تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه       کورنۍ بدۍ: کورنۍ؛ لکه څرنګه چې د فساد او ګناه سرچينه ګرځېداى شي؛نو تقوا او روزنې ته هم بنسټ ګرځېداى شي.اسلام د کورنۍ په هکله ﻻندې سپارښتنې کړې دي : د ښځې په ټاکنه کې،يې اند او ګروهو ته پام وکړئ: […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

 

 

کورنۍ بدۍ:

کورنۍ؛ لکه څرنګه چې د فساد او ګناه سرچينه ګرځېداى شي؛نو تقوا او روزنې ته هم بنسټ ګرځېداى شي.اسلام د کورنۍ په هکله ﻻندې سپارښتنې کړې دي :

د ښځې په ټاکنه کې،يې اند او ګروهو ته پام وکړئ:

وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (بقره/۲۲۱) = او مشرکانې تر ایمان راوړو مه راودوئ (كه څه بې له وينځوو سره له واده كولو مو لاس رسي؛ ځكه) مؤمنه وينځه تر (ازادې) مشركې غوره ده،كه څه (ښكلا، شتمني او مقام يې) ستاسې خوښ وي او مؤمنې ښځې مشركانو ته تر ایمان راوړو مه وركوئ (؛خو كه اړ شوئ؛مؤمنو مريانو ته يې ورنكاح كړئ؛ ځكه) مسلمان مريى تر ازاد مشركه ښه دى .كه څه (مال،ښكلا او شتمني يې) ستاسې خوښه وي، دوى مو اور ته وربولي او الله په خپل فرمان تاسې د جنت او بښنې لوري ته رابولي او الله خلكو ته خپل حكمونه په ډاګه څرګندوي، چې پند واخلي.))

 (( په فاسده کورنۍ کې د ښکلې نجونې مثال،پر ډېران د ښکلي ګل په شان دى.[1] ))

د جنسي قوې د پېدا کيدو موخه د هغه کهول پيدا کېدل دي،چې په دنيا کې به مو د سترګو تور او په آخرت کې درته زېرمه وي:

نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُم مُّلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (بقره/۲۲۳) = مېرمنې مو ستاسې كروندې دي؛ نو هر وخت، چې مو خوښه وي، ورسره يوځاى شئ (او زيار وباسئ،چې له دې فرصته ګټنه وكړئ او د صالحو اولادونو په روزنې) زېرمه مو مخکې ولېږئ او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ او پوه شئ،چې (يوه ورځ) له هغه سره مخامخېدونکي ياست او مؤمنانو ته (ددې مخامخېدنې) زېرى وركړه .

وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا (فرقان/۷۴) = او (د لوراند الله ځانګړي بندګان) هغوی دي، چې وايي: ((پالونكيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو د سترگو يخېدل راکړه او د متقیاتو مشران مو كړه.))

پر اوﻻد نوم ايښوونه، مينه،د قرآن زده کړه،ﻻمبو،هنر،د علم زده کړه،په اوﻻدونو کې توپير نه کول،له دوه ځانۍ تر زيږونه او روسته د عمر تر پايه د حلالو او سمو خوړو برابرول، داسې په سلګونو سپارښتنې دي،چې د کورنۍ د جوړښت او نظام د اهميت په هکله بيان شوي دي.پر سياسي مقامونو د هغوى ټاکل چې نېکه او صالحه ښځه او کورنۍ ولري .حضرت علي ته يې ډېر اهميت درلود. په کورنۍ کې هر ډول ګناه او تېروتنه،دراتلوونکي ټولنې د ګناه او د فساد ﻻمل ګرځي.

داستان:

وايي يوه ورځ شيطان له يو حرموني سره د فتنې او فساد په رامنځته کولو کې سيالي وکړه.مازيګر دواړه کېناستل او هر يو د خپل کار پايلې وويلې.شيطان وويل:ما نن زنا رامنځته کړه او يو حرمونې مې ترې پيدا کړ. حرموني وويل :ما ستا په پرتله څو ګرايه فتنې وکړي،زماد فتني له کبله خلکو يو بل ته بدرد وويل، بېځايه شکونه رامنځ ته شول،غيبتونه او رشوتونه رامنځته شول.شيطان وويل:ستا شمېر تر ما ډېر دى؛ خو پوه شه،چې ما نن د يوې زنا د رامنځته کېدو له ﻻرې حرمونى پيدا کړ،چې هره ورځ به ستا په شان په سوونو فتنې کوي. هو! ما بنسټيزه ګناه وکړه.

کورنۍ ستونزې ډېرې مهمې دي. کله نا کله په عمل،خوړو او ويناوو کې د مور و پلارتېروتنې په اولادونو کې يې د سوونو فتنو او فسادونو سرچينه ګرځېدﻻى شي.

د ښځې له مهره ناوړه ګټنه،ډېر مهر ايښوول،بېځايه تمه،د واده درانه مراسم او د نجلۍ او هلک د خپلوانو بېځايه ﻻسوهنې،له کورني بديو ځنې شمېرل کېږي.حضرت شعيب چې کله حضرت موسى ته خپله لور ورکوله؛ورته يې وويل:د مهر خوښه تا ته درکوم او پوه شه،چې زما نيت دا نه دى،چې تا پر کړاو اخته کړم:

قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ(قصص/۲۷) = (شعيب) وويل : ((غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ګورې یې) په نكاح دركړم، په دې (شرط) چې اته كاله مزدوري راسره وكړې؛نو كه لس كاله پوره كړې؛ نو دا به دې له لوري (یوه نېکي) وي او نه غواړم دروند پېټى درباندې كېږدم، “ان شاالله” ما به ښه سړی ومومې .))

ځينې دودونه هم په کورنيو بديو کې شمېرل کېږي او ډېرې ناوړه پايلې لري.په فقه کې راغلي:((که چا له هلک سره لواطت وکړ؛نو له خور سره يې واده نشي کوﻻى،که واده هم وشي؛نو سملاسي بايد بېل شي او که کلونه پرې هم تېرشوي وي او اوﻻد يې هم وي؛نو بايد يو له بله بېل شي.))

اوﻻد ته نه پاملرنه او په منځ کې يې توپير کول او د قرآن لخوا تر ټاکل شوې مودې،ماشوم ته لږې شيدې ورکول هم په کورنيو بديو کې راځي. بېځايه ټوکې او نيوکې او د زامنو په مخ کې د مور و پلار ناروا خبرې او دروغ د اوﻻد پر روزنه او برخليک ناوړه اغېزې لري.

 

له ښځې سره بداخلاقي کول:

د پېغمبراکرم(ص) يو يار له دنيا ولاړ.پېغمبراکرم يې په جنازه کې په لوڅو پښو ګډون وکړ او ويې ويل:(( جنازې ته يې په زرګونو پرېښتې راغلې وې.)) د مړي مور وويل:مړينه دې بختوره،چې څومره په عزت خارو ته وسپارل شوې،پرېښتې او پېغمبراکرم(ص)دې جنازې ته راغلي دي.پېغمبراکرم وويل: (( مورې ! ډېر ژر قضاوت مه کوه! ستا زوى به ددې ټولو ښو کارونو سره سره له خپلې ښځې سره د بد چلن له لامله د قبر پرعذاب اخته شي.[2]))

د مهر نه ورکول،په ځانګړو ورځو کې کوروالى،د ښځې وېرول،په پلمو پسې ګرځېدل،د اوﻻد وژنه،جنين له منځه وړل ،له ښځې بېځايه تمه،پر ښځې بد نوم اېښوول،د ښځې د طبيعي غوښتنو پر وړاندې بې پروايي او د ښځې او اوﻻد پر وړاندې بې عدالتي له کورنيو بديو ځنې دي.

د ښځې د سرغړونې،د تاوتريخوالي او طلاق په هکله په قرآن کې آيتونه راغلي دي .

اخلاقي بدۍ

ا خلاقي بدۍ ډېرې دي؛خو دلته پرې لږه رڼا اچول کېږي .

الف_ ځانمني او ځان ستاينه:

لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيرًا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ (آل عمران/۱۸۶) = (( هرومرو (تاسې ټول) په خپلو مالونو او ځانونو ازمېيل كېږئ او له کتابيانو [= يهود] چې تر تاسې مخكې اسماني كتاب وركړ شوى او(همداراز) له مشركانو به ځوروونكې خبرې واورئ؛ خو كه صبر وكړئ او (ځانونه) وساتئ؛ نو په حقيقت کې دا له مهمو، ډاډمنو او همتناکو چارو ځنې دی))

ب_ريا:

ريا او ځانښوونه پټ شرک دى او بې له خدايه بل ته پاملرنه ده.ځانښوونه چارې بې ارزښته کوي. په قرآن او روايتونو کې د رياکارانو او د ناوړو پايلو په هکله يې ډېر څه راغلي دي. دروغ،غيبت،خبرې جوړول او سپکې سپورې ويل،نورو کسانو ته په ناوړه نوم غږ کول او پر نورو منت ايښوول،ټول له اخلاقي بديو ځنې دي او په دې باب ځانګړي حديثونه هم راغلي دي .

 

وټیزې بدۍ :

د نورو بديو په پرتله د و ټیزو بديو شمېر زيات دى څو بېلګې يې دادي :

الف_ربا:

ربا له خداى سره جګړه بلل شوې ده:

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ (بقره/۲۷۹) = نو كه (داسې) مو و نه کړل؛ نو پوه شئ، چې له الله او رسول سره يې یوې جګړې ته راپاڅېدلي ياست او كه توبه وباسئ؛ نو آریزه پانګه مو خپله ده [= بې سوده پانګه] مه تېرى كوئ او نه به تېرى درباندې وشي.

وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (نساء/۱۶۱) = (( او (پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي ول او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ یې كافرانو ته ډېر دردناك عذاب چمتو كړى دى.))

حرامې ګټې ډېرې غندل شوي دي.د يو درهم ربا اخېستنه له خپلې مور سره د زنا هومره برابره ده.[3]

ب_د دروغو قسم خوړل:

پر ناحقه شاهدي ورکول،د ناسمو توکيوخرڅول،پر کفارو وسله خرڅول، شراب جوړونې ته انګور خرڅول،دلالي،فساد،غوړه مالي،د مال لاس ته راوړلو ته د فاسدانو ستاينه او له بيت الماله ناوړه ګټنه له وټیزو بديو ځنې دي.

ت_کم خرڅونه او ډنډې وهل :

په قرآن کې په دې هکله د ((المطففين)) سورت راغلى دى.

وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (اعراف/۸۵) = ((او مدين ته مو د دوی ورور شعيب (ولېږه) چې و يې ويل : (( زما قومه ! الله ونمانځئ، چې بې له ده نمانځوړ درته نشته، د پالونكي له لوري مو څرګنده لارښوونه درغلې ده؛ نو ځكه کچ مچ او تول پوره كوئ او د خلكو له مالونو څه مه كموئ او (د ايمان او د پېغمبرانو د بلنې په رڼا كې) چې  په ځمكه کې روغه جوړه شوې ده؛ نو بيا پكې فساد مه راولاړوئ، كه مؤمنين ياست(؛نو) دا درته غوره ده))

د حضرت شعيب لومړى کلمه له ډنډۍ وهنې منع وه:

وَيَا قَوْمِ أَوْفُواْ الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ (هود/۸۵) = ((زما قومه! په انصاف تول او مېچ كوئ او د خلكو په څيزونو (او جنسونو) کې ټګي مه كوئ او له حقوقو يې مه كموئ! او په ځمكه كې فساد ته لمن مه وهئ))

ژباړه : زما قومه ! په انصاف تول او مېچ كوئ او د خلكو په څيزونو ( او جنسونو ) کې ټکې مكوئ او له حقوقو يې مۀ كموئ ! او په ځمكه كې فسا د ته لمن مۀ وهئ .

په قرآن کې راغلې: پر اخرت ايمان نه لري،چې ډنډۍ وهي .

د مامورينو او ښوونکو لږ کار،د اسلامي مالياتو نه ورکول،د پلار مړى د مال خوړل هم يو ډول ډنډې وهنه ده .

ټ_رشوت:

روايت دى:(( رشوت اخېستونکى او ورکونکى دواړه دوزخيان دي.[4] ))

پوځي بدۍ

الف_له جګړې تېښته:

له جګړې تېښته هم بدي ده. قرآن وايي: هو ! له جګړې تېښته ستره ګناه ده او خداى ورته د دوزخ عذاب ټاکلى دى. په قرآنکریم کې راغلي،ځينو له پيغمبراکرم(ص) سره تړون کړى،چې له دښمنان سره په جګړه کې به نه تښتي:

قُل لَّن يَنفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا (احزاب/۱۶) = (پېغمبره) ووايه : ((كه له مرګ يا وژنې وتښتئ؛ نو تېښته مو په ګټه نه ده او (چې وتښتېدئ؛ نو) په هغه وخت كې به له ژونده د ګټې او خوند اخستو ډېر لږ وخت په لاس درشي . ))

ب_د تېښتې پلمې:

هغه منافقين او ډارن چې له جګړې به يې پښې سپکولې ؛نو قرآن ددې خلکود پلمو په هکله ډېر څه ويلي،چې څو بېلګې يې دادي:

١_ له مشر او قومندان لرېوالې:

د احد په جګړه کې ځينو مسلمانانو وانګېرل،چې پيغمبراکرم (ص) شهيد شوى؛نو له جګړې وتښتېدل. قرآن وايي:

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ (آل عمران/۱۴۴) = ((او محمد (صلی الله علیه و آله) خو فقط يو استازى دى او تر ده مخكې هم (ډېر) استازي تېر شوي؛ نو كه ومري يا ووژل شي؛ ایا پر شا ګرځئ ؟! (او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته به ورستنېږئ ؟!) او څوك چې (له خپلې ګروهې) واوړي (؛ نو پوه دې شي، چې) خداى ته هېڅ زيان وررسولاى نشي او خداى به ډېر ژر منندویانو (او د زغم خاوندانو) ته بدله وركړي .))

٢_د هوا ګرموالى:

د عمومي (تيار شئ) حکم چې وشو؛ ځينو وويل: اوس خو ګرمي ده.قرآن وايي:

فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ (توبه /۸۱) = (د تبوك له جګړې) پاتې شويو له “رسول الله “سره له مخالفته خوشحاله وو او دا يې بده ګڼله، چې د الله په لار كې په سر او مال جهاد وكړي او (يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل :((په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه ځئ.)) (ورته) ووايه : كه پوهېداى ((د دوزخ اور تردې هم ډېر تود دى!))

ځينو چې د کفارو لښکرې وليدې؛ويې ويل:

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلاَّ مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُواْ مِنْهُ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ قَالُواْ لاَ طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (بقره/۲۴۹) = (( نو همدا چې طالوت (د اسراييلو لښكرمشر شو او) له لښكر سره راوووت، ورته يې وويل:(( الله مو پر يوې ويالې ازمېيي، څوك چې د هغې ويالې اوبه وڅښي؛نو زما (له ملګريو) ځنې نه دى،زما ملګرى هغه دى،چې د( تندې پر وخت) په ورغوي کې اوبه وڅښي((؛نو بې له لږ شمېر نورو ټولو اوبه وڅښلې . طالوت او ورسره مؤمن ملګري (د ازمېښت له پړاوه تېر شول) له ويالې پورې وتل (او د خپلو وګړيو پر لږوالي خپه شول او يوې ډلې يې) وويل: ((نن په موږ كې له جالوت او لښكر سره يې د مقابلې وس نشته.))؛ خو هغوى چې په دې باور وو، چې له الله سره مخامخېدونكي دي (او د قيامت پر ورځ يې ايمان درلود) وويل: ((ډېر ځل داسې شوي، چې د الله په امر يوه کوچنۍ ډله پر يوې لويې ډلې بريالۍ شوې ده)) او الله د زغمناكو مل دى))

د بدر په جګړه کې خداى يو غيبي کار وکړ او مسلمانانو کفار کم وليدل او که نه سست شوي به واى او د بريد زړه به يې نه وکړى:

إِذْ يُرِيكَهُمُ اللّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَلَكِنَّ اللّهَ سَلَّمَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (انفال/۴۳) = (اى پېغمبره ياد كړه) چې کله يې الله شمېر په خوب كې لږ دروښود او كه زيات يې درښوولى واى؛نو هرومرو بې زړه کېدئ او(د جګړې په باب مو) هرومرو شخړه كوله؛خو الله (يې له شره) خوندي کړئ؛ (ځكه) چې هغه د زړونو له خوالو خبر دى .

احتمالي ګناهونه

ځينو ناغېړو مسلمانانو د “تبوک” جګړې ته په تللو کې وويل: موږ وېرېږو چې د لارې په اوږدو کې زموږ سترګې پر رومي نجنو ولږي او پر ګناه اخته شو:

وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلاَ تَفْتِنِّي أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ (توبه/۴۹) = (( او ځینې یې وايي : ((اجازه راكړه (چې په جهاد كې برخه وانخلم) او په (ګناه او) فتنه كې مې مه غورځوه!)) پوه شئ! چې دوى (همدا اوس) په [ګناه او] فتنه كې لوېدلي او بېشكه دوزخ كافران رانغاړلي دي.  ))

ځينو وويل : زموږ کورونه خوندي نه دي:

وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا(احزاب/۱۳) = او (همداراز درياد كړه) چې يوې ډلې يې وويل : (( د يثرب (مدينې) خلكو! دا مو د تمېدو ځاى نه دى؛ نو (خپلو كورونو ته) ورستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې : (( په رښتینه كې كورونه مو بې څوكه دي)) حال دا بې څوكه نه ول، يوازې یې (له جګړې) تېښته غوښته.

له تښتېدونکيو سره چلن:

قرآن وايې،څوک چې له جګړې تښتېدلي وي؛د جنازې نمونځ  يې مه کوه او قبرونو ته يې هم مه ځه:

وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ (توبه/۸۴) = او بيخي پر يوه مړي يې هم (د جنازې) نمونځ مه کوه او مه يې (دعا او بښنې ته) پر قبر درېږه؛ ځكه دوى پر الله او پېغمبر يې كافران شوي او په سرغړاندۍ كې له نړۍ ولاړل.

د تښتېدونکيو غندنه :

په يوه جګړه کې د ګډون لپاره پيغمبراکرم (ص) د ((تيارشئ)) اعلان وکړ،درې کسانو پکې ګډون و نه کړ. پيغمبراکرم(ص) ټولو مسلمانانو ته وويل: يو به هم ورسره خبرې نه کوئ.له دې کسانوسره به خپلو ښځو هم خبرې نه کولې. دوى ډېر په عذاب شول او اخر يې توبه و ايستله او قبوله شوه:

وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّواْ أَن لاَّ مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (توبه/۱۱۸) = او (همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل، چې (د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول (او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي ول (؛ نو په دې وخت كې) یې وګڼله، چې پناه ځاى يوازې د الله د رحمت لمن ده، بيا الله پرې ولورېد (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي [؛ ځکه] چې الله ښه توبه قبلوونكى (او) لورین دى .

 

خيانت:

کله ناکله په جګړه کې د اسلام يو سرتېرى د دښمن لښکرو ته څه اشاره کوي او له دې لارې معلومات ورکوي. دا يو ډول خيانت دى او ستره ګناه بلل کيږي.

داستان: د انفال سورت د٢٧ ايت په شان نزول کې د سني او شيعه و په تفسيرونو کې راغلې دي:(( د پيغمبراکرم(ص) په حکم مسلمانانو د بني قريظه وو يهودان کلابند کړل او “سوريه” او شام ته يې د تګ وړانديز وکړ. پيغمبراکرم و نه منله او حضرت سعدبن معاذ (رض) يې قاضي وټاکه. “ابولبابه” يو مسلمان و او يهودانو ته يې په اشاره وويل چې : د حضرت سعدبن معاذ ورمندون – قضاوت به تاسې ته خطرناکې پايلې ولري او خپله ګوته يې اورمېږ ته ونيوه.جبرائيل د اشارې دا خبر پيغمبراکرم(ص) ته ورساوه. ابولبابه پردې خيانت سخت پښېمانه شو او د توبې په نامه يې ځان د جومات په ستنې پورې وتاړه، څو ورځې يې هيڅ و نه خوړل او په اخر کې يې توبه قبوله شوه. )) هو ! کله ناکله دښمن ته اشاره هم خيانت وي .

 

له امره سرغړونه:

پيغمبراکرم(ص) د خپلې مړينې پر مهال د لښکر مشري اتلس کلن ځوان حضرت”اسامه”(رض) ته ورکړه او و يې ويل: (( که چا په دې لښکر کې ګډوڼ ونه کړ او سر يې وغړاوه؛د خداى لعنت دې پرې وي. [5]))

په قرآن کې راغلي:

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (نور/۶۲) =((واقعي مؤمنان هغوى دي،چې پر الله او استازي يې ايمان راوړى وي او چې كله په يوه ټولنيز كار كې ورسره وي؛نو بې اجازې يې چېرته نه ځي،هغوى چې اجازه درنه اخلي (؛نو) په رښتيا پر الله او استازي يې ايمان لري؛نو چې كله دوى د خپل كوم كار لپاره اجازه درنه وغواړي؛نو چا ته چې دې خوښه وي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركوه او له الله څخه بښنه ورته وغواړه،بېشكه چې الله مهربان بښونكى دى.))

هو! له مشر او قومندانه اجازه اخېستل د ايمان نښه ده.د احد په جګړه کې د مسلمانانو د ماتې يو علت له مشره سرغړونه وه:

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (آل عمران/۱۵۲) = (( او په يقين خداى (په احد كې پر دښمن د بريا) خپله ژمنه درسره رښتینې كړه، د جګړې په لومړيو كې مو د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛خو چې سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښوولو په باب مو) شخړه وكړه او روسته تر هغه چې خداى هغه څه (پر دښمن بريا) دروښوول،چې ستاسې مینه ورسره وه؛ نو سرغاړى مو وكړ،ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى ترې وګرځولئ (او بريا مو پر ماتې واوړېده)،چې ومو ازمېيي او په رښتیا یې وبښلئ او خداى پر مؤمنانو د لورنې څښتن دى ))    

لوړو موخو ته د رسېدو لپاره اسلام د نیاو-عدالت،تقوا،وسمنۍ او اند عنصر ټاکلي او خلکو ته يې د عشق او سرایښوونې شرط ايښى دى.

 

غنيمت ته سترګې نيول :

غنيمت ته سترګې نيول د جګړې له منکراتو ځنې دي .

داستان :د خېبر تر جګړې روسته پېغمبراکرم(ص) يو تن له يوې ډلې سره د “فدک”د يهودانو په پلو ولېږه،چې يا اسلام ومني او يا هم ورته د ځانګړي مالياتو د ورکړې بلنه ورکړي. ((مرداس)) نومى يهودي،چې د اسلام لښکرې وليدى، خپل مال اوﻻد يې غره ته وخېژول او د (( ﻻ اله اﻻ الله محمد رسول الله)) د شعار په ويلو د مسلمانانو هرکلي ته راغى،مسلمانانو وانګېرل،چې د خپل مال ساتنې ته يې په ظاهره اسلام راوړى ؛نو ويې واژه. پېغمبراکرم(ص)پر دې کار خپه شو او ويې ويل:(( تاسې هغه دغنيمت ﻻس ته راوړلو ته وواژه. ))

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (نساء/۹۴) = مؤمنانو! چې كله د الله په لار كې سفر كوئ (او جهاد ته ځئ )؛ نو سمه پلټنه وكړئ او ددې لپاره،چې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنیمتونه) ترلاسه كړئ؛نو څوك چې د سولې او اسلام ا ظهار وكړي،ورته مه وياست:(( چې مؤمن نه يي))؛ ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛نو له الله سره (درته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي،تاسې (هم) مخكې همداسې وئ؛خو بيا الله پر تاسې ولورېد (او پر سمه لار شوئ )؛نو (د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.

عبرتونه

له دې پېښې موږ دا عبرتونه اخلو :

د جګړې په نامه چور او لوټ منع دى. څوک چې د اسلام په شعار زموږ په پلو راځي؛په ورين تندي يې هرکلي وکړو. پر خلکو بايد د بې دينۍ ټاپې و نه لګوو. د شکمنو په هکله بايد ډېر ژرتصميم ونه نيسو. بايد له خپل ځواکه ناوړه ګټنه ونه کړو. توکیز-مادي نيتونه دې موږ د ګناه پلو ته رانه کاږي.په غنيمتونو د جهاد سپېڅلتيا له منځه مه وړئ. توکیزې جاذبې ان مجاهدين هم ځان ته راکاږي. که پر شتمنيو څه ډېرېږي؛نو تردې به دا غوره وي چې د مسلمانانو شمېر زيات شي.د منافقو مسلمانانو د نفوذ خطر د مسلمانانو د وژنې تر خطره ډېر دى.د چا په زړه کې چې د دنيا مينه وي او د سرسري ايمان خاوندان وي؛نو بايد له خلکو د ژور ايمان تمه ونه لرئ.چلن بايد د ننګېرنو – احساساتو له مخې نه؛بلکې د عقل،پلټنې او پراخې سينې پر بنسټ وي. کفارو ته د پلټنې چانس ورکړئ.

قرآن وايي :

وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ (توبه/۶) = ((او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه غواړي؛ نو پناه وركړه،چې د الله خبرې واوري (او غور پكې وكړي)؛ بيا يې د خپل امن تر ځايه ورسوه؛ځكه دوى ناپوهه خلک دي.))

که له مشرکينو يو تن تا ته پناه راوړه؛نو ورته پناه ورکړه،چې د خداى کلام واوري او روسته يې خوندي ځاى ته ورسوه .

سرچینه : پر نېکو امر او له بدیو منع

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] بحار١٠٣\٢٣٢

[2] بحار٦\٢٢٠

[3] بحار ١٠٣ / ١١٢

[4] کنز العمال / ١٥٠

[5] بحار٢/٣٢٤

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!