنا بِالْحَقّ‌ِ وَ لا تُشْطِطْ وَ اهْدِنا إِلى‌ سَواءِ الصِّراطِ[180]

 ژباړه: چې (ناڅاپه) پر داوود ورننووتل؛ نو ترې ووېرېد او دوى وويل: ((مه وېرېږه، (موږ) دوه تنه مدعيان يو، چې يو پر بل مو تېرى كړى؛ نو ترمنځ مو په حق پرېكړه وكړه او بې انصافي مه کوه او سمې لارې ته مو ورسیخ کړه.

 ۲۳۰. د ادارې مدیران باید نصحیت منونکي او حق اورېدونکي وي او پردې دې نه خپه کېږي، چې مراجعین ورته نصحیت او لارښوونه وکړي. (لکه څنګه چې حضرت داوود علیه السلام، د شخړې د دواړو لوریو تذکر واورېد او و یې نه ویل: پخپله قاضي/ ورمندګر یم او پوهېږم څه وکړم)

 ځواک او لیدانه

وَ اذْكُرْ عِبادَنا إِبْراهیمَ وَ إِسْحاقَ وَ یَعْقُوبَ أُولِی اْلاَیْدی وَ اْلابْصارِ[181]
ژباړه: او زموږ [په عبادت کې] پياوړي او سترگور بندګان؛ ابراهيم، اسحاق او يعقوب درياد كړه.

۲۳۱.مشران او مدیران دې (پازوالیو سر ته رسولو ته) ځواک او ( د پازولیو پېژندلو ته) لیدانه ولري.

 له سرغړاند سره پرېکنده چلن

قالَ فَاخْرُجْ مِنْها فَإِنَّكَ رَجیمٌ[182]

ژباړه: (الله تعالی، شیطان ته) وويل: ((نو له هغه ځایه [له اسمانونو او د پرښتو له ليكو] ووځه؛ ځكه رټل شوى يې.

۲۳۲. هغه سرغړونو ته سزا ورکول، چې د نوروو د تجربې لاملېږي یا دومره سترې سرغړونې دي، چې بښل یې ناقانوني رامنځ ته کوي؛ نو د ادارې خوندېینې په پار دې، سرغړاند ته سزا او ګوښي شي.

مسؤولیت او مؤاخذه

وَ لا تَزِرُ وازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرى‌ …[183]

ژباړه: او يو ګناهګار هم د بل د ګناه پېټى نه اخلي،

۲۳۳.هر چاته خپله پازوالي ور ترغاړې ده او د یوه کارمند د ناغېړۍ په پار، ټولو ته سزا نشو ورکولای. تل باید لاملپېژندنه وشي او قانوني چلن ورسره وشي.

 له چاپېریال خبرېدل

فَلا یَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلادِ[184]

 ژباړه: په ښارونو كې یې ګرځېدل راګرځېدل (او د دوی قدرت ښوونه) دې تا دوکه نه کړي!

۲۳۴.د ادارې مدیران دې د سیالانو له خوځښتونو او کړلارو خبر وي، چې غافلګیر نشي.

 تېر او ګانده

فَیَنْظُرُوا كَیْفَ كانَ عاقِبَةُ الَّذینَ مِنْ قَبْلِهِمْ …[185]

ژباړه: نو ايا دوی په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې وګوري تر دوی د مخكې خلکو پای څه وه؟

۲۳۵.مدیران دې په خپل حساب و کتابونو کې، یوازې د ادارې او کارمندانو اوسني حالاتو ته نه ګوي؛ بلکې له تېر نه د پوره خبر او پوهې پر بنسټ دې عاقبت اندیش وي.

 ډاډ جوړونه

إِنّی لَكُمْ رَسُولٌ أَمینٌ[186]

ژباړه: زه درته امين استازى يم؛ 

۲۳۶. مدیران دې د اداري وګړیو ډاډ رامات کړي؛ ځکه متقابل ډاډ، د خبرې د ډېر منل کېدو لامل دی.

 وخت پېژندنه

فَأَسْرِ بِعِبادی لَیْلاً …[187]

 ژباړه: (ورته امر وشو:) بندګان مې د شپې شپې درسره بوځه؛

۲۳۷. په اداري کړلار جوړونه کې، وخت په پام کې نیول، د بري یوه آریزه کونجي ده.

 د سزار ورکولو دلیل وویاست

ذلِكُمْ بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آیاتِ اللّهِ هُزُوًا وَ غَرَّتْكُمُ الْحَیاةُ الدُّنْیا …[188]
ژباړه: دا (عذاب) له دې لامله دى، چې د الله آيتونه مو په ټوکو نیولي وو او دنيوي ژوند غولولي وئ.))

۲۳۸.سرغړاندو ته دې د هغوی د سزا دلیل وویل شي، چې ځان سم کړي.

 رښتینولي

ما أَدْری ما یُفْعَلُ بی وَ لا بِكُمْ …[189]

 ژباړه: ووايه: (( زه (د الله) د استازيو (له لړۍ) لومړنى استازى نه يم او نه پوهېږم، چې له ما او تاسې سره به څه وشي، زه ایله په هغه څه پسې روان يم، چې پر ما وحې كېږي او زه يوازې يو ښكاره گواښگرندى يم .))

۲۳۹.رښتینولي؛ په اسلامي نظام کې د مدیرانو یوه ځانګړنه ده، پر څه چې نه پوهېږي او نشي کولای، په رښتینولۍ وايي: زما په وس کې نه دی.

 د مخالفانو د ډنډورو وړاندوینه

وَ قالَ الَّذینَ كَفَرُوا لِلَّذینَ آمَنُوا لَوْ كانَ خَیْرًا ما سَبَقُونا إِلَیْهِ وَ إِذْ لَمْ یَهْتَدُوا بِهِ فَسَیَقُولُونَ هذا إِفْكٌ قَدیمٌ[190]

ژباړه: او كافرانو د مؤمنانو په اړه وويل: ((كه [اسلام ـ ايمان] څه ښه څيز واى (؛ نو په منلو كې یې) رانه ورمخکې كېداى نه شول)) او چې په دې (قرآن) يې سمه لار و نه مونده؛ نو وايي: (( دا خو پخواني دروغ دي .))

۲۴۰.مدیران او مشران دې د سیالانو د ډنډورو او تاکتیکونو وړاندوینه وکړي، چې پر وړاندې یې په وخت ګام واخستی شي.

د کړنو له مخې ارتقا 

وَ لِكُلٍّ دَرَجاتٌ مِمّا عَمِلُوا … [191]

 ژباړه: او هر يوه (مؤمن و کافر) ته د خپلو كړنو له مخې درجې دي، چې خدای يې د کړنو بدل پوره وركړي او هېڅ تېرى به پرې ونشي.

۲۴۱. رتبې او بستونه دې د وګړیو د مثبتو کړنو او د هغوی د کړنو د ارزونې له مخې ورکړل شي.

پازوالې او واکونه 

إِذا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثاقَ فَإِمّا مَنًّا بَعْدُ وَ إِمّا فِداءً …[192]

ژباړه: نو چې (د جګړې په ډګر كې له جنايتكارو) كافرانو سره ونښتئ؛ نو غاړې يې ورپرې کړئ (او دې کار ته دوام ورکړئ) چې ښه يې وځپئ؛ نو (په دې ترڅ كې يې بنديان) كلك وتړئ، بيا نو ښېګڼه ورسره وكړئ (او خوشې يې كړئ) او يا (د خوشې کېدو په بدل كې) فديه [= غرامت] ترې واخلئ (او دا حالت بايد) تر هغه وي، چې جګړه (مار) خپله وسله پر ځمكه كېږدي. (هو!) دا (د الله حكم دى) او كه الله غوښتلاى؛ نو پخپله به يې غچ ترې اخستى واى؛ خو (غواړي) په يو بل مو وازمېیي او هغوى چې د الله په لار كې وژل شوي؛ نو (الله) يې هېڅكله كړنې له منځه نه وړي؛

۲۴۲.تر پازوالې ورکولو روسته، باید وګړیو ته واک هم ورکړل شي، چې د اړتیا او سازښت پرمهال، هوډ وکړای شي.

 

زړه سواندي 

وَ اسْتَغْفِرْ … لِلْمُؤْمِنینَ وَ الْمُؤْمِناتِ …[193]

 ژباړه: نو پوه شه، چې په حقيقت کې بې له “الله” هېڅ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او هم نارينه او ښځینه ايمانوالو ته بښنه وغواړه

۲۴۳. زړه سواندي او د تر لاس لاندیو ښېګڼه غوښتل، په اسلامي نظام کې د مدیرانو یوه ځانګړنه ده.

 

د سیالانو پر وړاندې پیاوړتیا

فَلا تَهِنُوا وَ تَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَ أَنْتُمُ اْلاعْلَوْنَ …. [194]

ژباړه: نو سستي مه كوئ او (کافران ذلیلې) سولې ته مه رابولئ، حال دا تاسې لوړ [او لاسبري] ياست 

۲۴۴. د دندو په سر ته رسولو کې ناغېړي نه کول مو د سیالانو پر وړاندې کوټلي او پياوړي کوي.

 د هوډ پایلې

وَ لَوْ لا رِجالٌ مُؤْمِنُونَ وَ نِساءٌ مُؤْمِناتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَؤُهُمْ فَتُصیبَكُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّةٌ بِغَیْرِ عِلْمٍ …[195]

ژباړه:  ( الله تعالی په حدېبیه سوله کې، پر مکه د برید اجازه ورنکړه او و یې ویل:) او كه (په مكه كې) مؤمنان او مؤمنانې په ناپېژندګلو كې په لتاړ كې له منځه نه تلاى، چې (له دې لارې) په ناخبرۍ كې څه پړه، پېغور (او تاوان) يې ستاسې پر غاړه پاتې كېده (؛ نو الله هېڅكله ددې جګړې مخه نه نيوه)

۲۴۵. په اسلامي ټولنه کې مدیر باید د خپل هوډ هراړخیزې پایلې په پام کې ونیسي او په بیړه دې حکم نه ورکوي.

 وړتیا او لومړیت

وَ كانُوا أَحَقَّ بِها وَ أَهْلَها …[196]

ژباړه: الله پر خپل استازي او مؤمنانو ډاډ راښكته كړ او دوى يې د تقوى په وينا (او کړلار) پابند كړل او (دوى) يې وړ او اهل وو او الله پر هرڅه پوهېږي.

۲۴۶.وړتیا او لومړیت، د پازوالې منلو دوه شرطونه دي. وړتیا؛ یعنې د پازوالې منلو د شرایطو درلودل او لومړیت؛ یعنې ځانګړی امتیاز درلودل.

درناوی، د احکامو لپاره زمینه چمتو کول 

یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا لا تُقَدِّمُوا بَیْنَ یَدَیِ اللّهِ وَ رَسُولِهِ …[197]

ژباړه: مؤمنانو! د الله او د استازي پر وړاندې یې [په هېڅ کار کې] مه ورمخكې كېږئ….

۲۴۷.د یوه چار تر حکم مخکې، باید په مخاطب کې د منلو لپاره، روحي زمینه چمتو کړای شي. د ((یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا= مؤمنانو!))، مؤمنانو ته وګړه ورکوي او له الله تعالی سره یې اړیکې پیاوړوي، ورپسې یې حکم ورکوي.

 د ژرباورۍ او رغي لید خطرونه

یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا إِنْ جاءَكُمْ فاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَیَّنُوا أَنْ تُصیبُوا قَوْمًا بِجَهالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلى‌ ما فَعَلْتُمْ نادِمینَ[198]

ژباړه: مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي، يو ستر خبر درووړ؛ نو (په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه، په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ور و رسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.

۲۴۸.مدیر باید څېړوندی او ارزندوی وي او په کلکه له ژرباورۍ او رغي لیدو، ډډه وکړي.

۲۴۹.باید د څېړنې او ارزونې سرچینې بېلابېلې وي؛ بلکې په ډېری ځایونو کې، له څو سرچینو څېړنه وکړي، چې حقیقت څرګند شي.

۲۵۰. د پېښې درملنه یې تر پېښېدو مخکې وکړئ؛ لکه څنګه چې الله تعالی وویل: ((هسې نه په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ور و رسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.))

۲۵۱.د احکامو او فرمانونو، د دلیل او حکمت ویل، تر سره کولو او منلو ته یې د وګړیو انګېزه پیاوړې کوي.

 د مدیر سوبتیا، د رای خپلواکي

وَ‌اعْلَمُوا أَنَّ فیكُمْ رَسُولَ‌اللّهِ لَوْ یُطیعُكُمْ فی كَثیرٍ مِنَ ‌اْلامْرِ لَعَنِتُّمْ…‌[199]

 ژباړه: او پوه شئ، چې د الله استازى ستاسې په منځ كې دى، كه په ډېرو چارو كې ستاسې ومني؛ نو هرومرو به وکړېږئ؛

۲۵۲. د اسلامي نظام مدیران او مشران باید سوب او د ولس په لاسرس کې وي او له ولس سره بې واسطې، په اړیکه کې وي. (فیكُمْ رَسُولَ‌اللّهِ)

۲۵۳. مدیران او مشران دې د رای خپلواکي ولري، چې هوډ وکړای شي، چې د رایو ګډوډي رامنځ ته نشي.

هر اړخیزه څارنه

إذْ یَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّیانِ عَنِ الْیَمینِ وَ عَنِ الشِّمالِ قَعیدٌ[200]

ژباړه: (او زموږ پر دغه مستقيم علم سربېره، درياد کړه) چې د انسان په ښي او په كيڼ اړخ (په څارنځاى) کې ناستې، دوه اخستونکې (پرښتې ټولې کړنې) يې را اخلي؛

۲۵۴.څارنه دې هراړخیزه وي او په ځیر او بشپړه توګه دې وي، چې لاسوند یې کړای شي او اعتبار او ارزښت ولري.

۲۵۵. په مدیریت کې یو مهم آر، پر وګړیو د کار عادلانه ویش دی. ( د انسان پر کړنو څارنه، پر دوو پرښتو ویشل شوې ده)

 

د دندو او واکونو تعریف

وَ جاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَعَها سائِقٌ وَ شَهیدٌ[201]

ژباړه: او هر څوك (به په داسې حال كې محشر ته) را روان وي، چې یو بېوونکى او یو شاهد به ورسره وي.

۲۵۶. د کارمندانو د دندو او پازوالیو بریدونه او واکونه دې روڼ او ټاکل شوي وي(؛ لکه څنګه چې الله تعالی د دغو پرښتو واکونه بیان کړي دي)

 سمونې له لوړپوړیو پیل کړئ

وَ فی مُوسى‌ إِذْ أَرْسَلْناهُ إِلى‌ فِرْعَوْنَ …‌[202]

ژباړه: او د موسى په (ژوند كې هم د عبرت اخستو نښه شته) چې په څرګندو دلايلو مو فرعون ته ور ولېږه؛

 ۲۵۷. په اداري غونډال کې دې سمونې، له لوړپوړیو چارواکیو پیل شي.

 په لیکلې بڼه اعلانول

وَ كِتابٍ مَسْطُورٍ .فی رَقٍّ مَنْشُورٍ [203]

ژباړه: (چې) په پرانسته پاڼه كې (ليكل شوى دى)،

۲۵۸. احکام او فرمانونه دې په لیکلې بڼه اعلان کړای شي.

۲۵۹. اعلانونه، فرمانونه او احکام دې ځغرد او راڼه وي او په کارمندانو کې دې د زړګنۍ انګېزې راپارولو لپاره ظاهري ښکلا ولري.

 له مدیرانو ملاتړ

ما ضَلَّ صاحِبُكُمْ وَ ما غَوى[204]

 ژباړه: چې ستاسې ملګرى [=محمد] نه بېلارې شوى او نه يې مقصد ورك كړى دى؛

۲۶۰. مدیران باید له خپلو هغو کارمندانو دفاع وکړي، چې مسولیت یې ورسپارلی او په دنده کې پرې تورونه لګېدلي دي . (لکه څنګه چې الله تعالی، له خپل استازي دفاع وکړه)

 پر خبره پوهول

فَكانَ قابَ قَوْسَیْنِ أَوْ أَدْنى[205]

ژباړه: تردې چې (له پېغمبر سره يې) واټن، د دوو لينديو هومره يا لږ و،

 آیت د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم معراج ته اشاره کوي، چې له کبریايي ذاته یې واټن، تر دوو لیندیو لږ یا ډېر دی.

۲۶۱.د مهمو مطالبو ویلو ته باید له هغو کلماتو ګټنه وشي، چې د مخاطب پرې سر خلاص وي، چې هم د همپالنې او خواخوږۍ احساس رامنځ ته شي او هم خبره په ابهام کې پاتې نشي. (لکه څنګه چې الله تعالی، د معراج شپه، ځان ته د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ورنږدېدل، د دوو لیندیو هومره ښيي)

 

له تېروتنو تېرېدل

الَّذینَ یَجْتَنِبُونَ كَبائِرَ اْلإِثْمِ وَ الْفَواحِشَ إِلاَّ اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ واسِعُ الْمَغْفِرَةِ…‌[206]

ژباړه: هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛ خو بې له كوچنيو ګناهونو (چې کله پرې ككړېږي)؛ نو شك نشته، چې ستا د پالونكي بښنه پراخه ده.

 ۲۶۲.باید د هغو کارمندانو له ناڅیزه او ناغواړیو تېروتنو تېر شو، چې ښې کړنې لري؛ ځکه له تېروتنو تېرېدل، د کارمندانو په راتلونکیو فعالیتونو خورا مثبت اغېز لري.

 د کړنو ارزونه

سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَیُّهَ الثَّقَلانِ[207]

ژباړه: اى دوو درنو (= پېريانو او انسانانو)! ژر به ستاسې (حساب) ته در وزګار شو.

 ۲۶۳. د مدیرانو یوه دنده، د کارمندانو د کړنو ارزونه او حساب و کتاب دی او د دندو په ترسره کولو کې، د انګېزې رامنځ ته کېدو لاملېږي.

په زړه پوریو اوزارو هڅونه 

فیهِما فاكِهَةٌ وَ نَخْلٌ وَ رُمّانٌ [208]

ژباړه: په دواړو (باغونو كې) ډول ډول مېوې، د کجورو او انارو ونې دي. 

۲۶۴.وګړي باید په هغو اوزارو وهڅول شي، چې په زړه پورې ورته دي، چې لوړه انګېزه پکې رامنځ ته شي.

د مخکښانو ستاینه 

ثُلَّةٌ مِنَ اْلاوَّلینَ [209]

ژباړه: زياته برخه (يې) له مخكېنيو(امتونو) ده،

۲۶۵. د مخکښانو او مخکېنیو ستاینه هېره نه کړئ.

 د پوښتنو ځوابول

اَوَ ءاباؤنا الاوّلون. قُلْ إِنَّ اْلاوَّلینَ وَ اْلاخِرینَ. لَمَجْمُوعُونَ إِلى‌ میقاتِ یَوْمٍ مَعْلُومٍ ‌.[210]

ژباړه: او ايا زموږ تېر پلرونه (هم را پاڅول كېږي)؟!)) ووايه: ((بېشكه مخكېني او روستني (ټول)، بېشکه ټول به د هغه معلومې ورځې ژمنځاى ته راغونډ کړاى شي،

۲۶۶.مشران او مدیران دې ابهامات او پوښتنې، په ځغرده ځواب کړي، ان هغه پوښتنې چې د مغرضینو لخوا اوڅارېږي. دې موضوع ته نه پاملرنه لاملېږي، چې همزړي، دوه زړي شي.

 

پرتلنه او سیالي 

لا یَسْتَوی مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ …[211]

ژباړه: هغوی چې تر بريا (د مكې تر سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي، له هغوی سره برابر نه دي (چې تر بريا روسته يې لگښت کړى)، مقام يې تر هغوی لوړ دى، چې تر سوبې روسته يې لگښت كړى او جنګېدلي دي .

۲۶۷. پرتلنه او سیالي رامنځ ته کول، په داسې بڼه چې کینې را و نه پاروي، په اداره کې د ودې لاملېږي.

 د ځواک کارونې اوزار

لقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَیِّناتِ وَ أَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْكِتابَ وَ الْمیزانَ …[212]

 ژباړه: رښتیا (موږ) خپل استازي، له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) مو ورسره ولېږل،

۲۶۸. په سمبالنه کې چې کله چاته یوه پازوالې ورکوو؛ نو د کار او ځواک کارونې اوزار هم باید ورکړو، چې په ښه توګه خپلې چارې پرمخ بوځي.

جریمه

وَ‌الَّذینَ یُظاهِرُونَ مِنْ نِسائِهِمْ… فَتَحْریرُ رَقَبَةٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَتَمَاسّا…[213]

 ژباړه: او هغوى چې له خپلو ښځو ((ظهار)) کوي، بيا له خپلې خبرې واوړي؛ نو مخكې تردې چې يو له بل سره كوروالى وكړي؛ نو د يو مريي ازادول پرې لازم دي،

۲۶۹.جریمه د کابو کولو یوه لار ده او د سترو تېروتنو مخنیوی کوي.

 ډولاډول جریمې

فَمَنْ لَمْ یَجِدْ فَصِیامُ شَهْرَیْنِ مُتَتابِعَیْنِ… فَمَنْ لَمْ یَسْتَطِعْ فَإِطْعامُ سِتِّینَ مِسْكینًا[214]

ژباړه: خو چاچې د مريي د ازادولو وس نه درلود؛ نو تر كوروالي مخكې دې پرلپسې دوه مياشتې روژه ونيسي؛ نو څوك چې ددې وس هم نه لري؛ نو شپېتو مسكينانو ته دې خواړه وركړي؛

۲۷۰. جریمې دې ډولاډول وي او د تېروتونکي، د بدني او وټيز ځواک له مخې دې سره توپیر ولري.

 

د شاوخوا وګړیو چاپړوسي

وَ إِذا جاؤُكَ حَیَّوْكَ بِما لَمْ یُحَیِّكَ بِهِ اللّهُ …[215]

ژباړه: او چې درشي؛ نو په هغو ټکیو سلام درته کوي، چې هاغسې الله پر تا سلام نه دى کړی .

۲۷۱.د مدیرانو دې پام وي، چې درناوی، د ډاډ وړ نه دی او د شاوخوا غوړه مالانو اوو چاپړوسانو ته مو پام وسه.

د تېروتنې جیبره کول 

ءَ أَشْفَقْتُمْ … فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا وَ تابَ اللّهُ عَلَیْكُمْ فَأَقیمُوا الصَّلاةَ …[216]

 ژباړه: ايا (له نېستۍ) ووېرېدئ، چې تر خپلو پټو خبرو اترو مخكې مو د صدقاتو له ورکړې ډډه وکړه؟!؛ نو اوس چې دا كار مو ونكړ او الله هم درتېر شو؛ نو لمونځ وكړئ، زكات وركړئ، د الله او استازي يې اطاعت وكړئ او چې څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى.

۲۷۲.وړ خو داده، چې د لاس لاندیو په رټنه کې، هغوی ته د خپلې تېروتنې د جبیره کولو لار پرانستې پرېږدې.

د سرچینو تخصیص

 كَیْ لا یَكُونَ دُولَةً بَیْنَ اْلاَغْنِیاءِ مِنْكُمْ …[217]

ژباړه: څه چې الله ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته ورکړي؛ نو دا یوازې د الله ، استازي، (د رسول الله) خپلوانو، پلارمړیو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي، چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي.

 ۲۷۳.په یوه ځای کې د سرچینو نه ورغونډول او د ادارې بېلابېلو برخو ته عادلانه تخصیص، هغه چار دی، چې مدیران یې باید په بودجه او د سرچینو په تخصیص کې، په پام کې ونیسي. 

د جاسوسانو خطر

أَ لَمْ تَرَ إِلَى الَّذینَ نافَقُوا یَقُولُونَ …[218]

 ژباړه: ايا منافقان دې لیدلي نه دي، چې خپلو كافرو كتابيانو روڼو ته وايي.

۲۷۴.د مدیرانو دې پام وي، چې تل داسې وګړي وي، چې د ادارې نخچې، کړلارې او ستراتیژیانې، د سیالانو غوږونو ته ور رسوي.

دیني و کورنی اصالت

 كَمَثَلِ الَّذینَ مِنْ قَبْلِهِمْ … [219]

 ژباړه:  (د يهودو ددې ډلې كار) د هغو خلكو په څېر دى، چې تر دوى لږ وړاندې يې (د بدر په پېښه كې) د خپلو (ناوړو) كړنو خوند څكلى و او ورته دردناك عذاب (چمتو) دى!

۲۷۵. مدیران دې د خپلو کارمندانو ديني او کورنی اصالت په پام کې ونیسي او یوازې پر هغو وګړیو ډاډ وکړي، چې ځلنده او ښه مخینه ولري.

 بېلګه وړاندې کول

قَدْ كانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فی إِبْراهیمَ …[220]

ژباړه: په يقين، ابراهيم او ملګري يې په چلن کې درته غوره بېلګه ده،

۲۷۶. د موخو پر لوري، د کارمندانو ښیون ته، د هغو عیني او عملي بېلګو وړاندې کول اړین دي، چې موخې ته رسېدلي وي.

یووالی 

إِنَّ اللّهَ یُحِبُّ الَّذینَ یُقاتِلُونَ فی سَبیلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْیانٌ مَرْصُوصٌ‌ [221]

 ژباړه: په حقيقت كې د الله هغه كسان خوښ دي، چې په لار كې يې په ټينگو ليكو کې، د اوسپنیز دیوال په څېر جنګېږي.

۲۷۷. په اداره کې دې د هرې ګډوډۍ او اړپېچ مخنیوی وشي، چې کارمندان او مدیران، په یوه لاس او یوه موټی خپلې دندې ترسره کړي.

تبلیغات

 یُریدُونَ لِیُطْفِؤُا نُورَ اللّهِ بِأَفْواهِهِمْ …[222]

 ژباړه: [كافران] غواړي، د خولې په پوكيو د الله رڼا مړه كړي .

۲۷۸. تبلیغات، د سیالۍ لپاره، د سیالانو غوره وزله ده. البته په هر وخت کې، د تبلیغات څرنګوالی او مصادیق سره توپیر لري، چې باید و پېژندل شي، چې له دې پلوه مو اداره ټکنۍ نشي او بله داچې په خپله ګټه ترې کار واخستل شي.

د کار له منځپانګې سره سنخیت 

یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَ أَهْلیكُمْ نارًا وَقُودُهَا النّاسُ وَ الْحِجارَةُ عَلَیْها مَلائِكَةٌ غِلاظٌ شِدادٌ…[223]

ژباړه: مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ، له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، 

۲۷۹.هر مسولیت چې چاته ورسپارئ؛ نو باید له هغه کار سره سنخصیت ولري؛ که د دوزخ چارواکي سختدریځه او غوسناک نه وي؛ نو اړوند دنده، سمه پرمخ نشي بیولای.

د مدیرانو ځانګړنې

 فَلا تُطِعِ الْمُكَذِّبینَ‌. وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُونَ‌. وَ لا‌تُطِعْ كُلَّ حَلاّفٍ مَهینٍ‌. هَمّازٍ مَشّاءٍ بِنَمیمٍ‌. مَنّاعٍ لِلْخَیْرِ مُعْتَدٍ أَثیمٍ.عُتُلٍّ بَعْدَ ذلِكَ زَنیمٍ[224]

 ژباړه: (اوس چې داسې ده)؛ نو د دروغجنو [خبره] مه منه. ښه يې ايسي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي (؛ داسې جوړجاړى، چې د حق له بهيره څه كږلېچ پكې وي) او د هر قسمخور سپک (سړي) مه منه؛

هغه چې ډېر عيبونه لټوي او هر [چېرې] په چوغلۍ پسې ځي؛ او د خير ښېګڼې د چارو ډېر منع كوونكى، تېرى ګر [او] ګناهګار دى؛ ډېرخوره، سخت زړى او بد خويه دى او پردې ټولو سربېره مټینګی (ارمونى، بې ټبره او بدنامى) دى.

۲۸۰.مشران او مدیران دې د نشاط، هیلو، یووالي او تقوی سرچینې وي او د عیب پلټڼې، خبرلوڅۍ، کنجوسۍ او تاوتریخوالي ځانګړنې پکې نه وي، چې هره یوه یې د دلسردۍ او درز لامل دی؛ ځکه په دې آیتونو کې، ددغو ځانګړنو له خاوندانو، لاروي منع شوې ده.

د اطلاعاتو ډلبندي

عالِمُ الْغَیْبِ فَلا یُظْهِرُ عَلى‌ غَیْبِهِ أَحَدًا. إِلاّ مَنِ ارْتَضى‌ …[225]

 ژباړه: پر پټو [خوالو] پوه پالونکی، هېڅوك پر خپلو خوالو نه خبروي؛ خو هغه استازي (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛

۲۸۱. اداري اطلاعات دې ډلبندي شي او لاسرسی دې ته ورته په ځانګړیو شرایطو پورې ځانګړی شي. دا آیت وايي: محرمانه اطلاعات، باید یوازې د وړ وګړیو په واک کې وي.

له الله تعالی سره اړیکه 

یا أَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ‌. قُمِ اللَّیْلَ إِلاّ قَلیلاً[226]

ژباړه: اى (د اندنې او چوپتيا) په جامه کې (ډوب) ځان نغښتی! د شپې پاڅه؛ خو بې له لږې برخې.

۲۸۲. مشران او مدیران دې، د خپلې پازوالې د درونوالي په پار، د نړۍ له پالونکي سره پیاوړې اړیکه ولري، چې د ستونزو پرمهال یې الهي مرستې ملاتړې شي. د شپې لمونځ چې الله تعالی ته د ورنږدېدو وزله ده، پر رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم واجب و او نورو لارویانو ته یې اکید مستحب دی.

بایكاټ

وَ اصْبِرْ عَلى‌ ما یَقُولُونَ وَ اهْجُرْهُمْ …[227]

ژباړه: او (دښمنان) چې څه وايي، صبر پرې وكړه او په ښه توګه ترې لرې شه.

۲۸۳. کله په کار وي، چې مدیران ځینې وګړي بایکاټ کړي او ځان ترې لرې او ګوښي کړي.

پاک سوتره ژوند

وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ[228]

ژباړه: او له چټلۍ ډډه وکړه،

۲۸۴. مدیران باید له روحي او توکیزو چټلیو پاک او سوتره ژوند ولري، چې خلکو ته په بېلګه کېدو کې بریالی ووسي.

په کاري چاپېریال کې ورین تندی 

وَ النّاشِطاتِ نَشْطًا [229]

 ژباړه: او پر هغو پرښتو، چې (د مؤمنانو ساه) په اسانۍ باسي!

۲۸۵. په ورین تندي خپله دنده ترسره کول، یو ارزښت دی، چې سرچینه یې د انسانانو زړګنی نشاط دی؛ نو مدیران دې داسې چلن وکړي، چې د کارمندانو زړګنۍ انګېزه پیاوړې شي، چې هغوی هم د خپلو دندو په سر ته رسولو کې نشاط او لېوالتیا ولري.

۲۸۶.د مدیرانو یوه دنده، په اداره او کاري چاپېریال کې، د نشاط خوندي ساتل دي او دا کار په ورین ټنډو مدیران شونی دی.

د هوډ کولو تفویض 

فَالْمُدَبِّراتِ أَمْرًا[230]

ژباړه: او هغوى چې چارې سنبالوي،

 سره له دې چې د هستۍ تدبیر، د الله تعالی په لاس کې دی؛ خو په ځینو ځایونو کې یې دا چار، پرښتو ته ورکړی دی.

۲۸۷.لاس لاندېو مدیرانو ته د هوډنیونې اجازه ورکړئ، چې دا کار یې چمتووالي او تجربې ته غوره دی.

 

د مدیرانو ملاتړ 

وَ نُیَسِّرُكَ لِلْیُسْرى[231]

 ژباړه: او تا په (بلنې او ښیون کې) اسانې لارې ته چمتو کوو.

۲۸۸.د اسلامي نظام په سمبالنه کې، که یوه چاته کومه دنده ورکول کېږي، باید توکیز او مانیز ملاتړ یې وشي او د لارې خنډونه یې لرې او لار ورته هواره کړای شي، چې په ښه توګه، خپله دنده ترسره کړای شي.

د کړنو د ارزونې کچې، انعام 

إِنَّ سَعْیَكُمْ لَشَتّى [232]

 ژباړه: چې په رښتینه كې هلې ځلې دې خپرې ورې [او ډول ډول] دي.

الله تعالی د انعامونو د توپير په فلسفه کې وايي: داچې هڅې مو سره توپیر لري؛ نو انعامونه مو هم سره توپير لري.

۲۸۹. د انعام ورکولو دود دې د کړنو ارزونې له مخې وي.

۲۹۰. د کړنو ارزونې دې رڼې کچې ولري، چې د کارمندانو سر پرې خلاص شي.

۲۹۱.کارمندانو ته دې د ارزونې کچې وویل شي، چې کارمندان ځانونه ورسره جوخت او انعام ترلاسه کړي.

 

درېدلی 

أَ لَمْ یَجِدْكَ یَتیمًا فَآوى[233]

ژباړه: ايا پلارمړی یې و نه موندې؛ نو ستا سنبالنه یې وکړه؟! 

۲۹۲.که مدیران او مشران، درېدلي وګړي وي؛ نو د نورو په درد هم ښه پوهېږي او درملنې ته یې لېچې رانغاړي.

 

پراخه سینه

أَ لَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ[234]

ژباړه: ايا سينه مو درپراخه نه كړه،

۲۹۳.پراخه سینه درلودل، (د ناخوښیو او نیوکو پر وړاندې صبر او زغم)، د مدیریتي چارو د منلو لپاره یو آریز شرط دی.

نېکنامي

رَفَعْنا لَكَ ذِكْرَكَ[235]

 ژباړه: او اوازه دې مو لوړه کړه.

۲۹۴.پر حساسو او کونجیزو منصبونو باندې نېکنام وګړي وګومارئ.

 

د کینې خطر

وَ مِنْ شَرِّ حاسِدٍ إِذا حَسَدَ[236]

ژباړه: الله تعالی، خپل استازي صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: او د (هر) كينه كښ له شره، چې کينه کوي!))

۲۹۵. د اداري پازالیو ورکول او هڅونې باید په ځانګړي تدبیر او ځیرنې ترشره شي، چې د همکارانو کینه را و نه پاروي.

 

اجازه

تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَ الرُّوحُ فیها بِإِذْنِ رَبِّهِمْ …[237]

ژباړه: په دې (شپه) كې پرښتې او “روح”، د خپل پالونكي په اجازه، د هر كار (د تقدير او اندازه كولو) لپاره راكوزېږي.

۲۹۶.د چارو ترسره کول باید د مدیر په اجازه وي؛ خو داچې د یوه کار اجازه درکړل شوې وي. 

نوونچاري 

أَلَمْ تَرَكَیْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحابِ‌الْفیلِ‌(۱)…وَ‌أَرْسَلَ عَلَیْهِمْ طَیْرًا أَبابیل[238]
ژباړه: آیا و دې نه ليدل، چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د ابرهه لښكر، چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟!… او ډلې ډلې مرغان يې پرې راوالوځول،

۲۹۷. چې سیالان له نویو وزلیو او شونتیاوو ګټنه کوي، موږ یې هم باید وکړو. (له پیل ګټنه، د دښمن نوون و او له مرغیو ګټنه، د الله تعالی نوون)

۲۹۸. نوې او صنعتي کړنلارو ته په دودیزو کړنلارو ځواب نشو ورکولای؛ بلکې باید په نوونچاریو، د سیالانو سیالۍ ته ورشو.

 

مدیر هڅول 

إِنّا أَعْطَیْناكَ الْكَوْثَرَ[239]

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم زامن چې په کوشنیوب کې مړه شول؛ نو ځینو مشرکانو او منافقانو (د عمروعاص پلار) پېغور ورکاوه، چې اوتر یې او ځوځات دې غځېدلی نه دی. نو الله تعالی ورته وویل: په حقيقت كې موږ كوثر [= فاطمة الزهرا ] دركړ.

 ۲۹۹.چې هرمهال، په هر دلیل، د مدیر په ذهن کې سوړه وشي؛ نو باید جبران کړای شي. داچې د اوتر کلمه، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته پېغور او سپکاوی و؛ نو الله تعالی د کوثر په کلمه جبران کړ.

۳۰۰. کارمندانو او لاس لاندېو ته پاملرنه، د غوره مدیریت غوښتنه ده (؛ لکه څنګه چې الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته کوثر ورکړ.)

پای

[1] (اسراء/٧٠ /)

[2] (کهف/٣٠ )

[3] ( بقره/ ٢٨٦)

[4] ( نهج البلاغه: 53 ليک )

[5] ( بقره /٢٨٥)

[6] (کهف / ٦آيت)

[7] (آل عمران / ١٥٩)

[8] (غرر الحکم: 4ټوک، 232 مخ)

[9] ( الحيات: لومړى ټوک، 402 مخ)

[10] ( نهج البلاغه: ٥٣ ليک)

[11] (تاريخ طبري: 2 ټوک، 57 مخ )

[12] کافي: 1 ټوک، 407 مخ)

[13] (فصلت/٣٤)

[14] ( سفينه البحار: حلم )

[15] (نهج البلاغه، ١٧٦ حکمت)

[16] (بقره، ۳۴)

[17] (بقره، ۷۱)

[18] (بقره، ۸۷)

[19] (بقره، ۱۲۰)

[20] (بقره، ۱۲۴)

[21] (بقره، ۱۳۴)

[22] (بقره، ۱۴۳)

[23] (بقره، ۱۴۷)

[24] (بقره، ۱۶۰)

[25] (بقره، ۱۷۰)

[26] (بقره، ۲۳۳)

[27] (بقره، ۲۴۷)

[28] (بقره، ۲۴۹)

[29] (آل عمران، ۲۰)

[30] (آل عمران، ۲۸)

[31] (آل عمران، ۴۸)

[32] (آل عمران، ۵۲)

[33] (آل عمران، ۷۹)

[34] (آل عمران، ۷۵)

[35] (آل / عمران، ۸۱)

[36] (آل عمران، ۱۰۱)

[37] (آل عمران، ۱۰۴)

[38] (آل‌عمران، ۱۲۱)

[39] (آل عمران، ۱۲۴)‌

[40] ‌(آل‌عمران، ۱۲۷)

[41] (آل‌عمران، ۱۳۶

[42] (آل‌عمران، ۱۳۹)

[43] (آل‌عمران، ۱۴۴)

[44] (آل‌عمران، ۱۵۲)

[45] (آل‌عمران، ۱۵۳)

[46] (آل‌عمران، ۱۵۹)

[47] (آل‌عمران، ۱۶۵)

[48] (آل‌عمران،۱۹۵)

[49] (نساء، ۵۳)

[50] (نساء، ۵۸)

[51] (نساء، ۵۹)

[52] (نساء، ۸۱)

[53] (نساء، ۸۴)

[54] (نساء، ۱۲۹)

[55] (نساء، ۱۳۵)

[56] (مائده،۹)

[57] (مائده،۱۲)

[58] (مائده،۶۲)

[59] ‌(مائده، ۹۴)

[60] (مائده، ۱۰۲)

[61] (‌انعام، ۵۰)

[62] (انعام، ۵۴)

[63] ‌(انعام، ۶۲)

[64] ‌(انعام، ۸۳)

[65] ‌(اعراف، ۱۹)

[66] ‌(اعراف، ۶۸)

[67] (اعراف، ۱۲۹)

[68] ‌(اعراف، ۱۴۲)

[69] ‌(اعراف، ۱۴۵)

[70] ‌(اعراف، ۱۵۵)

[71] ‌(اعراف، ۱۵۸)

[72] ‌(اعراف، ۱۶۰)

[73] ‌(اعراف، ۱۷۵)

[74] (اعراف، ۱۹۶)

[75] ‌(انفال، ۶۵)

[76] ‌(انفال، ۶۶)

[77] ‌(انفال، ۶۷)

[78] (توبه،۵)

[79] (توبه ۲۶)

[80] ‌( توبه، ۲۸)

[81] ( توبه،‌۴۳)

[82] ‌( توبه، ۴۸)

[83] ‌( توبه، ۵۸)

[84] ‌( توبه، ۵۹)

[85] ‌( توبه ۶۱)

[86] ‌( توبه، ۸۳)

[87] (توبه، ۱۰۳)

[88] ‌( توبه، ۱۲۲)

[89] (یونس، ۳)

[90] (یونس، ۱۴)

[91] ‌(یونس، ۷۶)

[92] (یونس، ۱۰۹)

[93] (هود، ۵۲)

[94] ‌(هود، ۱۰۹)

[95] (هود، ۱۱۲)

[96] ‌(یوسف، ۶)

[97] ‌(یوسف، ۸)

[98] ‌(یوسف، ۱۹)

[99] (یوسف، ۲۱)

[100] ‌(یوسف، ۲۱)

[101] ‌(یوسف، ۲۲)

[102] ‌(یوسف، ۳۰)

[103] ‌(یوسف، ۴۷)

[104] (یوسف، ۵۰)

[105] ‌(یوسف، ۵۴)

[106] (یوسف، ۵۵)

[107] (یوسف، ۶۲)

[108] ‌(یوسف، ۶۴)

[109] ‌(یوسف، ۶۷)

[110] (اسراء، ۴)

[111] (اسراء، ۵)

[112] (اسراء، ۶)

[113] (اسراء، ۷)

[114] (اسراء، ۸)

[115] (اسراء، ۲۹)

[116] (اسراء، ۳۲)

[117] (اسراء، ۳۵)

[118] (اسراء، ۳۶)

[119] (اسراء، ۴۱)

[120] (اسراء، ۷۵)

[121] (اسراء، ۸۴)

[122] (كهف، ۲)

[123] (كهف، ۷)

[124] (كهف، ۲۳)

[125] (كهف، ۷۹)

[126] (كهف، ۹۴)

[127] (مریم، ۷)

[128] (مریم، ۵۵)

[129] (طه، ۸۶)

[130] ‌(طه، ۹۴)

[131] (حج،۸)

[132] (حج، ۴۷)

[133] ‌(حج، ۵۲)

[134] (مؤمنون۴۵ او ۴۶ آیتونه)

[135] ‌(مومنون، ۹۱)

[136] ‌(نور، ۲)

[137] (نور، ۱۱)

[138] ‌(نور، ۱۹)

[139] (نور، ۳۷)

[140] ‌(نور، ۶۲ )

[141] (فرقان، ۳۲)

[142] (شعرا، 13 او ۱۵ آیتونه.)

[143] ‌(شعرا، ۳۷)

[144] ‌(شعرا، ۱۰۷)

[145] ‌(شعرا، ۱۵۱)

[146] ‌(شعرا، ۲۰۸)

[147] ‌(شعرا، ۲۱۵)

[148] (نمل، ۱۷)

[149] (نمل، ۲۰-۲۲)

[150] ‌(نمل، ۳۶)

[151] (نمل، 38-40)

[152] ‌(قصص، ۱۲)

[153] (قصص، ۲۳)

[154] ‌(قصص، ۲۵)

[155] ‌(قصص، ۳۱)

[156] ‌(قصص، ۳۳)

[157] ‌(قصص، ۳۴)

[158] ‌(قصص، ۴۷)

[159] (قصص، ۵۸)

[160] (قصص، ۷۸)

[161] ‌(عنكبوت، ۶)

[162] ‌(عنكبوت، ۲۷)

[163] (عنكبوت،۴۶)

[164] (عنكبوت، ۵۸ او ۵۹)

[165] (روم،۴۳)

[166] (لقمان، ۱۶)

[167] (لقمان، ۱۸)

[168] (سجده، ۵ او ۶)

[169] (احزاب،۳۰)

[170] (احزاب، ۴۵)

[171] (سبا، ۱۱)

[172] (سبا، ۴۶)

[173] (فاطر، ۲۹)

[174] ‌(یس، ۲-۴)

[175] ‌(صافات، ۱۱)

[176] ‌(صافات، ۶۹-۷۰)

[177] (صافات، ۸۵)

[178] (صافات، ۱۴۲-۱۴۴)

[179] ‌(صافات، ۱۴۷)

[180] (ص، ۲۲)

[181] (ص، ۴۵)

[182] ‌(ص، ۷۷)

[183] (زمر، ۷)

[184] (غافر، ۴)

[185] ‌(غافر، ۸۲)

[186] ‌(دخان، ۱۸)

[187] ‌(دخان، ۲۳)

[188] ‌(جاثیه، ۳۵)

[189] ‌(احقاف، ۹)

[190] (احقاف، ۱۱)

[191] ‌(احقاف، ۱۹(

[192] ‌(محمد، ۴)

[193] ‌(محمد، ۱۹)

[194] ‌(محمد، ۳۵)

[195] (فتح، ۲۵)

[196] (فتح، ۲۶)

[197] v ( حجرات، ۱)

[198] ‌(حجرات، ۶)

[199] (حجرات،۷)

[200] (ق، ۱۷)

[201] (ق، ۲۱)

[202] (ذاریات، ۳۸)

[203] (طور، ۲ او ۳)

[204] ‌(نجم، ۲)

[205] (نجم، ۹)

[206] (نجم، ۳۲)

[207] ‌(الرحمان، ۳۱)

[208] ‌(الرحمان، ۶۸)

[209] ‌(واقعه، ۱۳)

[210] (واقعه، ۴۸-۵۰)

[211] (حدید، ۱۰)

[212] (حدید، ۲۵)

[213] (مجادله،۳)

[214] ‌(مجادله، ۴)

[215] (مجادله، ۸)

[216] (مجادله، ۱۳)

[217] ‌(حشر، ۷)

[218] (حشر، ۱۱)

[219] ‌(حشر، ۱۵)

[220] (ممتحنه، ۴)

[221] (صف، ۴)

[222] ‌(صف، ۸)

[223] (تحریم، ۶)

[224] (قلم، ۸-۱۳)

[225] ( جن، ۲۶ او ۲۷)

[226] (مزمل، ۱ او ۲ آیتونه)

[227] (مزمل، ۱۰)

[228] (مدثر، ۵)

[229] (نازعات، ۲)

[230] (نازعات، ۵)

[231] ‌(اعلی، ۸)

[232] ‌(لیل، ۴)

[233] ‌(ضحی، ۶)

[234] (انشراح، ۱)

[235] ‌(انشراح، ۴)

[236] (فلق، ۵)

[237] (قدر، ۴)

[238] . (فیل، لومړی او ۳ آیتونه)

[239] (كوثر، ۱)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست