تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ١-خداى پېژندنه او د علم پرمختګ : فکر وکړئ،چې يو ملګرى مو له سفره راستون شوى دى او يو کتاب يې درته ډالۍ راوړى دى،وايي : ډېر عالي کتاب دى؛ځکه ليکوال يې ډېر پوه،دقيق،ماهر،په خپل مسلک کې نابغه او ښه پوره استاد دى؛ نو هرومرو به داسې وي،چې دا کتاب به […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

١-خداى پېژندنه او د علم پرمختګ :

فکر وکړئ،چې يو ملګرى مو له سفره راستون شوى دى او يو کتاب يې درته ډالۍ راوړى دى،وايي : ډېر عالي کتاب دى؛ځکه ليکوال يې ډېر پوه،دقيق،ماهر،په خپل مسلک کې نابغه او ښه پوره استاد دى؛ نو هرومرو به داسې وي،چې دا کتاب به سرسري نه مطالعه کوئ؛ بلکې هر يو ټکى او غونډله-جمله به په ځير لولئ او که پر کوم ځاى يې پوه نه شوئ؛نو هر وخت مو،چې وخت درلود؛نو ساعتونه؛بلکې شپې ورځې به پرې واړوئ،چې پوه شئ؛ځکه چې ليکوال يې عادي ليکوال نه دى؛بلکې يو پوه ليکوال دى،چې يو ټکى يې هم بې حسابه نه دى کښلى؛خو درته به وويل شي،چې دا کتاب په ظاهره ښکلى ښکاري ؛ خو ليکوال يې ډېر سواد نه لري،عملي کتاب نه دى او هېڅ حساب کتاب نه لري؛نو معلومه خبره ده،چې دا کتاب به سرسري ولولئ او هر ځاى مو،چې پکې نامفهومه وموند؛نو له ځان سره به وياست،چې غلطي د ليکوال د بې سوادۍ يا کم سوادۍ پايله ده ؛نو ماته پکار نه ده،چې خپل ګران بيه وخت پرې خراب کړم .

د هستۍ عالم هم د يو سترکتاب په څېر دی،چې پکې هر موجود يو ټکى او يا يوه غونډله ده. د خداى لمانځي انسان له نظره ددې هستۍ بېل بېل مخلوق د مطالعې او ځيرنې وړ دی. انسان د خداى لمانځنې د رڼا په مرسته په ځير په ځانګړي ډول ددې هستۍ اسرار مطالعه کوي (او همدا خبره د انسانانو د علم د پرمختګ لامل ګرځي)؛ځکه هغه پوهېږي،چې ددې هستۍ پنځوونکى ناپايه پوهه او ځواک لري او ټولې چارې يې د حکمت او فلسفې له مخې دي؛نو نور هم ځيرېږئ، چې ددې هستۍ پر اسرارو نور هم ښه پوه شئ؛خو يو مادي انسان د خلقت پر اسرارو د پوهېدنې لپاره ځانګړې انګېزه نه لري؛ځکه ددې هستۍ خالق بې شعوره طبيعت ګڼي او که وګورو،چې ځينې مادي پوهانو څه برسېرنې کړي دي،ددې لپاره دي،چې هغوى خداى مني ؛ خو يوازې نوم يې پرې طبيعت ايښى دې؛ځکه د طبيعت چارو ته پر “نظم”، “حساب” او ” کړلار” قايل دي .

لنډه داچې خداى نمانځنه د علم د پرمختګ لامل دى .

٢-څښتن پېژندنه،کوښښ او هيله:

چې کله د انسان په ژوند کې ترخې او ناوړه پېښې راپېښې شي؛نو په ظاهره پرې له هر لوري ورونه وتړل شي؛نو ددې ټولو ستونزو پر  وړاندې يوازېتوب او کمزورتيا ننګېري ،چې دلته (يوازې) پر خداى ايمان دى،چې مرستې ته يې رادانګې او ملاتړ يې کوي. هغوى چې پر خداى ايمان لري،ځان هېڅکله يوازې او بېوسه نه ګڼي،نه نهيلېږي؛ځکه د خداى ځواک پر ټولو  ستونزو برلاس دى او ټولې چارې ورته خورا اسانې دي .

هغوى چې پرخداى ايمان لري، د خداى د پېرزوېنې، مرستې او ملاتړ په هيله له ستونزو سره مبارزې ته ملا تړي او له خپل ټول واکه کار اخلي او له کوښښ سره د مينې په پار خپل کار پر مخ  بوځي او پر ټولو ستونزو برلاسېږي؛نو ځان پوه کړئ،چې پر خداى ايمان د ټولو انسانانو لپاره يوه پياوړې ډاډمني ده،د صبر لامل دى او په زړه کې د هيلې ډيوه بله ساتي؛نو ځکه د ايمان خاوندان هېڅکله ځان نه وژني؛ ځکه د ځان وژنې سرچينه په نهيلۍ،ماتې او يوازېتوب کې ده ؛خو د ايمان خاوندان نهيلي او ماتې نه ننګېري-ننګېري .

٣-څښتن پېژندنه او د مسؤليت احساس:

ډېری ډاکتران پېژنم،چې ورته يو بېوزلى رنځور ورشي؛نو نه يوازې خپل فيس ترې نه اخلي؛بلکې د درملو پيسې هم ورکوي او که وننګېري،چې د رنځور حال يې ښه نه دى؛نو خپل ټول وخت پرې تېروي،چې دا خداى لمانځي او د ايمان خاوندان دي؛خو داسې ډاکتران هم پېژنم،چې بې پيسو ان يو وړکى سلام هم پر رنځور نه اچوي؛ځکه پياوړى ايمان نه لري. باايمانه انسان په هرځاى او هره دنده کې،چې وي،د مسؤليت احساس کوي؛دنده پېژندى، نېکچاری او د پراخې سينې څښتن دى او تل پخپل زړه کې د يو مانيز-معنوي څارنوال شتون ننګېري،چې کړنې يې څاري؛خو بې ايمانه انسانان ځانمني او خطرناک وي،چې د هېڅ ډول مسؤليت احساس نه کوي، د نورو پر حق ګېډه اچول،ظلم او تېرې ورته ډېر اسان وي او ډېر کم راپېښېږي،چې د انسانانو په ګټه راشي.

٤-څښتن پېژندنه او هوساېنه :

ننني اروا پوهان وايي: زموږ په پېر کې روحي خپګانونه او رنځونه له تر هر پېره زيانمني دي او همداراز وايي: ددې خپګانونو او رنځونو يو لامل د راتلونکې مړينې،جګړې،بېوزلۍ او ماتې په اړه تشويش دى او زياتوي : هغه څيز،چې کړاى شي،دا تشويش له انسانه لرې کړي،پر څښتن ايمان دى؛ځکه هغه خپه کوونکى لامل که کله هم وغواړي،چې د انسان روح ته ورننوځي؛نو پر خداى ايمان يې پر شا ټپوي،هغه څښتن،چې لوراند دى،روزي ورکونکى دى او د خپلو بندګانو له حالاتو خبر دى او هر چې کله ترې بنده څه غوښتي،ورکړي يې دي او له خپګانونو يې راايستى دى؛نو ځکه رښتيني مؤمنان تل هوساېنه ننګېري،روح يې هېڅکله خپه نه وي؛ټولې چارې يې د خداى لپاره دي؛نو که ماتې وخوري او تاوان هم وکړي؛نو سکېنده-جبران يې بېرته له خدايه غواړي. د ايمان خاوندان ان د جګړې په ډګرونو کې هم موسکي وي .

قرآن وايي:

((الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُم مُهْتَدُونَ( انعام/٨٢ )  -(هو) هغوى چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې د(شرك) له ظلم سره نه وي ګډلى؛نو امن يوازې همدوى ته دى او همدوى پر سمه لار برابر دي!))

له دوو ډاډمنو لارو د خداى پېژندل

د څښتن پېژندنې په باب له پخوا خورا ويينې-بحثونه او کتابونه کښل شوي دي او هر چا دې حقيقت ته د ځان رسولو لپاره يو لار ټاکلې ده؛خو په دې ټولو لارو کې،چې کړاى شي تر ټولو ژر مو د هستۍ سرچينې  ته ورسوي ؛دوه لارې دي :

١- له دننه ( نږدې لار)

٢- له بهره ( روښانه لار)

په لومړۍ لار کې پخپل وجود کې يو چکر وهو،چې پکې به له دننه د توحيد غږ واورو.

په دويمه لار کې په پراخه هستۍ کې چکر وهو او د خداى نښې به د هر موجود پر تندي او د هرې ذرې په زړه کې ووينو،چې دا دواړه لارې اوږدې ويينې لري؛خو هڅه مو کړې،چې دا دواړه لارې په لنډه توګه بيان کړو:

الف : دنننې لار:

پردې څو خبرو سوچ وکړئ :

١-پوهان وايي : که هر انسان په پام کې ونيسئ،چې د هر توکم او طبقې وي او پر خپل حال پرېښوول شي او نه ورته د خداى خبرې وشي او نه د ماده پالنې؛نو پخپله به يې يو داسې ځواک ته پام شي،چې ددې نړۍ له ځواک سره يو بل ځواک دى،چې پر ټول جهان واکمني کوي .هغه به په خپل زړه کې داسې يوه ننګېرنه ولري ،چې يو ښکلى په زړه پورې او نرم غږ،چې په عين حال کې پياوړى دی،ورته غږ کوي او ځان ته يې رابولي،چې موږ ورته خداى وايو،چې دا د بشر د پاک فطرت غږ دى،چې پرې غږ کوي .

٢-کېداى شي د توکيزې نړۍ پړک وپړوک اوچارې يې بوخت کړي او د يوې مودې لپاره ددې غږ له اورېدو غافل شي؛خو چې کله ځان د ستونزو پر وړاندې وويني اولاس يې له ټولو مادي وسيلو لنډ شي او هېڅ پناه ونه لري؛نو دا غږ به يې په زړه کې پياوړى شي؛نو ننګېري، چې له خپل دننه پرې يو ځواک غږ کوي او ځان ته يې رابولي؛هغه ځواک،چې پر ټولو ځواکونو برلاس دى؛هغه ځواک،چې ټولې ستونزې ورته پر ګونډو دي. ډېر کم به داسې کسان پېدا کړئ،چې په سختيو کې به يې خداى راياد شي او همدا خبرې راښيي،چې موږ څومره هغه ته ور نږدې يو او هغه څومره موږ ته او زموږ په روح او زړه کې دى .

البته بايد وويل شي،چې د فطرت غږ تل په انسان کې وي او پرې کېږي؛خو په سختو شېبو کې د فطرت دا غږ پياوړى وي .

٣-تاريخ ددې خبرې لووى-ګواه دى،چې داسې واکداره ول،چې د هوساېنې او عادي حالاتو پر مهال يې ان د خداى نوم نه اورېده؛خو چې کله يې د خپل واک پښې سستې او ماڼۍ ړنګې وليدې؛نو خداى به يې راياد شو او د فطرت غږ به يې ډېر پياوړى اورېده .

تاريخ وايي : چې کله فرعون ځان د سيند په غوسه څپو کې وليد او د تېښتې لار يې نه درلوده او هغه اوبه،چې د هېواد د آبادۍ د مادي واک سرچينه وه؛اوس يې د مرګ حکم پلي کوي؛نو چغې يې کړې: ((اوس منښته-منښته کوم،چې بې د موسى له خداىه بل خداى نشته))  چې په حقيقت کې دا غږ يې له فطرت او زړه راپورته شوى وه.

خبره خو داده،چې نه يوازې فرعون؛بلکې ټول انسانان،چې داسې شرايط پرې رانشي؛نو دا غږ ډېر ښه اوري .

٤- تاسې پخپله هم،چې خپل زړه ته ورشئ او پکې ډوب شئ؛نو و به ګورئ،چې هلته يوه رڼا ځلېږي،چې د خداى لوري ته مو رابلي ،کېداى شي په ژوند کې مو سختې ستونزې درلودې،چې هېچا نه شوې هوارولای او دا مو زړه ته راغلي وي،چې په دې هستۍ کې داسې يو واک شته چې کړاى شي دا ستونز خورا په اسانۍ هواره کړي او پر همدې مهال ول،چې د زړه له اسمانه مو د زغم او خپګان وريځې تللي وي او پرې به د هيلو لمر ځلېدلى وي .

هو!دا نږدې لار ده،چې هرڅوک له خپل زړه خداى ته ځان رسولاى شي .

پوښتنه :

کېداى شي دا پوښتنه مو ذهن ته هم راغلې،چې ايا شونې ده،په سختو شېبو کې ځکه زموږ خداى يادېږي،چې دا خبره مو راته موروپلار راښوولې ده،چې په داسې شېبو کې له خدايه مرسته وغواړو؟

ټول حق لرئ داسې پوښتنې مو ذهن ته راشي او موږ به هم  ددې پوښتنى ځواب په بل مخ کې درکړو .

قرآن وايي:

((فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ(عنکبوت/ ٦٥)-نو چې كله هغوى په بېړۍ كې سپاره شي؛ نو خداى په اخلاص بلي(او بې له هغه هېروي)؛خو چې خداى يې وچې ته راوباسي (او ويې ژغوري). بيا په شرك لاس پورې كوي. ))

ځواب :

دې پوښتنې ته تر ځواب ورکولو مخکې يوه سريزه راوړل غواړم،چې دودونه بدليدونکي او نه پاتې کېدونکي دي؛يعنې موږ نه شو کړاى  يو داسې دود راپېدا کړو،چې په ټولو خلکو او قومونه کې د بشر په تاريخ کې يو شانت پاتې شوى او راغلى وي،څه چې نن دود دى، کېداى شي سبا بدل شي؛نو ځکه د يو ملت دود له نورو ملتونو سره توپير لري . که وينو،چې يو مسئله په ټولو قومونواو ملتونوکې په هر وخت کې بې له استثنا شته؛نو بايد پوه شو،چې دا خبره د انسان په فطرت،روح او زړه کې جرړه لري؛ د بېلګې په توګه : ناشونې ده،چې له اولاد سره د مور مينه،د دود، روږد او يا تبليغاتو پايله وي؛ځکه په هېڅ وخت او په هېڅ قوم کې به مو دا نه وي ليدلي يا اورېدلي،چې مور به له اولاد سره مينه نه کوي؛البته شونې ده،چې يوه مور د رواني رنځ له امله خپل اولاد له منځه يوسي او يا  څوک د جاهليت پر مهال خپله لور د غلطو افکارو له امله ژوندۍ خښه کړي؛نو دا خورا نادرې او ژرتېرېدونکي استثناګانې دي،چې ډېر ژر به له منځه ولاړې شي او پرخپل اصلي حالت به واوړي،چې له خپل اولاد سره مينه ده؛نو د پورته سريزې په رڼاکې د ننني انسانانو په منځ کې د خداى د عبادت پر مسئالى نوره رڼاهم اچوو:

١-پوهان،ټولنپوهان اوتاريخ ليکونکي ټول يوه خوله دي،چې ايمان او يا دين يې نه درلود؛بلکې په هر وخت او د نړۍ په هر ګوټ کې به تل په يوه بڼه ايمان او دين و،چې دا خبره پخپله جوتوي،چې پر خداى ايمان او عبادت د انسان په روح او فطرت کې جرړه لري؛نه داچې د تلقين او هڅونې،تبليغ، دود او رواج پايله وي؛ځکه که د دود پايله وي؛نو داسې عمومي او تلپاتې بڼه به يې نه درلوده.ان په تاريخ کې راغلي : هغو قومونو،چې تر تاريخ مخکې يې ژوند کاوه،دوی هم په يوه نه يوه بڼه دين درلود،تر تاريخ مخکې وخت،هغه وخت ته ويل کېږي،چې لا خط  نه و برسېره شوى او انسانو نه شو کړاى خپلې ليکنې نورو ته يادګار پرېږدي؛البته په دې کې هم هېڅ –اړنګ شک نشته چې لومړني قومونو ددې لپاره ،چې نه يې شو کړای خداى له طبيعته يو بر ځواک وپېژني؛نو خداى يې په طبيعت کې لټاوه او د طبيعت له موجوداتو يې د ځان لپاره بوتان جوړول؛خو انسان د فکر په پرمختګ په تدريج وکړاى شول پر حق ځان پوه کړي او له بوتانو،چې توکيز څيزونه دي،سترګې پټې کړي او بې له دې توکيزې نړۍ د خداى له ستر ځواک سره ځان اشنا کړي .

٢-ځينې ستر ارواپوهان په ډاګه وايي : د انسان روح څلور بڼې يا څلور اصلي حسونه لري :

الف :”د پوهې حس”،چې انسان په علم پسې لېږي او د هغه روح که مادي ګټه لري که نه د پوهې د زده کړې تږى کوي يې .

ب : “د نېکۍ حس”،چې د بشريت په نړۍ کې په اخلاقي او انساني چارو کې جرړه لري .

ج: “د ښکلا حس”،چې په واقعي مانا د شعر او ادبياتو د پېدايښت سرچېنه ده .

د: ” ديني حس” چې انسان د څښتن پېژندنې او د حکمنو پلې کولو ته يې رابلي؛نوګورو،چې ديني احساس د انسان د روح له جرړه لرونکي او اصلي احساساتو ځنې دی ؛يعنې چې هېڅکله ترې بېل نه و او نه به ترې بېل شي .

٣-په راتلونکي ويينو کې به هم ووينئ،چې توکيزيان او له خدايه منکر هم د خداى پر وجود مښته کوي،که څه د خداى له نوم راوړو  ډډه کوي او د طبيعت يا نورو څيزونو نوم پرې ږدي؛خو د طبيعت لپاره داسې ځانګړنې قايل دي،چې د خداى ځانګړنو ته ورته دي؛د بېلګې په توګه:که طبيعت دوه پښتورګي انسان ته ورکړي دي،ددې لپاره دي،چې کېداى شي يو پښتورګى يې له کاره وغورځېږي،چې بل يې وکړاى شي حياتي دنده يې ترسره کړي. او دې ورته نور تعبيرونه ؛ نو پخپله ووياست ايا دا خبره له بې شعوره طبيعت سره سمون خوري؟ يا داچې هغه خداى ته اشاره ده ،چې علم يې ناپايه دى که څه،چې د طبيعت نوم يې پرې ايښى دى .

په دې ويينه کې،چې څه وويل شول،پايله ترې اخلو،چې : له خداى سره مينه زموږ په زړه کې وه او وي به. پرخداى ايمان هغه تلپاتې رڼا ده،چې روح او زړه مو رڼا کوي .

خداى پېژندنې ته پکار نه ده،چې لرې ولاړ شو،لنډه هغه د پښتنو خبره :”په خپل ګرېوان کې سره ښکته کړئ”؛نو پخپل زړه کې به پرې ايمان د زړه په سترګو ووينئ .

قرآن حکيم وايي :

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ( ق/١٦)-او په يقين،موږ انسان پېدا كړى دى او پوهېږو،چې نفس يې ورته څه وسوسې كوي او موږ د ورمېږ له رګه هم خورا ورنژدې يو.))

د رښتينو کيسه

ومو ويل : هغوى چې په خوله له خدايه منکر دي،په زړه کې د خداى پر وجود ايمان لري .

د کاڼي کرخه ده،چې برياوې په تېره بيا د کم ظرفيته انسانانو د پېسمنۍ-غرور لامل دى او همدا غرور د هېرولو لامل ګرځي،تردې چې کله انسان خپل فطرت هم هېروي؛خو چې د ژوند د سختيو توپانونه پرې راشي او له سترګو يې د پېسمنۍ پردې وشلوي؛ نو فطرت او خداى پېژندنه يې راښکار او راياد شي. د بشرتاريخ داسې ډېرى بېلګې راپرګوته کوي،چې يوه يې دا کيسه ده:

يو وزير پخپل وخت کې ډېر ځواک او واک درلود او چا ورسره د مخالفت جرات نه درلود؛يوه ورځ يوې غونډې ته راننووت،چې ډېر ديني پوهان پکې ناست ول،پر وينا شو،و يې ويل: تر څو به وياست، چې نړۍ خداى لري ؛خو زه د خداى د نفې کولو لپاره زر ډوله دليلونه لرم .

دا غونډله يې په ډېر غرور وويله. په غونډه کې حاضر پوهان پوهېدل، چې هغه د سول-منطق او استدلال خاوند نه دى او واکمنۍ او ځواک دومره کبرجن کړى دى،چې  د هېچا خبره پرې اغېز نه کوي ؛نو ټولو يې پر وړاندې له مانا او سپکاوۍ ډکه چوپتيا غوره کړه . دا خبره تېره شوه؛څه موده وروسته پر وزير تور ولګېد او حکومت ونيو او بندي يې کړ.

يو پوه،چې پر هغه ورځ په غونډه کې و،فکر وکړ،چې د راويښولو وخت يې رارسېدلى دى،اوس چې يې غرور مات شوى او د ځانمنۍ پردې يې له سترګو شلېدلي؛نو که ورسره خبرې او ورته نصيحت وشي؛ نو پايله به يې ښه وي،ورسره د کتنې وخت يې واخست او بند ته يې ورغى،همداچې نږدې شو؛نو و يې ليدل،چې په بند کې ځان ته ګرځي راګرځي او يو شعر وايي،چې يښتومفهوم يې دا دى: “موږ د هغو زمريو په څېر يو،چې پر بېرغونو رسمېږي،چې باد وي؛نو حرکت لري ته وا ځواکمن دى؛خوپه حقيقت کې له ځانه هېڅ نه لري او باد دى،چې ځواک ورکوي،موږ هم که هرڅومره خاوندان شو؛نو له خپل ځانه هېڅ نه لرو.هغه خداى چې واک يې راکړى، هره شېبه کړاى شي راڅخه يې واخلي .”

نوموړي پوه،چې وليدل دا وزير نه يوازې په دې شرايطو کې له خدايه منکر نه دى؛بلکې پوخ خداى پېژاندى شوى دى؛خو بيا يې هم ورسره روغ بړ وکړ او ورته يې وويل : يادېږي دې،چې يوه ورځ مو وويل : د خداى د نفې لپاره زر ډوله دليلونه لرئ . راغلى يم،چې هغه دليلونه مو واورم او ځواب پر يوه خبره درکړم،چې خداى هغه ستر ځواک څومره په اسانۍ له تا واخست،هغه خېجله شو،سر يې لاندې واچاوه او ځواب يې ورکړ؛ځکه پر خپله غلطۍ پوه شوى و او پخپل زړه کې يې د خداى رڼا ليده.

قرآن دفرعون په باب وايي:

((وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْياً وَعَدْواً ان‏ إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنْتُ أَنَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُوا إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ( يونس/٩٠)- او ( په پايله كې ) موږ بني اسراييل (د نيل) له سينده پورې اېستل؛نو فرعون او لښكر يې د ظلم او دښمنۍ له امله ورپسې روان شول، ان تردې چې كله هغه پر  ډوبېدو شو؛ نو ويې ويل : ((ما ايمان راووړ،چې بې له هغه بل معبودنشته چې بني اسراييلو (-د يعقوب اولادې) پرې ايمان راوړى دى او زه له تسليم شويو يم.))

د څښتن پېژندنې دويمه لار

هغه هستۍ ته چې پکې اوسېږو؛که يوه ساده کتنه وکړو؛نو دې حقيقت ته به ورسو،چې دا هستي ګډه وډه او بې حسابه نه ده؛بلکې ټول موجودات يې پر يوه ټاکلي ليکه پر مخ ځي،د نړۍ مخلوقات او غونډالونه-د يو ستر لښکر په څېر دي،چې پر منظمو ټوګليو اېشل شوي دي او د يوې ټاکلې موخې پر لور په حرکت کې دي .

لاندې خبرې په دې هکله د ذهن هره تېاره رڼا کړاى شي :

١-د هر ژوندي موجود د پېدا کېدو لپاره بايد يو لړ قانونه او شرايط لاسونه يو کړي؛د بېلګې په توګه :  د يوې ونې د پېدا کېدو لپاره ځمکه،اوبه،مناسبه هوا او تودوخه پکار ده،چې تُخم يې وکرل شي ، چې ښه خواړه او ساه واخلي، راشنه شي او وده وکړي،چې  بې له دې شرايطو يې وده ناشونې ده،چې ددې شرايطو ټاکنه او برابرول يې عقل او پوهې ته اړتيا لري .

٢-هر موجود خپل ځانګړى اغېز لري؛اوبه خپل او اور خپل،چې هېڅکله به هم ترې وا نه خستل شي او تل له يوثابت قانونه لاروي کوي.

٣-ټول ژوندي موجودات يو له بل سره مرسته کوي؛د بېلګى په توګه : د انسان بدن،چې پخپله يوه نړۍ ده،د کار پر وخت يې ټول غړي ارادي او غير ارادي يو له بل سره ځانګړې همغږي لري؛د بېلګې په توګه : که خطر راپېښ شي؛نو ټول د دفاع لپاره چمتو شي،چې دا نږدې اړيکه او ګډ کار په هستۍ کې د نظم يوه بله نښه ده.

٤-که هستۍ ته ننداره شو؛نو را و به ښيي،چې نه يوازې ژوندي ژوي؛ بلکې نور مخلوقات هم يو له بل سره ځانګړې همغږي لري؛د بېلګې په توګه : د ژوندي موجوداتو د ودې لپاره لمر لګېږي،باران ورېږي،باد لګي او ځمکه او د ځمکني سرچېنې هم مرسته کوي،چې دا ټول د هستۍ په عالم کې د يو ټاکلي نظام ښکاروندى ده .

د “نظم” او “عقل” اړيکه

دا حقيقت د ټولو وجدان ته ښکاره دى په هرځاى کې،چې نظم وي ؛نو د عقل،فکر،نقشې او موخې ښکارندوى دى؛ځکه انسان چې په هر ځاى کې ثابت قوانين،حساب او نظم وليد؛نو پوهېږي،چې تر څنګ يې بايد د علم او ځواک سرچېنې ولټول شي،چې د وجدان دا درک پخپله هېڅ استدلال ته اړتيا نه لري.پوهېږي،چې هېڅکله يو ړوند او نالوستى انسان نشي کړای پر کمپيوټر يوه علمي،ټولنيزه او وټيزه مقاله وليکي او همداراز هېڅکله يو دوه کلن ماشوم نشي کړاى د قلم په کارولو منظم او ارزښتناک انځور جوړ کړي؛بلکې که موږ يوه ښه با ارزښته علمي مقاله ولوسته؛نو ذهن ته به مو يو لوستى او هوښيار انسان راشي او که په کوم ميوزيم کې مو يو ښکلى او مانا لرونکى انځور وليد؛نو ذهن ته به مو راشي،چې د يو تکړه او پخپل کار کې د ماهر انسان کار دى،که څه  هغه ليکوال يا انځورګر مو پخپلو سترګو نه وى ليدلای؛نوځان پوه کړئ،هر چېرې،چې يو منظم نظام وي؛نو تر څنګ يې عقل او هوښيارتيا هم شته او څومره،چې هغه نظام ستر،دقيق او په زړه پورې وي؛نو د پنځوونکي علم او عقل به يې هم هومره ستر وي .

ددې موضوع د جوتولو لپاره،چې د هر منظم نظام د جوړولو لپاره عقل او علم ته اړتيا ده،د عالي رياضياتو له “احتمالاتو” هم ګټه اخستل کېږي. د ساري په ډول : که يو نالوستى انسان وغواړي د ټايپ په ماشين په تصادفي توګه د ټنو په وهلو،يوه مقاله او شعر وليکي؛نو د احتمالاتو د حساب له مخې ميلياردونه کلونه عمر غواړي،چې د ځمکې تر عمره ډېر زيات ده .

قرآن حکيم وايي :

((سَنُرِيهِمْ اياتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ ان‏ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ شَهِيدٌ( فصلت/ ٥٣)موږ به ژر خپلې نښې (دنړۍ) په شاوخوا او د هغوى پخپلو ځانوكې وروښيو،چې ورڅرګنده شي،چې هغه حق دى؛ايا بس نه دى،چې پالونكى دې پر ټولو څيزونو شاهد دى؟! ))

سرچینه : د اسلام اعتقادی اصول، مولف : ناصر مکارم شیرازی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!