تبلیغات
|

سْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه      ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوعات : هغه څه چې لمانځه كې يې اّغوستل واجب دي د لمونځ كوونكي ځاى اذان هغه څه چې لمانځه كې يې اّغوستل واجب دي: مذهبونه سره يوه خوله دي چې […]

سْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه     

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

موضوعات :

هغه څه چې لمانځه كې يې اّغوستل واجب دي

د لمونځ كوونكي ځاى

اذان

هغه څه چې لمانځه كې يې اّغوستل واجب دي:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې نر او ښځې بايد خپل بدن د لمانځه پر وخت پټ كړي، همغسې چې بې له لمانځه يې له پرديو پټوي؛خو سره مخالف دي په هغۀ څه كې چې له هغه څخه ډير يې بايد ښځه واغوندي مخ او دواړه لاسونه يا له هغه يو څه برخه چې د لمانځه پر وخت واجب او له لمانځه پرته په نورو وختو كې ندي،او هم هغه چې پر نر د نامۀ له غوټۍ تر ګونډو پورې واجب دي؛خو تر لمانځه پرته واجب ندي.

احنافو ويلي دي:پر ښځه ده چې مخ،دواړه لاسونه او د پښو تلي پټې كړي او پر نر ده چې سربيره پر ګونډو د ګونډو او د نامه د غوټۍ ترمنځ ځاى پټ كړي.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي:د لمانځه پر وخت ښځې ته روا ده چې مخ او د لاسو د څپړو څټ او مخ پټ نكړي.

حنبليانو ويلي دي: بې د مخ د لوڅولو ورته نور څه ندي روا.

اماميانو ويلي دي: هغه څه چې پر هره ښځه او نر د لمانځه پر وخت، او له لمانځه پرته واجب دي،هر څومره چې ليدونكى پردى وي،ښځې ته روا ده چې خپل مخ د لمانځه پر وخت د پريو للو په اندازه پۀ اوداسه كې او هم دواړه لاسونه تر مړوندو پورې او دواړه پښې تر بوجلكو پورې لوڅې پريږدي او هم نر بايد د مخ او څټ له خوا خپلې شرمګاه وې پټې كړي، او غوره داده چې له نامه تر ګونډو پورې يې پټ كړي.

په لمانځه كې د پوښلو شرطونه:

پټولو ته ځينې شرطونه شته چې د واك پر وخت بايد هغه په پام كې ونيول شي:

پاكوالى:

1 – د ټولو مذهبونو په اتفاق د جامو او بدن پاكوالى د لمانځه د صحت شرط دى بې له هغه څيزونو چې هر مذهب هغه د لمانځه پر وخت په لانديني تفصيل سره ځانګړي كړي دي:

اماميانو ويلي دي: د دانې وريم (زوي اووينه) كۀ لږ وي يا ډيره، كۀ لرې كول يې پر كاليو او بدن د وخت د نشتوالي ستونزه ولري،د سترګو پټولو خبره ده، او هم د لمونځ كوونكي د يوه درهم د لږې وينې يا له هغه پرته او پدې شرط چې غونډه وي او تيت نۀ وي، او هم د حيض ، نفاس او استحاضې ” له حېض او نفاس ” زياته وينه له وينې نۀ وي او د نجس العين ځناور له وينې لكه د سپې او خوګ نۀ وي او هم د مردارې وينه نۀ وي او هم داسې نجاست نۀ وي چې په هغه سره لمونځ نۀ كېږي لكه كمربند،خولۍ، جورابې ، مسى او ګوته او د پښې د لنګي كړۍ بښل شوې دي، او هغه چې له ځانه سره يې وړي لكه چاقو او پېسې د عفوې په كتار كې دي، او هم د دايي يا پرستارې جامه چې هلك ور په غاړه وي كه هغه يې خپله مور يا بل څوك وي بښل شويدي؛ خو پدې شرط چې د ورځې يې يو ځل پريولي، او بدلول يې ورته ستونزمن وي لنډ دا چې له هر نجاسته پر جامه يا بدن د ناچارۍ له مخې، سترګې پټې شويدي.

مالكيه وو ويلي دي: د لمانځه پر وخت د داسې چا لمونځ چې په پرله پسې ډول يې تشې او ډكې ميتيازې راځي او تل نمجن وي يا بواسير ولري او هغه څه چې د شيدو وركوونكې ښځې پر كاليو او بدن د ماشوم تشې او ډكې ميتيازې لګېږي او هغه چې د قصاب پر لباس او وجود يا د لاس مينځلو او د جراحۍ د روغتون چپړاسي چې روغتون او د پريوللو ظرفونه مينځي او پر وينو او نورو ناولتياوو ككړيږي. هغوى بښل شويدي،او هم له وينې كه هر څومره د خوګ وينه وي؛خو چې له يوه درهمه ډيره نۀ وي او هغه چې له ټپه وځي “زوې او وينې يا وريم”. او د څارويو د فضله موادو كثافت او هغه چې اوس دلته د هغه پېښيدل كم دي او موږ هغه ندي ياد كړي.

احنافو ويلي دي: كه هر كله ككړوالى يا نجاست د يوۀ درهم پۀ اندازه، وينه يا بل څه وي او يا د پشۍ يا موږك ميتيازې د اړتيا پر وخت او د متيازو ترشح او هغه چې د اړتيا پر وخت وينه قصاب ته وروالوزي،او د لارو كوڅو خټې او مردارې اوبه چې ساتل ترې امكان نلري كۀ څه هم له ډير ګډ نجاسته وي، چې كله خپله نجاست په سترګو ونۀ ليدل شي پر دې سترګې پټيږي په پاى كې له لږ نجاسته لكه د حلالې د غوښې ميتيازې كۀ څلورمه برخه د كاليو يا تر هغه هم لږ وي سترګې ورباندې پټيږي. 

شافعيانو ويلي دي: هره ناولتيا چې لږ وي او په سترګو ونۀ ليدل شي هغه ناديده نيول كيږي،او هم د كوڅې خټې چې لږ ناولتيا ورسره وي او د ميوې او پنير چينجي او ككړ مايعات چې له بوى لرونكيو دوايانواو درملو سره ګډيږي او د اولوتونكيو له فضله موادو اوهغه لږ ويښتانوچې مردار او له خوګ او سپي پرته د بل شي يا هغو ته ورته وي چې د فقې  په كتابو كې په مفصله توګه ياد شويدي.

حنبليانو ويلي دي: وينه او لږ زخم او دهغه لارو كوڅو خټې چې په ناولتيا كې يې څه شك نشته او هغه ناولتيا چې وليدل شي او پر يولل يې تاوان ولري له هغو سترګې پټې شويدي “څه پروا نلري”.

د وريښمو جامې اغوستل او د سرو زرو ګاڼه استعمالول:

2_ مذهبونه سره متفق دي چې د وريښمينو جامو اوغوستل او د سرو زرو د ګاڼې اچول چې پسول ورته وايي نرانو ته ناروا او ښځو ته روا دي، ځكه پيغمبر (ص) وفرمايل: د حريرو (وريښمو) جامې او د سرو زرو ګاڼې زما د امت نرانو ته حرامې او ښځو ته روا دي.

او لدې ځايه اماميه وو ويلي دي: د سوچه وريښمو په جامو كې يا د سرو زرو په ګاڼو كې لكه كمربند،خولۍ،جورابې،ګوتې او لاس بند كې د نرانو لمونځ كول صحيح ندۍ، خو په جګړه يا د ناروغۍ پۀ حالت كې چې وريښم واغوندي او لمونځ وكړي هلته روا دي.

شافعيانو ويلي دي: كه كوم سړى له وريښميني لباس سره د وريښمو پر فرش لمونح وكړي، ناروا دي؛خو لمونځ يې صحيح دى. (1)

پاتې نورو مذهبونو ته مې ښكاره عبارت چې د وريښمو په جامو سره د لمانځه پر فساد يا صحت دلالت وكړي،ونه مونده؛خواحناف له شافعيانو سره ورته نظر لري او د حنبليانو په وړاندې په يو له دوو روايتونو چې ورنه ديوې كلي قاعدې په توګه راغلى دى: كه ناروا په لمانځه پورې اړه ونلري او لمانځه ته ور ونه ګرځي، لكه د لمانځه له غصب كولو منع كول،پدې ترڅ كې لمونځ صحيح دى؛خو مكلف پر ناروا فعل ككړ شوی او ورباندې واجبه شوېده؛نوځکه لمونځ له وريښمو سره صحيح دى او د الفقه على المذاهب الاربعه مولف نقل كړيدي چې سره يوه خوله دي پر دې چې پريشانه دې له وريښو سره لمونځ وكړي او بيا له سره كول پرې نشته.

د پوښاك مباح والى:

3_ اماميانو شرط ګڼلې چې اغوستل بايد روا وي؛نو كه يو سړى سره لدې چې پردې پوه وي چې دا لباس په زوراخيستل شوى او وايې غوندي لمونځ يې باطل دى.او دا حكم يو له هغو دوو روايتونو دى چې له ابن حنبل رانقل شوېدی،نورو پاتې مذهبونو ويلي دي: پۀ غصبي جامو كې لمونځ روا دى،ځكه له لمانځه منع پكې نشته،څو د صحت مانع يې شي،او اماميه وو د غصب په امر كې ټينګه نيولې اّن تردې چې ځينو يې ويلي دي: كه پداسې جامه كې چې تار يې غصبي دي يا په لمانځه كي له ځانه سره غصبي پيسې يا چاقو يا كوم بل څه ولري، لمونځ يې نۀ كيږي؛خو دوى ويلي دي: كه د ناپوهۍ له مخې يا د هېرې په غصبي جامو كې لمونځ وكړي، لمونځ يې كيږي.

د حرامې غوښې څرمن:

4_ اماميه سره بيل بيل دي: د هغو څارويو په څرمن كې لمونځ كول چې غوښه يې ناروا ده كۀ څه هم د باغي ( اّش) شويوي او همدارنګه په ويښتانو او وزر او لمڅي يې لمونځ نۀ كېږي اوهم د څاروي په ناوليو څيزونو لكه خولې او يا د خولې پر اوبو څه وخت چې لمده وي، كه پر ويښته له پښۍ او په څېر يې نورو د لمونځ كوونكي په كاليو كې وي او ورباندې پوه او لمونځ يې وكړ،دا لمونځ باطل دى،هغوى شمع او شات او د غوماشې او خسك (كټ ملو) او سپږو وينه اوداسې نور چې لدې ډول حشراتو دي چې غوښه نلري،بيل كړيدي، همدارنګه چې د انسان ويښتان او خولې او د خولې لاړې يې استثناء كړېدي.او هم د لمانځۀ پر باطل والي يې چې په جامو كې يوه ټوټه د مردار څاروي وي كه غوښه يې حلاله وي يا حرامه، كه بهيدونكيې وينه پكې وي يا نه وى اّش شوى وي يا نۀ وي حكم كړېدى.

مسئله: كه يواځې داسې جامه موجوده وي چې لا هم ناولې وي،داسې چې لمونځ كوونكى اختيارمن وي، چې له نجس لباس سره لمونځ وكړي يا لوڅ لمونځ وكړي؟

حنبليانو ويلي دي: په ككړ لباس كې دې لمونځ وكړي او بېرته ګرځول يې پرې واجب دي.

ماليكانو او ډيرو اماميانو ويلي دي: په نجس لباس كې دې لمونځ وكړي؛خو بيا كول يې ورباندې نشته.

احنافو او شافعيانو ويلي دي: لوڅ دې لمونځ وكړي،ځكه د نجس لباس اغوستل په لمانځه كې روا ندي.

========================================

يادداښتونه:

_ النووى، شرح المهذب، 3ج – 179ص

د لمونځ كوونكي ځاى:

غصبي ځای:

 اماميه وو شرط ايښى چې د اختيار په صورت كې په غصبي ځاى او غصبي جامو كې سره لدې چې پر غصب والي يې پوهه ولري، لمونځ باطل دى،او نورو مذهبونو ويلي دي: لمونح كېږي؛خو لمونځ كوونكي ګناه كړېده،ځكه له لمانځه ايسار شوى ندى؛خو له غصب ايسار شوېدی، لكه په غصبي جامه كې لمونځ كول.

د څلور ګونو مذهبونو قول د زيديه له قوله ډير ډير لرې دى،ځكه زيديه ويلي دي هغه څښتن چې له ملكه يې غصب شوېدى،حال دا چې غصبي ملك د پرديو په لاس كې دى، لمونځ يې پخپل ملك كې ندى روا، ځكه له تصرفه په غصب سره منع شوېدى.

او د اماميه وو وينا د هغه دوو قولونو ترمنځ يو منځنى حد دى، څرنګه چې اماميه د څښتن لمونځ او د هغه چا لمونځ چې له مالكه يې اجازه تر لاسه كړې وي صحيح بولي او د غاصب لمونځ او د هغه چا لمونځ چې د څښتن بې اجازې يې كوي باطل ګڼي، اماميه په هغه پراخو ځمكو كې لمونځ چې له هغو ځايو ډډه كول خلكو ته ګران او يا ستونزمن وي، كه څه هم له څښتن يې اجازه نۀ وي اخيستې، روا بللى دى.

د ځاى پاكوالى:

 څلورګونو مذهبونوويلي دي: د لمونح كوونكي د ځاى پاكوالى له لمدې او وچې ككړتيا د لمانځه د صحت شرط دى، شافعيانو مبالغه كړيده،ځكه ويلي يې دي: هغه څه چې د لمونځ كوونكي پر بدن او كاليو لګيږي او هغه څه چې لمونځ كوونكى پر هغه لاس ږدي،دهغو پاكوالى واجب دى؛نو هر وخت چې لمونځ كوونكې پر ككړ ديوال يا ككړو كاليو او يا كوم بل نجس شي لاس ونيولو او پر لويدلي ككړ طناب لاس ووهي لمونځ  يې نۀ كېږي،او احنافو يواځې د دوو پښو او ټنډې د ځاى پر پاكوالي بسنه كړېده. او اماميه د ټنډې د خاص ځاى پر پاكوالي يعنې د سجدې ځاى شرط ګڼي؛خو له هغې پرته نور نجاست د لمانځه د باطليدو سبب نۀ ګڼي، پدې شرط چې د لمونځ كوونكي وجود او جامې ورباندې ككړې نشي.

پر شي سپور لمونځ كول:

احنافو او اماميانو شرط  كړېده: چې د لمانځه ځاى بايد ثابت وي، پر څاروي روان تخت او داسې نورو سپور لمونځ ندى صحيح، څو اړتيا ورته ونۀ ليدله شي،ځكه معذور سړى يا له بېخه ختلى (مجبور) سړى له خپله وسه سره لمونځ كوي.

شافعيانو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي:د واك او اّرامۍ په حال كې پرڅاروي سپور كه بشپړ او پر شرائطو برابر يې لمونځ اداء كړ،صحيح دى.

په كعبه كې لمونځ:

اماميانو،شافعيانو او احنافو ويلي دي:كه لمونځ واجب وي يا مستحب،د كعبې په مينځ كې روا دى.

مالكيانو  او حنبليانو ويلي دي: د كعبې پۀ مينځ كې د مستحب لمانځه كول روا او د واجب لمانځه كول نۀ دي روا.

د نر په څنګ کې د ښځې لمونځ:

د اماميه وو يوې ډلې ويلي دي: كه نر او ښځې په يوه ځاى كې لمونځ وكړي او ښځه لږ څنګ ته يا په يوه كتار كې له نر سره وي او د هغو دوو ترمنځ پرده يا كومه فاصله چې د انسان د لسو څنګلو په اندازه نۀ وي هغه چې لومړى يې لمونځ پيل كړېدى صحيح او هغه چې وروسته يې پيل كړيدى باطل دى، كه يوځاى يې پيل كړېوى، د دواړو لمونځ باطل دى.

شافعيانو،حنبليانو او ډيرو اماميه وو ويلي دي: چې د دواړو لمونځ صحيح دى؛خو كراهت لري.

د ټنډې د سجدې ايښودلو ځاى:

 مذهبونه سره يوه خوله دي چې واجبه ده د سجدې ځاى معلوم او د دواړو ګونډو له ځايه دعادت پر خلاف زيات نۀ وي او پر هغه څه چې سجده پرې صحيح ده سره مخالف شويدي.

   اماميه وو ويلي دي: سجده نده روا؛خو په ځمكه او هغه څه چې ځمكې رازرغونه كړي او له هغه څه چې د خوړلو يا اغوستلو او معدني دي،نۀ وي پر همدې بناء سجده پر وړيو،مالوچو،معدنو او هغه چې په اوبو كې راشنه شوي صحيح نده، ځكه اوبه ځمكه نده،او سجده پر كاغذ روا ګڼي،ځكه اصل يې د ځمكې له شنو بوټو دى او خپلو مذهبونو ته يې دليل نيولى دى،چې سجده شرعي عبادت دى او څرنګوالې يې بېرته اّيت ته ورګرځي،د مذهبونو فقيان ټول د سجدې پر صحت پر ځمكه او هغه څه چې ځمكه يې راشنه كوي سره راټول دي.

د خبرې لنډون ته د خداى پاك د رسول (ص) غوښتنه بس ده: “ستاسې د هيچا لمونځ نۀ بشپړيږي،څو د خداى پاك له امر سره سم اودس وكړي او بيا داسې سجده وكړي چې ټنډه پر ځمكه كېږدي” او وينا يې ده چې “ځمكه د سجدې ايښوولو ځاى او پاكوونكې پيدا شوېده.”

ښاغلي جناب ويلي دي: موږ د ريګونو “شګو” له تودوخې څخه زموږ په ټنډو باندې د خداى پاك رسول (ص) ته شكايت وكړ. زموږ عرض يې ونۀ مانه كه سجده پر فرش روا واى، شكايت يي نۀ كاوه.

اماميانو سجده پر مالوچو او كتان د اړتيا پر وخت روا بللې ده.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: سجده پر هر شي روا ده. اّن د سر پر پګړۍ يا پټكي، پدې شرط چې پاك وي،بلكې احنافو پر لاس سجده (1) مكروه بللې او د مجبوريت په صورت كې يې روا بللې ده.

========================================

يادداښتونه:

(1)_ د سجدې كولو ترتېب داسې دې چې اووه هډوكي ټول په ځمكه ولګيږي يعنې ټنډه او پزه د دواړو لاسونو خپړې د دواړو پښو ګوتې او د دواړو ګونډو هډوكې. (پښتو ژباړن)

اذان:

 اذان په لغت او شريعت كې غږ كول دي د لمانځه وختونو ته په ځانګړيو الفاظو سره چې په مدينه منوره كې د نبوي هجرت په لومړي كال كې پيل شو.د شيعه وو پۀ وړاندې يې د شرعي كېدو سبب دا دى چې جبرئيل د خداى پاك له لوري پر رسول الله مبارك (ص) رانازل شو او د اهل سنتو له خوا داسې ده،چې عبدالله بن زيد په خوب وليدل يو سړي هغه ته اذان وروښود،هغه خپل خوب پيغمبر (ص) ته وړاندې كړ او پيغمبر (ص) هغه جاري كړ.

اذان سنت دى:

احنافو، شافعيانو او اماميانو ويلي دي: اذان ټينګ مستحب دى.

حنبليانو ويلي دي: اذان په كليو او ښارونو كې پنځه ګونو لمونځونو له پاره د موجوده نرانو له كبله نۀ دا چې په سفر كې وي كفايي واجب دى.

مالكيانو ويلي دي: اذان په هغه ښار كې چې هلته د جمعې لمونځ كېږي، كفايي واجب دى، كه د ښار اوسيدونكي اذان ترك (پريږدي) له ترك كوونګيو سره د جګړې (جهاد) اذان وكړى.

هلته چې اذان ندى روا:

حنبليانو ويلي دي: پر جنازه، نفلونو او نذر اذان ندى روا.

مالكيانو ويلي دي: اذان پر جنازه،نافله او قضا لمانځه ندى روا.

احنافو ويلي دي: اذان د جنازې او اخترونو لمنځونو ته او د كسوف (لمر نيولو) او استسقا او باد او مستحبو لمنځونو ته ندى روا.

شافعيانو ويلي دي: اذان پر جنازه نذر او نفلي لمنځونو ندى روا.

اماميانو ويلي دي: اذان يواځې ورځنيو پنځه ګونو لمنځونو ته روا دى او د قضايې لمنځونو، تقليد په سفر يا حضر كې د جماعت يا ځانګړيو لمونځونو نرانو او ښځو ته مستحب دى او پرته لدې نورو لمونځونو ته كه واجب دى او كه مستحب روا ندى، او همدا ډول پۀ كسوف او پۀ اخترونو كې مؤذن بايد درى ځلې تكرار كړي: الصلاه، الصلاه، الصلاه.

د اذان شرطونه:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې د اذان سموالي ته پر له پسې د كلمو راوړل،د فصلونو ترمنځ ترتيب او د موذن نروالى،عاقل والى او مسلماني شرط دی، د هوښيار او بلوغ ته ورنږدې هلك اذان صحيح دى او ټول سره متفق دي چې په اذان كې پاكوالى (اودس) شرط ندى. (1)

له هغه څه پرته چې ياد شول په نورو كې احناف او شافعيان سره مخالف دي او ويلي يې دي: اذان بې نيته صحيح دى او پاتې نورو مذاهبو ويلي دي: نيت لازم دى.

حنبليانو ويلي دي: اذان پر عربي سربيره په ټولو ژبو روا دى.

احنافو،مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: عربو ته ندى روا چې بې له عربي ژبې پر بله ژبه اذان وكړي،او عجم (غير عرب) ته روا ده چې اذان پخپله ژبه ووايي.

اماميانو ويلي دي: د واجب لمانځه د وخت تر روا كيدو د مخه، اذان كول ندي روا؛خو د سهار لمانځه ته روا دي.

شافعيان،مالكيان،حنبليان او اكثره اماميان د سهار لمانځه ته اذان تر وخت د مخه روا ګڼلى او احنافو هغه ناروا ګڼلې او كوم توپير يې د سپيده چاود او نور وخت ترمنځ ندى كړى.

د اذان ترتيب:

الله اكبر                                د ټولو مذبو له خوا څلور ځلې(2)

اشهد ان لا اله الا الله               دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا

اشهد ان محمد رسول الله       دوه ځلې د ټولو مذهبونو له خوا

حى على الصلوا                    دوه  ځلې د ټولو مذهبونو له خوا

حى على الفلاح                    دوه ځلى د ټولو مذهبو له خوا

حى على خير العمل              دوه ځلې يواځې د اماميه وو له خوا

الله اكبر                                دوه  ځلې د ټولو مذهبو له خوا

لا اله الا الله                       يو ځل د څلورګونو مذهبونو له خوا او دوه ځلى د اماميه وو  له خوا

ماليكانو او شافعيانو روا بللي،اذان دوه ځلې بايد تكرار شي چې دويم يې سنت دى، او كه له هر يوه ،يو ځل وويل شي، باطلېږي نۀ، لكه څنګه چې اماميانو ويلي دي: دوه ځلې ويلو ته اذان ويل كېږي د “الفقه على المذاهب الاربعه” كتاب له مولفه نقل شويدي: څلور مذهبونه سره  يوه خوله دي،چې تر حى على الفلاح وروسته دوه ځلې “الصلوه خير من النوم” يا تثويب ويل مستحب دى، چې اماميه وو هغه منع كړيدي. (3)

اقامت:

اقامت نرانو او ښځو ته په ورځنيو واجبو لمونځونو كې مستحب دى او تر هغه وروسته واجب لمونځ كېږي او د اقامت حكم په موالاتو او ترتيب اوعربيت او په څير يې نورو كې د اذان حكم لري، او د اقامت شكل پۀ لاندې ډول دى:

      الله اكبر                              د ټولو له خوا دوه ځلې پرته له احنافو چې څلور ځلې يې وايي.

اشهد ان لا اله الله               د شافعيانو ، مالكيانو او حنبليانو له خوا يو ځل، او د احنافو او                اماميانو له خوا دوه ځلې .

اشهد ان محمد رسول الله    يو ځل د شافعيانو او مالكيانو او حنبليانو، دوه ځلې د احنافو او   اماميانو له خوا

حى على الصلواه           يو ځل د شافعيانو،مالكيانو او حنبليانو،او دوه ځلې د احنافو او اماميانو له خوا

حى على الفلاح              يو ځل د شافعيانو ،مالكيانو او حنبليانو؛ دوه ځلې د احنافو له خوا.

حى على خير العمل           دوه ځلې يواځې د اماميانو له خوا

قد قامت الصلواه              دوه ځلې د ټولو له خوا پرته له مالكيانو چې يو ځل يې وايې.

الله اكبر                         د ټولو له خوا دوه ځلې

لا اله الا الله             د ټولو له خوا يو ځل.

له اماميه وو يوې ډلې ويلي دي: مسافر او هغه چا ته چې بيړه يې وي روا ده چې اذان او اقامت له هرې برخې يو ځل ووايي.

========================================

يادداښتونه:

(1)_ اماميه وو ويلي دي: مستحب دې چې ښځه خپل لمانځه ته اذان وكړي او اقامت ووايي، نۀ اعلام ته او كه د ښځو د جماعت پۀ لمانځه كې يوه يې اذان وكړي او اقامت ووايې داسې چې د هغې غږ نران وانۀ وري، مستحب دى.

(2)_ پرته له مالكيانو، ځكه ويلي يې دي: دوه ځلې دې وويل شي.

(3)_ ابن رشد د “بدايه المجتهد كتاب دلومړي ټوك په 103 مخ كې چې په 1935 ميلادي كال چاپ شوى ويلي دي چې نورو “الصلواه خير من النوم” ندی ويلي ځكه دغه جمله له سنت اذان نده او شافعي داسې ويلي دي،او د مخالفت سبب دادى چې اّيا دغه جمله د خداى د رسول (ص) په وخت كې ويل شويده يا د عمر (رض) پۀ زمانه كې او د “مغني ابن قدامه كتاب د لومړي ټوك د درېيم چاپ په 408 مخ كې راغلي چې ” اسحاق ويلي دي: دا جمله خلكو مينځ ته راوړېده. او ابو عيسى ويلي دي: د علم خاوندان خلك د تثويب له ويلو كراهت لري او څه وخت چې عبدالله بن عمر (رض) دا جمله واوريدله له جوماته ووت.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!