تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نهه څلوېښتمه دعا د دښمن له شره د خلاصون دعا   إِلَهِي هَدَيْتَنِي فَلَهَوْتُ، وَ وَعَظْتَ فَقَسَوْتُ، وَ أَبْلَيْتَ الْجَمِيلَ فَعَصَيْتُ، ثُمَّ عَرَفْتُ مَا أَصْدَرْتَ إِذْ عَرَّفْتَنِيهِ، فَاسْتَغْفَرْتُ فَأَقَلْتَ، فَعُدْتُ فَسَتَرْتَ، فَلَكَ إِلَهِي الْحَمْدُ. تَقَحَّمْتُ أَوْدِيَةَ الْهَلَاكِ، وَ حَلَلْتُ شِعَابَ تَلَفٍ، تَعَرَّضْتُ فِيهَا لِسَطَوَاتِكَ وَ بِحُلُولِهَا عُقُوبَاتِكَ. وَ وَسِيلَتِي إِلَيْكَ التَّوْحِيدُ، […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نهه څلوېښتمه دعا

د دښمن له شره د خلاصون دعا

 

إِلَهِي هَدَيْتَنِي فَلَهَوْتُ، وَ وَعَظْتَ فَقَسَوْتُ، وَ أَبْلَيْتَ الْجَمِيلَ فَعَصَيْتُ، ثُمَّ عَرَفْتُ مَا أَصْدَرْتَ إِذْ عَرَّفْتَنِيهِ، فَاسْتَغْفَرْتُ فَأَقَلْتَ، فَعُدْتُ فَسَتَرْتَ، فَلَكَ إِلَهِي الْحَمْدُ. تَقَحَّمْتُ أَوْدِيَةَ الْهَلَاكِ، وَ حَلَلْتُ شِعَابَ تَلَفٍ، تَعَرَّضْتُ فِيهَا لِسَطَوَاتِكَ وَ بِحُلُولِهَا عُقُوبَاتِكَ. وَ وَسِيلَتِي إِلَيْكَ التَّوْحِيدُ، وَ ذَرِيعَتِي أَنِّي لَمْ أُشْرِكْ بِكَ شَيْئاً، وَ لَمْ أَتَّخِذْ مَعَكَ إِلَهاً، وَ قَدْ فَرَرْتُ إِلَيْكَ بِنَفْسِي، وَ إِلَيْكَ مَفَرُّ الْمُسي‏ءِ، وَ مَفْزَعُ الْمُضَيِّعِ لِحَظِّ نَفْسِهِ الْمُلْتَجِئِ. فَكَمْ مِنْ عَدُوٍّ انْتَضَى عَلَيَّ سَيْفَ عَدَاوَتِهِ، وَ شَحَذَ لِي ظُبَةَ مُدْيَتِهِ، وَ أَرْهَفَ لِي شَبَا حَدِّهِ، وَ دَافَ لِي قَوَاتِلَ سُمُومِهِ، وَ سَدَّدَ نَحْوِي صَوَائِبَ سِهَامِهِ، وَ لَمْ تَنَمْ عَنِّي عَيْنُ حِرَاسَتِهِ، وَ أَضْمَرَ أَنْ يَسُومَنِي الْمَكْرُوهَ، وَ يُجَرِّعَنِي زُعَاقَ مَرَارَتِهِ. فَنَظَرْتَ يَا إِلَهِي إِلَى ضَعْفِي عَنِ احْتِمَالِ الْفَوَادِحِ، وَ عَجْزِي عَنِ الِانْتِصَارِ مِمَّنْ قَصَدَنِي بِمُحَارَبَتِهِ، وَ وَحْدَتِي فِي كَثِيرِ عَدَدِ مَنْ نَاوَانِي، وَ أَرْصَدَ لِي بِالْبَلَاءِ فِيمَا لَمْ أُعْمِلْ فِيهِ فِكْرِي. فَابْتَدَأْتَنِي بِنَصْرِكَ، وَ شَدَدْتَ أَزْرِي بِقُوَّتِكَ، ثُمَّ فَلَلْتَ لِي حَدَّهُ، وَ صَيَّرْتَهُ مِنْ بَعْدِ جَمْعٍ عَدِيدٍ وَحْدَهُ، وَ أَعْلَيْتَ كَعْبِي عَلَيْهِ، وَ جَعَلْتَ مَا سَدَّدَهُ مَرْدُوداً عَلَيْهِ، فَرَدَدْتَهُ لَمْ يَشْفِ غَيْظَهُ، وَ لَمْ يَسْكُنْ غَلِيلُهُ، قَدْ عَضَّ عَلَى شَوَاهُ وَ أَدْبَرَ مُوَلِّياً قَدْ أَخْلَفَتْ سَرَايَاهُ. وَ كَمْ مِنْ بَاغٍ بَغَانِي بِمَكَايِدِهِ، وَ نَصَبَ لِي شَرَكَ مَصَايِدِهِ، وَ وَكَّلَ بِي تَفَقُّدَ رِعَايَتِهِ، وَ أَضْبَأَ إِلَيَّ إِضْبَاءَ السَّبُعِ لِطَرِيدَتِهِ انْتِظَاراً لِانْتِهَازِ الْفُرْصَةِ لِفَرِيسَتِهِ، وَ هُوَ يُظْهِرُ لِي بَشَاشَةَ الْمَلَقِ، وَ يَنْظُرُنِي عَلَى شِدَّةِ الْحَنَقِ. فَلَمَّا رَأَيْتَ يَا إِلَهِي تَبَاركْتَ وَ تَعَالَيْتَ دَغَلَ سَرِيرَتِهِ، وَ قُبْحَ مَا انْطَوَى عَلَيهِ، أَرْكَسْتَهُ لِأُمِّ رَأْسِهِ فِي زُبْيَتِهِ، وَ رَدَدْتَهُ فِي مَهْوَى حُفْرَتِهِ، فَانْقَمَعَ بَعْدَ اسْتِطَالَتِهِ ذَلِيلًا فِي رِبَقِ حِبَالَتِهِ الَّتِي كَانَ يُقَدِّرُ أَنْ يَرَانِي فِيهَا، وَ قَدْ كَادَ أَنْ يَحُلَّ بِي لَوْ لَا رَحْمَتُكَ مَا حَلَّ بِسَاحَتِهِ. وَ كَمْ مِنْ حَاسِدٍ قَدْ شَرِقَ بِي بِغُصَّتِهِ، وَ شَجِيَ مِنِّي بِغَيْظِهِ، وَ سَلَقَنِي بِحَدِّ لِسَانِهِ، وَ وَحَرَنِي بِقَرْفِ عُيُوبِهِ، وَ جَعَلَ عِرْضِي غَرَضاً لِمَرَامِيهِ، وَ قَلَّدَنِي خِلَالًا لَمْ تَزَلْ فِيهِ، وَ وَحَرَنِي بِكَيْدِهِ، وَ قَصَدَنِي بِمَكِيدَتِهِ. فَنَادَيْتُكَ يَا إِلَهِي مُسْتَغِيثاً بِكَ، وَاثِقاً بِسُرْعَةِ إِجَابَتِكَ، عَالِماً أَنَّهُ لَا يُضْطَهَدُ مَنْ أَوَى إِلَى ظِلِّ كَنَفِكَ، وَ لَا يَفْزَعُ مَنْ لَجَأَ إِلَى مَعْقِلِ انْتِصَارِكَ، فَحَصَّنْتَنِي مِنْ بَأْسِهِ بِقُدْرَتِكَ. وَ كَمْ مِنْ سَحَائِبِ مَكْرُوهٍ جَلَّيْتَهَا عَنِّي، وَ سَحَائِبِ نِعَمٍ أَمْطَرْتَهَا عَلَيَّ، وَ جَدَاوِلِ رَحْمَةٍ نَشَرْتَهَا، وَ عَافِيَةٍ أَلْبَسْتَهَا، وَ أَعْيُنِ أَحْدَاثٍ طَمَسْتَهَا، وَ غَوَاشِي كُرُبَاتٍ كَشَفْتَهَا. وَ كَمْ مِنْ ظَنٍّ حَسَنٍ حَقَّقْتَ، وَ عَدَمٍ جَبَرْتَ، وَ صَرْعَةٍ أَنْعَشْتَ، وَ مَسْكَنَةٍ حَوَّلْتَ. كُلُّ ذَلِكَ إِنْعَاماً وَ تَطَوُّلًا مِنْكَ، وَ فِي جَمِيعِهِ انْهِمَاكاً مِنِّي عَلَى مَعَاصِيكَ، لَمْ تَمْنَعْكَ إِسَاءَتِي عَنْ إِتْمَامِ إِحْسَانِكَ، وَ لَا حَجَرَنِي ذَلِكَ عَنِ ارْتِكَابِ مَسَاخِطِكَ، لَا تُسْأَلُ عَمَّا تَفْعَلُ. وَ لَقَدْ سُئِلْتَ فَأَعْطَيْتَ، وَ لَمْ تُسْأَلْ فَابْتَدَأْتَ، وَ اسْتُمِيحَ فَضْلُكَ فَمَا أَكْدَيْتَ، أَبَيْتَ يَا مَوْلَايَ إِلَّا إِحْسَاناً وَ امْتِنَاناً وَ تَطَوُّلًا وَ إِنْعَاماً، وَ أَبَيْتُ إِلَّا تَقَحُّماً لِحُرُمَاتِكَ، وَ تَعَدِّياً لِحُدُودِكَ، وَ غَفْلَةً عَنْ وَعِيدِكَ، فَلَكَ الْحَمْدُ إِلَهِي مِنْ مُقْتَدِرٍ لَا يُغْلَبُ، وَ ذِي أَنَاةٍ لَا يَعْجَلُ. هَذَا مَقَامُ مَنِ اعْتَرَفَ بِسُبُوغِ النِّعَمِ، وَ قَابَلَهَا بِالتَّقْصِيرِ، وَ شَهِدَ عَلَى نَفْسِهِ بِالتَّضْيِيعِ. اللَّهُمَّ فَإِنِّي أَتَقَرَّبُ إِلَيْكَ بِالْمُحَمَّدِيَّةِ الرَّفِيعَةِ، وَ الْعَلَوِيَّةِ الْبَيْضَاءِ، وَ أَتَوَجَّهُ إِلَيْكَ بِهِمَا أَنْ تُعِيذَنِي مِنْ شَرِّ كَذَا وَ كَذَا، فَإِنَّ ذَلِكَ لَا يَضِيقُ عَلَيْكَ فِي وُجْدِكَ، وَ لَا يَتَكَأَّدُكَ فِي قُدْرَتِكَ وَ أَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ فَهَبْ لِي يَا إِلَهِي مِنْ رَحْمَتِكَ وَ دَوَامِ تَوْفِيقِكَ مَا أَتَّخِذُهُ سُلَّماً أَعْرُجُ بِهِ إِلَى رِضْوَانِكَ، وَ آمَنُ بِهِ مِنْ عِقَابِكَ، يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ.

خدایه! هدایت دې کړم؛ خو غافل پاتې شوم، نصیحت او ورم دې راکړ؛ خو سخت زړی شوم او ښکلاوې دې راکړې؛ خو ما دې سرغړونه وکړه او بیا مې هغه څه وپېژندل، چې را و دې پېژندل، بیا دې بښنه وکړه او تا وبښلم؛ خو بیا ګناه ته ورستون شوم او تا پرده پرې واچوله؛ نو ای زما خدایه! ستاینه ځانګړې تا لره ده. پالونکیه! ځان مې د ورکاوي په درو کې ورواچاوه او د له منځه تلو پر لارو شوم او په هغو درو او لارو کې دې په سختیو او کړاوونو ککړ شوم.

خدایه! وسیله مې درته یوپالي ده او ستا درشل ته مې لار، شریک نه نیول درته دي او ترڅنګ مې بل خدای درته و نه ټاکه او د زړه له کومي مې دروځغاستل او البته د ګناهګارانو درځغاستل او پناهځی یوازې ستا پر لوري دی.

دښمن د دښمنۍ له مخې خپله وسله راپسې راواخسته، د چړې نوکه یې راته تېزه کړه او تېزه څوکه یې راونیوه، وژونکي زهر یې زما وژولو ته راچمتو کړل او د هغو غشیو موخه یې کړم، چې نښه یې پخه وه او تر کلکې څارنې لاندې یې ونیوم او د شر رارسلو په اند کې مې دی او غواړي د خپل شر ترخې اوبه راوڅښي؛ نو ای زما خدایه! راپام دې کړ او و دې لیدل، چې د سختیو پر وړاندې بېوسی او د هغوی پر وړاندې، چې د جګړې په تکل کې راسره دی، کمزوری او د دښمنانو د ډېروالي پر وړاندې یوازې یم او دښمن مې راښکېلولو ته په کمین کې راته دی.

او ته ای زما پالونکیه! مرسته دې راسره وکړه، مخکې له دې چې مرسته درځنې وغواړم او ته په خپل ځواک زما ملاتړ شوې او د دښمن غوڅوالی دې رامات کړ او سره له دې چې شمېر یې ډېر و، یوازې دې کړ او وربریالی دې کړم او په څه یې چې زه نښانه او موخه کړی وم، ور و دې ګرځول، حال دا،  غوسه يې سړه شوې نه وه او کینه یې تشه شوې نه وه، و دې ګرځاوه او د ګوتو په څوکو یې غاښونه ولګول، حال دا،  یاران یې په کړې ژمنه پاتې نشول.

خدایه! ظالم په خپلې ټګۍ يې تېری راباندې وکړ او د ښکار لومي یې راخپرې کړې او څارن یې راوګومارل او په کمین کې راته شول، د یو داړونکي ځناور د کمین په څېر، چې فرصت ته په تمه دی، چې مناسب ښکار وکړي، حال دا،  غوړه مالي یې کوله او په غوسناکه څېره یې رالیدل.

او کله چې تا ای زما خدایه! چې سپېڅلی او غوره یې، د هغوی پټ چلونه او ناوړه چارې ولیدې او په سر او اپوټه دې په هغه کنده کې ورګوزار کړل، چې ښکار ته یې راته ایستې وه او تر خپلې سرغړونې روسته دې په هغه لومه کې ورښکېل کړ، چې زه یې پکې ورښکېلولم او که لورنه او پېرزو دې نه وه؛ نو نږدې وه، په هغه څه کې ورولوېږم، چې ورغورځول یې غوښتم.

او ډېر داسې کینه کښ ول، چې د نعمتونو په پار مې غوسه شول او کینه یې په ستوني کې ونښته او په خپله ژبه یې وکړولم او په هغو عیبونو او نیمګړتیاوو یې پر ما زړه تش کړ، چې په خپله یې درلودل او زما په پت یې د خپلې کینې ګوزارونه وکړل او زما بدې ځانګړنې یې د غاړې هار کړ؛ چې البته دا ځانګړنې په خپله پکې وې او په خپلو مکرونو او چلونو راغوسه شوو او خورا چلونه یې راسره وکړل.

او پر همدې مهال مې ای زما خدایه! را ومې بللې او مرسته مې درځنې وغوښته، په دې هیله، چې بې ځنډه به مې ځواب راکړې او په دې ښه پوهېدم، چې هر څوک دې تر سیوري لاندې شو؛ نو نه ماتېږي او هغه چې دې د غچ ځای ته پناه دروړي، له چا به ډار ونلري؛ نو ته وې، چې په ځواک دې له ستونزو او خپګانونو رابهر کړم.

پالونکیه! د شر ډېرې ورېځې دې راځنې لرې کړې او د لورنو او نعمتونو ورېځې دې را و ورولې او د لورنې ویالې دې راپراخه کړې او د عافیت ډېرې جامې دې را پر تن کړې او د ترخو پېښو سترګې دې راړندې کړې او د غم او خپګانونو پردې دې څېرې کړې.

 او ډېر دې د وګړیو ښه ګومانونه او نشتمنۍ ورجبران کړې او ډوب شوي دې را اوچت کړل او د ستومانو په ژوند کې دې بدلون راوست، چې البته دا ټول دې لورنه او پېرزو وه؛ خو له دې ټولو سره سره، ټوله هڅه مې ستا په سرغړونه کې وه. هو! بدچلني مې لامل نه شوه، چې احسان دې رابشپړ نه کړې او په څه مې، چې ستا غوسه ځان ته رااړولې وه، له ما سره دې د احسان او نېکۍ پر لار خنډ نه شو او له تا به د هغه څه پوښتنه ګروېګنه و نه کړي، چې کوې یې او پخه خبره ده، چې کله غوښتنه درځنې شوې، پوره کړې دې ده او ان تر غوښتو مخکې دې ورکړه کړې ده. د احسان غوښتنه دې چې شوې، لږه دې نه ده ورکړې او ته ای زما باداره! هوډ نه لرې، چې له بندګانو سره دې بې له احسان، نعمت ورکولو او نېکۍ کولو بل څه وکړې او زه بې له محرماتو ته دې له ورننووتو، خلاف چاریو او د هغو چارو د کولو، چې منع کړی دې ترې یم او له بریدونو دې له اوختو او له ژمنو مې له غفلته، بل هوډ نه لرم؛ نو ستاینه درځانګړې ده، ای زما خدایه! ته یې چې ځواکمن یې او څوک درلاسبرېدای نشي او مهلت ورکوونکی یې او بیړه کوونکی نه یې.

خدایه! دا هغه ځای دی، چې بنده دې د نعمتونو پر ډېروالي منښته کوي او ددې ټولو نعمتونو له ډېروالي سره سره، په شکر او ستاینه دې په خپل لنډون معترف دی او پر ځان شاهدي ورکوي، چې پر ځای کړی یې نه دی.

خدایه! په حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او په ستر مقام یې او د امیرالمؤمنین علي (علیه السلام) په نورانیت دې درشل ته درنږدېدل غواړم او په هغوی، لوري ته دې درمخه کوم، چې د هغه څه له شره مې وساتې، چې پناه ترې غوښتل کېږي؛ ځکه کوم ځواک، چې درسره دی، پناه ورکول درته کوم ستونزمن چار نه دی او له وسمنۍ سره دې په زحمت کوي نه او ته پر هر څه وسمن یې.

نو ای زما خدایه! همېشنۍ لورنه او تلپاتې توفیق دې راوبښه، چې د خوښۍ پر لوري دې يې د ورختو پوړۍ کړم او له عذابه دې بچ پرې پاتې شم. ای د لوراندانو لورانده!

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!