تبلیغات

پوښتنه : انسان په دې دنيا کې د لنډې مودې لپاره ګناه کوي؛نو ولې د تل لپاره په عذاب اخته کېږي؟ ايا دا خبره د خداى له عدل سره اړخ لګوي؟ ځواب : که څوک مسلمان وي او ګناه يې وکړه؛نو په توبه يې ګناه له منځه ځى او وينځل کېږي.که پاک نشو په برزخ […]

پوښتنه : انسان په دې دنيا کې د لنډې مودې لپاره ګناه کوي؛نو ولې د تل لپاره په عذاب اخته کېږي؟ ايا دا خبره د خداى له عدل سره اړخ لګوي؟

ځواب : که څوک مسلمان وي او ګناه يې وکړه؛نو په توبه يې ګناه له منځه ځى او وينځل کېږي.که پاک نشو په برزخ او قيامت کې پاکېږي.که هلته هم پاک نشو؛نو دوزخ ته لېږل کېږي ؛خو د ژغورنې په ډله کې به حسابېږي او به ژغورل شي . که څوک به دې نړۍ کې ځان له ګناه څخه پاک نه کړي؛نو په هغه دنيا کې په پاک شي؛خودا دواړه پاکول سره خورا توپير لري.په هغه دنيا کې انسان د اور په لمبو پاکيږى.د ځينوانسانانو مړينه ډيره سخته وي،لامل يې هم دا دى.دبېلګې په توګه که د يو انسان غاښ له بې حسۍ پرته وويستل شي؛نو څومره دردوونکى به وي اوس که له تخدیر پرته له بدن څخه اروا وويستل شي؛نو څومره په کړاو کې به وي او سړى به څومره پړتکى وهي.چې هر څومره له بدن سره د انسان تعلق او تړاو کم وي؛نو اروا به يې په آسانۍ له بدنه ووځي.

پوښتنه:   دا چې انسان پاکلمني- عصمت لاس ته راوړي؛نو دا وړتیا – ظرفیت به پکې خداى ټاکي او که انسان به يې پخپله لاس ته راوړي؟

ځواب : خداى ټول انسانان د عدالت د وړتیا لپاره چمتوکړي دي. هغه عادل دى،چې واجبات ترسره کړي او له حرامو ډډه وکړي ؛دا لږ تر لږه ‏د هر مسلمان دنده ده.خداى راته د عدالت د لاس ته راوړلو استعداد راکړى او د هغى لار يې هم راښودلى ده. عدالت پړاوونه لري.لومړنى ضعيف پړاو يې د واجباتو ترسره کول او له محرماتوډډه کول او اخرنى يې د پاکلمنۍ-عصمت مقام ته نږدى والى دى.عادل ممکن سهواً هم تېروتنه وکړى؛خومعصوم سهواً هم تېروتنه نه کوي.که څوک په دى لار کې هڅه وکړي ؛نو په قراره کړاى شي،چې د پاکلمنۍ پولې ته ځان نږدې کړي؛ يعنې که مخکې پاکلمنی – معصوم نه ؛نو اوس کړاى شي،چې معصوم شي. پالکمني-عصمت هم درجې لري.معصومېدل د يو ځانګړي کس لپاره نه دي.د اهل بيتو ډېری اولاده لکه حضرت زينب او حضرت ابوالفضل د پاکلمنۍ د ځينو ځانګړنو خاوندان ول؛خو خداى مهم مقامونه لکه نبوت،امانت او خلافت ځانګړو خلکو ته ورکوي.

دا کسان کړاى شي،چې تېروځي؛خو نه تېر وځي.حضرت على په دې اړه وايي:(( که ووه اسمانونه راته راکړي او راته ووايي ،چې تيرى وکړه؛نه يې کوم.دا چې زه دا کار کړاى شم؛خو تيرى نه کوم.))

پوښتنه: شيطان له اوره پيدا شوى؛نوڅرنګه به د دوزخ په لمبو کې وسوزي؟

د شيطان اصلي خلقت له اوره دى؛خو ځينى نور عناصر يې هم په جوړيدو کې ونډه لري.د مثال په توګه د انسان اصلى وجود له خاورې جوړ دى؛خو ځینې نور عناصر يې هم په وجود کې ليدل کېږي.غوښه او پوستکى يې له خاورى جوړشوى؛خو درک کوونکى اوحساسه قوه پکې هم اچول شوى،چې درد وننګیري -احساس کړي.که لوټه له بلې لوټى سره ولګېږي؛نو نرمېږي، لوټه درک نه لري ؛ ځکه درد هم نه لري.که خاورى درک درلودلای؛نو حتما يې درد هم ننګېره. شيطان هم همدا شان دى . يعنى دا چې له اوره او درک کوونکى قوى پيدا شوى دى که پر شيطان هم څه اغېز وکړي؛نو هغه درک کوي؛نو بنا پردې شيطان له اوره پيدا شوى او دا چې د اروا او اودراکي ځواک درلودونکی هم دى؛نو د دوزخ اور به يې وسوزي.

پوښتنه :  ښځې ولى نشي کړاى،چې د مرجعيت مقام ته ورسي؟

ځواب: د مرجعيت او فقاهت ترمنځ بايد توپير وکړو. ښځه له دې مخې،چې يو مجرد روح؛نو د انساني حقيقت له مخې له سړي سره کوم توپير نه لري؛دا ځکه د پېغمبرانو د بعثت اصلي محور ښځه او سړى نه ؛بلکې انسان دى.د انسان انسانيت د هغه روح وي او روح نه سړى دى او نه ښځه.دا يوازى بدن دی،چې مذکر او مونث لري .هغه دندې،چې په بدن پورې اړه لري؛نو د ښځې او سړى ترمنځ توپير راپيدا کېږي؛خوعلمي کمالات،ګروهې، اخلاق او مانیزتوب- معنويت په روح پورې تړاو لري او په مذکر او مونث پورى هيڅ اړه نه لري؛ځکه بايد فقاهت،چې يوعلمي مقام دى او مرجعيت،چې يو اجرايي کار دى يو له بل سره بايد توپير ولري .

په فقاهت کې هيڅ شرط نشته.ښځه کړاى شٍي،چې په علمي ویینو کې د فقاهت بشپړ پړاو ته ورسېږي او ډېری شاګرادن ولري؛خو مرجعيت يو اجرايي مقام دى.خلک مراجعه اومصافحه کوي او دا د ښځې له مقام سره اړخ نه لګوي.

پوښتنه : په دې پوهېږو،چې مړينه د مومن لپاره خوږه وي مومن مړينه په ورين تندي منى او هيڅ ډول عذاب نه لري؛خو په يو بل روايت کې راغلي،چې ټول به د قبر عذاب ويني،ان چې فاطمه بنت اسد له دنيا سترګې پټې کړې؛نو پېغمبراکرم (ص) يې په قبر کې څملاست،چې د قبر فشار یې په آزار نه کړي،په دې اړه معلومات راکړى؟

ځواب : د قبرفشار يو ډول عذاب دى. نږه مومن د قبرعذاب نه لري که مومن ځينې تېروتنې ولري،کېداى شي،چې د مړينې پر مهال او يا هم په قبر کې لږ شان سختي وويني،چې پاک اوسوتره شي. که يو مومن نږه ايمانوال؛نو ښايي،چې د مړينې پرمهال او يا هم په قبرکې عذاب ونه ويني. ددې نړې ځينې چارې د کړاو حکم لري نه د عذاب. د مثال په توګه لکه د زوړوالى کړښت او يا هم د ناروغۍ کړښت. د فاطمه بن اسد په قبر کې د پېغمبر اکرم (ص) څملاستل او يا‏ پر مخ یې د پېغمبر اکرم لخوا د خپل قميص اچول د قبر د عذاب کموالى دى. کېداى شي د مړينې پر مهال يوازيتوب وننګیرو؛خو په رواياتو کې راغلي،چې اهل بيت د مومن مخى ته راځي او مومن يې په ليدو دومره خوشحالېږي، چې په ورين تندي د مړينې هرکلی کوي.دلته بايد دوو ټکیو ته پام وشي :

١– د قبرله عذاب څخه ويره دانسان د ژغورنې لامل دى .

٢– د قبرعذاب د ټولو مومنانو لپاره نه؛بلکې د ځينو لپاره دى .

پوښتنه : څرنګه کړاى شو،چې د زړه له خلاصه لمونځ وکړو يا په لمونځ کې حضورقلب ولرو؟

ځواب : موږ هر يو د يو جماعت يا ټولګي مثال لرو،چې يو امام لري. په دې نړۍ کې ددې جماعت امام زموږ دنننى ځان دى ،چې کېداى شي ياعقل وي يا خيال،يا وهم،يا عشق، لنډه دا چې هرڅوک خپل امام جماعت پېژني.د بدن ټول غړي او حسونه ددې امامت تر څارنې لاندى کار کوي؛يعنې دا که يو انسان د بشپړتيا پړاو ته رسيدلى وي،دهغه ټولى دننۍ او بهرنۍ قوې د عقل په امامت کار کوي.عاقل خپلې دنننۍ او بهرنۍ قوې،کړه وړه او وينا دعقل پربنسټ تدبير او اډونوي- تنظيموي. که وغواړو،چې ووينو دنننى امام مو عقل دى که نفس؛نو د خپلو کړو وړو او چلن څخه بايد پوه شو؛يعنې دا چې د انسان وينا، چلن،ليکنې او ټول هرڅه دهغه دننني امام ښکارندوى کوي. له کوم ځاى څخه پوه شو،چې هغه سړى ښه دى که بد؟وينو،چې هغه سړى ښې خبرې کوي،ښه کارونه کوي،خبرې يې له عمل سره اړخ لګوي،پر چا يې بد نه دي پېرزو.پټ او ښکاره يې يوشان دي.د دې کس ټول کړه وړه سره راټولوو او له ځان سره وايو،چې ددې کس په دننه کې يوه رڼا ځلېږي.که د يو کس دنننی امام نفس و؛نو په کړو وړو کې به يې ټګي برګي او دروغ تر سترګو کېږي؛نو که د چا کړه وړه سم و؛نو د يو داسې نېک او ښه دننني امام ښکارندوى کوي ،چې مخ په قبله ولاړ وي او لمونځ کوي.که د يو کس لاسونه پرفساد او ګناه ککړ وي؛نو د يو داسې دننني امام ښکاروندوى کوي،چې قبلى ته يې شا کړې او لمونځ کوي.

څوک،چې داړلى خوى ولري؛نوپه قيامت کې به يې قواره دسپي په څېر وي او دهغه د وجود ټول غړي به پرې لووی- شاهدى ورکوي،چې هغه يو داړلى موجود و او هغه،چې ډېره طمع ولري ؛نو په قيامت کې به يې قواره دمنګک په شان وي. ځينې عاقلانه ژوند نه؛بلکې مختالانه (خيالى) ژوند کوي.په قرآن کې داسې راغلي:

((إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ)) مختال اومتخيل يعنى دا، چې يو څوک په خيال کې ژوند کوي.څوک،چې په عقل نه؛بلکې په خيال کې ژوند کوي؛نو د خداى محبوب او دوست نه دى.

په لنډمهاله ارزښتونو پسې زړه تړل يو ډول انګېریالي- خيالبافي ده . چا چې په دې چارو پورې زړه وتړه او خداى يې هېر کړ ؛نو مختال به وي. هغه مختال دى،چې عاقلانه ژوند او لمونځ و نه لري. هغه عاقلانه لمونځ کوي،چې د لمونځ څخه بهر يې ټولې قوې تطهير او پاکې کړې وي.ناروا خبرې،چلن او کړه وړه مو له عاقلانه لمونځ څخه بې برخې کوي.که انسان هڅه او زيار اوباسي،چې د ژوند په ټولو اړخونو کې خپل کړه وړه،چلن او فکر کابو کړي؛نو په غوڅه توګه به د زړه له خلاصه لمونځ وکړي او يا په بله وينا په لمونځ کې به حضور قلب ولري . څوک چې تل خداى په زړه کې لري او ځان دهغه په محضر کې ويني؛نو په ډېره آسانۍ به د زړه له خلاصه لمونځ وکړي ؛خو هغه،چې د شپې او ورځې پرته له خدايه د هر څه په فکر کې وي ؛نو نشي کړاى،چې د زړه له خلاصه لمونځ وکړي.

پوښتنه : په ديني احکامو کې د شپى او د ګهیځ پرپاڅېدو ولې ډېر ټينګار شوى؟

ځواب : د ورځې د انسان مصروفيتونه ډېر وي،تګ راتګ، ليدنې،کتنې او خبرې اترې ډېرې وي؛خوګهیځ ارام وي؛ځکه له چا سره موخبرې نه وي.د چا درسره کار نه وي او ستاسې هم له چا سره کار نشته؛نو پردې ګړى کړاى شی له حقيقي دوست ؛يعنى خداى سره خبرى اترې وکړى؛خو دا خبرې اترې په دې شرط کړاى شو،چې د ورځې موږ ځنې مزاحمونه خپل دننني وجود ته یونسو،دومره څيزونه زړه ته یونسو،چې په ګهیځ کې د خبرواترو پرمهال خپل سر راپورته نه کړى .

هغه خبرې،اورېدنې او ویینې،چې په موږ پورى اړه نه لري، هيڅ ګټور نه دي.ولې خپل عمر توی کړو. دا شان خلک به‏ د شپې ګډ وډ خوبونه ګوري .

پوښتنه : ويل کېږي که څوک غيبت وکړي؛نو د زړه خاوندان هغوى ويني،چې له خولې يې اور ورېږي. دا خبره د خداى د (( ستار)) والى سړه منافات نه لري ؟

ځواب : خداى ستارالعيوب دى.پوهيږي،چې کوم ځاى کې ستاري وکړي او کوم ځاى کې يې و نه کړي.که څوک د نورو ستارعيوب وي او په عين حال کې په پټه پرګناه ککړ شي،خداى به اجازه ور نه کړي،چې اسرار یې د نورو په مخ کې ښکاره شي،ان په قيامت کې هم کوم کسان،چې يو له بل سره نږدې ولاړ وي ؛نو د خداى په حکم او اجازى به هغوى يو د بل له اعمالوڅخه خبرنشي؛نو بنا پردې خپله د شخص عمل ډېر مهم دى.که څوک د بل چا پرده خوندي وساتي او په ښکاره پرګناه ککړ نشي؛نوخداى به هم دهغه پرده خوندي وساتي.

پوښتنه : د اخلاقوعلم بايد له کوم ځاى څخه پيل کړو،حال دا چې د اخلاقو استاد هم ونه لرو.

ځواب : د اخلاقوعلم يو نظري برخه ده او بله عملي . نظري يې د لوست،مطالعې او ویینې له لارې لاس ته راځي اوعملى برخه يې د اخلاقو د ښووند د لارښوونو له لارې لاس ته راځي .په څه،چې انسان پوهېږي او عمل پرې وکړى؛نو لومړى ددى اعمالو ښې اغېزى رابرسېره کېږي.

دويم دا چې خداى به ورته هغه څه ورزده کړي،چې پرى نه پوهېده.که څوک پرعلم باندى عمل وکړي ؛نو دا علم به تلپاتى وي او لاپسى به وغوړېږي.که انسان هڅه وکړي،چې واجبات ترسره کړي او مستجات هم تر يو حده پورې ترسره کړي ،له محرماتو ډډه وکړي او د توان په حد کې له مکروهاتوهم ډډه وکړي او کړه وړه يې افراط اوتفريط ونه لري؛نو دا حالت ډېر اغېزمن بريښي.

یادونه:

د عقیدتې زده کړې د برخې د ټولو مطالبو سرچینې دا دي :   

١– تفسيرکابلى .

٢– تفسير تفهيم القرآن .

٣– تفسير نمونه .

٤– تفسيرالميزان .

٥– فضايل اعمال (شيخ الحديث محمد ذکرياصاحب) .

٦– اسلامي سياست ( مولاناگوهرالرحمن )

٧– قيام امام حسين ( دکترسيد جعفرشهيدى )

٨– مهدى ( محمد رضا حکيمى )

٩– مجله پيام انقلاب ( ٦٦-١٣٧٦کلونوکليکسون ) .

١٠– حج ( دکترشريعتى ) .

١١– ميعاد با ابراهيم( دکترشريعتى ) .

١٢– قاسطين ،ناکشين ،مارقين (دکترشريعى ) .

١٣– احکام حج واسرارآن ( حسن بنگلوى )

١٤– اهميت روزه ازنظرعلم روز.

١٥– تاريخ ابن خلدون .

١٦– عايشه ام المؤمنين ( سيدمرتضى عسکرى)

١٧– آيامامسلمان هستيم ( محمدقطب )

١٨– آئينه اسلام ( طه حسين ) .

١٩– عدالت اجتماعى ( سيدقطب )

٢٠– دلارى مشال( سيدقطب)

٢١– سيصد حديث.

٢٢– نهج البلاغه ( ترجمه وتوضيح مصطفى زمانى )

٢٣– اختلاف درامت واحد ( عيدالعلى بازرگان )

٢٤– مجله ميشاق خون ( د١٣٦٥ کال کليکسون )

٢٥– کليکسون مجله نامه انقلاب .

٢٦– مجله حوزه ( کليکسون سال پنجم وششم ) .

٢٧– نگاهى به تاريخ فرداى مستضعين ( ناس)

٢٨– اعجازقرآن ( علامه طباطبائى )

٢٩– کشف انگيزه هاى غروروفريب درانسان ( امام محمد غزالى )

٣٠– راه طى شده (مهندس مهدى بازرگان .

٣١– فرهنگ علوم سياسى (على آقابخشي  )

٣٢– فرهنگ لغات ( دکترشريعتى )

٣٣– اشوب بزرگ طه حسين ( ترجمه شفيق وجدان )

٣٤– بينش تاريخى قرآن (يعقوب جعفرى )

٣٥– کتاب الاربعين ( امام محمد غزالى )

٣٦– سيردرانديشه هاى سياسى عرب ( حميدعنايت ٩

٣٧– سيردرانديشه هاى اجتماعى مسلمين ( محمود نفيسى )

٣٨– معارف اسلامي (جمعى ازنويسندگان )

٣٩– اسلام شناسي ( ١٦-١٧و١٨) دکترشريعتي .

٤٠–   فرهنگ اماري کلمات قرآن کريم ( دکترمحمود روحاني)


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!