تبلیغات

ځلکدن او د مړينې وخت ځلکدن ډېر حساس او خطرناک وخت دى ان ښه خلک هم ترې ويرېږي؛ البته دا خبره له دې سره منافات نه لري،چې د جانان له کتو سره مينه ولري؛لکه يو لامبو وهونکى،چې د مرغلرو پيدا کولو ته لېوال وي؛خو له ډوبېدو هم ويرېږي.   د ښو خلکو ځلکدن تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ […]

ځلکدن او د مړينې وخت

ځلکدن ډېر حساس او خطرناک وخت دى ان ښه خلک هم ترې ويرېږي؛ البته دا خبره له دې سره منافات نه لري،چې د جانان له کتو سره مينه ولري؛لکه يو لامبو وهونکى،چې د مرغلرو پيدا کولو ته لېوال وي؛خو له ډوبېدو هم ويرېږي.

 

د ښو خلکو ځلکدن

تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا(احزاب/۴۴) = پر كومه ورځ، چې له خداى سره مخامخېږي؛نو”سلام” به يې ښه راغلاست وي او د عزت اجر يې ورته چمتو کړى دى. (٨٦)

د بدو خلکو ځلکدن

وَلَوْ تَرَى إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُواْ الْمَلآئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيقِ(انفال/۵۰)= او كه ووينې چې (د مرګ) پرښتې د كافرانو ساه ګانې اخلي او هغوى پر مخونو او څټونو وهي او(وايي:) سوځنده عذاب وڅكئ ( د هغوى پر حال به دې تاسف كړى واى) . (٨٧)

په بل آيت کې راغلي: فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ (محمد/۲۷) = نو په هغه وخت كې،حال به يې څرنګه وي،چې (د مرګ) پرښتې يې (ساګانې) په بشپړ ډول اخلي او (پرښتې) يې پر مخونو او شاګانو وهي؟! (٨٨).

 

اسانه ساه ورکول

په روايت کې راغلي :چاچې پښې لوڅي مؤمن ته پېزار ورکړ؛ نو خداى به يې ځلکدن اسان کړي .(٨٩) ( سفينة البحار)

په يوه بل روايت کې راغلي : څوک چې غواړي ځلکدن يې اسان وي ؛نو زړه سوی يا صله رحم دې ولري او له مور و پلار سره دې نېکي وکړي او د هغوى خدمت دې وکړي .(٩٠) ( سفينة البحار)

رسول اکرم وويل :چاچې له حضرت علي سره مينه وکړه ؛نو ځلکدن به يې اسان وي . (٩١) (بحارالانوار، ۷/ ۲۲۱)

په دې کې اړنګ نشته،چې له مينې مراد پر پله يې پل ايښوول او ترې لاروي ده .

په يوه روايت کې راغلي :داچې يو مؤمن اسانه ساه ورکړي ؛نو هغه ځاى ته يې يوسئ،چې تل به يې هلته لمونځ کاوه . (٩٢) ( کافي، ۳/ ۱۲۵)

 

له الهي اولياو سره کتنه

مرحوم مجلسي په دې هکله ٥٦ حديثونه رانقل کړي دي،چې انسان د مړينې پر مهال د خداى استازى او ځايناستى يې حضرت علي ويني او بيا وايي: د مړينې پر مهال د حضرت حضرت محمد (ص) او نورو معصومو امامانو راتګ هغه خبره ده،چې پخلي ته يې خورا ډېر روايتونه شته او له شيعه وو سره دا خبره ځانګړى شهرت لري . (٩٣) (بحارالانوار، ۷/ ۲۲۱)

 

 

 

ساه ورکول

څوک له انسانه ساه اخلي ؟ خداى، حضرت عزرائيل او که کومه بله پرښته ؟

قرآن شريف په يوه ځاى کې دا کار د خداى ګڼلى، وايي:اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا(زمر/۴۲) = خداى ساګانې د هغوى د مړينې په وخت كې پوره اخلي (٩٤) .

په بل ځاى کې دا کار د “ملک الموت” ګڼل شوى،وايي :قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (سجده/۱۱)= ووايه: (( پر تاسې چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده، ستاسې (روح) اخلي،بيا د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. )) (٩٥)

او په يوه بل ځاى کې يې دا کار د نورو پرښتو ګنلى دى : ((تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا ( انعام/۶۱) )) (٩٦) يعنې زموږ درلېږل شوى پرښتې ساه اخلي .

دا درې آيتونه يو له بل سره منافات نه لري؛ځکه “ملک الموت” ته هم د خداى له لوري دنده ورکړل شوې،چې په قرآن شريف کې هم د ((وُكِّلَ بِكُمْ)) په غونډلې-جملې دې دندې ته اشاره شوې؛لکه څنګه چې پرښتو ته هم د خداى له لوري ددې کار دنده ورکړ شوې ده .

 

د ساه ورکوونکي پر وړاندې مو دنده څه ده ؟

ساه ورکوونکي ته بايد پر توحيد،نبوت او د دولس ګونو امامانو شهادت ور تلقين کړو .(٩٧) ( محجة البيضاء، ۸/ ۲۶۳) بحارالانوار، ۶/ ۱۹۵)

 

 

 

د نورو تر مړينې وروسته زموږ دنده

د يو انسان تر مړينې وروسته يې پر کورنۍ او شاوخوا خلکو يو لړ اعمال ؛لکه جنازه ،غسل ،کفن او … واجب دي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست