تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سيد الشهداء حضرت حمزه (رض)   پېغمبر اکرم (ص) : «څوک چې زما زيارت ته راشي؛خو زما د تره حمزه زيارت و نه کړي ؛نو له ماسره يې بې مهري او جفا کړې ده.» لمر ورو  ورو وړانګې راټولولې او هوا مخ په سړېدو وه  ، چې يو سړى،چې دنګه  ونه، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سيد الشهداء حضرت حمزه (رض)

 

پېغمبر اکرم (ص) :

«څوک چې زما زيارت ته راشي؛خو زما د تره حمزه زيارت و نه کړي ؛نو له ماسره يې بې مهري او جفا کړې ده.»

لمر ورو  ورو وړانګې راټولولې او هوا مخ په سړېدو وه  ، چې يو سړى،چې دنګه  ونه، لوىه تنه  او پياوړې مټې يې درلودې او د ښکاريانو جامې يې پر تن وې او غشي او ليندۍ يې  په لاس کې وه، د (( صفا))  له  غره نه  ترور  ښار ته  راننووت  او  ترور له دې امله  و،چې بيا به له داسې خلکو سره مخېږي ،چې  ناپوهه، ځان مني،ظالمان او زورويونکي دي؛ نو همداچې د ښار  په  لومړۍ کوڅه کې يې پښه کېښووه،يوې وينځې ورته په رپېدلي غږ وويل: ته پخپل ښکار پسې يې او ……………..

د حضرت حمزه (رض) رنګ  واوخوت او و يې ويل: څه شوي دي ؟سمه خبره کوه !

_ په خپلو سترګو مې وليدل،چې ابوجهل په ډله کې ستا وراره؛محمد ته کنځا وکړه.

حضرت حمزه (رض): واروه مې ورته څه وويل؟

_ ستا وراره  ان  يو  ځواب هم  ور نه کړ.

 د حضرت حمزه (رض) څېره  له  غوسې سره شوه، پر شا ولاړ او بېواکه يې د مسجد الحرم پر لور ور هۍ کړل،  جومات  ته  ورسېد، ابوجهل  يې  د  خپل   ټبر ( بني مخزوم) خلکو ته پر وينا  وليد او همداچې د ابوجهل سترګې پر حضرت حمزه (رض) ولګېدې،ورته يې وويل: څه چل شوى،چې داسې مچيو چيچلې يې؟

حضرت حمزه (رض) بې له دې چې کومه خبره وکړي، ورمخکې شو او ابوجهل يې د خپل غشي پر ليندۍ پر سر وواهه او سر يې ورمات کړ، ويې ويل :زه له ننه د محمد پر دين شوم او تر دې وروسته د محمد(ص) خبره زما خبره ده،دا ګز دا ميدان، که نران ياست له ما سره يې ګز کړئ.

د ((بني مخزوم )) د ټبر خلک راپاڅېدل ،چې له حضرت حمزه (رض) نه د ابوجهل غچ واخلي؛خو ابوجهل رامنځ ته شو،و يې ويل:  تاسې پکې کار مه  لرئ؛ ځکه  ګرم زه يم،چې دهغه وراره ته مې کنځلې کړې وې .

د حضرت حمزه (رض) د مسلمانېدو او د ابوجهل د وهلو خوړو خبره په مدينه کې د باد په څېر چټک خپره شوه  ، چې مسلمانان پرې خوشحاله؛خو د کفارو له سترګو يې خوب وتښتاوه؛ځکه حضرت حمزه (رض) پر مړانه او مهربانۍ مشهور و.

حضرت حمزه (رض)  د حضرت عبدالمطب زوى و او د مور نوم يې (( هاله)) وه،چې تر هجرته تقريبا 55 کاله مخکې په ((مکه)) زېږېدلى و  او لس کلن که دولس کلن و،چې پلار يې له دې دنيا ولاړ او روزنه يې ورونو پر غاړه واخسته.

حضرت حمزه (رض) تر  اسلامه مخکې او تر بعثته وروسته د څښتن داستازي کلک يار او ملاتړ و او له اسلامه  د حضرت حمزه (رض) پر مړانه ملاتړ د اسلام په پرمختګ کې خورا ونډه درلوده.

 يوه بله پېښه،چې حضرت حمزه (رض) په نره د ابوجهل مخې ته ودرېد او له خپل وراره يې په کلکه ملا تړ وکړ، له خديجې بي بي سره د حضرت محمد(ص) د واده پر مهال وو او هغه داسې،چې خديجه بي بي مخکې له دې،چې د څښتن له استازي سره واده وکړي؛نو دوه ودونه يې کړي وو ،چې دواړه ځل کونډه شوې وه.

پر (( خديجې )) بي بي ډېرو شتمنو مرکې وکړې ،چې يو يې هم ابوجهل و؛ نو له هغې ورځې،چې په خپله خديجې بي بي حضرت محمد(ص) ته د واده وړانديز ورکړ؛ نو دې خبرې ابوجهل ته ډېر زيات زور ورکړ او له حضرت محمد(ص) سره يې  په زړه کې کينه  شوه،چې د همدې کينې له امله  وو،چې ابوجهل  به د مناسب وخت په تمه و،چې  حضرت محمد (ص) ووژني.

د کاروانونو مشرانو،چې پرېکړه وکړه،چې له ناڅاپه پېښو؛ لکه  سيلاب، وحشي ځناورو او …. نه د کاروان د ساتلو لپاره دې هر ټبر يو استازى وټاکي،چې هغه مهال په ګډه تصميم ونيسي؛ نو د بني مخزوم ټبر ابوجهل خپل استازى کړ او بني هاشمو هم حضرت محمد(ص) خپل استازى کړ او چې کله ابوجهل وارېدل،چې حضرت محمد(ص) د بني هاشمو استازى شوى دى؛ نو غوسه يې وويل: که  محمد د استازي په حېث څه وويل؛ نو پر دې توره  به  يې  نس  څيرې  کړم.

حضرت حمزه (رض) هم غيرتي شو او د حضرت محمد(ص) په ملاتړ يې وويل: پر څښتن،چې زړه خو مې را ته وايي ،چې سترګې دې راوباسم.

حضرت محمد(ص) خپل تره  ارام کړ او ابوجهل يې ترې خلاص کړ.

يوه بله پېښه هم په (( عقبه)) کې د مدينې د خلکو خبرې دي ،چې کله مشرکان له دې خبرو اترو خبر شول؛ نو د يوې  ډلې  په  مرسته  يې  وغوښتل د مدينې پر خلکو يرغل وکړي.

رسول اکرم،چې ګڼه ګوڼه واورېده؛ نو د مدينې مسلمانانو ته يې وويل : ځان له دې ځايه وباسئ.

مسلمانانو ورته وويل: دڅښتن استازيه ! که اجازه مو وي؛نو دا خلک به په توره انسانان کړو.

رسول اکرم وويل: څښتن مې راته داسې امر نه دى کړى  او ددې کار اجازه يې  نه  ده راکړې .

په دې وخت کې حضرت حمزه (رض) او حضرت علي (ک) ووتل او چې مشرکانو هغوى وليدل،و يې ويل: د څه لپاره دلته راټول شوي ياست؟

حضرت حمزه (رض) چغې کړى : دلته کومه ټولنه نشته ؛ خو پر څښتن قسم که يو ګام رامخکې شوئ؛ نو دا توره به  مو درمل وي.

رسول الله،چې  مدينې ته مهاجر شو؛ نو حضرت حمزه (رض) د موضوع د ارزښت او له اسلامه د ملاتړ په موخه  مدينې ته  له  لومړيو مسلمانانو سره مهاجر شو او له ((حضرت زيد بن حارثه))  سره  د (( کنار بن حصن)) او يا د (( اسعد بن زراره)) کور ته ننووت او د ورورلۍ په تړون کې هم حضرت حمزه (رض) د حضرت زيد ورور شو .

حضرت حمزه (رض) ،چې مدينې ته راغى؛ نو له رسول الله سره يې په ټولو چارو کې کارنده ونډه اخسته  او په ټولو جګړو کې مخکښ و او د حضرت حمزه (رض) مړانه او د اسلام او حق په لار کې سرښندنه وه،چې د څښتن په حکم پرې پېغمبر اکرم د سيد الشهداءلقب کېښود.

حضرت حمزه  د پېغمبراکرم په لومړۍ غزوه ( ابواء ) کې د اسلام د شپېته کسيز  لښکر قوماندان و،چې په دې جګړه کې پخپله رسول اکرم هم برخه اخستې وه  ،چې دا جګړه مدينې ته نږدې د (( ابواء )) په سيمه کې د (( بني مخره)) د ټبر د غلي کولو لپاره راپېښه شوه ،چې بې له نښتې دښمن د اسلام لښکر ته تسليم شو او د اسلام لښکر تر 15 ورځو وروسته مدينې ته راستون شو.

حضرت حمزه (رض) په نورو ((سريه وو)) او غزو کې؛ لکه ((بواط))، (( ذوالعشير))، (( بني قينقاع ))، ((بدر)) او  (( احد ))  هم ګډون کړى و،چې بې د احد له جګرې نور ټول مسلمانانو ګټلي وو.

مشرکانو ،چې د بدر په جګړه کې خوله ماتېدونکې ماتې خوړلې وه او ډېر مشران يې هم په دې جګره کې وژل شوي وو؛ نو غچ اخستوته هوډمن شول،چې يو پياوړى او پر وسله  سمبال  لښکر  چمتو کړي او د مدينې پر لور روان شي.

د مشرکانو دا لښکر د پنجشنبې پر ورځ، د هجرت پر درېم کال، د شوال مياشت کې راغى او د (( احد)) د غره تر غاړې يې  واړوله.

د څښتن استازى  د جمعې پر ورځ په مدينه کې پاتې شو او د جمعې لمونځ يې ،چې وکړ؛ نو خلک يې  په  خطبو کې دفاع  ته  راوبلل  او بيا  له  زرکسيز لښکر سره د احد پر لور ووت. په لاره کې دمدينې د منافقينو مشر ((عبدالله بن ابى سلول))  له خپلو پلويانوسره،چې تقريبا 300 کسان وو، بېرته مدينې ته ستون  شو،چې رسول اکرم  له 700  سرتېرو سره  د جګرې  ځاى  ته  را ورسېد او ((عبد الله بن جبير)) يې  له پنځوس غشي ويشتونکيو سرتېرو سره د غره پر هغه کنډو پېره دار کړ ،چې د مسلمانانو شا ته  پروت و،ورته يې وويل: د جګړې تر پاىه هلته ووسئ  او له خپل ځاىه  مو  و  نه  خوزېږئ.

د شوال  د مياشتې پر شپږم، د شنبې پر ورځ د سهار تر لمانځه  وروسته  د مشرکانو جنګاليو  ډګر  ته  را  ودانګل او د مبارزې  لپاره  يې سيال وغوښت،چې حضرت علي (ک) ميدان ته ورغى او هغوى  دواړه يې څپلۍ کړل او تر دې وروسته ډله ايزه جګړه پيل شوه،چې رسول اکرم، حضرت حمزه (رض) او حضرت علي (ک) له  لښکر نه مخکې جنګېدل .

 د اسلام لښکر بري  نه  نږدې و،چې  هغه  سرتېري،چې رسول اکرم په کنډو کې پر پېره درولي  وو، د  غنيمت  د را ټولولو  لپاره  را کوز شول او هغه استراتژيکه  مورچه يې تشه پرېښووه،چې دښمن هم له دې وخت په ګټنې  له  شا نه  د اسلام  پر لښکر بريد وکړ،چې  د همدې  کسانو  ددې  غلطۍ او  د رسول الله  د خبرې  د نه  منلو  پايله  د مسلمانانو ماتې شوه ،چې پکې د پېغمبر اکرم ډېر ښه او کلک ياران؛ لکه حضرت حمزه (رض)  شهيدان شول.

 رسول اکرم،چې د حضرت حمزه (رض) مړى  وليد ؛ نو  و يې  ويل: هيڅ غم مې ستا د غم  هومره  زړه و نه درداوه او بيا يې د شهيدانو  لپاره لمونځ وکړ او هملته يې خاور ته وسپارل .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!