پېغمبراکرم د لمانځه لپاره جومات ته روان و،په لار کې کوچنيان پر لوبو بوخت وو،پېغمبر اکرم يې،چې وليد؛لوبې يې بس کړې او ورمنډې يې کړې،پېغمبراکرم په مينه ومنل او دوى پر پېغمبر ورختل او په خوشحالۍ يې ويل :(( کُن جَمَلى= اوښ مې شه)) پېغمبر هم په عاجزۍ ټيټ شو او پر اوږو او شا […]
پېغمبراکرم د لمانځه لپاره جومات ته روان و،په لار کې کوچنيان پر لوبو بوخت وو،پېغمبر اکرم يې،چې وليد؛لوبې يې بس کړې او ورمنډې يې کړې،پېغمبراکرم په مينه ومنل او دوى پر پېغمبر ورختل او په خوشحالۍ يې ويل :(( کُن جَمَلى= اوښ مې شه)) پېغمبر هم په عاجزۍ ټيټ شو او پر اوږو او شا يې سپاره کړل او ورسره په لوبو شو. ياران د پېغمبر له ځنډه په تشويش شول. حضرت “بلال”،پر حال د پوهېدو لپاره راغى او دا حال يې،چې وليد؛نو کوچنيان يې له دې کاره منع کول؛خو پېغمبراکرم منع کړ،ورته يې وويل :ددې کوچنيانو تر خپګان راته د لمانځه د وخت تنګېدل ښه دي.
کوچنيان حاضر نه وو،چې له پېغمبره راکوز شي. پېغمبر اکرم حضرت “بلال” ته وويل: زما کور ته ولاړ شه او څه راوړه،چې کوچينان پرې راضي کړم.
حضرت “بلال” ورته اته “غوزان” راوړل . پېغمبر اکرم په موسکا کوچنيانو ته وويل: اوښ مو په اتو غوزانو پلورئ؟ کوچنيانو په خوشحالۍ غوزان واخستل او له پېغمبره راکوز شول (؛نو په دې وخت کې)رسول اکرم وويل:((خداى دې زما پر ورور “يوسف” ولورېږي،چې په څو شمېرلو درهمو يې وپلوره او زه يې په اتو غوزانو.)) (عوفي جوامع الحکايات:محمد بن قاسم روش الاخبار، راهنماى پدران ومادران : ٢\٥٤)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com