تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خپل یو ملګري ته د امام صادق (رح) وېناوې: څوک چې له خپلو عایداتو او لاس ته راوړنو ګټه وانخلي؛ نو نورو ته یې زېرموي څوک چې په ځاني غوښتنو پسې ولاړ شي؛ نو غلیم ته یې غاړه ایښې څوک چې پر خدای ډاډمن شي؛ نو خدای یې چورلټ دنیوي او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

خپل یو ملګري ته د امام صادق (رح) وېناوې:

څوک چې له خپلو عایداتو او لاس ته راوړنو ګټه وانخلي؛ نو نورو ته یې زېرموي

څوک چې په ځاني غوښتنو پسې ولاړ شي؛ نو غلیم ته یې غاړه ایښې

څوک چې پر خدای ډاډمن شي؛ نو خدای یې چورلټ دنیوي او آخروي ستونزې هواروي او په غیاب کې یې ټول څېزونه ساتي.

څوک چې پر هر ازمېښت او بلا صبر ونه کړي او په هر نعمت شکر و نه کاږي او هرې ستونزې ته د هواري لار ونه مومي؛ نو ستړی کېږي .

د اولاد، مال یا ځان په اړه پر هر مصیبت زغمناک شه، خدای چې کوم امانت درکړی بېرته یې اخلي خپله ورکړه بېرته تر لاسه کوي، چې ستا صبر او زغم پرې وازمېیي.

خدای ته هیلمن وسه، نه هومره چې ګناه ته دې زړور کړي او له خدایه وډار شه نه هاغسې چې له رحمته دې یې نهیلی کړي

 د ناپوه په خبرو او ستاېنه غره کېږه مه، چې د کبر او سرغړاندی لامل دې ګرځي او هسې نه چې کړنې دې په پام کې ښه وبرېښي؛ ځکه غوره کړه وړه عبادت او تواضع ده.

 هسې نه چې خپله شتمني پوپنا او د بل سمه کړې چې تر شا یې پرېږدې (یعنې خپله شتمني دې نورو ته پرېږدې، ته یې نه لګوې خو میراث خواره دې یې سمه لګوي) د خدای په درکړې روزۍ قانع وسه او څه چې دې په لاس کې دي، په اړه یې سوچ کړه، څه چې تر لاسه کولای نشې هیله یې مه کوه، ځکه قانع مړېږي او څوک چې قناعت نه لري، مړښت هم نلري

 له اخرته دې برخمن شه،

 په شتمنۍ کې نېشه کېږه مه

 په تنګلاسۍ کې بې صبره کېږه مه

 توند خویه او سخت زړی کېږه مه، چې خلک درنه کرکجن وي او نه هومره نرمخویه او سپک وسه چې پېژندګلو دې ټیټ بولي.

تر ځان لوړ سره دې لانجې مه کوه، پر تر لاس لاندې دې ملنډې مه وه، په چارو کې له کارپوهانو سره یې شخړه مه کوه (کار یې خپل وړ ته وسپار)

 په کم عقلو پسې مه ځه،

 د هر چا تر لاس لاندې کېږه مه،

هڅه وکړه چې د هر چار ډاډ او ملاتړ ترلاسه کړې.

خپل پېټی د بل پر اوږو مه ږده،

مخکې تردې چې پښېمانه شې د کار پیل او پای ښه وسنجوه ، د ورننوتو او وتو لار یې وپېژنه

 زړه دې خپلوان وبوله چې درسره شریک دی، کړه وړه دې خپل پلار وګڼه چې ورپسې روان یې، خپل ځان او نفس دې غلیم وبوله چې مبارزه او جګړه ورسره کوې او باید امانت ورستون کړې، ته یې د خپل ځان طبیب کړی یې او د روغتیا نښې یې درښوولي دي ستا دردونه یې درڅرګند کړي او د رغولو لار یې درښوولې ده، وګوره چې څنګه پر ځان پام کوې، له چا سره دې چې نیکي وکړه؛ نو ډېر منت پرې مه ږده او مه یې وریادوه چې نیکي دې تباه کوي؛ بلکې نور ښه احسان ورسره وکړه ؛ ځکه له اخلاقي پلوه دغسې چلن درسره ښایي او بېشکه آخرت ته دې هم ډېر ګټور دی.

 د چوپتیا لار غوره کړه ، چې زغمناک دې وبولي، که ناپوه یې یا پوه، د عالمانو په مخ کې چوپتیا درته ګاڼه او ښکلا ده او د ناپوهانو په ناسته کې پر نیمګړتیاوو دې یو برغولی دی

سرچینه: تحف العقول

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!