تبلیغات

حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت لیکوال : محمد شفق خواتي د ژباړن خبرې دامام ابوحنیفه (رح) په اړه دا څېړنېزه لیکنه په نوې دود شوې،چې را ته ناویل شوي مطالب یې رانغاړلي دي؛نو ځکه هغوی چې د خلکو اندیزې سمونې د امام ابوحنیفه (رح) څخه په لاروۍ پیلوي، ددې ژباړې لوستل ورته خورا اړین […]

حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت
لیکوال : محمد شفق خواتي
د ژباړن خبرې
دامام ابوحنیفه (رح) په اړه دا څېړنېزه لیکنه په نوې دود شوې،چې را ته ناویل شوي مطالب یې رانغاړلي دي؛نو ځکه هغوی چې د خلکو اندیزې سمونې د امام ابوحنیفه (رح) څخه په لاروۍ پیلوي، ددې ژباړې لوستل ورته خورا اړین دي،چې پر هغو لارو چارو پوه شي، چې امام راښوولې دي.
امام په اسلامي نړۍ کې د اسلام پوهنې په هکله یو باب پرانستی، چې زموږ اوسني کهول ته پوهېدنه ورباندې اړینه ده، دا چې د هېواد په اساسي قانون کې د امام ابوحنیفه (رح) مذهب او هم د امام جعفر صادق (رح) مذهب رسمي دي؛نو په دې کتاب کې د دواړو امامانو (رح) د لارویانو د خپلمنځي تفاهم لا پیاوړتیا ته بنسټیز مسایل شنل شوي او په اندیز او عملي ډول یې لارویان د هر ډول دسیسو پر وړاندې یو موټی کوي.
هیله ده، چې هېواد مو د اسلامي جمهوري دولت په سیوري کې اسلامي امت ته د اسلامي یو والي یوه همېشنۍ بېلګه پاتې شي.
 
 
د آيت الله شيخ آصف محسني تقريظ
بسم الله الرحمن الرحيم
د ګران څېړونکي؛ښاغلي محمد شفق خواتي د “جايگاه اهلبيت از ديدگاه امام ابوحنيفه” کتاب مې ولوست .کتاب په موضوع پورې اړوند غوره مطالب،له بېلابېلو سرچينو، د نيت په رښتيوالي او له تعصب او غلو لرې راوړل شوي دي،چې مناسبه  ده،چې ځوان څېړونکي ته يې مبارکي ووايم او داچې دا کړنلار يې د روښانه علمي،تتبعي او تحقيقي راتلونکې ښکارندوى ده .
ددې کتاب اغېز زموږ په پېر –د اسلامي اخوت پېر- کې ډېرى هغه مسلمانانو ته تر ډېره ګټور دى،چې خپل عقلونه يې افراط او تفريط او له جاهلانه او پټو سترګو تعصبانو لرې کړې وي .
په هر ځاى کې د “اسلامي ورورولۍ” د پلي کېدو په هيله او په دې انساني او اسلامي لار کې د ليکوال او د هغه د ګډاندو د بري په په تمه .[1]
 کابل
حوزۀ علميۀ خاتم النبيين
محمد آصف محسني
٢٦/٨/١٣٨٧
سريزه
ددې څېړنې موضوع د امام ابوحنيفه (ره) له ليدلوري د اهلبيتو او د هغوى ديني مرجعيت  دى .طبيعي ده،چې د اهلبيتو د مقام او ديني مرجعيت په باب د امام ابوحنيفه (ره) پر نظرياتو سربېره،به د اهلبيتو له هغو وګړيو سره يې د اړيکو د څرنګوالي راوړل هم له موضوع وتلې خبره نه وي،چې د امام ابوحنيفه (ره) همپېري وو؛نوځکه تر پورته موضوع لاندې،بايد د اهلبيتو د ديني مرجعيت (علمي مرجعيت،سياسي،معنوي او باطني او فضايل او حب او بغض)،د تشيع مفهوم او ډولونه يې (چې د اهلبيتو له مرجعيت سره متناظر دى) هم وڅېړل شي .همداراز د امام ابوحنيفه (ره) کلامي اندې او فقهي مذهب هم بايد د اهلبيتو له ښوونځي سره پرتله شي .
په موضوع پورې اړوند نور اړخونه،د تشيع په باب د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى او له خپلو همپېرو شيعيانو سره يې د اړيکو څرنګوالى دى .
همداراز د اهلبيتو د مقام او مرجعيت په باب د امام ابوحنيفه (ره) پر ليدلوري د پوهېدو په موخه،په دې باب د حنفيانو د ليدلوريو څېړنه او له د امام ابوحنيفه (ره) له ليدلوري سره ددوى د ليدلوري د همغږۍ د کچې ارزونه هم اړينه برېښي ،
ددې ټولو موضوعاتو څېړنه به د اهلبيتو او د هغوى د ديني مرجعيت (د اهلبيتو سياسي،علمي او معنوي مرجعيت) په باب د امام ابوحنيفه (ره) ليد لورى څرګند او روښانه کړي . او ترڅنګ به يې د اهلبيتو په نسبت د حنفيانو د ليد او د امام ابوحنيفه (ره) د ليد د همغږۍ څومره والى هم روښانه شي .
د پورته موضوع په پامنيوي،ددې څېړنې اصلي پوښتنه داده،چې : ” د اهلبيتو او د هغوى د ديني مرجعيت په باب د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى څه دى او اهلبيتو ته پر کوم مقام قايل دى ؟” دا پوښتنه په لاندې فرعي پوښتنو تجزيه کولاى شو :
١.ايا امام ابوحنيفه (ره) د کلام او فقه په ډګر کې د اهلبيتو په ديني مرجعيت ګروهمن و؟
٢.ايا امام ابوحنيفه (ره) د اهلبيتو سياسي مرجعيت مانه ؟
٣.د اهلبيتو د فضايلو او ورسره د مينې او  دوستۍ په باب يې نظر څه دى ؟
٤.له صادقينو (امام باقر او امام صادق)سره يې اړيکې څنګه وې ؟
٥.له خپلو همپېرو علويانو او شيعي پاڅونونو سره اړيکې څنګه وې ؟
٦.د تشيع په باب يې ليدلورى او له خپلو همپېرو شيعيانو سره يې اړيکې څنګه وې ؟
٧.ايا اهلبيتو او تشيع ته د حنفيانو ليد هماغه د امام ابوحنيفه (ره) ليد که ورسره توپير لري ؟که ورسره توپير لري؛نو ددې توپير او د ليد د بدلېدو لاملونه څه دي ؟
که څه د “اهلبيتو” د مفهوم او مصاديقو په باب په شيعه او اهلسنتو کې د نظر يووالى نشته؛خو په دې څېړنه کې مو مفروض دادى،چې د اهلبيتو نوراني مصاديق پنجتن پاک (اهل کساء) او د امام حسين له ځوځاته نهه امامان دي .موږ په لومړي څپرکي کې دې ويينې ته يوه ځغلنده کتنه وکړو .
په دې څېړنه کې مو اصلي فرضيه داده،چې : د اهلبيتو په نسبت د امام ابوحنيفه (ره) د دريځ نيونې له امله کولاى شو،چې لږ تر لږه يې په سياسي او مينوال شيعه کې راونغاړو که څه له علمي پلوه يې هم په يوه نه يو ډول د اهلبيتو په مرجعيت باور  درلود .”.
د اسلامي مذاهبو د پيوستون د اړتيااو اهميت غوښتنه ده،چې ترشوني بريده، د نورو مذاهبو مشرانو او لارويانو ته د يوه مذهب د لاروي له کينې ډک او  مفي ليد بايد د يو لړ حقايو په څرګندولو تصحيح او سم شي .په دې ترڅ کې اهلبيتو او شيعيانو ته د حنفيانو د ليد سمونه او همداراز امام ابوحنيفه (ره) ته د شيعيانو د ليد سمونه له خورا ارزښته برخمن دى .په تېره بيا داچې په اهلسنتو کې درېمه برخه مسلمانان په فقه کې د امام ابوحنيفه (ره) لارويان دي . سربېره پردې د ډېرى حنفيانو کلامي مذهب ماتريدي او طحاويه دى او ددې دواړو کلامي ښوونځيو بنسټګر (ابومنصور او ابوجعفر طحاوي) مدعي دي،چې د امام ابوحنيفه (ره)  دکلامي اندو لارويان دي او د هغه د کلامي اندو شارحان دي؛نو د امامي تشيع او حنفي مذهب ترمنځ پيوستون به د ډېرى مسلمانانو ترمنځ پيوستون وي .
نه حنفيانو د اهلبيتو په باب د امام ابوحنيفه (ره) ليدلوري درک کړي دي او د هغه سياسي او علمي کړنلارې يې ښه نه دي پېژندلي او نه په ځينو شيعي سرچينو کې يې اهلبيتو ته ليد سم څرګند او روښانه شوى نه دى .په واقع کې د اهلبيتو په باب د امام ابوحنيفه (ره) دريځ ته له دوو ګوټو کتلاى شو :يو په شيعيانو کې خپور نظر،چې امام ابوحنيفه (ره) په خپل علمي ژوند کې تل له اهلبيتو سره په تقابل کې و .بل له اهلبيتو سره د امام ابوحنيفه (ره) هغه دوستانه اړيکو ته له سره کتنه وشي،چې په شيعي او سني سرچينو کې راغلي دي .داچې کلونه کلونه؛بلکې پېړۍ دي،چې له لومړي ګوټه اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه (ره) دريځ ته کتل کېږي؛نو دا څېړنه په دې هڅه کې ده،چې ان يو ځل هم،چې وي له بل ګوټه دې نندارې ته وګوري او له ګرد وهلو حقايقو نه پرده اوچته کړي .هيله ده،چې د پورته موضوع په باب د امام ابوحنيفه (ره) دريځ ته بيا کتنه د دې دوو سترو مذهبونو په نږدېدو کې مرسته وکړي .
د هغه څه په رڼا کې چې وويل شول،ددې څېړنې لومړنۍ موخه دادي :
الف )اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه (ره) د دريځ په باب د حنفيانو او شيعيانو د ليدلوري شننه او سمونه .
ب )د امام ابوحنيفه (ره)،حنفيانو او تشيع ترمنځ يو لړ ګډ ته اشاره .
ددې څېړنې نهايي موخې هم دادي :
الف )د مذاهبو د مشرانو په نزد د اهلبيتو د مقام او د هغوى مرجعيت معرفي کول .
ب )د اهلبيتو په چورليز د اسلامي مذاهبو،په تېره بيا د حنفيانو او تشيع ترمنځ له پيوستون سره مرسته . ( داهلبيتو په باب د امامي تشيع او حنفي –ماتريدي دوو مذهبو ترمنځ پر ګډو ټکو په ټينګار سره)
د څېړنې مخينه
تر هغه چې ددې کتاب ليکوال خبر دى،په دې باب تر اوسه لا ارزښتمن او خپلواک چار نه دى ترسره شوى،ان وروستۍ سرچينې،چې د امام ابوحنيفه (ره) د اندو په باب ليکل شوى دى،زموږ د څېړنې موضوع ته يې خورا لږه توجه کړې ده؛نو په دې باب به زموږ څېړنه لومړى خپلواک چار وي .
په ټاکلې توګه اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه (ره) د ليد لوري په باب يوازې څه تيت و پرک مطالب د شيعه وو په متقدمو سرچينو کې ليدلاى شو .بې له ځينو تاريخ او د مناقبوله کتابونو،په شيعي او سني سرچينو کې د امام ابوحنيفه (ره) او صادقينو او د هغوى د زده کړيالانوترمنځ يو لړ مناظرې رانقل شوې دي او نور داسې څه پکې نشته،چې د امام ابوحنيفه (ره) په ليدلوري کې د اهلبيتو مقام راوښيي .
په پخوانيو ليکوالانو کې،موفق مکي خوارزمي او ابن بزازي د امام ابوحنيفه (ره) له ليدلوري د اهلبيتو مناقب رانقل کړي دي او له صادقينو او علويانو سره يې د هغه پر اړيکو رڼا اچولې ده .
په معاصرينو کې امام محمد ابوزهره تر څه بريده زموږ موضوع ته د “الامام ابوحنيفه حياته و عصره-آرائه و فقه” په کتاب او د “الامام صادق حياته و عصره _آرائه و فقهه”په کتاب کې اشاره شوې ده؛خو د هغه ليکنې هم ناکافي دي او هغه د هماغه سرچينو له مخې دي،چې و مو ويل .
د امام ابوحنيفه (ره) د کلامي او فقهي اندو په باب تر اوسه تر ټولو غوره څېړنه دکتر احمد پاکتچى د “دائرة المعارف بزرگ اسلامي” په ابوحنيفه مدخل کې کړې ده او موږ هم په خپله څېړنه د هغه زيارونوګټنه کړې ده .
 د څېړنې محدوديتونه
سربېره پردې چې په دې باب نه پخوا چا کار کړى و او هم په دې باب سرچينو ته لاسرسى نه و،نور هغه محدوديتونه،چې په دې څېړنه کې ورسره مخ شو،دادي :
١.د امام ابوحنيفه (ره) د شخصيت او ژوند په باب روايتونه په بشپړه توګه يو له بل سره په ټکر کې دي .په دې باب موږ له دوو افراطي او تفريطي روايتونو سره مخ شو : د امام ابوحنيفه (ره) ځينې لارويان په حق غلو کوي او تر انبياوو په پورته مقام کې کېنوي .
بلخوا د امام ابوحنيفه (ره) مخالفان،چې ډېرى يې اهل حديث دي،هغه د کفر او زندقه تر بريده رسوي او له دينه يې بهر او مرتد ګڼي .د هغوى د وينا له مخې، امام ابوحنيفه (ره) څو ځل کفر ته ورنږدې شوى او بيا يې توبه کړې او بالاخره داچې د دين پوپناه کولوته يې ملا تړلې وه !
د امام ابوحنيفه (ره) واقعي شخصيت او څېره او بالتبع د اهلبيتو په نسبت يې دريځ او ورسره يې اړيکې هم د افراطونو او تفريطونو تر دوړو لاندې پټ پاتې دي او موږ په دې باب واقعياتو ته د رسېدو په موخه يوه تپه تياره او نرۍ لار مخې ته لرو . د امام ابوحنيفه (ره) له څېرې نه د افراط او تفريط د دوړو لرې کول او د ناپوهه دوستانو د دوستۍ او بېعقلو د دښمنۍ ګردونه پاکول څه اسان چار نه دى .
٢.د امام ابوحنيفه (ره) کلامي او فقهي اندې يې د ځينو لارويان لخوا بدلې شوې او هر يو د خپلې زمانې او وخت د شرايطو له مخې پکې بدلونونه راوستي دي؛نو په کلام او فقه کې يې د اندو حقايقو ته د رسېدو په موخه او د اهلبيتو له ښوونځي سره يې د نسبت سنجش لپاره موږ د امام ابوحنيفه (ره) له تحريف شويو نظرياتو سره مخ يو،چې ددې رنګونو او ګردونو لرې کول خورا ستونزمن چار دى .
٣.په شيعي سرچينو کې هم د امام ابوحنيفه (ره) روايتونه ډول ډول او کله په ټکر کې دي .د قياس په بحث کې ځينې شيعي روايي سرچينې د اهلبيتو د امامانو په نزد د امام ابوحنيفه (ره) څېره منفوره او منفي انځوروي؛خو نور روايتونه وايي،چې له اهلبيتو او شيعيانو سره يې خورا نږدې او  دوستانه اړيکې درلودې .ددې روايتونو د صحت تشخيص خورا رجالي،متني او د محتوايي نقد غوښتنه کوي .
 د څېړنې کړنلار
موږ په دې څېړنه کې له توصيفي و تحليلي-تاريخي کړنلار ګټنه کړې ده.تر شوني بريده کوښښ شوى،چې له تاريخي متونو،سرګذشتنامو،مناقبو او شيعي او سني روايي سرچينو د آراوو او اندو او اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه (ره) د رويکر توصيف راوړاندې کړو .په هغه ځايونو کې،چې روايتونه ډول ډول او سره په ټکر کې دي؛نو تر شوني بريده هڅه شوې،چې د ځينو روايتونو په تاريخي،سندي او محتوايي شننې،څه نا څه د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى روښانه شي .که څه کله به يو له بل سره د روايتونو له ټکر او ډول ډولتوب سره مخېدو،چې دې چار به کار ته ډپ اچاوه . د اطلاعاتو د راټولونې په باب هم،د کتابتون پر کړنلار سربېره (چې ددې څېړنې د اطلاعاتو در راټولونې اصل کړنلار وه) له ځينې شيعي او سني مشرانو د نېغ په نېغ خبرو اترو کړنلار هم بايد ورزياته شي .په تېره بيا د ځينو حنفي صوفيانو له مشرانو سره خبرو اترو،د څېړنې د ډېرو فرضياتو د تاييد لپاره خورا مرسته وکړه .
 د څېړنې چوکاټ
دا ليکنه د اوو څپرکو په چوکاټ کې راوړاندې کېږي :
د څېړنې په لومړي څپرکي کې،ددې څېړنې ځينې بنسټيز مفاهيم؛لکه اهلبيت،ديني مرجعيت يې،تشيع او ډولونه ته به لنډه اشاره  کېږي،چې د اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه (ره) د ليدلوري لپاره يو نظري چوکاټ چمتو شي .
په دويم څپرکي کې به په لنډو د امام ابوحنيفه (ره) د ژوند شرحه راوړو او همداراز دهغه د پېر پر فکري او سياسي شرايطو به هم رڼا واچوو،چې د هغه د د اندو په شکل ګيري موثر وو .
په درېم څپرکي کې به د امام ابوحنيفه (ره) کلامي اندو وڅېړو،چې د اهلبيتو له ښوونځي سره ديې د اندو نسبت روښانه شي .
په څلورم څپرکي کې مو د امام ابوحنيفه (ره) فقهي سرچينې او کړنلار يې روښانه کړې او ځغلنده  مو د اهلبيتو له ښوونځي سره پرتله کړې ده .
په پينځم څپرکي کې د  اهلبيتو په باب د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى او له صادقينو او علويانو سره به يې اړيکې وڅېړو .
په شپږم څپرکي کې به د تشيع په باب د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى او له خپلو همپېروشيعيانو او د صادقينو له زده کړيالانو سره به يې پر اړيکې رڼا واچوو .
په وروستي څپرکي کې به د اهلبيتو او تشيع په باب د امام ابوحنيفه (ره) او حنفيانو ليدلورى سره پرتله کړو .
“و ما توفيقى الا بالله العلى العظيم”
   لومړى څپرکى :
 نظري چوکاټ  او د مفاهيمو شننه
امام ابوحنيفه (ره) د اهلسنتو له څلورګونو فقهي مذهبونو ځنې د يو مذهب مشر دى،چې هم خپلواک فقهي مذهب لري او هم په خپل بريد کې د ځانګړي کلامي او بېل ښوونځي خاوند و . سره له دې په ځنې شيعي او سني سرچينو کې هغه د شيعي لېوالتياوو څښتن ګڼل شوى دى. هغه ټکى،چې بايد روښانه شي،دادى،چې شيعه چا ته ويل کېږي او که د امام ابوحنيفه (ره) شيعي لېواليتاوې جوتې شي؛نو ددې لېوالتياوو منځپانګه به څه وي .
د “شيعه” اصطلاح له اهلبيتو سره کوټلى تړاو لري او داچې د اهلبيتو پر ديني مرجعيت باور او ترې پر لاروۍ التزام؛نو په کار ده،چې د “اهلبيت”،”د اهلبيتو د مرجعيت”، “تشيع” او “د اهلبيتو د مقام په اړه  پر بېلابېلو ليدلوريو”  رڼا واچول شي،چې له دې لارې د اهلبيتو او د هغوى د ديني مرجعيت په اړه او همداراز تشيع ته د امام ابوحنيفه (ره) د لېوالتيا او نه لېوالتيا په اړه د قضاوت او ورمندون امکان هم فراهم شي .
د پورتنيو مواردو (“اهلبيت”،”د اهلبيتو د مرجعيت”، “تشيع” او “د اهلبيتو د مقام په اړه بېلابېل ليدلوري” او همداراز د شيعه معنا او مفهوم او ډولونه يې) په مشخصېدو به موږ اهلبيتو ته له بېلابېلو ليدلوريو او همداراز له ډول ډول تشيع سره به اشنا شو،چې کولاى شو ددې اطلاعاتو ټولګه د ستر نظري چوکاټ په نامه د اهلبيتو په اړه د امام ابوحنيفه (ره) د ليدلوري په باب په پام کې ونيسو .په دې معنا،چې د پورتنيو مفاهيمو په روښانېدو کولاى شو،قضاوت وکړو،چې اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه ليدلورى او کړچار کوم ليدلوري او کړچار ته نږدې دى او دا لېوالتياوې په کوم چوکاټ کې د مطرحېدو وړ دي او امام ابوحنيفه د تشيع په کوم ډول کې ځاى کېږي .
 ١. د اهلبيتو مفهوم او مصاديق
“اهلبيت” په لغت کې “کور مېشتيو” ته وايي . په “مجمع البحرين” او د راغب په مفرداتو کې راغلي دي : (( د هر چا اهلبيت [عبارت دي له] د هغه له کورنۍ او عائلې،چې په کور کې يې اوسېږي .))[2] او همداراز راغب او ابن منظور ويلي دي،چې : (( که د اهلبيتو اصطلاح په مطلقه بڼه راشي،مراد ترې د اسلام د پېغمبر (ص) کورنۍ ده .))[3]
د “اهلبيت” ټکى دوه ځل په قر‌آن کريم کارېدلى دى : ((قَالُواْ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ (هود/٧٣)=( پرښتو) وويل :(( ايا د خداى پر كار تعجب كوې؟ دا د خداى رحمت او برکتونه ستاسې پر کورنۍ دي؛))
او په بل ځاى کې د پېغمبر اکرم (ص) د کورنۍ په اړه : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (احزاب/٣٣) =بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .)) دا آيت د “تطهير” په آيت مشهور دى .
د مسلمانانو په اصطلاح کې “اهلبيت” د يوې اصطلاح او عَلَم په نامه د همدې د تطهير له آيته اخستل شوى دى . داچې د پېغمبر اکرم (ص)  اهلبيت څوک دي؛ په دې اړه د مفسرينو او اسلامي علماوو ترمنځ  د نظر اختلاف دى . په ټول کې په دې اړه د څلورو غټو ليدلوريو نومونه اخستاى شو :
١. د پېغمبر اکرم (ص) اهلبيت عبارت دي له : اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب،حضرت فاطمة الزهرا، حسن،حسين او د پېغمبر اکرم (ص) مېرمنې . د اهلسنتو ډېرى علماوو دا نظريه منلې ده .[4]
٢. د پېغمبر اکرم (ص) ټول خپلوان،چې پکې مېرمنې، زامن،عترت، عشيره يې،ټول بني هاشم او بني عبدالمطلب يې اهلبيت دي . دا د ځنې نورو اهلسنتو علماوو نظر دى .[5]
٣. د تطهير په آيت کې له اهلبيتو مراد يوازې د پېغمبر اکرم (ص) مېرمنې دي . دا د بخاري،ابن ابي حاتم،ابن عساکر او ابن مردويه نظر دى .[6]
٤.د ټولو شيعه مفسرانو او ډېرى اهلسنت مفسرانو له ليدلوري د تطهير په آيت کې د پېغمبر اکرم (ص) له اهلبيتومراد يوازې حضرت علي (ک)، فاطمة الزهرا،حسن او حسين دي او د تطهير په آيت کې د اهلبيت ټکى د پېغمبر اکرم (ص) مېرمنې نه رانغاړي .پردې سربېره شيعي مفسران له پېغمبر اکرمه د تطهير د آيت د شان نزول په باب په متواترو رانقل شويو روايتونو استناد کوي،چې د امام حسين له ځوځاته نهه تنه هم،چې له دولس ګونو امامانو ځنې دي،د اهلبيتو مصاديق ګڼي .[7]
د اهلسنتو د هغه امامانو او سترو علماوو ځنې د ترمذي،ابن جرير طبري،ابن منذر او حاکم نيشابوري نوم اخستاى شو،چې د ام المؤمنين ام سلمه د حديث په استناد د تطهير آيت په پېغمبر اکرم (ص)، حضرت علي (ک)،فاطمة الزهرا،حسن او حسين پورې ځانګړى ګڼي .[8]
هغه اهلسنت مفسران،چې د شيعه ليدلورى او له شيعه وو سره د  تطهير د آيت په اړه داهلسنتو همغمږى نظر نه مني،د تطهير د آيت د سياق په معيار ايښوولو سره او داچې په اړوند آيت کې د پېغمبر اکرم (ص) مېرمنې هم راغلي دي؛د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې هم د اهلبيت په ټکي کې رانغاړي؛خو شيعي مفسران ګروهمن دي،چې د قرآن کريم په ډېرى آيتونو کې او له هغوى ځنې د تطهير په آيت کې “سياق” چارساز نه دى . دوى د لاندې دلايلو له مخې،د تطهير آيت په “اهل کساء” يا ” خمسه ى طيبه”،چې د امام حسين له ځوځاته نهه امامان هم رانغاړي پورې ځانګړى ګڼي .
١.د تطهير په آيت کې د مذکرو ضمايرو په کارېدل؛ ٢.په يوه آيت يا د آيتونو په ټولګه کې د څو موضوعګانو د ويلو لپاره د قرآن کريم کړنلار؛٣.د شيعه وو او اهلسنتو په سرچينو کې متواترو او صحيحو روايتونو شتون،چې آيت د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې نه رانغاړي؛٤. د پېغمبراکرم (ص) په ويناوو او کړنو کې ددې ټکي د مصاديقو ټاکنه . دوى د تطهير آيت د يوې مهمې او بنسټيزې مسالې (عصمت او ورپسې د اهلبيتو د ديني مرجعيت) ښوونکى ګني .
داچې د تطهير آيت د “پنج تن آل عبا” په اړه دى،په دې هکله  دومره روايتي او حديثي سرچينې دي،چې شک ته هېڅ ځاى نه پرېږدي . آيت الله مرعشي نجفي په “شرح احقاق الحق تصريحات” کې په دې اړه د اهلسنتو تر اوياوو ځنې ډېرې سرچينې راټولې کړې دي او په دې هکله شيعي سرچينې تردې هم ډېرې دي .[9]
په خواشينۍ،چې په دې اړه د امام ابوحنيفه (ره) ليدلورى مشخص نه دى او په دې اړه سرچينې چوپ دي،چې امام ابوحنيفه (ره) څوک د اهلبيتو مصاديق ګڼلي دي .په هر حال په دې څېړنه کې مو د اهلبيتو له معنا او  مصاديقو مفروض،دويمه نظريه ده؛نو پردې بنسټ،په دې باب ويينه او بحث نه کوو؛ځکه په دې اړه اوږده ويينه مو د څېړنې له اصلي موضوع لرې کوي .[10]
البته دا په دې معنا نه ده،چې موږ دويمه نظريه پر امام ابوحنيفه تحميل کړو؛بلکې مراد دادى،چې موږ په دويمه معنا د امام ابوحنيفه په ليدلوريو کې د اهلبيتو د مقام په بررسۍ پسې يو؛نه د پېغمبر اکرم (ص) د مېرمنو په اړه يا د ټولو بني عبدالمطلب په اړه د هغه ليدلورى يا د اهلبيتو د مصاديقو په اړه نور ليدلوري .
 ٢.د اهلبيتو مرجعيت
د اهلبيتو مرجعيت د تشيع په معرفتي نظام کې د مطرح کولو وړ دى . د شيعه له نظره د اهلبيتو ټکى ځانګړى مفهوم لري او ددې ټکي له عرفي کاربرد سره توپير لري ؛ځکه په عرف کې د پېغمبر اکرم (ص) مېرمنې يې هم په اهلبيتو کې دي؛خو د اسلامي عقايدو او معارفو په ساختار او منظومه کې اهلبيت ځانګړې معنا او مفهوم لري . د تطهير د آيت ټوليز مفهوم او پکې د کارول شويو ټکيو په رڼا کې او همداراز د نورو ډېرى شواهدو او لاسوندونو (لکه په دې آيت مفسر او ورپورې اړوند نور آيتونه او د تطهير آيت د شان نزول په اړه متواتر روايتونه)[11] څخه دې ټکي ته رسو،چې لومړى : اهلبيت بايد ځانګړي وګړي وي؛دويم : اهلبيت د عصمت او لدني علم د ځانګړنو خاوندان دي؛نو ځکه د اسلامي ټولنې مشري او ديني مرجعيت ددوى حق او پر غاړه يې دى .
نو پردې بنسټ،د شيعه وو له نظره د ټولو اسلامي معارفو په برخو کې،څه په فقه او شريعت،کلام او عقايد او اخلاقو کې دې بايد له اهلبيتو لاروي وشي او د اسلامي ټولنې واکمني،سياسي او  ټولنيزه مشري يې هم حق او دنده يې ده؛ځکه اهلبيت د رسول اکرم بشپړ ځايناستي دي؛نو پردې بنسټ د مقرآن مفسرين،د اسلامي احکامو د ويلو چارواکي او د ديني احکامو پلي کوونکي دي او بې له نبوته د پېغمبر اکرم له ټولو چارو څخه برخمن دي او د هماغه په څېر معصوم او له ګناه،سهوې او تېروتنې خوندي دي او ددوى  کړنې او ويناوې د پېغمبر اکرم د کړنو او ويناوو په څېر  راته حجت دي او د سنتو برخه شمېرل کېږي .
 ٣. د تشيع مفهوم او ډولونه يې
په حقيقت کې د اهلبيتو او د ديني مرجعيت په اړه يې مخکې ويل شوې ليدلورې د “تشيع”مفهوم رامنځ ته کړى دى؛خو هغه ټکى،چې بايد غفلت ترې ونشي،هغه داچې په خپله “تشيع” يو تشکيکي مفهوم  دى او د مسلمانانو بېلابېلې ډلې رانغاړي . په بل عبارت :هغوى چې د اسلام د تاريخ له پيله تر اوسه شيعه پېژندل شيو او ورته تشيع ته د لېوالتيا نسبت ورکړ شوى،په دې معنا نه ده،چې ټول به يې د اهلبيتو او د ديني مرجعيت په اړه به يې يو ليدلورى ولري او ټول به د اهلبيتو په اړه هغه نظر ولري،چې  مخکې مو ووايه .
نو پردې بنسټ د امام ابوحنيفه له ليدلوري د اهلبيتو ديني مرجعيت ويينې ته تر ننووتو د مخه بايد په لنډو د اهلبيتو د مرجعيت په اړه د بېلابېلو ليدلوريو او همداراز د تشيع بېلابېلو ډولونو ته اشاره وکړو .
د دوديزې ډلبندۍ پر بنسټ،مسلمانان په دوو ټوليزو ډلو ايشلاى شو : لومړى ډله هغه وګړي دي،چې د اهلبيت د امامت او مرجعيت لپاره د رسول اکرم له لوري د خداى په حکم د نص (جلي يا خفي) په شتون ګروهمن دي او د عام “تشيع” په نامه پېژندل کېږي . دا ډله په نورو پېرونو کې په درېو غټو ډلو اماميه،اسماعيليه او زيديه ايشل کېږي .
دويمه ډله هغه مسلمانان دي،چې د چا په امامت د رسول اکرم له لوري د نص په شتون ګروهمن نه دي،چې د عام اهلسنت په نامه پېژندل کېږي .
خو له دې  معنا نه په پوه پراخه ډلبندۍ کې په تېره بيا د صدر اسلام د مسلمانان (لومړۍ هجري پېړۍ او د دويمې هجرې پېړۍ لومړۍ نيمه) د اهلبيت په اړه په دريځ کې يې په بېلابېلو ډلو ايشلاى شو . په دې کې ځنې مسلمانان دي،چې نه يوازې اهلبيت ته پر مرجعيت او د نورو مسلمانانو پر وړاندې ورته پر هېڅ امتياز قايل نه دي؛بلکې د اهلبيتو پر مرجعيت ګروهمن يې د رافضي،غالي،شيعه،بدعتګر او …. په نامه له ځانه شړلي دي او په تاوتريخوالي يې ورسره چلن کړى دى؛خو هغه کسان،چې يوازې تر امام علي (ک) څخه د مخکې خلفاوو او يا يې يوازې امام علي (ک) ته يې پر حضرت عثمان (رض) افضليت ورکاوه او يا يې د اهلبيتو د فضايلو په اړه روايتونه رانقلول او له اهلبيتو سره يې مينه څرګندوله او په ځانګړې معنا يې د اهلبيتو په ديني مرجعيت باور هم نه درلود،شيعه يې ورته ويل او د همدې لېوالتيا له امله پرې سختې نيوکې کېدې او په دښمنۍ يې ورسره چلن کاوه .[12]
په اموي ګوندونو کې د اهلبيتو له مخالفانو پرته؛نورې ډلې هم؛لکه خوارج، د بغداد د حديث اصحاب،د بصرې د حديث اهل او واسط هم په دې ډله کې راځي .په دوى کې د بغداد د حديث اصحاب له بېخه د امام علي امامت نه مني او د ابومعين،ابوخيثمه او احمد بن حنبل امام علي (ک) له امامت او خلافته حذفاوه او د هغه ولايت يې فتنه ګڼله .[13] البته وروسته بيا امام احمد بن حنبل خپل اړخ بدل کړ او د خپل عمر په پاى کې يې د څلورم خليفه په نامه د امام علي (ک) خلافت ومانه او د اهلسنتو د مذهب په تعديل او د تربيع د عقيدې په دودولو کې يې مهمه ونډه درلوده .[14] په واقع کې امام احمد بن حبنل ړومبى تن دى،چې پر تربيع ګروهه (د څلورم خليفه په نامه د امام علي (ک) منل) يې په اهلسنتو کې په ښه توګه دود کړه .
ددې ډلې په بل سر کې او د لومړۍ لېوالتيا پر وړاندې،غاليان دي . غاليانو د شناختي ستونزو له امله،يا د عاطفي او رواني ستونزو له امله او يا د شخصي انګېزو او موخو له امله او له په سرسري ليدلوري اهلبيت له انساني مقام او منزلته پورته يووړل او دوى ته پر الوهي،ربوبي او يا د نبوت پر مقام قايل شول .البته غلات بېلابېلې ډلې او لېوالتياوې لري :ځنې غلات د اهلبيتو د امامانو پر نبوت قايل دي، ځنې پر تناسخ او ځنې هم د اهلبيتو لپاره ذاتي او مطلق غيب علم جوتوي .[15]
شيعه (اماميه=اثنا عشريه) ګروهمن دي،چې غلات يوازې وګړيو ته پر الوهيت قايلېدو يا هغو ته د نبوت په ادعا،چې پېغمبران نه دي،له اسلامي ډلو وځي او له بېخه ورته مسلمانان نه شو ويلاى؛دا خو لا پرېږده،چې شيعه يا اهلسنت يې وګڼو . يوازې په دو درې هجري پېړيو په پيل کې د شيعه علماوو،فقهاوو او مشرانو له خوا د غلاتو په رد کې په لسونو کتابونه کښل شوي دي،چې دا په خپله د غلاتو د مسلې پر وړاندې د شيعه وو د حساسيت ښکاروندو دى .[16] له غلاتو سره د شيعه وو توند چلن يې د امامانو په لارښوونه وو او شيعه امامانو په خپله هر يو په خپل پېر کې له غاليانو سره سخته مبارزه کړې ده او دوى له ځانه لرې کړي دي او د اهلبيتو له امامانو د غاليانو په رټنه کې خورا روايتونه رانقل شوي دي .[17]سره له دې د شيعه وو مخالفين تشيع او غلو يو شان ګڼي او پر تشيع ډول ډول تورونه لګوي . د غلو بهير د اهلبيتو د امامانو،اصحابو او د امامانو د لارويانو د څېرو په تخريب کې خورا ونډه درلوده .[18]
اهلبيتو او ته په دې دوو لېوالتياوو کې او د هغوى په مقام کې يوه منځنۍ ډله هم شته،چې له غلو نه يې ډډه کړې او اهلبيتو ته الوهي او له انساني چارو په هاخوا چارو ګروهمن نه دي او اهلبيت له نورو مسلمانانو متمايز او په مسلمانانو کې د ځانګړي ځاى خاوندان او د خپلو معارفو په ارتباط کې يې ګڼي؛خو همدا منځنۍ ډله په خپله بېلابېلې لېواليتاوې لري،چې ځنې يې په لومړنۍ دوديزه ډلبندۍکې کېداى شي له يوه اړخه اهلسنت او له بل اړخه شيعه وګڼل شي .دا لېواليتاوې په لومړۍ او دويمه هجري پېړۍ کې په تېره بيا د کوفې په ښار کې،چې د امام علي (ک) پلازمېنه او د امام ابوحنيفه ټاټوبى هم دى،ښه څرګندې دي،که څه د اسلام د تاريخ په وروستيو پېرونو کې ان زموږ په پېر کې،ددې ټولو لېواليتاوو استازي شته دى .ددې څپرکي په دوام کې به په لنډو دې لېوالتياوو او په حقيقت کې د تشيع پر ډولونو رڼا واچوو .
 ١-٣.اعتقادي تشيع
لومړى ډول تشيع هغه تشيع وه،چې په ټولو ديني چارو او ديني معارفو پورې په اړوند چارو کې د اهلبيتو له امامانو په دقيقه لاورۍ ګروهمن وو .په دې لېوالتيا کې شيعه په ټولو فقهي،کلامي او اخلاقي چارو کې د اهلبيتو له امامانو لاروي کوي او د دوى کړنې او ويناوې د پېغمبر اکرم د کړنو او ويناوو په څېر حجت ګڼي؛البته شونې وه،چې دې چلن د لومړۍ هجري پېړۍ تر پايه،چې پکې فقهي او فکري چارې د اسلامي ټولنې د ورځې مسله شوې وه،په بشپړه توګه ځان نه وي ښوولى،که څه مخينه يې يې د پېغمبر اکرم (ص) وخت ته رسي او په هماغه پېر کې هم وګړي د علي (ک) د شيعه په نامه د پېغمبر اکرم په تعابيرو کې راغلي دي .دوى د امام علي (ک) پر امامت ګروهمن وو او هغه يې دې مقام ته د خداى او رسول الله له لوري ټاکل شوى ګاڼه .[19]
د ابوجعفر اسکافي ( په درېمه هجري پېړۍ کې د معتزله وو له مخورو ) د وينا له مخې، خزيمة بن ثابت له امام علي (ک) سره تر بيعت وروسته ويل : (( موږ هغه وټاکه،چې د خداى استازي راته ټاکلى و.))[20]
حضرت ابن عباس (رض)،د حضرت عمر (رض) ددې خبرې پر وړاندې،چې ويل يې : “قريشو په دې دليل د علي له ټاکنې ډډه وکړه،چې ښه يې نه ايسيدل،چې خلافت او نبوت دواړه په يوه کورنۍ کې وي”،وويل : د هغوى هغه څه ښه نه ايسيدل،چې خداى رانازل کړي وو .[21]
حضرت ابوذر،حضرت عمارياسر،حضرت مالک اشتر نخعي او ډېرى نورو د پېغمبر اکرم (ص) پر خبرو پر استناد د امام علي (ک) له الهي امامت او مرجعيته دفاع کوله او هغه يې د انبياوو د پوهو وارث ګاڼه .[22]
دې لېواليتا د امام باقر او امام صادق پر مهال د فرهنګي زمينو د شتون له امله ديو کوټلي فرهنګي يون په نامه ښه راڅرګندشو . په دې لېوالتيا کې،چې ځينو پرې د “روحي تشيع” نوم کېښود[23]،امام پکې له معنوي او فکري پلوه ځانګړى ځاى درلود .د هغه رسالت د ټولنې پر سمبالنې سربېره د دين تفسير او تبيين هم دى او دا دنده يې د هغه ځانګړې اړيکې له امله ده،چې د خداى له استازي (ص) سره يې لري . ددې لېوالتيا لارويان د وصايت،امامت او ولايت او نه د خلافت په نامه له خپل امام سره چلېږي .البته شونې ده،چې په دې ځاى کې هم بېلابېلې ګروهې وي او امام ته يې ليد له دې ګوټ سره توپير ولري .[24]
٢-٣. سياسي تشيع
پر اعتقادي تشيع سربېره،چې په واقع کې د اهلبيتو د لاروۍ له بشپړ استندرده برخمنه وه،په مسلمانانو کې يوه بله لېوالتيا هم وه،چې د “سياسي تشيع” نوم پرې ايښوولاى شو . سياسي تشيع ته لېواله شيعه ګان هغوى دي،چې خلافت ته د علوي کورنۍ پر غوراوي او حقانيت ګروهم وو او په ځانګړي توګه يې حضرت علي (ک) تر حضرت عثمان (رض) غوره ګاڼه . د کوفې تشيع غالباً له دې ډلې وو . په لومړيو پېړيو، هغوى چې حضرت علي (ک) تر حضرت عثمان (رض) غوره ګاڼه، د عثمانيانو [هغوى چې حضرت عثمان تر حضرت علي غوره ګاڼه] لخوا ورته “شيعه” ويل کېدل؛نو پردې بنسټ [د اسلام د تاريخ] په لومړيو پېړيو کې د تشيع مفهوم همدا تشيع و،چې اوس دود دى . هغه څه ته چې اوس شيعه ويل کېږي، د عثمانيانو په زړه اصطلاح په “رفض” تعبيرېده .[25]
په هغه پېر کې “شيعه”د “متشيع” په معنا هغه څوک و،چې د خلفاوو د مقام په پرتله کولو کې يې ډېرى اعتبار او اعتنا اميرالمؤمنين علي ته درلود حال داچې رافضي هغه ته ويل کېده،چې د شيخينو له خلافته يې انکار کړى وي او د امام علي (ک) پر خلافت د خداى له لوري پر يو منصوص چار ګروهمن وي .[26]
ابوبکر محمد بن محمد خلال (پر ٣١١ س مړ) د هغې ورځې د کوفې او واسط ښارمېشتي وګړي شيعه ګڼي؛ځکه هغوى د خلفاوو ترتيب او اوډون داسې مانه : حضرت ابوبکر (رض)،حضرت عمر (رض)، حضرت علي (ک) او بيا حضرت عثمان (رض) .[27]
له امام احمد بن حنبل نقل شوي دي،چې د کوفې وګړي، بې له دوو تنو؛ طلحة بن مصر او عبدالله بن ادريس نور ټول حضرت علي (ک) پر حضرت  عثمان (رض)لومړى ګڼي .[28]
ذهبي هم ددې ډول تشيع په باب ليکي : ((کوفيان….. کوفيان له حضرت عثمان نه مخ اړوونکي دي او له حضرت علي سره مينه لري .متقدمين يې شيعه او ياران يې وو .موږ اهلسنت د څلورګونو خلفاوو مينوال يو او د عراق يوه ډله شيعه ګان هم حضرت علي (ک)، پر حضرت عثمان (رض) لومړى ګڼي او هغوى يې ښه نه ايسي،چې له حضرت علي سره جنګېدلي دي .دا خفيفه تشيع ده .))[29]
ناشي اکبر هم په “مسائل الامامه” کې راوړي دي ،چې : (( وکيع بن جراح (پر ١٠٧ س مړ) او د عبدالله بن ادريس شافعي (پر ٢٠٤ س مړ) اصحاب او عبدالله بن نعيم (نمير کوفي) او ابونعيم الفضل بن دکين (پر ٢١٩ س مړ) او د کوفې ډېرى مخور اصحاب حديث ګروهمن دي،چې تر پېغمبر اکرم وروسته غوره خلک حضرت ابوبکر(رض) ،حضرت عمر (رض) بيا حضرت علي (ک) او ورپسې حضرت عثمان (رض) دي .[30]
دا ډول لېوالتيا سره له دې،چې شيعي لېوالتياوې لري،د اهلبيتو فضايل رانقلوي او امويان او عباسيان يې ښه نه ايسي،د شيعه وو په يوې ډلې؛لکه امامي،زيدي او اسماعيلي کې نه راځي او عموما د “سياسي تشيع”[31] ،”عراقي تشيع”[32]،”خفيفه تشيع”[33] او د اهلبيتو سياسي پلويانو[34] په نامه ياد شوي دي،چې د هغې ورځې د کوفيانو ډېرى وګړي له همدې ډلې ځنې وو .
 ٣-٣ معتزلي تشيع
د اسلامي نړۍ د ډېرى مخورو وګړو او شخصيتونو په اړه د “معتزلي شيعي” اصطلاح کارېدلې ده .دا وګړي له بېخه د معتزله وو په کلامي ښوونځي پورې تړلي دي؛خو په هغوى شيعه وو يو ډول لېوالتياوو يې “معتزلي شيعي”نومولي دي .په مشخصه توګه دى وګړيو به د اهلبيتو فضايل رانقول،امام علي (ک) يې پر حضرت عثمان (رض) غوره ګاڼه او د دوى د ځنې د ګروهې له مخې امام علي (ک) پر حضرت ابوبکر (رض) او حضرت عمر (رض) غوره و او ځينو معتزليانو د علويان په پاڅونونو؛لکه د محمد نفس زکيه او د هغه د ورور ابراهيم بن عبدالله په پاڅونونو کې ګډون کړى و او له زيديانو سره د اړيکو له امله د شيعي لېوالتياوو خاوندان ګڼل شوي دي .پردې سربېره، ډېرى [متاخرو] معتزله وو بې له لږکيو يې امام علي (ک) په خپلو جګړو کې پر حقه ګڼلى دى او له هغه سره جګړه کوونکي ته يې بې لارې ويلى دى او له هغوى هم بېزاره دي،چې له هغه سره له جګړې يې توبه نه وي کړي .))[35]
ابو جعفر سکافي ( د المعيار و الموازنه ليکوال) او ابن ابي الحديد معتزلي شافعي (د نهج البلاغې شارح) ددې لېوالتيا تر ټولو غوره دليلونه دي،چې د هغو دليلونو له مخې،چې مخکې مو وويل ورته “معتزلي شيعه” ويل کېږي . که څه دا لېوالتيا په خپله هماغه سياسي تشيع او د محب تشيع ته راکوزېدل دي؛خو په خپله د “معتزلي شيعي” عنوان رارسوي،چې د اسلام د تاريخ په وروستيو پېرونو کې سياسي شيعيان او محب شيعيان ډېرى له معتزلي شيعه ځنې وو،چې دا وګړي ډېرى په کلام کې معتزلي او په فقه کې د امام ابوحنيفه لارويان وو .
 ٤-٣. محب تشيع
بل ډول تشيع د اهلبيتو دوستي او د هغوى د فضايلو رانقلول دي . ددې لېوالتيا خاوندان يوازې په دې دليل،چې له اهلبيتو سره مينه لري او کېداى شي،چې د تفضيل او وغيره هېڅ زمينه يې و نه لري،په عين حال کې د عثماني مذهبو له لوري د شيعي لېوالتياوو په درلودو تورن شي . او کېداى شي داسې تر ټولو ستره لېوالتيا د محمد بن ادريس شافعي (١٥٠-٢٠٤ س) ده . له امام شافعي (ره) نه يو لړ اشعار رانقل شوي دي،چې په هغه کې ددې لېوالتيا تاييدونکي دي او هغه ددې لېوالتياوو له امله نه يوازې په تشيع؛بلکې په رفض هم تورن شوى دى .[36]
ذهبي د داود بن عوف په باب وايي : (( هغه شيعه دى او ډېرى هغه څه يې چې رانقل کړي دي،د اهلبيتو فضايل دي .))[37]
همداراز  هغه د محمد بن جرير بن يزيد طبري (٢٢٥-٣١- س) په باب وايي : ((امام ابوجعفر،د روښانه،څرګندو او موثقو ليکنو خاوند دى په عين حال کې په هغه کې د تشيع ارام او د [اهلبيتو دوستي] ليدل کېږي،چې ضرر نه رسوي .))[38]
په معجم الادباء کې راغلي دي : (( د هغه د وينا له مخې (طبري) د خلکو له وېرې د شپې خخ شو؛ځکه په تشيع تورن و .))[39]
ابن حجر له ابن عدى نه په نقل د سالم بن ابي حفصه عجلي (١٤٠ س مړ) په باب ليکلي دي : (( هغه ډېرى احاديث لري او ډېرى هغه څه يې چې رانقل کړي دي،د اهلبيتو فضايل دي .))[40]
د محمد بن جرير بن رستم طبري په باب ويل شوي دي : (( هغه رافضي دى او يو لړ کتابونه لري،چې “الروات عن اهل البيت” يې يو دى .))[41]
همداراز ابوالحسن علي بن عمر دارقطني (٣٠٦-٣٨٥ س) د شاعرانو د شعري ټولګو د راټولولو په پار په شيعه توب تورن دى[42] حال داچې هغه به د شافعي مذهب پر بنسټ فتوا ورکوله .))[43]
دا لېواليتاوې بيا په پينځمه پېړۍ او تر هغه وروسته خپرې شوې ان هغه په حنبليانو،چې په درېمه او څلورمه پېړۍ کې خورا سرسخته متعصبه عثمانيان وو،داسې وګړي راښکاره شول،له اهلبيتو سره مينه څرګندوله .دا مينه په يو نه يو ډول تشيع ته ورتله او په اوږده مهال کې د تشيع د خپرېدو لپاره يوه زمينه وه .[44]
[1] .کوم ټکي مې،چې د کتاب د ځينو موضوعاتو په اړه تر سترګو کېدل،مؤلف ته مې وويل .
[2] .راغب اصفهاني ،الفردات فى غريب القرآن،٩٧-٩٦ مخونه ( تر “اهل” لاندې)؛ فخرالدين طريحي،مجمع البحرين،١٢٨ مخ  ( تر “اهل” لاندې) .
[3] . راغب اصفهاني ،هماغه؛ابن منظور،لسان العرب،لومړى  ټوک،٢٥٣ مخ ،( تر “اهل” لاندې)
[4] .محمد بن جرير طبري،جامع البيان عن تاويل آى القرآن،١٢/٥؛فخر الدين رازي، کبير تفسير،١٣/٢١٠؛عبدالرحمن بن احمد ثعالبي،الجواهر الحسان فى تفسير القرآن، ٤/٣٤٦؛ ابو سعيد بيضاوي،انوار التنزيل و اسرار تاويل،٢/٢٤٥ .
[5] .ابوالحسن اشعري،مقالات الاسلاميين،نهم مخ؛ محمد بن احمد قرطبي،الجامع لاحکام القرآن،١٤/١٨٣ .
 [6] .محمد بن علي شوکاني،فتح القدير،٤/٢٧.
[7] .ابوجعفر محمد بن حسن طوسي،التبيان فى تفسير القرآن،اتم ټوک،٣٣٩-٣٤٠ مخونه؛ ابوعلي فضل بن حسن طبرسي،مجمع البيان فى تفسير القرآن، ٨/٥٥٨ او علامه محمد حسين طباطبايي،الميزان فى تفسير القرآن،١٦/٣٠٩-٣١٣.
[8] .محمد بن علي شوکاني،هماغه،٥٦٨ مخ . البته په دې اړه نور ليدلوري هم شته،چې پاموړ نه دي؛لکه له اهلبيتو مراد يوازې پېغمبر اکرم (ص) يا کعبه او وغيره دي . ( علامه محمد حسين طباطبايي،الميزان فى تفسير القرآن،١٦/٣١٠؛ابن حجر عسقلاني،الصواعق المحرقه،١٤٣ مخ؛ ابوعلي فضل بن حسن طبرسي،مجمع البيان فى تفسير القرآن،٨/٥٥١؛سيد جعفر مرتضى عاملي،اهلبيت فى آية التطهير،٢١ مخ)
[9] .شهاب الدين مرعشي نجفي،ملحقات احقاق الحق،٢/٥٠٢-٥٤٧ او ٩/٢-٩١.
 [10] .ددې موضوع پر هغو تفسيرونو سربېره،چې پورته يې نوم واخستل شول، مينوال کولاى شي،چې ځانګړيو سرچينو؛لکه علامه سيد مرتضى عسکري،آيه تطهير در کتب دو مکتب،د محمد جواد کرمي ژباړه؛سيد جعفر مرتضى عاملي،اهلبيت فى آية التطهير؛سيد علي موحد ابطحي،آية التطهير فى احاديث الفريقين؛الشيخ محمد هادي معرفت،اهلبيت و القرآن الکريم؛الشيخ محمد مهدي الآصفي،آية التطهير؛ محمد کاظم محمد جواد،اهلبيت قيادة ربانيه؛ شهاب الدين اشراقي او محمد موحدي فاضل،اهلبيت يا چهره هاى درخشان در آيه تطهير ته مراجعه وکړي .
[11] .لکه د اطاعت آيت (نساء/٥٩)،د ولايت آيت (مائده/٥٥)،د امامت آيت (بقره/١٢٤) ، د تبليغ آيت (مائده/٦٧)،د دين د بشپړېدو او د نعمت د اتمامېدو آيت (مائده/٣) ، د انذار آيت (شعراء/٢١٤) د ثقلين حديث،د غدير حديث،د منزلت حديث،د سفينه حديث،د کساء حديث، د دولس ګونو امامانو حديثونه او نور .
[12] .اقتباس دى له : رسول جعفريان،تاريخ تشيع در ايران  ١/٢٢
[13] .ناشي اکبر،مسائل الامامة،٦٦-٦٥ مخونه؛رسول جعفريان ،هماغه .
[14] .د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ : رسول جعفريان ،مقالات تاريخ ،دفتر ششم،٢٥٧ مخ؛هماغه،فصلنامه هفت آسمان،دويم کال،٥ګڼه (١٣٧٥ پسرلى)
[15] .پام مو وي،چې غاليان يوازې د اهلبيتو د شان په اړه نه دي؛بلکې په اهلسنتو کې هم د بېلابېلې غالي ډلې شته او ان ځينې د غلاتو لومړنۍ جرړې په اهلسنتو پورې په اړوندو ډلو پور ګڼي ( د لا معلوماتو لپاره وګورئ : عبدالواحد انصاري ،مذاهب ابتدعتها السياسة فى الاسلام؛ نعمت الله صفري فروشاني،غاليان،کاوشي در جريانها و برآيندها،١٥٠-٥٣ مخونه)
[16] .هماغه ،١٧١-١٦٩ مخونه .
[17] .علامه مجلسي،بحارالانوار،٢٥ ټوک، باب نفى الغلو فى النبى (ص) و الائمه . د شيعه وو په رجالي کتابونو کې؛لکه رجال کشي،رجال نجاشي،معجم رجال الحديث د آيت الله العظمى خويي ليکنه او …. هم د غلاتو نومونه، د اهلبيتو د امامانو روايتونه د غلاتو په اړه راغلي دي .
[18] . په دې اړه د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ : نعمت الله صفري فروشاني ،مخکنى، ٣٢٧-٣٠٩ مخونه .
[19] .هماغه .
 [20]  .ابوجعفر اسکافي،المعيار والموازنه ،٥١ مخ .
[21] .فضل بن شاذان ،الايضاح ،٨٨ مخ .
[22] .ابن سعد،طبقات الکبرى،ابن عبدالبر په الاستيعاب کې  او طبرسي په احتجاج کې او نورو د پېغمبر اکرم د هغو اصحابو کرامو نومونه راوړي دي،چې د پېغمبراکرم (ص) تر وفات وروسته يې د امام علي (ک) له خلافته دفاع کوله او د دوى د دريځ شرح يې ورکړې ده،چې له هغوى ځنې دوى ته اشاره کولاى شو :١.حضرت حذيفة بن اليمان،٢.حضرت ابوايوب انصاري،٣. حضرت سهل بن حنيف ،٤.حضرت عثمان بن حنيف،٥.حضرت خذيمه بن ثابت،٦.البرئة بن غريب الانصاري،٧.حضرت ابي بن کعب،٨. حضرت ابوذر بن جندب غفاري ،٩.حضرت عمار ياسر،١٠.حضرت مقداد بن عمرو،١١.حضرت سلمان فارسي،١٢.حضرت زبير بن عوام،١٣.حضرت خالد بن سعيد،١٤. حضرت عبدالله بن عباس او ډېرى نور . وګورئ : محمد بن سعد،طبقات الکبرى،٣/٢٤٦-٤٨٤،٤/٧٥-٤٩٨ او ٦/١٥؛ ابن عبدالبر،الاستيعاب فى معرفة الاصحاب ١/٦٥،٢/٢٦٢،٤٢٤،٣٣٤،٥١٠ او درېم او څلورم ټوکونه؛احمد بن علي طبرسي،الاحتجاج ١/٨٩-١١٨؛ابوجعفر اسکافي،المعيار والموازنه،٥١ مخ .
[23] .عبدالله فياض،تاريخ الامامية و اسلافهم من الشيعة،٤٤ مخ .
[24] . اقتباس له : رسول جعفريان ،تاريخ تشيع در ايران  ١/٣٠.
[25] . اقتباس دې له : رسول جعفريان،تاريخ تشيع در ايران،لومړى ‌ټوک،٣٠ مخ .
[26] .هماغه ،٢٢-٢٣ مخونه .
 [27] .ابوبکر خلال ،السنة ١/٣٩٤-٣٩٥؛رسول جعفريان،هماغه .
[28] .ابوبکر خلال،هماغه،٣٩٥ مخ؛ رسول جعفريان،هماغه .
[29] .محمد بن احمد ذهبي،ميزان الاعتدال ٣/٣٥٢.
 [30] .ناشي اکبر،مسائل الامامه،٦٦ مخ ؛رسول جعفريان،هماغه ،٢٢ مخ .
[31] . عبدالله فياض،تاريخ الاماميه و اسلافهم  من الشيعه،٤٣ مخ .
[32] . رسول جعفريان،هماغه .
 [33] . ذهبي،هماغه سرچينه،٥٥٢ مخ .
 [34] . سيد محمد حسين جعفري،تشيع در مسير تاريخ،د آيت الله محمد آيت الهي ژباړه،١٥٢ مخ .
[35] .نشوان بن سعيد حميري، الحور العين،٢٠٥ مخ؛رسول جعفريان،هماغه،٣١ مخ .
[36] .رسول جعفريان،هماغه،٢٨ مخ .
[37] . ذهبي،هماغه سرچينه٢/١٨؛رسول جعفريان،هماغه سرچينه .
[38] . ذهبي،هماغه سرچينه؛رسول جعفريان،هماغه سرچينه .
[39] . ياقوت بغدادي،معجم الادبا ء ٥/٢٤٢؛رسول جعفريان،هماغه سرچينه .
[40] .ابن حجر عسقلاني،تهذيب التهذيب ٣/٤٣٤؛رسول جعفريان،هماغه سرچينه .
 [41] .رسول جعفريان ،هماغه سرچينه،٢٩ مخ .
[42] .ابن حجر عسقلاني،لسان الميزان ٦/٢٤٩؛ رسول جعفريان ،هماغه سرچينه .
 [43] .محمد حسين سليمان اعلمي حائري،دائرة المعارف ٨/٩ .
 [44] .رسول جعفريان ،هماغه سرچينه .


                                    
                                
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!