تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکیو امر او له بدیو منع ټولو اړخونوته پاملرنه : روايت دى:هغه به د خداى له دين سره مرسته وكړي،چې پر ټولو اړخونو پوهه ولري او كه نه تاوان به يې تر ګټې ډېر وي. خاطره: د “الغدير” په كتاب كې راغلي:((يو كس د كور پر دېوال ور پورته شو؛ويې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکیو امر او له بدیو منع

ټولو اړخونوته پاملرنه :

روايت دى:هغه به د خداى له دين سره مرسته وكړي،چې پر ټولو اړخونو پوهه ولري او كه نه تاوان به يې تر ګټې ډېر وي.

خاطره: د “الغدير” په كتاب كې راغلي:((يو كس د كور پر دېوال ور پورته شو؛ويې ليدل چې ځينې شراب څښي؛له همدې ځايه يې له بديو منع پيل كړه.د كور خاوند ورته وويل: ما خو يوه بدي وكړه،چې شراب مې وڅښل؛تا خو جاسوسي وكړه او د خلكو پر كور په پټه را واوختې او له دې لارې پر ډېرو بديو اخته شوې.[1]))

خاطره: يو تن وويل: امام باقر مې وليد چې په كرنه كې بوخت دى، له ځان سره مې وويل: د پېغمبراكرم(ص) زوى په دې ګرمۍ كې ددنيا په لټه كې دى؟ ورغلم او انګېرل مې،چې له بديو به يې منع كړم. امام باقر را ته وويل: (( حلال كسب او كرنه له غوره عبادتونو ځنې ده او كه په دې حال كې مړ شم ؛نو په غوره حال كې به مړشوى يم.[2]))

كله ناكله د سترو وګړو انځورونه په نامناسب ځاى كې لګول کېږي،يا پر ښكلو دېوالونو په خراب خط شعرونه او شعارونه ليكل كېږي.د بسونو پر ټكټونو د قرآن ايتونه ليكل كېږى او دا ټكټونه تر پښو لاندې كېږي.ځينې خلك د جومات د “لوډسپېكر” له لارې خلك تنګوي،په پاكوالي كې په وسوسو اخته كېږي او د روزنې په پلمه خپل ماشومان وهي او د ابرو او ستر د ساتنې لپاره اسراف كوي،د سخاوت په خيال پيسې بادوي، له بديو د منع په پلمه د ګناه كوونكي سپكاوى كوي او شرموي يې،كه خپل چلن ته لږ څه ځير شو؛نو په زرګونو داسې بېلګې به ووينو،چې د كار له دود او څرنګوالي سره زموږ د ناپوهۍ نښه څرګندوي.

خاطره: حضرت علي يو تن ته ډېرې كجورې ولېږلې؛يو ورته له بديو د منع په خيال وويل: دا كجورې خو ډېرې دي، پردې سربېره هغه خو له تاسې كجورې هم نه وې غوښتې؛غوره به دا وي چې كجورې ورنه کړو او يا ورته لږې ولېږو. حضرت علي وويل:(( خداى دې ستا په څېر كسان زيات نه کړي، له خدايه مومنينو ته جنت غواړو؛خو دې ته چمتو نه يو چې لږې كجورې وركړو،زه ورته كجورې بښم؛خو ته يې د ليدو وس نه لرې؛كه زغم وكړم چې راڅخه يې وغواړي او زه يې وركړم؛نو زما وركړه به د هغه د ابرو پيسې وي،چې تويه شوه. ))

هېڅكله ځان غوره و نه ګڼو:

څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي او ځان غوره ګڼي؛نو په دې اړه امام صادق (رح) وايي:(( څوك چې ځان تر نورو غوره وګڼي؛نو مستكبر به وي. ددې خبرې د دليل په باب وپوښتل شو: و يې ويل:(( كه نن موږ له سرغړاندي غوره يو ؛خو له ګاندې- راتلونكي څوك نه دي خبر. تر دې روسته امام صادق له قرآن څخه يوه بېلګه بيان كړه: “هغه كوډګر چې فرعون د حضرت موسى د مبارزې لپاره له ټولو ښارونو په زور او ګواښ راټول كړي وو، هغوى چې د حضرت موسى (ع) معجزه وليدله؛نو ټولو سملاسي ايمان راوړ او د فرعون د ګواښونو پروا يې ونه کړه. دا کوډګر په سهار كې كافران وو او د فرعون پلويان وو؛خو د همدې ورځې پر ماښام يې د حضرت موسى (ع) پر خداى ايمان راووړ او د فرعون په حكم ټول شهيدان شول.))

ممكن ځينې نن پر كږو لارو روان وي او يا هم كومه سرغړونه وكړي؛زموږ دنده پر نېكيو امر او له بديو منع ده، موږ له خپلې او د هغوى له ګاندې – راتلونكې بې خبره يو؛نو د خپلې دندې د كولو په ترڅ كې بايد ګناه كونكي ته د تل لپاره پر ناسم نظر و نه ليدل شي او د تل لپاره بايد ځان مومن هم و نه ګڼو. په تاريخ كې راغلي: امام حسين يو تن ته ليک ولېږه چې : (( ته زما د نيكه پېغمبراكرم له يارانو ځنې وې او په ډېرو جګړو كې دې ګډون هم كړى،تر پېغمبراكرم روسته زما د پلار حضرت علي له يارانو ځنې وې،تر هغه روسته زما د ورور امام حسن له يارانو ځنې وې،په جګړو كې ته ځلانده ستورې يې؛زه اوس كربلا ته ځم او څومره به ښه وي،چې زما د ملاتړ لپاره كربلا ته راشې.)) دې كس ورته وليكل : زه ستړى شوى يم او نور مې جنګونه له لاسه نه كېږي. دې كس د عمر په پاى كې امام حسين ته شا كړه او د امام حسين تر شهادت روسته يې په ژړا وويل: دا څرنګه كېداى شي،چې د يو كس ټول عمر په جنګونو كې تېر شي او د خداى په روستي ازمېښت كې ناکام راشي .

حضرت علي (ک) وايي: (( د خداى بنده! د ګناهونو له كبله پر چا په نيوكو كې بيړه مه كوه، كېداى شي ګناهونه يې وبښل شي او كه تا كوچنۍ ګناه هم كړي وي؛نو ځان خوندي مه بوله ،كېداى شي له همدې كبله پر عذاب اخته شې.[3]))

 په زړه پورې بېلګه :

څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛نو سارى يې هغه ډاكتر دى،چې د ناروغ درملنه كوي،ممكن ناروغ روغ شي او كلونه عمر وكړي؛خو كېداى شي ډاكتر په يوه پېښه كې مړ شي؛نو ځكه پر نېكيو امر او له بديو د منع معنا دا نه ده،چې ځان تر نورو غوره وګڼو او په دې واند – خيال چې ستا پايله به روښانه او د نورو به توره وي.

له بديو منع بايد په چټكۍ وشي:

روايت دى:((كه مؤمن حرام وويني؛نو تر هغه به سترګې و نه رپوي،څو يې اړولاى نه وي.))

بايد ځينې آرونو ته پاملرنه وشي:

بايد د بديو د پېژندنې لپاره پلټنه او تجسس ونه کړو،كه ښكاره سرغړونه رامنځ ته شوه؛نو بايد منع يې كړو؛خو حق نه لرو چې د بديو په راڅپړولو پسې ولاړ شو. امر او منع بايد داسې نه وي،چې نور كسان زموږ مخاطب ته د خولې ټكونه وركړي.

بايد د خلكو شرايطو ته پام وكړو.د ساري په توګه : كه چا په پټه ګناه كړي وي؛نو پر ښكاره يې بايد له بديو منع نه كړو.كه ګومان مو وكړ چې ګناه كونكى د ځان د ملاتړ لپاره دليل او سول – منطق لري او ګناه يې موږ ته ثابته نشوه؛ نو پر”امرومنع” يې لاس پورې نه کړو. خپل دودونه هم بايد په پام كې ونيسو. يو كس ته “امر و منع” بايد په داسې دود نه وي،چې حكومتي غونډال – نظام كمزورى كړي .له ګناه كوونكي سره نه؛بلكې له ګناه سره مخالفت وشي. ځان تر نورو غوره و نه ګڼو. د ريښتينولۍ آر – اصل له پامه و نه باسو. د وخت او ځاى شرايط هم په پام كې ونيسو.حضرت علي (ک) وايي: (( كه يو مسلمان د كفارو پر ځمكه ګناه وكړه؛نو هلته پرې حد مه جاري كوئ، ښايي هغه ددې كارله لارې كفارو ته واوړي. ))

ګوتڅنډنې:

شيطان پخپل شيطانت كى د ټول تاريخ هومره تجربه لري،كله ناكله بديو ته د اړ كولو لپاره د نېكيو له لارې راننوځي. ساري يې دادي :

د انسان روح كوچنيو او جزئي كارونوته اړ اسي،چې د مهمو كارونو د كولو لپاره وخت پيدا نه کړي.انسان هغه نېكو كارونو ته اړباسي،چې خطرونه يې ډېر وي او انسان کبرجنوي. انسان داسې نيكو كارونو ته اړ كوي،چې روح له عبادت سره كركه پيدا كړي او بيخي يې پرېږدي.انسان داسې خوا ته وړي،چې د حق پر خولې د خپل نفس خبرې كوي.كله ناكله عبادتي اړخ ته ډېر زور وركوي ،چې سياسي اړخ کمزورى شي.

حضرت علي (ک) كميل ته وويل: (( كميله!پر خداى قسم، له پېغمبراكرم څخه مې اورېدلي: شيطان ځينې كسان سترو ګناهونو؛لکه زنا،شراب ،ربا،او جوارۍ ته اړباسي،روسته (د ديني وجدان د ارامولو لپاره) ورته سخت او درانده عبادتونه ؛ لكه اوږدې سجدې او ركوع ګانې په زړه پورې كوي،تردې روسته يې د بېلارې مشرانو لاروۍ ته اړباسي . ))

وخت ته پاملرنه:

موږ ځينې وخت داسې كړنې كوو،چې ګومان مو دى،چې نېكې چارې به وي؛خو د وخت او ځاى د شرايطو په نه پامنیوي،په واقع كې هغه به “نيك” او “معروف” نه وي. كله ځينې د جوماتونو امامان نمونځ  ډېر اوږدوي،اوږدې دعا ګانې كوي يا د جمعې پر ورځ خطبه ډېره اوږدوي،چې له دې كړنو له لامله خلك شكايت او ګيله كوي او يو شمېر جومات ته نه راځي.

له كوم ځايه يې پيل كړو؟

الف_له خپل ځانه :

پاتې دې نشي چې زموږ خبره به هغه مهال اغېز وكړي،چې موږ خپله پر منكر اخته نشو. لومړې پرې پخپله عمل وكړو او بيا پر نورو نيوكه وكړو،چې د قرآن تر كلكو نيوكو لاندې رانشو. قرآن وايي:

كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ (صف/۳) = دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!

قرآن وايي:

أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (بقره/۴۴) =(( ايا خلك ښېګڼو (او پر هغه پېغمبر ايمان راوړو) ته رابولئ (چې په تورات كې يې په څرګنده صفتونه راغلي)؛ خو ځانونه مو هېر كړي،حال دا تاسې (اسماني) كتاب لولئ؟! نو ايا له عقله كار نه اخلئ ؟!))

په هېنداره كې هغه وخت ښكلا او ناولتيا ښكاري،چې دوړه پرې نه وي پرته.

ب_له كورنۍ:

پاتې دې نشي چې د ټولنې په پرتله د ځان او كورنۍ سمونه غوره ده . قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (احزاب/۵۹) = 59   پېغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه : ((پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى،چې دوى وپېژندل شي او و نه ځورل شي . (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى))

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (تحریم/۶) = ((مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) ترسره كوي.))

قرآن د يو پېغمبر د ستاېنې په هكله وايي:

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا (مریم/۵۵) = ((او تل يې خپلې كورنۍ ته د نمانځه او زكات امر كاوه؛ او الله ترې خوښ و.))

امام حسين د عاشورا پر ورځ لومړى خپل زوى “علي اكبر” جګړې ته ولېږه او ورپسې يې نور ځوانان ولېږل. امام زين العابدين د حقوقو په رساله كې د اولادونو لپاره ځانګړي حقوق ټاكلي دي. څوك چې پر خپله كورنۍ زړه سواندى وي؛نو قرآن يې ستايي.

قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ (طور/۲۶) = وايي : (( موږ پخوا (تردې) پخپلې كورنۍ كې وېرېدونكي وو (چې هسې نه په ګناهونو یې و نه نيول شو)!

؛خو ددې مانا دا نه ده چې خپل خپلوان نه وي سم شوي؛نورو ته ورم – نصيحت ونه کړو؛داځكه چې ځينې وخت ښځه او اولاد د لارښوونې وړتيا نه لري؛خو نور خلك د حق خبرې ته غوږ دي. بېلګه يې د حضرت نوح زوى او د حضرت لوط ښځه ده. د كورنۍ سمونه د ټولنې د سمونې بنسټ دى؛ټولنه د كورنيو له يو ځاى كېدو پرته بل څيز نه دى.پېغمبراكرم(ص)هم د بعثت په لومړيو كې خپلو نږدې خپلوانو ته بلنه وركوله:

وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (شعراء/۲۱۴) = او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه.

د سترو مېړنو په بريا كې د كورنۍ،ښځې او خپلوانو اندیز يووالى ډېره ونډه لري. روايت دى:(( د نېكمرغۍ ځاى به دا وي چې اولاد د خپل پلار مټ او همكار وي.[4])) البته اولاد يوازې د امر او منع له لارې د اصلاح وړ نه دى. په دې لړ كې لومړى بايد په واده كولو كې جدي پاملرنه وشي او ورپسې د حلالې روزۍ او غوره ښوونكي د ټاكنې لپاره د پام وړ ګامونه اوچت شي.

ج_له نوي کهوله:

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې كه په نوي کهول پسې ولاړ شو؛نو ډېر توفيق به تر لاسه كړو، دا حقيقت تجربې ته اړتيا نه لري؛آيتونه او روآيتونه يې داسې څرګندوي . د فرعون په وخت كې يوازې ځوان او نوى کهول له حضرت موسى سره يو ځاى شول:

فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلاَّ ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ (یونس/۸۳) = (( (په پېل كې) پر موسى بې له څو تنو زلميانو بل چا ايمان را نه ووړ او دوى هم له فرعون او خپلو مشرانو وېرېدل، چې هسې نه، و يې ځوروي؛ځكه فرعون په ځمکې (مصر) کې یو متکبر او باغي و او په رښتيا له هغو خلکو ځنې و، چې پر هېڅ پوله نه تمېږي .))

كفارو ځكه رخه – كينه كوله چې پېغمبراكرم د ځوانانو په زړونو كې ځاى پيدا كړې و.[5]

حضرت علي (ک) وايي : (( د ځوانانو روح كلكه خالي ځمكه ده او ځوانانو ته ښوونه پركاڼي كرښه ايستل دي.[6]))

په روايتونوكې راغلي:(( په نوي او ځوان نسل پسې ولاړ شئ؛ ځكه دوى ژر د خير لوري ته را اوړي.[7]))

پېغمبراكرم وايي: ((ځوانان راسره يوه خوله وو؛خو سپين ږېرو راسره مخالفت وكړ.[8]))

ح_ګاونډيان:

تر ځان او خپلوانو روسته د ګاونډيانو وار دى. پېغمبراكرم (ص)وايي: ((خلك ولې خپلو ګاونډيانو ته لارښوونه نه كوي؟نصيحت ورته نه كوي؟پر نېكيو امر او له بديو منع ورته نه كوي؟او ګاونډى ولې نه راځي چې سمه لارښوونه ورته وشي؟زه به دا بې پروا ګاونډيان تر خپلې څارنې لاندې ونيسم.[9]))

د غټو ښارونو يو افت دادى، چې پكې د ګاونډيانو ترمنځ تګ راتګ لږ وي.كه ګاونډيان یو له بل سره ښې اړېكې ولري؛نو ډېرې ستونزې به هوارې شي.كه لوستى ګاونډى هره ورځ نيم ساعت خپل نالوستي ګاونډي ته زده كړه كړي؛نو كومه بودجه چې دولتونه د لوست او زده كړې لپاره لګوي؛نو په دې پېسو نشتمنو ته كورونه جوړېداى شي.كه ګاونډيان يو له بل سره له نږدې مړى ژوندى وكړي؛نو ډېرې ستونزې به هوارې شي. د ساري په توګه : په كوڅه كې كه يوه ښځه روغتون يا ښوونځي ته ځي؛نو د خپل ماشوم له كبله به تل دا ستونزې ولري: سهار وختي به ماشوم له خوبه راپاڅوي،په ګرمۍ او يخنۍ كې به يې وړي راوړي،خپل كارته به ناوخته رسي،په وړكتون كې به پيسې هم وركوي،حال دا كه په ګاونډ كې يوه زړه ښځه وي او چمتو وي چې د ماشوم څارنه وكړي؛نو مور يې كولاى شي، په ارام زړه خپل كار ته ولاړه شي.همدا بركتونه په نور كسبونو كې هم شته، كه ډاكتر د كوڅې په جومات كې په اوونۍ كې يو ځل خپل نشتمن ګاونډيان وړيا معاينه کړي؛نو د نشتمنو او ګاونډيانو روحيه به لاپسې پياوړې شي او كه د ډاكتر كار بند و ؛ نو ګاونډيان به يې ورته خلاص كړي او كه په سفر هم ځي؛ نو كور به يې ساتي. كه دا ټولې اړيكې د خداى لپاره وي او په سمه توګه په جومات كې پلي شي؛نو په زړه پورې پايلې به ولري او د ټولو زړونه به خوشحاله وي.

د حكومت دندې:

له وګړيزو بديو به وګړي منع وكړي،له ټبريزو بديو به ټبرونه منع وكړي؛خو كله ناكله بدي پراخه بڼه لري او بې له حكومته يې بل څوك نشي منع كولاى. د ساري په توګه : كه يو هېواد پر خلكو يرغل وكړي او د جګړې لمبې بلې شي او ورم – نصيحت او پرېكړه ليك هم كوم اغېز ونه کړي؛نواسلامي هېوادونه بايد راپاڅي او په منځګړيتوب لاس پورې كړي،كه يرغلګرو روغې ته غاړه كېنښووه ؛ نو په وسلوال پاڅون بايد وځپل شي،چې يرغلګران د خداى امر ته غاړه كېږدي. د حكومتونو دنده يوازې په دې برخو كې پاى ته نه رسي،هغه كسان چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛بايد ملاتړ يې وكړي او كه ګناه كوونكي پوه شي،چې حكومت ددې كسانو ملاتړې دى؛نو ډېر ژر به له خپلو ګناهونو لاس واخلي. د خلكو او دولت ترمنځ اړيكې خورا مهمې دي او دواړه په يوازې ځان كار مخې ته نشي وړاى. د اسلام د ځينو حكمونو د پلي كېدو لپاره ځواك او حكومت ته اړتيا ده؛نو له همدې كبله په هېواد کې د “اسلامي جمهوري” دولت شتون او ټينګښت اړين برېښي.

 

د چاپيريال سموالى:

پر نېكيو امر او له بديو د منع په پلي كېدو كې سم چاپېريال مهمه ونډه لري او په دې لړكې بايد دولت،ښاروالي او نور سازمانونه ټينګ ګامونه پورته كړي. ټولنه د وګړيو پر اخلاقو او فكرونو ژور اغېز لري . څوقرآني بېلګې يې دادي :

د بني اسرائيلو په تاريخ كې راغلي: دوى چې د حضرت موسى (ع) د معجزې له كبله د “نيل” له سينده پورې وتل؛نو يوه ډله “بوت لمانځي” يې وليدل او تر اغېز لاندې يې راغلل او له حضرت موسى(ع) يې وغوښتل چې همدا شان بوت راته جوړ، چې عبادت يې وكړو:

وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْاْ عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ (اعراف/۱۳۸) = او موږ بني اسراييل (روغ رمټ) له سمندره پورې ايستل؛(ناڅاپه) پر لار پر يوه داسې قوم تېر شول، چې تر خپلو بوتانو په مينه او تواضع راچاپېره شوي ول . (دغه وخت بني اسراييلو) موسى ته وويل : ((ته هم موږ ته ددې خلكو د معبودانو (او خدايانو) په څېر يو “معبود” جوړ كړه .)) موسى ورته وويل : ((په رښتینه کې تاسې يو ناپوهه قوم ياست! او (بوت نمانځنه د عاقلانو چار نه دى )

كه په ټولنه كې “بوت” وي؛ نو “بوت پالي”به هم پيدا شي؛نو ټولنه بايد پاكه وساتو.  

قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهُ وَانظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا (طه/۹۷) = (موسى) وويل :((نو ځه، په رښتینه کې په ټول ژوند کې به (داسې ګوښه او له ليدو کتو منع شې،چې) نارې به وهې : (( (ماته) لاس مه راوړئ! )) او (د الهي عذاب) يو وخت درټاكل شوى، چې په اړه به يې هېڅ بې لوزي درسره ونکړای شي او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې تل دې نمانځه؛ نو لومړى يې سيځو بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو.

حضرت ابرهيم “تبر” راوخېست او د بوتانو خونې ته راننوت او ټول يې دړې وړې كړل او روسته يې تبر د غټ بوت په غاړه كې واچو.

د ضرار د جومات پېښه: د مدينې له جومات سره په څنګ كې منافقينو غوښتل خپلو دسيسو ته بل جومات جوړ كړي،د جومات د رسمي پرانستې لپاره يې پېغمبراكرم(ص) ته بلنه وركړه؛خو پېغمبراكرم(ص) د تبوک جګړې ته روان و او د بېرته راستنېدو پر وخت يې حكم وكړ،چې دا جومات وران كړئ. دا پيښه په قرآن كې راغلې ده.

له دې څلورو قرآني بېلګو جوتېږي،چې له بديو د منع لپاره لومړى بايد د فساد مركزونه او فتنه اچوونكي انسانان له منځه ولاړ شي؛ځكه بې له دې به له بديو منع ګټه و نه لري.که د بديو جرړې له منځه نه وي تللى؛نو د ښاخونو غوڅول به اغېزمن نه وي. كه حكومت غواړي چې پر نېكيو امر او له بديو منع بېرته را ژوندۍ كړي؛نو د چاپېريال سموالي ته بايد لاندې ګامونه پورته كړي:

 ځوانانو ته د اسان واده كولو د شرايطو چمتو كول او ورته پور وركول. ښځې او سړي بايد په ټولو برخو؛لكه د لوړو زده كړو په ټولو پړاونو، پاركونو ، روغتونو او عمومي ځايونو کې یو له بله بېلې وي،چې ښځې وكولاى شي ساده جامې واغوندي او كار وكړي او د نارينه وو مزاحمت ورته نه وي.هغه كسټې، فيلمونه او كتابونه بند شي،چې انسان د بېلارۍ او فساد لورې ته راكاږي.په كليدي پوسټونو كې د وګړيو په ټاكنه كې ټينګه پاملرنه وشي،چې له فتنو ډك كسان له داسې چوكيو ناوړه ګټنه و نه کړي.حياء له ډېرو ګناهونو مخنيوى كوي او كه نه وي؛نو ډېرو ګناهونو ته به لار هواره كړي.د حكومت چارواكي د ټولنې په هر اړخ كې بايد حياء ته پاملرنه وكړي،چې ګناه كوونكيو ته د ګناه لارې چارې پيدا نشي. حكومت بايد داسې كورونو ته د جوړېدو اجازه ورنه کړي چې پكې ګاونډيان يو بل په بشپړه توګه وويني، كه داسي وي؛ نو په دې حالت كې به هېڅ ستر او حياء پاتې نشي.په عمومي ځايونو؛لكه نندارتونو او موزيمونو كې د نجونو او هلكانو د ننوتو او راوتو وختونه بېل بېل وي؛نو دا د متقي مديرانو دنده ده،چې داسې بېل بېل وختونه وټاكي.د ځوانانو د فراغت وختونو ته بايد ټينګه پاملرنه وشي او دا كارد چاپېريال په پاكوالي او له بديو په منع كې مهمه ونډه لري.د لامبو وهنې لپاره كولاى شو داسې جامې برابرې كړو، چې سپكې ؛خو لنډې نه وي.

امام حسن او امام حسين كوچنيان وو او له جامو سره يو ځاى د “فرات” سيند ته ورګډ شول. چا ورته وويل: جامې مو خرابې شوې. ورته يې وويل: (( د جامو خرابوالى د دين او حياء تر خرابوالي غوره دی.[10] ))

اسلام د چاپېريال د سموالي لپاره د ماشومانو روزنه، لاسي هنرونه او د كور سنبالنه ښځې ته سپارلى او تر کېدونې بریده له كوم ځانګړي دليل او د ميړه له اجازې پرته له كوره بهر وتل يې هم منع كړي دي. د اړتيا په وخت كې له كوره بهر تللاى شي ؛لكه حج ته. اسلام له بېځايه ګرځېدو سره مخالفت لري او كه نه اسلام ښځې ته اجازه وركړې،چې په لاريونو او ټولټاكنو كې ګډون وكړي. وټیزه او سياسي خپلواکي ولري. په علمي غونډو كې او همداراز په کارپوهنیزو او روزنيزو چارو كې هم پراخ ګډون وكړي؛لکه څرنګه چې قرآن ځينې نارينه ستايي او نورو ته يې د بېلګې په توګه ورپېژندلي دي؛نو ښځه يې هم نورو ته بېلګه ګرځولې ده او له دې لارې قرآن ثابته كړې، چې ښځه د سړي تر اغېز لاندې نه ده او د مېړه د بېلارېتوب پر ضد كولاى شي د ځانګړي اند څښتنه شي. ښځه سره له دې،چې د مېړه ګټل شوې ډوډۍ خوري؛خو دا وټیزه اړتيا د هغې پر وګړې هېڅ ډول اغېز نه لري.د فرعون ښځه د فرعون ډوډۍ خوري ؛خو پر ضد يې راپاڅي،ان كه د فرعون كور هم وي انسان كولاى شي چې چاپېريال، وټیز جبر او سياسي دباو له منځه يوسې؛نو له دې ټولو مطلبونو سره سره څومره، چې د ښځو او نارينه وو تر منځ د هغوى د فطرت له مخې د دندو وېش وي؛نو چاپېريال به سموالى او روغ رمټۍ ته نږدې او له بديو به لرې وي.

( ژباړن: په دې اړه د پښتو غزل بابا آدم ښاغلي امیر حمزه خان شینواري د ژوند کتاب د ښځې برخه وګورﺉ او همدا شان د اندیال استاد مرتضی مطهري” په اسلام کې د ښځمنو حقوق” کتاب هم وګورﺉ،چې ژباړن پښتو ته ژباړلی.)

د خنډونو له منځه وړل:

د خواشېنۍ ځاى دى چې پر نېكيو د امر په كولو كې دومره خنډونه دي،چې عامو خلكو ته يې ددې كار كول ستونزمن او ان ناشوني كړی دى؛ لکه:

كه د ځوان کهول د زده كړو د ازموينو پر مهال د تلوېزيون له لارې په زړه پورې فيلمونه خپاره شي؛نو ټول به په ازمويونو كې ناکام شي؛دلته فيلمونه د زده كړو خنډ ګرځي او دولت بايد دې موضوع ته ټينګه پاملرنه وكړي.كه د ودونو شرايط ستونزمن وي؛نو دا هم پر نېكيو د امر په پلي كېدو كې خنډ ګرځي او دا هم د دولت دنده ده چې اسان شرايط ورته چمتو کړي.كه د لمانځه په وخت كې ښوونكى درس وركړي،خلك خواړه وخوري،تلويزيون فلم كېږدي،پېرېدونكي هټۍ ته ولاړ شي؛نو دا هر څه د سترې نيكۍ؛يعنې نمونځ  په لار كې خنډ ګرځي. كه نرۍ جامې ارزانه او ډبلې جامې ګرانې وي ؛نو دا هم د نېكيو د پلي كېدو په لار كې خنډ دى .اداري سيستم هم له خنډونو ډك دى.كه واده شوې نجلۍ ښوونځي ته پرېنږدو؛نو د نېكۍ په لار كې به مو خنډ اچولى وي . كه موټروان كوم ناروغ روغتون ته وړي او ودرول شي او جريمه شي؛نو د نېكيو د پلي كېدو په لار كې به خنډ وي.كه د كتابونو د لېږلو لپاره كراګانې لوړې كړو؛نو د نېكيو په لار كې به خنډ وي. كه پر كشرانو غري تري وكړو چې د حقيقت پر ځاى دروغ ووايي؛نو د نېكيو په پلي كېدو كې به مو خنډ رامنځ ته كړى وي.

لنډ دا چې پورتني كارونه پر نېكيو د امر په پلي كېدو كې خنډ ګرځي .كه د جمعې نمونځ  اوږد شي او له همدې كبله ځينې جومات ته رانشي؛نو د نېكيو مانع شوي به يو. كه د بېځايه تموله لارې واده شاته وغورځول شي؛نو دا هم د نېكيو د مخنيوي وسيله ده.

[1] الغدېر 6\121

[2] بحار 46\287

[3] نهج البلاغه، 401 خطبه

[4] فروع كافي 6\2

[5] بحار 18\ 12

[6] نهج البلاغه، ۳۱ام لیک

[7] وسايل 11\446

[8] جوان 2\248

[9] كنزالعمال\684

[10] اعراف/۱۹۹

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست