بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د عقل روزنه زموږ بحث په اسلام کې د ښوونې او روزنې په هکله دى.ښوونه او روزنه د وګړيو د جوړولو ويينه ده.يو ښوونځى،چې ټاکلې موخې او هر اړخيز قوانين لري او په څرګندنه – اصطلاح حقوقي،سياسي او وټيز-اقتصادي سيستم لري؛نو نشي کړاى د ښوونې او روزنې ځانګړى سيستم و نه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
زموږ بحث په اسلام کې د ښوونې او روزنې په هکله دى.ښوونه او روزنه د وګړيو د جوړولو ويينه ده.يو ښوونځى،چې ټاکلې موخې او هر اړخيز قوانين لري او په څرګندنه – اصطلاح حقوقي،سياسي او وټيز-اقتصادي سيستم لري؛نو نشي کړاى د ښوونې او روزنې ځانګړى سيستم و نه لري؛يعنې يو ښوونځى،چې غواړي په خلکو کې ځانګړي اخلاقي،سياسي او وټيزې برنامې پلي کړي او بالاخره دا چارې انسانانو ته غواړي،که موخه “وګړى” وي او که “ټولنه”،چې دا په خپله يوه مسئله ده،چې دلته پرې ويينه کېږي .
که موخه ټولنه وي؛نو بالاخره وګړي دي،چې بايد دا طرحې پلي کړي. وګړيو ته بايد ښوونه وشي او داسې وروزل شي،چې په ټولنه کې همدا طرحې پلي کړي او که موخه مو “وګړى” وي [څرګنده ده،چې د وګړيو ښوونه او روزنه ضروري چار دى ]؛نو بيا هم په اسلام کې،د ټولنې او وګړي ساهوتوب (اصالت) خوندي دى؛يعنې پخپله وګړى له ساهوتوبه تش نه دى؛نو بالاخره د وګړي د جوړولو لپاره طرح او برنامه شته،چې وګړى د هغو طرحو لپاره جوړ شي،چې د ټولنې لپاره دي (،چې دا طرحې او برنامې د ټولنې د جوړولو لپاره سريزه ده) يا له دې نظره،چې موخه وګړى دى؛نو بايد وګړى جوړ کړو او يا بايد له يو ډله ايز نظره وګړى جوړ شي،هم له دې پلوه،چې د ټولنې د جوړولو لپاره اوزار او سريزه شي او هم له دې پلوه،چې په خپله موخه ده.
نوځکه بايد د اسلامي ښوونې او روزنې په اصولو ځان پوه کړو . لومړى دا چې آيا اسلام د تعليم مسئلې ته د ښوونې په نامه ارزښت ورکړى که نه ؟ او په بله وينا : آيا اسلام د انسان د عقل او فکر د روزنې په تکل کې دى که نه؟ دا هماغه د علم مسئله ده،چې له پخوا په علماوو کې مطرح ده؛هم د مطلب آر،چې اسلام هغه دين دى، چې علم ته يې رابللي يو او هم ځانګړنې يې،چې اسلام کوم علم ته بلنه ورکوي،چې د “غزالي” او “فيض” په څېر پوهانو پرې ويينه کړې ده او د ښوونې او روزنې له نظره هم،چې د اسلام اخلاقي قوانين،د انسانانو د روزنې ټول قوانين دي،چې هغه انسان،چې اسلام يې روزل غواړي او د اسلام بېلګه انسان دى،څرنګه انسان دى او “انساني ماډل” يې کوم ډول دى؛البته دلته يو لړ مسايل هم شته،چې د مطلب د پلي کولو د څرنګوالي په هکله دي؛يعنې موخې ټاکل شوي؛خو د انسان د روزنې لپاره له کوم طريقې ګټه واخېستل شي؟ د بېلګې په توګه : د ماشوم د ښوونې او روزنې په هکله څه احکام راغلي او څومره د واقعيت له مخې او د انسان له اروا سره اړخ لګوي او زموږ تېرې ښـوونې او روزنې څومره د اسلامي ښوونې او روزنې له اصولو سره اړخ لګاوه او څومره يې نه لګاوه او نننۍ ښوونه او روزنه ورسره څومره اړخ لګوي ؟
د عقل روزنه
لومړى بايد د عقل او فکر په روزنې ويينه وکړو.دلته دوې مسئلې دي : يوه د عقل د روزنې او بله د علم مسئاله ده .
د “علم” مسئله هماغه ښوونه ده .”تعليم” ښوونې ته وايي . د تعليم له نظره،متعلم يوازې زده کوونکى دى او ماغزه يې د هغه ګودام په څېر دي،چې معلومات پکې اچول کېږي؛خو په آموزش (زده کړه) کې بسيا نه ده،چې موخه دا وي. نن هم دا خبره نيمګړتيا ګڼل کېږي،چې د ښوونکي موخه دا وي،چې د زده کوونکي ماغزو ته يو لړ معلومات،اطلاعات او فرمولونه ورواچوي او هلته يې زېرمه کړي. ښوونکى بايد اوچته موخه ولري او هغه دا چې د زده کوونکي انديز – فکري ځواک وروزي او د ابتکار (نوښت) ځواک يې ژوندى کړي.
حضرت اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب (نهج البلاغه :٣٣١ حکمت) وايي : العلم علمان (او د يو بل نقل له مخې: العقل عقلان) : مطبوع علم و مسموع علم (يا: مطبوع عقل و مسموع عقل) و لا ينفع السمعوع اذا لم يکن المطبوع؛يعنې علمونه دوه دي : يو اورېدل شوى؛يعنې له بهره زده شوى او بل مطبوع علم.
مطبوع علم هغه دى،چې د انسان له خټې او طبيعته سرچينه اخلي؛هغه علم،چې انسان له بل نه وي زده کړى؛نو څرګنده ده،چې نوښت يې دى. بيا وايي : (( و علم مسموع))؛ که علم مطبوع نه وي؛نو ګټه نه لري او واقعا هم داسې ده .
دا به درته تجربه شوې هم وي؛داسې کسان شته،چې بېخي مطبوع علم نه لري،چې ددې چار سرچينه ناوړه علم او ناوړه روزنه وي؛نه دا چې استعداد يې نه درلود. ښوونه او روزنه يې داسې نه وه،چې مطبوع ځواک يې په حرکت راولي او و يې روزي .
پخوانى ښوونيز سيستم او د عقل روزنه
پخوانى ښوونيز سيستم هم داسې و. ليدل مو، څه چې په کتاب کې ول؛ هغه يې ټکى په ټکى په ماغزو کې ساتل او يوازې هغه يې يادول،چې له ښوونکي يې اورېدلي ول او بې له دې معلوماتو،چې هر څه ترې وپوښتې؛په هېڅ نه پوهېږي او معلومات يې يوازې همدا مسموعات دي؛نو ګورئ،چې عالم دى؛خو ماغزه يې جاهل دي. عالم دى؛خو ماغزه يې د جاهل دي. [ژباړن: له بده مرغه،چې زموږ په هېواد کې همدا اوس هم همدا سيستم واکمن دى؛يعنې ان په پوهنتون کې هم استاد راشي او محصلينو ته”چپټرنوټ” ورکوي او استاد هم د خپل چپټر نوټ له مخې د ازمون لپاره سوالونه جوړوي او محصل هم يوازې هماغه چپټر وايي،چې د هېواد د استادانو دا کړنلار له هېواد او علم دواړو سره ظلم او جفا ده.]
مشهوره خبره ده_البته افسانه ده_ يو وړاندويونکي د وړاندويينې پوهه خپل زوى ته هم ورزده کړې وه. دې سړي په خپله د پاچا په دربار کې ښه معاش درلود او دا علم يې ځکه خپل زوى ته ورښوولى و،چې ترې وروسته په دربار کې زوى يې په دې منصب کېني . يوه ورځ يې خپل زوى پاچا ته بوت. پاچا غوښتل و يې ازمايي.هګۍ يې په لاس کې ونيوه،ورته يې وويل : زما په لاس کې څه دي؟ هغه چې خپل حسابونه وکړل؛پوه نه شو،چې څه دي. لومړى يې وويل : منځ يې ژېړ او شاوخوا يې سپينه ده. تر فکر وروسته يې بيا وويل:دا د ژرندې تيږه ده،چې په منځ کې يې ورته ګاځرې اچولې دي .د پاچا ډېر بدې راغى او د هلک پلار ته يې وويل :دا څه علم دى،چې تا ورزده کړى دى ؟ پلار يې وويل: ما علم ښه ورښوولى؛خو دى عقل نه لري؛لومړى خبره يې د علم له مخې وکړه او دويمه يې (،چې مخکې سره تطبيقوله) د بې عقلۍ له مخې وکړه؛شعور يې کار و نه کړ،چې د ژرندې تيږه د انسان په لاس کې ځاييږي که نه،چې دلته بايد انسان عقل وکاروي .
له ډېرو ښوونکيو زده کړه معيار نه دى
په علماوو کې مې هغه بېخي نه خوښېږي،چې وايي : دېرش کاله مې له پلاني زده کړه کړې او شل کاله مې له پلاني زده کړه کړې وې. يو عالم،چې دېرش يا څلوېښت کاله يې يوازې زده کړه کړې؛نو بېخي يې ځان ته د فکر کولو وخت نه دى پرېښى؛ټول عمر يې يوازې له نورو په زده کړه تېر کړى او نور پکې دومره ځواک نه دى پاتې،چې فکر پرې وکړي .
د انسان ماغزه د انسان د معدې په څېر دي.د انسان معده بايد له بهره په خپله اندازه خواړه واخلي او په خپلو ترشحاتو او انزيمانو يې جوړه کړي او بايد دومره تش ځاى ولري،چې په اسانۍ وکړاى شي خواړه لاندې باندې کړي،چې انزايمونه او ترشحات پرې اغېز وکړي او انرژې ترې توليد کړي؛خو که يوې معدې ته تل خواړه ورواچول شي او بېخي ځاى پکې پاتې نشي؛نو د هضم پروسه به له ستونزو سره مخ شي .
د انسان ماغزه هم هرومره همداسې دي .په ښوونه او روزنه کې بايد زده کوونکي ته د فکر کولو وخت ورکړاى شي او فکر کولو ته وهڅول شي .
د اجتهاد مفهوم
د مرحوم حجت وينا ده : واقعي اجتهاد هغه دى،چې کله انسان له داسې مسئلې سره مخ شي،چې پخوا ورته نه وه راپېښه شوې او په يو کتاب کې يې هم نه وي لوستې؛نو سملاسي وکړاى شي اصول پرې تطبيق او استنتاج کړي؛خو که چا يوه خبره له بل زده کړې وي،چا وويل او ما زده کړل؛نو دا اجتهاد نه دى .
اجتهاد نوښت دى او دا چې انسان په خپله فرع پر اصل رد کړي .تل مجتهدين لوړکچي مقلدين وي. وينئ په څو پېړيو کې يو کس راپيدا کېږي،چې په اصولو کې بدلون راولي؛پر ځاى يې نوي اصول راوړي او نوي قواعد ابداع کوي، بيا نور مجتهدين ترې لاروي کوي .اصلي مجتهد هماغه يو دى او دا نور يې د مجتهد په بڼه مقلدين دي، چې سطحه يې لږه اوچته ده.واقعي مجتهد په هر علم (ادبيات، فلسفه،منطق، فزيک،رياضي او ….) کې همداسې دى .
وينئ،چې په فيزيک کې يو کس يو فيزيکي ښوونځى جوړوي او د فزيک ټول علما ترې لاروي کوي او تابع يې دي؛خو واقعي مجتهد هغه دى،چې د منلو وړ نوى ښوونځى رامنځ ته کړي او افکار د ځان تابع کړي .
خو تفکر بې له ښوونې او راوښوونې ناشونى دى . د تفکر اصلي تومنه ښوونه او تعلم دى (البته زموږ مطلب عقلاني تفکر دى او اوس د وحې له مسئلې سره کار نه لرو) او دا چې اسلام وايي : ((تفکر عبادت دى)) بې له دې دى، چې راښوونه عبادت دى.
دا دوه مسئلې دي،چې يوه د ښوونې او راښوونې په هکله ده،چې ښوونه عبادت دى،راښوونه عبادت دى او يوه د تفکر په هکله ده،چې تفکر عبادت دى او څه چې د تفکر په هکله لرو،تر راښوونې ډېر دي. د بېلګې په توګه : افضل العباد التفکر ( په کافي٢/55 مخ کې راغلي : افضل العبادة ادمان التفکر فى الله و فى قدرته؛يعنې غوره عبادت د خداى او قدرت په هکله يې تفکر دى) يا(د طوسي په امالي ١/١٤٥) کې راغلي : لا عبادة کالتفکر؛يعنې هېڅ عبادت د تفکر په څېر نه دى. يا(بحار٧١/٣٢٣) کان اکثر عبادة ابى ذر التفکر؛يعنې د حضرت ابوذر (رض) ډېرى عبادت تفکر و او په دې هکله ډېر روايتونه او آيتونه شته،چې غير د راښوونې له مسئلې دى.
په تفکر هم انسان له خپل فکره نتيجه اخلي او هم خپل فکر ته وده ورکوي او قرآن حکيم کې هم د تفکر او تعقل په اړه خورا سپارښتنې کړې دي.
تعليم او تعلم ته د اسلام رابلنه
بله مسئله د علم او تعلم ده،چې انسان بايد له نورو څه زده کړي او دا دومره روښانه ده،چې فکر نه کوم په باب يې خبرې وکړو. بايد د اسلامي پوهې او ښوونو د بريدونو په اړه خبرې وکړو،چې اسلام غواړي،کوم علم غواړي او دا چې د وحې په ړومبيو آيتونو (علق/١-٥) کې وايي :
((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ .خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ .اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ .الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ .عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ = ولوله ! د خپل پالونكي په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. ولوله، چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [ پالونكى ]،چې په قلم يې ښوونه وكړه،انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده .))
نو دا آيت تر ټولو ستر ګواه دى،چې اسلام علم ته څومره ارزښت ورکوي : الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ . قلم د ليک لوست ښکارندوى دى .
((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ=ايا هغوى، چې پوهېږي او هغوى، چې نه پوهېږي،يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.)) (زمر :٩ آيت)
((وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا= او پوهانو وويل: (( پر تاسې افسوس، الهي ثواب هغوى ته غوره دى، چې ايمان يې راوړى او نېكې چارې يې کړي وي.)) (قصص/٨٠ آيت)
همداراز پېغمبر اکرم صلى الله عليه آله وسلم وايي : (( بالتعليم ارسلت =زه تعليم ته رالېږل شوى يم .)) (بحار/١٢٠٦)
مشهوره کيسه ده،چې پېغمبر اکرم جومات ته راننوت او يوې ډلې عبادت کاوه او بلې تعليم او تعلم؛نو و يې ويل : (( کلا هما على خير و لکن بالتعليم ارسلت=دواړه ښـه چارې دي؛خو زه تعليم ته رالېږل شوى يم)) او بيا په خپله د تعليم او تعلم په ډله کې کېناست .
((هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ=(الله) هغه دى،چې په نالوستو كې يې استازى په خپله د هغوى يو تن (د استازي په توګه) راپاڅاوه، چې د خداى آيتونه ورته ولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت ور وښيي او که څه هم تردې له مخه په بېخي څرګنده بې لارۍ كې وو. (جمعه : دويم آيت)
يُزَكِّيهِمْ له روزنې سره اړخ لګوي او په روزنيزو چارو پورې اړوند دى وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ اوس،چې له کتابه هر مطلب وي،مطلق کتاب دى [يا قرآن] بالاخره کتاب او حکمت سره يوځاى شوي دي .حکمت د حقيقت لاس ته راوړل دي،چې پکې ويينه نشته؛خو ويينه په دې ده،چې څه حکمت دي او څه نه دي،چې صغروي ويينه ده. د هر حقيقت لاس ته راوړو ته حکمت وايي .
((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ = (د خداى) چې چا ته خوښه شي ( او وړ يې وګڼې ) پوهه او حكمت وركوي او چا ته،چې پوهه وركړه شي؛نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى دى او( له دې حقايقو) يوازې د پوهې خاوندان پند اخلي . (بقره :٢٦٩)
روښانه ده،چې اسلام په ټوليزه توګه تعليم او تعلم ته رابللي يو او موخه يې يوزاې داده،چې اسلامي امت بايد عالم وي.
نبوي حديث دى :((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) چې دلته ((مسلم)) خصوصيت نه لري او د ((مسلمه)) پر وړاندې نه دى .
[يادونه : په عربي کې د مذکر صيغه د سړي لپاره ځانګړې شوې نه ده او د مذکر صيغه هغه مهال سړي ته ځانګړې کېږي،چې د مونث پر وړاندې راشي؛خو چې کله د مونث پر وړاندې رانشي؛نو د ټولو لپاره ده؛لکه په قرآن کريم کې،چې راغلي: هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ (زمر/9) آيا دلته له الَّذِينَ يَعْلَمُونَ نه مطلب دادى : سړي،چې پوهېږي که کوم کسان،چې پوهېږي؟څرګنده ده،چې مطلب يې کوم کسان دي،چې پوهېږي.د ص سورت په ٢٨ آيت کې راغلي : (( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ =ايا هغوى، چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي، د هغه چا غوندې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!)) دلته ټولې صيغې مذکرې دي؛خو په ژباړه کې تاسې څه واست؟ (ايا هغو سړيو،چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي،د هغه سړيو غوندې كړو،چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!)؛يعنې داسې ښځې له دې ويينې بهر دي؟ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ؛ نو آياددې لپاره،چې ((متقين)) مذکره صيغه ده؛نو ښځې پکې نه راځي يا داچې مطلب ترې کسان دي.تر اوسه هيچا دا احتمال نه دى ورکړى (چې ددې آيت مطلب به داوي) ايمانوال او نېکچارې سړي،تر مفسدو سړيو غوره دي.
چې وپوښتي: آيا ايمانوالې او نېکچارې ښځې له مفسدو غوره دي که نه ؟ ووايي،چې قرآن ددې په هکله حکم نه لري .
آيا د (حجرات/١٣) آيت : (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ= په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى) ژباړه داده،چې په تاسې کې ډېر عزتمن سړي پرهېزګاران سړي دي او د ښځمنو خبره پکې نشته او که له ((ستاسې)) نه مراد انسانان دي ؟ او په اخلاقياتو کې هم داسې ده؛يعنې په عربي کې داسې نه ده،چې نارينه وو او ښځمنو ته اعم يوه صيغه وضع شوې وي؛يعنې د سړي لپاره ځانګړې صيغه او ښځمنو ته ځانګړې صيغه؛بلکې هغه صيغه هم که اعم د سړي لپاره وي؛همدا “صيغه مذکره” ده؛نو که د (( و مسلمة ټکى هم نه وي؛نو څوک نشي ويلاى،چې مفهوم عام نه دى او په ځينو روايتونو کې (( ومسلمة)) هم شته،چې کمزوري روايتونه دي او عموم روايتونه هماغه ((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) دي.
او آيا د (( المسلم من سلم المسلمون من لسانه و يده )) (کافي٢/٢٣٤) په حديث کې ((المسلم)) د سړي لپاره ځانګړى دى که ښځې او سړي دواړه لپاره دى؟ او آيا د حديث مانا داده: مسلمان سړى هغه دى،چې مسلمان سړي يې له ژبې او لاسه خوندي وي او نه يې دي ويلي،چې د مسلمانې ښځې له لاس او ژبې هم مسلمان سړي او ښځې خوندي وي؟!
مشهوره کيسه ده،چې يوې ښځې د پېغمبرۍ دعوا وکړه؛نو هغه يې بندي کړه، دا دعوا دې د اسلام له اصولو مخالفه ده . و يې ويل : پېغمبر اکرم وويل : ((لا نبى بعدى )) او نه يې دي ويلي : ((لا نبية بعدى)) او نه يې دي ويلي : (( لا نبى و لا نبية بعدى)) او (( نبى)) مذکر دى او پېغمبر نه دي ويلي،چې ښځمنه پېغمبره به تر ما وروسته نه راځي .
که دا خبره سمه وي،چې مذکرې صيغې نارينه وو ته ځانګړې وي؛نو د ښځې استدلال سم دى او که کومه ښځه د پېغمبرۍ ادعا وکړي؛نو بايد ووايو،چې په اسلام کې ددې دليل د بطلان لپاره دليل او ان کوم آيت نشته او ان آيت شته ،چې وايي : ((وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ )) (احزاب :٤٠) نه دا چې ((خاتم النبيين و النبيات))؛نو د قرآن آيت هم دليل نه دى؛نو بايد ووايو: موږ په اسلام کې هېڅ دليل نه لرو،چې تر حضرت محمد(ص) وروسته به ښځمنه پېغمبره نه راځي او حال دا چې اړنګ نشته دلته ښځمنه او نارينه مطرح نه دي.
کوم علم؟
د تعليم او تعلم په مسئله کې اصلي خبره داده،چې موږ وګورو ددې مطلب پولي څه دي؟ ځينې علمونه “فرض عيني” دي؛يعنې په خپله هغه علم د يوې ګروهې په نامه، هغومره چې د ايمان شرط يا سريزه ده،پر هر مسلمان لازم او فرض دى؛لکه “معرفة الله،علم باالله و ملائکته و کتبه و رسله و اليوم الاخر” ؛ځکه په اسلام کې ايمان ((عن علم)) ته ورمات دى، نه ((عن تقليد)) ته. دا علم “فرض عيني” دى.دا خبره ټولو علماوو کړې ده؛نو څرګنده ده،چې ((طلب العلم فريضة )) په هغو علمونو کې شامل دى،چې د ايمان له شرايطو دي.اوس بايد پوه شو،چې د [علم فريضه] څه ده؟
په علماوو کې يوه ويينه ده،چې هغه کوم علم دى،چې فريضه ده؟ فقها وايي : مطلب يې د فقې علم دى،چې د عمل سريزه ده . د اخلاقو علماء وايي : د اخلاقو علم ترې غوره دى او د تفسير علما وايي : د تفسير او کتاب الله علم تر ټولو غوره دى .
د ويينې ځاى نه پاتې کېږي؛ځکه علم يا په خپله موخه ده او يا د موخې لپاره سريزه ده.چېرته چې پخپله موخه وي؛فرض دى؛لکه د دين اصول او په کوم ځاى کې چې هم په خپله موخه نه وي او کومه اسلامي موخه ورته ځنډ وي،د فرضو د سريزو له پلوه فرضېږي.په خپله فقهاوو ويلي،چې د مسايلو زده کړه “سريز واجب “؛خو “واجب تهيوي” دي او په څرګندنه- اصطلاح “واجب نفسي تهيوي” دي؛يعنې څه چې پر موږ واجب دي،عمل کول دي. د بېلګې په توګه : موږ بايد لونځ وکړو؛خو دا که انسان وغواړي،سم صحيح لمونځ وکړي؛نو بې د لمانځه پر مسايلو له پوهېدو ناشونې ده؛نو ددې لپاره،چې انسان لمونځ کولو ته چمتو شي؛يعنې سم صحيح لمونځ وکړي؛نو واجب ده،چې ځان د لمانځه پر مسئلو پوه کړي.
دا خبره يوازې په لمانځه او روژې پورې ځانګړې نه ده؛په اسلامي دندو کې که هره دنده علم ته اړتيا ولري؛نو د “واجب نفسي تهيوي” په نامه هماغه علم پرې فرضېږي؛يعنې هغه فرض،چې موږ بل فرض ته چمتو کوي؛يعنې هغه فرض يو ډول “سريزي فرض” دى.
د اخلاقو علم هم طبعاً “واجب نفسي تهيوي” دى . اسلام له موږ ((يزکيهم)) غواړي؛د نفس تزکيه غواړي،چې بې له علمه ناشونې ده؛نو د اروايي او اخلاقي مسئلو پوهه د نفس د تزکيې د سريزې په توګه لازمه ده.
موږ بايد له قرآنه يو لړ احکام زده کړو؛نو څرګنده ده،چې د قرآن او تفسير زده کړه ورته فرض ده.چې موږ پر عيني فرضو سربېره کفايي فرض هم لرو؛يعنې هغه فرضونه،چې د کار د وېش پر بنسټ تر سره شي؛لکه د ډاکټر (طبيب) شتون په کار دى؛نو طبي زده کړې فرض کفايي دي او څوک هم بې علمه ډاکټرېداى نشي؛نو بايد علم يې زده کړي.
اسلام وايي: ډاکټر په کار دى؛نو څرګنده ده،چې سريزه يې هم بايد چمتو شي؛نو داده،چې طبي زده کړې فرض کفايي دي.
حدود يې څه دي؟ ټاکلى حد نه لري. په هر وخت کې څومره،چې شونې وي؛نو هماغومره په کار دى.په يو وخت کې خلکو ته په کار وو،چې د “ابو علي سينا بلخي” د “قانون” کتاب ولولي؛خو نن ترې غوره راغلي،چې بايد وويل شي.
بله بېلګه يې سوداګري او تجارت دى. آيا د اسلام په وټيز نظام کې د داسې منځکړې ډلې شتون تائيد او تثبيت شوى،چې مواد له توليده تر مصرفه ورسوي؟که تائيد شوې وي؛نو د تجارت د علم زده کړه هم فرض ده.
بله بېلګه: قرآن شريف وايي :
وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ= او څه مو،چې له وسې پوره وي،د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه(چمتوكړئ)، چې پرې د خداى، او خپل دښمنا ن ووېروئ .(انفال :٦٠)
آيا د تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ هومره ځواک چمتو کول فرض دي که نه؟ هو! فرض دي؛خو دا کار په خپله نه کېږي او په بيلچه خو ځواک نه جوړېږي؛ځواک جوړول لار لري او لار يې هم پوهه ده.تر کومه حده؟ هماغومره،چې په مختلفو وختونو کې تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وکړي.
نو د ((طلب العلم فريضة على کل مسلم)) مسئله روښانه ده؛ځينې پوهې عيني فرض دي،چې پر هر وګړي فرض دي او ځينې پوهې فرض کفايي دي او په دې اعتبار،چې د يو فرض (کفايي) سريزه ده او فرضي سريزه ده؛نو فرض ده؛نو اړنګ نشته،چې ځينې وايي: يوازې ديني علم فرض دى؛يعنې هغه علم،چې موضوع يې ديني مسايل وي؛ يعنې په خپله د دين زده کړه؛نه دا چې د دين زده کړه يو علم دى او هغه بل علم دى،چې انسان پرې خپله ديني دنده ترسره کوي او په دې پورې ځانګړې نه ده،چې خلک بايد يوازې دين زده کړي او هغه څه زده نه کړي،چې ددين پلي کول ورته ځنډ وي او په خپله دين،چې بايد زده کړي؛يوه برخه يې ” خپلواک فرض ” او عيني دى ( لکه معرفة الله) او بله برخه يې “سريزي فرض ” ده (لکه د لمونځ د احکامو زده کړه.)
چا ويلي،چې بايد دين زده کړو؟ اسلام نه دي ويلي،چې دين زده کړئ؛ويلي يې دي : په دين عمل وکړئ؛خو په دين عمل بې له زده کولو يې ناشونې ده؛نو دين بايد زده کړو،چې عمل پرې وکړو او په هغه نورو مسئلو کې هم،چې دين زموږ پر اوږه ايښي [ د ټولنې د اړتيا ډاکټر]؛نو څرګنده ده،چې څو مو دندې نه وي زده کړې؛عمل هم پرې نه شو کړاى؛بايد دنده زده کړو،چې عمل پرې وکړو.
نو موږ تر دم ګړۍ دوې مسئلو ته اشاره وکړه: يو دا چې په اسلامي ښوونه او روزنه کې فکري ودې او تعقل ته خورا ارزښت ورکړ شوى دى او بل دا چې په خپله تعليم (ته هم خورا ارزښت ورکړ شوى دى) هم ټاکلي بريدونه نه لري،چې ووايو د کلام علم څنګه؟ د تفسير علم څنګه؟ د اخلاقو علم څنګه؟ رياضيات څنګه؟فزيک څنګه؟ اسلام نه دى راغلى،چې وټاکي کوم علم زده کړئ او کوم علم مه زده کوئ، اسلام يو لړ احکام لري،چې بايد پلي شي،چې پلي کول يې د يو لړ نورو څيزونو زده کولو ته ځنډ دي.
عقل بايد چاڼوونکى وي
روايت دى (اصول کافي ١/١٤ په العقل و الجهل کتاب،بحار او تحف العقول/٣٥٤ مخ) چې مشهور متکلم “هشام بن حکم” له حضرت موسى بن جعفر نه نقل کړى،چې امام پکې د زمر د سورت په ١٧ او ١٨ آيتونو استناد کړى،چې يوه برخه يې درته وايم.
فَبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ = زما بندګانو ته زېرى وركړه؛ هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دا هغه خلك دي، چې خداى ورته سمه لار ښوولې ده او يوازې همدوى عقلمن دي. (زمر/١٧ او ١٨ آيتونه).
حيرانوونکى آيت دى : زما بندګانو ته زېرى وركړه؛هغو ته چې خبره اوري [ يادونه :د((سماع)) ټکى هم نه دى.نه وايي: ((سمع القول)) يا ((يسمعون القول))؛ وايي : ((يستمعون القول؛يعنې خبرو ته غوږ ږدي او په خبرو کې دقت کوي؛ځکه سماع له استماع سره توپير لري. سماع؛يعنې اورېدل که څه هم انسان نه وي غوښتي،چې وا يې وري. استماع غوږ اېښوولو ته وايي.] بيا څه کوي؟ چې څه يې اورېدلي، پرې باور کوي يا ټول له بېخه نه مني؟ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ کره کتنه،شننه او ارزونه يې کوي او هغه انتخابوي،چې غوره دى او بيا په غوره انتخاب شوي عمل کوي.بيا وايي:دا هغه خلك دي، چې خداى ورته سمه لار ښوولې(؛يعنې الهي هدايت او د عقل له ځواکه ګټنه داده) وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ = او يوازې همدوى عقلمن دي. دا حيرانوونکې بلنه ده .
امام،هشام ته وايي : هشامه ! خداى د عقل او پوهې خاوندانو ته زېرى کړى او ويلي يې دي : َبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ.
له دې آيت او روايته په ګوته کېږي،چې د عقل يوه څرګنده ځانګړنه همدا توپيرول او بېلول دي؛د دروغو او رښتياوو توپيرول،د کمزورې او پياوړې خبرې توپيرول،د سوليز-منطقي او ناسوليز-نامنطقي خبرې توپيرول او په لنډه توګه چاڼول دي.
عقل هغه مهال انسان ته عقل دى،چې چاڼوونکى(غلبېل) ترې جوړ شي؛يعنې څه چې ورته راننوځي؛ يو له بله يې بېل کړي او هغه يې په کار نه راځي، ګوزار يې کړي او هغه يې، چې په کار راځي،و يې ساتي.
روايت دى: د انسان د جهالت لپاره همدا بس،چې څه اوري؛نورو ته يې اوروي(خوش باوري).(جامع الصغير٢/٩٠)
ځينې د ټيپ او ګرامافون ځانګړنه لري،څه چې له نورو اوري،پرې ډکېږي او همدا خبره کټ مټ په بل ځاى کې نورو ته اوروي،بې له دې،چې تشخيص يې کړي،چې اورېدلې خبره سمه ده،که غلطه. انسان ډېر څه اوري،چې ډېر لږ يې د منلو او اورولو وړ وي.ځينې عالمان دي (هغوى،چې ډېر عالمان دي) تر عالموالي ډېر عقلمن دي . په دې مانا عالمان دي،چې پراخه معلومات لري او ځکه لږ عاقلان دي،چې هر څه په هر ځاى کې له هر چا اوري،راټولوي يې او هېڅ توپير هم ورته نه لري او ټول بېرته راوباسي،بې له دې، چې فکر وکړي خبره يې له واقعيت سره اړخ لګوي که نه؟ او حيرانوونکې خو داده، چې په اسلامي روايتونو کې راغلي: راوي بايد نقاد وي او چې هر څه اوري،رانقل يې نه کړي .
د ابن خلدون نيوکه
“ابن خلدون” په خپله سريزه کې پر ځينو تاريخپوهانو نيوکه کوي،چې دوى د تاريخ په رانقلولو کې يوازې د سند په صحت پسې دي،چې تاريخ پلاني رانقل کړى او هغه هم معتبر سړى دى.
بيا وايي : مخکې له دې،چې د مضمون په صحت پسې وګرځو،لومړى بايد دا فکر وکړو،چې دا مطلب له سول- منطق سره اړخ لګوي که نه؟
بيا مثال ورکوي او وايي : دوى ليکلي ول،چې کله حضرت موسى (ع) له سينده تېرېده،دوه سوه او پنځوس زره فرعوني سرتېري ورپسې ول.دا بايد وشمېرل شي،چې د “اسرائيل” ځوځات ټول د حضرت يعقوب (ع) او د يو سړي ځوځات دى او پينځه که شپږ نسله هم ډېر نه وو تېر شوي.فرض به کړو،چې څلور پېړۍ تېرې شوې وې.چې کله وايو دوه نيم لکه سرتېري ول؛نو لږ تر لږه بايد ووايو،چې دوى يو ميليون نفره ول،چې دوه نيم لکه يې سرتېري ول،سره له دې،چې فرعون به د دوى زامن وژل : يُقَتِّلُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ= ستاسې زامن يې وژل او ښځې [= لوڼې] يې (خدمت ته) ژوندى پرېښوولې (اعراف : ١٤١) له دې دومره وژنو سره آيا داسې خبره شونې وه؟
ابن خلدون وايي : تاريخپوهانو دې ټکي ته بېخي فکر نه کاوه،چې کومه پېښه را اخلي له عقل سره اړخ لګوي که نه؟
د خبرې کره کتنه
بله موضوع د خبرې د شننې ده،چې دې موضوع ته نږدې او له همدې آيت او ځينو احاديثو استنباطېږي؛يعنې سم عناصر له ناسمو بېلول . داچې انسان په دوو خبرو کې سمه يې واخلي او ناسمه يې پرېږدي او د خبرې شننه او تجزيه سره توپير لري،چې انسان سمه يې واخلي او ناسم عناصر يې له منځه يوسي او د دومره تشخيص خاوند وي،چې ووايي: په دې خبره کې دا برخه سمه او دا ناسمه ده او دا هماغه مطلب دى،چې په روايتونو کې په کره کتنې او نيوکې تعبير شوى دى .
چې کله وايي : انتقد الدرهم يا :انتقد الکلام (چې په دواړو ځايونو کې کارولېږي)؛يعنې اظهر عيوبه و محاسنه [ د هغه درهم يا خبرې نيمګړتيا او ښېګڼه يې ښکاره کړه)؛لکه چې سکه په محک وهي او د سوچه توب کچه يې معلوموي، د خبرې نقدول؛يعنې ښېګڼې يې له بديو بېلول.
په دې هکله ډېر او حيرانونکي احاديث لرو .له حضرت عيسى مسيح(ع) روايت شوى،چې وايي: خذ الحق من اهل الباطل و الا تاخذ الباطل من اهل الحق . ظاهراً خو دلته دې ته اشاره ده،چې د وينا ويوونکي ته پام مه کوئ؛وينا پېژندونکي اوسئ،د خبرې پر ويونکي ډډه مه وهئ ؛ کېداى شي حق له باطلوالو واورئ او کېداى شي باطل له حقوالو واورئ او ګواه مې دا وروستۍ جمله ده،چې وايي : کونوا نقاد الکلام د خبرې صراف اوسئ. (بحار٢/٩٦).
وروسته امام موسى بن جعفر په دې هکله وايي :
خداى خپل حجتونه په عقل پر خلکو اکمال (اتمام) کړي او له پېغمبرانو سره يې په وينا مرسته وکړه او په دلايلو يې خپل ربوبيت ورښوولى. بيا امام دا آيتونه وويل :
((وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ=او ستاسې خداى، همدا ايکې يو خداى دى، بې له هغه بل خداى نشته (چې هغه) بښونكى (او) لوروونکى دى ( د عام او خاص رحمت لرونكى دى ).(بقره:١٦٣)
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ =سکه د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې،يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې،په هغو بېړيو كې چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛اوبه چې خداى له پاسه را اوروي او مړه ځمكه پرې را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې، چې د اسمانو او ځمكې ترمنځ د امر تابع دي (؛نو دا) هغو خلکو ته (د يوه پاک ذات) بې شمېره نښې دي، چې عقل لري او له پوهې كار اخلي . (بقره:١٦٤)
د عقل يوه بله ځانګړنه راتلونکې ته پام دى،چې بايد د وګړيو د روزنې بنسټ وي،چې په اسلامي روزنه کې پرې خورا ډډه هم وهل شوې،چې ځان په ((اوس)) کې مه بندوئ او راتلونکي ته پام وکړئ او د کار پايلې او عاقبت ته مو پام اوسه.
يوه سړى رسول اکرم(ص) ته راغى او ورته يې وويل:د خداى استازيه! نصيحت راته وکړه. آنحضرت ورته وويل: که نصيحت درته وکړم؛نو و به يې منې؟ و يې ويل : هو! آنحضرت بيا وويل : که نصيحت درته وکړم؛نو منې به يې؟ و يې ويل : هو ! آنحضرت بيا هماغه خبره وکړه . دا درې ځل تکرار ددې لپاره و،چې خبرې منلو ته يې چمتو کړي او همدا چې درې ځل يې اقرار ترې واخست او چمتو يې کړ،ورته يې وويل : د هر کار هوډ،چې نيسې؛نو پاى او عاقبت ته يې پام کوه او همدا خبره په اسلامي ادبياتو کې د ((آخربينۍ))په نامه راغلې،چې د “مولانا جلال الدين بلخي” په “مثنوي” کې هم ورته اشاره شوې :
اين هوا پر حرص و حالى بين بود عقل را انديشه يوم الــــــدين بـــود
هرکه آخربين بود او مؤمــــن است هر که آخوربين بود او بيدن است
بله مسئله داده،چې بايد عقل او علم يو له بل سره وي .که انسان تفکر وکړي؛خو اطلاعات يې کمزوري وي؛نو د هغه کارخانې په څېر به وي،چې يا يې خام مواد لږ يا يې نه لري؛نو قهرا نشي کړاى کار وکړي يا محصول يې لږ وي او محصول په دې پورې اړه لري،چې کارخانې ته خام مواد ورسي او که کارخانه خام مواد ډېر ولري او که کار و نه کړي؛نو بيا هم ماته ګوډه ده او توليدات به نه لري .
امام صادق وايي: هشامه ! عقل او علم بايد يو ځاى وي. ورته مو وويل: علم زده کړه او لاس ته راوړنه ده،د خام موادو د لاس ته راوړو په شان ده؛عقل، تفکر استنتاج او شننه ده.
بيا امام د عنکبوت سورت په ٤٣ آيت استنباط کوي : ((وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ = دا مثالونه دي،چې موږ يې خلكو ته وايو؛خو يوازې پوهان پرې پوهېږي.)) ګورئ،چې څرنګه عقل او علم سره يو ځاى شوي دي.
له ټولنيزو دودونو د عقل آزادول
بله مسئاله د چاپېريال،عرف او عادت له اغېزو او په نننۍ څرګندنه له دودونو او ټولنيزو عادتونو له ټولنيزو دودونو د عقل آزادول .
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ = او چې كله ورته وويل شي:((څه چې خداى نازل كړي، لاروي يې وكړئ.)) وايي: (( موږ د خپلو پلرونو پر لار ځو.)) (ښه نو ) كه پلرونه يې، پرڅه نه پوهېدل او سمه لار يي نه وه ميندلې؛( نو بيا به هم ورپسې ځئ .) ( بقره :١٧٠)
قرآن کريم هغه کسان رټلي،چې له تېرو او پلار نيکونو په پټو سترګو لاروي کوي او تعقل او فکر نه کوي . له دې رټنې،د قرآن شريف موخه څه ده؟
د قرآن موخه روزنه ده،چې خلک راويښ کړي،فکر وکړي او عقل وکاروي او په دې هکله هم په قرآن شريف کې خورا آيتونه راغلي،چې خلک يې په پټو سترګو د پلار نيکه له لاروۍ ژغورلي دي او د خداى هر استازي به،چې خلکو ته دا بلنه ورکوله؛نو د ټولو ځواب به دا و :
((بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ=بلکې وايي: (( په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي دي او موږ يې پر پلونو روان يو.))
سره له دې،چې پېغمبران په بېلابېلو ټولنو کې راغلي ول،چې د دودونو له پلوه يې سره توپير درلود او په هره ټولنه کې ځانګړې ستونزې وې؛خو د پلار نيکه له دودونو لاروي پکې شريک رنځ و او ټولو به ويل: ته ولې،موږ د پلار نيکه له دودونو منع کوې؟؛خو پرعکس پېغمبرانو به خلک فکر کولو او تعقل ته رابلل او ويل يې: پلار نيکونه مو،چې هر څنګه ول،عقلونو يې کار نه کاوه او نه پوهېدل؛نو بيا هم ورپسې ځئ: ((أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ))
مشهوره کيسه ده،چې امام صادق له يو ملګري کره ولاړ،چې ډېر وړوکى کور يې درلود او دى داسې سړى و،چې امام صادق پوهېده،چې د ښه کور د درلودو وس لري. امام وويل :ولې په دې کور کې ژوند کوې؟ (( د سړي له نېکمرغيو د پراخه کور درلودل دي)) ( فروغ کافي ٦/٥٢٥ او محاسن برقي/٦٠ مخ). سړي ورته وويل : دا کور راته له پلار نيکه پاتې دى او زړه مې نه غواړي،چې ترې ووځم. امام ورته وويل: که فرض کړو،چې پلار دې شعور نه درلود؛نو ته دې هم د پلار د بېشعورۍ بنديوان يې؟ ځه ولاړ شه او پراخه کور واخله .
وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ = او كه ته د ځمكې پر مخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛نو) د خداى له لارې به دې بې لارې كړي (؛ځكه) هغوى يوازې په (خپلو) ګومانو پسې ځي او يوازې اټکليان دي. ( انعام /١١٦)
انسان بايد داسې نه وي،چې په ډېرى خلکو پسې روان وي او وانګېري،چې همدا سمه لار ده،چې دا خو هماغه تقليد او لاروي ده ؛لکه څنګه چې انسان طبعاً په نورو پسې لاروۍ لپاره راښکودل کېږي؛نو طبعا له اکثريته لاروۍ ته راښکودل کېږي او قرآن پر هغه څه نيوکه کړې،چې انسان ورته راکښل کېږي او وايي: او كه ته د ځمكې پرمخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛نو) د خداى له لارې به دې بې لارې كړي .
حضرت علي (نهج البلاغ / ٢٠١ خطبه ) وايي: (( د هدايت پر لار له دې مه وېرېږه ،چې لږ خلک پرې تللي دي .))
يو وخت مخ ته دوې لارې وي : پر يوه لار ډېرى خلک روان دي او پر بله لږ خلک روان دي؛نو انسان ورخطا کېږي او وايي: پر هماغه ځم،چې ډېر خلک پرې ځي او چې څه پر نورو راځي پر ما به هم راځي؛خو دلته د ديني مشرانو لارښوونه ده،چې لارپېژاندي اوسئ! اکثريت مانا نه لري .
د نورو له قضاوته مه اغېزمنېږئ :
دا سمه نه ده،چې انسان د ځان په هکله د نورو له قضاوته اغېزمن شي او انسان ته بايد د نورو قضاوتونه د تشخيص کچه و نه ګرځي .
د “مولانا بلخي” په “مثنوي” کې مشهوره کيسه ده،چې د يوه ملا شاګردان له ملا ډېر تنګ شوي ول او غوښتل يې هر څنګه،چې وي ځان ترې خلاص کړي؛نقشه يې جوړه کړه او سبا ړومبى شاګرد،چې راغى؛ملا ته يې وويل : خداى دې روغه سټه درکړي،ناروغ يې. ملا : نه! ناروغ نه يم،زه ولاړ شه کېنه . دويم راغى او و يې ويل : ملا صيب رنګ مو الوتى دى،ناروغ خو نه يې. ملا : نه نارغه نه يم،ځه کېنه . درېم راغى او همدا خبره يې وکړه،چې د ملا غړي سست شول او په شک کې شو،چې ناروغ دى او هر شاګرد،چې راغى همدا خبره يې وکړه،چې بالاخره ملا وويل : هو ناروغ يم،وجود مې خوږېږي او پر ملا يې ومنله،چې ناروغه دى. شاګردانو ورته وويل: اجازه راکړئ،چې پرهېزانه درته چمتو کړو او په کرار کرار يې ملا ته تلقين کړه،چې ناروغه دى او په کټ کې يې کړ،چې شاګردانو هم همدا چار غوښته او شاګردانو ته يې وويل : شاګردانو زه نن ناروغ يم،رخصت ياست او کورونو ته مو ولاړ شئ.
د خبرې مراد دادى،چې دې شاګردانو په تلقين ملا ناروغ او د کټ يې کړ.
امام صادق هشام ته وايي : که تا غوزان درلودل او څوک دې مخې ته راته او درته يې ويل: عجيبه مرغلرې لرې،بيه يې څو ده؟ او ټول خلک درته ووايي،چې مرغلرې دي او ته پخپله پوهېږې،چې غوزان دي؛نو د خلکو له خبرو مه اغېزمنېږه او که پر عکس که مرغلرې ولرې او ډېر خلک درته راشي،چې دا غوزان دې له کومه کړي؛نو بيا هم بايد د خلکو له خبرو اغېزمن نشې؛نو د خلکو پر ورمند- قضاوت ډډه مه وهه،ته لومړى تشخيص ورکړه،چې څه درسره دي،ايمان دې څه دى؟يقين دې څه دى؟ که و دې ليدل،چې هېڅ هم نه يې او خلک درباندې د ستر شخصيت ګروهه لري؛نو مه تېروځه او د ځان د سمونې په فکر کې اوسه او پر عکس که پر سمه لار روان يې او ډېرى خلک درته وايي،چې پر ناسمه يې؛نو د چا په خبرو غوږ مه ګروه.
داسې کسان شته،چې علمي اروا لري؛ خو عالم نه وي او داسې کسان شته عالم وي؛خو علمي اروا نه لري . رښتين عالم هغه دى،چې د علم تر څنګ علمي اروا هم ولري .
له علمي اروا مراد څه دى؟ مراد دادى : علم له حقيقت پلټنې سرچينه اخلي . خداى انسان حقيقت پلټوونکى پنځولى دى؛يعنې انسان غواړي په حقايقو هغسې پوه شي،چې دي او څيزونه هماغسې، چې دي، ويې پېژني او پوه پرې شي.که انسان ځان بې غرضه کړي او غواړي حقيقت هغسې رابرسېره کړي،چې دى؛نه دا چې حقيقت هغسې وي،چې دى يې غواړي (؛نو په دې بڼه هغه د علمي اروا خاوند دى) يو وخت انسان له ځان سره يو مدعا فرض کړې ده، بيا غواړي حقيقت يې هغسې وي،چې دى يې غواړي،چې دا پخپله د بې لارۍ پېلامه ده . د “نجم” د سورت په آيتونو کې دا مطلب راغلى،چې د انسانانو د بې لارۍ يوه پېلامه داده،چې مسايل په ځاني غوښتنو تشيخصوي .
خداى د بې غرضو حقيقت پلټونکيو د هدايت ضمانت کړى دى:
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او بېشکه خداى د نېكانو مل دى.(عنکبوت/٦٩)
علمي اروا؛يعنې د حقيقت پلټنې،بې غرضۍ،بې تعصبۍ،بې جمودۍ او بې غرورۍ اروا. په ټولو روايتونو کې په دې خبره ډېر ټينګار شوى،چې عالم بايد تعصب و نه لري او داسې و نه وايي،چې څه ما وويل،هماغه سم دي.عالم بايد غرور و نه لري او فکر و نه کړي،چې ټول علم همدا دى،چې زه يې لرم؛بلکې بايد ((وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً = او تاسې ته يوازې د پوهې ډيره لږه برخه دركړ شوې ده) (اسراء/٨٥) او دې خبرې ته يې پام وي،چې ډېر لږ حقيقت ورسره دى . پايله: هغوى،چې علمي اروا لري، له “دليل” نه “مدعا” ته رسي.
ديني طالبان وايي : موږ د دليل زامن يو،هر خوا چې دليل ځي، موږ هم ځو. دليل يې د مدعا پر لور کاږي؛خو ددې مقابل ته هغه انسان دى،چې له مدعا نه دليل ته ځي؛يعنې لومړى مدعا انتخابوي او بيا په دليل پسې وځي.
ستر عالمان،چې علمي اروا لري،غرور يې ډېر لږ وي (يا يې نه لري) اسلامي روايت دى،چې: علم درې لوېشتې دى يا درې ټوټې دى يا درې پړاوه دى؛په لومړي پړاو کې تکبر ته رسي او خيال کوي،چې د هستۍ له ټولو حقايقو خبر دى،په دويم پړاو کې پوهېږي،چې نه ! داسې هم نه ده او ورو ورو کوچنى او لاندې کېږي او په درېم پړاو کې پوهېږي،چې هومره نه پوهېږي،چې بايد پوه وي.
نو په ښوونه او روزنه کې بايد متعلم ته علمي اروا ورکړه شي؛يعنې يوازې بايد دې ته يې پام نه وي،چې پوه شي؛بلکې بايد کوښښ وشي د حقيقت پلټنې روح پکې وروزل شي ( او له هغه رنځونو پاک شي،چې انسان له حقيقت پلټنې اړوي؛يعنې تعصب،غرور،تکبر) او دا خويونه بايد له زده کوونکي لرې کړاى شي،چې علمي اروا يې وده وکړي.
د استعدادونو روزنه
په ټوليزه توګه روزنه له صنعت سره توپير لري او له همدې توپيره انسان کړاى شي د روزنې لوري وپېژني. صنعت “جوړولو” ته وايي. په دې مانا،چې په يو څيز کې څه څيزونه کموي او څه ترې کموي او د څيزونو قواوو ته اړيکه ورکوي او د انسان په مطلوب لوري کې پکې نښلوونې او پرېکونې کېږي؛نو هله دا څيز د انسان له مصنوعاتو يو (جوړ کړاى شوى) مصنوع شي. فرض کړئ،چې له سرو زرو ګوتمه يا کوم بل زېور جوړوو؛نو ورته بڼه ورکوو او ځانګړى حالت ورکوو،چې موږ ته مصنوع شي.
خو تربيت؛روزنې ته وايي؛يعنې د دننني “بالقوه” استعدادونو “بالفعل” کول او روزل يې؛نو روزنه يوازې د ژونديو ژويو؛لکه انسان، څاروي او بوټي لپاره ده او که دا ټکى مو ناژونديو ته وکاراوه؛ نو مجازاً به مو کارولى وي؛يعنې تيږه او اوسپنه، د بوټي،انسان او څاروي په څېر روزلاى نه شو. دا روزنه د ژونديو ژويو د دننني استعدادونو زرغونولو ته وايي،چې يوازې د ژوندي ژويو په هکله صدق کوي او له همدې ځايه جوتېږي،چې روزنه بايد د فطرت تابع وي؛يعنې د هماغه څيز د طبيعت او خټې تابع وي.
که غواړو يو څيز زرغون کړو بايد کوښښ وکړو،چې هماغه استعدادونه يې را برسېره شي،چې پکې دي؛خو که په يو څيز کې يو استعداد نه وي؛نو څرګنده ده،چې څه نه وي نو روزلاى يې هم نه شو.
د مثال په توګه : په چرګ کې د ليک لوست استعداد نشته؛نو ځکه موږ چرګ داسې روزلاى نشو،چې د رياضي او هندسې سوالونه حل کړي او کوم استعداد،چې پکې نشته،څرنګه به يې رازرغون کړو او بيا له همدې ځايه څرګندېږي،چې وېره،ګواښ او وهل ټکول په انسان کې د روزنې لاملونه نه دي؛لکه هماغسې،چې نه شوکړاى د ګل غوټۍ په زور ګل کړو،دلته زور کارجوړى نه دى او کومو څيزونو ته،چې د ودې لپاره اړتيا لري؛لکه خاوره،اوبه،رڼا او تودوخه يې ورته چمتو کړو،چې وده وکړي_يعنې له خپلې لارې_ هغه هم په نرمه او پسته_او که وغواړو په زور يو بوټى وروزو؛نو پايله لاس ته راوړاى نه شو. (د روزنې) کلي په زور نه کېږي او د انساني روزنې له پلوه هم وېره او ګواښ د روزنې لاملونه نه دي.
زړه ته کتل
په نهج البلاغه کې په درېو ځايو کې راغلي : زړه خوښه او لېوالتيا لري او هم مخکې او شاته تګ؛نو کوښښ وکړئ زړه د خپلې خوښې او لېوالتيا له نظره وروزئ او زور پرې مه راوړئ او که زور پرې راشي؛نو ړندېږي؛يعنې ځان شا ته کوي .
په نهج البلاغه (حکمت/١٨٨) کې راغلي : (( لکه څنګه،چې د انسان بدن ستړى کېږي او دمې ته اړتيا لري؛د انسان زړه هم ستړى کېږي او دمې ته اړتيا لري (له زړه مراد روح دى)؛نو په دې حالت کې درانده فکرونه پرې مه ورتپئ او خوشحالوونکي او په زړه پورې مطالب (لکه ادبيات)وروړاندې کړئ،چې بېرته تازه دمى شي.))
په نهج البلاغه (حکمت/٣٠٤) کې راغلي : (( چې و مو ليدل زړه مو تازه دى،لېوالتيا لري او ستړى نه دى؛نو هله نفلونه هم پرې وکړئ او يوازې په فرض لمونځونو بسيا مه کوئ،ان عبادت هم په زړه مه ورتپئ او که تپلى وي؛نو نه يوازې ښه اغېز نه لري؛ بلکې ناوړه اغېز هم لري .))
د “راسل” تعبير
راسل؛فيلسوف،اديب او شاعر دى او په خپل کتاب (زناشويي و اخلاق ) کې يو تعبير لري او د ډار او ترهې له مخې روزنه يې د خرس له روزنې سره تعبير کړې او وايي:
((د ګناه حس،پښېماني او وېره بايد د ماشوم پر ژوند واکمنه نه وي. ماشومان بايد خوشحاله،په خندا او نېکمرغه وي او بايد د طبيعي مسئلو له پېژندلو منع نه کړاى شي . ډېره روزنه یې په “سرکسونو” کې د خرس روزنه ګڼلې ده .پوهېږو،چې څنګه دې خرسونو ته ګډا ورزده کوي ؛هغوى پر يوه ګرمه اوسپنه دروي او بيا ورته شپېلۍ وهي،هغوى ګډېږي؛ځکه که ودرېږي؛نو پښې يې سوځي او همدا وضع له ماشومانو سره هم کېږي،چې مشران يې د جنسي مسئلوپه هکله رټي . دا رټنې د هغوى ماغزه ګډوډوي او په کوروالي کې يې بدمرغه کوي .))
آيا وېره د انسان د روزنې او ودې لامل دى ؟ آيا وېره د انسان روح ته وده ورکولاى شي ؟ نه ! وېره وده ورکوونکى لامل نه دى .
آيا له وېرې د ماشوم يا ټولنې په وده کې کار اخيستاى شو؟ آيا وېره کړاى شي،د انسان روح ته وده ورکړي؟ نه وېره نشي کړاى وده ورکوونکى وي ؟ آيا له وېرې د ماشوم او ټولنې د روزنې لپاره ګټه اخيستاى شو؟ هو ! خو نه د استعدادونو د روزنې لپاره؛بلکې د ماشوم او ټولنې له ځينو سرغړونو د مخنيوي لپاره ترې کار اخيستاى شو؛ يعنې وېره کېنوونکې ده او د پرېوتو او پستو استعدادونو له رازرغونېدو مخنيوى کوي .
ماشوم بايد پوه شي،چې ولې ګواښېږي او ولې هڅېږي؟
ماشوم بايد پوه شي،چې ولې ګواښېږي او ولې هڅېږي او که پوه نه شو؛نو روح يې ګډوډېږي او نن په دې پوه شوي،چې د ماشوم بېځايه وېرول،ګواښول او وهل د ډېرى عقلي ناروغيو سرچينه ده.
دې مثال ته پام وکړئ : ماشوم په يوه غونډه کې د خپلې مور د ملګرې په غېږ کې ناست دى او ماشوم،چې نه پوهېږي،بايد متيازې و نه کړي او د ماشوم متيازې کول داسې دي؛لکه اوبه څښل؛نو توپير ورته نه کوي، چې د مور په غېږ کې متيازې کوي، که د مور د ملګرې په غېږ کې. ماشوم متيازې وکړې او مور يې ورته غوسه شوه او وهي يې؛نو څرګنده ده،چې ماشوم نه پوهېږي دا وهل يې ځکه خوړلي،چې دلته دې ولې متيازې کړي؟ نو د ماشوم ماغزو ته ننوځي،چې بايد متيازې و نه کړي؛نو پايله به يې دا وي،چې کله دا ماشوم متيازې کوي؛نو ورخطا کېږي او د متيازو کولو پر مهال وېره پرې کېني او تر دې وروسته به تل له دې طبيعي کړنې وېرېږي او دا کېداى شي په دې ماشوم کې بدني او عقلي ناروغۍ را پېدا کړي او پيدا کوي يې هم .
د ماشوم له نظره دا يو بې سوله – بې منطقه وېره ده؛خو د مور له نظره يو سول – منطق لري .
په ډېرى روايتونو کې راغلي،چې کله به يې ماشوم د خداى استازي ته په غوږ کې اذان يا دعا کولو ته راوست؛نو د رسول اکرم په غېږ کې به يې،چې متيازې کولې؛نو موروپلار به يې ورته غوسه کېدل؛خو پېغمبر اکرم به ويل : مه غوسه کېږئ او ويل يې : ((لا تزرمو ))؛يعنې د متيازې کولو مخه يې مه نيسئ او د خپلو ماشومانو په هکله يې ويل ((لا تزرمو على ابنى)) چې ماشوم په هر ځاى کې متيازې کوي؛نو مخه يې مه نيسئ .
هو!چې کله ماشوم بې له وهلو او ګواښولو پوه شو،چې پر قالينه يا توشک متيازې کول ښه کار نه دى او بيا يې له پوهې سره سره پر قالينه يا توشک متيازې وکړې؛نو دا يې سرغړونه ده او له هغه څه سره ځېل دى،چې پخپله پرې پوهېږي؛نو کېداى شي،په داسې حالاتو کې ورته ګواښنه ګټوره ده؛خو که دې بريد ته نه وي رسېدلاى؛ورته ګټوره نه ده .
په ټولنه کې هم که چېرې غټ سړى له قوانينو سرغړونه وکړي؛نو تاوتريخوالى ورسره ګټور دى؛نو سره له دې،چې ومو ويل: وېره او ګواښ د روزنې او د استعدادونو د زرغونېدو لامل نه دى؛خو د روزنې شرط دى او لازم لامل دى .
د روح د زرغونېدو دوره
په انسان کې د روزنې بنسټ بايد د روح زرغونول وي او د ژوند بېلابېلې دورې له دې نظره توپير لري که نه؟
هو! توپير لري . ځينې دورې د روح او استعدادونو د زرغونېدو او ودې لپاره متناسبې دي او دا دوره له اووه کلنۍ نه تر دېرش کلنۍ پورې ده،چې پر دې دور په احاديثو کې هم ټينګار شوى دى،چې روح ته د استعدادونو د زرغونېدو او ودې مناسبه دوره ده .
د اسلام له نظره هغه څه دي،چې بايد وروزل شي ؟
انسان بدن او يو لړ بدني ځواکونه او روح او يو لړ روحاني ځواکونه لري (البته په کار نه ده،چې موږ روح او بدن دوه بېل جوهرونه و انګېرو) د ارواپوهنې د نومونو- اصطلاحاتو له نظره، هم بدني استعدادونه يو لړ استعدادونه دي او هم روحاني استعدادونه يو لړ نور استعدادونه دي .
د انسان روح بېلابېل استعدادونه لري،په واقع کې بېلابېلې څانګې لري،چې پر هر يو رڼا اچوو.
لومړى بايد پوه شو،چې په اسلام کې د بدن روزنې او غښتلتيا ته پام شوى که نه؟
کېداى شي،څوک ووايي : نه ! او پرخلاف خبره يې وکړي؛ځکه موږ پوهېږو د جسم او بدن روزنه په اسلام کې رټل شوې ده؛نو بدن بايد و نه روزل شي او په بله وينا : ځکه داسې انګېرل کېږي،چې د تربيت مفهوم روزنه ده؛نو بدن بايد و نه روزل شي؛ځکه په اسلام کې په ټوليزه توګه د جسم او بدن روزنه غندل شوې ده؛خو دا يوه لفظي مغالطه ده . په اسلام کې په سم مفهوم سره د بدن روزنه،نه يوازې رټل شوې نه ده؛ بلکې ستايل شوې هم ده .
د بېلګې په توګه : د اسلام له نظره ښه ده،چې انسان داسې کار وکړي،چې د سترګو نظر يې غښتلى شي که کمزورى ؟
اړنګ نشته،هغه کار ښه دى،چې د سترګو نظر ورسره غښتلى شي . په ډېرى احاديثو کې هم راغلي،چې پلانى کار مه کوئ؛ځکه د سترګو نظر کموي،پلانى کار وکړئ،چې د سترګو نظر غښتلى کوي . د ديني مشرانو په دعاګانو کې هم راغلي : خدايه!څو ژوندي يو له سترګو،غوږونو او ځواکونو مې بې برخې نه کړې،په سترګو کې مې رڼا او په دين کې مې ليد واچوې .
د اسلام له نظره آيا ښه دى،چې انسان داسې کار وکړي،چې غاښونه يې غښتلي او روغ پاتې شي او که داسې کار وکړي،چې غاښونه يې ژر چينجن او وراسته شي،ددې لپاره چې د بدن روزنه یې ونشي؟
څرګنده ده،چې لومړۍ خبره سمه ده.اسلام سپارښتنه کوي : مسواک ووهئ،چې غاښونه مو روغ پاتې شي او خلال وکړئ،چې غاښونه مو وراسته نشي او ويل شوي : که سبزي خورئ؛نو پام وکړئ،چې په غاښو کې مو پاتې نشي،چې غاښونه خرابوي او د خوړو په هکله خورا سپارښتنې شوي،چې پلاني خواړه پښې غښتلې کوي،پلاني خواړه ملا غښتلې کوي او …
د بدن غښتلتيا د بدن د غښتلي کولو او روغ ساتلو په مانا دى،چې اسلام هم ورته رابللي يو. دا دومره سپارښتنې،چې شوي : ډېرخوري مه کوئ او د لږ خورۍ ګټې ويل شوي؛د څه لپاره شوي؛لکه (( معده د هر دردکور دى او لږ خوري د هرې درملنې سرچينه ده.)
په اسلام کې د ډېرو احکامو؛لکه پاکوالى،غسل او صحي حکمونو فلسفه،بدني روزنه ده.
ځينې وخت د بدن روزنه د نفس روزنه وي . داچې وايو: اسلام له بدن روزنې سره مخالف دى؛نو د نفس له روزنې سره مخالف دى او په بله وينا: موږ کله هم پر شهوتپالنه د بدنپالنې نوم ږدو،چې اسلام ورسره مخالف دى او ډېر نفس پالي دي،چې بدنونه يې کمزوري دي او د هغو بدنونه ډېر کمزوري وي،چې يوازې په نفس او شهوتپالنې پسې وي.
د بدن روزنې ته ډېر زحمتونه په کار دي،چې په دې مانا د بدن روزنه له شهوتپالنې سره سمون نه خوري او اسلام له شهوت پالنې او نفس پالنې سره مبارزه کوي،چې موږ پرې د بدني روزنې نوم ايښى دى .
خو د يو چا ټول غم يوازې دا وي،چې بدن وروزي او غښتلى يې کړي؛نو د کار نيمګړتيا يې په دې کې نه ده،چې بدن يې خرابېدو ته نه دى پرېښى؛بلکې نيمګړتيا يې په دې کې ده،چې نورو اړخونو ته يې پام نه دى . په دې باب مثال ته غور وکړئ : يو ماشوم،چې تل لوبې کوي او د نورو کارونو وخت هم په لوبو تېروي؛نو ډېر به خپه شئ؛خو دا په دې مانا نه ده،چې مطلقاً د ماشوم له لوبو سره مخالف ياست؛خو که همدا ماشوم يوه ورځ لوبې و نه کړي؛نو ډاکټر ته به يې وړئ؛نو هغه انسان بد کوي،چې ټول وخت د بدن په روزنه ولګوي .
هندي لار نه يوازې دا چې د بدن له روزنې،شهوت او نفس پالنې سره مخالفه ده؛د بدن له غښتلتيا سره هم مخالفه ده او وايي: بدن او بدني ځواک بايد کمزورى وساتل شي؛خو په اسلام کې داسې نشته او بدن روزل،اسلام ته موخه نه؛بلکې مطلوب،وسيله او شرط دى؛يعنې که انسان غښتلى او روغ بدن و نه لري؛نو غښتلى او روغ روح به هم و نه لري .
د انسان روحي استعدادونه
له علمي پلوه بايد پوه شو،چې انساني استعدادونه کوم دي؟ او انسان په خپل وجود کې کوم استعدادونه لري؟ بيا به وګورو،چې اسلام دې استعدادونو ته پام کړى که نه؟ او ددې استعدادونو په هکله څه سول-منطق لري؟
په دې هکله بېلابېل ښوونځي،بېلابېلې څرګندونې لري؛خو ارواپوهان په دې هکله پراخ بنسټه معلومات لري او ما هم لاندې مطالب له يوې مجلې راخستي،چې په دې هکله يې کښلي ول :
روح څلور اړخ لري،چې مراد ترې څلور استعداده دي :
١_عقلي استعداد (علمي او د حقيقت پلټنې).
٢_اخلاقي استعداد ( اخلاقي وجدان) او دا په انسان کې يو اصيل چار ګڼي،چې د انسان فطرت داسې دى،چې اخلاقي پنځول شوى او داسې پنځول شوى،چې له نورو سره مينه،احسان او خدمت يې وکړي او که بد کار وکړي،د مثال په توګه: ظلم وکړي؛نو خپه کېږي . لنډه دا چې هغه وجدان په ټولو کې شته،چې انسان ځان له نورو او نور د ځان وګڼي .
دا مسئله له پخوا مطرح وه،چې د نورو د خدمت او پرې د زړه سوي ريښه په څه کې ده؟ آيا زموږ په فطرت کې ريښه لري که نه يوازې د ټولنې هڅونه او تلقين دى؟ او که زموږ په خټه کې ولري؛نو د فطرت په کوم ځاى پورې اړوند ده؟ آيا زموږ په ځان غوښتنې په اړه لري؟؛يعنې چې کله مو پر نورو زړه سوځي؛په واقع کې په ځان مو زړه خوږېږي،چې هسې نه يوه ورځ زه هم داسې شم او که ناځانخبره يې خدمت وکړو؛نو مثال يې داسې دى،چې ځکه مو خدمت کړى،چې که يوه ورځ زه هم د هغه په څېر شوم،چې هغه مې هم خدمت وکړي؟ که نه ! خبره بل شان ده او موږ بې له کوم غرض او مطلبه داسې پنځول شوي يو،چې له نورو سره احسان وکړو؟
٣_ ديني اړخ . په هغه مقاله کې يې ليکلي ول: په انسان کې ديني استعداد اصيل استعداد دى او د نمانځنې په حس يې تعبيروي او دا بې له حقيقت پلټنې او اخلاقي حسه يو بل حس دى؛د نمانځنې حس يو مافوق او سپېڅلى حقيقت دى،چې انسان غواړي پر وړاندې يې خضوع او خشوغ وکړي،ورسره مناجات وکړي او و يې نمانځي.
٤_ هنري او شوقي يا د ښکلا اړخ. انسان له ښکلا سره د ښکلا له امله مينه کوي .
البته پينځم استعداد هم ورزياتولاى شو او هغه د نوښت (خلاقيت) استعداد دى،چې انسان پيداکوونکى (آفريننده) مبتکر (نوښتګر) او مبدع پنځول شوى دى.
اوس بايد پوه شو،چې اسلام د حقيقت پلټنې د حس؛يعنې د تفکر او تعقل په اړه څه حکمونه راکړي دي. مخکې مو هم وويل: اسلام د تفکر او تعقل په اړه خورا سپارښتنې لري . د ديني استعداد په اړه هم ډېرى حکمونه لري،عبادتونه،خلوتونه،استغفارونه او توبې ټولې په دې هکله دي.
سرچینه: ښوونه او روزنه، لیکوال: استاد مرتضی مطهری
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پخوانى ښوونيز سيستم او د عقل روزنه
- په اکثريت پسې نه تلل
- تعليم او تعلم ته د اسلام رابلنه
- د اجتهاد مفهوم
- د استعدادونو روزنه
- د اسلام له نظره د بدن روزنه
- د انسان روحي استعدادونه
- د انسان عقلاني روزنه
- د روح د زرغونېدو دوره
- د عقل او علم يوځاى توب
- د عقل روزنه
- دوه ډوله علم
- راسل؛فيلسوف اديب او شاعر دى
- زړه ته کتل
- عقل بايد چاڼوونکى وي
- کوم علم؟
- له ټولنيزو دودونو د عقل آزادول
- وېره؛له سرغړونې د مخنيوي لامل