تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د عرفاني ادبیاتو لړۍ    دا علمونه ظاهري دي، ټول هډونه                       باب العلم روږدی کړی په نلي یم (امیر حمزه خان شینواری) د ژوند خوالې لړلیک موږ زماني موجودات یو. 4 واقع وینې انسانپوهنه. 6 یو ډول واقع وینې انسانپوهنه. 9 دا مذموم اوصاف د انساني فطرت برخې شمېرلېږي.. 10 تاریخ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د عرفاني ادبیاتو لړۍ 

 

دا علمونه ظاهري دي، ټول هډونه                      

باب العلم روږدی کړی په نلي یم

(امیر حمزه خان شینواری)

د ژوند خوالې

لړلیک

موږ زماني موجودات یو. 4

واقع وینې انسانپوهنه. 6

یو ډول واقع وینې انسانپوهنه. 9

دا مذموم اوصاف د انساني فطرت برخې شمېرلېږي.. 10

تاریخ واقع ویني انسانپوهنه رازده کوي.. 11

تاریخ د انسان د طبیعت او فطرت غوره نندارتون دی.. 14

له تاریخه غوره عبرت اخستنه، له غفلت ځنې ځان پېژندنې ته ورتېریدنه ده. 17

ایا د بدیو «طبیعي» ګڼل، مبارزه ورسره نفې کوي؟. 19

واقع ویني انسانپوهنه له انسان زموږ تمې سموي.. 20

د تاریخ په مطالعې، نړۍ خورا طبیعي کېږي.. 23

انسان پېژندنه. 24

په ټول کې بشري تاریخ یوه نږه بېلګه ده. 28

طبیعي والی ښه والی او بد والی دواړه رانغاړي.. 28

د بشري تاریخ «طبیعي» والی له «اختیار» سره په ټکر کې نه دی.. 31

جبر و اختیار له «قضا وقدر» سره توپیر لري.. 31

د بشري تاریخ بهیر اختیاري دی او له الهي تقدیره سره اړخ لګوي.. 34

انسان د خپل واک و اختیار به محدودې کړۍ کې حقیقتاً مختارېدای شي. 35

الله تعالی مختار دی، مانا یې څه ده؟. 37

د پردیو ډولونه. 38

د دنیا مذموم حیثیت.. 41

مذمومه دنیا، غرور زیږې نړۍ ده. 42

په روایاتو کې د «دارالغرور» تعبیر. 43

په قرآن کې د «غرور» تعبیر. 44

په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه. 46

د پالونکي د ستاریت مانا 47

له دنیوي ژوند سره د غفلت تړاو. 48

دنیاپالنه. 55

ځان ناپېژندنه. 55

د انسانانو ددنیا پالني راز او د خدای او شریعت پر وړاندې یې د سرغاړی راز. 56

له ځان او خپلو مصنوعاتو سره مینه د الحادي هومانېزم پیلامه ده. 57

د انسان پنځګري او خلاقیت.. 57

د شرک او بوتپالنې پراخ لمن. 58

د «غرور» او «خیال» تړاو. 59

روغ او رنځور زړونه. 62

د «تقوی» لنډه مانا 62

د زړه ډولونه؛ اباد او ویجاړ زړونه یا د قرآن په تعبیر روغ او رنځور زړونه. 64

د اولیاء الله په ارشاد او لارښوونه زړونه ابادېږي.. 65

د «زړه» مانا او د «خپرېدو» آفت.. 65

«عشق» شیندل نه؛ راټولول کوي.. 67

د زړه ابادېدل، غمونه او خپګانونه له منځه وړي.. 68

موعظه او زهد. 71

«موعظه» زړه ژوندی کوي، او «زهد» نفس وژني. 71

د متعظ واعظ موعظه اورېدونې او اغېزمنه ده، نه د نورو. 71

د عارفانو نفس « د پسرلي نسيم» دی.. 72

باید د نفس سرغړونې ووژنو. 74

حکمت.. 78

«حکمت» او «فلسفه» یوه نه ده. 78

الله تعالی  او دیني مشرانو له «حکمته» مراد «فلسفه» نه بلله. 79

پېغمبران د کتاب او حکمت ښونې ته راغلي دي.. 81

د نوې نړۍ خدایان. 82

په دنیا کې د انسانانو شان بندګي کول دي؛ نه خدایي کول. 88

له الهي منظره ټول موجودات دغسې دي، چې باید وي.. 88

انسانان باید له بشري منظره، هستۍ ته وویني. 88

د الهي امتحان ډګر ویجاړولای نشو. 90

د الله تعالی ذکر. 93

د علم کلام په تاریخ کې دوه پېرونه. 94

دویم پیر: د انسانانو د بندګۍ نفې. 95

خدای ته د انسان د تقرب په باب دوه بېلګې. 97

د « بایزید» د شرع پرخلاف خبرې.. 97

ایا  خدای ته د انسان ورته کېدنه د بندګۍ له شان سره سمون لري؟. 99

خدای ته تقرب د عبودیت په سیوري کې حاصلېږي.. 99

د الهي قرب مقام تلپاتې تضمین نلري.. 100

خدای تعالی خپل ګران  استازي ته ادب ورکوي.. 101

په قرآني فرهنګ کې د «عبد» او «عبادت» مانا 103

دیني فکر ته د عارفانو مهمترین چوپړ: خدای مینناک دی.. 105

عبودیت د جمعي ژوند په ډګر کې. 108

نوی انسان ځان په هر ډول تصرف کې مجاز بولي. 109

قناعت د منندوینې لازمه ده. 109

شرک لانجمن دی.. 110

د ادیانو آریز پېغام: عبودیت.. 111

د الله تعالی یادول. 113

د الله یادول: د الله د بندګۍ په لار کې هڅه کول او د شرک نفې ده. 113

حق د الله تعالی دی، نه له خدای سره. 114

په نوې نړۍ کې د شرک څریکې. 115

په الهي اخلاقو تخلق د انسان د خدايي کولو پر مانا نه دي.. 122

په قرآن حکیم کې د حکمت مانا 123

په قرآن کې د حکمت مصادیق. 123

په قرآني اصطلاح کې «حکمت»،«عملي حکمت» دی نه؛ نظري حکمت.. 128

هغه د «خیر کثیر» پاتوړی دی، چې په دې حکمتونو متحقق وي.. 129

الهي رسۍ. 132

پر حق ناولاړې، اندیز او هنرې محصولات غولوونکې دي.. 133

د تکیه د ټینګېدو شرط، له انسانه خپلواکي ده. 134

د الله  یادولو او  الله لمانځنې ساده مانا 137

د خدای یادولو او د الله لمانځنې ساده مانا 137

رزق، حرص او نفقه. 141

د رزق پراخ مفهوم. 144

علم او عقل د انسان د روزۍ برخه ده. 144

رزق مقدر  دی.. 144

مقدر رزق.. 148

په ټول کې د  وګړي ټول رزق يو ثابت مقدار دی.. 148

پر ويشل شوي رزق د قناعت مانا 152

رزق د انسان د ملکیتونو نه بلکې د برخمنو ټولګه ده. 152

ښه خوی درلودل د رزق له مصاديقو ځنې دي.. 152

د رزق پر مانا سمه پوهېدنه ډاډ راولاړوي.. 152

سپک پېټي اوسئ چې ورسئ. 154

د «دروند پېټېتوب» او «سپک پېټېتوب» مانا 154

کله د انسان بدن پر روح يې ور پېټی وي.. 157

په دنيا کې د انبياوو ونډه. 160

د «پېټي» او «توښې» توپير. 160

ولې د خلکو رزق مساوي نه دی؟. 161

د الهي نعمتونو د اسراف اندېښنه. 165

ډېر رزق د خدای پر وړاندې د محبوبيت نښه نه ده. 165

تقوا د خدای پر وړاندې د محبوبيت شرط دی.. 166

دين، بشر د دنيوي نعمتونو ډېر لګښت ته نه هڅوي.. 168

د انسانانو ترمنځ اړیکه له خدای سره یې له اړيکې اغېزمنېږي.. 172

د انسان دنننۍ سمونه يې په باندېنۍ سمونې پای مومي. 173

انسان يوازې د خدای په محضر کې ډاډ مومي. 175

د انبياوو د ښوونو له مخې بشر د باري تعالی په اجازه خبرې ورسره کړای شي. 175

دعا او د الله رحمت.. 178

د خدای او انسان ترمنځ واسطې ته اړتيا نشته. 179

د «توبې» او «دعا» اړيکه. 181

د الهي لورنې سمندر هر ډول چټلي وينځي. 181

له ګناه توبه د الهي رحمت ورونه پرانځي. 184

د دعا مرتبې د انسانانو له روحي مراتبو سره اړه لري.. 185

دعا د معرفت مېوه ده: 185

د باري تعالی له لورنې او کرم څخه نهيلي ستره ګناه ده. 185

خدای له خپلو بندګانو سره تر عدل څخه ډېر په جود وکرم معلامله  کوي.. 189

دعا له هر دينه نه جلاکېدونې برخه ده. 192

له بل سره خوالې کول، روحي خپګان له منځه وړي.. 194

دعا ته د خدای د ځوابونو ډولونه. 195

د  دعا نه قبلېدو دلايل. 197

په نړۍ کې د دعا تر قبلېدو، نه قبلېدل يې ډېر دي: 197

د  دعا په اړه د «ګالتن» څېړنېزه شمېرنه: 197

د انبياوو او امامانو هم ټولې دعاوې قبولې شوي نه دي.. 198

د دعا په قبلېدو کې ځنډ، نبايد انسان  د دعا له آره واړوي: 199

د دعا نه قبلېدل. 200

کله د انسان خير د دعا په نه قبلېدو کې وي.. 200

کله کله دې د دين هلاکت د دعا په قبلېدو کې دی.. 200

خدای د بشري هوسونو د پوره کولو وزله نه ده. 201

مازې پر دعا توفيق، د دعا بدله او ځواب دی.. 201

غوره ده چې انسان په دعا کې له خدايه پاتېدونې چارې وغواړي.. 202

پېغمبران او ديني مشران د سمې دعا کولو د طريقې غوره ښوووندان دي.. 202

مرګ نه هېرول د دين يوه بنسټيزه ښوونه ده. 204

مرګ يادول د انسان فرعونيت ځپي. 205

د مرګ ياد په انسان کې د ډېر غوښتنې روحيه له منځه وړي.. 205

د مرګ يادولو يوه مهمه پايله قناعت، انفاق  او سرښندنه ده. 206

د مرګ پر وړاندې ډول ډول غبرګونونه. 208

له مرګه د اديانو انګېرنه. 209

د امام غزالي (رح) له نظره د مرګ په اړه د خلکو د غبرګونونو ډولونه. 211

غوره مړينه د تړاوونو اختياري پرېښوول دي.. 211

توبه تر مړينې وړاندې د مرګ د تجربې يوه مرتبه ده. 211

عاشقي هم د مرګ تمرين دی.. 211

ولې د مرګ يادول هوښياري ده؟. 213

د دنیا او دنیا مېشتو پېژندنه. 214

په ديني متونو کې له انسانه دوه انځوره. 216

(۱) انسان د خدای اوچت او شريف مخلوق دی.. 216

د «حب دنيا» خواله. 219

کوم غفلت چې ددنيا ستن ده له علم او څېړنې سره يو ځای کېدای شي. 219

له غفلته راوتل يو کړمن چار دی.. 220

د انسان واقعي حالت.. 225

له انسانه د علي (کرم الله وجهه) انځورنه. 226

انسان تلونکی مسافر دی.. 229

په قرآن کریم کې د آدم د قصې پېغام. 230

ډېری ديني ارزښتونه د انسان له مسافر والي سره اړخ لګوي.. 232

الله تعالی؛ ستر، جليل او محترم  دی؛ خو انسان حقير او ذليل بنده دی.. 234

په زیاتره ديني تعابېرو کې بندګانو ته د خدای ډاروونکې څېره ورياده شوې ده. 235

د «جبن» او «خوف» توپير. 237

د خوف په اړه دوه قرآني بېلګې. 237

له خدايه ډار، د غير قابل ادراک عظمت د احساس زېږنده ده. 238

له مرګه ډار له يوه اړخه له خدایه ډار ته ورته دی.. 239

د خوف درجې د معرفت له درجو سره متناظرې دي.. 240

د اګزيستانسياليزم په ښوونځي کې د ډار کليدي ونډه: 241

پر بندګانو د خدای له ډار ډولی تجلا د عارفانو ګزارش… 242

«د باري له غيرته» د عارفانو تجربه. 245

له ناوړپایلۍ ډار. 245

«اختيار» هم د انسان د ډار له وزلو ځنې دی.. 247

الله تعالی په هستۍ کې مينناکه تجلي هم لري: 247

پېغمبرانو خدای بشر ته په ډارنو او مينناکو څېرو ور معرفي کړی دی: 249

له مولانا بلخي او حافظ شیرازي دوې بېلابېلې عارفانه تجربې: 250

الله تعالی ته د انسان د اړتياوو ډولونه. 251

يو لړ اړتياوې له الله تعالی سره په تړاو پوره کېږي.. 251

د تواضع خپلول او د استغنا پرېښوول. 253

د «بندګۍ کولو» مانا: 253

د مرګ يادول هم بشر ته عجز او بېوسي وريادوي.. 254

د اخلاقو ملاتړ. 255

ښو  تهرمخه او له بدیو ته شا کول. 258

د حسن و قبح او ښکلا او بدرنګۍ اړيکه. 262

د انسان کړه وړه هم بدرنګ (زشت) او ښکلي (زيبا) لري.. 262

«نسبي توب» د خوشې توب پر مانا نه دی.. 263

د انسان د چلن د بدرنګۍ او ښکلا مانا 266

اخلاقي قضاوت د فاعل په نيت او علم پورې اړوند دي.. 266

د انساني کړنو د ښو او بدو وزلو موندېدل. 267

د اخلاقي احکامو نسبي توب پر واقعي او غیرې نسبي چارو ولاړ دی.. 268

عرفان تر اخلاقو اوچت دي.. 271

د انسان ژوند د حتمي سیالۍ ډګر دی.. 272

ګټور علم او زیانمن علم. 275

څنګه په نظریاتي جګړه کې سمه لار خپلولای شو؟. 278

د تیرو له اوچتو تجربو ګټنه. 278

د تېرو په تجربو کې د سلف صالح په تجربو پسې ورشه. 279

د پېغمبرانو او الهي اولیاوو ښه مخینه د دوی د جاذبې یو مهمترین شپول و. 280

د نظریاتو په معرکه کې څېړندود. 284

باید د هدایت پالو پاکانو له ژونده ټکي زده کړو. 285

پوښتنه باید د حق موندنې په نیت وي، نه پلمې ته. 285

پوه هغه دی چې پوه شي کومې چارې نا پوهېدوني دي.. 287

علمي تواضع. 288

د هدایت تر لاسه کولو لپاره، نباید هرې فکري جګړې ته ورودانګو. 293

ښکلا پېژندنه. 294

د کړنو بدرنګوالی او ښکلا. 294

د ادراکاتو ډولونه: 295

په بدرنګۍ او ښکلا حکم، يو اخلاقي حکم نه دی: 297

معصوم له ربوبي منظره د بدرنګۍ او ښکلا د تشخيص قدرت لري: 298

هر څه  خدای ته د تړاو له اړخ ښکلي دي: 298

د ښکلا درک د انسان له کمال سره تړاو لري: 299

ښکلا او هنر ته افراطي پاملرنه د يوې ټولنې د ديندارۍ نښه ده: 300

د انبياوو د ناپايه حکمت خواله، د الهي حُسن راسپړنه ده: 301

د اخلاقو مرتبې: 302

هنرمند بايد خپل ښکلا پالی روح له الهی ډار سره واغږي: 305

اوسنی عصر کړتې دودوي.. 307

پر څه چې نه پوهېږې په اړه یې خبرې مه کوه. 307

موږ په داسې پېر کې اوسو چې په تأسف کړتې دودېږي.. 308

د تخنیک وده د فکر له ودې او د ښو خبرو له پیداوار سره تناسب نلري.. 309

په لوستو او اورېدو کې قناعت.. 309

دوه ډلې بیخي نه مړېږي، یو د علم زدکړیال او بل دنیا غواړي.. 310

په نظري علومو کې هم قناعت فرض دی.. 312

له هغو چارو ډډه کول چې پکې د بېلارېتوب وېره وي.. 312

د دیني اندنې په ډگر کې، د «جهاد» مانا، د بندګۍ هڅه ده. 314

د انسان او خدای ترمنځ لار یو ګام دی: پر خپلې خدايي پښې ایښوول. 315

د مرګ یادول د خدای لمانځنې زمینه ساز دی.. 315

مرګ انسان ته خپله وجودي بېوسي ورښکاره کوي.. 315

د خدای په لار کې مجاهدت، د سرغاړي نفس د خدایي نفې کول دي.. 316

نباید د الهي شوي نفس له غوښتنو ډډه وکړو. 319

مجاهدینو ته د خدای تضمین شوې ژمنه، له دین ورهاخوا ژمنه ده. 320

د الله په لار کې مجاهدت.. 321

عابدانه او رښتونی مجاهدت د سالک ضمیر رڼا کوي.. 322

د بوتانو مورینه، ستاسې د نفس بوت دی.. 323

د هدایت وړ مجاهدینو نښې د تشخیص وړ دي.. 324

د خدای په لار کې جهاد، د ټولو تړاوونو او چارو له ساتنې سره ناسازګار دی.. 325

د ملا صدرا مجاهدت.. 325

د صوفیانه انزوا یوه ځانګړنه د ملامتګرانو له ملامتۍ د ځان بچول و. 327

صبر او جهاد. 328

جهاد، د ځان د خدایي توب نفې کول دي.. 328

د جهاد پر تریخوالي صبر، یو ډول خوږلني ته اړین دی.. 329

صبر د «جهاد» سیال دی.. 330

پر مکروهاتو صبر د یو «علم» او یو «همت» ټینګ هوډ یېبره (ثمره) ده. 330

په قرآن کې د صبر مانا 332

صبر د زاهدانه عرفان په ښوونځي کې. 332

صبر د عاشقانه عرفان په ښوونځي کې. 333

تړاوونه څنګه پرېښوولای شو؟. 334

د مولوي له نظره د «زړه او سترګو مړښت» د زغمناکېدو شرط دی.. 337

عشق د فضایلو ښووند دی.. 338

عاشق له عشقه صبرېدای نشي؛ خو په کړاوونو او بدیو صبر کړای شي. 339

صبر د طریقت په منځنیو پړاوونو پورې اړوند دی.. 339

باید له رذایلو پاکي د نفس غوښتنې ورپوره کړو. 339

یو بل ته د حق او صبر سپارښتنه، فرض ده. 340

پیکه چارې د جنت ور دی او خوندورې چارې د دوزخ ور دی.. 341

د نړۍ ډېری نعمتونه اپوټه منځپانګه لري.. 342

صبر او یقین. 344

صبر له یقین او عشقه راولاړ شوی دی.. 344

د صبر ځایونه. 345

زغمناکېدل یو ستونزمن چار دی.. 345

زغمناکېدل د سلوک په یوې مرتبې پورې تړاو لري، نه په ټولو مراتبو پورې.. 346

د انسان ډېری ستونزې د ده له واکه بهر ورپېښېږي.. 348

زغمناکېدل د هر ډول کړښتونو زغمل نه دي.. 349

انبیاوو بې وجهې کړښت نه ګاله. 349

له کړاوونو سره د انسان د مخامخېدو په باب په فارسي ادب کې دوه مثالونه. 350

ټول انسانان له کړاوونو سره مخامخېدو ته هڅولای نشو. 350

زغمناکېدل له تعقل او کړلارۍ سره ټکر نه لري.. 351

صبر، خوشې انتظار نه دی.. 352

د مولانا جلال الدین بخلي د زغمونو یوه بېلګه. 352

انبیاوو (علیه السلام) هم د خپل رسالت عملي کولو ته د زغم لار خپلوله. 353

په دین کې د تفقه مانا 354

په دین کې تفقه او د دین پېژندنه یو عصري چار دی.. 355

په دین کې تفقه بدلون او تکامل د دین اصالت نه ټکنی کوي.. 356

الله ته پناه وروړل. 358

یو لړ قرآني مفاهیم چې له ((خدای ته پناه وروړو)) سره ټینګ تړاو لري.. 358

له «توکل» نه صوفیانه پوهېدنه. 361

آیا د وزلیو کارونه، له توکل سره منافات لري؟. 362

یو شمېر دیني مشرانو، ګروهیز (اعتقادي) توکل د توحید زوکړه ګڼله. 365

په عمل کې د توکل اغیز څنګه دی؟. 368

د اخلاقو عالمانو په عمل کې د موهوم النفع اسبابو کارونه د توکل پرخلاف ګڼله. 369

د اسبابو او طبیعي عواملو د ویشنې په اړه د اخلاقو د عالمانو د نظریي کره کتنه. 369

پر الله توکل. 373

د اخلاقو د عالمانو له نظره د «توکل» او «توحید» اړیکه. 374

د عارفانو په ښوونه کې د توحید دقیقه مانا 375

د اخلاقو د عالمانو پر رایه نیوکه. 376

د تدبیر په څیر عقلمني نشته. 377

د «توکل» په مفهوم کې د «ضمانت» مانا نغښتې ده. 377

په قرآن کریم کې د «توکل» کارونه. 378

توکل خو د بشري مدیریتونو سوړې نه ټپوي.. 380

د استعاذې، دعا، ایمان او توکل ترمنځ تړاو. 382

 

 

موږ زماني موجودات یو

حضرت علي (کرم الله وجهه) امام حسن (رض) ته په یوه لیک کاږي:

من الوالد الفان المقر للزمان المدبر العمر، المستسلم للدهر الذام للدنيا الساكن مساكن الموتى و الظاعن عنها غدا الى المولود المومل ما لا يدرك السالك سبيل من قد هلك… = د هغه پلار له لوري، چې (دغه ځانګړنې لري؛) د پناه په درشل کې د زمانې په تېرېدو منښته – اعتراف کوي، عمر يې خوړلى او د تېرو په هستوګنځي کې هستوګن دى، چې سبا ترې کډنېږي،هغه زوى ته هيلمن دى، چې څه ترې لاس ته نه راځي، پر داسې لار درومي، چې په نېستۍ پاى ته رسي….

دلته امیرالمؤمنین علي (کرم الله وجهه) ځان لپاره اوه ځانګړنې او زوی ته یې څوارلس ځانګړنې په نښه کړي دي.

دلته د ړومبیو ځانګړنو په شرح لګیا کېږو:

« هغه پلار چې ګروهه لري فاني دی او د زمانې پر ځواکمنۍ اعتراف کوي[1]»

د امیر المؤمنین دا تعبیرونه ډېر څرګند او خورا اورېدوني دي.

په حقیقت کې دلته یې د ځان بشروالی او خاورین والی څرګند کړی دی.

مالک اشتر ته هم لیک په دې عبارت پیلوي: « له عبدالله – د خدای بنده – مالک اشتر ته»

دا تعبیر ډېر سوچ راولاړوونکی دی او په حقیقت کې د علي (کرم الله وجهه) سیاسي تیوري څرګندوي، چې په رښتینه کې د خدای بندګي، او پر همدې بنسټ د نورو چارو جوړول دي.

علي(کرم الله وجهه) په دې لیک کې له بلې درېڅې ننوتی، او لیک یې په دې څرګندونو پیل کړی؛ منښتی – معترف یم، چې روزګار له پښو راغورځولی یم، او په دې سیالی کې د سیال پر بریا منښته – اعتراف کوم. خپله فنا منم او پوهېږم چې د مړیو په کور کې ناست یم، او سبا به له دې ځایه وکوچېږم.

په بله وینا، امام زوی ته ددې ځانګړنو پر وریادلو وریادوي، چې د یو ناصح په توګه مهمترینه ځانګړنه مې دا ده، چې یو انسان یم او د هستۍ د قوانینو په جال کې راګېر یم. باید دا ځانګړنه ستا په سترګو او ذهن کې ښه کېني او خبرې مې د یو ازمېیلي او د پېښو له بټیو د یوه راوتلې انسان خبرې وګڼه.

امیرالمؤمنین په لیک کې ړومبی د زمانې پر لاسبری منښته – اعتراف کړې، چې روزګار له پښو راغورځولی او د دنیا پېښو رام او بې شېمې کړی یم، ددې خبرې مانا دا نه ده، چې د باطلو پر وړاندې په هېڅ اقدام لاس نه پورې کوم؛ یا د ظالمانو پر وړاندې چوپ خوله یم؛ بلکې مطلب دا دی، هغه احکام او قوانین چې نورې خاورینې تنې رانغاړي، ما هم رانغاړي.

زه فاني یم، نه باقي. راغلی یم، چې ولاړ شم، نه داچې پاتې شم. او دا چار زما د بشري جوړښت په پار دی. فاني والی مې په واک کې نه دی؛ بلکې د خدای راکړې تنې د زوالیدوونکي جوړښت غوښتنه ده.

لنډه داچې یو پلار په دغسې ځانګړنو، تشخیص او معترف دی او خپل زوی ته لیک کاږي.

علي(کرم الله وجهه) کټ مټ دا ځانګړنې خپل زوی ته هم په ګوته کوي:

غرض الاسقام و رهينه الايام و رميه المصائب و عبد الدنيا و تاجر الغرور و غريم المنايا و اسير الموت و حليف الهموم… = په دنيا کې ورته د رنځوريو مخه ده،د روزګار ګرو دى او کړاوونو په نښه کړى دى،پر دنيا بوخت دى، د چلي دنيا سوداګر، د پوپنا کېدونکيو پوروړى، د مرګ بنديوان، غمونه يې مل، د کړاوونو تر بريد لاندې دى….

زموږ د انسانانو ژوند له دغسې چارو سره غوټه شوی دی. موږ انسانان له غم، مرګ او کړاو سره مل یو او ترې خوشې کېدای نشو.

دا ګردې چارې ددې پایلې دي، چې موږ زماني موجودات یو؛ یعنې د کلمې په دقېقې مانا «زماني توب» زموږ د وجود په تل کې ایښوول شوی دی. زمان (وخت) مو له مخې نه تېرېږي؛ بلکې داچې موږ تېرېږو، وخت تېرېږي. په حقیقت کې موږ تېرېږو او ورستېږو.

په دباندېنی نړۍ کې، زمان له زماني موجوداتو مستقل څیز نه دی.

وخت (زمان) د نسیم په څېر نه دی چې پر موجوداتو ولګي او تېر شي، یا د رڼا په څېر نه دی چې پرې ولګي. بلکې زمان د مادي موجوداتو د جوړښت په تل کې دی؛ نوځکه په تېرېدو دی؛ نوځکه بې له دې څه چاره نشته چې موجودات سوکه سوکه وراسته شي او زوال ومومي.

موږ ټول باید منښته – اعتراف وکړو، چې په دې مانا روزګار ته تسلیم او زمانې له پښو راغورځولي یو او ددې سیال پر وړاندې مو ډال اچولی دی.

علي(کرم الله وجهه) د لیک په پیل کې، پوره پوره څرګندنې یې، د امامانو او ولیانو د تنو د رنځورۍ او نه زوالېدو په اړه موهومې او بې بنسټه تیوری او نظریات ابطال کړي دي.

له خدایه غواړو، چې په موږ ټولو کې د عاقبت وینۍ روح راپو کړي. موږ دې په خپلو بندګانو کې وشمېري، پر اسلامي امت دې د خپلې لورنې ورونه ورپرانیزي، او توفیق دې راکړی چې له نفس سره مبارزه او پر خلکو مینه او لورنه وکړو.[1]

ابن ابی الحدید د «مقرّ للزمان» په شرح کې کاږي، چې امام علي(کرم الله وجهه) (وخت) زمانه خپله سیاله ګڼلې، او بیا وايي چې ما ددې سیال پر وړاندې ډال اچولی او منښته – اعتراف کوم چې دا راباندې برلاس شوی او راڅلمولی یې یم.

واقع وینې انسانپوهنه

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (کرم الله وجهه) د لیک شرح

حضرت علي (کرم الله وجهه) کاږي:

من الوالد الفان المقر للزمان المدبر العمر المستسلم للدهر الذام للدنيا الساكن مساكن الموتى و الظاعن عنها غدا الى المولود المومل ما لا يدرك السالك سبيل من قد هلك غرض الاسقام و رهينه الايام و رميه المصائب و عبد الدنيا و تاجر الغرور و غريم المنايا و اسير الموت و حليف الهموم و قرين الاحزان و نصب الافات و صريع الشهوات و خليفه الاموات.

وویل شو چې تېرې ځانګړنې یوازې په امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه او زوی پورې یې تړاو نلري، موږ ټول انسانان د خپلو شهواتو په لومه کې راښکېل یو، د مرګ په منګولو کې راګېر او روزګار ذلیل کړي یو، ستونزو ته مو ډال وراچولی، د مړیو په کور کې ناست او ژر به ورسره یو ځای شو. انسانان که سترګې پرانزي؛ نو مومي چې دا ځانګړنې ګرد انسانان رانغاړي.

ښه ده چې ددې ځانګړنو تر تشریح او څرګندولو وړاندې، په لیک کې راغلي یو ټولیز ټکي ته اشاره وکړو، چې د انسان په اړه د قرآن له څرګندونو سره همغږی دی.

ځینو کسانو ته د لیک ړومبي تعابیر بد ویني ښکاره شوي دي

د لیک په پیلامه کې چې کوم ټکي او ځانګړنې راغلي، په ظاهره انسان نه ستایي؛ بلکې اپوټه د سپکاوی بوی ترې راخېژي. لږ تر لږه داسې نه ده، چې انسان یې په لوستو پېسمن – مغرور شي. دا غرور ماتې خبرې دي، او که څه غالباً مغفول دي؛ خو واقعیت لري. ډېر لږ وګړي په انسان کې ددې اوصافو واقعیت ته پاملرنه لري؛  خو که پام یې شي هډو نټه ترې نکوي. په بله وینا، ښایي دا خبرې په ډېری انسانانو ښه ونه لګې. هغوی چې د امیرالمؤمنین پر پاکلمنتوب (عصمت) او مشرتوب (امامت) ګروهن نه دي، ویلي یې دي، چې علي (کرم الله وجهه) په نهج البلاغه کې یو بدوینی انسان ښکاري. نوموړی د دنیا، ژوندون، دنیوي ژوند او….  په باب داسې څرګندونې لري، چې ترې استنباطېږي، ته وا دنیا، مادي معیشت او بشري ژوند سپېره او تیاره دی، ته وا په نهج البلاغه کې یو بد وینی انسان هستۍ ته ویني، ښکلاوې او رڼا ګانې ډېرې لږې ویني. ددې ادعا په باب قضاوت – ورمندون ته لازم دي، چې په سراسر نهج البلاغه کې کافي غور وشي او د انسان او دنیوي ژوند په هکله بسیا څېړنه وشي، او بیا معلومه شي چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) په کلام کې خوښویني او بدویني څومره برخه لري. البته په سرسري کتو د علي (کرم الله وجهه) له کلامه یو ډول بد ویني پوهېدل کېږي. ته وا علي (کرم الله وجهه) بشري ژوند ته ډېر کتلي او دا اړخ یې ښه څرګند او ستر کړی دی.

په نهج البلاغه کې نور تعبیرونه هم راغلي، چې بد ویني ښکاري.

علي (کرم الله وجهه) د نهج البلاغې په ځینو ځایونو کې داسې خبرې لري، چې د بدوینو وګړیو له مزاج سره پوره اړخ لګوي او نظر یې تاییدوي، لکه:

« مؤمن په دنیا کې د رخې او غوسې به سترګو ویني، که ورته ووایې چې پلانی شتمن شو، داسې یې اوري، چې ته وا ورته یې ویلي پلانی تشلاسی شو، که ورته ووایي، پلاني یو څه تر لاسه کړل او خوشحال شو، ته وا ورته ویل شوي چې پلاني یو څه له لاسه ورکړل او خپه شو.

((ان قيل اثرى قيل اكدى و ان فرح له بالبقاء حزن له بالفناء[1]))

دا اوصاف یې د انسان په اړه د لیک په پیلامه کې راوړي. شونې ده که یو څوک ووایي سمه ده، چې انسان د مړیو په کور کې ناست او سبا به له دې ځایه وکوچېږي او بلې نړۍ ته به ورشي، یا د داسې څیزونو هیلمن دی چې غالباً یې نه مومي، د رنځوریو تر بریدونو لاندې دی، د خپګانونو مل او شهواتو له پښو راغورځولی دی؛ خو انسان نورې ځانګړنې هم لري. ایا انسان په دې ځانګړنو یادولای نشو؟ ولې دا ځانګړنې تکې تورې، غټې او لویې شوې دي؟

عبدالعبدالرحمان بابا وايي:

هوښیار مه ګڼه هوښیار ددې دنیا

بې وقوف دی وقوف دار د دې دنیا

روښنايي په هغو زړونو ده حرامه

چې پرې کېني ګردوغبار د دې دنیا

پوچ ګويي ده چې یې اهل د دنیا کا

هر کلام و هر ګفتار ددې دنیا

د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کړي

هر چه کاندي کاروبار د دې دنیا

په ظاهره دا ډول بدویني تعابیر په قرآن کې هم داغلي دي

ځواب دادی چې په ظاهره تورو دې ډول ځانګړنو ته پاملرنه، له انسانه د قرآن له توصیف او یادونو سره همغږي لري. البته خدای، انسان عزتمن کړی او په ډاګه وایي:

((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا[2]= او په رښتيا، موږ د آدم ځوځات ته ډېر عزت وركړى او دوى مو په وچه او لمده كې (د مراد پر سپرليو) سپاره كړي دي او له ډول ډول پاكو څيزونو روزي مو وركړې ده او پر خپلو ډېرو مخلوقاتو مو غوره كړي دي)).

خو په قرآن کې هغه اوصاف، چې په ظاهره د انسان ذم او غندنه ده، تر هغو اوصافو ډېر دي، چې یې ستایې. د الله پاک له نظره چې د انسان خالق دی، انسان یو کمزوری موجود دی.

((وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا [3]))

((إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا= په رښتيا، انسان حريص او بى حوصلې پيدا شوى دى[4])).

((إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا[5]= چې كړاو ورورسي؛ نو ژړا انګولا كوي.))

((وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا[6]= او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)))

انسان یو ځانوینی، ځان غواړی او لانجمن موجود دی.

((وَكَانَ الْإِنسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا[7]= خو انسان ترهر څه زيات جګړه مار دى.))

خدای د فجر سورت په پیلامه کې په فجر و لیال عشر قسم خوري، او ورپسې د ثمود او فرعون د سرغاړۍ داستان څرګندوي او روسته وايي:

((فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ[8]= خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي (مغرورېږي) ؛ نو وايي: پالونكي مې عزتمن كړم (؛ ځکه ځاى يې راکې شته)!))

((وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ[9]= او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم!))

بیا خدای وایي: « کلا…» دا شمېرانې – محاسبې باطلې دي. دغسې نه ده که څوک په نړۍ کې بینوا، تشلاسی او د لږې روزۍ وي، د خدای به ورته پام نه وي، یا که له نعمتونو برخمن او بریالی وي، د خدای تر پاملرنې لاندې به وي. دا ځان غواړې پایلې د هغه انسان دي، چې غواړي ان خدای هم د خپلو ځانمنیو د مړولو لامل کړي او د ډېر لږ نعمت په لاس ته راوړو، له طبیعت ورهاخوا هم له ځان سره د لورنې په څېر وښيي.

بیا هم په قرآن کې دغسې نورې ځانګړنې پیدا کولای شو.

 

یو ډول واقع وینې انسانپوهنه

هو، خدای انسان ته فجور او تقوا ورالهام کړي؛ یعنې هم یې نېکي او هم یې بدي ورزده کړي دي. خدای تقوا د انسان د کرامت شرط کړې ده او له دې اړخ د ښځې او نر ترمنځ په توپیر قایل شوی نه دی:

((إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ[10]))

خدای انسانان عزتمن کړي او پاکه روزي یې ورکړې او پر ډېری مخلوقاتو یې غوراوی ورکړی دی؛ خو له دې سره سره دا هم سمه ده، چې انسان کمزوری دی، ظلوم او جهول دی، حریص، طماع، بې زغمه، ځان غواړی او… دی. دا ځانګړنې هغه خدای یادوي، چې زموږ د انسانانو خالق او معمار دی.

په دیني متونو کې د انسان په اړه دغسې عبرناک ټکي، په واقع کې یو ډول واقع وینی انسانپوهنه ده، چې موږ باید له ځانه خپل لید او هم له بشري جمعي ژونده خپلې تمې سمې او تصحیح کړو. خدای چې انسان پیدا کاوه، پرښتو ته یې وویل، چې پر ځمکه خلیفه ټاکم. پرښتو نیوکه وکړه، چې ولې دا خونړی او مفسد موجود پنځوې؟

((أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء[11]))

خدای د پرښتو خبره نفې نکړه؛ یعنې ویې نه ویل چې دا مفسد او خونړی موجود نه دی او په اړه یې ستاسې نظر اشتباه دی؛ بلکې سکوت یې وکړ او په واقع کې دا مدعا یې ومنله؛ خو ویې ویل:

((إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ[12]=پر څه چې پوهېږم، تاسې پرې نه پوهېږئ))

دا راښيي چې دنیا له دې ډول مفسدو خونړیو موجوداتو ډکه شوې ده،یعنې موږ طبیعت میشتي انسانان دغسې ذاتي، آریز، اصلي او ړومبني ځانګړنې او خصلتونه لرو، نباید خوشې وانګېرو چې دا د انسانانو ثانوي (دویمنی) او عارضي (راولاړې شوې) ځانګړنې دي. اپوټه دا لومړنۍ او واقعي ځانګړنې دي. داسې نه ده چې انسانان په آر کې کمزوري، هلوغ، جزوع، ممنوع او…. نه وو؛ خو نړۍ ته په راتلو، یا د جمعي ژوند په منګولو کې په ورګېرېدو یې دا ځانګړنې پیدا کړي دي.

 

دا مذموم اوصاف د انساني فطرت برخې شمېرلېږي

د قرآني آیتونو له ظواهرو راولاړېږي، چې دا ځانګړنې لومړنۍ او اريزې دي؛ نوځکه که موږ بشر ته په یوه  فطرت قایل یو او فطري ځانګړنې ورته شمېرو، باید دا د انسان له فطري ځانګړنو وپېژنو. دا ډېره مهمه واقع ویني ده. ځینې په قرآن کې د میکروب، جاذبې او… په څېر د علمي مقولاتو په لټه کې دي؛ خو تردې ډېر مهم د دغسې فطري ځانګړنو او له اړخونو یې د یوه اړخ پېژندنه ده! له دین څخه مو تمه همدغه انسانپوهنه ده. دا انسانپوهنه د هغه پېر او اوسني پېر په مخالفو اندنو کې استثنايي ځلا لري.

انسانانو ان که دا مقولات د وحې له خولې نه پېژندل؛ نو هرومرو انساني تاریخ ته پاملرنې دوی دې خوا ته راکاږل او دا مهمه باخبري او منل یې ورپر برخه کول. خو انسانان د ځانمنۍ او ځانوینۍ په دلیل، واقعیات هم کاږه واږه ویني. د امیرالمؤمنین په وینا موږ انسانان د « غرور سوداګر» یو: غرور پېرو او غرور پلورو؛ یعنې چمتو یو هغه توکي وپېرو چې موږ غولوي او چمتو یو چې پر نورو داسې توکي وپلورو، چې دوی هم وغولوي. په واقع کې په نړۍ کې د ګردو انسانانو یوه بوختیا، د غرور او ټګۍ سوداګري ده. د دې چار یوه څرګنده بېلګه د هستۍ د واقعیاتو سرچپه لیدنه ده؛ ځکه موږ انسانان خپلو اندنو او په تېره خپلو ځانمنیو ته، په پریمانه درناوي قایل یو.

 

تاریخ واقع ویني انسانپوهنه رازده کوي

که د بشریت اوچت تاریخ ته کتنه وکړو، مومو چې دا تاریخ د حق پر وړاندې له سرغاړۍ، مخالفت، بېلاریو، تباهۍ او د ښکلاوو او پاکیو له لتاړولو ډک و.

نه وایو چې د بشر په تاریخ کې نېکۍ شتون نه درلود؛ خو ټول دا نه وي، تل داسې خواوې هم وې، چې نېکان، عارفان، ادیبان او پاکان ترې ژړېدلي دي. دوی پوښتلي چې ولې انسانان له حق سره په ځېل، له واقعیت سره په مخالفت، کینې او د ناپاکۍ په سمندر کې غوپې وهي؟

دا یو ډېر مهم ټکی دی؛ خو ډېر لږ کسان یې مني، چې دا کاږه واږه تلل د انسان واقعي اړخونه دي، چې نه پاکېدوني دي. که غواړو انسان وپېژنو؛ نو باید دا اړخ یې په تعریف کې له یاده ونباسو.

خدای د انسانانو په هکله وايي:

((وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ[13]=  (هو) او په رښتيا د ابليس خپل ګومان پرې رښتيا شو او بې له  لږ شمېر مؤمنانو (نور ټول) ورپسې ولاړل.))

 

د انسان بدي تل د چاپېریال او ټولنې زوکړه نه ده

موږ تل د انسان بدي د چاپېریال او ټولنې زوکړه بولو، او انګېرو چې کله پاک او حقپال وګړی ټولنیز چاپېریال ته ورننوځي؛ نو د چاپېریال له اغېزمېندو او القائاتو او د ژوند د الزاماتو په علت، ګټه پالی، ځانمنی او حق لتاړونکی شي. شونې ده د یوه وګړي د کړو وړو ټولګه یې چاپېریال ته ورمنسوب کړو او ووایو، چې نوموړی  خطا چارې په جبر یا د خپل طبیعت بر خلاف ترسره کوي، که څه خپله ذاتاً ددې چارو کولو ته لېوال او مایل نه دی؛ خو جمعي ژوند یې دې چارو ته اړ باسي؛ خو ټول بشیریت په دې دود معذورولای نشو یا د تاریخ بهیر یو بالعرض یا بالجبر چار وبولو.

 

د بشري تاریخ ټولې پېښې «طبیعي» دي او له تاریخه بهر قواوو تر غلبې لاندې نه دي

بشري تاریخ له ځانه د بهر قواوو تر غلبې لاندې نه دی، چې انسانان دې خوا یا هغې خوا ته کش کړي، یو وګړی د چاپیریال په منګولو کې راښکېل ګڼلای شو؛ خو باید ټول بشري وګړي آزاد وپېژنو؛ یعنې ویلای نشو، چې له تاریخه دباندې یو قوت بشري تاریخ دې خوا او هغې خوا ځغلولی دی.

څه چې په بشري تاریخ کې پېښ شوي طبیعي دي نه مصنوعي او تپلي؛ ځکه له بشري تاریخ دباندې، څوک او قوت نشته چې پر انسانانو کوم حرکت وتپي. تپل تل په هغه ځای کې مصداق مومي، چې دننه او دباندې یا د خپل او پردي خبره وي. په دې حال کې ویلای شو، چې پلانی موجود پر خپله لار تلای نشو؛ ځکه پردي یې مخه نیولې وه، یا یې له خپلې لارې اړولی و. خو که په یوه ټولګه کې بې له «خود – خپلو» بل څوک نه وي؛ نو دا ټولګه چې هر لار ووهي؛ نو «خودۍ» لار ده  او«طبیعي» بې له دې بله مانا نلري. یعنې موجود د طبیعت په غوښتنه، نه له طبیعته دباندې قوت په تپلو یوه لار وټاکي. نوځکه کله چې ویل کېږي ګرد تاریخ په طبیعي توګه او په طبیعي بهیر کې بهېدلی؛ یعنې داچې دا لار د بشري وجود تقاضا او غوښتنه وه. انسانان داچې پردې خاصه طریقه دي، په تاریخ کې یې دا لار خپله کړې ده.

داسې نه ده چې انسانان د بل موجود د غوښتنې او جبر له مخې او د خپلې طبع او خوښې پرخلاف دې لارې ته راښکودل  شي. په ټول کې انسانانو د تاریخ ډګر ډک کړی، نه نورو. او په ټول کې دې ډګر، د انسانانو طبعې ځلولې دي.

په بل تعبیر خدای چې په بل هر وخت کې زموږ له جنسه انسانان وپنځوي او دا انسانان ټولنیز ژوند خپل کړي؛ نو پر هماغه لار به ولاړ شي، چې انسانان تر اوسه ورباندې تللی دي؛ خو داچې خدای بې له انسانه نور موجودات پیدا کړي؛ ځکه که موږ انسانان وپوښتي، چې ولې مو په تاریخ کې تردې وخته دغسې لار وهلې ده، یوازېنی ځواب یې دادی چې موږ انسانان یو او خدای په دې ځانګړي جوړښت پنځولي یو او له همدې لامله مو دا لار او مسیر ټاکلی دی.

خدای هم – لکه چې څنګه حکیمانو ویلي – په هستۍ کې خوشې تصرف نه کوي؛ یعنې کله هم د انسانانو پر وړاندې کوي، یعنې خدای د انسانانو د ارادې (په عرض کې یا) تر څنګ یې بله اراده نه پیداکوي، چې له لارې یې په هستۍ کې تصرف وکړي.

 

په تاریخ کې د خدای تصرف د انسانانو پیدا کونه ده

د انسانانو پنځون په تاریخ کې د خدای عین تصرف دی. په طبیعت کې د خدای تصرف، له مخلوقاتو یې دباندې نه دی. یعنې په انسانانو کې یې چې کوم اوصاف او خصلتونه پیدا کړي، عین تدبیر او تقدیر یې دی.

خدای په طبیعت کې، ددې تدبیر پورته، بل تدبیر نه کوي. مانا نلري چې خدای په انسان کې کومه طبع او څوبتیا وپنځوي او بیا له بهره او خوشې په هستۍ کې تصرف وکړي او له خپلې طبعې مو واړوي.

حکیمان ددې موضوع نفې ته دلایل لري. د دې چار غوښتنه ده چې د خدای تعالی حکمت نالیدلی وګنل شي او پنځون خوشې او چټي وي؛ ځکه د حکیمانو د اصطلاح له مخې طبایع باید خپلو موخو ته ورسي:

اذ مقتضى الحكمه والعنايه         ايصال كل ممكن لغايه‏

د موجوداتو موخې له دوی دباندې نه دي. د حکماوو په تعبیر موجودات داسې پنځول شوي چې خود په خوده او خپلې طبعې یې خپلو موخو ته ورپاموي، د امیر المؤمنین علي (کرم الله وجهه) په وینا:

فان الله خلق الخلق حين خلقهم غنيا عن طاعتهم و آمنا من معصيتهم[14]

«خدای خلک وپنځول، حال داچې له اطاعته یې مړه خوا و، او له خطا، سرغاړی، ښورښ او ګناه یې خوندي دی»

د خدای « زیان نه لیدو» مانا داده، چې که ټول خلک سرغاړي وکړي، خدای به پوره خپلې موخې ته ورسي او د موخې په عملی کېدو کې به یې لږه ټکه هم ونشي. د دې چار علت دادی، که د فرض له مخې ټول خلک له حق سره ناباندي – مخالفت وکړي، دا راښيي چې مخالفت یې د دوی د طبیعت یوه برخه ده او بې د دوی له جوړښته له بل ځایه نه راولاړیږي؛ نوځکه (خپلې) طبعې یې دې موخې ته ورپام کړی او خدای دوی داسې پیدا کړي چې په عمل کې دغسې اقدام وکړي؛ نوځکه په هستۍ کې هېڅ څیز د خدای د غوښتي بهیر پرخلاف نه واقع کېږي او هېڅ څیز په هستۍ کې د خدای له موخو کومه موخه تمبولای نشي او د عملي کېدو یې مخه ونیسي.

هغه دلایل چې انسان د واقع وینې انسانپوهنې له منلو منع کوي:

(۱) ځانخوښي (۲) پر پاک الهي فطرت ګروهه (۳) له بدیو سره په مبارزه کې د انسان مکلفیت.

د ډېرو دلایلو له مخې پر خلکو د دې حقیقت منل درون تمامېږي، یو دلیل یې دا دی چې دا چار کله د انسان له ځانخوښیو سره اړخ نه لګوي. بل دلیل دادی، چې ددې مانا یو ځایوالی ناشونی دی چې، په ظاهره د انسان ښه ګڼل، پر الهي فطرت ګروهه درلودل یې او د الهي استازیو تبلیغ او موعظه؛ یعنې انسان په اسانی له یو اړخ ګروهنېدای نشي، چې په ټول کې په تاریخ کې د انسان مسیر طبیعي و او بلخوا ویني چې په عین حال کې باید له بدیو سره مبارزه وکړي. په بله وینا له یوه لوري ومني، چې په ټول کې د بشر په تاریخ کې دا دومره نادودې او بدۍ د بشري ژوند لازمې وې او که خدای یو ځل بیا انسانان وپنځوي؛ نو دویم ځل به هم پر همدې مسیر ولاړ شي او بلخوا ګروهن وي، چې باید له دې بدیو سره مبارزه وکړي او له منځه یې یوسي، د دې دوو ګروهو راټولول او یو ځای کول دومره اسان په نظر نه رارسي. خو حق دادی چې له بدیو سره د مبارزې څوبتیا او له ځان سمولو سره لېوالتیا د انساني تاریخ د ثابتو عناصرو یوه برخه ده او بشري تاریخ ددې عنصر په شتون دغسې شوی دی او که دا مبارزې نه وای؛ نو خدای پوهېږي چې څه به کېدل!

تاریخ د انسان د طبیعت او فطرت غوره نندارتون دی

هو، د انسان تاریخ د طبیعت او فطرت یې ښه نندارتون دی. ځکه په دې نندارتون کې له بهره کوم غلیم لاسوهنه نه ده کړې. هېڅوک ادعا نشي کړای چې موږ انسانان بې له هغه وو، چې تر اوسه مو ځانونه ښوولي دي: یعنې که اجازه یې راکولی، چې ځان راوړاندې کړو؛ نو هله مو ښوول چې څه کاره یو! له قضا انسانانو په تاریخ کې دا اجازه اخستې او په پېړیو پېړیو کې ځان وړاندې کولو ته کافي مجال درلودلی دی؛ چا هم له تاریخه دباندې کوم ممانعت یا تپنه نه ده کړې. ټول تاریخ، طبیعي ترین نیالګی دی، چې د زمانې په بهیر کې راټوکېدلی دی.

که دا ونه وچه ده یا لمده، که مېوه یې ترخه ده یا خوږه، یوازېنی دلیل یې د تخم جوړښت او هغه اوبه خاوره او هوا ده چې دا تخم پکې پالل شوی دی. بې له دې عواملو، بل هېڅ څیز نشته، چې دا نیکي یا بدي پرې لاسوند کړای شو. پېغمبرانو او شیاطینو هم یوازې غږ پورته کړی او پر چا یې جبر او زور راوړی نه دی، چې په لاسوند یې د تاریخ بهیر غیرطبیعي وګڼو. د شیطان زور یوازې پر هغو کسانو وررسي، چې دده ولایت مني:

((إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ[15]= زور يې يوازې پر هغوی رسي، چې شيطان يې پالندوى وي او هغوى چې له خداى سره شرك پيدا كوي (او د خداى د فرمان پر ځاى د شيطان فرمان ته غاړه ږدي.) ))

او پېغمبران یوازې منادیان او غږ کوونکي دي او پر هیچا تسلط نلري:

((لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ[16]=  ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې) ))

په بله وینا، که واقعاً بشري تاریخ له دې بدیو دا شته یوه تباهي او بدي نه درلوده او سراسر رڼا، پاکي، رښتیا او ښکلا وه، ایا موږ انسانانو دا په ځان پورې نه تړله؟ ایا نه مو ویل چې د انسانانو خوبي او ښه والي لامل شوی چې تاریخ مو له نېکېو ډک دی؟ دا چار زموږ انسانانو له فطري خصایلو هم دی چې هېڅ ډول بدي په ځان پورې نه تړو او تر وسې وسې هڅه کوو چې خپلو بدیو ته یوه پلمه او عذر جوړ کړو یا کوم موهوم موجود وتوږو او دا بدۍ وروتړو.

په عوض کې لېوال یو، چې نېکۍ – په دلیل یا بې دلیله – ځان ته رامنسوب کړو. اوس چې په ټول کې بشري تاریخ دغسې دی چې دی، باید دا په ځان پورې منسوب کړو او باید ځان د تاریخ په کتاب کې ولولو او ووینو- کټ مټ لکه څنګه چې په قیامت کې خدای د بشر وجود د ده پر وړاندې ږدي.

((وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا[17]= او موږ د هر انسان برخلیک په خپله غاړه كې يې ورځوړند كړی دی او د قيامت پر ورځ به يو كتاب ورته راوباسو، چې (تیار) پرانستى يې ويني (دا يې هماغه کړنليک دى) ))

((اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا[18]= (او ورته وايو:) كتاب دې ولوله! كافي ده نن خپله شمېرانه پخپله وكړې!))

یعنې دا ستا هماغه وجود دی چې د لیکنې په بڼه راوتلی او دا لیکنه دومره څرګنده ده چې مانا کول یې ژباړن ته اړتیا نلري او پخپله یې لوستی او ځان پېژندای شې. دا نړۍ هم د قیامت له مرتبو یوه مرتبه ده او که موږ انسانان وغواړو ځانونه ولولو، باید له بهره ځان ته ووینو.

انسان که وغواړي ځان د خپل ځان له مخې ولولي؛ نو د شته ډول ډول خنډونو او حجابونو له لامله دومره په دې چار کې توفیق او بریا نه مومي. انسانانو ته خپل ځانونه ډېر ګران دي او د دوی او ځانونو ترمنځ یې ډول ډول حجابونه او پردې شته، چې لیدل ډېر ستونزمنوي. نوځکه کله غوره ده چې انسان د ځان مشاهدې او پېژندو ته، دباندې ته وویني او خپله څېره د بل په هېنداره کې وګوري.

یوازې پاکان، بزرګان او له بنده ژغورل شوي ځانونه په خپله هېنداره کې لیدای شي. دا کار شونې؛ خو ډېر ستونزمن دی او یوازې د هغو کسانو له وسې پوره دی چې ډېرې ستونزاواری یې کړی وي؛ نوځکه عامو او منځنیو خلکو ته غوره لار داده چې ځان د بل په هېنداره کې وویني او کومه هېنداره د وحې تر هېندارې او د تاریخ تر هېندارې غوره ده؟

تېر تاریخ مو، زموږ تېر دی نه د نورو تېر. علي (کرم الله وجهه) وایي چې د تېرو عمر زموږ د عمر یوه برخه ده؛ یعنې موږ انسانانو یو اوږد تاریخي عمر تېر کړی دی. نباید ووایو چې تېر په نورو پورې تړاو درلود او زموږ دنیا په موږ پیلېږي او له ننه به عالم بله وضع ولري. سمه داده چې موږ نننی د تېرو یوه برخه یا یې دنباله یو. علي (کرم الله وجهه) حارث همداني ته په یوه لیک کې په ډاګه دې چار ته اشاره کړې ده:

((واعتبر بما مضى من الدنيا ما بقى منها، فان بعضها يشبه بعضا و آخرها لا حق باولها[19]))

« او ګاندې – راتلونکي ته له تېرو عبرت زده کړه، چې د دنیا ټوټې یو له بل سره ورته او روستی یې له لومړنیو سره نښتې دي».

نور هم زموږ برخه، عین موږ او زموږ د وجود یوه برخه ده. موږ ننني د تېرو په ترڅ کې اوسېږو. که دا واقعیت ومنو؛ نو وبه مومو، چې انسانپوهنې او ځان پېژندنې ته غوره دود او البته عبرت اخستل، د تاریخ ډګر ته کتل دي.

ان لكم فى القرون السالفه لعبره[20]

 

له تاریخه غوره عبرت اخستنه، له غفلت ځنې ځان پېژندنې ته ورتېریدنه ده

له تاریخه د عبرت زده کوونې غوره مانا له غفلته ځان پېژندنې ته ورتېرېدنه ده. «عبرت» د تېرېدو پر مانا دی. انسان چې کله له کوم څیزه عبرت اخلي له یوه ځایه بل ځای ته تېرېږي. مهمترین ځایونه چې انسانان ورباندې ولاړ دي، د «غرور کور» یا د «غفلت کور» دی. موږ انسانان باید عبرت واخلو او د غرور له کوره راووځوو او د هوښیارۍ او ویښتیا کور ته وردننه شو.

عبدالرحمان بابا وايي:

زه توبه په هغه تېر عمر وکاږم

چې صرف شوی دی بې یاره په غفلت کې

د ځوانۍ عمر دې تېر کړ په غفلت کې

په پېرۍ کې به څه زېرمه د محشر کړې

دا سریزه، دا ټکی څرګندوي چې کله انسان ته کمزوری، حریص، ظلوم، جهول او … ویل کيږي، نباید دا ځانګړنې او تعبیرونه د انسان اخلاقي سپکاوی وبولو؛ بلکې دا ځانګړنې، د انسان واقع وینی توصیف دی. که یوه موجود په رښتیا د دې ځانګړنو درلودونکی وي، باید دا چار وریاد کړو. هم خدای دا موجود په دې ځانګړي ډول پنځولی او پېژندلی او هم دې موجود ځان په تاریخ کې په همدې ډول ښوولی دی. نوځکه نباید په دروغو یې له دې ځانګړنو نټه وکړو او ورته ووایو چې ته یو مخې ښه، پاک او پرښته صفته یې، دا خوشې خبرې کټ مټ ځان پېژندنه او غرور دی. سپکاوی او تحقیر هله دی، چې موجود له هغه څه چې په واقع کې دی، لږ یې معرفي کړو او البته دا چار باطل دی؛ خو که یو موجود واقعاً کمزوری و، باید دا حقیقت وریاد کړو.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وایي:

((مسكين ابن آدم مكتوم الاجل، مكنون العلل محفوظ العمل، تولمه البقه و تقتله الشرقه و تنتنه العرقه[21]))

«دا انسان ډې پېچلی او مسکین موجود دی: مرګ یې نغښتی، رنځوري یې پټه، کړنې یې لیکل شوي، یو ماشی یې ازارولای شي، که یو ګړوپ اوبه یې ونښلي، وبه مري، او په لږه خوله بوینېږي».

دا تعابیر دروغ یا د انسان سپکاوی نه دی. انسان واقعاً یو کمزوری موجود دی.

که د انسان د بدن هورمونونه، یا د وینې الکترولیتونه، یا د هوا فشار او… لږ تغییر وکړي؛ نو ګرد ژوند یې له جدي خطر سره مخېږي او ډېر ځل یو مخې یې عقل، شعور او پوهه ګډوډېږي؛ نوځکه که دې موجود ته وویل شي چې کمزوری یې، یا شهوت له پښو راغورځولی یې یا ظلوم او جهول یې، دا یې عین توصیف دی نه یې سپکاوی.

البته پېغمبران راغلي او د شهوت، ځانمنۍ او… پر اورونو یې د تخفیف اوبه وراچولې. که نه وو راغلي او انسانانو ته یې دا لیدانې ورزده کړې نه وای، اوضاع به څنګه کېده؟!

پېغمبرانو خلکو ته جنت و دوزخ وښوول، د حق لار یې وروښووه، ورمندون – قضاوت او پرېکړه یې راوړه، او خلکو ته یې زړه پورې خبرې وکړې، له دې ګردو اوصافو سره سره د بشریت وضع داده، چې اوس یې وینو او ورباندې شاهدان یو.

مولوی د مثنوي په یوه قصه کې وایي، کله چې موسی(علیه السلام) له طور غره راکوز شو قوم یې خوسی پالی شوی و. یو یې وپوښت، دا څه دي چې له دې ټولو معجزو سره سره زما پېغمبري مو ونه منله؛ خو دا خوسی مو پر خدایي ومانه؟ دا څنګه مزاج دی، چې تردې برېده منحرف، بېلارې او بد پوهېدونی دی؟ یو خوسی په خدایي منئ؛ خو موسی په نبوت نه منئ؛ دا قصه د موسی(علیه السلام) په زمانې پورې نه منحصرېږي، د مولوي په وینا:

موسى و فرعون در هستى تست        بايد اين دو خصم را در خويش جست‏[22]

یعنې موسی او فرعون ستا په وجود کې دي، باید په ځان کې دا دواړه دښمنان ولټوې زموږ ټولو انسانانو په وجود کې موسی او فرعون شته. همدا نن هم موسی او فرعون او دا کوږ ووږ مزاج شته او هماغسې بدې ټاکنې لا ترسره کېږي؛ یعنې نن هم انسانان پېغمبر ویني؛ خو خوسی په خدایي نیسي:

گاو را باور كنند اندر خدايى مردمان        نوح را باور ندارند از پى پېغمبرى‏

دا قصه، د ګردو پېرونو قصه ده او په خلکو کې تل دا ډول ناوړه ټاکنې لیدل کېږي. لکه چې مخکې وویل شو، انسان د خودخواهۍ په پار او په دې دلیل چې د غرور سوداګر دی، دا مانا په سختۍ مني او مخونې ته یې وایي چې دا خبرې له انساني کرامت او شرافت سره اړخ نه لګوي؛ خو حقیقت دادی چې موږ انسانان واقعاً دغسې یو: بېچاره او مسکین موجودات یو او له روحي، اخلاقي او… اړخ په زړګونو کمزوریو کې راښکېل یو، نباید پر ځان غوړه مالي وپلورو او ځان تر هغه څه ډېر چې په واقع یو، ووینو.

ایا د بدیو «طبیعي» ګڼل، مبارزه ورسره نفې کوي؟

خو څنګه دا واقع ویني له دې مانا سره یو ځای کړو، چې موږ انسانان باید بدي ناوړه وبولو او مبارزه ورسره وکړو؟ که ووایو، څه چې و، طبیعي و؛ نو له دې بهیر سره مخالفت کول او د بدیو د لرې کولو لپاره هوډ نیونه څه دلیل لري؟ د مطلب حقیقت دادی چې دا واقع ویني او ددې ډول ځانګړنو منل نه یوازې له بدیو سره د مبارزې له ارمان او هیلې سره سازګاره ده، چې له بېخه دا چار کېدونی او زړه راښکونی کوي؛ یعنې انسان ته ډېر زغم ور پر برخه کوي.

واقع ویني انسانپوهنه له انسان زموږ تمې سموي

سمه انسانپوهنه به، له انسانه زموږ تمې سمې کړي، آریز مطلب همدا دی؛ نوځکه پېغمبران واقعاً پردې مطلب پوهېدل. دا ټکی له هغو خوالو دی چې که په سل ګونو ځل وویل شي، د منکرینو غوږونه پرې کاڼه دي. ټولو بزرګانو په څرګنده یا کنایه دا مانا ویلې؛ خو لږو باور پرې کړی دی. پردې راز پوهېدنه، انسان ته پرېمانه ترخې او خوږې پایلې لري. له یوې خوا نباید دا راز نامحرمانو ته وویل شي او خواږه د مچ مخې ته کېښوول شي او بلخوا پردې راز پوهېدل به انسان ته چار وراسان کړي.

انبیاوو انسان پېژانده؛ نوځکه له بدیو سره په مبارزه او د رسالت په تبلیغ کې ډېر بریمن وو

انبیا واقعاً په نړۍ کې مهمترین او اغېزمنترین کسان وو، چې د بدیو پر وړاندې او په ټولنیز ډول د شیطان پر وړاندې راپاڅېدل. د بلنې اوچت او عمده اړخ یې همدا چار و. انسانان یې مخاطبول او بې غوسې یې خبرې ورسره کولې او حقیقتاً په نړۍ کې خورا بریالي عاملان او عمل کوونکي وو. خو که له بل لوري دې ښکارندې ته وکتل شي، انبیا بریالي نه ول؛ نوځکه که داسې وانګېرو چې پیغمبرانو غوښتل ذاتي توپیرناکه انسان رادبره او داسې کار وکړي چې ټول خلک یې د پېغام ایل او لاروي وي، څوک ګناه، کفر او کینه ونکړي او…، نو له دې اړخ به یې ډېر ناکام ومومو؛ خو حق دادی چې دغسې نه وو او پېغمبرانو که څه کفر نه خوښاوه؛ خو د کفر د جرړې را ایستو هوس یې هم نه درلود. قرآن هغو کسانو ته جاهل ویلی چې دغسې هوس یې درلود او پر پېغمبر ټینګار کوي چې ته ټول هدایتولای نشې.

((وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاء فَتَأْتِيَهُم بِآيَةٍ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ[23]= او كه (له قرآنه) مخ اړول يې درباندې سخت وي؛ نو كه له وسې دې پوره وي؛ په ځمكه كې یو سورنګ ولټوه يا اسمان ته کومه پوړۍ كېږده (چې د ځمكې ژورې او د اسمان لوړې ولټوې، همداسې وكړه) چې آيت (او بله نښه) ورته راوړې! (خو پوه شه، چې دا ځېليان ايمان نه راوړي)؛ خو كه خداى وغواړي؛ نو هغوى به (په زوره) پر سمه لار راغونډ كړي. (خو اجباري لارښوونه څه ګټه لري؟)؛ نو هېڅكله له ناپوهانو ځنې مه اوسه!))

خو که د انبیاوو بلنې او ښوونځي ته یې په بل ډول ووینو او ګروهن اوسو چې دوی په نړۍ کې خپل غږ اوچت او خپله بلنه یې خپره کړه او په دې کار کې یې د انسان د وجود واقعیت او هستي هم په پام کې نېولې وه؛ نو مساله به پوره توپیر ومومي. انبیاوو په یوه تشه نړۍ کې خبرې نه کولې او پر یوه تش سړک یې نه ځغاستل. پردې سړک له بېلابېلو لوریو ډول ډول وسیلې چلېدې او دوی خپل حرکت ددې ټولو عواملو او وسایطو په پامنیوي تنظیمول او ښه پوهېدل چې د لارې په ترڅ کې موړونه، ټکرونه او خنډونه دي او… پېغمبران پردې چارو په پوهېدو مبارزه کوله.

کله چې یو انسان دا وقعیات وپېژني؛ نو له بېخه یې تمه د هغه چا تر بلنې توپیر لري، چې ګروهن دی، له آره سړک او موټر، چلوونکی، مقاومت او تمونه نشته، او هر څه ایل او مسخر دي.  پېغمبران د انسان د وجود له واقعیت او د نړۍ له جوړښته باخبر وو او پوهېدل چې رسالت یې، له انسانه د انسانیت غورځول نه وو، که موږ انسانان ددې چارو واقعیت درک کړو، وبه مومو چې له قضا پېغمبران په خپلو چارو کې ډېر بریالي وو.

 

له بدیو سره مبارزه د انسان د شتون او د الهي تقدیر د نفې پر مانا نه ده

څوک چې خپل رسالت دا وبولي، چې د نورو چلوونه تم او ودروي او یوازې په خپله د میدان یک تاز او سیال وي، او بل هغه چې نور هم پر رسمیت پېژني او ګروهن وي چې دې ټولي او جمع ته نه دی راغلی چې میدان تش او ځان یک تاز کړي؛ نو د داسې دوو بېلابېلو کسانو کړه وړه، د مسوولیت او رسالت د بریا او نه بریا په اړه یې قضاوت یو له بل سره توپیر لري. انبیاوو په دویمني دود چلېدل.

 

له بدیو سره مبارزه هم یو «طبیعي» چار دی

په دې مانا وایو، چې د انبیاوو بلنه او له بدیو سره مبارزه هم کټ مټ په دنیا کې د انسانانو د نورو چارو په څېر، طبیعي ده او د طبیعت پرخلاف څه پکې نه لیدل کېږي؛ یعنې انسانان په تاریخ کې هم پر کږه وږه لار تللي او هم پر سمه. هم یې د حق بلنې ته غوږونه ایښي او هم یې د باطلو بلنې ته. هم د باطلو پر لور تلل، هم په همدې ترڅ کې ګروهن وو، که شوني وي، نباید د باطلو خوا ته ورشوو؛ نوځکه له بدیو سره مبارزه او انسانان خیر ته بلل، د بشري تاریخ د بهیر هومره، طبیعي دي.

‏‏ د بشر په اصلاح او سمونه کې د انبیاوو د بریا د کچې ارزونه، له انسانه زموږ په انګېرنې پورې اړه لري.

خو هله ددې طبیعي چار ترسره کول اسانېږي، چې انسان د تاریخ او د انسان واقعیت ښه وپېژني؛ ځکه هغه چې ښه پوهېږي پر کومې لوري ځي او پر ځمکه څه کري؛ نو پوهېږي چې له خپلو مخاطبینو څه تمې ولري، او ښه پوهېږي چې راتلونکې څنګه وانګېري او څه د بهیر خلاف او څه یې موافق وویني. پېغمبران او سمونپال د همدې ډول لیدانو له مخې د زړه له کومي ډاډمن وو، نه ښویېدل او ګرېوانونه یې نه څېرول دوی د انسانانو پرښته کولو ته نه وو راغلي؛ نوځکه لیدل یې چې انسانان پرښته شوي نه دي، چغې او سوری یې نه وهلې. پېغمبران پرښتو ته راغلي نه ول او انسانان یې نیمګړې پرښتې نه لیدې، چې مدعي شي دا نیمګړي موجودات پر پوره پرښتو واړوو. انسان، هماغه انسان دی او هوډ هم نه دی چې پر پرښتې واوړي. پرښته هم نه وه، چې مرتبه یې راټیټه شوې او پر انسان اوړېدلی وي. موږ انسانان، د حافظ شیرازي په وینا، جنتي انسانان یو، چې اوس په نړۍ کې د طبیعت په منګولو کې یو:

من آدم بهشتى‏ام اما در اين سفر        حالى اسير عشق جوانان مهوشم[1]

د حافظ شیرازي دا خبره یو سوچه عرفاني خبره ده او د هغه راز تضمینوونکې ده، چې همدا اوس ورباندې ګړېږو.  دا ټولمنلی حقیقت دی، چې موږ جنتي انسانانو یو؛ یعنې له  پاسنۍ نړۍ راغلي یو: « پرښته وم او غوره فردوس مې ځای و». خو دا هم حقیقت دی چې اوس په دې دنیا کې یو. دنیاوالی مو، زموږ د بشریت د منځپانګې او غوښتنې لازمه ده. دوو ګناهونو دنیا ته راوستي یو، یوه یې آدم ته د شیطان سجده نه کول او بله یې له ممنوع ونې د آدم خوراک او

جايى كه برق عصيان بر آدم صفى زد        ما را چگونه زيبد عوى بى گناهى؟

څوک چې ووايي، تاسې انسانان په دنیا کې اوسئ؛ خو داسې ژوند وکړئ، چې ته وا پکې نه اوسئ؛ نو تېروتی دی. دغسې انسان غواړي، چې په دنیا کې قیامت جوړ کړي او په دنیا کې قیامت جوړوای نشو. موږ باید په دنیا کې ژوند وکړو قیامت به په دې دنیا پسې راشي او البته خپل حکم او پرېکړه به هم ولري.

عبدالرحمان بابا وايي:

ملایک د عشق له غمه خبر نه دي

خو هم ما لره دا سخت سفر پیدا شه

د تاریخ مطالعه د خودخواهیو درملنه ده

لنډه داچې موږ یوې ټینګې ځانپوهنې ته اړین یو، او د تاریخ کتاب یو خورا ښه کتاب دی، چې ځانونه راپېژندای شي. ددې کتاب مطالعه ډېر لږ موږ له خپلو ځانمینو رادباندې کولای او بدترینو اخلاقي رذایلو ته مو شفا کېدای شي. خودخواهي د ګردو رذایلو مورینه ده او تېر امتونه یې له لاسه ځپل شوي دي:

((فاعتبروا بما اصاب الامم المستكبرين قبلكم[24]))

مولوی بلخي ویل، عشق د انسانانو طبیب او د رنځوریو رغوونکی دی؛ ځکه عشق، د خودخواهۍ رغوونکی او د ایثار او سرښندنې ښووند دی، چې کله ایثار راورسي، د ځانمنی جامې به څېرې کړي او چې دا جامې څیرې شي، په واقع کې د فساد او رذیلت جرړې به راوایستل شي.

شاد باش اى عشق خوش سوداى ما        اى طبيب جمله علتهاى ما

اى دواى نخوت و ناموس ما        اى تو افلاطون و جالينوس ما[25]

« نخوت او ناموس» د خود خواهۍ پر مانا او د انسان د تعلقاتو او تړاوونو ټولګه ده. د انسان وجود ته تاریخي کتنه، په حقیقت کې ځان ماتې او ناموس ماتې ده.

یعنې «ام الرذایل» له منځه وړي. همدا خودخواهي ده، چې لاملېږي انسان نړۍ اپوټه وویني او د «غرور سوداګر» شي؛ نوځکه نباید ګومان وکړو، چې کله انسان ظلوم او جهول یادوي، هڅه کوي، چې بدي او ګناه ورته جوته کړي. په واقع کې دا کار لاملېږي چې د انسان بدترینه بدي یعنې د خودخواهۍ رذیلت یې شفا ومومي. انسان د ځان په پېژندنه، د ځان په اړه چې د ناوړې پوهېدنې کوم پوټکی لري، څیرولی او ازادېدای شي. چې کله دا پېژندنه ترلاسه شوه؛ نو انسان ښه چلېدای شي.

 

د تاریخ په مطالعې، نړۍ خورا طبیعي کېږي

تاریخي کتنه، یو بل حس هم لري. دا لید لاملېږي چې انسانان نړی خورا طبیعي وویني.

ځان پردیوالی – الیناسیون، ځان ناپېژندنه ده.

د الیناسیون او له ځانه د پردیتوب یو مصداق دادی، چې انسان چارو ته د اپوټه لیدو په علت، خارجي موجوداتو ته غیری واقعي رنګ ورکړي. د انسان په سترګه یو کوږ باڼه، اسمان ورته اپوټه برېښوي اوس که د انسان تول وجود کوږ ووږ وي؛ نو په طریق اولی به ګرد څیزونه کاږه واږه وویني، دا هم یو ډول له ځانه پردیتوب او له واقعیته پردیتوب دی. دا رنځوري به هله درملېږي، چې انسان رښتونې ځانپوهنه ترلاسه کړي. دا ځانپوهنه ددې رنځورۍ پر درملنې سربېره، انسان له بدیو سره په مبارزه کې لا هڅاند او زغمناکوي؛ ځکه انسان په دې لید ښه پوهېږي چې پر کوم سړک ځغلي، ښه  پوهېږي چې تخم پر کومه ځمکه کري او هم پوهېږي کوم کار چې کوي باید څه غبرګون ته یې سترګې پر لار وي. انسان که څارو وي، چې د لږ کار پر وړاندې، ډېره زیاته بدله ترلاسه کړي؛ نو ځان یې کړمن او ستړی کړی دی؛ خو که واقع وینی وپوهېږي چې کار یې تر کومې کچې رسېدای شي او دا مقدار لږو ډېر هم وسنجوي؛ نو د کار پایله خوشحالي ورپر برخه کوي.

کله انسان ډېر کار کوي؛ خو داچې سم نه پوهېږي چې څه کوي؛ نو کار یې ضایع او بې پایلې کېږي، ددې چار اپوټه هم صادق دی. کله انسان لږ کار کوي؛ خو ستره پایله ترلاسه کوي؛ ځکه پوهېږي دا تخم چېرې وشیندي.

ابن مسعود(رض) ته د پېغمبراکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) په وصیتونو کې راغلي:

اذا عملت عملا فاعمل بعلم و عقل و اياك ان تعمل عملا بغير تدبير و علم[26]

«چې کار کوې، د پوهې او عقل له مخې یې وکړه او هسې نه چې بې تدبیره او بې پوهې یې پیل کړې».

دا، هماغه تدبیر دی چې د علي(کرم الله وجهه) په څېر مشرانو درلود. ددې په څېر کسانو، د نړۍ پر راز او خواله پوهېدل او ددې راز په پوهېدو یې خپلې چارې کولې او ستړیا یې نه ننګېرله.

کومو کسانو چې د پېغمبراکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) او علي (کرم الله وجهه) په څېر څه ګیله کوله، له بدیو یې ګیله کوله؛ خو د هستۍ له غونډاله ګیلمن نه وو؛ بلکې سینه یې ددې رازونو له پوهېدو تنګېده، دا یو بل شریف ټکی دی چې باید په خپل ځای کې تر غور لاندې ونیول شي.

له خدایه غواړو چې د خپلې لورنې ورونه راپرانزي، له لاسونو مو ونیسي چې خپل قرب ته مو ورنژدې کړي، له خپل نفس سره د مبارزې او پر خلکو د لورنې توفیق را کړي.

څومره دې زور راکړ څومره دی ځواني راکړه

خدایه دا څه لیونتوب کې دې خاني راکړه

اوس به وزرې الوتو له خامخا غواړم

پیدا په ځمکه شوم جذبه دې اسماني راکړه[27]

انسان پېژندنه

په قرآن کریم او د دین د مشرانو په خبرو کې د انسان هم ستاینه شوې او هم مذمومې ځانګړنې ورمنسوب شوې دي. دا ځانګړنې داسې یادې شوې، چې ته وا تل له ګردو انسانانو سره مل او لرې کېدوني ترې نه دي.

د انسانانو طبع او ذهن ستاینخوښی دی او دا ځانګړنې یې مړوای نشي او هڅه کوي چې مذموم څیزونه معدوم او نشت وبولي؛ یعنې انسانان انګېري څه چې نباید وي، ته وا نه دې وي، یا ډېر لږ او نالېدوني دي. حال دا د دیني مشرانو په خبرو کې د انسان د وجود پردې اړخونو ټینګار شوی چې ددغسې انګېرنو مجال نه ورکوي؛ یعنې دیني مشران مذمومې چارې شته ښيي او نه یوازې یې نالیدلې نه بولي، ان هڅه کوي چې حقیقي ځای یې هم ورکړي او انسانانو ته ددې چارو شتون وریاد کړي.

که انسانان دا مانا د شریعت له لارې هم ونه مومي؛ نو د بشر ټولنیز ژوند ته په مراجعې یې موندای او منلی شي. د بشر تېر تاریخ، زموږ تاریخ دی، نه د نورو تاریخ، چې بې له موږه و او جوړښت یې له موږه توپیر درلود.په رښتینه کې زموږ د وجود یوه برخه په تېر وخت کې ایښوول شوې او یوه برخه یې نن بالفعل موجوده ده او بله برخه به یې په ګانده – راتلونکي کې پلې شي؛ یعنې ته وا د تاریخ په اوږدو کې یو موجود دی، چې عمر کوي او ادلون بدلون مومي.

په بله وینا، د انسانانو تاریخ، د انسانیت تاریخ دی او که څه پر انسانانو اوږد وخت تېر شوی او ترمنځ یې پرېمانه اړپېچ او ‌ډولاډولي شته؛ خو برخلیک یې دومره ګډ او ورته دی، چې ته وا په واحد وجود موجود وو او واحد ژوند او تېر لري؛ نوځکه نباید د بشر له تېرو سترګې پټې کړو، یا یې طرد او وغندو.

خبره دا نده چې انسانان بدي ونه غندي یا په خپل اختیاري ژوند کې نېکیو ته ورمخ نکړي؛ بلکې ټکی دادی که په رښتیا د انسانانو حقیقي تېر ته نظر وکړو، وبه وینو، پردې غندنو، د پاکانو او سمونپالو پر شتون سربېره او هم سره له دې چې الهي استازیو، انسانان ښو چارو ته هڅولي؛ خو بیا هم انسانان کله هم له بدیو او ظلمه څنډې ته شوي نه دي. که دا نانټې – نه انکارېدونکې مانا ومنو؛ نو باید په خپله انسانپوهنه کې دې ډول ځانګړنو او کړو وړو ته یو ځانګړی ځای ورکړو؛ یعنې نباید انسانان د خپلې څوبتیا او محدودې ښاندې – شناخت له مخې ووینو.

 

عبدالرحمان بابا وايي:

په آدم کې د حېوان خویونه هم شته

بیا هاله یې آدم بوله چې آدم شي

چې خویونه د چارپایانو پکې نه وي

سړی هوښ په سړي هله مسلم شي

انسان هماغه دی چې د تاریخ په لوښي کې دی؛ بلکې د تاریخ په هنداره کې یې ووینو او څرنګوالی یې له دې ښوونځي زده کړو او خپل تعریف داسې تنظیم کړو، چې له دې واقعي او پلي شوي ژوند سره، اړخ ولګوي.

نشو ویلای خدای چې تر اوسه انسانان پنځولي، انسانان نه وو، یا موږ یې په انسانیت نه منو. نشو ویلای انسان هماغه دی چې زموږ د تاریخ په لوښي کې ځاییږي او د ځمکې پر مخ موجود انسانان، انسانان نه پېژنو او په انسانیت یې نه منو او سترګې پر لار یو، چې زموږ د تعریف له مخې د ځمکې پر مخ خورا واقعي انسانان رادبره شي. البته دا یوه ښه هیله ده؛ خو فرض دا که دغسې پرښته خصلته موجودات وپنځېږي؛ نو په هغه وخت کې به یې قصې او حالات څرګند کړو؛ خو اوس باید د هغو کسانو قصې وکړو چې تر اوسه دنیا ته راغلي او ترې تللي دي.

خدای او دیني مشرانو هم له همدې شته انسان سره خبرې کړي دي. او د تاریخ او شریعت په ګواهۍ دا انسان مخ پر ځوړ او ښکته دی؛ یعنې که یې خوشې کړي، ددې پرځای چې خود په خود مخ پر هسکېدو شي، ځوړتیا ته څوبمن دی؛ خو که یو څوک یا کومه بېلګه یا کوم قوت پیدا شي او په طبع یا قسر او زور یې پورته راګاږي.

کښته لوري ته څوبتیا هغه څه دي، چې په دنیا کې یې نادودې، کمۍ او ناسمۍ رادبره کړي دي؛ نوځکه نباید ووایو چې حریصوالی، هلوع والی، بې زغمي، مال دوستي، شهوتپالي، یا د علی(کرم الله وجهه) په وینا د غرور سوداګریتوب، داسې چارې ندي چې د انسان له هویته دباندې دي او بې له دې چې د انسانیت سره تړاو ومومي، ورباندې تپل شوې دي. او نباید ووایو چې دا چارې او اوصاف، په بشری تاریخ کې، چټي او بې وجهې راښکاره شوي او هرومرو به یوه ورځ خوشې په خوشې او بې پاره له منځه ولاړې شي؛ بلکې باید دغسې وپوهېږو چې خدای په نړۍ کې له خوږو او ترخو اوبو ګډ یو لښتی بهولی دی.

((فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا) =[28] نو د هغه بدي او پرهېزګاري یې ورالهام كړه (او په زړه کې ور واچوله). فجور او تقوا یو ځای د انسان طبیعت ته ورالهام شوي، نړۍ، د ګډولو نړۍ ده، نه د نږو او سوچه وو.))

عبدالرحمان بابا وايي:

باړه وتړه هاله کښت و زراعت کړه

تقوی داره شه هاله طمع د جنت کړه

عاقلان په وړاندې ځي ورستو ګوري

په دنیا کې سرانجام د آخرت کړه

سم د لاسه کار هر ګوره ډېر مشکل دي

څو لا نه يې غريب زيرمه د غربت كړه

چې نور خلق ملامت در باندي وايى

لا پخوا تر خلقو خپل ځان ملامت کړه

چې عقبىٰ ته د دنيا په اجر مومې

خو هم دا عمارت هلته عمارت کړه

څو به ګورې د قیامت و ورځو شپو ته

خوا هم دا جهان په ځان باندې قیامت کړه

چې نیکي بدي په تله کې تلل شي

خود پخپله تله واخله عدالت کړه

که لښکر د حرص هوا درباندې زور شي

سر دننه په قلعه د قناعت کړه

دا به نشي چې ستا سټ او د حق مخ وي

که حق غواړې ته هم مخ په حقیقت کړه

هغه زړه چې عرش الله دې ګوره کوم دي

څو دې توان شي د جمله زړونو چوپړ کړه

وړاندني هم واړه ستا په څېر سړي وو

ته هم پاڅه دهغو په څېر همت کړه

د دنیا چارې همه واړه فاني دي

باري پورته شه یو بل رنګه حکمت کړه

په طبیعت د عاشقانو دارو نشي

درومه بل خوا دارو د خپل زحمت کړه

څو دې حق موندلی نه دی ما جار ووزه

په دا مرسته دا جهان واړه لت پت کړه

ای رحمانه اول ته نصیحت واخله

دغه پسه بیا و بل ته نصیحت کړه

رگ رگست اين آب شيرين و آب شور        در خلايق مى‏رود تا نفخ صور[29]

په ټول کې بشري تاریخ یوه نږه بېلګه ده

په طبیعت او انساني نړیو کې بیخي نږه بېلګه موندای نشو. د پنځ پېژندنې په ډګر کې، هر ځای د ډول ډول عواملو او عناصرو له ټولګې سره مخ یو او باید هڅه وکړو چې له دې هېښنده ګډولو یوه نږه بېلګه راوکاږو.

په انساني نړۍ کې هم مساله همدغسې ده؛ ځکه له دباندې نه د انسانانو تاریخ نه هدایتېږي. شونې ده یو انساني وګړی په جبر محکوم وبولو( یعنې د جبر تر اغېز لاندې دی) او ډول ډول چاپېریالي عوامل پکې اغېزمن وپېژنو؛ هغه عوامل چې بې واکه یې یو لوري ته کاږي.

دا انګېرنه د یو ځانګړي وګړي په هکله سمه ده او ښایي په همدې پار وي چې کله هم نشو کړای له پوهنیز پلوه – د کلمې په دقیقې او پوره مانا – نږه وګړنۍ وګړ پوهنه (فردشناسي) یا اروا پوهنه ولرو؛ ځکه هډو داسې یو انسان مو‍ندای نشو؛ چې نږه او بې رنګه وي او یو مخې د چاپېریال او ټولنې له بنده ازاد وي. په انساني ټولنو کې هر وګړي د ځانه دباندې د ډول ډول چاپیریالیزو عواملو رنګ اخستی؛ خو ټول انسانان دغسې نه دي؛ ځکه ګرد انسانان، چاپیریال  نلري، چې له بهره ورباندې حکم وچلوي.

ګرد انسانان چې هر کار کوي، هماغه دی چې د ګردو د طبع غوښتنه ده، نه جبر او زور؛ بلکې هماغه دی چې کېدای شي، نه ترې کم او نه ترې ورزیات. په بله وینا که خدای بل ځای هم انسانان وپنځوي، دوی به لږ و ډېر همدا تاریخ ولري چې اوس یې لري؛ یعنې تاریخ به بیا ځلي شي. دا چار ښیي، څه چې په دې ټولګه کې رادبره کېږي، د انسانانو د طبع د فطرت پایلې او ټولنیز جوړښت یبره – محصول یې ده؛ نوځکه تاریخ د بشري اروا غوره ازمېښتون او نندارتون دی. دا خبره چې څومره مدللله وي؛ خو په پیل کې منل یې له مقاومت سره مخېږي او انسان په سر کې انګېري چې دا ګروهه له ځینو حقایقو او یقیناتو سره په ټکر ده، حال داچې داسې نه ده.

 

طبیعي والی؛ ښه والی او بد والی دواړه رانغاړي

شونې ده څوک وانګېري، چې که ددې ګروهې له مخې بدي هم د ښو په څېر طبیعي وي؛ نو له بدیو څخه د ډډه کونې بلنه، پرېښوول یا غندنه یې معتدله نه برېښي. په ځواب کې باید ووایو، چې البته د تاریخ او شریعت په ګواهۍ، بدۍ او نېکۍ دواړه طبیعي وي؛ خو دلته باید له یوې مغالطې ډډه وشي. داسې نه ده څه چې طبیعي دي؛ نو لزوماً به ښه وي او د امر، سپارښتنې او لاروی وړ دی. دا یوه ډاګیزه مغالطه ده چې د اخلاقو فیلسوفانو پرده ترې لرې کړې ده. هو، په عادي، دودېزو او عرفي خبرو اترو کې، معمولاً «طبیعي» د ښه پر مانا کارېږي؛ خو دا کار په منطقي دقیقې مانا، یو ډول مغالطه ده. ډېری چارې طبیعي دي؛ خو باید لرې کونې ته یې مبارزه وشي.

د بېلګې په توګه میکروب، رنځوري، زلزله یا مرګ دا ټول طبیعي دي؛ خو ددې چارو طبیعي والي، مقابله او مبارزه ورسره نه نفې کوي؛ بلکې هم رنځوري او هم ورسره مبارزه دواړه طبیعي دي؛ نوځکه د یو چار له طبیعي والي پایله اخستای نشو چې پر وړاندې یې څه وکړو او څه ونه کړو.

البته ددې پوهېدنه چې یو چار طبیعي دی یا نه، یو ډول ښانده – شناخت راکوي، او دا ښانده، ډېره مهمه ده. د بېلګې په توګه دا ټکی خورا مهم دی، چې ایا میکروب یا ویروس او په څېر یې په هستۍ کې، طبیعي موجودات دي که نه؛ یعنې ددې موجوداتو رامنځ ته کېدنه د طبیعت د ذات لازمه ده یا نه. زموږ د حکیمانو په تعبیر شر د هستی لازمه ده که نه. دا ښانده – شناخت په هستۍ پېژندنې او خدای پېژندنه کې نهایي اغېز لري؛ خو بل خوا نباید وانګېرو، چې کله مو وموند یو چار طبیعي دی، باید غاړه ورته کېدو؛ بلکې د یو شمېر چارو خوښول او د یو شمېر چارو نه خوښول دا هم طبیعي ښکارندې – پدیدې دي؛ یعنې زموږ د طبیعت، جوړښت او ژوند غوښتنه ده چې یو شمېر چارې خوښې او ومنو، او یو شمېر خوښې نکړو او ورشا کړو.

نوځکه البته ګناهونه، ناپاکۍ، بدۍ، ناسمۍ او کمۍ طبیعي دي؛ یعنې له بهره پر بشري تاریخ ورتپل شوې نه دي، د انسانانو له انسانیت سره مناسب دي. انسانان داچې انسانان دي دا ډول چارې کوي؛ نوځکه دا چارې پر دې مانا طبیعي دي؛ کټ مټ لکه څنګه چې نېکۍ طبیعي وي.

شیطان انسان غولوي، او داچې موږ انسانان یو، شیطان مو غولوي نه په بل پار. که موږ داسې موجودات وو، چې له انسانه یوه مرتبه لوړ یا ټیټ وو، شیطان لار راته نه درلوده. زموږ د انسانانو انسان والی دی، چې د شیطان ننوتو ته لار چمتو کوي او د شیطان د تصرف وړتیا را کې پیدا کوي؛ خو دا انسان په عین حال کې ځان داسې روزلای شي، چې د شیطان له تصرف او وسوسې خوندي پاتې شي او یا داسې کړای شي چې پوره د شیطان د تصرف په قبضه کې راشي او بڅری انسانیت پاکي او رښتیا پکې پاتې نشي. انسان خورا پلن پلنوالی لري.

آدميزاده طرفه معجونى ست        كز از فرشته سرشته و از حيوان،

گر كند ميل اين، شود كم از اين        ور كند ميل آن شود به از آن‏

خدای داسې یو معجزه ډولې ګډوله رامنځ ته کړې، چې دواړو خواوو ته تر بې نهایته د حرکت وړتیا او قابلیت لري؛ خو دا دوه ډوله حرکت دواړه د انسانانو د انسانیت غوښتنه ده. داچې انسانانو یو، دواړو لوریو ته ورتلای شو. په خلکو کې هم «یزید» شته او هم «بایزید»؛ نوځکه یزیدېدل طبیعي دی، بایزیدېدل هم طبیعي دی او دواړه ځان ته ځانګړي علتونه لري. بشري تاریخ ددې خوږو او تروو اوبو یو طبیعي ګډوله او مخلوط دی؛ خو هر «طبیعي» څیز هرومرو د غندنې یا ساتینوړ نه دی. به واقع کې د یو شمېر چارو خوښول طبیعي دي او د یو شمېر نورو نه خوښول هم یو طبیعي چار دی. خو دلته یو خورا مهم ټکی هم شته: ته وا ددې مانا او د انسان د اختیار (او واک) ترمنځ ټکر احساس یا ننګېرېږي.

 

د بشري تاریخ «طبیعي» والی له «اختیار» سره په ټکر کې نه دی

شونې ده ځینې وانګېري، اوس چې انسانان د تاریخ په اوږدو کې هرومرو هم نېکې چارې کوي او هم بدې، او که دا انسانان یو ځل بیا هم وپنځول شي همدا کارونه به وکړي؛ نو وضع به یې له مجبورو موجوداتو سره څه توپیر ولري او آیا دا خبره د انسان له واک و اختیار سره په ټکر کې نه ده؟

حقیقت دادی چې ټکر ورسره نلري. خبره مو داده چې د انسانانو تاریخ په طبع دی نه په زور او قسر، په هوډ او اختیار دی نه په جبر؛ یعنې که انسانان دویم ځل وپنځوي، په اختیار به دویم ځل دا کارونه وکړي.

خو د اختیار پر مخ کښل شوي نه دی چې د انسانانو کارونه هره شېبه یوه بله بڼه لري. په ډېری ځایونو کې، انسانان په اختیار ورته او مشابه چارې کوي.

د بېلګې په توګه انسانان د لوږې پر مهال په خوښه او اختیار د خوړو پر لورو ورځي یا د اختیار له مخې په سړو کې تودې جامې اغوندي. نوځکه د اختیارمنۍ لازمه دا نه ده چې چارې په توپیري بڼو پېښې شي. په عین اختیار کې، د انسانانو په چارو کې پوره ورته والی یا مشابهت موندای شو. لکه چې ووایو که خدای انسانان له سره وپنځوي، بیا به ټول د خوراک او اغوستن چمتو کولو په لټه کې شي. انسان که همدا دی، چلن به یې په اختیار هم همدا وي. حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: سره له دې چې انسانان د نورو مرګ ویني او د دنیا برخلیک مشاهده کوي؛ خو کټ مټ په خپل اختیار د تېرو چارې بیاځلي کوي:

و كذلك الخلف بعقب السلف، لا تغلع المنيه اختراما و لا يرعوى الباقون احتراما، يحتذون مثالا و يمضون ارسالا الى غايه الانتهاء و صيور الغناء

جبر و اختیار له «قضا وقدر» سره توپیر لري

که وغواړو مطلب د شرعي اصطلاحاتو په چوکاټ کې څرګند کړو، په دې برخه کې آریزه ویینه مو پر «قدر» ده او د پوښتونکي په ذهن کې د «جبر» ویینه ده. «قضا و قدر» له جبر و اختیار سره فاحش او څرګند توپیر لري. دې ټکي ته زموږ یو شمېر حکیمانو هم ښه پام وراړولی دی.

ارواښاد سید جمال الدین افغاني په خپلو لیکنو او خبرو اترو کې یادونه کوله چې «جبر و اختیار» له «قضا و قدر» سره یو و نه ګڼئ ؛ خو له دې مطلبه پایله مه اخلئ، چې انسانان مجبور دي.

« اختیار» د انسان په کړنو یا افعالو پورې اړوند دی او «تقدیر» په هستۍ کې د خدای مدیریت دی

د سید جمال الدین افغاني په څیر تیز ذهنو ته ددې مانا راسپړنه او ورباندې پوهېدنه ستونزمن چار نه و؛ خو ډېری عقلونه یې په بېلولو کې بېوسې دي.

د مطلب ساده بیان دادی چې «اختیار» د خدای د «تقدیر» یوه برخه ده؛ نوځکه اختیار درلودل له تقدیر سره ټکر نه مومي. الهي «تقدیر» یعنې هغه کړلار چې خدای یې نړۍ او هستۍ ته لري. موږ انسانان د قدر له خوالې او رازه ناخبره یو، یعنې نه پوهېږو چې ولې خدای هستی چې دغسې ده، پنځولې ده. دا سنبالښت – مدیریت او کړلار، د خدای تقدیر دی او په جبر و اختیار پورې هېڅ تړاو او ارتباط نلري. جبر و اختیار د انسان په کړنو پورې اړه لري نه د هستۍ په جوړښت پورې. د هستی او عالم جوړښت، ددې یا هغه بشري وګړي کړه وړ نه دي.

په «جبر و  اختیار» کې خبره پردې ده، ایا موږ هر یو انسان چې یو کار کوو مختار یو یا مجبور. خو دا ویینه چې ولې نړۍ په دې ځانګړي ډول جوړه شوې، یا ولې د ځمکې جوړښت دا ډول دی، ولې انسان، ذهن، بدن او روح لري او په څېر مثالونه یې، د انسان په کړو وړو پورې تړاو نلري؛ نوځکه په دې ډګر کې، د جبر و اختیار ویینه روانه نده. دا چارې د انسانانو د کړنو له ولکې وتلې دي او په رښتینه کې په هستۍ کې د خدای کړلار ده. خدای غوښتي چې یوه ډله موجودات خځنده شي، یوه ډله الوتونکي، یوه ډله پرښتې او یوه ډله انسانان شي. او که بل ډول پنځون ته یې اراده کړې وای؛ نو البته هستي په بل ډول کېده. په دې ډګر کې د جبر و اختیار ویینه مانا نلري. دلته د الهي کړنو ډګر دی او دا به بې مانا وي چې وویل شي موږ د مجبوریت له مخې په دې بڼه شوي یو او په انسان کېدنه، شته کېدو او نارینه یا ښځینه کېدو کې مختار نه و او باید خدای ړومبی د پنځون په کار کې سلا مشوره راسره کړې وای! له پیدايښت وړاندې څوک نه و، چې خدای سلا مشوره ورسره کړې وای. د مشورې لپاره لومړی باید موږ وپنځوي او بیا سلا مشوره راسره وکړي؛ نوځکه باید یو ځل بې مشورې دنیا ته راشو؟

هو، د پنځون آر، د جوړښت اصل او د هستی نظم یو هم د جبر و اختیار په ډګر کې نه راځي. دا چارې په هستۍ کې د خدای کړلار ده. خدای په هستۍ کې موخه او یو غرض لري او هستي یې له دې موخې سره موافق او اړخ لګوونکې جوړه کړې ده.

د خدای تقدیر دادی:

د هستۍ دغسې کېدل او هستوګن یې. په دې ډګر کې د مثال په توګه نشو ویلای چې خدای خاوره پیدا کړه او شعور یې نه دی ورکړی؛ نو ظلم یې ورباندې کړی دی. له آره د خدای تر لورنې او عنایت مخکې، څوک حقوال نه و، چې د حق په ضایع کونه یې یو ظلم رادبره شي. څه چې خدای کړي، عین وجود او فیض یې دی. په دې مقام کې د ظلم و عدل او یا جبر و اختیار په اړه خبره نشو کړای، یوازې د خدای له موخې سره یې د اړخ لګولو او موافقت په باب خبره کړای شو؛ یعنې پوښتلای شو چې ایا هستي پر هغه لوري ځي خدای یې غواړي او څه یې له لاسه ندي وتي؟ خدای په قرآن کې وايی:

((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَبَقُواْ إِنَّهُمْ لاَ يُعْجِزُونَ[30] = او كافران دې ګومان نه کوي (چې په دې كړنو) مخکې شوي (او زموږ د سزا له ولکې وتلي دي)؛ ځكه هغوى (خداى) نشي بېوسې كولاى! ))

کافران دې  ګومان نه کوي چې را نه به مخکې شي، نه دې انګېري چې د چارو واګې مې له لاسه ایستلای شي او هستی هغې لوري ته وځغلوي، چې نه یې غواړو او خپلو موخو ته له ورسېدو مو خنډ شي.

عبدالرحمان بابا وايي:

چې زما په باب کې کښلي دي رارسي

که رحمت دی که زحمت دی وار په وار

چې هژده هزار قومونه یې په لار کړل

مربي مې دی هغه پروردګار

کار همه په اراده د خدای موقوف دی

هېڅ موقوف نه دی د چا په انتظار

غم په هیچرې و نه کا په دنیا کې

که څه کېږي د رحمان په اختیار

دا انګېرنې مازې توهم او د ماشومانو خیالونه دي. هستي دقیقاً پر هماغه بهیر روانه ده چې خدای غواړي. د خدای تقدیر او پنځون د خدای له موخې سره پوره مناسب (او همغږي) لري. اختیار یا جبر په رښتینه کې د هستۍ له برخو یوه برخه ده؛ یعنې که خدای موجودات مجبور پیدا کړي وي، دا چار یې د تقدیر یوه برخه ده او که موجودات یې مختار پنځولي وي، بیا هم یې د تقدیر یوه برخه ده.

جبر و اختیار د خدای د تقدیر پر وړاندې نه؛ بلکې د تقدیر په زړه کې یې ځای نیسي او یوه برخه یې ده نه ورسره په ټکر. که په فرض جوت کړو چې انسانان مختار نه دي، په رښتینه کې د الهي تقدیر یوه برخه یې بیان کړې ده او که ثابت کړو چې انسانان مختار دي؛ بیا هم د الهې تقدیر یوه برخه یې څرګنده کړې ده. دا یو چار هم د خدای تقدیر نه نقضوي.

د بشري تاریخ بهیر اختیاري دی او له الهي تقدیره سره اړخ لګوي

هستي یوازې د خدای په تدبیر او ارادې پنځول شوې او جوړښت یې هم د خدای د غوښتنې له مخې دی. د بشر تاریخ هم اختیاري او هم له الهي تقدیر سره موافق دی. الله تعالی  ويلي یو زیات شمېر خلک مې جهنم ته پنځولي دي:

((وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ[31] )= او په رښتینه كې موږ ډېرى پېريان او انسانان دوزخ ته پيدا كړي دي (؛ ځكه) زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛ خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛ خو څه پرې نه اوري؛ هغوى د څارويو په څېر دي؛ بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي. (هو) دوى پوره ناخبره دي (؛ ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي ) ))

یعنې انسانان په داسې یو ډول کار کوي چې په پایله کې دوزخ ته ورځي؛ خو دا مطلب په هېڅ ډول له اختیار سره په ټکر کې نه دی، پخپله دا واقعیت چې جنت او جهنم شته او یوه ډله به په اختیار جنتي او یوه ډله به دوزخي شي، عین الهي تقدیر دی؛ یعنې خدای انسانان داسې پېدا کړي چې په نهایت کې ځيني جنتیانېږي او ځینې دوزخایانېږي. علي(کرم الله وجهه) ویلي:

((الامر بالطاعه و النهى عن المعصيه و التمكين من فعل الحسنه و ترك المعصيه والمعونه على القربه اليه و الخذلان لمن عصاه و الوعد والوعيد و الترغيب و الترهيب كل ذلك قضاء الله فى افعالنا و قدره فى اعمالنا[32]))

پر طاعت امر او له ګناه نهې، د نېکچاری چمتو کونه، د بد چاری پرېښوونه، له تقرب لټوونکیو سره لاسنیوي، له ګناهګارانو سره مرسته نه کول د خدای زېری او ګواښنه، دا ټول د خدای قضا و قدر دی چې زموږ په کړو وړو کې بهېږي.

دا مانا په عین اهمیت درلودو کې، کله ډېر روسته په ذهن کې کېني؛ ځکه انسانان د استیلا او لاسبرۍ هوس لري او ټول نیوکه کوو چې ولې د عالم واګې راسره نه دي؛ خو ښه ده چې انسانان له ځانه وپوښتي چې که په فرض د عالم واګې مو په لاس کې وای، تر خدایه مو کوم ښه کار کړای شو. په هستۍ کې چې انسان خپل بشري عقل په مرسته کومه طرحه واچوي، د الهي تقدیر یوه برخه ده او په رښتینه کې د خدای له طرحو به یوه طرح وي.

مهمه دا ده، چې پوه شو که په محال فرض بشر، خدای شي، بیا به په ځانګړي تقدیر او بې له چا سره په مشورې هستي جوړه کړي. هو الهي قضا ته د غاړه ایښوو مانا دا ده چې انسان وپوهېږي، هستي یو مدیر لري او دا مدیر یوه کړلار او نخچه لري او هستي ددې او هغه په هوس نه تنظېمېږي او خدای په هستۍ کې د خپل حکمت له مخې چلېږي. موږ انسانان هم د خدای د نخچې یوه برخه یو او که حکمت یې نه غوښتل، موږ به هم نه وو، موږ ټول انسانان که مؤمنان شوو یا کافران یا هډو شته اوسو یا نه د خدای د موخې په پلي کېدو کې څه تغییر نه پېښېږي.

گر جمله‏ى كائنات كافر گردند        بر دامن كبرياش ننشيند گرد

نوځکه د خدای قضا ته غاړه ایښوونه؛ یعنې د هستی د نهایي نظم پر وړاندې سرغاړی نه کول:

سركش مشو كه چون شمع از غيرتت بسوزد        دلبر كه در كف او موم است سنگ خارا

د خدای د تقدیر پر وړاندې سرغاړي، به انسان په الهي غیرت وسوځوي.

پایله داچې د تاریخ حرکت او بهیر، په رښتینه کې د الهي تقدیر څرګندول دي او د انسان اختیار ددې تقدیر یوه برخه ده. نوځکه د اختیار مانا دا نه ده چې انسان د دنیا او تاریخ نظم، چوکاټ او دېوالونه ونړوي یا خپل څرنګوالی په خپله وټاکي. دا چارې د اختیار له ولکې وتلې دي. د اختیار یا جبر موضوع هله موضوعیت مومي، چې بشر د خدای د تقدیر له مخې خپل ځانګړی جوړښت پیدا کړی وي. تردې روسته، د بشر ارادې، څوبتیا، درک، د تمیز د قدرت درلودو او… په پار اختیارمنېږي او په دې مقام کې هم باید پاملرنه ولرو، چې د انسان د واک یا اختیار د کړۍ محدودیت له بې اختیار والي سره یې په ټکر کې دی. انسان نباید وانګېري چې دا اختیارمن موجود دی، نو په هستۍ کې ټول هوسونه پلي کولای شي. د انسان واک او اختیار محدوده کړۍ لري او باید موږ انسانان ومنو چې کمزوري موجودات یو.

انسان د خپل واک و اختیار به محدودې کړۍ کې حقیقتاً مختارېدای شي

موږ انسانان حقیقتاً مختار یو او له یو مختار موجوده مو هېڅ کم نه دي (مختار؛ یعنې هغه موجود چې په ارادې او رضایت کړه وړه ترسره کوي، مرید والی کافي نه دی، رضایت هم شرط دی، داسې رضایت چې په کراهت ورمخکې وي؛ یعنې دویمه درجه رضایت)؛ خو اختیار یا مختاریت یو چار دی چې زیاتی کمی لري.

ډېری انسانان له اختیاره؛ د هستۍ له قوانینو ازادېدل یا په دننه او دباندې نړۍ کې هوسناکه تصرف انګېري. دا یوه هم د اختیار مانا نه ده. په تېره اختیار د « د ارادې د ازادۍ» پر مانا هم نه ده. د « ارادې ازادي» په فلسفه او کلام کې یوه زړه افسانه ده او ډېری یې بېلاریتوب ته ورټېل وهلي دي. ډېری متکلمانو (په تېر وخت او نن کې) په نااګاهانه ډول اختیار د ارادې ازادي تعریف کړی او بیا یې له بل ځایه منله چې ازاده اراده نشته (داچې اراده معلول ده او د خپل علت ایل او تابع ده او ازادي نلري)؛ نو دلته له ستونزې سره مخامخېدل او بیا یې هواري ته له دوو لارو یې یوه خپلوله:

لومړی لار دا وه چې له اختیاره نټه – انکار وکړي؛ ځکه اختیار یې د ارادې ازادي ګڼلې وه او د ازادې ارادې نشتوالی یې هم زباد کړی و. دویمه لار داده چې علیت نفې کړي او ووایي له علیته ازادي؛ نوځکه ازاده اراده شتون لري ، چې په دې توګه اختیار تامین او خوندي کړي. دې ډلې د ارادې ازادۍ زبادلوته په نامعقولو خبرو لاس پورې کړ او د جبر و اختیار بحث له تصدیقونو یا نامعقولو انکارونو ډک یا ډېر تیاره او اندسوزی دی.

په هستی کې هېڅ «ازاد» موجود نشته؛ نوځکه د «ارادې ازادې» هم نلرو

عبدالرحمان بابا وايي:

له اوله بنده ګي بیا آزادي وي

که مقصود د آزادۍ لرې غلام شه

ژوندی ځان په ځمکه خښ کړه لکه تخم

که لويي غواړې د خاورو په مقام شه

درست جهان د کمینۍ په خوی وخوره

لکه ځمکه هسې لاندې تر اقدام شه

په نیستۍ کې د هستۍ مرتبه ګوره

نندارچي په ویرانه کې د خپل بام شه

البته دا بحثونه په اسانۍ نه فیصله کېږي او غوټه یې په اسانۍ نه پرانستلېږي. په ویینه کې یوازې دا سوچ ناک ټکی یادوو، چې باید اختیار د ارادې له ازادۍ جلا کړو. حقیقت دادی چې په هستی کې هېڅ ازاد موجود نشته؛ یعنې د ممکناتو (شونتیاوو) په نړۍ کې داسې موجود موندای نشو چې د احکامو تابع د علت یا علتونو ایل نه وي او له وجودي سریزو او ماهوي مقوّماماتو ازاد وي؛ ځکه په دې حال کې، باید له «بودن= شتوالي » څخه تېر شو او صرف نظر ترې وکړو. په دې مانا د هستی ټول موجودات غیرازاد دي (یعنې ازادي نلري)؛ نوځکه د ازادې ارادې په نامې کوم موجود هم نشته، په تېره اراده د اراده کوونکي شخصیت له قیده ازاد نه ده. لږ تر لږه، هر ځانګړی وګړی د خپلو ځانګړتیاوو په تناسب (او تړاو) ځانګړې ارادې او څوبتیاوې لري. هغه کسان چې د ښوونې او روزنې لار یې خپله کړې، وار له مخکې یې منلې، چې اراده د شخص د شخصیت (وګړې) له قیده ازاد نه ده او شخصیت پر ارادې باندې خپله ټاپه وهي.

کوم انسان چې بد روزل شوی، د بدو چارو اراده به وکړي  او اپوټه؛ نوځکه د ارادې د ازادولو هوس، یو ناصواب هوس دی او له بیخه ناشونی دی. خو البته دا خبره د اختیار د نفې پر مانا نه ده. «اختیار» په ویینه کې سم بهیر دادی چې دا مقوله د «ارادې له ازادۍ» جلا کړو. په ګومان مې اختیار درلودل مساوي دي د بل تر زور او امر لاندې نه اوسېدنه (غیر ته نه مقهور کېدنه ده). هغه موجود چې هویت او وګړه یې خوندي ده، یو مختار موجود دی او هغه موجود چې وګړه یې خوندي نده؛ بلکې د بل موجود تر قهر (زور او امر) لاندې وي، مختار موجود نه دی.

زموږ چارې که اختیاري وي یا جبري له ارادې سره مل دي. موږ هم په خپلو اختیاري کارونو کې اراده کوو او هم په خپلو جبري کارونو کې، توپیر یې دادی چې په یوه ځای کې موږ په خپله اراده کوو او په بل ځای کې د بل په قهر او زور اراده کوو. که څوک په خپله اراده وکړي، اختیارمن (او مختارانه) دی او که د بل په زور راپاڅي، مجبور (او مجبورانه) دی؛ نوځکه هغه موجود چې د بل تر زور (او قهر) لاندې نه وي راغلی، مختار دی او چې راغلی وي مجبور دی. دا قاهر (زورور) موجود کله ښکاره وي او کله پټ.

 

الله تعالی مختار دی، مانا یې څه ده؟

خدای پر همدې مانا مختار دی؛ ځکه پورته کوم قاهر (زورور) ترې نشته. او دا اختیار د وجود له وجوب سره هېڅ ټکر نلري. هو که اختیار له امکان سره (د فلاسفه وو په وینا) یا د علیت له نشتون سره ( دیو شمېر متکلمانو په وینا) او یا د متضادو کششونو له شتون سره ( د یو شمېر اوسنیو او لویدیزوالو په وینا) ملازم وبولو، د الله پاک د اختیار په څرګندونه او تبیین کې به له ستونزې سره مخ نشو. خدای بالرضا یا بالتجلی فاعل دی او همدا یې د اختیار مصحح دی او هر بالرضا فاعل همدغسې دی.

عبدالرحمان بابا وايي:

ګوره هسي کردګار دی رب زما

چې صاحب د کل اختیار دی رب زما

همګي بزرګواران چې څوک یې وايي

تر همه وو بزرګوار دی رب زما

نه یې هېڅ حاجت په چا باندې موقوف دی

نه د هیچا منت بار دی رب زما

له نیستۍ یې د هستۍ صورت پیدا کړ

هسې رنګ پروردګار دی رب زما

هم صانع د جمله وو مصنوعاتو

هم سامع د هر ګفتار دی رب زما

 

د « اختیار» پلي کول د «خپل» او «پردي» د پولو په پېژندو کې رانغاړل شوی

په واقع کې ټوله ویینه د «خپل» او «پردي» پولو ته ورګرځي، یعنې باید په ګوته کړو، چې زه تر کوم ځایه «خپل» یم او تر کوم ځای روسته خپل نه یم، او یو «پردی» را کې راننوتی دی. کله چې ځان مو له پردي پاک کړی وي او پردی دننه او دباندې راباندې واکمن نه وي او موږ پخپله یو او پخپله؛ نو اختیارمن یو، او هر کار چې کوو، خپله مو کړی دی.

موږ له مختاروالي تردې ډېر څه نه غواړو؛ نوځکه د جبر او اختیار ترمنځ پوله، د «خپل» کړ (فعل) او «پردي» کړ ترمنځ پوله ده. که په خپله یو کار وکړم، مختار یم او که بل زما په لاس کار وکړ؛ نو مجبور یم؛ یعنې په رښتینه کې دا کړ(فعل) ما نه دی کړی، که څه په ظاهره زما په لاس شوی دی؛ نوځکه باید پام مو وي چې د جبر و اختیار پوله، د ارادې د ازادۍ او نه آزادۍ پوله نه ده، د « خپل» او «پردي» پوله ده. انسان که ځان له پردي پاک کړي، مختار دی او که پردی ورباندې واکمن وي، مجبور دی، که څه ازادي احساس کړي یا وننګېري.

 

د پردیو ډولونه

دا «پردي» دوه ډوله دي:

ځینې پردي په رسمي توګه انسان له دباندې ګواښي او مجبوروي یې. د دې ډلې پېژندنه اسانه ده؛ خو بله ډله پردي د انسان په زړه کې کېني او خپل یا د خودۍ رنګ اخلي، داسې چې انسان په خپله موندای نشي چې له «خپل یا خودي» موجود سره مخ دی یا له «پردي» سره. د «اختیار» لازمه د دې پټو پردیو دباندې ایستل او ځان ترې پاکول دي او مهم ټکی دادی چې رذایل له انسانانو سره پردي دي؛ نوځکه د مختاروالي لپاره، باید ځان ترې سوچه او پاک کړو. پردي، انسان په ظاهره ازاد ښیي او خپلې چارې په ده کوي؛ خو دا، اختیار نه دی.

د اختیار حقیقت یعنې له نورو او پردیو ازادېدل او د ځان نږه او سوچه کېدل دي. هر موجود په کومه کچه چې له نورو ښه پاک او نږه وي، ښه د خپل ځان دی؛ نوځکه ښه مختار هم دی؛ او په کومه کچه چې نانږه دی؛  له نورو سره ګډوله دی؛ نوځکه به هومره نامختاره وي. له دې ټکي ښه سبق زده کولای شو: انسان د دې لپاره چې اختیار والا شي باید د پردي له شره د ژغورېدو په لار کې ګام واخلي؛ او د دې ژغورنې ړومبی شرط، د پردي پېژندنه ده او دا د سقراط له حکمته ډکه خبره ده، چې د تاریخ او بشري فلسفې له سباوونه ویل شوې ده: «ځان وپېژنه» او هم د علي (کرم الله وجهه) وینا ده چې:

((من عرف نفسه كان لغيره اعرف – څوک چې ځان وپېژني، پردی به یې ښه پېژندلی وي))[33]

موږ انسانان د اختیارمنېدو لپاره ځان پېژندنې ته اړین یو، ځکه د مختاریت پلي کېدو ته باید پردی له ځانه وشړو او د دې موخې لپاره باید «خپل یا خودي» او «پردی» وپېژنو او یو له بله یې بېل کړو، چې هسې نه د صوفیانو په څېر د پردیو د دفع او تمبونې لپاره پر خپلې «خودۍ» چلیپاو راګاږو. زموږ ډېری صوفیانو غوښتل چې پردی وباسي او البته یوه ښه او مبارکه موخه وه؛ خو دوی نفس هم له انسان سره پردی ګڼه؛ نوځکه یې تمباوه. دا له هغو دریځونو دی چې راښيي بشریت د شرایع ښوونې او تعلیم ته محتاج دی؛ یعنې انسان باید د شریعت له ښوونځي زده کړي چې د «خودي یا خپل» او «پردي» پوله کومه یوه ده.

موږ انسانان خپلواکۍ ته – هم دباندې او هم دننه – اړمن یو، چې پردي وشړو. د دې چار شرط هم د خپل او پردي پېژندنه ده، چې له چا سره هم جنسه یو او له چا سره ناهمجنسه؛ نوځکه موږ انسانان باید لږ لږ د خپل او پردي د پېژندو لپاره مخکې ولاړ شو او سوکه سوکه ځان له پردیو پاک کړو. او البته دا بهیر ناپایه دی. یعنې ځان پېژندنه یو چار دی، چې سوکه سوکه سمون مومي او ځان سینګارونه هم همدغسې ده؛ نو مختاریت هم همدغسې دی؛ نو مختاریت او مجبوریت هغه چارې دي، چې کمی زیاتی (شدت او ضعف) مومي او مرتبې لري، دا هم په دې شرط چې ددې چار اندېښمني راسره وي.

هغه انسان چې د ځان پېژندنې په لټه کې نه دی او په عین حال کې له واک او اختیاره خبرې کوي؛ نو هسې  لاپې شاپې کوي. یوازې هغه په ټینګه د اختیار خبرې کړای شي چې د ځان پېژندنې اندېښمني ورسره وي او لږ لږ او د پرېمانه کړاوونو په زغملو ځان راوسپړي او پردی وپېژني. او بیا د پردیو پر وړاندې غیرت وکړي او ویې شري. له انسان سره د غلیم ړومبی کار، د ده د اختیار سلب او له منځه وړل دي. او اختیار یوه مرغلره ده چې خدای انسانانو ته ورډالۍ کړې ده. غلیم او پردي د انسان د هستۍ ډګر ته ورننوځي او ځای د اختیار پلي کولو ته تنګوي او کله تردې بریده ورمخې ته کېږي، چې یو شیطان ځپلی، مسخ شوی، له ځان لرې شوې او له ځانه پردی انسان رادبره کوي، داسې چې خپله وګړی نور نه پوهېږي چې چېرې او د چا په پښو کې بلهار یا قرباني شوی دی.

در زمين مردمان خانه مكن        كار خود كن كار بيگانه مكن‏

كيست بيگانه تن خاكى تو        كز براى اوست غمناكى تو

تا تو تن را چرب و شيرين مى‏دهى        جوهر خود را نبينى فربهى‏[34]

خپل کار کول، بې له پردي کار کولو دي، او دا ټکی زموږ د عارفانو له هوښیارۍ ځنې دی. شونی ده چې انسان د عمر ته پایه د پردیو په بېګار کې وي او انګېري چې د ځان چوپړ کوي.

 

د «اختیار» د حقیقت پلي کول نادر دي؛ خو په اړه یې خبرې پرېمانه دي

ډېری خلک د پرېمانه اختیار په باب خبرې کوي او افراطي لېوالتیا ورسره ښکاره کوي؛ خو د اختیار له حقیقته لږه برخمني لري. که داسې پېر راورسي چې انسانان پردي له ځانه وشړي او لږو ډېر یې ځان ته ورپام شي؛ نو ښه اختیارمن به شي او البته تاریخ به یې هم تر هغه څه چې دی، خورا پاک وي. له انسانانو سره د رذایلو پردیتوب او له رذیلته ډک د تاریخ طبیعي والی نباید ناسازګاره ویناوې وګڼل شي. رذایل هومره انسان ته طبیعي دي لکه مېوو ته چې داغمې وې. مېوه د مېوې والي له لامله داغمه کېږي او که تېږه وه؛ نو نه داغمه کېده. انسان هم همدغسې دی، یعنې رذیلت د انسان بې واسطې عارض دی. په عین حال کې، رذیلت رذیلت دی؛ یعنې بد دی او باید وتمبول او وغندل شي. او بدوالي یې هم له انسان سره د پردیتوب په پار دی او انسان هله ښه انسان او اختیار والا کېږي، چې له رذایلو ښه پاک وي.

له خدایه غواړو چې زموږ روزګار په طاعت او خپل چوپړ کې تېر کړي، زموږ لاسونه دې ونیسي او د خیر لارو چارو ته دې یې ورسیخ کړي او توفیق دې راکړي چې  له نفس سره مبارزه او پر خلکو لورنه وکړو.

 

د دنیا مذموم حیثیت

حضرت علي (کرم الله وجهه)، خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې لیکي:

((له هغه پلاره یو لیک دی، چې د روزګار پر وړاندې یې ډال اچولی د مړیو په کور کې ناست او سبا به له دې کوره وکوچېږي او بل کور ته به ولاړ شي، هغه زوی ته چې د یو ناموندونکي څیز په لټه کې دی، د رنځوریو تر بریدونو لاندې دی او د کړاوونو نښځی، د دنیا بنده او د غرور سوداګر دی، د غمونو مل، د مرګ او رنځوری پوروړی، شهواتو له پښو راغورځولی او د مړیو ځایناستی دی))

 

دا ځانګړنې حسن (ستاینه) او قبح (غندنه) نه رانغاړي

دا دهغو ځانګړنو ټولګه ده، چې حضرت علي(کرم الله وجهه) خپل زوی ته ور په ګوته کړي. دا ځانګړنې ستاینې او غندنې یا مدح و ذم يا تحسين و تقبيح نه رانغاړي؛ بلکې له ستاینو او غندنو نږه ځانګړنې دي، د انسانانو واقعي وصف الحال دی، چې د ژوند په منګولو کې راګېر شوی او په نړۍ کې اوسېږي.

همدغسې دا ګردې ځانګړنې په عین حال کې چې علي (کرم الله وجهه) خپل سکه زوی ته ور په ګوته کړي، ټولو ته هم دي. او چاته په دې وینا کې د پړې ګوته نیول شوې نه ده؛ بلکې په دې لیک کې د انسانانو د ژوند هېر شوي او پریښوول شوي اړخونه په حق غټ ښوول شوي او د انسانانو مخې ته یې ورایښي دي. د دنیا او غولونې په اړه یې، ډېرې خبرې کړي دي. علي (کرم الله وجهه) په دې لیک کې چې خپل زوی د «غرور سوداګر» یاد کړی، مطلب یې ددې دنیا ژوند او معیشت ته پاملرنه ده.

 

د دنیا مذموم حیثیت

په لنډو یې وایو، موږ له دوو دنیا سره مخ یو: یوه یې، بهرنۍ نړۍ ده، چې خدای پنځولې او د خدای د ګردو مخلوقاتو په څېر ښکلې او مطلوبه ده. دا دنیا، واقعي دنیا ده چې مهمترینه ځانګړنه یې کښت والی دی. هیچا له راکړای شوي کښت سره دښمني ته نه یو رابللي. دا دنیا زموږ پانګه او سوداګر خونه ده – «متجر اولیاء الله» او د آخرت کرځی دی. او هېڅ بزګر یې له کښته سره دښمنی او هېڅ سوداګر یې له پانګې او مال التجاره سره غلیمتوب ته نه رابولي. څه چې مذموم دي، ددې ځانګړنې هېرونه ده؛ یعنې داچې څوک کښت وویني؛ خو بل څیز یې وګڼي؛ نوځکه د کرلو پرځای یې پلوري او یا پر سر یې تنافس (سیالۍ) او تکاثر (ویاړنې) ته راپاڅي، یا داچې پکې د کار کولو په برخه کې ناغیړي او لټي کوي او د علي (کرم الله وجهه) په تعبیر د توښې اخستو پرځای، توښه ورته چمتو کوي او دا  ړانده دي.

عبدالرحمان بابا وايي:

هم هغه به یې خرمن وي پس له مرګه

هر چه کاندي زراعت په دا دنیا

((البصير منها متزود و الاعمى لها يتزود[35]))

سترګور ترې توښه اخلي او ړانده توښه ورته چمتو کوي

دا د رټنې ده چې څوک پانګه او مال التجاره ولري او د حلالې سودا پرځای، حرامه سودا وکړي، که نه په خپله سوداګري، کښت و کار، کرنه او پانګه درلودل د رټلو نه دي؛ نوځکه دنیا چې خدای پیدا کړې او ورسره یوه مینه یې هم د رټنې نه ده او بلکې کار پکې کول، مطلوب او عین عبادت دی.

مذمومه دنیا، غرور زیږې نړۍ ده

ممسوخ (بدرنګه)، معوج (کږه وږه) او موهومي دنیا مذموم او منفوره ده، چې واقعي ځانګړنه یې ترې سلب او لرې کړای شوې او نا سمه او ناواقعي ځانګړنه پرې لاسوند شوی ده. له دغسې دنیا سره مینه غندل شوې. امام زین العابدین په تعبیر: «الدنيا دنياء ان، دنيا بلاغ و دنيا ملعونه – دنیا دوه دنیاوې دي، د کفاف (بساینې) دنیا او ملعونه دنیا[36]»

واقعي نړۍ ته مو د راتګ او پکې د اوسېدنې لازمه یو ډول غولونه، غفلت او غرور دی. موږ بیخي له خپلو لاسونو او پښو د غولونې پړی پرانستای نشو؛ نوځکه په دې مانا موږ ګرد انسانان د دنیا بندګان او د غرور سوداګر یو.

عبدالرحمان بابا وايي:

دهغه جهان سودا واړه دلې دي

که څوک کاندي تجارت په دا دنیا

‏ د «غرور» مانا او له «دنیا» سره یې تړاو

«غرور» د غولېدنې پر مانا ده او موږ یې چې د «تکبر کولو» په مانا کاروو؛ نو دا سمه نه ده.

هو دا دنیا، د خپل جوړښت له مخې یې غولوونکې ده او موږ هم د خپل جوړښت له مخې په دنیا کې غولېدوونکي یو؛ نوځکه له دې اړخ څه پړه راباندې نشته، چې د غرور تاجران او د غولونې سوداګران یو: غولونه پېرو او غولونه پلورو او د عمر تر پایه په دې راکړه ورکړه اخته یو. البته پاکان او مخلصین، رو رو د غرور او غفلت پردې څیروي او د چارو له حقایقو او بواطنو سره ډېر اشنا کېږي؛ خو د دنیوي ژوند او معیشت له غرور او غفلته پاکېدای نشي، په دې مانا موږ د غرور سوداګر یو.

د غرور سوداګر مفهوم له قرآنه اخستل شوی. زموږ عارفانو هم په  دې اړه ډېرې خبرې کړې دي او د دین مخکښانو هم په اړه یې ټینګار کړي دی.

په روایاتو کې د «دارالغرور» تعبیر

په روایاتو کې هم د «دارالغرور» تعبیر راغلی دی. د رمضان د اوه وېشتمې شپې (چې د یو روایت له مخې د قدر له شپو ده) په دعا کې راغلي:

اللهم ارزقنى التجافى عن دار الغرور و الانابه الى دار الخلود. و الاستعداد للموت قبل حلول الفوت

خدایه! له دار الغرور څنډې کېدل او دار الخلود ته ور مخېدل مې را پر برخه کړې…

علي(کرم الله وجهه) په بل ځای کې وایي:

الا و ان الدنيا دار غداره خداعه

پوه شئ چې دنیا یو غولوونکی او ټګیجن کور دی[37]

او هم:

اتقوا غرور الدنيا فانها تسترجع ابدا ما خدعت به من المحاسن[38]

ځانونه د دنیا له غروره وساتئ، چې په پړوق و پړوق (مو) غولوي او روسته یې اخلي

او هم

عرور ما فيها، فانيه من عليها لا خير فى شى من ازوادها الا التقوى[39]

دنیا ډېره غولوونکې ده، اوهر څه پکې ټګي ده او ورباندې هرڅه، فاني او ناپاتې دی. بې له تقوا په یوې توښې کې یې هم خیر نشته

په قرآن کې د «غرور» تعبیر

په قرآن کې هم د «دار غرور» تعبیر راغلي او دنیا غرور زیږې ګڼل شوې ده:

وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّى جَاء أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ [40]

په قرآن کې نړی ته ددې ډول غولونو لاسوندونه لږ نه دي. په قرآن کې راغلي چې د دنیا متاع (ګټه) د غرور ګټه ده، دنیا غرور پلورې ده: الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ [41]

له بیخه په دنیا کې ژوند د غرور له جنسه دی او کار یې عین غولول او زموږ کار پکې عین غولېدل دي.

عبدالرحمان بابا وايي:

د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کړي

هر چه کاندې کاروبار د دې دنیا

خدای د دنیا متاع ته د غرور متاع ویلې او په عین حال کې همدا متاع یې «قلیل= ډېره لږه» هم ښوولې ده. همدا لږه متاع، لویې لویې چلونه رادبره کوي. په مقابل کې، خدای حکمت ته «خیر کثیر= ډېر خیر» ویلی (امام فخر رازي په خپل تفسیر کې دې تقابل او مخامخېدنې ته اشاره کړې ده) په واقع کې دا هم د دنیا یو ډول چلوټه ده، چې انسانان ډېر چار لږ او لږ ډېر بولي؛ یعنې په دنیا پسې ورځي چې متاع او ګټه یې ډېره لږه ده؛ خو هغه حکمت ته چې د قرآن په تعبیر «خیر کثیر» دی، دومره ورباندې نه ورځي.

دا دنیا مو د خدای په باب هم مو غولوي. یوه پوښتنه چې قرآن اوڅار کړې او زموږ پام یې وراړولی، همدا ده چې:

يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ ) = انسانه ! ته څه شي د خپل لورین پالونكي پر وړاندې مغرور كړى يې ؟![42]

(( الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ[43]) = هغه خداى، چې ته يې پيدا كړې او ستا (غړي يې) سم كړل او(بيا يې) په انډول كړې،))

(( فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاء رَكَّبَكَ[44] ) = چې  په هره بڼه يې خوښه شوه،ته يې جوړ کړې.

څه لامل شو چې ته خدای ښه ونه پېژنې او اپوټه انګېرنه ترې ولرې؟ په ډاګه ده چې خدای دا پوښتنه په دې موخه نه اوڅاروي چې ځواب یې را نه زده کړي؛ بلکې راته وایي چې ولاړ شئ او لټه وکړه، چې کوم څیزونه ستاسې د غولونې لامل شوي او ددې غولونې علتونه ولټوئ؛ نوځکه مغرورېدل د هغو کسانو شان او حالت دی چې په دنیا کې راګېر شوي دي.

په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه

عبدالرحمان بابا وايي:

که مقصود لرې تلوار کړه وقت کوتاه دی

غره مه شه ددې عمر په بقا

اوس پوښتو، چې ولې موږ انسانان د غرور سوداګران یو؟ او څه راباندې تېرېږي چې په دغسې  لومه کې راګېر شوي یو، له آره ددې عالم واقعیت او ددې طبعیت سټه  څه ده چې داسې نه جلا کېدونې ځانګړنه لري؟

لومړی لامل:  غفلت

دویم لامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی

درېیم لامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني

څلورم لامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول

لومړی لامل: غفلت

ددې پوښتنې په ځواب کې وایو چې «غفلت» په دنیا کې د ژوند ړومبی شان او حالت دی او البته غفلت ټګیجن دی. که خلک له راګېر غفلته راویښ شي، د دنیا ژوند، پر کوم حال چې دی، پاتې به نشي. علي(کرم الله وجهه) خپلو یارانو ته ویل:

و لو تعلمون ما اعلم مما طوى عنكم غيبه، اذا لخرجتم الى الصعدات تبكون على اعمالكم و تلتدمون على انفسكم و لتركتم اموالكم لا حارس لها و لا خالف عليها و لهمت كل امرى‏ء منكم نفسه، لا يلتفت الى غيرها [45]

« او که درنه په نغښتل شویو څیزونه پوهېدئ؛ خو زه ورباندې خبر یم؛ نو غرونو ته مو پناه وړه او پر خپلو کړو وړو مو ژړل او خپل مخونه مو وهل او خپل مالونه مو بې ساتندویه پرېښوول او هر یو به د خپل کار په فکر کې وئ او بې له ځانه مو بل ته نه پامېده»

غفلت ددې عالم ستن ده.

لو عقل اهل الدنيا خربت[46]

دلته «غفلت» درې ماناوې لري:

یوه یې دا ده چې موږ انسانان د خپلو چارو له پای او عواقبو ناخبره یو.

دویم دا، دومره پر کار بوخت یو، چې دباندې ترې پاملرنه نلرو او نورې چارې بر بوخت کار دومره راته جدي نه دي، درېیم دا پر بوخت کار مینه ددې کار نیمګړتیا را نه پټوي[1].

موږ په دنیا کې په درې واڼو ماناوو پر غفلت اخته یو. البته چې کله دا غفلتونه له نوادرو څنډلېږي؛ خو د هستۍ مدار پر دې دی چې خلک پوه نشي څه کوي.

عبدالرحمان بابا وايي:

غفلت هېڅ مناسب نه دی په دنیا کې

ساکنان د دهر کل واړه خراب وي

د بېلګې په توګه که خلکو هره شپه په خوب کې لیدل، چې سبا به څه وکړي، څه به ورباندې تېر شي، یا پوهېدل چې د نورو په زړونو کې څه تېرېږي او نور هم له زړونو مو خبره وو؛ د هستۍ ټول نظام بدلېده. دا شته ژونددود پر دې روان دی چې ډېری معلومات نلرو. ژونددود مو نه یوازې زموږ له پوهېدنو سره تړاو لري، چې ډېر یې، زموږ له ناپوهېدنو سره هم تړاو لري. معمولاً د انسانانو پام نه دی، چې مجهولات یې د ژوند په بڼې ورکونې کې څومره ستره برخه لري.

البته بېشکه د انسان معلومات په ژوند کې یې اغېزمن دی. موږ د طبیعت د ښکاره او پټو قوتونو په راسپړنې لکه برښنا، اور او… خپل ژوند تنظیم کړی؛ خو غالباً هېرېږي مو، چې ژوند مو زموږ د مجهولاتو  په سیوري کې هم بڼه مومي او بلکې دا مجهولات ډېره جدي ونډه لري او که یوه ورځ راښکاره شي، د ژوند اوسنۍ بڼه به مو یو مخې بدلون ومومي او بلکې له بېخه به ژوند په اوسنۍ بڼه ناشونی وي. محال ده، چې د خپلو چارو له عواقبو او د نورو له زړونو باخبره اوسوو او په عین حال کې اوسنی ژوند دود ولرو.

 

د پالونکي د ستاریت مانا

الله تعالی ستار دی. خو ستاریت یې یوازې د عیوبو او ګناهونو په پوښلو کې نه رانغاړېږي؛ بلکې یوه بنسټیزه مانا هم لري: خدای د نړۍ پر هر څیز د پټوني یوه پرده اچولې؛ یعنې د هستۍ د حقایقو یوه غټه برخه پټه ده او څه چې خلکو ته ورښکاره دي، تر پټو څیزونو خورا ډېر لږ دي. همدا پټ دي چې روان بشري ژوند دود یې شونی کړی دی. موږ د همدې پټو له لامله د یو بل په څنګ کې کېناستای شو، د یو بل خبرې ته غوږ ږدو، یو له بل سره مرسته کوو، یو له بل سره دوستي کوو او یو له بله نه تښتوو. د یو عارف په وینا:

لو كانت الذنوب تفوح، ما جلس احد الى احد

«که ګناهونو بوی کولای؛ نو څوک له چا سره نه کېناسته»

تر ټولو مهمتر د همدې ستاریت له لامله په بوختیا او کار کې سخت بوخت او تاوده لګیا یو او داچې د چارو له عواقبو ناخبره یو، په هیله او ډېرې ارزو په خپلو موخو پسې ورځغلو. دا هیله او شوق، د کار عیوب رانه پټوي او له نورو مهمو چارو مو غافلوي.

 

له دنیوي ژوند سره د غفلت تړاو

نوځکه موږ انسانان د ځان او د نړۍ د جوړښت له لامله، دقیقاً په درې واڼو ماناوو، له غفلته خورونه – تغذیه کېږو او په دې خورونه – تغذیه، خپل دنیوي ژوند لاپسې څربوو. موږ انسانان د خپل ژوند په ډیوه کې د غفلت تېل وراچوو او په دې مانا هم غفلت پېرو او هم غفلت پلورو؛ نوځکه د غرور تاجر او د ټګۍ سوداګران یو او که دا راکړه ورکړه ونه لرو، ژوند به مو ناشونی وي.

 

د پېغمبرانو کار په نړۍ کې د هر ډول غفلت څنډنه نه ده

البته پېغمبران راغلي چې د غرور او غفلت پرده څېرې کړي؛ خو هغه پرده، د غرور او غفلت دا پرده نه ده، چې په اړه یې ګړېږو. ددې غرور او غفلت پرده څېرېدونې نه ده او بلکې یوازې د انسان په مرګ به څيرې شي.

هست از پس پرده گفت و گوى من و تو        چون پرده برافتد نه تو مانى و نه من‏

هغه پرده، عین وجود مو دی او څیرل یې زموږ د وجود له راسپړولو سره مساوي دي. موږ پخپله پرده یو او چې کله پرده ولوېږي، په واقع کې موږ خپله لوېدلي یو. پېغمبران نه دي راغلي، چې انسان له انسانوالي وغورځوي، نه  دي راغلي چې د دې دنیا ژوند ناشونی کړي؛ بلکې راغلي چې همدې غولېدلیو او په غرور کې راښکیل انسانانو ته اسماني پېغام راوړي او انسانانو ته د همدې غفلت په چوکاټ کې سم ژوند دود ورزده کړي. دوی نه دي راغلي چې انسانان د بل موجود له بېخه راوسپړي او بیا دې نوي موجود او غیر انسان ته، د ژوند سبق ورکړی. زموږ شتون، ژوند او دنیوي ژوند مو په دې غفلت او غرور کې رانغاړل شوی، چې په اړه یې خبرې کوو؛ نوځکه ددې مانا له مخې، بېشکه موږ ټول انسانان ددې ډول غرور سوداګر یو او بلکې نشو کړای نه اوسو. خو په دې نړۍ کې د غولېدو نور ډولونه هم شته، چې انسانان مکلف دي د ځینو پر وړاندې یې هڅه وکړي او په نسبي ډول یې ځان له منګولو وژغوري.

عبدالرحمان بابا وايي:

همګي واړه ټګان دي ټګي کاندي

فروشنده و خریدار د دې دنیا

دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی

انسانان په دنیا کې د خپل محدود لید په پار، تل د حقیقت له یوې برخې سره مخېږي او دا برخه، له هغو برخو رنګ اخلي، چې د انسان په واک کې نه دي. په دې مانا موږ تل په نیمه لار کې یو او په همدې دلیل له حقیقته نیمګړې او ناقصه انځورنه لرو. دا چار هم په هېڅ وجه لرې کېدونی نه دی. موږ داسې مسافرین یو چې تل په نیمایې لار کې او مقصد ته رسېدلي نه یو. په دنیا کې مو مسافروالی، او په نیمایي لار کې مو اوسېدانه، داسې یو نقصان راترغاړې کوي، چې له لامله یې هرومرو او لا محاله غولېږو.البته شونې ده چې ځینې کسان په دې دنیا کې ژوند کوي؛ خو په عین حال کې په بله نړۍ کې زیږي، دوی په واقع کې مخلصان، پاکان او اولیاء الله دي چې:

صحبوا الدنيا بابدان ارواحها معلقه بالمحل الا على[47]

«بدنونه یې په دنیا کې دي؛ خو لوړ روح یې له پاسنۍ نړۍ سره نښتی دی»

دوی د علي(کرم الله وجهه) په وینا ذاکرین دي او ذکر یې د دنیا پرځای غوره کړی او هېڅ بیع، سوداګري او راکړه ورکړه یې د ذکر مخه نشي نیوای[2] خو دا کسان له نوادرو دي.

عبدالرحمان بابا وايي:

په دنیا به مینه نه کاندي هیچرې

چې خبر وي په اصرار د دې دنیا

چې نظر د چا په دین و په دنیا وي

هغه نه کا انتظار د دې دنیا

په نړۍ کې عام مخلوقات، تل پر نیمه لار او مقصد ته نارسېدلي دی؛ نوځکه له نیمو حقایقو باخبره دي او هغه نور پټ نیمایي اجازه نه ورکوي؛ چې دا نیم ښکاره هم ښه وپېژندل شي. دا خبره د هرې ټولګې په باب د منلو وړ ده. انسانان له یوې ټولګې سره په مخامخېدو کې چې ډېرې برخې لري، نباید وګڼي، چې د یوې برخې پېژندل یې، حقیقتاً ددې ټولګې یوه برخه یې پېژندلې ده. د هرې برخې پوره پېژندل یا ښانده د ټولګې د نورو برخو په پېژندو کې نغښتې ده. څومره چې د یوې ټولګې برخې راته ناپېژنداې وي؛ نو په پېژندل شویو برخو کې به هم خلل رامنځ ته شي. په تیاره کوټه کې د فیل قصه همدا مانا څرګندوي، د مولوی، بلخي په وینا دنیا یو ځګ والا سمندر دی:

كف درياست صورتهاى عالم        ز كف بگذر اگر اهل صفايى‏

درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني

موږ انسانان له یو سمندر سره مخ یو، چې تر ځګونو لاندې یې پرېمانه اوبه دي؛ خو څه چې سترګو ته مو ښکاري،ځګ دی. البته داسې کسان هم دي چې دا ځګ یې څيرې کړی او اوبو ته ورسېدلي؛ خو عام خلک له همدې ځګ سره ژوند کوي. له سمندره یې انځورنه، د ځګونو یو غر دی. هغه لامبو وهوونکي چې اوبو ته ورسېدلي او په تل کې یې غوپي وهلي، ډېر لږ دي. خپله قرآن د «ځګ» تعبیر رازده کوي. خدای په قرآن کې وایي:

((أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا[48]= (خداى) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې یې د وړتيا هومره نېز وبهېد؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست.))

« زَبَدًا رَّابِيًا» تعبیر ته ځیر شئ، د ځګ خبره ده – خو اوچت ځګ نه لنډ.

((وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاء حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُ[49]= او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي، چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وزلو جوړولو ته ويلي كوي.))

((كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ[50]= او خداى دغسې د حق او باطل بېلګه وړاندې كوي))

ځینو ژباړونکیو، دا آیت دغسې ژباړلې ده: « خدای دغسې د حق او باطل بېلګه راوړي». خو دلته د بېلګې راوړو خبره نه ده. خدای نه وايي چې دغسې د حق و باطل بېلګه درته راوړم؛ بلکې ظاهراً وایي دغسې حق و باطل درته لاندې باندې کوم. حقو او باطل دغسې په نړۍ کې یو له بل سره ګډوډ دي: حق د اوبو په څېر تر ځګ لاندې دی او باطل د جګ ځګ په څېر د اوبو پر مخ دی؛ داسې چې نا آشنا کتونکی او نا دقیق لیدونکی چې پر ظواهرو میین دې صحنې ته ویني هډو اوبه نه ویني؛ بلکې یوازې ځګ یې سترګې مړوي.

((فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاء وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ[51]= خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي))

البته د خدای تقدیر دادی، چې باطل له منځه ولاړ شي او څه چې خلکو ته ګټور دي، پر ځمکه پاتې شي؛ خو په هر حال په دنیا کې حق لاندې او باطل پر مخ دی او ډېری خلک بې له ځګه بل څه نه وینی.

بحر كف پيش آرد و سدى كند        جر كند و ز بعد جر مدى كند[52]

آنكه كف را ديد سر گويان بود        وآنكه دريا ديد او حيران بود

انسان، هم د ځګ او هم د سمندر په لیدو هک اریانېږي؛ خو دا دواړه حېرانتیاوې یو له بل سره توپیر لري. ړومبی هيښتیا – حېرانتیا،عین غفلت دی او دا غفلت له ځک سره ملازم او د سمندر له جوړښته اخستل شوی دی. ځګ هم د سمندر یوه برخه ده؛ نوځکه انسان د ځک پېژندو ته د سمندر ښاندې – پېژندنې ته هم اړین دی. څوک چې سمندر نه ویني له ځګه هم سم معلومات نلري؛ او انګیري چې ځګ، «مستقل بالذات» یو څیز دی.

انسان ددې لپاره چې ظاهر وپېژني، باید باطن ته رجوع وکړي او له دې منظره ظاهر ته وویني؛ خو البته نباید کله هم د ظواهرو په بند کې پاتې شي؛ خو باید څه وکړو چې دنیا مازې باطن او لغړ حقیقت نه؛ بلکې څه چې د انسان په واک کې ورکول کېږي، یو ځګن حقیقت دی، او موږ انسانان یې په همدې نړۍ کې ژوند ته رابللي یو؛ نو:

ما چو كشتى‏ها به هم بر مى‏زنيم        تيره چشميم و در آب روشنيم‏

اى تو در كشتى تن رفته به خواب        آب را ديدى، نگر در آب آب‏[53]

موږ انسانان «ړانده او په اوبو کې سترګور یو» د دنیا حقایق په یوې پردې کې نغښتل شوي او موږ باید په خپله دا حقیقت وپېژنو؛ خو سترګې مو په اپوټه لیدو روږدې دي، محیط، مرکز ویني او مرکز محیط او دا اپوټه لاملېږي چې واقعیات په پرده کې پاتې شي.

نوځکه بل ټکې دادی چې هستي ذواجزأ او مرکبه ده. هستي، ددې دنیا او هغې دنیا، د پردې دې خوا او هغې خوا او باطن و ظاهر دی. موږ په ړومبي قدم کې هستۍ له ظاهر سره تماس نیسو او په دې ترڅ کې لږ شمېر خلک د ظاهر له بریده تېرېږي او باطن ته وررسي.

((يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ[54]= (ځکه) هغوى د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له آخرت (او د كار له پاى) بې خبره دي.))

او ددې غفلت لرې کونه ناشونې ده؛ خو داچې یو پېغمبر او د وحې راوړونکی غوږونو ته مانیز او آسماني غږونه واوروي او له بواطنو سره یې اشنا کړي، که نه ټول خلک په غفلت کې دي او غفلت پېر پلوري.

عبدالرحمان بابا وايي:

واړه غم دي که یې پیرې که یې پلورې

نور څه نشته په بازار ددې دنیا

څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول

همدغسې وویل شو، چې په نړۍ کې زموږ مسافروالی د غفلت او غرور یوه وزله هم ده؛ ځکه غالباً دا ځانګړنه هېروو چې له لامله یې د غرور او غفلت یوه بله پرده راغوړېږي. البته خدای انسانانو ته د یو شمېر غفلتونو د څنډنې لپاره وزلې وړکړي دي. څوک مري، په واقع کې غږ پورته کوي، چې د سفر وار به راورسي؛ خو یوازې دا غږ بسیا نه؛ بلکې اورېدونکی غوږ هم لازم دی، کوم غوږ چې دا غږ نه اوري، د غولول شویو غوږ دی.

علي(کرم الله وجهه) په همدې لیک کې وایي چې دنیا غرور راپیدا کوونکې ده، چې موږ د مسافروالي او ددې شان د هېرولو په پار، غرورمن یو. علي(کرم الله وجهه) خپل زوی ته وایي:

يا بنى انى قد انباتك عن الدنيا و حالها و زوالها و انتقالها و انباتك عن الاخره و ما اعد لاهلها فيها  = زویه، د دنیا له حال او زواله مې خبر کړې، د آخرت په هکله مې هم خبرې درته وکړې او ومې ویل، چې هلته یې آخرتیانو ته څه څیزونه چمتو کړي دي.

و ضربت لك فيهما الامثال لتعتبر بها  =  ددې دواړو نړیو او ددې دواړو ژوندونو په باب مې ډېرې بېلګې درته راوړې، چې د عبرت لامل دې شي.

بیا د دنیا او آخرت په اړه خپله بېلګه بیانوي:

((انما مثل من خبر الدنيا كمثل قوم سفر نبابهم منزل جديب فاموا منزلا خصيبا و جنابا مريعا=  چاچې دنیا ښه پېژندلې او له باطنه یې باخبره دی، د هغه په څېر دی، چې په سفر کې دی، او له وچې، بې خوړو او بې روزۍ ځمکې د ښه او شنه منزل په لټه کې روان دی.))

((فاحتملوا و عثاء الطريق و فراق الصديق و خشونه السفر و جشوبه المطعم = د لارې کړاو، د یارانو لرېوالی، د سفر سختي او د خوراک بې مزېتوب زغمي))

لياتوا سعه دارهم و منزل قرارهم = دا ځکه چې خپل پراخ کور ته ورسي او ارامي پکې ومومي.

فليس يجدون لشى‏ء من ذلك الما و لا يرون نفقه فيه مغرما = پوهېږي، څه چې لګوي، زیان به ونکړي، پوهېږي چې کړاو به یې بې پایلې نشي؛ نوځکه کړاو ورته څه نه ښکاري او لګښت ورباندې دروند نه پرېوځي.

((و لا شى‏ء احب اليهم مما قربهم من منزلهم و ادناهم من محلهم = یوازې مقصد ته وررسوونکی څیز یې ښه راځي؛ بلکې تردې ګران څیزو ورته نشته. یوازې یوه برخه لري او دا واقعي منزل ته رسېدل دي؛ نوځکه په ټولو هغو وزلیو یې زړه تړلی، چې دې منزل ته یې ورنژدې کوي.))

((و مثل من اغتربها كمثل قوم كانوا بمنزل خصيب = خو پر دنیا عاشق، لکه په نعمتونو ډک ټاټوبي کې اوسېدونکی))

((فنبابهم الى منزل جديب =  او بیا وچ، بې خوړو او بې روزۍ ټاټوبې ته ورځي.))

((فليس شى‏ء اكره اءليهم و لا افظع عندهم من مفارقه ما كانوا فيه الى ما يهجمون عليه =  او هېڅ کرکجن څیز به تردې نه وي، چې دوی راواخلي او له دې ښه ځایه یې هغه بد ځای ته بوځي.))

ددې نړۍ غرور همدا دی. د مولوي په تعبیر: څوک چې خوږ ژوند کوي، تریخ مري.

او د امام صادق په تعبیر: الدنيا سجن المومن و القبر حصنه و الجنه ماواه و الدنيا جنه الكافر و القبر سجنه والنار ماواه[55]= دنیا د مؤمن زندان، قبر یې پناهځی او جنت یې هستوګنځی دی او دنیا د کافر جنت، قبر یې زندان او جهنم یې هستوګنځی دی.

خوږ ژوند کول، د ترخې مړینې لاملېږي؛ یعنې هغه کسان چې څومره یې دا دنیا جدي نیولې، چې خپل مسافروالی یې له یاده ایستلی، نو دوی تریخ مري او څومره چې دا غفلت او غرور پکې ټینګ وي، دا سفر او هجرت به ورته خورا تریخ وي.

دا د غرور یوه له مهمو پردو څخه ده، چې په نړۍ کې د انسانانو پر سترګو او غوږونو غوړول شوې ده او ډېری یې مفتون کړي دي؛ یعنې په دنیا کې ډېر روسته پوهېږي، چې انسانان دا حقیقت ومومي او تصدیق کړي، چې مسافر دي، موږ انسانان ځانونه هستوګن یا مقیم بولو او که په رښتیا خپل مسافروالی ومومو، ټوله وګړه به مو واوړي.

 

 

عبدالرحمان بابا وايي:

که مقصود لرې تلوار کړه وقت کوتاه دی

غره مه شه ددې عمر په بقا

هره نبسه چې صحیح ګڼې په زړه کې

په غرور به هغه نښه کړې خطا

ډېر لږ کسان د زړه له کومي باور لري، چې مري او تلونکي دي او دې حقیقت یې ژوند اړولی دی. علي(کرم الله وجهه) د دنیا فاني والي په ملاحظه کې، له آره انسانان دوه ډوله بولي. یوه ډله دا فاني والی نه درک کوي؛ نوځکه د خپل همېشوالي په ګومان ځان ورباندې پلوري او بله ډله چې د دې فنا ژوروالی درک کوي؛ نوځکه هڅه کوي، چې ځان له دنیا بېرته وپېري.

عبدالرحمان بابا وايي:

نادانانو هسې دین په دنیا بایلو

لکه وړکي دُر بدل په پاره نان کا

((الدنيا دار ممر الى دار مقر و الناس فيها رجلان: رجل باع فيها نفسه فاوبقها و رجل ابتاع نفسه فاعتقها[56]= دنيا د تېرېدو ځاى دى، نه تمځاى او خلک یې دوه ډلې دي: هغې ډلې، چې ځان وپلوره او ورکه شوه او بلې چې ځان وپېره او ازاده شوه. »

جوته ده چې د دواړو ډلو چلن او کړه وړه یو له بل سره له ځمکې تر آسمانه توپیر کوي.

[1] لکه چې علي(کرم الله وجهه) هم درې واڼو ته اشاره کړې ده: «قد غاب عن قلوبكم ذكر الاجال و حضرتكم كواذب الامال فصارت الدنيا املك بكم من الاخره و العاجله اذهب بكم من الاجله[57]»

[2] و ان للذكر لاهلا اخذوه من الدنيا بدلا، فلم تشغلهم تجاره و لا بيع عنه [58]

 

دنیاپالنه

عبدالرحمان بابا وايي:

مه درومه رحمانه په خلاف د دانایانو

مینه د دنیا پسندلې نه ده هېڅ دانا

ځان ناپېژندنه

د ځان ناپېژندنې ساده مانا داده چې انسان خپل واقعي اوصاف او ځانګړنې ونه پېژني. سکه د انسان یوه له جدي ځانګړنو مسافروالی یې دی. یو مسافر که پوه نشي چې مسافر دی او ځان هستوګن وګڼي، پر ځان ناپېژندنې اخته کېږي او ورپسې به غلط هوډونه، باطل هوډونه، باطل قضاوتونه او ناسمې کړنې ترې وشي.

د دنیا مهمترینه ځانګړنه او په دنیا کې د انسانانو مهترینه ځانګړنه؛ فاني والی دی. موږ باید خپلې نورې ځانګړنې ددې ځانګړنې په سیوري کې وپېژنو. موږ ړومبی او بالذات د منطقیینو په تعبیر «فاني» یو. ټوله دنیا هم باید په دوو برخو ووېشو: فاني او باقي.

عبدالرحمان بابا وايي:

چې پیدا شي همګي واړه فنا شي

ای رحمانه دا جهان دی دا یې کار

علي(کرم الله وجهه) د متقیانو په هکله وایي، متقي هغه دی چې:

قره عينه فيما لا يزول. و زهادته فيما لا يبقى

ګرده دنیا او څه یې چې پر وړاندې ښکاره کېږي، په دوو برخو ویشي: پاتېدوني او تلوني. بیا یې پاتېدوني ښه ایسي او د خپلو سترګو رڼا یې بولي او تلوني کښته غورځوي او زهد پکې خپلوي

عبدالرحمان بابا وايي:

دا په دنیا کې مهمترینه وېشنه ده.

له دنیا سره د انسان د سم تړاو اپوټه کېدنه

حضرت علي(کرم الله وجهه) موږ انسانانو ته «ابناء دنیا» ویلي دي.

الناس ابناء الدنيا و لا يلام الرجل على حب امه[59]

خلک د دنیا اولاده ده او اولاد د مور په مینه نه ټپسوروي

یعنې دنیا یې مور ده او له خپلې مور سره د اولاد مینه طبیعي ده او تردې بریده پړه ورباندې نشته؛ خو کله، دنیا مو اولادېږي او موږ یې مورېږو او دا هغه تړاو دی چې د انسانانو او مصنوعاتو ترمنځ یې رادبره کېږي. په دې حال کې، له مصنوعاتو سره مو تړاو، له اولاد سره د مور د مینې په څېر کېږي.

 

د انسانانو د دنیا پالنې خواله او د خدای او شریعت پر وړاندې یې د سرغاړۍ راز

مولوی په مثنوي کې د سبا قوم او پېغمبرانو ترمنځ یوه مناظره تنظیم کړې چې ډېر عبرتناک ټکي پکې دي. د مناظرې په یوې برخې کې د سبا قوم له انبیاوو سره د جبر او اختیار پر سرپوښتنې ګروېګنې کولې، ویل یې چې تاسې ولې زموږ ایمان راوړو ته ټینګار کوئ، که الهي تقدیر وغواړي، ایمان راوړو او که ونه غواړي، ایمان نه راوړو.

لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا [60]

ولې هڅه کوئ چې عیوب او نیمګړتیاوې را نه لرې کړئ؟ که دا عیوب پاکېدونې وي او خدای وغواړي، پاکېږي او که خدای ونه غواړي پاک به نشي. دې پوښتنیو او ځوابونو دوام وموند، تردې چې خپله انبیاء هم نهیلي شول او ویې ویل چې ترڅو به دې قوم ته نصیحت کوو؟ ددې لپاره چې خبرې مو اغېزمنې شي؛ نو لومړی باید په دوی کې یوه زمینه وي؛ خو په دې قوم کې بیخي زمینه نه لیدل کېږي.

جنبش خلق از غذا و وعده است        تيزى دندان ز سوز معده است‏

ړومبی باید یو باطن وي، چې ورپسې یو ظاهر رادبره شي. لومړی باید یوه معده وي، چې لوږه وننګېري او په خوړو پسې ولاړه شي. دا قوم بیخي اړتیا راته نلري او غوږونه یې کاڼه دي. بیا مولوي د پېغمبرانو له خولې پوښتي، چې ولې مو خدای ښه نه ایسي؟ هغه خدای چې ستاسې پنځوونکی دی. ولې خپل پنځول شوي درته ګران دي؟ یو بوت توږئ، نمانځئ یې او مینه ورسره کوئ؛ خو له خدای سره مینه نه لرئ، ان نامه اخستل یې هم ستاسې بد ایسي. بیا انبیا خپله دا پوښتني ځوابوي:

نفس اول راند بر نفس دوم        ماهى از سر گنده گردد نى زدم‏[61]

ویې ویل د مطلب راز دادی؛ چې انسان د خپلو مصنوعاتو عاشق دی. دا بوتان تاسې خپله جوړ کړي او په همدې پار یې ښه ګڼئ؛ خو الله پاک تاسې جوړ کړی نه دی. هغه داسې یو موجود دی، چې محال ده ان په انځورنه کې هم تصرف پکې وکړای شئ. په همدې پار ترې تښتئ؛ خو خپل مصنوعات تر خدایي حالته پورته وړئ؛ ځکه جوړ کړي مو دي.

د انسانانو دا اپوټه لیدنه او کوږ ووږ قضاوت – ورمندون له یوه چار سره د مینې درلودو له لامله دی. ددې اپوټه لیدنې په پایله کې، مصنوع د صانع پرځای کېني او داسې تمې ترې کېږي، چې له وسې یې پوره نه دي.

له ځان او خپلو مصنوعاتو سره مینه د الحادي هومانېزم پیلامه ده

په نوي پېر کې الحادي «هومانېزم» یا خدای ته ورشا کړې انسان پالي، دقیقاً دغسې یوه مبنا او بنسټ لري او له دې جرړې تغذیه کېږي.

دا ډول انسانان خپله قانون جوړوي او شریعت، مقدساتو، د انبیاوو وحې، کلیسا او څه چې د دیانت نامه لري، ورته بې اعتنا دي. او پرځای یې د خپلو جوړ کړای شویو لاروي کوي. دا لاروي یوازې په دې شرط ده چې قوانین دوی خپله جوړ کړي. که څوک راغی او ویې ویل چې زه د خدای له لوري منصوب شوی یم او تاسې ټاکلی نه یم، او د خدای له لوري مې قانون درته راوړی، په هېڅ توګه یې نه مني؛ ځکه دوی یې یو هم مصنوع  نه دي.

موږ انسانان راغلي یو، چې د هغه چا فرمان ومنو او د بل پر وړاندې تعظیم وکړو، په دې شرط چې ړومبی خپله مو ویلي وي، چې دا وګړی واجب التعظیم او درناوی یې لازم دی. چمتو یو چې د قانون رعایت ته سر ورکړو، په دې شرط چې قانون مو، خپل قانون وي. که وویل شي چې خدای دا قانون رالېږلی؛ نو نه یې منو.

ددې چار یو اروا یي دلیل دادی، چې انسان ته د بل مصنوع، خوږ او ګران نه وي. انسان چمتو دی، چې له خپل مصنوع سره مینه وکړي، ان تر څه چې دی، ډېر یې وګڼي، یوازې په دې دلیل چې خپله یې جوړ کړی او بلکې یوه برخه یې ده او همدې چار ډېر ستر بېلارېتوبونه را کې رادبره کړي؛ ځکه له خودخواهۍ او ځانمنی راولاړېږي. د یوې ساده بېلګې په توګه، غالباً لیدل کېږي چاچې یوه ناسمه خبره کړې وي، نه غواړي بېرته یې واخلي؛ ځکه خپله یې کړې ده، او که دا خبره بل ویلې وای، چمتو و، چې بطلان ته یې سل دلایل ویلي وای؛ خو داچې خپله یې ویلې؛ نو بېرته یې اخستونکی نه دی.

د انسان پنځګري او خلاقیت

په دنیا کې د انسانانو ستر غرور او غفلت له دې راولاړېږي، چې انسان یو فاعل، پنځګر او صانع موجود دی، داچې سازوي یې؛ نو د خپل مصنوع بنده هم کېږي. که خدای، انسان صانع نه و پیدا کړی؛ انسان په اوسنیو ډېرو غرورونو او غفلتونو نه اخته کېده. البته که انسان د پنځګرۍ ځانګړنه نه درلوده؛ نو انسان به نه و؛ یعنې فاعلیت، خلاقیت او ابداع زموږ د انسانیت له نېغ وونکیو ستنو ځنې دي؛ خو البته دې ځانګړنې یو لړ غرور او غفلت را کې پیدا کړی، چې باید دفع او لرې کونې ته یې ملا وتړو ددې سپارښتنې یوه مانا چې:

((موتوا قبل ان تموتوا؛ تر مړینې وړاندې ومرئ))

دا ده، چې د دنیا له حقیقته باخبر شئ او د خپلو مصنوعاتو مریی نشئ او صانع او مصنوع د یو بل پرځای مه کېنوئ او د خپل مصنوع لپاره مړه نشئ؛ بلکې له دې مړینې ومرئ.

د شرک او بوتپالنې پراخ لمن

نوځکه معلومېږي، چې بوتپالنه خورا پراخ ده.

بوتپالنه یوازې دا نه ده چې انسان یوه ډبره وتوږي او ویې نمانځي. قرآن د انسانانو هوی، هوس او ځاني غوښتنې یو ډول بوت او خدای بللی دی.

((أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ[62]) = ايا هغه دې ليدلى، چې خپلې ځاني غوښتنې يې ته ځان ته معبود كړې؟!

په حدیث شریف کې راغلي:

ما تحت ظل السماء من اله يعبد من دون الله اعظم عند الله من هوى متبع[63]

(( د خدای پر وړاندې تر هر بوت نمانځې، د ځاني غوښتنو نمانځنه خورا درنه ده. ټول انسانان په شرک او بوتپالنې ککړ دي او باید سوکه سوکه ځانوونه ترې ازاد کړي))

((وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ[64]) = او ډېرى يې خداى مني؛ خو (په دې ډول چې) نور ورسره شريكوي.))

 

شرک یو پراخ لمنې ښکارنده – پدیده ده او په هر پېر او زمانه کې په یوې ځانګړې بڼې راښکاره کېږي او د شرک زڼی له مصنوعاتو او پردیو سره مینه کول دي.

پس بود دل جوهر و عالم عرض        سايه‏ى دل چون بود دل را غرض؟[65]

انسان، د عالم زڼی دی او عالم یې فرع او څانګه ده؛ خو انسان د همدې وضعیت له لامله او کوم تړاو چې له عالم سره لري، فرع د اصل (آر) پرځای، مصنوع د صانع او صانع د مصنوع پرځای کېنوي.

د « توبې کولو» مانا

توبه کول د ځان پر وړاندې یو ډول سرغړونه او د غرور د پردې څېرول دي.

توبه پراخ لمن لري او یوازې په هغو چارو پورې نه منحصریږي، چې له شرعي پلوه ګناه شمېرلېږي. البته په هغه ځای کې چې انسان سرغړاندي کوي او بد چار ترسره کوي، باید توبه وباسي؛ خو د عارفانو توبه، د غرور د پردې څېرول او بې له الله(ج) هیچا ته سترګې نه نیول دي.

ډېر لږ شمېر انسانان دي، چې د خپلو مصنوعاتو پر وړاندې درېدای شي.

یو رومان لیکونکي کاږلي، چې په پېل کې موږ خپله د رومان اتلان سازوو؛ خو سوکه سوکه د کار په ترڅ کې، اتلان زموږ پر وړاندې درېږي. دا ډېره سمه خبره ده.

موږ انسانان ټول رومان کښوونکي یو او ژوند مو ځان دی. کوم کارونه چې کوو کومې خبرې چې کوو او کوم څیزونه چې سازوو له همدې اتلان جوړوو او مازې چې کوم کار مو وکړ یا کومه خبره مو وکړه، داسې اتل پنځوو چې راباندې سپرېږي او خپل  مریی را نه جوړوي. ډېر لږ کسان دي چې په سمه او واقعي مانا یې دا اړیکه وساتي او له دې غرور او غفلته بچ شي. دا چار د غرور له مهمو ټولګیو او اضافو ځنې دی چې په دنیا کې انسانان ورباندې اخته دي.

د «غرور» او «خیال» تړاو

دا غرور چې په اړه یې خبرې مو وکړې د یو ټولیز مفهوم په سیوري کې راځي چې د «خیال» مفهوم دی.  موږ په دنیا کې، د خدای راکړي انساني جوړښت له مخې، خیال والا موجودات یو او له دې اړخ هېڅ پړه راباندې نشته.

د حکیمانو په تعبیر په نړۍ کې درې مرتبې شته:  د حس مرتبه، د خیال مرتبه او د عقل مرتبه.

په حقیقت کې ډېر لږ کسان خپل عقل کاروی. له آره ډېری خلک څومره چې انګېري، د عقل وړ نه دي ؛ بلکې عقل یې د خپل خیال په شپول کې دی.

د مولوی په وینا، دا خیال که څه «نیست وش» دی او څوک یې نه ویني؛ خو ددې عالم د نندارې چلوونکی دی.

نيست وش باشد خيال اندر روان        تو جهانى بر خيالى بين روان‏

بر خيالى صلحشان و جنگشان        وز خيالى فخرشان و ننگشان‏[66]

دا خیال چې ددې عالم د نندارې چلوونکی دی، موږ ته شعر، ادبیات، حسن و قبح، حقوق او ان فلسفه او مفکوره (ایدیالوژي) سازوي. کار یې سینګارونه ده. د شیطان سپرلی ده او د چارو په اپوټه کولو کې استاد او ماهر دی. زموږ ډېری خوندونه او کړاوونه وهمي دي او که په ژوند کې د خوندونو او غمونو ونډه سمه وارزوو، وبه وینو چې خیال څومره ستره اغېزه پکې لري.

 

پایله

په دنیا کې دوه ډوله «غرور» شته: د پړې وړ غرور او بې پړې غرور.

پایله داچې غرور دوه ډوله دی: په یو لړ غرور انسان نه پړ کېږي، او په یو شمېر پړ کېږي.

څه چې علي (کرم الله وجهه) دلته راوړي د نامذموم او ناغندل شوي غرور له جنسه دي؛ یعنې هغه غرور دی، چې زموږ له وجودي جوړښت او له دې نړۍ راولاړ دی؛ نو داچې انسانان یو؛ مغرور او غافل یو.

خو یو لړ غرور شته چې انسان یې په پار پړولای شو. دا هماغه غرور دی چې پېغمبران راغلي موږ ترې باخبر کړي او رازده کړي چې څنګه ځانونه ترې وڅنډو. دا غرور یوازې په دې څنډلېږي، چې انسان ته ددې عالم حقیقت وریاد کړای شي، همدا او بس.

یعنې د هستۍ د واقعیت پېژندنه، د انسان د مسافروالي د شان پېژندنه او هم د خپل خیال په شپول کې راګېرېدل یې، لاملېږي چې دا څنډېدونی غرور، له منځه ولاړ شي. د اخلاقو عالمانو او تر ټولو ښه امام غزالي په احیاءالعلوم کې، د غرور ټولګي چې بېلابېلې ډلې (فقها، متکلمین، صوفیان او…) پرې اخته دي څرګندې کړي، چې ښايي ځانونه ورباندې پوه او عبرت ترې واخلو. نو مذمومه دنیا پر کومه مانا چې وویل شوه، هغه خیالي دنیا ده چې د فاني والي او کښت والي ځانګړنې نلري.

اين جهان جادوست، ما آن تاجريم        كه ازو مهتاب پيموده خريم‏

گز كند كرباس پانصد گز شتاب        ساحرانه او زنور ماهتاب‏[67]

د «کلیله و دمنه» په یوه کیسه کې راغلي چې یو کوډګر سپوږمۍ خامتا کوله او پر خلکو یې پلورله. چاچې پېرله او تلل؛ نو لیدل یې چې څه ورسره نشته. دا دنیاهم د همدې کوډګر په شان ده. سپوږمۍ خامتا کوي او پلوري یې؛ خو تر پلور روسته، پېرونکی لاس تش ویني.

((وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ[68]) = او هغوى چې كافران شوي دي،د كړنو بېلګه يې په هوار ډاګ كې د ځلوب (سراب) په څېر ده، چې تږي یې (له لرې) اوبه ګڼي؛ خو چې ورشي (؛ نو) هېڅ نه وي او (بلکې) هلته خداى مومي، چې حساب يې پوره ورکوي او خداى ژرحسابى دى.

نو پرځای ده چې بیاهم د اولیاءالله په لاروۍ، له خدایه وغواړو چې له دارالغروره له ژغورنې مو برخمن کړي.

له خدایه غواړو چې د خپلې لورنې ورونه را پرانزي، توفیق دې راکړي چې له نفس سره مبارزه او پر خلکو لورنه وکړو.

 

روغ او رنځور زړونه

حضرت علي (کرم الله وجهه)، امام حسن (رض) ته کاږي:

فانى اوصيك بتقوى الله اى بنى و لزوم امره و عماره قلبك بذكره و الاعتصام بحبله. و اى سبب اوثق من سبب بينك و بين الله ان انت اخذت به؟ احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين و نوره بالحكمه و ذلله بذكر الموت

((زويه! په رښتيا سپارښتنه درته کوم، چې له خدايه وډار شه او تل یې د احکامو لاروي کوه او خپل زړه دې د هغه پر ياد ژوندى ساته او پر رسۍ يې منګولې ولګوه، چې له الله سره دې ډاډمنه وزله ده؛ که منګولې پرې ښخې کړې؟))

دا زوی ته د علي (کرم الله وجهه) ړومبي وصیتونه دي.

عبدالرحمان بابا وايي:

چې تقوی دیانت نه لري رحمانه

ددې هسې همنیشنو نشین مه شه

د «تقوی» لنډه مانا

یو ډول دنننی ساتونکی د «تقوا» لنډه مانا ده. که یو انسان ددې دننني ساتونکي درلودونکي نه وي، یو دباندېنی ساتونکی به ورته ګټور نه وي.

ټولې موعظې، یادونې، امر و نهې هله ګټورېږي، چې انسان له دننه امر کوونکی یا نهې کوونکی ولري:

من لم يجعل له من نفسه واعظا، فان مواعظ الناس لن تغنى عنه شيئا[69]

په واقع کې همدا دنننی امر و نهې کوونکی دی چې بهرنی حکم مني او انسان ته کار وراسانوي، چې بې له دې استازي، دیني مشران، او بزرګان چې هر څه ووایي، نا اورېدلي او نااغېزمن پاتېږي. د تقوی اغېزې ډېرې او درجې یې بېلابېلې دي. د تقوی مراتب پر الهي احکامو له عملي کولو پېلېږي او تر روستي پړاوه، چې په حقیقت کې الهي قرب دی، غځېږي. په قرآن کې هم له انسانانو دوه ډوله تقوی غوښتل شوې ده. په یوه ځای کې وایي:

فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ[70]

اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ [71]

عبدالرحمان بابا وايي:

چې تقوی او دیانت یې شي په بهره

د هغو د سعادت ستوري قرین دي

د الهي تقوا د حق پوره کول، د تقوی روستۍ مرتبه ده او تر خپلې وسې وسې تقوا خپلول یې، ړومبی مرتبه ده او د دواړو ترمنځ، ډېرې مرتبې او منزلونه دي. له امام صادق (رح) روایت شوی:  تقوا درې درجې لري: ړومبی تقوای بالله؛ د خلافو پرېښوول، چې د شبهاتو له پرېښوولو اوچته ده او دا خاص الخاص تقوا ده. دویمه، له خدایه تقوا ده چې د شبهاتو پرېښوول چې د حرامو له پرېښوو اوچته ده او دا خاصه تقوا ده او درېیمه تقوا؛ د عذاب له ډاره تقوا ده، چې د حرامو برېښوول دي او دا د عامو تقوا ده.[72]

ورپسې یو ښکلی مثال راغلی دی:

تقوا په یو ښار کې د بهېدلو اوبو په څېر ده او دا درې ګونې درجې، د هغو ونو په څېر دي چې د ویالې پرغاړه راټو کېږي. هر ونه د خپلې جرړې او اصل له مخې له ویالې ځانګړې اندازه اوبه روي….؛ نوځکه تقوا د طاعاتو لپاره داسې ده لکه اوبه چې ونو ته وي او د ونو او مېوو طبیعت د رنګ او خوند له اړخ د ایمان له اندازو او کچو سره ورته دی.[73]

عبدالرحمان بابا وايي:

باړه وتړه هاله کښت و زراعت کړه

تقوی دار شه هاله طمع د جنت کړه

د زړه ډولونه؛ اباد او ویجاړ زړونه یا د قرآن په تعبیر روغ او رنځور زړونه

د علي(کرم الله وجهه) ورپسې خبره داده چې زړونه د خدای په یاد او پر الهي دین باندې پر منګولو لګولو ابادېږي. د علي (کرم الله وجهه) په کلام کې دا ټکی نغښتی، چې په خلکو کې دوه ډوله «زړونه» دي؛ اباد زړه او ویجاړ زړه. د زړه ابادولو شرط دادی، چې په زړه کې یې د خدای یاد او ذکر کېني.

د زړه له ابادۍ او ویجاړۍ بېلابېلې انګېرنې انځورولای شو. د یوې ساده او ړومبی انځورنې له مخې، که یو څیز اجزاوې ولري او خپرې ورې شي؛ نو ورانی رادبره کېږي او که اجزاوې یو د بل ترڅنګ شي او څیز په ړومیی بڼه واړوي، د ورانۍ ځای ابادي نیسي.

مولوی د پاچا او مینزې په قصه کې همدا تعبیر کاروي؛ وایي کله چې پاچا پر مینزې میین شو او ویي پېرله، مینزه رنځوره شوه او طبیبان یې له درملنې بیوسې شول. بیا مینزې ته الهي طبیب راغی او واقعي درد یې تشخیص کړ او:

گفت هر دارو كه ايشان كرده‏اند        آن عمارت نيست ويران كرده‏اند

بى خبر بودند از حال درون        استعيذ الله مما يفترون‏[74]

یعنې درد ناپېژاندو طبیبانو د ابادۍ او جوړونې پرځای ورانی کړې؛ ځکه د چار حقیقت یې نه دی پېژندلی، جاهلانه ورسره چلېدلی او په خپل ګومان او وهم یې په درملنې لاس پورې کړ؛ نوځکه یې رنځوري لا ډېره کړه.

تر هغه چې څوک د انسان د زړه او روح جوړښت ونه پېژني، اجزاوې، خواړه او درمل یې ونه پېژني او د زړه د رنځوریو له ډولونو ناخبره وي؛ نو البته د زړه د ابادۍ او روغتیا په هکله سمه خبره نشي کړای. ابادي او وراني، د روغتیا او رنځورۍ انډول دي. دا دواړه تعبېرونه په قرآن کې راغلي. خدای په قرآن کې رنځور زړونه او هم روغ زړونه ښوولي دي:

((فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضًا[75] = په زړونو كې يې (يو ډول) رنځوري ده او خداى يې رنځوري لاپسې زياته كړه.))

((يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ[76] = پر هغه ورځ، چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى))

((إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ[77]= خو هغه چې (له شرك، كفر او نفاقه) په پاك زړه خداى ته ورشي))

عبدالرحمان بابا وايي:

هغه ژوی چې بې خدایه محبت کا

همګي واړه بې ځایه محبت کا

محبت بې خدایه واړه د زړه رنځ دی

که مدام له چنګ و نایه محبت کا

د اولیاء الله په ارشاد او لارښوونه زړونه ابادېږي

خو څنګه زړه ته ابادي راستنولای شو؟ ددې پوښتنې ځواب باید له اولیاء الله او د زړونو له خاونده (صاحبدلان) واورو، چې همدوی د زړونو طبیبان دي:

اين طبيبان بدن دانش‏ورند        بر سقام تو ز تو واقف‏ترند[78]

هم ز نبض و هم ز رنگ و هم ز دم        بو برند از تو به هر گونه سقم‏

پس طبيبان الهى در جهان        چون ندانند از تو بى گفت دهان (…)؟[79]

كاملان از دور نامت بشنوند        تا به قعر باد و بودت در دوند[80]

اولیأء الله چې الهي طبیبان دي، د زړه د روغتیا او رنځورۍ شرایط پېژني او نورو ته یې هم ورپېژني.

 

د «زړه» مانا او د «خپرېدو» آفت

لکه چې مخکې وویل شول، د یوې ټولګې د اجزاوو خپرېدل یې، سمي یا سلامتي په خطر کې اچوي. د انسان زړه هم تل ددې آفت په درشل کې دی، ځکه زړه د غوښتنو او پوهېدنو له ټولګې بل څیز نه دی.

له «زړه» مطلب، د بدن کوم غړی یا د روح کوم اندام نه؛ بلکې یو مرکزیت دی چې پکې ډول ډول غوښتنې او پوهېدنې شته. ددې په څېر چې له «ذهن» څخه مو مطلب هغه زېرمتون نه دی چې بېلابېل معلومات پکې راټول کړای شوی وي؛ بلکې په خپله بېلابېل معلومات عین ذهن دی.

زړه هم پر همدې قیاس او پرتلنې له ډول ډول چارو جوړه یوه ټولګه ده؛ نوځکه د خپرېدو ډ‌ېره وړتیا او استعداد لري؛ یعنې شونې ده یوه غوښتنه یې یوې خوا ته راکاږي او بله غوښتنه یې بلې خوا ته. مازې چې دا خپرېدل ترسره شو، د زړه مرګ پیل شوی دی.

چې کله په زړه کې راټولېدنه، تجمع او تمرکز نه وي، هر فکر او څوبتیا روح خپل لوري ته راګاږلی شي. بېلابېلې زړه تړنې د پوروړیو په څېر له انسانه راتاوېږي او یو څه ترې غواړي او په دې توګه انسان په ګڼو لوریو او ټوټو ویشي؛ نو دلته د انسان بشپړتیا په خطر کې وي، د وجود هره برخه یې او د زړه هره ټوټه یې کوم کس یا کوم ځای ته ورسپارل کېږي. یو له بله د اجزاوو لرې کېدنه او بېلابېلو ځایونو ته د زړه ورسپارېدنه، په رښتینه کې د زړه وراني ده.

«عشق» شیندل نه؛ راټولول کوي

پر بېلابېلو لوریو د هوښ وېشنه، زړه په بېلابېلو ځاني غوښتنو کې بوختول، په رښتیا هم د زړه وراني او رنځوري ده او درملنې ته یې یو قوي مقناطیس لازم دی، چې رادبره شي او چورلیز توب یا محور وکړي او دا ګرد خپاره واره راټول  کړي یا دې متفرقاتو ته وحدت ورکړي.

القلب السليم الذى يلقى ربه و ليس فيه احد سواه.[81]

«هغه سلیم زړه دی، چې له خدای سره په داسې حال کې ملاقات کړي، چې بې له الله بل څه پکې نه وي.»

عبدالرحمان بابا وايي:

عشق عاشق لره یوه هسې ګلستان دی

چې باغ و ته یې لار د خزان نشته

عاشقان په عشق کې واړه سلطانان دي

په دا ښهر کې نیستکار او ناتوان نشته

کله په مصنوعي ډول دا یووالی رامنځ ته کېږي؛ خو د حقیقي یوالي بڼه یې عارفانو رازده کړې ده.

انسان باید دا ګردې اجزاوې د الله د نامو د یوې نامې په سیوري او تر لاندې یې راوړي او د الله په یاد دا خپاره واره کېدنه یا تفرق پر راټولونې یا تجمع واړوي.

عارفانو ویلي: المجاز قنطرة الحقیقة  «مجاز د حقیقت پر لور یو پل دی»

او پر همدې بنسټ یې ویلي:

عاشقى گر زين سر و گر زان سر است        عاقبت ما را بدان سر رهبرست‏[82]

مجازي عشق هم د شخصیت یووالی او د زړه راټولونه یا تجمع کړای شي

انسان کافي دی چې عاشق شي، دا عشق ان که مجازي هم وي، په پایله کې شونې ده چې حقیقي عشق ته یې ورسیخ کړي. دوی ددې چار راز هم په دې کې ګانه چې چا ته د زړه ورسپارنې مهمترینه ځانګړنه داده چې خپاره واره کېدل یا تفرق پر راټولونې یا تجمع اړوي او هم انسان واحد، یو لاس او یوه ټوټه کوي.

انسان ددې عشق په رڼا کې – تر هغه روسته چې په دننه کې یې ګڼو تړاوونو او لېوالتیاوو غوبل جوړ کړی او دا یې کړهاند او ځلبلاند کړی – یوې قبلې ته مخه کوي او یو محبوب ته زړه ورسپاري، که څه ځمکنی او مجازي محبوب وي.

د مجازي عشق مرغلره عاشق ته د وګړې – شخصیت یووالی، د روح بشپړتیا او ډاډګیرنه وربښي او نفس چمتو کوي که لاسنیوی یې وشي، راروسته ستونزمن ګام هم پورته کړي او دا مجازي معشوق پر حقیقي معشوق واړوي. البته مجاز یوازې د حقیقت پر لور یو پل دی، ځینې پردې پله تېرېږي او ځینې نه.

ددې خبرې مانا دا نه ده چې که څوک پردې پله ودرېده هرومرو به ترې تېر شي او د پل بلې غاړې ته به ورورسي. البته د تمییز خاوندان پر پله کور نه جوړوي، خو په ډېری مواردو کې داچې انسان حقیقت ته ورورسي؛ نو شرط یې دادی چې له یوه مجازه واوړي. ددې مجاز هنر دادی چې انسان له بېلابېلو پوروړیو ژغوري. سعدي همدا مانا په یو ښکلی غزل کې ویلې ده:

ما در خلوت به روى خلق ببستيم        از همه باز آمديم و با تو نشستيم‏

هر چه نه پيوند يار بود بريديم        و آنچه نه پيمان دوست بود شكستيم (…)

مالك خود را هميشه غصه گدازد        ملك پرى پيكرى شديم و برستيم (…)

اى بت صاحبدلان مشاهده بنماى        تا تو ببينيم و خويشتن مپرستيم‏

د راټولونې مانا همدا ده، چې سعدي وایي: «ملک پری پیکری شدیم و برستیم»؛ یعنې زړه مې یو کس ته ورکړ اوله ډولا ډولو زړه تړنو خوشې شوم. دا د زړه د ابادۍ پیلامه ده.

دا وېشل شوی او خپور وور هوش سوکه سوکه راټولېږي او مومي چې څوک دی؟ ددې چار تر عملي کولو روسته، زړه د ابادۍ مهمترینو پړاوونو ته وررسي: وګړی باید د خپل ړومبي وجود پر کمزوری لاسبری او ډېر هسک شي او دا ټول د الله تعالی په ذکر او له عارفانو سره په ملګرتوب ترلاسه کېږي دا د زړه ابادولو مانا ده.

البته علي(کرم الله وجهه) په دې اړه دستور نه راکوي، چې انسان دې موخې ته د رسېدو لپاره باید له کومې لارې تېر شي، یوازې روستی پړاو را انځوروي او سپارښتنه یې کوي:

و عماره قلبك بذكره «سپارښتنه درته کوم چې زړه دې د خدای پر یاد اباد کړې».

د زړه «ابادول» د تېرې شننې له مخې نورې پایلې هم لري:

 

د زړه ابادېدل، غمونه او خپګانونه له منځه وړي

بېلابېلې څوبتیاوې چې انسانان یو خوا او بلې خوا ته کاږي غم ډېروي او خپګان راوړوونکي هم دي او د غفلت او بې زغمۍ لاملېږي. د خدای په یاد، د زړه ابادول زړه ددې غمونو او ښادیو له منګولو ازادوي او یو لوری وربښي، له رسول اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) روایت شوی:

لا تكثر والكلام بغير ذكر الله فان كثره الكلام بغير ذكر الله تقسوا القلب[83]

«بې د الله له یادولو، ډېرې خبرې مه کوئ؛ ځکه بې د الله له یادولو ډېرې خبرې کول زړه سختوي»

د زړه سختوب د زړه یو ډول وراني ده، چې په زړه کې د «غیرالله» یادولو له ګډوډیو راولاړېږي. په حدیث کې راغلي:

ما ضرب عبد بعقوبه اعظم من قسوه القلب[84]

بنده ته د سخت زړۍ تر سزا بل لوی عذاب نشته. او دا هماغه عذاب دی چې خدای پر بنی اسراییلو راکوز کړ.

فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً [85]= خو د ژمنماتۍ له لامله یې مو ورټل او سخت زړي مو كړل.

په زړه کې واحد لوری درلودل او زړه د بېلابېلو یادونو له ګډ وډیو ازادول د زړه د ابادۍ کونجي ده او دا یوازې د خدای په یادولو عملي کېږي.

اصل صلاح القلب اشتغاله بذكر الله[86]

په عین حال کې د خدای یاد د انسان زړه ته له عالي او قدسي موجوداتو سره د ملګرتوب وړتیا ورکوي. هر موجود د خپل همجنس موجود ترڅنګ ارامي مومي او که دا همجنس ترې واخلي، نا آرام او بې قرار به شي.

یوازېنی موجود چې د زړه همجنس او «خپل» یې دی، قرار او ارامي وربښي، خدای او الهي صفته انسانان دي. شونې ده چې نور څیزونه په ظاهره انسان ته سکون او ډاډمني ورکړي؛ خو مجازي او لنډمهاله دي او تر پایه دا ونډه غځولای نشي؛ نوځکه ړومبی سپارښتنه هماغه ده چې خدای ویلي دي:

((اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا[87] = خداى ډېر ياد كړئ))

اذكروا الله شاه ما دستور داد        اندر آتش ديد ما را نور داد[88]

خدای په خپله ویلي، یاد مې کړئ؛ یعنې هم یې موږ انسانانو ته اجازه راکړې او هم یې امر راته کړی.

اذكرونى اگر نفرمودى        زهره‏ى نام او كه را بودى‏

که خدای اجازه ورکړې نه وای، چې نامه یې واخلئ، هیچا جرأت نشو کړای چې په اړه یې کومه خبره وکړي. امام زین العابدین په یوې دعا کې وایي.

الهى لولا الواجب من قبول امرك لنزهتك عن ذكرى اياك، على ان ذكرى لك بقدرى لا بقدرك و ما عسى ان يبلغ مقدارى حتى اجعل محلا لتقديسك و من اعظم النعم علينا جريان ذكرك على السنتنا و اذنك لنا بدعائك و تنزيهك و تسبيحك.[89]

« خدایه، که د امر منل دې واجب نه وای (چې دې وویل «یاد مې کړئ») بیخي مې نه یادولې، سره له دې چې د خپلې اندازې هومره دې یادوم، نه ستا په اندازه، او ایا ظرفیت مې څومره دی چې ستا د تقدیس وړ شم؟ هو دا ستا یو له سترو نعمتونو ځنې دی چې یاد دې زموږ پر خولو روان دی او اجازه دې ده چې دې وبولو، تنزیه او تسبیح دې ووایو»

نوځکه اجازه او فرمان دې مننه او شکر لازموي او دا شکر له فرمانه دې اطاعت او په غوښتنه یې د عمل کولو اجازه ده. او دا د عامو عارفانو تجربه ده:

چون درآيد نام پاك اندر دهان        نى پليدى ماند و نى اندهان‏[90]

عام مى‏خوانند هر دم نام پاك        اين عمل نكند چو نبود عشقناك‏[91]

ټول، البته د خدای نامه یادوي؛ خو اغېز ترې نه ویني. دا ذکر هله کارسازی دی، چې عاشقانه وي؛ یعنې بېلابېلې زړه تړنې په یوې موخې واړوي او د انسان قبله یوه کړي.

موعظه او زهد

حضرت علي (کرم الله وجهه)، حضرت حسن (رض) ته وصیت کوي:

احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين و نوره بالحكمه و ذلله بذكر الموت

«مړ زړه په موعظه ژوندی کړه او سرغړاند نفس په زهد مړ کړه او کمزوری زړه په یقین ځواکمن کړه او تیاره ځان په حکمت رڼا کړه او سخت زړه د مرګ په یادولو نرم کړه»

«موعظه» زړه ژوندی کوي، او «زهد» نفس وژني

په دې عباراتو کې «زړه» د ټولې انساني وګړې پر مانا ده. په واقع کې د علي(کرم الله وجهه) سپارښتنه دا ده، چې انسان باید له یو اړخ ژوندی شي، له یو اړخ ومري، له یوه اړخ ځان کابو او ارام کړي او له بل اړخ ځان رڼا کړي. په بله وینا انسان بېلابېل اړخونه لري او باید ټول ضبط کړي او د هر یو حکم وپېژني او د هر یو حق پوره کړي.

البته انسان ددې مانا عملي کولو ته، باید د هر یو مناسبې لارې وپېژني او په لار یې ورننوځي: موعظې د انسان زړه ژوندی کوي. غفلت یې څنډي، نفس وژني، یقین، زړه ته ځواک وربښي، حکمت، ځان رڼا کوي او د مرګ یادول سرغړاند نفس کابو کوي.

 

د متعظ واعظ موعظه اورېدونې او اغېزمنه ده، نه د نورو

په حقیقت کې د نهج البلاغې لویه برخه موعظه ده. د موعظې په باب پاموړ ټکی شته؛ هغه موعظه زړه ژوندی کوي، چې له هغه نفس او خولې راوتلې وي، چې خپله یې دا حقیقت عملي کړی وي. خدای حضرت عیسی(علیه السلام) ته وحې وکړه.

«ړومبی ځان ته موعظه وکړه؛ نو که ګټه دې وکړه؛ بیا خلکو ته موعظه وکړه[92]»

زموږ د فرهنګ په تاریخ کې ډېری ناعملي موعظي شته. د نامتعظ وګړي موعظه نه یوازې زړه نه ژوندی کوي؛ بلکې د مړینې یې لاملیږي. ډېری اخلاقي چارې د هغه چا په روحي ملاتړ متکي دي چې خپله په دې اخلاقي بهیر کې ګام اخلي، نباید د هر چا موعظې ته کېنو. نباید له هرې خولې هر موعظه واورو، که څه هم  حق وي.

شیخ سعدي (ره) وايي:

گفت عالم به گوش جان بشنو        ور نماند به گفتنش كردار

باطل است آنچه مدعى گويد:         خفته را خفته كى كند بيدار؟

مرد بايد كه گيرد اندر گوش        ور نبشته ست پند بر ديوار

خو واقعيت دادی چې د مدعي خبره باطله نه ده. واقعاً، وېده، وېده را ويښولای نشي. البته انسان بايد پند که ان پر دېوال ليکل شوی وي، په غوږ کې ونيسي؛ خو ددې «بايد» او د هغه ابادوونکي پند د اغېز ترمنځ ډېر لرې واټن دی. ډېر ښه کار دی که څوک پر دېوال له ليکلي پنده څه زده کړي او ترې اغېزمن شي؛ خو پر دې پانګونه نشو کړای. نشو ويلای چې تردې روسته پندونه يوازې پر دېوالونو يا کتابونو کې ليکوو او خپل چار تمام شوی ګڼو. دا نا سمه ادعا ده.

موعظه د علم يا فلسفې له جنسه نه ده؛ د فعل له جنسه ده (د انفعال پر وړاندې)، موعظه دا نه ده چې څوک په يوه کتاب کې وليکي، پلانی چار ښه دی يا بد دی. دا، په اصطلاح علم دی او علم کله هم د موعظې ځای نه نيسي. علي (کرم الله وجهه) وايي: « زړه دې پر موعظې ژوندی کړه» ددې خبرې حقيقي مانا داده چې زړه دې د متعظ واعظ په موعظه او ددې موعظې په پلي کوونکي ژوندی کړه؛ ځکه بې له دې بڼې زړه نه ژوندی کېږي. له پېغمبر اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) مشهور روايت شوی:

« تن مو د پسرلي له باده مه پټوئ، تن مو د مني له باده پټ کړئ.»

مولوی وايي چې راويانو دا خبره له پېغمبر اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) روايت کړې؛ خو پر مراد يې پوه شوي نه دي:

راويان اين را به ظاهر برده‏اند        هم بر آن صورت قناعت كرده‏اند[93]

 

د عارفانو نفس « د پسرلي نسيم» دی

راويانو ګومان کړی چې منظور د کال همدا عادي پسرلی او منی دی؛ خو مولوی وايي دغسې نه ده. د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) په کلام کې «پسرلی» يعنې د عارفانو نفس. دوی پسرلي دي او انسان ته طراوت او تازه توب وربښي او زړه يې ژوندی کوي. دا انفاس دي چې د انسان روح تک شينوی:

پس بتاويل اين بود كانفاس پاك        چون بهارست و حيات برگ و تاك‏

گفته‏هاى اوليا نرم و درشت        تن مپوشان زانك دينت راست پشت‏

گرم گويد سرد گويد خوش بگير        زان ز گرم و سرد بجهى و ز سعير[94]

خو هغه منی چې بايد ترې وتښتو او تن ترې پټ کړو، د ناپاکانو نفس، او ځاني غوښتنې دي. دا چټل او پليد انفاس د مني د باد په څېر د انسان پاڼې او بار سوځوي او تويوي. زړه وژني؛ نوځکه « زړه دې په موعظه ژوندی کړه» يعنې ورشه او له عارفانو او صاحبدلانو سره کېنه. د دوی يوه موعظه د مړ زړيو تر زرګونو موعظو درنه ده.

كهربا دارند چون پيدا كنند        كاه هستى ترا شيدا كنند[95]

د عارفانو د مقناطيس په ساحه کې کېنه، چې جذب دې کړي:

دلا نزد كسى بنشين كه او از دل خبر دارد        به زير آن درختى رو كه او گلهاى تر دارد

در اين بازار عطاران مرو هر سو چو بيكاران        به دكان كسى بنشين كه در دكان شكر دارد[96]

نه يوازې د هر چا د خبرې اورېدل د انسان پر زړه اغېزمنې نه دي، چې هډو د هر چا د خبرې اورېدل روا نه دي. په رواياتو کې لرو، چې د وګړيو د خبرو اورېدل، دهغوی نمانځنه ده؛ نو که وياند د خدای له لوري وي، اورېدونکي خدای نمانځلی او که د شيطان له لوري وي، اورېدونکي شيطان نمانځلی دی.[97] بايد څارن اوسو، نبايد هر څوک ونمانځو، دا يو ډول شرک دی.

چا ته د زړه ورسپارنه، د چا خبرو ته غوږ نيونه، څه ساده او اسان کار نه دي. البته غالبا موږ انسانان دا خطير چار ساده بولو؛ خو د مطلب حقيقت دادی چې انسان نبايد خپلې سترګې او غوږونه هر چا ته وروسپاري.

زړه د ونې په څېر ژوندي پاتې کېدو ته بايد اوبخور شي او بايد دا اوبخور له هغو کسانو وغوښتل شي چې په کار کي کافي وړتيا لري. عارف مشرانو چې څه کښلي، ليکنې يې تر اوسه اورينې دي او انسان تودوي. په مقابل کې هغو کسانو چې په تقليد او پټو سترګو د نورو خبرې زده کړي او پېرونکيو ته يې وروړاندې کوي له پيله مړ بچی زيږوي، راروسته پيړۍ خو پرېږده او پرېږده. که وينو چې د علي (کرم الله وجهه) خبرې له څوارلسو پېړیو راروسته تر اوسه په زړونو کې دغسې اور بلوي، په دې پار دي چې خپله وایي:

« خلکو! پر خدای قسم زه تاسې هېڅ طاعت ته نه رابولم؛ خو داچې خپله مې ړومبی عمل ورباندې کړی دی[98]»

که وینو د امام غزالي (رح)، مولوي، رحمان بابا او خوشحال خان خټک په څېر کسانو خبرې له کلونو کلونو تېرېدو روسته تراوسه زړه راښکوني دي، دلیل یې دادی چې دا خبرې ړومبی د دوی په ځانونو کې بلې شوې وې، چې راروسته نور یې هم تر اغېز لاندې کړي.

عبدالرحمان بابا وايي:

په ښه خوی له بدخواهانو بې پروا یم

په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم

و هر چا ته پخپل شکل څرګندېږم

آينه غوندې بې رویه بې ریا یم

قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی

پټ د درست جهان پادشاه ظاهر ګدا یم

د غنچې په څېر په سل ژبو خاموش یم

لکه بوی هسې په پټه خوله ګویا یم

هم په دا سپینو جامو معلومېږم

لکه ابر هم ګوهر یم هم دریا یم

دراز عمر مې حاصل شو له راستیه

لکه سر و مدام سبز و تازه پایم

که چا لار د عاشقۍ ده ورکه کړې

زه رحمان د ګمراهانو رهنما یم

سخن كز دل برون آيد نشيند لا جرم بر دل

« خبره چې له زړه راووځي، هرو مرو په زړه کېني»

دا خبرې له یو موړ روحي ملاتړه برخمنې دي. په واقع کې دا روحونه تراوسه ژوندي دي او په دې کلماتو کې پوکل کېږي او تودوي یې، چې دوی هم خپلو وړ مخاطبانو ته تودوخه ورکړي. د هستۍ عالم دغسې دی. بې پاره او چټي به نه وي چې یو شمېر خبرې دغسې اغېزمنېږي. پایله داچې زړه باید له یوه اړخه په موعظه ژوندی کړو.

باید د نفس سرغړونې ووژنو

خو زړه باید له یو بل لوري مړ کړو. نفس ځینی سرغړونې لري، چې باید کابو شي. د مولوی په وینا:

نفس فرعونى ست هان سيرش مكن        تا نيآرد ياد از آن كفر كهن‏[99]

عبدالرحمان بابا وايي:

له دې خپل سپیه نفس مې زړه بد شه

چه اوبه څکي یا خواړه خوري په جهان

« زهد» د نفس سرغړونې وژني، نه خپله نفس.

نفس کافر صفته او کافر نعمته دی او که خپلسری شي، کوزه خوا نیسي. انسان ظلوم او کفَار دی. دا زموږ د انسانانو ذاتي ځانګړنې دي او که خوشې شو، د طبع له مخې مخ پر ځوړېږو.

عبدالرحمان بابا وايي:

نفس شیطان سړی و کفر ته وباسي

رحم فهم په ځان وکړه کافر مه شه

راشه واچوه د نفس و خوله ته خاورې

څو دې نه ده خوله د ګور په خاورو ډکه

کینه بده ده بې شکه جنګ حرام دی

نه له نفس و له شیطان سره کینه

د مردانو کار له نفسه سره جنګ وي

نه له ښځو غوندې له نقشه نګینه

تر ناپاکو نارینه وو ده بهتره

پاک دامنه پرهېزګاره ارتینه

ان نفسك لخدوع ان تثق يقتدك الشيطان الى ارتكاب المحارم (غرر الحکم)

«نفس ټګېجن دی، که پر خپل سر یې خوشې کړې، شیطان به دې ګناهونو ته ورکاږي.»

نوځکه:

لا ترخصوا لانفسكم[100]

«ځانونه ازاد مه پرېږدئ»

تل باید انسان ووهل شي چې له هغه اړخ دې اړخ ته راوګرځي. د نفس د ځپنې او مړ کولو لار، زهد دی. یعنې نفس په بې برخې کولو مري.

البته زهد خپلول مرتبې لري. ظاهرا دلته د علي (کرم الله وجهه) کلام د زهد لومړی مرتبه راښیي؛ یعنې د زهد په بهیر کې ګام ایښوول؛ خو البته نفس د زهد په پار داسې یو ځای ته وررسي چې زهد خپلول ورته تکلف نه؛ بلکې عادت دی، خصلت او دویمنی وګړه یې کېږي. په دې مرتبه کې انسان د خپلې طبع له مخې زهد خپلوي. په ړومبیو مرتبو کې باید تمرین وکړو، باید کله یو لړ ستونزې هم وزغمو، چې راروسته راته اسانې شي؛ خو په هر پار د زهد خپلول د نفس وژنه ده.

البته د حضرت علي (کرم الله وجهه) په تعبیر د «نفس وژنه» د نفس د سرغړونو وژنه ده، نه په بشپړ ډول د نفس وژنه. د سرغړونې د اور تتول دي، نه د دې ټول اور تتول.

ځینې صوفیان مو ګروهن ول، چې باید نفس له بیخه ووژنو، دا سم او اسلامي تعبیر نه دی. د دیني مشرانو له کلماتو راولاړېږي، چې وژنه یعنې د سرغړاندیو کابو کونه، همدا اوس د پالونکی حکمت هم په دې کې دی چې د انسان نفس روزل شوی پاتې شي نه داچې له آره ومري او له منځه ولاړ شي. له ځانګړو صوفیانو او راهبانو چې کوم داستانونه رارسېدلي، ټول پر دغسې یوې ناوړې پوهاوی ولاړ دي.

یقین مرتبې لري، قوت راولاړوي؛ خو کمیاب دی.

و قوة بالیقین

«زړه باید په یقین پیاوړی کړو.»

«یقین» مرتبې لري. د یقین ډېرې لوړې مرتبې د چا لږې په برخه کېږي. البته که د چا پر برخه شي؛ نو مهمترینه ځانګړنه یې وسمني ده. اصولا هر څوک په دنیا کې د خپل درلودلي یقین په رڼا جدي چارې کوي، په شک او زړه نا زړه توب څه کار پر مخ وړای نشو.

اين تردد عقبه راه حق است        اى خنك آن را كه پايش مطلق است‏[101]

خو یقین مرتبې لري، په حقیقت کې یقینونه مو ګومانونه دي. ډېر لږ څیز چې خدای په انسانانو کې وېشلی، یقین دی[102]؛ خو ددې خبرې مانا دا نه ده چې انسان یقین ونه غواړي، او په لټه کې یې نشي. انسان سره له دې چې په یقین پسې ورځغلي ډېر لږ یې تر لاسه کوي؛ دا خو لا څه چې اصلا په دې لار کې هڅه ونکړي. البته نوادر نېکمرغه شته چې په یقین پسې نه وردرومي. بلکې یقین په دوی پسې ورځي. د مولوی په تعبیر، څاه یې ایستلې نه ده اوبه ورته راخوټېږي:

گر رسد جذبه‏ى خدا آب معين        چاه ناكنده بجوشد از زمين‏[103]

پېغمبران له همدې جنسه ول. دا نېکمرغه او د خدای تر ځانګړې لورنې لاندې موجودات، په هېڅ څیز پسې ورنغلل؛ بلکې دا حقایق دوی ته راغلل؛ خو دا یو نادر احوال دی. نور باید له دې نوادرو ګټه پورته کړي؛ خو ځغاسته یې مکلفیت دی.

دوست دارد يار اين آشفتگى        كوشش بيهوده به از خفتگى‏[104]

اندرين ره مى‏تراش و مى‏خراش        تا دم آخر دمى فارغ مباش‏[105]

جنبشى اندك بكن همچون جنين        تا ببخشندت حواس نوربين‏[106]

د عمر تر پایه حرکت او خوځښت لازم دی. خدای هم څارن دی او هڅې ویني.

هر چه كوشد جان كه در مرد و زنست        گوش و چشم شاه جان بر

د «یقین» په لاس ته راوړو کې مجاهدت فرض دی.

خدای خپله سترګه د هستی پر دریڅه ایښې او ویني چې څوک هڅه کوي او څوک یې نه کوي؛ نو ځغاسته شرط دی. ان خوشې هڅه تر وېدېدو غوره ده. له آره د یقین په لار کې ځغاسته هم انسان ځواکمنوي، دا خو لاڅه چې انسان خپله یقین ترلاسه کړي؛ خو انسان نباید په اسانۍ او ارزانۍ د یقین د لوړو مراتبو غوښتونکی وي. دا مرغلره به په اسانۍ د انسانانو پر برخه نشي.

حکمت

حضرت علي (کرم الله وجهه)، حضرت حسن (رض) ته په وصیت کې وايي:

و نوره بالحكمه

« تیاره زړه د حکمت په رڼا، رڼا کړه.»

«حکمت» په اسلامي معارف کې یوه له اشنا کلمو ځنې ده، په قرآن کریم او د دیني مشرانو په څرګندونو کې کارول شوې ده. ټول پوهېږو چې د خدای له نامو ځنې یو هم «حکیم» دی او «حکیم» هغه دی چې حکمت لري.

«حکمت»، «خیر کثیر» دی او دنیا «متاع قلیل» ده.

د الهي خویونو د درلودو یو ډول، د حکمت درلودل دي. الله تعالی  په قرآن کې، حکمت «خیر کثیر» بللی دی:

((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا[107]))

د امام فخر رازي (رح) د وینا له مخې د «خیر کثیر» پر مانا هله ښه پوهېدای شو، چې له «متاع قلیل» – چې د دنیا ځانګړنه ده ـ سره یې پرتله کړو. ګرده نړۍ له نعمتونو سره یې «متاع قلیل» ده او پر وړاندې یې خدای حکمت «خیر کثیر» ستایلی دی. دا چار راښیي چې د خدای له نظره، حکمت تر کومه بریده پر دنیا غوراوی لري. په واقع کې حکمت له دنیوي متاع ځنې نه دی؛ ځکه که و؛ نو د «قلیل» په ځانګړنه کې رانغاړېده. حال داچې خدای حکمت په «کثیر» ځانګړنه یاد کړی دی.

«حکمت» او «فلسفه» یوه نه ده

سم نه پوهېږو، چې له څه وخته او په کوم سبب په اسلامي فرهنګ کې «فلسفه» له «حکمته» سره مرادفه او په یوه لیکه کې ایښوول شوې ده. په اسلامي فرهنګ کې کله فیلسوف ته «حکیم» هم ویل شوی دی. د همدې دلیل له مخې د مولوي په څېر کسانو حکمت پر دنیوي او دیني ډولونو وېشلی:

حكمت دنيا فزايد ظن و شك        حكمت دينى پرد فوق فلك‏[108]

مولوی چورلټ فلسفه نفې کوي او هډو په هېڅ ښه والي ورته قایل نه دی؛ خو د حکمت په اړه احتیاط خپلوي؛ ځکه دا یوه دیني اصطلاح ده او په قرآن کریم کې هم ستایل شوې ده؛ نوځکه دوه برخې کوي یې: یوه برخه یې دنیوي حکمت دی چې فلسفه او کلام رانغاړي او بله یې دیني حکمت دی چې انسان الوزوي او فلک ته يې وربوځي.

سمه څرګنده نه ده، چې ولې زموږ فیلسوفانو او اندیالانو «فلسفه» له حکمت سره یوه بللې ده. دا مساوي ایښوونه، د ډېر مغالطو او ناوړو پوهاویو لامل شوی دی.

الله تعالی  او دیني مشرانو له «حکمته» مراد «فلسفه» نه بلله

جوته ده چې  له «حکمته» د قرآن کریم او علي (کرم الله وجهه) منظور، هغه څیزونه نه دي، چې  فیلسوفانو په فلسفي کتابونو کې راوړي دي. خدای تعالی چې «حکیم» یادېږي، پردې مانا نه دی چې «فیلسوف» او «فلسفه پوه» دی. دلته چې علي(کرم الله وجهه) خپل زوی ته سپارښتنه کوي چې خپل تیاره زړه د حکمت په رڼا، رڼا کړه، مراد یې دا نه دی چې زوی یې رسمي، متداولې او مدرسې فلسفې زده کړي او د فیلسوفانو له ویناوو دې خبر شي.  خبره دا نه ده چې فلسفه، نامنلې یا د شرع خلاف ده. پوښتنه داده چې قرآن کریم او دیني مشران د کوم ډول حکمت سپارښتنه او هڅونه کوي؟

د مسلمانو فیلسوفانو فلسفه له ممکنه فلسفو ځنې ده.

څه چې نن په مسلمانانو کې د فلسفې په نامې یادېږي، له ممکنه فلسفو ځنې یوه فلسفه ده. نور ډول ډول فلسفي ښوونځي هم شته یا شته کېدای شي. پردې سربېره دا دودېزه فلسفه د مسلمینو په تېر فرهنګ کې دومره قدرمنه او محترمه نه وه. معمولا عارفانو او فقهیانو فیلسوفان غندل، د دې دوو ډلو په ګروهه، فیلسوفانو د انبیاوو پر وړاندې یوه هټۍ پرانستې یا یې خلک پر داسې مسایلو میین کړي، چې د دوي د نړۍ جدي مسایل نه دي او د خلکو په نېکمرغۍ کې دخالت او ونډه نلري.

د (دینوالو نه ملحدو) فیلسوفانو کار دادی، چې خدای ته د بشر د وررسېدو لار لرې کوي. انبیاوو انسانان له لاسه نیولي او په اسانۍ او نژدې یې خدای ته وررسولې؛ خو فیلسوفان خدای دومره لرې او نا پېژاندی کوي ان که انسانان تر ډېرو ګرځېدو روسته ورورسي، مینه ورسره نشي کړای. مشهوره ده چې پاسکال پر یو کاغذ دا غونډله – جمله لیکلې وه او له خپلو جامو سره یې نښلولې وه:

« د ابراهیم خدای، د موسی خدای او د عیسی خدای، نه د فیلسوفانو خدای.»

دا د هغو کسانو خبرې دي، چې د خدای پېژندنې او خدای پالۍ په اړه د فیلسوفانو له کړنلارو سره موافق نه ول. البته نباید د خدای پېژندنې یا د عقلي مسایلو په شننه کې ددې بزرګانو ربړونې او زحمتونه بې ارزښته وبولو. دوی په یوې ځانګړې لار تللي او په نړۍ کې یې ځانګړې غوټي هم پرانستي. باید د فیلسوفانو لاس ته راوړونو ته د یو بشري معرفت نظر وشي. خو ډېرې د ویینې ځای دی چې دا دودېزه فلسفه «خیر کثیر» دی یا مساله په بل ډول ده؟

«دنیوي متاع» لانجې راولاړوي

باید پردې مانا یو بل ټکی هم ورزیات شي: دنیوي متاع چې «قلیل» یاده شوې؛ یوه بله ځانګړنه هم لري، چې شخړې راولاړوي. دنیوي متاع، لانجې، سیالۍ او مناقشې رانغاړي او شیطان پکې سوړه کوي او انسانان په لانجو پرې اخته کوي.

څه چې د دواړو لوریو ترمنځ د سیالۍ او لانجې لاملېږي د دې دنیا له نعمتونو ځنې دی. خدای موږ انسانان خبر کړي یو، چې په جنت کې توپیر شته؛ خو شخړه نشته. خلک په جنت کې په یوه مرتبه کې نه دي او د علي (کرم الله وجهه) په تعبیر «متفاضلې درجې» لري؛ یعنې ځېنې په کوز نیسو او ځینې په لوړ مرتبو کې دي؛ خو جنتیان د بېلابېلو او مختلفو مراتبو له درلودو سره سره یو له بل سره شخړې نه کوي. جنتي نعمتونه شخړې نه راولاړي. خدای را ته وایي چې جنتیان په جنت کې:

((لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا[109] = او له دې ځايه لېږد نه غواړي))

د بل ځای حسرت نلري، کمښت نه ننګېري. ظرفیت یې دومره ډک دی چې نور دومره غوره نه ویني چې په دښمنۍ ورسره لاس پورې کړي؛ یعنې په عین حال کې چې د درجو او مراتبو اختلاف لري؛ خو رضایت، خاطر جمعي او خاطر خوشحالي هم شته؛ نوځکه دښمني او سیالي نشته. خو دوزخیان سره له دې چې په دوزخ کې دي او دلته هېڅوک له نعمته برخمن نه دي؛ خو بیا هم یو له بل سره شخړه کوي:

((إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ[110]= بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.))

په جنت کې سراسر نعمت او برخمني ده، د مراتبو اختلاف هم شته؛ خو لانجه نشته؛ مګر په دوزخ کې نعمت او څه ګټه او تمتع نشته؛ خو لانجې شته. ددې توپیرونو راز باید ددې شتمنیو په جنس کې ولټو. لانجمنې شتمنۍ ددې نړۍ له جنسه دي او فاني کېدونې دي؛ خو هغه نعمتونه چې ډاډمني او تمکین راولي او سره له دې چې خاوندان یې له دې نعمتونو په برخمنی کې توپیر لري، شخړې نه راولاړوي، له دې نړۍ نه دي؛ بلکې رفعت او لوړتیا لري او په بل ځای پورې تړاو لري.

څه چې شخړي راولاړوي او پر سر یې لانجې وشي، له اخروي نعمتونو ځنې نه دي

که دا کچه په پام کې وي، د انسانانو یو علم هم د اخروي نعمتونو له جنسه نه دي؛ خو یو شمېر یقینونه چې خاوندانو ته یقین ترلاسه کوي او ډاډمني، وقار، ارامي او تمکین ور پر برخه کوي. دا ارامي د هر ډول سیالۍ دښمنه ده. پردې سربېره، پر څه چې لانجه کېږي، معلومیږي چې یقین ترې تر لاسه کولای نشو او اخروي نعمتونه ترې تر ګوتو کولای نشو.

په یو روایت کې راغلي:

« اياكم و الجدال فانه يورث الشك = له مشاجرې او لانجې ډډه وکړئ، چې د شک لامل ده»

او ټول پوهېږو چې فلسفه د مشاجراتو ځای دی؛ نوځکه «خیر کثیر» چې د حکمت ځانګړنه ده، په دودېزې مانا د فلسفې ځانګړنه او وصف نه دی.  دا فلسفه هم د دنیا د «متاع قلیل» له جنسه ده؛ هغه چې غوپې پکې وهوو او په دې دنیا کې د اسېدو په پار «متاع قلیل» ته یې هم اړین یو.

پېغمبران د کتاب او حکمت ښونې ته راغلي دي

اوس باید وپوښتو، چې د قرآن کریم او دیني معارفو په اصطلاح کې «حکمت» څه ته وايي؟ ګرد پېغمبران په تېره د اسلام پېغمبران (صلی الله علیه وآله وسلم) راغلی، چې خلکو ته کتاب او حکمت ورزده کړي. دا کوم حکمت دی چې د فیلسوفانو له بازاره نه؛ بلکې د پېغمبرانو له بازاره یې باید وپېرو؟

د نوې نړۍ خدایان

په نوې نړۍ کې شرک؛ د «الله تعالی» یو شمېر ځانګړې ځانګړنې په «غیرالله» پورې ورځانګړې شوې دي

سمه ده چې لویدیځ له څه وخته راروسته له خدایه په جدي ډول منکر شو، د خدای اوڅارول او ښکاره نمانځنه یې په زړه پورې نشوه او له هغه موجود نټه وشوه چې غیر مادی، پر هستۍ راچاپېر،پنځګر – خالق او د خلکو رازق دی؛ خو په ډېر ظریف ډول او په پټه د خدای صفات ځینو نورو موجوداتو ته ورکړای شول. داسې چې ډېرو لږو ومونده سره له دې چې «خدای ته د بې اعتنایۍ» ادعا کېږي، معبود پالنه یا بوتپالنه یا په دیني تعبیر «شرک» ژوندی او نوې بڼه یې موندلې ده. لازمه نه ده چې انسان تل یو بوت وتوږي او د خدای ټول اوصاف یو موهوم یا مصنوع موجود ته ورکړي او رسماً د خدای نامه پرې کېداي او سجده ورته وکړي، بلکې څه چې ډېر پېښېږي او خورا پټ او ناپېژنداي هم دي، دا دي چې د خدای اوصاف یو له بله بېل کړي او څو ځانګړي صفات یې یو بل موجود ته ورکړي، او په دې توګه یو خدای نه، چې ګڼ خدایان جوړ کړي؛ داسې خدایان چې د خلکو پر عقلونو او ژوند حکم وچلوي او خلک په عین شرک کولو کې، پوه نشي چې ګڼ خدایان او خپاره واره اربابان نمانځي. دا چار، زموږ په روزګار کې پېښ شوی دی. ټوله خبره مې داده، چې تل په زړه کې د خدای یادولو یوه مهمترینه ثمره داده چې انسان ددې ډول شرکونو پر وړاندې حساس او خوندي کوي. باید انسانان دا خپاره واره خدایان وپېژني او د الوهیت له مقامه یې راکوز کري.

زموږ په پېر کې څو خدایان د الوهیت پرمسند او مقام ناست دي او الوهیت یې ښه تبلېغېږي؛ داسې چې له ډېرې مودې را هېسې یې د خلکو عقلونه او اذهان ایل کړي دي.

دولت   بې مکلفیته د حق خاوند دی

ړومبی یې، د «دولت» خدای دی. په لوېدیځ کې ډېرو اندیالانو دې مانا ته لمن وهلې چې دولت له اخلاقو اوچت (فوق) یو موجود دی. دا د «هګل» په څېر فیلسوفانو تعبیر دی. دا نظریه پر «خدای – دولتۍ» قایله ده؛ یعنې «دولت» ته د خدای پر مقام قایل دي؛ خو لکه څنګه چې پوهېږو د الله تعالی یو له ځانګړو اوصافو دادی چې:

((لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ[111] = الله د خپلو چارو په اړه نه پوښتلېږي؛ خو دوى (انسانان) پوښتلېږي.))

البته دلته د اشاعره وو افراطي نظریه – چې خدای یې له حسن و قبح او اخلاقو اوچت باله – تر پام لاندې نه ده؛ خو چورلټ له اخلاقو سره د خدای تړاو له اخلاقو سره د انسانانو تر تړاوه توپیر لري. انسانان ځینې مسوولیتونه پر غاړه لري، او ترمنځ یې حق او مکلفیتونه روان دي، چې یو یې هم د خدای په باب نه دی. څوک پر خدای څه حق نه لري، یوازی خدای دی چې حق لري؛ خو مکلفیت نه لري. خو زموږ په پېر کې ( له یوې نیمې پېړې راهیسې) یو شمېر فیلسوفانو دا نظریه دود کړې، چې په نړۍ کې د «حکومت» یا «دولت» په نامه یو بل موجود شته چې همدا خدایي صفت لري. یعنې دا موجود د خدای په څېر «حق» لري؛ خو «تکلیف» نه لري. دا نظریه ډېرو کسانو منلې ده.

د علي(کرم الله وجهه) په سیاسي فلسفه کې دوه مهم آرونه:

(الف) بې له الله هېڅوک له حق سره یو اړخیز تړاو نلري.

(ب) په سالم امت کې، کمزوري له زورورو، بې تړتړۍ خپل حق اخلي.

علي(کرم الله وجهه) د «دولت» او د اسلام د سیاسي فلسفې په اړه یو ډېر مهم ټکی یاد کړی، چې غالباً هېر شوی دی. دا غونډله یې مشهوره ده:

فالحق اوسع الاشياء فى التواصف و اضيقها فى التناصف[112]

د حق په اړه ډېرې خبرې کړای شو، اندیالو، فیلسوفانو او ادیبانو یې په اړه خبرې کړې دي؛ خو «په حق صفتي کېدل (اتصاف) او عمل کول پرې ډېر ستونزمن چار دی» له صراط پله د تېرېدو په څېر دي. په رښتیا هم تاریخ د علي(کرم الله وجهه) په دې کلام ګواهي ورکوي، بیا وایي:

لا يجرى لاحد الا جرى عليه

حق یو څیز دی، چې که د چا پرګټه وچورلي؛ نو پر ضد یې هم ورچولېدای شي.

یعنې هېڅوک له حق سره یو اړخیزه اړیکه نلري. داسې نه ده چې څوک یوازې حق لري؛ خو مکلفیت نلري، ټول یې پوروړي وي؛ خو دا د چا پوروړی نه وي ټول ورته لاس په نامه وي خو دا د هیچا پر وړاندې مسوولیت نلري. حق یو دوه اړخیز بهیر دی. حقیقتاً که په نهج البلاغه کې د اسلام د سیاسي فلسفې په اړه دوه مهم آرونه راغلي وي؛ یو یې همدا دی چې وویل شو.

دویم آر (اصل) مالک اشتر ته د علي(کرم الله وجهه) په لیک کې راغلی چې دلته په څرک اشاره ورته کوو: علي(کرم الله وجهه) وایي:

تر یوه ځل ډېر مې له پېغمبراکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) اورېدلي چې ویې ویل:« یو امت هم د پاکیزګۍ مخ نه ویني؛ خو داچې په دې امت کمزوري له زورورو خپل حق بې تړتړی واخلي.» د دویم آر جرړه باید د ړومبي آر په په جرړه کې ولټوو: زورور په کمزوریو یو اړخیز حق نلري. زورورو یعنې هغه کسان چې په ظاهره تر نورو په اوچتو ټولنیزو مرتبو کې ناست وي او د چارو واګې یې په لاس کې وي. د علي(کرم الله وجهه) خبره داده، چې دا موقعیت دوی ته یو اړخیز حق نه ورکوي، یعنې دوی اجازه نلري څه چې غواړي، وکړي، او نور باید د دوی په اجازه خبرې وکړي، او هومره خبرې وکړي چې زورورو اجازه ورکړې وي. داسې نه ده. زورور او  چارواکي هم  څه چې لري په بدل کې باید ورکړي. دوی هم پوروړي دي. نور نباید خپل حق په التماس او زاریو ترې وغواړي؛ بلکې په زړورتوب او سر لوړۍ خپل حق ترې واخلي؛ بې له دې چې ولړزېږي، وهم یې ونیسي تړتړی او وډار شي.

هو، ویینه مو د ړومبي آر په اړه وه:

د حق د توصیف کړۍ ډېره پراخ ده؛ خو ورباندې د عمل کولو کړۍ یې تنګه ده او:

حق یو څیز دی که د چا پر ګټه وچورلي؛ نو پر ضد یې هم ورچورلېدای شي.

یوازې خدای دی چې حق لري؛ خو مکلفیت نلري. نور له دې اړخ مساوي وضع لري.

هېڅوک د ټولو اختیاراتو د درلودو ادعا نشي کړای؛ خو نور یې په اړه څه اختیار نلري. ؟

نوځکه څوک چې په هر ځای کې په هرې نامې، یو موجود را اوچت کړي چې یوازې همدا د حق خاوند دی او نور حق ورباندې نلري؛ نو د خدایي لاپې یې کړي؛ که دا موجود د نېچه «زبر وګړ – سوپرمین» وي، که د هګل «دولت» وي، که د هیدګر «اتل» وي. دا «په الوهیت کې د تمې لاس وهل» دي او له شرکه یې څه کم نه دي. «په الوهیت کې د تمې لاس وهل» مانا یوازې دا نده، چې انسان رسماً د خدایي ادعا وکړي او د فرعون په څېر له نورو وغواړو چې و یې نمانځي. کافي ده، چې یو څوک ځان ته د خدای له ځانګړو صفاتو په یوه صفت قایل شي. په قرآن کې د خدای د کتابیانو په اړه وایي، چې خپل پوهان او شیخان یې نمانځل:

((اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ))[113]

امام صادق (رح) ددې آیت په تفسیر کې ویلي:

(( پر خدای قسم احبارو او رهبانو خلک خپلې نمانځنې ته راونه بلل او که رابللي یې وای، نو چا ورسره نه منله؛ خو یو حلال یې ورباندې حرام او یو حرام یې ورباندې حلال کړ))

فعبدوهم من حيث لا يشعرون[114]

(( نو بې له دې چې پوه شي ویې نمانځل))

دا کلام د ډېر سوچ او تأمل وړ دی او په حقیقت کې وایي «تشریع» د خدای ځانګړی حق دی او څوک یې ځان ته ځانګړی کولای نشي یا داچې له خدای سره پکې ورشریک شي.

د خدای یادول، او په یاد یې د زړه ابادول؛ یعنې داچې تل دا ساده خو ډېر مهم ټکی ځان ته تلقین او له خپلو غوږونو یې تېر کړو، چې موږ انسانان خدای نه یو.

دا همغه مانا ده چې:

خفيفه على اللسان، ثقيله على الميزان

ویل یې اسان دي؛ خو وزن یې دروند دی؛ نوځکه ډېر لږ یې د وړو وس لري یا ان ډېر لږ کسان یې د تشخیص قدرت لري.

په مارکسیستي او فاشیستي نظامونو کې دولت تر اخلاقو اوچت دی.

د لويدیځ په حکومتي غونډالونو کې، دوه نظامونه راښکاره شول چې هر یو په یو ډول د الوهیت زنګ وکړانګاوه: یو نظام یې په اصطلاح لیبرالېزم بنسټ وګرځاوه، او بل یې له هګلي اندنو تعذیه کوله او په پای کې د مارکسېزم او فاشېزم په بڼه راښکاره شو. په حقیقت کې مارکسیستي او فاشسیتي نظامونو دولت له اخلاقو اوچت ګاڼه، له نظره یې دولت، «غیر اخلاقي» (= amoral)  دی.

نه ضد اخلاقي؛ یعنې کوم حسن و قبح چې د نورو لپاره دی، دولت ته نه دی که د نورو کړه وړه په حسن و قبح کې رانغاړلېږي؛ خو د دولت چلن، هوډ، کړنې داسې دي، چې د بشري اخلاقو په قضاوت او ورمندون کې نه رانغاړلېږي؛ نوځکه له اخلاقو، حق او مکلفیت ورهاخوا او اوچتې دي؛ یعنې نور د دولت په تړاو مکلفیت لري؛ خو دولت د چا په تړاو مکلف نه دی. او دا چار، په واقع کې د الوهیت دعوا او په خدايي کې د تمې لاس وهل دي.

۲-لیبرالېزم: قانون جوړونه (تقنین) یو مخې د انسانانو ده

بلخوا لیبرال دولتونو له بلې لارې د شرک په ګړنګ کې ورولوېدل. البته په لیبرالېزم کې د انسان انسان والی او کمزوري یې پوره تصدیق او منل شوې ده؛ خو په دې ښوونځي کې تقنین یا تشریع د انسان له اوصافو ځنې ګڼل شوې ده. په بله وینا په لیبرالېزم کې ټول ملت د خدای ځایناستی شو.

خدای وایي:

أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ[115]

تکوین او تشریع، پنځول او حکم کول یوازې د الله دي.

هېڅوک د خدای پر وړاندې خالق او پنځګر نه دی، که څوک وي؛ نو په طول یې دی. همداراز هېڅوک د خدای پر وړاندې آمر او ناهي ندي که څوک وي، په خدای پسې او په حکم به یې وي؛ نوځکه هم «پیدا کونه» په الله پورې ځانګړې ده او هم «امر».

یوې ډلې ددې آیت په تاویل کې ویلي، چې «خلق» د اتصالیه مقادېرو عالم او مادي عالم دی، او «امر» د مجرداتو عالم دی. خو مفسرینو چې ددې آیت څرګنده مانا کړې همدا ده چې «تکوین» او «تشریع» دواړه د الله تعالی دي. هماغه موجود چې موږ انسانان یې پنځولي یو، قانون هم راته ږدي.

هو، لیبرالیزم لزوماً د خدای منکر نه دی. هم له بې خدایۍ سره یو ځای کېدای شي او هم پر خدای باندې د ګروهې له درلودو سره؛ خو له یو څیز سره د یو ځای کېدو وړ نه دی او هغه داچې، تقنین خدای ته وروسپاري. په لیبرالېزم کې قانون جوړونه د ملت او د ملت د ټاکونکیو ده او په دې تقنین کې په هېڅ توګه د الهي امر و نهې ملاحظه نه کېږي؛ بلکې دا تقانین یو لړ عقلي موخو ته د ورسېدو لپاره صرفاً بشري ملاحظات دي؛ نوځکه «خدای – ملتي» هم په واقع کې یو ډول شرک کول دي او په الوهیت کې د تمې لاس وهنه ده؛ یعنې که ګرده سره او بشپړ د تشریع او تقنین چار خلکو ته وروسپارل شي؛ نو البته خدایي ونډه ور پرېښوول شوې او دا په لویدیځ کې « الحادي اومانیزم= الحادي انسانپالي» ده.

خبره دا نه ده چې په لویدیځ کې خدای پالي نشته؛ بلکې خبره دا ده چې هلته لږ تر لږه یو ډول «خفي شرک = پټ شرک» رادبره شوی؛ یعنې د خدای ځانګړي اوصاف ویشل شوي او هره برخه یې واقعي یا موهوم موجود ته ورسپارل شوې او به همدې دلیل، له واقعي خدایه (الله تعالی) یو ډول استغنا یا غفلت تر لاسه شوی دی.

۳ تاریخ: له اخلاقو اوچت او یو امتیازي موجود

په مارکسېزم کې – چې په لویدیځ کې بل اندیز – فکري بهیر دی – «تاریخ» ته خدایي ونډه ورکړای شوې ده.

حقیقتاً موږ په ټولو اوصافو چې خدای ته قایل یو په دې ښوونځي کې تاریخ ته قایل دي.

د بېلګې په توګه په دې ښوونځي کې، لومړی تاریخ تر اخلاقو اوچت دی؛ دویم اختیار ورکوونکی او امتیاز ورکوونکی دی. یعنې د دوی په ګومان د تاریخ حرکت ښه یا بد ګڼلای نشو؛ بلکې ښه او بد باید د تاریخ له حرکته واخلو. دا مطلب د هګلي – مارکسي اندنو له جرړو ځنې دی. البته دا ګروهه نامارکسیسته فیلسوفانو له علمي او عملي پلوه په ټینګه نقد کړې ده؛ خو دا فکر به په اسانۍ له اذهانو ونه وځي، په تېره هغوی چې په متافیزیکي لحاظ پر خدای دومره ټینګ ګروهه نلري، کله په دغسې موهومو خدایانو د توسل منګولې لګوي.

هو په مارکسیستي ادبیاتو کې د ارتجاع او ترقي مفهوم د تاریخ له مورینې زېږېږي. څه چې مخ پر ګانده – راتلونکي وي، د غوړېدو په حال کې دي، «ترقي» دي؛ نوځکه ښه دی او څه چې مخ په تېرو وي او له تېرو ځنې وي، «ارتجاعي» ځنکندن او مرګي حال یې دی؛ نوځکه بد دی. دا بد او ښه یوازې د تاریخ له بهیره اخستل کېږي؛ خو خپله تاریخ نه ښه دی او نه بد، بلکې تر ښو او بدو اوچت دی.

په دې ښوونځي کې د تاریخ دویمه ځانګړنه «امتیاز ورکونه» ده، چې دا چار په ادیانو کې یوازې د الله تعالی دی. په مارکسېزم کې د پلانۍ پاړکۍ – طبقې د حکومت حق بې له تاریخه له بل هېڅ ځای ترلاسه شوی نه دی. دا حق، یو تاریخي حق انګېرل کېږي؛ یعنې څنګه چې د کلیسا اربابانو د خپل حکومت حق، یو الهي امتیاز ګڼه، دوی هم د کارګرې طبقې د حکومت حق هغه حق پېژانده، چې د تاریخ له اړخ ورکړای شو دی.

د مارکسیستانو په ګومان د تاریخ حرکت پر هغه ځای پای ته رسي چې کارګران واکمن شي؛ نوځکه د واکمنۍ مقام د دوی حق دی او نور باید له مخې وایستل شي. البته د دې حق لاس ته راوړو ته یې مبارزه کوله او د دغسې حق او امتیاز تر منلو روسته یې مبارزه تنظیموله.

دا ډول خبرې عملي راپارولو ته بدې نه وې، ډېری یې تودول او د مبارزې او عمل ډګر ته یې را ایستل؛ خو ددې ګروهو بنسټ پر اوبو ولاړ و. او دا بنسټ هماغه مصنوع او بلکې موهوم خدای و، چې د حقوقو او امتیازاتو او هم د حسن و قبح ملاتړ یې باله.

په دې منځومال کې فاشیزم تر ټولو بې پروا و، په ډاګه او رسماً یې ویل، چې په حکومتي مقام کې یې پر خدایي چوکۍ ډډه وهلې او ګرد حقوق او امتیازات ورسره دي، او خلک تش مریان دي، چې باید د دوی درناوی وکړي، دوی ځان ته پر مافوق الهي رسالت قایل وو.

هو په ټولیز ډول په دنیا کې چې هر موجود ځان د الله تعالی د ځانګړو ځانګړنو انځور وبولي، په یو ډول یې په الوهیت کې د تمې لاس وهلې دی. او که نور هم پر دوی باور وکړي، په شرک کې به یې برخوال وي.

دا ډول شرکونه په وګړیز چارو کې هم شته

دا شرک یوازې د حکومت او واکمنۍ په ډګر کې نه لیدل کېږي، زموږ هیلې، قضاوتونه او اخلاق هم دغسې کېدای شي، چې د الوهیت او شرک د بلنې بوی ترې راوخېژي. له قضا، یوه خدایي ضد او شرکي هیله، د داسې حکومتونو جوړول دي، چې هر څه یې په لاس کې وي او ټول حقوق یوازې د ځان بولي. بله بېلګه یې داده، چې یو شمېر خلکو ته په سرباندې – فوق العاده ځانګړنو قایل شي او تر بشر پورته یوه رتبه ورکړي. دا مانا د انساني وګړي او د ده په هیلو او قضاوتونو کې هم روانه ده.

په دنیا کې د انسانانو شان بندګي کول دي؛ نه خدایي کول

انسانان دنیا ته خدایي کولو ته راغلي نه دي. موږ انسانان یو او د بشري کړو وړو لپاره مو په دنیا کې پښه ایښې ده او هر موجود، چې په دنیا کې نابشري اړخ خپل کړي، موږ انسانانو ته د قیادت، سیادت او مشرتابه مقام درلودای نشي؛ نوځکه د مشرانو د کړو وړو شننه هم باید د بشري هوډونو او هیلو په چوکاټ کې ترسره شي، که نه زموږ او د دوی ترمنځ به یو ډول شلون، انقطاع، بېلتون او انفصال رادبره شي. د نړۍ ټولې پېښې، د تاریخ شننه او انساني کړه وړه باید پر همدې بنسټ وڅېړل شي.

له الهي منظره ټول موجودات دغسې دي، چې باید وي

په واقع کې څه چې په نړۍ کې روان دي، د خدای تقدیر دی: رنځوري، روغتیا، لاستنګي، مړښت. د اضدادو ډولونه او… دا نړۍ چې هره بڼه ومومي، د خدای تقدیر دی. په هستۍ کې یو څیز هم د خدای د قدرت او مدیریت له ولکې وتای نشي. که ټول خلک ماړه او غنیان شي، د خدای تقدیر دی، که ټول انسانان نارینه وي بیا هم د خدای تقدیر دی او قس علی هذا.

دم ګړۍ په هستۍ کې د خدای د مدیریت غوښتنه په موجوداتو کې تنوع او ډولاډولي او یو بل ته د ایل نظام عملي کول دي. دا هغه کتنه ده، چې موږ انسانان یې د خدای له منظره هستۍ ته کوو. له دې منظرې او مرتبې الهي تقدیر او قضا ټول څیزونه په ځان کې رانغاړلي او ټول موجودات هماغسې دي، چې باید دي.

 

انسانان باید له بشري منظره، هستۍ ته وویني

خو موږ انسانان دې دنیا ته د خدایي کولو لپاره راغلي نه یو، یعنې نه یو راغلي چې له الهي هسک لید لوري ځنې هستی ته نظر وکړو او له دې منظره د خلکو د چارو په اړه  قضاوت – ورمندون وکړو او له دې لید لوري خپلې هیلې او کړنې تنظیم کړو؛ ځکه دا کار، خدایي کول دي او یو ډول شرک یا خطا ده، چې موږ ډېری انسانان یې کوو؛ بې له دې چې د چار حقیقت مو سم موندلی وي.

د خدای یادول ددې رنځورۍ درملنې ته ډېره ښه ده. دا تذکر او یادونه تل راتلقینوي چې موږ خدای نه یو؛ نوځکه نباید خدایي چارې وکړو او هم نباید په سر کې الهي هیلې وپالو. همدغسې باید څنګه چې خدای، شیطان وشړه، موږ هم ددې الوهیتونو او دروغجنو خدایي کولو بلونکي او مدعیان وشړو او ورته ووایو چې له دې ځایه ووځه:

((إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ))[116]

انسان که له دې هسک لید لوري هستۍ ته وویني؛ ټول څیزونه به عالي ومومي. د خدای له لید لوري که په نړۍ کې تنګلاسي ده یا جګړه او فحشا او… هو، هماغه ده، چې باید وي. له دې منظره په دنیا کې څه بدي نشته:

جهان چون خط و خال و چشم و ابروست        كه هر چيزى به جاى خويش نيكوست‏

نوځکه انسانان باید کېني او عالم دې نظاره کړي ؛ ځکه هر څیز پرځای او ښه دي او د خدای په پېدایښت کې کمي او بد رنګي نشته.

خو دا، په دنیا کې خدایي کول دي. په همدې پار، کله ویل کېږي که  دا فلسفي – عرفاني تیورۍ او نظریات د سیاست ډګر ته ورننوځي، فساد او آفتونه به راولاړ کړي. او که ددې مقولاتو برید سم ونه پېژندل شي او رعایت نشي، او عرفان لکه په دې ځانګړې مانا (یعنې د خدای په سترګو نړی ته کتل) د سیاست او حکومت بنسټ شي؛ نو په حقیقت کې په یو ډول هغه څه چې په دې عالم کې پېښېږي تجویز به یې کړي.

بلخوا پر هغه مسند او چوکۍ ډډه وهل، لاملېږي چې وګړی د سیاست په ډګر کې ځان ته یو ډول اختیارات او ځانګړي حقوق زیاد کړي؛ ځکه ځان د خدای ځایناستی او صدر عالم بولي.

موږ انسانان باید له خدایي کولو لاس ومینځو، موږ باید انسانیت او بلکې بندګي وکړو. په دنیا کې، رنځوري راته بده ده او باید مبارزه ورسره وکړو، فساد، فقر او…. ګرد سره ناوړه دي او باید لرې کولو ته یې هڅه وکړو. نباید ووایو دا ټول په احسن نظام کې یو ځای لري او په الهي تقدیر مقدر دي؛ نو د هېڅ څیز ترکیب او تړښت ته لاس نه وروړو.

د الهي امتحان ډګر ویجاړولای نشو

زموږ په ټولنه کې ځینو ویل، خدای یو شمېر خلک په لاستنګۍ او بله ډله په مړښت او پانګوالۍ امتحانوي؛ نو د نېستۍ او هستۍ نظام مه وېجاړوئ؛ ځکه د خدای د امتحان ډګر به ویجاړ کړئ.

دا خبره که سمه وي یا ناسمه، په اړه یې یو حکم صادق ګڼلای شو: دا مدعا یو ډول خدایي کول او په الوهیت کې د تمې لاسوهنه ده. لومړی، دا څه مانا نلري چې څوک ګومان وکړي چې د خدای د امتحان ډګر هم ویجاړولای شو. که دا کار وکړای شو، باید وپوښتو، چې دا څنګه یو خدای دی چې لاسونه یې تړلي او نور یې په چار کې لاسوهنه کړای شي؟

دویم، موږ انسانان په هېڅ ډول د خدای کړلارې نه ویجاړوو. په دې ډګر کې له خدای سره په مقابل لوري کې نه یو، موږ بشري کړلارې جوړوو او له نورو انسانانو سره مقابل او مخامخ یو. انسانان د خدای ورکړي عقل په برید کې، باید له رنځورۍ، تنګلاسۍ او ټولو بدو چارو سره مبارزه وکړي او د ښو چارو پر کولو هم مکلف او موظف دي.

په  دې دنیا کې زموږ د انسانانو هیلې بشري هیلې دي او کړنې او قضاوتونه مو هم بشري دي.

بشري ورهاخوا ارمانونه درلودل، دا دي چې څوک هوس وکړي چې دا دنیا او تاریخ له سره جوړ کړي او وانګېري چې د ټول تاریخ او ټولې نړۍ له تېره تر ګاندې – راتلونکې مسوولیت ده ته ور ترغاړې دی.

دا چارې د خدای پر ذمه دي نه انسانانو. او که څوک وغواړي په دنیا کې دا کړلارې پلې کړي، په واقع کې د خدایي کولو پر مسند ناست دی.

موږ انسانان د خپل بشري وس هومره اندنه او عمل کوو، له هیچا سره هم د ټول تاریخ مسوولیت نشته. هېڅوک نه پوهېږي او بلکې پوهېدای نشي چې نننۍ کړلارې او هوډونه به یې سبا ته اغېز او پایله ولري؛ ځکه له چا سره هم د دنیا قدرتونه او معلومات راټول نشته، یوازې الله تعالی دی چې ګرد قدرتونه او معلومات ورسره دي. که څوک وغواړي بې معلوماتو او بې قدرته، د خدای کار وکړي، کټ مټ او عیناً یې په خدایي کولو کې هڅه کړې ده، البته بېوسې او عاجز دی او کار یې له وسې پوره نه دی؛ خو له ډېر جهالته د الوهیت هوس پالي.

اوس څرګندېږي چې انسان والی – یعنې د انسانیت پوله ساتنه – هومره اسان چار  نه دی. کله د انسان هوسونه او جګ رېبل ډېر زیانمن وي او د شرک تر پولي یې ورکاږي او دهغو انساني اغېزمنو چارو له کولو یې منع کوي، چې له وسې یې پوره دي. هغه کړلارې چې د الوهیت د انګېرنو پر بنسټ اوڅار شوې، سر به ونه نیسي؛ ځکه دا انګېرنې له بیخه چټي او باطلې دي.

یو شمېر زړونه، زړونه دي، یو شمېر کلي او شمېر ډېرانونه دي

اوس د خدای یادولو او په یاد یې د زړه ابادولو مانا ښه موندای شو. هغوی چې د خدایي کولو په لټه کې دي، ویجاړ زړونه لري. نور دا زړه، زړه نه دی، کنډواله ده. عارفانو رازده کړي که د چا زړه، د سرو سپینو، غوا او خره په هوس کې وي، زړه یې، زړه نه دی، کلی دی. د سنایي په تعبیر:

ده بود آن نه دل كه اندر وى        گاو و خر گنجد و ضياع و عقار

خو یو شمېر زړونه له دې مرتبې هم کوز راغورځي، او نه پر کلي، چې کنډوالېږي. دا د هغو کسانو زړونه دي چې د الوهیت تمه لري. دا زړه نه؛ بلکې ډېران دی. او دا کنډواله یوازې پر خدای یادولو؛ یعنې په خدای پېژندو، د خدای د ځانګړو اوصافو پر پوهېدو او په ذکر یې درملیږي او رغېږي. دا چار په حکومتي او وګړیزو مقامونو کې په یو ډول روان دي.

د الله تعالی پر وحدانیت اعتراف له یوه  پلوه  د عملي حکمت برخه ده

نوځکه د خدای د وحدانیت منل له یوه اړخ د عملي حکمت د آرونو ځنې یوه برخه ده او خدای هم په قرآن کې پردې مانا ټینګار کړی دی:

((لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا))[117]

((د الله په شتون  کې، بل پر خدایي مه نیسئ.))

دا چار یوازې د خدای درګاه ته په درناوي، سجدې او دعا کې نه رالنډېږي. علي(کرم الله وجهه) د پېغمبر اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) د رالېږلو او بعثت په فلسفه کې وایي، خدای محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) راولېږه:

ليخرج عباده من عبادته عباده الى عبادته و من عهود عباده الى عهده و من طاعته عباده الى طاعته و من ولايه عباده الى ولايته = چې خپل بندګان د بندګانو له نمانځنې خپلې نمانځنې او د بندګانو له ذمه وارۍ خپلې ذمه وارۍ او د بندګانو له طاعته خپل طاعت ته او د بندګانو له ولایته خپل ولایت ته راولي[118].

نوځکه خدای توږنه، په دې ټولو بڼو کې شونې ده. البته د خدای توږنې خورا ساده ډول، بوتګري وه؛ خو په دنیا کې پېچلې مرتبې یې هم پرېمانه شته. یوه مرتبه یې داده چې څوک ادعا وکړي حق لري؛ خو مکلفیت نلري، یا څوک ادعا وکري، چې د نړۍ او تاریخ مسوولیت ورتر غاړې شوی، چې له بېخه یې سم کړي؛ یا څوک داسې کړلارې جوړې کړي  چې عملي کولو ته یې بې نهایت قدرت او معلوماتو ته اړمن دی.

اوس بېرته د علي(کرم الله وجهه) وینا ته راګرځو چې یې ویلي:

(( زړه دې د خدای په یاد اباد کړه، تیاره نفس دې د حکمت په رڼا رڼا کړه))

او ددې حکمت په سر کې، هماغه څه دي چې خدای په قرآن کې راوړي: « د الله په شتون کې، بل په خدایي مه نیسه))

دا کلام، ټولو انسانانو ته باخبري ورکوي، چې تل لټه وکړئ او ووېنئ چې څوک د خدايي مدعیان دي، دوی مه بولئ او په خپل برید کې یې د انسانانو په ځای کې کېنوئ.

((وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِّيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا[119] = او (کافرانو) د خداى پر ځاى ځان ته معبودان ونيول، چې ګنې د درنښت او اعتبار لامل يې شي (څومره ناوړه ګومان !)

كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا[120] = هېڅكله (داسې نه ده !) ژر به (معبودان) له نمانځنې یې نټه (انکار) وکړي او پرخلاف به يې شي

د پورته آیتونو په تفسیر کې امام صادق (رح) ویلي:

(( ليس العباده هى السجود و الركوع. انما هى طاعه الرجال. من اطاع المخلوق فى معصيه الخالق فقد عبده = دلته له عبادته مطلب سجدې او رکوع نه؛ بلکې د خلکو طاعت دی، څوک چې له مخلوقه په لاروۍ، له څخه خالق سرغړونه وکړي؛ نو مخلوق نمانځلی دی.»[121]

له خدایه غواړو چې پېر مو یوازې په خپل طاعت او چوپړ کې تېر کړي.

د الله تعالی ذکر

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

((زړه دې د خدای په یاد اباد کړه))

زړه په وحدت موندو او له تفرقې او خپاره واره کېدو په خلاصون ابادېږي. د زړه ابادۍ ته بېلابېل شریکباڼي باید ورځنې وشړو او یوازې یوه مالک ته یې وروسپارو، چې یوازې همده ته پازوال وي. د قرآن د تعبیر او بېلګې له مخې:

((ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا[122] = خداى يوه بېلګه راوړي: يو سړى دى، چې څو تنه يو له بل سره ناسازه پرې شريكباڼې دي (او هر يو يې يو كار ته ګوماري) او (بل) سړى دى، چې يوازې د (يو) تن په واك كې دى؛ايا دا دواړه يو شان دي.))

خدای د دوه ډوله انسان بېلګې راوړي: یو هغه انسان چې بېلابېل شریکباڼي ترې راتاو دي او هر یو څه ترې غواړي؛ او بل هغه انسان، چې یوازې یو تن ته مسؤول دی، نه دا له چا سره څه کار لري او نه له ده سره. ایا دا دواړه انسانان چې یو يې لانجمن او بل یې خاطر جمع دی، یو له بل سره مساوي او یو رنګ دي؟ د الله نمانځنه، له الله سره شریک نه پیدا کول، بې له الله بل نه رابلل او بې الله ته سجده نکول د حکمت لاندې باندې او سر او بېخ دی. موږ انسانان نړۍ ته د بندګۍ کولو لپاره راغلي یو، نه خدایې کولو ته. د انسانتوب شرط، بنده توب دی او د دیانت زڼی، په واقع کې عبودیت او نمانځنه ده. یو دین هم – که حق وي یا باطل – له عبودیت او نمانځنې تش نه دی. هر ځای چې یو دین وي، نمانځنه هم شته، ان په باطلو او شرک ډولو ادیانو کې هم دعا او نمانځنه شته؛ خو په حق ادیانو کې، انسان د حق قبلې ته ورسېخوي او یوازې ده «الله» لمانځنه، ژوره مانا لري. دا مانا له یوې لوري خدای ته راجع کېږي، چې معبود دی او بلخوا انسان ته چې عابد دی. له لومړي پاره، دلیل دادی، چې یوازې یو خدای (الله) شته، چې نمانځوړ دی، ټولې چارې ده ته وررسي او ګردې قواوې او روزۍ ترې سرچينه اخلي؛ خو له دویم پاره، چې بنده ته راجع دی، په دې مانا دی چې بنده، بنده دی او خدای نه دی او بیخي پر خدایي مسند پښه نه ورږدي. په نظر او خبره کې ددې ساده عبارت منل او تصدیق، اسان دي؛ خو په عمل کې یې تصدیق او تشخیص خورا ستونزمن دی.

په نوې نړۍ کې د شرک پېچلې بڼې

بوتپالي او شرک څېرې اړوي او کله له اوچت ظرافت او انتزاعیته برخمنېږي. کله چې بوت د یوې ډبرینې مجسمې په بڼه وي، تشخیص یې ستونزمن نه دی؛ خو چې انتزاعي، معقول او نامحسوس اړخ یې خپل کړ، تشخیص یې ستونزمنېږي. په همدې دلیل، شرک په ډېر ظریف ډول د انسانانو په عقلي او عملي ژوند کې سوړه کوي او انسانان باید په هر پېر کې له دې چاره باخبره او ځانونه دې ترې بچوي او ځان ته، له سره د شرک مصادیق په نښه کړي او په تېره په نړۍ کې چې واړه او غټ خدایان توږل کېږي، ترې خبر او ځانونه دې ترې وساتي او سجده دې ورته نه کوي او د «الله» لمانځنه دې له «غیرالله» او نا خدایانو سره نه ورګډوي.

که کوم موجود په لاپو شاپو مدعي شو، چې د الله پاک د یو ځانګړي صفت خاوند دی؛ نو په الوهیت کې یې د تمې لاس وهلې او پر الهي مسند یې پښه ورايښې ده. په تېره کله چې یو شخص- حقیقي یا حقوقي – مدعي شي چې د حق یا د اخلاقو په ورهخوا مرتبه کې دی، په حقیقت کې د خدایۍ ادعایې کړې ده. دا ادعا په ډېره ظریف بڼه وي او له انظارو پټه پاتېږي.

زموږ په پېر کې څو ډوله خدایان په تېره د دولتونو او حکومتونو په جامو کې رابرسېره شوې دي. هغه دولتونو چې ځان تر حق ورهاخوا (فوق حق) او بلکې د حق سرچینه بولي، ځان ته په یو ډول خدایي قایل دي، هغه حکومتونه چې تشریع او تقنین یوازې د ځان بولي، ځان ته په یو ډول خدایي قایل دي.

زموږ په پېر کې، څه چې پېښ شوي، د خدای انکار نه؛ بلکې د بندګانو د بندګۍ انکار دی. البته دا دواړه چارې یو د بل ملازمې دي او هر لوري ته چې ورشو په نهایت کې به بلې ته هم ورورسو؛ خو کله پر یو لوري تر بل ډېر ټینګار کېږي.

د علم کلام په تاریخ کې دوه پېرونه

هو که د بشر عقلاني او کلامي ژوند ووېشو، په دوو پېرونو به ووېشل شي: اروپایي ټولنه، د روښانګرۍ تر لومړیو پېړیو، دیني وه؛ یعنې نېغ په نېغ د خدای د شتون یا نشتون پر سر خبرې کېدې.

یو خوا الحاد ډوله چغې وې او بلخوا مؤمن ډولي فریادونه ول. په هر ترتیب، څه چې د خبرې موضوع وه، د خدای شتون او وجود و. د بندګانو بنده ګي مفروض وه، یوازې د خدای د وجود په آر کې خبرې کېدې؛ خو له یو څه وخته راروسته، داچې شته یا نشته دا خبرې له منځه ولاړې یا کمرنګې او څنډې ته شوې، خو دا مساله په ټینګه اوڅار شوه چې انسان د خدای تر څنګ پاتېږي یا نه؟ د یو نوي فیلسوف په تعبیر ایا د بې نهایت او «با نهایت» راټولېدل شوني دي که نه؟ په رو رو دې ګروهې اهمیت وموند، که خدای لویی او ښه لویی کړو، په مقابل کې انسانان مو کوشني او ښه کوشني کړي دي؛ یعنې د خدای عزت مو د انسانانو په ذلت چمتو کړی دی؛ انسانانو ته وایو چې خدای ته سجده وکړئ ځان ته ذلت غوره کړئ او د جمال، جلال، عظمت او عزت اوصاف د خدای کړئ.

په واقع کې مساله د فلسفي او کلامي نفې او اثبات له بریده ووته او انساني اړخ یې خپل کړ. وویل شو چې انسان ددغسې خدای تر څنګ پاتېدای نشي؛ بلکې وځپل او له منځه ولاړ شي؛ نوځکه که داسې وي چې انسان خپل انسانیت ته دوام ورکړي، باید د خدای فکر او د خدای د شتون طرح یوې څنډی ته کړي. الحادي اګزیستانسیالیزم – هستیپالنه چې زموږ د پېر یو له فلسفي ښوونځیو ځنې دی، دقیقاً پر همدې دریځ دی. ددې ښوونځي د منځ ټکی او زڼی دادی چې خدای او انسان یو ځای کېدای نشي: یا خدای یا انسان؛ که خدای راننوځي، انسان باید ووځي، او که انسان پاتېږي؛ نو خدای باید وشړل شي، او دغسې وه، چې خدای له ډګره ووت.

دویم پیر: د انسانانو د بندګۍ نفې

په دې ډول ښوونځیو او افکارو کې، نېغ په نېغ د خدای شتون نه نفې کېږي؛ بلکې ړومبی د انسانانو بنده ګي نفې کېږي. ویل کېږی چې انسانان په بنده توب کې ضایع کېږي. نوځکه ددې تضییع مخنیوي ته، نباید خدای د بنده تر څنګ کېنوول شي، چې په دې توګه انسانانو ته ځای پیدا شي. د دوی له نظره کله چې دا لوی او ستر خدای له ټول علم او قدرت سره راننوځي، هېڅ موجود ته ځای نه پاتېږي او ټول باید ترې ځار شي. د بندګۍ حق او برید دادی «که هغه وي؛ هډو زه به نه یم» انسانان د خدای تر څنګه پر خپل نشتون ګواهي ورکوي. نوځکه دې ملحدو فیلسوفانو ددې مسالې حل ته، خدای نفې کړ، چې انسانانو ته ځای پرېږدي، چې د راوړاندې کېدو او ځان ښکاره کونې زمینه ورته چمتو شي، دا هم یو ډول شرک دی. په حقیقت کې داچې ویل کېږي باید د انسانانو انسانیت ته ځای ورکړای شي د خلکو خدایي کولو ته د لارې پرانستو یو بل تعبیر دی، نه د خلکو بنده ګي کول. د خدای تر څنګ، بنده توب ته ځای شته؛ خو خدایي ته نشته؛ نوځکه څوک چې د خدایي هوس کوي باید د ادیانو خدای وشړي، چې پرځای یې کېني، او دا د پېښې نچوړ دی.

نوځکه زموږ په پېر کې د الله له توحید او نمانځنې ویینه دوه څېرې لري:

ړومبی څېره داده چې الله یو او نمانځوړ دی.  دویمه څېره داده، چې موږ انسانان بنده ګان او بندګۍ ته راغلي یو، نه خدایي کولو ته. البته زموږ په پېر کې دویمې څېرې ډېر اهمیت او جلالت موندلی دی (؛ خو) انسانانو خپل بنده توب هېر کړی دی. انسانان کله پر الله په عین ګروهې ښکاره کولو کې شرک ورسره کوي او تر څنګ یې ځان یو خدای نیسي. زموږ په وخت کې د شرک له لامله د زړه ویجاړېدل او د خدای هېرولو په پار د زړه تیاره کېدل یو خطر دی چې انسانان ګواښي. د ادیانو یو له تلپاتې پېغامونو ځنې دا و، چې د «الله» نمانځنه هېره نکړئ. د خدای پر وړاندې تذلل او بندګی تل یو ښه چار دی، چې دا د پېغمبرانو د پېغام لویی او آریز زڼی دی.

عبدالرحمان بابا وايي:

ژوندی ځان په ځمکه خښ کړه لکه تخم

که لویي غواړې د خاورو په مقام شه

ز خاك آفريدت خداوند پاك        پس اى بنده افتادگى كن چو خاك‏

عبدى اطعنى اجعلك مثلى- او مثلى

زما بنده! هومره مې ونمانځه، چې په څېر مې شی یا مې بېلګه شې

دا قدسي حدیث: «بنده مې د نوافلو او مستحباتو له لامله داسې ځای ته وررسي، چې پرځای یې ورکېنم (چې) سترګې او غوږ یې شم؟

یا داچې:

ان الله خلق آدم على صورته

((خدای آدم پر خپله بڼه پیدا کړی دی.))

دا مشهور روایات دي او ډېری عارفانو پرې لاسوند کړی. له سموالي یا ناسموالي به یې تېر شو؛ خو ډېری عارفانو او مؤحدینو ترې ګټنه او استناد کړی دی، دوی له نظري پلوه ډېره هڅه کړې ده. او په عمل کې یې هم دا ډول روایات د خپل عمل او سلوک لارښود ګرځولي دي او دې مقاماتو او مراتبو ته یې په ورسېدو کې یو عمر تېر کړی دی.

خدای ته د انسان د تقرب په باب دوه بېلګې

مولوي بلخي ددې ډول روایاتو په څرګندنه کې، څو بېلګې راوړي دي: یو د هغې اوسپنې بېلګه ده چې د اور په بټۍ کې سره شوې او بله یې په نغري کې د خسو سېځل دي. په بټۍ کې د اوسپنې ټوټه، د اور اوصاف مومي، نه اور کېږي؛ خو د اور په څېر کېږي (اورینه کېږي).

شد ز رنگ و طبع آتش محتشم        گويد او من آتشم من آتشم‏

آتشم من گر ترا شكست و ظن        آزمون كن دست را در من بزن‏

آتشم من گر ترا شد مشتبه        روى خود بر روى من يكدم بنه‏[123]

او البته مولوی روسته وایي، چې دا تمثیلونه هم روا نه دي.

آتش چه آهن چه لب ببند        ريش تشبيه مشبه را مخند[124]

اى برون از وهم و قال و قيل من        خاك بر فرق من و تمثيل من‏[125]

الله تعالی ته د بنده تقرب (ورنژدې کېدنه) له حق سره یې تړاو، له بل جنسه دی، بې څرنګوالي دی، د څرګندنې وړ ندی؛ خو په هر حال بنده دې مرتبې ته ور رسي.

د « بایزید» د شرع پرخلاف خبرې

د تصوف په تاریخ کې، ددې فرقې له ځینو بزرګانو او مشایخو داسې غونډلې – جملې رانقل شوي، چې د رعونت، لاپو شاپو، تکبر او ان د کفر بوی ترې راخېژي؛ خو صوفیانو یې مخونې ته پرېمانه هڅې کړې لکه مشهوره ده چې «بایزید بسطامي» ویلي و: سبحانی ما اعظم شأني، یا «لیس فی جبَتي سوی الله» « په جامو کې مې بې له الله بل څوک نشته». مولوی ددې څرګندنو په مخونه کې، یو داستان راوړی، چې شیخ عطار په تذکرة الاولیاء کې هم راوړی دی: د بایزید مریدانو ددې خبرو په اړه نیوکه پرې وکړه. ده هم دا تایید کړه، چې دا کفر ډولي خبرې دي او نباید وویل شي؛ نو که بیاځلي دا خبرې مو رانه واورېدې، ومې وژنئ ځکه وژنه به مې واجب شي. خو بیاځلي په بې خودۍ کې دا خبرې کوي او مریدان په چړو برید ورباندې کوي.

مست گشت او باز از آن سغراق زفت        آن وصيتهاش از خاطر برفت‏

نقل آمد عقل او آواره شد        صبح آمد شمع او بيچاره شد (…)

خو د چړو ګوزار اغېز ورباندې ونه کړ؛ بلکې چړو د مریدانو بدنونه څیرې کړل.

چون هماى بى خودى پرواز كرد        آن سخن را بايزيد آغاز كرد

عقل را سيل تحير در ربود        ز آن قوى‏تر گفت كاول گفته بود

نيست اندر جبه‏ام الا خدا        چند جويى بر زمين و بر سما

آن مريدان جمله ديوانه شدند        كاردها در جسم پاكش مى‏زدند[126]

په نهایت کې مولوی د بایزید ددې خبرې په مخونه کې وایي، بایزید ددې خبرې د کولو پر وخت، بایزید نه و، بل چا یې په خوله خبرې کولې.

شیخ شبستري هم په دې هکله وایي:

روا باشد انا الحق از درختى        چرا نبود روا از نيكبختى‏

موسی(علیه السلام) په بېدیا کې او له شیعب (علیه السلام) څخه په راستنېدو کې، یوه ونه ولیده چې اور ورباندې بل و، په ونې پسې ورغی او ونې ورته وویل، ای موسی زه «الله» یم. شیخ شبستري وایي، ونې خو نه ویل چې زه الله یم، په واقع کې خپله الله ویل، چې زه الله یم؛ خو دا خبره د ونې له اړخ د موسی(علیه السلام)  غوږونو ته وررسېده. مولوی هم همدې مضمون ته ورته یو مثال لري، وایي، څوک چې پېریانی شي، په دې حالت کې داسې خبرې کوي چې خلک یې په خبرو نه پوهېږي، بلکې خبرې یې د پېري بولي.

چون پرى غالب شود بر آدمى        گم شود از مرد وصف مردمى‏

هر چه گويد آن پرى گفته بود        زين سرى ز آن آن سرى گفته بود

چون پرى را اين دم و قانون بود        كردگار آن پرى خود چون بود؟

اوى او رفته پرى خود او شده        ترك بى الهام تازى گو شده‏[127]

داچې پېری پر انسان دغسې تسلط لري، د پیري خدای خو په «طریق اولی» پردې کار وسمن دی.

گر چه قرآن از لب پېغمبرست        هر كه گويد حق نگفت او كافرست‏[128]

هو خبره د خدای خبره ده؛ خو د پېغمبر له خولې یا بایزید له خولې تر غوږه کېږي. کله چې ویینه نازک مطلب ته ور رسي، مولوی د خپل معمول دود له مخې خبره ژوي او ډېره څرګندنه روا نه ویني.

لب ببند ار چه فصاحت دست داد        دم مزن و الله اعلم بالرشاد

بر كنار با مى اى مست مدام        پست بنشين يا فرود آ والسلام‏[129]

موږ بې له دې چې ددې ډول داستانونو په اړه قضاوت وکړو، همدومره رایادوو، چې زموږ د عارفانو او صوفیانو د فرهنګ او فکر په تاریخ کې، دا ګروهه شته چې بنده داسې یوه ځای ته وررسي، چې خدای پکې تجلَی کوي او خپله ژبه کوي یې او په پایله کې د بنده په خوله داسې خبرې راځي چې په عرف کې کفر ډولي ګڼل کېږي؛ خو په واقع کې عین حق او توحید وي.

ایا  خدای ته د انسان ورته کېدنه د بندګۍ له شان سره سمون لري؟

اوس پوښتنه داده چې ایا خدای ته ورنژدې کېدنه یا خدای ته ورته کېدنه له دې خبرې سره – چې زموږ د انسانانو شان یوازې او یوازې بنده ګي ده – د یو ځای کېدو وړ ده؟ له خدای سره ورته والی په څه مانا دی او دا مانا د انسانانو د بندګۍ له نه سلبېدوني شان سره یوځای کولای شو؟ یا داچې یو ترې ورځار کړو؟

خدای ته تقرب د عبودیت په سیوري کې حاصلېږي

حقیقت دادی چې دا دوه مقولې پوره یو له بل سره سازګارې دي. یوازې کافي ده، چې ددې قضایاوو دقیقه مانا په پام کې ونیسو. دلته یو اصلي او ساده ټکی شته، چې نباید هېر شي: «د خدای په څېر کېدنه» یا په شرعي او دیني ډېر سم تعبیر « خدای ته ورنژدې والی»، یوازې د عبودت په سیوري کې حاصلیږي. د منځ ټکی دادی، هغوی چې ښه بندګان دي، ښه ورنژدې دي. هغوی چې ډېر عبادت کوي، دې مقام ته د وررسېدو ډېره وړتیا پیدا کوي. په کافي کې له امام هادي (رح) له یوه لاروي روایت شوی چې ویې ویل: پر هغه ورځ چې امام جواد وفات شو او امام هادي په باطن کې د امامت منصب ونیو، امام هادي مې ولید ویې ویل: «انا لله و انا الیه راجعون = موږ د الله یو او پر لور یې ورتلونکي یو». نن ابوجعفر ومړ ( په هغه زمانه کې امام جواد په بغداد کې او امام هادي په مدینه کې و) ورته مې وویل، له څه پوه شوې؟ راته یې وویل:

لانه تداخلنى ذله لله لم اكن اعرفها

د خدای په اړه مې (داسې) ذلت، عاجزي او خضوع وننګېرله، چې تر اوسه مې تجربه کړې نه و[130]»

یعنې کله چې امام امامت ته وررسي، د خدای په اړه یې ذلت، خضوع او عاجزي ډېرېږي.

پېغمبر اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم)؛ خورا مقرب بنده

پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) د خدای له ډېرو ورنژدې بندګانو څخه و او کوم رسالت چې ورکړای شو د وړتیا په رڼا کې یې و؛ خو هېر مو نشي چې دا وړتیا یې د عبودیت په سیوري کې پیدا کړه. تل ګواهي ورکوو چې « اشهد ان محمداً عبده ورسوله = ګواهي ورکوو چې محمد د خدای بنده او استازی یې دی». دا یوه لویه ګواهي ده. ګواهي ورکوو، چې د اسلام ستر پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) په لومړۍ درجه کې د خدای بنده دی او د همدې بندګۍ پر بنسټ یې د رسالت وړتیا ومونده. نوځکه انسانان د ډېرې بندګۍ په سیوري کې خدای ته ورنژدې کېږي. کله هم د هېڅ عارف او سالک په خیال کې نه تېرېږي چې بنده د بندګۍ له بریده ووځي، چې د خدایي یا له خدای سره د برابرۍ لاپې وکړي.

د الهي قرب مقام تلپاتې تضمین نلري

همداراز پردې ټکي ورزیاتوم، چې دې لوړو مقاماتو ته وررسېدنه کله هم چا ته کوم تضمین شوی مقام نه ورکوي. د خدای ګرد بندګان، ان د مراتبو له مخې د قرب په اوچتو مقاماتو کې، په «خوف و رجا» (ډار او هیله) یا په «قبض او بسط» (تنګۍ او پراخۍ) کې اوسېدل.

 

د بلعم باعور داستان:

قرآن هم په ځیرنه همدا مانا رازده کوي. په قرآن کې له یوه « مستجاب الدعوة» عابده یادونه شوې چې مفسرانو یې نامه «بلعم باعوراء» کښلی دی. خدای یې په اړه وایي:

((آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا[131]))

(( خپل آیتونه مو ورکړي وو))

یعنې نوموړی د کرامت خاوند و او خدای ته ډېر ورنژدې و؛ خو په خوندي او امن مقام کې ناست نه و؛ یعنې شیطان ورسره و؛ داسې چې کرامت او مقام یې ترې واخست، او له خپله مقامه راوپرځاوه، چې خدای یې په اړه ویلي:

((فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ))[132]

نوځکه بنده چې هرې مرتبې ته ورپورته شوی وي، همدغسې د ښویېدنې پر پاڼ ولاړ دی، هډو هیچا ته خوندي مقام ورکړای شوی نه دی او دا البته د بندګۍ غوښتنه ده؛ نوځکه تقرب شته؛ خو ددې تقرب واګې د خدای په لاس کې دي.

خدای تعالی خپل ګران  استازي ته ادب ورکوي

په قرآن کې د اسلام پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ته عبرتناک خطابونه راغلي لکه:

((وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ  =[133]  او په يقين چې تا او تر تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده: كه شرك دې وكړ؛ نو (ټول) كړه دې تباه كېږي او هرومرو به له زيانمنو ځنې شې.))

ویلي یې دی، چې یو عارف دا آیت واورېد، ویې پوښتل:

اهكذا يخاطب الاحباب؟

دوستانو ته هم دا ډول وینا کوي؟

دا ادبوونکی لحن نه تضمینتوب او نه خوندیتوب راښیي یعنې انسان تر هر مقامه چې پورته ولاړ شي، همدغسې بشر دی، خوندي نه دی، د خدای مرستی او تسدید ته اړمن دی.

په الحاقه سورت کې هم راغلي، چې خدای وایي:

((وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ [134]= او كه له ځانه یې څه خبرې راپسې جوړې کړې وای))

((لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ[135] = هرومرو په زور مو نيوه،))

((ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ[136] = بيا به مو ښهرګ يې ترې پرې کړى واى!))

د قرآن په بل ځای کې خدای پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) ته وایي:

((وَإِن كَادُواْ لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لاَّتَّخَذُوكَ خَلِيلًا[137]  = او نژدې وه، چې دوى دې (پخپلو وسوسو) له موږ درلېږلې وحې واړوي، چې بل څه راباندې وتړې؛ نو هله يې په دوستۍ نيولې.

((وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا[138] = او كه ته (پر حق) مو ټينګ كړى نه واى (او د عصمت د مقام په رڼا كې له بېلارۍ خوندي شوى نه وې؛ نو) نژدې وه، چې لږ څه به ورمات شوى وې.))

((إِذًا لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا[139]= كه داسې شوې وای(؛ نو) هم په ژوند کې او هم په مرګ کې مو[د مشرکانو د سزاګانو] دوه ګرایه عذاب درڅکه او زموږ پر وړاندې دې کوم مرستندوی نه مونده!))

دا هم خپل محبوب پېغمبر ته د خدای ادبونه ده. په قرآن کې دا ادبونې راغلي، چې ټول یې واوري او عبرت زده کړي. که دا پټې ادبونې وې، په قرآن کې نه راتلې او موږ یې نه محرمان کېدو. د خدای او خپل پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) ترمنځ یې ډېر څیزونه تېر شوي، چې موږ انسانان ترې ناخبره یو او ترې خبرېدای نشو. خو دا خبرې په قرآن کې په ډاګه راغلي او دا چار، له دې پلوه دی، چې موږ انسانانو ته رازده کړي، بنده چې تر هرې کچې پورته ولاړ شي، څومره چې خدای پر وړاندې محبوبیت او عزت ومومي، همدغسې بنده دی او همدغسې به د خدای ساتنې او پاسوالۍ ته اړمن وي.

((وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا[140]))

انسان د هېڅ څیز مالک نه دی او له هر اړخ پر خدای متکي دی.

له ام المؤمنین ام سلمه (رض) په یو معتبر حدیث کې روایت شوي چې یوه شپه یې حضرت رسول(صلی الله علیه وآله وسلم) په بستره کې ونه موند، او د ده په لټولو پسې شوه، تردې چې د کور په یوې څنډې کې یې وموند، چې لاسونه یې پورته نیولي او په ژړا د خدای درشل ته دعا کوي، چې یوه جمله یې دا وه:

اللهم و لا تكلنى الى نفسى طرفه عين ابدا

خدایه! د سترګو رپ هومره مې هم ځان ته مه پرېږده.

روسته ام سلمې وپوښت، تاسې خو خدای بښلی یاست؛ نو څنګه ډارېږې؟ ویې ویل: څه مې نه خوندي کوي.

خدای، یونس پېغمبر د سترګو رپ هومره پر خپل حال پرېښود او هغه پېښه ورپېښه شوه.[1]

نوځکه هلته چې ویل کېږي « یوه بنده خدای ته ورنژدې کېږي»، په دې مانا نه ده چې بنده، خدای کېږي؛ بلکې په دې مانا ده؛ چې خدای پکې ډېره تجلی کوي.

خدای ته د قرب ډولونه: نفلي او فرضي

زموږ عارفان خدای ته د ورنژدې کېدو په دوو ډولونو قایل شوي دي: نوافلي قرب او فرایضي قرب؛ یا نفلي قرب او فرضي قرب. په یوه قرب کې بنده په خدای کې فاني کېږي او په دې بل کې خدای په بنده کې تجلی کوي. په دواړو ډولونو کې، خدای د بنده پرځای کېني، نه داچې، بنده، خدای شي.

یوازې ددې دوو ډولونو توپیر په دې کې دی، چې په یوه کې یې ربوبي تجلی ده، او په بل کې په خدای کې د بنده فنا ده (د عارفانو په دقیقه مانا). هېڅ عارف نه انګېري چې انسان وکړای شي او مجاز وي، چې د خدای پر مسند پښه کېدي. په دې ټولو مواردو کې یوازې «الله» دی چې تانده او تازه تجلی مومي او ځان ډېر ښکاره کوي او بنده چې ځان ته په انګېرل شوي استقلال او خپلواکۍ قایل و، خوشې کېږي او رو رو دا موهومه خپلواکي ډېره څېروي او په خدای کې ډېر محو او فاني کېږي.

څه چې وویل شو، له جمعي پلوه نور اړخونه او احکام لري.

په قرآني فرهنګ کې د «عبد» او «عبادت» مانا

کله چې یو وګړی په یو شمېر خلکو کې مقام لري، خدایي کول بله مانا مومي.

په قرآن کې د «عبد» او «عبادت» د اصطلاحاتو مشتقات د درې سوو ځلوو په شاوخوا کې راغلي دي. په عربو کې د «عبد» کلمه دود وه او قرآن هم کارولې ده. د هغه وخت فرهنګ او په لاروی یې د عربانو فرهنګ یو مریینه منوونکی فرهنګ و. ښایې نن د «مریي» یا «بنده» د کلمې مانا سمه ونه موندل شي؛ ځکه زموږ په وخت کې مریتوب منسوخ او لغوه شوی دی؛ یعنې لږ تر لږه په ظاهر سترګو هغه تړاو چې مولا یا ارباب له خپل مریي سره درلود او کوم مالکیت یې چې د ده په اړه ننګېره او هم کوم ذلت چې یو انسان د بل پر وړاندې درلود، لېدای نشو. که مریتوب هم وي خورا انتزاعي او ډېر نامحسوس دی.

اسلام پخپله نه د مریتوب بنسټګر و او نه یې دودوونکی او هڅوونکی؛ خو په هغه پېر کې، مریتوب دود او غالب و؛ نوځکه په قرآن کې د هغې زمانې د اصطلاحاتو فرهنګ کارول شوی (دغسې ددې ملاحظاتو په څېر سوداګریز نظام او په اړه یې اصطلاحات هم په قرآن کې د څېړنې وړ دي). په قرآن کې د «عبد» اصطلاح د زمانې د مریتوب له فرهنګه اخېستل شوې ده او هم د یو انسان پر وړاندې د بل انسان د مریینې پر مانا کارول شوې ده او هم د خدای پر وړاندې د انسان د مریي او بنده ګی په مانا. په عین حال کې په قرآن کې د «بنده» کلمه یوه ښه کلمه ده؛ یعنې څوک چې واقعاً د خدای بنده وي او په دې عبودیت ګروهن وي، خدای یې سخ، تحسین او تقدېر وي.

خو دا تعابیر چې د هغه پیر د اعرابو په فرهنګ کې دود ول، په الهي کلام کې تلطیف ښکلي او زړه راښکوني شوي دي؛ یعنې د عامه کارونې له کچې ډېر اوچت شوي او یوې مانېزې فضا او تشیال ته ورننوتي. د «عبد» او «عبودیت» اصطلاحات هم په دې چار کې رانغښتې دي. په تېر فرهنګ کې «مریتوب» ځانګړې مانا درلوده له ځانګړنو یې دا وه، چې په مریانو کې وده او غوړېدا نه انګېرېده، او تر ټولو ورهاخوا، د ارباب او بنده ترمنځ مینه ناشونې وه او د مریي د انساني وګړې په سپکاوي او تحقیر پسې پرېمانه افتونه رادبره کېدل.

ارواښاد اقبال لاهوري د مریتوب او ناوړه اغېز په اړه یې ډېرې پیاوړې خبرې لري. د بېلګې په توګه وایي:

آدم از بى بصرى بردگى آدم كرد        گوهرى داشت ولى خرج قباد و جم كرد

يعنى از خوى غلامى ز سگان پست تر است        من نديدم كه سگى پيش سگى سر خم كرد

یو له دلایلو چې لامل شو چې په لویدیځ کې یو شمېر فیلسوفان د ځینو ادیانو پر وړاندې راپاڅي، دا و، چې ویل یې، په دې ادیانو کې د خدای او انسان تړاو د ارباب او ولس (رعیت) تړاو دی او یو انساني او زړه راښکونی تړاو نه دی. هګل د یهودي دین پر وړاندې همدا خبره درلوده. د هګل په ګروهه په یهودي دین کې د انسان او خدای تړاو د عبد او مولا یا مریی او مریوال تړاو او بنده د خدای پر وړاندې یو ډېر ذلیل او ناڅیزه موجود دی او خدای هومره هسک ناست دی چې په مطلق ډول د انسانانو له لاسرسي وتلی دی. د خدای او انسان ترمنځ دغسې تړاو چېرې انسان ته د رغاونې ونډه لوبولای شي؟

حقیقت دادی چې د ځینو فیلسفوفانو خدای هم همدغسې دی. د بېلګې په توګه د ارسطو د ښوونځي یا د لرغوني یونان د ښوونځي خدای، د مریوالو اربابانو له جنسه دی او له انسانو سره تریخجن او ضد انساني تړاو لري. هو هګل او په څېر یې ګروهن ول، کوم خدای چې د یهودو شیخان معرفي کوي، یو تریو ټندی خدای دی او له انسان سره یو ډېر ناانساني تړاو لري؛ نوځکه زړه راښکونی او نمانځوړ نه دی؛ نو هګل په همدې دلیل د یهودیت تر خدایه د مسیحیت خدای ته ترجیح او غوراوی ورکوي او ویل یي چې د مسیحیت خدای د مینې خدای دی، مینوال دی او له انسانانو سره انساني اړیکه لري د انسان لاسنیوی کوي، نژدې دی، د مینې وړ او نمانځوړ دی.

دیني فکر ته د عارفانو مهمترین چوپړ: خدای مینناک دی

په اسلامي فرهنګ کې د عارفانو یو له مهمترینو چوپړتیاوو همدا وه چې یې رازده کول خدای مینناک دی. البته دوی په دې اړه مازې د اسلام له ښوونو الهام اخستی؛ خو دا مانا یې ډېره پرانستې او سپړلې ده. دا یوه ستره راسپړنه وه. هېڅ ارباب او مریوال د دوستۍ نه دی، یوازې د کرکې وړ دی؛ خو په اسلام کې د بنده او خدای ترمنځ اړیکه، یوه له ولایته او مینې ډکه اړیکه ده. تردې چې په حدیث کې راغلي:

الدين هو الحب و الحب هو الدين[141]

دین خو مینه ده او مینه دین دی

البته خدای له یوه لوري ولي دی؛ یعنې دقیقاً له بنده سره د مولا او عبد اړیکه لري، د بنده هرڅه له همده دي او بنده په هېڅ ډول پر وړاندې یې استقلال او خپلواکي نلري؛ نوځکه په یوه مانا بنده په خدای کې محو دی؛ خو بلخوا بنده یو موجود دی، ددې وړ دی چې له خدای سره دوستي وکړي. هغه خدای چې د مولویَت په مقام کې له بنده تردې بریده واټن نیسي او د مینې په مقام کې تردې کچې را نژدې کېږي. له خدای سره د بنده دا دوه ګونې اړیکه – که بنده یې وساتلای شي – یو خورا اعجاز ډولی تړاو دی؛ یعنې که بنده وکولای شي، چې په عین حال کې د خدای د احتشام (جلال، ستریا) په ساتنې سره ورنژدې شي، د بندګۍ لوړ مقام ته ورنژدې شوی دی.

نوځکه په قرآن کې که څه د «عبد» او «عبودیت» اصطلاحات د هغې زمانې د مریتوب له فرهنګه اخستل شوي؛ خو دې اصطلاحاتو په قرآني قاموس کې یو سرباندې – فوق العاده مانیزه ښکلا، تلطیف او تصعید پیدا کړی او د مینې له مالګې سره ګډ شوي، داسې چې د مریتوب ناانساني او ضد انساني منځپانګه ترې پوره څنډل شوې ده. البته په دې ځانګړنې بنده، بنده پاتېږي؛ یعنې پردې آر همدغسې ټینګار او تاکید دی چې  بنده، بنده دی او کله هم داسې یوې مرتبې ته نه وررسي چې له خدایه ګیله وکړي یا داچې د کوم مرتبت دعوا وکړي او د رعونت اظهار وکړي.

بنده څومره چې د مینې په مقاماتو کې پورته وخېژي؛ بیخې به دې برید ته ونه رسي. له رسول اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) یو روایت نقل شوی ( د لاسوند له سموالي او ناسموالي په یې تیر شو) چې د یو شمېر مسلمانانو فکري لاسوند و او د دوي په فکري او سلکوي حیات کې ورننوتی دی. له پېغمبر اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) یې روایت کړی، چې ویې ویل:

رحم الله اخى عيسى كان عينه اليسرى عمياء، رحم الله اخى موسى كان عينه اليمنى عمياء. انا ذو العينين:

خدای  دې زما پر ورور عیسی ولوریږي، کیڼه سترګه یې ړنده وه. خدای دې زما پر ورور موسی ولورېږي، ښی سترګه یې ړنډه وه؛ خو زما دواړه سترګې بینا او لیدونکي دي.

کومو مشرانو چې دا خبره روایت کړې دا مانا یې ترې اخستې، چې د عیسی نبي په ښوونځي کې پر مولویت سترګه ورتړل شوې ده او په بل کې پر مینې ور بنده ده؛ خو د اسلام د پېغمبر په ښوونځي کې سترګه په دواړو ماناوو پرانستې دي؛ یعنې خدای له یوه لوري مولا دی او له بل لوري د یو معشوق په لطافت او د یو دوست په صمیمیت یو څوک دی. په بله وینا خدای له یوه پلوه دومره انسانانو ته ورنژدې دی، چې په خپل څنګ کې یې ویني او له بل لوري دومره لرې دی چې بیخي یې په خیال کې انځورولای نشي چې پر مسند به یې پښه ورکېدي.

له خدایه ډار او ورسره مینه کول  د خدای د بندګۍ لازمه ده

د بندګی لازمه داده چې انسان ددې اړیکې دواړه لوري وساتي او د ډار او مینې په دوو پړیو د خدای لوري ته وغځول شي.

كن ذا قلبين، قلب تخاف به الله خوفا لا يخالطه تفريط و قلب ترجو به الله رجاء لا يخالطه تغرير.[142]

د دوو زړونو خاوند اوسه، ډارېدونکی زړه او هیلمن زړه، بې تفریطه ډار او بې غروره هیله.

د اسلامي تاریخ په فرهنګ کې مو داسې مشران درلودل، چې سراسر له خدایه ډار وو؛ یعنې حضرت حق په خپل مولویت داسې تجلی ورته کړې وه، چې له خوشحاله زړونو یې یو بڅری پاتې نه و. دوی ډارن زاهدان ول، چې په سراسر ژوند کې د ناوړه عاقبت له ډاره اندېښمن وو او سوچ یې کاوه چې هسې نه جبار خدای یې داسې محکوم او په اور کې وغورځوي، چې په خورا ذلت او بېچارګۍ کې به د لږ څه اقدام وس هم نه لري.

بلخوا داسې بندګان هم ول، چې د خدای مینې یې زړونه دومره خړوب کړي ول، چې کله یې بې پروایانې کولې او په ظاهره د خدای د طاعت له لارې وتل. ددې دواړو ترمنځ جامع او راټولوونکي مو لږ درلودل.

((رابعة عدویَه)) له نادره ښځو ده چې د اسلامي تاریخ په فرهنګ کې په عرفان مشهوره ده او د دې طریقت له مشرانو شمېرلېږي. داسې چې د «حسن بصري» په څېر کسان به ورتلل او درسونه بې ترې زده کول. رابعه خدای ته به خطاب کې دا ښکلي بیتونه لري:

احبك حبين حب الهوى        و حبا لانك اهل لذاكا

فاما الذى هو حب الهوى        فشوقى بذكرك عمن سواكا

و اما الذى انت اهل له        فكشفك لى الحجب حتى اراكا

فلا الحمد فى ذاولا ذاك لى        و لكن لك الحمد فى ذاوذاكا

یعنې خدایه! په دوو دلایلو راته ګران یې، یو داچې درباندې میینه یم او بل داچې ته خپله داسې یې چې مینه درسره وشي. په نهایت کې هم پایله اخلم چې په دې دواړو چارو کې منت ورباندې نږدم او په دواړو مواردو کې بیا هم باید وستایل شې؛ ځکه دواړه دې لورنې دي، هم دې زما زړه وړی او هم زړه وړوونکی یې. د بندګۍ شان دادی چې بنده د خدای په وړاندې د خپلواکۍ نشتون اعلان کړي او هر څه د خدای له لوري وویني او سراسر وجود یې د حق مینې رانغښتی وي.

عارفانو په سمه موندلې وه، چې د مینې پر سپرلۍ د ډار تر سپرلۍ ګړندي ځغلېدای شو[2]:

در ره معشوق ما ترسندگان را كار نيست        جمله شاهانند آنجا، بندگان را بار نيست‏

گر نهى پرگار بر تن تا بدانى حد ما        حد ما خود اى برادر لايق پرگار نيست‏[143]

ډارن دې بارګاه ته لار نلري، مینوال یې ښه تیز ځغلوي.

زاهد با ترس مى‏تازد به پا        عاشقان پران تر از برق و هوا[144]

او عارفانو دا ټکی هم سم موندلی و، چې عشق د خدای ځانګړنه ده، د بنده نه ده.

عشق وصف ايزدست اما كه خوف        وصف بنده‏ى مبتلاى فرج و جوف‏[145]

هو، دا ټکي موندنې زموږ د عزتمنې عرفاني اندنې راسپړنې وې، چې د خدای او بنده ترمنځ د واقعي تړاو مخ پرانستنه کوي. خو تل له بندګانو ددې دوو مقامونو یو ځای کېدنه غوښتل شوې ده. د مولویت پر وړاندې اطاعت حق دی. بندګان باید بې ګړ پړه د خدای فرمانونه ومني. دا منل خدای ته د بنده د محبوبیت لاملېږي؛ ځکه د بنده د عاجزۍ نښه ده. مینه کله هم د نمونځ، روژې، اودس او نورو عملي احکامو ځای ډکولای نشي. مینه ددې چارو ورهاخوا ده، مینه او محبت پردې ټولګه ورزیاتېږي او بنده چټک د خدای لوري ته وربوځي او ددې پرځای چې حامل وي، محمولوي یې:

اوس پوښتو چې عبودیت چېرې د جمعي چارو په ډګر کې ښکاره کېږي؟

عبودیت د جمعي ژوند په ډګر کې

په ځواب کې باید ووایو چې انسانان په جمعي چارو کې هم اړمن دي، چې د خدای پر وړاندې د خپلې بندګۍ په ځانګړنې پوره پوه شي او په عمل کې یې پلې کړې. د انسانانو حکومت او واکمني باید د بندګانو حکومت وي نه د خدایانو. ژوند او قضاوتونه یې باید د بندګانو ژوند او قضاوتونه وي نه د خدایانو.علم، صنعت، سیاست او ګردې چارې یې باید د بندګۍ ځانګړنې ولري. بنده چې وګړې وي، یو حکم لري او چې له نورو بندګانو سره تړاو ومومي او جمعي معیشت رادبره کوي؛ بل حکم لري. له دې دواړو په هر یوه مقام کې، بندګي او ادب یې ځانګړې غوښتنه لري. د خدای پر وړاندې د بندګۍ د ادب غوښتنه دا ده چې انسان «غیر الله» ونه بلي او بل پر خدایي ونه پېژني او د حق تعالی تقرب ته د بندګۍ له لارې ښه ډېره هڅه وکړي او البته بدله یې هم له خدایه واخلي. د بندګۍ شرط دادی، چې انسان ځان خدای ونه ګڼي او د خپلواکۍ خبرې دې نه کوي او د خدای پر وړاندې خپله نیستي او فقر له یاده و نه باسي. څه یې چې په دیني اخلاقو کې قناعت ډوله ژوند ورته ویلی د طبیعت پر وړاندې د بندګۍ د ادب غوښتنه ده او څه یې چې پر خلکو د تواضع او شفقت په نامې زده کړي، د نورو بندګانو پر وړاندې د بندګۍ غوښتنه ده.

د نورو بندګانو پر وړاندې د بندګۍ شان دادی چې بنده پر ځان سخته تېره کړي، چې نورو ته اساني او سوکالي ورچمتو کړي او په هر تصرف کې ځان ته اجازه ورنکړي. په نوې نړۍ کې د بشر له ستونزو یوه یې دا ده چې انسانان د طبیعت پر وړاندې خدایي کوي نه بندګي؛ یعنې ځان مالک او طبیعت خپل مملوک ګڼي او ګروهن دي چې اجازه لري له دې ملک سره څه چې غواړي وکړای شي ویې کړي او دا یوه لویه ستونزه ده. دا دودېز او واکمن فکر لامل شوی، چې په نړۍ او ټولنېزو نظامونو کې یوه ناهمواري، کنډوکپرتوب او ناانډولي رامنځ ته شي او په رښتیا معلومه نه ده چې اوسنۍ نړی څنګه د دې شر له منګلولو خپل ګرېوان ایله کولای شي.

نوی انسان ځان په هر ډول تصرف کې مجاز بولي

خو ددې لید له عملي ستونزو په سترګو پټېدو، ښه ده چې لږ تر لږه له نظري پلوه ځان ته څرګنده کړو چې له کومې وضع سره مخامخ یو: له داسې کسانو سره مخامخ یو چې د خپل نفس پر وړاندې، د خلکو او طبیعت پر وړاندې د خدایي لاپې  شاپې کوي؛ یعنې هم خپله ذاتاً د خدای پر وړاندې پخپله اتکا او نه خپلواکۍ باور نلري او هم پر نورو خلکو او طبیعت خدایي کوي.

نوځکه ژوند ددې استغناوو او استکبارونو په پار هغه څېره خپلوي، چې په اوسنۍ نړی کې مشاهده کېږي. له دې وضع د خوشې کېدو لار، د عبودیت غوښتنې ته ورستنېدل دي.  دا یوه ناسمه خبره ده چې خدای نړۍ راته ایل کړې؛ نوځکه موږ انسانان مجاز یو، چې خپل شخصي ځواکونه او هم په طبیعت کې خدای ورایښيي ځواکونه، بې پروا او چټي وکاروو. دا ناسمه خبره کله کله له متدینینو هم اورېدلېږي.

قناعت د منندوینې لازمه ده

مخکې مو د قناعت په ویینه کې وویل، هغوی چې په نړۍ کې خدایي کوي، شاکر او منندوی نه دي. بنده باید منندوی وي. شکر او مننه د بندګانو ځانګړنه ده. بنده چې څومره خدای ته ورنژدې وي د پالونکي د نعمتونو پر وړاندې ښه منندوی دی. د نعمتونو پر وړاندې د شکر ایستنې غوره طریقه (په دقیقه مانا) د نعمتونو په باب قناعت کول دي. په همدې دلیل شکر د کفر پر وړاندې دی. کوم بنده چې شکر نه وباسي، هرومرو کفر خپلوي. شاکر د کافر پر وړاندې دی. البته سمه ده چې کفر کله د خدای په باب دی او کله یې د نعمتونو په اړه؛ خو دا ټکی د غور وړ دی چې په دې دواړو ځایونو کې له یوې کلمې ګټنه شوې ده؛ یعنې هم هغه چې د پالونکي نعمت ضایع کوي او هم هغه چې د خدای پر وړاندې سرغاړي کوي. دواړه د کفر په لقب ملقب دي. د نعمتونو پر وړاندې کفر خپلول؛ یعنې له دې نعمتونو سره د خدای په شان مخامخېدل، او خپل مطلق ملک یې ګڼل او بې له کومې ضابطې پکې تصرف کول.

له بل انسان سره د انسان اړیکه دوه ډوله ده: د بنده په څېر او د خدای په څېر.

انسان له نورو بندګانو سره دوه ډوله اړیکه ټینګولای شي: بنده وار یا د بنده په څېر انساني اړیکه، او خدايي اړیکه. خدایي اړیکه، د قرآن به تعبیر، استکباري اړیکه ده ، یعنې انسان ځان تر نورو غوره او نور د ځان پوروړي وګڼي او بې پاره ځان ته په ډېرو حقوقو او ګټو قایل وي او یوازې ځان حقوال او بې مکلفیته بولي. دا خدایي کول دي، او بندګان نباید یو له بل سره دغسې اړیکې ولري.

مذموم او بد تضادونه د انسانانو له بندګۍ سره ټکر لري؛ نه د باري تعالی له وحدانیت سره

په نړۍ کې دوه ډوله تضادونه شته: هغه تضادونه چې ښه او ممدوح (ستایل شوي) دي او هغه تضادونه چې بد او مذموم دي. مذموم تضادونه، په رښتینه کې په بندګۍ لرې کېږي. یعنې باید ووایو، داچې انسانان بندګان دي، نباید یو لړ تضادونو ته غاړه کېدي، داچې بندګان دي نباید دغسې یو پر بل لوړاوی پکې روان وي.

حقیقت دادی چې د توحید کلمې او د خدای د وحدانیت لازمه د نړۍ شکلي یووالی نه دی؛ بلکې انسانان داچې بندګان دي نباید ځان ته په یو لړ حقوقو قایل وي او نباید له نورو بې ځایه غوښتنې ولري. انسانان د خپلۍ بندګۍ په دلیل نباید ځانونه تر حق ورهاخوا وبولي او نباید قومیت د خپل هویت مقوّم وپېژني او نباید تاریخ د حق ورکوونکی وبولي. د مارکسیستانو خبره ځکه د بندګۍ ضد وه، چې ویل یې «تاریخ» پرولتاریا ته د حکومت او واکمنی حق ورکړی دی. فاشیزم هم روا نه ګڼله چې څوک د «حکومت» په تصمیماتو او هوډونو کې د حق او باطل قضاوت وکړي، چې پلانی هوډ یې حق او پلانی یې باطل دی؛ بلکې مدعیان ول چې حق ددوی له حکومته سرچینه اخلي او دوی پخپله تر حق اوچت دي.

دا چارې د انسانانو له بندګۍ سره په ټکر کې دي، نه د خدای له توحید سره. ددې ډول چارو شتون د خدای وحدت نه ټکنی کوي. هغوی چې دا خبرې نه مني دلیل یې دا نه دی چې مؤحدین دي. مؤحد والی پر خپل ځای شرط دی؛ خو دا مدعیات د بندګۍ له شؤونو سره په ټکر کې دي. یو بنده د هغه واکمنۍ په اړه خبرې نشي کړای چې ځان تر حق او قانون ورهاخوا ګڼي. یو بنده ادعا نشي کړای چې  یوازې زه د تشریع او تقنین حق لرم نه نور. یو بنده دا نشي ویلای چې زه «تاریخ» غوره کړی یم، که خلک مې مني او که نه مني، دا حق تاریخ راکړی او ان که لازم وي په زور به پردې مسند ډډه وهم.

شرک لانجمن دی

هو، شرک په نړۍ کې د شخړو او تضاد لاملېږي. د یو الله بندګان یو له بل سره خپلوي لري، چې د ګڼو خدایانو بندګان یې نلري. په نړۍ کې د شخړو یو له عواملو، شرک دی؛ خو توحید د ټولو تضادونو د لرې کونې مستلزم نه دی. د نړۍ یو شمېر تضادونه د شرک معلول او زېږنده دي. چې کله په نړۍ کې څو خدایان رادبره شي؛ څو ډوله بندګان به هم راښکاره شي. او لکه د قرآن په تعبیر:

((إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ[146]))

انسانان د بندګۍ په ښکاره کولو کې، د یو بل پر وړاندې یووالی او خپلوي هم راښکاره کوي، او وایي موږ خواجه  تاشان یو، یعنې د یوه خواجه بندګان یو او دا یو ډېر مهم تړاو دی چې د انسانانو ترمنځ رادبره کېږي او دوی ته یو واحد نسب (او ځوځات) ورکوي. په بله وینا انسانان په بندګۍ کې اعتراف کوي، داچې په عبودیت کې شریک دي او د یو خدای (الله) تر فرمان، سلطې، محبت او ولایت لاندې دي، یوې سرچینې او مبدا ته ورمنسوب دي؛ نوځکه څه دلیل نلري چې یو له بل سره شخړې ته راپاڅي؛ خو کله د بندګۍ دا شان هېرېږي او په رښتیا د انسان بدترین غفلت د عبودیت هېرونه ده. د شیطان شان دادی چې له انسانانو بندګۍ له یاده وباسي؛ نو دادی چې شخړې پیلېږي.

((إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ[147]))

یعنې د شیطان کار په خلکو کې لانجې اچول دي. شیطان د ځان لوړ ګڼلو په پار شیطان شو. خدای هم په خورا سپکاوي وشاړه، ورته یې وویل:

((فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ))[148]

باید له ځان لوړ ګڼلو انسانانو سره دغسې کړچار او مخامخېدنه وشي؛ یعنې لکه څنګه چې خدای تعالی شیطان د ځان لوړ ګڼلو له لامله رټلی پټیلې وشړه؛ سرغړاند او مستکبر انسانان هم باید وشړو، باید دوی وپوهوو چې پرېوتي او پست موجودات یاست او البته د مسالې اپوټه هم صادقه ده.

چون ز خود رستى همه برهان شدى        چونكه بنده نيست شد سلطان شدى‏[149]

د ادیانو آریز پېغام: عبودیت

د ادیانو اصلي پېغام دادی، چې بنده، باید د بندګۍ چارو او عبودیت ته ملتزم وي، چې سلطاني مقام ته یې ورجیګ کړي، او دا د دننه او دباندې ابادي ده، چې د عبودیت په کیمیا عملي کېږي. عبودیت انسان هم په دننه کې له ځانه سره سختدریځی او په عین حال کې یې عاجزوي او هم په دباندې او له خدای سره په تړاو کې.

په اوسني پیر کې د انسانانو له خورا واجبترینو دندو ځنې د شرک ډولونه او له بندګۍ د سرغاړۍ د ډولونو پېژندنه ده. هغه ټولګي او ډولونه چې په نړۍ کې دود شوي او روان دي او خلک یې په استبعاد نیولی باید له خدایه ددې پېژندنې توفیق وغواړو. خدای ته د تقرب غوره لار دا ده چې د عبودیت پر لار ګام کېدو او ګردې استغناوې او خپلواکۍ شاته وغورځو.

چون از او گشتى همه چيز از تو گشت        چون از او گشتى همه چيز از تو گشت‏

خدای دې پر دې امت د خپلې لورنې ورونه پرانیزي، توفیق دې راکړي چې له خپل نفس سره مبارزه او پر خلکو مینه وکړو.

د الله تعالی یادول

د زړه ابادول په راټولېدو یې او له تفرقې خوشې کېدل او د ډول ډول شریکباڼو شړل، او زړه یو واحد مالک ته ورسپارل او یوازې همده ته پازوالېدل – مسوول کېدل دي.

هغه زړه مخ پر ورانۍ دی، چې هره ټوټه یې له یو چا او له یو ځای سره ګروه ده او هره شیبه یې په اومړي تار نښتي وي او په نویو نویو تړاوونو کې ورډوب وي. که یو قوي مقناطیس وکارول شي او دا خپرې ورې ټوټې راټولې کړي؛ نو دا ورانۍ به ابادې کړي. دا قوي مقناطیس د «الله» یادول دي. د الله یادول انسان ته ځان وریادوي او غفلتونه یې ورڅنډي.

د الله یادول: د الله د بندګۍ په لار کې هڅه کول او د شرک نفې ده

همدغسې ومو ویل چې د الله یادول او د بندګۍ په لار کې یې هڅه کول، په دې مانا ده، چې باید د نورو خدایانو له بندګۍ سرغړونه وکړو.  د یو الله نمانځنه او له شرکه ډډه کول له سترو حکمتونو ځنې دي، چې خدای او دیني مشرانو یې انسانانو ته سپارښتنه کړې.

شرک او بوتپالنې د زمانې په اوږدو کې پېچلې بڼې خپلې کړي دي. یو وخت انسانانو خپل مصنوعات نمانځل او سجدې یې ورته کولې؛ خو رو رو یې نوي خدایان وپنځول او ورته په سجده شول. هر وخت چې انسانان د الله تعالی له ځانګړو اوصافو یو صفت غیرالله او بل موجود ته ورمنسوب کړي د خدای سازۍ او شرک عملیه پیل شوې ده. د الله تعالی ځانګړي اوصاف یوازې او یوازې د همده دي او هېڅ مخلوق ورته د وررسېدو هوس نشي کړای او نه پرې سینګارېدای او اتصافېدای شي.

لکه، «معبودیت» د خدای یو ځانګړی صفت دی او یو بنده هیلمنېدای نشي چې یوه ورځ به خدای ته تقرب له لامله، د معبودیت د مقام خاوند شي. همداراز د «مکلفیت ورهاخوا کېدنه» یوازې د خدای صفت دی. ټول انسانان د حق او مکلفیت په دوه اړخیزه بهیر کې رانغاړلېږي؛ یعنې څوک چې کوم حق لري، یو مکلفیت او تکلیف هم ورتر غاړې دی. یا که کوم مکلفیت ورتر غاړې دی، د یو حق درلودونکی هم دی. په دې اړه علي(کرم الله وجهه) وایي: حق له هغو چارو دی، که د چا پر ګټه وچورلي، پر ضد به یې هم ور وچورلي. یوازې الهي مقام دی، چې په دغه دوه سري بهیر کې نه رانغاړلېږي: خدای پر ټولو مخلوقاتو حق لري؛ خو دا حق، کوم مکلفیت ورته نه ازبادوي.

حق د الله تعالی دی، نه له خدای سره

په قرآن کې راغلي:

((الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ[150]) = (د قبلې د تغيير فرمان) ستا د پالونكي له لوري حق (حكم) دى؛ نو هسې نه چې په اړه يې له شکمنو وسې))

همدغسې له پېغمبره(صلی الله علیه وآله وسلم) روایت شوی چې یې ویلي:

على مع الحق و الحق مع على يدور حيث ما دار  = حق له علي سره دی او علي حق سره دی، هر ځای چې حق چورلي، علي هم چورلي، او دا د دواړه یو له بله بېلېدوني نه دي» (ابن ابی الحدید، د نهج البلاغې شرح: دویم ټوک)

په دې آیت کې لطیف ټکی دا دی چې خدای په قرآن کې نه دي ویلي چې «حق له خدای سره دی» بلکې ویلي یې دي: «حق د خدای دی».

د پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) او علي(کرم الله وجهه) ځانګړنه له حق سره مل توب دی؛ خو خدای له حق سره نه دی؛ بلکې حق د خدای دی.

حق له الله سرچینه اخلي او راتوییږي. هر څه چې بې له الله دي، باید ځانونه له الله او له هغه حق سره چې له الله سرچینه نیسي، ورسره تنظیم او همغږي کړي. علی(کرم الله وجهه) (او ټول ممکن موجودات) څومره چې لوړپوړي او مقرب دي « له حق سره» دي او باید ځانونه له حق سره همغږي کړي. مشران، نیک او سپېڅلي دي؛ ځکه له حق سره دي او د حق له بهیره نه اوړي. نوځکه د « الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ» حکم یوازې د خدای په اړه صادق دی. د بل هېڅ موجود په اړه نشو ویلای: «الحق منه»؛ بلکې باید ووایو: «الحق معه». نوځکه که څوک – بې له الله تعالی – ځان تر حق ور اوچت (فوق حق) او د حقوقو مبدا او سرچینه وبولي او ځان انځوریز حجت وښیي، چې د هر ډول حجت له اقامې مستغني او بې پروا دی؛ نو پښه یې د الوهیت پر مسند ورایښې ده.

 

په نوې نړۍ کې د شرک څریکې

په اوسني وخت کې د شرک مهمترینې څریکې، سیاسي او ښوونځیزې اندنې دی:

الحادي لیبرالېزم، تشریع یو مخې د «ملت» (حق) بولي، فاشېزم، «حکومت او دولت» د حق، اخلاقو او مکلفیت ورهاخوا او اوچت بولي او د مارکسېزم ښوونځي «تاریخ» امتیاز ورکوونکی او د اخلاقو پنځوونکی ګڼي.

په رښتینه کې دا ښوونځي تر هر څه ډېر د خدای پر وړاندې د انسانانو له بندګۍ نټه – انکار کوي. نوځکه نننی انسان تر بل هر وخت ډېر د خپلې بندګۍ وریادونې ته اړتیا لري. خدای هم له انسانانو د خدایي نفې او پر بندګۍ التزام غوښتی. معلومېږي چې بنده ګي کول یو ستونزمن چار دی او د هغو دقائقو، ځیرنو او پېچلتیاوو په پار، ډېری مؤمنان، مشرکان دي.

((وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ[151] = او ډېرى يې خداى مني؛ خو (په دې ډول چې) نور ورسره شريكوي))

په دې وار کې د ویینې ښه څرګندولو ته، د نهج البلاغې ۲۱۶ مخ خطبې ته ورګرځوو. او علي(کرم الله وجهه) دا خطبه په صفین کې ویلی او له قضا پوره په حکومتي چارو پورې اړوند ده. د حکومت، ولایت، پر ولس د والي حق، پر والي د ولس حق او هم د خدای پر وړاندې د انسان بنده ګي او مملوکیت او…. مهم ټکي په کې ویل شوي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

(( اما بعد، فقد جعل الله لى عليكم حقا بولايه امركم و لكم على من الحق مثل الذى لى عليكم

تر څښتن ستاینې روسته! خدای ماته، پر تاسې د واکمنۍ له لامله حق راکړی او تاسې ته یې هم زما د حق په څېر، حق ټاکلی دی.))

فالحق اوسع الاشياء فى التواصف و اضيقها فى التناصف

د حق په اړه، چې خبرې اترې کېږي؛ نو یو پراخ څیز دی؛ خو که چارې په انصاف ترسره شي، عملي ډګر یې خورا تنګ دی))

انسانان ډېر لږ حق عملي کوي؛ خو د حق په خبرو کې، نه پاتېږي.

لا يجرى لاحد الا جرى عليه و لا يجرى عليه الا جرى له و كان لاحد ان يجرى له و لا يجرى عليه لكان ذلك خالصا لله سبحانه دون خلقه لقدرته على عباده و لعدله فى كل ما جرت عليه صروف قضائه

که حق د چا په ګټه پلي شي؛ نو یوه ورځ به یې په زیان هم وکارېږي او که د چا په زیان وکارېږي؛ نو یوه ورځ به یې په ګټه هم راوڅرخي، که داسې وای، چې حق د چا په ګټه پلي شي او زیان ونلري؛ نو دا وضع یوازې په سبحان خدای پورې ځانګړې ده، نه په نورو موجوداتو پورې؛ ځکه هغه پر خپلو بندګانو مطلق بریالی دی او عدالت یې په ټولو هغو موجوداتو کې ښکاره دی، چې حکم یې پرې چلېږي.»

و لكنه جعل حقه على العباد ان يطيعوه، و جعل جزاءهم عليه مضاعفه الثواب تفضلا منه و توسعا بما هو من المزيد اهله

علي(کرم الله وجهه) د تقوا په اړه هم خبرې لري، چې تقوی پر انسان د خدای حق دی او پر خدای د انسان له لوري د یو حق لاملېږي:

اوصيكم عباد الله بتقوى الله فانها حق الله عليكم و الموجبه على الله حقكم. و ان تستعينوا عليها بالله و نستعينوا بها على الله[152]

خو دا حق چې زموږ له اړخ پر خدای زبادېږي، په واقع کې د خدای په تفضل او لورنې دی، نه داچې مکلفیت یې وي.

هو، تردې سریزې روسته، چې په حقیقت کې د علي (کرم الله وجهه) د سیاسي فلسفې تضمینوونکې ده، پر ولس د واکمن حق او پر واکمن د ولس د حق آریزه ویینه پیلېږي:

ثم جعل سبحانه من حقوقه حقوقا افترضها لبعض الناس على بعض، فجعلها تتكافا فى وجوهها و يوجب بعضها بعضا:

بیا پاک خدای خپل ځینې حقوق پر ځینو خلکو فرض کړل او دا حقوق یې یو د بل پر وړاندې کېښوول، چې ځینې حقوق، ځینې نور واجب کړي.

و لا يستوجب بعضها الا ببعض

او یو حق هله واجبېږي، چې په څېر یې وکړي

و اعظم ما افترض سبحانه من تلك الحقوق حق الوالى على الرعيه و حق الرعيه على الوالى:

او د الهي حقوقو په ترڅ کې خورا ستر حق، پر خلکو د مشر حق او پر مشر د خلکو حق دی

فريضه فرضها الله سبحانه لكل على كل، فجعلها نظاما لالفتهم و عزا لدينهم:

داسې واجب حق، چې پاک خدای پر دواړو لازم کړی او دا یې د ولس او مشر ترمنځ د مینې لامل او د دین عزت ګڼلی دی.

فليست تصلح الرعيه الا بصلاح الولاه و لا تصلح الولاه الا باستقامه الرعيه

د ټولنې چارې بې د چارواکیو له سمونې نه سمېږي او د چارواکیو چارې بې د خلکو له سم سهي کېدنې نه سمېږي

فاذا ادت الرعيه الى الوالى حقه و ادى الوالى اليها حقها، عز الحق بينهم و قامت مناهج الدين و اعتدلت معالم العدل و جرت على اذلالها السنن فصلح بذلك الزمان و طمع فى بقاء الدوله و يئست مطامع الاعداء= نو خلکو چې د چارواکي حق ورپوره کړ او چارواکي د خلکو حق ورپوره کړ؛ نو په دې ټولنه کې حق عزت مومي او د دین څرګندې لارې هوارېږي، د عدل نښې ودرېږي او د پېغمبراکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) سنت په خپل بهیر کې بهېږي او عملي کېږي؛ نو په پایله کې رزوګار سمېږي او خلک د دولت پایښت ته هیلمنېږي او دښمنان پر ټولنه له لاسبرۍ نهیلېږي.

و اذا غلبت الرعيه و اليها و اجحف الوالى برعيته اختلفت هنالك الكلمه:

خو که خلک پر چارواکي لاسبر شي یا  چارواکی پر ولس تېری وکړي، نو ترمنځ یې یو خوله توب له منځه ځي

و ظهرت معالم الجور و كثر الادغال فى الدين و تركت محاج السنن:

د ظلم نښې راښکاره کېږي او په دین کې ټګي برګي ډېرېږي او د پېغمبراکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) پر سنتو عمل پرېښوول کېږي،

فعمل بالهوى:

ځاني غوښتنې ډېرېږي

و عطلت الاحكام:

د دین احکامو ته شا کېږي

و كثرت علل النفوس:

او اروایي رنځورۍ پرېمانېږي.

فلا يستوحش لعظيم حق عطل و لا لعظيم باطل فعل

په پایله کې که په ټولنه کې کوم ستر حق لتاړېږي یا پکې ستر باطل دودوېږي؛ نو د دې دواړو نادودو پر وړاندې د چا چرت نه خرابېږي!

فهنالك تذل الابرار و تعز الاشرار و تعظم تبعات الله عند العباد:

نو په دغسې پېر کې نېکان خوراېږي او بدچاري ځواکمنېږي

فعليكم بالتناصح فى ذلك و حسن التعاون عليه، فليس احد و ان اشتد على رضاء الله حرصه و طال فى العمل اجتهاده، ببالغ حقيقه ما الله اهله من الطاعه له:

نو خلکو! په داسې زمانه کې، پر خلکو لازمه ده، چې یو د بل د حقوقو پلي کولو ته نصیحت وکړي او په عملي کولو کې یې یو د بل لاسنیوی وکړي. سمه ده چې هېڅوک د خدای د اطاعت حق لکه چې څنګه ښایي، پوره کولای نشي.

و لكن من واجب حقوق الله على العباد النصيحه بمبلغ جهدهم و التعاون على اقامه الحق بينهم:

یو له الهي واجباتو ځنې یو بل ته د وسې هومره نصیحت کول، د حقوقو عملي کول او یو د بل لاسنیوی دی.

و ليس امرو و ان عظمت فى الحق منزلته و تقدمت فى الدين فضيلته بفوق ان يعان على ما حمله الله من حقه و لا امرو و ان صغرته النفوس و اقتحمته العيون بدون ان يعين على ذلك او يعان عليه:

که څه په حق کې د ستر مقام خاوند او په دین کې یې ځانګړنې او فضایل تر نورو ډېر وي. (او همداراز) که څوک د خلکو په نېز خواروي او ټیټ ورویني، کړای شي له نورو سره د حق په پلي کولو کې لاسنیوی وکړي یا له نورو مرسته وغواړي.

یعنې انسان نباید ځان دومره بېوسې وبولي، چې ځان د حق په عملي کولو کې عاجز ومومي او نور نباید دا دومره کوشنی وشمېري چې د حق عملي کولو ته مرسته ترې ونه غواړي.

په دې وخت کې یو سړی پاڅېد او په اوږده وینا یې علي(کرم الله وجهه) وستایه او خپله مننه او اطاعت یې ترې څرګند کړ. علي(کرم الله وجهه) د سړي تر خبرو روسته، خطبې ته دوام ورکړ، ویې ویل:

ان من حق من عظم جلال الله فى نفسه و جل موضعه من قلبه ان يصغر عنده لعظم ذلك كل ما سواه:

د چا د زړه په سترګو کې چې چا ته د څښتن برم ستر وي او په زړه کې ورته پر لوړ مقام قایل وي؛ نو ښایي بې له الله نور هر څه کوشني وګڼي.

و ان احق من كان كذلك لمن عظمت نعمه الله عليه و لطف احسانه اليه فانه لم تعظم نعمه الله على احد الا ازداد حق الله عليه عظما و ان من اسخف حالات الولاه عند صالح الناس ان يظن بهم حب الفخر و يوضع امرهم على الكبر و قد كرهت ان يكون جال فى ظنكم انى احب الاطراء و استماع الثناء و لست بحمد الله كذلك و لو كنت احب ان يقال ذلك لتركته انحطاطا لله سبحانه عن تناول ما هو احق به من العظمه و الكبرياء و ربما استحلى الناس الثناء بعد البلاء فلا تثنوا على بجميل ثناء لا خراجى نفسى الى الله و اليكم من التقيه فى حقوق لم افرغ من ادائها و فرائض لابد من امضائها، فلا تكلمونى بما تكلم به الجبابره و لا تتحفظوا منى بما يتحفظ به عند اهل البادره و لا تخالطونى بالمصانعه و لا تظنوا بى استثقالا فى حق قيل لى و لا التماس اعظام لنفسى فانه من استثقل الحق ان يقال له او العدل ان يعرض عليه كان العمل بهما اثقل عليه فلا تكفوا عن مقاله بحق او مشوره بعدل، فانى لست فى نفسى بفوق ان اخطى و لا آمن ذلك من فعلى الا ان يكفى الله من نفسى ما هو املك به منى فانما انا و انتم عبيد مملوكون لرب غيره

د چا د زړه په سترګو کې چې چا ته د څښتن برم ستر وي او په زړه کې ورته پر لوړ مقام قایل وي؛ نو ښایي بې له الله نور هر څه کوشني وګڼي او تردې ډېر وړ به هغه وي، چې د خدای پرېمانه نعمتونه ولري او د احسان پر دسترخوان یې ناست وي؛ ځکه پر چا د خدای نعمتونه هله ډېرېږي، چې الهي حقوق پرې پرېمانه وي.

خلکو! د صالحانو پر وړاندې د چارواکیو له خورا ټیټو او پرېوتیو حالاتو ځنې یو دا دی، چې وانګېري، ستاېنه یې ښه ایسي او چارې یې په ښاڅمنۍ – کبر او ځانمنۍ ولاړې وياو دا مې ښه نه ایسي، چې په خاطر کې مو تېر شي، چې ستاېنه او غوړه مالي مې ښه ایسي او غوږ ورته ږدم. د خدای شکر دی، چې داسې نه وم او که ستاېنه مې خوښېدای؛ نو خدای ته د عاجزۍ لپاره مې پرېښووله؛ ځکه یوازې خدای د ستریا وړ دی.

کله خلک د زیاتو هڅو له لامله د ځینو ستاېنه روا بولي؛ خو نه غواړم په خپلو ښکلیو خبرو مې وستایئ، ځکه لا تر اوسه راباندې ځینې حقوق پاتې دي، چې پوره کړي مې نه دي او ځینې فرایض راترغاړې دي، چې باید ویې کړم. راسره د سرغاړو واکمنو په څېر خبرې مه کوئ او لکه چې له پخساکګرو – غوسناکو ډډه کوئ رانه مه په څنګ کېږئ او په  غوړه مالۍ راسره مه چلېږئ او ګومان مه کوئ، چې د حق ویل به راباندې ګران پرېوځي او نه غواړم ځان غټ او ستر وښیم؛ ځکه چا ته چې د حق اورېدل ستونزمن وي یا د عدالت په اړه د چا ورم وا نه وري؛ نو پر حق تلل او پر عدالت چلېدل ورته ستونزمن دي؛ نو ما ته د حق خبرې کوئ او د  عدل په اړه سلا مشورې رانه مه سپموئ؛  ځکه ځان تردې جیګ نه ګڼم، چې نه به تېروځم او په خپلو کړنو کې به له تېروتنې خوندي یم؛ خو داچې خدای مې وساتي؛ نو له آره موږ او تاسې د پالونکي بندګان یو، چې بل پالونکی ترې نشته؛ هغه مو مالک دی او موږ پر ځانونو څه واک نه لرو، خدای موږ له هغه موقعیته رابهر کړو، چې پکې وو او هغه ځای ته یې راوستوو، چې پکې  مو خیر او صلاح وه، د بېلارۍ پرځای یې سمه لار او د ړوندوالي پرځای یې لیدون او سترګورتوب راډالۍ کړ))

 

 

ددې خطبې بنسټ انسانانو ته د بندګۍ وریادونه او د شرک نفې ده

له دې برکتي خطبې معلومیږي، ددې ویناوو بنسټ انسانانو ته د بندګۍ وریادونه، د خدايي کولو او شرک نفې ده. انسانان نړۍ ته د خدایي کولو لپاره راغلي نه دي. په نړۍ کې یې شان انساني ژوند دی، چې باید د بندګۍ په چوکاټ کې وي، انسانان د بندګۍ له چوکاټ دباندې ژوند کړای شي؛ خو بېشکه دینوال وګړی د دیانت د زڼي په اړه ژمن او ملتزم دی، سکه د الهي ادیانو زڼی د الله تعالی نمانځنه ده. مؤحد انسان له شرک سره آریز حساسیت لري او ځان ترې ساتي.

تل شونې ده چې پټ یا ښکاره خدایان رادبره او د انسانانو قبله شي. دا خدایان په هره زمانه کې نوې بڼه مومي. نوځکه د خدای نمانځنې او توحید شرط دادی، چې مؤحد د الله تعالی د ځانګړو اوصافو او ناځانګړو اوصافو ترمنځ توپیر وکړي او څارن وي چې هسې نه څوک دا ځانګړي اوصاف خپل اوصاف وبولي؛ ځکه په واقع کې ددې اوصافو مدعیانو په الوهیت کې د تمې لاس وهلی دی. پر مؤحدانو فرض ده، چې دا دروغجن خدای د الوهیت له مسنده راوپرځوي او د شرک او د شرک د نښو پرې کولو په باب هڅه وکړي. خو البته الله تعالی ناځانګړي اوصاف هم لري. خدای ته تقرب او په الهي اخلاقو تخلق (او ځان سینګارونه) کله هم په دې مانا نه دي، چې انسان هڅه وکړي، په ځان کې د خدای ځانګړي اوصاف پلي کړي.

خدای ته د انسان تقرب د باري تعالی «ناځانګړو اوصافو» په ښه خپلولو کې که نغښتي دی

په واقع کې څه چې انسان خدای ته ورنژدې کوي، په ناځانګړو اوصافو د انسان ښه سینګارېدل دي. لکه انسانان چې څومره ښه پوه، ښه سخي، یا ښه زغمناک شي  د الهي قرب محضر ته ورنژدې شوي دي؛ خو باید پردې ټکي یو قید ور زیات شي:

انسانان که د دغو ځانګړو درلودونکي شي؛ نو د دوی د خدایۍ پر مانا نه ده؛ بلکې له دې اوصافو د انسانانو برخمني د بندګانو په برید پورې محدوده ده. له نظري پلوه دا مطلب پوره څرګند دی. هېڅوک مدعي کېدای نشي چې د مثال په ډول د نړۍ په اړه به د انسان علمي احاطه، د خدای د علم او احاطې همترازه او په يوه کچه شي. له علمه د انسانانو برخمني ډېره لږه او نيمګړې ده؛ خو البته مطلب تردې بريده نه تمامېږي. د انسان او خدای ترمنځ د علم او حلم يا جود و سخا اختلاف يوازې په درجه کې نه؛ بلکې په ډول کې هم دی.

د انسان او خدای د شريکو اوصافو توپير، يوازې په درجه کې نه، بلکې په ډول کې دی

د خدای او انسانانو د اوصافو ترمنځ توپير، د خدای د «وجود» او د انسانانو د «وجود» د توپير په څېر دی. سمه ده چې په يوې دقيقي فلسفې مانا، خدای او انسان ـ دواړه – واقيعت او موجوديت (شتون) لري. يعنې دواړه د عدم طارد دي؛ خو انسان په امکاني وجود، موجود دی، او خدای په واجبي وجود، موجود دی او ددې دوو ډولو«وجود» واټن د «وجود» او «عدم» ترمنځ د واټن هومره دی. نوځکه نبايد د لفظ يوالی شوکه وکړي او انسان د ځان او خدای د «وجود» حکم يو رنګ وبولي.

ملا صدرا په «اسفار» کې د ممکناتو د عدميت په اړه يو ډېر عارفانه او زړه راښکونی ویینه پرانستی او په ډاګه يې ويلي چې ممکنات عدمي دي؛ یعنې د ممکناتو وجود له عدم سره دېوال په دېوال دي. په بله وینا که خدای «موجود»  دی، ممکنات په قیاس کې ورسره «عدم» دي. دا توپیر لکه چې وویل شو، د خدای او انسانانو د اوصافو ترمنځ هم شته.

دا توپیر په عمل کې هم ښکاره دی.

خو دا توپیر په عمل کې ډېر ډاګیز دی او بلکې په عمل کې نوي نوي توپیرونه هم پېښېږي. لکه د خدای «وجود» د انسان له «جود» سره مقایسه او پرتله کولای شو. «جواد» والی د خدای له اوصافو دی؛ خو د خدای جود د انسانانو له جود سره ټولیز توپیر لري: د خدای خلقت دده عین جوادیت دی، د مولوی په تعبیر:

من نكردم امر تا سودى كنم        بلكه تا بر بندگان جودى كنم‏[153]

په روایاتو کې راغلي که خدای بخشش وکړي یا ونکړي بیا هم جواد دی. که مخلوقات وپنځوي یا یې ونه پنځوي بیا هم جواد دی؛ خو دا ځانګړنه د انسانانو په اړه سمه نه ده. انسانان که بخشش ونه کړي بیخي جواد نه ګڼل کېږي، او که بخشش هم وکړي، جود یې د خدای له جود سره له بېخه توپیر لري.

بل مثال: د خدای «عدل» د انسانانو له عدالت سره پرتله کولای شو. خدای عادل دی او په نړۍ کې د ډول ډول مظالمو پېښدل، شرور او فجایع له الهي عدل سره هېڅ ډول ټکر نه لري. په بله وینا څه چې په نړۍ کې تېرېږي عین الهي عدل دی. د خدای له لید او منظره څه شرونه چې په نړۍ کې پېښېږي، خیرات دی او د باري تعالی د حکمت غوښتنه ده. په هېواد کې یې غلا، ناامني، وژنه، کفر، سوکړه، فسق، غضب، ظلم او….. پېښېږي او دا یو هم د خدای له عدل، رحمت او مولویت سره په ټکر کې نه دي. خو که بندګان وغواړي په دې مانا او په دې بڼه عادل شي او ددې ډول نادودو او نارواوو پر وړاندې حساسیت ونه ښیي، د الوهیت پر مقام یې پښه ورایښې او د بندګۍ له مقامه وتلي دي. بندګان باید د رنځوریو درملنې او د مظالمو لرې کونې ته هڅه وکړي، پر معیوبانو، ناقص الخلقه و او بېوزلیو ولورېږي او…  خدای په مطلق ډول په بشري مانا لورنه، رحم او شفقت نلري. دا حالات د انفعالاتو له جنسه دي او د خدای په ذات کې انفعال او اغېزمنېدنه سوړه نشي کړای.

په الهي اخلاقو تخلق د انسان د خدايي کولو پر مانا نه دي

نوځکه دا یو، باطل او خوشې ګومان دی چې په الهي اخلاقو سینګارېدنه او خدای ته تقرب د باري تعالی اوصافو ته د نښلون پر مانا، په هماغه خدایي مانا وبولو. انسانان په هغه مانا چې خدای عادل دی، عادلېدای نشي او نه باید عادل شي. د بندګۍ شان او برید ځان ته ځانګړې غوښتنې لري. انسانانو ته دې وریادوي چې د خدای مدیریت ټول کاینات رانغاړي او دا ستر مدیریت ځانګړې غوښتنې لري او د ځمکې پر ناڅیزه کړه او په یوه محدوده ټولنه او د ټاکلو روابطو په چوکاټ کې ژوند کول نورې غوښتنې لري؛ نوځکه په پراخ کچه او سطح چې – تېر، اوس او راتلونکی رانغاړي ـ عدالت کول په کوشنی کچه کې له عدالت سره ډېر توپیر لري. کله هم له بندګانو غوښتل شوي نه دي چې نړۍ ته له الهي اوچت منظر او لیده نظر وکړي او ددې منظر په غوښتنه هر څه مازې خیر وویني او په عمل لاس پورې نه کړي. د مولانا په وینا:

هست الوهيت رداى ذولجلال        هر كه در پوشد برو گردد و بال‏

تاج از آن اوست آن ما كمر        واى او كز حد خود دارد گذر[154]

د خبرې لنډیز:

لنډه دا په خدای یادولو د زړه ابادول؛ یعنې د شرک په اړه حساسېدل او د بشر مصنوع خدایانو ته زړه نه ورسپارېدل دي دا مصنوع خدایان کله ځانونه د الله تعالی د ځانګړو اوصافو درلودونکي بولي او کله پر الهي اخلاقو د سینګارېدو له چاره د انسان د ناسمې انګېرنې محصولات دي. په دې منځومال کې په تېره د واکمنو او ولسونو ترمنځ تړاو له ډېر حساسیته برخمن دی. علی (کرم الله وجهه)راښوولي چې هېڅ حکومت مدعي کېدای نشي چې حق یو اړخیز د حکومت له لوري پر ولسونو ور روان دی. حکومتونه په کومه کچه چې حق لري، د خلکو پر وړاندې مکلفیت هم لري دا مانا، په عصر سورت کې د خدای د خبرې غوښتنه ده.

((إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ))

هغوی به زیایمن نه وي چې دوه اړخیزه توګه په حق او صبر سپارښتنه وکړي دا دوه اړخیز اړیکه د ولس او حکومت ترمنځ هم روانه ده.

له خدایه غواړو چې توحید مو ورځ تر ورځې رازیات کړي، زموږ زړونه دې په خپل یاد ښه اباد کړي، توفیق دې راکړي چې له نفس سره جهاد او پر خلکو ولورېږو.

 

په قرآن حکیم کې د حکمت مانا

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

و نوره بالحكمه = تیاره زړه د حکمت په رڼا، رڼا کړه .

نو ددې لپاره چې د علي (کرم الله وجهه) په کلام کې له «حکمته» یې پر مانا او مراد پوه شو، باید قرآن ته مراجعه وکړو، چې له «حکمته» د خدای مراد څه و.

په قرآن کې «حکمت» او «حکیم» څو ځل راغلی دی. د «حکمت» ځانګړنه او مضمون یې په قرآن کې شرح شوی دی. خدای پاک په الاسرا سورت کې مسلمانانو ته پینځه ویشت سپارښتنې لري او ددې سپارښتنو د اړوند آیتونو په پای کې په ډاګه وایي، چې دا حکمت دی، چې در وحې مې کړل؛ نوځکه دا آیتونه د «حکمت» د مانا په پوهېدو او مراد کې ډېر څرګند دي. دا حکمت ډولي او حکمت زده کوونکی آیتونه د الاسرا سورت له دوه وېشتم آیته پیلېږي:

په قرآن کې د حکمت مصادیق:

۱-((لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا  =[155] (بنده!) هېڅكله له خداى سره بل معبود مه نيسه، چې پړ او بې مرستندويه به كېنې.))

یعنې یو عقلمن هم روا نه ګڼي چې د یو الله په شتون کې، بلې قبلې او خدای ته ورمخ کړي.

۲-((وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا (=[156] او پالونكي دې پرېكړه كړې ده:  بې له هغه بل مه نمانځئ، له (خپل) موروپلار سره ښېګڼه وكړئ،كه له هغو يو يا دواړه زړښت ته درسره ورسي؛ نو ته ان اوف(هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او په تول پوره) خبرې ورته وكړه.))

۳-((وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (=[157] او له مهربانۍ د خپلې تواضع (او نرمې غاړې) وزرونه ورباندې ورښكته كړه او ووايه:  (( پالونكيه! پر دوى ولورېږه؛ لكه څنګه چې [راباندې لورېدلي وو او] په ماشومتوب كې یې وروزلم. ))

۴-((رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِن تَكُونُواْ صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأَوَّابِينَ غَفُورًا[158]= پالونکى مو ډېر ښه پوهېږي، چې په زړونو کې مو څه دي (په دې اړه که څه ښويېدنه لرئ؛ نو) که صالحان ياست (نيمګړتيا مو لرې کړئ؛) نو بېشکه خداى توبه ګارانو ته ښه بښونکى دى.))

 

د انفاق ادب رعایتول:

۵-((وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا =[159]او خپل لاس دې تر غاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې تر بریده زيات غځولى پرېږده، چې پړ او پښېمانه پاتې شې.))

مفسرینو لیکلي چې ددې آیت د نزول علت دا و، چې یوې مور خپل زوی ته وویل، ورشه او له پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) څه وغواړه. زوی پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورغی او څه یې ترې وغوښتل. ورته یې وویل، څه نلرم. ویې ویل: نو دا کمیس دې راکړه. کمیس یې ورکړ. په دې پېښې پسې دا آیت نازل شو، چې لګښت او انفاقول یو برید لري. په کومو ځایونو کې، چې دا حکایت نقل شوی، ویلي یې دي چې خدای ددې آیت په ترڅ کې پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) ته ادبونه وکړه؛ یعنې د انفاق او سخاوت ادب یې ورزده کړ.

((إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا[160]) = په حقيقت کې ستا پالونكى، چې چا ته وغواړي، روزي پراخوي، يا تنګوي(؛ ځکه) چې هغه د بندګانو (له حاله) خبر دى (او) ويني يې.))

۶- د تنګلاسۍ له ډاره د اولادونو له وژنې ډډه کول

((وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا [161] = او د تنګسې له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ هغوى او تاسې ته روزي دركوو [ځکه] چې وژل يې ستره ګناه ده!))

قرآن د اولادونو د وژنې په هکله په دوو ځایونو کې په بلاغت او ظرافت ویینه کړې ده: یو ځای یې همدا آیت دی، چې خدای وایي اولادونه مو د فقر له ډاره مه وژنئ، موږ روزي ورکوو او تاسې ته هم. په دې آیت کې ړومبی اولادونه یاد شوي او ورپسې پلرونه. په دې باب یو بل آیت هم شته، چې له دې آیت سره توپیر لري:

((وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ[162]=او خپل اولاد د تنګسې له (وېرې) مه وژنئ، موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو.))

دلته خدای د پلرونو په اړه ضمیر د اولادونو په اړه  تر ضمیره ړومبی راوړی دی. دا د مخاطب او مغایب ضمیر وړاندې روستوالی او همداراز په دوو آیتونو کې د علت توپیر (چې یو ځای وايي: د تنګلاسۍ له داړه او په بل ځای کې: د تنګلاسۍ له وجهې)، په ډاګه ښیي، چې عربانو په دوو دلایلو خپل اولادونه وژل: ړومبی داچې ډارېدل، هسې نه دا ماشوم به ځوانۍ کې تنګلاسی او ژوند یې کړمن شي؛ نوځکه خدای د الاسرأ سورت په آیت کې ړومبی د اولادونو د روزۍ متکفل او پالندوی شوی دی. دویم داچې عربانو د فقر او تنګلاسۍ له لامله اولادونه وژل، نوځکه خدای د الانعام سورت په آیت کې پلرونو ته د روزۍ ورکول تضمین کړي دي.

۷-له زنا ډډه کول:

((وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلًا =[163]او زنا ته مه ورنژدې كېږئ (؛ ځکه) چې دا ډېر ناوړه چار دى او بده لار ده!))

۸-له ناحقه وژنې ځان ساتنه:

((وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ =[164]او هغه تن مه وژنئ، چې خداى يې وژل حرام كړي دي؛ خو په حق (يې وژلاى شئ). ))

۹-عادلانه غچ؛ یعنې د الهي قانون له مخې کسات اخستنه

((وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا[165]=او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه ولي (او پاتوړي) ته مو زور (او د غچ غوښتنې حق) وركړى دى؛ خو په وژنه كې دې له پولې نه اوړي؛ځكه (د شرع له اړخ) يې ملاتړ شوى دى))[1]

معلومه ده چې قرآن دلته په جاهلي عربانو کې یو روان دود تحدیدوي؛ یعنې په دې اړه نوی قانون نږدي؛ بلکې په دې چار کې د عربانو د افراط او اسراف مخنیوي کوي. د علي(کرم الله وجهه) هم د مرګ په درشل کې یو وصیت یې دا و چې:

لا الفينك تحذون دماء المسلمين خوضا تقولون قتل اميرالمومنين. الا لا تقتلن بى الا قاتلى[166]

بني عبد المطلبوا ! هسې نه چې ومو وینم له خلکو راټول شئ او وواست و «قتل امیر المؤمنین» او په دې نامه توري راوباسئ، یوازې زما وژونکی به زما د وژونې په کسات ووژل شي.»

په واقع کې قرآن، څه چې په خلکو کې دود و؛ خو او افراط او زیاتی پکې کېده، رامحدود یې کړ.

۱۰-د پلار مړي د مال له خوړو ځان ساتنه او پر ژمنه وفا

((وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولًا =[167]او د پلارمړي شتمنۍ ته په غوره طريقه تر هغه ورنژدې شئ، چې مړانې ته ورسي او پر(خپلو) ژمنو وفا وكړئ، چې د ژمنې پوښتنه كېږي.))

په روایت کې دي، چې خدای په درېیو څیزونو کې انسان ته اجازه ورکړې نه ده یو یې وعده او ژمنه ده.

لا الفينك تحذون دماء المسلمين خوضا تقولون قتل اميرالمومنين. الا لا تقتلن بى الا قاتلى[168]

یعنې نباید په پلمه ژمنه ماته کړو.

۱۱-سم تلل:

((وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذا كِلْتُمْ وَزِنُواْ بِالقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا=[169]او كه په پيمانه وركړه كوئ؛ نو پوره يې وركړئ او په تله سم تول كوئ، دا درته غوره او پاى يې ښه ده.

په ځینو روایاتو کې راغلي چې له «قسطاس مستقیم» څخه منظور خوله ورې تلې دي. په ډاګه ده چې په دې ګردو مواردو کې قرآن هڅه کوي چې د جاهلیت پیر رنځورۍ درمل کړي او د دوی سرغړاندي او نا اصولیتوب تر ولکې لاندې راوړي.))

۱۳-د ناپوهۍ له مخې لاروي نه کول:

(( وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا [170]=او په هغه څه پسې مه ځه، چې پرې پوه نه يې؛ ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.

یعنې چې پوه شوی نه یې، چې څه ته وینې، مه یې وینه، چې پوه شوی نه یې، څه اورې یا ویاند څوک دی، او څه خبره ده، مه یې اوره. او تردې ورهاخوا، چې نه پوهېږې کوم فکر و خیال دې زړه ته ورننوځي، د ورننوتو اجازه مه ورکوه. د مولوی په وینا:

غير رويت هر چه بينم نور چشمم كم شود        هر كسى را ره مده‏اى پرده‏ى مژگان من‏

(( وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ)) په همدې مانا دی؛ یعنې باید د یو سختګیر ساتندوی په څېر د خپلو حواسو پر دریڅه کېنې. نباید هرڅه ووایې، نباید هر اورېدلي خپاره کړې. او تردې ورهاخوا مخکې تردې چې څوک خبره وکړي، او مخکې تردې چې په سترګو کې دې کومه منظره درښکاره کړي، باید پوه شې چې څه ته وینې او چا ته غوږ ږدې. باید پوه شې چې زړه ته دې کوم فکر ورننباسې او خپل خاطر دې پرې بوخت کړې. پر څه چې نه پوهېږې، نه یې پېژنې او د ده لاندې باندې دې ښه سنجولی نه دی او له سموالي یې ډاډمن نه یې نباید د خپل وجود هېواد ته یې ورننباسې، که داسې دې وکړل پازوال به یې او خدای به دې وپوښتي. دا له حکمته ډکې خبرې دي. خلک نباید ناسنجول شوې خبره وکړي او نه یې واوري او تردې اوچت، څو یې پر خپلو اورېدو او پوهېدنو کافي ډاډ ترلاسه کړی نه وي، نه دې یې خپروي او نور دې نه اندېښمنوي. له پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) نه روایت شوی چې د دروغو برید دادی چې انسان څه چې اورېدلي ووایي. دا چار د دروغو ډګر ته ورننوتل دي:

كفى بالمرء من الكذب ان يحدث بكل ما يسمع[171]

ان که وګړی د خبرې او کلام په ویلو او نقل کې ټینګار وکړي، چې زه ددې خبرې سموالی نه تضمینوم؛ خو په عین حال کې یې ووایي یعنې د خبرې حامل او وړوونکی شي، د دروغو ډګر ته ورننوتی دی، دا خو لا څه چې په لوی لاس دروغ جوړ او نورو ته یې ووایي. فیض کاشاني تردې آیت لاندې له امام سجاد څخه یو روایت راوړی چې یې ویلي، حق نه لری، څه چې دې زړه غواړي ووایي؛ ځکه خدای وایي« وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ » او داچې پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) ویلي: رحم الله عبدا قال خيرا فغنم او صمت و سلم.

((خدای دې پر هغه ولورېږي، چې یا ښه خبره وکړي او ګټه یوسي او ګټه ورسوي یا که ښه خبره نلري، چوپ کېني او سلامت ولاړ شي))

د دې دوو پړاوونو ترمنځ بل منلی پړاو نه لرو: یا ښه خبره لرې او وایی یې، یا یې نه لرې او چوپ کېنې او بیا یې وویل: و ليس لك ان تسمع ما شئت

((حق نلرې څه چې دې زړه غواړې، واورې))

یعنې نه یوازې څه چې غواړې نباید ووایي؛ بلکې څه چې دې زړه هم غواړي نباید واورې؛ یعنې باید غوږونه پر یو لړ ویناوو کاڼه کړې؛ ځکه غوږونه هم پوښتلېږي او نور غړي او اندامونه هم. ځکه خدای تعالی ویلي:

لان الله يقول: ان السمع و البصر و الفواد كل اولئك كان عنه مسولا

۱۴-به عاجزۍ چلېدل:

((وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا =[172]او پر ځمكه په نخرو مه ځه؛ ځکه ته نه ځمكه څيرولاى شې اونه د غرونو تر څوکو رسېداى شې)).

یعنې د خپل خصلت په غوښتنه چلېږي؛ نه بې پاره مصنوعي عاجزي او تواضع کوي او نه بې پاره ځان نیسي.

((وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا=[173]او د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي.

نو خپل برید وپېژنه، او څنګه چې یې هماغسې په لار ولاړ شه، خبره وکړه او وچلېږه.

((كُلُّ ذَلِكَ كَانَ سَيٍّئُهُ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا[174]=دا ټولې چارې ناکاره دي او د پالونکي دې ښه نه ایسي.))

ځکه دا چارې ښه اړخونه هم لري. انفاق، نکاح، پرځمکه تلل او… ښه اړخونه هم لري، خدای یې بد اړخونه مکروه کړي.

څه چې تېر شو، د هغو آیتونو ټولګه ده، چې له حکمت ډک خصلتونه یې شمېرلي، ورپسې خدای په راروسته آیت کې وایي:

((ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا=[175]دا (احكام = يوولس امرونه او دوولس نهې) له هغو حكمتونو دي، چې ستا پالونكي دې تاته وحې كړي دي او له خداى سره بل معبود مه نيسه، چې په دوزخ كې به پړ شوى او(د خداى له درشله) شړل شوى وغورځول شې.))

په قرآني اصطلاح کې «حکمت»،«عملي حکمت» دی نه؛ نظري حکمت

د فیلسوفانو په عملي حکمت کې، له تېرو ویل شویو ځنې یوه برخه یې راغلې. البته دا ټول جزئیات ویل شوي نه دي؛ خو اصول، آرونه، مورینې او ارکان یې په عملي حکمت یا په دودېزه اصطلاح د اخلاقو په علم کې شته. ان تر اسلام وړاندې د یونان داخلاقو د علم په کتابونو کې لیکل شوي؛ لکه پر ژمنه وفا راغلې او سپارښتنه یې شوې. البته په دې کتابونو کې د خدای نامه نشته؛ خو لږ تر لږه له انساني او ټولنیز پلوه پر ژمنه وفا یو ښه چار انګېرل شوی، څوک چې پر دې اخلاقي آرونو پوهېدل، اخلاقي حکیمان یادېدل. هغوی چې په فلسفه کې له عامه چارو او هم په ځانګړې مانا له الهیاتو څخه خبر ول حکیم ورته ویل کېده. خو په ټینګار باید ووایو چې په قرآن اصطلاح کې،«حکمت» تقریباً په عملي حکمت اطلاق شوی نه پر نظري حکمت. په دې ویینه کې عموم آیتونه عملي دستورات او سپارښتنې دي او تر عملي حکمت لاندې ځاییږي: پر ژمنه وفا، له زنا، کبر او… ځان بچول ان دا امر چې وایي، بې له «الله» بل خدای مه نیسئ او بوت مه نمانځئ، د سپارښتنې او عمل جنس دی.

لقمان په حکمت ډېر مشهور و، خدای یې په اړه وایي:

((وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ [176]))

مفسرینو « أَنِ اشْكُرْ» دغسې مانا کړی، چې د لقمان شکر ایستل، خپله حکمت و. پردې کلماتو سربېره، چې له لقمانه په قرآن کې خپل زوی ته د موعظې په چوکاټ او څه په احادیثو کې ترې روایت شوي، ګرد سره عملي حکمتونه دي او راښیي، کوم حکمت چې لقمان ته ورکړای شوی و، مراد ترې څه و. البته دا حکمتونه د نظري حکمت ملاتړ هم لري؛ یعنې په دې سپارښتنو کې، د خدای وجود مفروض نیول شوی؛ نوځکه ویل کېږي، چې بې له «الله» بل معبود مه نمانځئ. همداراز «معاد» مفروض دی؛ نوځکه بیاځلي کېږي چې تاسې د خپلو چارو پازوال یاست او په یو ځای کې به له ګرېوانه ونیول شئ؛ نوځکه د خدای او معاد شتون ددې حکمتونو نظري ملاتړ دی. په دې آیتونو کې هغه څه نه دي راغلی چې په اصطلاح «نظري حکمت» ورته ویل کېږي او څه چې دي د عملي حکمت له جنسه دي. عملي حکمت د پخوانیو د وېشنې له مخې پر درېیو برخو دی: وګړیز اخلاق، د کور سنباله، او هېوادوالي. د قرآن دا دستورات له دې درېیو برخو په یوه کې یې تړاو لري. البته د خدای په کلام کې دغسې کلاسیک او مدرسي جلا والی او تفکیک نشته.

هغه د «خیر کثیر» پاتوړی دی، چې په دې حکمتونو متحقق وي

بل ټکی دا، حکمتونه، حکمتونه نه دي، چې حکیم تش ورباندې پوه وي؛ بلکې عملي انځور یې وي. د فیلسوفانو په عملي او نظري حکمت کې، یوازې پوهېدل، د یو چا حکیمېدو ته کافي دي. خو علی الظاهر له قرآني او دیني لید لوري «خیر کثیر» د هغو کسانو پر برخه کېږي، چې هم پردې ماناوو پوه شي او هم یې عملي کړي. په بله وینا، په قرانې حکمت کې یو ډول عبرت هم نغښتی، چې د فیلسوفانو په عملي حکمت کې نشته. نوځکه د علي(کرم الله وجهه) کلام چې «خپل تیاره زړه دې په حکمت رڼا کړه» په دې مانا دی چې ړومبی پردې حکمتونو پوه شه، بیا ورباندې عمل وکړه او عامل اوسه. په احادیثو کې څېړنه د «حکمت» همدې مانا ته مو ورسېخوي. ړومبی د حکمت په عظمت کې له رسول اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) روایت شوی چې:

كاد الحكيم ان يكون نبيا[177]

(( نژدې ده، حکیم د نبي درجې ته ورسي))

كلمه الحكمه يسمعها المومن خير من عباده سنه[178]

((مؤمن چې له حکمته ډکه خبره واوري، له یوه کال عبادته غوره ده))

حضرت علي وایي:  حد الحكمه الاعراض عن دار الفناء و التوله بدار البقاء

(( د حکمت برید له دار فنا مخ اړونه او پر دار البقا بوختېدنه ده))

حضرت علي وايي:  من الحكمه ان لا تنازع من فوقك و لا تستذل من دونك و لا تتعاطى ما ليس فى قدرتك و لا يخالف لسانك قلبك و لا قولك فعلك و لا تتكلم فيما لا تعلم و لا تترك الامر عند الاقبال و تطلبه عند الادبار

دا د حکمت له چارو دي:

داچې د خپل سر له پاسه سره شخړه ونکړې او تر خپل لاس لاندې خوار مه کړې او په هغه څه پسې ونه ګرځې چې په وس کې دې نه دي او زړه دې له خولې، او وینا دې له کړو وړو سره په ټکر کې نه وي او د څه په اړه چې نه پوهېږې، خبره مه کوه او له کوم چار سره په مخامخېدو کې، مه یې پرېږده او چې درشا یې شوه، مه یې غواړو.

حضرت علي (کرم الله وجهه) ویلي:

حفظ الدين ثمره المعرفه و راس الحكمه[179]= «د دین ساتنه د معرفت مېوه او د حکمت سر دی.

من ثبتت له الحكمه عرف العبر[180]= په چا کې چې حکمت ټینګ شي، عبرتونه پېژني.

كل شى‏ء يمل الا طرايف الحكم (غرر الحکم) «بې له لطیفو حکمتونو، بل هر څه کړمن دي.

ارواښاد کلیني په «کفر او ایمان» کتاب کې له امام باقره روایتوي:

رسول اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) په یوه سفر کې له یوه کاروان سره مخ شو، کاروانیانو پر رسول اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) سلام واچو.

حضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) ورته وویل: څوک یاست؟ ویې ویل: نحن مومنون یا رسول الله.

یا رسول الله! مومنان یو.

رسول اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: د ایمان حقیقت مو څه دی؟ ویې ویل: د خدای پر قضا رضایت، چارې ورسپارل، او د خدای امر ته غاړه ایښوول.

رسول اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) ورته وویل:

علماء حكماء كادوا ان يكونوا من الحكمه انبياء

دا ځانګړنې مو چې وویلې، عالمان او حکیمان یاست، چې له ډېر حکمت پېغمبرانو ته ورنژدي شوی یاست.» [181]

 په إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا کې ضمیر یا «ولي دم» ته ورګرځي او مانا یې داده چې خدای تایید کړی او قصاص یې ورته جایز ګڼلی؛ نو نباید په وژنه کې زیاتی وکړي او له بریده واوړي یا مظلوم ته راجع کېږي؛ یعنې خدای له مظلوم سره مرسته کړې، په دې پار چې په وینه کې یې قصاص واجب کړی؛ او یا هغه ته چې ولي دم یې ناحقه او اسراف ته راکږي. خدای د مسرف قصاص واجب کړی او په دې توګه یې مرسته ورسره کړې ده

الهي رسۍ

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن ته وايي:

فانى اوصيك بتقوى الله اى بنى و لزوم امره و عماره قلبك بذكره و الاعتصام بحبله. و اى سبب اوثق من سبب بينك و بين الله ان انت اخذت به؟ احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين و نوره بالحكمه و ذلله بذكر الموت

زويه! په رښتيا سپارښتنه درته کوم، چې له خدايه وډار شه او تل یې د احکامو لاروي کوه او خپل زړه دې د هغه پر ياد ژوندى ساته او پر رسۍ يې منګولې ولګوه، چې له الله سره دې ډاډمنه وزله ده؛ که منګولې پرې ښخې کړې؟»

((وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ))[182]

له «جمعي» پلوه پر الهي پړي منګولی لګول د اختلاف او بې اتفاقۍ درملنه ده. خو له وګړیز پلوه، که چا پر خدای ډډه ولګوله او د ځان او خدای ترمنځ یې د پیوستون رسۍ رادبره کړه، څنګه دا رسۍ ټینګولای او له شلېدو یې مخه ونیسي. په دې اړه حافظ شیرازي راته ویلي:

گرت هواست كه معشوق نگسلد پيوند        نگاه دار سر رشته تا نگه دارد

کومې چارې چې پر انسان متکي وي د ډډې وهلو ځای یې کېدای نشي

ښه ده چې ړومبی خپله ددې پړي یا د ډډې وهلو ځای به باب خبرې وکړو. خدای وایي:

((مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ[183]=دهغو خلکو بېلګه چې د الله پرځای یې پالندویان نیولي داسې ده لکه غڼې چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته یو کور جوړ کړي او په حقيقت كې – كه پوهېدل -؛ نو تر ټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.

کافرانو چې بې له الله ولیان نیولي، د غڼو په څېر دي. دا غڼه هم یو کور اوبدي او زړه پرې تړي وهي؛ خو عقلمن پوهېږي، چې د غڼې کور، خورا سست کور دی؛ یعنې بې له الله د ډډې وهلو هر ځای ویجاړېدونکی او د اتکا وړ نه دی. ټول کافران او هر څوک چې آګاهانه او په لویی لاس حق ته ورشا کوي د غڼو په څېر دي، چې په خپلو سستو لومو کې راګېر شوي او پر خپلو اوبدنو تکیه کوي.

په واقع کې دوی خپل محصولات – حې پر همدوی متکي دي – خپل تکیه کړي او دا یو ډول اپوټه ویني ده. د همدې دلیل له مخې، د دوی تکیه د غڼې تر کوره هم ډېره سسته ده. د انسان تکیه کله هم د انسان محصول کېدای نشي. په بهر نړۍ او له مادي او جسماني چارو سره په مخامخېدو کې ددې مانا تصدیق ظاهراً اسان دی.

انسان چې کوم کور یا کومه بنا جوړي پرې ډاډمن دی او تر چهت لاندې یې ژوند کوي ځکه دا جوړ کړای شوی ورباندې متکي نه دی، البته سازوونکی یې انسان دی؛ خو انسانانو په دې چارو یوازې د طبیعت مواد او قوتونه کارولي، چې خواص یې له انسانه مستقل او خپلواک دي، انسانان که کوم کار کوي، هغه د دې موادو او قوتونو، محسابه کول، او څنګ ترڅنګ ایښوول دي. که داسې وای چې دا ټولګه پر انسان متکي وي؛ نو انسان یې ساتلای نشو؛ بلکې باید انسان یې ساتونکی وای؛ نوځکه په مادي چارو کې ټول مني، چې مسأله دغسې ده.

خو چې خبره د روحي محصولاتو په باب کېږي؛ نو دا مطلب هېرېږي یا کافي پاملرنه ورته نه کېږي. موږ انسانان د روحي ملاتړ چمتو کولو لپاره، چې ونه ښوییږو، یوازې دوه لارې لرو؛ یا له خپلو (وردباندې) مستقلو ملاتړو ته ورمخ کړو او تکیه پرې وکړو یا موهومي ملاتړ – چې په واقع کې پر موږ متکي دي – مستقل وګڼو او تکیه ورباندې وکړو، چې په دې حال کې په واقع کې بې ملاتړه یو.

پر حق ناولاړې، اندیز او هنرې محصولات غولوونکې دي

انسانان ډېر د خپلو فکري او هنري محصولاتو پر وړاندې غولېږي. موږ د فکر او پوهې په نړۍ کې، پر فلسفه لګیا کېږو او نړی لید جوړوو. که دې محصولاتو پر حق ډډه نه وي وهلي؛ نو په لمن کې یې ژوند کول او ورباندې ډډه وهل به داسې وي چې پر هغه څیز مو ډډه وهلې، چې په خپله دې څیز پر موږ ډډه وهلې، یا د یو څیز ټینګ ګڼل چې له بېخه سست او لوېدونکی دی. انسان فکري او روحي تکیه ته اړتیا لري او دې فکري تکیه ګاه هم باید پر حق تکیه کړي وي او روحي تکیه هم باید له هغه ځایه مرسته واخلي چې په واقع کې وسمن و قوت ورکوونکی وي. انسان ځان تر ډېرې مودې هسې په هسې او په تلقین درولای نشي. تلقین له انسانه قوت اخلي او ورپسې د ظاهر له مخې او په مجازي توګه انسان ته قوت ورکوي. تلقین زموږ خپل مصنوع موجود دی، چې ډې کمزوری دی او څه موده روسته د خپلې ورانۍ په علت، انسان به هم وران ویجاړ کړي.

اوسني انسان د هنر، فلسفې او… په ډګرونو کې خپل مصنوعات د خدای ځایناستي کړي دي

نن انسانانو هنر خپله روحي تکیه غوره کړې ده او دا هنر، زموږ په وخت کې د خدای ځایناستې شوې ده. الهي ښکلاوې د بشري هنر په ښکلاوو کې لڼدې شوي دي. انسان هنر او خاورینو ښکلاوو ته په دې پلمه پناه وروړي، چې روحي پناځی یې دی؛ خو دوی لنډمهالې دي او د قرآن په تعبیر د غڼې د کور په څېر دي؛ ځکه موږ اوبدلي او وسمني او تغذیه یې ډېره محدوده ده، د همدې دلیل له مخې دا مصنوعات ددې پرځای چې تلپاتې خوشحالي راوړي، خپګان راولاړوي او ددې پرځای چې انسان سرشار او خړوب کړي، تشوي یې او بې پناه یې خوشې کوي.

حضرت علي (کرم الله وجهه):

اياك و الثقه بنفسك فان ذلك من اكبر مصائد الشيطان[184]

(( پر خپل نفس له ډډې وهلو ډډه وکړو، چې د شیطان له سترو لومو ځنې دی))

دا ځانګړنه، یوازې هنر نه رانغاړي، فلسفه او دروغجن عرفان هم همدغسې دی. دا چارې  یوه ګډه ځانګړنه لري: دا ټول انسانانو جوړ کړي دي:

باده از ما مست شدنى ما ازو        قالب از ما هست شدنى ما ازو[185]

که شراب مستي راولي، که نشه یي توکي نشه کوي، دلیل یې دادی، چې موږ انسانان ځانګړی جوړښت لرو، چې ددی اغېز راباندې کړای شي. که زموږ جسمي او روحي جوړښت په بل ډول و، شرابو اغېز راباندې نه کاوه، لکه چې پر خاورو او تیګو اغېز نه کوي؛ نوځکه په واقع کې د شرابو مستي له موږ راولاړه شوې او معلول مو ده؛ نو ورباندې ډډه وهل، په حقیقت کې پر ځان ډډه وهل دي. ټول هغه څیزونه، چې د عادي او هنري ښکلاوو له جنسه او ټول هغه څیزونه چې د بشر مخلوق دي، په نهایي شننه کې همدې موضوع ته وراوړي. دا چارې پر موږ متکي دي، او که دوی د انسان تکیه شي؛ تر یوې مودې روسته به راولوېږي.

 

د تکیه د ټینګېدو شرط، له انسانه خپلواکي ده

نوځکه، انسان باید په یو داسې پړي منګولې ولګوي، چې د اتکاء او پایښتی وړ وي او ددې پړي شرط دا دی چې له انسان څخه باید مستقل او خپلواک وي. خدای په نړۍ کې د پیوستون دا پړی راځوړند کړی دی.

حمدلله كين رسن آويختند[186]

د دې پړي سر د خدای په لاس کې دی او که انسان ځان ورپورې ورځوړند نه کړي، راخوشې او راوبه لوېږي؛ نوځکه که پیوستون رادبره کېږي؛ باید له دې لوري وي.

د پړي سر ونیسه، چې ودې ساتي، چې تکیه له هغې خوا ټینګه ده.

مولوی د موسی(علیه السلام) او پر ده د خدای د تجلۍ په قصه کې، کله چې د ونې د خبرې کولو او د غره لړزېدو خبره کوي، موږ ملامتوي:

جان پذيرفت و خرد اجزاى كوه        ما كم از سنگيم آخر اى گروه؟[187]

نه ز جان يك چشمه جوشان مى‏شود        نه بدن از سبز پوشان مى‏شود

نه صداى بانگ مشتاقى درو        نه صفاى جرعه‏ى ساقى درو

كو حميت تا ز تيشه و ز كلند        اين چنين كه را به كلى بركنند (…)

چون قيامت كوهها را بر كند        بر سر ما سايه كى مى‏افكند

اختیاري مړینه په پړي منګولې لګول او الهي ټینګه رسۍ ده

وایي تیګه او ونه، تکې شنې شوې، د حق تجلي دوی په خود راوړل او له بې ځانۍ یې ازاد کړی؛ نو موږ انسانان له تېګو هم کم یو؟ موږ تر اوسه نه دي موندلي، چې باید ژوند له کومه ځایه تر لاسه کړو، پر کوم ځای تکیه وکړو، تر اوسه پوه شوي نه یو، هغه څوک دی، چې موږ ته موږ راکوي او موږ له موږه بېرته اخلي.

پر هستۍ دا دومره لمر ځلېدلی او پر ټولو دومره پسرلی راغلی؛ خو دې لوري ته هېڅ رڼا او شېنلی رامخې کړی نه ده. غیرت او هڅه لازم ده، چې په ترخځ او میتهي دا بې خاصیته غر له بېخه راوسپړو؛ دا غر چې تر ډبرین غر ښه بې غیرته او ښه بې هنره دی. خدای وایي د قیامت پر مهال، غرونه هم په حرکت راځي او له خپل ځایه بې ځایه کېږي، لمر او ستوري تت او تیاره کېږي او په سراسر هستۍ کې یو لوی بدلون رامخې ته کېږي.

کاشکې ډېر ژر دا قیامت زموږ په وجود کې راغلی وای او خپل اغېز یې ښکاره کړی وای او دا غر یې له خپل ځایه بې ځایه کړی وای. نباید منتظر اوسو، چې دا قیامت د بلا په څېر راباندې راپرېوځي، باید دا قیامت له دننه پیل کړو؛ یعنې باید «اختیاري مړینه» خپله کړو. په واقع کې «اختیاري مړینه» پر الهي پړي منګولې لګول دي. «اختیاري مړینه» د رښتوني تکیه موندل دی. علي(کرم الله وجهه) پوښتي: « تردې پړي کوم ټینګ دی؟» او په حقیقت کې دا له حکمته ډکه خبره ده: تردې پړي کوم یو پړی ټینګ دی؟ کوم یو پړی دی چې انسان په ډاډ ځان ورپورې راځوړند کړي او یقین ولري چې نه شلېږي او د هلاکت څاه ته یې نه ورغورځوي.

دا د هغې خوندي، اروايي تکیه ځانګړنه ده؛ خو خدای له بل اړخ هم تکیه دی او په نړۍ کې یې یو پړۍ راځوړند کړي، چې باید منګولې پرې ولګوو. دا پړی په واقع کې «الهي وحې» ده.

پر خدای منګولې لګول په دوو مانا دی: (۱) یوازې د خدای اوسه. (۲) د الهي شریعت له سرچینې ګټه پورته کړه.

انسانان یو مخې په خپلو اندنو کې پر ځان متکي کېدای نشي. الهي وحې نهایي سموونکې او منځګړې ده. تل د وحې باران ورېږي، او دا هماغه پړی دی چې باید انسانان منګولې پرې ولګوي او اتکا پرې وکړي. نو «پر خدای منګولې ولګوه» او «ځان په الهي پړي پورې ونښلوه» په دوو مانا دی: ړومبی داچې، یوازې د الله اوسه او پر ځان تکیه مه کوه. او دویم داچې پر دیانت او الهي شریعت متکي اوسه او له دې ځایه قوت او فکري خواړه واخله.

د الله یادولو او  الله تعالی لمانځنې ساده مانا

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:  زړونه پر خدای یادولو ابادېږي او تورتم او تیاره نفسونه په حکمت رڼا کېږي.

په قرآن کې راغلي:

((لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا [188]= (بنده!) هېڅكله له خداى سره بل معبود مه نيسه، چې پړ او بې مرستندويه به كېنې.))

د الله په شتون کې، بل په خدایي مه نیسئ

فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا[189]

«دالله په شتون کې، څوک خدایي ته مه رابولئ»

همدغسې علي(کرم الله وجهه) وايي:  « ویجاړ زړه د خدای په یاد اباد کړه».

د خدای یادولو او د الله لمانځنې ساده مانا

هڅه کوو، د خدای یادولو، الله لمانځنې او ورسره شرک نه کولو دقیقه مانا څرګنده کړو. البته ددې سپارښتنو ړومبی او لومړنۍ مانا پوره روښانه ده او څه ابهام پکې نشته. ټول پېغمبران رالېږل شوي چې خلک یو «الله» ته راوبولي او د ډول ډول اربابانو له نمانځنې یې منع کړي. په واقع کې الهي انبیاوو دوه مهم پېغامونه درلودل:

 

«الله» لمانځنه او له «طاغوته» ډډه کول

خدای په نحل سورت کې وایي، چې ګرد پېغمبران مې له دې دوو پېغامونو سره درلېږلي:

((أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ[190]=الله ولمانځئ او له طاغوت نه ډډه وکړئ))

له طاغوتانو ډډو کول د الله تعالی د رښتونې نمانځنې متمم او بلکې شرط دی؛ نوځکه د مانا تردې بریده، څه اجمال او ابهام نشته؛ خو کار تردې ځایه پای ته نه رسي. که له «الله» سره د شرک کولو مانا ښه وپېژندل شي؛ نو د «الله» نمانځنې او په الله(ج) یادولو د زړه ابادول به هم وپېژندل شي.

 

د «الله» لمانځنه؛ یعنې انسانان یو هم خدای نه دی

د الله لمانځنه او په یادولو یې د زړه ابادول، یوه مهمه او په عین حال کې ساده مانا لري، چې دا ده:

موږ انسانان یو هم خدای نه یو، او الله یو دی

موږ انسانان یو مخلوق یو او باید په نړۍ کې د انسانیت او مخلوقیت حق ادا کړو. له کومه ځایه چې بشر د الوهیت پر پوړۍ پښه ايښې؛ نو بېلابېل مفاسد پیل شوي دي. دا پوړۍ بېلابېلې درجې لري چې تشخیص یې هر وخت څه اسان کار نه دی. که څوک د الله ځانګړي اوصاف او ځانګړنې وپېژني او هوس وکړي، چې دا ځانګړنې ولري، نو همغومره به په شرک ککړ وي.

په واقع کې ابلیس هله شیطان شو، چې هوس یې وکړ، چې د الله له ځانګړو صفاتو ځنې یو یې خپل کړي.

علي(کرم الله وجهه) په القاصعه خطبه کې دا مطلب په یوې اوږدې څرګندې وینا کې ښه تشریح کړی دی. د خطبې په پیل کې وایي، چې «الله» یو لړ صفات ځان ته غوره او له نورو یې منع کړي دي:

الحمد لله الذى لبس العز و الكبرياء و اختارهما لنفسه دون خلقه و جعلهما حمى و حرما على غيره و اصطفاهما لجلاله [191]

« د الله ستاینه، چې د عزت او کبریا جامې یې اغوستي او دا دواړه یې ځان ته غوره کړي او پر نورو یې حرامې کړي او خپل جلال ته یې ځانګړې کړې دي» روسته وایي، چې شیطان له خدای سره په یوه صفت کې یې شخړه ورسره وکړه:

نازع الله رداء الجبريه و ادرع لباس التعزز و خلع قناع التذلل. الا ترون كيف صغره الله بتكبره و وضعه بترفعه

« له خدای سره یې د جبریت د ردا پر سر شخړه وکړه او د عزت جامه یې واغوسته او له څېرې یې د خواری پڼونی لرې کړ ایا نه وینئ چې خدای څنګه هغه د ځان لویی ګڼلو په پار، کوشنی کړ او له دې لامله چې ځان یې لوړ باله، راټیټ یې کړ؟»

روسته، موږ انسانانو ته وصیت کوي:

د خدای بندګانو، پام مو اوسه، چې ابلیس مو په خپلې رنځورۍ اخته نکړي او په [ خپل لانجمن] غږ مو له ځایه راپانڅوي:

فاحذروا عبادالله ان يعديكم بدائه و ان يستفزكم بندائه.

«داچې ته وغواړې خلک درته ګوته په خوله هک حېران ودرېږي»؛ نو دا د خدایي کولو هوس دی.

مولوی وایي د یو شمېر خلکو کار دادی، چې ځان ته د خلکو زړونه راواړوي. دا چار د عمومي هنرمندانو له جدي آفاتو ځنې دی؛ خو کله بې هنران هم افت ځپلي کوي. د مولوي په تعبیر یوه ډله د خلکو هېښتیا یا حېراني راجلبول غواړي، ښه یې راځي چې نور یې په اړه حیران او ګوته په خوله هک پک شي او له ډېرې هېښتیا او حېرانۍ یې خلک دده پرېمانه ستاینه وکړي. د مولوی په تعبیر، دغسې هوس، د خدایي کولو هوس دی؛ ځکه یوازېنی موجود چې باید ورته حېران او ګوته په خوله او هېښ پېښ شو، الله تعالی دی، او څوک چې د خلکو د حیرانۍ غوښتونکی شي، په واقع کې په الوهیت کې یې د تمې لاس وهلی دی:

طالب حيرانى خلقان شديم        دست طمع اندر الوهيت زديم‏[192]

در هواى آنك گويندت زهى        بسته‏اى در گردن جانت زهى‏

ټول عمر په قیوداتو او ملاحظاتو تېروي، چې د نورو ستاینه او تحسین واوري. په کار کې ډول ډول ظرافتونه کوې، داسې لوبې کوې چې زړونه ایل کړې. دا، « د خلکو د حېرانۍ او هېښتیا غوښتنه» ده. دا چار په تېره د هنرامندانو ستر آفت دی.

هر هنرمند – شاعر، لیکوال، فیلمساز یا… – له کله چې په هنري چار بوختېږي، په دې فکر دی، چې کله یې نورو ته هنري اثر وروړاندی شو،څه غبرګونونه به راولاړ کړي. او البته دې ته په تمه وي چې دا غبرګونونه باید له ستاینې ډک وي. په رښتیا چې د لا ډېرو مشتریانو یا پېرونکیو د راماتولو او د لا ډېرو ستاینو د ترلاسه کولو په څنګ کې خپل روح ته پرېمانه آفتونه هم پېري او دا آفتونه په هغه وخت پورې اړوندېږي چې لا یې غبرګون لیدل شوی نه او لا بد خو هغه وخت وي چې له ستاینې ډک او سخ ډولی غبرګون رادبره شي. دغسې یو تن باید وار له مخکې له ځانه ډول ډول کلا ګانې راتاوې کړې وې، چې د سخ، ستاینې یا شاباشۍ غشي یې ټپي نکړي، که نه له دې آفاتو به خوندي پاتې نشي.

په هر حال دا چار د یو ډول الوهیت غوښتل هم دي. «الله» والی د خدای یو له اوصافو ځنې دی. یو شمېر مفسرانو او ژبپوهانو ویلي، چې «الله» یعنې هغه چې ټول پکې هېښ پېښ، ګوته په خوله او واله پاتېږي؛ نوځکه دا صفت، په خدای پورې ځانګړی دی او که انسانان د نورو هېښتیا راجلبول وغواړي؛ نو په رښتینه کې د الوهیت پر پوړۍ یې پښه ورایښې ده. له امام باقره روایت شوی:

من طلب العلم ليباهى به العلماء او يمارى به السفهاء او يصرف به وجوه الناس اليه فليتبوا مقعده من النار

« څوک چې علم پر عالمانو د ویاړنې یا له سفهاوو او بې عقلو سره د لانجې یا د خلکو د پام رااړونې لپاره زده کړي؛ نو په اور کې دې خپل هستوګنځی چمتو کړي.»

(اصول کافي، کتاب فضل العلم، او همدې مضمون ته ورنژدې په کنز العمال کې له رسول اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) روایت شوی دی).

رزق، حرص او نفقه

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن ته وايي:

فَاسْعَ فِي كَدْحِكَ وَ لَا تَكُنْ خَازِناً لِغَيْرِكَ

د خپل معيشت په لاس ته راوړو کې هڅه کوه او د نورو خزانه دار مه اوسه.»

قناعت او له خپل رزق څخه ډېر نه غوښتل او تمه نه کول يوه سرباندې (فوق العاده) مهمه مساله ده او په دې  اړه حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

إِنَّ أَعْظَمَ الْحَسَرَاتِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَسْرَةُ رَجُلٍ كَسَبَ مَالاً فِي غَيْرِ طَاعَةِ اللهِ، فَوَرَّثَهُ رَجُلٌ فَأَنْفَقَهُ فِي طَاعَةِ اللهِ سُبْحَانَهُ، فَدَخَلَ بِهِ الْجَنَّةَ، وَدَخَلَ الْأَوَّلُ بِهِ النَّارَ

د قيامت پر ورځ د هغه خپګان خورا ستر دى چې په ګناه يې مال ترلاسه کړى وي؛ خو داسې چاته په میراث پاتې وي، چې د خداى تعالى د سر ايښوونې په لار کې يې کارولی او جنت ته پرې ولاړ شي؛ خو دی پخپله جهنم ته[193]

د حضرت علي په قصار کلماتو کې دي چې خپل زوی امام حسن ته وايي:

وَ قَالَ لِابْنِهِ الْحَسَنِ:  لَا تُخَلِّفَنَّ وَرَاءَكَ شَيْئاً مِنَ الدُّنْيَا فَإِنَّكَ تَخَلِّفُهُ لِأَحَدِ رَجُلَيْنِ إِمَّا رَجُلٌ عَمِلَ فِيهِ بِطَاعَةِ اللَّهِ فَسَعِدَ بِمَا شَقِيتَ بِهِ وَ إِمَّا رَجُلٌ عَمِلَ فِيهِ بِمَعْصِيَةِ اللَّهِ فَشَقِيَ بِمَا جَمَعْتَ لَهُ فَكُنْتَ عَوْناً لَهُ عَلَى مَعْصِيَتِهِ وَ لَيْسَ أَحَدُ هَذَيْنِ حَقِيقاً أَنْ تُؤْثِرَهُ عَلَى نَفْسِكَ.[194]

زويکه! تر ځان روسته څه ځان ته مه پرېږده، ځکه دا به له دوو تنو يوه تن ته پرېږدې: يا به مال د خدای په طاعت کې لګوي؛ نو نېکمرغېږي حال داچې ته پرې بدمرغه شوی يې او يا داسې څوک چې په ميراث به دې له خدایه سرغړونه کوي او بدمرغېږي؛ نو ته هم په دې سرغاړۍ کې ورسره برخمن يې او نه ښايي چې يو هم پر ځان ړومبی وبولې او خپله شتمني ورکړې.[1]

نبايد د رزق په ترلاسه کولو کې حريص اوسو او بايد نفقه ورکوونکي هم اوسو

هو، انسان بايد د خپلو اولادونو د ګاندې (راتلونکې) په سوچ کې وي او تر شونې بريده اجازه ورنکړي چې اولاده يې په لاستنګۍ کې پاتې شي؛ خو دا مسئله له دې سره توپیر لري چې انسان خزانه دار او نورو ته د شتمنۍ راټولوونکی وي او خپله نېکمرغي په دې لار کې ځار کړي.

په بله وينا څومره ښه ده چې انسان په دې دنیا کې تر خپل مرګ وړاندې  څه چې غواړي خپلې اولادې او بخره وړو (مستحقینو) ته ورکړي او هر یوه ته خپله برخه ورکړي او تر مرګ ورسته څه پرځای پرېنږدي. ورکړه او له زړه څخه د مال مينه ايستل يوه خبره ده او راټولول، مړينه او تر مرګ روسته له ناچارۍ مال نورو ته په ميراث ور پرېښودل بله خبره ده.

داچې علي (کرم الله وجهه) وايي د نورو خزانه دار مه اوسه، مانا يې هم دا ده او په هېڅ ډول له زيار او مال راوستو سره ټکر نلري. خپله حضرت علي (کرم الله وجهه) په کومه موده کې چې د خلافت بوختياوې او مسووليت ور تر غاړې نه و، خپل وخت يې د ځمکې په ابادولو، د چينو په ايستو او د خرماوو په کرلو  تېراوه. همدغسې په رواياتو کې راغلي چې چا وصيت کړی و، پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) يې مالونه چې د خرما ستره ډېرۍ وه، تر مرګ روسته نفقه کړي. پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) يې پر فقيرانو مالونه ووېشل او بيا يې يوې دانې کجورې ته اشاره وکړه او ويې ويل که په خپل ژوند يې دا يوه دانه کجوره نفقه کړې وای، تردې غوره و چې تر مرګ روسته يې بل ټول مال نفقه کړي.

همدې مضمون ته ورته له حضرت پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) نور روايات هم راغلي لکه:

درهم الرّجل ینفق فی صحّته خیر من عتق رقبه عند موته:   کوم درهم چې انسان په روغتيا کې د خدای په لار کې لګوي، تر هغه مريي غوره دی چې د مرګ پر مهال يې آزادوي.[195]

لأَنْ يَتَصَدَّقَ الْمَرْءُ فِي حَيَاتِهِ وَصِحَّتِهِ بِدِرْهَمٍ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَتَصَدَّقَ بِمِائَةِ دِرْهَمٍ عِنْدَ مَوْتِهِ: داچې انسان پر ژوندونې يو درهم خيرات کړي په مګر کې تر سلو درهمو خيراتولو غوره دی[196].

چې انسان ومري، په خپل مال کې تصرف نلري او د مال اختيار او واک يې له نورو سره وي.

او هغه انسان بدمرغه دی چې مالونه يې هغو کسانو ته په لاس ورشي چې د خپلې بدمرغۍ وزله يې کړي. نېکمرغه انسان هغه دی چې ژوند پر قناعت او بسياينه تېروي او څه چې يو پتمن او نېکمرغه ژوند ته لازم وي، تردې هخوا نه غواړي؛ ځکه دا د رزق پر مانا ښه پوهېږي او په همدې دليل د نورو خزانه دار کېږي نه او که تر کفايت ډېر مال ور تر ګوتو شو، په خپلو لاسونو يې نفقه کوي چې نور ترې برخمن شي. دا هم د ځانسازۍ له اړخ او هم د اُخروي ثواب له اړخ ډېر سم چار دی. د نفقې، زکات او خمس ورکولو فضيلت په دې کې دی چې څوک له ځانه بل ته يو څه ورکړي. که نور يې تر مرګ روسته  مالونه نفقه کړي، خپله دا کس څه ګټه ترې نشي وړای؛ ځکه د «ځان» جوړونې وخت يې تېر شوی او د نورو د نفقې ورکولو ګټه د نورو ده.

اصلاً «ثواب» هغه څه نه دی چې روسته يې ولېږي. ثواب هغه دی چې انسان يې له ځان سره وړي او بلکې ثواب پخپله انسان دی. بله زېرمه په بل ځای کې نشته. هره زېرمه چې شته بايد د انسان په همدې وجود کې راټوله شي، بله زېرمه نشته. که چا له خپلې شتمنۍ ايثار وکړای شو، د رزق او شکر پر مانا پوهېدلی او له خپل رزق يې ګټه پورته کړې ده؛ خو څوک چې شتمني ډېروي او د نفقې ورکولو مړانه نه لري، نبايد په دې يې زړه خوښ کړی وي چې د نورو ګانده (راتلونکی) يې تامين او خوندې کړې ده. علي (کرم الله وجهه) د دې ډول کنجوسو او تمه کارو وګړيو په اړه وايي:

عَجِبْتُ لِلْبَخِيلِ يَسْتَعْجِلُ الْفَقْرَ  الَّذِي مِنْهُ هَرَبَ، وَيَفُوتُهُ الْغِنَى الَّذِى إِيَّاهُ طَلَبَ، فَيَعِيشُ فِي الدُّنْيَا عَيْشَ الْفُقَرَاءِ، وَيُحَاسَبُ فِي الْآخِرَةِ حِسَابَ الْأَغْنِيَاءِ:  له کنجوس څخه هک اریان يم، هغه فقر ته ورځغلي چې ترې تښېدونکی دی او هغه شتمني له لاسه ورکوي چې يې غواړي، په دنيا کې د فقيرانو په څېر ژوند کوي او په هغې دنيا کې د شتمنو حسابي ورکوي.»

تردې اوچته بدمرغي نشته چې وګړی له خپلې زېرمې بې برخې شي او نور ترې ګټنه وکړي، خو د حساب پر وخت، خپل حساب ورکړي؛ نو حق دا دی چې وګړی په نړۍ کې سرښندونی او ايثارګر وي او ان ميراث د دې پرځای چې نور يې ووېشي، په خپل لاس يې ووېشي. دا پخپله يو ډول انفاق دی او ډېر ظرفيت او روحي بلوغ غواړي.

۱- د دې کلماتو په غځېدا کې په ډېر لږ توپیر يو بل ورته روايت هم شته چې لاندې جمله رانغاړي: لَيْسَ أَحَدُ هَذَيْنِ أَهْلًا أَنْ تُؤْثِرَهُ عَلَى نَفْسِكَ وَ لَا أَنْ تَحْمِلَ لَهُ عَلَى ظَهْرِكَ فَارْجُ لِمَنْ مَضَى رَحْمَةَ اللَّهِ وَ لِمَنْ بَقِيَ رِزْقَ اللَّهِ: « په دې دوو کې يو هم د دې وړ نه دى چې پر ځان يې ړومبى وبولې او پېټى يې پر اوږو کړې؛ نو تېرو ته د الهي رحمت او پاتې شويو ته د خداى د روزۍ هيلمن اوسه.»

د رزق پراخ مفهوم

د رزق مفهوم  څه مانا لري؟

لومړی: نبايد حرام مال رزق وګڼو او بلکې حرام مال وګړي ته يو ډول عذاب شمېرلېږي.

دويم: رزق نبايد په پيسو، خوراک او اغوستن کې را ايسار وبولو، د انسان عمر، پوهه، جمال، کمال، وړتياوې او استعدادونه يې رزق ګڼل کېږي. ډېری خلک انګېري که خپلې وړتياوې او وسمنۍ د پيسو، کور او تجملاتو په لار کې ولګېږي، رزق يې زياتېږي، حال داچې دوي يو رزق ضايع کوي چې ظاهراً بل رزق ترلاسه کړي.

 

علم او عقل د انسان د روزۍ برخه ده

روايت دی، علي (کرم الله وجهه) وپوښتل شو، ولې عقلمن د ناپوهانو په څېر شتمن نه دی؟ ويې ويل عقل يې د رزق يوه برخه ده. نوځکه هغه چې تحصيل او ليک لوست کړي او تر نورو پوهېږي؛ نو دا نعمت دې هم د خپل رزق يوه برخه وشمېري. دغسې يو څوک نبايد پر تمه وي چې لزوماً تر نورو له ډېرو شونتياوو برخمن شي؛ بلکې بايد د بې برخيتوبونو پر وړاندې ډېر زغمناک وي؛ ځکه له بل ارزښتناک رزق څخه برخمن شوی دی.

نه وايو لیک لوستي (تحصيلکرده) وګړي، استادان، طبيبان او انجينران دې په سختۍ کې ژوند وکړي. خبره دا ده چې دا ډول وګړي نبايد د خپل علميت په پار له ټولنې تمه کوونکي او غوښتونکي وي. اپوټه، بايد لږ وغواړي يا که لږ يې ترلاسه کړل، خوښ او قانع وي؛ ځکه له بل ځايه يې مهمتر رزق ترلاسه کړی دی؛ خو داچې يو څوک علم؛ رزق ، غنا او شتمني ونه بولي، حساب يې له کرام الکاتبينو سره دی او له بيخه يې لار غلطه کړې او امانت يې په تېرو او خيانت اخستی او په ناشکرۍ ورسره چلېږي.

ټول هغه کسان چې په دنيا کې له ځانګړو خدای ورکړيو، ارثي او اکتسابي نعمتونو برخمن وي، بايد تل یې دا ټکی په ياد وي چې دا نعمتونه د خدای ورکړي رزق يوه ټولګه ده او داچې له الهي نعمتونو ډېر برخمن شوی؛ نو وړ ده چې تر نورو ډېر د خلکو چوپړيان وي.

بايد په اکتسابي رزقونو کې اندېښمن اوسو، هسې نه چې رزق په ناحلالو ککړ شوی وي؛ خو څه چې الهي ډالۍ او ربوبي نعمت دی دا واقعي، بې الايشه او حلال رزق دی او وګړی بايد په منندوينه ترې ګټه واخلي او تل د نعمت ناشکرۍ ته اندېښمن وي، په هر حال، رزق د انسان د اکتسابي  او نا اکتسابي درلودنو تولګه ده.

رزق مقدر  دی

درېيم: رزق مقدر دی او دا يو مطلب دی چې په ديني رواياتو او پوهاويو کې ټينګار پرې شوی او راغلي چې چل ول او ځيرکي به پر مقدر رزق څه ور زيات نه کړي او حرص او ډېره تمه به بې له ګرفتارۍ او کړاوه بل څه ور زيات نه کړي. دا يوه ډېره مهمه او کارسازې ښوونه ده او پر دې چارو ګروهېدل يا نه ګروهېدل پر يوې ټولنې بېلابېل عملي او ټولنيزې اغېزې پرېباسي.

قرآن کریم له فقر او د روزۍ له تنګسې ډار په عربو کې د لوڼو د وژلو يو علت يادوي. په دې اړه دوه آيتونه شته چې بېلابېل خطابونه لري، په يو ځای کې وايي:

[وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا[197]= او د تنګسې له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ دوى او تاسې ته روزي دركوو [ځکه] چې وژل يې ستره ګناه ده ! ]

او په بل ځای کې وايي:

[وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ[198]= او خپل اولاد د تنګسې له (وېرې) مه وژنئ، موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو]

په دويم آيت کې نه وايي چې د خپلو اولادونو د فقر له ډاره، دوی مه وژنئ، بلکې وايي د خپلې نېستۍ له مخې يې ژوندۍ مه ښخوئ. په لومړي آيت کې، ړومبی وايي، اولادونو ته مو روزي ورکوو او په دويم آيت  کې وايي، موږ روزي درکوو، نوځکه په لومړي آيت کې، خبره د هغه ډار پر سر ده چې عربانو د اولادونو له راتلونکې تنګلاسۍ درلوده او په دويم آيت کې د پلرونو پر بالفعل فقر خبره وه چې دواړه په اولاد وژنې پای ته رسېده، حال داچې په مخکېني آيت کې د « خَشْيَةَ» د کلمې پر راوړو سربېره، د ضمايرو ځای هم بدل شوی دی؛ نوځکه مانا يې دا ده چې په ګانده (راتلونکی) کې د بچيانو د لاستنګۍ له ډاره دوی مه وژنئ؛ ځکه موږ هغوی او تاسې ته روزي درکوو.

دا، د زوي يا لور په وژنې پورې اړوندېږي؛ خو البته د نجونو وژنې بل دليل  هم درلود او هغه داچې نجونو په بدوي ټولنه کې ذليل او ټيټ مقام درلود.

په هر حال په دې آيتونو کې، د رزق د تضمين مفهوم ښه په سترګو کېږي، بيا په بل آيت کې راغلي دي:

[وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا[199]= او په ځمكه كې د هر خځنده روزي پرالله  ده]

د دې آيتونو او په نهج البلاغه کې د علي (کرم الله وجهه) د نورو څرګندونو له ټولګې[2]، ظاهراً ګټنه کېږي چې خدای انسان پيدا کړی او رزق يې هم ور تضمين کړی او څوک بې روزۍ نه پاتېږي.د عامو ديندارانو ګروهه تل دغسې و.

پردې سربېره وينو چې د بشري تاريخ په اوږدو کې زښت ډېر انسانان له سوکړې او نېستۍ سره مخ وو؛ «غاښونه يې درلودل؛ خو ډوډۍ يې نه درلوده.» نبايد ځان وپوښتو چې ايا د رزق د مقدروالي په مانا سم پوهېدلي يو يا  نه؟ او يا د کورنۍ او د وګړيو د شمېرې په کابو کونې کې د بشر اوسنۍ هڅه له ديني ښوونو سره چې خدای رزق او روزي مقدر بولي، ټکر لري يا نه؟ د فقر شتون د خدای پېژندنې له ستونزو او له الهي لورنې او رزاقيت سره په ټکر کې ليدل شوې او له همدې لامله  يو شاعر ويلي دي:

كم عاقل عاقل أعيت مذاهبه

وجاهل جاهل تلقاه مرزوقا

هذا الذي ترك الأوهام حائرة

وصير العالم النحرير زنديقا

«څه ډېر عقلمن انسانان چې په خپل معيشت کې مخه ډپ شوې او نه پوهېږې څه وکړي او څه ډېر ناپوه انسانان چې نعمتونه پرې ورېږي او همدا لامل شوی چې يو شمېر هک اریان پاتې شي او عالمان د کفر او زندقه وو لار خپله کړي.»

[1] – وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ [200]= او چې كله یې يو تن ته د لور (د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!)

[يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ [201]=  ددغه بد زېري له لامله، چې پرې شوى،له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره سره يې وساتي او كه په خاورو كې يې (ژوندۍ) ښخه كړي؟ پوه شئ، چې انګېرنه او چلن يې ناوړه دى!

[2] – الرِّزْقُ رِزْقَانِ رِزْقٌ تَطْلُبُهُ وَ رِزْقٌ يَطْلُبُكَ فَإِنْ لَمْ تَأْتِهِ أَتَاكَ فَلَا تَحْمِلْ هَمَّ سَنَتِكَ عَلَى هَمِّ يَوْمِكَ كَفَاكَ كُلُّ يَوْمٍ عَلَى مَا فِيهِ فَإِنْ تَكُنِ السَّنَةُ مِنْ عُمُرِكَ فَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى سَيُؤْتِيكَ فِي كُلِّ غَدٍ جَدِيدٍ مَا قَسَمَ لَكَ وَ إِنْ لَمْ تَكُنِ السَّنَةُ مِنْ عُمُرِكَ فَمَا تَصْنَعُ بِالْهَمِّ فِيمَا لَيْسَ لَكَ وَ لَنْ يَسْبِقَكَ إِلَى رِزْقِكَ طَالِبٌ وَ لَنْ يَغْلِبَكَ عَلَيْهِ غَالِبٌ وَ لَنْ يُبْطِئَ عَنْكَ مَا قَدْ قُدِّرَ لَكَ:  رزق او روزي دوه ډوله ده: هغه چې ته يې لټوې او هغه روزي، چې تا لټوي؛ که ورپسې ورنشې؛ نو درپسې راځي؛ نو د کال غم دې پر ننني غم مه ورزياتوه، چې د هرې ورځې د غم لرې کول درته بس دي. که راتلونکى کال دې د عمر په حساب کې وي؛ نو په رښتيا، ستر خداى به د هرې ورځې برخه درکړي او که د عمر په شمېر کې دى نه وي؛ نو د هغه له خپګان سره دې څه کار دى؟ هېڅکله به د روزۍ کوم لټونکى ستا برخه يو نه سي او ټاکل شوې روزي به پوره در ورسي[202]]

په ۳۱ ليک کې همدې مانا ته ورته تر تېرو جملو روسته  څو جملې راغلي: وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّ الرِّزْقَ رِزْقَانِ رِزْقٌ تَطْلُبُهُ وَ رِزْقٌ يَطْلُبُكَ فَإِنْ أَنْتَ لَمْ تَأْتِهِ أَتَاكَ.

په بل ځای کې هم همدې مطلب ته ورنژدې يوه جمله ده:. وَ مَنْ لَمْ يُعْطَ قَاعِداً لَمْ يُعْطَ قَائِماً …..:  هغه چې ناست ورنه کړي، ولاړ به هم ورنه کړي.[203]

مقدر رزق

هغه ټکي چې په مقدروالي پورې له اړوند رواياتو ترلاسه کېږي:

نوځکه په ديني ښوونو کې، د رزق زياتولو ته د ځانګړو دعاوو او اعمالو سپارښتنه شوی او د رزق کمولو ته هم علتونه او وزلې يادې شوي دي.

لکه، په رواياتو کې لرو چې په بين الطلوعين کې ويښ پاتې کېدل د ډېر رزق د راکېوتو له اسبابو ځنې دی او پکې وېده کېدل د رزق کمولو سبب او هم د ځينو ګناهونو کول د رزق کمولو له وزليو ځنې ګڼل شوي دي.[1]

د رزق په مقدروالي او ترلاسه کلو ته يې په هڅونه کې له راغليو احاديثو دا  ټکی پوهېدای شو چې رزق د مرګ، روغتيا او رنځورۍ په څېر يو مقدر چار دی. ټولې خبرې د تقدير په نړۍ کې دي. د بېلګې په توګه ايا د انسان ټولې برخمنۍ – که حلالې وي يا حرامې ـ مقدرې دي يا يوازې حلالې برخمنې مقدرې شوې دي.

که رزق په عامه مانا د برخمنيو په مانا وبولو؛ نو په دې حال کې د يو شمېر رواياتو تفسير ستونزمنېږي. نوځکه غوره ده چې د رزق د مانا کړۍ تنګه کړو او ووايو، څه چې انسان ترلاسه کوي او ترې برخمنېږي د رزق برخه يې نه ده؛ خو که ناروا برخمني هم وشمېرو بيا هم رزق مو ټاکلی او مشخص دی؛ ځکه هر څوک ټاکلې وسمنۍ او پانګې لري. څومره چې هڅه وکړو، تر خپلې درلودلې پانګې ډېر يې پر کار اچولای نشو.

پانګې مو ذهني قواوې، مادي پانګې او ټولنيز امکانات او… رانغاړي. نه پوهېږو د دې پانګو بريد تر کومه ځايه دی؛ خو نبايد هېر کړو چې په هر حال دا امکانات محدوديت لري او بې نهايت نه دي. د رزق مقدروالی پر دې مانا دی چې وګړی د امکاناتو او وسمنيو په ټولګه کې دنيا ته راځي. دا شونتياوې يا خدای ورکړې دي يا وګړي ته له دباندې ورکول کېږي او په ټول کې ټاکلی پیداوار لري او تردې بريد ورهاخوا  توليد نشي کړای. لکه ماشين چې ټاکلی توان او وس لري، که څه شونې ده موږ يې وس او پيداوار ونه پېژنو، له شرعي پلوه، د وسمنۍ دا بريد يې تقدير دی. که تقدير اړول يې وغواړو، بايد جوړښت يې بدل کړو او بيا هومره تمه او انتظار ترې ولرو.

په ټول کې د  وګړي ټول رزق يو ثابت مقدار دی

شونې ده وويل شي وګړی په ډېره هڅه او پانګونه ډېر رزق ترلاسه کولای شي؛ نوځکه رزق ټاکلی او مقدر نه دی او د وګړي په زيار پورې اړوند دی. هو، د انسان په هڅې پورې اړه لري؛ خو پام  مو وي، دا هڅې، تعقلونه او طرحې چې يو لاس کېږي چې د انسان ډېره ګټه او رزق ور پر برخه کړي، پخپله د مقدر او ټاکلي رزق برخه ده. متأسفانه خلک رزق په پيسو يا په نس ډکولو چارو کې بولي. حال داچې موږ خپلې اندېزې (فکري)، روحي، بدني پانګې او بالاخره خپل عمر ډېرې ګټې لاس ته راوړو ته سوځوو.

په رښتینه کې ځينې رزقونه د ځينو نورو لپاره لګوو. نو نبايد وانګېرو څه چې لاس ته راځي، بې لګښته و. دا تېروتنه له دې ځايه راولاړېږي، چې موږ خپل عمر او فکري ځواک، رزق نه بولو، له همدې لامله يې په لګولو کې بې غوره يو. په هر حال انسان چې کله ټول رزق ورکوي او اخلي؛ يعنې ترلاسه کونه او لګونه (په دې شرط چې خپل عمر، ماغزه، قوت، انرژي او ځواني چې لګوي له خپلو ارزاقو ځنې وبولي او يوازې پيسې رزق ونه شمېري!) سره حساب کړي؛ نو مومي چې په ټول کې يې مقدار ثابت دی، دا د رزق د مقدر والي مانا ده.

انسان چې څومره ځيرکي او زرنګي وکړي، څه چې ورته مقدر دي ډېر ترې ترلاسه کولای نه شي؛ ځکه زرنګي کول يعنې د ځان لګول، هغه انسان چې په خپل کفاف او بسياينه قانع نه دی، په ناچار بايد يو څه ور وړي او يا په ښه تعبير له څه يې کم کړي چې پر بل يې ورزيات کړي. دا د عالم قانون او قاعده ده. بايد يو څه ورکړې چې يو څيز – که حق وي يا باطل ـ واخلې؛ نو زموږ ټول امکانات ټاکلې ګټه ورکوي.

اوس اختيار راسره دی چې څه ډول ګټه وغواړو. ايا خپل عمر او ځواک ولګو چې د مادي شتمنۍ د تلې پله درنه کړو؟ يا داچې له دې پلې يې کموو او پر بلې يې ورزياتوو. دا وضعيت کټ مټ د دې په څېر دی چې ووايو د عالم انرژي ثابته ده؛ نوځکه که پر حرارتي انرژي يې ورزياته کړو بايد له کيمياوي انرژي يې راکم کړو او اپوټه.

په هر حال د عالم انرژي به ثابته پاتې شي. په همدې توګه، که د رزق مانا تر خوراک او اغوستن پراخ نيسئ او ټولې توکیزې(مادي)، مانیزې (معنوي)، خدای ورکړې او اکتسابي پانګې پکې ورنغاړلې وبولئ؛ نو په دې حال کې به ټول رزقونه ثابت ومومئ او وبه وينئ چې هېڅوک په زرنګۍ او ځيرکی په خپل رزق ورزياتونه نشي کړای.

په دې توګه هر څوک بايد وويني چې کوم رزق د کوم رزق په بيه پېري. څوک چې عاقل دی او خپل عمر بهترين نعمت بولي؛ نو که په ژوند کې څه محروميت ورمخې ته شو په هېڅ ډول يې بې برخېتوب نه بولي؛ بلکې منندوی به وي چې له ارزښتمن رزقه برخمن دی او هغه چې ډېر تجمل غواړي هرومرو به يا له خپل عمره لګوي او يا به د پوهې پر ترلاسه کولو بوخت نشي.

همدا و، چې علي (کرم الله وجهه) په شعر وايه:

رضينا قسمة الجبار فينا

لَنا عِلْمٌ ولِلْجُهَّالِ مَالُ

له الهي برخې خوشحال یو، موږ ته يې پوهه راکړې او ناپوهانو ته مال

يعنې پوهه او شتمني يې يو د بل پر وړاندې دوه رزقه بلل.

د دې ټکي يادونه مهمه ده چې دلته د علي (کرم الله وجهه) د خبرې مخ د خلکو د رزق په اړه دی، نه د ټولنې مديرانو، مدبرانو، سنبالوونکيو او سياستګزارانو ته. کله چې د ايثار خبره کېږي خطاب ټولو ته دی.

ايثار د يو ارزښت په توګه د ټولنيز اخلاق رکن کېدای شي؛ خو لکه څنګه چې مخکې مو وويل پر بنسټ يې يو ټولنيز غونډال (نظام) جوړوای نشو؛ ځکه په دې بڼه کې به ټولنه خپره وره شي. علي (کرم الله وجهه) وپوښتل شو، عدل  غوره دی يا جود؟ ويې ويل: «عدل»؛ ځکه:

الْعَدْلُ يَضَعُ الْأُمُورَ مَوَاضِعَهَا وَ الْجُودُ يُخْرِجُهَا مِنْ جِهَتِهَا وَ الْعَدْلُ سَائِسٌ عَامٌّ وَ الْجُودُ عَارِضٌ خَاصٌّ فَالْعَدْلُ أَشْرَفُهُمَا وَ أَفْضَلُهُمَا :  عدل ،هر څيز په خپل ځاى کې ږدي، حال داچې بخشش یې له خپل ځايه بې ځايه کوي، عدالت د خلکو ټولیز تدبير دى حال داچې بخشش په يوې ځانګړې ډلې پورې اړوند دى؛ نو عدالت شريف او غوره دى.[204]

علي (کرم الله وجهه) په واقع کې وويل که يو يو تن ته يې پوښتې، ځواب دا دی چې جود ښه دی؛ خو که د خبرې مخ دې متوليانو او مديرانو ته وي، عدل غوره دی؛ ځکه عدل د ټولېزو او عمومي سياستګزاريو سرچينه ده، خلکو ته سپارښتنه کېږي، که په کوم ځای کې مو وغوښتل؛ نو له خپل حقه تېرېدای شئ؛ خو مدير يا واکمن ته بیخي سپارښتنه نه کېږي چې د خلکو حقوق سرسري وبولئ او ځيرنه ونه کړئ او ګوزاره حالي اوسئ؛ نو د رزق په اړه چې سپارښتنه  شوی يو يو انسان ته خطاب دی؛ خو هغوی چې د خلکو د چارو واګې ورسره دي، نبايد د خلکو د معيشت د تامين؛ تنظیم او سمونې پرځای ورته ووايي، د خپلې روزۍ زياتولو ته استغفار وکړئ يا په الطلوعين کې ويښ اوسئ. حکومت د خلکو کفالت پر غاړه لري او د عامه مصلحت استازی دی او بايد کار، کور او سوکالي ورکړي.

باکرو فی طلب الرزق و الحوائج فان الغدو برکه و نجاح: ګهيځ ژر په روزۍ او اړتياوو پسې ووځئ چې ګهيځ پاڅېدنه د برکت او ژغورنې لامل دی.[205]

الصبحه تمنع الرزق[206]

و ان الصبحه تمنع بعض الرزق:   د ګهيځ خوب د روزۍ خنډ دی[207]

پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) د رزق په زياتونې کې پرېمانه څرګندونې لري، لکه:

ان البر یزید فی الرزق. ان العبد لیحرم الرزق بالذنب یصیبه. [208]

ان الرجل لیحرم الرزق بالذنب یصیبه.[209]

اطلبوا الرزق فی خبایا الارض:  روزي د ځمکې په پټنځاينو کې ولټوئ.[210]

او هم په قرآن کې راغلي: [لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ[211] ] او په نهج البلاغه کې راغلي: استنزلوا الرزق بالصدقه:  په خيرات، د رزق د نزول لامل شئ.

پر ويشل شوي رزق د قناعت مانا

په رزق قانع والی په دې مانا نه دی، که چا تېری وکړ او زموږ حق يې وخوړ، څه ورته ونه وايو، بايد د ظالمانو او غاصبانو مخه ډپ کړو. هغه رزق چې په لټه کې يې يو، هماغه رزق دی چې بل په ناحقه غصب کړی او نه پرېږدي چې  راورسي، کله په ټولنو کې واقعاً وضع داسې وي؛ چې ځينې باید څنډې ته شي چې مقدر رزق راورسي.

رزق د انسان د ملکیتونو نه بلکې د برخمنو ټولګه ده

رزق په واقع کې هغه څه دی چې يو انسان ترې برخمن دی نه هغه څه چې لري يې. د دې دواړو ترمنځ توپير دی، څوک چې ډېرې پيسې لري؛ خو د لګښت زړه يې نه لري، نبايد وانګېري چې رزق يې زيات دی. علي (کرم الله وجهه) وايي دوی د ګدايانو په څېر ژوند کوي؛ خو د اغنياوو حساب ترې اخلي. تېروتي به يو که وانګېرو، داچې پلانی پيسې لري، حتماً يې رزق ډېر دی. څوک تر طماع او بخيل خورا بدمرغه او کمروزی دی؟ ځانمنی له رزق څخه ډېر لږ برخمن دی. په همدې مانا کې علي (کرم الله وجهه) وايي: سعة الا رزاق فی حسن الاخلاق[1]:  د رزق پراخي د ښه خوی زوکړه ده.

 

ښه خوی درلودل د رزق له مصاديقو ځنې دي

د خبرې له ظاهره خو انګېرلېږي، که د ښه چلن خاوند اوسئ؛ خلک ډېر جوش درسره اخلي او د عوايدو ترلاسه کول به مو ډېر شي؛ خو د خبرې زڼی دا دی چې له اخلاقي فضايلو د تش انسان رزق کم دی؛ ځکه له نعمتونو به يې برخمني لږه وي؛ نوځکه ظاهراً موړ او غني دی؛ خو په واقع کې بدمرغه دی. لکه طماع او سترګې نيوونکی چې څه لري ورباندې قانع نه دی، شتمني يې ډاډمني نه ورکوي او د برخمنۍ او تنعم احساس نه لري.ځانوينی اوځانمنی هم که سلام پرې وانه چوې، بدمرغي ننګېري که څه له نعمتونو برخمن وي.

د علي (کرم الله وجهه) په خبرو کې راغلي چې ځانخوښی انسان تر ټولو يوازې دی (لا وحده او حش من العحب) علت يې دا دی چې ځان يې په يوه داسې مقام او مرتبه کې کېنولی چې هېڅوک يې ملګری نه دی. دغسې انسان هغه ته ورته دی چې په بېديا کې يوازې خوشې شوی ، دا سړی چې څومره شتمني هم ولري، خوند ترې نه اخلي؛ نوځکه که د رزق پر مانا ښه پوه شو په دنيا کې به راحت او بې غمه ژوند وکړو.

د رزق پر مانا سمه پوهېدنه ډاډ راولاړوي

قناعت يعنې همداچې په خپل کفاف او بسياينې قانع  اوسو، «کفاف» د «کفّ» له جرړې ځنې دی؛ يعنې څه چې د انسان اړتيا پوره کوي او له نورو د غوښتنې او هيلې خنډېږي په رواياتو کې لرو چې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) به دعا کوله:

اَللَّهُمَّ اُرْزُقْ مُحَمَّداً وَ آل مُحَمَّدٍ اَلْكَفَافَ[2]

کله چې د رزق پر مانا او مقدروالي يې پوه شو؛ نو هله پوهېږو چې له خدايه څه وغواړو او د کوم رزق زياتوالي ته دعا وکړو. او کله چې وايو: «خدايه! ښه خوی را»، پوهېږو چې اوچت رزق او بهترين نعمت مو ترې غوښتی. مولوي، په خورا موشګافۍ او ځيرنه دا مسئله موندلې وه چې ويل يې: نبايد خارشنه خور کارغه له خدايه اوږد عمر وغواړي؛ چې دا به هم په خارشنه خورۍ تېروي. دا بايد له کارغه توب خلاصون وغواړي؛ يعنې د وجود تبديل او له ناپاکه خوړنې خوشې کېدنه، چې ورته لازم او برکتي رزق دی

کاغ کاغ و نعره زاغ سیاه

دایماً باشد به دنیا عُمر خواه

گر نه گُه خوار است ان گنده دهان

گویدی کز خوی زاغم وارهان

هر که روزی شاهد و خوشرو بود

گر سیه گردد تدارک جو بود

سپک پېټي اوسئ چې ورسئ

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی  امام حسن ته وايي:

وَ اعْلَمْ أَنَّ أَمَامَكَ عَقَبَةً كَئُوداً الْمُخِفُّ فِيهَا أَحْسَنُ حَالًا مِنَ الْمُثْقِلِ وَ الْمُبْطِئُ عَلَيْهَا أَقْبَحُ حَالًا مِنَ الْمُسْرِعِ وَ أَنَّ مَهْبِطَكَ بِهَا لَا مَحَالَةَ إِمَّا عَلَى جَنَّةٍ أَوْ عَلَى نَارٍ فَارْتَدْ لِنَفْسِكَ قَبْلَ نُزُولِكَ وَ وَطِّئِ الْمَنْزِلَ قَبْلَ حُلُولِكَ فَلَيْسَ بَعْدَ الْمَوْتِ مُسْتَعْتَبٌ وَ لَا إِلَى الدُّنْيَا مُنْصَرَفٌ

پوه شه چې سخت پيچومی دې مخې ته پروت دى، چې ترې د سپک پېټي والا د تېرېدو حال تر درانه پېټي والا خورا ښه دى او هغه چې ورو ځي، حال به يې تر هغه ډېر بتر وي، چې په ځغاسته روان وي او له پېچومي تر راکېوتو روسته جنت يا دوزخ دى؛ نو تر راکېوتو ړومبى دې ځان ته زېرمه ولېږه تر ورتلو دمخه دې ځان ته هستوګنځى چمتو کړه؛ ((ځکه تر مړيني روسته عذر نه منل کېږي)) او دنيا ته د راستنېدو لار تړلې ده[1].

د «دروند پېټېتوب» او «سپک پېټېتوب» مانا

په دې خبرو کې مهم ټکی د «ګرانبارۍ» او «سبکبارۍ» د مفهوم طرح ده او دا مفاهیم هغه وخت په سمه توګه درک کېدلای شي چې لومړی خو انسان ځان د مسافر په توګه وویني او دویم داچې د «بار او پېټي» پر مانا پوه شي. دمسافر والي په اړه مو مخکې خبرې کړي.

خو پېټي او بار؛ څه چې عينِ موږ او زموږ د وجود برخه ده، پېټی به مو نه وي. «پېټی» تل يو پردی چار دی چې د هستۍ پر ټولګې مو ورزياتېږي. نشو ويلای: سترګې، وينه او هډوکي مو پر اوږو يو پېټی دی، دا خو مو خپل دي او پر اوږو مو پېټی نه دی. که سترګې، وينه او هډوکي رانه واخلي، نو څه راته نه پاتېږي، چې ووايو سپک شوي يو؛ نو څه چې له غړيو مو دي او په اخستو يې «موږ» له منځه ځو ، پېټی نه دی که سپک وي يا دروند. خو څه چې زموږ د هستۍ په دننه کې نه دی او راسره پردی دی، پېټی دی؛ که سپک وي يا دروند؛ ځکه په هر حال کې له وړو يې کړېږو. اوس په قرآن کریم کې د دې فلسفي ټکي پر مفهوم ښه پوهېدای شو، خدای وايي:

((وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ[212]= (د علم او قدرت) تخت يې اسمانونه او ځمكه رانغاړلي او د دواړو [ = اسمان او ځمكې] ساتنه یې نه ستومانوي او هغه ستر لوړ پوړى دى.))

په بل ځای کې وايي:

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِنْ لُغُوبٍ [213]= او په يقين موږ اسمانونه او ځمكه او څه یې چې ترمنځ دي، په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل او هېڅ ستوماني را نه غله (نو په دې توګه موږ ته به څنګه د مړيو ژوندي كول ستونزمن وي؟!)

هر کوشنی کار چې کوو، زحمت پرې کاږو؛ ځکه کولو ته يې بايد قوت ولګوو؛ خو خدای ته د اسمان و ځمکې او ګردو کايناتو پيدا کونه ډېر لږ زحمت هم نه درلود. د مطلب راز دا دی چې هستي له خدایه پردۍ او له وجوده يې دباندې نه ده:

حق ز ایجاد جهان افزون نشد

آنچه اول آن نبود اکنون نشد

کله چې خدای عالم وپنځو، د خدای پر هستۍ څه ور زيات نشو، ان علم يې هم زيات نشو.[2]

ستړيا، خوب او چورت هم ورباندې رانغی.[3]

نو هستي خدای ته پېټی نه دی، يعنې، له وجود او شتون څخه يې دباندې نه ده. په عالم کې هېڅ څيز د حق د هستۍ له کړۍ وتلی نه دی او له حق هستۍ راچاپېره خط ايستای نشو چې ووايو له دې ځای روسته بې خدايه دی. تر هر ځای چې ولاړ شو خدای شته، هېڅ څيز ترې دباندې يا يې پر وړاندې نه دی.[4]

خدای پر هر ځای «قيّومّيه معيّت» لري.

لنډه دا هر ځای چې پردی موجود راباندې وتپل شي، لرې کول او ساتل يې راته کړاو لري، ستړيا او خوب راولي.

((فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا، خَالِدِينَ فِيهِ وَسَاءَ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حِمْلًا[214]= د قيامت پر ورځ به (د ګناه او پازوالۍ) دروند پېټى پر شا وړي! (چې) تل به (د خپل درانه پېټي په عذاب كې) پاتېږي او د قيامت پر ورځ ورته ډېر ناوړه (او ربړوونکى) پېټى دى!))

((لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ[215]= دوى بايد د قيامت پر ورځ (هم) د خپلو ګناهونو پوره پېټي پر اوږو كړي او هم د هغو كسانو د ګناهونو يوه برخه يوسي، چې د ناپوهۍ له لامله يې بېلارې كړي، پوه شئ، چې ناوړه دروند پیټی یې پر اوږو كړى دى!))

((وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى[216]= او هېڅ ګناهګار د بل د ګناه پېټى نه وړي.))

 

ګناهونه د انسان پر اوږو پېټی دی؛ ځکه له وجود سره يې پردي دي.

بل ټکی دا، په ديني ښوونو کې ګناهونه «پېټی» ښوول شوی؛ خو د ثوابونو په اړه د «پېټې» کلمه کارول شوې نه ده. نه وايي چې پلانی د عبادت له درانه پېټي سره ومړ؛ خو ويل کېږي چې پلانی د ګناهونو له دروند پېټي سره ومړ. په قرآن کې راغلي:

((وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَعَ أَثْقَالِهِمْ[217]= او هغوى به هرومرو د خپلو (ګناهونو) دروند پېټى پر اوږو کوي او (همداراز) پر خپل پېټي سربېره (د نورو د ګناهونو) درانه پېټي هم)).

((وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَى ظُهُورِهِمْ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ[218]= د خپلو ګناهونو (دروند پېټى) به یې پر اوږو كړى وي، اوه! څه ناوړه پېټى وړي!))

خو طاعاتو او فضايلو ته د وزر او ثقل تعبيرونه کارول شوي نه دي.

فضايل د رذايلو پرخلاف د انسان هم جنس دي؛ نوځکه د دروند پېټېتوب لامل نه دی

په اخلاقي او عرفاني ادبياتو کې يو بل تعبير هم لرو، چې له دروند پېټېتوب او سپک پېټېتوب سره نژدې اړيکه لري. تعبير دا دی چې وايو پلانی په شهواتو مست يا له غوسې لېونی دی. دغسې عبارات د فضايلو په اړه نه کاروو؛ لکه هېڅکله نه وايو، پلانی له مړانې او شجاعته مست او يا له لورنې او شفقته لېونی شو. دا يوازې شاعرانه تعابير نه دي، جرړه او حکمت لري. جرړه يې دا ده چې مستي او لېونتوب له ځانه د پرديتوب، غفلت او هېرونې لاملېږي او دا د رذايلو ځانګړنې دي نه د فضايلو.

نو کله چې د رذايلو په اړه د «بار» تعبير کارول شوی، منظور دا دی چې رذايل د انسان له روح سره پردي دي، حال دا فضايل عين موږ دي نه راباندې يو را زيات شوی صفت او ځانګړنه. په همدې دليل، د رذايلو په اړه (چې له آره انساني نه دي او رانه پردي دي) د مستۍ، لېونتوب، حجاب، زنګار او پېټي تعابير وړ او مناسب دي. ګناهونه او رذايل پېټي دي؛ ځکه د پرديو او د ناخپلو له شتون او له ناجنسه معاشرانو مو خبروي؛ خو فضايل او طاعات او څه چې خدای ته مو ورنژدې کړي زموږ د دروند پېټېتوب لامل به نشي؛ ځکه خپل ځان ته مو وررسوي او روح مو تاند او تازه کوي.

ګناه او طاعت يا رذيلت او فضيلت دقيقاً دوه ډوله خواړه دي؛ يو ډول خواړه هضمېږي او د بدن برخه کېږي او زموږ د روغتيا، روغ رمټۍ او توان لاملېږي. بل ډول خواړه بدن ته نه ورجذبېږي، بلکې زهر دي او بدن ته مو پېټی ګڼل کېږي. دغسې پېټی بايد له ځانه ايسته کړو، که نه د هلاکت لاملېږي، په قرآن کې راغلي.

وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ[219]=په قيامت کې، حق وزنه ده.

ارواښاد علامه طباطبايي په الميزان تفسير کې ويلي چې «وزن» دلته د وزنې يا د تلې پر مانا دی. په قيامت کې انسانان له حق سره سنجوي؛ يعنې ته وا د تلې په يوې خوا کې د حق له جنسه يوه پله ده، د چاچې له حقه ډېره برخمني وي؛ يعنې، حق يې په روح کې ښه ورجذب شوی وي، دروند به وي؛ او چاچې له حقه لږه برخه ترلاسه کړې وي، وزن يې سپک دی.[5]

له همدې ځايه څرګندېږي چې ولې يو خوا راته ويل شوي، څوک چې د آخرت په تله کې دروند وي، جنت ته به ورځي او څوک چې سپک وي، دوزخ ته به ورځي او بلخوا حضرت علي (کرم الله وجهه) ويلي دي:

تَخَفَّفُوا تَلْحَقُوا= سپک پېټي اوسئ چې ورسئ. [6]

په ظاهره دا دواړه مطلبونه په ټکر کې دي؛ خو د «پېټي» د مانا په څرګندولو، ټکر به يې لرې شي. که پېټی يو پردی چار او ناهضم شوي خواړه وبولو؛ نو د چاچې پېټی سپک دی؛ نو هم په سفر کې چالاک او ګړندی دی او هم يې روح ځواکمن، پياوړی او دروند دی. بلخوا له چا سره چې پردي او ډېر نا خپل وي او دروند وي، هم يې سفر کړمن دی او هم يې روح ډنګر او بېوسې دی.

کله د انسان بدن پر روح يې ور پېټی وي

ديني مشرانو او زموږ عارفانو هڅه کړې چې د پېټي او بار ځينې مصاديق راوښيي. البته دا مصاديق نه شمېرېدونکي دي. يو شمېر يې د دې مشرانو له لارې پېژندای شو او يو شمېر بايد په ژوند کې په غور او سوچ ترلاسه کړو. مولوي رازده کوي چې روح (پخپله او) في نفسه سپک او ګړندی دی؛ خو بدن يوه وزنه ده چې ورپورې ځړوي يې او له الوته يې مخه نيسي[7]:

هر گرانی و کسل از خود تن است

جان ز خفت جمله در پریدن است

که روح اسوده او ازاد پرېږدي، وابه لوزي. ستړياوې، ناغېړۍ او خپګانونه د بدن له درنې وزنې راولاړ شوي دي. البته بدن يوازې د روح د مارغه په پښو کې زولنه نه ده. بدن په عين حال کې، د روح د ډيوې تېل هم دي، ډيوه د تيلو په سوځېدو بلېږي او ښه رڼا کوي.

خو انسان بايد ډيوه بله کړي چې تيل وسوځي او که ډيوه بله نه وي، تيل ورته يو دروند پيټی دی. له تيلو د ډکې ډيوې خوځول تر د بې تيلو ډيوې له خوځولو سخت دي.

 

له مادياتو سمه ګټنه روحي سير لا ګړندی کولای شي

کله نا کله بدن د روح په پښو کې بې له زولنو بله ونډه نه لري، دغسې بدن د ټپسورۍ وړ دی او بايد تاديب يې کړو؛ خو هغه بدن چې د روح ډيوې ته تېل دي او سوځي چې ډيوه بله وي؛ نو نعمت دی. کله چې علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته وايي، چې دروند پېټی مه اوسه؛ يعنې، دا تېل وسوځوه او ځه. دا شتمنۍ چاچې اړتيا ورته درلوده ورنفقه يې کړه چې سفر دې سپک وي او مقصد ته ورسې. شتمني زېرمولو ته نه ده، د تېلو په څېر لګښت او د سفر لګولو ته ده. وينو چې بدن، مال، او په لنډو ټول تعلقات او تړاوونه هم د سفر توښه او وزله کېدای شي او هم د مسافر پر اوږو يو پېټی. د نړۍ پر تړاوونو زړه تړنه، روح ته زولنې او يو پېټی دی:

زیر بارند درختان که تعلق دراند

ای خوشا سرو که از بار غم آزاد آمد

ډېری دوستۍ او ملګرتياوې انسان درنوي، لکه د مارغانو وزرونه چې تړل شوي وي. دا تړاوونه د دې پرځای چې انسانان سپک او الوزوونکي کړي، د دوی د الوت خنډېږي:

گر دو سه پرنده را بندی به هم

بر زمین مانند محبوس از الم

د دنيوي تړاوونو دوه ګونې ونډه

په هر حال د نړۍ تړاوونه دوه حالته لري:

د انسان د وجود په ډيوه کې تيل کېدای شي يا يې روح ته زولنې. انسان بايد وويني چې څه ونډه يې ورکړې ده. څه چې هغې دنيا ته د وړو نه دي، بیخي پر اوږو پېټی او د روح زولنې دي. شتمني همدغسې ده. خلک مال خپلې ورثې ته پرېږدي؛ خو شتمنۍ ته پاملرنه او مادياتو ته حرص به د يو پردي په توګه له ځان سره بوځي او همدا يې پېټی درنوي.

له همدې لامله ډېری خلکو ته د تړاوونو له پېټي په تېره له مادي تړاوونو د ژغورنې يوه مهمترينه لار، انفاق کول دي. انفاق ظاهراً يوازې په مال پورې ځانګړی دی؛ خو په واقع کې هره شتمني يا هر څيز چې لګولای شو ورپورې اړوندېږي. مولوي د علم په اړه همدا تعبير لري او وايي علم د ځينو د اوږو پېټی دی، ځينو ته د سپرلي وزله ده چې ورباندې سپاره شي. د ځينو په عالمانېدو پېټی يې سپکېږي او ارواح يې څربه ، غوښنه او تکړه کېږي او د ځينو د معلوماتو په لوړېدو، چابکي، ګړنديتوب، زړورتوب او مانيز (معنوي) خوځښت کمېږي؛ يعنې پېټی پرې درنېږي او ځان يې کمزوری او ډنګرېږي:

علمهای اهل دل حمالشان

علمهای اهل تن احمالشان

علم چون بر دل زند یاری شود

علم چون بر تن زند باری شود

يو شمېر تنوال او اهل تن دي، علم يې هم بدني او مادي دی، علم يې پر اوږو يو پېټی دی. يو شمېر نور د زړه خاوندان دي، علم يې د دوی حمال او وړوونکی او د يو فضيلت او ليداني په توګه يې په ځانونو کې ورناست دي. دا هماغه «ګټور علم» دی چې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) تل غوښتنه او په خپلو دعاوو کې يې له ناګتور علمه خدای ته پناه وروړه.[8]

د «پېټي او بار» د مانا له مخې د «سلوک د پېچوميو» مانا هم موندای شو

اوس که د «پېټي» مانا څرګنده شوې وي، د سختو پېچوميو مانا هم څرګندېږي. د کوم انسان په وجود کې چې پرديو رخنه او سوړه کړې وي، په دننه کې ستونزمن پېچومي لري، هر ګام چې اخلي، دا پردي يې پر وړاندې درېږي او لار ورته ډبوي. خو کوم انسان چې پردی ورسره مل نه دی او له دننه پاک او سوتره دی، هر ګام چې اخلي پر وړاندې يې نوی (او تازه) افق (او څنډ) پرانستلېږي او نوی حجاب ترې څېرې کېږي او په بيړه ځغلي، بلکې الوزي؛ ځکه په لار کې يې خنډ او تاوکښونه نشته، لار يې نېغ او بې موړونو ده. جهنم او جنت هم چې نهايتاً لار مو پرې پای مومي، خپله موږ يو.

هغه ورځ چې حجابونه او پردې لرې شي، په چا کې چې جهنم جوړ و، دا جهنم ويني او څوک چې په جنت کې و، خپل جنت ويني او مومي. موږ، هم لار يو، هم لاروی او هم د لارې پای. له موږه دباندې ثواب و عذاب او طاعتوسرغړونه شتون نه لري، يوازې ليدو ته يې ظاهر څېروونکی او باطن لیدونکی سترګې ته اړتيا ده:

((لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ[220]= (ورته ويل كېږي) په يقين، ته خو له دې (ورځې او سترې محاكمې) په ناخبرۍ کې وې؛ نو موږ دې پرده درنه لرې كړه او نن دې نظر (ښه) تېز دی.))

((د قيامت ورځ [يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ[221]]ده؛ هغه ورځ ده، څه چې په باطن کې و، رابرسېرېږي؛ نو پردې مهال، بدخويه انسان له خپل هويته په ډار او بګن کې لوېږي او نېک خويه د راوړاندې کېدو مجال پيدا کوي:

پس قیامت روز عرض اکبر است

عرض او خواهد که با زیب و فرّ است

په دنيا کې د انبياوو ونډه

له «پېټې» چې کوم تعريف مو وکړ، په دنيا کې د انبياوو عليهم السلام ونډه هم څرګندېږي. پېغمبرانو په دنيا کې دوه ونډې درلودې: يو داچې رنځور يا غوټن انسانان روغ کړي، غوټې يې ور پرانځي، کمال ته یې ورسوي؛ ځکه شونې ده څوک سالم وي؛ خو څه کمال ونه لري؛ يعنې، روح يې کمزوری او بېوسی وي. دغسې وګړی بايد مانېز (معنوي) او قدسي خواړه وخوري چې د کمال د اوچتې لارې د وهلو وس او ځواک ولري. نو د پېغمبرانو يو لړ ښوونې د خلکو د پېټي سپکولو او سالم سازۍ ته وې او يو لړ نورې يې د ژوند په اوږده سفر کې د انسان د روح پياوړي کولو او څربه کولو ته وې. او په لنډو لومړی تخليه (او تشنونه) او ورپسې تحليه (او پسولنه) ده. په تخليه کې د انبياوو د طبابت ونډه او په تحليه کې يې د معلمۍ ونډه ښکاره کېږي. د شمس تبريزی هم چې جلال الدين بلخي ته په لومړي ورسېد؛ نو مهمترينه سپارښتنه یې ورته د ځان سپکول او له اوږو د تړاوونو د پېټي کوزل و. ورته يې وويل چې مشري، شيخي، وزرې، د عالمۍ او عاقلۍ دعوا او … پرېږده او لوڅ لغړ شه او لار وهه. نو چې له تنه يې دا ګردې زړې جامې وايستې او په رښتيا او د زړه له کومې د کمال کعبې ته د سفر لپاره چمتو شو، د حق د لورنې باران ومينځه او د خدای د درشل د پاسوالانو او حاجبانو د قرب او وصال (نښلون) وياړنې جامې ور واغوستې:

 

د «پېټي» او «توښې» توپير

په پای کې په دې ټکي ټينګار کوو چې د پېټي او توښې ترمنځ توپير شته. موږ بايد بلې نړۍ ته له ډېرې توښې سره؛ يعنې، په ګران روح؛ خو په سک ګوډي، سفر وکړو.  له خدایه غواړو چې د خپل رحمت ورونه دې را پرانځي او د باطنو د پاکۍ او تهذيب توفيق دې راکړي او له دې امته دې د خپل نوازش لاسونه نه اخلي.

 

ولې د خلکو رزق مساوي نه دی؟

انسانان معمولاً يوازې خپل مالونه رزق شمېري او د دې رزق زياتولو ته چې څومره هڅې کوي، منظور يې ترې روزي وي؛ نوځکه په آسانۍ د رزق پر ثابتوالي او تضمين يې ماغزه نه خلاصېږي.

حال دا له عامو نعمتونو چې برخمن يو (استعدادونه، وړتياوې، دننني او بانديني شونتياوې، عمر، علم، روغتيا او …) ټول د رزق برخې شمېرلېږي او هر چاته د دې رزقونو له ټولګې ځنې ټاکلې مقدار دی. د ثابت رزق مانا همدا ده.

البته رزقونه په يوه بل اوړي او دا اړونه دا توهّم رادبره کوي چې د رزق کچه تغيير مومي، حال داچې انسان يو شمېر رزقونه لګوي چې يو شمېر نور ترلاسه کړي؛ نوځکه په ټول کې د رزق کچه تغيير نه کوي؛ خو بڼه او ډول يې اوړي. په هر حال انسان نړۍ ته په محدودو وسمنيو راځي او هومره چې مقدره ده يو رزق پر بل رزق اړولای شي.

ارزاق هم ثابت دي او هم متفاوت. خدای په نړۍ کې رزقونه مساوي ويشلي نه دي. دا مطلب هم له قرآن څخه زده کولای شو[1] او هم د انسانانو ژوند ته په کتنې سره د دې ټکي سموالی راښيي.

د ارزاقو د تساوۍ نشتون هم دا دی چې دا دنيا د استحقاق ځای نه دی. په هغې دنيا کې خلک د خپل ترلاسه کړي استحقاق له مخې، رزق ترلاسه کوي او که ښه سم يې ووايو، څوک له خپل استحقاقه لږ نه ترلاسه کوي او البته تفضل او لورنه هم پکې شته. هلته هم خدای رزاق دی؛ خو دا رزاقيت به د ترلاسه شوي استحقاق له مخې وي، حال دا په دنيا کې رزق په استحقاق پورې اړوند نه دی او پر يو شمېر خلکو ظلم کېږي.

د ارزاقونو په وېشنه کې چې کوم مصلحت او حکمت دی او انسانان په بېلابېلو ځايونو کې کېنوي؛ نو دا رانه پټ دي. له دې ټولو سره سره نبايد د رزق په پېژندنه کې ظاهر ويني اوسو. لکه د اسلام پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) که څه په ظاهره د مال و مکنت خاوند نه و؛ خو رزق يې د خدای تر نورو بندګانو په ځلونو ځلونو ډېر و او تر وحې، راز پوهنې او د عالم د باطنو له راسپړنې به اوچت رزق چېرې وي؟ د کوثر خاوند و:

[ إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ[222]= په حقيقت كې موږ كوثر [= خير او ډېر بركت ] دركړ.]

د دې رزق کثير يو مصداق، لکه څنګه چې ځينو مفسرینو ويلي، د پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) عزتمنه لور وه[2]. حالات هم ښيي چې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) له رزق کثير څخه برخمن و، له آره پېِغمبران د خدای برخمنترين، مرزوقترين او متنعمترين انسانان وو. که خدای نورو ته موټی موټی نعمتونه ورکړي؛ نو دوی ته يې په لمنو لمنو ورپېرزو کړي دي؛ خو هغه چې د دې ټولو نعمتونو درلودونکی دی او ولايت لري، هرومرو ترې غواړي چې نور هم له دې رزقه برخمن کړي.

د رزق ورکونې د لړۍ په سر کې، خدای دی او ورپسې وليان يې دي چې مستحقينو ته نعمتونه او الهي ارزاق وررسوي. پردې سربېره، طاعت او تقوا هم د حق رزق دی او د علي (کرم الله وجهه) په وينا، د تقوا په هکله يوه کړنه هم کوشنۍ نه ده؛ يعنې تقوا د انسان مانيز (معنوي) رزق اوچتوي او له نعمته يې برخمنوي:

لا يَقِلُّ عَمَلٌ مَع تَقوى ، و كَيفَ يَقِلُّ ما يُتَقَبَّلُ:  له تقوا سره مل هره کړنه ، لږه نه ده او څرنګه به يو څيز لږ وي، چې قبلېږي؟»

په هر حال په رزق کې ډېر پرېمانه توپیر دی او له منځه وړل يې غوښتای نشو.

وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ[223]

پر ځینو کسانو باندې د ځینو تفضل او غواروی او په هستۍ کې شته تکويني او طبيعي توپیرونه د هستۍ عين شتون دی.[3]

او پر دې مطلب پوهېدل عين نړۍ پېژندنه ده او دا پوښتنه چې «ولې يو شمېر پېغمبران شوي يا له پرېمانه رزق څخه برخمن وي» په الهي سنبالښت یا مديريت کې يوه هسې په هسې لاسوهنه ده. په قيامت کې پوښتلای شو چې ولې پلانی په جنت کې او پلانی په دوزخ کې دی. دا پوښتنه مخکې ترلاسه شوي استحقاقونه ځوابوي. خو په دنيا کې شته توپيرونه د هستۍ د طولي نظام لازمه ده. رزق بايد له يوه لاسه بل ته ور ورسي او انسانان يو بل ته اړمن وي.

[أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ …[224] اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ… [225]وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ….[226] وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ (بقره/۲۱۲) ، قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ …[227] قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ…[228]]

[2]  کوثر له کثرته اخستل شوى، چې د ډېرخير په مانا دى اوڅرګنده ده، چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛ لکه وحې،نبوت، قرآن ،د شفاعت مقام،ډېر علم،ښه اخلاق؛ خو د سورت روستى آيت ددې ګواه دى ، چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم  ځوځات دى؛ ځکه د پېغمبراکرم (صلی الله عليه و اله) بې سترګو او بې ادبه دښمن ورته ابتر ووايه او خداى هم د خپل پېغمبر په دفاع کې وويل:  (( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ))؛ ستا دښمن په خپله ابتر دى؛ نوکه له کوثره مراد ځوځات نه وى؛ نو د لومړي او درېم آيت ترمنځ اړيکې او په زړه پورې مخونه اومانا  پيدا کولاى نه شو.

[3] – لا يَزالُ النّاسُ بِخَيْرٍ ما تَفاوَتُوا فَاِذَا اسْتَوَوا هَلَكوا؛[229]

شاعر وايي:

ته یې زه او زه یم ته

فرق زما او ستا د څه

هغه چې فرق لري زموږ

نه په ته پوهېږي نه زه

دا څنګه انصاف دی ای ساقي په میخانه کې ستا

غوړو له غوړو دریاب او څاڅکی نه ځي نورو ته

لوی جنجال یې جوړ کړ چې یې ویش د وصال وکړ

دومره رحم سپینو ته دومره عقل تورو ته

د الهي نعمتونو د اسراف اندېښنه

انسان د رزق تر غوښتو ډېر بايد د اسراف نه کولو پروا ولري:

مخکې تردې چې ډېر رزق وغواړو، بايد د الهي نعمتونو د اسراف اندېښنه راسره وي. انسانان په پيسو لګلولو کې کنجوسي کوي؛ خو د عمر په لګښت کې سخاوت کوي، ته وا يوازې ماديات رزق دی او عمر چې د ثروت ترلاسه کولو لپاره ولګېږي، رزق نه شمېرلېږي. وګړي داچې ثروت يې زياتېږي انګېري رزق يې ډېر شوی دی؛ خو هېروي چې په بل ځای ې يې د عمر په لګښت کې اسراف کړی او اوچت رزق يې له لاسه ورکړی دی.

دا دوه مذموم او ناوړه صفتونه؛ يعنې په مادياتو کې کنجوسي او حرص او د مانیزو (معنوي) رزقونو په لګښت کې اسراف او افراط، بايد خپل ځای په مادي رزقونو کې قناعت او د مانېزو پانګو په لګښت کې منځلارۍ ته پرېږدي، چې معمولاً موږ مانيز رزقونه رزق نه ګڼو او پر قدر يې نه پوهېږو.

د دې راز چې ځينې خلک له خپلو رزقونو ناراضي دي، دا دی چې دوی خپل مانيز نعمتونه نه پېژني. ډېر نعمتونه غوښتل بد نه دي؛ خو نبايد هېر کړو چې د دې ټولو نعمتونو پر وړاندې پازوال (مسول) يو او بايد يوه ورځ پلټنې ته غاړه کېدو:

[ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ[230]= بيا به هرومرو پر هغه ورځ له (دركړ شويو) نعمتونو وپوښتل شئ.]

څوک چې پر دغسې شمېرانې یا محاسبې ايمان لري، د نعمتونو په راټولولو کې به حريص نه وي، په تېره هغه نعمت چې دومره يې نه پکارېږي. انسان بايد د پوښتنې پر مهال د کړي لګښت دفاع وکړای شي، له همدې لامله وار له مخه دې له ځان سره ټينګه محاسبه وکړي.

حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا:  مخکې تردې چې حساب درسره وشي، له ځان سره حسابي وکړئ.»[1]

 

ډېر رزق د خدای پر وړاندې د محبوبيت نښه نه ده

همداراز نبايد هېر کړو چې ډېر رزق لزوماً د خدای پر وړاندې د ډېر محبوبيت نښه نه ده. د ډېر رزق پايله او لازمه يوازې ډېر مسووليت دی. «د ډېر بام ډېره واوره وي.» هو، که دا رزقونه په ځيرنه ولګوي او پر وړاندې يې خپل مسووليتونه پوره ترسره کړي؛ نو محبوب به وي؛ خو که د نعمت ناشکري وکړي بيا؟ بلخوا کله د نعمتونو ناشکري «استدراج» يا «املأ» وي؛ يعنې انسان ته مهلت ورکوي چې راروسته  سخته حسابي ورسره وشي.[2]

نه داچې عزيز او عزتمن و، برخمن يې کړ، قرآن هم دې ناسمې اندنې ته اشاره کوي او وايي:

[فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ[231]= خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي، (مغرورېږي) وايي: ((پالونكي مې عزتمن كړم (؛ ځکه ځاى يې راکې شته)!)) او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم

تقوا د خدای پر وړاندې د محبوبيت شرط دی

په دنيا کې د نعمتونو کمی او زياتی نبايد د خدای پر وړاندې د ذلت يا عزت په مانا وبولو. د خدای پر وړاندې تقوا د عزت او کرامت سرچينه ده:

إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ[232]

څوک چې د تقوا له رزق څخه برخمن دی، خورا کريم او خورا شريف دی. تقوا هم له يوه ځانګړي دين څخه د لاروۍ په شپول کې نه ده. تقوا په دې مانا ده چې د وګړي په زړه کې دې د ديانت زڼی ـ چې د خدای يادول دي ـ پروت وي. څوک چې د دې ځانګړنې درلودونکی شو، معلومېږي چې خدای اعتنا ورته کړې او عزتمن کړی يې دی.

په هر حال بې د «تقوا» له نعمته بل هېڅ نعمت د خدای پر وړاندې د عزت او محبوبيت کچه نه ده؛ نو له دې مخې نبايد څوک په غیرې تقواتوب د لاس ته راوړنې په ډګر کې حرص وکړي او خپله لاس ته راوړنه، د حق پر وړاندې خپل عزت، کرامت او محبوبيت وشمېري. نور هم نبايد ظاهري نعمتونه په ښو او بدو کې د خلکو د درجه بندۍ کچه وبولي. پردې سربېره بايد پوه شو کوم  نعمت او رزق چې راته مقرر شوی هېڅوک يې رانه اخستای نشي.

له پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) يو حديث رارسېدلی چې:

[إِنَّ رُوحَ اَلْقُدُسِ نَفَثَ فِي رُوعِي أَنَّهُ لَنْ يَمُوتَ عَبْدٌ مِنْكُمْ حَتَّى يَسْتَكْمِلَ رِزْقَهُ فَأَجْمِلُوا فِي اَلطَّلَبِ فَلاَ يَحْمِلَنَّكُمُ اِسْتِبْطَاءُ اَلرِّزْقِ عَلَى أَنْ تَطْلُبُوا شَيْئاً مِنْ فَضْلِ اَللَّهِ بِمَعْصِيَتِهِ:  روح القدس په زړه کې دا حقيقت راپو کړ، هېڅوک به تر هغه ونه مري چې خپل رزق يې پوره کړی نه وي؛ نوځکه د رزق په لاس ته راوړو کې بيړه مه کوئ او که رزق مو ځنډ شو، هسې نه چې په ګناه يې لاس ته راوړو ته اقدام وکړئ.[3]

نو له دې مخې د مړینې په څېر د کسانو رزق هم ټاکل شوی دی.

[إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً[233][4]

د عمر ثانيې او د رزق مړۍ شمېرل شوي دي. کمېږي يا ډېرېږي نه؛ نو عاقل هغه دی چې په رزق کې د حرص او ډېروالی پرځای يې، د ښه لګښت په فکر کې وي.

[1]  حاسبو انفسکم قبل ان تحسبوا و مهدوا لها قبل ان تعذبو و تزودوا للرحیل قبل ان تزعجوا افانها موقف عدل و اقتضاء حق…. [234]

[2]  قال اميرالمؤمنين علي: اذا ارایتم الله تتابع نعمه علیکم و انتم تعصونه فاحذروه[235]،

[3]  روح القدس په زړه کې دا حقيقت راپوکړ، هېڅوک به تر هغه ونه مري چې خپل رزق يې پوره کړی  نه وي؛ نوځکه درزق په لاس ته راوړو کې بيړه مه کوئ او که رزق مو ځنډ شو، هسې نه چې په ګناه يې لاس ته راوړو ته اقدام وکړئ.»

د حديث ورپاتې برخه دا ده: « فَإِنَّهُ لَنْ يُنَالَ مَا عِنْدَ اَللَّهِ إِلاَّ بِطَاعَتِهِ أَلاَ وَ إِنَّ لِكُلِّ اِمْرِئٍ رِزْقاً هُوَ يَأْتِيهِ لاَ مَحَالَةَ فَمَنْ رَضِيَ بِهِ بُورِكَ لَهُ فِيهِ وَ وَسِعَهُ وَ مَنْ لَمْ يَرْضَ بِهِ لَمْ يُبَارَكْ لَهُ فِيهِ وَ لَمْ يَسَعْهُ إِنَّ اَلرِّزْقَ لَيَطْلُبُ اَلرَّجُلَ كَمَا يَطْلُبُهُ أَجَلُهُ.[236]» په همدې اړه په همدې سرچينه کې نور احاديث هم شته.

ان رزق…[237]

[4] إِنَّ رِزْقَ اَللَّهِ لاَ يَجُرُّهُ حِرْصُ حَرِيصٍ وَ لاَ يَرُدُّهُ كَرَاهَةُ كَارِهٍ إِنَّ اَللَّهَ تَبَارَكَ اِسْمُهُ بِحِكْمَتِهِ جَعَلَ اَلرَّوْحَ وَ اَلْفَرَحَ فِي اَلرِّضَا وَ اَلْيَقِينِ وَ جَعَلَ اَلْهَمَّ وَ اَلْحُزْنَ فِي اَلشَّكِّ وَ اَلسَّخَطِ[238]

«أَیُّهَا‌النَّاسُ إِنَّ الرِّزْقَ مَقْسُومٌ لَنْ یَعْدُوَ امْرُؤٌ مَا قُسِّمَ لَهُ فَأَجْمِلُوا فِی الطَّلَبِ»[239]

مَنْ أَصْبَحَ وَ أَمْسَى وَ اَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ هَمِّهِ جَعَلَ اَللَّهُ اَلْغِنَى فِي قَلْبِهِ وَ جَمَعَ لَهُ أَمْرَهُ وَ لَمْ يَخْرُجْ مِنَ اَلدُّنْيَا حَتَّى يَسْتَكْمِلَ رِزْقَهُ وَ مَنْ أَصْبَحَ وَ أَمْسَى وَ اَلدُّنْيَا أَكْبَرُ هَمِّهِ جَعَلَ اَللَّهُ اَلْفَقْرَ بَيْنَ عَيْنَيْهِ وَ شَتَّتَ عَلَيْهِ أَمْرَهُ وَ لَمْ يَنَلْ مِنَ اَلدُّنْيَا إِلاَّ مَا قُسِّمَ لَهُ[240]

 

دين، بشر د دنيوي نعمتونو ډېر لګښت ته نه هڅوي

په اوسني وخت کې ډېر غوښتنه او له طبيعته ډېره ګټه اخستنه د يو آر او ارزښت په توګه دودېږي، حال داچې د هستۍ په نظام کې له اندازې ډېر د نعمتونو د لګښت جواز نلرو. يوازې اجازه لرو د بسيايينې تر بريده ګټنه ترې وکړو. البته د دين له نظره ډېره اخستنه ترې منع شوې نه ده؛ خو نه منع کول له سپارښتنې او هڅونې سره توپیر لري. څه چې نن وينو ټينګه هڅونه ده او ان د فضيلت کچه همدا ډېر لګښت او مصرف دی، ته وا دا دنيا پيدا شوی چې انسان ښه وروي او تش پوک یا تفاله ترې پاتې شي.

په دې آر ګروهه، زموږ د پېر فلسفه شوې ده؛ خو  د خدای د وليانو فلسفه دغسې نه وه. نه ښايي انسان هېر کړي چې ډېره ګټنه، ډېره حسابي او نيونه هم لري. البته موږ په داسې دنيا کې راګېر يو او داسې لوبې ته ورننوتي يو چې مقابل لوری مو په دې ليد ګروهه نلري. دوی په ټينګه او شدت سره د طبيعت د روولو په لار کې پر مخ درومي؛ نو هغوی چې د دوی فلسفه نه مني دوه لارې ورته شته:  يو د سيال کابو کول او د دې سيال د بيړۍ مخنيوی او بل ځان ته د ژوند فلسفه او له طبيعته د برخمنۍ د بريد څرګندول.

د رزق د تقدير مانا او ثابتوالی يې

ټاکلی رزق په دې مانا نه دی چې څوک د رزق ترلاسه کولو ته هڅه ونکړي؛ بلکې مانا يې دا ده چې انسانان د رزق په لاس ته راوړو کې، ځانونه هلاکت ته ور ونه غورځوي او ترې ورهخوا، تر هڅې روسته ، که برخه يې تر نورو لږه شوه، په خوښۍ يې ومني او ګرېون څېري نکړي، خپله هڅه دې نه کموي؛ خو غوسه دې راکمه کړي؛ ځکه غوسه، عين د رزق کمول دي. موږ خو الوتونکي نه يو او بايد د خپلې روزۍ په لار کې هڅه وکړو او دا زيار، د محبوب له نظره مستحسن دی. څوک چې په حلال رزق پسې درومي، لوی عبادت کوي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (جمعه/۹) = مؤمنانو! چې د جمعې ورځې د نمانځه اذان وشي؛ نو د الله يادولو خوا ته وروځغلئ او پېر پلور پرېږدئ. كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده.!

فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ ( جمعه/۱۰) = نو چې نمونځ وشو (نو ازاد ياست) پر ځمكه خپاره شئ او د الله له فضله (رزق) څه ولټوئ.

د خدای فضل غوښتل؛ يعنې په حلالې روزۍ پسې تلل، په روم سورت کې راغلي:

وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ (روم/۲۳) = او (د حكمت) له نښو یې د شپې او ورځې (غرمې) مو ويدېدل او (د ورځې) یې له فضله (د روزۍ ترلاسه كولو لپاره) ستاسې لټه ده، په دې (مانا كې هم) هغوى ته دلايل دي، چې اورېدونکي غوږونه لري.

نو د حلال رزق ترلاسه کول ښه دي او لا ډېر ښه دي  او د رزق مقدر والی، پايله او مدلول يې د زيار پرېښوول نه دي؛ بلکې پايله يې نرمه او بې حرصه هڅه ده او حرص د انسان رزق نه زياتوي. هېر نکړو چې په ټول کې زموږ رزق ټاکلی بريد لري.

نو د نبي کريم (صلی الله علیه وآله وسلم) دا سپارښتنه له پامه ونه غورځوو؛ (اجملو الطلب): «په ښکلې او مجملې بڼې، نه د ډېر غوښتې لپاره، په رزق پسې ولاړ شئ.»

د سعدي په وينا:

رزق هر چند بی گمان برسد

شرط عقل است جستن از درها

ورچه کسی بی اجل نخواهد مرد

تو مرو در دهان اژدها

د رزق د لګښت طريقه هم مهمه ده

پردې سربېره د رزق ترلاسه کول هم کافي نه دي، سم لګښت يې هم شرط دی. له يوه خدای پېژاندی انسان سره د نعمتونو د ګټنې اندېښنه وي؛ خو د قناعت له لامله خاطر جمع دی. ډېر غواړي هغوی دي چې د نعمتونو د لګښت او حسابۍ پروا نلري.

پاتېدوني او نه زوالېدونکي رزقونه غوره رزقونه دي

بل مطلب د رزق د ډول په باب دی. مطلوب رزق چې انسان يې په اړه حساس وي او له خدايه يې وغواړي کوم يو دی؟ په رښتيا موږ په دعا کې له خدايه کوم رزق وغواړو؟ هغه کوم رزق دی چې شتون يې، بل هر څيز راته اسانوي؟ د خدای اوچت او غوره رزق کوم يو دی؟

په ډاګه ده چې پاتېدوني رزقونه تر ناپاتېدونو مهمتر دي. د علي (کرم الله وجهه) په تعبير :

قُرَّةُ عَيْنِهِ فِيمَا لَا يَزُولُ وَ زَهَادَتُهُ فِيمَا لَا يَبْقَى – متقيان په نا پاتېدونو څیزونو کې زهد خپلوي  او په پاتېدونو زړه خوشحالوي[241]

مولوي په دنيا کې د رزقونو د مرتبو په توضيح کې وايي چې ځينې ستونی غواړي او ځينې په مړۍ پسې دي:

لقمه بخشی آید از هر کس به کس

حلق بخشی کار یزدان است و بس

حلق بخشد جسم را و روح را

حلق بخشد بهر هر عضوت جدا

انسان هم مړۍ ته اړتيا لري او هم د هاضمې جهاز ته؛ خو يوه ګټه ده او بله ګټوره پانګه. بايد دويمې وغواړو.

که ظاهر ويني څنډې ته کړو؛ نو د دنيوي نعمتونو په پار به ګيله او شکايت ونه کړو؛ ځکه وبه وينو چې په دنيا کې ډېر نعمتونه خپاره دي يوازې نعمت ناپېژندنه ده چې د ليدو يې خنډېږي.

مولوی وايي:

لی حبیب حبه یشوی الحشا

لو یشیا یمشی علی عینی مشا

روز آن باشد که روزیم او بود

ای خوشا آن روز و روزی ای خوشا

يعنې يو دوست لرم چې زما سترګې يې د پښو د تليو فرش دی. زما ورځ هغه ورځ ده چې هغه مې روزي وي. ښه ده هغه ورځ ښه ده هغه روزي!

روزها گر رفت گو رو باک نیست

تو بمان ای آن که چون تو پاک نیست

دا هم يو ډول روزي ده. انسان تر هغه چې د مينې او محبت خوند څکلی نه دی، د دې نعمت له بې برخېتوبه ګيله او شکايت نلري. دغسې وګړی د خدای رزاقيت يوازې د مادي روزۍ په ورکړه کې بولي او د همدې درک هومره غوښتنه کوي او داچې د محبت نعمت نه ويني؛ نو نه يې غواړي؛ نو روزي غواړي وګړی دې روزي پېژاندی هم وي که نه ناکام به وي.

همداراز ځينې روزۍ د ځينو نورو روزيو سریزې دي او چې کله څوک له ړومبي بې برخې شو، دويمي به هم ترلاسه نکړي. مړانه او شجاعت ډېری لاس ته راوړونو ته يوه لازمه سريزه ده او د مولوي په وينا:

تاجر ترسنده طبع شیشه جان

در طلب نه سود بیند نه زیان

بل زیان دارد که محروم است و خوار

نور او باید که باشد شعله خوار

ياد مو وي چې شعله خواري (لمبه خوړنه) د نور نوشۍ (رڼا څښلو) سريزه ده. همداراز د يو شمېر وګړيو رزق پر نورو وګړيو ورحواله شوې دی. په همدې مانا خدای ويلي:

[وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ [242]= او هغوى چې په مالونو كې يې يو ټاكلې برخه وي،]

[لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ[243]= د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)]

په هر حال دنيا د ګڼې ګوڼې او د رزق د ثابتوالي نړۍ ده، که کوم کار کوي لومړی ډاډ و آرامش القأ کوي او دويم تمه او حرص څنډي؛ خو نه د نورو په لاسنيوي کې د انسان دنده منتفي کوي او نه د رزق لاس ته راوړو ته د انسان هڅه بې وجې او بې مانا کوي او دا خپله انسان سره ده چې کوم ډول رزق ډېر وغواړي او کوم نعمت تر بل نعمته ورځار کړي او څرنګه د نعمت په شکرانه کې د نعمت زياتولو ته هڅه وکړي.

د انسانانو ترمنځ اړیکه له خدای سره یې له اړيکې اغېزمنېږي

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن ته پوه لیک کې لیکي:

وَ اعْلَمْ أَنَّ الَّذِي بِيَدِهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ قَدْ أَذِنَ لَكَ فِي الدُّعَاءِ وَ تَكَفَّلَ لَكَ بِالْإِجَابَةِ وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ وَ لَمْ يَجْعَلْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ مَنْ يَحْجُبُكَ عَنْهُ وَ لَمْ يُلْجِئْكَ إِلَى مَنْ يَشْفَعُ لَكَ إِلَيْهِ:  پوه شه!هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي، چې د اسمان او ځمکې زېرمې ورسره دي؛ امر يې کړى، چې و يې غواړې، چې در يې کړي. بښنه ترې وغواړې، چې و دې بښي او خداى څوک د ځان اوستا ترمنځ کېنولى نه دى، چې ترمنځ مو واټن او پرده وي او نه يې اړ کړى، چې څوک دې سپارښتنه ورته وکړي.

وَ لَمْ يَمْنَعْكَ إِنْ أَسَأْتَ مِنَ التَّوْبَةِ وَ لَمْ يُعَاجِلْكَ بِالنِّقْمَةِ:  او که ګناه دې وکړه؛ نو د توبې ور يې تړلى نه دى. ستا په سزا کې يې بيړه و نه کړه.

وَ لَمْ يُعَيِّرْكَ بِالْإِنَابَةِ وَ لَمْ يَفْضَحْكَ حَيْثُ الْفَضِيحَةُ بِكَ أَوْلَى وَ لَمْ يُشَدِّدْ عَلَيْكَ فِي قَبُولِ الْإِنَابَةِ وَ لَمْ يُنَاقِشْكَ بِالْجَرِيمَةِ وَ لَمْ يُؤْيِسْكَ مِنَ الرَّحْمَةِ بَلْ جَعَلَ نُزُوعَكَ عَنِ الذَّنْبِ حَسَنَةً وَ حَسَبَ سَيِّئَتَكَ وَاحِدَةً وَ حَسَبَ حَسَنَتَكَ عَشْراً:  او په توبه ايستو او له ګناه په راستنېدو کې يې ټپسورى نه کړې. په هغه ځاى کې چې د اشوا – رسوا کېدو وړ وې،اشوا يې نه کړې او توبې قبلېدو ته يې درباندې سخت شرايط کېنښوول او د خپلې کړې ګناه له لامله يې محاکمه نه کړې او په تنګه يې ونه نيولې او له خپل رحمته يې نهيلى نه کړې؛ بلکې له ګناه مخ اړول دې نېکي شمېري.  د هرې ګناه دې يوه سزا درکوي؛ خو د هرې نېکۍ دې لس ګرايه ثواب درکوي.

وَ فَتَحَ لَكَ بَابَ الْمَتَابِ وَ بَابَ الِاسْتِعْتَابِ فَإِذَا نَادَيْتَهُ سَمِعَ نِدَاكَ وَ إِذَا نَاجَيْتَهُ عَلِمَ نَجْوَاكَ فَأَفْضَيْتَ إِلَيْهِ بِحَاجَتِكَ وَ أَبْثَثْتَهُ ذَاتَ نَفْسِكَ وَ شَكَوْتَ إِلَيْهِ هُمُومَكَ وَ اسْتَكْشَفْتَهُ كُرُوبَكَ وَ اسْتَعَنْتَهُ عَلَى أُمُورِكَ:  او پر مخ دې د توبې لار پرانستې ده، چې کله يې وبولې،غږ دې اوري او چې د زړه راز دې ورته ووايې؛ نو پرې پوهېږي؛ نو خپله اړتيا دې ورته ووايه او څه چې دې پر زړه وي، ورته یې ووايه. خپګان دې ورسره اوڅاروه، چې درنه يې لرې کړي او په ستونزو کې دې مرستندوی شي.

د علي (کرم الله وجهه) دا خبرې راښيي چې انسان له خپل خدای سره يو تړاو لري، يا بايد ويې لري. خو انسان په خپلو کې هم يو تړاو لري او چاچې د ځان او خپل پالونکي ترمنځ تړاو سم کړی نه وي، له نورو انسانانو سره به يې اړيکه سمه نشي. مهمترين سبق چې پېغمبرانو ورکاوه او کومه تنبّه يې چې په خپلو لارويانو او مخاطبانو کې رادبره کوله، دا و چې انسان له انسان سره هله په سوله کې دی چې انسان له خدای سره په سوله کې وي. په اوسنۍ نړۍ کې چې له کومې ستونزې سره مخ يو همدا ده چې يو شمېر خلک د خدای له بندګۍ او عبادته په غفلت کې د خدای د بندګانو ترمنځ اړيکې سمول غواړي.

په حقيقت کې د وحې قبلې ته شا کول، د توحيد له لمره مخ اړول، پر ځان ډډه وهل، د حق د عبوديت پرېښوول، د ځان د حقيقي ذلت نمښته (انکار) او د خالق پوره هېرونه، د انسانانو په فکر او عمل کې د ډېرو اندېښمنيو او پرېشانيو لامل شوي دي.

کوم انسانان چې د شپې رڼا نه لري، ورځې به يې هم تيارې وي. هغوی چې له خپل خدای سره انس او مينه لري او په تکه تياره شپه کې خبرې ورسره کوي، خواله ورسره کوي، ورځېنی اړيکه به يې هم څرګنده وي.

هغوی چې د خپل دننه ازادولو کې هڅه نه ده کړې، لاسونه او پښې يې په زرګونو زولنو تړل شوي دي؛ د زر، زور، شهوت او غضب بندګان دي؛ څرنګه نورو ته دباندې ازادي راوړای شي. د بشري ستونزو د نه هواري راز همدا دی.

د انسان دنننۍ سمونه يې په باندېنۍ سمونې پای مومي

دباندېنۍ سمونه هله بريالی وي چې له دنننۍ سمونې سره مل وي، کوم کسان چې د دې اړخونو په يوه يې ټينګار کوي، په يوه وزره الوزي او هرومرو يې الوتنه هم نيمګړې او ناتمامه ده.

د خدای پر بندګۍ د اديانو د ټينګار راز، په خپلې بېوسۍ د انسان معترف کول او له دننه يې د پسولنې (صیقل ورکونې) همدا دی چې لاسونه يې په بهر کې چاڼولو ته پرانستل شي.

د دننه په پسولنې (صیقل ورکولو) کې يوه تجربه هم تر ديني تجربې، ډار، د خدای د مينې، انابت الی الله او د الهي څارنې پر ګروهې هومره بريالی نه وه. الهي څارنه يوه ډار راولاړوونکی مقوله (وينا) ده، په خوله يې وايو او تر څنګ يې تېرېږو او په مانا کې يې پوره تأمل او سوچ نه کوو. الهي څارنه؛ يعنې، دباندې او دننه مو يوه اندازه ښکاره ده او هېڅوک د پټېدو مجال نلري؛ نوځکه هومره چې دباندې ځان پسولو، دننه هم بايد وپسولو، او څومره چې د نورو په حضور کې شرم کوو، په خلوت او ګوښه کې هم بايد شرم وکړو.

يوازې يو موجود دی چې له ټولو رازونو مو خبرېدای شي او دا هغه خدای دی چې پر وړاندې یې زموږ ګرده هستي پرانستې ده او د وجود د کتاب ټولې کرښې مو لولي. ټوله هستي يې له وجوده ډکه ده او بلکې حضور يې عين هستي ده. په دغسې هستۍ او نړۍ کې اوسېدانه د خدای د څارنې په پار شوق راولاړوونکې ده او کټ مټ د همدې دليل له مخې ډاروونکې هم ده. انسان په دغسې يوې نړۍ کې خپل ځان ته ورپرېښوول شوی نه دی. ګرد څیزونه يې بربنډ دي او هره ورځ يې، د قيامت ورځ ده. د عارفانو په سترګو کې هر وخت قيامت دی.

انسان يوازې د خدای په محضر کې ډاډ مومي

صدر المتألهين د واقعې سورت د لومړي او دويم آيت « إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ»په تفسير کې وايي،عامي مفسرانو ګڼلې چې يوه ورځ به دا قيامت پېښ شي؛ خو د واقع وينو په سترګو کې قيامت همدا اوس پېښ شوی دی او له آره تل قيامت دی.[1]

حیواني ډاډ او ارامي، د هغو کسانو غفلت راولاړوونکې آرامي ده چې په دنيا کې په پټو سترګو ژوند کوي؛ يعنې تر اوسه يې قيامت جوړ شوی نه دی. ايا شونې ده د چاچې قيامت جوړ شي او سترګې يې په اندېښنه د دنيا هر څه ويني او بيا هم د څاروي په څېر ارام وي. په همدې دليل يوازې يو ارامځای شته ا و دا د خدای غېږ ده.

((أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ [244]= يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.

خدای بشر پر خپل حال نه پرېږدي))

يو لويي حقيقت شته او هغه داچې له خدای سره راګېر يو، موږ نه پرېږدي. هر خوا چې مخ کړو، هغه هلته دی. نه يوازې داچې ويني مو؛ بلکې مينه راسره کوي، راباندې غوسه کېږي، دعا مو اوري، توبه مو قبلوي، امر و نهې راته کوي، پېغمبر رالېږي، روزي راکوي، ان چل ول راسره کوي (يَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ، يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ ، وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ) يعنې په هېڅ ډول موږ پر خپل حال نه پرېږدي. ډېر مو په فکر کې دی. د چارې يوازېنی لار دا ده چې موږ يې هم ووينو، حضور او څارنه يې حس کړو او پوه شو چې مېلمانه يې يو او پر دسترخوان يې ناست يو او بايد سبا يې ځوابوونکي اوسو، دغسې دوه اړخيزه اړيکه به موږ واړووي، نوي انسانان به شو او په نوی نړۍ کې به واوسېږو.

د انبياوو د ښوونو له مخې بشر د باري تعالی په اجازه خبرې ورسره کړای شي

هو، دا نړۍ ويښې او ليدونکې سترګې لري؛ خو دا د مهربان خدای سترګې دي، نه د شرير شيطان. د دې ملک له مالک خدای سره اړيکه، ډاډمني راوړي.

دا سريزه په ډاګه کوي چې ولې ديني مشرانو له خدای سره مينې او دعا لپاره په ټينګه سپارښتنې کولې؟ په حقيقت کې که خدای د خپلې بلنې اجازه راکړې نه وای، هيچا جرأت نه کاوه چې خبرې ورسره وکړي. کوم خدای چې حکيمانو او فيلسوفانو را ښوولی، ډېر محتشم او بادبدبه خدای دی چې بیخي د خپلو مخلوقاتو په فکر کې نه دی. پېِغمبرا نو (نه فيلسوفانو) راښوولي چې خدای بللای شو او بلکې په خپله يې د دې کار اجازه راکړې ده:

اذکرونی اګر نفرمودی

زهره نام او کرا بودی[2]

که اجازه يې نه وای او امر يې نه کاوه چې ياد مې کړئ، په هېڅ زړه کې يې د يادولو جرأت نه پيدا کېده.

علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن ته وايي:

وَ اعْلَمْ أَنَّ الَّذِي بِيَدِهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ قَدْ أَذِنَ لَكَ فِي الدُّعَاءِ وَ تَكَفَّلَ لَكَ بِالْإِجَابَةِ وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ وَ لَمْ يَجْعَلْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ مَنْ يَحْجُبُكَ عَنْهُ وَ لَمْ يُلْجِئْكَ إِلَى مَنْ يَشْفَعُ لَكَ إِلَيْهِ

پوه شه! هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي، چې د اسمان او ځمکې زېرمې ورسره دي؛ امر يې کړى، چې و يې غواړې، چې در يې کړي. بښنه ترې وغواړې، چې و دې بښي او خداى څوک د ځان اوستا ترمنځ کېنولى نه دى، چې ترمنځ مو واټن او پرده وي او نه يې اړ کړى، چې څوک دې سپارښتنه ورته وکړي.

داچې دلته علي (کرم الله وجهه) خپل ګران زوی ته وايي، هغه خدای چې اسمانونه او ځمکې يې په واک کې دي اجازه يې ورکړې چې ويې بلې او ضمانت يې کړی چې دعا دې قبوله کړي، د يو لويی حقيقت څرګندونه ده.

که دغسې اجازه مو نه درلوده کله پوهېدای شو، دغسې يو کار ميسر دی او دغسې دعاګانې به قبولې شي. البته دا اجازه يوازې ژبنۍ اجازه نه ده؛ يعنې داسې نه ده چې الهي پېغمبرانو د خدای له لوري خبرې کړی يو، چې خدای ته د دعا اجازه لرئ او دا څه ګناه نه ده او نه پرې غوسه کېږي. په رښتینه کې د خدای دا اجازه هغه جوړښت دی چې د انسانانو ارواوو ته يې ورکړی دی.

که نړۍ ته په يوې موخې قايل اوسو او د خدای کړ (فعل) هسې او عبث ونه ګڼو، دا استنتاجات او پايلې اخستنې پوره روا دي. که خدای لاسونه او پښې راکړي؛ يعنې، په چارو کې يې د تصرف اجازه راکړی، که د هاضمې جهاز يې راکړی، د خوراک د خوړو اجازه يې هم راکړې  نو د تکوين په نړۍ کې د خدای اجازه پلې شوې ده:

خواجه چون بیلی به دست بنده داد

بی زبان معلوم شد او را مُراد

دستِ همچون بیل اشارتهای اوست

آخراندیشی عبارتهای اوست[245]

که يو ارباب خپل رعيت ته يوم (بېل) ورکوي، معلومه ده چې د يوم وهلو اجازه يې ورکړې ده. همدا لاس و پښې چې خدای راکړي، د هغه بېل او کُلنګ په څېر دي چې يو ارباب يې خپل رعيت ته ورکوي؛ يعنې د دې وزليو د کارولو او ترې د ګټې اخستو اجازه يې ورکړې ده.

کوم جهازات چې زموږ په واک کې دي، يوازې بدني جهازات نه دي؛ موږ اروايي اندامونه او غړي هم لرو؛ غرايز، استعدادونه، وړتياوې او د اندنې او عقل کارونې وس چې خدای راکړی زموږ د روح د غړيو په توګه دي او د دې نښه ده چې خدای يې د کارولو اجازه راکړې ده. له آره راکړه يې ورڅخه د ګټنې له اجازې سره مساوي ده.

پر همدې قياس او پرتلنې، انسان که له خدای سره انس نيوای شي او ورسره په ملګرتوب ارامېږي، که ورسره په خبرو کې خپله ورکه پيدا کوي او په خپل ځان کې صفای خاطر مومي؛ نو دا خپلو بندګانو ته د خدای عين اجازه ده چې خدای وبلي او ورسره د ناستې غوښتونکی وي.

نو دلته علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته دوه څیزونه ورزده کوي: يو داچې پېغمبرانو ابلاغ کړې چې دغسې يوه اجازه شته، دويم کله چې دغسې يوه اجازه وي او اغېز يې د خپلې هستۍ په وجود کې مومي؛ نو له دې ښې اجازې ګټنه وکړه، مه يې ځنډوه او شنډه يې مه پرېږده؛ ځکه دا اجازه يو حکمت لري او ګټنه ترې انسان مطلوبو موخو ته وررسوي چې څوک د خوږو اوبو له سمندره  باخبر دی او په واک کې يې هم دی او د څښلو اجازه يې هم ورکړې ده او دا هم اوبو ته اړتيا لري؛ نو ولې ځان نه خړوبوي؟

 

دعا او د الله رحمت

پېغمبرانو خدای ته د وررسېدو لار رانژدې کړې ده. په فيلسوفانو کله هم د انسانانو پر مخ د دعا ور نه پرانستل کېده؛ ځکه له دې سره سره چې پېغمبرانو رازده کړل چې د دعا ور پرانستی دی او خدای پخپله اجازه کړې چې ويې بلئ، بيا هم فيلسوفان د دعا په څرګندونې او شننه کې بېوسې او پاتې راغلي. د دې ادعا د سموالي د څرګندولو لپاره له ابوعلي سينا تر ملا صدا پورې د فلاسفه و اثارو ته مراجعه وکړې وبه وينئ چې ان زموږ دينداره فيلسوفان چې د پېغمبرانو د ښوونو له مخې دعا کوونکي (اهل دعا) ول په خپل فلسفي نظام کې يې دغې سترې ښکارندې (پدیدې) ته څه ځای نه مونده.

يو معاصر ستر فيلسوف چې عبادت او تهجد يې کول؛ خو په ډاګه يې منښته (اعتراف) کوله چې د دعا په مانا نه پوهېږي او څه توضيح او څرګندونه ورته نه مومم. په همدې دليل وايم، که فيلسوفان او الهي حکيمان مو لارښوونکي وای، نه يوازې دا لار يې رانژدې کولای نشوه؛ بلکې خدای يې په خپل «واجب الوجودي» بادبدبه ډګر کې راګېراوه چې د هېڅ مخلوق لاس نه وررسېده او انسانان تل له دې خوندورې مينې بې برخې پاتې کېدل؛ نو بايد د پېغمبرانو د دې پېغام پر قدر وپوهېږو چې ويلي يې دي: د اسمانونو او ځمکې هغه مالک خدای، له خپلې دبدبې او قدر سره سره تاسې انسانانو ته اجازه درکړې چې يې وبلئ او خپله هم متکفل شوی چې دعا مو قبوله کړي. د خپلې دبدبې له لامله ، د خپلو بندګانو خبرو ته بې اعتنايي نه کوي؛ بلکې دوی د التفات او ورسره د لورنې ځای بولي، خبرې يې اوري او هېڅ اورېدنه يې د بل له اورېدو نه منع کوي:

«يا مَنْ لا يَشْغَلُهُ سَمْعٌ عَنْ سَمْعٍ»

او بيا هم خپل هر يوه بنده ته ځواب وايي.

«وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ»

«رحمت» د خدای مهمترين او عامترين صفت دی

علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن وايي:  خدای حکم درته کوي، څه ترې وغواړه چې در يې کړي، لورنه ترې وغواړه چې درباندې ولورېږي.

خدای ته چې پر کوم مهمترين او عامترين صفت قايل يو او پرې يادوو يې، نو هغه د خدای د لورنې (رحمت) صفت دی او له خدايه د غوښتنې او د هرې خبرې او يا هر کار په پيلامه کې غوره آيت [بسم الله الرحمن الرحيم = « د لوراند او لورين څښتن په نامه» ] دی.

خدای نورې نامې (اسمأ) او ځانګړنې هم لري؛ خو دا ځانګړنه او صفت يې پر ټولو ور ړومبی دی. له همدې لامله له خدای سره د مخامخېدو پر مخ دا صفت بايد پر نورو ورمخکې کړو او دا هم د خدای راښوونه ده.

وانګېرئ هغه موجود، چې ټول رازونه وربرسېره دي، هغه موجود چې ګرد ځواکونه يې په واک کې دي او هر کار کړای شي، هغه موجود چې ټول انسانان يې پر وړاندې بېوسې، عاجز او خاضع دي او پر ټولو علومو عالم دی؛ دغسې يو موجود که مهربان او لورين نه وي، څومره به وېروونکی وي. کافي نه ده چې يو موجود عالم، مطلق، قادر او بې نهايت وي؛ بلکې تر څنګ يې يو بله مهمه ځانګړنه هم لازم ده چې مينناک يې کړي او تونده او ډار راولاړوونکې څېره ترې ايسته کړي او دا د «رحيميت» صفت دی. که نه بدترين، شرورترين او خورا کرکجن موجود به انګېرلېږي، يوازېنی څيز چې دغسې بادبدبه او ځواکمن موجود مينناک او ورسره د خبرو کولو وړ کوي او ناسته ورسره خوندوروي، دا ډاډ دی چې دغسې خدای له دې ټولو قدرتونو سره مهربان هم دی او دومره پوهېدنې او وسمني به يې پر بدخواهۍ مصروف او بوختې نشي؛ بلکې خدای د انسانانو نېکخواه دی او دا نېکخواهي بې له دې چې څه اړتيا راته ولري يا څه ډار رانه ولري عملي کوي يې.

خدای د خپل ذات په غوښتنه مهربان دی او په دې مهربانۍ يې د انسانانو زړونه راجذب کړي. له همدې لامله مو وويل هستي سره له دې چې ويښې او بينا سترګې ورسره دي، ډاډمنوونکې هم ده ځکه دا ويښې او بينا سترګې د هماغه ايکې يو مهربان موجود دي، نه د يو شرير بد خواه موجود.

د خدای او انسان ترمنځ واسطې ته اړتيا نشته

او خپله يې راښوولي، څه ترې وغواړو، چې يې راکړي، استرحام وکړو چې ترحم راباندې وکړي «وَ لَمْ يَجْعَلْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ مَنْ يَحْجُبُكَ »

او موږ يې بې د چا له واسطې د ځان پر لور بللي يو؛ يعنې له ټولو انسانانو سره يو رنګ تړاو لري او هېڅوک ترې محجوب او په پرده کې نه دی او هېڅ ځای يې له حضور او شتون څخه تش نه دی. په هر ځای کې چې کوم بنده دی، د دې بنده خدای هم هلته حاضر دی او په هر ځای کې چې په زړه کې يوه دعا او خبره خوټېږي، اورېدونکی غوږ هم شته «عَنْهُ وَ لَمْ يُلْجِئْكَ إِلَى مَنْ يَشْفَعُ لَكَ إِلَيْهِ » ته يې د شفيعانو او سپارښتګرو لورو ته ورلېږلی نه يې چې دوی ستا له لوري ووايي.

البته په اسلام کې شفاعت شته؛ خو د شفاعت مانا دا نه ده چې يوازې يو ځانګړی شمېر حق ولري چې له خدای سره خبرې وکړي. انسانان په هر وضعيت او هر ځای کې چې وي په خپله له خدای سره خبرې کړای شي، څه انحصار نشته چې دا خبرې اترې يوازې د ځانګړو کسانو وي.

د «توبې» او «دعا» اړيکه

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن ته وايي:

وَ لَمْ يَمْنَعْكَ إِنْ أَسَأْتَ مِنَ التَّوْبَةِ وَ لَمْ يُعَاجِلْكَ بِالنِّقْمَةِ:  او که ګناه دې وکړه؛ نو د توبې ور يې تړلى نه دى. ستا په سزا کې يې بيړه و نه کړه.

توبه ايستل هم د دعا له جنسه ده. توبه يو خوا د خپل وجود پر وړاندې د انسان سرغاړي ده او بلخوا د بنده او خدای ترمنځ د راپيدا شوي تړل شوې وره پرانسته ده. په دعا کې د خپلې هستۍ پر ضد سر غاړي نشته، يوازې د پنځګر خدای پر لور د زړه د لارې پرانستل دي چې دا اړخ په توبه کې هم شته.

د الهي لورنې سمندر هر ډول چټلي وينځي

که د توبې لار پرانستې نه وه او يا که انسان داسې جوړ شوی نه و چې د خپلې هستۍ کړنليک له سره وليکي او خپل وجود له سره ومينځي ؛ نو دا دنيا به څومره تنګه او ترخه وه. د دغسې يو وره شتون په دې مانا دی چې هستي مو تل د نوې کتنې او پاکونې وړ ده. ګناهونه چې څومره لويي او ډېر وي، د راستنېدو لار پوره نه بندوي او د انسان هستي د بياژواکۍ (احیا) وړ ده، دا ټکی خدای رازده کړی دی ، [لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ[246]= د الله له رحمته مه نهيلېږئ ]

يعنې، هېڅ ناپاکي او چټلي، د الهي سمندر پر مينځنې نه برلاسېږي او د پاکونې له خاصيته يې غورځولای نشي؛ يعنې د خدای عفوه له هرې انګېرېدونکې ګناه پراخ ده.

توبه باید و نه ځنډو:

خو ټکی دا دی چې انسان بايد (تسويف) والا نه وي، همداچې له چټلۍ او ناپاکۍ خبر شو، بې درنګه دې يې پاکونې ته راولاړ شي، که نه تسویف؛ يعنې نن و سبا کول، انسان دوزخي کوي. په رواياتو کې راغلي چې د دوزخيانو ډېری چغې له تسويفه دي.[1]  يعنې ځان ته د وخت او راتلونکې امکان او شونتيا ژمنه ورکونه.

توبه ګاران د خدای په ځانګړې لورنې کې رانغاړېږي

هو، که انسان واقعي توبه اوباسي، نه يوازې ګناه یې بښل کېږي، بلکې خدای يوه ځانګړې مينه او لورنه لري چې ګناهګارانو ته یې ورځانګړې کړې او دوی ترې برخمنېږي.

ټول د خدای په کرامت، عزت او رحمت کې رانغاړلي دي؛ خو يو کرامت شته چې ګناهګارانو ته ځانګړی دی [إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ[247]][248]

خدای له توبه ګارانو سره ځانګړې مينه لري. هغوی چې تر ګناه روسته  پښېمانه شوي او د ستنېدا لار لټوي، خدای نه يوازې خپه ترې نه دی؛ بلکې دې راستنېدا ته ښه راغلاست هم وايي او د ځانګړي کرامت او عزت جامې وراغوندي چې نور ترې برخمن نه دي.

توبه د انسان سيئات (بدي) پر حسناتو (نېکيو) اړوي:

کله همدا ګناهونه انسانان خدای ته ورنژدې کوي. البته دا ګناه کولو ته جواز نه دی. دا ټولې خبرې تر ګناه روسته پړاو پورې تړاو لري. انسان له کړې ګناه ښه يا بده ګټنه کړای شي. ښه ګټنه دا ده چې ګناه ته شا کړي او د خيز او ټوپ تخته ترې جوړه کړي او په شوې توبې پسې، له خدای سره له سره د مينې مزی وغځوي او خپله مينه او قرب ورسره ورزيات کړي. د توبې له لامله ، د انسان سيئات (بدي) پر حسناتو (نېکيو) اوړي؛ يعنې، ته وا څومره چې ګناه ستره وي، ثواب يې ډېرېږي، دا د توبې کيميا ده چې د ګناه خاوره پر زر واړوي.

ګناه کول انسان پر خپلې بېوسۍ او ذلت خبروي:

په دنيا کې انسانان له ګناه پاک نه دي او هغه خدای چې بندګان پيدا کړي پوره له دې مانا خبر دی چې انسانان د کمزوريو په دليل په يو لړ ګناهونو اخته کېږي. په دې حال کې، بهترين کار چې انسان کړای شي، دا دی چې لومړی پر خپل عجز او کمزورۍ خبر شي او منښته (اعتراف) پرې وکړي او پوه شي چې متکبران او سرغړاند بدترين موجودات دي او ګناه کول او ښوييدنه د خپلې کمزورۍ او ذلت وړ وبولي  او پر غرور اخته نشي او بې درنګه توبه وباسي او پښېمانه شي.

ګناهګار خپل کمزوري ټکي رابرسېروي:

(دا له ګناه ړومبی ګټنه کول دي) دويم داچې د ځان د غولونې لپاره د پرديو د راننوتو لار پيدا کوي او خپل کمزوري ټکي رابرسېروي او ټپوي. دا هغه ځانګړي کرامتونه دي چې د ګناهګارانو په برخه کې کېږي؛ خو نه ټول ګناهګاران؛ بلکې هغوی چې تائب شي. دغسې توبه ګاران د خدای د ځانګړي کرامت او مينې مستحقېږي. مولانا ويلي:

یک لحظه داغم می کشی یک دم به باغم می کشی

پیش چراغم می کشی تا واشود چشمان من

څوک چې ويني روزګار څنګه ورسره چلېږي؛ نو پوهېږي چې د حالاتو اوړېدنه او د زړه ادلون د دې لپاره دی، چې سترګې يې پرانستل شي.

د سلوک د مبتديانو باید خپل تېر ګناهونه تل په سترګو کې وي:

ګناهګاران له دوو حالاتو وتلي نه دي: هغه مبتديان چې نوي د سلوک لارې ته ورننوتي او هغوی چې د دې لار يوه برخه يې وهلې ده. د اخلاقو عالمان مبتديانو ته سپارښتنه کوي چې تل دې يې تېر ګناهونه په سترګو کې وي او له کړي غفلته دې خپه وي.

د طريقت د لارې لارويان دې تېرې ګناه ته نه ويني

خو که لارويان، تېرې ګناه ته وويني، دا خپله مضاعفه ګناه ده؛ ځکه ويلي يې دي هېرونه د توبې حقيقت دی.کومه ګناه چې دې کړې، نبايد نور يې په فکر کې شې. له آره نبايد څټ ته وګورو او د تېرو په ښکېل کې اوسو او د تېرو حالاتو زولنې راپښو کړو او د لارې له وهلو پاتې شو. د لارې وهلو شرط دا دی، که انسان له خنډ سره مخ شي او ورځنې تېر شو، راستون دې نشي، پر خنډ بوخت شي. دا د هغه شان او حالت نه دی چې ځغلي. د دغسې وګړي غټ کار منډه ده او بس. که څه خنډ و او ترې تېر شو، بيا راستنېدا او ورته کتل د لارې وهلو اصل ګډوډوي.

خو هغوی چې د لارې په پيلامه کې وي، له آره خنډونه نه پېژني او لار له څاه بېلولای نشي، دا بايد ازمېښت او تېروتنه وکړي چې وازمېيل شي. دا څېړنې ورته عين صواب او سم کار دی. ګناه پېژندنه او آفت پېژندنه ورته برکت لري؛ خو څوک چې له سالکانو څخه وي، د توبې حقيقت د ګناه هېرول دي. د تېرې ګناه په غم کې کېناستل او خپګان پرې کول، دويمنۍ ګناه او تېروتنه ده.

ځکه دا بايد وځغلي او ځان وطن ته ورسوي او نبايد پر کړې ګناه يو بله هم ورزياته کړي له آره شاته ليدل روا نه دي. سالک بايد مخې ته وګوري او ور وځغلي د کوم موجود چې دنده همېشنی نوی کېدنه ده، حق نه لري په تېرو کې پاتې شي، په تېرو کې پاتې کېدل ناغېړي او خپګان راولي.

د ګناه کوشنیتوب او سترتوب په منځپانګې پورې يې اړوند دی نه په څومره والي پورې یې:

نوځکه ګناهونه به وګړيو ته د هغه وضعيت له مخې چې په سلوک کې يې لري بېلابېلې ونډې ولري. همدغسې د ګناه کوشنيتوب او سترتوب هم په هغې کتنې پورې اړه لري چې د دې ګناه په اړه شته.

علي (کرم الله وجهه) ويلي، هغه ستره ګناه ده چې خاوند يې کوشنی وبولي.[249]

يعنې د ګناه کوشنيتوب يا سترتوب د ګناه په حجم او بڼې پورې اړه نه لري؛ بلکې په ماهيت او منځپانګې پورې يې تړاو لري. داچې د ګناه منځپانګه، له خدايه سرغاړي او ورته بې اعتنايي ده؛ نو که انسان خپلې په ظاهر کوشنۍ ګناه ته بې اعتنا وي يا پرې ووياړي؛ نو همدا ګناه به پر ستره او کبيره ګناه واوړي؛ يعنې، «استخفاف» صغيره ګناه، کبيره کوي. پر همدې قياس او پرتلنې څوک چې ستره ګناه وکړي او سخته پښېماني وننګېري؛ نو دا ستره ګناه به يې کوشنۍ او بلکې وبښل شي. په پښېمانۍ او توبې پسې د توجه، پاملرنې او الهي محبت ور پرانستل کېږي او دا د خدای له حکمتونو ځنې دي. په قرآن کې راغلي، کله چې خدای انسان پيدا کړ، پرښتو وويل:

أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ[250]

له ګناه توبه د الهي رحمت ورونه پرانځي

څه چې پرښتې پرې نه پوهېدې د توبې د وره پرانسته او په پايله کې د محبت او مينې د وره پرانستل و، دا هغه څه و چې پرښتو نه پېژندل. پرښتو ګومان کاوه که خدای ګناهګار بندګان پیدا کړي، له رحمته به يې لرې وي او د پرښتو په څېر به محبوب نشي او نه پوهېدې چې له ګناهونو توبه به، بيا د محبت مزی غوټه کړي او بنده به خدای ته ورنژدې کړي. دا هغه ټکی و چې خدای پرښتو ته ونه وايه؛ خو خپلو غوره کړای شويو بندګانو ته يې ووايه چې انسانان له دې مسئلې خبرې کړي چې ګناه د مينې ور دی، او له هغې ګناه څه باک چې ګټه يې نورو (يا ځان ته) ورسي؟

له ګناه توبه د خدای د ځانګړي محبت او لورنې ور پرانځي، خدای پرښتو ته د توبې اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه ګناه نه کوي؛ خو انسانانو ته يې د ګناه کولو مجال او همداراز د توبې اجازه هم ورکړې او دا د توبې اجازه پخپله بيا مينه او مضفاعفه لورنه ده.

او هغه انسانان څومره بې برخې دي چې له دې پرانستي وره او په څاه کې له ځوړندې رسۍ او د الهي لورنې له دې پلمې مخ اړوي.

څوک چې د لورنې او فضل پرانستي ورونه ويني او ځان د شوپرک په څېر د لمر له ليدو بې برخې کوي نو تر دوی به په نړۍ کې ښه بې برخې څوک وي؟

د دعا مرتبې د انسانانو له روحي مراتبو سره اړه لري

دا ټکی مو ووايه چې معلوم شي د دعا بېلابېلې مرتبې د انسانانو د روحونو او زړونو له بېلابېلو مرتبو سره تړاو لري، ټول زړونه او اروا يي يو رنګ او په يوه مرتبه کې نه دي؛ نوځکه دعاوې يې هم په يوې مرتبې او يو ډول نه دي. د وګړيو دعاوې د کړنو په څېر يې د خپل ضمير له منځپانګې سره پوره تړاو لري.

دعا د معرفت مېوه ده:

تردې مهمتر، له خدای سره د انسانانو خبرې کول، له خدای سره يې د پېژندنې يېبره (محصول) ده؛ يعنې انسان چې له خپل مخاطبه کومه انګېرنه لري، له مخې به يې د خبرو کولو ډول او ادب توپير وکړي.

پېغمبرانو ټول دعا کولو ته رابللي دي. هېڅوک له دعا او د خدای د لورنې او بښنې له غوښتو مستغني نه دی، ټول نېغ په نېغ له خدای سره خبرې کړای او خپلې اړتياوې ترې غوښتای شي. هېڅوک له دې چاره بې برخې نه دي. خدای ته دعا کول، شفيع ته اړتيا نلري، ټولو ته د دعا ور پرانستی دی. شفيعان دا ور نه پرانځي، دا ور تل پرانستی دی؛ خو شفيعان په دې علت چې له اختياراتو او توفيقاتو برخمن دي، خدای ته د ځينو نېکمرغو انسانانو لار ښه ورنژدې کولای شي. د شفاعت او سپارښتنې نظام په دې دنيا او هغې دنيا کې چلېږي او يو داسې چار نه دی چې په بلې نړۍ پورې ځانګړی وي.

د باري تعالی له لورنې او کرم څخه نهيلي ستره ګناه ده

خدای انسانانو ته پلمه نه لټوي چې دوزخيان يې کړي او يا ورسره لاس و ګرېوان شي او پر ځمکه يې راګوزار کړي، جنت په پلمه ورکوي نه په بيه. انسانان ټول د خدای بندګان او مخلوقات دي. خدای تعالی ته ورګران دي او د خدای تعالی دوستي، د ده د جواد او کرم تجلي ده[1]. په همدې دليل يې پخپله انسانانو ته ورزده کړي چې بیخي د خدای له رحمت او لورنې دې نهيلي نه وي او کله دې هم نه ګڼي چې کار يې نه ماتېدوني ډپ او لا درمله رنځورۍ ته وررسېدلی دی.

خلک له کريم خدای سره مخامخ دي؛ نوځکه بايد خپله درملنه اسانه وويني خدای سختګيري نه کوي او د خپلو بندګانو تر دباو او فشار لاندې نيوو لپاره دليل نه راولي. تل مهلت ورکوي چې د بندګانو لپاره ستنېدا ته مجال چمتو وي. هغه مهال چې کوم بنده ګناه وکړي، ستاري کوي او پر عيبو يې پرده اچوي، او په دې کار انسانانو ته هم ورزده کوي چې ستار اوسي او د نورو عيب رابرسېره او پرده يې څېري نه کړي. کله چې بنده ورستون شي، ور نه تړي او سخت شرايط ورته نږدي، په خورا مينه يې مني او اصلاً پخپله شرايط ورته چمتو کوي.

د مولانا په وينا:

چون خدا خواهد که پرده کس درد

میلش اندر طعنه پاکان برد

ور خدا خواهد که پوشد عیب کس

کم زند در عیب معیوبان نفس

چون خدا خواهد که مان یاری کند

میل ما را جانب زاری کند

داسې ګناه او عيب نشته چې انسان تل د خدای له نظره وغورځوي. البته انسانان بايد د خوف و رجا (ډار او هيلې) ترمنځ ژوند وکړي او هوښيار وي، هسې نه يو کار وکړي چې ناخبری ځان د خدای له سترګو وغورځوي. دا، د هر هوښيار سالک همېشنی ډار دی چې هسې نه وجود يې دومره رنځور او ککړ شي چې درملنې ته يې هيله نه وي. خو په عين حال کې بنده کله هم حق نلري چې د خدای پر وړاندې خپل کار سرته رسېدلی وبولي او فکر وکړي چې ان د خدای لورين لاسونه يې هم پاکولای نشي، د خدای له لورنې نهيلي له سترو ګناهونو ځنې ده. دابو حمزه ثمالي په دعا کې مو ولوستل چې:

وایّ جهلٍ یا ربّ لا یسفه جودک و ایّ زمانٍ اطول من اناتک ….

خدايه! ايا داسې خطا شته چې ستا له وجوده لويه وي او ايا داسې وخت شته چې ستا له اوږده زغمه لا اوږد وي. »

يا د علي (کرم الله وجهه) په تعبير خدای يوه ګناه هماغه يوه ګناه شمېري؛ خو يوه حسنه (نېکي) لس حسنې بولي او لس ګرايه يې بدله ورکوي (وحسب سيئتک واحدة وصسب حسنتک عشراً) دا تعبير له قرآن څخه اخستل شوی دی. خدای په قرآن کې وايي:

[مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا[251]= چاچې ښه كار راووړ؛ نو لس ګرايه يې ثواب وركول كېږي او چاچې بد كار راووړ؛ نو د همدې بدو هومره به سزا وركړه شي.]

ولې نېکۍ د لسو په ضريب کې ضربېږي؛ خو بديانې نه ډېرېږي؛ په ساده تعبير ولې نيکي برکت مومي، ډېرېږي او څربېږي؛ خو بدي څومره چې وې پاتېږي؟ ولې بدۍ د نېکۍ په پرتله د زوال په درشل کې دي:

[إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ[252]= ځكه نېكي، بدي (او اغېزې يې) له منځه وړي.]

او ان کله بدي پر نېکۍ اوړي:

[فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ[253]= نو الله يې بدي پر نېكيو اړوي.]

يعنې ته وا ګټه خو هغوی وکړه چې ډېره بدي يې کړې وي؛ ځکه د تبدېلۍ له وجهې، ډېره نېکې يې پر برخه کېږي! دا د توبې کيميا ده چې بدي پر نېکۍ اړوي او که چا د توبې توفيق وموند؛ يعنې په مړانه د ځان پر ضد پاڅي، د خاورو غونډۍ د سرو زرو پر غونډۍ اړولای شي او له رذايلو څخه فضايل جوړ کړي:

کاملی ګر خاک ګیرد زر شود

ناقصی ار زر برد خاکستر شود

هو، د دې مطلب يوه مانا او مدلول دا دی چې د خدای وجود، لطف او لورنه پلمه پيدا کوي چې انسانان جنتي کړي او له جهنمه يې وژغوري:

بانګ می آمد که ای طالب بیا

جود محتاج ګدایان چون ګدا

لکه څنګه چې ګدايان جود ته اړمن دي، جود هم ګدايانو ته اړمن دی او هر ځای په اړمن پسې ګرځي، چې څه ورکړي. د خدای تعالی د جواد والي او کريم والي لازمه همدا ده. د خدای جود، هم اړمن پنځوي او هم د اړمن اړتيا ورپوره کوي؛ يعنې دوه غوښتنې لري:

ان یکی جودش ګدا آرد پدید

و ان دګر بخشد ګدایان را مزید

او همدا په افتتاح دعا کې د دې پرمانا جملې مانا ده چې:

یا من لا یزیده  کثرة العطاء الا جوداً و کرماً

ای لوروونکيه، چې څومره ډېره لورنه کوې، لورنه دې ډېرېږي.

دا له دې لامله ده چې څومره اړمن ډېرېږي د اړتيا لرې کونه به هم ډېره شي.

  اورېدونې ده چې محي الدين عربي، د اسلام له اهمو او مشهورو عارفانو په خصوص الحکم کې په يونسي فص کې راوړي: «اعلم ان الشفقه علی عبادالله احق بالرعایه من الغیره فی الله» روسته وايي: «داوود عليه السلام څو ځل بيت المقدس جوړ کړ او ويجاړ شو. خدای ته يې ګيله وکړه، خدای وويل خونه مې د وينو تويوونکيو په لاسونو نه ټينګېږي. ويې ويل: ايا د دوی وينه مې ستا په لار کې تويه نه کړه. خدای وويل: هو، ولکنهم أليسوا عبادی (ايا بندګان مې نه وو).

خدای له خپلو بندګانو سره تر عدل څخه ډېر په جود وکرم معلامله  کوي

د خدای جود وکرم د باري تعالی تر عدل او د موجوداتو تر استحقاق څخه جلا دی. خدای عادل دی؛ يعنې مستحقانو ته يې د استحقاق هومره ورکوي، تبعيض او ظلم نه کوي. دا چار د خدای د عدل غوښتنه ده؛ خو د خدای جود و کرم تردې وراوچت دی. خدای د مستحقانو تر استحقاق ډېر، ان بې استحقاقه ورکړه کوي او بلکې خپله پيدايښت، کريمانه دی نه عادلانه؛ ځکه د مولانا په وينا:

د خدای داد ته وړتیا شرط نه ده  او که خدای غوښتل چې د استحقاق له مخې شيانو ته شتون او وجود وروبښي، هېڅ څيز نه موجودېده؛ ځکه په عدم کې استحقاق نشته:

قابلی ګر شرط فعل حق بُدی

هیچ معدومی به هستی نامدی

در عدم ما مستحقان کی بدیم

که بر این جان و بر این آتش زدیم

ما نبودیم و تقاضامان نبود

لطف تو ناګفته ما می شنود

همدا جواديت او کريميت دی چې ګناهونه او بدي نه ډېروي. د خدای د کار بهير دا نه دی که چا يوه ګناه وکړه او يو ګام لرې شو؛ نو لس ګامه يې شاته وغورځوي؛ بلکې اپوټه، که چا د خدای پر لور نيم ګار پورته کړ او لږ ښه کار يې وکړ؛ نو دا نیک کار په لوړو ضرايبو کې ضربوي او دې کار ته یې تر استحقاق ډېر اجر ورکوي او په دې توګه د بنده سست حرکت په ګړندي حرکت اړوي او ژر يې مطلب ته رسوي. د ابوحمزه په دعا کې راغلي چې:

و انّ الراحل الیک قریب المسافة و انّک لا تحتجب عن خلقک الا ان یججهم الا عمال دونک

پوهېږم، څوک چې ستا پر لور سفر کوي، لار لنډه ده او ته له خپلو مخلوقاتو نه پټېږي؛ خو داچې د بندګانو کړنې، دوی درنه لرې کړي.

دا په دې شرط مشروط دي چې انسان سفر پيل کړي؛ بيا به وګوري چې لار څومره لنډه او نژدې ده.

[وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[254]= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.

جنت په پلمه ورکوي نه په بيه.» د انسانانو چارې تردې خورا ډېرې لږې دي چې د خدای ستر نعمتونه يې په برخه شي:

این همه ګفتیم لیک اندر بسیچ

بی عنایات خدا هیچیم هیچ

بی عنایات حق و خاصان حق

ګر مَلَک باشد سیاه استش ورق

په «صحيفه سجاديه» دعاوو کې هم راغلي چې امام سجاد خدای ته وايي:

يا إِلهي لَوْ بَكَيْتُ إِلَيْكَ حَتّى تَسْقُطَ أَشْفارُ عَيْنَىَّ، وَانْتَحَبْتُ حَتّى يَنْقَطِعَ صَوْتي (صحيفه سجاديه، شپاړسمه دعا)

که د يوې ګناه په پار خپل ټول عمر په ژړا او چغو تېر کړم، که ايرې او خړې اوبه وڅښم، که دومره رکوع وکړم چې د ملا تير مې مات شي، په دې يوې کړنې به هم د یوې ګناه د عفوې مستحق نشم، دا ځکه د خدای د فرمان ماتول او د خدای حضور او څارنه ناليدلي ګڼل دومره ستر او هولناک دي چې يو عمل يې هم مينځلای او څنډلای نشي؛ يوازې ستا جود دی چې ګناهونه مينځلی او له منځه وړای شي.

الله تعالی د چا پوروړی نه دی:

هر څوک يو کار کوي او ښه چار ترسره کوي، خدای يې پوروړی نه دی او پر خدای څه حق ورباندې نلري؛ ځکه څه چې انسان کوي د خدای ورکړه او عطيه ده. د بشر اختيارات، واک، قوت، شونتياوې او توفيق ټول د خدای دي. پېغمبران ول چې خلکو ته يې ښه او بد ورزده کړل او خلک يې نېکيو ته راوهڅول.

خدای پخپله اجازه کړې چې ويې بلئ او خپله يې د يوې نېکۍ پر وړاندې دوه ګرايه بدله ټاکلې ده او بيا هم ځان د خپلو بندګانو پوروړی بولي؛ نوځکه په ټول کې څه چې په هستۍ کې تېرېږي په يو غږ ګواهي ورکوي چې د خدای د کرم ورونه پرانستي دي او بې برخې هغه دی چې دننه ورنشي او ښه برخمني ترلاسه نه کړي.

کله دا بې برخېتوب، ابدي دی او پر ابدي محرومانو دې افسوس وي. د خدای د رحمت پېغام په «بسم الله الرحمن الرحيم» آيت کې اورېدای شو. کله چې موږ انسانان خپل خدای د لوراند او لورين په نامو بولو، یوه نړۍ اشارتونه، عنايت او لورنې پکې رانغاړلې مومو. د خدای رحمت غواړي چې انسانان يې درشل ته استرحام وکړي او پر لور يې وروځغلي:

بانګ آبم من به ګوش تشنګان

همچو باران می رسم از اسمان

بَرجَه ای عاشق بر آور اضطراب

بانګ آب و تشنه و انګاه خواب

اورښت چې ورېږي او چټلو ته وايي چې خپلې چټلۍ ووینځئ؛ نو د عقل شرط دا نه دی چې له دې نعمته ګټه پورته نه کړي، د مولانا په وينا:

آب ګفت آلوده را در من شتاب

ګفت آلوده که دارم شر شرم از آب

ګفت آب این شرم بی من که رود

بی من این آلوده زایل کی شود؟

تو مرا ګویی که از بهر ثواب

غسل ناکرده مرو در حوض آب

از برون حوض غیر خاک نیست

هر که او در حوض ناید پاک نیست

ګر نباشد آبها را این کرم

کو پذیرد مر خبث را دم به دم

وای بر مشتاق و بر امید او

حسر تا بر حسرت جاوید او

آب دارد صد کرم صد احتشام

که پلیدان زا پذیرد والسلام

دعا له هر دينه نه جلاکېدونې برخه ده

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوي امام حسن ته په یوه لیک کې کاږي:

وَ فَتَحَ لَكَ بَابَ الْمَتَابِ وَ بَابَ الِاسْتِعْتَابِ فَإِذَا نَادَيْتَهُ سَمِعَ نِدَاكَ وَ إِذَا نَاجَيْتَهُ عَلِمَ نَجْوَاكَ فَأَفْضَيْتَ إِلَيْهِ بِحَاجَتِكَ وَ أَبْثَثْتَهُ ذَاتَ نَفْسِكَ وَ شَكَوْتَ إِلَيْهِ هُمُومَكَ وَ اسْتَكْشَفْتَهُ كُرُوبَكَ وَ اسْتَعَنْتَهُ عَلَى أُمُورِكَ وَ سَأَلْتَهُ مِنْ خَزَائِنِ رَحْمَتِهِ مَا لَا يَقْدِرُ عَلَى إِعْطَائِهِ غَيْرُهُ مِنْ زِيَادَةِ الْأَعْمَارِ وَ صِحَّةِ الْأَبْدَانِ وَ سَعَةِ الْأَرْزَاقِ ثُمَّ جَعَلَ فِي يَدَيْكَ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِهِ بِمَا أَذِنَ لَكَ فِيهِ مِنْ مَسْأَلَتِهِ فَمَتَى شِئْتَ اسْتَفْتَحْتَ بِالدُّعَاءِ أَبْوَابَ نِعْمَتِهِ وَ اسْتَمْطَرْتَ شَآبِيبَ رَحْمَتِهِ فَلَا يُقَنِّطَنَّكَ إِبْطَاءُ إِجَابَتِهِ فَإِنَّ الْعَطِيَّةَ عَلَى قَدْرِ النِّيَّةِ وَ رُبَّمَا أُخِّرَتْ عَنْكَ الْإِجَابَةُ لِيَكُونَ ذَلِكَ أَعْظَمَ لِأَجْرِ السَّائِلِ وَ أَجْزَلَ لِعَطَاءِ الْآمِلِ وَ رُبَّمَا سَأَلْتَ الشَّيْ‏ءَ فَلَا تُؤْتَاهُ وَ أُوتِيتَ خَيْراً مِنْهُ عَاجِلًا أَوْ آجِلًا أَوْ صُرِفَ عَنْكَ لِمَا هُوَ خَيْرٌ لَكَ فَلَرُبَّ أَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلَاكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ فَلْتَكُنْ مَسْأَلَتُكَ فِيمَا يَبْقَى لَكَ جَمَالُهُ وَ يُنْفَى عَنْكَ وَبَالُهُ فَالْمَالُ لَا يَبْقَى لَكَ وَ لَا تَبْقَى لَهُ.

او پر مخ دې د توبې لار پرانستې ده، چې کله يې وبولې،غږ دې اوري او چې د زړه راز دې ورته ووايې؛ نو پرې پوهېږي؛ نو خپله اړتيا دې ورته ووايه او څه چې دې پر زړه وي، ورته یې ووايه. خپګان دې ورسره اوڅاروه چې درنه يې لرې کړي او په ستونزو کې دې مرستندوی شي.

او د خداى د رحمت له زېرمو داسې څیزونه غواړه چې يوازې هغه يې درکولاى شي؛ لکه ډېر عمر، د بدن روغتيا او د روزۍ پراخي.

بيا نو خداى د خپلو زېرمو کونجيانې او د دعا کولو اجازه درکړې، په دعا د خداى د نعمت ورونه پرانستاى شې، چې د الهي رحمت باران درباندې را وورېږي؛ کله هم د دعا د قبلېدو له ځنډه مه نهيلېږه؛ ځکه الهي ورکړه په نيت ده. کله د دعا قبلېدل ځنډېږي، چې د غوښتونکي بدله ډېره او د هيلمن ورکړه ډېره شي. کله څه غواړې؛ خو نه درکول کېږي؛ خو په دې يا هغې دنيا کې به ترې غوره درکړي او په دې کې دې خير وه، چې څه يې در نه کړل؛ ځکه ډېرى داسې غوښتنې دي، چې که ومنل شي؛ نو د دين د پوپناه کېدو لامل به يې شي؛ نو غوښتنې دې داسې وي، چې ښکلا او نیکي يې درته پاتې شي او رنځ او سختي درځنې لرې کړي؛ نو نه د دنيا شتمني درته پايښت مومي او نه به ته د دنيا شتمنۍ ته پاتې شې.

خدای خپلو بندګانو ته د سوال او دعا ور پرانستی او انسانانو ته یې د دعا کولو اجازه ورکړې ده. د حسناتو بدله لس برابره او د سيئاتو يو برابر ده نه ډېره. د خدای جود پلمه پيدا کوي چې انسانان جنتي کړي، نه داچې لاسوند ولټوي او دوزخ ته يې ور واستوي او داچې د هستۍ جوړښت نېکۍ روزي او څربوي يې؛ خو بدې دفع کوي او د  ودې او وزرو نيوو اجازه نه ورکوي او هم د دې راز چې د نېکۍ او بدۍ سزا يو رنګ نه ده، همدا ده.

په روستي عبارت کې علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته د دعا د قبلېدو او نه قبلېدو په اړه ځينې ټکي ور زده کړي، چې موږ ته هم د زده کړې وړ دي.

دعا د هر دين له اساسي ارکانو ځنې ده. که کوم دين دعا او عبادت ونلري او د معبود بللو ته طريقه او دود ونه ښيي، دين نه دی. په ټولو اديانو کې چې انسانانوله ډېرو پخوانيو وختونو راهېسې سروکار ورسره درلود (که اوړېدلي او شرکي اديان ول)، عبادت او د معبود بلل د يو رکن په بڼه وجود درلود. قرباني کول، فدیه ورکول، د معبود درشل ته حاجت وروړل، تر ځان اوچت ګڼل يې، خبرې ورسره کول او خپل ارزښتناک څیزونه ترې ځارول، د ګردو اديانو د آدابو برخه وه؛ نوځکه د دعا اصل، مفروغ عنه دی. دين، انسان د ډېر لويی موجود په محضر کې حضور ته رابلي او له انسانانو غواړي چې د ځان په حقارت او ناڅيزتوب منښته (اعتراف) وکړي او خپله اړتيا له دې ستر موجود سره مطرح کړي.

خو دعا کول لوازم، آداب او ځينې اصول دي چې بايد ياد مو وي او پرې پابند اوسو.

ومو ويل چې له آره دعا د بندګۍ ښکاره کول دي نه د ژوند وزله. اديان د دې له پاره نه دي راغلي چې انسانانو ته دعا ور زده کړي، چې ژوند يې ښه کړي او يا د مادي معيشت يوه وزله ورکړي او ټولنيز او وګړيز ژوند يې اسان کړي. البته شونې ده له دعا دغسې ګټې راولاړې شي؛ خو څه چې د دعا په بيخ او باطن کې نغښتي، دا نه دي.

د دعا او عبادت اصلي حقيقت او موخه د بندګۍ ښکاره کول دي او هر څيز چې انسان له دې موخې غافل کړي؛ نو د دعا له حقيقته يې لرې کړی دی.

او بلکې د دعا حقيقت د حق پر لور اګاهانه ورتګ نه، چې مجذوبانه ورتلل دي؛ عين د هغه ښکار کېدل او په لاس کې يې راګېرېدل دي، نه داچې لمن يې ونيسو، بلکې هغه مو له چنغړکه ونيسي.

د مولانا په وينا:

بیخود شده‌ام لیکن بیخودتر از این خواهم

با چشم تو می گویم من مست چنین خواهم

من تاج نمی‌خواهم من تخت نمی‌خواهم

در چوپړت افتاده بر روی زمین خواهم

آن یار نکوی من بگرفت گلوی من

گفتا که چه می خواهی گفتم که همین خواهم

په دعا کې اصلي خبره، له خدای سره مينه ده:

په دعا کې له خدای سره مينه، انس او ناسته پاسته ان تر اړتيا غوښتو ور  ړومبۍ ده؛ يعنې د علي (کرم الله وجهه) په تعبير په دعا کې بايد له خدای سره رازونه، د زړه خپګان او د روح خړپړتياوې مطرح کړې، بايد خواله ورسره وکړې او ځان د هغه د کتو په سمندر کې ومينځې. هېڅوک نشته چې په ژوند کې به په تنګسه کې راګېر شوی نه وي او کله به يې زړه خپګان نيولی نه وي. د غمونو او خپګانونو د لرې کولو يوه اغېزمنه لار، له دوست سره يې مطرحول او د ده خپګان مينځونکيو سترګو ته ورکتل دي.

له بل سره خوالې کول، روحي خپګان له منځه وړي

د دوستانه، انساني او ښو آدابو د اوډون لپاره د مولوي يوه سپارښتنه دا ده چې انسان د نورو د دردونو اورېدو لپاره اورېدونې غوږونه ولري. مولوی مثال ورکوي چې کله کوټه له لوګي ډکېږي، داچې دا لوګي له کوټې ووځي او د کوټې فضا بېرته روښانه شي؛ نو بايد د کوټې دريڅه پرانستل شي. مولوی وايي د نورو د خپګان خبرو ته غوږ نيول د درېڅې پرانستل دي:

خانه پر دود دارد پُر فَنی

مر ورا بګشا ز اِصغا روزنی

د علي (کرم الله وجهه) په باب يې هم راوړي او مولوی هم اشاره ورته کړې چې له ډېره غمه يا د اسرارو د غلبې له لامله يې کله سر څاه ته ښکته کاوه او خپل خپګان يې ورسره اوڅاراوه:

چون بخواهم کز سرت آهی کنم

چون علی سر را فرو چاهی کنم

چونک اخوان را دل کینه‌ورست

یوسفم را قعر چه اولیترست

مست گشتم خویش بر غوغا زنم

چه چه باشد خیمه بر صحرا زنم

خو په حقيقت کې د پوښتنې ځای دی چې ايا علي (کرم الله وجهه) دغسې کول؟ څوک چې د خدای په څېر ملګری او انيس لري او په محضر کې يې سترې خوشحالۍ او پراختياوې مومي، ولې سر څاه ته ورښکته کوي؟ هو، علي (کرم الله وجهه) په زړه کې رازونه درلودل چې له نورو سره يې اوڅارولای نشو. پخپله يې له دې مانا خبر کړي يو؛ خو هېڅ وخت يې ويلي نه دي چې له ناچارۍ يې دا رازونه د څاه او دېوال په څېر کڼو او ړندو ته ويلي دي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

إِنَّ هُنَا لَعِلْماً جَمّاً لَوْ أَصَبْتُ لَهُ حَمَلَةً

په سينه کې مې علمونه پراته دي، کاشکې حاملان مې ورته موندلي وای.

بَلی أَصَبْتُ لَقِناً غَیْرَ مَأْمُونٍ عَلَیْهِ، مُسْتَعْمِلاً آلَهَ الّدِینِ لِلدُّنْیَا

البته دين پلوري انسانان پېژنم، که دا رازونه ورسره مطرح کړم؛ نو په پلور به يې مادي ګټې ترلاسه کړي؛ نوځکه دا ډول وګړي مې نه پکارېږي.

خو  روسته يې وويل:

اللَّهُمَّ بَلَى لَا تَخْلُو الْأَرْضُ مِنْ قَائِمٍ لِلَّهِ بِحُجَّةٍ إِمَّا ظَاهِراً مَشْهُوراً وَ إِمَّا خَائِفاً مَغْمُوراً لِئَلَّا تَبْطُلَ حُجَجُ اللَّهِ وَ بَيِّنَاتُهُ

نه! پر ځمکه الهي حجتونه شته چې د دې رازونو رښتوني حاملان دي.[255]

دا رازونه او دا حاملان بله قصه لري. دلته مو بحث د هغو غمونو، خپګانونو او تنګسيو په اړه دی چې د انسان په ضمير کې رادبره کېږي او انسان يې د ځان خلاصونې لپاره يوه دريڅه لټوي. دې خلاصون ته غوره لار اورېدونکي غوږونه او حاضر دوست دی او خدای تعالی حاضرترين حاضر دی او د مولانا په وينا: «احضرهم بالکفاية للمتوکلين عليک.

علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته دا ښوونه کړې چې خبره دې له خدای سره اوڅار (مطرح) کړه او د خپګان لرې کونه دې ترې وغواړه.

په دې ليک کې علي (کرم الله وجهه) د دعا نه قبلېدو ته اشاره کړې لکه چې وويل شو، ښايي د دعا منل د دعا کوونکي خورا ټيټه تمه وي. څومره پيکه او بې خونده ده چې خدای څوک وشړي او نامهرباني ورسره وکړي او د خبرو کولو اجازه ورنکړي. او اوس چې خدای انسان ته د سوال، خبرو کولو او خواله کولو اجازه ورکړې؛ نو اُنس، ملتيا او مينه ورسره څومره زړه راښکونې ده.  دا مينه، د هغو کسانو بدله ده چې له خدای سره مينه کوي؛ خو ورته د خدای ځواب:

دعا ته د خدای د ځوابونو ډولونه

د خدای ځواب بېلابېل ډولونه لري؛ د دعا په ترڅ کې د وګړي تودېدل او په دې کار کې مينوالېدل او له ډېرې مينې خوټېدل عين ځواب اورېدل دي؛ خو هغو کسانو ته چې له دې ذوقه بې خبره دي، ښه ملموس ځوابونه ورته لازم دي. په همدې دليل علي (کرم الله وجهه) په دې عباراتو کې زوی ته د دعاوو د قبلېدو او نه قبلېدو راز څرګند کړی دی:

فَلَا يُقَنِّطَنَّكَ إِبْطَاءُ إِجَابَتِهِ فَإِنَّ الْعَطِيَّةَ عَلَى قَدْرِ النِّيَّةِ وَ رُبَّمَا أُخِّرَتْ عَنْكَ الْإِجَابَةُ لِيَكُونَ ذَلِكَ أَعْظَمَ لِأَجْرِ السَّائِلِ وَ أَجْزَلَ لِعَطَاءِ الْآمِلِ وَ رُبَّمَا سَأَلْتَ الشَّيْ‏ءَ فَلَا تُؤْتَاهُ وَ أُوتِيتَ خَيْراً مِنْهُ عَاجِلًا أَوْ آجِلًا أَوْ صُرِفَ عَنْكَ لِمَا هُوَ خَيْرٌ لَكَ فَلَرُبَّ أَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلَاكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ

د  دعا نه قبلېدو دلايل

۱. په دعا کې اصل، د دعا پر کثرت او د اجابت پر قلت دی

هسې نه د اجابت له ځنډه نهيلی شې او له دعا لاس واخلې؛ ځکه د دعا نه قبلېدنه څو دليله لري:

لومړی، بهير داسې نه دی چې ټولې دعاګانې قبولې شي. اساساً په دعا کې، اصل د دعا پر کثرت او د اجابت پر قلت دی، يعنې په ډېرو دعاوو کې لږې قبلېږی.

دا اصل يوازې په دعا کې نه دی، تقريباً په هر ځای کې د طبيعت او نړۍ دود همدغسې دی. لکه بايد ډېر تخم شيندئ، چې له منځه يې يو لږ شمېر راوټوکېږي او حاصل ورکړي. بايد ډېر نصيحت وکړئ، چې له منځه يې يو اغېزمن شي. په ظاهره د نړۍ اداره کولو دود دغسې دی چې بايد پرېمانه هڅې وکړو چې له منځه يې يوه اغېزمنه، ګټوره او کار ګره شي.

په نړۍ کې د دعا تر قبلېدو، نه قبلېدل يې ډېر دي:

په نړۍ کې علي الاصول د دعا تر قبلېدو، نه قبلېدل يې ډېر دي. په ګومان مې یو ساده شمېرنه هم راښيي چې ډېری دعاوې نه قبلېږي.

د  دعا په اړه د «ګالتن» څېړنېزه شمېرنه:

«فرانسيس ګالتن» د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د انګلستان يو فيزيو آنتروپولژيست و چې د دعا په اړه يې راښکونې څېړنې کړي او هڅه يې وکړه چې د دعا قبلېدنه هم په تجربي ډول وڅېړي. په ړومبي ګام کې يې مشاهده کړه چې خلک د يکشنبې پر ورځو په کليسا کې د سلطنتي کورنۍ د روغتيا او اوږد عمر لپاره دعا کوي؛ نو څېړنه يې وکړه چې وويني ايا د سلطنتي کورنۍ عمر د نورو خلکو په پرتله يو مانا دار اختلاف لري يا نه. د څېړنې پايله منفي وه. روسته يې وويل: ښايي خلک په ناغېړۍ دا دعاوې کوي؛ نوځکه نه قبلېږي؛ خو کشيشان او مسيحي ملايان او روحانيون د زړه له کومې ځان ته دعا کوي؛ نوځکه بايد له آره يې عمر تر نورو اوږد وي؛ خو د دې څېړنې پايله هم منفي وه. ګالتن بيا ځلې ځان وپوښت، ايا د بيمې شرکتونه چې د بېمې د پیسو اخستو په باب حساس دي؛ نو د هغو کسانو ترمنځ چې ځان ته ډېری دعاوې کوي او هغوی چې لږې دعاوې کوي، څه توپیر کوي؟ د دې پوښتنې ځواب هم منفي و او همدغسې يې درواخله.

«ګالتن» له دين او ديانت سره کينه نه درلوده او په داسې پېر کې اوسېده چې شمېرنې ډېرې دود وې او څېړونکيو غوښتل چې هر څه څيړنيز وشمېري.

په هر حال، د څېړنو پايله يې دا و چې د ډېری خلکو دعا نه قبلېږي. له دې څېړنې يو ډول پايله دا ده چې ووايو، دعا د انسان په ژوند کې څه ځای نلري او د خلکو زړه تړنه پرې هسې په هسې ده او د دعا کولو او نه کولو ترمنځ توپير نشته.

او بله پايله هماغه ده چې علي (کرم الله وجهه) په تېر عبارت کې وويله.

له آره دې دعا کوونکي له دعا خپله انګېرنه سمه کړي او پوه شي چې د اصولو له مخې داسې ده چې ډېرې دعاګانې قبولې نشي. که ډېری دعاوې قبلېدې؛ نو اړتيا نه وه چې علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته د دعا نه قبلېدو راز ورڅرګند کړي. که انسان بياځلي يو درمل وخوري او په غالب مواردو کې مطلوبه پايله ترې واخلي، د دې درملو له خوړو لاس نه اخلي، او بلکې په نادرو مواردو کې يې نه اغېزمنېدو ته هم يو ډول مخونه ورکوي؛ نو علي (کرم الله وجهه) زوی ته په دې دليل د دعا نه قبلېدو راز ورڅرګندوي چې ورزده کړي، چې د دعا په نه قبلېدو کې يو حُسن او ښه شته چې ښايي درنه پټ وي؛ نوځکه له دعا لاس مه اخله.

همداراز، نو له همدې لامله ده چې کله نا کله د دعا قبلېدل ځنډنی شي ترڅو خلک تل خدای ته دعا ګانې وکړي. د انسان طبع لټۍ ته ورماته ده او د دې لپاره چې تل په کار او لټه کې وي، يوې انګېزې، چلوونکي او سايق ته اړتيا لري او په پای کې دا ځنډونې به د انسان پر ګټه وي. انسان بايد دعا په خپل ژوند کې خواړه وبولي، نه درمل چې کله کله دا درمل خوري او چټکې پايلې ته يې سترګې پر لار وي. غالباً خلک له دې چاره غافل دي. لکه فی المثل که خدای لمونځ فرض کړی نه وای؛ نو څو تنو به د ورځې لمونځونه کول؟ د دعا په قبلېدو کې ځنډ د دعا د استمرار يوه له انګېزو ځنې ده چې دا پخپله يو برکت دی چې په دعا کې نغښتی دی.

۲. کله د انسان اړتيا نه ورپوره کوي چې روسته تردې غوره ورکړي. علي (کرم الله وجهه) ويلي، کله انسان يو څه غواړي او نه يې ورکوي؛ خو تردې غوره ورکوي. دعا کول د دعا کولو لپاره دي، نه قبلېدو ته. اصل دا دی چې انسان د خدای بللو اجازه لري او  کله خپله اړتيا هم ورسره مطرحوي. لازم نه ده چې ټولې دعاوې مو قبولې شي. ډېر ځل زموږ د مطلوبې اړتيا پرځای، تردې غوره راکوي.

د انبياوو او امامانو هم ټولې دعاوې قبولې شوي نه دي

حقيقتاً داسې نه و چې د پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) يا علي (کرم الله وجهه) يا نورو امامانو ټولې دعاوې قبولې شوې وي. له دې اړخ معصوم او نامعصوم يو رنګ دي. لکه د ابوحمزه ثمالي په دعا کې چې د رمضان مياشتې د پشمني يوه اوچته دعا ده، امام سجاد له خدايه غواړي:

وَا جْعَلنی مِمّن اَطَلْتَ عُمْرَهُ وَ حَسَّنْتَ عَمَلَهُ وَ اَتْمَمْتَ عَلَیْهِ نِعْمَتَکَ ….

«خدايه! د هغو کسانو په کتار کې مې کړه، چې اوږد عمر دې ورکړی او…»

که د امام سجاد ژوند ليک ته مراجعه کړو، وبه وينو چې عمر يې تر اووپنځوسو ډېر نه و، حال داچې په ټينګه يې له خدایه اوږد عمر غوښته.

د دعا په قبلېدو کې ځنډ، نبايد انسان  د دعا له آره واړوي:

نوځکه کله هم د پاکانو دعا قبوله شوې نه ده؛ نوځکه د علي (کرم الله وجهه) د وينا له مخې که دعا قبوله نشوه يا په ځنډ قبوله شوه؛ نبايد د دعا ماڼۍ نړېدلی وبولو او اصل يې بې ګټې وګڼو. نبايد د دعا په قبلېدو کې ځنډ، انسان له دعا کولو منع کړي او يا يې په اړه بې اعتماده شي. ځکه د علي (کرم الله وجهه) د وينا له مخې کله انسان ته يو څيز نه ورکوي؛ خو روسته غوره ترې ورکوي، که په دې دنيا کې وي يا بلې کې. په نژدې يا لرې فرصتونو کې حقيقت دا دی که څوک ځان ته په تلپاتې اوچت ژوند قايل وي؛ نو په دنيا کې که څه له لاسه ورکړي؛ نو دومره تاسف به ونه کړي. که انسان خدای په هر اړخيز حضور يې پېژني او په وينا يې ډاډمن وي او پوهېږي چې دعا کول خوشې او عبث نه دي او خدای دعا هسې او بې ځوابه نه پرېږدي، نو په دې حال کې که پر دې دنيا يې څه ترلاسه نه کړل؛ نو ډاډمن دی چې دا غوښتنه يا ترې غوره به په بل ځای کې ورکړي. هغوی چې د دې دنيا په غځېدا قايل نه دي خپله ګټه او تاوان په همدې دنيا پورې را ايساره بولي او څه يې چې دلته ترلاسه کړل، ګټه شمېري او څه يې چې ترلاسه نکړل بيخي يې زيان ګڼي؛ خو مؤمنانو ته دا ډول شمېرانه او محاسبه سمه نه ده.

 

د دعا نه قبلېدل

په نړۍ کې خلک دوه ډوله دي: هغوی چې همدې دنيا ته دي او هغوی چې دنيا دوی ته ده.

دعا د دې لپاره نه ده چې په دنيا کې ټولې نېکۍ يو ځای يو تن ته ورکړي. دنيا د يوه تن پر غوښتنې نه چورلي او د مولانا په وينا خلک دوه ډوله دي: هغوی چې د دنيا لپاره دي او هغوی چې دنيا د دوی لپاره ده. ډېری خلک له لومړي ډوله دي؛ نوځکه بايد خپل بريد وپېژني او ځان ته ګرده دنيا ونه غواړي.

کله د انسان خير د دعا په نه قبلېدو کې وي

کله کله هم دعا نه قبلېږي؛ ځکه د انسان زيان پکې وي. که څه موږ انسانانو ته د دعا اجازه راکړل شوې؛ خو موږ پخپله هغه بهترين څوک نه يو، چې  خپل خير وپېژنو. انسان کله کله د خپل مصلحت په تشخيص کې تېروځي. هو د انسان ښه ايسي چې له خدايه هر څه وغواړي؛ خو غوښتنې يې تل پر ګټه نه وي؛ نوځکه په هر ځای کې يې دا غوښتنې نه ور پوره کېږي.

فَلَرُبَّ اَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلاَكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ

کله دې د دين هلاکت د دعا په قبلېدو کې دی

د دې چار يوه بېلګه مخکې علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته وويله چې ته له خدایه اوږد عمر، روغتيا او د رزق پراخي غوښتلای شې؛ خو په پای کې بيا زوی ته باخبري ورکوي چې:

فَلْتَكُنْ مَسْأَلَتُكَ فِيمَا يَبْقَى لَكَ جَمَالُهُ وَ يُنْفَى عَنْكَ وَبَالُهُ

سمه ده دا ډول چارې له خدايه وغواړې؛ خو داسې څه ترې وغواړه چې جمال او ښکلا يې درپاتېږي او وبال يې ستا تر غاړې کېږي نه.

نوځکه شونې ده انسان د هغه مارګير په څېر، يو ښامار ښکار کړي او وګڼي چې د ګټې وټې یوه سرچینه یې ترلاسه کړې؛ خو په رښتینه کې ښايي د مړينې لامل يې شي. په همدې دليل کله د دعا نه قبلېدل، تر قبلېدو يې غوره ده:

بس دعاها کان زیان است و هلاک

وز کرم می نشنود یزدان پاک

له انسان سره د خدای د دوستۍ دا غوښتنه ده چې خدای هلاکت زيږي دعاوې وانه وري:

فَالْمَالُ لَا يَبْقَى لَكَ وَ لَا تَبْقَى لَهُ

نه مال درته پاتېږي او نه ته مال ته پاتېږې.

يعنې که خپل خير دې د مال په درلودو کې وګڼه او له خدايه دې وغوښت؛ نو مه غافلېږه، شونې ده چې دا مال يو ښامار چې ساه دې واخلي.

خدای د بشري هوسونو د پوره کولو وزله نه ده

په ډېری دعاوو کې چې نه قبلېږي، انسان پکې له خدای سره خپلې هيلې اوڅاروي او هڅه کوي چې خدای د خپلو اړتياوو پوره کولو ته يوه وزله کړي. دين کله هم انسانانو ته ژمنه ورکړې نه ده چې هر څه غوښتای شئ، چې موږ يې په خدای او يا ورسره په مطرحولو درپوره کړو. دا ډول ناسمې انګېرنې، يو ډول لټي، روحي ناډاډمنتيا او بې ځايه تمې رادبره کوي.

مازې پر دعا توفيق، د دعا بدله او ځواب دی

لنډه دا، بايد ديني ټولنه له دعا سره روږدې وي. د خدای بلل فرض دي. ورسره خبرې کول، د ديني ژوند ذوق او د مانيز (معنوي) ژوند خوږوکه او خوند دی. بايد دا شريف چار تعقيب شي، که څه ځواب و نه مومي. د انسان بدله همدا ده چې اجازه يې ورکړې خدای وبلي. دا بلنه د انسان په روح کې داسې خوشحالي راولي چې په بله لار نه تر لاسه کېږي. که دې بلنو مادي او ملموسه پايله هم درلوده؛ نو ډېره ښه، که نه، پر خپله دعا خو بیخي څه ټکه او نيوکه نشته. په ديني ټولنه کې مازې دعا کول ښه کار دی او بايد دا روحيه را روستو نسلونو ته ورولېږدو او د علامه محمد اقبال په وينا، دعا کول د انسان په وګړه او شخصيت کې بدلون راولي چې دا وګړه عين مطلوبه ده، د دعا قبلېدل يو ثانوي او تبعي چار دی.

نوځکه دلته مساله دا نه ده چې انسان د خپلو مادي کړلارو په څېر کېني او وڅېړي چې دباندې يې د دعا اغېز څومره ده. البته کله دباندې د دعا اغېز هم ښکاره کېږي؛ خو اصل، اغېز نه دی او د دعا په قبلېدو کې خپله دعا هم منتفي کېدلای نشي.

غوره ده چې انسان په دعا کې له خدايه پاتېدونې چارې وغواړي

علي (کرم الله وجهه) په ليک کې زياتوي:

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّكَ إِنَّمَا خُلِقْتَ لِلْآخِرَةِ لَا لِلدُّنْيَا وَ لِلْفَنَاءِ لَا لِلْبَقَاءِ وَ لِلْمَوْتِ لَا لِلْحَيَاةِ وَ أَنَّكَ فِي قُلْعَةٍ وَ دَارِ بُلْغَةٍ وَ طَرِيقٍ إِلَى الْآخِرَةِ:

زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې،نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده، چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او آخرت ته ورننوځې

علي (کرم الله وجهه) د دعا په اړه دا برخه په خپلو سپارښتنو پسې راوړې ده او ته وا خپل زوی ته وريادوي چې هو، خدای انسانانو ته د دعا اجازه او د قبلېدو اجازه يې ورکړې ده؛ خو څوک چې دا شريفه وزله ضايع کوي او لکه څنګه چې ښايي ګټنه ترې نه کوي؛ نو پوه دې شي چې خپله مقصر دی.

زموږ په ډېری دعاوو کې يوازې لږې قبلېږي؛ نو ولې دا لږې دنيوي او ناپاتېدونو هيلو ته ولګو؟ عاقبت وينی انسان هغه دی چې اخروي ژوند ته يې ورپام وي او تر تلونکيو چارو ډېر پاتېدونو چارو ته سوچ وکړي؛ نوځکه انسان بايد له متقيانو د دعا کولو لار زده کړي.

پېغمبران او ديني مشران د سمې دعا کولو د طريقې غوره ښوووندان دي

له پېغمبرانو او ديني مشرانو مو يوه تمه دا ده چې د دعا کولو سمه طريقه را زده کړي، هسې نه چې دا ستر نعمت ضايع شي. د دې نعمت شکردا دی چې، سمه ګټنه ترې وشي. له ديني مشرانو ډېرې دعاګانې رارسېدلې او که څوک غواړي سم خدای وبولي، غوره ده چې همدا دعاوې ولولي،انسانان لږ پوهېږي چې له خدايه څه وغواړي او که د دې مشرانو لاسنيوی نه وي؛ نو شونې ده انسان تل خپلې سترګې په ناڅیزو او بدرنګو مناظرو بوختې کړي او خپل عمر تباه کړي او د زړه تاندو او زړه راکښووندو نظر کونې فرصت له لاسه ورکړي.

په پای کې د علي (کرم الله وجهه) دا دعا لولو:

اللَّهُمَّ إِنَّكَ آنَسُ الْآنِسِينَ لِأَوْلِيَائِكَ وَ أَحْضَرُهُمْ بِالْكِفَايَةِ لِلْمُتَوَكِّلِينَ عَلَيْكَ تُشَاهِدُهُمْ فِي سَرَائِرِهِمْ وَ تَطَّلِعُ عَلَيْهِمْ فِي ضَمَائِرِهِمْ وَ تَعْلَمُ مَبْلَغَ بَصَائِرِهِمْ فَأَسْرَارُهُمْ لَكَ مَكْشُوفَةٌ وَ قُلُوبُهُمْ إِلَيْكَ مَلْهُوفَةٌ إِنْ أَوْحَشَتْهُمُ الْغُرْبَةُ آنَسَهُمْ ذِكْرُكَ وَ إِنْ صُبَّتْ عَلَيْهِمُ الْمَصَائِبُ لَجَئُوا إِلَى الِاسْتِجَارَةِ

څښتنه! ته تر ټولو دوستانو زیات د خپلو دوستانو دوست یې او د توکل کوونکیو د اړتیاوو لرې کوونکی یې، له پټو خوالو یې خبر یې او چې څه یې په زړه کې دي، پرې پوهېږې او ته یې له لیدلوریو باخبره یې او خواله یې درته بربنډه ده او زړونه یې ستا پر لور په ځیر دي. که یوازېتوب او غربت یې په بوږند کړي؛ نو ستا یاد به یې ملګری شي. که کړاوونه پرې راکېوځي؛ نو پناه دروړي او درشل ته دې درمخه کوي.

خدايه! په عفوه دې راسره وچلېږه نه په عدالت او د خپل رحمت ورونه دې را پرانيزه.

آمین

مرګ نه هېرول د دين يوه بنسټيزه ښوونه ده

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن ته په یو لیک کې کاږي:

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّكَ إِنَّمَا خُلِقْتَ لِلْآخِرَةِ لَا لِلدُّنْيَا وَ لِلْفَنَاءِ لَا لِلْبَقَاءِ وَ لِلْمَوْتِ لَا لِلْحَيَاةِ وَ أَنَّكَ فِي قُلْعَةٍ وَ دَارِ بُلْغَةٍ وَ طَرِيقٍ إِلَى الْآخِرَةِ

زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې،نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده، چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او آخرت ته ورننوځې

وَ أَنَّكَ طَرِيدُ الْمَوْتِ الَّذِي لَا يَنْجُو مِنْهُ هَارِبُهُ وَ لَا يَفُوتُهُ طَالِبُهُ وَ لَا بُدَّ أَنَّهُ مُدْرِكُهُ فَكُنْ مِنْهُ عَلَى حَذَرِ أَنْ يُدْرِكَكَ وَ أَنْتَ عَلَى حَالٍ سَيِّئَةٍ قَدْ كُنْتَ تُحَدِّثُ نَفْسَكَ مِنْهَا بِالتَّوْبَةِ فَيَحُولَ بَيْنَكَ وَ بَيْنَ ذَلِكَ فَإِذَا أَنْتَ قَدْ أَهْلَكْتَ نَفْسَكَ

د مرګ ښکار يې، چې څوک ترې تښتېداى نشي او چې څوک هم ولټوي؛ نو په لاس ورځي او نيسي يې؛ نو له مرګه وډار شه! هسې نه داسې مهال درته راشي، چې د ګناه پر حال يې او يا توبې ته سترګې پر لار يې او مرګ مهلت در نه کړي او ستا او د توبې ترمنځ دې خنډ شي، چې په دې توګه ځان به دې پوپنا کړى وي.

يَا بُنَيَّ أَكْثِرْ مِنْ ذِكْرِ الْمَوْتِ وَ ذِكْرِ مَا تَهْجُمُ عَلَيْهِ وَ تُفْضِي بَعْدَ الْمَوْتِ إِلَيْهِ حَتَّى يَأْتِيَكَ وَ قَدْ أَخَذْتَ مِنْهُ حِذْرَكَ وَ شَدَدْتَ لَهُ أَزْرَكَ وَ لَا يَأْتِيَكَ بَغْتَةً فَيَبْهَرَكَ

زويه! مرګ او هغه خورا يادوه، چې پر لور يې وردرومې او تر مړينې روسته پکې مېشتېږې  له مرګ سره د مخامخېدو تر  مهاله، له هره پلوه ورته چمتو وسه، ځواکمن شه او د همت ملا دې ټینګه وتړه، چې ناڅاپه رانشي او په ګونډو دې نه کړي.

د مرګ يادول د ديني ښوونو يوه بنسټیزه ښوونه ده. نهج البلاغه هم د مرګ په يادولو کې د علي (کرم الله وجهه) له خبرو ډکه ده[256]  او په دې خطبو کې مرګ اندنه په ډاګه د حضرت علي (کرم الله وجهه) د خبرو په ترڅ کې معلومېږي. شونې نه ده څوک نهج البلاغه ولولي او پردې چار د امام پر ټينګارونو پوه شي او ونه لړزيږي او د مرګ ډار، که څه لږ وي، ويې نه ډاروي. د علي (کرم الله وجهه) په خبرو کې د مرګ او حالاتو په اړه يې سوچ او اند تصادفي نه دي او خبرې يې له «مرګ خبري» زړه راپورته کېږي چې په هوښيارۍ د ژوند د دې مهمې پېښې په اړه خبرې کوي او غواړي چې نور هم په خپلې هوښيارۍ کې ور شريک کړي.

 

مرګ يادول د انسان فرعونيت ځپي

د مرګ يادول زړه نرموي، د مولانا په وينا په هر انسان کې بالقوه يو موسی او يو فرعون شته:

موسی و فرعون در هستی توست

باید این دو خصم را در خویش جست

د انسان فرعونيت، له ځانه اوچت بل څه نه خوښوي، د ځان پر وړاندې څه  خنډ نه ويني او هر څه د ځان اېل او مغلوب غواړي. يوازې ځپنده او ناچاره پېښې فرعونيت ماتولای شي. د مرګ يادول په واقع کې د هغې پېښې يادول دي چې تل پر انسان لاسبری او غالب دی.

او له دې اړخ د مرګ يادول د خدای يادولو په څېر دی؛ ځکه د خدای يادول هم د هغه موجود يادول دي چې لاسبري پرې نشي کېدای په همدې پار په ديني ښوونو کې د مرګ يادول او د خدای يادول همګام دي او يو اغېز لري او دا اغېز انسان ته بېوسي تلقين کوي او په پايله کې يې فرعوني کبر رانړوي. بنده ګي د دغسې ياد له لامله ترلاسه کېږي؛ ځکه بنده ګي د حقيقت پر وړاندې تر سرغاړۍ پريښودو، تسلیمېدنې او خضوع اوچته ده او هېڅ څيز د مرګ هومره انسان ته غاړه ايښوونه، خضوع، عاجزي او د بندګۍ حس نه ورکوي.

د مرګ ياد په انسان کې د ډېر غوښتنې روحيه له منځه وړي

علي (کرم الله وجهه) په نهج البلاغه کې مرګ يادولو ته يوه بله ځانګړنه هم ياده کړې ده:

مَنْ أَكْثَرَ ذِكْرَ اَلْمَوْتِ رَضِيَ مِنَ اَلدُّنْيَا بِالْيَسِيرِ.[257]

څوک چې مرګ ډېر ياد کړي، له دنيا به په ډېرو لږو راضي شي.

په ډېرو ځايونو کې ډېرې غوښتنې او سرغاړۍ له دې راولاړېږي چې انسان د تلپاتېنې توهم لري، له خپلو تلو غافلېږي او هسې له خپلو بې برخېتوبونو کړېږي. د يو واقعيت په توګه د مرګ يادول، انسان له دنيا سره همغږی کوي او ورزده کوي چې خپلې غوښتنې دې له یوه پای ته رسېدونکي ژوند سره په تړاو کې کړي نه له يو ناپايه ژوند سره.

ډېر خلک داسې ژوند کوي چې ته وا مرګ نشته او يا د علي (کرم الله وجهه) په وينا د مرګ په څېر له يو يقيني چار سره داسې مخېږي چې ته وا يو شکمن ترين چار دی. ډېری حسنات او فضايل چې په شرع  او اخلاقو کې اوچت ګڼل شوي او د دوی برخمنېدو ته يې راهڅولي يو، يوازې هله میسر دي چې انسان ټول څيزونه ځان ته ونه غواړي او له دنيا د اړتيا هومره قانع شي يوازې په دې حالت کې انفاق او ايثار کړای شي. ترڅو چې يو تن قانع او خوشحال نشي، د فضيلت په پوړۍ پښه نه 1ږدي.[258]

د مرګ يادولو يوه مهمه پايله قناعت، انفاق  او سرښندنه ده

نوې ښوونه او روزنه د  ديني ښوونې او روزنې پرخلاف له مرګ او بلې نړۍ غافله ده

له ديني اندنو سره د نوې ښوونې او روزنې د ښوونځيو له مهمو توپيرونو ځنې يو دا دی چې له آره په دې ښوونځيو کې د يو جدي او انسان ساز چار په توګه مرګ ته پاملرنه نه کېږي. يعنې د اوسنۍ ښوونې او روزنې بنسټ پردې دی چې انسان په دنيا کې د ژوند لپاره وروزل شي او هم ځان بايد له عقلاني، اخلاقي او کړو وړو له پلوه له دنيوي ژوند سره همغږی وروزي. نوځکه تر وسې وسې د مرګ يادولو مخه نيسي او په اړه يې چوپتيا خپلوي.

نو وګورئ چې د اوسنۍ ښوونې او روزنې فلسفه د ژوند د مهمترينې پېښې په اړه د جنسي غريزې هومره هم خبره نه کوي؛ خو حال داچې دا د ژوند پرېکنده او جدي پېښه ده. له مرګه غفلت له دې راولاړېږي چې انګيري ژوند په مرګ پای مومي. حال دا چی، مرګ د ژوند برخه ده؛ يعنې انسان په ژوند کې مري او مرګ اندنه د انسان يوه آريزه ځانګړنه او له څاروي سره يې د توپير وجه ده، هېڅ حيوان نه پوهېږي چې مري.[259] يوازې انسان دی چې د دې مسلې په اړه فکر کوي. نوځکه انسان چې څومره ډېر د مرګ په اړه غور او اندنه وکړي، هم يې انسانيت او هم يې له انسانيت څخه معرفت او پوهاوی ډېر تحقق مومي. راوړي يې دي چې د علي (کرم الله وجهه) ګاونډيانوهره شپه دا جملې له حضرت علي څخه اورېدلې ـ چې په لوړ غږ یې ويلې:[تَجَهَّزُوا رَحِمَكُمُ اللَّهُ فَقَدْ نُودِيَ فِيكُمْ بِالرَّحِيلِ ([260] د خدای بندګانو! خدای دې درباندې ولورېږي، چمتو شئ چې د تګ غږ درکې لوېدلی دی.

د مرګ پر وړاندې ډول ډول غبرګونونه

د ابو العلا معري غبرګون

شک نشته چې د مرګ يادونې په اړه د دیني مشرانو ټينګار، د زړه تنګۍ او مړ زړۍ رادبره کول نه دي. دا مساله په دې پورې تړاو لري چې مړينه څه وبولو. په دې باب د ابوالعلای معّري په څېر انسان له خيام (يا هغه چې دغسې رباعيات يې ويلي) سره پرتله کړئ. ابو العلا، د عربو نامتو ړوند شاعر او يو بدوينی انسان و چې ژوند يې په خورا سختۍ تېر کړ. له دنيا يې څه ګټه وانخسته، ښځه يې ونه کړه،غوښه يې ونه خوړه او په پای کې وصيت يې وکړ، چې د قبر پر ډبره يې وليکي:

هذه جنايه ابی و ما جنيتُ باحدٍ

«دا مې د پلار جنايت و؛ خو ما پر هيچا جنايت او تېری ونه کړ.»

يعنې اولاد مې پرېښی نه دی چې زما په څېر بدمرغي وګالي. د دغسې يو انسان د مرګ پر وړاندې دا غبرګون و، اوس چې بايد ومرم؛ نو غوره دا و چې بیخي دنيا ته راغلی نه وم، نو اوس چې په دنيا کې يو، د مړيو په څېر ژوند کوو. ځینې مسيحي راهبان او شيخان او همداراز مسلمان صوفيان هم له ژونده زړه تنګي ول، سوچ او فکر يې کاوه، داچې مرو؛ نو له همدا اوسه ځان مړ وشمېرو. بلخوا د خيام پر څېر کسانو ګروهه درلوده، داچې نه پاتېږو؛ نو دنيا غنيمت وګڼو او همدا شېبه خوښ اوسو:

از دی که ګذشت هیچ از او یاد مکن

فردا که نیامده است فریاد مکن

بر نامده و ګذشته بنیاد مکن

حالی خوش باش و عمر بر باد مکن[1]

په نوې نړۍ کې هڅه د مرګ تحقير، ناڅيزتوب يا حذفول دي

چې څومره مو له وسې پوره وي؛ نو مرګ له ياده اوباسو، يوازې د دې دنيا ژوند ته فکر وکړو، هديرې له ښارونو لرې کړو، مړي هېر کړو، خپل اولادونو ته د مرګ په اړه څه ونه وايو او ونه ليکو، ځان په ډول ډول نشه کوونکيو وزليو بوخت کړو چې د ژوند او پای په اړه يې فکر و نه کړو.

له مرګه د اديانو انګېرنه

خو د اديانو انګېرنه دا ده چې مرګ د ژوند هومره جدّي دی او له آره د ژوند برخه ده. نه تر مرګ روسته د ژوند له لامله؛ بلکې په دې پار چې پخپله هم کافي هومره مهم دی، له مرګه غافل انسان تر انسانيته څارويتوب ته ورنژدې دی.

د مرګ پر وړاندې د اديانو رسالت

مولوی د ديني ښوونو او قرآن په لاروۍ وايي:

آن که مردن پیش چشمش «تهلکه» است

امر «لا تلقوا» بګیرد او به دست

و آن که مردن پیش او شد فتح باب

«سارعو» آید مر او را در خطاب

د چا په سترګو چې مرګ هلاکت دی، لاندې آيت ورته لاسوندوي:

[وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ[261]= په خپلو لاسونو خپل ځانونه مه هلاکوئ]

او په دې لاسوند له هر ډول سرښندنې، فداکارۍ او جهاد څخه ډډه کوي؛ خو هغه چې مړينه د وره پرانسته او پراختيا بولي، دا آيت د خپلو کړنو بنسټ ګڼي:

[وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ [262] = او د خپل پالونکي د بښنې او هغه جنت ته د ورسېدو لپاره بيړه وکړئ، چې د اسمانونو او ځمكې (هومره) پراخ دی.]

نو ټولې خبرې د مرګ پېژندنې د څرنګوالي پر سر دي. د مړانې له وجهې له مرګه نه ډارېدل، بې د مرګ له مهم نه شمېرلو ځنې دي. ځان تلونکی بلل یو شی دی او له تلو څخه ډار بل شی دی او دا دواړه یو له بل سره توپیر لري. مولوي له هغو کسانو دی چې په مړانه مرګ ته هر کلی کوي او صوفيان هغوی بولي چې پر مرګ ريشخند او ملنډې وهي:

مرګ کین جمله از او در وحشت اند

می کنند این قوم بر وی ریشخند

او د «سربالاطلب فقير» له خولې وايي:

من چو اسماعیلیانم بی حذر

بل چو اسماعیل آزادم ز سر

فارغم از طمطراق و از ریا

قل تعالو ګفت جانم را بیا

ګفتم کم ګیرد سر و اشکنبه ای

رفته ګیر از ګنج جان یک حبه ای

په دې توګه، مولوی له هغو عارفانو ځنې دی چې مرګ جدي بولي او له دې لارې خپله ځان پېژندنه پوره کوي او وايي څوک چې له مرګه تښتي، له ځانه تښتي، ته وا مرګ د انسان د وجود هنداره ده:

مرگ هر یک ای پسر همرنگ اوست

پیش دشمن دشمن و بر دوست دوست

پیش ترک آیینه را خوش رنگیست

پیش زنگی آینه هم زنگیست

آنک می‌ترسی ز مرگ اندر فرار

آن ز خود ترسانی ای جان هوش دار

روی زشت تست نه رخسار مرگ

جان تو همچون درخت و مرگ برگ

يو ته، مرګ وداع او بل ته وصال او نښلون دی. يو ته، وطن ته رسېدل او بل ته، غربت ته ورتلل دي:

ګفت جفتش الفراق ای خوش خصال

ګفت نه نه الوصال است الوصال

ګفت جفت امشب غریبی می روی

از تبار و خویش غایب می شوی

ګفت نه نه بلکه امشب جان من

می رسد خود از غریبی در وطن

د امام غزالي (رح) له نظره د مرګ په اړه د خلکو د غبرګونونو ډولونه

امام غزالي د مرګ په هکله ښکلې خبره لري، وايي چې خلک د مرګ پر وړاندې درې ډلې کېږي: يوه ډله چې د دنيا له نعمتونو برخمن دي، له مرګه ډارېږي؛ ځکه مرګ د خپلو خوښيو پای بولي. بله ډله هم له مرګه ډارېږي؛ ځکه د خپلو کړنو د مکافاتو په اړه فکر کوي؛ نو ځان مرګ ته چمتو کوي او درېيمه هغه ډله ده چې د مرګ هرکلی کوي؛ ځکه مرګ د محبوب او معشوق لقا بولي.[2]

غوره مړينه د تړاوونو اختياري پرېښوول دي

عارفانو راته ويلي چې په ژوند کې مرګ تمرينولای شو او مړينه د تړاوونو پرېښوو ته وايي. دا مړينه اختياري ده، چې البته د اجباري او طبيعي مړينې مانا هم په ډاګه کوي او هم يې منل اسانوي:

هر که شیرین می زید او تلخ مرد

هر که او تن را پرستد جان نبرد

توبه تر مړينې وړاندې د مرګ د تجربې يوه مرتبه ده

توبه کول هم يو ډول مرګ ازمېښتي ده، انسان چې تل له خپلو ګناهونو توبه کوي، پرله پسې له چټليو مري او په پاکۍ راژوندی کېږي او په دې مرګ و ژوند، تل د کمال پر پوړۍ ورخېژي.

عاشقي هم د مرګ تمرين دی

همداراز د عرفان د ښوونځي له مهمو سبقونو ځنې يو دا دی چې عاشقي هم د مړينې تمرين دی:

جمله عشق است و عاشق پرده ای

زنده معشوق است و عاشق مرده ای

څوک چې ځان د مينې او محبت په جوارۍ کې بايلي، د مړينې يو مهم پړاو تجربه او تمرينوي. عاشقي؛ يعنې فنا، او فنا يعنې تر مرګ یوه ډېره اوچته مرتبه ده. مولانا د «وکيل صدر جهان» په داستان کې د عاشق بخارايي له خولې هغو ناصحانو ته، چې بخارا ته يې له ورتلو منع کاوه، وايي:

گفت ای ناصح خمش کن چند چند

پند کم ده زانک بس سختست بند

سخت‌تر شد بند من از پند تو

عشق را نشناخت دانشمند تو

آن طرف که عشق می‌افزود درد

بوحنیفه و شافعی درسی نکرد

تو مکن تهدید از کشتن که من

تشنهٔ زارم به خون خویشتن

عاشقان را هر زمانی مردنیست

مردن عشاق خود یک نوع نیست

او دو صد جان دارد از جان هدی

وآن دوصد را می‌کند هر دم فدی

هر یکی جان را ستاند ده بها

از نبی خوان عشرة امثالها

گر بریزد خون من آن دوست‌رو

پای‌کوبان جان برافشانم برو

آزمودم مرگ من در زندگیست

چون رهم زین زندگی پایندگیست

اقتلونی اقتلونی یا ثقات

ان فی قتلی حیاتا فی حیات

په بل داستان کې کله چې يو عاشق خپل معشوق ته ګيله کوي، چې ټول کارونه مې ستا لپاره کړي دي، وايي:

مال رفت و زور رفت و نام رفت

بر من از عشقت بسی ناکام رفت

هیچ صبحم خفته یا خندان نیافت

هیچ شامم با سر و سامان نیافت

معشوق په ځواب کې ورته وايي:

کانچ اصل اصل عشقست و ولاست

آن نکردی اینچ کردی فرعهاست

گفتش آن عاشق بگو که آن اصل چیست

گفت اصلش مردنست ونیستیست

تو همه کردی نمردی زنده‌ای

هین بمیر ار یار جان‌بازنده‌ای

ولې د مرګ يادول هوښياري ده؟

مړينه د عاشقۍ روستی ګام دی او دا د عارفانو بنسټيزه ښوونه ده. دې مشرانو په دې توګه له يوه اړخ څخه د مرګ مانا تلطيف او خوږوله او له بل اړخ څخه پر مانا کولو به یې انسان د خورا انسانولو پر لور وسيخاوه او د انسانيت افق او څنډ ته يې ورنژدې کاوه.

له خدايه غواړو، چې له هغو مو وشمېري چې په مرګ کې يو ذوق او مينه ويني او ترې غواړو چې په مرګ کې د محبوب د لقا خوند راوڅکي او د خپل رحمت ورونه راپرانځي او دې له خطره ډک سفر ته مو چمتو کړي.

پایلیکونه:

[1] – رباعيات خيام، ۷۷ مخ.

[2] – امام غزالي، کيميای سعادت، ۲ ټ، ۶۱۰ مخ.

د دنیا او دنیا مېشتو پېژندنه

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي:

فَيَبْهَرَكَ وَ إِيَّاكَ أَنْ تَغْتَرَّ بِمَا تَرَى مِنْ إِخْلَادِ أَهْلِ الدُّنْيَا إِلَيْهَا وَ تَكَالُبِهِمْ عَلَيْهَا فَقَدْ نَبَّأَكَ اللَّهُ عَنْهَا وَ نَعَتْ هِيَ لَكَ عَنْ نَفْسِهَا وَ تَكَشَّفَتْ لَكَ عَنْ مَسَاوِيهَا فَإِنَّمَا أَهْلُهَا كِلَابٌ عَاوِيَةٌ وَ سِبَاعٌ ضَارِيَةٌ يَهِرُّ بَعْضُهَا عَلَى بَعْضٍ وَ يَأْكُلُ عَزِيزُهَا ذَلِيلَهَا وَ يَقْهَرُ كَبِيرُهَا صَغِيرَهَا

هسې نه پر دنيا د دنيا پالو زړه تړنه دې ښاڅمن – مغرور کړي؛ ځکه خداى د دنيا له حالاتو خبر کړى يې او دنيا هم له خپل اکر – وضع خبر کړې او د روزګار له بدرنګوالي يې درته پرده لرې کړې ده. په رښتینه کې دنيا پالي، د سپو په څېر په ښکار پسې غاپي؛ ځينې پر ځينو بريد کوي او غښتلي يې کمزوري داړي او لويان يې کوشني خوري.

نَعَمٌ مُعَقَّلَةٌ وَ أُخْرَى مُهْمَلَةٌ قَدْ أَضَلَّتْ عُقُولَهَا وَ رَكِبَتْ مَجْهُولَهَا سُرُوحُ عَاهَةٍ بِوَادٍ وَعْثٍ لَيْسَ لَهَا رَاعٍ يُقِيمُهَا وَ لَا مُسِيمٌ يُسِيمُهَا سَلَكَتْ بِهِمُ الدُّنْيَا طَرِيقَ الْعَمَى وَ أَخَذَتْ بِأَبْصَارِهِمْ عَنْ مَنَارِ الْهُدَى فَتَاهُوا فِي حَيْرَتِهَا وَ غَرِقُوا فِي نِعْمَتِهَا وَ اتَّخَذُوهَا رَبّاً فَلَعِبَتْ بِهِمْ وَ لَعِبُوا بِهَا وَ نَسُوا مَا وَرَاءَهَا

او يا د هغو اوښانو په څېر دي، چې ځينې يې له پښو تړلي او ځينې يې په بیديا کې خوشې شوي او لار يې ورکه کړې او په ګړنګونو او شګلنو ځايو کې ګرځي راګرځي، چې ګرځېدل پکې خورا ستونزمن وي؛ نه شپوڼ لري، چې چارې يې ورسمې کړي او نه څرونکى لري، چې څړځي ته يې بوځي.

دنيا د ړندو لارې ته راکاږلي او سترګې يې ورته د ښیون – هدايت له ډېوې بې برخې کړي، په بېلارۍ کې کړهاند و لالهاند دي، په نعمتونو کې ډوب دي، چې نعمتونه يې خپل پالونکي نيولي دي، د دنيا لوبڅي دي او دوى هم له دنيا سره لوبې کوي، آخرت يې هېر کړی.

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّ مَنْ كَانَتْ مَطِيَّتُهُ اللَّيْلَ وَ النَّهَارَ فَإِنَّهُ يُسَارُ بِهِ وَ إِنْ كَانَ وَاقِفاً وَ يَقْطَعُ الْمَسَافَةَ وَ إِنْ كَانَ مُقِيماً وَادِعاً

زويه! پوه شه، د چاچې سپرلۍ شپه و ورځ چمتو وي؛ نو تل به په حرکت کې وي، که څومره هم ځان ولاړ بولي او تل به لار وهي، که څومره هم پر خپل ځاى ولاړ او سوکاله وي.

وَ اعْلَمْ يَقِيناً أَنَّكَ لَنْ تَبْلُغَ أَمَلَكَ وَ لَنْ تَعْدُوَ أَجَلَكَ وَ أَنَّكَ فِي سَبِيلِ مَنْ كَانَ قَبْلَكَ فَخَفِّضْ فِي الطَّلَبِ وَ أَجْمِلْ فِي الْمُكْتَسَبِ فَإِنَّهُ رُبَّ طَلَبٍ قَدْ جَرَّ إِلَى حَرَبٍ وَ لَيْسَ كُلُّ طَالِبٍ بِمَرْزُوقٍ وَ لَا كُلُّ مُجْمِلٍ بِمَحْرُومٍ وَ أَكْرِمْ نَفْسَكَ عَنْ كُلِّ دَنِيَّةٍ وَ إِنْ سَاقَتْكَ إِلَى الرَّغَائِبِ فَإِنَّكَ لَنْ تَعْتَاضَ بِمَا تَبْذُلُ مِنْ نَفْسِكَ عِوَضاً

په يقين پوه شه ټولو هيلو ته به دې ونه رسې او له مرګه هم خلاصېداى نشې او د هغوى پر لار ځې، چې تر تا مخکې تللي؛ نو د دنيا شتمني په ښه توګه تر لاسه او په نېکۍ يې ولګوه؛ ځکه دنيا ته ډېرې داسې بې کچې هڅې شوي، چې پانګه يې پوپنا کړې؛ نو هر هڅاند به د خپلې خوښې روزۍ ته ونه رسي او داسې هم نه ده، چې که څوک د روزۍ لاس ته راوړو ته ونه ځغلي؛ نو بې برخې پاتېږي. ځان دې له هر ډول پستۍ وساته که څه خپلو موخو ته دې ورسوي؛ ځکه څومره پت چې له لاسه ورکوې، بيه يې ترلاسه کولاى نشې.

په تېره غونډه کې مو د مرګ يادولو په اړه خبرې وکړي او په دې ځل کې د دنيا او د دنيا اوسېدونکيو د غفلت او سرګردانيو په اړه پر څرګندونو لګيا کېږو. هغوی چې د علی (کرم الله وجهه) له کلماتو سره آشنا دي ښه پوهېږي چې سراسر نهج البلاغه د دنيا پېژندنې او انسان پېژندنې په اړه بحثونه لري. زموږ ديني متون او په سر کې يې قرآن له دې ښوونو ډک دی.

له هستۍ او آدمه د انسان انګېرنه په ټولو چارو کې يې اغېزمنه ده

په حقيقت کې يو له هغو څیزونو چې انسان په عين نژدې والي کې ترې لري او په عين بوختيا کې ترې غافل دی، همدا نړۍ ده چې پکې اوسي.

د دنيا اوسېدونکيو پېژندنه يې راباندې فرض ده؛ ځکه د دين، اخلاقو، حکومت او معيشت پېژندنه پر دې پېژندنې ولاړه ده، کومه انګېرنه چې له هستۍ، انسان او آدم څخه لرو له دين، سياست، حکومت او معيشته مو د پېژندنې په طريقه کې اغېز پرېباسي، ان د دين او مذهب د مشرانو پر کلماتو د پوهېدو لپاره، بايد انسان پېژندنه او نړۍ پېژندنه يې وپېژنو. د دې لپاره چې پوه شو چې ولې علي (کرم الله وجهه) په بېلابېلا ځايونو کې دغسې چلن او غبرګونونه خپلول او د دې لپاره چې له دې ټولو درس او عبرت واخلو او د دې ستر نارينه له چلن او ويناوو منسجمه، همغږې او سازګارې انګېرنه ولرو، بې له دې بله لار نلرو چې انسان پېژندنې او نړۍ پېژندنې ته يې رجوع وکړو.

 

د دنيا او د دنيا اوسېدونکيو په اړه د علي (کرم الله وجهه) خبرې، له انسان پېژندنې او نړۍ پېژندنې راولاړې دي

علي (کرم الله وجهه) له انسانانو يوه انځورنه راښيي چې په هېڅ ډول اغراق ډولې او شاعرانه نه ده. څوک چې مشر دی او پوهېږي چې خبرو ته يې د لارويانو پاملرنه او ځيرنه ده او دوی به د دې ويناوو پېچلتياوې او ظرايف راوسپړي او خپلې ديني او دنيوي کړنې پرې پيلوي، څوک چې خپل زوی ته د ناصح او لارښود په توګه ليک کاږي چې راروسته کهول هم ترې ګټنه وکړای شي؛ نو په خپلو خبرو کې هسې په هسې او د افراط لار نه خپلوي او د دې خبرو په مدلولاتو، اغېزو، شاوخوا او توابعو پوره خبر دی.

په ديني متونو کې له انسانه دوه انځوره

(۱) انسان د خدای اوچت او شريف مخلوق دی

کله چې ديني ښوونو او په لاروي يې ديني عالمانو؛ متکلمانو، حديثپوهانو، مفسرانو او عارفانو چې له دې ښوونو کوم استنباطات، اخستنې او راسپړنې کړي، ورته ګورو؛ نو له انسانه پوره دوه بېلابېلې انځورنې پکې وينو: ړومبی انځورنې، انسان د خدای اوچت او شريف مخلوق معرفي کړی.[263]

هغه چې خدای له پرښتو اوچت کړی او د ده د پنځونې له لامله يې، ځان احسن الخالقين ياد کړی دی.[264]

ديني ښوونې او د اخلاقو مشران دغسې انسان له ناپاکيو او بديو منع کوي، چې هسې نه ځان ککړ او ارزان وپلوري.

مولانا، انسان ته په همدې باب وايي:

ای همه دریا چه خواهی کرد نم

وی همه هستی چه می‌جویی عدم

ای مه تابان چه خواهی کرد گرد

ای که مه در پیش رویت روی‌زرد

تاج کرمناست بر فرق سرت

طوق اعطیناک آویز برت

تو خوش و خوبی و کان هر خوشی

تو چرا خود منت باده کشی

جوهرست انسان و چرخ او را عرض

جمله فرع و پایه‌اند و او غرض

ای غلامت عقل و تدبیرات و هوش

چون چنینی خویش را ارزان فروش

چوپړت بر جمله هستی مفترض

جوهری چون نجده خواهد از عرض

علم جویی از کتبها ای فسوس

ذوق جویی تو ز حلوا ای فسوس

بحر علمی در نمی پنهان شده

در سه گز تن عالمی پنهان شده

می چه باشد یا سماع و یا جماع

تا بجویی زو نشاط و انتفاع

آفتاب از ذره‌ای شد وام خواه

زهره‌ای از خمره‌ای شد جام‌خواه

جان بی‌کیفی شده محبوس کیف

آفتابی حبس عقده اینت حیف

د انسان د اوچتوالي، عظمت او پراخۍ پر وړاندې هر څه کوشني او خاضع دي:

ای نسخه نامه الهی که تویی

وی آینه جمال شاهی که تویی

بیرون تو نیست هر چه در عالم هست

در خود بطلب هر آنچه خواهی که تويی

 

(۲) انسان له بدرنګترينو او چټل ترينو ځانګړنو سره.

دويمه انځورنه: انسان د خورا سپکو، بدرنګترينو او چټل ترينو ځانګړنو درلودونکی بولي او يو شمېر دا نيمګړتياوې دومره ورته طبيعي او نه څنډ کېدونې بولي چې يوازې نوادر ترې بچېدای شي. په قرآن کې پرېمانه آيتونه شته چې انسان يې دغسې معرفي يا ټپسوری کړی دی:[وَكَانَ الْإِنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا[265]]

انسان يو لانجمن موجود دی، يعنې چې حق ور وړاندې کوي، نه يې مني، سرغاړی او ځېل کوي.

[إِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا إِلَّا الْمُصَلِّينَ[266] = په رښتيا، انسان حريص او بې حوصلې پيدا شوى دى، چې كړاو ورورسي؛ نو ژړا انګولا كوي، او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)، خو بې له نمونځ كوونكيو (چې له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)،]

[وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا [267]]

[وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَئُوسً[268]= او چې كله مو پر انسان لورنه کړې (؛ نو له حقه) مخ اړوي او پخپله يو اړخ ته شوى او چې كله (لږ) كړاو ورورسي (؛ نو له هرڅه) نهيلېږي!]

[خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ][269]

علي (کرم الله وجهه) هم ډېری خلک دغسې يادوي: لکه غپېدونکي سپي او داړن ځناور چې هر يو غواړي بل وداړي يا د څارويو په څېر دي چې د ځينو لاسونه وپښې تړلي دي او يو شمېر خوشې او ايله شوي چې تر هر ځايه څري او هېڅ حق او مکلفيت نه مراعاتوي.

                 

د «حب دنيا» خواله

له دنيا سره د مينې په پار انسانان پړه او ټپسوري ګڼلای نشو؛ ځکه د انسان څارويتوب يا بېړنديتوب او لانجمنتوب عين د دنيا مېشتېدل يې دي. انسانان د همدې دنيا لپاره دي او يوازې نوادر کسان دي چې دنيا همدوي ته ده.

د علي (کرم الله وجهه) په وينا:

[النَّاسُ أَبْنَاءُ الدُّنْيَا وَ لَا يُلَامُ الرَّجُلُ عَلَى حُبِّ أُمِّهِ  = خلک د دنيا اولاد دى او څوک هم له خپلې مور سره په مينه رټلاى نشو][270]

د خپل راولاړ شوي او روزل شوي ځای (يعنې دنيا) په اړه د انسان ذهني تړاو طبيعتاً پر دنيا يې بوختوي او له انساني ارمانونو يې غافلوي دا هماغه د غفلت تيوري ده چې عارفانو هم اشاره ورته کړې ده. د دې نظريې له مخې د دنيا ژوند پر غفلت ولاړ دی او د دې غفلتونه نړېدل د معيشت او دنيوي لوبې د نظام له راپرځېدو سره انډول دي. يوازې په آخرت کې د چارو پر عواقبو او پايلو سترګې پرانستلېږي، شخړې پای مومي او خدای به د ګردو لانجو او اړپېچو په اړه روستۍ ورمندون – قضاوت وکړي.

این جهان جنګ است کل چون بنګری

ذره با ذره چو دین با کافری

این جهان زین جنګ قایم می بود

در عناصر درنګر تا حل شود

آن جهان جز باقی و آباد نیست

زانک آن ترکیب از اضداد نیست

که ټول له دې غفلته راووځي او د دنيا د سترې لوبې له حقيقته وپوښتي؛ نو د ګټنې او بايلنې موضوع منتفي کېږی او د دنيا نظام به پر بل نظام واوړي؛ خو دا حال په آخرت پورې اړوند دی، هلته انسان په سترګو ويني چې مخکې په څه زخمه کې ورلوېدلی و او څنګه يې غافلانه له ځانه نه پوښتل چې پر کوم کار بوخت و.

 

کوم غفلت چې ددنيا ستن ده له علم او څېړنې سره يو ځای کېدای شي

پام مو وي، کوم غفلت مو چې ياد کړی، له اګاهۍ، علم او څېړنې سره ټکر نلري؛ بلکې څېړنه او د پوهې ترلاسه کول هم عين غفلت دی، لکه چې سوداګري، معاشرت، ناسته پاسته، تګ راتګ، بوختياوې، خوشحالۍ، ويربولي – عزاداري، سيالۍ او لوبې او ټوکې ټکالې د غفلت له جنسه دي، همداراز داړنه، شخړې، تمې او حق لتاړېدل هم عين غفلت دی، دلته مو له غفلته موخه، مذموم غفلت نه دی. له دې ډول «غفلته» مو موخه، پر يو کار بوختېدل او د پايلو يې نه ليدل او نه پوښتېدل دي په واقع کې غفلتونه عين دنيوي ژوند دی.

له غفلته راوتل يو کړمن چار دی

له غفلتونو راوتل، انسان دوو حالاتو ته ورکاږي:  عرفان (او تر عادي ژوند اوچت کېناستل) يا ځانوژنې ته.

ډېری روښانفکرانو چې ځانوژنه کړې، د هغو کسانو په ليکه کې ول چې د غفلت پرده يې څيره شوه او نور يې ځان ته په دنيا کې ځای نه ليده څوک چې غافل نه دی په دنيا کې ځای نلري؛ دا دنيا د غافلانو ځای دی؛ خو هغوی چې په دنیا کې د انسانانو غفلت ويني، په خپلې هستۍ کې پر بدترينو تنګسو اخته کېږي. يوازې عارفان دي چې د غفلت پر راز پوهېږي او په دې غفلتونو کې يو مصلحت او موخه مومي، ان په خپله وګړه او معيشت کې پرمختګ، ترقي او څه توپير رادبره کولای شي (که څه له غافلانو سره ژوند کول ورته ډېر ستونزمن دي.)

په حقيقت کې له غفلته ورهسکېدل او په عين حال کې غافلانه ژوند کول يو پراخ روحي ظرفيت غواړي.

داند و پوشد به امر ذوالجلال

که نباشد کشف راز حق حلال

ژوند غفلت پېژاندو ته سخت؛ خو واجب او لازم دی.

الينیشن له غفلت سره سازګاری دی:

داښې ښکاري څه چې د اوسني وخت يو شمېر فيلسوفانو، روښانفکرانو او انسان  پېژاندو له ځانه د پرديتوب يا الينیشن (Alienation) په نامې ويلي، په ډېری ځايونو کې د غفلت له نظريې سره سازګاری دی. په واقع کې دا مطلب نوې راسپړنه نه ده. يوازې تازه ګي او نويتوب يې په دې کې دی چې غفلت ته يې نوي مصاديق پيدا کړي دي. دا سمه ده چې بايد له مذموم غفلته ډډه وکړو؛ خو داسې نه ده چې هر غفلت مذموم او څنډونی وي. ان زموږ په معاصر فرهنګ کې هم ځينو مشرانو ممدوح او مذموم غفلت دواړو ته الينیشن ويلی او په نهايت کې يې ټولو ته په يوه سترګه کتلي. ته وا انسان بايد له هر غفلته راووځي يا هر غفلت له ځانه پرديتوب دی.

 

هر غفلت مذموم (بد) نه دی:

دوی ان عشق او مينه هم له ځانه د پرديتوب مصاديق بللي دي. البته دا سمه خبره ده چې انسان ځان د مينې له لامله بايلي؛ خو تر يو ځای روسته  بيا ځان مومي. ښايي تېرو مو له دې اړخ ډېره ځيرنه کړې وي. دوی که څه هم انسانان په غفلت کې راګېر ليدل؛ خو غفلت يې د دنيا ستن ګڼله؛ نوځکه يې له غفلته پوره  راوتل نه غوښتل:

استن این عالم ای جان غفلتست

هوشیاری این جهان را آفتست

هوشیاری زان جهانست و چو آن

غالب آید پست گردد این جهان

هوشیاری آفتاب و حرص یخ

هوشیاری آب و این عالم وسخ

زان جهان اندک ترشح می‌رسد

تا نغرد در جهان حرص و حسد

گر ترشح بیشتر گردد ز غیب

نه هنر ماند درین عالم نه عیب

کوم عاشق چې په معشوقې پسې ځي، په يو ډول غفلت کې راګېر دی.

عاشقی کو در غم معشوق رفت

گر چه بیرونست در صندوق رفت

عمر در صندوق برد از اندهان

جز که صندوقی نبیند از جهان

آن سری که نیست فوق آسمان

از هوس او را در آن صندوق دان

خو دنيا له دې ټولو غفلتونو سره پرځای پاتېږي او ټولو ته له غفلتونو راوتل شوني او لازم نه دي.

 

که په انسان کې مذموم غفلتونه ټينګ شي، د څارويو مرتبې ته يې ور رسوي

هو، د مذمومو غفلتونو ټينګېدل به انسان د حيواناتو څنډ ته ورنژدې کړي؛ ځکه حيوانات غافل دي او له خپل غفلته هم غفلت لري. غفلت پېژندنه او غفلت ماتونه د انسانانو وړ ده، نه د څارويو او انسان چې څومره له دې مقامه لرې کېږي د انسانيت څنډ او افق ته ورنژدې کېږي. [لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ[271]= زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛ خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛ خو څه پرې نه اوري؛ دوى د څارويو په څېر دي؛ بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي. (هو!) دوى پوره ناخبره دي (؛ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي ).

[أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا[272]= ايا انګېرې، چې ډېرى يې اوري يا پوهېږي؟ دوى خو (د پند په نه اورېدو كې) يوازې د څارويو په څېر دي؛ بلكې لا ډېر لار وركي.]

په ظاهره يو شمېر انسانان، انسانان دي، عقل او تدبير کاروي؛ خو که د چارو باطن ته يې ووينې، مازي څاروي او عقل يې هم د خپل څارويتوب په چوپړ کې او د غفلتونو په پرده کې رانغښتي او دا د ډېری انسانانو حال دی. په حقيقت کې څه چې په نړۍ کې وينو يو هرم او مخروط دی چې قاعده يې له داسې انسانانو ډکه ده چې حيوانيت ته ورنژدې دي. څومره چې له قاعدې د راس پر لور ورخېژو، وار هغو نوادرو ته ورسي چې خپل مقام يې موندلی دی.

خدای چې د انسان په جوړښت کې کوم ظرافت کارولی دا دی چې انسان يې دې لوړ مقام ته د رسېدو لپاره چمتو کړی؛ خو په عين حال کې د انسانانو ټولنيز معيشت او ژوند او د انسان د وجود پریوتی او راټيټ اړخونه داسې دي چې ډېر لږ مجال ورکوي چې ټول انسانان دې هسک مقام ته ورسي.

په واقع کې ډېری خلک د هغې ډلې ځار دي چې لوړ مقام ته ورسېدونکي دي؛ نو خلک دوه ډوله دي: يو شمېر هغه دي چې دې دنيا ته يې پيدا کړي؛ يعنې د دنيا چوپړيالان دي او بلکې عين همدا دنيا ده او د دنيا دنياوالي په همدې ډول ځمکمېشتو پورې تړاو لري. بله ډله هغه ده چې دنيا يې ورته پنځولې؛ يعنې دنيا مېشتي يې هم دوی ته پيدا کړي دي.

صد هزاران طفل سر ببریده شد

تا کلیم الله صاحب دیده شد

صد هزاران دین و دل تاراج رفت

تا محمد یک شبی معراج رفت

په نړۍ کې د ډېری کوشنيانو ونډه او برخه دا وه چې سرونه يې پرې شي، چې موسی (علیه السلام) ژوند پاتې شي. دا کوشنيان د هغه لپاره ول نه دا (موسی) هغوی ته. د علي (کرم الله وجهه) د څرګندونو له مخې، خدای په دنيا کې د هر چا برخه ټاکلې ده.

فقسم بينهم معابشهم و وضعهم من الدنيا مواضعهم[273]

خدای د خلکو روزي ويشلې او هر څوک يې په خپل ځای کې کېنولي او له چا سره يې هم چې ځای يې چېرې وي سلا مشوره نه ده کړې؛ ځکه څوک له خدای سره د هستۍ په مديريت او سنبالنه کې شريک نه دی. ربوبي توحيد پردې مانا دی چې هستي يوازې یو مدير، يوه نخچه او يوه کړلاره لري او موږ ټول د هماغې کړلارې له مخې دنيا ته راغلي يو، لکه څنګه چې حيوانات او بوټي مو په چوپړ کې دي، دغسې ځينې له موږ هم د نورو په چوپړ کې دي. دا يو حکم او ازلي مشيت دی:

در کار ګلاب و ګل حکم ازلی این بود

کاین شاهد بازاری و آن پرده نشین باشد

 

هغه نوادر چې د غفلت له مقامه اوچتېږي، د عالم عالي ستنې دي

نو له آره يې انسانان داسې جوړ کړي چې ذاتاً لوړو مقامونو ته رسېدای شي؛ خو څه چې دباندې او د ټولنې په بڼه رادبره کېږي، دا دي چې دنيا منځنيان ډکه کړي او په دې ترڅ کې ډېر لږ لوړو مقامونو ته ورسي. د عارفانو له نظره خدای نړۍ دغسې غوښتې او جوړه کړې ده. البته که دا نوادر نه وای همدا منځني انسانان تر اوسنۍ کچې هم راټيټېدل. په دنيا کې د همدې عالي ستنو شتون په دنيا کې د سترو خللونو او نيمګړتياوو مخه نيسي او د انسانانو ژوند په انډول او زغموړ بريد کې ساتي.

آن ستونهای خللهای جهان

آن طبیبان مرضهای نهان

محض مِهر و داوری و رحمت اند

همچو حق بی علت و بی رشوت اند

دوی د مينې، لورنې، ستاريت او ګناه پټونې ښکارندويان دي او د خدای په څېر بې مزده او وړتياوو ته په نه پامنيوي، وهابانه ورکړه کوي.

په هغې دنيا کې چې انسان خپل مسافر په داړنو کې راګېر ويني، حب دنيا زايلېږي.

اوس بايد پردې انځورنه، د انسان مسافروالی هم ور زيات کړو، په دې حال کې انسان ځان داسې مسافر بولي چې ځناورو را ايسار کړی دی؛ په دې ځناورو کې ځينې داړن او چيچونکي دي او ځينې لکه ناپوه او بې زيانه دي. مسلماً انسان به په دغسې چاپېريال کې د پاتېدو هيله ونلري او له دغسې دنيا به د زړه تورېدل ستونزمن ورته نه وي.

په دې توګه حب دنيا چې مېوه يې لرې، اوږدې هیلې، حرص او تمه وي، له منځه ځي. په دغسې دنيا کې قناعت، زهد او زغم خپله مانا مومي. انسان به د نورو د بې وفایۍ ، جفاګانو او حق لتاړلو پر وړاندې زغمناک وي؛ او دا زغمناک کېدل به اروايي کيني ورته رادبره نه کړي؛ بلکې د پراخې سينې او سعه صدر زوکړه به يې وي. دا په دې مانا نه ده چې انسان اجازه ورکړي چې حق يې لتاړ کړي؛ بلکې د حق لتاړولو پر وړاندې زغم دی. فرض کړئ يو څاروی مو جامې وتښتوي، ورپسې ځغلئ چې جامې ترې واخلئ؛ خو ډېره لرې ده چې پر حيوان غوسه شئ او کينه ورسره پيدا کړئ؛ ځکه پوهېږئ چې وفا، او حق پېژندنه د حيواناتو په قاموس کې نشته؛ خو له انسانه بله تمه لرئ.

 

د انسان واقعي حالت

علي (کرم الله وجهه) سياستوالو، مديرانو او واليانو ته يو پېغام لري او هغه داسې چې کله مالک اشتر مصر ته لېږي، د اړيکو د ښه اوډونولو لپاره سپارښتنې ورته کوي او د انسانانو په اړه نور معلومات هم ورکوي.

وَ أَشْعِرْ قَلْبَكَ الرَّحْمَةَ لِلرَّعِيَّةِ وَ الْمَحَبَّةَ لَهُمْ وَ اللُّطْفَ بِهِمْ وَ لَا تَكُونَنَّ عَلَيْهِمْ سَبُعاً ضَارِياً تَغْتَنِمُ أَكْلَهُمْ فَإِنَّهُمْ صِنْفَانِ إِمَّا أَخٌ لَكَ فِي الدِّينِ وَ إِمَّا نَظِيرٌ لَكَ فِي الْخَلْقِ يَفْرُطُ مِنْهُمُ الزَّلَلُ وَ تَعْرِضُ لَهُمُ الْعِلَلُ وَ يُؤْتَى عَلَى أَيْدِيهِمْ فِي الْعَمْدِ وَ الْخَطَإِ فَأَعْطِهِمْ مِنْ عَفْوِكَ وَ صَفْحِكَ مِثْلِ الَّذِي تُحِبُّ وَ تَرْضَى أَنْ يُعْطِيَكَ اللَّهُ مِنْ عَفْوِهِ وَ صَفْحِهِ

زړه دې له خلکو سره په لورنې راونغاړه او له ټولو سره دوست او مهربان اوسه؛ هسې نه چې داړن ځناور وسې، چې د خلکو داړل غنيمت وګڼې؛ ځکه خلک په دوه ډوله دي: يو شمېر ستا ديني وروڼه دي او نور په پنځون کې ستا په څېر دي. که کومه ګناه کوي يا څه نا څه پړه کېږي، يا په لوى لاس يا تېر کې څه ګناه کوي؛ نو ويې بښه او اساني ورسره کوه؛ لکه څنګه چې دې ښه اېسي، خداى دې وبښي او اساني درسره وکړي.[274]

له انسانه د دې ډول انځورنې غوښتنه، تېرېدنه، سترګې پټول او سانګيري ده

دلته دا تېرېدنه، مازې اخلاقي تېرېدنه نه ده؛ يعنې، دا نه ده چې ووينې او ښه دې رانشي او ګوته پر خوله کېدې. «ګذشت او تېرېدنه» يعنې پوه شې شونې نه وه چې دغسې ونشي. که پوه شې له داسې موجوداتو سره مخامخ يې چې د انسانيت غوښتنه يې خطا کاري ده؛ نو هله به تېرېدونکی شې.

خدای موږ ته تېرېدونکی دی؛ ځکه موږ پېژني او پوهېږي چې څرنګه مخلوق يو. له خپلو مخلوقاتو خوشې تمې نه لري. څوک چې پوه شي انسان څرنګه يو موجود دی، له دې الهي صفته به لاروي وکړي.

فَإِنَّكَ فَوْقَهُمْ وَ وَالِي الْأَمْرِ عَلَيْكَ فَوْقَكَ وَ اللَّهُ فَوْقَ مَنْ وَلَّاكَ

په رښتینه کې ته پر ولس لوړ يې او مشر دې پر تا لوړ دى او خداى پر هغه لوړ دى، چې ته يې والي ټاکلى يې.

او په څو جملو پسې داسې ټکي راوړي چې له مطلب سره مو اړخ لګوي:

وَ لَا تَنْدَمَنَّ عَلَى عَفْوٍ=بيخي له خپلې کړې عفوې مه پښېمانېږه.

يعنې مه وايه، کاشکې دغسې مې کړي نه وای. ان که ووينې چې عفوه دې بې ځايه وه پښېماني مه کوه؛ ځکه له انسانانو سره په ناسته پاسته او معاشرت کې، بنسټ، تېرېدنه او ګذشت دی او عقوبت او سزا استثنا ده او دا د انسان پېژندنې غوښتنه ده.

وَ لَا تَبْجَحَنَّ بِعُقُوبَةٍ وَ لَا تُسْرِعَنَّ إِلَى بَادِرَةٍ وَجَدْتَ مِنْهَا مَنْدُوحَةً

هېڅکله سزا ته مه خوشحالېږه او هغې غوسې ته مه ورځغله چې ترې تشتېدای شې.

يعنې، که يو ګناهګار ته کوم عذر پيدا شو؛ نو ړومبی يې وګڼه او که د چا سزا ته د تېښتې لار وي، ډيل ورته مه وکوه.

دا د حضرت علي (کرم الله وجهه) د حکومت مبنا وه او خپله يې هم خلکو ته د خطا کارو، معذورو، عفلت والاوو (هغه هم نامذموم غفلت) او د عفوې د مستحقينو په توګه کتل. بل هر څوک چې له خلکو دغسې انځورنه لري، دغسې چلن به ورسره ولري. انساني چلن يعنې د انسان له واقعي وضع سره مناسب چلن او ټوله خبره د انسان د واقعي وضع پر سر ده:

ايا پرښته ده؛ ځناور دی؟ عقلمن دی؟ غافل دی؟ …

له انسانه د علي (کرم الله وجهه) انځورنه

غافل څاروی خو معذور او محترم

مهم ټکی دا دی که انسانان علي العموم عاقل وګڼو، د عقل شرط ورسره سختګيري کول دي؛ خو که جاهل، ناپوه، مفتون او معذور يې وبولو، د عقل و انصاف شرط پرې لورنه ده.

له همدې مخې علي (کرم الله وجهه) مالک اشتر ته دغسې فرمان ورکوي که په بله ټولنه کې بله وضع واکمنه شوه، بل حکم به ورپسې وضع شي.  په هر حال له خلکو د خپلې انځورنې او تمې درلودنې سمونه يو فوق العاده مهم چار دی.

کامل انسان ټولو ته يوه واحده بېلګه او لازم الاتباع نه دی، هر څوک له خپل شان سره وړ کمال لري:

عارفانو چې د «کامل انسان» ويينه مطرح کړې، ويلي يې دي چې انسان هغه ځای ته ور رسېدای شي چې د ټولو الهي اسماوو ښکارندوی شي. دا نظريه د دې انګېرنې لامل شوې چې ته وا ټول  «کامل انسان» کېدای شي يا پېغمبران راغلي چې ګرد انسانان پوره او کامل کړي. دې ډول باورونو له انسانانو ځنې د خوشې تمو او ترې د کږو وږو انځورونو رامنځته کونې ته لمن وهلې ده.

پردې سربېره، انګېرل شوی چې کامل انسان ثابتې او مشخصې ځانګړنې لري او انسانان پر تنوع، ډولا ډولۍ او توپیرونه سربېره هڅه وکړي چې په هماغو مشخصو ځانګړو پر دغسې کامل انسان واوړي.

دا ټولې انګېرنې خطا دي، نه پېغمبران راغلي چې ټول انسانان په کامل انسان واړوي او نه ټول انسانان کامل انسان کېدای شي او نه کامل انسان واحده او ځانګړې بڼه او بېلګه لري. داسې انګېرنې، د انسانانو د ځانګړنو په پامنيوي، له بيخه ناسمې او هغه هم خطرناکې ناسمې دي.

واقع دا ده، که له عرفاني او فلسفي ليد لوري ووينو، وبه وينو چې هر انسان له خپل شان سره وړ کمال لري، ته وا هر موجود يو ټاکلی ظرف، لوښی او ګنجايش لري او تر ګنجايش ورزيات تمه ترې نشو کړای. د هر موجود ګنجايش او وسع يې د حکيمانو په تعبير خپل «وړ کمال» دی که يو موجود د بل موجود کمال، خپل کمال وبولي، په واقع کې «بل» يې «خود= ځان» پېژندلی؛ نوځکه پر پرديتوب اخته شوې دی.

که دا مطلب سم وپوهول شي؛ نو مومو چې هېڅ انسان د بل هېڅ انسان پوره بېلګه نه ده. البته انسانان يو له بل سره مشترکات لري؛ خو د امکاناتو شونتياوو، قواوو، ځواکونو، استعدادونو او وړتياوو له اړخ يو له بل سره توپير لري. نوځکه هر انسان ځان ته يو ځانګړی ډول دی او دا ډول هم خپل مناسب کمال لري.

کله چې هر انسان ته پر خپل لايق کمال ور قايلېږو؛ نو د انسانانو ترمنځ توپیر مو په رسميت پېژندلی دی. په دې حال کې په ښوونه او روزنه يا مديريت کې بايد دوه کارونه وکړو: يو داچې د انسانانو ترمنځ عامې ګډې وجهې په پام کې ونيسو او ټول خلک لږ تر لږه له انساني کماله برخمن کړو او دويم دا، هر انسان خپل ځانګړي مقام ته ور ورسوو.

همدا غفلت دی چې انسانان يې د پېغمبرانو محتاج کړل. څوک چې په شخړه کې راګېر دی، په خپله د شخړې منځګړی کېدای نشي او دباندنی داور، قاضي او منځګړی لازم دی.

مازې اختلاف برکتي نه دی

فی نفسه شخړه او اختلاف برکت او تکامل نه راوړي؛ خو داچې دوه ځانګړنې يا دوه عاملونه پکې وردننه کړو: روش (او دود) او بل داور، قاضي او منځګړی. که د خلکو ترمنځ شخړه راپېښه شي او څوک د اختلاف په علت پوه نشي او نه يې هوارولای شي؛ نو دا شخړه يو عذاب دی، لکه د يو ناليدلي څيز پر سر د ړندو اختلاف:

حلقه به چه کار اندرید

دیده بان را در میانه آورید

دغسې اختلاف نه يوازې ګټه نلري؛ بلکې د عمر او انرژۍ د ضايع کېدو لاملېږي. يوه څارو او داوره سترګه لازمه ده چې ترمنځ يې قضاوت او ورمندون وکړي. او دا د الهي رسولانو سترګه ده.

په نوې نړۍ کې هڅه کوي چې له بهرني د اوره د بشر استغنا او عفوه سره راټوله کړي:

اوس څه مو چې په پېر کې پېښ شوي، که ورته ووينو، مومو چې نوې انسان پېژندنه هڅه کوي چې دا دواړه وضعيته سره راټول کړي. يعنې يو خوا انسان ته په حقوقو، د قضاوت پر قدرت او طراحۍ قايل دي او له وحې يې موړ او مستغني بولي او بلخوا د ډېرې ګوزارې او شفقت غوښتونکی دی. حال داچې ګوزاره له هغه سره روا ده، چې د ورمندون یا قضاوت وس او قدرت نلري؛ نو يا بايد ومنو چې انسان لږ تېروځي؛ نوځکه د بل ورمندون – قضاوت ته اړتيا نلري نو بايد سختګيري ورسره وکړو، يا بايد منو چې انسانان د غفلتونو په دوړو، داړن صفاتو او شخړو کې راګېر د عفوې، نرمۍ او ګوزارې مستحقين دي او د پېغمبرانو قضاوت او ورمندون ته اړمن دي:[إِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ[275]]

په هر حال ديني حکومت انسانانو ته د دغسې ځانګړنو په فرض بايد په لورنې، شفقت، تېرېدنې، پراخې سينې او سعه صدر ولاړ وي. انسانان د خدای بندګان ګڼل او ټولو ته پر حق او مکلفيت قايلېدل، د هغه حکومتي نظام غوښتنه ده، چې پکې هېڅوک ځان له حق، مکلفيت او اخلاقي قضاوت څخه ورهاخوا نه بولي. نوځکه دين چې د کومو انساني کمالاتو لرليد راښيي، فوق العاده روښانه او زړه ښادمنوونکی دی او د انسان روح د دې څنډو لوريو ته د ورالوتنې لپاره څوبمن او لېوالوي، په عين حال کې خپله دين را زده کوي چې له ټولو انسانانو تمه کېدای نشي، چې په هغه اوچته ارتفاع کې وزرونه وټپوي.

اوس څرګندېږي چې د يوې سياسي نظريې رامنځ ته کول چې هم د انسانانو له طبيعي وضع نټه ونکړي او هم يې قاضي او داور ته اړتيا ومني او هم د نخبګۍ مدعيانو ته د ناوړې ګټنې مجال ورنکړي او هم له انسانانو سره په چلن کې لورنه اصل وګڼي او هم يې حسابګري وشمېري ـ به څومره ستونزمنه وي.

انسان تلونکی مسافر دی

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي:

يَا بُنَيَّ إِنِّي قَدْ أَنْبَأْتُكَ عَنِ الدُّنْيَا وَ حَالِهَا وَ زَوَالِهَا وَ انْتِقَالِهَا وَ أَنْبَأْتُكَ عَنِ الْآخِرَةِ وَ مَا أُعِدَّ لِأَهْلِهَا فِيهَا وَ ضَرَبْتُ لَكَ فِيهِمَا الْأَمْثَالَ لِتَعْتَبِرَ بِهَا وَ تَحْذُوَ عَلَيْهَا إِنَّمَا مَثَلُ مَنْ خَبَرَ الدُّنْيَا كَمَثَلِ قَوْمٍ سَفْرٍ نَبَا بِهِمْ مَنْزِلٌ جَدِيبٌ فَأَمُّوا مَنْزِلًا خَصِيباً وَ جَنَاباً مَرِيعاً فَاحْتَمَلُوا وَعْثَاءَ الطَّرِيقِ وَ فِرَاقَ الصَّدِيقِ وَ خُشُونَةَ السَّفَرِ وَ جُشُوبَةَ المَطْعَمِ لِيَأْتُوا سَعَةَ دَارِهِمْ وَ مَنْزِلَ قَرَارِهِمْ فَلَيْسَ يَجِدُونَ لِشَيْ‏ءٍ مِنْ ذَلِكَ أَلَماً وَ لَا يَرَوْنَ نَفَقَةً فِيهِ مَغْرَماً وَ لَا شَيْ‏ءَ أَحَبُّ إِلَيْهِمْ مِمَّا قَرَّبَهُمْ مِنْ مَنْزِلِهِمْ وَ أَدْنَاهُمْ مِنْ مَحَلَّتِهِمْ وَ مَثَلُ مَنِ اغْتَرَّ بِهَا كَمَثَلِ قَوْمٍ كَانُوا بِمَنْزِلٍ خَصِيبٍ فَنَبَا بِهِمْ إِلَى مَنْزِلٍ جَدِيبٍ فَلَيْسَ شَيْ‏ءٌ أَكْرَهَ إِلَيْهِمْ وَ لَا أَفْظَعَ عِنْدَهُمْ مِنْ مُفَارَقَةِ مَا كَانُوا فِيهِ إِلَى مَا يَهْجُمُونَ عَلَيْهِ وَ يَصِيرُونَ إِلَيْهِ

زويه! د دنيا او له ډول ډول اوښتنو او له پوپنا کېدو او لاس په لاس کېدو مې یې خبر کړې او له آخرت او څه چې هلته انسانانو ته چمتو دي،مې هم خبر کړې او د دواړو بېلګې مې راوړې، چې ورم ومنې او د ژوند پر دود پوه شې.

چاچې دنيا ازمېیلې؛ نو کيسه يې د هغه مسافر په څېر ده، چې په بې اوبو او بې وښو شډل ځاى کې وسي او د سوکالۍ او اسانۍ ځاى ته د تلو په هوډ کې وي؛ نو د لارې ستونزې او د دوستانو بېلتون زغمي او پر ځان د خوراک څښاک سختي تېروي، څو پر خوندي او پراخ هستوګنځي ارام ګام کېدي او د سفر له سختيو ستړى شوى نه وي او لګښت، تاوان او غرامت نه ګڼي او يوازې دا يې ښه ايسي، چې د امن او ارام ځاى ته ورسي.

او د دنيا پالو کيسه د هغې ډلې په څېر ده، چې د نعمتونو له ځايه وچ، شډل، بې اوبو او بې وښو ځاى ته کډن شي؛ خو له خپل ځايه بېلېدل ورته خورا ستونزمن وي، چې بايد خپګان يې وزغمي.

د آخروي نېکمرغۍ تأمين او د دنيا او آخرت د اړيکې څرګندونه د دين له مهمو رسالتونو ځنې دي:

د علي (کرم الله وجهه) دا تمثيل، له دنيا و آخرت سره د انسانانو بېلابېل تړاوونه څرګندوي. د دنيا او آخرت تړاو له اهمو مسايلو ځنې دی چې د دين مشرانو او د خدای وليانو ويينې ورباندې کړي او څه هېښنده چار هم نه دی؛ ځکه پر خدای او بلې نړۍ پر ايمان راوړو روسته د ا ديانو د لارويانو تمه همدا ده چې ديني مشران، د اُخروي ژوند حالات يا په ټوليز ډول د نېکمرغۍ او بدمرغۍ مساله ورته تشريح کړي.

له همدې لامله  په قرآن، رواياتو او په تېره نهج البلاغه کې د دې مسئالې څرګندونې ته څرګنده پاملرنه شوې؛ ځکه په دې اړه ناوړه پوهاوی به د دنيوي کور په ناوړې جوړونې پای ومومي.

د دنيا او آخرت ترمنځ په ډول ډول تړاوونو قايل شوي دي:

څوک چې په مطلق ډول بل ژوند ته سترګې پر لار نه وي او په مرګ خپل ژوند پای ته رسېدلی بولي، په يو ډول ژوند کوي او هغوی چې بل ژوند ته سترګې پر لار وي، په بل ډول. هغوی چې پر بله نړۍ ایمان لري، پر څو ډلو ویشل کېږي: یوه ډله دا او هغه بله نړۍ يو له بل سره ضد او ناسازګاره بولي او بله ډله يې سازګارې وينې. بيا د دواړو نړيو د سازګاريو د قايلينو ترمنځ په عام ډول دوه فکره دي: هغوی چې دواړه ژوندونونه د يو بل پر وړاندې ويني او هغوی چې دواړه يو د بل په اوږدو کې ويني (يعنې يو د بل سريزه او تر بل راټيټ بولي).

په نوي پېر کې، يو شمېر مسلمين، په اخروي ژوند ګروهه دنيوي نېکمرغۍ ته سريزه او پيلامه ګڼلې؛ يعنې په واقع، آخرت يې دنيا ته سريزه ګڼلې ده. دوی ته کله هم د ايديالوژۍ خاوندان هم ويل شوي دي. په هر حال، په ډاډ ويلای شو هر يو له دې انګېرنو د انسانانو پر دنيوي ژوندو دود اغېز پرېباسي.

هغوی چې دنيا او آخرت يو د بل په اوږدو کې ويني، ويلي يې دي چې دا دنيا د کرځي، سوداګر خونې او يا مسافرتون په څېر ده او هغوی چې دنيا او آخرت يو د بل ضد انګېري، وايي چې دنيا د زندان په څېر ده. له دنيا زموږ د صوفيانو انګېرنه يو زندان يا څاه ده. دنيا هغه ځای بولي چې انسان له بدې پېښې پکې راګېر شوی دی. د د وی  له نظره د جسم په جامو کې راننوتل او د يو طبيعي او مادي موجود بڼه خپلول يو کړاو دی چې بايد ژر ترې خلاصون ومومو ـ بايد دا نامبارکې جامې له تنې وباسو او د پرښتو په ليکه کې ورننوځوو. بده نده دا مساله څه قدرې راوسپړو او له دنيوي معيشته په صوفيانه انګېرنې کې ډېره ځيرنه وکړو.

په قرآن کریم کې د آدم د قصې پېغام

له جنته دې خاورينې نړۍ ته د آدم د راتګ په اړه د قرآن له وينا څه مانا موندای شو؟  ايا د دې نړۍ پيدايښت او پکې انساني ژوند، په پيدايښت کې يوه تېروتنه وه؟ او موږ جنتيان وو؛ خو نيکه مو آدم، دې «خراباد خونې» ته راوستوو او له شيطان سره يې مخ کړو؟ يا څه چې د انسان پر سر راغلي، يوه الهي کړلار وه او خدای غوښتل چې دغسې وضع رادبره شي. په بله وينا، ايا په دنيا کې اوسېدل مو، زموږ د تکامل د بهير يو برخه ده يا له بهيره کږلېچ؟

افسوس چې پخوانيو او نويو مفسرانو د آدم قصه يوازې له اخلاقي يا د طبيعي علم له ليده کتلې او په اړه يې پرېمانه ويينې را وړاندې کړي چې ايا د آدم قصه د داروين له نظريې سره اړخ لګوي يا  نه، ايا د انسان وجود د ساکښو له ژوند سره تړاو لري او د دوی له ژوندوني تکلامله راپنځېدلی يا ځانګړډوله (منحصر به فرد) نوع دی؟ يا يې بحث کړی چې ايا شيطان له پرښتو ځنې و يا له پېريانو؟ که له پرښتو ځنې نه و، څنګه يې ځان سجدې ته د فرمان مخاطب وموند؟ ايا آدم ته د سجدې امر، يو تکويني امر و يا تشريعي؟ ايا سرغړونه ترې شونې وه يا نه؟ آدم ته د شيطان سجده نه کول د عاشقانه غيرت له مخې وه (د حلاج او عين القضاة وينا[276] يا د کبرجن او مستکبرانه معصيت او سرغړونې له وجهې؟

دا ګردې ويينې ښې او عبرتناکې دي؛ خو يوه بله ويينه هم شته، چې حافظ شیرازي ورته اشاره کوي:

من آدم بهشتی ام اما در این سفر

حالی اسیر عشق جوانان مهوشم

بخت ار مدد کند که کشم رخت سوی دوست

گیسوی حور گردد فشاند ز مفرشم

د دنيا پيدايښت او پکې ژوند د تېروتنې زوکړه نه ده

زموږ اصل جنتي آدم ته ورګرځي؛ خو تقدير دا و (يعنې د خدای کړلاره) چې جنتي آدم له دې ځايه راکوز او خاورين شي. آدم له پيله هم خاورين و او په خپل نامناسب عالم کې اوسېدای نشو، شيطان هم له آره اورين او پېريانی و او په پرښتو کې اوسېدای نشو.

[انَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ[277]]

پرښتې هم له آره ملکوتي (او له پاسنۍ نړۍ) وې او هلته پاتې شوې. د آدم قصه او د شيطان سجده نه کول، د عوالمو د بېلښت قصه ده او خپلې نړۍ ته د هر غړي ورتګ او پر خپل کار بوختېدل دي. تردې روسته آدم خاورو ته راغی، اولاد يې وشو او ځمکنی ژوند او معيشت يې پيل کړ. شيطان هم پېريانو ته ور ستون شو، ملګري او ملاتړي يې پيدا کړل او په ټينګه يې په اغوا او بېلارېتوب لاس پورې کړ، پرښتې په اسمان کې پاتې شوې او خپلې تسبيح يې تعقيب کړې. نوځکه آدم له خپل ځايه را ونه ووت؛ بلکې خپل ځای ته راستون شو. اوس آدم د ځمکې پر مخ په خپل کور کې دی، نه په څاه، زندان، ورکه او بېديا کې؛ نو د دنيا پيدايښت د تېروتنې او يا له يوې ګناه ناخواسته پايله نه وه.

خدای له پيله مسافر پيدا کړي وو نه مقيم او هستوګن. موږ د جنت هستوګن نه وو چې په يوې ګناه مو راوشړي؛ بلکې موږ مسافر وو چې د ژوند او عمر يوه برخه مو هلته تېره کړې او نورې برخې دلته او په نورو ځايونو کې بايد تېرې کړو. که د دې دنيا او هغې دنيا په تړاو سم پوه نشو، دا ناوړه پوهېدنه به مو په ژوند او معيشت کې بيخي اغېز وکړي.

هغوی چې انګېري، شونې وه انسان دې دنيا ته رانشي او تل په جنت کې پاتې شي، طبعاً دلته له خپلې هستوګنې خپه دي او همداراز هغوی چې له آره ځانونه مسافر نه ګڼي او د سفر وينا او مقوله ورته بې مانا ده (يعنې ماده پالي) ژوند دود به يې له هغوی سره چې ځانونه مسافر ګڼي، توپير ولري.

ډېری ديني ارزښتونه د انسان له مسافر والي سره اړخ لګوي

مخکې مې وويل چې ډېری اخلاقي او ديني مانيز (معنوي) ارزښتونه يوازې هله د پوهېدو وړ دي چې انسان يې د مسافرت په زمينه کې وويني. څوک چې ځان مقيم بولي د ځينو ارزښتونو پوهېدل يا عمل پرې کول ورته ناشونې ښکاري. لکه «زهد» چې په دنيا پورې د زړه نه تړلو او پکې د سپک ژوند کولو پر مانا دی، يوازې هله د انسان خوله پرې خوږېږي او د عملي کېدو وړ ورته دی چې ځان په دنيا کې مسافر وبولي. کوم انسان چې په سفر کې دی او تل د وطن غم ورسره وي، د سفر کړاوونه زغمي، له موخې سره د مينې په پار، خپله روحيه او ښادي ساتي، همسفرانو ته د همدردانو په څېر ګوري، د لوټمارۍ مقوله اهميت او جديت ورته پيدا کوي (شيطان او شيطنت) له نا اهله او نامناسبه همسفره په ټینګه ځغلي، په سفر کې کار په وطن کې له خپلې ګاندې (راتلونکې) سره انډولوي او تر ټولو مهمتر، ځان سپک پیټی ساتي چې ژر له هموطنو سره يو ځای شي. دا سپک پېټيتوب او د کمښتونو زغمل، په «زهد» يادېږي.

د زهد روح، سپک پېټی درلودل او د مسافرو خوی خپلول دي. د علي (کرم الله وجهه) په وينا «تخففوا تلحقوا فانما ينتظر بأولکم آخر کم: سپک پېټي اوسئ چې وکړای شئ ولاړ شئ او موخې ته ورسئ.[278]

دا د مسافرينو حالات دي. که څوک له وطنه غافل وي او د سفر په تفاضا او غوښتنه عمل ونکړي، د مسافر نامه پرې ور ايښووای نشو. وينئ چې مسافر ته د انسان، دې دنيا ته د مسافرتون او بلې دنيا ته د وطن ورته والی له خورا څرګندو مثالونو دي؛ خو زندان يا څاه ته د طبيعت ورته والی د لوټمارۍ تمثیل دی او له سمې لارې ځنې د انحرافي اندنو څخه راولاړه شوی دی. په قرآن کې هم هستي دغسې ستايل شوې نه ده.

که څه انسان تلونکی مسافر دی؛ خو دنيا چې مسافرتون دی، پرځای پاتېږي

يادونې وړ ټکی دا دی چې مسافروالی د چارو د سست نيوو پر مانا نه ده، په بله وينا، د مسافرتوب شرط د مسافرت جدي او ټينګه نيونه ده، نه د چارو نه ټينګه نيونه؛ ځکه انسانان تل په دنيا کې مسافر دي. که داسې و چې یوازې يوه ډله دنيا ته راشي او ولاړه شي؛ نو سياسي، ټولنېزو او وټېزو (اقتصادي) چارو دومره اهميت نه درلود؛ خو موږ يوازې د دنيا مسافرين نه يو. هر نسل مسافر دی او نسلونه ډېر دي او پردې سربېره خپله مسافرتون، مسافر نه دی؛ يعنې؛ حکومتي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي جوړښتونه يې مقيم دي. موږ داسې بزګران يو چې يوازې ځان ته یې نه کرو؛ نور به هم راشي او له کښته به مو ګټنه وکړي. کښتځی يا مسافرتون پاتېږي او بزګران او مسافرين درومي؛ نو د دې دواړو حکم سره باید ګډوډ نه کړو. يو شمېر صوفيانو کورونه نه جوړول، ويل يې: «الامر اسرع من ذالک» يعنې بايد له دې ځايه ولاړ شو او نبايد د دنيا کار په ټينګه ونيسو؛ خو حق دا دی چې نبايد د نړۍ حکم له خپل حکم سره ګډوله کړو. د دې دواړوه سمه بېلونه به، د دنيوي ژوند سم اخلاق رازده کړي او ډېری بې پايلې شخړې چې پردې ټکي له نه يقينه راولاړې شوي له منځه به يې يوسي: ځانونه مسافر وبولو، خو مسافرتون ته يو عاقلانه، سم، مينناک او مدبر غونډال (نظام) اوڅار کړو.

څو مو چې راوړل د زهد مانا او سرچينه وه. شونې ده څوک زاهدانه ژوند ونه غواړي. حافظ شیرازي، زهد ژوند ته سمه فلسفه نه ګڼله (او نه د ريا باطل زهد؛ بلکې حقيقي زهد) او د دنيا ځنې له نعمتونو پر برخمنۍ قايل و. په دې دنيا کې پوخوالی يې په بله دنيا کې د بالغ ژوند درلودو ته لازم باله:

زمیوه های بهشتی چه زوق دریابد

کسی که سیب زنخدان شاهدی نگزید

حافظ شیرازي په رښتینه کې صوفي او زاهد نه و او په دنيا کې يې د ژوند او عيش حق پوره کاوه.

چه شکرهاست در این شهر که قانع شده اند

شاهبازان طریقت به مقام مگسی

په بل ځای کې د خوږلنۍ له پرېښودو خپله بېوسي څرګندوي او د خپل معيشتي ژوند پر نه زاهدوالي د ټينګار ګوته ږدي:

طمع در ان لب شیرین نکردنم اولی ولی چگونه مگس از پی شکر نرود؟

من گدا هوس سروقامتی دارم  که دست در کمرش جز به سیم و زر نرود.[279]

الله تعالی؛ ستر، جليل او محترم  دی؛ خو انسان حقير او ذليل بنده دی

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي:

فَإِذَا عَرَفْتَ ذَلِكَ فَافْعَلْ كَمَا يَنْبَغِي لِمِثْلِكَ أَنْ يَفْعَلَهُ فِي صِغَرِ خَطَرِهِ وَ قِلَّةِ مَقْدِرَتِهِ وَ كَثْرَةِ عَجْزِهِ و عَظِيمِ حَاجَتِهِ إِلَى رَبِّهِ فِي طَلَبِ طَاعَتِهِ وَ الْخَشْيَةِ مِنْ عُقُوبَتِهِ وَ الشَّفَقَةِ مِنْ سُخْطِهِ فَإِنَّهُ لَمْ يَأْمُرْكَ إِلَّا بِحَسَنٍ وَ لَمْ يَنْهَكَ إِلَّا عَنْ قَبِيحٍ

اوس چې په دې حقيقت پوه شوې؛ نو په عمل کې داسې هڅه وکړه، چې ستا په څېر ته وړ وي، چې خداى ته يې مقام ټيټ، وسه يې ډېره لږه او بېوسي يې ډېره وي، د خداى د اطاعت څوبمن او له عذاب او غوسې يې ډارېږي؛ ځکه خداى يوازې پر نېکيو د امر او له بديو د منع حکم ورته کړى دى.

په يوه لوري کې ستر، جليل، محترم، رفيع، اوچت، نه موندونی ، د ټولو ځواکونو خاوند، د مرګ، ژوند، رنځورۍ او روغتيا او عافيت خاوند ولاړ دی او په بل لوري کې، حقير، بېوسې او  ډېر اړمن بنده.

بنده بايد د خدای پر وړاندې څه حال ولري؟ له زړګني او عملي اړخ بايد خپل عمر له کومو موخو سره تېر کړي؟ کوم عبادت له دغسې ربوبيت سره وړ دی؟

علي (کرم الله وجهه) ځوابوي چې په اطاعت کې یې هڅه کول او له غوسې او سزا یې ډار، د دغسې ربوبيت وړنده (وړ) ده.

دلته دوه مهمې پوښتنې اوڅارېږي چې د دقيقې ويينې وړ دي: ايا خپله د خدای سترتوب او د بنده وړکتوب، د دې رفيع او ستر موجود يو ډول لمانځنه ، اطاعت او په امر و نهې يې پابندي او التزام ايجابوي که  نه؟ په بله وينا دغسې يوه سريزه، دغسې يوه عملي پايله ايجابوي که نه؟

آيا الله مو ښه ايسېدای شي؟

دويمه پوښتنه دا ده چې ايا له لاسرسي لرې او ستر الله بندګانو ته يوازې هيبت او ډار وراچوي، يا داچې ښه يې ايسولای هم شو؟

ايا خدای يو ډارونی، بوږنوړی موجود دی يا يو ښه ايسېدونی؟ د بې نهايت لوی خدای او د بې نهايت حقير بنده ترمنځ څه اړيکه جوړيدای شي؟ ايا بايد يوازې له خدايه وډارېږي او په زړه کې يې هيبت ولري او ژوند په ډار کې تېر کړي او د ناوړې پايلې له ډاره ولړزېږي او تل د عذاب او الهي ډار نندارې انځور کړي؟ ايا يو ښه ايسېدونی، مينناک، ستايونی او ورته نژدې کېدونی خدای هم شته؟

عارفان د خدای او انسان ترمنځ د مينناکو اړيکو تعبيرونه افاده کوي؛ خو ولې علي (کرم الله وجهه) دلته د خدای پر دې څېرې ټينګار کړی نه دی؟ اصولاً په ديني ښوونو کې د باري تعالی کومه يوه څېره تر نورو ځلانده (يا د عارفانو په تعبير کومه يوه نامه يې پر نورو نامو برلاسې او حاکمه) ده؟ موږ څنګه يو خدای ولمانځو او له کوم خدايه وډار شو؟ ايا ګردې لمانځنې د ډار له لامله دي او په بل پار لمانځنې نشته؟ ايا دا دوه صفاته (له خدای ډار او ورسره مينه) يو ځای کېدوني دي؟ ايا که له دې صفاتو ځنې يو يې په ورهٔ راننوځي، نو پر بل ځای تنګ نکړي؟

په زیاتره ديني تعابېرو کې بندګانو ته د خدای ډاروونکې څېره ورياده شوې ده

دلته په دويمې پوښتنې لګيا کېږو چې په ټولو شرکي او توحيدي اديانو کې ويينې پرې کېږي. بېشکه هغه ته چې د شريعت او ديانت پر لار يې نوی قدم ايښی د معبود له اوصافو ځنې يې ړومبی صفت، عظمت، رفعت او له لاسرسي يې لرېوالی دی.

انسان ځان هېڅ او معبود هر کاره انځوروي او د دې انځورنې له مخې پر وړاندې يې بې له ورلوېدو څه کړای شي؟

په شرع کې شته تعبيرونه همدا مانا راښيي. په لمانځه کې خدای په «عظیم» او «اعلی» صفاتو يادوو: «سبحان ربی العظيم وبحمده» «سبحان ربی الاعلی و بحمده». دا تعبيرونه او د عزيز، جبار او متکبر (چې په قرآن کې راغلي) په څېر صفات د خدای د هغې څېرې انځورګر دي، چې بايد بنده يې پر وړاندې حقارت او سپکتیا وننګېري؛ خدای په يو لوړ مقام کې واقع کېږي چې له خپل حقير بنده ځنې بې نهايته واټن لري، د  دغسې خدای پر وړاندې بل څه کړای شو؟

دا يوه له څرګندو څېرو ځنې ده چې اديانو، خدايانو ته ورکړې ده. په اسلام کې هم خدای دومره هيبت، دبدبه، مهابت او جلالت لري چې يو شمېر عابدان او عارفان يې خورا ډار ته اړ کړي دي. لکه امام غزالي په احياء علوم الدين کې راوړي، خدای داوود (علیه السلام) ته وحې وکړه «يا داود خفنی کما تخاف السبع الضاري» (داووده! داسې رانه وډار شه لکه له لیوني داړونکي چې ډارېږې)، بيا غزالي د دې حديث په تفسير کې وايي، که داړن دې له وينې تويولو تېر شي ستا د اهميت يا زاريو په پار نه، بلکې ته يې د اعتنا وړ بللې نه يې او دا د عارفانو په زړونو کې د خدای دبدبه او هيبت راښيي (بايد ووايو چې عراقي د احياء ټول احاديث راسپړلي او دا حديث يې له اسرائيلياتو او مجعولاتو ځنې ګڼلی دی). قرآن د دې ټولو په سر کې له خدايه د ډار او خشيت خبرې کړي دي. اوس وينو له خدايه ډار د څه لپاره دی؟ ولې له خدايه ډارېږو يا بايد وډار شو؟

 

د «جبن» او «خوف» توپير

جبن (ډارېدنه) له ناپوهۍ سره اخږل شوی يو اروايې انفعالي حالت دی؛ خو خوف له پوهې راولاړ شوی اروايي حالت دی. انسان کله چې د يو چار پر خطر يا سترتوب پوهېږي، ترې خائف کېږي، حال داچې جبن يا ډارېدنه د موضوع نه پېژندو زېږنده ده. البته جبن د خدای پر وړاندې مطرح نه دی، بلکې خوف او خشیت مطرح دی؛ خو خوف او خشيت څه ته وايي؟
عارفانو مو په دې باب پراخې څرګندونې کړي چې يا د شرع له شوونو يا له شخصي تجربو راولاړې شوې دی.

[وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى[280]= او هغه چې د خپل پالونكي له مخامخېدو ډار شوی او ځان يې له ناوړه هيلو ژغورلى وي؛ نو په حقيقت كې هستوګنځى يې همدا جنت دى.]

د خشيت تعبير هم لرو:

[إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ[281]= خبردارى دې ايله هغه ته (ګټور) دى، چې د قرآن لاروی وي او په پټه له لوراند خدايه وېرېږي؛ نو همده ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه.]

« خَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ» د قرآن له ډېرو لطيفو تعبيرونو ځنې يو يې دی. په دې آيت کې خدای هم هغه موجود چې بايد ترې وډار شو او هم لوراند، ستايونی او مينناک موجود انځوروي او په ترڅ کې وايي چې د پېغمبرانو پېغام پر هغو کسانو اغېز پرېباسي چې له دې لوراند خدايه ډارېږي. قرآن له دوو پېغمبرانو د ډار دوه تجربې بيانوي چې دواړه د موضوع په څېړنه کې له ناپوهۍ او بېوسۍ راولاړې شوي دي.

د خوف په اړه دوه قرآني بېلګې

دا دوه ډاره يو په حضرت موسی (علیه السلام) او بل په حضرت ابراهيم (علیه السلام) پورې اړوند دي. موسی (علیه السلام) چې پر کومه شپه، په هغې بېديا، په هغو سړو او هغه يوازېتوب کې پر نبوت مبعوث او وګومارل شو، خدای ورته وويل، لاس دې تخرګ ته وروړه او راوباسه، تک سپين به شي او همداراز خپله لکړه وغورځوه (چې ښامار به شي). دلته موسی (علیه السلام) د ښامار په لېدو وډار شو.

بیا خدای ورغږ کړ:

[لَا تَخَفْ إِنِّي لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ[282]= مه وېرېږه (؛ ځکه) چې استازي مې پر وړاندې نه وېرېږي.]

ظرفيت يې پراخېږي او پر ناپېژاندو به ډېره احاطه پيدا کړي، داسې چې د وجود د اړخونو او نويو مراتبو له ليدو څخه نه اندېښمنېږي.

بله تجربه، د حضرت ابراهيم (علیه السلام) ډار و چې کله پرښتې ورغلې او وظيفه يې د لوط قوم له منځه وړل و، ابراهيم (علیه السلام) ونه پېژندې، ګومان يې وکړ چې انسانان دي، نو مېلمستيا ته يې سېرلۍ وريت کړ او چې پرښتو خوړو ته لاس ور ونه غځاوه ، ابراهيم يې غير عادي حالاتو وډار کړ:

[لَا تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ[283]=(پرښتو) وويل: ((مه وېرېږه!)) (موږ ستا د پالونكي استازي او پرښتې يو)! او د يوه پوه زوى (د زوكړې) زېرى یې وركړ.

له خدايه ډار، د غير قابل ادراک عظمت د احساس زېږنده ده

د دې دوو پېغمبرانو ډار، عاطفي او عادي اړخ درلود، له ناپېژاندي او له تحلیل څخه له تښتېدوني چار ځنې ډار او يا له داسې څيز څخه ډار چې ځاني خطر لري. ناپېژاندې چارې هم ډېرې دي او هر مجهول ډاروونکی نه دی. هغه چار چې د خپل عظمت په دليل د هضم وړ نه دی او په انسان کې حقارت ورغورځوي؛ نو خشيت راوړوونکی دی او دا له خدايه د ډار جرړه ده.

موږ انسانان په خپل عادي ژوند کې له خپلو ډېرو ځانګړنو ځنې غافل يو. که څه شونې ده پوه شو چې عاجز، بېوسي او محدود يو؛ خو دا بېوسي، ناپوهي او محدوديت هېروو. اوس که د يو موجود يا پېښې پر وړاندې واقع شو چې دا اوصاف داسې راښکاره کړي چې له درک او مشاهدې ځنې يې د تېښتې لار راته پاتې نشي؛ نو هله له محدوديته دا باخبري او زموږ د لنډې هستۍ پای ته رسېدنه، يو ډول خوف او ډار راکې پيدا کوي او څومره چې د بېوسۍ او محدوديت له ژورتيا باخبري ډېره وي، خوف به ډېر او ژور وي. ته وا په سترګو وينو چې هستي مو نړېږي او زوالېږي ته وا خپل ورکېدل په سترګو وينو.

له مرګه ډار له يوه اړخه له خدایه ډار ته ورته دی

ولې انسان له مرګه ډارېږي؟ له مرګه ډار له خوندونو د منځه تلو، له يارانو د بېلتون او د هيلو د نه پوره کېدو په پار نه دی. له مرګه ډار په دې دليل دی، چې مرګ انسان د خپل وجود په پای ته وررسېدو خبروي. مرګ يو سرغاړی چار دی چې بېوسي مو راته القأ او راغورځوي. راته وايي، پر وړاندې دې يو څه شته چې له ګردو ځواکمنو ادعاوو سره سره، بايد پر وړاندې يې سرټيټ کړې، د مقابلې شونتيا ورسره نلري، مرګ يوازې زموږ د هستۍ د محدوديت يوه څېره ده؛ موږ له نورو اړخونو هم محدود، بېوسي، عاجز او تش يو.

د «سارتر» په تعبير: «نېستۍ د چنجي په څېر سوړه راکې کړې.»

حقيقتاً يو ښووند لازم دی چې دا نېستي او راکې جوړه سوړه راوښيي. هغه ښووند چې دغسې سبق راښيي، هماغه دی چې د هيبت او خوف (ډار) درس القأ او راغورځوي. که خپلو هغو تجربو ته دقيق نظر وکړو چې ډار کړي يې يو (لکه: له يو لويی ګړنګه ډار، له توپان او سيلۍ ډار، له سمندره ډار، له يو داړن څخه ډار، له يو ځواکمن انسانه ډار، له زلزلې ډار)؛ نو وبه وينو چې له دې خاورو او پېښو ډار په دې دليل نه دی چې مرګ مو تر سترګو کوي؛ بلکې په دې پار هم دی چې د دې پېښو سترتوب مو له خپل حقارته خبر وي. چې کله د څپاند سمندر پر وړاندې ودرېږئ، يا د غره په هسکه هيبتناکه څوکه ځان ته وينئ، وړکتوب او بې پناهي ننګېرئ، سوچ کوئ چې هېڅ ياست او که په دې بې رحمه ګړنګونو کې ورولوېږئ، دا غرونه او دا ستوري به يو هم ستاسې چغې او کوکې وانه وري. دا بې پناهي او لوی حقارت، هغه مهابت، جلالت ، ستريا لا ستروي او انسان په خپل بريد او له خپل هغه مقامه یې خبروي چې په موجوداتو کې یې لري.

اصولاً په بهر کې هر عظمت، زموږ په دننه کې د يو حقارت راچوونکی دی. هغه چې له لوۍ او جليل موجوده نه ډارېږي، له خپلې بېوسئ او وړکتوبه به ناخبره وي. هغه ډار چې د دباندينيو موجوداتو د جلالت او عظمت د درک زوکړه ده، نو سل په سلو کې د انسان له ژورې آګاهۍ او خبرتيا راولاړ شوی او له ناپوهۍ (جهل) او مذموم کبر څخه خلاصېدل دي. نو هر ډار، جبن نه دی. ډار چې د علم او پوهې له مخې وي، چورلټ ممدوح او ښه دی. خدای تعالی وايي:
[إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ[284]= پوهان له خدايه ډارېږي.]

د خوف درجې د معرفت له درجو سره متناظرې دي

ډار درجې لري او درجې يې د پوهې او پېژندګلوۍ له درجو سره متناظرې دي. څومره چې ځانونه ښه وپېژنئ، (خائفتر او) ښه ډارن به اوسئ. څوک چې ځان نه پېژني، له هېڅ څيز نه ډارېږي. څوک چې ځان مطلق وسمن، قادر او عالم بولي او له هېڅ څيز نه ډارېږي، بيا هم داچې ځان نه پېژني، نه ډارېږي. انسان نه مطلق قادر دی او نه مطلق عالم او همداچې دغسې باطل ګومان يې پيدا کړی د ناپوهۍ او جهل په لانديني تل کې پرېوتی. البته د خدای پر وړاندې ډار او خشيت عظیم ترين، نېکترين او مقدسترين ډار دی.

مولانا په رښتيا دا مانا موندلې او څرګنده کړې ده څوک چې له خدايه ونه ډارېږي، نه داچې مېړنی نه دی؛ بلکې کټ مټ د هغه په څېر دی چې ګل نه ستايي. دا چار نه یوازې د دې کس له استغنا او غوراوی ځنې دی؛ بلکې د دې کس له ړوندتوب او بې زړه توب ځنی دی.
له بیخه، يو ذوق او ښکلا پوهنه لازم ده چې ګل د انسان په سترګو کې کېني او ستاينې ته يې اړ کړي. له جليل خدايه ډار هم همدغسی دی. مولوی وايي:

گربه باشد شحنه هر موش‌خو

موش که بود تا ز شیران ترسد او

خوف ایشان از کلاب حق بود

خوفشان کی ز آفتاب حق بود

ربی الاعلاست ورد آن مهان

رب ادنی درخور این ابلهان

موش کی ترسد ز شیران مصاف

بلک آن آهوتگان مشک ‌ناف

د اګزيستانسياليزم په ښوونځي کې د ډار کليدي ونډه:

په نوي پېر کې د اګزيستانسياليزم د ښوونځي د بنسټ ډبره او د شننې پيلامه يې، د انسان د هستۍ اړخونه دي، چې په دې شننه کې يې د ورننوتو لپاره له ډار، اضطراب او اندېښنې پيل کړی دی او وايي انسان د ډار پر مهال تر بل هر موقعيته د خپل وجود په حدودو يا خپل بريديز (حدی) موقعيت (Boundary situation) پوهېدای شي. چې کله دا هستي په لړزېدو او پر هيبت اخته شوه انسان تازه پوهېدای شي چې څوک دی او څه دی.

د چاچې زړه تښتول شوی نه دی، په رښتوني نه پوهېږي چې زړه لري يا نه؛ بلکې په زړه تښتونې ده، چې زړه ويښېږي او د خپل وجود په لټې پسې کېږي. کوم څپ څپاندي چې د عاشق په زړه او بلکې ټول وجود کې يې ورلوېږي، زړه يې احيأ او بلکې زړه يې ايجاد او رادبروي.
د مولانا په تعبير:

ای حیات عاشقان در مردگی

دل نیابی جز که در دل بردگی

انسان په خپل وجود کې ډول ډول پانګې لري؛ خو ترې ناخبره دی، همدا وجود يې چي په لړزېدو، د ګواښ او زوال په درشل کې شو، نو ایله پوهېږي، چې څه پانګه يې درلوده او ترې غافل او بې خبره و. په همدې پار په نېستۍ او مرګ کې تامل او سوچ به په ژوند او څرنګوالي کې به يې سوچ رادبره کړي. څومره چې پر مرګ ښه پوه شو، ژوند به هم ډېر ښه وپېژنو، څومره چې عدم (نيستي) ښه وپېژنو، هستي به بهتره وپېژنو؛ ځکه عدم هماغه توره سوړه ده چې هستي پکې ورلوېږي.

نو کله چې د انسان د هستۍ غر د يو موجود د تجلي پر وړاندې په لړزه شي څه چې موسی (علیه السلام) ته ورپېښ شو:[ فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَى صَعِقًا [285] ] دا خوف (او ډار) د يو عاجز، حقير او محدود موجود په توګه د ځان پېژندنې شرط دی. د خدای پر وړاندې ډار دغسې يو ډار دی. په همدې دليل انسان چې د خدای پر وړاندې ډېر ځان پېژني، خورا ډار، خوف او خشيت به ومومي.

[إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ[286]= يوازې پوهان خدای پېژني.]

پوهان، خدای پېژاندي او يا ځان پېژاندي، له هماغه خدايه ډارېږي، چې لوراند دی، حافظ شیرازي په خپل يو لطيف غزل کې له هغه معشوق څخه خبرې کوي چې له يوې لوري د وحشت او ډار پېغام ورکوي او غوسناک ويني او بلخوا پټه لورنه کوي.

ګر چه می ګفت که زارت بکشم می دیدم

که نهانش نظری با من دل سوخته بود[287]

يو خوا په منګولو کې يې حقير او ناڅيزه موجود وم، چې زما وينه يې تويولای شوه او بلخوا اشاره يې راته کوله چې زړه دې قوي لره او له قدرت او عظمته مې مه ډارېږه.

پر بندګانو د خدای له ډار ډولی تجلا د عارفانو ګزارش

دلته په «خسرو وشيرين» کې د نظامي لطيف اشعار هم اورېدوني دي چې همدا مضمون د لطف او عاشقۍ په سراسري جامو کې بيانوي:

چه خوش نازی است ناز خوبرویان
ز دیده رانده را دزدانه جویان
به چشمی طیرګی کردن که برخیز
به دیګر چشم دل دادن که مګریز
به صد جان ارزد آن رغبت که جانان
نخواهم ګوید و خواهد به صد جان.
دا پر عارفانو د خدای له تجلياتو ځنې و؛ يو خوا ډار او بلخوا سراسر لورنه او پېرزوينه. د دې عظمت پر وړاندې مولوي د ډکي په څېر د خدای د عظمت او جلالت توپان راګېر کړی دی.

برگ کاهم پیش تو ای تند باد

من چه دانم که کجا خواهم فتاد

گر هلالم گر بلالم می‌دوم

مقتدی آفتابت می‌شوم

ماه را با زفتی و زاری چه کار

در پی خورشید پوید سایه‌وار

با قضا هر کو قراری می‌دهد

ریش‌خند سبلت خود می‌کند

کاه‌برگی پیش باد آنگه قرار

رستخیزی وانگهانی عزم‌کار

گربه در انبانم اندر دست عشق

یک‌دمی بالا و یک‌دم پست عشق

او همی‌گرداندم بر گرد سر

نه به زیر آرام دارم نه زبر

عاشقان در سیل تند افتاده‌اند

بر قضای عشق دل بنهاده‌اند

انځور ته وګورئ: يوه پيشو په خوله تړلې ګوډي کې ټوپونه وهي؛ خو دباندې يې لار نشته. کله هم په نېز کې کولېدلې ډبره د خدای د لوري سرشاره تجربه وه:

از ساغر او گیج است سرم
از دیدن او جان است تنم
تنگ است بر او هر هفت فلک
چون می رود او در پیرهنم[288]
يا
سلطان منی سلطان منی
و اندر دل و جان ایمان منی
در من بدمی من زنده شوم
یک جان چه بود صد جان منی
نان بی‌تو مرا زهرست نه نان
هم آب منی هم نان منی
زهر از تو مرا پازهر شود
قند و شکر ارزان منی
باغ و چمن و فردوس منی
سرو و سمن خندان منی
هم شاه منی هم ماه منی
هم لعل منی هم کان منی
خاموش شدم شرحش تو بگو
زیرا به سخن برهان منی

دا احوال هغو انسانانو ته چې د زړه پاسوالي کوي او پر زړه کېني او د حالاتو ننوتل او تلل څاري، بيخي نا اشنا نه دي. مولوی له هغو عارفانو ځنې دی، چې د هستۍ پر وړاندې يې خپل ډار په بېلابېلو ادبياتو بيان کړی دی. هستي يعنې خدای او تجليات يې، هغه تجليات چې دباندې بېلابېلې څېرې او ښکارندې (لکه لمر، سمندر، توپان، او نېز) لري او په دننه کې د تنګسې او پراخۍ او غم او ښادۍ په بڼه ځلېږي. په دې تجربو کې، حضرت حق، کله خوله په وينو د ککړ زمري په څېر راښکاره کېږي او ته وا چې مولوي دغسې تجربه درلوده:

ای رفیقان راهها را بست یار
آهوی لنگیم و او شیر شکار
جز که تسلیم و رضا کو چاره‌ای
در کف شیر نری خون‌خواره‌ای
او ندارد خواب و خور چون آفتاب
روحها را می‌کند بی‌خورد و خواب
که بیا من باش یا هم‌خوی من
تا ببینی در تجلی روی من

د دغسې قهار او ستر موجود پر وړاندې- چې بې هېڅ لورنې او په سخت زړۍ پر خپل ښکار او مړۍ برلاسی دی ـ کبر کول، بې له حماقته بله مانا نلري:

هل سباحت را رها کن کبر و کین
نیست جیحون نیست جو دریاست این
وانگهان دریای ژرف بی‌پناه
در رباید هفت دریا را چو کاه

کله همدا بې پناه او وړوکی موجود، د باري تعالی د پېرزوينې له مخې دومره ځواکمني، پياوړي توب او چالاکي ننګېري چې دواړه عالمونه په خپله لار کې کوشنی خاورين ډېرۍ ويني او په چالاکۍ ټوپ ترې وهي:

گر نهی پرگار بر تن تا بدانی حد ما
حد ما خود ای برادر لایق پرگار نیست
خاک پاشی می‌کنی تو ای صنم در راه ما
خاک پاشی دو عالم پیش ما در کار نیست

«د باري له غيرته» د عارفانو تجربه

د عارفانو بله تجربه «د باري له غيرته» ده؛ يعنې يو بنده، له يوه ځايه روسته نامحرم ګڼل او شړل يې:

شاه را غیرت بود بر هر که او
بو گزیند بعد از آن که دید رو
غیرت حق بر مثل گندم بود
کاه خرمن غیرت مردم بود
اصل غیرتها بدانید از اله
حافظ شیرازي له هغو کسانو دی، چې دا تجربه پېژني:

برق غیرت چو چنین می جهد از مکمن غیب
تو بفرما که من سوخته خرمن چه کنم[289]
يا
بهوش باش که هنگام باد استغنا
هزار خرمن طاعت به نیم جو ننهند[290]

له ناوړپایلۍ ډار

تل دا ډار شته چې د استغنا دا باد، د غيرت دا توپان د عبادت ټول درمند وسوځوي. تل دا ډار شته چې انسان د نامحرمانو په شمېر کې راشي او وشړل شي، متقيان تل له خپلې ناوړې پايلې او عاقبته په سوچ کې ول.

امام غزالي له خايفو عارفانو ځنې و. خوشحالي يې په مزاج کې نشته. دا له هغو کسانو ځني دی چې خدای په کمالِ مهابت تجلی پرې کړې او د ده نازک او نری زړه يې ورلړزولی دی او دا ډار په غوره بڼه په خپل مخاطب کې ورغورځوي او خبروي يې چې انسان ډېر ځل له ګردو عباداتو او ګروهو سره سره، د مرګ پر مهال خپل ايمان وبايلي او له نړۍ کافر ومري. په همدې دليل وايي هغه کسان چې کلامي ناندریو ته ورننوتي نه دي د خلاصون امکان او احتمال يې تر هغو کسانو ډېر دی چې پېچلې اذهان لري او د ذهن په زېرمتون کې يې شبهات زېرمه کړي دي،ځکه شونې ده همدا شبهات په روستيو کې لوټماري وکړي او ويې ښويوي او له ابدي نعمته يې بې برخې کړي.

د انسان مشوشې او اندېښناکې اندنې، که څنډل شوې او پاکې شوې نه وي؛ نو د مرګ پر مهال، راخوځي. هغه مناقشې او لانجې چې په مودو مودو یې د ده دننه ککړ کړی و، خپل اړو دوړ په بدترين وخت؛ يعنې د مرګ پر وخت له سره پيلوي. که دا مناقشې د وګړي رڼې ګروهې خړې پړې کړي؛ نو بې له دې چې پوه شي څوک دی او څه دی او پر څه باور لري او چېرې ځي، له نړۍ به سترګې پټې کړي. د غزالي په تعبير دا وګړي په ناوړه عاقبت او پايلې اخته کېږي.
يو لړ روايات او شرعي ښوونې هم په لنډو دا مانا راښيي. په همدې دليل ځينې مشران سپارښتنه کوي چې ډېری خلکو ته، مقلدتوب تر څېړنوالۍ غوره دی او هر څوک د څېړنې وس نلري:

خویش ابله کن تبع می رو سپس
رستګی ز ین ابلهی یابی و بس

مولوی د پېغمبر دې روايت ته چې سني او شيعه روايت کړی، اشاره کوي «ډېری جنتيان ابله دي»  (اکثر اهل الجنة البله)

دلته د مولوي او غزالي له نظره د «ابله» منظور هغه کس دی چې ذهن يې په کلامي مناقشو ککړ شوی نه دی او ايمان یې پاک، سوچه او روڼ پاتې شوی دی. په همدې دليل کله چې نوح (علیه السلام) خپل زوی په بېړۍ کې سپرولو ته راوباله، زوی يې کبر وکړ، ويې ويل، په لامبو پوهېږم. د لامبو پوهېدنې دعوا او د پېغمبرانو له ښوونو استغنا، شيطاني ځيرکي ده، چې ناوړه عاقبت رادبروي:

عشق چون کشتی بود بهر خواص
کم بود آفت، بود اغلب خلاص
زیرکی سباحی آمد در بحار
کم رهد ، غرق است او پایان کار

«اختيار» هم د انسان د ډار له وزلو ځنې دی

دا د ډار او خوف يو شمېر عوامل وو چې عارفانو څرګند کړي دي. خو د مولوی له نظره د ډار يو له وزلو ځنې د اختيار درلودل دي. که د اختيار ژورو ته ووينو، پوه به شو چې مختارانه هستي نشي کړای چې له ډار سره اغږلې نه وي. اختيار؛ يعنې همېشنۍ لړزېدنه؛ يعنې مستمر او پرله پسې ټاکنه؛ يعنې يو ډول ځان ته ور پرېښوونه؛ يعنې نه جدا کېدونکی اندېښنه او ناکلاري.

من که باشم چرخ با صد کار و بار
زین کمین فریاد کرد از اختیار
تا به کی این ابتلا یا رب مکن !
مذهبی ام بخش و ده مذهم مکن
بفکن از من حمل ناهموار را
تا ببینم روضه ابرار را

انسان چې د اختيار دا دومره لاپې شاپې کوي، چې کله يې په رښتيا له اختيار سره مخامخ کړي؛ نو له دروندوالي او هيبت يې ډارېږي ا و ځغلي او د زړه له کومي خدای ته زارۍ کوي: «مذهبي ام بخش و ده مذهب مکن»؛ يعنې يوه سمه لاره راوښيه او نورې مې له سترګو لرې کړه. مختارانه هستي ناچار له ډار او اندېښنې سره اغږل شوې ده، هماغه اندېښنې چې په اګزيستانسيالېزم کې هم اوڅار شوي.

دا ټولې د ډار وزلې وې، مختار انسان، البته له وجودي اندېښنې او ناکلارۍ تشېدای نشي؛ خو همدا انسان، د زمري صفته خدای پر وړاندې، د هوسۍ په څېر لړزېږي، چې بې د زمري له غېږې، بله د تېښتې لار نلري.

الله تعالی په هستۍ کې مينناکه تجلي هم لري:

نوځکه خدای د عارفانو په تجربه کې، نه يوازې هيبتناک، چې ښکلی او مينناک هم ښکاره شوی دی.

مولوی عشق هم نيز (سیلاب) ليده او هم شات:

عشق قهار است و من مقهور عشق
چون شکر شیرین شوم از شور عشق
یا
عاشقان در سیل تند افتاده اند
بر قضای عشق دل بنهاده اند

همدې ستر مولوی ويل، د معشوق خواږه يې راکاږي او له دې مرګه بل څه ډېر خواږه دي؟:

دشمن خویشیم و یار آنک ما را می‌کشد
غرق دریاییم و ما را موج دریا می‌کشد
زان چنین خندان و خوش ما جان شیرین می‌دهیم
کان ملک ما را به شهد و قند و حلوا می‌کشد

د دې بېلابېلو تجربو د تنوع او ډولاډولۍ راز دا دی چې خدای تعالی هم لرې او هم نژدې دی، هم جليل دی او هم جميل.

له دې اړخه چې رانژدې دی، مينناک او ستايونی دی او په محضر کې يې ناسته تسکېنوونکې ده او له دې اړخه چې لرې دی، ډاروونکی دی. خدای په نړې کې په دواړو څېرو تجلي کړې او ځان يې توصيف کړی دی؛ پېغمبرانو او زموږ عارفانو دواړه ډوله تجلی تجربه کړې ده: يو خوا يې دومره لرې ليده چې «عقل کلش چون ببيند کم زند» او بلخوا دومره يې نژدې مونده چې د دوی دعاوو ته يې غوږ نيوه او تر څنګ يې کېناسته. خدای معشوق دی؛ خو محتشم (غوسناک او باحيا) معشوق.

دا هغه انځورنه ده چې موږ يې له خدايه لرو. البته هر روح ته دې دوو مقامونو راټولونه او د دواړو د تجلۍ درک شونې نه دی. د سمندر هومره پراخ ظرفيت او د نسيم لطافت غواړي.

ځينې عارفان اهل قبض وو او ځينې اهل بسط؛ خدای پر اهل قبضو په ډاروونکې څېره تجلی کړې وه او پر اهل بسطو په پراخه زړه وړوني او دلربا څېره.

مولوی اهل بسط و. امام غزالي اهل قبض و. او دا د الهي رزاقيت يوه بېلګه ده، چې هر چاته يو رزق ورکوي:

[قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ [291]= ووايه:  خدايه! د واكمنۍ خاونده! ستا چې چا ته خوښه شي، حكومت وركوې او چې چا ته دې خوښه شي، ترې اخلې يې او چې چا ته دې خوښه شي،عزت وركوې او چې څوك وغواړې خواروې يې، ټولې ښېګڼې ستا (د قدرت) په لاس كې دي،ته پر هر څه قادر يې.]

شیخ سعدي هم له بسطه خبرې کوي:

به جهان خرم از آنم که جهان خرم ازوست\
عاشقم بر همه عالم که همه عالم ازوست
به غنیمت شمر ای دوست دم عیسی صبح
تا دل مرده مگر زنده کنی کاین دم ازوست
نه فلک راست مسلم نه ملک را حاصل
آنچه در سر سویدای بنی‌آدم ازوست
به حلاوت بخورم زهر که شاهد ساقیست
به ارادت ببرم درد که درمان هم ازوست[292]

پېغمبرانو خدای بشر ته په ډارنو او مينناکو څېرو ور معرفي کړی دی:

موږ بايد له پېغمبرانو منندويان اوسو چې خدای يې په دواړو څېرو راپېژندلی دی او دا مهم او لطيف ټکي يې خپلو لارويانو ته ابلاغ کړي چې خدای له خپلو بندګانو سره لورين او له دښمنانو سره ډېر سختګير دی.

[وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ[293]= او چې ورته وويل شي:  ((له خدايه ووېرېږه!)) (ننګ يې) ګناه ته پاروي؛ نو د دوزخ اور ورته بس دى، چې خورا ناوړه هستوګنځى دى.]

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ (بقره/۲۰۷) = او له خلکو هغه دى، چې د الله د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري او الله پر خپلو بندګانو خوږمن دى.
يُدْخِلُ مَنْ يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ وَالظَّالِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا( انسان/۳۱) = چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي)، پخپل (پراخه) رحمت كې يې رانغاړي او ظالمانو ته يې دردناك عذاب چمتو كړى دى!

قرآن رازده کوي، هغوی چې په دې دنيا کې ړانده دي، په بله نړۍ کې به ړانده وي.
وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا( اسراء/۷۲) = او څوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندو) ړوند وي؛ نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بېلارې وي.

که چا په همدې نړۍ کې له خدای سره مينه ونکړه او له خامۍ راونه ووت، هلته به هم پخوالي ته ونه رسي. بايد همدلته سترګې پيدا او سترګور او بينا بلې دنيا ته ولاړ شو.

له مولانا بلخي او حافظ شیرازي دوې بېلابېلې عارفانه تجربې:

ښه ده، د ويينې په پای کې له مولانا يوه لطيفه تجربه رانقل کړو. مولوي وايي، کله انسان په خوب کې ويني چې لمر خوري. يا يې لمر په خوله کې پرېوځي، يا په خوله کې يې د لمر په ور ډوبېدو، راوېښېږي.

گفت چون باشد خود آن شوریده خواب
که در آید در دهانش آفتاب
څومره دا تجربه د حافظ شیرازي له روحي تجربې سره توپير لري چې وايي:
در مقامات طریقت هر کجا کردیم سیر
عافیت را با نظر بازی فراق افتاده بود
ای معبر مژده ای فرما که دوشم آفتاب
در شکر خواب صبوحی هم وثاق افتاده بود[294]
يعنې لمر يې هم حجره وه.
له لورين خدايه غواړو، هغه لمر چې د بزرګانو په کوټه يا خوله کې راختلی، پر موږ هر يو يې راوخېژوه.

الله تعالی ته د انسان د اړتياوو ډولونه

يو لړ اړتياوې له الله تعالی سره په تړاو پوره کېږي

حقيقت دا دی چې پر نړۍ يوازې يوه اراده واکمنه ده او دا اراده د الله تعالی اراده ده. په هر تقدير انسانان تراوسه دلته ژوند کوي او هرومرو بايد د خپلې ګاندې یا راتلونکې پروا ولري او هڅه وکړي چې خپلې اړتياوې پوره کړي.

ددې اړتياوو اهمې دا دي:

مجاهدت، انفاق، ايمان او د خدای بښنه.

انسان که دا اړتياوې ناليدي وګڼي له خپل برخليک سره يې لوبې کړي دي.

اړتياوې په نړۍ کې د بشري ژوند د تقاضا ده او دا اړتیاوې په خدای پورې څه تړاو لري؟ او ولې بې خدايه، پوره عملي کېږي نه؟

خبره دا نه ده چې په بې دينه اقوامو کې، مجاهدت، سرښندنه، ايمان يا انفاق نشته. عموم اقوام د خپلو ګروهو او باورونو که څه ګروهې يې مادي او غير الهي وي ـ د دفاع لپاره مجاهدتونه، فداکارۍ، سرښندنې او ايثار کوي. کله يو انسان مادي او دنيوي معشوق نيسي او په رښتيا په لار کې يې د ژوند له خوندونو تېرېږي او کړاوونو ته غاړه ږدي؛ خو د ديني اندنې او منطق له مخې، که دا انسان له احساساتو ورهخوا په خپل کار کې ښه سوچ وکړي، وبه مومي چې فاني کېدونکې چارې د فداکارۍ ارزښت نلري.

انسان هله انفاق کړای شي چې پوه شي انفاق يې ورک او ترې تم نشي، هله سرښندنه کړای شي چې پوه شي دا سرښندنه به ضايع نشي. واقعاً په يو ډول تلپاتېينې بې ګروهه انسان له ځان، مال او خوندونو تېرېدای نشي؛ يعنې که د انسان هستي د مازې تصادف زوکړه وي او هم دا احتمال وي چې يو بل مازې تصادف ټولې ښکلاوې، عقلمنۍ، صنعت ګرۍ او … يو مخې محوه او نابودې کړي؛ بيا خو د «خسّت» او «انفاق» ترمنځ څخه توپیر نه پاتېږي.

انسانانو د تحقيق يا تقليد له مخې، غافلانه يا عالمانه، په هر حال په يو ډول تلپاتېتوب ګروهه موندلې او له لامله يې دا ډول فداکارۍ منونکې مومي. انسانان ګروهن دي که څه په ظاهر يې ځانونه ځارېږي يا يې کړنې ورکېږي؛ خو په رښتینه کې راتلونکيو ته به يې اغېزې ورپاتې شي. که څوک په ټينګه ګروهن شي چې د راتلونکيو برخمنۍ به هم زايلې او تری تم شي او ګرد جهان به يو مخې له منځه ولاړ شي؛ نو ترمنځ به يې څه توپير وي چې د يو انسان کړه وړه نن له منځه ولاړ شي يا پېړۍ پېړۍ روسته؟

په دې باب انسانانو ته د غير الهي ښوونځيو له ډېرو نه ډېره د زړه خوشحالي ورکونه دا ده، که څه انسانان، کړنې او اغېزې به يې د وخت په تېرېدو له منځه ولاړې شي؛ خو لومړی د دې مازې نابودۍ وخت معلوم نه دی، دويم چورلټ انسان به پخپله پاتې نشي چې د خپل منځه تلو شاهد اوسي؛ خو دا د زړه خوشحالونه يوازې عاطفي انسان ته خوندوره او مزه ناکه ده نه عقلي انسان ته. که په حقيقت کې هر څه  مطلق نېست او عدم شي، بيا خو د کړاوونو ‎، ايثار، سرښندنو، انفاق او … زغملو ته څه انګېزه نه پاتېږي. شونې ده وويل شي چې دا پيلونې او مقدمات د ځينو کمالاتو لاس ته راوړو ته چمتو کېږي، لکه کوشني موجودات چې تر پوره موجوداتو ځارېږي. يا انفاق ګر انسان په خپله کمال ته وررسي، که څه د انفاق بهرنۍ پايله يې ترې تم شي. خو واقعاً په دغسې نړۍ کې به کمال مانا ونلري؛ ځکه که نړۍ په لا محاله نهايت کې له منځه ولاړ شي، کمالات به ورپسې له منځه ولاړ شي.

نوځکه خورا پرېمانه کمال به د ډېر زيان لامل شي. له آره کمال دا دی چې پاتې شي. پاتې کېدنه د کمال د کماليت شرط دی. که داسې وي چې پوره او کامل چار، پرځای پاتې نشي او له منځه ولاړ شي؛ نو له هماغه پيله مخ پر زوال او کمال يې ظاهري و، نو که انسان خپل ايمان، انفاق او مجاهدت په يو تلپاتې چار پورې ورونه نښلوي، د دې چارو په کولو کې به هېڅ ډول انګېزه او عقلي دليل ونه مومي.

د انسان تماميت، بشپړوالی او کمال هله ترلاسه کېږي چې انسان د ايمان، انفاق، مجاهدت او …. په څېر د ځانګړو اړتياوو په پوره کولو کې هڅه وکړي. بلخوا انسانان د دغه ډول اړتياوو په دليل، خدای ته هم محتاج دي؛ ځکه خدای، داسې تلپاتې دی چې پر ګردو چارو د تلپاتېيني رنګ وهي. د تلپاتينې ملغرله يوازې د خدای له لاسونو څخه د انسان په برخه کېږي، د خدای غوره کونه، تلپاتې غوره کونه ده.

دنيا، دارالغرور او متاع يې فانې کېدونې ده. دارلخلود يوازې له خدای سره دی. په همدې دليل عارفانو ويل، که خدای له نړۍ (حذف او) لرې شي، نړۍ به د ژوند ځای نه وي.

په حقيقت کې د خدای په غياب کې، ژوند خپګان راولاړوونکې دی او له آره د خدای په غياب کې، د خوشحال ژوند موندنه، د ژوند او مرګ ناپېژندنه ده.

زندگی بی دوست جان فرسودن است

مرگ حاضر غایب از حق بودن است

دا دی معلومېږي ولې بې خدايه نړۍ خپګان راولاړوونکې ده، ځکه بې له خدايه د انسان واقعي اړتيا نه پوره کېږي؛ يعنې په ايثار، انفاق او مجاهدت تلپاتې کمال ته وررسېدل. او دا دی د دې مبارک آيت راز او ژوره مانا راښکاره کېږي:

[وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا[295]= او څوک چې زما له ياده مخ واړوي؛ نو بېشکه چې ژوند به يې (سخت او) تنګ وي.]

د تواضع خپلول او د استغنا پرېښوول

کله چې انسان خپله بېوسي، عجز، فقر او نيستي له ياده وباسي او د استغنا زنګ وکړنګوي، په سرغاړۍ به لاس پورې کړي. انسان يوازې د خدای په محضر کې په تواضع خپلولو او د استغنا په پرېښوولو ملزمېږي.

انسانان د دې لپاره چې سرغاړي نه وي او د بندګۍ له درشله سر ونباسي؛ نو خدای ته اړين دي. څوک چې بنده دی، هرومرو خدای لري او څوک چې خدای لري، سرغړونه نکوي؛ نوځکه د خدای لرې کونه، د بندګۍ لرې کونه ده او د بندګۍ لرې کونه، د سرغاړۍ رادبره کول  دي.

 

د «بندګۍ کولو» مانا:

بنده ګي کول په دې مانا ده چې انسان ځان د حق او اخلاقو ورهاخوا ونه بولي، بې له خدايه، هېڅ موجود مدعي کېدای نشي، چې حق لري؛ خو مکلفيت  نلري. يوازې خدای دی چې د علي (کرم الله وجهه) په تعبير حقوال دی؛ خو مکلف نه دی.

[وَ لَوْ كَانَ لِأَحَدٍ أَنْ يَجْرِيَ لَهُ وَ لَا يَجْرِيَ عَلَيْهِ لَكَانَ ذَلِكَ خَالِصاً لِلَّهِ سُبْحَانَهُ دُونَ خَلْقِهِ لِقُدْرَتِهِ عَلَى عِبَادِهِ وَ لِعَدْلِهِ فِي كُلِّ مَا جَرَتْ عَلَيْهِ صُرُوفُ قَضَائِهِ  ]

«که څوک حقوال وي او مکلف نه وي؛ نو دا يوازې سبحان خدای دی نه نور مخلوقات؛ ځکه دا وسمن دی او عدالت يې په  هر څه کې چې قضا يې ورباندې روانه ده ورښکاره دی.» [296]

الله تعالی په قرآن کريم کې په خپله ستاينه کې وايي:

[لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ[297]= الله د خپلو چارو په اړه نه پوښتلېږي؛ خو دوى (= انسانان) پوښتلېږي.]

 

 

يوازې يو موجود دی چې ځواب ورکونی نه دی، خو نور موجودات ځواب ورکوني دي.

نوځکه څوک چې له مسووليته سرغړونه وکړي او ځان د حق او اخلاقو ورپورته وبولي، د بندګۍ له مقامه وتلې او د الوهيت پر مسند يې پښه ور ايښې ده. يعنې سرغړونه يې کړې او فرعونيت يې خپل کړی دی. فرعون او د تاريخ فرعون صفتان پر همدې لار ورغلي او پر دغسې يو مسند يې ډډه وهلې ده.

انسانان د دې لپاره چې د استغنا په انګېرنې اخته نشي او ځانونه تر مکلفيت او مسووليت اوچت و نه ګڼي؛ بايد له خپلې بندګۍ، بېوسۍ او محدوديتونو باخبر وي. په دې مقام کې يوازې خدای دی چې انسان بنده کولای شي. که خدای نه وای، انسانان ټول خدايان کېدل؛ ځکه ديکتاتوري يعنې بې مکلفيته حقوال. ديکتاتوري د فاشېزم او … په څېر بېلابېلې نامې لري؛ خو په هر ځای کې يې منځپانګه يوه ده.

او دا د «تکبر» يوه نوې بڼه ده. په واقع کې کبرجن انسان هڅه کوي چې له خدای سره مشارکت وکړي، خپله چې حقير او ناڅيزه دی، ځان لوۍ ګڼي او خپل محدوديت ناليدلي بولي. که دا کبر، غوښن او څربه شي، په فرعونيت پای مومي؛ نوځکه انسانان له دې سپېرو ازمېښتونو د ډډې  کولو لپاره بايد بندګان وي او د بندګۍ لازمه دا ده چې خدای ولمانځل شي.

د مرګ يادول هم بشر ته عجز او بېوسي وريادوي

د خدای پر يادولو سربېره، د مرګ يادول هم انسان پر خپلې بېوسۍ او عجز خبروي. په رښتینه کې انسانان په دوو ځايونو کې، بايد له ناچارۍ سرټيټ کړي:

يو د خدای پر وړاندې او بل د مرګ.

انسان شونې ده چې په خپل وهم کې ګرد څیزونه د خپل قدرت او تصرف په قبضه کې وويني؛ خو دا دوه ستر چاره (خدای او مرګ) بيخي مغلوبېدوني نه دي. په همدې دليل ځيرکان دا دواړه چارې ډېرې يادوي.»[298]

او دا يادونه د خپل انساني کمال لامل مومي. په تأسف سره چې نن په يو شمېر ټولنو کې نه يوازې د خدای يادول، بلکې د مرګ يادولو بستره هم ورټوله شوې ده. انسانان له مرګ سره د يوې فرعي مسالې په توګه مخامخېږي چې يوازې کراهت ترې خېژي او د هېڅ غور او سوچ وړ نه دی، دا دواړه هېرونې له یوې اخورې خړوبېږي او هغه داچې:

ننني بشر، خپله بنده ګي له ياده ايستلې او کبرجن شوی او له لامله يې د مرګ او خدای يادول ښه نه ايسي او د قرآن په تعبير همداچې د الله خبره کېږي، زړه يې ډارېږي:

[وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ[299]= او چې د توحید او ايکي يو الله خبرې کېږي؛ نو پر اخرت د نامؤمنانو زړونه وترهېږي.]

کبرجن انسان دا دوه مهمې چارې نه تسليمېدوني او نه مقاومت کېدونې واقعيات مومي او ځان يې پر وړاندې بېوسي ويني؛ نوځکه د خپل تکبر په غوښتنه د مرګ او خدای له يادولو تښتي. هغوی چې له مرګه تښتېدوني دي، بايد ځانونه وپلټي، هسې نه چې لا ډېر کبرجن اولا ډېر خدای نه پېژندونکی وي. نوځکه انسانان د خدای او البته د مرګ يادولو ته محتاج دي چې له خپلې ژورې بېوسۍ خبر شي او خپل هسې جيګ رېبل کابو کړي. هرومرو ځان پېژاندی انسان، مرګ پېژاندی او خدای پېژاندی هم دی. الهي پېِغمبرانو هم د همدې دلايلو له مخې دا دوه سترې چارې انسانانو ته ور وړاندې کولې او په دې لار يې، د انسانانو دنننۍ د فرعونيت رنځورۍ یې ورباندې درملولې:

نفس فرعونی است هان سيرش مکن  ـ   تا نيارد ياد از آن کفر کهن

فرعون صفته نفس، د خدای د سترو عظمتونو پر وړاندې، خپله بېوسي او تشوالی مومي او د استغنا له انګېرنې او د سرغاړۍ له آفته خوندي کېږي.

 

د اخلاقو ملاتړ

انسان ، خدای ته د اخلاقو د ملاتړي په توګه هم اړتيا لري او دا يې د اړتيا پينځمه وجه ده. ډېری اخلاقيات، که د دين له لوري راونه رسي، يا د اُخروي ثواب او عذاب ملاتړ ونلري، عام انسانان يې نه مني: (خواص بله قصه لري).

دا ټول دلايل راښيي چې خدای ته د انسان اړتيا، يوه جدي او ټينګه اړتيا ده چې د انسان د هستۍ له تل سره غوټه شوې ده، انسانان، انسان والي، پوره والي او سرغړاندۍ نه کولو، اخلاقي والي او… ته خدای ته محتاج دي؛ نوځکه نبايد خدای ته د انسان اړتيا په رزق، روزۍ، خوراک يا اغوستن پورې منحصر او ورايساره وبولو. دا ژورې اړتياوې، بشريت له فرعونيت او ځانوينۍ څخه خلاصوي. په همدې دليل زموږ عارفانواو مشرانو په ټينګه له کبر او ځانوینۍ سره مبارزه کوله.

ځانوينی انسان، مشرک دی؛ ځکه په هستۍ کې بې له «الله» پر بل خدای قايل دی؛ يعنې، ځان هم خدای بولي. هغه چې په خپلو کمزوريو، بېوسيو او خپلو رښتونو حقارتونو خبر دی، پر ځانوينئ نه اخته کېږي:

نردبان خلق این ما و منی است

عاقبت زین نردبان افتادنی است

هر که بالاتر رود ابله تر است

کاستخوان او بتر خواهد شکست

په مثنوي کې د «نحوي او ماڼو» قصه هم همدې مانا ته اشاره لري:

نحوي چې په بېړۍ کې کېناست، په کبر يې ماڼو ته وويل: په «نحوه» پوهېږې؟ ماڼو وويل: «نه». نحوي وويل: نو نيم عمر دې توی تللی دی. بيا بېړۍ په توپان او زخمه کې راګېر شوه. ماڼو له نحوي وپوښتل، لامبو دې زده ده؟ ويې ويل: «نه» ماڼو وويل: نو ټول عمر دې توی ولاړ:

محو می یابد نه نحو اینجا بدان

ګر تو محوی بی خطر در آب ران

علوم – که د نحوې، فزيک، فلسفې يا…. علم وي – که د ځانوينئ انګېرنه پياوړې کړي تر ناپوهۍ ټيټ او بدتر دي:

آب دریا مرده را بر سر نهد

ور بود زنده ز دریا کی رهد

چون بمردی تو ز اوصاف بشر

بحر اسرارت نهد بر فرق سر

ای که خلقان را تو خر می‌خوانده‌ای

این زمان چون خر برین یخ مانده‌ای

گر تو علامه زمانی در جهان

نک فنای این جهان بین وین زمان

مرد نحوی را از آن در دوختیم

تا شما را نحو محو آموختیم

فقه فقه و نحو نحو و صرف صرف

در کم آمد یابی ای یار شگرف

مرده شو تا مُخرِجُ الحّیِ الصّمد

زنده ای زن مرده بیرون آورد

«ماتېدل» د انسانېدو شرط دی

ماتېدل، د انسانېدو او سمېدو شرط دی. انسان لومړی بايد مات شي او پر خپل حقارت، بېوسۍ او خدای ته چې کومه لويه اړتيا لري ورباندې پوه شي چې تردې روسته ماتېدل يې په ښه بڼه ترميم او کوشېر شي.

انسانان بايد لږ تر لږه يو ځل په خپل ژوند کې زړه ورتوب وکړي او د خپل وجود کوزړۍ په ادبونه او تنبهي تيږه ماته وکړي. تردې خورا خطرناکه او مرګونې پېښه نشته چې د انسان د وجود کوزړی ګرده له ځانوينۍ ډکه وي بايد کوزړۍ په ډبره ووهو چې د ځانوينئ ناپاکې او ککړې اوبه ترې توی شي؛ نو هله به انسان په ډاګه وويني چې وجود به يې د خدای پېژندنې او د رښتونې ځان پېژندنې له رڼو اوبو خړوب شي.

ای زغیرت بر سبو سنګی زده

وان شکستت خود درستی امده

خم شکسته آب از او ناریخته

صد دُرُستی زین شکست انګیخته

څوک چې پر خپلې کوزړۍ د تيږې وهلو زړورتوب ومومي، بايد پوه شي چې تلپاتې تندرستي ورته سترګې پر لار ده او په دې پار بايد د خدای منندويان اوسو.

ښو  تهرمخه او له بدیو ته شا کول

علي (کرم الله وجهه)، خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې وايي:

[فَإِنَّهُ لَمْ يَأْمُرْكَ إِلَّا بِحَسَنٍ وَ لَمْ يَنْهَكَ إِلَّا عَنْ قَبِيحٍ = ځکه خداى يوازې پر نېکيو د امر او له بديو د منع حکم ورته کړى دى.]

په ديني متونو کې د کړنو د حُسن و قبح ويينه د متکلمانو په  دود د تصريح او ټينګار وړ نه ده:

دلته ښو چارو ته د ور مخ کولو او له بدو چارو د ډډه کولو په اړه د حضرت علي (کرم الله وجهه) خبره په ډاګه متکلم ډولی کړنګار لري او دا د کلام د تاريخ او همداراز د دې ليک په اصالت کې د څېړنې له پلوه د اهميت درلودونکی دی.

د متکلمانو ترمنځ د افعالو د «حُسن» او «قُبح» ويينه د سختو او بې پايه شخړو لامل شوې او په پای کې په پرېکنده او څرګنده پايله هم پای ته ونه رسېده.

که نن په موږ کې دا بحثونه تېره تودوخه او رونق نلري، دليل يې دا نه دی چې ځواب مو موندلی او تېر پرې نه پوهېدل؛ بلکې د «کلام علم» راکې کمزوری شوی او پوښتنو ته يو لړ ځوابونه، هډوکن او متحجر شوي او په ټوليز ډول عقلي هڅې چې په موږ کې د کلام، فلسفې، منطق  او د اصولو د علم په بڼو روانې وې ، لټې او سستې شوې دي او يو شمېر مهمې پوښتنې کله په صوفيانه دود او کله د ديندارۍ په نامې، يا په اذهانو کې نه راټوکېږي يا پرخولو نه راځي.

هو،  له آره په  قرآن کې، د انسان د اختياري کړنو په اړه د«حُسن» او «قُبح» تعبيرونه کارېدلي نه دي. د اسلامي اندنې په تاريخ کې د قرآن تر نزول روسته رو رو د مسلمان انديالانو او متکلمينو فکر دې پوښتنې ته ور واوړېد، ايا خدای چې هر کار کوي ښه (نېک) دی يا داچې خدای هر نېک چار کوي؟ دا پوښتنه هم د مسلمانانو ابداع (او رامنځته کونه) نه وه؛ بلکې د تېرو اقوامو په فلسفي اندنه کې يې مخينه درلوده. هو، په اسلامي فرهنګ کې دوو سترو ښوونځيو؛ «اشعري» او «معتزلي» هر يو په يو ډول، دا پوښتنه ځواب کړې ده. شيعيان هم د خپلو مشرانو په لارښوونه او هم د تعقل په غوښتنه، اعتزالي ښوونځي ته ډېر ورنژدېوالی وموند.

د حسن و قُبح په هکله د اشاعره و او معتزله و نظريات:

اشاعره ګروهن ول که مدعي شوو خدای قبيح چار نشي کړای؛ نو بېوسې مو ګڼلی او دهغه قدرت مو محدود کړی دی. بلخوا معتزله ګروهن ول چې د قبيح چار کول (لکه ظلم، وعده ماتول، پر فحشاوو امر کول، د اصلح پرېښوول او تر وسط پورته مکلف ايښوول او …) له الهي عدل سره ټکر لري او پر کولو يې د خدای نه وسمنېدل لکه د شريک پر خلق نه وسمنېدل دي؛ نوځکه يوې ډلې د دې لپاره چې د خدای مطلقه مالکيت او پاچاهي خوندي وبولي، په هر کار کې يې لاس پرانستی وګڼه او په مقابل کې، بلې ډلې د دې لپاره چې د باري تعالی عدالت ټکنی نکړي، سلطنت او مالکيت يې ورمحدود کړ. د دې دواړو روشونو راټول يو ډېر ستونزمن چار ښکارېده.

جلال الدين مولوي چې اشعري مزاجی و، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې خدای کفر او کافر تقدير کړی او ولې بايد په الهي قضا خوښ اوسو، د باري تعالی پر قدرت ډډه لګوي او وايي، دا د قدرت ښوولو لپاره دي؛ ځکه  که انځورګر په لوی لاس بدرنګ انځور جوړ کړي؛ نو دا ښيي چې نوموړی پر هر ډول انځور جوړونې لاسبری دی:

قوت نقاش باشد آنکه او

هم تواند زشت کردن هم نکو

زشتی خط، زشتی نقاش نیست

بلکه از وی زشت را بنمودنی است

په شيعي رواياتو کې راغلي چې يو قوم د خدای د عدالت ساتلو لپاره، دا له خپل سلطنته وايست او يو قوم يې د سلطنت ساتولو لپاره دا د عدالت له مسنده راکوز کړه. اميرالمؤمنين علي (کرم الله وجهه) هم په نهج البلاغه کې ويلي، توحيد دا دی چې «ان لا تتّهمه» او عدل دا دی چې «ان لا تتهمه»[300]

که څوک خدای توهم پذير وبولي او د خيال قوه پرې ورچاپېره وګڼي، د باري تعالی له توحيد سره يې منافي او په ټکر کې انګېرنه کړې ده؛ ځکه خدای يې محدود کړی او شريک الباري فرض يې نا ممتنع کړی دی. د شريک الباري د وجود امتناع د خدای د ذات تناهي عدم (نشتون) په ښکېل کې ده. بلخوا،  د عدل بريد هم دا دی چې خدای تورن ونه ګڼل شي؛ يعنې پر خدای د ظلم حدوث ور ونه تپل شي. خو ظاهراً مخکېنيو ته د دې دوو چارو راټولېدنه شونې نه وه.

اشاعره د خپل نظر ټينګښت ته د خدای په مطلق مالکيت پورې نښتي دي:

البته د خدای مطلقه مالکيت او سلطنت له ظلم او بدرنګۍ څخه د باري تعالی د ساحت سينګارولو ته ښه متکا وه. يو شمېر متکلمانو (او له دې ځنې امام ابو حامد غزالي) نه ويل چې ظلم؛ يعنې، د نورو په ملک کې دښمنانه (عدواني) تصرف. او داچې په نړۍ کې بې له الله بل مالک نشته او هر څه او هر ځای يې ملک دی؛ نو پالونکی چې هر څه له خپلو مملوکاتو سره کوي عين عدالت دی او ظلم نه دی. نور له دغسې مقامه او ځکه له دغسې حقه برخمن نه دي؛ ځکه بې له الله څوک د مطلق قدرت، سلطنت او مالکيت درلودونکی نه دی. په همدې دليل انسان د ظلم، تېري، حق لتاړولو او … په صفاتو يادېږي؛ خو خدای نه.

د خدای د «مطلق مالکيت» نظريه د زمانې له حکومتي وضعيته سرچينه نيوه:

د خدای پر «مطلق مالکيت» منګولې لګول، د بشري اخلاقو له کچو سرچينه اخلي؛ نوځکه په اسانۍ په زړونو کې کېناسته. په تېره چې انسانانو د استبدادي او مطلقه سلطنتونو په پېر کې، د زمانې د سياسي اخلاقو په غوښتنه، په اسانۍ خدای او عمل يې د يو مستبد او مطلق انسان سلطان له مقام او کړنې سره اوډوناوه. هغه سلطان چې هر څه او ټول خلک يې د ځان ملک ګاڼه؛ نوځکه په خپل ملک کې يې هر ډول تصرف روا باله او له اخلاقي پلوه يې هېڅوک د ځان پر ضد نيوکې ته مجاز نه ليده. مولوی هم کله په خپلو آثارو کې په همدې دود استدلال کاوه:

تا نسوزم کی خنگ گردد دلش

ای دل ما خاندان و منزلش

خانهٔ خود را همی‌سوزی بسوز

کیست آن کس کو بگوید لایجوز

خوش بسوز این خانه را ای شر مست

خانهٔ عاشق چنین اولیترست

څوک چې خپل کور سېځي؛ نو څوک ويلای شي دا کار جايز نه دی؟ يا تېری دی؟ د دې استدلال له مخې «لا نه يفعل فی ملکه لا فی ملک غيره» (خدای چې هر څه کوي، په خپل ملک کې يې کوي؛ نو ټولې چارې يې جايز دي)،

د باري تعالی فعل په هېڅ ضابطه او کچه کې نه رانغاړلېږي او که انسان هم له مطلق مالکيته برخمنېدی شوای، ټولې چارې يې ښه او نېکېدې په بله وينا، اخلاق د بېوسو او محدودو موجوداتو وړ دی.

د علي(کرم الله وجهه) څرګندونې د معتزله و له نظر سره ورنژدې په نظر رسي:

دا وه په لنډو د ديني متکلمانو شخړه. علي (کرم الله وجهه) په تېر عبارت کې په متکلمانه ژبه وايي چې خدای په ښو چارو امر درته کړی او له بدو چارو يې نهې کړی يې. له دې ډول وينا په دې اړه د علي (کرم الله وجهه) کلامي ګروهه موندای شو. علي (کرم الله وجهه) نه دي ويلي، خدای چې په هر کار امر کوي، دا به نيک وي او له هر کار چې نهې کوي، بد او قبيح دی (او د مولانا په وینا څه چې خسرو کوي، شیرين يې کوي)؛ بلکې اعتزاليانو ته په ورنژدې څرګندونې وايي خدای پر هغه کار امر کړی چې ښه دی او له هغه کاره يې نهې کړې چې بد دی. که څه د افعالو د ذاتي حُسن وقبح خبره يې ( لکه چې راروسته دود شوه) رامنځ ته کړې نه ده.

د حسن و قبح او ښکلا او بدرنګۍ اړيکه

د «حُسن» او «قُبح» په اړه څېړنه وکړو. په آر کې «حُسن» او «قبح» د «ښکلا» او «بدرنګۍ » پر مانا دي، نه د اخلاقي «خوبۍ = ښو» او «بدۍ» په مانا.

روسته رو رو د دې اصطلاحاتو مانا له اخلاقي ښو او بدو له مفهوم سره واغږل شوه. په فارسي ژبه کې هم د «خوب » يا د نېک» اصطلاحات تل اخلاقي نېکۍ ته په اشاره نه کارېږي، لکه «خوب = ښه» د «خوبرو» په تړښت کې د «زيبا = ښکلي» پر مانا دی.

د انسان کړه وړه هم بدرنګ (زشت) او ښکلي (زيبا) لري

دا د يوناني اخلاقو يو له ښو میراثونو ځنې دی چې نه يوازې د هستۍ موجودات بدرنګ يا ښکلي بولي؛ بلکې د انسانانو کړه وړه او د دوی نفساني خويونه هم په بدرنګۍ يا ښکلا يادوي.

انسانان د خپلو ځانګړو حسي او اروايي جوړښت په علت – تر هر ډول فلسفه ويلو وړاندې – موجودات په دوو ډولونو؛ ښکليو او بدرنګو ويشي. انسان بې اختياره د ښکليو موجوداتو پر وړاندې مفتونېږي او بې اختياره د بدرنګو موجوداتو پر وړاندې تېښته ننګېروي.

البته يوازې مادي ښکلا او بدرنګي د انسانانو د سترګو نه روزي کېږي. هغوي چې باطني حواس يې د ژور درک وس لري، په نا مادي چارو کې هم ښکلا مومي.

د چارو بدرنګي او ښکلا نسبي ده

خو د ښکلا او بدرنګۍ په اړه، يوه پخوانۍ پوښتنه شته: ايا د چارو ښکلا او بدرنګي نسبي دي يا غیرې نسبي؟ ابجکتیو دي يا سبجکتیو؟ له ادراک کوونکي څخه مستقل دي يا پرې متکي دي؟ د ښکلا يا بدرنګۍ نسبي توب په دې مانا دی، که ادراک کوونکی وګړی عوض شي د درک شوي څيز په اړه حکم به هم تغيير ومومي؛ يعنې، يو څيز چې د يو ناظر او کتونکي په سترګو کې ښکلی برېښي؛ خو همدا څيز به د بل کتونکي په سترګو کې بدرنګ برېښي. په بله وينا که انسانان بدل شي، بدرنګي او ښکلا به هم واوړي. لکه د انسان په اوسنۍ وضع کې، که د انسانانو د حساسيت کچه او يا يې د سترګو د تفکيک قدرت ډېر يا لږ شي، ډېرې ښکلې ښکارندې به نا ښکلې معلومېږي او اپوټه.

که داسې وي ايا ويلای شو چې خدای ځينې موجودات بدرنګ او ځينې ښکلي پنځولي دي؟ ايا د بدرنګۍ او ښکلا نسبي توب به د دې حکم خنډ نشي؟

«نسبي توب» د خوشې توب پر مانا نه دی

معمولاً «نسبي» د «چټي او خوشې» او بې ضابطې او بې کچې پر مانا انګېرلېږي؛ يعنې ګومان کېږي چې له نسبي حکم څخه مراد، په زړه پورې او چټی حکم دی، او هر څوک په خپلې خوښې او خپل تشخيص، حق لري يو حکم وکړي او يوه رايه صادره کړي، په بله وينا له نسبي حکم څخه يې پوهېدنه، د خپلې خوښې حکم دی. خو د «نسبي» دقيق مفهوم بيخي دغسې مانا نه ورکوي.

«نسبي حکم» – لکه چې تېر شو ـ د هغه حکم په مانا دی چې د مُدرِک ( او درک کوونکي) وګړي په توپير بدلېږي؛ خو د دې مانا غوښتنه دا نه  ده چې مدرک وګړی، خوشې، هسې په هسې، چټي، بې ضابطې او له هوسه حکم وکړي او يا څوک چې څه وايي سم دي؛ بلکې دا ډول احکام هم رښتونې مبدا، سرچينه او منشأ لري، خارجي موجودات د انسان په روح او ادراکي غونډال (نظام) کې متفاوتې اغېزې پرېباسي او په دې پار چې  ادراکي غونډالونه (نظامونه)، متفاوتې مخېنې لري، بدرنګ او ښکلی هم پکې توپير مومي. که د  ګردو اذهانو مخينه يوه شي او که د انسانانو «ذهني ـ اروايي» جوړښت پوره يو رنګ وي؛ نو په دې بڼه کې به نور د بدرنګۍ او ښکلا په حکم کې، څه توپیر رادبره نشي؛ يعنې ټول به واحد څيز بدرنګ يا ښکلي ومومي. نوځکه د بدرنګتوب او ښکلا په حکم کې توپير، د انسانانو په اروايي جوړښت او ذهني مخېنې په توپير پورې تړاو لري. دا توپیر، رښتونی او واقعي دی او ځکه د بدرنګۍ او ښکلا په اړه به متفاوت احکام هم واقعي وي.

کټ مټ د دې په څېر؛ که يوه ډبره په يو رنګ زور او انرژي د يوې ښېښې، بيا څاروي او ورپسې خټې ته ورګوزاره کړو، په هر مورد او ځای کې به يو اغېز ووينو. يو ځای به شيشه ماته شي او ليکي ليکي به شي. بل ځای به پوټکی غوڅ شي او وينه به وبهېږي او بل ځای به د خټو دارې خپرې ورې شي؛ نو د ډبرې اغېز نسبي دی.

دا سمه ده او مانا يې دا ده، ډبره چې پر کوم ځای لګي اغېز يې نسبت يو بل ته توپير لري؛ خو نسبي هم نه دي، په دې مانا چې هم ډبره واقعي ده، هم کومې اغېزې يې چې رادبره کوي او هم په بېلابېلو ځايونو کې د ډبرې د اغېزو توپير به که ډبره تل په خټه ولګي، تل به يې اغېز يو رنګ وي. دغسې ده د بدرنګۍ او ښکلا د ادراک وضع، لنډه داچې د بدرنګۍ او ښکلا (نسبي) توب د دوی د خوشې توب يا هوسي تب پر مانا نه دی.

د بدرنګتوب او ښکلي توب د حکم نسبي توب په درېیو واقعي او نا نسبي چارو ولاړ دی

د ښکلا او بدرنګۍ په ادراک او ورته د نسبت په حکم کې لږ تر لږه درې واقعي چارې شتون لري چې دا درې واړه چارې يو نسبي حکم رادبره کوي: ړومبی د بهر نړۍ موجودات له ځينو اړخو مشابه (ورته) او له ځينو اړخونو توپير لري، او دا توپير او تشابه واقعي دي نه نسبي. دويم دا موجودات د انسانانو په ادراکي او اروايي غونډال (نظام) کې څه اغېزې پرېباسي چې دا اغېزې هم واقعي دي. درېيم د انسانانو ارواح  او ذهني مخينې يې  توپير لري؛ نوځکه له واحد څیزه، متفاوت اثار مني، دا چار هم واقعي او غير نسبي دی. د يو بل ترڅنګ د دې درېيو واقعي سريزو ټولګه يوه پايله ورکوي چې دا پايله،«نسبي» بلل کېږي. يعنې د دې پيلامو او مقدماتو یېبره (ثمره) دا ده چې واحد څيز د يو وګړي په نظر کې ښکلی او د بل وګړي په نظر کې، بدرنګ برېښي. همدغسې؛ ګټه او زيان دي چې دوی هم نسبي دي؛ يعنې يو عنصر، کله چاته ګټور دی او بل ته زيانمن. داچې مولوي وايي: «بد په تړاو او نسبت» دی په همدې دليل دي. دلته بد يعنې؛ زيانمن، مضر او بدرنګ، نه اخلاقي بد:

پس بد مطلق نباشد در جهان

بد به نسبت باشد این را هم بدان

در زمانه هیچ زهر و قند نیست

که یکی را پا دگر را بند نیست

مر یکی را پا دگر را پای‌بند

مر یکی را زهر و بر دیگر چو قند

زهر مار آن مار را باشد حیات

نسبتش با آدمی باشد ممات

نوځکه د احکامو نسبي توب، د موجوداتو په اروايي جوړښت کې شته واقعي توپیر ته ور ګرځي. ارواح يو له بل سره د توپير له لا مله له يو واحد څیز څخه په بېلابېله توګه اغېزمنېږي او البته هر روح له خپله تأثره پرده اوچتوي؛ نوځکه بل حکم کوي. دا ټول په اروايي اغېزو پورې اړوندېږي، چې دلته روح، هېنداره نه؛ بلکې له دباندې راغليو غشيو د ايشتو نښه ده. خو کله چې نفس، هېنداره کېږي او يوازې د ښکاره کېدنې او حکايت شان لري، وضع توپیر کوي. لکه کله چې حکم کېږي د یو شي اوږدوالی لس متره دی، دلته وګړی له خپلو شخصي تأثراتو خبرې نه کوي؛ بلکې د شي د واقعي ځانګړنې په اړه حکم کوي؛ خو په بدرنګۍ او ښکلا حکم، د مدرک  وګړي روحي حالاتو ته ور ګرځي، نه په خارجي شي کې واقعي اوصافو او ځانګړنو ته.

انسان ګرده نړۍ ښکلې ليدای شي

د دې څېړنې له مخې د عارفانو د دې خبرې پر مانا ښه پوهېدای شو چې دا انسان داسې مقام ته ور رسېدای شي چې د هستۍ هر څيز ښکلی وويني.

عارف انسان خپل روح او ضمير داسې اوډونولای شي چې له هېڅ څيزه بدرنګه اغېزمني ونه مومي.

 په رښتینه کې د عارفانو له مهمو رابرسېرونو ځنې يو همدا و، چې کرۍ هستي ټوله ښکلې ووينو. کله چې د انسان په زړه کې دا «ښکلې وینې » سترګه پرانستل شي، له هستۍ سره به د انسان تړاو يو مخې توپير ومومي. په همدې پار مولوی خدای ته په عاجزۍ وايي:

بعد از این ما دیده خواهیم از تو بس

تا نپوشد بحر ار خاشاک و خس

آدمی دید است و باقی پوست است

دید آن است که دید دوست است

انسان بې له دوو سترګو بل څه نه دی، پاتې اندامونه او چارې يې وزلې او حاشيې شمېرلېږي. که سترګې له خس و خاشکو او ډکو پاکې شي، هر څه به ښکلي وويني. حافظ شیرازي وايي:

غسل در اشک زدم کاهل طریقت ګویند

پاک شو اول و پس دیده بر آن پاک انداز

یا رب آن زاهد خودبین که به جز عیب ندید

دود آهیش در آیینه ادراک انداز

د حافظ شیرازي په وينا، ځانوينی زاهد يوازې عيب ويني؛ ځکه سترګې يې عيبجنې او ناپاکې دي. حافظ شیرازي هم په دې پار ښېرې ورته کوي چې د ادراک هېنداره يې خړه پړه ده او پخپله د پاکيو ليدو لپاره، خپلې سترګې پاکوي. د حافظ شیرازي دا بيت د مجنون د دې شعر ژباړه ده:

و کیف تری لیلی بعین تری بها

سویها و ما طهرتها بالمدامع

وتلتذ منها بالحدیث و قد سری

حدیث سویها فی خروق المسامع

«راته يې وويل چې ته به څنګه په هغو سترګو چې نور دې پرې ليدلي او تر اوسه دې په اوښکو پاکې کړې نه دي ، ليلا ته وګورې؟

څنګه به خبرې ورسره وکړې او له خبرو به يې خوند واخلې، لا تر اوسه دې په غوږونو کې د نورو خبرې دي.»

تردې ټولو هر اړخيز او اوچت د مولانا ژور کلام دی:

تا بدانی کآسمانهای سمی

هست عکس مُدرکات آدمی

او

باده از ما مست شد نه ما از او

قالب از ما هست شد نه ما از او

له بدرنګۍ او ښکلا دا څېړنه کټ مټ  د انسان پر کړنو د اطلاق وړ ده.

د انسان د چلن د بدرنګۍ او ښکلا مانا

د دې شننې له مخې د انسان کړه وړه هم په بدرنګو او ښکليو ويشل کېږي. له وخته ويل شوي چې لکه «عدالت» يا «احسان» ښکلي دي، لکه چې يو منظره يا يو هنري اثر ښکلی او زړه راښکونی دی. او بلخوا انسان له حق لتاړولو يا تېري سره په مخامخېدنې، احساسوي چې له بدې نندارې سره مخامخ شوی دی (له اخلاقي قضاوت څخه په صرف نظر)

نوځکه په دې مانا د انسانانو کړنې، بدرنګې يا ښکلې دي. البته د تېرې څرګندونې له مخې دا بدرنګي يا ښکلا په نسبي ډول درک کېږي. يعنې که ټول انسانان له يوې روزنې او ذهني مخينې برخمن وي، ټول به یو شمېر کړنې ښکلې او يو شمېر به بدرنګې ومومي او څومره چې د انسانانو د کړنو بنسټيزو آرونو ته ورنژدې کېږو؛ نو د دې آرونو په بدرنګ موندو يا ښکلي موندو کې به د نظر يوالی ډېر شي او څومره چې د دې اصولو په فروعاتو او څانګو پسې ورشو؛ نو د نظر يوالی به تتېږي  او د رايو اختلاف به ځلېږي.

اخلاقي قضاوت د فاعل په نيت او علم پورې اړوند دي

خو د اخلاقي قضاوتونو حساب يې بېل دی. دوی له هغه ځايه رامنځته کېږي، چې د فاعل نيت او علم هم مراد شي. يو کړ (فعل) په دې پار چې کړ دی (يعنې بې له فاعل سره تړاو يې) اخلاقي اړخ نلري، يوازې د ښکلا پېژندنې اړخ لري، په بله وينا فعلي حسن او فاعلي حسن له دوو جنسونو ځنې دي، نه له يوه جنس ځنې. د فعلي حُسن يوازې د فعل مطلوبو اغېزو او اثارو ته پام وي؛ خو فاعلي حسن، فاعل د بدلې او ثواب مستحقوي. دويم يې اخلاقي دی؛ خو لومړنی نه. ځينو فيلسوفانو په تېره لويديځ کې د اخلاقو علم او ښکلا پېژندنه له يوه جنسه ګڼلې يا يې سره ګډ کړي، چې دليل يې څرګند دی. خو اخلاق د ښکلا پېژندنې د ملاحضاتو له بريده وراوړي؛ يعنې فعل له فاعل سره په تړاو، په اخلاقي احکامو کې رانغاړلېږي: که فاعل، يو فعل (کړ) ښکلی وبولي او په کولو يې لاس پورې کړي، اخلاقي «ښه» رامنځته کېږي او که دا فعل بدرنګ وبولي او ويې کړي، اخلاقي «بد» رادبره کېږي. که د فاعل علم نه وي، دباندنی فعل نه ښه دی او نه بد؛ خو البته بدرنګي يا ښکلا يې پرځای ده. د انسانانو افعال او کړنې چې کله هم له فاعل سره له تړاوه ايسته کېږي، د نورو طبيعي پېښو په څېر کېږي، چې اخلاقي ښه او بد نه رانغاړي. لکه د نسيم لګېدل يا د سمندر څپڅپاندي له اخلاقي پلوه ښه يا بد، فضيلت يا رذيلت نه دی، که څه بدرنګ يا ښکلی کېدای شي. فعل هم که فاعل ته ورمنسوب نشي، په اخلاقي قضاوتونو کې نه رانغاړلېږي. نوځکه که په مطلق ډول او بې د فاعل له ملاحظې ووايو: «عدل» له اخلاقي اړخ ښه يا «ظلم» له اخلاقي اړخ بد دی، ناسمه خبره او بلکې بې مانا خبره مو کړې ده. البته ويلای شو چې د ښکلا پېژندنې په پار، عدل، ښکلی او ظلم، بدرنګ دی. يا عدل پلانۍ مطبوع اغېزې لري او ظلم پلانۍ نامطبوع اغېزې لري. د عدل خارجي اغېزې، واقعي دي؛ خو مطبوع والی يې البته سبجکتيو دی او اخلاقي قضاوت هم يوازې په عادل او ظالم پورې تړاو مومي، نه له فاعل څخه د راپرې کړای شویو افعالو پورې.

نوځکه که چا وپتېيله چې یو کار ښه دی او بيا يې له مخې عمل وکړ، ستاينوړ دی او لږ تر لږه د غندنې وړ نه دی، که څه کړ (فعل) يې د عاقلانو له نظره بدرنګ شمېرلېږي. همدا مساله ده چې د اصوليانو په سنګر کې يې، تفرقه او وېشنه رامنځ ته کړې (تجربي ويينه).

پوښتل شوي څوک چې د اوبو په ګومان شراب څښي، کار يې بد دی يا ښه؟ يا څوک چې د شرابو په ګومان اوبه څښي، ايا بد کار يې کړی دی؟ که فعل ته ووينې، هغه چې اوبه، شراب ګڼلي او د شرابخورۍ په نيت يې اوبه څښلي، کوم بد کار يې نه دی کړی؛ ځکه په هر حال شرابخوري يې نه ده کړې؛ خو که نيت ته يې ووينې کار يې سر تر پايه ګناه وه. او سمه خبره دا ده چې له فاعل څخه د فعل په راپرې کېدو پورې، بیخي د اطاعت او ګناه نامې تړاو نه مومي. لومړی مطيع  او عاصي لرو او ورپسې طاعت او معصيت، نه اپوټه.

اخلاقي قضاوت تل له فاعل څخه پيلېږي او د فاعل په تبع او لاروۍ په فعل کې سر ورښکته کوي.  لومړی وايي چې فاعل وګړی بدکاره دی او بيا په تبع يې، فعل يې هم په اخلاقي تقبيح (بد) کې رانغاړل کېږي.

خو که د يو فعل په اړه، بې له فاعل سره د تړاو په ملاحظې يې، وپوښتل شي، په ځواب کې يې يوازې له بدرنګوالي يا ښکلا يا نورو طبيعي اوصافو خبرې کړای شو، نه نور څه.

 

د انساني کړنو د ښو او بدو وزلو موندېدل

اوس ممکن وپوښتل شي چې ولې انسان يو شمېر کړنې ښې او يو شمېر بدې مومي؟

په ځواب کې وايو چې دا ګروهې ډېر دلايل لري: ډېری چارې په دې پار ښې يا بدې شوي چې د بشري ژوند د تکامل په بهير کې د انساني ټولنې پايينې ته ګټورې يا زيانمنې شوې دي. غلا، دروغ، تېری او… ټولنيز ژوند ناشونی کوي، او په مقابل کې رښتيا، پاکي، امانتوالي او د نورو د حقوقو رعايتول ژوند مطبوع او اسانوي. ديني ښوونو هم د دې حُسن  و قُبح په ټاکنه او ښوونو کې برخه درلودلې ده. همدغسې د کړنو د بدرنګۍ او ښکلا ادراک هم د ښکلا پوهنې له نظره د اخلاقي احکامو په صادرولو کې لاس درلود؛ يعنې د ښو او بدو فطريتوب او شهوديت. او البته نورې وزلې هم ګڼلای شو.

نوځکه په انسانانو کې شته او دوديز اخلاق له يوې سرچينې راولاړ شوي نه دي.

د اخلاقي احکامو نسبي توب پر واقعي او غیرې نسبي چارو ولاړ دی

خو اخلاقي حکميان په دې اړه مهمې خبرې لري چې وايي، که ټول انسانان له يوې روحي او ذهني مخينې برخمن وي او د خپل ضمير او وګړې دوړې، خړپړتيا او نيمګړنې وڅنډي او د تعقل له يوې قوې برخمن شي؛ نو اخلاقي احکام به يې يو رنګ شي؛ يعنې فاعلان به په واحدو ضوابطو په مدح و ذم (ستاينه او غندنه) کې رانغاړلي وبولي.

ملاحظه کېږي، چې د اخلاقو مدح و ذم په اړه دا شننه، د هماغې شننې په څېر ده چې د بدرنګۍ او ښکلا په اړه يې لرو. عاقلين کله چې د فاعل له مدح وذم نه خبرې کوي، په واقع کې له خپلو حالاتو ګړېږي او د خبرو مانا يې دا ده چې زه (يعنې مُدرک وګړی يا پېژندل شوی فاعل) او فاعل د مدح يا ذم وړ بولم؛ خو دا نسبي توب د بدرنګوالي او ښکلا د نسبيت په څېر، په انسان کې د څو واقعي اغېزو د همکارۍ او ګډولې یېبره او محصول دی.

اوس وينو داچې وايي خدای نېک چار کوي يا انسانانو ته په نېکو چارو حکم کوي او له بد چارو يې نهې کوي، څه مانا لري؟ ايا څه چې ښه او نېک دي، خدای يې کوي يا څه چې خدای کوي، نېک به وي؟

د چار واقعيت دا دی چې حُسن و قُبح، بدرنګي او ښکلا، غم و ښادي، عشق و نفرت، مينه او کرکه، له انسان سره په تړاو (يعنې له درک کوونکي موجود سره) مفهوم پيدا کوي. په بله وينا، دا چارې د بشر اروايي حالات دي او يوازې د انساني روح  په ډګر کې پيدا کېږي، لکه مولانا وايي:

«باده از مست شد نی ما از او».

د خدای له منظره بدرنګي او ښکلا

تردې ځايه مو وويل که درک کوونکې (مُدرِکې) سترګې نه وي؛ نو بدرنګي او ښکلا نه څه مفهوم لري او نه مصداق؛ خو ايا د خدای په سترګو کې هم بدرنګي او ښکلا شته يا نه؟ البته شته. په رواياتو کې لرو:

«ان الله جميل و یحب الجمال: خدای ښکلی دی او ښکلې چارې خوښوي.»[301]

نو د خدای پر وړاندې هم بدرنګي مطرود او ملعونه ده او ښکلا یې تر عنايت او پاملرنې لاندې ده؛ ځکه دا هم ناظر؛ بلکې اوچت ناظر او هډو يوازېنی ناظر دی او د يو عارف بنده ټوله هڅه دا ده چې هم يې خدای په سترګو کې ښکلی وځلېږي او هم دا پخپله د خدای په سترګو کې ښکلی وبرېښي او هم د خدای له سترګو هستۍ ته نظر وکړي، دا مطلب چې مولوي وايه: د جسم معطر والی کافي نه دی؛ بلکې زړه بايد معطر وي، پر همدې مانا و:

گر میان مشک تن را جا شود

روز مردن گند او پیدا شود

مشک را بر تن مزن بر دل بمال

مشک چه بود نام پاک ذوالجلال

آن منافق مشک بر تن می‌نهد

روح را در قعر گلخن می‌نهد

بر زبان نام حق و در جان او

گندها از فکر بی ایمان او

مشک او عطر چې انسان پر ځان او جامو وهي، ظاهر ويني يې درک کوي؛ خو د روح معطرتوب خدای، سپېڅلي او يو شمېر پاک او متقي انسانان موندای شي. د ښکلا په اړه هم وضع همدغسې ده. عارفانو د خدای د حُب  او مينې په اړه ډېرې خبرې کړي او حُب په جمال (او ښکلا) پورې اړه لري. چېرې چې يوه مينه او عشق وي، په جمال پورې اړوند يو مفتونيت هم شته او که څه عارفان د حق تعالی د پېرزوينې او غوسې دواړو عاشقان ول؛ خو په حقيقت کې بې له پېرزوينې يې بل څه نه ليدل؛ نوځکه هر ځای يې چې له کوم عاشقه خبره کړې، په يوه وجه يې د حُسن له تجلۍ او د دلبردګۍ له حصول څخه خبره کړې:

هر کس پیش کلوخی جامه چاک

کان کلوخ از حُسن آمد جرعه ناک

باده خاک آلودتان مجنون کند

صاف اګر باشد ندانم چون کند

دا د محدودو او ځمکنيو عاشقانو او معشوقانو په باب ده، چې د حُسن شراب يې دُرد آلوده دي؛ خو د حق کمال او جمال روڼ او بې بريده دی:

ذره ذره عاشقان آن کمال

می‌شتابد در علو هم‌چون نهال

سبح لله هست اشتابشان

تنقیهٔ تن می‌کنند از بهر جان

انسان چې ځان سینګار او ونه توږي؛ نو خدای هم ښکلی نه مومي؛ ځکه ښکلې ليدنه يوازې په دې پورې اړوند نه ده چې د باندېنی موجود ښکلی وي، بلکې پخپله انسان هم باید ښکلا وليدای شي. دا د عارفانو له سترو رابرسېرونو ځنې ده چې د خدای ښکلا يې وليدای شوه او په هر ځای کې يې د ښکلا او عشق خبرې وکړې:

غرق عشقی‌ام که غرقست اندرین

عشقهای اولین و آخرین

مجملش گفتم نکردم زان بیان

ورنه هم افهام سوزد هم زبان

من چو لب گویم لب دریا بود

من چو لا گویم مراد الا بود

ده زکات روی خوب ای خوبرو

شرح جان شرحه شرحه بازګو

کز کرِشمِ عمزه ای غمازه ای

بر دلم بنهاد داعی تازه ای

شرح ګل بګذار از بهر خدای

شرح بلبل ګو که که شد از ګل جدای

دې پاکانو په خدای کې پېمخي یا خوبرويې لیدلې وه؛ ځکه د پېمخۍ یا خوبرویۍ زکات؛ يعنې، احسان او لورنه (عنايت) يې غوښته. دا زکات هم يوازې د معشوق د حسن د تجلۍ او بلخوا يې د جمال د قدرت د درک په ښکېل کې و، موږ پوه شو چې خدای پخپله ښکلی دی او يو شمېر چارې يې په سترګو او نظر کې ښکلې او يو شمېر يې بدرنګې دي. اوس نو زوی ته د علي (کرم الله وجهه) د خبرې مانا څرګندېږي چې ويې ويل:

«ته بايد د خدای په طاعت او لمانځنه کې هڅه وکړې؛ ځکه ته ناڅيزه او حقير يې او هغه لوی او ستر دی، ته محتاج يې او هغه مستغني دی، ستا مهانت او ناڅيزتوب او د خدای مهابت او دبدبه الزاموي چې درګاه ته يې سجده وکړې، له غوسې او سزا يې وډار شې، اوامرو او نواهيو ته ملتزم اوسې؛ ځکه خدای يوازې د ښو چارو امر درته کوي او يوازې له بدو چارو دې منع کوي.»

عارف بدرنګۍ او ښکلا ته په نظر کولو کې هڅه کوي چې ځان له خدای سره هم منظره کړي

عارف هغه دی چې خپل منظر د خدای له منظر سره ورنژدې کړي، څه چې خدای بدرنګ ويني، دا يې هم بدرنګ وويني او څه چې خدای ښکلي ويني دا يې هم ښکلي ويني. ورپسې، د ښکلا خوا ته يې جذبه او مينه، د ښو چارو خوا ته ورکاږي؛ يعنې اخلاق يو دم هسکېږي او له اخلاقي داورۍ څخه د ښکلا پېژندنې داورۍ ته وررسي.

عرفان تر اخلاقو اوچت دي

نو د عارفانو دا خبره چې وايي: عارفان تر اخلاقو اوچت دي؛ په دې مانا ده، عارف هغه کارونه چې نور يې له اخلاقي پلوه ښه بولي دا يې ښکلي ويني او کوم کارونه چې نور يې له اخلاقي پلوه بد بولي، دا يې بدرنګ ويني، په دې توګه اخلاقي نېکۍ او بدۍ د ښکلا پېژندنې پر ښکلا او بدرنګۍ اوړي. په بل تعبير ښکلا پېژندنه د اخلاقو ځای نيسي. البته نېکيو او بديو ته د دغسې کتو ترلاسه کول يو ستونزمن چار دی او له متوسطانو او منځنيو خلکو د دغسې چار تمه نه کېږي، دوی ته اخلاقي نېکۍ او بدي کفايت کوي.

له خدايه غواړو، خپلو ځانګړو بندګانو ته يې چې حق ويني او د ښکلا پېژندنې سترګې ورکړي، موږ ته یې هم راکړي.

د انسان ژوند د حتمي سیالۍ ډګر دی

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې کاږي:

وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ وَ تَفَهَّمْ وَصِيَّتِي وَ لَا تَذْهَبَنَّ عَنْكَ صَفْحاً

خیر ډېر غواړه، پر وصیت مې ښه پوه شه او مخ ترې مه اړوه.

فَإِنَّ خَيْرَ الْقَوْلِ مَا نَفَعَ

ښه خبرې هغه دي چې ګټورې وي.

وَ اعْلَمْ أَنَّهُ لَا خَيْرَ فِي عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ

او کومه پوهه او علم چې ګټور نه وي، څه خیر پکې نشته.

وَ لَا يُنْتَفَعُ بِعِلْمٍ لَا يَحِقُّ تَعَلُّمُهُ

د کوم علم چې زده کړه روا نه وي، څه ګټه هم پکې نه وي

د انسان ژوند د حتمي سیالی ډګر دی

موږ ټول د ژوند په اوږدو کې په ډول ډول سیالیو کې برخه اخلو او هر یو له نورو د مخکې کېدو په لټه کې یو. خلک له ګهیځه تر ماښامه، که د مادي ستونزاوارۍ په هڅه کې وي، یا په خپلمنځي شخړو اخته وي او مقابل لوری پړ کړي، په رښتینه کې پر لوبې بوخت دي.

ظاهرا د لوبې نه کولو بلنه او یا په سیالۍ کې له مخکې کېدو د پر شا کېدو بلنه، نابریالۍ بلنې دي. یعنې خلک نه سیالي او لوبه پرېږدي او نه په لوبه کې په ساده او خوشې بایلودو خوښېږي؛ ځکه دا د انسانانو د طبع خلاف یو چار دی. له لوبې د وتو امر کول، یو نا واقع وینی اخلاقي دستور دی.

ژوند عین لانجه او سیالي ده. د همېشني «غفلت» قصه ده. څوک له دباندې دې سیالۍ ته نه ویني، ټول پر لوبه اخته دي، بې له دې چې پوه شي دا کومه لوبه ده او پر سیال د بریا نیت هم ورسره دی.

که ټول لوبې ته له دباندې وویني او یا هېڅوک د وړو هوډ و نه لري، لوبه ډیل کېږي. غفلت او ځانمني د لوبې ستنې دي. یو خوا نباید وپوښتي چې څه لوبه کوو او ولې یې کوو او بلخوا نباید پر بایلودو خوښ وي؛ نوځکه خپله لوبه کول رسمیت لري او په اړه یې څه ګړ پړ نشته. او نا ډیله ده؛ خو مهم دا دي چې لوبه د مشرانو لارښوونه راونغاړي او ځانګړې بڼه او لوری ومومي.

ډېری چارې د خلکو له ژوند سره اغږل شوي او ډیلول یې یو ناسم کار دی. د مشرانو وظیفه ده چې دې چارو ته نوې او تازه مانا او مضمون ورکړي. د مثال په توګه، د بشر د ټولنیز ژوند اوږد تاریخ ښوولې چې «اختلاف» یو حتمي چار دی؛ نوځکه خلکو ته نشو ویلای چې خپلمنځي اړپیچ (او اختلاف) مه کوﺉ؛ خو د اختلاف اړوند او سمه موضوع ورښووای شو. که خلک د ستر او شریف کار پر سر شخړه ونکړي؛ نو پر سپکو او ناڅیزو چارو به یې وکړي او شخړه به روانه وي.

په نړۍ کې د ‎ژوند د سیالي ډیلونه شونې نه ده؛ مهمه هغه موضوع ده چې سیالي ورباندې وشي

که خلک په ښو چارو کې سیالي ونکړي؛ نو په بې ثمره، بې خاصیته، خوشې او سپکو څیزونو کې به سیالي وکړي.

قرآن کریم وایي:

[فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ [302]= په ښېګڼو كې سیالي کوئ.]

سیالي وکړﺉ او یو تر بله ړومبي شئ؛ خو نه په هر چار کې، نه د بوختیا او وخت تېرېدنې په نیت او نه یوازې د دې لپاره چې ځانمني مو مړه شي او ویې ګټئ؛ بلکې تردې ورهخوا او مهمتر، پام مو د سیالۍ موخې ته ورواړوﺉ؛ د نېکیو او ښو په لټه کې اوسئ.

په بدیو کې تو نورو وړاندې کېدل، عین بایلل دي. کله چې د یو شر او ناوړه چار پر سر سیالي کېږي، په رښتینه کې وړوونکی او بایلېدونکی ګرد بایلېدونکي دي.

فرض کړﺉ دوه تنه یو بل کنځي او هڅه کوي چې په دې شخړه کې یو تر بله مخکې شي، نباید وانګېرو که یو په کنځلو د بل خوله ټپه کړه؛ نو په دې سیالۍ کې به بریالی شوی وي. دواړه په دې شخړه کې بایلېدونکي دي. په ژوند کې، ډېری دغسې لوبې دي چې یوې لوري ته یې هم د بریا نښه نشته. داچې امیر المؤمنین علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) وایي: [وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ: خیر ډېر غواړه]

له آره په ښو پسې ووځه، له نورو سیمو ووځه او یوازې د نېکیو په سیمو کې سفر وکړه؛ په همدې منظور دي.

وَ تَفَهَّمْ وَصِيَّتِي وَ لَا تَذْهَبَنَّ عَنْكَ صَفْحاً فَإِنَّ خَيْرَ الْقَوْلِ مَا نَفَعَ – پر وصیت مې ښه پوه شه او مخ ترې مه اړوه ښه خبرې هغه دي چې ګټورې وي.

یعنې وینا مې ګټوره ده؛ خو هله ګټوره ده چې ته یې هم د عمل کولو او ګټنې لپاره ولولې. هغه خبره چې ګټوره نشي؛ نو چټي او  خوشې خبره به وي.

وَ اعْلَمْ أَنَّهُ لَا خَيْرَ فِي عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ – او کومه پوهه او علم چې ګټور نه وي، څه خیر پکې نشته.

ګټور علم او زیانمن علم

هغه علم چې ګټور نه وي، ښه نه دی. په روایاتو کې راغلي چې دوه ډوله علم لرو: نافع (ګټور) علم او ضار (زیانمن) علم. داسې نه ده چې مطلق د علم زده کړه یا مطلق عالمېدل، مطلوب او ښه دي. د ګټور علم زده کړه ښه ده او د بې ګټې علم زده کړه بده ده. د بې ګټې علم یو له مهمو مصادیقو ځنې هغه علم دی چې انسان عمل پرې ونکړي، ان که ظاهر یې شریف او محترم علم وي؛ ځکه د اسلام له لیدلوري په خپله عالم مهم دی، نه خپله علم.

علم؛ یعنې هغه کلمات چې په کتابونو کې لیکل شوي یا په اذهانو کې دي. کوم عالم چې پر خپل علم عامل نه دی، څه ښه موجود نه دی، شر دی او کوم علم چې ورسره دی، د همدې شر په صفت، یادېږي. بلخوا څوک چې لږ علم لري؛ خو عمل ورباندې کوي؛ نو ښه موجود دی او ورسره علم هم مبارک دی. ځکه علم چې له عمل سره نه وي، د ویاړنې، جدال، ځان ساتنې او … په کار به شي.

 پر کوم علم چې عمل ونشي، تر هر څه ډېر د (خودخواهۍ او) ځان وینۍ انګېرنه څربوي، او د مولوي په تعبیر د دې پرځای چې انسان سپک کړي، درنوي یې او د دې پرځای چې الوت ته یې چمتو کړي، ښه یې پر ځمکه ورټومبي:

علمهای اهل دل حمالشان

علمهای اهل تن احمالشان

علم چون بر دل زند یاری شود

علم چون بر تن زند باری شود

گفت ایزد یحمل اسفاره

بار باشد علم کان نبود ز هو

علم کان نبود ز هو بی واسطه

آن نپاید همچو رنگ ماشطه

لیک چون این بار را نیکو کشی

بار بر گیرند و بخشندت خوشی

ښه عالم، ښه قانع وي

علم باید د انسان سپرلی وي، نه داچې د انسان پر اوږو او زړه یو پېټی شي او د دې پرځای چې ښه چوپړ ته یې چمتو کړي غوښتونکی کوي یې. زموږ د روزګار یوه ستونزه همدا ده چې معمولا زده کړه وال (تحصیلکرده) مو انتظار لري چې ښه سوکاله وي. دا د ناګټور او درنوونکي علم یوه بېلګه ده. عالم انسان د عالم والي په دلیل، له دنیا یې خپله برخه او روزي تر لاسه کړې ده؛ نوځکه باید ښه اسانګیره، مینناک او تېرېدونکی وي او په نورو برخو کې کمښت او بې برخېتوب په خورا اسانۍ وزغمي. کوم انسان چې د عالموالي په پار، تمه کاروي؛ نو څرګنده ده چې علم یې ګټه وررسولې نه ده. له علي (کرم الله وجهه) په همدې مانا یو ښه روایت نقل شوی دی؛ وپوښتل شو، ولې هغه وګړي چې له عقله، پرېمانه برخمن دي؛ خو تر نورو یې ژوند له سوکاله امکاناتو، برخه او روزي لږه ده؟ ورته یې وویل: ځکه عقل یې هم د دوی د روزۍ برخه ده.

منظور دا نه دی چې نباید عالم او زده کړه وال د لږ تر لږه ژوند د امکاناتو او اړتیاوو برخمن وي. منظور دا دی چې انسان نباید د عالم والي په پار، غوښتونکی وي؛ بلکې اپوټه تل باید ځان پوروړوی وبولي؛ ځکه هغه چې ډېره شتمني لري، باید ډېر زکات هم ورکړي:

«ده زکات روی خوب ای خوبرو». نباید دغسې یو څوک هسې په هسې د یو موټی پرېوتو دنیا پالو د مزو چړچو حسرت وخوري او ژوند پر ځان تریخ کړي او د دې سترې مانیزې (معنوي) پانګې قدر ونه پېژني.

علم کله انسان ښه درنوي او پر ځمکه یې ورټومبي (په قرآني تعبیر: اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ). دغسې علم زیانمن دی او نشتون یې تر شتونه ښه دی:

ده بود آن، نه دل که اندر وی

ګاو و خر باشد وضیاع و عقار […]

علم تو کز تو تو را بنستاند

جهل از آن علم به بود صدبار

ناپوهي پر غرور راولاړوونکي علم غوراوی لري

هغه علم چې انسان تمه کار، غوښتونکی، ځانمنی او درنوي او ډېر یې کبرجنوي؛ نو البته جهل او ناپوهي، پر دغسې یو علمی شرف او فضلیت لري. د علم ګټه او تاوان له عالم سره په تړاو تعریف او پېژندل کېږي. نوځکه نشو ویلای فزیک په مطلق ډول یو زیانمن علم دی یا فلسفه یا فقه په مطلق ډول ګټور علم دی. شونې ده یو څوک له دې علومو ګټه یوسي او بل زیان وکړی. د هېڅ علم پر مخ لیکل شوي نه دي چې ښه دی یا بد، ګټور(نافع) دی یا زیانمن (ضارّ)؛ بلکې عالمان دي چې ښه یا بد دي. د عالمانو ښه والی او بدوالی په دې پورې تړاو لري چې په علم یې د وجود د کثیر الضلاع کومه ضلع پیاوړې شوې ده.

هغه علم چې انسان خورا متواضع، عاجز  او چوپړیال کوي؛ نو ګټور علم دی او هغه علم چې انسان خورا ځانوینی او تمه کاروي؛ نو یو زیانمن علم دی. علم له دې اړخ خوړو ته ورته دی. په ځینو مواردو کې خطرناکترین درمل او سموم ګټور دي او یو درد درملوي او په ځينو ځایونو کې غوره او خوندور خواړه مهلک زهر دي. په مطلق ډول یوه ډله خوړو ته بد او بلې ته ښه ویلای نشو.

مفسرانو د دې آیت [فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ إِلَى طَعَامِهِ[303]= نو انسان دې خپلو خوړو (او د خوړو پنځون) ته وګوري.] په تفسیر کې ویلي چې له طعام او خوړو مراد، باطني خواړه (یعنې علم) دی. انسان باید وویني چې څه زده کوي او د چا سبق او لوست ته کېني او په غوږ څه خوري. د مولانا په وینا:

آدمی فربه شود از راه ګوش

جانور فربه شود از حلق و نوش

بې ګټې او بې زیانه علم نشته

پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) خدای ته په خپلو دعاوو کې، په ټینګه له بې ګټې علمه پناه وروړه: «اعوذ بک من علم لا ینفع». امام غزالي په دې اړه وایي، که علم ګټور نه و؛ بېخي به زیانمن وي او بې پرې کېدای نشي. یعنې درې ډوله علم نلرو: ګټور علم، زیانمن علم او بې پرې علم، چې نه ګټور وي او نه زیانمن. علم که ګټور نه وي، زیانمن به وي او انسان به دوزخ ته ورکاږي: «اما ان یحییه حیات الا بد و اما ان یهلکه هلاک الابد» یا ژوندون وربښي یا هلاکت؛ نوځکه باید په زده کړه کې نهایت احتیاط وشي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: وَ لَا يُنْتَفَعُ بِعِلْمٍ لَا يَحِقُّ تَعَلُّمُهُ

«د کوم علم چې زده کړه روا نه وي، څه ګټه هم پکې نه وي.» دلته علي (کرم الله وجهه) د یو فقهي حکم حکمت ته هم اشاره کوي: د کوډو په څېر علومو د تحریم او حراموالی دلیل، ناګټور توب یې دی.

څنګه په نظریاتي جګړه کې سمه لار خپلولای شو؟

انسانان باید د ډول ډول او یو له بل سره په ټکر کې ادیانو او ښوونځیو په څولارې کې له کومه ځایه پیل کړي او څنګه سمه لار وپېژني؟ زموږ عمر د ټولو کړنو د ښو او بدو او د ګردو ویناوو د حق او باطل څېړنو ته کافي نه دی. که فرضاً ټول شته ښوونځي مو وازمېیل، تاریخ خو څه پای ته رسېدلی نه دی، راورسته ځوځات او نسلونه به نوې اندنې او ښوونځي رادبره کړي؛ نوځکه غیر مقلد انسان تل له ځانه پوښتلای شي، له کومه معلوم چې حق ښوونځی هغه ښوونځی نه وي چې ما نه وي ازمېیلی؟ له کومه معلوم زما په اذکارو کې باطل ټکي نه وي چې تراوسه را پر ډاګه شوي نه وي؟ دا پوښتنې باخبر، عقلمن او هغه انسان ته چې په پټو سترګو په یو څیز پسې نه ورځي، اوڅارېږي.

علي (کرم الله وجهه) پوه شوی چې دا پوښتنې یې هوښیار زوی ته اوڅار شوي یا شونې ده اوڅار شي. د دې پوښتنو راولاړېدل د ویښتیا او آګاهۍ نښه ده او د پرې ګوته ورته نیوای نشو. که ځواب دا وي چې په ګروهو کې دې ګړ پړ مه کوه؛ په پټو سترګو د خپلو پلرونو لارې ته دوام ورکړه، طبیعي ده چې پوه انسان دا ځواب درسره نه مني او که ځواب دا وي چې ټول ښوونځي امتحان کړې او د ګردو مدعیانو مدعیات وڅېړې؛ دا هم د یوې بې پایه لارې وهلو او نه وررسېدونکې قبلې ته د وررسېدو سپارښتنه ده؛ ځکه لومړی لکه چې ومو ویل د ښوونځیو ازمېیل یو بې پایه کار دی او دویم داچې بیخي اسان کار نه دی. له مسیحیانو، بودایانو او … سره د پېژندګلو لپاره په یو کونج کې کېناستل او د څو کتابونو لوست ابدا کافي نه دي، باید ورسره واوسې له سترګو یې نړۍ ته ووینې او په ایمان کې یې مشارکت وکړې. د نورو کوشنی عیب لویول او خپل لویی نقص نالیدلی یا کوشنی ګڼل د ګردو اند پلورو دود او کسب و چې البته د څېړنې په تله کې څه وزن او درونوالی نلري. د زړه تړاوونه، په پټو سترګو تګ او عادات پر حقیقت پېړې پردې وراچوي چې لیدل یې ستونزمن؛ بلکې کله نا کله ناشونی کوي.

علي (کرم الله وجهه) دا پوښتنه ځوابوي:

د تېرو له اوچتو تجربو ګټنه

علي (کرم الله وجهه) د تېرو پوښتنو د ځوابونې لپاره زوی (امام حسن) ته دوه لارې وروړاندې کوي، وایي له بېخه دا غلطه اندنه ده چې:

له صفره یې پیلوم.

ولې یې له صفره پېلوې؟

ایا تېرو تجربه نه ده کړې؟

تجربو یې هېڅ ارزښت نه درلود؟

بشریت اوږد عمر تېر کړی نه دی؟

ایا د انسان تاریخ په تا پیلېږي؟

که ستا تجربې او څېړنې ارزښتمنې دي، د تېرو هم دي. لږ تر لږه د څېړنو پر وخت دې د بشریت د اوږدو تجربو ملحوظات وکړه او ګټنه ترې واخله.

تېروتنه ده چې څوک وغواړي هر څه خپله تجربه کړي او په ټولو چارو کې پر ځان ډډه ووهي، په تېره که هلک وي او د ځوانۍ منګ ته رسېدلی نه وي. نه وایم چې ځان دې هېر کړه؛ خو وایم ځانمني او ځانویني دې مه څربوه. تر تا وړاندې ډېرو مشرانو، ډېرې لارې وهلي دي؛ نوځکه له صفره پیلول منع دي. دا ټکی نه یوازې د یوه ښوونځي یا دیانت د چار په موندنه کې، چې د ژوند په نورو چارو کې هم صادق دی. فرض کړﺉ چې د ژوند په پیلامه کې د اور سوځېدل تجربه کوﺉ؛ نو ایا لاس مو په اور کې ننباسئ او وایئ چې د نورو تجربې مې په کار نه دي؟ اوس فرض کړﺉ لاس مو اور ته ور دننه کړ او وسوځېد، شونې ده وپوښتئ ایا اور پښه هم سوځوي؟ ځواب موندنې ته باید خپله پښه هم په اور کې کېدﺉ. ایا جامې هم سوځوي؟ د دې بې پایه پوښتنو ځواب موندنې ته باید لاس و پښې، سترګې، غوږونه، جامې او ……. اور ته ورننباسو. دا مخامخېدنه، نه یوازې ټینګې او جدي عملي ستونزې راولاړوي او ژوند له بېخه، ناشونی کوي؛ بلکې له نظري پلوه هم ناسمه او د دفاع وړ نه ده؛ ځکه د نورو د تجربو له نالیدلو ګڼلو لپاره کوم دلیل نلرو. ولې وایئ که پوه شوم، اور سوځول کوي؛ نو یوه مهمه او  ډاډمنه تجربه مې کړې؛ خو که نور پرې پوه شول؛ نو هېڅ اهمیت نه لري؟ د نورو له تجربو ګټنه د عقلمنۍ غوښتنه ده. او علي (کرم الله وجهه) په دې لیک کې خپل زوی ته وایي:

[و العقل حفظ التجارب – عقل د انسانانو د تجربو زېرمې دي]

د تېرو په تجربو کې د سلف صالح په تجربو پسې ورشه

علي (کرم الله وجهه) دلته یوه مقدره پوښتنه هم ځواب کړې ده. شونې ده څوک وپوښتي: په تېرو کې پرېمانه انسانان ول، په ډولا ډولو لارو تللي او بېلابېلې خبرې یې کړي؛ نو د چا پر تجربو، دودنو او سنتو ډډه ووهو؟ د علي (کرم الله وجهه) ځواب دا دی چې د تېرو د صالحانو پر سنتو ډډه ولګوﺉ؛ په تېرو کې په هغوی پسې ولاړ شئ چې ښه وه او له سراسر ژونده یې صلاح او پاکي ورېده، دا یو ډېر مهم ټکی دی. پېغمبرانو خلک نه په معجزو او نه په علمي خبرو قانع کول؛ بلکې امانت، صداقت، پاکي او نجابت یې و چې د زمانې خلک یې ورماتول (او په نړۍ کې هر بریالي انسان چې هر څومره د پاموړ توفیقات ترلاسه کړي؛ نو د همدې ځانګړنو په پار دي).

د پېغمبرانو او الهي اولیاوو ښه مخینه د دوی د جاذبې یو مهمترین شپول و

ډېری خلکو ځکه د اسلام پر پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ایمان راووړ چې ښه مخینه یې درلوده. ویل یې چې څلویښت کاله پاک ژوند یې راسره کړی او په دې موده کې له دې امین سړي مو ان یو دروغ هم اورېدلي نه دي او اوس چې د پېغمبرۍ ادعا کوي لږ تر لږه یې پر صدق او رښتینتوب ډېر ډاډ درلودای شو او ادعا یې په اسانۍ دروغ ګڼلای نشو. په تواریخو کې راغلي چې حضرت ابوبکر (رض) پر پېغمبر باندې د خپل ایمان راوړو د دلیل په اړه ویلي و: «هذا وجه صادق» یعنې پېغمبر د رښتونو څېره لري او چلي نه معلومېږي. پېغمبران د همدې جاذبو په مرسته د خلکو زړونه راکاږي. د مولوي په تعبیر:

معجزات از بهر قهر دشمن است

بوی جنسیت پی دل بردن است

معجزه د دښمنانو ځپنې ته وه. پېغمبرانو خلک په معجزو نه هک اریانول او ترې یې نه غوښتل چې له معجزې په راولاړ شوې هېښتیا کې ایمان ورباندې راوړي. د پېغمبرانو پانګه په لومړۍ درجه کې تحبیب، مینه کول او شفقت و، نه ارعاب ډارونه او ترهګري[1]؛ خو د دښمنانو ځواب یې هم درلود او ورکاوه یې؛ فرعون د موسی (علیه السلام) پر وړاندې د ویلو لپاره حق خبره نه درلوده؛ خو د دوو ټکیو په وریادولو یې د موسی (علیه السلام) مخینې ته ګوته نیوه. یو ټکی یې د موسی (علیه السلام) سپکاوي ته او بل یې د ده ناوړه مخینه وریادوله.

فرعون د موسی (علیه السلام) سپکاوي ته ویل:

[أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ[304]= ايا ته مو په وړوکتوب کې نه وې پاللى؟ او د خپل ژوند څو کلونه دې راسره تېر(نه) کړل؟]

دا وینا یو ډول سپکاوی دی. وایي ته هماغه هلک یې چې لویی مو کړې او اوس د پېغمبرۍ دعوا راته کوې او پر وړاندې مو ولاړ یې! فرعون زیاتوي:

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ[305]

کوم کار چې فرعون یې نامه نه اخلي، هغه وژل شوی تن دی چې موسی (علیه السلام) وژلی و، چې په قرآن کې هم راغلی دی:

فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ[306]

فرعون  د دې ټکې په وریادولو غوښتل چې د موسی (علیه السلام) مخینه ناوړه وبرېښوي. موسی (علیه السلام) ځواب ورکاوه:

فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ[307]= هغه وخت مې، چې هغه (کار) كړى و،زه له ناخبرو ځنې وم.

یو شمېر مفسرانو پر دې ټکي تنبیه کړې چې د خبرو په همدې غونډه کې معمولا فرعون د سپکاوي تعبیرات کارول او له موسی (علیه السلام) سره د خبرو اترو په ترڅ کې یې، خپل مخ نورو ته وراړو او وایي:

وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ[308]= او (دا) نړۍ پال لا څه او څوک دى؟!

دا خدای چې دا وایي، یعنې څه؟ فرعون د موسی (علیه السلام) د سپکاوي او د مخینې په خرابولو، د موسی (علیه السلام) د خبرو د نفوذ مخه ونشوه نیوای؛ نو کو‌‌‌ډګر یې راټول کړل؛ نو دا دی چې موسی (علیه السلام) معجزه کوي:

معجزات از بهر قهر دشمن است

بوی جنسیت پی دل بردن است[309]

در دل هر امتی کز حق مزه‌ست

روی و آواز پیمبر معجزه‌ست

چون پیمبر از برون بانگی زند

جان امت در درون سجده کند

زانک جنس بانگ او اندر جهان

از کسی نشنیده باشد گوش جان[310]

امتونو چې سجدې کړي یو له مهمترینو دلایلو یې، د پېغمبرانو ښه مخینه درلودل دي. دا چار د ټولو هغو مشرانو په اړه صادق دی چې نړۍ ته راغلي دي.]

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته وایي چې د لارې په پیل کې د تېرو سنت او دود نالیدلی مه ګڼه او په تېرو کې هم صالحان وټاکه، پاک انسان چې په هر ښوونځي پورې تړاو لري، د هدایت یوه برخه لري او د خدای له لوري یوه نېکمرغي ور پېرزو شوې ده. پاکي او پرهېزګاري له شریعت څخه مستقلې چارې دي. قرآن راته وايي هغوی پاکۍ او نېکۍ ته وررسي چې په خپل ژوند کې یې سترې سترې تېرېدنې کړې وي:

[لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ[311]= له سره به د نېكۍ (حقيقت) ته و نه رسئ؛ چې درته ګران څيزونه مو (د خداى په لار كې) لګولي نه وي.

پاک او صالح انسان په اسانۍ له ناپاکه او ناصالح څخه بېلولای شو؛ ځکه پاکي د مشکو په څېر ښه بوی لري او خپرېږي. البته له دروغجنو مدعیانو، لوټمارو او ریاکارانو هم باید ډډه وکړو؛ نوځکه علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته وايي، چې د لارې په پیل کې د خپلې کورنۍ د صالحانو د سنتو لاروی اوسه. دا خبره په دې مانا نه ده، چې تر پایه پر همدې ټکي پاتې شې او کله هم په څېړنې او ازمېښت لاس پورې نکړې؛ بلکې په دې مانا ده چې د پیل ټکی د تېرو صالحانو سنت وټاکې او له صفره پیل نکړې.

له خدایه غواړو، چې دحق لارې په موندو کې لاسنیوی مو وکړې.

مولانا د فرعون له خولې (او په حقیقت کې له خپلې خولې) موسی (علیه السلام) ته دا ټکی (او په حقیقت کې ټولو بلونکیو، مصلحانو، پېغام راوړونکیو او مینناکو ته) وریادوي چې د مینې او محبت په راجلبولو پسې وسئ ، نه د تاوتریخوالي، ترهې او وحشت په رادبره کولو پسې:

در هزیمت از تو افتادند خلق

در هزیمت کشته شد مردم زلق

لا جرم مردم تو را دشمن ګرفت

کین تو در سینه مرد و زن ګرفت […]

تو بدان غره مشو کش ساختی

در دل خلقان هراس انداختی […]

مر مرا بخریده اند اهل جهان

از همه عاقل تری تو ای فلان

د نظریاتو په معرکه کې څېړندود

علي (کرم الله وجهه) خپل تنکي ځوان زوی (امام حسن) ته چې د بېلابېلو افکارو تر ټېل ماټېل لاندې و، د سمې لارې د موندنې دود ورښايي. ورته یې وویل څوبمن نه یم چې د چار په پیلامه کې دې له مختلفو نظریاتو سره اشنا کړم؛ یعنې یوه یوه دا اندنه درته تشریح او د هرې یوې حق و باطل درته څرګند کړم؛ خو له دې سره سره لازم دي چې کونجي درکړم چې په ډېرو قلف شویو ورونو کې، سمه لار پرانځې او د اندنو په ځنګله کې د حق لار ومومې او دا دود او کونجي دا ده:

الْأَخْذُ بِمَا مَضَى عَلَيْهِ الْأَوَّلُونَ مِنْ آبَائِكَ وَ الصَّالِحُونَ مِنْ أَهْلِ بَيْتِكَ

په اهل بیتو او تېرو کې دې د نېکانو، هدایت شویو او پاکانو لار خپله کړه.

ځکه چېرې چې څه پاکي ده؛ نو هلته د هدایت او ښیون برخه هم شته. «پاکوالی» عام تعریف لري چې په ټول کې خلک پرې یوه خوله دي، که څه دا تعریف تر تفصیل روسته، ډول ډول څانګې او شقوق مومي چې د نظریاتو سخت اختلاف پکې پیدا کېږي. د مثال په توګه، ځان غاور نه ګڼل، ځان نه ښوول او ټګي نه کول د پاکیو په کتار کې دي، چې په ټولیز ډول په هر ځای کې ټولمنلي او مقبول پېژندل شوي دي. که څوک له دې پاکیو برخمن شوي وي، د دې نښه ده چې د ازل د لورنې مخینه ورسره وه. علي (کرم الله وجهه) په دې عباراتو کې، همدې ټینګې تکیه ته اشاره کړې او ته وا خپل زوی ته یې ویلي، دغسې نه ده چې انسانان د کار په پیل کې، ناچار وي چې له هېڅه پېل کړي او ټولې چارې او ټول افکار یو رنګ او برابر وویني او په پایله کې د حق لارې په غوره کونې کې له ناچاری لالهانده شي؛ بلکې د تېرو تاریخي تجربې، قېمتي زېرمې یې او هم کومه لار یې چې وهلې، د ښه پیل یو ټکی شمېرلېږي؛ خو په دې شرط چې دې تېرو عمر په پاکۍ تېر کړی وي.

باید پام مو وي چې دا «هدایت» او «نېکي» لزوما دیني او شریعتي هدایت او ښه نه دي؛ بلکې له هغه ډول نېکیو ځنې دي چې عام خلک یې د خپلې طبع او فطرت له مخې تصدیقوي او مني.

دا پاکان په عین حال کې بله ځانګړنه هم لري:

فَإِنَّهُمْ لَمْ يَدَعُوا أَنْ نَظَرُوا لِأَنْفُسِهِمْ كَمَا أَنْتَ نَاظِرٌ وَ فَكَّرُوا كَمَا أَنْتَ مُفَكِّرٌ

دې پاکانو هم ستا په څېر د هدایت اندېښنه درلوده، بې خاصیته او بې فکره انسانان نه ول.

باید د هدایت پالو پاکانو له ژونده ټکي زده کړو

نوځکه باید د هغو کسانو له ژونده سبق زده کړو چې لومړی پاک اوسېدلي، دویم د هدایت اندېښنه یې درلوده. څوک چې دا دواړه ځانګړنې ولري، د کار په پیلامه کې مو مقتدا، مشر او متکا کېدای شي. خبره دا نه ده چې باید تر پایه په همدې ځای او مقام کې تم شو. وګړی کړای شي چې ښه نقاد شي او ښه سنجش او دقیق غلبېل وکړي او له دې مرتبې اوچت ولاړ شي. خبره دا ده چې د لارې پیل ته، د فکر او هدایت درلودونکي پاکان د پیل غوره ټکي دي.

ډاګېزه ده چې د علي (کرم الله وجهه) مخاطب یوازې زوی یې نه دی، موږ هم یو. په اوسني پېر کې هم، د نظریاتو په دې توپان او معرکې کې، دا سپارښتنه د لارې مشال، بله ډیوه او ډېر ډاډ راکوي. انسانان که د رښتینولۍ، صداقت او صمیمیت له مخې، د هغو پاکانو لار ووهي چې د هدایت اندېښمن ول، هر ځای ته چې ورسېدل، خدای ته به هم منلي وي. علي (کرم الله وجهه) زیاتوي:

ثُمَّ رَدَّهُمْ آخِرُ ذَلِكَ إِلَى الْأَخْذِ بِمَا عَرَفُوا وَ الْإِمْسَاكِ عَمَّا لَمْ يُكَلَّفُوا فَإِنْ أَبَتْ نَفْسُكَ أَنْ تَقْبَلَ ذَلِكَ دُونَ أَنْ تَعْلَمَ كَمَا عَلِمُوا فَلْيَكُنْ طَلَبُكَ ذَلِكَ بِتَفَهُّمٍ وَ تَعَلُّمٍ لَا بِتَوَرُّطِ الشُّبُهَاتِ وَ عُلَقِ الْخُصُومَاتِ

چې په پايله کې څه چې ښه ول، عمل يې پرې وکړ او پر څه چې مکلف نه ول، مخ يې ترې واړاوه او که نفس دې د هغوى دود نه کاراوه او غوښتل يې چې پخپله پر حقايقو پوه شي؛ لکه چې هغوى پوه شوي ول؛ نو هڅه کوه، چې په پوهې او علم هر څه ترلاسه کړې،نه داچې د شبهاتو په ګړنګ کې ولوېږې او په چټي ویینو او مجادلو بوخت شې

علي (کرم الله وجهه) په بل ځای کې، د یو تن د پوښتنې پر وړاندې همدې ټکي ته اشاره کړې او وايي:

سَلْ تَفَقُّهاً وَ لَا تَسْأَلْ تَعَنُّتاً [312]

د ځان پوهېدو لپاره وپوښته، نه د نیوکو لپاره

پوښتنه باید د حق موندنې په نیت وي، نه پلمې ته

کله پوښتنې د نیوکو او پلمو لپاره وي،کله د حق پټولو په نیت یا حد اکثر، د بوختیا لپاره. دا ډول پوښتنې ګروېګنې د دې پرځای چې انسان له دام او لومې خوشې کړي، چټي یې د لومو د غوټو په پرانستو او غوټه کولو بوختوي او په خپل پخواني حال کې یې راګېر پاتې کوي. ځینې وګړي، اساسا د حق له څرګندولو ډارېږي او ښه یې ایسي چې یوه غوټه غوټه کړي، چې یوه بله غوټه پرانځي؛ نوځکه د هموار سړک په پرتله، په موړونو او تاوکښونو کې تاو راتاوېدل یې ښه راځي.

د ړنا پرځای تیارې او ظلمت ته ورمات وي او تر بداهت او څرګندتیا، تعقید، غوټې اچونې او جړپړۍ ته ورلېوال دی.

د مولانا په وینا:

عاشق هر جا شکال و مشکلی است

دشمن هر جا چراغ مقبلی است

دا هم یو ډول ناکامي بدمرغي، بد اقبالي او سپېره توب دی.

یو شمېر غوټي تشو کڅوړو ته اچول شوې دي؛ یعنې که تر ډېرو هڅو روسته پرانستل شي، څه ګټور څیز به ترلاسه نکړي. نوځکه د هرې پوښتنې اوڅارول ګټور نه دي. په خبرو اترو کې ژوره څېړنه هله ګټوره ده چې د حق غوښتنې، هدایت موندنې او د یو رانغاړل شوي څیز د رابرسېرونې په نیت وي. دا کار البته یو ډول جهاد دی او خدای هم وعده کړې، چې «فی سبیل الله مجاهدین» به خپلې لارې ته ورسیخ او هدایت کړي.

نوځکه  زوی ته د علي (کرم الله وجهه) دویمه سپارښتنه دا ده، هو که د لارې په پیل کې د تقلید وړ نه یې، لږ تر لږه د تعلم او تفهم اهل اوسه؛ یعنې ښه پوهېدو ته وپوښته او چې ځواب دې وموند او پوه شوې ډیل مه کوه، له همدې ځایه یې پیل کړه او راورسته او اوچتو مرتبو ته ور پورته شه. علي (کرم الله وجهه) زیاتوي:

وَ ابْدَأْ قَبْلَ نَظَرِكَ فِي ذَلِكَ بِالِاسْتِعَانَةِ بِإِلَهِكَ وَ الرَّغْبَةِ إِلَيْهِ فِي تَوْفِيقِكَ

تر هر څه وړاندې له خدایه مرسته او توفیق وغواړه.

علي (کرم الله وجهه) وویل:

ثُمَّ رَدَّهُمْ آخِرُ ذَلِكَ إِلَى الْأَخْذِ بِمَا عَرَفُوا وَ الْإِمْسَاكِ عَمَّا لَمْ يُكَلَّفُوا

چې په پايله کې څه چې ښه ول، عمل يې پرې وکړ او پر څه چې مکلف نه ول، مخ يې ترې واړاوه.

پلرونو او تېرو صالحانو دې تر اندنو او نظریاتو روسته دلته راورسېدل چې یو شمېر چارې غوره کړي او یو شمېر چارې پرېږدي؛ یعنې ځینې مسایل چې په اړه یې مکلف ول په پام کې یې ونیوې او له ځینو یې چې په اړه یې کوم مکلفیت نه درلود، ډډه یې ترې وکړه. اوس پوښتنه مطرح کېږي هغه کومې چارې دي چې هدایت غواړی نباید ورباندې لګیا شي او لګیا کېدل پرې عین تکلف او کړمنېدل دي؟ یعنې هغه کومه وادي ده چې پکې پښه ورایښوول، په لالهاندۍ پای مومي؟

د تکلف شتون، مفهوم د نهج البلاغې په نورو ځایونو کې هم کارېدلی او دا ډېره کارونه یې راښیي چې علي (کرم الله وجهه) دې مفهوم ته نظر او ټینګار درلود او په ښوونه کې یې ورته پاملرنه وه.

پوه هغه دی چې پوه شي کومې چارې نا پوهېدوني دي

پوه هغه نه دی چې پر هر څه پوه شي یا پر هر څه د پوهېدو په لټه کې وي. پوه هله څېړونکی او زیږېږي چې پوه شي، په ډېرو چارو کې کومې چارې ناپوهېدوني او د عقل ورها خوا دي. دا پېژندنه لاملېږي چې انسان د لافو او باټو هوس ونه کړي ‎ چې د خپل عقل په وزلې پر دې لاس نه موندنو چارو احاطه ومومي. د عقل او علم محدودیتونه، عین عالم والی دی. په رښتیا که څوک دا محدودیتونه و نه پېژني عالم والی یې ټکنی دی. پردې سربېره ، دانایي، عالمېدل، ځیرکي، هوښیاري او خبرتیا تل عین پوهېدنه نه ده؛ بلکې د علي (کرم الله وجهه) په تعبیر اندنه (تفکر) یو اوچت علم دی:

لَا عِلْمَ كَالتَّفَكُّرِ: د اندنې په څېر علم او پوهه نشته[313]

یعنې مازې عالم او بې اندنې، پوه او عالم نه شمېرلېږي. همدا اندنه ده چې انسان پر خپلو او هم د خپل علم پر محدودیتونو خبروي.

علمي تواضع

علمي تواضع او عاجزي بېلابېلې څانګې لري:

یوه مشهوره مانا یې دا ده چې عالم په خپل علم د غرور، ویاړنې او کبر په ګړنګ کې و نه لوېږي او بله مانا یې دا ده چې عالم د انسان د عقل او پوهېدو په محدودیتونو خبروي. که دا محدودیتونه و نه پېژندل شي، د انسان عقل به له خپل بریده واوړي او په یوې داسې محدودې کې به پښه ورکېدي چې له آره ورننوتل ورته مقدر او ټاکل شوي نه ول. دا چار یو ډول کبر، ځان او نور هلاکول دي.

د علم د زده کړې شرط په تېره په اوچتو مراتبو کې یې دا دی چې وګړی د خپلې پوهې او علم برید وپېژني. دا خبرتیا به انسان پر ډېری بې ځایه چارو له بوختیا او د فکر او پانګې له پوپنا کېدو خوندي کړي. عالم دا دی، چې پوه شي، پر څه باید پوه شي او عالم دا دی چې پوه شي، پر کومو څیزونو پوهېدای شي.

تېرو فیلسوفانو د عارفانو پرخلاف د عقل محدودیتونو ته پاملرنه نه درلوده

عارفانو مو په تېره پر فلاسفه و نیوکه کوله چې کله یې خپل عقل په داسې ځایونو کې کارولی چې د تعقل او عقل کارونې برید نه و. د تعجب ځای دی چې زموږ د تېرو په فلسفه کې په مطلق ډول د عقل د حدود او پولو په باب څه ویینه نشته.

په رښتیا د هېښتیا لامل دی چې زموږ حکیمانو- چې زموږ ستر عقلمن ول او ټوله پانګه یې په عقل، حکمت او منطق کې رالنډېده- ان یو ځل هم را ونه لټېدل چې د عقل برید وټاکي او معلوم کړي چې عقل له آره څه کړای او څه نشي کړای، کومو برېدونو ته ورننوتای او کومو ته نه.

په رښتینه کې ډېری عارفان ول چې پر فیلسوفانو یې ټکې کولی او په جزوي عقل یې نیوکې کولې او دا یې د انبیاوو پر وړاندې د یوې بلنې او داعیه خاوند باله.

که مولوی ویل: «پای استدلالیان چوبین بود» دلیل یې دا و چې حکیمانو ته دا ټکی وریاد نه و. عارفانو له ناچارۍ حکیمانو ته باخبري ورکوله چې عقل هم یو برید لري او تر یوه ځایه ورباندې تکیه وهلای شو. البته عارفانو کله هم په دې اړه کومه سیستماتیکه ویینه راوړاندې نه کړه او له حکیمانو سره یوې عقلانې مناقشې او ویینې ته راوړاندې نشول. یوازې یادونه یې وکړه چې هر څیز د عقل د ډیوې په ړنا لیدای نشو. د عارفانو له نظره، عقل د انسانانو له روان دنیوي ژوند سره وړ او اړخ لګوي او له دې بریده ورها خوا یې، رڼا تتېږي:

هم درین سوراخ بنایی گرفت

در خور سوراخ دانانی گرفت

د انسانانو پوهه، د ړوند موږک د سوړې جوړونې د فن هومره ده چې پکې اوسي او سترګې یې هومره ویني چې تر ځمکې لاندې کار وکړي. شیخ محمود شبستري، دې ډول عقل او پوهې ته «فضولي عقل» ویلي دی.

ز  دور اندیشی عقل فضولی

یکی شد اشعری، دیگر حلولي

په لویدیځ کې د کره کتنې ښوونځي د بشري عقل او ژبې بریدونو ته ټینګه پاملرنه لري

«بوالفضول عقل» هغه عقل دی چې له خپل مجاز بریده یې پښه وراړولې ده. د مولوي په مثنوي کې په تېره، دومره د عقل په غندنه او نقد کې خبرې راغلي چې عاقلان او عالمان کړوي! البته د مولوي نیوکې حکیمانه او اورېدوني دي. مراد یې د عقل شړل نه دي. منظور یې د حماقت تاییدول نه دي. مطلب یې دې ټکي ته د پام وراړول دي چې یو لړ حقایقو او عوالمو ته د عقل لاسرسی نشته. موخه یې د دې مانا څرګندونه ده چې نظري عقل په دلیل پسې ورځي او عملي عقل په وسیلې او وزلې پسې. یو په دلیل، مدعا ازبادوي او بل په وزله، موخې ته وررسي. دلیل هغه سترګو ته دی چې بې سترګیو نه ویني او وزله هغه اختیارمن او لر اندي ته ده چې په خپل ګومان، موخه ټاکي؛ خو هغه چې حقیقت بربنډ ویني یا هغه چې مجذوبانه (نه مختارانه) حرکت کوي، له دلیل او وزلې، مستغني او بې پروا دی:

گر دخان او را دلیل آتش است

بی دخان ما را در آن آتش خوش است

عقل په حقیقت کې د زړه په لاس یوه وزله ده، څه چې زړه ویني عقل ورته دلیل راوړي او څه چې زړه غواړي عقل ورته وسیله سازي کوي. دا د جزوي عقل شان او ځانګړنه ده؛ خو د کلي عقل قصه بله ده او دا دعقل عقل دی چې په غوره کړای شویو (اصفیا) او ولیانو پورې تړاو لري او له معقولاتو او استدلالاتو عین خوشې کېدل دي:

بند معقولات آمد فلسفی

شهسوار عقل عقل آمد صفی

په لویدیځ کې د انسان عقل او ژبې برېدونو او معرفت پېژاندو مسایلو ته، سیستماتیکه پاملرنه وراړول شوې ده او د «کره کتنې» فلسفي ښوونځیو هڅه کړی چې د عقل برید او ورپسې د ژبي برید وټاکي او له دې لارې معلوم کړي چې له آره انسان پر کومو څیزونو پوهېدای او له آره کوم څیزونه ویلای شي.د دي ښوونځیو له نظره، له دې مجازي کړۍ وتل، به په بې مانا اندنې او چټي خبرو پای ته ورسي.

په دیني متونو کې یې عقل یو لړ ویینو ته له ورننوتو باخبر کړی دی

هو، مهم د دې ټکي منل دي چې د انسان عقل هغه الوتونکی نه دی چې هرې هسکې څوکي ته ورالوتای شي. په دیني معارفو او ښوونو کې هم په دې هکله باخبري راغلې ده. دا باخبري که عامو ته وي یا خاصو ته، په هر حال د دې ښودونکې ده چې یو شمېر خلک، په ځینو مواردو کې له یو شمېر ویینو، پوښتنو ګروېګنو او مناقشو منع شوي دي. د بېلګې په توګه په روایاتو کې راغلي:

لا تفکروا فی ذات الله و لکن تفکرو فی الاء الله

«د الله تعالی په ذات کې فکر مه کوﺉ؛ بلکې په نعمتونو کې یې غور وکړﺉ. »

دا روایت ښیي چې د انسان عقل، داسې تله نه ده چې هر څیز پرې وتلل شي.

علي (کرم الله وجهه) د نهج البلاغې په دوو ځایونو کې پر دې مطلب لګیا شوی چې د پاملرنې او سوچ وړ دی:

ړومبی ځای یې د «اشباح» خطبه ده چې د نهج البلاغې له مهمو او درنو خطبو ځنې ده. د خطبې په سریزه کې راغلي، چې یو تن له علي (کرم الله وجهه) غواړي چې خدای ورته داسې معرفي کړي، چې ته وا خدای په ښکاره ویني. داسې ښکاري چې ته وا دې سړي بې ځایه تمه درلوده او له لیدو یې مراد، حسي لیدل و؛ ځکه د خطبې په همدې روایت کې راغلي چې علي (کرم الله وجهه) د سړي په پوښتنې غوسه کېږي. (په بل روایت کې په بل ډول راغلي او پوښتونکي له علي (کرم الله وجهه) پوښتلي چې خدای رامعرفي کړه چې د مینې او معرفت د زیاتوالي لامل مې شي).

هو، علي (کرم الله وجهه) په دې خطبه کې، د خدای د صفاتو او افعالو په اړه د پیلامو او مقدماتو تر یادولو روسته، پوښتونکي ته وایي:

فَانْظُرْ أَيُّهَا السَّائِلُ فَمَا دَلَّكَ الْقُرْآنُ عَلَيْهِ مِنْ صِفَتِهِ فَائْتَمَّ بِهِ وَ اسْتَضِئْ بِنُورِ هِدَايَتِهِ وَ مَا كَلَّفَكَ الشَّيْطَانُ عِلْمَهُ مِمَّا لَيْسَ فِي الْكِتَابِ عَلَيْكَ فَرْضُهُ وَ لَا فِي سُنَّةِ النَّبِيِّ ( صلى الله عليه وآله ) وَ أَئِمَّةِ الْهُدَى أَثَرُهُ فَكِلْ عِلْمَهُ إِلَى اللَّهِ سُبْحَانَهُ فَإِنَّ ذَلِكَ مُنْتَهَى حَقِّ اللَّهِ عَلَيْكَ

«پوښتونکیه، غوره کړه! قرآن چې کوم الهي اوصاف درښیي، هماغه واخله او د قرآن د لارښوونې په ړنا کې، مخ پر وړاندې وردرومه، د خدای په کتاب، د نبي (صلی الله علیه وآله وسلم) او د هدایت د امامانو په سنتو کې چې د کومو څیزونو نامې او نښې نه وي، خدای ته یې ورپرېږده، چې د خدای نهایت حق درباندې دی.

یعنې خدای تردې ډېر در څخه نه غواړي.

ورپسې علي (کرم الله وجهه) «په علم کې د راسخانو» (چې له قرآنه اخستل شوی تعبیر دی) په اړه څرګندنې لري:

وَ اعْلَمْ أَنَّ الرَّاسِخِينَ فِي الْعِلْمِ هُمُ الَّذِينَ أَغْنَاهُمْ عَنِ اقْتِحَامِ السُّدَدِ الْمَضْرُوبَةِ دُونَ الْغُيُوبِ الْإِقْرَارُ بِجُمْلَةِ مَا جَهِلُوا تَفْسِيرَهُ مِنَ الْغَيْبِ الْمَحْجُوبِ فَمَدَحَ اللَّهُ تَعَالَى اعْتِرَافَهُمْ بِالْعَجْزِ عَنْ تَنَاوُلِ مَا لَمْ يُحِيطُوا بِهِ عِلْماً وَ سَمَّى تَرْكَهُمُ التَّعَمُّقَ فِيمَا لَمْ يُكَلِّفْهُمُ الْبَحْثَ عَنْ كُنْهِهِ رُسُوخاً

«او پوه شه چې په علم کې راسخان،هغوی چې علم یې د روح په تل کې ناست دی، هغه کسان دي چې د پټو چارو په اړه د نا پوهۍ اعتراف یې لامل شوې چې د غیبو د ورونو پر وړاندې تم شي او نظر ښکاره نکړي او خدای پر غیبو له علمي احاطې د بېوسۍ اعتراف ستایلې ده.»

«او پر نا مکلفو چارو ژورې کتنې او ویینې نه کولو ته «په علم کې رسوخ» ویل شوی دی».

 

«په علم د رسوخ» مانا

اهل تعمق په دې مانا دی چې څوک ځان خوشې پر یوه داسې چار نه بوختوي چې پایله نلري او که ویې هم لري حاصل به یې زیانمن وي. دا ډډه کول «په علم کې رسوخ» دی. نوځکه په ځینو ځایونو کې «په علم کې رسوخ» پر یو مطلب د ښه پوهېدو» پر مانا نه؛ بلکې «د پښې نه راوړاندې کولو» پر مانا ده. په دې مانا ده چې انسان پوه شي په کومه محدوده کې نباید وړاندې ولاړ شي او له آره کومې چارې ناپوهېدوني دي. په بله وینا کله «په علم کې رسوخ» په دې مانا دی چې وګړی په ځینو څیزونو نه پوهېږي او ښه هم پوهېږي چې دا څیزونه د پوهېدو لپاره نه دي او پر دې څیزونو پوهېدنه هم ترې غوښتل شوې نه ده. البته عقلمن د پوهېدو پر برید باندې د پوهېدو لپاره عقل ته او مکلف، شرعي مکلفیت ته رجوع (او ورمخه) کوي.

ډېری ستونزې د ناویلو چارو له ویلو راولاړې شوي دي

په رښتیا د بشر ډېرې ستونزې په دې پار رامنځته شوي کوم کس یا کومو کسانو چې خپل برید پېژندلی نه دی او داسې ډګرونو او معرکو ته یې وردانګلي چې نباید دا کار یې کړی وای؛ نوځکه د دې پرځای چې کومه تپه تیاره لرې کړي او کومه غوټه پرانځی؛ پر تیارو یې تیاره ورزیاته کړې او غوټه یې لا ډېره غوټه کړې ده:

ظالم آن قومی که چشمان دوختند

ز آن سخنها عالمی را سوختند

عالمی را یک سخن ویران کند

روبهان مرده را شیران کند[314]

د نړۍ ستونزې د چوپتیاوو او سکوت په پرتله له ویلو ځنې راولاړې دي او د چوپو عالمانو یا ناپوهانو په پرتله کړتنو عالمانو یا عالم ډولو ستونزې رامخې ته کړي:

لو سکت الجاهل رفع الاختلاف: که ناپوهان چوپ کېناستل، کړکېچونه هوارېدل.»

ډېرې لانجې په دې پار رامخې ته کېږي چې یا یو تن یو ډګر ته وردانګلي چې له آره د وردانګلو ځای نه و، یا دې ځانګړي انسان ته یې وردانګل روا نه و.

نوځکه له معرفتي او عقلي پلوه او له نفس سره د مجاهدت په غوښتنه او پر خلکو د مهربانۍ لپاره، باید دوو ټکیو ته ټینګه پاملرنه وکړو: ړومبی ټکی شخصي او وګړنی دی او دویم ټکی جمعي او ټولیز دی. له وګړیز لید لوري، وګړي باید خپل برید وپېژني او دا عین تواضع ده. «تواضع» د غوړه مالۍ او ظاهري درناوۍ پر مانا نه ده. تواضع یعنې داچې انسان ځان او خپل برید وپېژني او پوه وي چې کومې چارې کړای او کومې نشي کړای او د زړه په هیلو پسې ورنشي او هوسونه خپل مقتدا نکړي او علم له هوس سره وانغږي.

خو له جمعي او ټولنېزې لیدلوري، انسانان له آره باید پوه شي چې د هر معرفت برید تر کومه ځایه دی. هغه کار ته ورته چې کانت د «متافزیک» په اړه وکړ چې وس او امکانات یې ورڅرګند کړل، په دې اړه یې خبره پرېکړه او فصل الخطاب نه دی. خو د دې ډول علم پېژندنې یو مصداق را پر ګوتو کوي. یا زموږ د عارفانو په څېر چې دوی هم، د عقل برید را پر ګوتو کوي. لکه چې غزالي او مولوي د فیل او تیارې کوټې په قصه کې راوړي. په هر حال که دا محدوده او بریدونه و نه ټاکل شي، انسانانو به عمر د روزۍ په لاس ته راوړو کې تېر کړی نه وي؛ بلکې ضایع کړی به یې وي. همدغسې د نهج البلاغې په یوه بل ځای کې راغلي چې علي (کرم الله وجهه) د قدر او تقدیر په اړه وپوښتل شو، او ده ورته وویل چې تیاره لار ده او پښه پکې مه ږدﺉ:

طریق مظلم فلا تسلکوه.

بیا یې ډېره څرګندنه ترې وغوښته، امام ورته وویل:

«بحر عمیق فلا تلجوا: ژور سمندر دې پکې مه غوپه کېږﺉ»

پوښتونکیو بیا ځلي په ټینګار خپله پوښتنه اوڅار کړه. امام وویل:

سر الله فلا تتکلفوه: دا د خدای راز دی، ځان مه په تکلیفوﺉ[315]»

دا هغه ځای دی، چې باید له تکلفه ډډه وشي.

البته علي (کرم الله وجهه) د نهج البلاغې په نورو ځایونو کې د پوښتونکیو او اورېدونکیو د حالاتو په پامنیوي د قضا و قدر او الهي تقدیر په اړه څرګندنې کړي؛ خو په دې خاص ځای کې یې څرګندونې، لږ تر لږه راښیي چې یو ډله خلک دا ډول پوښتنې ځوابولای نشي او که پر دې ډول چارو بوخت شي، نه یوازې ځواب نه مومي چې چټي او خوشې خبرې راولاړوي او په تیارو پسې لا تیاره کوي. په حقیقت کې په مسیحیانو او مسلمانانو کې د کلامي تفکر تاریخ د علي (کرم الله وجهه) د دې خبرو رښتینتوب ته غوره ګواه دی.

د هدایت تر لاسه کولو لپاره، نباید هرې فکري جګړې ته ورودانګو

لنډه داچې علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن ته ډېره مهمه سپارښتنه کړې او هغه کسان یې په قدر ښه پوهېږي چې یوه ورځ د هدایت اندېښنې چیچلی. دا سپارښتنه په تېره هغو کسانو ته چې د هدایت موندنې د لارې په پیل کې وي خورا اهمیت لري. د هدایت موندنې او عالم کېدو شرط دا نه دی چې انسان هرې جګړې ته ورودانګي. دا پوره باطله، چټي او بلکې هلاکوونکې انګېرنه ده. د هدایت موندنی شرط دا دی چې وګړی په پیل کې پوه شي چې کومو جګړو ته ور ونه دانګي. دا پرهېز او ډډه کونه په مطلق ډول د ناپوهۍ خپلولو پر مانا نه ده؛ بلکې کټ مټ «په علم کې د رسوخ» نښه ده.

د لارې په پیل کې تازه کاري د هدایت زدکړیال د دې لپاره چې ومومي کوم ډګر ته ورودانګي او له کومه ډډه وکړي؛ باید د تېرو صالحینو تګلارې ته وویني؛ یعنې باید هغه کسان خپل مقتدا او متکا کړي چې دوه مهمې ځانګړنې ولري:

ړومبی داچې د هدایت اندېښنه ولري، دویم داچې پاکي ور پر برخه شوي وي. هدایت لټوونکی د پاکانو د دود او تګلارې په کتنې، د لارې په پیلامه کې، خپل سلوک ښه تنظیمولای شي. په دې حال کې هیله ده چې رو رو په الهي مرستې سمه لار ښه ورښکاره شي.

له خدایه غواړو چې د خپل رحمت ورونه راپرانځي. زموږ عمر دې په خپل عبادت او چوپړ کې تېر کړي او توفیق راکړي چې له نفس سره مبارزه وکړو او پر خلکو ولورېږو.

 

ښکلا پېژندنه

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي:

فانه لم يامرک  الا بحسن و لم ینهک الا عن قبیح

خدای يوازې د ښو چارو کولو امر درته کړی او یوازې يې له بد چارو منع کړی يې.

 

د کړنو بدرنګوالی او ښکلا

په اسلامي فرهنګ کې د يوناني فکر اغېز او همداراز د ښوونځي د يو لړ دنننيو ښوونو د شتون په دليل، له دې جملې ځنې د شيطان شتون، دا مهمه او برخليک سازه پوښتنه راولاړه کړې چې نېک او بد کارونه کوم دي؟

ايا د انسانانو اخلاقي او ارزښتي احکام پر خدای هم تطبقېږي که نه؟

ايا خدای څه چې نېک دي، حکم يې کوي يا د څه چې خدای حکم کوي نېک دي؟ ايا خدای څه چې نېک او ښه دي، کوي او يا څه چې کوي نېک دي؟

دې پوښتنو، ديني معرفت ته له اهميت درلودو سره سره، حقيقتاً پرېکنده او څرګند ځواب پيدا کړی نه دی. نن هم چې په موږ کې دې پوښتنو خپله تېره تودوخه او جديت له لاسه ورکړی، دليل يې دا نه دی چې پوښتنې ځواب شوي؛ بلکې په اندنه کې مو سستي او بې حالي راغلې، کلامي دريځونه مو متحجر شوي او فقه پر ديني اندنې لاسبرې ده.

ز نقص تشنه لبی به عقل خویش منار

دلت فریبګر از جلوه سراب نخورد

د ښکلا پېژندنې پيوستون، يعنې د اخلاقو او عرفان کوشېرول:

موږ د دې لپاره چې د يو شمېر پېچليو،  سختو او بې ځوابه پوښتنو په کړۍ کې راښکېل نشو، له دې ځايه یې پیلوو، چې حُسن وقُبح د ښکلا او بدرنګۍ پر مانا نیسو ـ نه د اخلاقي نېکۍ او بدۍ پر مانا ـ او ووايو چې نېکي او بدي هم په ښکلا او بدرنګۍ پسې رادبره کېږي چې علم الجمال له علم الاخلاق سره تړاو ومومي او عرفان هم د اخلاقو له علم سره اړوند شي، په ديني رواياتو او پوهاويو کې هم راغلي خدای ښکلی دی[316]، او الهي کړنې يې د ښکلا په پار ستايل شوې دي.

بلخوا د انسانانو وګړيز او ټولنيز ژوند هم تل له هنر سره اغږلی و. د انسان هنر پېژندنه او هنرمندي هم په ښکلا پېژندنه کې جرړه لري. انسانانو چې چېرې په طبيعت کې کوم تصرف کړی چې څه ګټه او نعمت ترې ترلاسه کړي، خپل هنر يې هم پکې کارولی او په دې توګه نړۍ د انسانانو د نوښتونو نندارتون شوې ده.

دې پنځونې وس هم خدای، انسانانو ته ورکړی دی؛ نو په هر ځای او هرو حالاتو کې انسانان د بدرنګيو او ښکلاوو په راسپړنه، ترمنځ يې ېر ډلبندۍ  او د ښکلاوو پر پنځونه لګيا شوي، ان دا حکم د انسانانو په اعتباري کړنو کې هم عملي دی. او که څه ادراک کوونکيو موجوداتو ته بدرنګي او ښکلا متفاوته او متغيره  ده؛ خو انسانانو ته د بدرنګيو او ښکلاوو نسبيت، د دې چارو واقعي توب ترې نه اخلي. په بله وينا، د اعتباري چارو بدرنګي او ښکلا د بشري ذهن جوړونه نه ده، د ښو او بدو پرخلاف چې له بيخه مجازي او اعتباري دي. دا ټکی مو په لنډو راوړی و او دا دی د مطلب ډېره توضيح:

 

د ادراکاتو ډولونه:

په لومړنۍ وېشنه کې دوه ډوله ادراک لرو: حقیقي ادراکات او اعتباري ادراکات.[317]

حقيقت ادراکات په دوه ډوله دي: يوه ډله نېغ په نېغ د خارجي موجوداتو شتون راښيي او بله ډله په اروايي تأثر د خارجي موجود شتون راښيي. دويم ته « اضافي حقيقي ادراکات» وايي. لکه چې وايو پلانی څيز مربع دی، مربع والی په بهرني څيز پورې ور تړو او د دې خبر دروغ و رښتيا په دې پورې تړاو لري چې واقعاً هغه څيز به مربع وي يا نه؛ خو کله چې وايو پلانی څيز خوږ يا تريخ دی؛ مطلب مو دا دی چې دې څيز مو خوله خوږه کړې ده يا کله چې وايو پلانی څيز ښکلی دی، په دې مانا دی چې دا څيز مې په سترګو کې ښکلی دی. البته دا خوږلني، تراخه، تودوخه، سړښت، ښکل توب او بدرنګتوب هم حقيقي احکام دي او له واقعي اغېزه پرده اوچتوي؛ خو په هغه اغېز چې لومړی يې په موږ کې کړی دی. په بل تعبير ذهن مو له خوږ څيز څخه انځورونه نه اخلي؛ خو داچې خوله مو خوږه شي. خو د مربع د شکل او بڼې د درک لپاره، لازم نه ده چې اروا يا ذهن مو پخپله مربع شي! خو البته د خولې خوږلنی هم د خوږ څيز په واقعي او مشخص جوړښت کې راښکېل دی او هسې په هسې نه دی.

نوځکه په بهرني چار پورې د خوږلني تړاو په واسطه دی نه بې واسطې، په ضابطه او کچه دی، نه بې ضابطې او بې کچې. په واقعي چار پای مومي، نه هسې فرض.

که بل ډول حسي جوړښت مو درلود، ښايي هغه څیزونه چې نن يې خواږه، تراخه، بدرنګ يا ښکلي مومو، ښايي دغسې مو نه موندل؛ خو د موجوداتو د خپلو اوصافو په اړه دا حکم صادق نه دی. ويلای نشو پلانی څيز مربع دی! ځکه مربع يې وينو. دا څيز له دوو حالاتو وتلی نه دی: يا د مربع شکل لري او سم پوه شوي يو، په دې حال کې حکم مو صادق او رښتونی دی، يا يې په ادراک کې تېروتي يو چې په دې حال کې بيا هم دا څيز خپل شکل لري او د خپل ځانګړي شکل په درلودو کې زموږ د درک ايل او تابع نه دی. خو کله چې وايو پلانی څيز خوږ يا تريخ دی، د دې ځانګړنې په درلودو کې زموږ د ادراک تابع دی؛ که د خوږلني اغېز راباندې وکړي، خوږ يې يادوو او که تريخ اغېز راباندې وکړي، تريخ ورته وايو. البته دا دواړه اغېزې حقيقي دي او بهرنۍ منشاء او سرچينه لري؛ ځکه يو څيز چې د خوږلني اغېز راباندې کوي، هرومرو ځانګړی ماليکولي جوړښت لري، چې زموږ پر ذايقه دغسې اغېز کوي او که موږ هم نه اوسو، دا جوړښت به ولري، ته وا خوله به خوږه نکړي.

درېيمه ډله، اعتباري ادراکات دي چې سل په سلو کې موږ جوړ کړي او له واقع نمايي څخه څه برخه نلري. دا ډول ادراکات د وزليو په توګه راته انګېرل کېږي؛ لکه: مالکيت، رياست، ژبه او … دا انسانانو د ټولنيز ژوند د سنبالنې لپاره رادبره کړي دي. د اعتباري چار ضابطه دا ده چې په اړه يې د «شمېرلو» يا «حسابولو» يا «ګڼلو» تعبير کاروو.

کله چې وايو پلانی د پلاني کارخانې مالک دی؛ يعنې، دا د دې کارخانې مالک ګڼي (شمېري) يا وايو پلانۍ د پلاني ميرمن ده؛ يعنې دا (د روانو عرفي يا شرعي قوانينو له مخې) د پلاني سړي مېرمن شمېرل کېږي او په څېر یې. په دې پېښو کې «دی» او «نه دی» د شمېرلو او نه شمېرلو پر مانا دی او څرګنده ده چې لومړی بايد يوه ټولنه اعتباروونکي وي چې تر الف پورې وشمېري. نو په ټولنو کې اعتباري تصديقات رامنځته کېږي چې موخو ته د وررسېدو لپاره عامه وضع، جوړونه او منل راښيي او له واقع د اِخبار روايت او څرګندتوب شان نلري. کټ مټ د نورو وزلو په څېر چې په ژوند کې پکارېږي؛ له ستنې، يوم او جارو نېولې تر الوتکې، کامپيوتر او ټلوېزيونه. او مهم ټکی دا دی چې ښکلا او بدرنګي  له اعتباري مفاهېمو ځنې نه دي؛ يعنې، دوی مو په بهرنۍ نړۍ کې د تصرف لپاره رامنځته کړې نه دي. بلکې داچې موږ او نړۍ هر يو ټاکلی جوړښت لرو او د نړۍ موجودات د خپل ځانګړي جوړښت په غوښتنه او زموږ د ذهني جوړښت د وړتيا په تړاو، هر يو په موږ کې يو مشخص اغېز پرېباسي (چې په پايله کې) بدرنګي او ښکلا زېږېږي؛ نوځکه بدرنګي او ښکلا له واقعيت څخه برخمنه ده او انسانان بې پاره، کړنې يا څیزونه د حُسن او قُبح په اوصافو پورې نه ورمنسوبوي او نه يې يادوي. او داچې انسانان لږ و ډېر له ورته روحي جوړښته برخمن دي، د بدرنګۍ او ښکلا په ډلبندۍ کې مشابهه احکام صادروي.

په بدرنګۍ او ښکلا حکم، يو اخلاقي حکم نه دی:

بدرنګتوب او ښکلا، اخلاقي احکام نه دي، ځکه اخلاقي ښه او بد په نيت، هوډ يا د فعل د فاعل په پوهې پورې اړه لري. داسې چې بې له فاعله هېڅ فعل ښه يا بد ګڼلای نشو؛ خو بدرنګي او ښکلا داسې نه دي، شونې ده دوه تنه دروغ ووايي: د يوه به بد وي او د بل به ښه؛ خو چې هوډ او عمل يې څه وي؛ نوځکه دا خبره «دروغ ويل بد دي» له بيخه بده ويل شوې ده. لږ تر لږه بايد ووايو «د هغه فاعل دروغ ويل بد دي، چې بد يې ګڼي». خو داچې دروغ ويل «داچې بې اعتمادي راولي او د ټولنيز ژوند پايښت او انډول زيانمنوي»، يوه ټولنپوهنيزه خبره ده (نه اخلاقي) او د تجربې ازباد او ابطال وړ ده  او د اخلاقي نېکۍ او بدۍ انډول (معادل) نه ده. د ګردو اندیالانو او اخلاقيونو د وينا له مخې، که فاعل ناخبره، سفيه، کم عقل، پړ يا مجبور وي فعل (کړ) يې په اخلاقي قضاوت کې نه رانغاړل کېږي، حال داچې دا فعل د ښکلا پېژندنې له مخې د طبيعت د نورو ښکارندو په څېر له بدرنګوالي او ښکلا تش نه دي، که څه فاعل ونه پوهېږي څه کوي، نوځکه د بشر يا خدای فعل به په بدرنګۍ او ښکلا ياد شي؛ خو خود په خوده – بې د فاعل په پام کې نيووـ په اخلاقي بديو او نېکيو نه يادېږي. نو دلته اخلاق او عرفان يو له بل سره کوشېرېږي.

د خدای په ښکليو چارو امر کړی او له بدرنګيو چارو يې نهې کړې ده. نو علي (کرم الله وجهه) چې وايي خدای يوازې په ښکلا امر کوي او يوازې له بدرنګۍ نهې کوي، دا حُسن و قُبح په اخلاقي مانا نه نيسو؛ بلکې د ښکلا پېژندنې پر مانا يې نيسو او د دې پوښتنې په ګړنګ کې – چې د يوناني اندنې په لمسونې د مسلمینو خولې ته ورلوېدلې وه ـ نه ورلوېږو چې ايا څه چې خدای کوي ښه دي يا څه چې ښه دي کوي يې.

ايا نېکي او بدي له خدايه مستقلې او د خدای کړو وړو ته د يوې کچې په توګه شته يا نه!

فرض او مستحب کارونه ښکلي او حرام او مکروه کارونه بدرنګ دي:

موږ وايو څه چې خدای غواړي ښکلي دي او له څه چې نهې کوي، بدرنګ دي او البته بدرنګي او ښکلا د مخلوقاتو حقيقي اوصاف او ځانګړنې دي. له دې ځايه خلک په دوو ډلو وېشل کېږي:

يوه ډله په دې دليل چې يو کار شرعاً واجب (يا حرام او مذموم) دی  ترسره کوي (يا ډډه ترې کوي) دا ډله متوسطين (منځني) يا اصحاب اليمين (د ښې لاس خاوندان) دي؛ خو تردې يوه درجه اوچت، هغه کسان دي چې فعل په دې  دليل چې ښکلا ته يې ور جذب شوي، ترسره کوي او د بدرنګوالي په پار يې ډډه ترې کوي او البته دا له شرعي واجب يا حرام سره ټکر او منافات نلري؛ نوځکه چاچې الهي منظر او خدايي ذايقه او خوند پيدا کړی، ښکلې او بدرنګې چارې هماغسې ويني، لکه څرنګه یې چې خدای ویني. په عرفاني نړۍ کې عارف ته بې د جاذبې له حسه بل څيز نشته. ښکلي څیزونه يې جذبوي او ځان ته يې راکاږي او بدرنګې چارې يې له ځانه لرې کوي.

په همدې پار دا ډله د هستۍ په ډګر کې لوبغاړي دي نه نندارچيان، فعال دي نه منفعل. کوم کار چې کوي يا ډډه ترې کوي په دې علت نه دي چې دوی ته يې د دې کړنو د کولو امر يا نهې کړې ده.

دوی ويني چې يو لړ چارې ښکلې دي او زړه راښکوني دي او د دوی زړه وړي او يو لړ چارې بدرنګې دي او ترې تښتي. څومره چې يو وګړی د متوسطينو يا اصحاب اليمين له کچې اوچتېږي او د مقربانو په سلک او سالکانو کې شي، نو هومره به د بدرنګۍ او ښکلا په تشخيص کې ډېره برخمني ترلاسه کړي.

معصوم له ربوبي منظره د بدرنګۍ او ښکلا د تشخيص قدرت لري:

د عصمت مقام بې له دې ځنې بل څه نه دی. معصوم يا ولي الله (يعنې عصمت ته ورنژدې) له ربوبي منظره د بدرنګيو او ښکلا تشخيص لري؛ نوځکه لازم نه ده چې د هر بدرنګ کار پر وړاندې ځان تلقين او وهڅوي، چې ترې وتښتي يا ځان د هرې نيکې کولو ته وهڅوي. د معصوم له نظره بدرنګ ترين څيز شيطان او خدای او وليان يې د هستۍ ښکلي ترين موجودات دي او په طبيعي ډول او د دنننۍ پاکۍ او سينګارونې په پار له يوه تښتی او په بل پورې ورنښلي.

هر څه  خدای ته د تړاو له اړخ ښکلي دي:

بل ټکی دا، هر څه خدای ته د تړاو له اړخ ښکلي دي ان ګناهونه او بدرنګۍ؛ خو که د تړاو دا اړخ په پام کې ونه نيسو او خپله فعل (کړ) ته نظر وکړو؛ نو بدرنګي او ښکلا به بل حکم پيدا کړي. ان کافران ـ (حق پټوونکي) او منافقان ـ چې د خدای ورکړې ارادې له مخې کفر او نفاق خپلوي د هستۍ ښکلي

موجودات دي او فعل يې ـ کفر وي يا نفاق ـ هم ښکلی دی. مولوی وايي:

زشتی خط زشتی نقاش نیست

بلکه از وی زشت را بنمودنی ست

داچې زشت نويسي (د قلم بدره کارونه) د فاعل د مهارت نښه ده، ستاينوړ ده؛ خو فاعل ته د دې ليک (خط) له اسنادو له تړاو پرته، خپله نقش بدرنګه دی؛ يعنې هستي په خدای ښکلې ده او بې له خدايه بدرنګه ده. په حقيقت کې د پيدايښت فعل يې ښکلی دی نه هر مخلوق. په بله وينا، تاسې باید افعالو ته له  دواړو اړخونو وګورئ: يو له دې اړخ چې د خدای فعل دی، په دې حال کې هر څه ښکلي دي او دويم له دې اړخ چې د انسانانو فعل دی چې په دې حال کې کله به بدرنګ وي.

د ښکلا درک د انسان له کمال سره تړاو لري:

بل مطلب دا، د ښکلاوو درک د انسان په کاملېدو پورې تړاو لري، کټ مټ د رنګونو په څېر چې د انسان په سترګو درلودو پورې اړه لري. ړوند، د رنګ درک نلري او پر مخ يې د ادراکاتو يو ستر باب ورتړل شوی دی.

ښکلا پېژندونکی درک له «حقوقي ـ فقهي» درکه واټن لري. شونې ده څوک کلونه کلونه نمونځ وکړي؛ خو د عبادت ښکلا ونه څکي او پرې پوه نشي. يا اطاعت له لامله، زکات ورکړي او حج ته ولاړ شي؛ خو په حقيقت کې د انفاق او حج ښکلا ونه ويني. دغسې طاعات تر يوټنديتوب راوړي او خامي له منځه نه وړي. له خاميو سره د حافظ شیرازي او حافظ ډولو مبارزه د همدې لپاره وه. پوخ انسان په ښکلا پوهېږي؛ که په شريعت کې وي يا په طبيعت کې:

خامان ره نرفته چه دانند ذوق عشق؟

دریادلی بجوی دلیری سرآمدی

حافظ شیرازي وايي:

عبوس زهد به وجه خمار ننشیند

مرید خرقه دردی کشان خوشویم

د حافظ شیرازي دا خبره د ده له ښکلا پېژندنې او شرع پېژندنې راولاړېږي؛ تريو ټنډی زاهد له شريعت څخه کومه برخمني نلري له طبيعته خو لا څه کوې؛ خو ولې څوک چې د شريعت پر احکامو عمل کوي توند خويه او زړه تنګی وي:

ګفتم ګره نګشوده ام زان طرهّ تا من بوده ام

ګفتا منش فرموده ام تا با تو طراری کند

پشمینه پوش تندخو از عشق نشنیده است بو

از مستی اش رمزی بګو تا ترک هوشیاری کند

دا طرّاري چې د خلقت او طبيعت په حرکاتو او پېښو کې ده، د دې لپاره ده چې زاهد ډولي توند خويي وڅنډي او پرځای يې خوشخويي کېنوي. نرمي او لطافت د هغو کسانو پر برخه کېږي چې د ښکلا د رابرسېرونې توفيق ور پر برخه شوی دی. ښکلاوې د انسان له روح سره پوره تړاو لري؛ نوځکه څوک چې ښکلا خوښی وي، هومره انسان هم دی او څوک چې د ښکلا د راسپړنې توفيق، خوند اخستل ترې او زړه بايلودونه ورپسې ونلري، بايد په خپل انساني تماميت او بشپړتيا کې شکمن شي. ښکلا خوښونه له نقصان څخه د کمال پر لور د انسان د شخصیت د بهير نښه ده او ښکلا پېژاندی او ښکلا خوښی خو به چور هنرمند هم وي. په همدې دليل زموږ ټول عارفان هنرمندان هم ول. له آره «بې هنره عارف» يو تناقض دی او شونې نه ده. د عارفانه او ژورې مسلمانۍ شرط دا دی چې انسان هم ښکلا وو ته ورجذب او زړه يې پرې بايلودی وي او هم په هنر کې يو لاس او له هنرمندۍ يوه برخمني هم ولري، نه داچې خپه او خپګان راولاړوونکی وي.

ښکلا او هنر ته افراطي پاملرنه د يوې ټولنې د ديندارۍ نښه ده:

له دې مطلبه بېړنۍ پايله اخستنه دا ده چې د يوې ټولنې د اسلامي کېدو شرط دا دی چې له هر څه يې ښکلا راورېږي او د مسلمانۍ شرط، ښکلا پالنه هم ده. خدای تعالی ښکلی دی او که څوک د خدای د ښکلا له درکه برخمني ونلري؛ نو له خدای لمانځنې به يې څه ګټه کړې وي؟ کومه لمانځنه چې يوازې ډار ته بلنه وي، پوره لمانځنه نه ده، که څه مقبول او منلې ده او انسان له دوزخه ژغوري؛ خو جنت تردې مرتبې ډېر ورهاخوا دی.

کله چې اسلاميت ته فکر کوو، په لومړۍ درجه کې بايد د روح ښکلا ته سوچ وکړو، د روح دا ښکلا به د ټولنې پر ښکلا پای ته ورسي. متشرع وګړی نبايد له ښکلاوو وتښتي. زموږ د فرهنګ په تاریخ کې تل دا انګېرنه وه چې ځان خپه نيول او ژړغونی کېدل د ديندارۍ نښه ده او نشاط، خوښي، ښکلا دوستي او پراخ ټندي له خدايه د بې پروايې او لرېوالي نښه ده. دا باطلې انګېرنې بايد خپل ځای د حق دې اندنو ته ورپرېږدي چې خدای تعالی ښکلی دی او هر څه يې ښکلي پنځولي دي.[318]

او دا ښکلاوې د انسان له انسانيت سره ټينګ تړاو لري؛ نوځکه هغه انسان خدای ته ورنژدې دی چې له روحي پلوه (روحاً) ښکلی دی او کوم انسان چې ښه ښکلی دی، خدای ته ښه ورنژدې او حاضر دی او په همدې پار زموږ يو شمېر صوفيان دومره جمال پالي او ښکلا پالي ول او کله يې کار د تفريط مخه خپلوله. خو کله چې له «عارفانه ليده» خبرې کوو، بې درنګه په نظر کې مو د صوفيانو عزلت طلبانه او د ګوټناستۍ روزنې راژوندۍ کېږي.

عارفانه ليد، ښکلا پېژاندی دی:

حال داچې عارفانه ليد ښکلا پېژاندی ليد دی. عرفان يعنې په نړۍ کې د ښکلاوو د ليدو وسمني، ښکلي ليدل او ښکلی عمل کول. هغه ټولنه چې له ښکلا د پردې اوچتولو ډېر توفيق لري، د خدای په لمانځنه کې به هم ډېر توفيق ولري. ښکلا په هر څيز کې شته، يوازې کاشف او راسپړونکی غواړي او رابرسېرونې ته يې بايد د ښکلا عشق او مينې پر شتون ګروهه ولرو او د درک وسمني يې ترلاسه کړو.

د انبياوو د ناپايه حکمت خواله، د الهي حُسن راسپړنه ده:

يو ځل مخکې مې دا خبره کړې وه چې د پېغمبرانو، عارفانو او الهي اولياوو د خبرو د پای ته نه رسېدو راز په څه کې دی. دوی د ښکلا او حسن له پای ته نه رسېدونکې زېرمې سره نښتي چې څومره ترې را اخلي، نه کمېږي، انسان چې څومره ډېر له دې ښکلا او حُسن سره اشنايي پيدا کوي، ښه خولورېږي، ډېر رازونه او خبرونه ترلاسه کوي او څرګندوي يې:

مرا تا عشق تعلیم سخن کرد

حدیثم نکته هر محفلی بود[319]

دلته که څه عرفان تر اخلاقو يوه پوړۍ اوچت درېږي؛ خو پوره يې په خوله کې نيسي، حق يې ورپوره کوي او بريد يې هم را پېژني.

اخلاق که څه هم نسبي دي؛ خو په حقيقت پورې اړوند دي:

بل ټکی دا، د عارفانو په  تعبير هر مقام يو ادب لري:

نبض عاشق بی ادب برمی جهد

خویش را در کفه شه می نهد

بی ادب تر نیست کس زو در جهان

با ادب تر نیست کس زو در نهان

هم به نسبت دان وفاق ای منتخب

این دو ضد با ادب با بی ادب

بی ادب باشد چو ظاهر بنګری

که بود دعوی عشقش هم سری[320]

که څوک له ظاهري پلوه د عاشقانو کړه وړه وويني، کله يې بې ادبه او لا وبالي مومي؛ خو که څوک يې د کړنو باطن ته وويني؛ نو عين تأدب به يې وګڼي.

د اخلاقو مرتبې:

يعنې په واقع کې اخلاق مرتبې لري داچې انسان ځان د چا پر وړاندې ويني؛ نو ادب به يې توپير ومومي، د ډېرو خلکو اخلاق، تأدّب او قيودات د نورو خلکو د ملاحظې په پار دي. له همدې لامله ډېری خلک په کړو وړو کې د باطن څه پروا نلري؛ ځکه باطن يې کوم وګړي نه ويني. يوازې خپلې ويناوې او ظاهري کړنې مراعاتوي؛ البته تر هغه وخته چې نور يې ويني، ځان قيد بولي. په دې مانا ادب او اخلاق د تريوټندي زاهد په سترګه د خدای حضور د يو زندانوال حضور دی؛ هغه زندانوال چې څارن دی ترڅو بد کار ونشي. دا ډول عبادت او اخلاق چې له اوره د ډار يېبره (محصول) ده، د حضرت علي (کرم الله وجهه) په وينا. د مريانو عبادت دی.[321]

د خدای حضور د يو زندانوال يا جبار او زورور مريي وال په توګه انګېرل داسې اخلاق رادبره کوي، چې عين بنديز او  ځنځير دی. يوه ډله خدای د ثواب په هیله لمانځي او ترڅو چې د ثواب هيله وي؛ نو د دې اخلاقو اصولو ته به اېل پاتې شي. په هر حال انسانان داچې ځان د چا پر وړاندې ويني، ځانګړي آداب او اخلاق به وويني. د زندانوال او مريي وال پر وړاندې، د مريانو ادب او د سوداګر پر وړاندې د پېرودونکي ادب لازم دی؛ خو د محبوب پر وړاندې ادب، عاشقانه اخلاق دي. د دغسې محبوب خدای پر وړاندې ايثار، سرښندنه او فداکاري خپله واقعي مانا مومي:

لاابالی عشق باشد نی خرد

عقل آن جوید کز آن سودی برد

ترک‌تاز و تن‌گداز و بی‌حیا

در بلا چون سنگ زیر آسیا

سخت‌رویی که ندارد هیچ پشت

بهره‌جویی را درون خویش کشت

پاک می‌بازد نباشد مزدجو

آنچنان که پاک می‌گیرد ز هو

دا ادب د محبوب او معشوق پر وړاندې د حضور په مقام پورې اړوند دی. د اخلاقو د کتابونو له مخې دا تشخيص چې له فضايلو کوم يو، له مقاماتو په کوم يو پورې تړاو لري، يو ستونزمن کار دی؛ خو د دې ويشنې په رڼا کې مومو، چې چېرې د سرښندنې، ايثار او فداکارۍ خبرې کړای شو او چېرې نه. او په دې اوډون (ترتیب) اخلاقي او روزنيزغونډال (نظام) ښه تنظېمېږي.

بايد په ديني ټولنه کې اخلاق د وچې کلکې امر ونهې له کچې ور پورته شي:

په ديني ټولنه کې اړتيا لرو، چې اخلاق د وچې کلکې امر و نهې له سطحې ور پورته کړو. داسې ونکړو چې اولادونه مو له دين او اخلاقو ځنې يوازې پر امر و نهې او امرونه وپوهېږي. دا داسې څیزونه نه دي چې حقيقي اخلاق ترې راوټوکېږي. بايد خپلو اولادونو ته د انسان او خدای سم تړاو ور زده کړو. که د عمر په پيلامه او د ودې په پړاو کې د مينې او محبت پړق پکې رادبره نکړو، لرې ده چې را روسته به يې په زړه کې دا مينه کېني. خو متأسفانه د اصولو په علم کې چې د فقهې احکامو د استنتاج او را اخستنې منطق دی ـ له خدای سره د انسان اړيکه او تړاو، د مولا (مريي وال) او مريي تړاو دی. د دې تړاو په قايلېدو مه انګېرئ چې د انسان په روح کې به، په فقهي استنباط  او د ټولنېزو چارو په سنبالنه کې اغېز نه پرېباسي. څرګنده ده چې له خدايه داسې انګېرنه چې د سر زوري مريي والو په څېر د مريانو پر سر درېږي او پلمه ورته ګوري چې عذاب يې کړي او ويې کړوي او جهنم ته يې ورولېږي، د هېڅ عاطفي اړيکې رادبره کوونکی به نه شي. خو هغه خدای چې مهربان او محبوب دی، لوراند او لورين دی، بنده ګي کول ورته بل ذوق لري. مه وایئ چې غضب هم د الهي رحمت له شؤونو ځنې او پکې رانغاړل شوی دی. دا سمه خبره ده؛ خو ناسمه پايله ترې اخستلېږي. که خبره دا وي نو د بسم الله الرحمن الرحيم پرځای ووايئ او ولېکئ: بسم الله الغضبان الشديد. عارفانو له دې اړخ ديني ټولنو ته ستر چوپړ کړی دی. هر ځای چې نورو سرکه اچولې دوی بوره او خواږه شيندلي دي، نن کوم کسان چې څه قدرې د سکنجبېو خوند څکي، د دې بوره شيندونکيو پور وړي دي.

زموږ د ټولنې ديني اخلاق د مريي وال خدای له انګېرنې سره تړاو لري، نه له ښکلي او معشوق خدای سره:

نن چې په موږ ديندارو کې کوم اخلاق روان دي، له مريوال خدايه له انګېرنې سره تړاو لري، نه له يوه ښکلي او مينناک خدای سره. بايد په روزنې، ټولنې او کورنۍ کې د ښکلي خدای له حضور سره انډول ادب ورزده او وکاروو.

دا ښکلا به په هنرونو کې خپل اغېز ښکاره کړي. کومه ديني ټولنه چې له هنره څه برخمني ونلري، مانا يې دا ده چې د خدای ښکلا ته يې لار پرانستې نه ده.

 

د علي (کرم الله وجهه) ښکلا پېژندنه:

خو خپله اميرالمؤمنين علي (کرم الله وجهه) څومره له دې ښکلا باخبري درلوده، ورمات و او څومره ترې برخمن و؟

ځينو مخالفينو، علي (کرم الله وجهه) د نړۍ په اړه په بدوينئ تورن کړی. د نهج البلاغې ځينې تعبيرونه هم دا مساله را پر ګوتو کولای شي. د زهادو په تحسين کې وايي: «مؤمن په نړۍ کې، د کينې له مخې خبرونه اوري. کله چې دنيا پېژاندی مؤمن خبروي، چې پلانی شتمن شوه، لکه چې ورته يې ويلي وي، دا خو تشلاسی شو.[322]

په دې باب په نهج البلاغه کې نور شواهد هم شته؛ خو حقيقت دا دی چې په دې اړه د علي (کرم الله وجهه) د خبرو له مخې ورمندون (قضاوت) اسان کار نه دی؛ ځکه په نورو ځايونو کې يې د ښکلا پېژندنې حس راخوټېدلی دی؛ لکه  د طاووس د ښکلا او هېښتيا او د پرښتو د سپېڅلې ښکلا په اړه خبرې کوي.[323]

خو همدا مطلب پاموړ دی چې د رسول اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) پر ژوندوني يې هېڅ خبره کړې نه ده. نهه نوي سلنه خبرې يې د نبی کريم (صلی الله علیه وآله وسلم) تر وفات روسته دي. په تېره چې خليفه شو او خبرو کولو ته يې فرصت وموند؛ نو دغسې ښکلې او زړه راښکونې جملې وايي. ښايي تر خبرو يې ښه ښکلي، د پېغمبر پر ژوندوني او تر پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) څه موده روسته يې له خبرو ډډه کول و، چې لا جرم او د ځينو اړتياوو له مخې يې سکوت او چوپتيا خپله کړې وه؛ خو چې د خبرو وخت راورسېد، دا کار یې په ښه توګه ترسره کړ. داسې چې يو شمېر عربي فصيحانو، د فصيحو خبرو ويلو لپاره د نهج البلاغې خطبې حفظ او يادولې. او د ادب او د بلاغت د فن له پلوه د حضرت علي خبرې له ښکلا او ډېرې ځلا برخمنې دي او پردې مطلب د عربو ويناوالو او اديبانو منښته کړې ده. په ښکلا پوهنې کې د علي (کرم الله وجهه) له روح څخه څرګند څرکونه او جلوې؛ بې له عدالت، ځوانمردۍ او مړانې ځنې همدا خبرې لېدای شو.

څه چې ښکلا ته د علي (کرم الله وجهه) مجذوبيت راښيي، همدا جملې او ښکلې خبرې دي او نهج البلاغه يې د ښکلا پېژندنې د  درک پوره هنداره ده. د عالمانو او اديبانو پر وړاندې د خبرو ډګر دی چې د يو چا ښکلا پوهنه او هنري روح پکې ځلېږي. له همدې لامله ډېری هنروال مو د شعر او ادب په ډګرونو کې راښکاره شوي دي؛ نوځکه په علي (کرم الله وجهه) پورې ور تړلی تور د منلو نه دی.

د علي (کرم الله وجهه) له خبرو راولاړېږي، چې د خپلې زمانې له اديبانو سره يې تماس او اشنايي درلوده او د خپل وخت د يو شمېر شاعرانو اشعار يې ياد کړي ول. البته رسول اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) له شعر ويلو ډډه کوله، هسې نه چې د نبوت منصب او مقام له کوډو او شاعرۍ سره ګډوله شي او خلک وا نګېري چې پېغمبر يو کوډګر شاعر دی[324]

هنرمند بايد خپل ښکلا پالی روح له الهی ډار سره واغږي:

خو د دې هنرمند او ښکلا خوښي روح په خبره کې اوچته ښکلا دا ده چې کله يې له خدايه د حُسن او ښکلا ړومبی څرک او جلوه مونده، له خوف او ډار سره يې ګډوله، دا يو کار دی چې هر چا له وسې پوره نه دی.

په اسلامي ټولنه کې د ښکلا وينۍ او ښکلا پېژندنې دودول او ټينګول او پر خوارجي تاوتريخوالي د لورنې اوبه ورشېندل د علي (کرم الله وجهه) رښتونې لاروي ده.

اوسنی عصر کړتې دودوي

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي:

فاصلح مثواك و لا تبع آخرتك بدنياك ودع القول فيما لا تعرف و الخطاب فيما لم تكلف. و امسك عن طريق اذا خفت ضلالته فان الكف عند حيره الضلال خير من ركوب الاهوال. و امر بالمعروف تكن من اهله و انكر المنكر بيدك و لسانك و باين من فعله بجهدك. و جاهد فى الله حق جهاده و لا تاخذك فى الله لومه لائم

نو خپل ګانده – راتلونکى هستوګنځى دې اباد کړه او آخرت په دنيا مه پلوره او په څه چې نه پوهېږې،مه وايه او څه چې درباندې لازم نه دي، پر خوله مه راوړه او پر هغه لار پښه مه ږده، چې له بېلارۍ يې ډارېږې؛ ځکه د ځلبلاندۍ – سرګردانۍ او بېلارۍ پر مهال ځان ژغورنه په تباهۍ کې تر ورلوېدو غوره ده. پر نېکيو امر کوه او پخپله هم نېک وسه او په لاس او ژبه د بديو مخه نيسه او هڅه کوه، چې له بدکارانو لرې وسې او د خداى په لار کې؛ لکه څنګه چې ښايي هاندوهڅه کوه او د خلکو ټپسورۍ دې له دې هڅې وا نه ړوي.»

په دې عباراتو کې دوه مهم ټکي شته: یو له هغو چارو ډډه کول چې په انسان پورې اړوند نه دي یا انسان یې په اړه پوهه، خبرتیا او اګاهي نلري.

دویم پر نېکیو امر او له بدیو منع چې د خدای په لار کې د جهاد یوه مرتبه ده.

پر څه چې نه پوهېږې په اړه یې خبرې مه کوه

د دې سپارښتنو ټولګه تر یوه حده یو بل پوره کوي او کومې پوښتنې چې له یوې راولاړېږي، په بله کې یې ځواب مومي؛ خو ړومبی ټکی دا و: دع القول فيما لا تعرف

کوم څیز چې نه پېژنې، په اړه یې خبرې مه کوه.

په روایاتو کې هم راغلي: من حسن اسلام المرء تركه ما لا يعنيه

د ښه مسلمان له شرطونو ځنې یو دا دی، کومې چارې چې ورپورې اړوند نه وي، کار ورپورې ونلري.

بلکې تردې ورها خوا او مهمتر، د کوم څیز په اړه چې معلومات نلرې او نه پوهېږې او پر ګردو اړخونو یې ښه احاطه نلرې؛ نو په اړه یې نظر مه ورکوه. په دې چار کې د هغو کسانو مسوولیت ډېر دی چې خلک یې خبرې اوري او مني یې.

ویلي یې دي: لو سكت الجاهل رفع الاختلاف

که جاهل او ناپوه چوپ شي؛ نو څه اختلاف په رامنځته نشي

څوک په زور نور چوپولای نشي او نباید دا کار وکړي

ډېر اختلافات او شخړې په دې دلیل دي چې اومه او خام وګړي، ناسنجول شوې خبرې کوي او ځینې په دې خبرو پسې ورځي او حق یې بولي او له دې ځایه د حق و باطل ترمنځ شخړه پیلېږي، چې کله یې په ترڅ کې بې ګناه خلک هم قرباني کېږي. البته دا یوازې وګړي ته سپارښتنه ده؛ یعنې هېڅ ډله، کومېټه او څارن حق نلري، کېني او امر وکړي چې څوک په څه پوهېږي؛ نو د نظر څرګندولو حق لري او کوم یو، پر څه نه پوهېږي؛ نو د نظر ورکولو حق نلري. دا ټولو خلکو ته یوه عامه سپارښتنه شمېرل کېږي او یو یو وګړی باید داسې وروزل شي چې له دننه خپلو خبرو ته یو چاڼځی ولري چې پر څه نه پوهېږي ویې نه وایي او پر ستونزو، نورې ستونزې او شبهې ورزیاتې نه کړي. د فکر په ډګر کې ډېرې ستونزې کم فکرو او کړتنو رادبره کړي او که پرځای یې فکري او کم ګویه وګړي وای، دنیا ګل او ګلزارېده. خو البته د ګلزارېدو په انتظار، په نړۍ کې جهنم جوړوای نشو؛ یعنې نباید څوک په دې هیله کېني او پلمه ولټوي او دا او هغه ته نهې او امر وکړي چې دغسې او هاغسې وایه یا مه وایه.

باید په عمل کې د خبرو قوت وازمېیل شي او باید خلک له فرهنګي پلوه دومره ارتقا پیدا کړي چې بې وزنه او بې دلیله خبرو ته ارزښت ورنکړي او له منځپانګې ډکې او عبرتناکې خبرې استقبال کړي. خو غوره ده چې د چټي خبرو او ناسنجول شویو نظریاتو زیان راښکاره شي. همدا مسأله، د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» یو مصداق دی چې علي (کرم الله وجهه) په همدې ويینه کې اشاره ورته لري. په رښتینه کې نور باید په مهربانۍ د چټي او ناسنجول شویو خبرو له کولو منع کړو؛ خو نه په زور او بې ادبۍ. او باید هغوی چې لږې خو پخې په تول پوره او غورچاڼ خبرې کوي، پر هغوی غوراوی ولري چې کړتې او بې دلیله خبرې کوي.

اوسنی پېر کړتې دودوي

موږ په داسې پېر کې اوسو چې په تأسف کړتې دودېږي

د اوسنیو مدیریتونو یو له مهمترینو چارو ځنې چې باید ورباندې لګیا شي د زمانې د تخنیک او دغسې ارزښتونو راټولونه ده. په اوسني وخت کې ورځپاڼې، رادیو، تلوېزیون او په ټول کې ټولې عمومي رسنۍ، په یو غږ او اوچت اواز خلک بلي چې وواست وواست، چې غږ مو نورو ته ورسوو.ایا دا چار مو په خیر او مصلحت دی؟ که فرضاً رسنۍ له یوه سره ښې او عبرتناکې خبرې کړي، بیا هم ښه چار دی؟ ایا سمه ده چې خلک له ګهیځه تر ماښامه اطلاعاتي او خبریز بمباران شي، خبرې وکړي او خبرې واوري؟ ایا نباید د فکر کولو مجال ورکړو؟ ایا نباید داسې مجال چمتو شي چې دا ژول شوي او تېر شوي هضم نشي؟ ایا انسان که له ګهیځه تر ماښامه خواړه وخوري- که څه ښه او قوي خواړه وي- زیان به و نه مومي؟ ایا داسې نه ده چې: «كل ما جاوز حده انقلب ضده:  هر څه چې له حده واوړي، پر خپل ضد به واوړي» او اپوټه اغېز به ولري؟ ان که ویتامین لرونکي خواړه له خپل بریده واوړي، رنځوري به رامنځته کړی. انسان که یو مخې له ګهیځه تر ماښامه ډېرې ښې خبرې واوري یا ووایي، زیان به ونه مومي. ډېر لږ زیان یې دا دی چې د دې دومره مطالبو دباو، انسان له ځانه اخلي او ځان ته یې نه ورپرېږدي، چې لږ کوټي غور وکړي، په مازې لګښت کوونکي یې اړوي او د تمییز واک ترې اخلي او د خبرو په ډېران کې حيرانېږي او د دې پرځای چې تمییز ورکړي، سرګرداني او لالهاندي ورپېښېږي. هر څیز او له دې ځنې ښه خبرې هم یوه اندازه لري، باید منځلاري خپله کړو چې که چار له دې ور واوړي په خپل ضد به واوړي او د ګټې پرځای به زیانمن وي.

د تخنیک وده د فکر له ودې او د ښو خبرو له پیداوار سره تناسب نلري

ښې خبرې که بې تمونې او د نېز یا سیلاب په څېر خپرې وري شي، زیان لري ، دا خو لا څه چې ټول پوهېږو په دنیا کې ښې، اوچتې او عبرتناکې خبرې نه موندل کېږي. په بله وینا بیخي د تخنیک وده د فکر له ودې سره تناسب نلري. ښه افکار- د څومره والي او څرنګوالي له پلوه – تردې ټیټ دي چې د تخنیک له ودې سره سیالي وکړي. یعنې په څومره کچه چې ورځپاڼې، رادیو، تلویزیون او …. تولید او توزیع کولای شو، نو په هماغه کچه ښه فکر او خبره نشو تولیدلاوی. بلخوا په اوسني وخت کې ډول ډول او ډېرې اغېزمنې وزلې را پیدا شوي چې د هرې سمې او ناسمې خبرې ذمه واري اخلي او په نړیواله کچه یې د وګړیو د اذهانو تل ته ورکېباسي او په هغو هېوادونو کې لويی لويی مدیریتونه چې د خپلو خلکو پر وړاندې لورنه او مسوولیت لري، له ستونزو سره مخ کوي. په رښتوني باید په دې اړه ټینګ فکر او سوچ وشي.

په لوستو او اورېدو کې قناعت

په اوسني وخت کې موږ نه یوازې باید په ژوند، پیداوار او لګښت کې قناعت وکړو،بلکې په لوستو، او اورېدو کې هم باید قناعت خپل کړو. دا قناعت د ایمان له ارکانو ځنې دی او بېشکه د ناقانع وګړي په ایمان کې نقصان دی. انسان ان په زده کړه کې هم باید د قناعت دود زده کړي او پوه شي چې څوک قانع زدکړیال او څوک قانع ښووند دی. په دې چار کې قناعت هم د ارامۍ لامل دی. ناقانع او تمه کوونکی ړومبی زیان چې ویني له ارامۍ بې برخې کېدل دي. ډېر غواړی، د نا ارامه روح درلودونکی وي، چې البته خپل ځانګړي رذایل ورسره مل وي. انسان دې د پوهېدو په ‌‌ډګر کې هم قناعت خپل کړي او ځان ته دې په برید قایل شي. علي (کرم الله وجهه) په نهج البلاغه کې وایي:

منهومان لا يشبعان: طالب علم و طالب دنيا[325]

دوه ډلې بیخي نه مړېږي، یو د علم زدکړیال او بل دنیا غواړي

د علم زدکړیال او دنیا غواړی، دواړه وږي دي. د دنیا غوښتنې په اړه زیاتې غندنې او رټنې راغلي دي؛ خو د علم دوستی رذیلت پټ دی؛ ځکه په نړۍ کې یوه شریفه متاع ده او انسان انګېري چې څومره ډېر پوه شي، وجود یې بشپړېږي او خدای ته یې قرب ورزیاتېږي، حال داچې بیخي دغسې یو مطلق آر نشته. هر علم تقرب نه راولي او انسان ته ډاډمني نه ورکوي او اُخروي او مانیزه متاع او ګټه نه ګڼل کېږي؛ بلکې شونې ده ډ‌ېری علمونه دنیوي متاع وي او د شخړې لامل شي او انسان شیطان ته ورنژدې کړي. له رسول اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) څخه روایت شوي:

من ازداد علما و لم يزدد هدى، لم يزدد من الله الا بعدا[326]

د چاچې پوهه ډېره شي؛ خو هدایت او ښیون یې ورزیات نشي؛ نو یوازې له خدایه لرې شوی دی.

یعنې هر علم د هدایت لامل نه دی او انسان نه پوره کوي. په نړۍ کې ډېرې پوهېدنې دي او انسان باید پکې غورچاڼ وکړي. د علي (کرم الله وجهه) په تعبیر:

العلم اكثر من ان يحاط به، فخذ من كل علم احسنه[327]

علوم تردې ډېر دي چې احاطه ورباندې ومومو؛ نو له هرې پوهې یې ښه غوره کړه.

نن باید دې ته ټینګه پاملرنه وشي، داچې اوس ډېرې خبرې کړای شو، باید د دې چار قناعت کول هم رعایت کړو او د دې قدرت پر وړاندې مقاومت خپل کړو. نننی انسان دې زده کړي چې د ډېرو اورېدو، ډېرو لیدو او ډېرو پوهېدو پر وړاندې مقاومت وکړي او قناعت خپل کړي.

د عملي علومو په زده کړه کې د قناعت په اړه د شریعت حکم

متأسفانه زموږ په پېر کې تبلیغات خلک بې خرته لګښت ته بلي. دا بلنه ډېرو لوستو او پوهېدو ته هم ورسېدلې ده. حال داچې په شریعت کې د دې چار ‌ډاګیزه نهې شوې ده. دا مطلب په عملي علومو کې ډېر څرګند دی. په روایت کې دي، څوک علي (کرم الله وجهه) ته ورغی او یو حکمت یې ترې وپوښت او څه یې وروښوول. سړی ولاړ او څو ورځې روسته راغی، ویې ویل، بل څه راوښیه. علي (کرم الله وجهه) ورته وویل، پر لومړي ټکي دې عمل کړی چې دا دی دویم هم پوښتې؟

داچې ویل شوي عالم باید عمل والا وي په همدې مانا دی چې لا یو ټکي یې عملي کړی نه وي، نباید پر دویم ټکي بوخت شي.

از صد يكى به جاى نياورده شرط علم        و زحب جاه در طلب علم ديگرى‏

از من بگوى عالم تفسير گوى را        گر در عمل نكوشى نادان مفسرى‏[328]

پېغمبر اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) ویلي:

و اعلم ان قليل العلم يحتاج الى كثير العمل[329]=پوه شه چې لږه پوهه پرېمانه عمل ته اړتیا لري.

یعنې علم باید عمل ته وغواړو نه ځان عالم ښوونې ته او نباید د هغو څیزونو په لټه کې شو چې د ویاړنې او ځان ښوونې لامل شي او دا کار نه یوازې کوم درد نه درملوي چې انسان هلاکت ته هم ورنژدې کوي، د دې علومو تر پوهېدو نه پوهېدل یې غوره دي. د علي (کرم الله وجهه) په تعبیر:

رب جهل انفع من علم[330]=ډېر داسې نه پوهېدل دي چې تر پوهېدو غوره دي.

نوځکه نباید تبلیغ وکړو چې راځئ او ډېر پوه شئ؛ بلکې دلته باید ووایو راشئ او ډېر عمل وکړئ او تر عمل کولو روسته په ډېرو پوهېدو پسې ورشئ، بلکې په روایاتو کې راغلی:

من عمل بما علم ورثه الله علم مالم يعلم=څوک چې پر خپلې پوهې عمل کوي، خدای به هغه څیزونه ورزده کړي چې نه پوهېږي.[331]

یعنې د زده کړې یوه طریقه پر پوهېدنو عمل کول دي. انسان چې پر یوه ټکي پوه شو او عمل یې ورباندې وکړ، د بریا یو ور به ورپرانستل شي. په روایاتو کې لرو چې:

من اخلص لله اربعين صباحا جرت ينابيع الحكمه من قلبه على لسانه[332]= څوک چې د خدای لپاره څلویښت ورځې په عمل کې پوره اخلاص وکړي او ټول څیزونه یوازې د الله په پار وکړي نه د نورو لپاره، له زړه به یې پر خوله د حکمت چیني ور وبهېږي.

په رښتوني د مولوي بلخي، غزالي، ان ابو علي سینا بلخي په څېر مشرانو پر خولو او قلمونو چې کوم حکمتونه بهېدلي او په خپلو لنډو عمرونو کې یې راتلونکیو نسلونو ته ګټور خواړه چمتو کړي، علت یې همدا اخلاصونه ول. دوی دا دومره معارف او پوهه په کتاب، ښوونځي او مدرسه کې نه دي زده کړي؛ بلکې همدا اخلاصونه یې ښوونکي ول. اخلاصونه لاملېږي چې انسان په ځان کې نالوستي هم ومومي؛ یعنې بې کتابه او بې استاده، خپل روح صیقل کړي او الهامي علوم تر لاسه کړي؛ نوځکه په شریعت کې بې عمله د عملي علومو او معلوماتو په راغونډولو کې نهې او ښکاره غندنه راغلې ده. دا مانا باید د زده کړې او ښوونې (تعلیم او تعلم) په باب رعایت کړو. زدکړیال هم که لږ عمل کوي، نباید ډېر وپوښتي، او ښووند هم باید د خپلو زدکړیالانو د حالاتو څارن وي او ومومي چې دوی د عمل کومې یوې مرتبې ته وررسېدلي دي.

په نظري علومو کې هم قناعت فرض دی

دا حکم په نظري علومو- یعنې هغه علوم چې نېغ په نېغ په عمل پورې څه تړاو نلري او یوازې د نړۍ لید له جنسه وي- کې هم صادق دی. عقلمن له پرېکنده باطلونو ځان بچوي او په معقولو حقونو زړه ورتړي. علي (کرم الله وجهه) په دې لیک کې همدا مانا وایي: په هغه ځای کې بیخي لاسوهنه مه کوه چې وظیفه او کار دې نه دی. په دې عبارت کې «لم تکلف» هم په ویلو، هم په پوهېدلو او هم په عمل کولو پورې تړاو لري، یعنې غوره ده، انسان په هغو چارو کې چې اړه ورپورې نلري، دخالت ونکړي؛ ځکه ښایي د فساد اړخ یې پر اصلاح ور زیات شي. «فضولي/ مشروټي» [ د نورو په چارو کې لاسوهنه] د کلمې په دقیقه مانا همدا ده.

له هغو چارو ډډه کول چې پکې د بېلارېتوب وېره وي

همدغسې که انسان له یوه داسې چار سره مخ شو چې سم یې نه پېژانده او بلکې د بېلاریتوب ډار هم پکې و؛ نو د عقل په حکم نباید دې چار ته ور ودانګي او ځان خطر ته ورکړي. البته انسان په خپلو کارونو او د نظریاتو په څرګندولو کې ډېر لږ د مطلق یقین له مخې عمل کوي. دلته له بېلارې کېدو ډار د عقلاني ډار پر مانا دی؛ ځکه د یو چار په روا والي یا ناروا والي یا د یوې خبرې په سموالي یا ناسموالي کې ډېر لږ پرېکنده او غوڅ یقینونه موندل کېږي. په هغه ځای کې چې عقلاني ډار غلبه کوي یا انسان د ډېرو پوهېدو مجال نلري، غوره لار پر شاتګ او لاسوهنه نه کول دي؛ ځکه بېلارېتوب ته نه ورننوتل په هلاکت کې تر ورلوېدو غوره دي. ژوند په مازې ازمېینو کې تېرولای نشو.

د دیني اندنې په ډگر کې، د «جهاد» مانا، د بندګۍ هڅه ده

حضرت علی (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي:

وَ أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ تَكُنْ مِنْ أَهْلِهِ وَ أَنْكِرِ الْمُنْكَرَ بِيَدِكَ وَ لِسَانِكَ وَ بَايِنْ مَنْ فَعَلَهُ بِجُهْدِكَ وَ جَاهِدْ فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ وَ لَا تَأْخُذْكَ فِي اللَّهِ  لَوْمَةُ لَائِمٍ وَ خُضِ الْغَمَرَاتِ لِلْحَقِّ حَيْثُ كَانَ وَ تَفَقَّهْ فِي الدِّينِ وَ عَوِّدْ نَفْسَكَ التَّصَبُّرَ عَلَى الْمَكْرُوهِ وَ نِعْمَ الْخُلُقُ التَّصَبُرُ فِي الْحَقِّ

پر نېکیو امر کوه، چې له نېکانو اوسې، بدي په لاس او خوله منع کوه او له بد چاري ځان ښه بچوه، د خدای په لاره کې لکه چې ښايي جهاد وکړه، هسې نه د ملامتگرانو پړه دې، د حق په لار کې له جهاده ناغېړی کړي، د حق په پار په کړنګونو کې پښه کېده، له ستونزو مه ډارېږه او په دین کې تفقه وکړه او ځان پر نادودو (د لاسبری لپاره) په زغم روږدی کړه او دا څومره ښه خوی دی چې انسان د حق په لار کې زغمناک وي.

په دې عباراتو کې څو مطلبه د تأمل او غور وړ دي چې لنډه شننه یې کېږي.

ړومبی مطلب، د خدای په لار کې جهاد او د ملامتګرانو د پړې په وړاندې بې اعتنایي ده.

دویم مطلب، په دین کې تفقه او ژوره کتنه ده، درېیم مطلب، د تراخو او نادودو زغمل دي.

د دیني اندنې په ډگر کې، د «جهاد» مانا، د بندګۍ هڅه ده

د خدای په لار کې جهاد د ادیانو له مهمترینو ښوونو ځنې دی. د ادیانو له ډگره د باندې (هم جهاد) هم شته او بلکې په یوې مانا بیخي نامجاهد انسان نشته، هېڅوک په خپل ژوند کې بې کوښښه نه دی او ټول انسانان خپل عمر د یوې موخې لپاره تېروي؛ خو په دیني اندنه کې دې دا هڅې د خدای په لار کې او خدای ته وي.

په بل تعبیر، د ادیانو په ډګر کې دې د انسان هڅه ، د بندګۍ هڅه وي. له عبودیت سره مل مجاهدت د خدای په لار کې جهاد دی چې مرتبې او درجې لري. سبق لوستل، کسب و کار، جگړه، او له نفس سره مبارزه د خپلو درجو له مخې «مجاهدة فی سبیل الله» کېدای شي.

څه چې په ادیانو کې لومړیتوب لري، نو هغه دننه دی؛ نه دباندې، حال دی؛ نه قال، نیت دی؛ نه ظاهري عمل. د عمل ظاهر کېدای شي تل یو شان ته وي. فی المثل جګړې په ظاهر کې ټولې یو شان ته وي، بالاخره په هرې جګړې کې غشي ایشتل، وژنه او….. کېږي. دوی ته په مازې ظاهر جهاد فی سبیل الله ویلای نشو. دا چارې هله جهاد فی سبیل الله دي چې له عبودیت سره مل وي؛ یعنې انسان د عمل په وخت کې وپوهېږي چې دا عمل د څه لپاره کوي او ځان یې په کوم دریځ کې نیولی دی.

د کار انگېزه، د عمل نیت او موخه باید الهي وي. په دې بڼه کې به جهاد، د خدای په لار کې جهاد وي. د خدای لار، د عبودیت لار ده؛ یعنې څه چې انسان خدای ته ور رسوي، دا ده چې پر خپلې خدایي پښې کېږدې همدا او بس.

د انسان او خدای ترمنځ لار یو ګام دی: پر خپلې خدايي پښې ایښوول

یو عارف ویلي و چې خدای ته د ور رسېدو لپاره باید دوه ګامه واخستل شي، «خطوتان و قد وصلت»:  «دوه قدمه اخلې او خدای ته ور رسي» ړومبی قدم داچې پر ځان قدم ږدې او دویم داچې د خدای پر لور گام واخلې. بل عارف چې دا خبره واورېده، ویې ویل چې دې خو لار اوږده کړې، د انسان او خدای ترمنځ لار تر یوه قدم ډېره نه ده او دا پر ځان پښې ایښوول دي. دویمي قدم عین ړومبی قدم دی. پر ځان پښی ایښوول؛ یعنې پر خپلې خدايي پښې ایښوول.

د مرګ یادول د خدای لمانځنې زمینه ساز دی

څوک چې د الوهیت زنګ کړنګوي، باید پوه شي چې په هستۍ کې داسې قوتونه او پېښې شته چې په قوت یې پر وړاندې درېږي، ځپي او ذلیلوي یې او مرګ یو له دې مهمترینو پېښو ځنې دی. په همدې دلیل په دیني اندنو او ښوونو کې، خدای پالي او مرګ اندنه د یوې سکې دوه مخونه دي. څومره چې انسان مرګ اندی وي، نفس یې خدای لمانځنې ته ښه (وړ او) مستعد دی؛ ځکه په مرګ کې سوچ، هغه حقه حقیقي ذلت چې باید په زړه کې کېني، په زړه کې به یې کېني او انسان به پر خپل ذلت معترف کړي. دا ذلت د اخلاقي کمزورۍ له مخې نه؛ بلکې د انسان عین شتون دی. که انسان پر دې ذلت منښته – اعتراف ونکړي، په واقع کې ځان پېژندنه یې نیمگړې ده.

مرګ انسان ته خپله وجودي بېوسي ورښکاره کوي

خدای تعالی وايي:

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ[333]= ټول مړه کېدونې دي.

او یا پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) ته وايي:

إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ[334]= ته هم مرې او نور هم مري.

دا خبرونه، یوه ساده خبرونه نه ده. کله چې راته ویل کېږي هر نفس د مرګ څکونکی دی؛ یعنې داچې تاسې ټول انسان ذلیل او کمزوري یاست، په یوه ځای کې به مو سرغړونې رامې شي؛ نو له دې لامله مرګ اندنه د خدای لمانځنې لار هواروي. خدای پالي په حقیقت کې د انسان د نفس د سرغړونو راکمول او د ځان خدای ګڼلو د موهومي انګېرنو لرې کونه ده. نوځکه زړه باید په مرګ یادولو رام او کابو کړو. هغه خورا ځیرک انسان دی چې ډېر د مرګ په اړه سوچ کوي او ځان ډېر مرګ ته چمتو کوي:

اکیس الناس اکثرهم ذکراً للموت و اشدهم استعداداً له.

د خدای په لار کې مجاهدت، د سرغاړي نفس د خدایي نفې کول دي

د خدای په لار کې قدم وهل؛ یعنې د عبودیت په لار کې ګام اخستل او د عبودیت په لار کې ګام اخستل؛ یعې پر خپلې بندګۍ منښته – اعتراف او خپله خدايي پرېښوول دي.

انسانان څومره چې له خدايي انگېرنې ځنې لاس ووینځي، بندګۍ ته ښه ورنژدې کېږي؛ نوځکه ډېر د سبیل الله لاروی کیږي. عارفانو راته ویلي، که څوک له نفس سره د مبارزې په لار کې ومري، شهید او د خدای په لار کې مجاهد مړ شوی دی؛ یعنې د شهید په مرتبه کې دی او د شهید ثواب ور پر برخه کېږي. په دې اړه علي(کرم الله وجهه) ویلي:

إِنَّ اَلْمُجَاهِدَ نَفْسَهُ عَلَى طَاعَةِ اَللَّهِ وَ عَنْ مَعَاصِيهِ عِنْدَ اَللَّهِ سُبْحَانَهُ بِمَنْزِلَةِ بَرٍّ شَهِيدٍ (غرر الحکم)

ای شهان کشتیم ما خصم برون

ماند خصمی زو بتر در اندرون

کشتن این کار عقل و هوش نیست

شیر باطن سخرهٔ خرگوش نیست

دوزخست این نفس و دوزخ اژدهاست

کو به دریاها نگردد کم و کاست

هفت دریا را در آشامد هنوز

کم نگردد سوزش آن خلق‌سوز

سنگها و کافران سنگدل

اندر آیند اندرو زار و خجل

هم نگردد ساکن از چندین غذا

تا ز حق آید مرورا این ندا

سیر گشتی سیر گوید نه هنوز

اینت آتش اینت تابش اینت سوز

عالمی را لقمه کرد و در کشید

معده‌اش نعره زنان هل من مزید

حق قدم بر وی نهد از لامکان

آنگه او ساکن شود از کن فکان

چونک جزو دوزخست این نفس ما

طبع کل دارد همیشه جزوها

این قدم حق را بود کو را کشد

غیر حق خود کی کمان او کشد

در کمان ننهند الا تیر راست

این کمان را بازگون کژ تیرهاست

راست شو چون تیر و واره از کمان

کز کمان هر راست بجهد بی‌گمان

چونک وا گشتم ز پیگار برون

روی آوردم به پیگار درون

قد رجعنا من جهاد الاصغریم

با نبی اندر جهاد اکبریم

قوت از حق خواهم و توفیق و لاف

تا به سوزن بر کنم این کوه قاف

سهل شیری دان که صفها بشکند

شیر آنست آن که خود را بشکند

له نفس سره جهاد، له دباندېنۍ جګړې په ډګر کې تر جهاده خورا ستونزمن دی

له دننه سره مبارزه له دباندیني کار تر مبارزې خورا ستونزمنه ده.

مولوي د یو عارف داستان را اخلی چې کلونه کلونه د غازیانو په کتار کې و او په ډېرو جګړو او غزاګانو کې یې ګډون کړی و او د اوضاع تر آرامېدو روسته په خپل عبادت لګیا و. تر مودو مودو سکوت روسته یې بیا غزا نغاره او ډهول واورېداو پوه شو چې غازیان بیا له کفارو سره جهاد ته وردورمي. دې سړي چې د اتلولۍ مخینه او له شهادت سره مینه درلوده، سخت راوپارېد چې له انزوا او ګوښي توبه راووځي او له جنګیالیو غازیانو سره یو ځای شي؛  خو د چمتووالي په ترڅ کې لنډه شېبه محاسبې او مراقبې ته تم شو. د سلوک له لومړي دستوراتو ځنې دا دی چې سالک تل خپل نفس تورن کړي او که کوم چار ته یې ورمات ولید، ورباندې شکمن شي او سوچ وکړي چې ښایي یو چل ول وي او چې دا چل ول یې را برسېره کړی نه وي،کار ته لاس نه ورغځوي. له دې لامله عارف له ځانه وپوښتل، چې ولې نفس مې غزا ته وهڅولم، حال داچې له مرګه یې تېښته وه؟

په دې ځایونو کې د انسان نفس نه تلو ته سل پلمې جوړوي؛ نو ولې نفس مې په دې ځای کې له دننه را کې وسوسې او خنډونه نه راولاړوي؟ له دنننۍ پلټنې روسته، عارف د نفس غږ راپورته شو او ورته یې وویل: په دې دلیل دې جهاد او شهادت ته ورهڅوم چې په دې خلوت کې مې د ورځې سل ځل وژنې، د  غوښتنو پر وړاندې مې مقاومت کوې او خپه کوې مې؛ خو د بهرنۍ جګړې او جهاد په ډگر کې یو ځل وژل کېږم او خلاصون مومم.

په همدې دلیل که څوک له نفس سره د مبارزې په ترڅ کې ومري؛ نو شهید مړ شوی؛ که څه پدې کار  کې ناکام او ناتمام پاتې شي. په واقع، له نفس سره د مبارزې په ډگر کې، کار داسې ځای ته ور رسي، چې واقعا شهادت او جسماني وژنه ددې ستونزمنو مبارزو پر وړاندې، سل ځل اسانه ده. د معراج په حدیث کې د آخرتپالو او نېکچارو په ځانګړنه کې راغلي:

یموت الناس مره و یموت احدهم فی کل یوم سبعین مره من مجاهده انفسهم و مخالفة هواهم[335]

خلک یو ځل مري؛ خو د آخرتپالي له نفس سره د مبارزې او له ځاني غوښتنو سره د مخالفت له وجهې هره ورځ اویا ځل مري.

د همدې ستونزو له لامله له نفس سره په جهاد کې د خدای تعالی او لارښود پیر لاسنیوي ډانګ پیلی شرط دی او وګړی په دې لار کې احساسوي چې له لارې پاتې دی، یا داچې لاس یې ورنیولی او د ښیون او هدایت پر لار یې مخ پر وړاندې ځغلوي.

 

خدای ته د تقرب لارې بېلابېلې او متنوع دي؛ خو په ټولو کې د بندګانو د خدایي نفې یو ګډ ټکی دی

البته د خدای لار په یوې ټاکلې لار  کې، منحصره او را ایساره نه ده، په روایاتو کې لرو چې د ښوونځي او مدرسې لار، د خدای لار ده، څوک چې د علم په زده کړې پسې ځي، د خدای په لار کې یې ګام ایښی دی؛ البته په دې شرط چې علم ویاړنې، تکاثر، ځانښوونې او ارتزاق او….. ته زده نه کړي. همدغسې هر یو نېک کار دی؛ خو دا ټولې بېلابېلې لارې یوه بنسټیزه او ټولیزه جرړه لري او هغه داچې د خپل الوهیت پر سر پښې ایښوول دي. په همدې دلیل په روایاتو کې لرو:

افضل الاعمال احمزها [336]

ډېرې غوره او خورا ثوابي کړنې، کړمنې کړنې دي.

علي (کرم الله وجهه) ویلي دي: غوره کړنې دا دي: « ما اکرهت نفسک علیه: ځان دې د هغه کولو ته اړ کړې

یعنې خوښ دې بل څه وي؛ خو ځان اړ کړې چې پر ځان پښې کېدې او خپله هیله دې شاته وغورځوې. دا چارې عین مبارزه او «جهاد فی سبیل الله » دی.

نباید د الهي شوي نفس له غوښتنو ډډه وکړو

البته دا ځانګړنې او چارې په هغو کسانو پورې اړوند دي چې تراوسه یې روح الهي شوی نه دی، چې د چا روح الهی شو؛ چې څه خوري ورته حلال دي.

یعنې کله چې نفس الهي لوری ونیو، انسان باید له هیلو سره یې موافقه وکړي؛ ځکه هیلې یې د حق بهیر مخالفې نه دي. د نفس له هیلو سره مخالفت په نو کارو یا منځنیو سالکانو پورې اړوند دی؛ یعنې په هغو کسانو پورې اړوند دی چې په نفس کې یې لا تراوسه د حکمت او استقامت اوچتې کچې رامنځ ته شوې نه دي او باید لا د نفس له شیطان سره مبارزه وکړي.
پېغمبر اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) ویلي: «اسلم شیطانی علی یدی:  زما شیطان زما په لاس تسلیم شوی دی»

یعنې نور مې پر وړاندې سرغړونه نه کوي؛ خو ډېری خلک دې اوچتو مرتبو ته رسېدلي نه دي او تراوسه خپل شیطان ته تسلیم دي ؛ نوځکه دې مبارزه ته دې تر مرګه دوام ورکړي او د خدای په لار کې د مجاهدې مانا همدا ده چې وویل شوه.

خدای له فی سبیل الله مجاهدینو سره د تضمین شوې ښیون – هدایت ژمنه کړې ده.

[وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[337]= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.]

یعنې خدای به یې خوشې نکړي او ورسره به وي ؛ نوځکه مجاهدین د جهاد په شرط، د خدای له لوري تضمین شوې ژمنه لري. هغوی چې د کار په لار کې مجاهدت کوي، باید دا قوت قلب ولري او پوه شي چې پر بې پایلې لار یې قدم ایښی نه دی؛ بلکې اپوټه، په دې لار کې یو ښه او تضمین شوی عاقبت او پایله شته. خدای تضمین کړې چې هرومرو د خدای په لار کې په مجاهدت پسې الهي لارو ته ښیون شته او په دې لار کې به څوک هم ناکام نشي.

مجاهدینو ته د خدای تضمین شوې ژمنه، له دین ورهاخوا ژمنه ده

له دې مطلبه گټنه کېږي چې دا الهي تضمین له دین او مذهب ورهاخوا یو چار دی.

یعنې د دې وعدې عملي کېدنه د مجاهد په دین او مذهب پورې څه تړاو نلري. غټه خبره ،«مجاهدت فی سبیل الله» ته هوډ نیول دي. دا موضوع، کټ مټ د دعا په څېر ده. خدای په قرآن کې د مضطرین او اندېښمنو دعا تضمین کړې ده. البته ډېری ډلې شته چې دعا یې قبلېږي؛ خو د اندېښمنو د دعا قبلېدل تضمین شوي دي؛ یعنې دعا یې بیخي قبلېږي، کومه دعا چې له اضطرار او اندېښنې راولاړېږي،د هغه غشي په څېر دی چې هرومرو به خپلې  نښې او موخې ته ور رسي.

د الله په لار کې مجاهدت

د الهي ښیون (هدایت) د ژمنې عملي کېدنه یوازې او یوازې د خدای په لار کې په نږه مجاهدت کې نغښتې ده

د خدای په لار کې د مجاهدت په چار کې د خدای د وعدې پوره کېدنه یوازې په نږه جهاد کې نغښتې ده، چې « فینا» او خدای ته وي.

که دا مجاهدت له خلوص او نږه توب سره مل وي، وګړی باید ډاډمن وي چې د الهي لارې اهتدأ او ښیون (هدایت) به ور پر برخه شي.

له دې ځایه موندای شو چې ډېری  د برخې خاوندان، بزرګان او مشران، چې د تاریخ په شهادت په ژوند کې مجاهدت والا وه، ښه لارښودونکي شمېرلېدای شي. هېڅ توپیر نلري چې دوی په کوم ملیت یا شریعت پورې تړاو لري. مهمه داده چې په دې بزرګانو کې دنننی سوز ولیدل شي او مشاهده شي چې سراسر مانیز(معنوي) ژوند یې په اخلاص او تېرېدنه کې ورډوب و او په زړونو کې یې د عشق یوه لمبه یا له خدایه ډار بل شوی و چې د دوی ژوند یې تنظیماوه او د هدایت د قبلې پر لور یې ورځغلولي ول او له دې بزرګانو د گټې اخېستو لپاره کافي ده، چې  ددې ځانگړنو شتون پکې وموندل شي، او البته دا چار د څېړنې وړ دی.

د متنبي په وینا:

و للنفس اخلاق تدل علی الفتی

اکان سخائا ما اتی ام تسا خیا

یعنې  پوهېدای شو، چې ایا یو څوک په رښتونې سخي دی یا داچې په سخاوت ځانښوونه کوي. دا چار لږو ډېر د نورو حالاتو او اوصافو په باب هم روان او صادق دی.

یعنې پوهېدای شو، چې څوک اخلاص والا دی یا نه دی. که په چا کې د دې اخلاص شتون وموندل شي،و به ویني چې الهي ژمنه هم ترلاسه شوې ده.

د انسانانو تېر تاریخ ښیي، د هر ملت او دین لارویانو (مسیحي، یهودي، بودایي یا مسلمان) که حقیقتا یې خدای ته یو سوز درلودلی و او د خدای په لار کې یې څه عشق، خلوص او مجاهدت کړی و، بېشکه په خپل ژوند کې یې د ښیون (هدایت) یوه نښه موندلې وه. حافظ شیرازي ویل:

دلا زنور هدایت ګر اګهی یابی

چو شمع خنده زنان ترک سر توانی کرد

حقیقتا دا خبره سمه ده. د دې قضیې اپوټه هم صادقه ده. یعنې که چا د شمع په څېر سر خندنی پرېښود؛ نو د هدایت برښنا او رڼا به یې لاسنیوی وکړي او دا رڼا نه یوازې د ده ژوند هم رڼا کوي، بلکې د نورو ژوند هم رڼا کوي. دا رڼا په خاص مکان او زمان پورې محدود نه ده؛ بلکې د پېړیو پېړیو تر حجاب ورهاخوا هم په نورو کې اور بلولای او تودوخه رادبره کولای شي. دا تودوخه او رڼا د پیاوړي قوت په توګه، انسانان  د ابلیس له غولونې بچوي. پېغمبران ددې ډلې په راس کې ول، عارفان او الهي ولیان هم د خپلو مراتبو هومره په سیوري کې یې اوسېدل.

عابدانه او رښتونی مجاهدت د سالک ضمیر رڼا کوي

حقیقتا انسان چې په هر ځای کې د مجاهدت خوږ خوند وڅکي او ان یو ځل د خدای په پار او د عبودیت لپاره پر یوې  هیلې پښه کېدي؛ نو وبه ویني چې په ضمیر کې به یې څه لوړتیاوې (تعالي) او نوراني ټوپونه پیدا شي.

مَن اراد نیْلَ الدَّرجاتِ العُلی فَلْیَغْلِبِ الْهَوی[338]

په رښتونې، د سلوک په چار کې له دې ډول مجاهدتونو او هیلو پرېښوولو هېڅ اغېزمن عمل نشته. تر تېرېدنې هېڅ چار کار سازی نه دی، هماغه چې خدای ویلي:

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ[339]

یعنې باید د محبوبانو پر سر پښې کېدو چې بِرَّ  (پاکي، نیکي او تعالی) د انسان په برخه شي. مولوی په همدې مضمون یو غزل لري:

اگر دل از غم دنیا جدا توانی کرد

نشاط و عیش به باغ بقا توانی کرد

اگر به آب ریاضت برآوری غسلی

همه کدورت دل را صفا توانی کرد

ز منزل هوسات ار دو گام پیش نهی

نزول در حرم کبریا توانی کرد

درون بحر معانی لا نه آن گهری

که قدر و قیمت خود را بها توانی کرد

به همت ار نشوی در مقام خاک مقیم

مقام خویش بر اوج علا توانی کرد

اگر به جیب تفکر فروبری سر خویش

گذشته‌های قضا را ادا توانی کرد

ولیکن این صفت ره روان چالاکست

تو نازنین جهانی کجا توانی کرد

نه دست و پای اجل را فرو توانی بست

نه رنگ و بوی جهان را رها توانی کرد

تو رستم دل و جانی و سرور مردان

اگر به نفس لئیمت غزا توانی کرد

مگر که درد غم عشق سر زند در تو

به درد او غم دل را روا توانی کرد

ز خار چون و چرا این زمان چو درگذری

به باغ جنت وصلش چرا توانی کرد

اگر تو جنس همایی و جنس زاغ نه‌ای

ز جان تو میل به سوی هما توانی کرد

همای سایه دولت چو شمس تبریزیست

نگر که در دل آن شاه جا توانی کرد

مجاهدت یعنې پر هیلو پښې ایښوول، له نازولتوبه لاس اخستل او له ځان سره په تاوتریخوالي چلېدل، پر ځان سخته تېرونه، پر مخلوقاتو اساني، مینه کول، د نړۍ رنګ او بوی خوشې کول او د اوږدو هیلو لاس و پښې ورتړل. دا مجاهدت، د الهي هدایت وادۍ ته د ورننوتو شرط دی او د خدای لاسنیوي او هدایت ته یوه تضمین شوې سریزه ده.

 

د بوتانو مورینه، ستاسې د نفس بوت دی

د بوتانو سرحلقه، هماغه د انسان نفس دی چي انسان ته تر بل هر موجود ورنژدې دی؛ نوځکه انسان تر بل موجود ډېر ورباندې لورېږي او په ګوزار ورسره  چلي حال داچې باید ډېره سختګیري ورسره وکړي.

اعدی عدوک نفسک التی بین جنبیک[340]

که سالک له دې ستونزمن پېچومي تېر شي او د خدای په لار کې د مجاهدت حق پوره کړي، البته خوندوره مېوه به یې هم وڅکي.

البته مجاهد سالک له الهي هدایت ځنې برخمنېږي؛ خو له ګناه به معصوم نشي

نوځکه څوک چې د هر دین او مسلک لاروي، او په رښتونې «مجاهد فی سبیل الله» شو، الهي تضمین به یې راونغاړي او خدای به یې پر خپله لار هدایت کړي. دا خبره په دې مانا نه ده چې سالک مجاهد به له ګناه معصوم او پاکلمنی شي او هدایت به یې پوره او سل په سلوکې شي. الهي هدایت هم په لوازمو، شوونو او بشري حیثیاتو ملبس دی او د عقل، عاطفې، علم، خوند او شتمنۍ په څېر د مرتبو خاوند دی. کله چې وایو یو تن عقلمن دی، منظور مو دا نه دی چې عقل یې بې نقصه، بې تېروتنې او خطا دی.

د هدایت وړ مجاهدینو نښې د تشخیص وړ دي

همدغسې هدایت شوي هم دي، چې د مرتبو خاوندان دي. هو ددې مجاهدینو احوال او کلام یو مخې له هغو کسانو سره توپیر لري، چې په دې لار کې یې ګام ایښی نه دی. ددې بزرګانو په کلام کې یو غړپ دی، چې انسان خړوبوي او د اروا پر ټپونو یې ملهم ږدي. تصنع په دې ډګرونو کې ناشونې ده او بدل جنس تر اصلي جنسه ښه تشخصېږي.

امام غزالي (رح) له فی سبیل الله مجاهدینو ځنې و

لکه امام غزالي په پام کې ونېسئ، دا نارینه د خپل وخت د نظامیه پوهنتون لویی استاد و او د خواجه نظام الملک په څېر ځواکمن ترې ملاتړ کاوه. د بغداد خلافت پوره لورنه ورباندې کوله. سوکاله ژوند یې درلود. غزالي د مادي ژوند ټولې شونتیاوې درلودې. د زمانې د غوره استاد امام الحرمین جوییني زدکړیال و او خپله یې هم پرېمانه زدکړیالان درلودل او له ډېر درناوي برخمن و؛ خو ناڅاپه یې پام شو چې دا ژوند، هغه نه دی چې د خدای خوښ وي. د چارو ظاهر راښيي چې دا یو بریمن انسان دی؛ خو له دننه یې ومونده چې د نړۍ ناکام ترین انسان دی. شپږ میاشتې رنځور شو، ان خبرې یې نشوې کړای. درملو ته یې طبیب ورته راوست. خپله لیکي چې  پر درد مې پوهېدم؛ خو ویلی مې نشو، تردې روسته ټولو خوندونو او نعمتونو ته یې ورشا کړه. دا شاته کېدنه هډو یو اسان چار نه و. امام غزالي د مکې د سفر په نیت له بغداد څخه ووت او لس کلونه یې په بېلابېلو ځایونو کې تېر کړل او د باطنو په توږلو له نفس سره پر مبارزه لګیا شو. چا په بېدیا کې ولید، استاده چېرې ځې؟ ورته یې وویل:

ترکت هوي ليلي و سعدي بمعزل
و عدت الي مصحوب اول منزل‏

فنادت لي الاشواق مهلا فانه
منازل من تهوي رويدک فانزل‏

نسجت لهم نسجا لطيفا فلم اجد
لنسجي غزالا فکسرت مغزلي‏

یعنې ما ټولې پخوانۍ معشوقې او محبوبان پرېښي، زړه تړنه مې ترې راپرې کړې او خپل ړومبي محبوب ته ورگرځېدلی یم. له لس کلن سفر چې راستون شو، نو بل شخصیت ترې جوړ شوی و او چې  د سلطان لیده کاتو ته یې وباله، ویې ویل د خلیل پر خاوره (تربت) مې له خدای سره وعده کړې، چې د هېڅ سلطان لیدو ته ورنشم او د هېڅ سلطان ډالۍ هم ونه منم او همدا ډول مجاهدتونه وه چې د ده کلام یې دومره هدایت بخشه او رڼا کړی چې لا تر اوسه ترې مړه خوا کېدی نشو.

د خدای په لار کې جهاد، د ټولو تړاوونو او چارو له ساتنې سره ناسازګار دی

دا ټول د هدایت له مصادیقو ځنې دي. چېرې چې څه تېرېدنه او څه مجاهدت شته، څه هدایت هم شته. امکان نلري چې څوک ټول زړه تړاوونه او چارې وساتي او په عین حال کې د جهاد مدعي هم وي. مجاهد توپیري زړه تړنې  او لېوالتیاوې مومي، د ژوند مخکېنی نظم یې دړي وړي کېږي او توپیري نظم پیدا کوي او دا ټول تغییرات یې د ژوند په دباندې کې ځلانده کېږي.

د ملا صدرا مجاهدت

تړاوونه کله په زور پرېښوول کېږي او کله اختیاري او په خپله خوښه وي. دا چار امام غزالي ته اختیاري و؛ خو د ملا صدرا وضع بله وه. خدای یې لاسنیوی وکړ. یعنې دې حکیم داسې خبرې وکړې چې له هرې خوا به د پړې، ټپسورۍ، تکفیر او تفسق غشي پرې ورېدل. داسې چې په شیراز او نورو ښارونو کې پاتې کېدای نشو. د قم کهک کلي ته ورغی او په مودو مودو یوازې اوسېده. ملاصدرا د «اسفار» په سریزه کې کاږلي چې دا پرېکون ورته ډېر گټور شو، وايي، تر انزوا، انقطاع او د تدریس او تالیف تر پرېښوو روسته،

توجهت الیه توجها غریزاً … و تضرعت تضرعاً جبلیا

«خدای ته مې غرېزي توجه او پاملرنه وکړه او فطري او وجداني عاجزي مې ورته یووړه.»

خپل فطرت مې پوره وتوږه، ورباندې پراته حجابونه مې څنډې ته کړل. تردې چې نفس مې ځلانده لمبه راوایسته. رڼا شوم او چټلي رانه وڅنډل شوه.  بیا نو الهي فیوضات راوورېدل، او د فلسفې په ډگر کې روستي راسپړنې مې د همدې مجاهدتونو يېبره (محصول) وه، چې په ګوښیتوب کې مې وکړې. په ظاهره هغه غبرګونونه او تکفیرول راته اور و؛ خو په رښتینه کې د کوثر اوبه وې، چې ویې وینځلم او زما زړه یې رڼا کړ. د یو چا ظاهري درناوی وژونکي زهر دي:

چند گویم من تو را کین انگبین

زهر قتال است از آن دوری گزین

هر کرا مردم سجودی می کنند

زهر اندر جان او می اگنند

له هغې خوا کله د خلکو ځورونې لاملېږي چې انسان پرې زړه ونه تړي. خدای ته ورمات او پر سجده ور پرېوځي:

خلق را باتو چنینی بدخو کنند

تا تو را ناچار رو آن سو کنند

په دې حال کې به د انسان الهي لاسنیوي او ښیون پر برخه شي.

مولوی هم مجاهدت والا و

مولوی هم د مجاهدت والاوو له مشرانو ځنې و. دا هم شیخ الاسلام ، مفتي و او مشرانو یې ډېر درناوی کاوه. پتمن انسان و، تکړه خطیب و، د سلطان او عالمانو تر پاملرنې لاندې و. خلکو ښه ګڼه؛ خو دې ټولو ته یې ورشا کړه. په خپل تعبیر یې «سجاده نشین باوقاري = باوقاره عابد»  چې د کوڅې د ماشومانو لوبوزله شو. یعنې حاضر شو چې دا ګردې برخمنۍ پرېږدي؛ ځکه روح یې ستر مجذوبیت او مفتونیت ایل کړی و. جهاد همدا دی، هدایت همدا دی. رسول اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) ویلي:

«خدای وايي، پر عزت او جلال مې قسم کوم بنده چې د خپلې غوښتنې پرځای زما غوښتنه وټاکي، خپله پرښته یې ساتنې ته ورګومارم او ځمکه او آسمان یې د رزق پالندوی کومه[341]»

نو:

جاهد فی الله حق جهاده و لا تاخذک فی الله لومة لائم

هسې نه د ټپسوروونکیو ټپسوري درباندې اغېزمنه شي؛ یعنې په نیمایي لار کې سست او ستون شې، او خپله ړومبی ټینګښت له لاسه ورکړې.

د ټپسوروونکو ټپسوري بې بصېرته ناپوهان له سمې لارې اړوي

د ټپسوروونکیو ټپسوري ځکه پر انسان اغېزمنېږي چې انسان له پیله کار سم پېژندلی نه دی؛ بلکې په پټو سترګو او ناځانخبري پکې ورګډ شوی دی؛ نوځکه کله چې کار له ستونزو سره مخېږي، د وسوسه ګرانو له وسوسې هم اغېزمنېږي. که وگړي لار سمه پېژندلي نه وي یا یې له پایلې ناخبره وي، په نیمایي لار کې پاتېږي.

د صوفیانه انزوا یوه ځانګړنه د ملامتګرانو له ملامتۍ د ځان بچول و

صوفیانو چې کله انزوا توصیه کوله، سره له دې چې ستونزې یې درلودې او سره له دې چې بې قید و شرطه د منلو وړ نه ده؛ خو یو مهم خاصیت لري او هغه داچې انسان تر یوه بریده د ټپسوروونکیو له ټپسورۍ بچوي. په ژوند کې مو ډېرې کړنې او خبرې د خلکو د خبرو او نظر په ملاحظې (او کتنې) بڼه مومي؛ یعنې په حقیقت کې د خلکو لپاره وي. که نور یو انسان پر خپل حال پرېږدي،یا انسان دومره پراخ او ستر ظرفیت ومومي، دا عوامل یې راونه پاروي وبه ویني چې ژوند به یې یو مخې واوړي.

طوبی لمن شغله خوف الله عن خوف الناس[342]

په قرآن کې هم راغلي:

وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ[343]

د سلوک پر ستونزو صبر، د سلوک په بهیر کې د سالک په خولې خوږېدو کې رانغښتی دی

په دې سختو ازمېینو کې د بریا لپاره او په دې ډول مانېزو (معنوي) سلوکونو کې توفیق ترلاسه کولو ته،باید وګړی له دې خوږې موخې یو منظر انځور کړي.

نشو کړای چې انسان یو ناڅرگند چار ته راوبلو او په عین حال کې کې د صبر او زغم تمه هم ترې ولرو.

انسان به هله زغمناک شي او ټپسوري به دفع  (او لرې) کړي چې بالفعل د یوې پانگې خاوند شوی وي؛ یعنې پر یوې تکیه یې ډډه وهلې وي چې د بریدګرو برید دفع کړي،که نه تل یې د مغلوبېدو شونتیا شته.

که له چا یوازې نادودې او تراخه راتاوې وي، مغلوبیت یې حتمي دی.  د دې تراخو د دفع لپاره، باید د انسان روح له یوه ځایه له خوږو ډک شي.

ز آنکه جانشان آن خوشی را یده بود

این خوشیها پیششان بازی نمود

انسان که اوچت خوندونه څکلي وي، کله به هم ټیټ خوندونه یې له لارې ستړی ستومانه نکړي.

د مخکېنو صوفیانو په سلوکو کې، متأسفانه وګړي یې ډېر ستونزمنو مقاومتونو او زغمونو ته رابلل، داسې زغمونه، چې ان د عالي او اوچتو انسانانو له وسې او ظرفیته ورهاخوا وه، منځني او ترمنځنیو انسانانو راټیټ خو لاڅه کوې. دا چار یوازې تر یوه ځایه میسر دی او تر یوه ځایه روسته ډېر تلفات لري او ډېر لږ مطلوبې پایلې ته ور رسي. د سلوک او مجاهدت په کار کې دې روح ړومبی له یوه ځایه خوږ او موړ کړې او وګړي ته دې ټینګه تکیه ګاه ورکړې او بیا ترخو پر وړاندې زغم او د بریدونو پر وړاندې صبر ته راوبلې. دا چار په سلوک کې د توفیق شرط دی. له خدایه په فی « سبیل الله مجاهدت» کې توفیق غواړو.

 

صبر او جهاد

خپل زوی امام حسن ته علي (کرم الله وجهه) په یوه  لیک کې داسې کاږي.

وَ جَاهِدْ فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ وَ لَا تَأْخُذْكَ فِي اللَّهِ  لَوْمَةُ لَائِمٍ وَ خُضِ الْغَمَرَاتِ لِلْحَقِّ حَيْثُ كَانَ وَ تَفَقَّهْ فِي الدِّينِ وَ عَوِّدْ نَفْسَكَ التَّصَبُّرَ عَلَى الْمَكْرُوهِ وَ نِعْمَ الْخُلُقُ التَّصَبُرُ فِي الْحَقِّ

څنګه چې ښایي د خدای په لار کې جهاد وکړه، هسې نه د ملامتوونکیو ملامتي دې د خدای له لارې منع کړي. (په هر ځای کې) د خدای لپاره د کړاوونو په ګړنګونو کې پښه کېده او په دین کې د ژورې پوهېدنې په لټه کې اوسه او نفس دې پر مکروه او ناخوښو چارو په زغم روږدی کړه او زغم د حق په لار کې څومره ښه خوی دی.

جهاد، د ځان د خدایي توب نفې کول دي

د جهاد فی سبیل الله په اړه مو ولوستل چې دا جهاد مازې یوه مانا لري او هغه داچې پر خپلې خدايي پښې ایښوول. انسانان ددې لپاره چې د خدای ملګری شي باید له خپل سره د الوهیت دعوا وباسي. ددې دعوا نفې عین له نفس سره جهاد دی.

د انسان نفس، سرغړانده او فرعون صفته دی او په ډېر لږ مجال له خپلې پولې اوړي او تشې لاپې شاپې کوي. ددې سرغړونو ځپل او نفس پر خپل ځای کېنول، جهاد دی او څوک چې په دې دننني جهاد کې بریالی شي، دباندېنی جهاد به هم اسان ومومي. البته ددې دوه ډوله بالمره جهاد حکم یو له بله بېل نه دی او نباید یو پر بل مطلق ړومبیتوب ورکړو؛ ځکه په ډېری ځایونو کې له نفس سره په جهاد کې د بریا لپاره، وگړي ته لازم دي چې دباندیني جهادونه هم ومني او په دې ډگر کې هم هڅې او مجاهدتونه وکړي.

د خدای په لار کې نږه مجاهدت د بندګۍ له مخې جهاد دی.

مجاهدت ( که اکبر جهاد وي یا اصغر جهاد) هله  د خدای لپاره دی چې بنده د عبودیت ، لمانځنې او بندګۍ په صفت مجاهدت وکړي. د عمل ظاهري بڼه یې د منځپانګې کچه نه ده. خدای د انسان زړه، نیت او دننه ته ویني نه دباندې او ځان ته.

امام صادق (رح) ویلي: ان الله یحشر الناس علی نیاتهم یوم القیمة[344]

خدای د قیامت پر ورځ انسانان د خپلو نیتونو له مخې محشور او راټولوي.

ډېرې ډنډورېزې چارې دي چې د حقایقو په ډګر کې وزن، درونوالی او څه بیه نلري. خدای بصیر (لیدونکی) او ناظر (څارن) دی؛ نوځکه د بنده څه غم دی چې نور یې له تراخواو اوږدو مجاهدتونو ځنې نه خبرېږي؛ بلکې په کومه کچه چې یو کس ددې لېواله وي چې نور یې د مجاهدت له تریخوالي خبر شي، نو دا کس د رښتوني جهاد له ډگره لرې دی.

د جهاد پر تریخوالي صبر، یو ډول خوږلني ته اړین دی

همدغسې ومو ویل چې ددې ستونزمن جهاد بیخي او قطعي پلې کېدنه په دې کې رانغښتې، چې له بل ځایه یې خوله خوږه شي. هېڅوک یو مخې تریخ عمر تېرولای نشي. انسان مطلب ته د ور رسېدو په هیله ژوندی او خوځنده دی او تردې هیلې ورهاخوا، هغه خواږه دي چې باید بالفعل او سملاسي یې د مجاهدت په لار کې وڅکي، چې تود او ځواکمن شي.

د خدای په لار کې یو له تضمین شویو پایلو ځنې د هدایت ترلاسه کول دي

د خدای په لار کې جهاد تضمین شوې پایلې لري. خدای خپله تضمین کړی چې د لارې پر مجاهدینو به یې ولورېږي:

[وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[345]= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.]

کوم مشران چې په بشري تاریخ کې د سترو چوپړتیاوو د راپیدا کېدو لامل ول او ستر توفیقات ورپر برخه شوي وه؛ نو په ژوند کې یې اخلاص کړی او سترې تېرېدنې یې زغملي دي. بې ارادې او بې مجاهدته انسانان په ستر و الهي پېرزوینو کې نه رانغاړلېږي. د توفیق او نېکمرغۍ لار یې په هڅو او مجاهدتونو همواره کړې ده.

صبر د «جهاد» سیال دی

علي(کرم الله وجهه) په راروسته عبارت کې، خپل زوی «صبر» ته بلي. «صبر» له جهاد سره سیال دی. له آره یو جهاد هم بې صبره نه ترسره کېږي. د جهاد کولو یو له مهمترینو چارو ځنې، په تېره بیا په مکروهاتو زغم دی. انسان باید پوه شي چې نړۍ به یې تل پر مراد نه چورلي که څوک پردې حقیقت پوهېدلی نه وي او ځان یې ورسره موافق او همغږي کړی نه وي؛ نو دا به یو بې همته او ناپوهه انسان وي.

پر مکروهاتو صبر د یو «علم» او یو «همت» ټینګ هوډ یېبره (ثمره) ده

صبر په تېره د مکروهاتو پر وړاندې، د دوو عاملینو یېبره او محصول دی: علم  او همت: علم دادی چې وګړی پوه شي چې نړۍ د هېڅ خاص وګړي په مراد او هیله نه ګرځي او جوړښت یې هم د چا په خوښه او نخچه نه و. شونې ده چې انسان د مطلب ترلاسه کولو لپاره دقیقې کړلارې جوړې کړې وي او د امکان تر بریده یې د نادودو په لرې کونې کې هڅه کړې وي؛ خو دا ټول یې کله هم ډاډمنولای نشي چې هېڅ کوم مکروه چار یا خنډ به ورمخې ته نشي. هستي خدای جوړه کړې ده، نه انسانانو. د هستۍ موخه، پای او جوږښت او د انسانانو شتون په الهي تقدیر پورې مقدر دی؛ نو د حافظ شیرازي په وینا:

چو قسمت ازلی بی حضور ما کردند

گر اندکی نه به وفق رضاست خرده مگیر

بلخوا دا علم باید له یو ټینګ هوډ سره مل وي، انسان ددې لپاره چې دا علم د زړه په تل کې کېنوي او خپل کړه وړه ددې پوهې او لیدانې په غوښتنه تنظیم کړي؛ نو لوړهمت او ټینګ هوډ ته اړتیا لري.

دا ډول صبر د نااختیاري چارو په هکله دی.

دا ډول صبر ډېر د نا اختیاري چارو په اړه دی. په هستۍ کې د انسان د اختیار او واک کړۍ ډېره تنګه، محدوده او ناڅیزه ده. سره له دې په اختیاري چارو کې زغمناکېدل هم واجب دي. انسان باید د خپلو اختیاراتو په کړۍ کې خپل حسرت، خپګان، پښېماني او بېړه ضبط او کابو کړي. په آر کې د «صبر» اصطلاح د «حبسولو» پر مانا ده او د «نفس صبر» د نفس د کابو کولو پر مانا ده.

 

په قرآن کې د صبر مانا

خدای تعالی په قرآن کې پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) ته وايي:

[وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا[346] = او له هغوى سره زغم خپل کړه، چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او د دنيوي ښكلا د لټې لپاره سترګې ترې مه اړوه.]

یا د لمانځه په اړه وايي:

[وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا[347]= او كورنۍ ته دې د لمانځه امر کوه او خپله هم پرې ټينګ اوسه.]

په دې ټول ځایونو کې د «صبر» آریزه مانا، له افراطه د نفس مخنیوی دی. البته صبر، ناازمېیلو او تازه کارو انسانانو ته یو تریخ چار معلومېږي.

صبر د زاهدانه عرفان په ښوونځي کې

د سلوک په طریقه کې دوه مشربه او څوبتیاوې شته:

(۱)زاهدانه عرفاني – اخلاقي مشرب (۲) عاشقانه عرفاني – اخلاقي مشرب.

په زاهدانه عرفاني ښوونځي کې، تر هر څه ډېر، سالک ځان بچونې او له خوندونو ځنې ډډې کولو ته رابولي او د خپل نفس لتاړل ترې غواړي چې سختیو او تراخو ته ټینګ شي. خو انسان ددې لپاره چې په خرورونو تراخه وزغمي باید له یوه ځایه یې خوله خوږه شي؛ خو په زاهدانه عرفان کې یې د سالکانو په وجود کې دغسې د شاتو کان نه ایښووه او یوازې یې په یوې خوږې او زړه راښکونې راتلونکې وعدې د اوسنیو تراخو زغملو ته هڅول. د ډېری تېرو او نننیو واعظانو د موعظې دود یو مخې پر همدې لید او طریقه ولاړ دی. دا واعظان له نا ازمېیلو خلکو غواړي په مازې چې د یو چار په ښو یا بدو پوه شو، د خپل نفس غوښتنو ته دې قیضه واچوي او ځان دې له افراطه او تفریطه وژغوري. په ګومان یې مازې پوهېدل لکه کینه یا تمه رذیلت دی، کافي ده چې دا وګړی له دې رذایلو پاک کړي او مازې ددې پوهېدل چې حلم یا قناعت فضیلت دی، کافي ده چې انسان په وګړیز او ټولنیز ژوند کې یې له آفاتو بچ کړي. دا انګېرنه، سقراطي- افلاطوني جرړه لري. د سقراط او افلاطون د ګروهې له مخې ( او په لاروی یې ډېری مسلمان اخلاقی عالمان) نېکانېدو او له بدیو چارو بچېدو ته تر هر څه ډېر باید د ذهن سمونې ته پاملرنه او اهتمام وکړي او په یقین پوه شي چې کوم کار نېک او کوم یو بد دی. که دا پرېکونې او یقیني پوهه ترلاسه شوه؛ نو وګړی به د فضیلت خاوند او د رذیلت پرېښوونکی به شي.

زمونږ د اخلاقو عالمانو او عارفانو د همدې مبنا له مخې، بې له دې چې سالک له یوه اړخ  موړ کړي، درانه پېټي یې ورباندې ایښوول او ترې یې غوښتل چې د رذایلو غټ پنډ په خورا سختۍ او له وسې په ورهاخوا ریاضتونو یوې خوا ته کړي او یو دم د فضایلو غټه برخه عملي کړي. دا عمل او کړ چار د سالک لنډ عمر ته په پامنیوي، د رذایلو او فضایلو غټ غټ پنډونه او د عادي سالک محدوده وسه او ظرفیت، یو ستونزمن (او کم توفیقه) کار و.

په همدې علت ډېریو سالکانو، موخې ته نارسېدلي ساه ورکوله، ژوند یې بې بریا تېرېده او ناکام پاتې کېدل.

صبر د عاشقانه عرفان په ښوونځي کې

عاشقانه عرفان چې د «عشق» پر سترې راسپړنې ولاړ دی، په زاهدانه عرفان کې د شلون په بېرته اوبدلو لګیا شو. په دې ښوونځي کې همت او قوي هوډ پر دې و چې د اخلاقي مکلفیتونو ترسره کول، د ریاضتونو د درانه پېټي زغمل او د واعظانو د وعظ پلي کول له عملي اړخ شوني کړي. دې عاشقو عارفانو موندلې وه که سالک د عشق پر سپرلۍ سپور نه وي او خوله یې د مینې له شاتو خوږه نشي، هېڅکله هم د ریاضت دروند پېټی وړای نشي او نه موخې ته رسېدای شي. له همدې لامله د عاشقانه عرفان په ښوونځي کې توصیه دا وه، چې وګړی باید د طریقې په پیلامه کې له مینې یو خوند وڅکي چې د لارې ستونزې په اسانۍ وزغمي. کوم سالک، چې د سلوک په لار کې د مینې له شاتو بې برخې دی، رو رو د ریاضتونو او مجاهدتونو د ستونزو په علت، سینه تنګی او تریو ټندی کېږي او د خپلې وګړې انډول له لاسه ورکوي، ان کار تردې ځایه رسي، چې ټوله وګړه یې یو مخې ادلون بدلون مومي او په یو ډېر سخت زړي انسان اوړي. د حافظ شیرازي په وینا:

پشمینه پوش تنگخو از عشق نشنیده است بو

از مستیش رمزی بگو تا ترک هوشیاری کند

نصیحت گوی رندان را که با حکم قضا جنگ است

دلش بس تنگ می بینیم مگر ساغر نمی گیرد[348]

ته وا وړینې جامې اغوستنه او تریو ټندي یو د بل مل دي او ته وا د صوفیانو له پراخ ټندۍ سره څه تړاو نه و. حقیقتا د سلوک چار پر «تېرېدنې» او «ایثار = سرښندنې» ولاړ دی. انسان ددې لپاره چې د مانیز کمال په درجو کې ورهسک شي باید له خپلو زړه تړنو لاس ووینځي، په تېره څه چې ورته ګران وي، ورنه تېر شي. خدای وايي:

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ[349]

دا چار یو ډېر مهم حقیقت دی. «برَ= نېکان» هغه کسان دي چې له خپلو ګرانو تړاوونو یې انفاق کړی دی.

تړاوونه څنګه پرېښوولای شو؟

خو وګړی څنګه له خپلو ګرانو تړاوونو لاس واخلي؟ دا یو ډېر ستونزمن کار دی. څنګه انسان له خپلو ګرانو تېرېدای شي او په عین حال کې تریو ټندی نشي؟ که داسې وي چې انسانان یوازې د وچو مواعظو په نیت او انګېزه دې خطرناک چار ته وهڅول شي، په عمل کې به څوک د لوړو ارزښتونو د نښلون او وصال توفیق ونه مومي؛ بلکې «ایثار» او «انفاق» به یو ناموندونی ارمان پاتې شي او انسانان به د وررسېدو په حسرت کې، نهیلې او اندېښمن شي.

د تړاوونو د پرېښوولو یو توفیق ډولې بېلګه  د مولوی او شمس قصه

خو په عاشقانه عرفان کې لومړی؛ ورزده کوي چې دا شونی کار دی او عملي کول یې په یوې ځانګړې طریقې ولاړ دی. دویم؛ دا طریقه هم ورښيي. د عرفاني سلوک په تاریخ کې یوه ډېره اوچته او توفیق ډولې بېلګه له شمس تبریزي سره د مولوی مخامخېدنه ده. د مولوي په غزلیاتو کې، یو غزل دی چې د هغو احتمالي خبرو اترو منځپانګه ده چې د مولوي او شمس ترمنځ شوې وې. مولوی ددې ښکلي غزل په ترڅ کې د تړاوونو د پرېښوولو کېدونی راز راښیي که په رښتوني دا خبرې اترې هم شوې نه وي، هو؛ بېشکه د دې په ژورو مانېزو او سلوکي تجربو ولاړې دي. مولوي د دې مشهور غزل په پیل کې وايي چې شمس تبریزي ته د وررسېدو له لامله مې نوی ژوند وموند.

مرده بدم زنده شدم، گریه بُدم، خنده شدم

دولت عشق آمد و من دولت پاینده شدم[350]

بیا ددې نوي ژوند رمز راڅرګندوي او ورسره چې ډول ډول محبوبان او تړاوونه تېر شوي، را پر ګوتو کوي او معلوموي، چې دا برَ، هسکوالی او مانیز تکامل یې د کومو محبوبانو د انفاق په سیوري کې موندلی دی. مولوی وايي چې شمس راته وویل:

[ګفت که شیخی و سری، پېشرو وراهبري]

په لار مې قدم ایښووای نشې؛ ځکه ډېر مرېدان درنه راتاو دي او د مشرۍ دعوا لرې. دې پرېمانو تړاوونو دې لاس وپښې درتړلي دي او د الوت او هسکېدو شونتیا نه درکوي. څنګه له دې مریدانو تېرېدای شې او یوازېتوب وزغمې؟ څنګه ددې مرېدانو شا اړول او ترخې خبرې یې وزغمې؟ او مولوی په ځواب کې ورته وویل:

شیخ نیم، پیش نیم، امر تو را بنده شدم

ټول مې پرېښوول او له ټولو تېر شوم، اوس مې یوازې ستا فرمان ته غاړه ایښې.

همداراز:

گفت که دیوانه نه‌ای لایق این خانه نه‌ای

رفتم دیوانه شدم سلسله بندنده شدم

گفت که سرمست نه‌ای رو که از این دست نه‌ای

رفتم و سرمست شدم وز طرب آکنده شدم

گفت که تو کشته نه‌ای در طرب آغشته نه‌ای

پیش رخ زنده کنش کشته و افکنده شدم

گفت که تو زیرککی مست خیالی و شکی

گول شدم هول شدم وز همه برکنده شدم

گفت که تو شمع شدی قبله این جمع شدی

جمع نیم شمع نیم دود پراکنده شدم

گفت که شیخی و سری پیش رو و راهبری

شیخ نیم پیش نیم امر تو را بنده شدم

گفت که با بال و پری من پر و بالت ندهم

در هوس بال و پرش بی‌پر و پرکنده شدم

شمس وايي چې لا تراوسه هوښیار یې، تراوسه د نورو په څېر خوښووند یې ، لاتراوسه رول لوبوې، باید مست شې او له دې ټولو ملاحظاتو، کتنو او هوښیارۍ لاسونه ومینځې. مولوی یو یو دا ستونزمنې غوښتنې مني او د عملي کولو ژمنه یې کوي. بیا یې چې دا ټول تړاوونه لتاړ کړل، وايي:

تابش جان یافت دلم وا شد و بشکافت دلم

اطلس نو بافت دلم دشمن این ژنده شدم

صورت جان وقت سحر لاف همی‌زد ز بطر

بنده و خربنده بدم شاه و خداونده شدم

شکر کند کاغذ تو از شکر بی‌حد تو

کآمد او در بر من با وی ماننده شدم

شکر کند خاک دژم از فلک و چرخ به خم

کز نظر وگردش او نورپذیرنده شدم

شکر کند چرخ فلک از ملک و ملک و ملک

کز کرم و بخشش او روشن بخشنده شدم

شکر کند عارف حق کز همه بردیم سبق

بر زبر هفت طبق اختر رخشنده شدم

زهره بدم ماه شدم چرخ دو صد تاه شدم

یوسف بودم ز کنون یوسف زاینده شدم

از توام ای شهره قمر در من و در خود بنگر

کز اثر خنده تو گلشن خندنده شدم

ددې تېرېدنې، ایثار، ځلا او مړښت راز باید د غزل د پیل په بیت کې ولټو:

دیده سیر است مرا جان دلیر است مرا

زهره شیر است مرا زهره تابنده شدم

هغه دغسې تېرېدنې زغملای شي، چې د مرید، ریاست او تحسین وږی نه وي؛ بلکې روح یې له بل ځایه موړ شوی وي.

څوک چې پر دغسې تړاوونو روږدی وي، د تړاوونو پرېښوول به یې په پرېشانۍ او مرګ پای ته ورسي. ډېری خلک عمدتا خپل روح له همدې شاباسیو، لهو و لعب او انګېرنو مړوي.  په همدې دلیل، که د خپلې روحي تغذیې له دې سرچینو لاس واخلي، له منځه به ولاړ شي:

چون کنی پا را حیاتت زن ګل ست

این حیات را روش بس مشکل ست

نوځکه انسان باید ړومبی ومومي چې له ناوړې سرچینې خورونه (تغذیه) کوي، په دویم پړاو کې پوه شي چې باید له دې خرابو او فاسدو خوړو لاس واخلي، په درېیم پړاو کې پوه شي چې بې له خپلې لارې او ګودره د دې مزمنې روږدېدنې پرېښوول ډېر ستونزمن او بلکې ناشوني دي او په پای کې ومومي چې سمه لار داده چې ړومبی له سالمې او مړوونکې سرچینې، خپل روح موړ کړي.

د مولوي له نظره د «زړه او سترګو مړښت» د زغمناکېدو شرط دی

په واقع کې شمس په دې خبرو اترو کې له مولوي غواړي چې ددې او هغه له شاباسي، او له ډول ډول ناسمو خوندونو صبر وکړه. مولوي دا زغم د « زړه او سترګو په مړښت» ترلاسه کړ؛ خو اوس  باید وپوښتل شي چې د سترګو مړښت څنګه ترلاسه کېږي؟ او دا سالمه او مړوونکې سرچینه کومه ده؟

مولوي ددې غزل په لومړي بیت کې، ځوابوي:

مرده بدم زنده شدم گریه بدم خنده شدم

دولت عشق آمد و من دولت پاینده شدم

محبت د تړاوونو پرېښوول اسانوي

سالک که د مینې والا وي؛ نوموړې سترګې به ومومې او د تړاوونو پرېښوول به ورته شونې وي.

که وغواړو ویینه په ټیټه کچه اوڅار کړو او د نن ورځې د اروا پېژندنې د اصطلاحاتو له مخې خبرې وکړو، مطلب دا دی چې انسان دوه مهمې اروایي اړتیاوې لري: یوه اړتیا دا ده چې له یوه انسان سره باید مینه وشي او بله داچې انسان پخپله هم مینه وکړي.

په بله وینا محبوب والی او محب والی دواړه د انسان له اروایي اړتیاوو ځنې دي، ډېر ځل په انسان کې د مینې کولو اړتیا تر محبوب والۍ ډېره وي. د مولوي په تعبیر:

این چنین خاصیتی در آدمی ست

مهر حیوان را کمست آن از کمی ست

څاروي که په مینه کولو کې نیمګړتیا لري؛ همدغسې پنځلېدلي دي خپلې وجودي نیمګرتیا یې لامل دی. هغه چې له مینې ډک او مینې کولو ته ډېره وړتیا او وس لري په رښتونې ښه انسان دی.

حافظ شیرازي هم په دې اړه وایي:

عاشق شو ار نه روزی کار جهان سر آید

ناخوانده نقش مقصود از کارگاه هستی

عشق او مینه انسان پر سمه لار ټينګوي او خوشخویي، خوشرویي او منځلاري ورپر برخه کوي، ان د حجرات اوم آیت (وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ) په تشریح کې امام باقر (رح) روایت شوی چې ویې ویل:

و هل الدین الا الحب[351]

او ایا دین بې له مینې بل څه دی؟

بکوش خواجه و از عشق بی نصیب نباش

که بنده را نخرد کس به عیب بی هنری

په رښتوني د حافظ شیرازي له نظره بې مینې انسان، یو بې هنره او ناکام انسان دی او ژوند یې یو مخې تشه توکه ده.

عشق د فضایلو ښووند دی

بلخوا عارفانو رازده کړي چې عشق د فضایلو ښووند دی، یعنې کله چې د عشق لمبه په یو زړه کې ژبغړاندې شوه، ډېر رذایل – چې «حرص» یې مورینه ده – به وسوځوي.

هر که را جامه زعشقی چاک شد

او ز حرص و عیب کلی پاک شد

هو، که فضلیت زیږې او رغانده مینه او عشق ترلاسه شي، البته وګړی په اسانی زغم ته رابللی شو.

البته عاشقان تل له بې صبرۍ او بی تابۍ سوځېدل؛ نو دا څنګه صبر دی چې عاشقانو ته اسان دی؟ د سعدي په وینا:

شوق را بر صبر قوت غالب است

عقل را با عشق دعوی باطل است

نسبت عاشق به غفلت می‌کنند

وآن که معشوقی ندارد غافل است

دیده باشی تشنه مستعجل به آب

جان به جانان همچنان مستعجل است

بذل جاه و مال و ترک نام و ننگ

در طریق عشق اول منزل است

گر بمیرد طالبی در بند دوست

سهل باشد زندگانی مشکل است

عاشق له عشقه صبرېدای نشي؛ خو په کړاوونو او بدیو صبر کړای شي

واقعیت دا دی څه چې عاشق ته آسان دي، پر عشق صبرونه ده او څه چې ورستونزمن دي، له عشقه صبر دی، نه له کړاوونو صبر. نېکان تل عاشقانو ته پند ورکوي چې له مینې صبر وکړئ، او البته عاشق دا پند اورېدای نشي او نه عمل پرې کړای شي. سعدي وایي:

گفتی صبور باش هیهات

دل موضع صبر بود و بردی

نوځکه عاشق که څه له عشقه صبر نشي کړای؛ خو له رذایلو پر صبر وسمن دی. عاشق چې له زړه کوم تړاوونه وباسي زیان نه احساسوي؛ ځکه قیمتي مرغلره یې موندلې او روح یې لا وړاندې د مینې په شاتو خوږ شوی دی. دا عاشق سالک به تریو ټندی نشي؛ بلکې په سمندرونو تراخه به زغمي او چورت به یې هم خراب نشي.

صبر د طریقت په منځنیو پړاوونو پورې اړوند دی

مخکې هم اشاره وشوه، «صبر» د طریقې له پړاوونو منازلو ځنی دی. سالک له یو ځای روسته له «صبره» تېرېږي او پورته خېژي. ترڅو چې په وجود کې یې د دښمن ځاله وي؛ نو انسان باید له پردي سره مبارزه وکړي؛ یعنې زغمناک وي. مهمترین صبر، د خپل ډولي پردي پر وړاندې صبر دی؛ خو چې دې زغم پایله ورکړه او پردی د انسان له وجوده وشړل شو بل څه نه پاتېږي چې وګړی یې پر وړاندې زغمناک شي؛ بلکې تردې روسته د زړه ټولې غوښتنې، الهي کېږي. له قضا له هغه وخته چې د انسان وجود یو مخې د باري تعالی د قدرت په ولکه کې شو او وګړی د پاکانو او متقیانو په لیکه کې شي، باید د خپل زړه هیلې وپېژني او لاروي ترې وکړي؛ ځکه نور نو دا غوښتنې نفساني او شیطاني غوښتنې نه؛ بلکې رباني هیلې او تمنیات دي.

باید له رذایلو پاکي د نفس غوښتنې ورپوره کړو

قرآن د جنتي پاکانو په اړه وایي:

[لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنْفُسُهُمْ خَالِدُونَ[352] = دوى د دوزخ د اور غږ نه اوري او د خپل زړه غوښت په [جنت] کې به تلمېشتي وي.]

د اخلاقو عالمانو صبر په روایاتو کې د راغلیو پوهاویو له مخې پر څو ډولونو وېشلی:

صبر په مکروهاتو او کړاوونو کې، صبر په عباداتو کې او صبر پر معصیت.

په دې ټولو ځایونو کې انسانانو ته سپارښتنه کېږي چې د مکروه چارو په اړه، ځان ونه بایلي او نه دې ترورېږي؛ بلکې د باوقاره غره په څېر دې ورسره مخامخ شي. دا ټول صبرونه د نفس د غوښتنو پر وړاندې یو ډول صبر دی؛ خو دا کوم یو «نفس» دی؟ کوم نفس چې د خپلو غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي، هغه نفس دی چې له پردي سره وراغږل شوی. د دې نفس، غوښتنې ناروا دي او پر وړاندې یې صبر کول د سلوک شرط دی؛ خو که دا نفس پاک او چاڼ شو او یو مخې ځلاند او نوراني شو او ټولې غوښتنې ښې او د خدای په خوښه شوې؛ نو «څه چې غواړې وخوره او حلال ورته وایه» په بله وینا کله چې سرچینه پاکه شوه؛ نو څه چې ترې راوځي پاک او ښه به وي؛ نوځکه د دې مهذب، عقل خوښي او خدای خوښي نفس د غوښتنو پر وړاندې به صبر نه وي. دا مقام یوازې په جنت کې نه تر ګوتو کېږي. د ډېری الهي اولیاوو جنت په همدې نړۍ کې پیلېږي؛ نوځکه «صبر» د سلوک په ټولو مراتبو او پړاوونو پورې اړوند نه دی.

یو بل ته د حق او صبر سپارښتنه، فرض ده

البته انسانان دې تل یو بل ته په «صبر» توصیه وکړي او تل له دې ټولنیز پلوه پاملرنه ولري چې کله هم ځانونه د امن په کړۍ کې را ایسار ګڼلانی نشي او مدعي شي چې تردې روسته څه یې چې د وجود له کوزې راوځي پاکې او خوندورې اوبه دي او نور صبر ته بلنه یو بې ځایه چار دی. څو د انسانانو ټولنیز ژوند روان وي او څو انسانان په نړۍ کې اوسي، تل د بېلارېتوب او ناپاکۍ شونتیا شته، په همدې دلیل ټول مکلف یو چې یو بل ته په حق او صبر سپارښتنه وکړو او یو له بله وغواړو چې د بېلارویو په سمونو کې هڅه وکړو او نیمګړتیاوې مو یو بل ته ورپه ګوته کړو. دنیا د دوزخ له مرتبو یوه مرتبه ده او انسانان باید رو رو په دې بټي کې وخوټېږي، چې نږه او پاخه شي؛ نوځکه په نړۍ کې کله هم په حق توصیه او په صبر توصیه له لاسه ورکولای نشو او نباید ور یې کړو. هېڅوک له دې دوو قیمتي چارو مستغني او بې اړې نه دي.

خو له نظري پلوه ویلای شو چې کله د انسان جنت جوړ شي (څه په آخرت کې او څه پر همدې دنیا د چا په نفس کې) نو د صبر سپارښتنه به موضوعیت ونلري.

انسان کله چې خپل شیطان، د روایاتو په تعبیر، مسلمان او تسلیم کړي، نور به یې تر تسلط لاندې نه وي، او څه یې چې د ضمیر له چینې وخوټېږي راڼه او ښه به وي؛ خو همدا نهایي جنت یې د صبر او ړومبي مجاهدت تر سیورې لاندې تر لاسه کړی دی.

پیکه چارې د جنت ور دی او خوندورې چارې د دوزخ ور دی

حضرت علي (کرم الله وجهه) د نهج البلاغې په بل ځای کې د پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) له خولې یوه ښه باخبري ویلي، چې ډېره د غور او سوچ وړ ده. وایي:

فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ (صلى الله عليه وآله) كَانَ يَقُولُ إِنَّ الْجَنَّةَ حُفَّتْ بِالْمَكَارِهِ وَ إِنَّ النَّارَ حُفَّتْ بِالشَّهَوَاتِ[353]

پیکه چارې له جنته راتاوې دي او خوندورې چارې له دوزخه.

مولوي هم په مثنوي کې د هغو کسانو حکایت راوړي چې اور ته د ورتلو او اوبو ته د ورتلو ترمنځ اختیارمن شوي ؛ په دوی کې څوک چې ځانونه ځیرک بولي، بې درنګه اوبو ته دانګې؛ خو سر یې له اوره راپورته کېږي او څوک چې په فداکارۍ اور ته ورغورځي؛ نو سر یې له اوبو راپورته کېږي. دا روستۍ ډله لومړی اور سوځنده او له کړاوه ډک ویني؛ خو همداچې مړانه کوي او اور ته ورغورځي، د کوثر اوبه یې په برخه کېږي.

او به عکس شمعهای آتشی ست

می نماید آتش و جمله خوشی ست

د دې خبرې مانا دا ده، څوک چې جنت ته د ورننوتو پر تمه وي، باید له نادودو او سختیو تېر شي او د خپل نفس له غوښتنو سره مخالفت وکړي او هغوی چې دوزخ ته ورلوېږي، هغه کسان دي چې د خوندونو او خوښیو مجذوب او مفتونېږيږ له امام صادق (رح) روایت دی چې ویې ویل:

من سال الله الجنة و لم یصبر علی الشداید، فقد استهزء بنفسه[354]

څوک چې جنت وغواړي؛ خو پر سختیو صبر ونکړي، پر ځان ملنډې وهي

اوس د خدای د دې خبرې پر مانا ښه پوهېدای شو چې:

[وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ[355]= او ښايي يو څيز بد وګڼئ؛ خو درته ښه وي او ښايي يو څيز ښه وګڼئ؛ خو درته بد وي.]

نوځکه د سختیو په اړه دا مهم ټکی باید په پام کې ونیسو.

په دې توګه د علي (کرم الله وجهه) د کلام (=وعود نفسک التصبر علی المکروه) یو بل اړخ ښه روښانېږي. مکروه او پیکه چارې یو بل مخ هم لري چې باید د عاقبت ویني انسان ورته پام وي. ظاهره ویني انسانان یوازې د مکروه چارو تراخه ویني او ترورېږي ؛ خو عاقبت ویني انسانان د یو شمېر تراخو ورهاخوا خوږلنی ویني. بلخوا ظاهر ویني انسانان د یو شمېر دنیوي تمتعاتو په ظاهري خوږلنی مفتونېږي؛ خو په دې خوږلنیو کې له پرتو وژونکیو زهرو غافلېږي او هلاکت ته یې ورغورځي.

د نړۍ ډېری نعمتونه اپوټه منځپانګه لري

د نړۍ ډېری نعمتونه اپوټه منځپانګه لري. د سلوک په طریقه کې په ظاهره سختې او په واقع کې د خوندورو چارو تشخیص، تر په ظاهره خوندورو او په واقع تراخو چارو ستونزمن او سخت دي؛ خو رو رو څوک چې د سلوک په بهیر کې هومره ورپورته کېږي، د چار حقیقت ښه موندای شي او د دې تشخیص حساسیت ورته ښه بربنډېږي. خدای غیور او غیرتي ذات دی؛ نوځکه قیمتي او ارزښتمنې چارې د نامحرمانو او نا اهلانو له لاسرسی لرې ساتي؛ یعنې کله دوی د تراخو او کړاوونو په پردو کې رانغاړي؛ نوځکه یوازې هغوی له دې ځلاندو مرغلرو برخمنېدای شي، چې په زړورتوب دې ځیګو ډګرونو ته وردانګي.

نړۍ د الهي امتحان ډګر دی او خدای خپل بندګان په داسې چارو ازمېښتوي چې ښایي ظاهر یې ناخوښه او بدرنګ وي؛ خو باطن یې سراسر خیر دی. د خدای «امتحان» یعنې داچې خدای بندګان د کړاوونو په بټۍ کې لاندې باندې کوي چې ښکاره شي، څوک زړور دي او سختو ډګرونو ته ور دانګي.

[وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنْكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ[356]= او البته موږ تاسې (ټول) ازمېيو، چې معلوم شي په تاسې کې واقعي مجاهدين او صابران څوک دي؟ او ستاسې (په اړوند) خبرونه او ځانګړنې وڅېړو (او وارزوو، چې تر کومه بريده سمې دي).]

[وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ[357]= او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې، لوږې، د سرومال او محصولاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته.]

دا صابرین هغوی دي چې ګروهن دي، نړۍ پر یو سنجول شوي مدار چورلي او یو مدیریت لري.

هغوی چې د « إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ » له رازه خبر دي، زغمناک دي.

د علي (کرم الله وجهه) په تعبیر:

إِنَّ قَوْلَنَا إِنَّا لِلَّهِ إِقْرَارٌ عَلَى أَنْفُسِنَا بِالْمُلْكِ وَ قَوْلَنَا وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ إِقْرَارٌ عَلَى أَنْفُسِنَا بِالْهُلْكِ[358] = دا خبره چې وايو؛ موږ ټول د خداى يو انا لله، پر بندګۍ يې منښته ده او داچې وايو او ستنېدل مو يوازې دهغه پر لوري دي و انا الله راجعون  په خپلې پوپنا کېدو منښته ده.

او دا یوه بله پانګه ده چې صابران په صبر کې ټینګوي؛ د هستۍ په واقعي وضع پوهېدنه، د خدای تعالی په حکیمانه مدیریت یقین او د خپلې هستۍ له حقیقته باخبري ده. څوک چې د دې مانا پر حقیقت پوه شي، زغمناکېږي؛ یعنې له الهي امتحانه د بري راوتو لپاره چمتو کېږي. له خدایه د زغم توفیق غواړو

 

صبر او یقین

خپل زوی امام حسن ته علي (کرم الله وجهه) په یوه  لیک کې داسې کاږي

و تفقه فى الدين و عود نفسك التصبر على المكروه و نعم الخلق التصبر فى الحق. والجى نفسك فى امورك كلها الى الهك فانك تلجئها الى كهف حريز و مانع عزيز

او په دین کې تفقه وکړه او ځان د مکروهاتو او ناخوالو په زغملو روږدی کړه او څه ښه خوی دی چې انسان په حق لار کې زغمناک وي او په ټولو چارو کې خدای ته پناه یوسه، که داسې وکړې؛ نو ډاډمن پناه ځي ته دې پناه وروړې ده.»

صبر له یقین او عشقه راولاړ شوی دی

د ستونزو زغمل هله شونې دي چې روح موړ وي او دوه څیزونه انسان د صبر تریخ غړپ څښلو ته چمتو کوي؛ بې له دې چې زیان او څه افت ور ورسوي:

ړومبی: د هستۍ د نظام په اړه یقین او پوهه ده؛ یعنې په خدای جوړه کړې نړۍ کې د چارو د چورلېدو پر څرنګوالی پوهېدل؛ هغه نړۍ چې تدبیر، سنبالنه او مدیریت یې د انسانانو په واک کې نه دي او ګردې چارې یې د انسان د مراد له مخې نه چورلي او د انسان د واک او ځواک کړۍ هومره ارته نه ده، چې په ټولو چارو کې برلاسی تصرف وکړای شي.

دویم: مینه او عشق دی. د چاچې روح موړ او زړه یې خپل محبوب ته ورسپارلی وي، د ډول ډول سختیو زغمل به ورته اسان وي. پر بېلابېلو نادودو او کړاونو صبر کله هم د عاشق، محب او مینوال حالت دومره نه خرابوي چې له اروایي انډوله راووځي او پر کږو وږو یې سر شي.

څوک چې د هستۍ نظام سم نه پېژني او د مینې خوند یې څکلی نه وي؛ نو له صبر او کړاوه یې یوازېنی برخه پر کږو وږو سرکېدل او له اروایې انډوله وتل دي.

له پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) څخه په یوې روایت شوې دعا کې چې د شعبان میاشتې پر پنځلسمه شپه (چې د ځینو روایاتو له مخې د قدر له شپو ده) ویل کېږي، دا مانا راغلې ده:

للهم اقسم لنا من خشيتك ما يحول بيننا و بين معصيتك و من طاعتك ما تبلغنا به رضوانك و من اليقين ما يهون علينا به مصيبات الدنيا

خدایه له خپل خشیت او ډار دې هومره راپر برخه کړه چې په ګناه پسې ورنشو او له خپل عبادته دې هومره راپر برخه کړه چې رانه راضي شې او له یقینه هومره راپر برخه کړه چې د دنیا کړاوونه راته اسان شي.

یقین د مکروهاتو او سختیو زغمل اسانوي؛ یقین د صبر ورور دی.

په روایاتو کې لرو، ډېر لږ څیز چې په خلکو کې ویشل شوی، یقین او صبر دی[359]

او البته صبر د یقین زوکړه ده. له علي (کرم الله وجهه) روایت شوی، چې ویې ویل:

اطرح عنك العموم بعزائم الصبر و حسن اليقين[360]

غمونه له ځایه په ټینګ صبر او ښه یقین وشړه.

د صبر ځایونه

د اخلاقو د عالمانو له نظره، انسان باید په درېیو ځایونو کې صبر خپل کړي:

لومړی: پر مکروهاتو او سختیو صبر

دویم: پر عبادت او طاعاتو صبر

درېیم:  پر معصیت صبر.

دا مانا په روایاتو کې هم راغلې ده:

الصبر ثلاثه: صبر على المصيبه و صبر على الطاعه و صبر على المعصيه[361]

(او ښایي پر راز پوهېدنې صبر هم پرې ورزیات کړو. راز پوهېدنه او د غافلانو په څېر اوسېدل، بېشکه یو ستونزمن چار دی). البته دا درې (یا څلور) چارې یو له بل سره نژدې دي او ټول پر مکروهاتو باندې په صبر کې رالنډېږي.

زغمناکېدل یو ستونزمن چار دی

زغمناکېدل؛ یعنې داچې انسان سختي وزغمي او یو سخت چار ترسره کړي. کله پر انسان د کړاوونو او مکروهاتو زغمل سخت وي؛ نوځکه انسان یې پر وړاندې صبر ته بلل کېږي. کله پر انسان د خدای فرمان منل سخت وي؛ نوځکه انسان پر اطاعت صبر ته بلل کېږي او کله هم له ګناهونو ډډه کول سختېږي؛ ځکه نفس د حرامو خوندونو څکلو ته سخته اشتها لري او د نفس مخنیوی ورته سخت وي؛ نوځکه صبر تش یو حقیقت لري چې په «اخلاق ناصري» کې د خواجه نصیر په وینا؛ پر ستونزو، کړاوونو او مکروهاتو صبر دی او داچې مکروهات ډولونه لري؛ نوځکه صبر مختلفې بڼې پیدا کوي؛ خو حقیقت یې د سختیو او مکروهاتو پر وړاندې زغم او نه بی تابه کېدل دي.

بې زغمي  د انسان په اروا کې د اضطراب او اندېښمنۍ په بڼه راښکاره کېږي، پر خوله شکایت، ناسزا، کنځلو او پړې په بڼه او په غړیو کې د ناسنجول شويو کړو وړو په بڼه رادبرېږي.

زغمناک په دې درې واڼو ځایونو کې زغمناک دی: هم له اروایي اړخ ډاډمن دی، هم یې له خولې شکایت، کنځل او ناسزا نه راوځي او هم په عمل کې ناسمې او ناسنجول شوې کړنې نه کوي؛ نو کله چې یو تن دا درې واړه پړاوونه په بریا ترسره کړل، صبور او زغمناک ورته ویلای شو.

زغمناکېدل د سلوک په یوې مرتبې پورې تړاو لري، نه په ټولو مراتبو پورې

زغمناکېدل یوازې د سلوک له مراتبو په یوې مرتبې پورې د سپارښتنې وړ دی. «صبر» د سلوک نیمایي لار ده او تردې روسته نورې مرتبې لري. څوک چې پر ځان بچونې ملزم دی او باید د خپل نفس غوښتنې قیضه کړي؛ نو هغه دی چې تراوسه یې د وجود له چینې پاکې رڼې اوبه راوخوټېدلی نه دي؛ نوځکه له نعمتونو برخمني او د  زړه غوښتنې ورته حلالې نه دي؛ خو هغه چې ګرد پاک، رڼا او روڼ دی او ډېره لږه خړپړتیا پکې پاتې نه ده، ځان بچونه ورته مانا نلري.

خدای د جنتیانو په ستاینه کې وایي:

}إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنَى أُولَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنْفُسُهُمْ خَالِدُونَ لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ [362]= (خو) په رښتیا هغوى [= صالحو مؤمنانو] ته چې له مخكې زموږ ژمنه وركړه شوې ده،[له دوزخه] لرې ساتل كېږي. دوى د دوزخ د اور غږ نه اوري او د خپل زړه غوښت په [جنت] کې به تلمېشتي وي. (هغه) لویه وېره یې نه غمجنوي او پرښتې ښه راغلاست ورته وايي (او ورته وايي  (( دا هماغه ورځ ده، چې (په دنيا کې) يې ژمنه درسره كېده.{

خدای دغسې پاکیزه نفس ته وایي:

}يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً[363]= ډاډمن نفسه (ځانه)! د خپل پالونكي لوري ته دې وروګرځه، چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى.{

پر دې پاک نفس هېڅ ډول خپګان او ډار نشته. دا جنتي مطمئنه نفس له صبر ورپورته شوې دی. خپل زغم یې پیاوړي کړی او دا دی د بریا نوبت یې رارسېدلی دی. په دې پړاو کې، نفس د تریخ صبر خوږې مېوې څکي او خوله یې خوږيږي.

من اگر كامروا گشتم و خوشدل چه عجب        مستحق بودم و اينها به زكاتم دادند

هاتف آن روز به من مژده‏ى اين دولت داد        كه بران جور و جفا صبر و ثباتم دادند

اين همه شهد و شكر كز سخنم مى‏ريزد        اجر صبرى‏ست كزان شاخ نباتم دادند[364]

په عامیانه داستانونو کې راغلي، حافظ شیرازي د «شاخه نبات» په نامه یوه معشوقه درلوده او داچې صبر یې ترې وکړای شو، په بدل کې یې دا خوږه خبره واخسته:

دلى كه عاشق و صابر بود مگر سنگ است        ز عشق تا به صبورى هزار فرسنگ است‏

حافظ شیرازي چې په دې بیت کې کوم صبر وایي، له عشق او معشوقه صبر نه دی، له یوې نفساني خوږې غوښتنې صبر دی. که څوک د خپل نفس غوښتنې لتاړ کړي، راروسته به یې خوله خوږه شي. د حافظ شیرازي دا خبره، د مولوي د ابیاتو غبرګون دی:

گر سخن خواهى كه گويى چو شكر        صبر كن از حرص و اين حلوا مخور

صبر باشد مشتهاى زيركان        هست حلوا آرزوى كودكان‏[365]

که غواړې چې خبره دې د حلوا په څېر خوږه شي، باید د ځینو حلواګانو له خوړو ډډه وکړې. بېشکه هم مولوي او هم حافظ شیرازي، چې دواړه د تاریخ خواږه ژبي دي، د سلوک په یوه پړاو کې یې پر ځینو غوښتنو

پښې ورایښي، کوم نبات یې ونه خواړه او په پایله کې پخپله پر کان واوړېدل، د هستۍ نظام دغسې دی.

بالصبر تدرك معالى الامور (غرر الحكم) = په صبر سترې چارې تر لاسه کېږي.

د صوفیانه اخلاقو په قاموس کې د «صبر» ناسمه مانا؛ بې پایلې کړښت دی

ورپسې ټکی داچې په صوفیانه اخلاقو کې چې په مسلمانانو کې دود شو، «صبر» د کړښت مانا خپله کړه. داسې چې ټولو وانګېرله چې «صبر» یعنې د هر ډول سختیو زغمل او نباید د طبیعت، انسانانو او ظالمانو د کړاوونو پر وړاندې په کوم غبرګون او اقدام لاس پورې کړو؛ یعنې هر ډول اقدام او شکایت یې د صبر یو منافي او پرخلاف چار باله. دا صوفیانه اخلاق، ان د ناصوفیانو د اخلاقو د علم کتابونو ته هم ورننوتی؛ خو د مطلب حق دا دی چې زغمناکېدل په هېڅ وجه له دغسې مانا سره تړاو نلري.

د انسان ډېری ستونزې د ده له واکه بهر ورپېښېږي

انسان پر ژوند او موخې ته د ورسېدو په لار کې له ګڼو ستونزو سره مخېږي چې له واکه یې بهر دي. نړۍ یو مخې زموږ په مراد نه چورلي او ارادې ته مو تسلیم او ایلېږي نه. ډېر لږ کسان دي چې په اسانه مطلب ته ورسي او څومره چې د انسان موخه، مقصد او مقصود اوچت او ارزښتمن وي، خنډونه او کړاوونه به هم ډېر وي.

متنبی یو ښکلی شعر لري:

و اذا كانت النفوس كبارا        تعبت فى مرادها الاجسام‏

یعنې کله چې نفس لویی وي، بدن کړېږي؛ ځکه لویی نفس لوړ همت لري او اوچتې موخې رانغاړي؛ نوځکه بدن ارام نه پرېږدي او تل یې سختیو او تنګسو ته ورکاږي. یو لړ دا ستونزې د خنډونو او ناسنجول شویو ستونزو له لامله پېښېږي او یو شمېر یې د انسان له ناوړه تدبیره راولاړېږي او یو شمېر نور یې له طبیعي مشکلاتو راټوکېږي او د انسان له اختیاره وتلي دي.

د ستونزو لرې کولو ته د انسان هڅه د صبر پرخلاف نه ده

عموماً دا ستونزې په دې ډول دي چې انسان یې پر وړاندې لږ و ډېر مقاومت کړای او غبرګون ښوولای شي او دا ستونزې یو مخې یا ځینې یې لرې کولای شي. ډېرې لږې ستونزې دي چې انسان یې پر وړاندې بیخي لاس تړلی، بېوسی او عاجز وي. لکه که څوک پر نا علاجه رنځورۍ اخته شي، ان که د رنځورۍ پوره درملنه ونکړای شي؛ خو لږ تر لږه درد یې تسکین او غلی کولای شي یا داسې کار کوي چې مرګ په ځنډ راشي. همدغسي طبیعي او ناطبیعي ستونزې هم دي. دا ټولې سختۍ داسې دي چې ژر یا روسته، لږ یا ډېرې د تخفیف یا لرې کېدو وړ دي؛ نوځکه د عقل شرط دا نه دی چې انسان له ستونزو سره د مخامخېدو په لومړي قدم کې، موخه پرېږدي او لاس ترې واخلي.

له بیخه که موخه او موخې ته د وررسېدو مینه او عشق نه وي، صبر بې مانا دی؛ ځکه کړېدل بې مانا دي.

انسان کړاو د کړاو لپاره نه؛ بلکې موخې او مقصد ته د وررسېدو لپاره زغمي؛ نوځکه بې موخې کړښت، عین سفاهت، بېړاتوب او ناپوهي ده.

عقلمن هڅه کوي چې د موخې په لار کې، ځانونه له ستونزو سره د مخامخېدو پر وړاندې چمتو کړي او پر وړاندې یې په سنجول شويو کړنو لاس پورې کړي.

اقدامات او چاره سنجونې د صوفیانه اخلاقو له مخې، له صبر سره په ټکر کې دي؛ ځکه کله په صوفیانه اخلاقو کې بې پایلې کړېدنه دودېده او ویل کېده چې باید تنګلاسي یا ظلم یا لوږه وزغمو او غبرګون و نه ښیو.

زغمناکېدل د هر ډول کړښتونو زغمل نه دي

حق دا دی چې زغمناکېدل البته پر کړښتونو صبر دی؛ خو د هر ډول کړاوونو زغمل زغمناکېدل نه دي. په واقع کې دې ټکي ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې صبر کله د بې پایلې کړېدنې پر مانا وانګېرل شي. مولوي په مثنوي کې د «اشغر » په نامې د یو افسانوي څاروي مثال لري وایي:

هست حيوانى كه نامش اشغر ست        او به زخم چوب زفت و لمتر است‏

تا كه چوبش مى‏زنى به مى‏شود        كو به زخم چوب فربه مى‏شود (…)

پوست از دارو بلاكش مى‏شود        چون اديم طايفى خوش مى‏شود

دا څاروی په لرګي وهلو چاغېږي؛ یعنې خواړه یې کړېدنه ده. مولوی زیاتوي:

زين سبب بر انبياء رنج و شكست        از همه خلق جهان افزون‏تر ست‏

په همدې دلیل خدای تر هر چا ډېر پر پېغمبرانو کړاوونو رالېږي. له دې مانا ناوړې پوهېدنې هم کېدای شي.

له دې خبرې نباید داسې پوه شو چې کړښت او سختي، یو نعمت دی او باید ښه راغلاست ورته ووایو؛ ځکه لومړی دا کړښت او بلا له نعمت پرته یو څیز دی. که څه کړښت کله هم ښې اغېزې درلودای شي. دویم نباید کړښتونو ته ښه راغلاست ووایو او نباید په لوی لاس یې چمتو کړو؛ بلکې که (د موخې په بهیر کې) ورسره مخ شو، باید پر وړاندې له زغمه کار واخلو.

انبیاوو بې وجهې کړښت نه ګاله

فی نفسه او خود په خوده د کړښت زغمل مطلوب نه دي. په تېره انبیاوو (علیه السلام) کله هم بې وجهې کړاوونه نه زغمل. کړښت یې د کړښت لپاره نه و. اپوټه، انبیاوو یوه موخه درلوده او موخې ته د وررسېدو لپاره یې ځانونه هر ډول کړاوو ته چمتو کړي وو او په عین حال کې تل یې له خدایه عافیت او خوندیینه غوښته. عافیت د کړاو ضد دی. کړښت او بلا له دې اړخ چې کړښت دی، په مطلق ډول کوم خیر چار نه دی او کله مهلک، مخرب او ویجاړوونکی دی؛ له همدې لامله باید له شر او بلاګانو خدای ته پناه یوسو.

له کړاوونو سره د انسان د مخامخېدو په باب په فارسي ادب کې دوه مثالونه

په فارسي ادبیاتو کې د کړښتونو پر زغملو دوه مثالونه ویل شوي دي: یو مثال یې دا دی چې انسان باید د «میخ» په څېر وي؛ څومره یې چې وهي ښه ټینګېږي. د یو شاعر په وینا:

استوارى و استقامت ميخ        سزدار عبرت بشر گردد

بر سرش هر چه بيشتر كوبند        پايداريش بيشتر گردد

پر وړاندې یو بل مثال امام غزالي راوړی دی:  امام غزالی د «علم کلام» د آفاتو په څرګندونه کې وایي چې یوه ډوله ګروهنه (معتقده) ده چې باید د کلام علم ته ورمخه کړو چې د انسان ایمان پیاوړی شي؛ یعنې په شبهاتو کې غور او ځوابونو به یې د مؤمنانو د ایمان د ټینګېدو لامل شي. امام غزالي په مقابل کې د مثال په ژبه وایي، چا لیدلي که ونه په تبر وټکوي، جرړې یې ټینګېږي؟

د دې دوو مثالونو له مخې انسانان له کړاوونو سره په مخامخېدو کې دوه ډوله دي:

ړومبی میخ صفته انسانان دي چې د کړاوونو ګوزارونه یې ښه ټینګوي او دویم نیالګي صفته انسانان دي چې سیلۍ یا نرم باد یې له بېخه رانړوي.

ټول انسانان له کړاوونو سره مخامخېدو ته هڅولای نشو

نوځکه علی الاطلاق نشو ویلای چې ټول باید د ستونزو روغبړ ته وروځغلي؛ ځکه ډېر ځل ستونزې نه یوازې وګړي نه پخوي چې له منځه یې وړي، که په عالم کې داسې موجودات هم وي چې په لرګي وهلو چاغېږي مګر ټول موجودات خو داسې نه دي.

له آره که د یو موجود د چاپیریال نوسانات له ټاکلي بریده واوړي، نو یوازې له چاپیریال سره به د تطابق شونتیا منتفي شي، چې خپله موجود به هم له منځه ولاړ شي.

نوځکه زغمناکېدل د ناسنجول شویو، بې پایلو او بې مانا کړاوونو د استقبال او زغملو پر مانا نه دی.

متأسفانه دې صوفیانه مانا ډېرې نادودې راولاړې کړي دي. مولوی راته وایي:

در تو نمرودى ست آتش در مرو        رفت خواهى اول ابراهيم شو

انسان که ابراهیم صفته نه وي او پر اور پښه کېدي؛ بېشکه له منځه به ولاړ شي؛ نوځکه په اور کې تر پښو ایښوو وړاندې باید د ځان له ابراهيم صفته کېدو ډاډمن شو.

مازې د کړاوونو ښه راغلاست مطلوب نه دي؛ بلکې وروړاندې یوه موخه ترې ولرو، چې د کړاوونو زغم ته چمتووالی تر لاسه کړو.

خو دا زغم هم د شکایت نه کولو پر مانا نه دی؛ بلکې له موخې د لاس نه اخستو پر مانا دی؛ نو په دې حال کې د کړاوونو زغمل عین خواړه دي.

زغمناکېدل له تعقل او کړلارۍ سره ټکر نه لري

بل ټکی دا، موخې ته د وررسېدو لپاره، باید هر ډول کړلاره جوړه او چاره سنجونه وکړو چې له ستونزو او خطر سره مخ نشو. دا کړلارې جوړونې بیخي له زغمناکېدو او توکل سره ټکر نلري. له علي (کرم الله وجهه) روایت شوی چې ویې ویل:

اعجز الناس آمنهم لوقوع الحوادث و هجوم الاجل[366]

هغه خورا عاجز او بېوسی انسان دی چې راتلونکیو پېښو ته یې چاره نه ده سنجولې.

سمه نه ده چې انسان ناسنجیده او بې محاسبې خوشې پر مخ ولاړ شي او له خپل ناوړه تدبیره راولاړې شوې سختۍ منلې، ګرانې او ارزښتمنې وبولي.

صبر دا دی چې انسان وپوهېږي پر ګردو سنجول شویو کړلارو سربېره، هرومرو به له ستونزو سره مخ شي.

نړی د انسان د غوښتنو تابع نه ده. صبر په اخلاقو کې د عقل او تدبیر ته د ورشا کېدو پر مفهوم نه دی؛ بلکې تعقل او د عقل کارونه پخپله اوچت اخلاقي ارزښت دی او ارزښتونه د اخلاقي نظام په ټولګه کې یو له بل سره سازګار او همغږي دي.

؛ نوځکه صبر د یو اخلاقي فضیلت په توګه کله هم عالي فضیلت (یعنې تعقل) د نفې پر مانا نه دی. نباید د ناپوهۍ او بې عقلۍ له وجهې چټي چارې وکړو او خپلې پانګې ته اور واچو او لېدو ته یې کېنو چې ګنې صبر دی.

زغمناک انسان هغه دی چې خپلې کړلارې د حتمي ستونزو د راښکاره کېدو په علت ونه دروي او کومې ستونزې چې د کړلارې په بهیر کې ورسره مخ کېږي هوارې یې کړي او له دې پړاوه تېر شي.

د پېغمبرانو زغم په دې پار و چې په ژوند کې یې موخه درلوده او د یوې کړلارې له مخې وړاندې تلل او داچې موخه یې ډېره اوچته وه؛ نوځکه کړاو او د غلیمانو دښمني هم ورته ډېره وه. په همدې دلیل یې کار ډېر زغم غوښته. پر زغم د انبیاوو لاسبري او قدرت یې د یقین او مینې نېغ په نېغ یېبره او محصول و. له آره کوم کسان چې د هستۍ نظام ښه پېژني او پوهېږي چې څنګه په هستۍ کې په پوره او کافي سنجېدګۍ لار ووهي؛ نو ښه زغمناکېږي. بې زغمه کسان هغوی دي داچې نړۍ نه پېژني، د نادودو پر وړاندې بې صبري کوي.

صبر بېلابېلې بڼې خپلولای شي: صبر کله، څوار( استقامت) او مقاومت دی. کله کېناستل او انتظار ایستل دي او ….

صبر، خوشې انتظار نه دی

صبر د «انتظار» په بڼه، د خوشې او بې ګټې انتظار پر مانا نه دی. دلته صبر یعنې په دې پوهېدل چې په نړۍ کې د یو لړ هڅو مېوه په ځنډ د طبیعت په شاخسار ښکاره کېږي؛ یعنې که څومره ګرېوانونه څیرې او چغې او فریادونه وشي؛ نو بې ګټې دي، باید انتظار وباسو چې اقدامات او کړلارې په خپل وخت کې ثمر ورکړي، د علي (کرم الله وجهه) په وینا:

و محتنى الثمره لغير وقت ايناعها كالزارع بغير زرعه[367]

[څوک چې تر وخت وړاندې مېوه وواڼي، د هغه په څېر دی چې د بل پر ځمکه یې کرنه کوي]

د مولانا جلال الدین بخلي د زغمونو یوه بېلګه

دا صبر، دقیقاً د نه بېړندوي والي پر مانا دی. له قضا له دې ډول زغمونو یوه بېلګه د مولوي په کړنو کې مشاهده کوو. دې بزرګوار چې کله یې د مثنوي لومړی دفتر پای ته ورساوه احساس یې کړه چې د طبع اوښ یې ویده دی او مانا ګانې یې په روانه په خپل ضمیر کې نه خوټېږي. ظاهراً یې دا حالت یو دنیوي چار ته د ورپاملرنې راولاړ باله:

اى دريغا لقمه‏اى دو خورده شد        جوشش فكرت از آن افسرده شد (…)

اينت لطف دل كه از يك مشت گل        ماه او چون مى‏شود پروين گسل‏[368]

یعنې افسوس یې کاوه چې نپوهېږم کوم مشروع یا نامشروع خوند، زما د ضمیر خوټېدلې اوبه خړې پړې کړي؛ خو په ټولیز ډول یې تشخیصوله، چې ته وا یوې دنیوي تمتع پر دې حال اخته کړی دی.

سخت خاك آلود مى‏آيد سخن        آب تيره شد سر چه بند كن‏

تا خدايش باز صاف و خوش كند        او كه تيره كرد هم صافش كند

صبر آرد آرزو را نه شتاب        صبر كن و الله اعلم بالصواب‏[369]

یعنې پوهېږم چې د یو «ترک اولی» جزا وینم او چغې پغې هم هېڅ ګټه نلري؛ بلکې خدای دې پخپله دا خړې پړې اوبه رڼې کړي، دا زغم له دې لامله دی، چې وګړی پوهېږي چې د کومو قوانین محکوم دی. او پوهېږي چې په چارو کې هوسي تصرف نشي کړای؛ نوځکه باید صبر خپل کړي چې د عمل ونه یې رو رو میوه ونیسي. دا صبر له دې بصیرت او لیدانې راولاړ دی چې نباید پایلې ته یې تر وعدې رارسېدو وړاندې انتظار وکاږو.

انبیاوو (علیه السلام) هم د خپل رسالت عملي کولو ته د زغم لار خپلوله

پېغمبران پر دې مانا، ډېر زغمناک ول، انبیا پوهېدل دا غږ یې چې پورته کړی او دا پېغام یې چې بشریت ته راوړی، په بیړه جرړی نه ځغلوي؛ نوځکه د غرونو غرونو ستونزو او مخالفتونو پر وړاندې نه غوسه کېدل او د هستۍ نظام ته یې بد نه ویل. څوک چې دنیا پېژني، ښه پوهېږي چې تخم پر کومه خاوره شیندي؛ نوځکه له دې کار و کسب سره اړوند زغم هم پېژني.

صبر، په ستونزو کې د صبر پر مانا دی

نوځکه صبر مازې یوه مانا لري او دا په ستونزو کې صبر دی. د علي (کرم الله وجهه) هغه ملګري (چې د علي (کرم الله وجهه) امام په وینا، تل یې تر رغېدا روسته، نورو ته خپل درد وایه) هم زغم د زغم لپاره نه کاوه. نورو ته شکایت کول کله د نفس کمزوري ده، کله د مینې او پېرزوینې له مخې ده، یا د زړه بړاس ماتول دي او یا له آره د هستۍ له نظامه شکایت دی چې یو بې ګټې چار دی. خو کله څوک بل ته شکایت کوي، چې د حل لار ولټوي، دا چار هډو له زغم سره ټکر نلري. څه چې مذموم او بد دي، چې وګړي شکایت د شکایت لپاره وکړي، په تیره د ذلت له لامله.

علي (کرم الله وجهه) په بل ځای کې وایي: مؤمن نه ښایي ذلت ته غاړه کېدي او خپل کړاو هر چا ته ووایي:

و رضى بالذل من كشف عن ضره[370]=  څوک چې خپلې ستونزې رابرسېروي، ذلت ته غاړه ږدي

صبر باید د حق لپاره وي، نه مازې د صبر لپاره

علي (کرم الله وجهه) د لیک په راروسته عبارت کې وایي: «په حق لار کې زغم څومره ښه خوی دی.»

دا خبره ښیي چې باید صبر د حق لپاره وي، نه صبر د صبر لپاره. مؤمنان دې د حق په لار کې یو بل صبر ته وبولي. دغه ډول صابرانو ته د خدای زېری ورکړای شوی دی.

په دین کې د تفقه مانا

ورپسې مطلب «په دین کې د تفقه» په اړه دي. په لنډو وایو چې «په دین کې تفقه» یعنې د دین ښه پوهېدل.

په دین کې د تفقه، په اړه د قرآن آیت او د پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) دعا

ابن عباس (رض) ته د پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) دعا وه چې:

اللهم فقهه فى الدين و علمه التاويل

خدایه، ابن عباس په دین کې فقیه کړې او تاویل ورزده کړی.

دا تعبیر په قرآن کې هم راغلی دی. خدای تعالی مؤمنانو ته امر کړی اوس چې ټول په دین کې فقیه کېدای نشئ، یوه ډله دې په دين کې تفقه وکړي. دا مشهور آیت چې فقهاوو او اصولیینو پرېمانه ویینې ورباندې کړي، د توبی سورت په روستیو کې راغلی دی:

[وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ[371]= او دا نه ښايي، چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې یې د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي او چې راستانه شي (؛ نو) خپل قوم خبر كړي؟! ښايي (د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي!

 

په دین کې تفقه، یوازې پر فرعي احکامو يوهېدنې کې را ایساره نه ده

ټول مفسرین یو خوله دي چې په دې آیت کې «په دین کې تفقه» په هېڅ وجه د اصطلاحي فقیه کېدو؛ یعنې د دین پر فروعاتو د پوهېدو پر مانه نه ده. البته نن «فقه» په فرعي احکامو پوهېدنه ګڼل ګېږي؛ خو په صدر اسلام کې کله هم د «فقه» اصطلاح په دې مانا نه کارېده. «په فرعي احکامو پوهېدنه» فقې ته یوه نوې اصطلاح ده.

په دین کې تفقه له آره د دین پوهېدو پر مانا ده، له ټول هر اړخیزوالي سره چې دا مانا یې افاده کوي؛ یعنې پر قرآن پوهېدنه، تفسیر، اخلاق، روایات، د اسلام تاریخ او …. رانغاړي؛ البته د فروعاتو احکام هم رانغاړي. حضرت علي (کرم الله وجهه) ویلي:

المتعبد على غير فقه كحمار الطاحون، يدور و لا يبرح[372]

څوک چې بې پوهېدنی خدای لمانځي، د ژرندې پله ته ورته دی، چې څومره چورلي، ځای ته نه وررسي.

څرګنده ده چې په دې روایت کې فقه د دین د پوهېدو او معرفت پر مانا ده. له امام کاظم (رح) هم روایت شوی: من لم يتفقه فى دينه لم يرض الله له عملا[373]

څوک چې په خپل دین کې تفقه ونکړي، خدای یې یو عمل هم نه خوښوي.

نوځکه کله چې علي (کرم الله وجهه) خپل زوی ته سپارښتنه ‏کوي، چې ورځه او دین ژور وپېژنه، په هېڅ وجه سپارښتنه یې د فرعي احکامو په پوهېدو کې را ایساره نه ده؛ یعنې نه وایي چې ورځه او یوازې حلال او حرام زده کړه؛ بلکې د دې سپارښتنې مفاد تردې کار خورا ډېر دی.

په دین کې تفقه او د دین پېژندنه یو عصري چار دی

په دین کې تفقه او د دین پېژندنه یو عصري چار دی؛ یعنې یوازې په دین کې یو ډول تفقه نشته. دغسې نه ده چې یوازې یوې ډلې یو ځل دین پېژندلی وي او نور دې ناچار پر همدغو پوهېدنو وپوهېږي. په دين کې تفقه یو روان چار دی؛ یعنې په دې زمانه او عصر کې له دین څخه یو ډول پوهېدای شو او په بلې زمانې کې په بل ډول او دا ټول د دین پوهېدنه ده. له دین پوهېدو څخه مطلب، البته روشمنده پوهېدنه ده.

دا سپارښتنه دې ته ورته ده چې وګړیو ته ووایو:

ورشئ او پنځ (طبیعت) پېژاندي شئ! په هر زمانه کې پنځ پېژندنه پر یو مصداق تطبېقېږي، نن پنځ پېژندنه په ځانګړنو وزلیو شونې ده او ټاکلې پایلې هم لري؛ البته لس پېړۍ وړاندې پنځ پېژندنې بیله طریقه او پایلې درلودې یا بل مثال، که لس پېړی وړاندې مور و پلار خپل زوي ته ویل چې «ورشه او طبیب شه»، البته طبېبېدل یې مطلب و؛ خو په هاغې زمانې کې د طبیب کېدو ځانګړي سبقونه او طریقې زده کېدې. په هغې زمانې کې وګړي په رښتوني طبیبانېدل او مدعانېدای نشو، داچې د مثال په توګه په تېر طب کې تېروتنه وه؛ نو مخکېني طبیبان قاتلین او خاینان وو. طب پر دوو څیزونو ولاړ دی: درملنې ته د طبیب هوډ او د طب په طریقه التزام او پابندي، او البته په هر زمانه کې دا طریقه، بېلابېلې بڼې لري او د وخت په تېرېدو بشپړېږي؛ نوځکه د زمانې په اوږدو کې د سپارښتنو بڼه یوه وي؛ خو په هرې زمانې کې یې مصداقونه سره توپیر مومي؛ نو کله چې په دین کې د تفقه هوډ یا پر طبیعت د پوهېدو هوډ او په څير یې وي او کله چې وګړی په طریقه – نه په باټو او لاپو شاپو و بې طریقې- د دې چار په لټه کې شي، دا فنون ژوندي او روان دي.

په دین کې تفقه بدلون او تکامل د دین اصالت نه ټکنی کوي

د مسلمینو په ژوند کې، په دین کې تفقه د طبابت، طبیعت پېژندنې او….. په څېر فنونو، یو روان، مستمر، تکامل موندونکی او عصري فن و او دا ټول په هېڅ وجه د دې فنونو اصالت نه ټکنی کوي.

نوځکه که نن علي (کرم الله وجهه) سپارښتنه راته کوي چې «ورشئ او پر دین پوه شئ» داسې نباید ترې وپوهېږو چې ورشئ او کټ مټ د نورو پوهېدنې کاپي کړئ.

په اوسنۍ نړۍ کې په دین کې فقیه کېدل یو ډېر ستونزمن او پېچلی چار شوی دی؛ نوځکه یو وړ زغم ته اړین دی.

که څوک په اوسني وخت کې وغواړي د علي (کرم الله وجهه) دا سپارښتنه عملي کړي او په دین کې فقیه شي، پوه دې شي چې په نوې نړۍ کې ډېری چاری په اسانۍ تېرېدوني نه دي او دا یو مهم ټکی دی چې د وګړیو دې ورته پاملرنه وي.

په دین تفقه داسې صبر را نه غواړي، چې په تېرو کې یې نه غوښته. په تېرو کې وګړي په اسانۍ فقیه کېدای شول، که پر فرعي احکامو د پوهېدو پر مانا او یا په هر اړخیزو دیني معارفو د پوهېدو پر مانا وو. خو که څوک نن غواړي په دین کې فقیه شي، پوه دې شي چې له پرېمانه ستونزو سره به مخ شي. نن بشري معلوماتو خورا تنوع او ډولا ډولي موندلې او انسان ته د هستۍ پېچلتوب خورا رابربنډ شوی، او هغه چارې چې د شریعت په پوهېدو کې لازمې دي، ډېره ډولا ډولي یې موندلې ده؛ نوځکه د دې چار عملي کول، له همدې کار سره اړوند یو صبر ته اړین دی.

له خدایه غواړو، چې موږ ټولو ته له ستونزو سره د مخامخېدو لپاره لازم صبر راکړي او موږ دې د زغمناکو او صابرانو په کتار کې کړي او موږ دې په هغو زیریو کې راونغاړي، چې له صابرانو سره یې ژمنه شوې ده.

الله ته پناه وروړل

حضرت علي (کرم الله وجهه) ، خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي:

وَ أَلْجِئْ نَفْسَكَ فِي أُمُورِكَ كُلِّهَا إِلَى إِلَهِكَ فَإِنَّكَ تُلْجِئُهَا إِلَى كَهْفٍ حَرِيزٍ وَ مَانِعٍ عَزِيزٍ وَ أَخْلِصْ فِي الْمَسْأَلَةِ لِرَبِّكَ فَإِنَّ بِيَدِهِ الْعَطَاءَ وَ الْحِرْمَانَ وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ وَ تَفَهَّمْ وَصِيَّتِي وَ لَا تَذْهَبَنَّ عَنْكَ صَفْحاً فَإِنَّ خَيْرَ الْقَوْلِ مَا نَفَعَ

په ټولو چارو کې خدای ته پناه یوسه چې په دې حال کې به دې ټینګ پناه ځي او امن ته ورمخه کړې وي او له خدایه په سوال کولو کې اخلاص خپل کړه چې ورکړه او بې برخې کول یې په لاس کې دي او خیر ډېر غواړه او په وصیت مې ښه پوه شه او مخ ترې مه اړوه چې غوره ویناوې هغه دي چې ګټورې وي.

الله ته پناه وروړل

دا مفهوم د ((توکل)) او ((خدای ته د چار ورپرېښوولو)) له تعبیرونو سره هم ویل شوی و. د دې مفاهیمو په اړه ځینې پوښتنې شته: دا مفاهیم د قرآن او دیني معارفو په کومو ځایونو کې کارول شوي؟ دا مفاهیم د اسلامي فرهنګ په تاریخ کې څنګه پوهېدل شوي او له عملي اړخ څنګه کارول شوي ؟ د متوکلانو وګړیز او ټولنیز ژوند د نا متوکلانو له وګړیز او ټولنیز ژوند سره څه توپیر لري؟ ایا په چارو کې (لکه فکر کولو، لار تلو، خوند اخستو او ترلاسه کولو کې) خدای ته پناه وروړل څه مانه لري؟

یو لړ قرآني مفاهیم چې له ((خدای ته پناه وروړو)) سره ټینګ تړاو لري

استعاذه:

په ځواب کې، لومړی د یو شمېر قرآني مفاهیمو په اړه چې «خدای ته د پناه وروړو» له مفهوم سره پوره تړاو لري، خبرې کوو، چې یو یې هم «استعاذه» ده. خدای خپل پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ته وایي:

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ  (نحل/۹۸) = نو چې كله قرآن لولې؛ الله ته د رټل شوي شيطان (له شره) پناه يوسه!

[إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ[374]= ځكه شیطان پر مؤمنانو او بروسګرو لاسبری نه وي.]

همدغسې په قرآن کې راغلي:

[وَقُلْ رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُرُونِ[375]= او ووايه:  (( پالونكيه! د شيطانانو له وسوسو پناه دروړم؛ او پالونكيه ! له دې (هم) پناه دروړم، چې دوى ماته راشي.))

د قرآن دوه روستي سورتونه په «اعوذ» پیلېږي:

[قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ[376]= ووايه د سباوون پالونكي ته پناه وړم.]

[قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ[377]= ووايه: زه، د خلكو پالونكي ته پنا وړم.]

موږ د خدای په امر او سپارښتنه پناه وروړو. ته وا بې له دې پناه وروړو، روحي او مانېزې (معنوي) چارې مو نه سمېږي. د هستۍ په باطن کې ستر دښمنان شته چې زموږ ایمان یې په نښه کړی او که ټینګه تکیه ګاه ونلرو؛ نو موږ به وښویوي. خدای مو، د داسې شیطانانو له شتونه خبروي چې د انسانانو په زړونو کې وسوسې اچوې. داسې شیاطین که د وحې خبر نه وای؛ نو له شتون او کړه وړو یې نه خبرېدو. د قرآن سپارښتنه دا ده چې خدای ته د شیطان له شره پناه یوسئ. استعاذه، له شرونو، آفاتو، وسوسو او ناوړه تعرفاتو خدای ته پناه وروړل دي.

تفویض:

بل قرآني مفهوم چې «خدای ته د پناه وروړو» له مفهوم سره تړاو لري، «تفویض» یا بل ته (خدای) د کار ورپرېښوول دي. دا مانا، په غافر سورت کې راغلې ده. په دې سورت کې د «آل فرعون مؤمن» یاد شوی: هغه چې له فرعونیانو ځنې و؛ خو پر موسی (علیه السلام) یې ایمان راووړ، له خپلو مخکېنیو هم اندو سره یې دلیل وایه چې ولې د موسی (علیه السلام) بلنه نه منئ؟

[وَإِنْ يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ[378]= او كه رښتونى وي (نو لږ تر لږه) د ځينو عذابونو ژمنه، چې درسره كوي درپېښ به شي.]

خو چې له دې خبرو اترو یې پایله وانخسته، ویې وویل:

[وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ[379]= او چار مې الله ته ورسپارم؛ ځكه الله د خپلو بندګانو د حالاتو لیدونکی دی.]

د دې آیت په تفسیر کې د اهل سنتو مفسرانو ویلي چې د «آل فرعون مؤمن» له هر ډول دنیوي کړاوونو خوندي شو او ان داړنو یې ساتنه کوله چې فرعونیان څه زیان ورونه رسوي؛ خو د شیعه وو په روایاتو کې راغلي چې د «آل فرعون مؤمن» یې په فجیع او ناوړه بڼه شهید کړ. او دا آیت «خدای د فرعونیانو له شر او چله خوندي کړ» په دې مانا دی چې د دوی مکر د ده په ایمان کې اغېزمن نشو او خپل ایمان یې د دوی له شره وساته. په یو شمېر روایاتو کې هم د «تفویض» مفهوم را غلی دی:

اول العلم معرفه الجبار و آخره تفویض الامرالیه

د عالم کېدو لومړی ګام دا دی چې انسان خدای وپېژني او روستی ګام د ګردو چارو ور وسپارل دي.

او په یقین ووایي چې هېڅکاره یم او خدای هر کاره دی.

 استعانت:

بل د «استعانت» مفهوم دی. په لمانځه کې له خدایه غواړو:

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

توکل:

توکل هم یو بل قرآني مفهوم دی چې «خدای ته د پناه وروړو» سره پوره تړاو لري. «توکل» څو ځل په قرآن کې راغلی دی. په طلاق سورت کې د سختو فقهي آیاتونو په ترڅ کې، د تقوا و توکل اصطلاحات راغلي دي:….  [وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا[380] = او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي، (الله له ستونزو) وتلار ورپيدا كوي؛  او له داسې یوه ځايه روزي وركوي، چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله بروسه وكړي؛ نو همدا یې بس دى، په حقيقت كې الله خپل كار ترسره كوي ، په يقين چې الله هر څيز ته يوه کچه ټاكلې ده.

د المیزان تفسیر د خاوند ارواښاد علامه طباطبایي په تفسیر په دې آیت کې د توکل مفهوم ښه راسپړل شوی دی. کله یې چې ابوذر (رض) له مدینې منورې څخه وشړه، علي (کرم الله وجهه) یې د زړه ډاډ ته د همدې آیت مضمون ولوست:

وَ لَوْ أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرَضِينَ كَانَتَا عَلَى عَبْدٍ رَتْقاً ثُمَّ اتَّقَى اللَّهَ لَجَعَلَ اللَّهُ لَهُ مِنْهُمَا مَخْرَجاً لَا يُؤْنِسَنَّكَ إِلَّا الْحَقُّ وَ لَا يُوحِشَنَّكَ إِلَّا الْبَاطِلُ[381]

که پر کوم بنده د اسمان او ځمکې ورونه بند شي؛ خو دا بنده متقي وي؛ نو خداى به د ژغورنې لار ورپرانزي؛ نو يوازې د حق ملګری وسه او يوازې له باطلو ډارېږه.

د ابراهیم سورت په پیل کې هم د توکل خبره راغلې ده. پېغمبران خپلو مخالفینو ته چې معجزه یې ترې غوښته، توضیح ورکوي: خدای پر یو شمېر خپلو بندګانو منت ایښی او د نبوت درجې ته یې وررسولی او که وغواړي، معجزه هم چمتو کوي.

[وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ[382]= او ولې پر الله بروسه ونکړو، حال دا (د نېكمرغيو) لارې يې راښوولي دي؟! او البته تاسې، چې كوم كړاوونه رارسوئ، موږ به پرې صبر وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او بروسه ګر بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.]

له دې آیتونو به د توکل د خورا دقیقي مانا څرګندنې ته ګټنه وکړو.

له «توکل» نه صوفیانه پوهېدنه

اوس دې وڅېړل شي چې توکل د مسلمینو په تاریخ کې څه مانا پیدا کړي ده. په تېرو کې له توکله زموږ د ډېری صوفي مشربه اندیالانو پوهېدنه؛ د ګردو چاره پرېښوول او خدای ته د ټولو کارونو ورسپارل و. دوی انګېرل، څومره چې څوک په چارو کې ځان اغېزمن او متصرف وویني او د یو مطلب  د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي، په خدای یې ډاډمنتیا له لاسه ورکړې او د توکل له لارې وتلی دی. یعنې توکل یې د کړنو مخالف باله.

یو شمېر هېښنده صوفیانه داستانونه له توکل څخه پر همدې پوهېدنې ولاړ دي. غزالي د یو صوفي ابوحمزه خراسانی له خولې وایې: په بېدیا کې روان وم، پښه می ښویه شوه او په ژور ګړنګ کې وغورځېدم. داچې یوازې له ګړنګه راوتای نشوم، فکر مې وکړ چې په چغه څوک مرستې ته راوبلم؛ خو دا کار مې د توکل پرخلاف وموند. څه وخت روسته دوه تنه د ګړنګ تر څنګ تېرېدل، یو بل ته یې وویل: ګړنګ به پټ کړو چې څوک پکې ونه لوېږي. پر دې چار لګیا شول. غوښتل مې چې چغې کړم او مرسته وغواړم چې بیا مې دا چار د توکل خلاف وباله. د ګړنګ سر یې پټ کړ او ولاړل. څه موده منتظر وم. یو داړن ځناور راغی، پر ګړنګ پراته خس و خاشاک یې یوې څنډې ته کړل، پښه یې په ګړنګ کې راځوړنده کړه او په خپلو عجییه اوازونو یې رانه وغوښتل چې پښه مې ونېسه. دا چار مې وکړ او راووتم. څه وخت روسته یو غږ راغی: په یو مرګ مې له بل مرګه وژغورلې؛ یعنې هغه داړن څاروي چې له مرګه وژغورلې، پخپله عین مرګ و.

زموږ عمومو صوفیانو له توکله دغسې درک او پوهېدنه درلوده. بې توښې او بې همسفره مخ پر بېدیا کېدل او دا چار یې د توکل یوه نښه ګڼله. هغوی هم چې په دغسې چارو یې لاس نه پورې کاوه، دلیل یې دا نه و چې د دې چارو پر اصل ګروهن نه ول؛ بلکې په دې پار و چې د دې ډول کارونو کولو وس یې نه درلود.

آیا د وزلیو کارونه، له توکل سره منافات لري؟

په همدې دلیل له پخوا راهیسې د اخلاقو د عالمانو ترمنځ دا ویینه اوڅار و چې ایا د وزلیو کارونه پر خدای باندې له توکل سره ټکر لري؟ ایا دا دواړه چارې یو ځای کېدای شي؟ که یو ځای کېدای شي، توکل به څه مانا ولري؟ متوکلین څه کوي، چې نا متوکلین یې نه کوي؟ توکل د متوکلینو د ژوند کومې برخې ته تغییر ورکوي؟ که متوکلین هم د رنځورۍ پر مهال طبیب ته ورځي او کور جوړنې ته مهندس او بنا ته؛ که هڅه وکړي ښه درمل او مناسبې ساختماني مصالح چمتو کړي؛ نو له نا متوکلینو سره به څه توپیر ولري؟ وړاندینیو د دې لپاره چې «توکل» ته موضوعیت، اصالت او یو مدخلیت ورکړي، ویل یې: یا پر خدای توکل یا د وزلیو کارونه.

یوه ډله «جنید» ته ورغله. جنید ترې وپوښتل: «څه لټوﺉ؟ » ویې ویل: رزق.

جنید وویل: پوهېږﺉ، رزق باید له چا وغواړﺉ؟

ویې ویل: له خدایه.

جنید وویل: که ګومان کوﺉ چې خدای مو رزق درسول هېروي؛ نو وریاد یې کړﺉ

ویې ویل: نو په کور کې کېنو چې ووینو خدای رزق راکوي یا نه؟

جنید وویل: د خدای ازمېیل سم چار نه دی.

ویې ویل: نو څه کار وکړو؟

جنید وویل: هېڅ کار مه کوﺉ. توکل همدا دی.

یو شمېر روایات هم د توکل د صوفیانه مانا په وهم کې راغلي دي

په دیني معارفو کې روایات شته چې ظاهرا له توکله همدا مانا ورکوي. (یعنې د اقدام په اړه بي عملي ناغېړي او کم جراتي ، په دې ویینه موږ یوازې د پدیدار شناسانه عمل په توګه دا روایات راولو او سمي او ناسمي یې راته اهمیت نلري. مسلمینو په همدې روایاتو ژوند کړی او د اخلاقو عالمانو دا روایت کړي دي. ) په روایت کې دي چې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ویلي:

ان روح القدس نفث فی روعی، لن تموت نفس حتی یستکمل رزقها.[383]

روح القدس مې په زړه کې وپوکل، هېڅوک نه مري، څو یې خپله روستۍ مړی خوړلې نه وي.

د قرآن یو شمېر آیتونه او راغلي روایات د توکل له صوفیانه مانا سره ټکر لري

فاجملوا فی الطلب – نو په لاس ته راوړو کې لنډون وکړﺉ

د رزق په لاس ته راوړو کې توندې مه کوﺉ، حریص مه اوسئ، ډاډمن اوسئ چې د انسان له رزقه به څه کم نشي.

همدغسې له رسول اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) روایت شوی:

څوک چې د رزق په لټه کې پر سمندر سپور شي، په لاس ته راوړو کې لنډون والا نه وي» یعنې د یوې مړی ډوډۍ لپاره ځان له خطر سره مخامخول پره هغه خدای د توکل خلاف ده چې رزق یې درته تضمین کړی دی.

همدغسې په روایاتو کې راغلي چې پېغمبر اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) ویلي:

متوکلان د الوتونکیو په څېر دي چې ګهیځ له ځالو وږي راوځي او د شپې ماړه ورستنېږي

د امام غزالي په احیاء العلوم کې دي:

الاهتمام بالرزق من ذوی الدین قبیح و من ذوی العلم اقبح

په رزق پسې د دیندارو لټه بده ده او د [دین] عالم خو ډېره بده ده.

او د امام  غزالي استدلال دا دي: څوک چې غاښونه (او خوله) ورکوي، ډوډی هم ورکوي. خدای د خپلو بندګانو روزي تضمین کړې ده. غزالي د خپل استدلال په غځېدا کې پوښتي: ایا تراوسه مو اورېدلي چې څوک د سوکړې په کلونو کې له لوږې ومري؟ خدای خلکو ته مینه او شفقت ورکړی او له همدې للامله  خلک په سختو ورځو کې یو د بل لاسنیوي ته ورځغلي. غزالي زیاتوي، عالمان که خپل وخت په تدریس او د الهي آیتونو په غور او تامل کې تېر کړي، رزق به یې تامین او خوندي شي.

بلخوا په قرآن کې داسې آیتونه شته، چې له توکله له دغسې پوهېدنې سره ډانګ پېیلې ناسازګاري لري. خدای مؤمنانو ته وایي:

[خُذُوا حِذْرَكُمْ= وسله راپورته کړﺉ.][384]

او له غلیمانو سره مقابلې ته ځانګړی چمتو کېدنه ترلاسه کړﺉ.

[وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ[385]= او څه مو چې له وسې پوره وي، د دوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ.]

خدای تعالی موسی (علیه السلام) ته حکم وکړ:

[فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا[386]= بندګان مې د شپې شپې درسره بوځه.]

چې فرعونیان یې وتل ونه ویني. د قرآن آیتونه، مؤمنانو ته پر جګړې کې د لمانځه څرنګوالی ورښیي: یو ډله دې لمونځ وکړي؛ نور دې جګړه وکړي چې د جګړې ډګر تش نشي او غلیم په اسانۍ پر مسلمینو لاسبری نشي.

خدای په جمعه سورت کې، مسلمینو ته سپارښتنه کوي چې د جمعې ورځې تر اذان روسته پېر پلور مه کوﺉ:

[فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ[387]= نو چې نمونځ وشو (نو ازاد ياست) پر ځمكه خپاره شئ او د الله له فضله (رزق) څه ولټوئ.]

د مخکېنیو آیتونو په قرینه دلته د آیت خورا ښکاره مانا په رزق او روزۍ پسې ورتلل دي. له امام صادق (رح) روایت شوی چې ویې ویل:

انی لارکب فی الحاجه التی کفاها الله ما ارکب فیها الا التماس ان یرانی الله اضحی فی طلب الحلال اما تسمع قول الله عز اسمه « فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ»[388]

په یوې داسې اړتیا پسې ځم چې خدای راته بسیا کړی (یعنې اړتیا ورته نلرم) او دا کار نه کوم؛ خو داچې خدای وویني زه د حلال رزق په لټې پسې ځم او بیا یې پورته آیت ولوست، روسته یې وویل: که څوک په کور کې کېني او په ځان پسې ور وتړي او ووایي: روزي مې رارسېږي د روزۍ خاوند به شي؟ پوه شئ دا یو له درېیو تنو دی چې دعا یې نه قبلېږي»

د قرآن په ډېری ځایونو کې «فضل» د رزق او روزۍ پر مانا راغلی دی او ترلاسه کول یې ښه ګڼل شوي دي. لکه:

[وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ[389]=   او موږ شپه و ورځ (د توحيد او خپلې برمیالۍ) دوې نښې ګرځولې دي؛ نو د شپې نښه مو ((تياره)) او د ورځې نښه مو ((رڼا)) كړه، چې (په رڼا كې يې) د خپل پالونكي د فضل په لټه كې شئ.]

دلته فضل د مادي رزق پر مانا دی چې خدای په توبه سورت کې کارولی:

[وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ[390]= او كه له تنګلاسۍ وېرېږئ، كه الله وغواړي؛ نو ژر به مو له خپلې لورنې شتمن كړي.]

بیا هم په اسراء سورت کې راغلي:

[رَبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا[391]= پالونكى مو هماغه دى چې په سمندر كې درته بېړۍ چلوي چې له فضله يې روزي ولټوئ؛ (ځكه) چې تل درباندې لورين دى.]

دلته د رزق حاصلولو ته په بېړۍ کې سپرېدل نه یوازې یو بد او مذموم چار نه دی؛ بلکې مطلوب او مستحسن دی او دا آیت، هغه حدیث چې له دې وړاندې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورمنسوب کړای شوی و، بې اعتباره کوي. د دې په څېر لارښوونې له توکل څخه له ناسمو پوهېدنو سره سازګاري نلري؛ ځکه دا آیتونه له کړلارو او وزلیو کارونې سره مل د عمل سپارښتنه کوي. په روایاتو کې راغلي چې یو تن رنځور شوی و؛ خو طبیب ته نه ورتله. خدای وحې ورته وکړه: ایا غواړې چې د درملو په پیدا کولو کې مې حکمت باطل کړې؟ بې درملو به دې رنځوري ښه نشي، باید طبیب ته ورشې.

اوس باید ووینو چې د دین مشرانو دې ډول آیتونو او روایاتو ته په پامنیوي، توکل څه مانا کړی دی.

یو شمېر دیني مشرانو، ګروهیز (اعتقادي) توکل د توحید زوکړه ګڼله

همدې آیتونو او روایاتو ته په پامنیوي، ځینو توکل یوازې یو ګروهیز چار ګاڼه او ویل یې: د متوکلینو کړنې د نامتوکلینو له کړنو سره توپیر نلري. متوکلین هم که رنځور شي طبیب ته ورځي، کور په خټګر، بنا او معمار جوړوي. د ځان تودولو لپاره تودې جامې اغوندي او د بدني قوت لپاره ورزش کوي. یعنې تل وزلې کاروي. د متوکلینو او نامتکلینو توپیر دا دی چې د متوکلینو تل دا یاد وي چې الله تعالی مسبب الاسباب دی؛ که په هستۍ کې یې دا وزلې ایښې نه وای، موږ هم خپل مطلب ته نه وررسېدو. خدای پاک علت العلل دی او ټول علتونه یې د وجود په طول (او اوږدو) کې دي (البته حقیقت دا دی چې د خدای د وجود په اوږدو کې موجودیت او سببیت نشته، او بې له یو واقعي سببه (بل) وجود نلري؛ خو دا یوه عین الیقیني عارفانه کتنه ده).

په همدې دلیل یې توکل له توحیده راولاړ شوی ګاڼه او ویل یې: چاچې د توحید واقعي مانا موندلې وي او پوه شي چې په نړۍ کې یوازې یو موجود او یو سبب ساز دی او نور اشباح دي؛ نو متوکل به هم شي؛ یعنې په اغېز کې به هېڅ موجود مستقل او خپلواک و نه ګڼي او څه چې په نړۍ کې پېښېږي خدای ته به یې ورمنسوب ویني (افعالي توحید).

یو شمېر صوفیان د عالمېدو مخالف ول؛ ځکه سبب پېژندنه یې د توکل مزاحمه لیده.

په همدې دلیل یو شمېر صوفیانو له عالمېدو سره مخالفت کاوه او دې مخالفت بېلابېل دلایل درلودل چې له دې ځنې: عالم سبب پېژاندی کېږي او رو رو د وزلیو په لومه کې ورنښلي او پر خدای توکل او بروسه هېروي؛ وزلې یې سترګې هومره ډکوي چې نور نو خدای نه ویني.

عالم پوهېږي چې څرنګه خپلو موخو ته د ورسېدو لپاره د طبیعت ځواکونه وکاروي. د وزلیو په کارونه کې توفیق لاملېږي چې سبب ساز په تیاره کې شي او طبیعت  د ماوراء طبیعت (د طبیعت ورها خورا) حجاب شي. پر سبب پوهېدنه، د حیرت له منځه وړونکې ده او حیرت خدای ته د مخ وراړونې یوه پانګه ده:

از سبب دانی شود کم حیرتت

حیرت تو ره دهد در حضرتت

چشم بند خلق جز اسباب نیست

هر که لرزد بر سبب زاصحاب نیست

ای ګرفتار سبب بیرون مپز

لیک عزل آن مسبب ظن مبر

موږ په وزلیو کې راګېر یو، د اسبابو په نړۍ کې ژوند کوو او باید په همدې وزلیو او اسبابو خپلې چارې تېرې کړو؛ خو نباید ګومان وکړو چې دا وزلې، هغه مسبب له سبب سازۍ او سبب سوزۍ لرې کوي او خپله حکم پرې چلوي. نه یوازې خدای چې اولیاء الله هم د اسبابو مقهور او مغلوب نه دي؛ بلکې سبب سازي او سبب ماتي دي.

آنک بیرون از طبایع جان اوست

منصب خرق سببها آن اوست

غزالي ګروهېزې بروسې ته، درې مرتبې قایل شوی دی. فیض کاشاني (په المحجة البیضاء کې) او ملا مهدي نراقي (په جامع السادات کې) هم د غزالي دا درې مرتبې منلې دي. د توکل په لومړۍ مرتبه کې،انسان خدای خپل وکیل بولي: امین، عالم او کار پوه وکیل چې په ډاډ او بې اندېښنې چارې ورسپارلای شو. دا ډاډمني د توکل له شروطو ځنې ده. دا د توکل خورا ټیټه مرتبه ده. په دویمه مرتبه کې، متوکل د ماشوم په څېر دی چې پر خپلې مور تکیه کوي. ماشوم، خپله مور وکیله نه نیسي؛ بلکې بې له دې بل پناه ځی نلري. ماشوم په طبیعې او فطري ډول په ټولو چارو کې خپلې مور ته پناه وروړي: د ستونزاوارۍ، د زړه خوالې، خوراک څښاک، د جامو اغوستل او هر څیز ته، مور د ماشوم هر څه ده.

مولوی هم د نوح (علیه السلام)  د زوی په هکله وایي:

کاشکی او آشنا ناموختی

تا طمع در نوح و کشتی دوختی

کاش چون طفل از حیل جاهل بدی

تا چو طفلان چنګ در مادر زدی

کاشکې دا لږه پوهه یې هم نه درلودای چې پر خدای یې توکل کړی وای. کاشکې د بېوزلیو ماشومانو په څېر یې د خپلو میندو غېږو ته پناه وروړای.

زیرکی بفروش و حیرانی بخر

زیرکی ظنست و حیرانی نظر

ای بسا علم و ذکاوات و فطن

ګشته رهرو را چو غول و راهزن

هغه ځیرکي او پوهه چې حیرت له منځه وړي او د استقلال او خپلواکۍ انګېرنې غوښتنه کوي، د توکل مزاحمه ده.

په درېیمه مرتبه کې، متوکل د مړي په څېر ځان د غسال په لاسونو کې ویني. متوکل په دې حالت کې هېڅ اراده او شعور نلري. البته دا یو نادر او مستعجل حالت دی او د غزالي په تعبیر د یوې شېبې مخ سورېدو هومره وي.

په واقع کې دا درې مرتبې د ګروهیز توکل مرتبې دي او د متوکل په عمل کې نه راښکاره کېږي؛ خو د اخلاقو عالمانو (د غزالي په لاروۍ) هڅه کړې چې په متوکل کې د توکل اغېز وښیي.

په عمل کې د توکل اغیز څنګه دی؟

د انسان په عمل کې د توکل د اغېز په اړه د اخلاقو د عالمانو د نظریاتو څرګندولو ته د مرحوم ملا مهدي نراقي د «جامع السعادات» له کتابه څو ټکي را اخلو. په دې یادونې چې ملا نراقي په دې هکله او نورو ډېرو ځایونو کې د غزالي رایه منله او ان کټ مټ د غزالي عبارات یې راخستل بې له دې چې د غزالي نامه یا کتاب یې یاد کړي. (البته دا د تېرو یو دود و.)

د وزلیو او طبیعي عواملو ویشنه پر درې ډوله ده

مقطوع النفع اسباب، مظنون النفع او موهوم النفع.

ملا نراقي د امام غزالي په لاروۍ، اسباب او طبیعي عوامل په درې ډوله ویشلي دي:

لومړی ډله اسباب چې پایله یې قطعي او پرېکونې ده، دویمه ډله اسباب چې پایله یې ظنی او ګوماني ده او درېیمه ډله اسباب چې پایله یې موهومي ده. ملا نراقي په دې وېشنې پسې لیکي: په قطعي او ظني وزلیو پسې ورتلل له توکل سره ټکر نلري. په دې وزلیو کې د علت او معلول ترمنځ اړیکه، قطعي یا ظني ده؛ که ګټه راورسوي یا زیان رانه لرې کړي. څه چې له توکل سره په ټکر کې دي، په وهمي وزلیو لاس پورې کول دي. نراقي مثال راولي (دا مثالونه هم د غزالي دي):  چې پر دسترخوان ناست یو، د لاس اوږدول، د مړۍ را اوچتول او په خوله کې اېښوول قطعي اسباب دي. نشو ویلای داچې پر خدای مې بروسه کړې؛ نو مړۍ را اوچتولو ته لاس نه ورغوځوم او انتظار باسم چې مړۍ پخپله خوله ته راشي. له لاسه ګټنه او په خوله کې د مړۍ ایښوونه له توکل سره ټکر نلري. نورې بېلګې یې: سفر ته توښه اخستل، سوداګرۍ ته پانګونه، د دښمن ځپنې ته د وسلې کارونه، اضطراري حالاتو ته د آذوقې زېرمول، د رنځورۍ رغولو ته درملنه کول، په خوړ او د نېز په مسیر کې نه وېدېدل، دا له ظني اسبابو دي؛ ځکه شونې ده وګړی په خوړ یا د نېز په مسیر کې وېده نشي او بیا هم نېز راشي؛ خو آن که یوازې د نېز راتلو احتمال هم وي او په مسیر کې یې ويده نشي، دا نه وېدېدل د توکل خلاف نه دي، د سعدي د نظر خلاف چې ویل یې:

اګر زکوه فرو غلطد آسیا سنګی

نه عارفست که از راه سنګ برخیزد

په داړونو ځناورو کې نه وېدېدل، تر کوږ دېوال لاندې نه کېناستل او د شپې د غلو له ډاره د کور د وره بندول له همدې ډوله دي. غزالي د ور بندول په تفصیل مطرح کړي او دا پوښتنه یې ځواب کړې چې د شپې یا له کوره د وتو پر مهال د ور قلفول، د توکل پرخلاف دي یا نه؟ ځواب یې دا دی چې وړوکی قفل اچول ورته جایز دي؛ خو د لویي قفل وراچول د توکل خلاف دي (غزالي زیاتوي، که له کوره دې غلا وشوه غوره ده چې ور ویې بښې، چې ګناه ورته نشي) د وره قفلول یو ظني وزله ده، سره له دې چې په قفلولو، د غلا احتمال راټیټوو؛ خو شونې ده له کوره غلا وشي.

په هر حال په ظني وزلیو لاس پورې کونه د توکل پرخلاف نه ده، د ور قفلول هم له توکل سره تکړ نلري.[392]

دغسې له پښې د اوښ تړل، پر هغه لار سفر نه کول چې د شوکمارانو د شتون احتمال پکې وي او..

د اخلاقو عالمانو په عمل کې د موهوم النفع اسبابو کارونه د توکل پرخلاف ګڼله

خو موهوم النفع اسباب؛ یعنې هغه اسباب چې پایله یې څرګنده نه ده، بل حکم لري. په دې باب هم د ملا نراقي مثالونه د غزالي مثالونه دي: دعا اخستل، پال نیول، تر سفر وړاندې اوږه خوړل، د ټپ داغول او ……. دا چارې موهوم النفع اسباب یاد شوي دي. د دې وزلیو کارونه له توکل سره ټکر لري. بیا غزالي او په لاروۍ یې ملا نراقي یو مهم تعبیر کاروي، دوی لیکي: «دقایق التدبیر والابداع» له توکل سره ټکر لري. دا خبره په دې مانا ده، د طبیعت د پټو قواوو راسپړنه او د دې قواوو له تالیفه نوې پایلې ته رسېدنه له توکل سره منافات لري؛ نو په واقع کې دوه طریقې د توکل پرخلاف دي: یو د موهوم النفع وزلیو کارونه او بل د ظریفو او دقیقو چارو کارونه. له  طبیعت سره په مخامېدو کې له ځیرکۍ او چل کار اخستنه، هماغه کار دی چې تکنالوژی یې زموږ په پېر کې کوي. بې دلیله نه وه چې زموږ تېرو د میخانیک علم ته «علم الحیل» وایه. د الوتکې جوړول او د هوا استخدامول یو ډول حیله ګري، چل او «علم الحیل» ګڼلای شو. که مې کړای شو له ملا نراقي یا فیض کاشاني وپوښتم «له الوتکې ګټنه له توکل سره په ټکر کې ده یا نه؟» هرومرو، د خپلو افکارو له مخې یې ځواب دا و: «هو، په ټکر کې ده». ژوندینکو ته ورننوتل، د اتوم د هستې ماتول، له بېلابېلاو موادو جوړول،د «دقایق التدبیر» له مصداقونو ځنې دي او د دې مشرانو د فتوا له مخې له توکل سره په ټکر کې دي.

د اسبابو او طبیعي عواملو د ویشنې په اړه د اخلاقو د عالمانو د نظریي کره کتنه

د اخلاقو عالمانو په دې ویشنه هڅه کوله چې د متوکل په کړنو کې د توکل اغېز وښیي؛ خو په دې چار کې یې دومره توفیق او بریا تر لاسه کړې نه ده؛ ځکه نامتوکلین هم هغه وزلې کاروي چې پایله یې قطعي یا ظني ده او د موهوم النفع وزلیو له کارونې ډډه کوي. دویم څه چې دې مشرانو، موهوم النفع اسباب بللي په واقع کې داسې اسباب او چارې دي چې د زمانې علم ته یې اغېزې او پایلې څرګندې نه وې. په بېلابېلو وختونو کې، د دې اسبابو او چارو مصادیق تغییر مومي او کېدای شي نن چې د کومو اسبابو او چارو پایله موهومي ښکاري، په راتلونکي کې دغسې نه وي. نباید د خپلې زمانې موهوم النفع اسباب، مطلق موهوم النفع وانګېرو.

پایله: توکل البته یوه ګروهیزه مانا لري چې له توحیده را ولاړ شوې ده: پر دې حقیقت پوهېدل چې هستي یو خدای لري او ټولې چارې کوي او هر کاره دی؛ که خدای د یو کار عملي کول و نه غواړي، اسباب او مسببات هېڅکاره دي. اوس هم خدای چې په هستۍ دا د علت او معلوم نظام ایښی، خپل لاسونه یې تړلي نه دي او هر کله چې وغواړي، اور پر ابراهیم (علیه السلام) ګلستانوي. له هستۍ سره د خدای تړاو د دوو مستقلو موجوداتو تړاو نه دی، چې یو له بل سره همکاري کوي؛ بلکي له هر کاره موجود سره د هېڅکاره موجود تړاو دی. دا حقیقت قرآن را زده کړې دی:

[قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ[393]= ورسره وجنګېږئ، چې الله يې ستاسې په لاسونو وربړوي.]

او

[فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى[394]= نو تاسې دوى نه دي وژلي؛ بلكې الله وژلي او چې تا ایشتل ( اى پېغمبره! چې خاورې او شګې دې پرمخ ورشيندلې) نو تا نه دي ایشتلي؛ بلكې الله ایشتل.]

خو توکل په دې عقیدتي کړۍ کې نه را ایسارېږي. په نړۍ کې د یو لړ چارو مدیریت، تدبیر او سنبالنه د انسانانو پره غاړه وراچول شوې ده او انسانان د خپل اختیار او محدود قدرت په کړۍ کې کړلارې جوړوي، اسباب کاروي او محدودې پایلې هم تر لاسه کوي. په دې چارو کې د اسبابو کارونه جایز وي او له توکل سره هېڅ ټکر نلري. د اسبابو کارونه په هغو ځایونو کې روا ده چې کار د انسانانو پره غاړه وراچول شوی وي. په دې ځایونو کې د موهوم النفع اسبابو کارونه د عقل پرخلاف ده نه د توکل پرخلاف؛ خو داسې چارې هم شته چې مدیریت او تدبیر یې بیخي له موږ سره نه؛ بلکې له خدای سره دی: خدای دی چې د هستی نظام سنبالوي او تاریخ ته کړلار جوړوي. باید په دې چارو کې توکل وکړو.

پېغمبرانو ویل:

[وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ[395]= او ولې پر الله بروسه ونکړو، حال دا (د نېكمرغيو) لارې يې راښوولي دي؟! او البته تاسې، چې كوم كړاوونه رارسوئ، موږ به پرې صبر وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او بروسه ګر بايد يوازې پر الله بروسه وكړي]

پر خدای د پېغمبرانو د توکل مانا دا ده چې یقین یې درلود که ازار وویني، که یې د بلنې مخه ونیول شي او ان که ووژل شي، خدای به خپلو موخو ته ورورسي او د پېغمبرانو بلنه به ژوندۍ وساتي. پېغمبرانو وسله او قوت چمتو کاوه، د دښمنانو نخچې یې خنثی کولې، جنګېدل؛ خو توکل یې هم کاوه؛ په دې مانا چې پوهېدل غږ به یې د تاریخ په اوږدو کې محوه او له منځه ولاړ نشي.

پر خدای توکل د دې ایمان درلودو په مانا دي چې خدای به خپلو موخوته ورورسي او د خدای په لار کې به د انسان هڅې بې پایلې نه وي

له آره پر خدای توکل دا دی: په هستۍ کې د خدای پر کړلارو توکل؛ یعنې په دې ایمان درلودل چې خدای به خپلو موخو ته ور ورسي؛ نوځکه د خدای په لار کې به کومه هڅه بې پایلې پاتې نشي. دا په واقع کې د توکل هماغه مانا ده چې له امام کاظم (رح) روایت شوې ده:

التوکل علی الله درجات. منها ان تتوکل علی الله فی امورک کلها، فما فعل بک کنت عنه راضیا، تعلم انه لا یالوک خیراً و فضلاً، و تعلم ان الحکم فی ذلک له، فتوکل علی الله بتفویض ذلک الیه وثق به فیها و فی غیرها[396]

پر خدای توکل درجې لري. یوه یې دا ده چې په ټولو چارو کې به پر خدای توکل کوې او څه چې درسره کوي پرې خوښ اوسې او پوه شي چې خدای لورنه، فضل او خیر در څخه نه درېغوي او په دې چار کې قضاوت او  ورمندون له خدای سره دی؛ نو خدای ته د قضاوت په ورپرېښوو توکل پرې وکړه او په دې چار او نورو چارو کې پرې ډاډمن اوسه.

نوځکه متوکل چې پر کومې لارې روان دی؛ نو توکل یې زړوروي او د خپلو کړنو پر پایلو یې ډاډمنوي؛ ځکه یو نیک کار کوي چې د خدای خوښه ده؛ خو نامتوکلین چې د خدای لار ډپوي، کړنې به یې تباه او بې پایلې وي:

[الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ[397]= [الله] د هغو کافرانو کړه وړه ورک [او بې ارزښته] کړل، چې (خلك) يې د الله له لارې منع کړل.]

نو په لنډو، باید په هغو چارو کې توکل وکړو چې تدبیر او سنبالنه یې زموږ له ذمې وتلې ده. په دې چارو کې اسباب کارولای نشو؛ ځکه اړوند اسباب زموږ له لاسرسی بهر دي. نباید په هغو ځایونو کې چې په اسبابو لاسرسی لرو، په مصنوعي ډول خپل لاسونه وتړو چې توکل مانا ومومي. په دې ځایونو کې د اسبابو کارونه له توکل سره هېڅ ټکر نلري. د طبیعت د پټو قواوو رابرسېرول، یو له بل سره یې تالیفول او نویو پایلو ته رسېدل هم له توکل سره ټکر نلري. په دې اړه خبرې راورسته لوست ته غځوو.

له خدایه غواړو چې د خپل رحمت ورونه را پرانځي او د توحید او توکل توفیق راکړي.

پر الله توکل

حضرت علي (کرم الله وجهه) خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې کاږي:

وَ أَلْجِئْ نَفْسَكَ فِي أُمُورِكَ كُلِّهَا إِلَى إِلَهِكَ فَإِنَّكَ تُلْجِئُهَا إِلَى كَهْفٍ حَرِيزٍ وَ مَانِعٍ عَزِيزٍ وَ أَخْلِصْ فِي الْمَسْأَلَةِ لِرَبِّكَ فَإِنَّ بِيَدِهِ الْعَطَاءَ وَ الْحِرْمَانَ وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ

زویه! په ټولو چارو کې خدای ته پناه یوسه چې الله خورا ښه او ټینګ پناه ځی دی او د هېڅ شیطان او متصرف لاس نه ور رسي او خدای سوچه بوله چې ورکړه او نا ورکړه دواړه یې په واک کې وي او ډېر خیر ترې غواړه.

خدای ته پناه ور وړل، استعاذه ، له خدایه استعانت، د چارو ورپرېښوول او توکل په دیني معارفو او پوهاویو کې پرېمانه راغلي دي. مؤمنین مکلف دي چې خدای ته پناه یوسي، مرسته ترې وغواړي او بروسه پرې وکړي.

توکل

توکل د ډېرو مهمو او پېچلیو اخلاقي مفاهیمو ځنې دی.

ړومبی، توکل، بروسه او پر الله تعالي ډاډمنېدل د مؤمنانو تکلیف دی.

دویم له عملي او نظري اړخ باید د متوکلینو او نامتوکلینو ترمنځ توپیر او تمیز شتون ولري. له همدې لامله د اخلاقو عالمانو هڅه کوله چې په علم او عمل کې او هم د اروایي حالت له پلوه د متوکل ځانګړنې او د تمیز وجوهات ومومي.

درېیم په ټول کې عمومو اخلاقیونو د «تدبیر پرېښوول» د توکل مانا کړې وه چې په حقیقت کې د توکل دقیقه مانا ده؛ خو دوی پر مصادیقو د دې مانا په تطبیق کې تېروتي وو په همدې دلیل توکل له یو لړ نورو دیني مفاهیمو او ښوونو سره ظاهري او برسېرن ټکر پیدا کاوه: هغه ښوونې چې موږ د غلیم پر وړاندې وسلوالېدو، په ژمي کې تودو جامو اغوستو، د روغتیایي پاملرنو مراعاتولو، د درملنې لپاره طبیب ته ورتلل، له داړنو ځناورو ځان بچولو او په حلال رزق ګټلو پسې وتلو ته رابولي. نوځکه که پر خدای توکل په ټولو چارو کې د تدبیر پرېښوول مانا کړو؛ نو د توکل مفهوم له یو لړ دیني مفاهیمو سره ظاهري ټکر پیدا کوي.

بلخوا که متوکلینو ته ورزده کړو چې په هستۍ کې د خدای د شته اسبابو کارونه د باري تعالی د حکمت غوښتنه ده او باید د طبیعت له ګردو ځواکونو ګټنه وکړو؛ بیا د متوکلینو او نامتوکلینو ترمنځ څه توپیر او تمیز نه پاتېږي. له همدې لامله  د اخلاقو عالمانو (په ټول کې د امام محمد غزالي په لاروۍ) وزلې په درېیو ډلو ویشلې دي:

مقطوع النفع، مظنون النفع او موهوم النفع.  او ویل یي دوه لومړي اسبابونه له توکل سره هېڅ ټکر نلري؛ خو موهوم النفع وزلې له توکل سره ټکر لري. همدغسې یې ویل د هغو ځواکونو کارونه چې په اسانۍ یې له طبیعته ترلاسه کولای شو له توکل سره منافات نه لري، حال داچې د طبیعت د پټو قواوو راسپړنه او پر طبیعت تصرف له توکل سره ټکر لري.

له هغو وزلیو ګټنه چې قطعي، غوڅه، پرېکنده او یا ظني پایله لري، له تعقل او عقلمنۍ سره اړخ لګوي او پر  موهوم النتیجه وزلیو ډډه وهل توکل ته نارسیدلي، له تعقل سره ټکر لري. کافي ده چې انسان له خدای ورکړي څراغ یعنې عقله کار واخلي چې ومومي له کومو وزلیو کار واخلي او له کومو ډډه وکړي.

همدغسې د هغو وزلیو او اسبابونو په اړه چې په طبیعت کې د تعمق (او ژورې کتنې) او نهایي څېړنې (استقصا) له لارې تر لاسه کېږي، د طبیعت او پکې د پټې قواوو راسپړل یې له توکل سره منافات نلري. ښایي دا چار له قناعت سره په ټکر کې وي یا د خدای یادولو د غفلت لامل شي؛ خو له توکل سره منافات نلري. «برسېرن والی» او «پټوالی» ، ظني، قطعي او موهوم والی دوه عیني (objective) اوصاف او ځانګړنې  نه؛ بلکې نسبي اوصاف دي. د علومو د پرمختګ له مخې په هر دوره کې یو لړ اسباب او قوتونه ظاهر (او برسېرن) او یو لړ (غامض) او پېچلي او پټ ګڼل کېږي؛ نوځکه څېړونکي د طبیعت له راسپړلو او د پټو قواوو له رابرسېرونې یې منع کولای نشو ډېری قواوې چې نن مو په اسانه په واک کې دي، یو وخت بیخي را نه پټ ول؛ خو پوهانو سوکه سوکه راوسپړل.

د اخلاقو د عالمانو له نظره د «توکل» او «توحید» اړیکه

د اخلاقو عالمانو د توکل مانا روښانولو ته د توحید له مفهومه ګټنه کوله او ویلي یې دي، که څوک خدای څنګه چې دی وپېژني او له هستۍ سره یې تړاو مومي، له اسبابو به خپل اعتماد او ډاډمنتیا راواخلي او کله به هم اسبابو ته په اغېز کې پر استقلال او خپلواکۍ قایل نشي.

د توحید زڼی دا دی: د واحد خدای په استخدام کې د کثراتو لېدنه او بلکې د توحید د زڼي زڼی دا دی: د کثراتو نه لیدل او په هستۍ کې یوازې د یو فاعل لیدل. مؤحد، د اسبابو ورها خوا سبب ساز ویني او له همدې لامله د هستۍ پر اسبابو ډډه نه وهي. البته دا چار د دې وزلیو له عالم والي او له ونډې درلودو سره هېڅ منافات نلري.

خدای د هستۍ د اسبابو په اوږدو (طول) کې دی نه یې په عرض او پلنوالي کې. لکه د انسانانو بدن له میلیونونو ژوندینکو او میلیاردونو مولیکولونو جوړ شوی دی؛ دا ډېرې اجزاوې د یو واحد نفس په ایل کې دي او په همدې دلیل انسانان یو بل «کثیر» او ډېر نه ، چې «واحد» (یو) بولي. د هر انسان واحد ګڼل په دې مفهوم نه دي چې د انسان د جوړونکیو اجزاوو له «کثرته» نټه وشي. دا ډېرښت او کثرت واقعیت لري بلکې دا کثرت په یو واقعي وحدت کې د مستحیل، محال او ناشوني په مانا دی. هغه وحدت چې کثرت یې په سیوري کې تتېږي. په بهرنۍ نړۍ کې کثرت او وحدت همدا وضع لري. خو:

کشف این نه از عقل کارافزا بود

بندگی کن تا تو را پیدا شود

غالبا د هستۍ ډېر اسباب د وحدت حجابېږي

این سببها بر نظرها پردهاست

که نه هر دیدار صنعش را سزاست

د هستۍ د وحدت فلسفي تصدیق

البته له عقلي پلوه د هستۍ وحدت تصدیقولای شو: هستي واحد خدای لري او «الواحد لا یصدر عنه الا الوحد» واحد خدای یوازې واحد فعل ترسره کوي. له آره ناشونې ده چې خدای دوه کاره وکړي. خدای یو ځل هستي پنځولې ده او دا هستي هم یو (واحد) موجود دی. ټول « ما سِوَی الله= بې له الله نور موجودات» یوازې د باري تعالی یو فعل دی. فلسفه دا حقیقت راښیي؛ خو له علم الیقین څخه تر عین الیقین پورې په فرسنګونو واټن دی. ک څوک په عین الیقین لاسبری شي او د هستۍ کثرت په وحدت کې ناشونی وویني؛ نو نېغ په نېغ به په هستۍ کې د خدای لاس وویني او د حال ژبه به یې دا وي:

تو راز دوست بګویم حکایتی بی پوست

همه ازوست و ګر نیک بنګری همه اوست

او د مولانا په وینا:

هم بګو تو، هم تو بشنو، هم تو باس

ما همه لاشیم با چندین تلاش

د عارفانو په ښوونه کې د توحید دقیقه مانا

عارفانو راښوولي چې د «لا اله – الا الله» دقیقه مانا دا نه ده چې بې له الله بل خدای نشته؛ بلکې دا ده چې بې له الله بل موجود نشته: «لا موثر فی الوجود الا الله». او د اخلاقو عالمانو هم ویلي څوک چې د توحید لوړو مراتبو ته وروسېدلي او دا عارفانه حقایق یې موندلي؛ نو په اسبابو به اعتماد ونکړي او د توحید له وره به توکل ته ورسي.

د اخلاقو د عالمانو پر رایه نیوکه

د اخلاقو د عالمانو پر رایه دوه نیوکې شته. لومړی د توحید له لارې په «تدبیر پرېښوو» – چې د توکل روح دی  – لاسبرېدای نشو. سمه ده چې یو مؤحد کس سببیت د هستی له اسبابو، طبایعو او اعیانو ځنې نه بولي او ګروهن دی چې دوی هر څه له خدایه اخلي؛ خو دا ګروهه نه لاملېږي چې موحد کس وزلې و نه کاروي. پر وزلیو او اسبابو ډډه نه وهل یوه ګروهیزه مانا لري او یوه عملي مانا. انسان ګروهېدای شي چې د هستۍ اسباب او موجودات مازې ربط او اړیکې دي (د صدرالمتالهین په وینا) او په اغېز کې استقلال نه لري او د خپل واک نه دي؛ خو په عمل کې اسباب کاروي او ګټنه ترې کوي.

کله زموږ صوفیانو او اخلاقیونو توکل په ناسمه مانا کاراوه، د تدبیر پرېښوول یعنې له اسبابو ګټنه نه کول، ویل یې: «انسان هله له اسبابو او وزلیو ځنې کار اخلي چې اغېزمن یې وبولي؛ خو چې ویې مونده، دا وزلې او اسباب هېڅکاره دي او خدای مسبب الاسباب دی؛ بیا به یې ونه کاروي او رزق، شفا، د دښمن دفع او …….به نېغ په نېغ له خدایه وغواړي».

خو د توکل او عملي اقدام ترمنځ منافات او ټکر نشته. پر خدای توکل کړای شو او موخې ته وررسېدا ترې غوښتای شو او په عین حال کې اسباب هم کارولای شو. که څه د توکل مانا، د تدبیر پرېښوول دي؛ خو د تدبیر پرېښوولو مانا، له وزلیو ځنې ګټنه کول نه دي. توکل، د اسبابو په کچه د تدبیر پرېښوول نه دي؛ بلکې له اسبابو په ور پورته کچه دی، زموږ له اختیاره دباندې د پایلو او تقدیراتو په کچه دی. علي (کرم الله وجهه) وایي: لا عقل کالتدبیر[398]

د تدبیر په څیر عقلمني نشته

دا د اسبابو په کچه خبره ده او په بل ځای کې وایي:

تَذِلُّ الْأُمُورُ لِلْمَقَادِيرِ حَتَّى يَكُونَ الْحَتْفُ فِي التَّدْبِيرِ

چارې داسې د تقدير په منګول کې دي، چې تدبير او چاره سنجونه په مرګ پاى ته رسي[399].

دویمه نیوکه: داچې توکل له توحیده راولاړ شوی، پر دې رایه بله نیوکه دا ده. انسانان دوه ډوله پایلو ته د ورسېدو لپاره له وزلو ګټنه کوي: د خیر پایلې او د شر پایلې. داسې کسان خو څه کم نه دي چې د نورو حقوق لتاړوي، نا حقه سیمې او هېوادونه نیسي، باطلې اندنې دودوي او د نورو پر ضد دسیسې جوړوي. دوی هم دې موخو ته د ورسېدو لپاره کړلارې جوړوي او وزلې کاروي. پوښتنه دا ده چې په دې چارو کې هم پر خدای توکل کړای شو او آیا ویلای شو ان په بدو چارو کې هم پر خدای توکل وکړﺉ یا نه؟

له دیني ښوونو ګټنه کېږي چې توکل، د مؤمنانو او صالحانو کار دی او یوازې په ښو چارو کې کېږي، حال داچې توکل په توحید پورې ورغوټه کول او هر څه له خدایه ګڼل او پر اسبابو یې د نه ډاډمنتیا په مانا کول (لاملېږي) چې د ښو او بدو ترمنځ توپیر ونشي او په دواړو کې توکل وشي. نباید وویل شي:«هغوی چې ناوړې چارې کوي، له آره مؤحدین او متوکلین نه دي» ؛ ځکه دا یو تیوریک او نظریاتي بحث دی او موږ هڅه کوو چې د توکل مفهوم او له دیني معارفو سره یې د ټکر په باب د اخلاقو د عالمانو لوازم او پایلې وښیو. دیني ښوونې رازده کوي چې شیطان صفتان متوکلېدای نشي؛ ځکه په ناوړه چارو کې توکل بې مانا دی. دا دی وتلارې ته، تېرې لنډې خبرې اوږدوو.

د «توکل» په مفهوم کې د «ضمانت» مانا نغښتې ده

په قرآن کریم کې له شپېتو ډېر د «وَکَلَ» له جرړې اصطلاحات کارول شوي دي. یو شمېر دا آیتونه د توکل د مانا په څرګندېدو کې ډېر لاسنیوی کوي. د توکل لغوي مانا، پر وکیل (کار ساز) ډډه ده چې کله څوک، بل وکیل نیسي، په حقیقت کې خپلې موخې ته د ورسېدو لپاره پر خپل وکیل ډاډ کوي او دا یې د موخې د پوره کولو ضمانت کوي؛ نوځکه د توکل په مانا کې، د ضمانت مفهوم هم نغښتی دی.

په قرآن کریم کې د «توکل» کارونه

په قرآن کریم کې د توکل کارونه دا مانا پوره تاییدوی. خدای څو ځل پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ته ویلي:

وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ[400]

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا[401]

أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا[402]

په دې ځایونو کې د «وکیل» کلمه له «علی» سره راغلې؛ نو د سیطرې، برلاسۍ، تفوق او لوړتیا مانا ترې ګټنه کېږي؛ نوځکه دا آیتونه له « لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ» سره هم مضمونېږي او دغسې مانا کېږي چې ته یې پر سر د خدای وکیل نه یې، ته مې ګومارلی نه یې چې د چارو په طبیعي بهیر کې دخالت وکړې او یو حرکت له خپل بهیره واړوې.

[إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ[403]= مؤمنان؛ يوازې هغوي دي، چې كله د الله نامه یاده شي؛ نو زړونه يې (د الله له برمیالۍ او سزا) ورېږدي او چې د ده آيتونه ورته ولوستل شي؛ نو ايمان يې زياتېږي او يوازې پرخپل پالونكي بروسه کوي.]

له پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) څخه د وکالت سلبول او په ګردو چارو کې خدای ته د وکالت ورسپارل څه دي؟

خدای، پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ته دستو ورکوي:

[وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا[404]= او د كافرانو او منافقانو (خبره) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدلې وګڼه (او ترې تېر شه) پر الله بروسه وكړه او د الله چارسازي بس ده.]

دا آیت له هغو آیتونو ځنې دی چې «آزار» د «توکل» په څنګ کې راغلی. په ابراهیم سورت کې د پېغمبرانو له خولې راغلي:

[وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ[405]= او البته تاسې، چې كوم كړاوونه رارسوئ، موږ به پرې صبر وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او بروسه ګر بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.]

په دې آیت کې هم د «آزار» او «توکل» مفاهیم یو د  بل ترڅنګ راغلي دي. خدای په دوو آیتونو کې، توکل کول په خپلو ځانګړو اوصافو پورې وراړندوي:

[وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ[406]= او پر هغه (تل) ژوندي ذات بروسه وكړه، چې (هېڅكله) نه مري.]

[وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ[407]= او پر بريمن (او) لورين (الله) بروسه وكړه.]

خدای په یو آیت کې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ته د توکل کولو ځای ورښیي:

[وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ[408]= او په چارو كې مشوره ورسره وكړه؛ خو چې هوډ دې وکړ (؛ نو پرېکنده اوسه او) پر الله بروسه وكړه.]

په قرآن کریم کې دې آیتونو ته ورته آیتونه شته چې د توکل دقیقه مانا ترې اخستلېدای شي.

له پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) څخه د وکالت د سلبولو او (په ټولو چارو کې او پر ټولو) خدای ته د وکالت ورسپارلو مانا دا ده چې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) د هېڅ کړلارې موخې ته د ورسېدو ضامن او د هیچا د کفر و ایمان تضمینوونکی نه دی. پېغمبر پر چا د تسلط نلري:

[فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ[409]= نو نصيحت كوه چې په رښتینه کې ته يوازې نصيحت ګر يې ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې).]

تذکر او وریادونه د پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) یوازېنی وزله وه. البته پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) د حق خبرې وریادولې او خلکو هم حق غواړی فرصت درلود او چې کله یې د حق خوږ خوند څکه، ایمان یې راووړ. خو پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) یوازې د «تذکر» له لارې د خلکو په زړونو کې ایمان کرلای شو او دې موخې ته د ورسېدو لپاره یې، بله لار نه درلوده. د پېغمبرانو قوت، د هستۍ له قوتونو ځنې یو قوت دی. شهوت، غوسه او شیطاني وسوسې د هستۍ نور قوتونه دي چې د پېغمبرانو ایل او مسخر نه دي؛ نوځکه «مسلط» او «مهیمنی» خدای چې «ژوندی دی او نه مري» د پېغمبرانو د نن او سبا بریا تضمینولای شي.

توکل د خدای د سنبالنې او مدیریت په کړۍ کې موضوعیت مومي

لکه چې مخکې مو وویل، په دنیا کې د یو لړ چارو تدبیر او سنبالنه انسانانو ته ورترغاړې شوې او د یو لړ نورو چارو تدبیر د خدای تعالی د مدیریت او واک په کړۍ کې دی او په همدې چارو کې باید پر خدای توکل وکړو. له توکل څخه د قرآن آیتونه د دې مانا پوره تاییدوونکي دي.

د توکل مانا، د تدبیر پرېښوول دي؛ خو نه په هغو چارو کې چې تدبیر یې د انسانانو پر ذمه دی. د توکل مسخ شوې دودیزه مانا دا ده، تر هغې چې خوښه مو وه او لټۍ مو اجازه راکوله چارې پر مخ وړو او له دې ځایه روسته به توکل کوو. له توکل څخه د دې مانا د دودولو راز، د بشر له ذاتي لټۍ سره تړاو او همغږی لري: د چارو تر پایه تعقیبولو ته ملا تړل، کړلاره جوړول زغمناکېدل او ستومانېدل لازم دي؛ خو لټي، او په لټیو د توکل نامه ایښوونه هم اسانه ده او هم له اروایي پلوه اراموونکې ده؛ نو څرګنده ده چې په اسانۍ له دغسې متوکلینو وړاندې کېدای شو.

توکل خو د بشري مدیریتونو سوړې نه ټپوي

توکل د بشري مدیریتونو- د یوې کورنۍ له تنظېمولو نېولې د یوې ټولنې تر تنظیمولو پورې – د سوړیو ټپول نه دي. لکه چې دعا، تقوا او زهد په څېر اخلاقي مفاهیم چې دغسې ونډه نه لوبوي. د کومو چارو تدبیر، مدیریت او سنبالنه چې انسانانو ته ورسپارل شوې، متوکلین مؤظف دي چې له خپلې پوهې، ادراک او قوتونو حداکثر ګټه پورته کړي او وزلې وکاروي. له اسبابو عاقلانه کار اخستل له توحیدي لید او توکل سره ټکر نلري.

پر خدای توکل؛ یعنې خلک ایمان لري چې خدای یې د ښو چارو د پایلو تضمینوونکی دی

موږ په عین حال کې چې عقل کاروو، خبر یو چې د عقل د څراغ رڼا تر ډېر وړاندې پورې نه لګي او په لږ واټن مو شاواخوا ړنا کوي. دنیا لوړ تاریخ او نامعلومه ګانده – راتلونکې لري. موږ په نړۍ کې له ډ‌ېری اغېزمنو قواوو غافل یو. همداراز د خدای له ټولو موخو او تدبیرو هم ناخبره یو. هېڅ وګړی یا ټولنه د خپلو هڅو بریا تضمینولای نشي او ډاډمن وي چې په کړلارو به خپلو موخو ته ورسي. شونې ده په نامعلومه راتلونکې کې، د نا اټکلو پېښو نېز، زموږ د نننۍ ورځې د هڅو تخمونه له ځان سره یوسي. ایا یقین درلودای شو چې غږ به مو د تاریخ په اوږدو کې ټپ نشي. بې ځنډه او د نه ستومانېدونکیو هڅو لپاره ګاندې – راتلونکي ته هیله لازم ده. له همدې لامله مارکسیست مشرانو خپلو لارویانو ته ویل: «تاریخ له موږ سره دی» او په دې توګه یې خپلو لارویانو ته تضمین ورکاوه چې نننۍ مبارزې به چورلټ پایله ولري. کله چې یو مبارز، د تاریخ بهیر د خپلې لارې پیاوړی کوونکی وبولي؛ نو ځورونې، خنډونه او ستونزي به یې له پښو راونه غورځوي.

په شریعت کې د مارکسیستانو د دې بې ملاتړه مدعا: «تاریخ له موږ سره دی» پرځای دا هیلمنه اندنه راغلې: «خدای له موږ سره دی». خدای متوکلینو ته تضمین ورکړی چې نېکي به یې پایله ولري او هڅې به یې ضایع نشي. یوازې هغه څوک چې دغسې تضمین ورکولای شي د هستۍ مدیر او خاوند یعنې الله تعالی دی. پر خدای توکل یعنې په هغو چارو کې د تدبیر پرېښوول چې مدیریت یې د خدای په واک کې دی. کافرانو، پېغمبران ځورول او په نا حقه یې وژل:

وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ[410]

خو پېغمبرانو پر خدای توکل کاوه؛ یعنې یقین یې درلود که ووژل هم شي، هڅې به یې خوشې او عبث ولاړې نشي. په همدې دلیل یې ویل:

وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (ابراهیم/۱۲)

«صبر» او «توکل» یو د بل مل دي. توکل په دې مانا له لټۍ سره سازګار نه دی. متوکلان پر حق لار کې زیار کاږي، ازار ویني او ان وژل کېږي؛ خو بیخي نهیلي او ستړي کېږي نه؛ ځکه د هستۍ پر مدبر متکي دي، ان د ځواکونو او تدابیرو ظاهري زوال یې هم نه زړه تنګي کوي. پوهېږي چې ژوندی او ویښ خدای د دوی زوال او فنا نه خوښوي؛ نوځکه یې نه پرېږدي او له دې ځایه معلومېږي چې په ناوړو چارو کې پر خدای تکیه نشو کړای. ځکه خدای نړۍ داسې جوړه کړې چې ځګونه له منځه ولاړ او رڼې اوبه پاتې شي. په الهي مدیریت کې، بدې چارې نه پیاوړې کېږي؛ نوځکه یې له توکل څخه څه نه ور پر برخه کېږي او دا هغه راز دی چې توحید د توکل ټوله مانا او مفهوم افاده کولای نشي. ځکه که د توکل مانا، پر اسبابو ډډه نه وهل وي؛ نو نباید بدو چاروکې هم پر وزلیو ډاډ وکړو؛ خو لکه چې ومو لیدل یوازې په ښو چارو کې پر خدای بروسه کړای شو؛ ځکه یوازې دوی پاتېدونې او پایله درلودونکي دي او توکل نه یوازې له ناوړو چارو سره وړ نه دی؛ بلکې باید له ناوړو چارو خدای ته پناه یوسو. خدای پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ته وایی:

وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ[411]

یعنې تر هغه ځایه چې بشري عقل په وس کې وي، باید محاسبه، سنجونه، سلا مشوره او کړلاره جوړه کړو، هوډ وکړو، عمل وکړو او ورپسې کار خدای ته وروسپارو. مؤمنان د هستۍ د شیطاني ځواکونو له شره چې اختیار یې د انسانانو له واکه وتلی- خدای ته پناه وروړي (استعاذه) او توکل پرې کوي:

[إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ[412]= ځكه شیطان پر مؤمنانو او بروسګرو لاسبری نه وي زور يې يوازې پر هغوی رسي، چې شيطان يې پالندوى وي.]

د استعاذې، دعا، ایمان او توکل ترمنځ تړاو

د شیطان له شره خدای ته پناه وروړل، له دعا، ایمان او توکل سره تړاو لري. دعا کول یو نېک چار دی او خدای ته پناه وروړل یوه دعا ده چې فی نفسه ارزښتمنه ده؛ خو باید دا دعا له ایمان او توکل سره واغږل شي، چې انسان د شیطان له ولایته ووځي. شیطان یوازې پر هغو کسانو چې د ده ولایت یې منلی وي، تسلط او لاسبري لري؛ خو د متوکلانو سلطان او پاچا، الله تعالی دی چې شیطان ورباندی نسلط نلري. خدای تضمین کړی چې مؤمنان او متوکلان به خپلو موخو ته ورسوي. شیطان د لارې پر سر ناست دی او بلنه کوي چې انسانان له نېغې لارې (صراط مستقیم) واړوي:

[قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ[413]= (شيطان) وويل: (( اوس، چې دې بېلارې كړم؛ نو زه به هرومرو د بندګانو (د بېلارې کولو) لپاره ستا د سمې لارې پر سر څارو كېنم )).]

متوکلان په مړانه سیده لار وهي او د شیطان وسوسو ته څه ارزښت نه ورکوي:

می روم ګستاخ چون خانه روم  رو نګردانم نه دزدانه روم

له خدایه غواړو چې له متوکلانو مو وشمېري.

یادونه: دا لړۍ دوام لري.

[1]  (نهج البلاغه، ۳۶۷حکمت)

[2]  (اسراء/۷۰)

[3] (نساء/۲۸)

[4]  (المعارج/۱۹)

[5]  (المعارج/۲۰)

[6]  (المعارج/۲۱)

[7]  (کهف/۵۴)

[8] (فجر/۱۵)

[9] (فجر/۱۶)

[10] (حجرات/۱۳)

[11]  (بقره/۳۰)

[12]  (بقره/۳۰)

[13]  (سبا/۲۰)

[14]  (نهج البلاغه، متقینو خطبه‏)

[15]  (نحل/۱۰۰)

[16] (غاشيه/۲۲)

[17]  (اسراء/۱۳)

[18]  (اسراء/۱۴)

[19]  (نهج البلاغه،۶۹لیک)

[20]  (نهج البلاغه،۱۸۲ مه خطبه)

[21]  (نهج البلاغه،۴۱۹ حکمت)

[22] (مثنوى، درېیم دفتر، 1253 بيت)

[23]  (انعام/۳۵)

[24]  (نهج البلاغه:۱۹۲مه خطبه)

[25] (مثنوى، لومړی دفتر ، 24 -23 بیتونه)

[26]  (بحار الانوار: ۷۷ټ،۱۱۰مخ)

[27]  غزل های حافظ ، تدوین دکتر سلیم نیساري، ۲۹۹ مخ

[28] الشمس/۸

[29] مثنوي لومړی دفتر

[30] (انفال/۵۹)

[31] اعراف/۱۷۹

[32]  ( بحارالانوار،۵ټ،۹۶مخ)

[33] (غرر الحکم)

[34]مثنوى، دویم دفتر، 263 -265 بیتونه

[35]   (ابن ابی الحدید، د نهج البلاغې شرح؛۸ټ/ ۲۷۵مخ)

[36]  ( اصول کافي،۲ټ، پنځم کتاب، ۶۱باب، یوولسم حدیث)

[37]  (بحار الانوار: ۷۷ټ،۳۴۷مخ)

[38]   (غرر الحکم)

[39]  (نهج البلاغه:۱۱۱مه خطبه)

[40] حدید:۱۴آیت

[41] حديد/۲۰

[42] الانفطار/۶

[43] الانفطار/۷

[44]الانفطار ۸

[45] (نهج البلاغه،۱۱۶مه خطبه)

[46]  (غرر الحکم)

[47]  (نهج البلاغه، ۱۴۷ حکمت)

[48]  (رعد/۱۷)

[49]  (رعد/۱۷)

[50]  (رعد/۱۷)

[51]  (رعد/۱۷)

[52] (مثنوى، دویم دفتر، 195 بيت)

[53] (مثنوى، درېیم دفتر ، 1273 -1272 بیتونه)

[54]  (روم/۷)

[55]  (بحار الانوار:۳ټ،۹۱مخ)

[56] (نهج البلاغه،۱۳۳حکمت)

[57] (نهج البلاغه:۱۱۳مه خطبه)

[58] (نهج البلاغه: ۲۲۲مه خطبه)

[59]  (نهج البلاغه، ۳۰۳ حکمت)

[60] انعام/۱۴۸

[61] مثنوى، درېیم دفتر، 3080 -3079 بیتونه

[62] فرقان/۴۳

[63] ( المیزان تفسیر:۱۵ټ،۲۳۷مخ)

[64] یوسف/۱۰۶

[65] مثنوى، درېیم دفتر، 2266 بيت

[66] مثنوى، لومړی دفتر، 71 -70 بیتونه

[67] مثنوى، پنځم دفتر، 1040 -1039 بیتونه

[68]  نور/۳۹

[69]  (بحار الانوار:۷۸ټ،۱۷۳مخ)

[70]  التغابن/۱۶

[71] (آل عمران/۱۰۲)

[72] مصباح الشریعه،۳۸مخ

[73] مصباح الشریعه،۳۸ مخ، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، بېروت

[74] مثنوى، لومړی دفتر 105 -104 بیتونه

[75] (بقره/۱۰)

[76] (شعراء/۸۸)

[77]  (شعراء/۸۹) 

[78] مثنوى، څلورم دفتر

[79] مثنوى، څلورم دفتر

[80] مثنوى، څلورم دفتر

[81]  (اصول کافي:۵کتاب،۱۱باب،۵حدیث)

[82] (مثنوى، لومړی دفتر 111 بیت)

[83]  (بحارالانوار:۷۱ټ،۲۸۱مخ)

[84]  (بحار الانوار:۷۸ټ،۱۶۴مخ)

[85] (مايده/۱۳)

[86]  (غرر الحکم)

[87] (احزاب/۴۱)

[88] (مثنوى، دویم دفتر، 1715 بیت)

[89]   (مفاتیح الجنان، مناجات ذاکرین)

[90] (مثنوى، درېیم دفتر، 188 بیت)

[91] (مثنوى، شپږم دفتر، 4038 بیت)

[92] کنز العمال:۳۴۱۵۶ روایت

[93] (مثنوى، لومړی دفتر، 2049بیت)

[94] (مثنوى، لومړی دفتر ، 2054 -6 بیت)

[95] (مثنوى، لومړی دفتر، 2492 بیت)

[96] (ديوان كبير، غزل 563)

[97] من اصغى الى ناطق فقد عبده، فان كان الناطق عن الله عز و جل فقد عبد الله و ان كان الناطق عن ابليس فقد عبد ابليس (سفينة البحار: ۲ ټ، ۱۱۵ مخ)

[98]  (نهج البلاغه:۱۷۵خطبه)

[99] (مثنوى، څلورم دفتر، 3621 بیت)

[100]  ( نهج البلاغه:۸۶ خطبه)

[101] (مثنوى، درېیم دفتر، 490 بیت)

[102] (اصول کافي، ۲ټ)

[103] (مثنوى، دفتر پنجم، بيت 2045)

[104] (مثنوى، لومړی دفتر، 1819 بیت)

[105] (مثنوى، لومړی دفتر ، 1822 بیت)

[106] (مثنوى، لومړی دفتر، 3180 بیت)

[107]  (بقره/۲۶۹) 

[108] (مثنوى، دویم دفتر، 3203 بیت)

[109] (کهف/۱۰۸) 

[110]  (ص/۶۴)

[111] (انبیاء/۲۳)

[112] ( نهج البلاغه:۲۱۶مه خطبه)

[113] (توبه/۳۱)

[114]  (بحار الانوار:۲ټ:۹۸مخ)

[115] (اعراف/۵۴)

[116]  الاعراف،۱۳

[117]  (اسراء/۲۲)

[118] (کافي:۸ټ،۳۸۶ مخ)

[119] (مریم/۸۱)

[120]  (مریم/۸۲)

[121]   (وسائل:۱۱ټ،۴۲۳مخ)

[122]  (الزمر/۲۹)

[123] مثنوى، دویم دفتر، 1352 -1350

[124] مثنوى، دویم دفتر، 1355 بیت

[125] مثنوى، پینځم دفتر، 3318 بیت

[126] مثنوى، څلورم دفتر، 2126 -2123 او 2109 – 2108 بیتونه

[127] مثنوى، څلورم دفتر، 2115 -2112 بیتونه

[128] مثنوى، څلورم دفتر، بيت 2122

[129] مثنوى، څلورم دفتر، 2146 -2145 بیتونه

[130]  (اصول کافي، کتاب الحجة، باب۹:حدیث،۵)

[131]  (الاعراف/۱۷۵)

[132]  (اعراف/۱۷۶)

[133] (زمر/۶۵)

[134] (الحاقه/۴۴) 

[135]  (الحاقه/۴۵)

[136]  (الحاقه/۴۶)

[137] (اسراء/۷۳)

[138]  (اسراء/۷۴)

[139]  (اسراء/۷۵) 

[140]  (فرقان/۳)

[141]  (رواندي، نوادر:۵ټوک)

[142]  ( تنبیه الخواطر:۴۱ مخ)

[143] ديوان كبير، غزل 396

[144] مثنوى، پینځم دفتر، 2192 بیت

[145] مثنوى، پینځم دفتر،2185 بیت

[146]  (المومنون/۹۱)

[147]  (الاسراء/۵۳)

[148]  (الاعراف/۱۳)

[149] مثنوى، دویم دفتر، 1320 بیت

[150]  (بقره/۱۴۷

[151]  (یوسف/۱۰۶)

[152]  ۲۳۳مه خطبه

[153] مثنوى، دویم دفتر، 1758 بیت

[154] مثنوى، دویم دفتر، 1758 بیت

[155] اسراء/۲۲

[156] الاسراء/۲۳

[157] اسراء/۲۴

[158]  اسراء/۲۵

[159] اسراء/۲۹

[160]اسراء/۳۰

[161] اسراء/۳۱

[162]  انعام/۱۵۱

[163] اسراء/۳۲ 

[164] اسراء/۳۳ 

[165] اسراء/۳۳

[166] (نهج‏البلاغه، وصيت 47)

[167] اسراء/۳۴

[168] (بحار:۷۴ټ:۵۶مخ)

[169]  اسراء/۳۵

[170] اسراء/۳۶

[171]  (كنز العمال، 8208 روایت)

[172] اسراء/۳۷

[173]فرقان/۶۳

[174] اسراء/۳۸

[175] اسراء/۳۹

[176]لقمان/۱۲

[177]  (كنز العمال، 44123 روایت)

[178]  (بحار الانوار:۷۷ټ،۱۷۲مخ)

[179] (غررالحکم)

[180]  (غرر الحکم)

[181] (اصول کافي، کتاب الایمان والکفر باب حقیقة الایمان و الیقین)

[182]آل عمران/۱۰۳

[183]  عنکبوت/۴۱

[184]  (غرر الحكم)

[185] مثنوى، لومړی دفتر، 1812 بیت

[186]  (مثنوى، دویم دفتر، 1278 بیت)

[187] مثنوى، دویم دفتر، 1333 بیت

[188] (اسراء/۲۲) 

[189] (جن/۱۸)

[190] (نحل/۳۶)

[191] (نهج البلاغه،۱۹۲خطبه)

[192] (مثنوى، درېیم دفتر، 2233 بیت)

[193]  (نهج البلاغه: ۴۲۹ ګڼه کلمات)

[194] نهج البلاغه: ۴۱۶ ګڼه کلمات

[195]  (نهج الفصاحة، ۱۵۶۰ ګڼه حديث)

[196] (نهج الفصاحة، ۲۲۱۰ ګڼه حديث)

[197]  (اسرا/۳۱)

[198]  (انعام/۱۵۱)

[199]  (هود/۶)

[200] (نحل/۵۸)

[201] (نحل/۸۹)

[202] نهج البلاغه، کلمات قصار( ۳۷۹)

[203]  (نهج البلاغه، کلمات قصار، ۳۶۹ مخ).

[204]  (نهج البلاغه، کلمات قصار ۴۳۷ ګڼه).

[205]  (نهج الفصاحه، ۱۰۷۸ ګڼه روايت)

[206] : (تېره، ۱۸۷۵۷ ګڼه روايت)

[207] (تېر، ۶۴۳ ګڼه روايت)

[208] (نهج الفصاحة، ۱۵۹۱ ګڼه روايت)

[209]  (تېره، ۶۴۲ ګڼه روايت)

[210]  (تېره، ۳۲۷ ګڼه روايت)

[211]  (ابراهیم/۷)

[212]  (بقره/۲۵۵)

[213] (ق/۳۸)

[214]  (طه/۱۰۰- ۱۰۱)

[215] (نحل/۲۵)

[216]  (انعام/۱۶۴)

[217]  (عنکبوت/۱۳)

[218]  (انعام/۳۱)

[219]  (اعراف/۸)

[220]   ( ق/۲۲)

[221]  (طارق/۹)

[222]  (کوثر/۱)

[223]  (نساء/۳۲)

[224]  (روم/۳۷)

[225] (رعد/۳۷)

[226]  (نحل/۷۱)

[227]  (سبا/۳۶)

[228] (سبا/۳۹)

[229]  (بحار الانوار: ۷۴ ټ، الروضه، ۳۸۳ مخ)

[230]   (تکاثر/۸)

[231]  (فجر/۱۵/ ۱۶)

[232]  (حجرات/۱۳)

[233]  (یونس/۴۹)

[234] بحار الانوار، ۷۴ ټ، ۱۸۱ مخ ) …. همدا راز په ۶۷ ټ، ۷۳ مخ کې راغلي:

[حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا وَ زِنُوا قَبْلَ أَنْ تُوزَنُوا وَ تَجَهَّزُوا لِلْعَرْضِ اَلْأَكْبَرِ.

همدې مضمون ته ور نژدې په ۶۷ مخ کې هم راغلي دي.

[235] (بحار الانوار ۷۵ ټ، ۶۷ مخ)

[236] بحار الانوار: ۷۴ ټ، ۱۸۵ مخ، الروضه

[237]  (تېره سرچينه)….

[238]  (تېره سرچینه ، ۷۴ ټ، ۱۸۵ مخ)

[239]  ( تېره سرچینه ۷۴ ټ، ۱۷۹ مخ)

[240]  ( تېره سرچینه ۷۴ ټ، ۱۵۲ مخ)

[241]  (نهج البلاغه: ۱۹۳ خطبه)

[242] (معارج/۲۴)

[243]  (معارج/۲۵)

[244] (رعد/۲۸)

[245] مثنوی، لومړی دفتر،۶- ۹۳۵

[246]  (زمر/۵۳)

[247]  (بقره/۲۲۲)

[248] امام غزالي، کيميای سعادت: ۲ ټ، ۳۴ مخ.

[249] نهج البلاغه: کلمات قصار، ۴۷۷ ګټه: أَشَدُّ الذُّنُوبِ مَا اسْتَخَفَّ بِه صَاحِبُهُ..

[250]  (بقره/۳۰)

[251]  (انعام/۱۶۰)

[252]  (هود/۱۱۴)

[253]  (فرقان/۷۰)

[254]  (عنکبوت/۶۹)

[255]  ( نهج البلاغه، کلمات قصار، ۱۴۷)

[256] ۹۹ خطبه، ۱۸۸ خطبه ۱۴۵ خطبه، ۱۲۳ خطبه، ۲۰۴ خطبه، ۲۰۳ خطبه، ۲۳۰ خطبه.

[257] نهج البلاغه: ۲ ټ، ۲۲۷ مخ او بحار الانوار: ۶۸ ټ، ۲۶۷ مخ.

[258] د قناعت په هکله پرېمانه روایاتونه راغلي، لکه علي (کرم الله وجهه) وايي:  اقنع تعز (بحار الانوار، الروضه، ۷۵ ټ، ۵۳ مخ) ، من رضی بقسم الله کان غنیا (بحارالانوار ، الروضه، ۷۴ ټ، ۱۷۱ مخ)، اشکر الناس اقنعهم ( بحارالانوار ، ۷۴ ټ، ۴۲۲ مخ)، المومن یرغب فیما یبقی و یزهد فیما یفنی (بحارالانوار ۷۵ټ، ۲۶ مخ)، القناعةُ مال لا ینفذُ (نهج البلاغه، ۵۷ ام حکمت).همدا روايت له پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) څخه هم روايت شوي: (نهج الفصاحه، ۲۱۱۱ جمله، افلح من الی الاسلام و کان عیشهُ کفافاً و قنع به) ،

[259] دا مانا اګزيستانسياليست فيلسوفانو او له دې ځنې هايدګر ته پرېمانه اهميت لري. زموږ په احاديثو کې هم دې ټکي ته اشاره شوې ده لکه: پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ويلي: که چېرته حېوانات د نورو حېواناتو له مرګ څخه هغسې خبر وای، لکه څرنګه چې تاسې ترې خبر یې؛ نو کله به یې د نورو حیواناتو غوښه نه خوړه. ( کیمیای سعادت، امام محمد غزالی، حسین خدیوجم تصحیح، علمي او فرهنګي انتشارات، دویم ټوک،۶۱۳ ام مخ)

[260] نهج البلاغه، ۲۰۴ مه خطبه. بحار الانوار:۷۴ ټ، ۳۹۱ مخ.

[261]  (بقره/۱۲۵)

[262] (آل عمران/۱۳۳)

[263]  وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا  (اسراء/۷۰) = او په رښتيا موږ د آدم ځوځات ته ډېر عزت وركړى؛ او دوى مو په وچه او لمده كې (د مراد پر سپرليو) سپاره كړي دي؛ او له ډول ډول پاكو څيزونو مو روزي وركړې ده؛ او پر خپلو ډېری مخلوقاتو مو پوره غوره كړي دي.

[264] ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (مؤمنون/ ۱۴) 

[265]  (کهف/۵۴)

[266]  (معارج/۱۹- ۲۲)

[267] (اسراء/۱۱)

[268]  (اسراء/۸۳)

[269]  (انبیاء/۳۷)

[270]  (نهج البلاغه، کلمات قصار، ۳۰۳)

[271]  (اعراف/۱۷۹)

[272]  (فرقان/۴۴)

[273] (نهج البلاغه/۱۹۳ مه خطبه)

[274]  (۵۳ ليک، نهج البلاغه)

[275]  (نساء/۵۹)

[276] د حلاج او عين القضاة د نظرياتو لا پېژندنې لپاره وګورئ: نيکلسون (رنيولد. ا. )، تصوف اسلامي و رابطه انسان وخدا. ژباړه: محمد رضا شفيعي کدکنی (انتشارات قوس، ۱۳۵۸)، ۱۷۲ – ۲۰۱ مخونه.

[277]  (کهف/۵۰)

[278] بحار: ۶۹ ټ، ۵۴ مخ

[279] د زهد ښوالی او سموالی نبايد د دې لامل شي چې پر ټولو يې ور وتپوو.  ټول زاهدانه ژوند نه خوښوي او نه يې زغمي. عموم خلک خپله دنيا غواړي او د مسافرتون په سترګه هم ورته نه ويني. عموم دنيوال هم همدغسې دي. بدترين نظامونه او دوزخي ترين سیستمونه د دې انګېرنې له مخې رادبره شوي که ټول خلک همفکري شي، ځمکه به پر جنت واوړي. ديني مشران معروفاتو ته د بلنې لپاره راغلي ول؛ خو له اوږدو هڅو سره سره يې بيا هم خلک متفاوت پاتې شول او يووالی او وحدت د يو لاس توب او يو موټي توب پر مانا هډو ترلاسه نشو؛ ځکه د اختلافاتو شتون، د دنيا د موجوديت غوښتنه او په نړۍ کې د الهي رحمت د ورېدا لازمه ده. يوازې جنت دی چې اختلاف پکې نشته او البته داسې نه ده چې دنيا د مخکېني جنت دويمه نسخه او کاپي وي. کله چې ويل کېږي، موږ له جنته شړل شوي يو، په دې مانا ده چې دا دنيا جنت نه دی او نه جنت کېدای شي؛ نو د دنيا د جنتي کولو هره کړلاره، له ماتې سره مخ ده او له بيخه د ناوړې پوهېدنې زوکړه ده.

[280]  (النازعات/۴۰، ۴۱)

[281]  (یس/۱۱)

[282]  (نمل/۱۰\)

[283]  (ذاریات/۲۸)

[284]  (فاطر/۲۸)

[285] (اعراف/ ۱۴۳)

[286]  (فاطر/۲۸)

[287] (حافظ دېوان، ۲۱۱ غزل)

[288] (شمس کليات، ۱۷۵ غزل)

[289] (د حافظ دېوان، ۳۴۵ غزل)

[290] (د حافظ ديوان، ۲۰۱ غزل)

[291] (آل عمران/۲۶)

[292] (غزليات سعدي، د حبيب نعمايي سمونه، ۲۴۸ ګڼه بدايع، ۴۷۰ مخ)

[293]  (بقره/۲۰۶)

[294] (د حافظ شیرازي ديوان، ۲۱۲ غزل)

[295]  (طه/۱۲۴)

[296] (نهج البلاغه، ۲۱۶ مه خطبه)

[297]  (انبیاء/۲۳)

[298] له پېغمبر اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) څخه روايت شوی: خورا ځيرک هغه دی چې مرګ ډېر يادوي او ورته چمتو وي. «أَكْيَسَ الناس أَكْثَرُهُمْ ذِكْراً لِلْمَوْتِ وَ أَشَدُّهُمْ لَهُ اِسْتِعْدَاداً له»(المحجة البیضاء ، ۸ جلد، کتاب ذکر الموت و ما بعده)

[299]  (زمر/۴۵)

[300] سئل عن التوحید والعدل فقال [علي]:  التوحید ان لا تتوهمه و العدل ان لا تتهمه… (بحار الانوار: ۵ ټ، ۵۲ مخ له نهج البلاغې په روایت) او عين همدا روايت د امام صادق (رح) له خولې دی. (بحار الانوار: ۵ ټ، ۵۸ مخ، او بيا امام صادق وايي: اما التوحید فان لا تجوز علی ربک ما جاز علیک اما العدل فان لا تنسب الی خالقک مالام علیه …. (بحار الانوار: ۵ ټ، ۱۷ مخ.)

[301] احيای علوم الدين: ۴ ټ، ۲۱۲ مخ؛ کنوز الحقايق: ۲۵ مخ؛ صحيح مسلم: ۱ ټ، ۶۵ مخ.

[302] (بقره/۱۴۸)

[303]  (عبس/۲۴)

[304]  (شعراء/۱۸)

[305]  (شعراء/۱۹)

[306] (قصص/۱۵)

[307]  (شعرا/۲۰)

[308]  (شعراء/۲۳)

[309] مثنوی شپږم دفتر

[310] مثنوي دویم دفتر

[311]  (آل عمران/۹۲)

[312] ( نهج البلاغه ، ۳۲۰ شمېره حکمت)

[313] (نهج البلاغه: کلمات قصار ۱۱۳)

[314] (مثنوی)

[315]  (کلمات قصار، ۲۸۷ ګڼه)

[316] ان الله تعالی جمیل یحب الجمال ان یری اثر نعمته علی عبده و یبغض البوس و التباوس(مسلم ۱ ټ ۶۵ ام مخ، مستدرک حاکم، ۱ ټ، ۲۶ مخ، احیای علوم الدین، ۴ ټ ، ۲۱۲ مخ،)

ان الله تعالی یحب الجمال سخی یحب السخا و نظیف یحب النظافه (جامع صغیر، ۱ ټ ، ۶۸مخ)

[317] ډېر سمه دا ده چې حقيقي او اعتباري مُدرکات ورته ووايو. او دلته د مُدرکاتو پرځای تصديقات راوړو، چې په ځیرنه وېشنه او قضاوت وشي، حقيقي ادراکات صدق و کذب رانغاړي. او صدق و کذب يې زموږ د خوښې او فرض ايل او تابع نه دی؛ خو د اعتباري او مجازي مدرکاتو صدق و کذب زموږ په فرضو، منلو او خوښې پورې اړه لري.

[318] خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ (تغابن/ ۳) = اسمانونه او ځمكه يې (د مصلحت له مخې او) په حقه پيدا كړي او تاسې يې (په جنيني نړۍ کې) په ښكلې او په زړه پورې انځورنې سره انځور کړئ او د ده لور ته ورتګ دی.

[319] د حافظ شیرازي دېوان

[320] مثنوي

[321] إِنَّ قَوْماً عَبَدُوا اللَّهَ رَغْبَةً فَتِلْكَ عِبَادَةُ التُّجَّارِ وَ إِنَّ قَوْماً عَبَدُوا اللَّهَ رَهْبَةً فَتِلْكَ عِبَادَةُ الْعَبِيدِ وَ إِنَّ قَوْماً عَبَدُوا اللَّهَ شُكْراً فَتِلْكَ عِبَادَةُ الْأَحْرَارِ – په رښتینه کې ځينې خلک خداى د ورکړې په هيله لمانځي، دا د سوداګر عبادت دى، ځينې يې د ډار له لامله لمانځي، دا د مريانو عبادت دى او ځينو د مننې له لامله ولمانځه، چې دا د ازادو عبادت دى.

[322] إِنَّمَا يَنْظُرُ الْمُؤْمِنُ إِلَى الدُّنْيَا بِعَيْنِ الِاعْتِبَارِ وَ يَقْتَاتُ مِنْهَا بِبَطْنِ الِاضْطِرَارِ وَ يَسْمَعُ فِيهَا بِأُذُنِ الْمَقْتِ وَ الْإِبْغَاضِ إِنْ قِيلَ أَثْرَى قِيلَ أَكْدَى وَ إِنْ فُرِحَ لَهُ بِالْبَقَاءِ حُزِنَ لَهُ بِالْفَنَاءِ هَذَا وَ لَمْ يَأْتِهِمْ يَوْمٌ فِيهِ يُبْلِسُونَ  – خو مؤمن دنيا ته د عبرت په سترګو ګوري او له دنيا د اړتيا هومره اخلي او په دښمنۍ د دنيا خبره اوري؛ ځکه څنګه يې چې وويل، پانګوال شو؛ نو ګنې نشتمن شو او څنګه چې په ژوند کې خوشحاله شي؛ نو د مرګ رارسېدل يې خپه کوي او دا خو دومره خپګان نه دى، د پرېشانۍ او نهيلۍ ورځ خو لا راغلې نه ده. (نهج البلاغه، ۲۳۷ شمېره حکمت)

[323] د طاووس د پيدايښت په اړه د نهج البلاغې  ۱۴۵ خطبه او د پرښتو په باب: لومړۍ خطبه ولولئ.

[324] لکه چې ويل شوي، که پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) د چا شعر وايه؛ نو مات او نا انډوله کاوه يې چې خبرې يې د شعر بوی ونلري: لکه دا شعر:

عميرة ودع ان تجهزت عادیا

کفی الشیب والاسلام للمراء ناهیا

دا یې دغسې وایه: … کفی الاسلام والشیب…

او هم دا پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) و چې دا شعر يې د «عربو خورا سم شعر» باله:

الا کل شیئ با خلاالله باطل

و کل نعیم لا محاله زایل

بې له الله هر څه باطل دي او بېشکه هر نعمت زوال مومي» او څرګنده ده چې دا کلام بې له نظمه بل څه نه دی او څه شعريت  نلري. نو دغسې و له تخيل او شاعرۍ څخه د نبي اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) ډډه کول.

[325]  (کلمات قصار، ۴۵۷ ګڼه)

[326]  (بحار الانوار: دویم ټوک)

[327]  (غرر الحكم)

[328]  شیخ سعدي شیرازي

[329]  (مصباح الشريعه)

[330]  (غرر الحكم)

[331]  (المحجة البیضأ، کتاب العلم)

[332]  (مصباح الانس)

[333]  (عنکبوت/۵۷)

[334]  (زمر/۳۰)

[335]  (بحار الانوار: ۷ټوک، ۲۴مخ)

[336]  (بحار الانوار: ۷۰ټ، ۱۹۵ مخ)

[337]  (عنکبوت/۶۹)

[338]  (غرر الحکم)

[339]  (آل عمران/۲۹)

[340]  (بحار الانوار: ۷ ټوک، ۶۴مخ)

[341]   [اصول کافي: ۲ ټوک]

[342]  (بحار الانوار: ۷۷ټوک، ۱۲۶مخ)

[343]  (مایده/۵۴)

[344]  ( بحارالانوار: ۷۶ ټوک،۲۰۹ مخ)

[345]   ( عنکبوت/۶۹)

[346]  (کهف/۲۸)

[347]  (طه/۳۲)

[348] حافظ شیرازي غزلونه، ۱۶۷ مخ

[349]  (آل عمران/۱۹۲)

[350] یوان کبیر ۱۳۹۳ غزل

[351]  (المیزان تفسیر: ۱۸ ټوک)

[352]  (الانبیاء/۱۰۲)

[353]  (نهج البلاغه ۱۷۶ مه خطبه)

[354]  (بحارالانوار: ۷۸ ټوک: ۳۵۶ مخ)

[355]  (بقره/۲۱۶)

[356]  (محمد/۳۱)

[357] (بقره/۱۵۵)

[358]   (کلمات قصار، ۹۹ ګڼه)

[359]  [بحار الانوار: ۷ ټوک، ۱۷۳ مخ]

[360]  (بحار الانوار، 82 ټ، 136 صفحه)

[361]  (اصول كافى، 2 ټ)

[362] ( الانبیاء/۱۰۱- ۱۰۳)

[363]  (فجر/ ۲۷- ۲۸)

[364] د حافظ شیرازي ديوان

[365] مثنوى، لومړی دفتر ، 1601 -1600

[366]  (غرر الحكم)

[367]  (نهج البلاغه: ۵ مه خطبه)

[368] مثنوى، لومړی دفتر 3990 او 3992 بیتونه

[369] مثنوى، لومړی دفتر ، 4003 -4001 بیتونه

[370] (نهج البلاغه: ۲ حکمت)

[371] (توبه/۱۲۲)

[372]  (بحار الانوار: ۷ ټ، ۳۰۷ مخ)

[373]  (تحف العقول)

[374]  (نحل/۹۹)

[375]  (مومنون/۹۷، ۹۸)

[376]  (فلق/۱)

[377]  (ناس/۱)

[378]  (غافر/۲۸)

[379]  (غافر/۴۴)

[380] (طلاق/۲،۳)

[381] نهج البلاغه: ۱۳۰ خطبه

[382]  (ابراهیم/۱۲)

[383]  (بحارالانوار: ۷ ټوک، ۹۶ مخ)

[384]  (نساء/۷۱)

[385]   (انفال/۶۰)

[386]  (دخان/۲۳)

[387]  (جمعه/۱۰)

[388] (المیزان تفسیر، ۱۹ ټوک)

[389] (اسراء/۱۲)

[390]  (توبه/۲۸)

[391]  (اسراء/۶۶)

[392]  احیاء العلوم، کتاب التوحید و التوکل، ۲۷۱ مخ

[393]  (توبه/۱۴)

[394]  (انفال/۱۷)

[395]  (ابراهیم/۱۲)

[396]  (اصول کافي، ۲ ټوک)

[397]  (محمد/۱)

[398]   (نهج البلاغه، ۱۱۳ حکمت)

[399] (نهج البلاغه: ۱۶ حکمت)

[400]   (انعام/۱۰۷)

[401]  (اسراء/۵۴)

[402]  (فرقان/۴۳)

[403]  (انفال/۲)

[404]  (احزاب/۴۸)

[405]  (ابراهیم/۱۲)

[406]  (فرقان/۵۸)

[407] (شعراء/۲۱۷)

[408]  (آل عمران/۱۵۹)

[409]  (غاشیه/۲۱، ۲۲)

[410]   (بقره/۶۱)

[411]  (آل عمران/۱۵۹)

[412] (نحل/۹۹، ۱۰۰)

[413]  (اعراف/۱۶) 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست