تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   په پوهې مغروران   فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿غافر/۸۳﴾ = چې استازيو يې څرګند دلايل وروړل؛ نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له ده يې نور هېڅ ګڼل)؛ خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول، چې ملنډې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

په پوهې مغروران

 

فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿غافر/۸۳﴾ = چې استازيو يې څرګند دلايل وروړل؛ نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له ده يې نور هېڅ ګڼل)؛ خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول، چې ملنډې یې ورپورې وهلې.

ددې سورت ګڼ شمېر آيتونه، د ډېرى خلكو د بدلامۍ – انحراف او بدمرغۍ آريزه سرچينه كبر او لويي معرفي كړې ده؛ هغه لويي، چې كله د مالي شونتياوو له شتونه يا د وګړيو له ډېرښت او پوځي ځواكه راولاړېږي او كله د لږ شانته پوهې درلودل، چې پرېمانه یې ګني. ددې مطلب ژوندۍ بېلګه په خپل پېر او تر علمي او رغاویز- صنعتي برياوو روسته په توکیزو پرمختللو ټولنو كې وينو. پوهېږو دين ته په شا كولو او الحادي ښوونځيو ته په مخه كولو كې يو اغېزمن دليل یو همدا علمي لويي ده، چې په روستيو پېړيو كې د طبيعي علومو يو شمېر پوهانو ته ورپيدا شوې ده. د طبيعت د خوالو په راسپړلو او د پوهې د دريڅې په موندلو دومره مست او مغرور شول، چې ويې انګېرل، په نړۍ كې يوازې هغه څيزونه شتون لري، چې دوى پوهېږي او داچې الله  يې په خپلو ازمېښتونونو كې په سترګو و نه ليد، د نټې لار يې ونيوه. دا علمي لويي دومره پراخه شوه، چې دين او پر پېغمبرانو وحې يې د ناپوهۍ يا د بشر د ډار زېږنده وبلله او زياته يې كړه، چې د علم د غوړېدا پېر په رارسېدو نور دين ته څه اړتيا نشته؛ خو له ښه مرغه، چې دا مستي او لويي ډېره موده پاتې نشوه او نور لاملونه رادبره شول او پردې بې بنسټو انګېرنو يې د بطلان كرښه راښكوده. پرله پسې نړېوالې جګړې د ډول ډول اخلاقي او ټولنيزو مفسادو راښكاره كېدل، نادودې، وژنې، اروايیز رنځ او ډول ډول مالي او ناموسي تېريو وښووله، چې بشري علوم په يوازې ځان د نادودو مخه نيواى نشي او نه يې نيولې ده. بلخوا په علومو كې پرېمانه معماوې را پيدا شوې، چې انسان یې ځان له حلولو بېوسې وليد او پر وړاندې يې پراخې نړۍ راښكاره شوې او انسان يې ځان له پېژندو بېوسې وكوت؛ نو دا چارې لامل شوې، چې بشر بيا د پيغمبرانو ښوونو ته لاس وروغځوي او ګڼ شمېر بيا د وحې سيوري ته ورستانه شي او د پيغمبرانو په لارښوونو كې ددې مرګونې ناروغيو درملنه ولټوي. په دې ترڅ كې اسلام په ځانګړو، پرمخیوني او هر اړخيزو ښوونو نوى راښكاره شوى او د اصيل او رښتوني اسلام پېژندو ته خوځښتونه پيل شوي دي. هيله ده، مخكې تردې چې يو ځل بيا يو شمېر نړیوال په الهي قهر ككړ شي، دا ويښتيا سرتاسري شي او د لويي او كبر اغېزې وركې كړي. (نمونه، 20: 197 مخ.)

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي:

ډېر ناوړه هغه بنده دى،چې کبر وکړي او مغرور شي او خداى هېر کړي .( بحار الانوار ٧٣/٢٠٣ )

څوک چې وياړمنې جامې اغوندي؛نو خداى يې د جهنم تل ته غورځوي او د “قارون” ملګرى کوى يې؛ځکه قارون لومړى تن و ،چې مغرور شو او خداى تعالى هغه او کور يې په ځمکه کې ډوب کړ او څوک چې مغرورشي؛نو د خداى له مطلق ځواک سره به يې په جګړې لاس پورې کړى وي . ( من لا يحضره الفقيه ٤\١٣)

د چا په زړه کې چې د بڅري هومره کبر وي،جنت ته نشي تلاى . يو سړي وويل : د انسان دا خوښېږي ،چې جامې (څادر) يې ښکلې وي . آنحضرت ورته وويل : ستر خداى ښکلى دى او ښکلا يې خوښېږي؛خو تکبر د حق نه منل او د خلکو سپک ګڼل دي .( شيباني: ٤ / ١٥٠ .   نووي: ٢/ ١٠٨٣)

څوک چې ومري او تکبر او خيانت (يې نه وي کړى) او پور پرې نه وي؛نو جنت ته ځي. (شيباني ٤/ ٣٠٦)

څوک چې لمن په ځان پسې راکاږي او په کبر پر لار روان وي؛نو خداى ورته د قيامت پر ورځ نه ويني.( نووي ١/ ٦٣٠ )

بېشکه ستر کبر،خلکو ته ټيټ کتل او د حق بې ارزښته کول دي . په دې اړه وپوښتل شو. آنحضرت وويل:په حق نه پوهېږي او وړ ته يې پېغورونه ورکوي؛نو څوک چې دا کار وکړي؛له خداى سره به يې په جګړه لاس پورې کړى وي .( الکافي  ٢\ ٣٠١)

ابليس رانجه،لاړې او  نسوار لري،چې چرت يې رانجه دي،دروغ يې د خولې لاړې دي او کبر يې  نسوار دى .( معاني الاخبار: ١٣٨)

ډېرى دوزخيان کبرجن دي . ( وسايل  ١٥\٣٧٨)

څوک چې وياړنې جامې واغوندي؛نو کبرجن دى،چې هستوګنځى يې دوزخ دى . ( مستدرک الوسايل  ١٢\ ٣٠)

څوک چې ومري؛خو په زړه کې يې د ذرې هومره کبر وي؛نو د جنت بوى به بوى نه کړي؛خو داچې تر مړينې مخکې يې توبه کړې وي . (مستدرک الوسايل ١٢ \٣٤)

د چا په زړه کې،چې د کوچنۍ ذرې هومره “کبر” وي؛نوجنت ته به ولاړ نشي. پوښتنه وشوه: که په موږ کې د چا دا ښه ايسي،چې جامې او کارونه يې ښه وي؛نو کبرجن دى؟ آنحضرت : خداى په خپله ښکلى دى او ښکلا يې خوښېږي؛خو کبر د  حق تر پښو لاندې کونه او د خلکو خوارول دي . (منية المريد: ١٧٥مخ)

کبرحن ،خداى خواروي .( بحار ٧٣/٢٣١)

ناپوه بوډا،ظالم شتمن او بېوزلى کبرجن مې نه خوښېږي .( الزهد : ٥٨مخ )

خدا ى پاک وايي :”ستريا” مې څادر دى؛نو څوک چې په کبر زما په “ستريا” کې راننوځي ،په اورکې يې سوځوم . (منية المريد : ٣٣٠ مخ )

درې څيزونه په ورکاوي کې راځي :کنجوسي ،د ځاني غوښتنو لاروي او کبرکول .( وسايل ١\١٠٢)

د چا په زړه کې چې د بڅري هومره کبر وي (؛نو) جنت ته نشي تلاى . (بخاري – مسلم )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست