تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حسن و قبح او ښکلا او بدرنګۍ اړيکه د «حُسن» او «قُبح» په اړه څېړنه وکړو. په آر کې «حُسن» او «قبح» د «ښکلا» او «بدرنګۍ » پر مانا دي، نه د اخلاقي «خوبۍ = ښو» او «بدۍ» په مانا. روسته ورو ورو د دې اصطلاحاتو مانا له اخلاقي ښو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حسن و قبح او ښکلا او بدرنګۍ اړيکه

د «حُسن» او «قُبح» په اړه څېړنه وکړو. په آر کې «حُسن» او «قبح» د «ښکلا» او «بدرنګۍ » پر مانا دي، نه د اخلاقي «خوبۍ = ښو» او «بدۍ» په مانا.

روسته ورو ورو د دې اصطلاحاتو مانا له اخلاقي ښو او بدو له مفهوم سره واغږل شوه. په فارسي ژبه کې هم د «خوب » يا د نېک» اصطلاحات تل اخلاقي نېکۍ ته په اشاره نه کارېږي، لکه «خوب = ښه» د «خوبرو» په تړښت کې د «زيبا = ښکلي» پر مانا دی.

 د انسان کړه وړه هم بدرنګ (زشت) او ښکلي (زيبا) لري

دا د يوناني اخلاقو يو له ښو میراثونو ځنې دی چې نه يوازې د هستۍ موجودات بدرنګ يا ښکلي بولي؛ بلکې د انسانانو کړه وړه او د دوی نفساني خويونه هم په بدرنګۍ يا ښکلا يادوي.

انسانان د خپلو ځانګړو حسي او اروايي جوړښت په علت تر هر ډول فلسفه ويلو وړاندې موجودات په دوو ډولونو؛ ښکليو او بدرنګو ويشي. انسان بې اختياره د ښکليو موجوداتو پر وړاندې مفتونېږي او بې اختياره د بدرنګو موجوداتو پر وړاندې تېښته ننګېروي.

البته يوازې مادي ښکلا او بدرنګي د انسانانو د سترګو نه روزي کېږي. هغوي چې باطني حواس يې د ژور درک وس لري، په نا مادي چارو کې هم ښکلا مومي.

 د چارو بدرنګي او ښکلا نسبي ده

خو د ښکلا او بدرنګۍ په اړه، يوه پخوانۍ پوښتنه شته: ايا د چارو ښکلا او بدرنګي نسبي دي يا غیرې نسبي؟ ابجکتیو دي يا سبجکتیو؟ له ادراک کوونکي څخه مستقل دي يا پرې متکي دي؟ د ښکلا يا بدرنګۍ نسبي توب په دې مانا دی، که ادراک کوونکی وګړی عوض شي د درک شوي څيز په اړه حکم به هم تغيير ومومي؛ يعنې، يو څيز چې د يو ناظر او کتونکي په سترګو کې ښکلی برېښي؛ خو همدا څيز به د بل کتونکي په سترګو کې بدرنګ برېښي. په بله وينا که انسانان بدل شي، بدرنګي او ښکلا به هم واوړي. لکه د انسان په اوسنۍ وضع کې، که د انسانانو د حساسيت کچه او يا يې د سترګو د تفکيک قدرت ډېر يا لږ شي، ډېرې ښکلې ښکارندې به نا ښکلې معلومېږي او اپوټه.

که داسې وي ايا ويلای شو چې خدای ځينې موجودات بدرنګ او ځينې ښکلي پنځولي دي؟ ايا د بدرنګۍ او ښکلا نسبي توب به د دې حکم خنډ نشي؟

 «نسبي توب» د خوشې توب پر مانا نه دی

معمولاً «نسبي» د «چټي او خوشې» او بې ضابطې او بې کچې پر مانا انګېرلېږي؛ يعنې ګومان کېږي چې له نسبي حکم څخه مراد، په زړه پورې او چټی حکم دی، او هر څوک په خپلې خوښې او خپل تشخيص، حق لري يو حکم وکړي او يوه رايه صادره کړي، په بله وينا له نسبي حکم څخه يې پوهېدنه، د خپلې خوښې حکم دی. خو د «نسبي» دقيق مفهوم بيخي دغسې مانا نه ورکوي.

«نسبي حکم» لکه چې تېر شو ـ د هغه حکم په مانا دی چې د مُدرِک ( او درک کوونکي) وګړي په توپير بدلېږي؛ خو د دې مانا غوښتنه دا نه  ده چې مدرک وګړی، خوشې، هسې په هسې، چټي، بې ضابطې او له هوسه حکم وکړي او يا څوک چې څه وايي سم دي؛ بلکې دا ډول احکام هم رښتونې مبدا، سرچينه او منشأ لري، خارجي موجودات د انسان په روح او ادراکي غونډال (نظام) کې متفاوتې اغېزې پرېباسي او په دې پار چې ادراکي غونډالونه (نظامونه)، متفاوتې مخېنې لري، بدرنګ او ښکلی هم پکې توپير مومي. که د  ګردو اذهانو مخينه يوه شي او که د انسانانو «ذهني ـ اروايي» جوړښت پوره يو رنګ وي؛ نو په دې بڼه کې به نور د بدرنګۍ او ښکلا په حکم کې، څه توپیر رادبره نشي؛ يعنې ټول به واحد څيز بدرنګ يا ښکلي ومومي. نو ځکه د بدرنګتوب او ښکلا په حکم کې توپير، د انسانانو په اروايي جوړښت او ذهني مخېنې په توپير پورې تړاو لري. دا توپیر، رښتونی او واقعي دی او ځکه د بدرنګۍ او ښکلا په اړه به متفاوت احکام هم واقعي وي.

کټ مټ د دې په څېر؛ که يوه ډبره په يو رنګ زور او انرژي د يوې ښېښې، بيا څاروي او ورپسې خټې ته ورګوزاره کړو، په هر مورد او ځای کې به يو اغېز ووينو. يو ځای به شيشه ماته شي او ليکي ليکي به شي. بل ځای به پوټکی غوڅ شي او وينه به وبهېږي او بل ځای به د خټو دارې خپرې ورې شي؛ نو د ډبرې اغېز نسبي دی.

دا سمه ده او مانا يې دا ده، ډبره چې پر کوم ځای لګي اغېز يې نسبت يو بل ته توپير لري؛ خو نسبي هم نه دي، په دې مانا چې هم ډبره واقعي ده، هم کومې اغېزې يې چې رادبره کوي او هم په بېلابېلو ځايونو کې د ډبرې د اغېزو توپير به که ډبره تل په خټه ولګي، تل به يې اغېز يو رنګ وي. دغسې ده د بدرنګۍ او ښکلا د ادراک وضع، لنډه دا چې د بدرنګۍ او ښکلا (نسبي) توب د دوی د خوشې توب يا هوسي تب پر مانا نه دی.

 د بدرنګتوب او ښکلي توب د حکم نسبي توب په درېیو واقعي او نا نسبي چارو ولاړ دی

د ښکلا او بدرنګۍ په ادراک او ورته د نسبت په حکم کې لږ تر لږه درې واقعي چارې شتون لري چې دا درې واړه چارې يو نسبي حکم رادبره کوي: ړومبی د بهر نړۍ موجودات له ځينو اړخو مشابه (ورته) او له ځينو اړخونو توپير لري، او دا توپير او تشابه واقعي دي نه نسبي. دويم دا موجودات د انسانانو په ادراکي او اروايي غونډال (نظام) کې څه اغېزې پرېباسي چې دا اغېزې هم واقعي دي. درېيم د انسانانو ارواح  او ذهني مخينې يې  توپير لري؛ نو ځکه له واحد څېزه، متفاوت اثار مني، دا چار هم واقعي او غير نسبي دی. د يو بل ترڅنګ د دې درېيو واقعي سريزو ټولګه يوه پايله ورکوي چې دا پايله،«نسبي» بلل کېږي. يعنې د دې پيلامو او مقدماتو یېبره (ثمره) دا ده چې واحد څيز د يو وګړي په نظر کې ښکلی او د بل وګړي په نظر کې، بدرنګ برېښي. همدغسې؛ ګټه او زيان دي چې دوی هم نسبي دي؛ يعنې يو عنصر، کله چاته ګټور دی او بل ته زيانمن. دا چې مولوي وايي: «بد په تړاو او نسبت» دی په همدې دليل دي. دلته بد يعنې؛ زيانمن، مضر او بدرنګ، نه اخلاقي بد:

 پس بد مطلق نباشد در جهان

بد به نسبت باشد این را هم بدان

در زمانه هیچ زهر و قند نیست

که یکی را پا دگر را بند نیست

مر یکی را پا دگر را پای‌بند

مر یکی را زهر و بر دیگر چو قند

زهر مار آن مار را باشد حیات

نسبتش با آدمی باشد ممات

 نو ځکه د احکامو نسبي توب، د موجوداتو په اروايي جوړښت کې شته واقعي توپیر ته ور ګرځي. ارواح يو له بل سره د توپير له لا مله له يو واحد څېز څخه په بېلابېله توګه اغېزمنېږي او البته هر روح له خپله تأثره پرده اوچتوي؛ نو ځکه بل حکم کوي. دا ټول په اروايي اغېزو پورې اړوندېږي، چې دلته روح، هېنداره نه؛ بلکې له دباندې راغليو غشيو د ايشتو نښه ده. خو کله چې نفس، هېنداره کېږي او يوازې د ښکاره کېدنې او حکايت شان لري، وضع توپیر کوي. لکه کله چې حکم کېږي د یو شي اوږدوالی لس متره دی، دلته وګړی له خپلو شخصي تأثراتو خبرې نه کوي؛ بلکې د شي د واقعي ځانګړنې په اړه حکم کوي؛ خو په بدرنګۍ او ښکلا حکم، د مدرک  وګړي روحي حالاتو ته ور ګرځي، نه په خارجي شي کې واقعي اوصافو او ځانګړنو ته.

 انسان ګرده نړۍ ښکلې ليدای شي

د دې څېړنې له مخې د عارفانو د دې خبرې پر مانا ښه پوهېدای شو چې دا انسان داسې مقام ته ور رسېدای شي چې د هستۍ هر څيز ښکلی وويني.

عارف انسان خپل روح او ضمير داسې تنظيمولای شي چې له هيڅ څيزه بدرنګه اغېزمني ونه مومي. په رښتینه کې د عارفانو له مهمو رابرسېرونو ځنې يو همدا و، چې کرۍ هستي ټوله ښکلې ووينو. کله چې د انسان په زړه کې دا «ښکلې وینې » سترګه پرانستل شي، له هستۍ سره به د انسان تړاو يو مخې توپير ومومي. په همدې پار مولوی خدای ته په عاجزۍ وايي:

بعد از این ما دیده خواهیم از تو بس

تا نپوشد بحر ار خاشاک و خس

 آدمی دید است و باقی پوست است

دید آن است که دید دوست است

 انسان بې له دوو سترګو بل څه نه دی، پاتې اندامونه او چارې يې وزلې او حاشيې شمېرلېږي. که سترګې له خس و خاشکو او ډکو پاکې شي، هر څه به ښکلي وويني. حافظ وايي:

غسل در اشک زدم کاهل طریقت ګویند

پاک شو اول و پس دیده بر آن پاک انداز

یا رب آن زاهد خودبین که به جز عیب ندید

دود آهیش در آیینه ادراک انداز

 د حافظ په وينا، ځانوينی زاهد يوازې عيب ويني؛ ځکه سترګې يې عيبجنې او ناپاکې دي. حافظ هم په دې پار ښېرې ورته کوي چې د ادراک هېنداره يې خړه پړه ده او پخپله د پاکيو ليدو لپاره، خپلې سترګې پاکوي. د حافظ دا بيت د مجنون د دې شعر ژباړه ده:

و کیف تری لیلی بعین تری بها

سویها و ما طهرتها بالمدامع

وتلتذ منها بالحدیث و قد سری

حدیث سویها فی خروق المسامع

 «راته يې وويل چې ته به څنګه په هغو سترګو چې نور دې پرې ليدلي او تر اوسه دې په اوښکو پاکې کړې نه دي ، ليلا ته وګورې؟

څنګه به خبرې ورسره وکړې او له خبرو به يې خوند واخلې، لا تر اوسه دې په غوږونو کې د نورو خبرې دي.»

تردې ټولو هر اړخيز او اوچت د مولانا ژور کلام دی:

تا بدانی کآسمانهای سمی

هست عکس مُدرکات آدمی

او

باده از ما مست شد نه ما از او

قالب از ما هست شد نه ما از او

له بدرنګۍ او ښکلا دا څېړنه کټ مټ  د انسان پر کړنو د اطلاق وړ ده.

 

د انسان د چلن د بدرنګۍ او ښکلا مانا

د دې شننې له مخې د انسان کړه وړه هم په بدرنګو او ښکليو ويشل کېږي. له وخته ويل شوي چې لکه «عدالت» يا «احسان» ښکلي دي، لکه چې يو منظره يا يو هنري اثر ښکلی او زړه راښکونی دی. او بلخوا انسان له حق لتاړولو يا تېري سره په مخامخېدنې، احساسوي چې له بدې نندارې سره مخامخ شوی دی (له اخلاقي قضاوت څخه په صرف نظر)

نو ځکه په دې مانا د انسانانو کړنې، بدرنګې يا ښکلې دي. البته د تېرې څرګندونې له مخې دا بدرنګي يا ښکلا په نسبي ډول درک کېږي. يعنې که ټول انسانان له يوې روزنې او ذهني مخينې برخمن وي، ټول به یو شمېر کړنې ښکلې او يو شمېر به بدرنګې ومومي او څومره چې د انسانانو د کړنو بنسټيزو آرونو ته ورنژدې کېږو؛ نو د دې آرونو په بدرنګ موندو يا ښکلي موندو کې به د نظر يوالی ډېر شي او څومره چې د دې اصولو په فروعاتو او څانګو پسې ورشو؛ نو د نظر يوالی به تتېږي  او د رايو اختلاف به ځلېږي.

 اخلاقي قضاوت د فاعل په نيت او علم پورې اړوند دي

خو د اخلاقي قضاوتونو حساب يې بېل دی. دوی له هغه ځايه رامنځته کېږي، چې د فاعل نيت او علم هم مراد شي. يو کړ (فعل) په دې پار چې کړ دی (يعنې بې له فاعل سره تړاو يې) اخلاقي اړخ نلري، يوازې د ښکلا پېژندنې اړخ لري، په بله وينا فعلي حسن او فاعلي حسن له دوو جنسونو ځنې دي، نه له يوه جنس ځنې. د فعلي حُسن يوازې د فعل مطلوبو اغېزو او اثارو ته پام وي؛ خو فاعلي حسن، فاعل د بدلې او ثواب مستحقوي. دويم يې اخلاقي دی؛ خو لومړنی نه. ځينو فيلسوفانو په تېره لويديځ کې د اخلاقو علم او ښکلا پېژندنه له يوه جنسه ګڼلې يا يې سره ګډ کړي، چې دليل يې څرګند دی. خو اخلاق د ښکلا پېژندنې د ملاحضاتو له بريده وراوړي؛ يعنې فعل له فاعل سره په تړاو، په اخلاقي احکامو کې رانغاړلېږي: که فاعل، يو فعل (کړ) ښکلی وبولي او په کولو يې لاس پورې کړي، اخلاقي «ښه» رامنځته کېږي او که دا فعل بدرنګ وبولي او ويې کړي، اخلاقي «بد» رادبره کېږي. که د فاعل علم نه وي، دباندنی فعل نه ښه دی او نه بد؛ خو البته بدرنګي يا ښکلا يې پر ځای ده. د انسانانو افعال او کړنې چې کله هم له فاعل سره له تړاوه ايسته کېږي، د نورو طبيعي پېښو په څېر کېږي، چې اخلاقي ښه او بد نه رانغاړي. لکه د نسيم لګېدل يا د سمندر څپڅپاندي له اخلاقي پلوه ښه يا بد، فضيلت يا رذيلت نه دی، که څه بدرنګ يا ښکلی کېدای شي. فعل هم که فاعل ته ورمنسوب نشي، په اخلاقي قضاوتونو کې نه رانغاړلېږي. نو ځکه که په مطلق ډول او بې د فاعل له ملاحظې ووايو: «عدل» له اخلاقي اړخ ښه يا «ظلم» له اخلاقي اړخ بد دی، ناسمه خبره او بلکې بې مانا خبره مو کړې ده. البته ويلای شو چې د ښکلا پېژندنې په پار، عدل، ښکلی او ظلم، بدرنګ دی. يا عدل پلانۍ مطبوع اغېزې لري او ظلم پلانۍ نامطبوع اغېزې لري. د عدل خارجي اغېزې، واقعي دي؛ خو مطبوع والی يې البته سبجکتيو دی او اخلاقي قضاوت هم يوازې په عادل او ظالم پورې تړاو مومي، نه له فاعل څخه د راپرې کړای شویو افعالو پورې.

نو ځکه که چا وپتېيله چې یو کار ښه دی او بيا يې له مخې عمل وکړ، ستاينوړ دی او لږ تر لږه د غندنې وړ نه دی، که څه کړ (فعل) يې د عاقلانو له نظره بدرنګ شمېرلېږي. همدا مساله ده چې د اصوليانو په سنګر کې يې، تفرقه او وېشنه رامنځ ته کړې (تجري ويينه).

پوښتل شوي څوک چې د اوبو په ګومان شراب څښي، کار يې بد دی يا ښه؟ يا څوک چې د شرابو په ګومان اوبه څښي، ايا بد کار يې کړی دی؟ که فعل ته ووينې، هغه چې اوبه، شراب ګڼلي او د شرابخورۍ په نيت يې اوبه څښلي، کوم بد کار يې نه دی کړی؛ ځکه په هر حال شرابخوري يې نه ده کړې؛ خو که نيت ته يې ووينې کار يې سر تر پايه ګناه وه. او سمه خبره دا ده چې له فاعل څخه د فعل په راپرې کېدو پورې، بیخي د اطاعت او ګناه نامې تړاو نه مومي. لومړی مطيع  او عاصي لرو او ورپسې طاعت او معصيت، نه اپوټه.

اخلاقي قضاوت تل له فاعل څخه پيلېږي او د فاعل په تبع او لاروۍ په فعل کې سر ورښکته کوي.  لومړی وايي چې فاعل وګړی بدکاره دی او بيا په تبع يې، فعل يې هم په اخلاقي تقبيح (بد) کې رانغاړل کېږي.

خو که د يو فعل په اړه، بې له فاعل سره د تړاو په ملاحظې يې، وپوښتل شي، په ځواب کې يې يوازې له بدرنګوالي يا ښکلا يا نورو طبيعي اوصافو خبرې کړای شو، نه نور څه.

 د انساني کړنو د ښو او بدو وزلو موندېدل

اوس ممکن وپوښتل شي چې ولې انسان يو شمېر کړنې ښې او يو شمېر بدې مومي؟

په ځواب کې وايو چې دا ګروهې ډېر دلايل لري: ډېری چارې په دې پار ښې يا بدې شوي چې د بشري ژوند د تکامل په بهير کې د انساني ټولنې پايينې ته ګټورې يا زيانمنې شوې دي. غلا، دروغ، تېری او… ټولنيز ژوند ناشونی کوي، او په مقابل کې رښتيا، پاکي، امانتوالي او د نورو د حقوقو رعايتول ژوند مطبوع او اسانوي. ديني ښوونو هم د دې حُسن  و قُبح په ټاکنه او ښوونو کې برخه درلودلې ده. همدغسې د کړنو د بدرنګۍ او ښکلا ادراک هم د ښکلا پوهنې له نظره د اخلاقي احکامو په صادرولو کې لاس درلود؛ يعنې د ښو او بدو فطريتوب او شهوديت. او البته نورې وزلې هم ګڼلای شو.

نو ځکه په انسانانو کې شته او دوديز اخلاق له يوې سرچينې راولاړ شوي نه دي.

 د اخلاقي احکامو نسبي توب پر واقعي او غیرې نسبي چارو ولاړ دی

خو اخلاقي حکميان په دې اړه مهمې خبرې لري چې وايي، که ټول انسانان له يوې روحي او ذهني مخينې برخمن وي او د خپل ضمير او وګړې دوړې، خړپړتيا او نيمګړنې وڅنډي او د تعقل له يوې قوې برخمن شي؛ نو اخلاقي احکام به يې يو رنګ شي؛ يعنې فاعلان به په واحدو ضوابطو په مدح و ذم (ستاينه او غندنه) کې رانغاړلي وبولي.

ملاحظه کېږي، چې د اخلاقو مدح و ذم په اړه دا شننه، د هماغې شننې په څېر ده چې د بدرنګۍ او ښکلا په اړه يې لرو. عاقلين کله چې د فاعل له مدح وذم نه خبرې کوي، په واقع کې له خپلو حالاتو ګړېږي او د خبرو مانا يې دا ده چې زه (يعنې مُدرک وګړی يا پېژندل شوی فاعل) او فاعل د مدح يا ذم وړ بولم؛ خو دا نسبي توب د بدرنګوالي او ښکلا د نسبيت په څېر، په انسان کې د څو واقعي اغېزو د همکارۍ او ګډولې یېبره او محصول دی.

اوس وينو دا چې وايي خدای نېک چار کوي يا انسانانو ته په نېکو چارو حکم کوي او له بد چارو يې نهې کوي، څه مانا لري؟ ايا څه چې ښه او نېک دي، خدای يې کوي يا څه چې خدای کوي، نېک به وي؟

د چار واقعيت دا دی چې حُسن و قُبح، بدرنګي او ښکلا، غم و ښادي، عشق و نفرت، مينه او کرکه، له انسان سره په تړاو (يعنې له درک کوونکي موجود سره) مفهوم پيدا کوي. په بله وينا، دا چارې د بشر اروايي حالات دي او يوازې د انساني روح  په ډګر کې پيدا کېږي، لکه مولانا وايي:

«باده از مست شد نی ما از او».

 د خدای له منظره بدرنګي او ښکلا

تردې ځايه مو وويل که درک کوونکې (مُدرِکې) سترګې نه وي؛ نو بدرنګي او ښکلا نه څه مفهوم لري او نه مصداق؛ خو ايا د خدای په سترګو کې هم بدرنګي او ښکلا شته يا نه؟ البته شته. په رواياتو کې لرو:

«ان الله جميل و یحب الجمال: خدای ښکلی دی او ښکلې چارې خوښوي.»[1]

نو د خدای پر وړاندې هم بدرنګي مطرود او ملعونه ده او ښکلا یې تر عنايت او پاملرنې لاندې ده؛ ځکه دا هم ناظر؛ بلکې اوچت ناظر او هډو يوازېنی ناظر دی او د يو عارف بنده ټوله هڅه دا ده چې هم يې خدای په سترګو کې ښکلی وځلېږي او هم دا پخپله د خدای په سترګو کې ښکلی وبرېښي او هم د خدای له سترګو هستۍ ته نظر وکړي، دا مطلب چې مولوي وايه: د جسم معطر والی کافي نه دی؛ بلکې زړه بايد معطر وي، پر همدې مانا و:

گر میان مشک تن را جا شود

روز مردن گند او پیدا شود

مشک را بر تن مزن بر دل بمال

مشک چه بود نام پاک ذوالجلال

آن منافق مشک بر تن می‌نهد

روح را در قعر گلخن می‌نهد

بر زبان نام حق و در جان او

گندها از فکر بی ایمان او

 

مشک او عطر چې انسان پر ځان او جامو وهي، ظاهر ويني يې درک کوي؛ خو د روح معطرتوب خدای، سپېڅلي او يو شمېر پاک او متقي انسانان موندای شي. د ښکلا په اړه هم وضع همدغسې ده. عارفانو د خدای د حُب  او مينې په اړه ډېرې خبرې کړي او حُب په جمال (او ښکلا) پورې اړه لري. چېرې چې يوه مينه او عشق وي، په جمال پورې اړوند يو مفتونيت هم شته او که څه عارفان د حق تعالی د پېرزوينې او غوسې دواړو عاشقان ول؛ خو په حقيقت کې بې له پېرزوينې يې بل څه نه ليدل؛ نو ځکه هر ځای يې چې له کوم عاشقه خبره کړې، په يوه وجه يې د حُسن له تجلۍ او د دلبردګۍ له حصول څخه خبره کړې:

هر کس پیش کلوخی جامه چاک

کان کلوخ از حُسن آمد جرعه ناک

 باده خاک آلودتان مجنون کند

صاف اګر باشد ندانم چون کند

 دا د محدودو او ځمکنيو عاشقانو او معشوقانو په باب ده، چې د حُسن شراب يې دُرد آلوده دي؛ خو د حق کمال او جمال روڼ او بې بريده دی:

 ذره ذره عاشقان آن کمال

می‌شتابد در علو هم‌چون نهال

سبح لله هست اشتابشان

تنقیهٔ تن می‌کنند از بهر جان

انسان چې ځان سینګار او ونه توږي؛ نو خدای هم ښکلی نه مومي؛ ځکه ښکلې ليدنه يوازې په دې پورې اړوند نه ده چې د باندېنی موجود ښکلی وي، بلکې پخپله انسان هم باید ښکلا وليدای شي. دا د عارفانو له سترو رابرسېرونو ځنې ده چې د خدای ښکلا يې وليدای شوه او په هر ځای کې يې د ښکلا او عشق خبرې وکړې:

 غرق عشقی‌ام که غرقست اندرین

عشقهای اولین و آخرین

مجملش گفتم نکردم زان بیان

ورنه هم افهام سوزد هم زبان

من چو لب گویم لب دریا بود

من چو لا گویم مراد الا بود

ده زکات روی خوب ای خوبرو

شرح جان شرحه شرحه بازګو

کز کرِشمِ عمزه ای غمازه ای

بر دلم بنهاد داعی تازه ای

شرح ګل بګذار از بهر خدای

شرح بلبل ګو که که شد از ګل جدای

 دې پاکانو په خدای کې پېمخي یا خوبرويې لیدلې وه؛ ځکه د پېمخۍ یا خوبرویۍ زکات؛ يعنې، احسان او لورنه (عنايت) يې غوښته. دا زکات هم يوازې د معشوق د حسن د تجلۍ او بلخوا يې د جمال د قدرت د درک په ښکېل کې و، موږ پوه شو چې خدای پخپله ښکلی دی او يو شمېر چارې يې په سترګو او نظر کې ښکلې او يو شمېر يې بدرنګې دي. اوس نو زوی ته د علي (ک) د خبرې مانا څرګندېږي چې ويې ويل:

«ته بايد د خدای په طاعت او لمانځنه کې هڅه وکړې؛ ځکه ته ناڅيزه او حقير يې او هغه لوی او ستر دی، ته محتاج يې او هغه مستغني دی، ستا مهانت او ناڅيزتوب او د خدای مهابت او دبدبه الزاموي چې درګاه ته يې سجده وکړې، له غوسې او سزا يې وډار شې، اوامرو او نواهيو ته ملتزم اوسې؛ ځکه خدای يوازې د ښو چارو امر درته کوي او يوازې له بدو چارو دې منع کوي.»

 عارف بدرنګۍ او ښکلا ته په نظر کولو کې هڅه کوي چې ځان له خدای سره هم منظره کړي

عارف هغه دی چې خپل منظر د خدای له منظر سره ورنژدې کړي، څه چې خدای بدرنګ ويني، دا يې هم بدرنګ وويني او څه چې خدای ښکلي ويني دا يې هم ښکلي ويني. ورپسې، د ښکلا خوا ته يې جذبه او مينه، د ښو چارو خوا ته ورکاږي؛ يعنې اخلاق يو دم هسکېږي او له اخلاقي داورۍ څخه د ښکلا پېژندنې داورۍ ته وررسي.

 عرفان تر اخلاقو اوچت دي

نو د عارفانو دا خبره چې وايي: عارفان تر اخلاقو اوچت دي؛ په دې مانا ده، عارف هغه کارونه چې نور يې له اخلاقي پلوه ښه بولي دا يې ښکلي ويني او کوم کارونه چې نور يې له اخلاقي پلوه بد بولي، دا يې بدرنګ ويني، په دې توګه اخلاقي نېکۍ او بدۍ د ښکلا پېژندنې پر ښکلا او بدرنګۍ اوړي. په بل تعبير ښکلا پېژندنه د اخلاقو ځای نيسي. البته نېکيو او بديو ته د دغسې کتو ترلاسه کول يو ستونزمن چار دی او له متوسطانو او منځنيو خلکو د دغسې چار تمه نه کېږي، دوی ته اخلاقي نېکۍ او بدي کفايت کوي.

له خدايه غواړو، خپلو ځانګړو بندګانو ته يې چې حق ويني او د ښکلا پېژندنې سترګې ورکړي، موږ ته یې هم راکړي.

 

 


[1] – احيای علوم الدين: ۴ ټ، ۲۱۲ مخ؛ کنوز الحقايق: ۲۵ مخ؛ صحيح مسلم: ۱ ټ، ۶۵ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!