تبلیغات

أخبرني محمّد بن وهب بن عبد الله بن سماك بن أبي كريمة الحراني ، قال : حدّثنا محمّد بن سلمة ، قال :‌ حدّثنا[محمّد [ بن إسحاق عن يزيد بن محمّد بن خثيم ، عن محمّد بن كعب القرظي ، عن محمّد بن خثيم ،عن عمّار بن ياسر،قال: كنت أنا و عليّ بن أبي طالب […]

أخبرني محمّد بن وهب بن عبد الله بن سماك بن أبي كريمة الحراني ، قال : حدّثنا محمّد بن سلمة ، قال :‌ حدّثنا[محمّد [ بن إسحاق عن يزيد بن محمّد بن خثيم ، عن محمّد بن كعب القرظي ، عن محمّد بن خثيم ،عن عمّار بن ياسر،قال: كنت أنا و عليّ بن أبي طالب رفيقين في غزوة العشيرة ، فلمّا نزلها رسول الله (ص) و أقام بها ، رأينا أناساً من بني مدلج يعملون في عين لهم أو في نخل ، فقال لي عليّ : « يا أبا اليقظان ؛ هل لك] في [ أن نأتي هؤلاء[القوم [ فننظر كيف يعملون » ؟ قال :‌قلت : إن شئت . فجئنا هم فنظرنا إلي عملهم ساعة ، ثمّ غشينا النوم فانطلقت أنا و عليّ حتّي اضطجعنا في ظلّ صور من النخل ، و في دقعاء من التراب فنمنا ،‌ فو الله ؛ ما أنبهنا إلاّ رسول الله (ص) يحرّكنا برجله و قد تتربّنا من تلك الدقعاء الّتي نمنا فيها ، فيومئذ قال رسول الله (ص) لعليّ : « ما لك يا أبا تراب » لما يري ممّا عليه من التراب ، ثمّ قال : « ألا أحدّثكما بأشقي النّاس[رجلين [ » ؟ قلنا :‌ بلي يا رسول الله . قال : « أحيمر ثمود الّذي عقر الناقة ، و الّذي يضربك يا عليّ ؛ علي هذه » و وضع يده علي قرنه « حتّي يبلّ منها هذه » و أخذ بلحيته .

 بدمرغه انسان د علي(ک) وژونكى دى

149- حديث : حضرت عمار ياسر (رض) وايي:د “عشيره” په جګړه كې له علي(ک) سره وم، دا چې پېغمبر اکرم هلته راغلى و؛ نو پاتې شو. د “بني مدلج” د ټبر سړيو په خپلو ويالو يا د کجورو په باغونو كې كار كاوه. علي(ک) راته وويل: راځه چې د هغو كار وګورو. ولاړو او د هغوى كار ته مو كتل،چي خوب راغى او تر سيورې لاندې پر اړخ سملاستو، رسول اكرم په خپله پښه له خوبه راويښ كړو او بدنونه مو پر خاورو شوي وو؛ نو پر دې مهال علي(ک) ته يې وويل:((ابوترابه! پر تا به څه كېږي! ايا دوه بدمرغه انسانان دروښيم؟)) ورته مو وويل : هو يا رسول الله! پېغمبر اکرم وويل: (( يو تن ( د حيمر په نامه ) د ثمود په قوم كې و، چې د “صالح” اوښه يې چو كړه او ويې وژله او علي! هغه، چې ستا دغه ځاى په توره وهي.)) او لاس يې د علي(ک) پر سر كېښود، بيا يې د علي(ک) ږيره ونيوه او ويې ويل: (( تردې ، چې وينه دې دا ځاى سور كړي.))

 148 حديث په نورو سر چينو كې : كتاب السنه : ص 582 ، ح 1313 ؛ معجم كبير طبراني : ج 8 ، ص 445 ، ح 7913 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 517 ، ح 445 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 135 ، ح 178 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ص 274 ـ 275 ، ح 804 ـ 806 او ص 278 ـ 279 ، ح 808 ـ 810 ؛ كنز العمّال :‌ ج 13 ، ص 151 ، ح 36474 .

 149 حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي : ص 19 ، ح 120 ؛ مصنّف عبد الرزاق : ج 6 ، ص 39 ، ح 9936 ؛ طبقات ابن سعد : ج 1 ، ص 124 ؛ مصنّف ابن ابي شيبه : ج 2 ، ص 471 ، ح 111555 او ج 6 ، ص371 ، ح 32080 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 186 ، ح 807 او ص 332 ، ح 1093 او ص 323 ، ح 1074 ؛ سنن ابي داود :‌ ج 3 ، ص 214 ، ح 3214 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 335 ، ح 423 ـ 424 ؛ علل دار قطني : ج 4 ، ص 146 او 159 .

 150 . أخبرنا عليّ بن حجر[المروزي [ ، قال : أخبرنا جرير[بن عبد الحميد] عن مغيرة[بن مقسم]، عن أمّ موسي[سرّية عليّ (ع) [ قالت: قالت أم سلمة: إنّ أحدث الناس عهداً برسول الله (ص) عليّ .

علي(ک) رسول اكرم (ص) ته خورا نږدې و

150- حديث : حضرت ام سلمه رضي الله عنها (د پېغمبر يوه ښځه) وايي: رسول اکرم ته نژدې تن حضرت علي(ک) و.

 151 . أخبرنا محمّد بن قدامة ، قال : حدّثنا جرير[بن عبد الحميد [ عن مغيرة ] بن مقسم[،عن أمّ موسي ،‌قالت : قالت أمّ سلمة: و الّذي تحلف به أمّ سلمة؛إن كان أقرب النّاس عهداً برسول الله (ص) علي . قالت:لمّا كان غداة قبض رسول الله (ص) ، فأرسل إليه رسول الله (ص) ، و كان أري في حاجة أظنّه بعثه فجعل يقول:« جاء عليّ » ثلاث مرّات . قالت : ‌فجاء قبل طلوع الشمس ، فلمّا أن جاء عرفنا أنّ له إليه حاجة ، فخرجنا من البيت ، و كنّا عدنا رسول الله (ص) يومئذ في بيت عائشة ، فكنت في آخر من خرج من البيت ، ثمّ جلست أدناهنّ من الباب ، فأكبّ عليه عليّ فكان آخر النّاس به عهداً ، جعل يسارّه و يناجيه .

 151- حديث : حضرت ام سلمه بي بي وايي: قسم پر هغه، چې ام سلمه پرې قسم خوري،چې علي،رسول اکرم ته ګران و او زياتوي : پر هغه ورځ چې رسول اکرم له دنيا تله؛ نو په علي(ک) پسې يې څوك ولېږه، په خيال مې،چې د كوم حاجت لپاره و،. موږ پر هغه ورځ د عايشې په كوټه كې له رسول اکرم سره وو، چې رسول اكرم درې ځل وويل:((علي دې راشي.))

علي چې راغى؛نو لمر لا راختلى نۀ و. موږ پوه شو ، چې دوى په خپلو كې خبرې لري ؛ نو له كوټې راووتو او زه وروستۍ وم ،چې راووتم. زه د ورۀ غاړې ته د پېغمبر اکرم له نورو ښځو سره ناسته وم، چې علي(ک) د پېغمبر خبرو ته غوږ نيولى و او رسول اکرم ورسره رازونه ويل او علي(ک) تر پايه له پېغمبر اکرم سره و.

 150 حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي : ص 19 ، ح 121 .

151 حديث په نورو سر چينو كې : معجم اوسط طبراني : ج 3 ، ص 150 ، ح 2307

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست