بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د هدایت ترلاسه کولو دوه طریقې حضرت علي (ک) هغو وګړیو ته چې ځان د ډېرو ښوونځیو بېلابېلو او په ټکر کې نظریاتو پر وړاندې بولي، د دیني تګلارې د ټاکنې دوه سمې طریقې ښیي او البته دا طریقې هغو کسانو ته دي چې د حق دین په ټاکنې کې ټینګ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د هدایت ترلاسه کولو دوه طریقې
حضرت علي (ک) هغو وګړیو ته چې ځان د ډېرو ښوونځیو بېلابېلو او په ټکر کې نظریاتو پر وړاندې بولي، د دیني تګلارې د ټاکنې دوه سمې طریقې ښیي او البته دا طریقې هغو کسانو ته دي چې د حق دین په ټاکنې کې ټینګ او جدي هوډ لري، که نه د ډېری خلکو، دینداري او بي دیني تقلیدي او په پټو سترګو ده.
تقلید تل تر څېړنې اسان دی او ډېری انسانان هم تر پوهې، پلټنې او زده کړیالی ډېر راحت طلبه او اسان غواړي دي، له همدې لامله ښه یې ایسي چې بل څوک د ستونزاوارۍ کونجي ورکړي او د څېړنې له ستونزې یې خلاص کړي. په دې توګه د تقلید په سمندر کې که د څېړنې کومه کوچنۍ جزیره پیدا شي، اوسېدونکي به یې دومره اسان روزګار تېر نه کړي. علي (ک) د دې لارې وهلو ته دوه طریقې وړاندې کوي چې یوازې پیلامې او پر لار روانېدو ته یوه مرسته ده، نه روستي پړاو او منزل ته د ور رسېدو لپاره.
د هدایت ترلاسه کولو دا دوه طریقې دا دي:
(۱) تېرو پاکانو ته پاملرنه.
(۲) په پاک زړه او له خدایه په مرستې غوښتې څېړنددود.
لومړی دود، تېرو صالحانو ته کتل و، هغوی چې پاکي او خپله دیني اندېښنه یې ترلاسه کړی او ساتلې ده؛ هغوي چې د حق لارې د ټاکنې چار یې خوشې پرېښی نه دی، پر ځانونو یې زړه سوځولی او ګانده (راتلونکی) یې چانس او بخت ته ورپرېښې نه ده.
خو دویم دود، هغو کسانو ته دی چې په دې تګلارې قانع شوي نه دي او نه یې خوښوي. دغسې وګړي د څېړنې غځېدا ته، یو ستونزمن لازم شرط لري او هغه د زړه پاکونه او له خدایه د مرستې غوښتل دي. البته علي (ک) د خدای (وجود او) شتون فرض ګڼلی؛ ځکه دا چار تېرو- ان بوت پالو- ته هم مسلم او جوت و:
حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې کاږي:
فَإِنْ أَبَتْ نَفْسُكَ أَنْ تَقْبَلَ ذَلِكَ دُونَ أَنْ تَعْلَمَ كَمَا عَلِمُوا فَلْيَكُنْ طَلَبُكَ ذَلِكَ بِتَفَهُّمٍ وَ تَعَلُّمٍ لَا بِتَوَرُّطِ الشُّبُهَاتِ وَ عُلَقِ الْخُصُومَاتِ وَ ابْدَأْ قَبْلَ نَظَرِكَ فِي ذَلِكَ بِالِاسْتِعَانَةِ بِإِلَهِكَ وَ الرَّغْبَةِ إِلَيْهِ فِي تَوْفِيقِكَ وَ تَرْكِ كُلِّ شَائِبَةٍ أَوْلَجَتْكَ فِي شُبْهَةٍ أَوْ أَسْلَمَتْكَ إِلَى ضَلَالَةٍ فَإِنْ أَيْقَنْتَ أَنْ قَدْ صَفَا قَلْبُكَ فَخَشَعَ وَ تَمَّ رَأْيُكَ فَاجْتَمَعَ وَ كَانَ هَمُّكَ فِي ذَلِكَ هَمّاً وَاحِداً فَانْظُرْ فِيمَا فَسَّرْتُ لَكَ وَ إِنْ لَمْ يَجْتَمِعْ لَكَ مَا تُحِبُّ مِنْ نَفْسِكَ وَ فَرَاغِ نَظَرِكَ وَ فِكْرِكَ فَاعْلَمْ أَنَّكَ إِنَّمَا تَخْبِطُ الْعَشْوَاءَ وَ تَتَوَرَّطُ الظَّلْمَاءَ وَ لَيْسَ طَالِبُ الدِّينِ مَنْ خَبَطَ أَوْ خَلَطَ وَ الْإِمْسَاكُ عَنْ ذَلِكَ أَمْثَلُ
«او که نفس دې د هغوى دود نه کاراوه او غوښتل يې چې پخپله پر حقايقو پوه شي؛لکه چې هغوى پوه شوي ول؛ نو هڅه کوه، چې په پوهې او علم هر څه ترلاسه کړې،نه دا چې د شبهاتو په ګړنګ کې ولوېږې او په چټي ویینو او مجادلو بوخت شې او د پاکانو پر لار تر تلو ړومبى، له خدايه مرسته وغواړه او په لار کې يې په اخلاص عمل وکړه، چې بريا ومومې او له هغه کاره لاس واخله، چې دې شکمنوي او يا بېلارې کوي او چې ډاډمن شوې، چې زړه دې روښانه او متواضع و او آند دې راغونډ شوى او اراده دې يوازې يو څیز ته شوې؛ نو د هغه څه په اړه غور وکړه،چې درڅرګندوم یې او که په دې لار کې، څه چې دې ښه ایسېدل، که چمتو نشول او فکر دې ارام و نه موند؛ نو پوه شه پر کومه لار چې ځې،خوندي نه يې او په تيارو کې روان يې؛ ځکه د دين غوښتونکى نه تېروځي او نه شکمن او لالهانده وي، چې په داسې حالت کې ډډه کول غوره وي.»
د نظریاتو په کره کولو کې، نباید د رای د خاوند دننني حالاتو ته پام وکړو
موږ د وګړیو د خبرو منلو یا ردولو ته د دوی ویناوو ته نظر کوو نه یې دننني حالاتو ته. دا یو ناسم دود دی لکه له یوه تکلم وپوښتو، دا نظر دې له کومه ځایه راوړې دی؟ ایا کافي ځیرنه دې کړې او د خبرې اړخونه دې سنجولي دي؟ ایا د وګړیو یا ښوونځیو پر وړاندې دې دوستۍ او دښمنۍ اغېز درباندې کړی یا نه؟ دغسې پوښتنې د یو نظروال د نظریې پر وړاندې ناروا دي؛ ځکه موږ یې باید منطقي او معرفتي دلایلو ته مراجعه وکړو او بس.
په بله وینا د یو نظر د پیدایښت «علتونه» د نظر د «دلایلو» ځای نه نیسي، «علت پېژندنه» بې له «دلیل پېژندنې» ده. او موږ باید د نورو د نظریاتو نقد او کره کونې ته دلیل پېژندنه وکړو، نه علت پېژندنه. خو په کوم ځای کې چې د یوې ډلې نېکمرغي یا بدمرغي اوڅار وي؛ موږ نظروال (تیوریسن) ته سپارښتنه کولای شو چې په خپل اند او اروا کې دې پلټنه وکړي چې وویني، ایا خاطر (او پار) یې کومې لوري ته ورمات دی یا نه؟ ایا یوازې د حق غوښتنې په پار یوه نظریه نقد او څېړي یا دا چې لېوال دی دا نظریه یوه داسې بڼه خپله کړي چې ځاني غوښتنې یې (اشباع او) مړې کړي؟
دا یو مهم ټکی دی؛ ځکه د بشري اندنې په تاریخ کې دنننیو غوښتنو او هوسونو ان پر څېړونکیو خپلې اغېزې ورشیندلي او ډېر لږ کسان سوچه عقلمن ول او بې هوسه اوسېدل. «برتراند راسل» د دې پېر مشهور فیلسوف او د نوې ریاضي د منطق یو رادبروونکی او د زمانې له نادرو عقلونو ځنې دی، وایي؛ هڅه مې کوله چې بې څېړنې کوم څیز و نه منم، په ځوانۍ کې مې له خپل ورور سره هندسه لوسته، ورور مې راته وویل چې له خط دباندې یو ټکي یوازې موازي یو خط ورسره کاږلی شو، ومې پوښتل: ولې؟ ویې ویل، ولې نلري. که دا ونه منې، مخکې تلای نشو. د سبق د غځېدا لپاره مې څه ونه ویل؛ خو په زړه کې خپه شوم چې ولې انسان په یو ځای کې ګړ پړ او نیوکه ونکړي.
همدغسې وایي، د «ستیوارت میل» په اثارو کې مې ولوستل، چې له پلار سره یې مناقشه او ویینه کوله. پلار یې ورته ویل: هر څه یو علت لري او خدای علت العلل دی. «ستیوارت میل» ترې پوښتي: نو د خدای علت څه دی؟ بیا راسل وایي، له همدې ځایه پوه شوم چې دا مستدل او ټینګه خبره نه ده او بیخي یو موجود د علت العلل په توګه معرفي کولای نشو. راروسته یې د «ولې مسیحي نه یم؟» په نامه یو کتاب ولیکه. دلته یې په تفصیل د خپلې بې اعتقادۍ دلایل څرګند کړی دی. په دلایلو کې یې غټ غټ ټکي په نړۍ کې بې تنظمیو، شرونو، ظلمونو او آفتونو ته ګوته نیول دي. هغه زیاتوي مسیحي روحانیون دې راشې چې د ناقص الخلقه، ماتو ګوډو او معلولو وګړیو روغتون ته یې بوځم چې وویني دوی څومره کړېږي؛ نو بیا دې د خدای د رحمت، لورنې او شفقت په اړه خبرې نه کوي.
«راسل» د عمر تر پایه شکاکیت او خپله بې ګروهي وساتله او ظاهرا په دې دریځ کې یې څه شکمني پیدا نشوه. نهه اتیا کاله یې عمر وکړ او یوې ښځې د ده د نوي کلنۍ په نمانځغونډه کې ورته وویل، تاسې نه یوازې د دې پېر یو مشهور ملحد یاست؛ بلکې خورا بوډا ملحد هم یې او شونې ده نن یا سبا بلې نړۍ ته ولاړ شي، که تر مړینې روسته دې ولیدل چې خدای شته او ویې پوښتل، څه به ورته وایي؟ راسل بې درنګه ورته وویل: ورته به ووایم، خدایه، شواهد ډېر لږ ول او په پای کې ونه پوهېدم چې واقعا ته یې یا نه یې.
البته د «راسل» پر بشریت زړه سوځېده، امریکا، چین او نورو هېوادونو ته یې ډېر سفرونه کړي وه او په رښتیا هم ګروهن شوی و چې کمونیستي او سوسیالستي لارې دومره بریالۍ نه وې او بشریت ته یې خیر او نیکمرغي رانه وړه. «راسل» د مېړه او ښځې د اخلاقو په اړه ځانګړي او بې دوده نظریات درلودل چې په امریکا کې یې ډېر جنجال راپورته کړ. یو شمېر روحانیون چې د ده د مذهب ضد ګروهو ته یې ورپام و، پر ضد یې په قانوني کړنو لاس پورې کړ او ویې غوښتل چې له امریکایې پوهنځیو او ښوونځیو دې ووځي. «راسل» په ادبیاتو او فلسفه کې د نوبل جایزه هم واخسته. اوس نو دغسې یو تن چې زموږ د زمانې له څېړونکیو ځنې دی، د حضرت علي (ک) د سپارښتنو په تله کې څه وزن لري؟
حضرت علي (ک) سپارښتنه کړې چې کله نظریات او ښوونځي څېړئ؛ نو لومړی دې نیت تفهم او تعلم وي، نه قیل وقال، تا ویلې او ما ویلې، چغې سورې، په دښمنی کې افراط او د شبهاتو په سلېښت کې راګېرېدل. دویم د حق پر وړاندې له پاکۍ او د زړه له خشوع او عاجزۍ ډاډ ترلاسه کړه او موخه دې یوه کړه، هسې نه په یو څیز دې زړه تړلی وي او لوټ دې کړي او روسته د صالحانو ګروهې او سیرت ته مراجع وکړه چې دلته د حقیقت موندنې احتمال ډېر دی. دلیل یې هم دا دی چې د دین ټاکنه یو ډېره ستونزمنه ټاکنه ده او د څپلیو، بوټانو، جامو، کور یا مېرمنې د ټاکنې په څېر نه دي او تر دی خورا اوچته ده؛ ځکه د دین په ټاکنه کې یو ډول سر سپردګي او غاړه ایښوونه شته. انسان باید ځان د دین ولایت ته وسپاري؛ باید خپلې څوبتیاوې کابو کړي باید په ژوند کې د خپلې خوښې یو لړ طریقې پرېږدي.
لنډه دا، د دین ټاکنه، د بنده ګۍ ټاکنه ده او بنده کېدل خو څه اسان کار نه دی. انسان هم هڅه کوي چې د بنده ګۍ جامې وباسي؛ ځکه عبودیت یوه ستونزمنه ټاکنه ده او د علي (ک) په تعبیر، که د انسان زړه کې څه ټګي او خړ پړتیا وي؛ نو ټاکنه به ښه ستونزمنه شي.
د دې مشرانو او بزرګانو د حالاتو پوهېدنه به راته ووایي چې د ښیون او بېلارۍ په چار کې د اقتدا وړ دي یا نه. بې له دې چې د «راسل» منطقي دلایلو ته ګوته ونیسو او حقانیت او بطلان یې نقد او وڅېړو، په لنډو دې ټکي ته اشاره کوو، چې خپله «راسل» د خپلو حالاتو په شرح کې لیکي، چې د خپل دوست له مېرمنې یې لاس نه اخسته.[1]
د دغسې یو تن له ژوند څخه چې خپله یې هم ګواهي ورباندې ورکړې، باید عبرت واخلو؛ ځکه انسان یو مازې ماشین نه دی چې بې د نورو عواملو له لاسوهنې د یوې نظریې پر ګټه یا زیان عقلاني ځیرنې وکړي. هغه هم په دغسې ستونزمنو مسایلو کې چې د انسان له څوبتیاوو او تمایلاتو سره نژدې سروکار لري.
د وګړیو ژونددود
ډېر وخت وضع دغسې ده، ړومبی خپل ژوند دود خپلوﺉ، بیا د بېلا بېلو نظریاتو له منځه، هغه نظریه ټاکئ چې له ژونددود سره مو اړخ لګوي او خوند درکوي. انسان تل له ټکر سره ژوند نشي کړای؛ نو ځکه په ژوند کې داسې دود خپلولای نشي چې له انددود سره یې تړاو ونلري. دلته دوه لارې لري یا باید خپل انددود واړوي او یا خپل ژونددود. د ټکر زغمل شوني نه دي. په تېره د دین د ټاکنې پر وخت چې انسان خپل ټول وجود وروسپاري؛ نو هغوی چې د څېړنی ډګر ته ورننوځي، باید دې چارو ته یې پام وي. انبیاوو ته اړتیا هم په دغسې چارو کې د څېړنې له ستونزمنۍ راولاړه شوې ده. انبیا د هغو کسانو لارښودوني دي چې پوره څېړونکي کېدای نشي، په دې دلیل چې نه پوره فراغت لري او نه لازمه پاکي، خشوع او عاجزي. د دغسې کسانو څېړنې به تر تقلید بدترې وي. د علي (ک) په تعبیر:
وَ لَيْسَ طَالِبُ الدِّينِ مَنْ خَبَطَ أَوْ خَلَطَ وَ الْإِمْسَاكُ عَنْ ذَلِكَ أَمْثَلُ
د ښیون په چار کې پر الله تعالی د توکل مانا
دا ټکی په څېړونکیو پورې اړوند دی؛ خو البته له دې اړخ د مقلدانو کار خورا اسان دی. پر الله تعالی د بروسې یوه مانا پر هدایت توکل دی. ومو ویل چې په ټولیز ډول توکل یعنې د الله تعالی کار الله ته وروسپارو او په کومو چارو کې چې راپورې اړوند نه دي پر الله تعالی تکیه او ډاډ ولرو.
توکل په دې مانا نه دی چې بشرې کارونه پرېږدې او په دې چارو کې الله تعالی ته هیلمن اوسې او یا لټي او ناغېړي نه ده. که یو پېچ چې باید ټینګ یې کړو، سست پرېږدو، ورخ چې باید ټینګ وتړو، سم یې و نه تړو او د توکل نامه پرې کېدو، معلومېږي چې د توکل پر مانا پوه شوي نه یو. ځینې چارې خدایي دي او بشر یې کړای نشي او یا کول یې ترې غوښتل شوي نه دي. په دغسې مسایلو کې باید د الهي رڼا په رڼا کې حرکت وکړو. په نړۍ کې نبوت له همدې مسایلو ځنې دی. دلته توکل تر تقلیده ښه دقیق تعبیر دی. که څوک د الهي انبیاوو په هدایت ډډه ووهي، دا به متوکلانه تقلید وي، ړومبی په تقلید څو ګامونه اخلي، روسته ورو ورو به رڼا یي ور تر ګوتو شي:
چند گاهش گام آهو درخورست
بعد از آن خود ناف آهو رهبر است
(مثنوی)
د وګړیو د پاکۍ کچه یې د هدایت موندنې درجه راښیي
د یادونې لازم ټکی دا دی کله چې وایو، څوک چې له هدایته برخمن وي، له پاکۍ به هم برخمني ولري، هسې نه وانګېرل شي چې له هدایته منظور د یو ځانګړي دین خپلول دي. اتفاقا د دې مسالې اپوټه صادقه ده؛ یعنې، باید له پاکیو د وګړیو هدایت موندنه وپېژنو، نه دا چې له هدایاتو یې پاکي وسنجوو. لکه ډېرې پوښتي که پلانی د اسلامي فرهنګ په تاریخ یا د بشري فرهنګ په تاریخ کې ښه انسان و؛ نو ولې مسلمان نه و. د وګړیو له هدایته دغسې انګېرنه، په ټینګه په کږو وږو سر کېدل دي. هدایت ډولونه لري او لازمه یې دا نه ده چې انسان پر خوله ځانګړي کلمات راوړي، یا ځینې ظواهر رعایت کړي چې مهتدي یا هدایت شوی وشمېرل شي.
حق دا دی کوم کسان چې تړاوونه او ځاني غوښتنې پرېږدي او له خدایه د زړه له کومي هدایت غواړي، خدای به یې په مختلفو درجو له دې نعمته برخمن کړي. اصلا خپله د تړاوونو پرېښوول د دې نښه ده چې انسان ته یو توفیق ورکړای شوی، که نه د هوسونو درانه پېټي یې پر ځمکه ایښووای نشو او نه یې د تړاوونو ټینګ مزي شلولای شول. خپله دغسې یو تعبیر او بدلون د الهي هدایت، پاملرنې او نېکمرغۍ نښه ده او راروسته ګامونه به یې هم متمم او پوره کوونکي وي.
علي (ک) په راروسته عباراتو کې څو مهمې پوښتنې ځوابوي چې د ده په تشخیص د کار په پیلامه کې د پیلوونکیو له مهمترینو پوښتنو ځنې دي او ان په ځینو ځایونو کې د لارې تر پایه هم پاتې کېږي.
ړومبۍ نیوکه او پوښتنه په نړۍ کې د شر، آفاتو او ظاهري بې نظمیو شتون دی. انسان له ځان سره سوچ کوي، که نړۍ، خاوند او سنبالونکی لري؛ نو ولې پکې ظلم، شر، آفت او تبعیض شته؟ ولې په ظاهره، باطل پر حق بریالی دی؟ ولې کړښتونه دومره پرېمانه دي؟ ولې د ځمکې پر یوې خوا دومره باران دی او په بل ځای کې وچکالي او سوکړه ده؟ ولې یو له مړښته مري او بل له لوږي؟ ولې دا دومره میکروبونه او ناروغۍ؟ ولې دا دومره تېري او ظلمونه؟ ولې دا دومره ناقص الخلقه؟ ولې د چینجیو په څېر دا خوشې ځناوران؟ ولې دا دومره ناکامۍ؟ ولې زلزله؟ ولې مرګ؟ ولې سوکړه او قحطي؟ او ولې ………..؟
څوک چې د نړۍ په حالاتو کې په ژوره کتنه او تعمق کوي دا پوښتنې به ورته اوڅار شي. دلته د دې لپاره چې دې پوښتونو ته د علي (ک) ځوابونه د نورو له نظر سره پرتله کړو، له ډېر وخته راهیسي چې دې پوښتنو ته کوم ځوابونه ورکړای شوي، لږ و ډېر ورباندې تېرېږو:
د شر د نشتون په اړه د یوناني حکیمانو نظر
د ارسطو له وخته، د لرغوني یونان حکیمانو، د شر او بې نظمیو پوښتنو ته د حل ځانګړې لار موندلې وه. دوی ګروهن ول چې واقعا شر یا بد او مضر څیز نشته. د دوی په تعبیر څه چې شته د هستۍ له جنسه دي؛ نو خیر دی او شر د نېستی له جنسه دی او وجود نلري. لکه میکروبونه هله بد او شر کېږي چې زیان رسول پیل کړي اوس که دا زیان ښه وڅېړو په پای کې به دې ځای ته راورسوو چې میکروبونه دا چې له انسانه ځینې څیزونه تښتوي، ځینې مزي شلوي او یو نظم ګډوډوي؛ نو د زیان لاملېږي؛ نو ځکه شر شمېرل کېږي.
بل مثال راوړو: یو خبیث انسان انځور کړﺉ؛ دغسې انسان د خپل خباثت په علت، شر بلل کېږي؛ خو که ښه ځیرنه وکړﺉ؛ نو وینئ چې دلته هم یو عدمي (او نشتونیز) چار ته وررسئ. که دې انسان ښه فکر درلودای، نه بدېده او یا که خپل بد فکر یې نه کاراوه؛ نو خبیث مو ورته نه وایه. که خبیثو کړنو ته یې هم پام وکړﺉ؛ نو وبه وینئ چې په پای کې بدې کړنې یې په عدمي چارو پای مومي، لکه څوک له منځه وړی، کوم مال تښتوي، امنیت ګډوډوي، خوند او خوښي له منځه وړي او یا کومه اړیکه پرې کوي، دا ګردې چارې د نېستۍ له جنسه دي او که دا چارې یې نه کړای؛ نو نه خبېث کېده. خباثت یې په دې سبب دی چې د «عدم = نشتون» لاملېږي. په لنډو د حکیمانو نظر دا دی چې شرونه د نېستیو له جنسه دي او په همدې دلیل د خالق او پنځګر محتاج نه دي؛ ځکه کوم څېزونه چې نشته، خالق هم نه غواړي. یوازې موجودات یا هستي چې د خیر برخې دي، خدای او خالق لري؛ نو ځکه نړۍ او عالم یو خدای لري.
د شر شتون ګڼل د ثنویت د ګروهې پر وړاندې یو نظر دی
دا نظر، د هغو مشرکانو پر وړاندې یو نظر و چې پر دوو خدایانو ګروهن ول، یو خدای یې د ښو او روښنایو خالق او بل یې د بدیو او تیارو خدای باله. خپله همدا ګروهه د شر مسالې ته یو بل ځواب و.
خو یوه پوښتنه همدغسې پاتې کېږي او هغه دا که ومو ویل یو خدای شته او شر هم د نېستۍ له جنسه دی؛ نو هغه موجودات چې د شر لاملېږي، نالیدلي یې ګڼلای شول؟ په بله وینا که په فلسفي څېړنه کې مو د ضرر نېستي ازباد کړای شوه؛ نو ایا مضر انسان هم نېست ګڼلای شو؟ په واقع کې ټول شرونه له مضرو موجوداتو پیدا کېږي او مضر هم شتون لري، که څه ضرر له فلسفي اړخ نېستي وبولئ. لکه د جهل او ناپوهۍ په اړه په اسانۍ ویلای شو چې نیست ده؛ ځکه جهل یعنې ناپوهي او نه پوهېدل هم موجود نه دی؛ خو دا مطلب به په دنیا کې د ناپوه او جاهل انسان د نشتون پر مانا نه وي ؛جاهل انسان هماغه څوک دی چې عالم نه دی؛ لوست نلري، که څه هم جهل او ناپوهي یې د نېستۍ له جنسه ده؛ خو خپله په دنیا کې موجود دی؛ نو که فرضا په دنیا کې شرونه یا نېستۍ نه وي؛ خو شر راولاړوونکي پکې شته. خدای هم د دغسې موجوداتو پر شتون ګواهي ورکړې ده:
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (فلق/۱) = ووايه : (( د سباوون پالونكي ته پناه وړم،
مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ (فلق/۲) = د پيدا كړيو څيزونو له شره یې،
وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ (فلق/۳) = او د (شپې) د ترږمۍ له شره، چې راخپره شي (او يا د هر شري له شره، چې د شپې راځي)
نو شر راولاړوونکي مخلوقات شتون لري، که څه خپله شر یو عدمي (او نشتونیز) چار دی؛ لکه چې جاهل او ناپوه انسانان هم شتون لري؛ که څه په خپله جهل او ناپوهي یو عدمي چار وي.
په دې توګه ښایي د چا په ذهن کې دا پوښتنه اوڅار شي چې ولې په نړۍ کې دا شرخیز موجودات د خیر موجوداتو تر څنګ واقع شي یا ولې په نړۍ کې مخالف او په ټکر کې تدابیر شتون ولري؟ ښایي نړۍ یو مدبر او سنبالوونکی و نه لري او یا ښایي مدبر، عالم، حکیم او کارپوه نه وي، که نه په کار کې ټکر او کوږ ووږتوب نه رادبره کېده. دغسې نه و چې ساز او اباد یې کړي او روسته یې مات او ویجاړ کړي، د خیام په وینا:
جامی است که عقل آفرین می زندش
صد بوسه زمهر بر جبین می زندش
این کوزه ګر دهر چنین لطیف
می سازد و باز بر زمین می زندش
ښایي نړۍ څو مدبره او پنځګر ولري؛ یو قانون جوړوي بل یې ماتوي، یو ژوند او روغتیا ورکوي، بل ناروغي راولي؛ په دې ترڅ کې یو مدبر هم نور له ډګره ایستای نشي؛ نو ځکه نړۍ هم پر ګډوډیو او بې نظمیو سر شوې. ظالمان د خپلو هوسونو او غوښتنو له مخې کړنې کوي او بېګناهان د ژوند تر فشار او دباو لاندې لتاړېږي او خپلې مشروع غوښتنې ترلاسه کولای نشي. د انبیاوو ډېری هڅې بې پایلې دي او د حق ډېری ولیان وژل کېږي. د طبیعت په ډګر کې هم، زلزلې، توپانونه، نېزونه او ساړه د ویجاړۍ او تباهۍ لاملېږي او د میوو او محصولاتو په پالنه او د ځمکې په ابادۍ کې د باد و باران او لمر هڅې خوشې او توی ځي. ته وا د یو مدبر قانون د بل مدبر له قانون سره توپیر لري. اوس که له چا سره دغسې یوه انګېرنه پیدا شي، حل لار یې څه ده؟
یوه حل لار هماغه ده چې ومو ویله؛ یعنې، پر دې عقیده چې شر یو عدمي چار دی؛ نو ځکه هر څه چې دي یوازې یو خالق لري او څه چې شر دی، دا چې نشته؛ نو خالق هم نه غواړي. دا ډله (مثلا) وایي چې کله ساړه یو تیغ او زخه له منځه وړي ساړه شر نه دی؛ بلکې د تیغونو له منځه تګ شر دی او دا چې له منځه تلل هم نشتون (عدم) دی؛ نو خالق نلري. خو ځینو پر دې نظر نیوکه کړې او ویلي یې دي که ان ومنو چې آفات او شرونه عدمي دي؛ نو چا موجودې چارې داسې تنظیم کړي چې د نېستۍ آفت یا شرونه پکې لار ومومي. په بله وینا، که خالق وحدت وساتلای شو؛ نو حسن تدبیر یې څه کړو؟
داسې ښکاري چې دا واحد خالق، مدبر او پوه حکیم نه دی او په کړنو او فعل کې یې نیمګړتیاوې او خللونه شته. د دې پوښتنې ځوابونې ته د شر د نشتوالي پلویانو ډېره اوږده لار وهلې ده چې دومره قانع کوونکې نه ده. لکه چې ویلي یې دي په ټول کې خیر پر شر لاسبری دی یا دا چې شر په واقع کې شر نه دی؛ خو شر ښکاري یا یې ویلي شر د انسان د اختیار معلول دی یا یې ویلي شر د هستۍ د مادې نقصان دی یا یې ویلي د آدم د ړومبۍ ګناه معلول دی (مسیحیان په تېره سنت اګوستین) یا یې ویلي خیر بې له شره شته کېدای نشي او شر یا د خیر د ذات لازمه یا یې د شتون سریزه ده. او یا دا چې په یوې سطح کې شر، په بله سطح کې خیر دی او څېر یې. بې له دې چې په دې یو دلیل کې هم د خدای شتون چورلیز (محور) کړي او نړۍ یې د «فعل» موخه وبولي. دا چې نړۍ، د باري تعالی فعل دی، یو مهم ټکی دی چې د ارسطویانو په استدلالاتو کې غایب او نشته.
د شر مسالې ته د علي (ک) ځواب
خو دا نشتوالی او غیبت د علي (ک) په کلام کې په پام کې نیول شوی. علي (ک) امام حسن ته په وصیت پاڼه کې دې مسالې ته په بلې لارې ځواب ورکړی او ویلي یې دي:
وَ اعْلَمْ أَنَّ مَالِكَ الْمَوْتِ هُوَ مَالِكُ الْحَيَاةِ وَ أَنَّ الْخَالِقَ هُوَ الْمُمِيتُ وَ أَنَّ الْمُفْنِيَ هُوَ الْمُعِيدُ وَ أَنَّ الْمُبْتَلِيَ هُوَ الْمُعَافِي وَ أَنَّ الدُّنْيَا لَمْ تَكُنْ لِتَسْتَقِرَّ إِلَّا عَلَى مَا جَعَلَهَا اللَّهُ عَلَيْهِ مِنَ النَّعْمَاءِ وَ الِابْتِلَاءِ وَ الْجَزَاءِ فِي الْمَعَادِ أَوْ مَا شَاءَ مِمَّا لَا تَعْلَمُ
شر او د نړۍ بې نظمي د یو فاعل له فرضېدو سره د دفع وړ ده
په حقیقت کې د حضرت علي خبره دا ده، که وانګېرﺉ چې ګرده هستي د یو موجود فعل دی؛ نو د بې نظمیو ستونزه به هواره شي. که یو فاعل متناقضې چارې وکړي؛ یوه ورځ له یوه سره دښمني وکړي او سبا ورسره دوست شي، یوه ورځ یې جوړ کړي او سبا یې ویجاړ کړي، یوه ورځ یو څیز وپېري او سبا یې وپلوري، یوه ورځ یوه خبره وکړي او پر سبا یې پر خلاف خبره وکړي.
په دې حال کې تاسې یې د چلن او ویناوو پر وړاندې دوه فرضه درلودای شئ: یو دا هغه با شعور موجود نه دی او نه پوهېږي چې څه کوي او څه وایي او بل دا هغه باشعوره او حکیم دی او په کړنو او ویناوو کې یې ظاهري ټکر د ځانګړنو دلایلو له مخې پېښیږي او هر یو حساب لري. په دغسې فرض به د ټکرونو او تعارض د ستونزې هواری ډېر اسانه شي؛ ځکه موږ خپلو انساني کارونو ته په ورپاملرنې، په اسانۍ مومو چې څرنګه مختلفې چارې او ظاهرا په ټکر کې یو روح او یو لوری لري او په عین اختلاف کې- لکه شپه و ورځ، پسرلی و منی- د یوې عاقلانه موخې له عملي کولو سره مرسته کوي. تل د اوږدې مودې کړلارې چې لا موخې ته رسېدلې نه وي، پوښتنې راولاړوي او له دباندیني کتونکي سره پوښتنه راولاړوي؛ ځکه د فاعل له «نیت» او «موخې» ناخبره دی. او دا دوه ناپوهۍ یې په سوچ کې غورځوي او د یو لړ چارو مخونه ورته ستونزمنوي؛ خو له انساني تدبیر سره په قیاس (او پرتلنه) لږ تر لږه د حل لارې د څرنګوالي انځورنه ورته آسانوي، اتفاقا علي (ک) هم په خپل کلام کې همدا ټکی څرګندوي.
فَإِنْ أَشْكَلَ عَلَيْكَ شَيْءٌ مِنْ ذَلِكَ فَاحْمِلْهُ عَلَى جَهَالَتِكَ
«یعنې که هستي د یو مالک او مدبر درلودونکې وبولې؛ نو که د آفاتو او کړښتونو د علت په اړه ستونزه مخ شوه؛ نو په خپلې ناپوهۍ، ناخبرۍ او جهالت پورې یې وتړه.»
څه چې په نړۍ کې په بېلا بېلو وختونو او ځایونو کې پېښېږي، کله متعارض یا بې مانا، د عقل، اخلاقو او تدبیر پر خلاف په نظر راځي؛ خو که څوک پر ټول عالم احاطه پیدا کړي، په دې ټولو مخالفو او ټکر کې چاروکې به یووالی او وحدت مشاهده کړي:
روز و شب ظاهر دو ضد و دشمن اند
لیک هر دو یک حقیقت می تنند
دا ده چې- علي (ک) د سپارښتنې له مخې- فاعل یو (واحد) وبولو او فعل یې هم یو (واحد)فعل وګڼو چې اجزاوې یې د زمان په غځېدلو ډګرونو کې خپرې شوې دي.
نو د علي (ک) د خبرو لنډیز دا دی چې دنیا په همدې خدای ورکړي پېیون – نظم ټیکاو مومي او د دنیا نعمتونه او کړښتونه رانغاړي. پردې سربېره، هستي په همدې دنیا پای نه مومي؛ بلکې ورپسې هم لري چې معاد دی او نور څېزونه هم رانغاړي چې خدای یې غواړي او پرې پوهېږي او موږ ترې خبر نه یو. اوس که په دې ترڅ کې کوم څیز لاینحل درته پاتې شي؛ نو پر خپلې ناپوهۍ او جهالت یې وروتپه.
وَ أَنَّ الدُّنْيَا لَمْ تَكُنْ لِتَسْتَقِرَّ إِلَّا عَلَى مَا جَعَلَهَا اللَّهُ عَلَيْهِ مِنَ النَّعْمَاءِ وَ الِابْتِلَاءِ وَ الْجَزَاءِ فِي الْمَعَادِ أَوْ مَا شَاءَ مِمَّا لَا تَعْلَمُ فَإِنْ أَشْكَلَ عَلَيْكَ شَيْءٌ مِنْ ذَلِكَ فَاحْمِلْهُ عَلَى جَهَالَتِكَ فَإِنَّكَ أَوَّلُ مَا خُلِقْتَ بِهِ جَاهِلًا ثُمَّ عُلِّمْتَ
«او پوه شه ړومبی چې دنیا ته راغلې ناپوه وې، بیا دې یو څه زده کړل.»
وَ مَا أَكْثَرَ مَا تَجْهَلُ مِنَ الْأَمْرِ وَ يَتَحَيَّرُ فِيهِ رَأْيُكَ وَ يَضِلُّ فِيهِ بَصَرُكَ ثُمَّ تُبْصِرُهُ بَعْدَ ذَلِكَ
«ډېرې چارې شته چې پرې نه پوهېږې یا پکې هک اریان یې اولید دې پکې کار نه کوي؛ خو روسته یې مومې.»
دینداري د هستۍ د ګردو پوښتنو د حل په ښکیل کې نه ده
رښتیا ولې انسان تمه لري چې د عالم ټولې پوښتنې په اسانۍ حل کړي او سملاسي د هرې پوښتنې ځواب ومومي. یوه ورځ چا دیني پوښتنه رانه وکړه او ویې ویل دا پوښتنه راته ځواب شوې نه ده. تر څه توضیحاتو روسته، مې ورته وویل، فرض کړﺉ دا پوښتنه ځواب نشي، فکر کوﺉ ټولې دیني پوښتنې او مسالې ځواب شوي او اوسني ټول عالمان د هرې دیني پوښتنې په ځوابونې پوهېږي. دیني معرفت او پوهاوی د بل هر پوهاوي په څېر تکامل مومي او تل لاینحل مسایل ورته پراته وي. دا له دیني پوهاوۍ ځنې یوه بېځایه تمه ده چې سملاسي دې هره پوښتنه وځوابوي.
د لېسې په پېر کې کله ناکله مرحوم علامه طباطبایي راته، یو ملګري د خپلو پوښتنو یو لړ لیک ورکړ. مرحوم چې پوښتنې ولیدې، ویې ویل: دې ښاغلي ړومبي او روستي علوم رانه پوښتلي!! په رښتیا فیزیک، کیمیا، ریاضیات او طب همدغسې دي چې هره پوښتنه مو ځوابوي؟ ښکاره ده چې نه. دیني معرفت او پوهاوی هم همدغسې دی. مهمې او غټې مسالې لکه جبر او اختیار او د خدای صفات ان د پېغمبر (ص) او امامانو په اړه تر کوچنیو مسایلو پورې په بېلابېلو پوښتنو او ویینو کې رانغاړل کېږي. هسې نه څوک وانګېري چې دینداري او هدایت په دې دی چې د دې ګردو پښتنو په ځوابونو پوه شو. که د پلاني پوښتنې په ځواب نه پوهېږﺉ، لومړی، پوه شئ چې ډېرې پوښتنې شته چې ډېری یې په ځوابونې نه پوهېږي او دا یوازې تاسې نه یاست چې ځواب یې مو موندلی نه دی.
دویم، دینداري د ګردو پوښتنو د ځوابونې په پوهېدو کې نه ده. ان که پېغمبر راته او د خپل وخت ټولې پوښتنې یې ځوابولې بیا هم پوښتنه نه ځوابېده (ځکه هر ځواب نوې پوښتنه راولاړوي) او ورپسې نوې پوښتنې او ستونزې راپیدا کېدې. د نړۍ ټولې پوښتنې یوازې هله ځوابېږي چې په نړۍ کې هېڅ انسان نه وي چې فکر وکړي یا څه وپوښتي، که نه څو انسانان وي، پوښتنې هم شته او هر ځواب په خپل وار نوې پوښتنې راولاړوي. د حضرت علي (ک) دا خبره «که پر څه پوه نشوې پر ناپوهۍ پورې دې یې وروتړه.» همدا حقیقت څرګندوي. علي (ک) د خپلو خبرو په دوام کې توضیح ورکوي چې مه انګېره، د دې مطلب په ویلو کې دې سپکاوی شوی؛ ځکه ړومبی چې دنیا ته راغلې پر څه نه پوهېدې. اوس دې ناپوهي راټیټه شوې؛ خو تر اوسه پر هستۍ احاطه نه لرې؛ نو هیڅکله تمه مه لره چې سملاسي د هرې پوښتنې ځواب ومومې.
انسان ته د ډېری پوښتنو ځوابونه د وخت په تېرېدو معلومېږي
دلته د خبرو مخه ځوانانو ته ده، ځوانان دې پر تمه نه وي چې سمدستي یې ابهامات او پوښتنې ځواب شي؛ ځکه په یو لړ ځوابونو پوهېدل یوازې د عمر په تېرېدو، پوهېدنې او تجاربو د کړۍ په پراخېدو تر لاسه کېدای شي. پوښتنې په اسانۍ کړای شو؛ خو ځوابونه یې په ذهن کې په اسانۍ نه کېني؛ نو د پوهېدنې په نړۍ کې باید متواضع، عاجز او زغمناک اوسو. د فردوسي په وینا:
چو ګويي که وام خرد توختم
همه هر چه بایست آموختم
یکی نغز بازی کند روزګار
که بنشاندت پیش آموزګار
چو ګویی………… اموزګار
کله انسان پر څه چې پوهېږي غره کېږي او ګومان کوي، پر څه چې باید پوه شي، پوه دی او ښه یې د عقل لاروي او اطاعت ورپوره کړې؛ خو ناڅاپه د یوې پېښې له لامله مومي چې باید ډېر څېزونه زده کړي او ښوونکي ته اړمن دی. ټول اړین یو چې ښوونکی مو لاسنیوی وکړي او هغه عمر دې مبارک وي چې د دغسې ښوونکي په غوښتنو کې تېر شي.
حضرت علي (ک) :
فَاعْتَصِمْ بِالَّذِي خَلَقَكَ وَ رَزَقَكَ وَ سَوَّاكَ وَ لْيَكُنْ لَهُ تَعَبُّدُكَ وَ إِلَيْهِ رَغْبَتُكَ وَ مِنْهُ شَفَقَتُكَ
«د هغه بنده ګۍ کې منګولې ولګوه چې پنځولی یې، روزي یې درکړه او اندامونه یې درسم کړل؛ نو باید ستا تعبد او څوبتیا د هغه لپاره وي او یوازې له هماغه ډار ولرې.»
نه مو پوښتنې پرېږدﺉ او نه د چټک ځواب په انتظار کې اوسئ او نه مصنوعي او تقلیدي پوښتنې وکړﺉ. د خپل ضمیر له تله راخوټېدلې پوښتنه اوڅار کړﺉ؛ خو له ازمېیلي ښوونکي سره په زغم او عاجزۍ؛ نو په دې حال کې به په ځواب بریا ومومې خبره مې دلته پای مومي. خدای دې د هدایت توفیق راکړي او د خپل رحمت ورونه دې راپرانزي.
[1] د راسل پر بیوګرافۍ سربېره، د ده د لور د کتاب
My father, Bertrand Russel, by Katharine tait
هم ولولوئ اوهم د «موریس کونستون» دا مقاله هم: د «راسل پوره انځور»، چې پکې یې لیکي:
….. راسل د تي. اس. الیوت په اړه ګناه احساسوله؛ ځکه د الیوت لومړی مېرمن یې غولولې وه او کړښتونه یې ور زیات کړي و…….. (مجله نګاه نو، ۳۰ ګڼه، لړم ۱۳۷۵ ).
-
ټیګونه:
- انسان ته د ډېری پوښتنو ځوابونه د وخت په تېرېدو معلومېږي
- د شر د نشتون په اړه د یوناني حکیمانو نظر
- د شر شتون ګڼل د ثنویت د ګروهې پر وړاندې یو نظر دی
- د ښیون په چار کې پر الله تعالی د توکل مانا
- د نظریاتو په کره کولو کې
- د هدایت ترلاسه کولو دوه طریقې
- د وګړیو د پاکۍ کچه یې د هدایت موندنې درجه راښیي
- نباید د رای د خاوند دننني حالاتو ته پام وکړو