تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه د عقیدتي اصولو درېیم اصل؛ معاد او قیامت دلته د قیامت پر ورځ بحث په دوو برخو ویشل شوی دی: لومړی برخه: د اسلام له اعتقادي اصولو، یو هم پر «آخرت» ایمان درلودل دي، ایمان په دې چې ددې نړۍ ټول مخلوقات د عمر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

د عقیدتي اصولو درېیم اصل؛

معاد او قیامت

دلته د قیامت پر ورځ بحث په دوو برخو ویشل شوی دی:

لومړی برخه:

د اسلام له اعتقادي اصولو، یو هم پر «آخرت» ایمان درلودل دي، ایمان په دې چې ددې نړۍ ټول مخلوقات د عمر له پای ته رسېدو روسته مري او بیا په لوړه کچه، په همدې تن او جسم راژوندي کېږي او د «الهي عدل» حضور ته حاضرېږي «چې بدکارانو ته د بدو کړنو سزا او نېکانو ته د نېکو کړنو اجر ورکړ شي.»

((وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى[1] = او په اسمانونو او ځمكه كې، چې هر څه دي، يوازې د الله دي (او د خلكو د كړنو پرېكړه الله كوي) چې بدكارانو ته يې د بدو كړنو له مخې سزا وركړي او نېكانو ته يې د نېكو كړنو غوره ‏بدله وركړي.))

که یو رښتین او پوه نوونګر یو مشین جوړ کړي او تاسې ته یې راولي او تضمین یې کړي، چې د خرابېدو په حالت کې به یې د لومړي ځل په څېر درته جوړ کړم؛ نو ستاسې یې دا خبره منئ او یقین مو راځي.

دغسې د معاد او قیامت مسله هم ده، الله تعالی د ټولو موجوداتو او پنځون مبدع او مبتکر دی[2]؛ پر هر کار قادر او وسمن دی[3]؛ علیم دی؛[4] خالق او پنځګر دی[5]؛ د ارادې څښتن دی[6]؛ نو سمه ده، چې داسې څوک به هرومرو خپله ادعا عملي کوي او د انسانانو د پنځون نوونګر، چې همدی دی؛ نو له مرګ روسته دویم ځل یې هماغسې د لومړي ځل په څېر راپاڅوي او همداراز څوک چې د ستر کار په سر ته رسولو قادر او وسمن وي؛ نو د کوشنيو چارو سر ته ورسول خو بیخي ورته اسان دي.

((أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاء بَنَاهَا[7]= آيا (تر مرګ روسته) ستاسې پيدا كول ډېرسخت دي، که د اسمان، چې (الله) جوړ كړى دى؟!))

((أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ [8]= ايا نه پوهېږي، هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او په پنځون كې یې (بېوسې او) ستړى شوى نه دى (؛ نو) مړي هم راژوندي کولاى شي؟ هو! (؛ ځكه) چې هغه پر هر څه وسي دى.))

د قیامت دلایل

دلته په لنډو د قیامت په باب نقلي، علمي، طبیعي او فلسفي دلایلو ته اشاره کوو.

۱-نقلي دلایل

الف- سل کاله روسته د حضرت عزیر علیه السلام او د هغه د سورلۍ د څاروي راژوندي کېدل.

((فَإِن زَلَلْتُمْ مِّن بَعْدِ مَا جَاءتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [9]= خو كه تاسې د څرګندو نښو له درتلو روسته‏ وښويېدئ (او بېلارې شئ)؛ نو پوه شئ (چې د الله د عدالت له منګولو تښتېداى نشئ) چې الله ځواکمن حكيم دى.))

ب- د حضرت عیسی علیه السلام په لاس د مارغه جوړېدل.

))وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِىءُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي[10]=تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوثه) جوړوله او پكې دې پوكى كاوه او جوثه به زما په حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مورزېږي ړانده او د برګي (پيس) ناروغان رغول او زما په امر دې مړي (هم) ژوندي كول او یاد کړه چې کله تا بني اسراييلو ته معجزې راوړې (؛ نو) ما ته د دوی له زيان دررسونې وژغورلې؛ نو د دوی كافرانو وويل: (( دا خو ښكاره كوډې دي. ))

ج- له (۳۰۰) کلونو روسته د «اصحاب کهف» بېرته راژوندي کېدل.

))وَلَبِثُوا فِي كَهْفِهِمْ ثَلَاثَ مِائَةٍ سِنِينَ وَازْدَادُوا تِسْعًا[11]= او دوی په خپله سمڅه كې درې سوه كاله پاتې شول او نهه كاله يې [نور هم پرې] ورزيات كړل. ((

۲-علمي او طبیعي دلایل

الف-د جنین هېښنده پنځون او په زیلانځ کې یې راژوندي کېدل.

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ [12]= خلكو! كه تر مرګ روسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛ نو دې ټكي ته پام وكړئ، چې) موږ تاسې له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له څاڅكي، بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې)، بيا د غوښې له يوې بوټۍ [= ژولې غوښې ته ورته یو څیز]، چې پوره بڼې والا هم وي او نیمګړې بڼې والا هم چې [خپل قدرت] درڅرګند كړو (چې موږ پر قیامت قادر يو) او جنينونه چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا مو د يوه ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه داده، چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسئ، په دې ترڅ كې ځينې (درنه) مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بيا پر هېڅ نه پوهېږي. (بلخوا) او ته (په ژمي كې) ځمكه وچه، مړاوې او شاړه وينې؛ خو چې كله باران پرې و وروو (نو) وخوځي او را ډډه شي او هر ډول ښکلي بوټي راټوكوي.))

 

ب- په پسرلي کې د ځمکې ډډېدل او د ګیاوو بوټو راټوکېدل.[13]

 

۳-فلسفي دلایل

الف- انسان ځان مطلوب کمال ته رسوي

په دې نړۍ کې د انسان د تکاملي بهیر د مېوې راټولو لپاره بلې نړۍ ته اړتیا ده.

((يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ[14]= انسانه! په حقيقت كې  ته د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛  نو ورسره به مخ شې؛))

مشهور اسلامي عالم «صدرالمتالهین» وایي:

انسان د کمال پر لوري روان دی او فطرتاً غواړي فعالی مبدأ (الله تعالی) ته نژدې شي؛ خو هغه کمال چې د انسان له شان سره ښایي، په دې نړۍ کې ورته نشي رسېدای؛ بلکې یوازې بله نړۍ ده، چې انسان خپل مطلوب ته رسولای شي.

ب- قیامت د الهي عدل/ نیاو په رڼا کې

که بې له دې نړۍ بله نړۍ نه وي؛ نو «نېکي او بدي»، «سمونه او ورانونه» به یو شان ګڼل وي، چې دا هیڅکله له «الهي عدل» سره نه ښایي.

د «الهي عدل» غوښتنه ده، چې په دې نړۍ پسې یوه بله نړۍ وي، چې د الله تعالی، عدل پر ټولو پلي شي او له ټولو سره حساب وشي؛ «ظالم» له «مظلوم» او «فاسد» له «مصلح» نه بېل شي؛ نو ځکه د قیامت یو نوم «یوم الفصل» دی.

))وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ[15]= او (ورته ويل كېږي:) ای مجرمانو نن (له نېکانو) ‏بېل شئ. ))

))أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ[16]= ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي، د هغه چا په څېر كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي يا متقیان د بدچاريو په څېر كړو؟!((

((أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ[17]= ايا هغوى چې بدې چارې او ګناهونه كړي، انګېرلې ده، چې موږ به دوی د هغو كسانو په څېر کړو، چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې يې) كړي (داسې) چې د دوی ژوند او مرګ یو رنګ دی؟! څومره بده پرېكړه كوي!))

ج- قیامت د الهي حکمت په رڼا کې

الله تعالی حکیم ذات دی، هر څه یې د یوې ځانګړې موخې لپاره پنځولي؛ نو ځکه د انسان او جهان پنځون هم د یوې موخې لپاره دي.

د قرآن کریم په ډېرو آیتونو کې د الله تعالی پر لوري د انسان ورتګ ته اشاره شوې؛ لکه:

))وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنتَهَى=[18] او داچې (د كار) پاى يوازې ستا د پالونكي پر لوري ده((

((أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ[19]= نو ايا تاسې انګېرئ، چې موږ خوشې پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟!))

د- د الله تعالی ژمنه

الله تعالی له بشر سره ژمنه کړې، چې نېکانو ته به اجر او بدکارانو ته به سزا ورکول کېږي؛ نو اړینه ده، چې الله تعالی به خپله ژمنه تر سره کوي.

(( إِنَّ اللّهَ لاَ يُخْلِفُ الْمِيعَادَ[20]= الله ژمنماتی نه دی.))

(( إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَاقِعٌ=[21] بېشكه څه چې (د قيامت په باب) ژمنه درسره کېږي، هرومرو پېښېدونكی دی؛))

دویمه برخه:

د «اسلامي نړی لید» له اصولو یو اصل پر «آخرت» ایمان درلودل دي، که څوک له دې ورځې منکر شي، مسلمان نه دی.

الهي پېغمبرانو د «توحید اصل» تر اوڅارولو روسته، خلک پر «آخرت» ایمان راوړو ته رابللي دي.

قرآن کریم د ۱۶۴۰ آیتونو په ترڅ کې له «مرګ روسته ژوند» د «قیامت ورځ» د «مړیو د راژوندي کېدو څرنګوالی»، «میزان» د «کړنو ثبت»، «جنت»، «دوزخ» د «اخروي ژوند همېشه والی» او په «آخرت» پورې اړوند چارو بحث کړی، چې دا شمېر آیتونه، د قرآن کریم د ټولو آيتونو ۲۸،۵ سلنه جوړوي؛ نو له دې ځایه جوېږي، چې قرآن عظیم الشأن د «معاد» مسلې ته ډېره پاملرنه لري.

قرآن کریم «قیامت» په بېلابېلو نومونو یاد کړی، چې یو نوم یې «الیوم الاخر» دی. چې موږ دلته له دې تعبیره دوه خبرو ته پاملرنه کوو:

(۱) د انسان ژوند دوه پړاوونه لري:

الف- دنیوي پړاو

ب-اخروي پړاو

دنیوي پړاو د «اولی» په نامه هم تعبیر شوی، دا پېر تمامېدونی او ختمېدونی دی.

د آخرت ورځ یا پړاو، نه تمامېدونې او نه ختمیدونې ده.

((وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى[22]= او په حقيقت كې پای (آخرت) او پیل (دنيا) هم يوازې زموږ دی،))

(( وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى[23]= او هرومرو آخرت درته تر دنيا غوره دى))

(۲) پر اخروي ژوند ایمان درلودل، د دنیوي او اخروي ژوند د نېکمرغۍ لامل ګرځي؛ ځکه نوموړی ایمان زموږ پام دې ته ور اړوي، چې په دې نړۍ کې کړي عملونه مو عکس العمل او غبرګون لري؛ نو داسې نه ده، چې کړنې مو ورکې او بې پایلې دي؛ بلکې زموږ کړنې، زموږ غوندې «پیل» او «پای» لري؛ نه له منځه ځي او نه ورکېږي؛ نو ځکه زموږ د نیتونو او کړنو د الهي کېدو اجرایي ضمانت پر همدې ورځي مؤمنېدل دي.

بلخوا نوموړی ایمان راښیي، چې په «آخرت» کې نېکمرغه کېدل، د انسان ددې نړۍ په نیتونو او کړنو پورې اړه لري؛ نو ځکه قرآن کریم، د انسان د نېکمرغۍ لپاره، د «آخرت» پر ورځ ایمان درلودل اړین بولي.

پر «اخروي ژوند» ایمان درلودل، له کومه سرچینه اخلي؟

ټولو پېغمبرانو، بشر ته د «توحید» تر معرفي کولو روسته، د «آخرت» پر ورځ ایمان درلودل، ابلاغ کړي.

په اسلامي فرهنګ کې چې «توحید، نبوت، معاد» د دین د اصولو په نامه پېژندل شوي؛ نو بشر د الله تعالی پر پېژندنې او د پېغمبرانو د ویناو په رښتینولۍ د ایمان تر پیدا کولو روسته او هغه چې پېغمبران یې وایي «وحې» او د الله له لوري ده؛ نو ځکه چې کله پېغمبرانو «معاد» نوموتې کړ، پرې «مؤمنان» شول؛ نو څرګنده شوه، چې بشر د «وحې» له سرچینې، پر معاد ایمان راوړی دی.

پر «وحې» سربېره، بشر په علمي، عقلي، اروایي او اندیزو هڅو هم د معاد د تایید، سمښت، صحت او ګروهې لپاره لارې چارې شته.[24]

 خو موږ «معاد» د وحې او نبوت له لاری څېړو.

د اخروي ژوند پر چارو د رڼا اچولو لپاره لاندې سرلیکونه څېړو.

۱-د مرګ منځپانګه

۲-تر مرګ روسته ژوند

۳- برزخي نړۍ

۴-لوی قیامت (قیامت کبری)

۵-د دنیوي اخروي ژوند ترمنځ اړیکه

۶-د کړنو انځورنه

۷-د دنیوي ژوند او اخروي ژوند ترمنځ ګډ او بېل ټکي.

۸-د اخروي ژوند په باب د قرآن استدلال.

د مرګ منځپانګه

قرآنکریم د انسان د مرګ او روح اخستو لپاره ځانګړی تعبیر لري، دا تعبیر په «توفی» یاد شوی او وایي: پرښتې د مرګ پر مهال انسان توفی یا بېرته اخلي.

«توفی» لاس ته راوړو ته وایي، یو سړی چې خپل ټول مال، بشپړ او بې له څه کمي زیاتي تر لاسه کړي؛ نو وایي چې «توفیت و المال».

نو د قرآن له نظره، د مرګ منځپانګه «توفی= بېرته اخستل» دي؛ یعنې د مړینې پرمهال د انسان ټول «شخصیت» او «واقعیت»، الهي مامورینو ته بېرته ورکول کېږي.

 له دې تعبیره لاندې مفاهیم راوځي:

الف- مرګ نابودي، نیستي، فنا او له منځه تګ نه دی؛ بلکې تحول، بدلون، ارتقا او له یوې نړۍ، بلې نړۍ ته تګ او په بل ډول د انسان د ژوند غځېدا ده.

ب- بدن او بدني غونډال، د انسان واقعي «شخصیت» نه دی؛ ځکه بدن او بدني غونډال چا ته بېرته نه ورکول کېږي او سوکه سوکه همدلته له منځه ځي؛ نو د انسان واقعي شخصیت یې «روح» دی.

(ج) د انسان د «واقعي شخصیت» ملاک او «معیار» روح دی، چې د روح همېشه والی د انسان همېشه والی دی. روح «نامادي» دی، چې د مرګ پرمهال پرښتو ته ورکول کېږي.

(( إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا[25]= په رښتینه کې هغوى چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى و (د روح قبضولو) پرښتو د ساه اخستو پر مهال ورته وويل: ((په څه حال كې وئ؟)) (او سره له دې، چې مسلمانان وئ؛ خو د كفارو په ليكه كې وئ)؟ ځواب یې وركړ: ((موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [= پرښتو] وويل: ((ايا د الله ځمكه پراخه نه وه، چې هجرت مو پکې كړى واى؟!)) (څه عذر یې نه درلود)؛ نو هستوګنځى يې دوزخ دى، چې د ورتلو ناكاره ځاى دى.))

په دې آيت کې مرګ په «توفی» تعبیر شوی او بلخوا، تر مرګ روسته شېبو کې د پرښتو او انسان ترمنځ احتجاجیه خبرې اترې راښیي، چې په مړینه کې انسان په بل ډول سترګو، غوږونو او ژبې، له نالیدونیو موجوداتو (پرښتو) سره ویل اورېدل کوي؛ نو ځکه که له مړینې روسته د انسان واقعي شخصیت (روح) پاتې نه وي او د انسان واقعي شخصیت بې حسه او بې شعوره تنه وي؛ نو مکالمه څه معنا لري؟

((وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ .قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ= او (کافران) وايي: ((ايا چې موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك (او خاورې) شوو؛ نو ايا (بيا) به په رښتيا له سره نوي پيدا شوو؟))؛ بلكې دوى (په قیامت کې) له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاده په منكرېدو غواړي پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي). ووايه: ((پر تاسې، چې د مرګ پرښته ګومارل شوې، ساه مو اخلي، بيا د خپل پالونكي لوري ته ورغبرګېږئ.))

دا آیت په غوڅه توګه، تر مرګه روست د انسان د واقعي شخصیت پایېنه او بقا د «روح بقا» اعلانوي، سره له دې چې د بدن غړي یې فنا کېږي.

له دې آیتونو دا جوتېږي، چې د قرآن له نظره د مرګ منځپانګه نیستي او نابودي نه؛ بلکې له یوې نړۍ بلې ته تلل دي.

 

تر مرګ روسته ژوند

الف- برزخي نړۍ

ب- لوی قیامت

الف- برزخي نړۍ:

د لغت په لحاظ، د دوو څیزونو ترمنځ واټن ته «برزخ» وایي؛ نو ځکه د دنیوي ژوند او اخروي ژوند ترمنځ واټن ته هم «برزخ» ویل کېږي؛ یعنې چې کله انسان ومري، د مرګ له شېبې چې تر قیامته ژوند کوي؛ نو دا ژوند یې د «برزخي نړۍ» یا «برزخي ژوند» په نامه یادېږي.

په دې واټن کې انسان له خوندونو برخمن او یا له رنځونو دردمن وي.

د «برزخي ژوند» پړاو، د دنیوي ژوند په څېر پای ته رسېدونې ده؛ خو د «لوی قیامت» د پړاو ژوند پای ته نه رسي.

  1. ((حَتَّى إِذَا جَاء أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ[26]= (دوى له خپلې بېلارۍ لاس نه اخلي) تردې چې كله يې يو ومري؛ نو وايي: ((پالونكيه! (دنيا ته) مې ورستون کړه؛ ښايي په رانه پاتې شوې نړۍ کې نېكې چارې وكړم.)) (خو ورته به وايي:) داسې نه ده! دا یوه خبره ده، چې وايي یې (او كه ورستون شي؛ نو كړه وړه به يې د مخكې په شان وي) او تر شا يې د ( بيا ژوندي) راپاڅولو تر ورځې برزخ دى (د قبر پرده ده، چې ستنېدو ته يې نه پرېږدي).))

دا د قرآنکریم یوازېنی آيت دی، چې د مرګ او قیامت ترمنځ واټن ته یې «برزخ» ویلی. اسلامي علماو له همدې ځایه، له «دنیوي ژوند» نه روسته او له «قیامت کبری» مخکې عالم ته «برزخي ژوند» وایي.

دا اآيت ډاګه وایي، چې انسان له مرګ روسته یو ډول ژوند لري، چې دې نړۍ ته د بېرته راګرځېدو غوښتنه کوي؛ خو دا غوښتنه یې نه منل کېږي. قرآن کریم د څو آیتونو په ترڅ کې د مرګ له شېبې، ان تر قیامته، د یو ډول ژوند یادونه کړې. په دې ډول ژوند کې ویل او اورېدل، خوند او رنځ، احساس، خوښي او خپګان او بالاخره انسان له یوه ډول نېکمرغۍ او یا بدمرغۍ برخمن وي.

(([27]=(د مرګ) پرښتې، چې د سپېڅليو او پاكانو ساه ګانې اخلي، ورته وايي: ((پر تاسې دې سلام وي! د خپلو كړنو له لامله[ځئ] جنت ته ورننوځئ.)) ))

جنت څو درجې لري، چې ځينې یې په «عالم برزخ» او ځينې په قیامت پورې اړوند دي. دلته د جنت له یادولو مطلب «برزخي جنت» دی، چې صالحان او نېکان، د الله تعالی له ډول ډول نعمتونو برخمنېږي.

د بدکارانو لپاره په «عالم برزخ» کې عذاب د «سوء العذاب» په نامه یاد شوی دی.

(( وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ[28]= نو الله هغه (مؤمن سړى) د دوى له ناوړو دسيسو وساته او فرعونيان پخپله په ډېر((بد عذاب)) كې راګېر شول. ( د دوزخ ‏) اور هر سبا و بیګا ور وړاندې كېږي، او پر كومه ورځ، چې ساعت (قيامت) جوړ شي (؛ نو غږ به وشي:) ((فرعونيان ډېر ((سخت عذاب)) ته ورننباسئ!))

په بدر غزا کې د قریشو یو شمېر مشران ووژل شول. مسلمانانو د هغوی مړي بدر سیمې ته نږدې، یوې څاه ته ورغورځول، حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم څاه ته سر وردننه کړ او مړو ته یې وویل:

«څه چې الله تعالی موږ ته د هغو ژمنه راکړې وه، تر لاسه مو کړل، ایا تاسې ته د الله رښتینې ژمنه په رښتیا در و نه رسېده؟»

د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم ځنې یارانو وپوښتل!

ایا له مړیو سره خبرې کوئ؟

ایا هغوی ستا په خبرو پوهېږي؟

حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم وویل: «هغوی یې اوس له تا سو ښه اوري.»

په حدیث شریف کې راغلي:

«خلک ویده دي، چې مړه شي، راویښېږي.»

له دې حدیث شریف نه مطلب دا دی، چې تر مرګ روسته د ژوند درجه، له مرګه مخکې ژوند تر درجې لوړه ده؛ لکه څنګه چې انسان د خوب پرمهال له ضعیف درک او احساسه برخمن وي؛ خو چې ویښ شي، درک او احساس یې پوره کېږي؛ یعنې د خوب پرمهال نیم مړ او نیم ژوندای وي. دغسې د انسان د «دنیوي» ژوند درجه، تر «برزخي» ژوند ټيټه او ضعیفه ده؛ نو کله چې انسان «عالم برزخ» ته ورشي؛ نو د ژوند درجه یې اوچتېږي.

دلته دوو ټکیو ته پاملرنه کوو:

الف- له اسلامي روایتونو جوتېږي، چې په «عالم برزخ» کې له انسانه د «عقیدتي» او «ایماني» بنسټیزو چارو پوښتنه کېږي، د نورو چارو پوښتنه، د حساب پر ورځ «قیامت» ترې کېږي.

ب- هغه بدلونونه، چې په «عالم برزخ» کې د انسان په دوسیه کې منځ ته راځي، په واقع کې د هغه نیالګي مېوه ده، چې په خپل لاس یې په نړۍ کې کرلې او اوس یې سوکه سوکه مېوه خوري یا په بله وینا:

د انسان د کړنو او آثارو مثبت یا منفي پایلې (که څه د اوږدې مودې لپاره وي) په دوسیه کې یې ثبتیږي او له مرګه روسته یې د نېکمرغۍ یا بدمرغۍ لامل ګرځي. هغو انسانانو ته چې د ټولنې د سمون او اصلاح لپاره یې ځانونه وقف کړي، له مړینې روسته «اجر» او «ثواب» رسي. همدا راز هغو انسانانو ته چې د ټولنې د فساد لپاره هلې ځلې کړي، تر مړینې روسته «عذاب» رسي.

له اسلامي روایاتو جوتېږي؛ که د مړي له پاتې کسانو څوک نېکې کړنې په دې نیت وکړي، چې ثواب یې مړي ته ورسي، په «برزخ» کې د مړي په برخلیک ټاکلو کې ښه اغېز لري. دغسې ښیرې د مړي پر برخلیک منفي اغېز غورځوي.

په دې مفهوم، که چا په دې نړۍ کې د چا حقوق ضایع کړي وي، که له مړیني روسته ښېراوي ورپسې وکړي، د مړي په عذاب کې زیاتوالی راځي؛ نو ځکه په اسلامي ښوونو کې موږ ته سپارښت شوی، چې مسلمانان باید د نورو د مادي او معنوي حقوقو له لتاړلو کلکه ډډه او یو بل ته بښنه وکړي، له مړینې روسته په چا پسې بد و نه وایئ.

حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل: «اذکروا امواتکم بالخیر= خپل مړي په خیر او نېکۍ یاد کړئ» یعنې د بدیو له یادولو یې ډډه وکړئ.

 

لوی قیامت

مخکې مو وویل، د انسان تر مرګ روسته ژوند دوه پړاوونه لري. یو پړاو یې «برزخي ژوند» دی، چې په وګړي پورې اړه لري او بل یې د «قیامت ژوند» دی. دا ژوند نه یوازې په یوه وګړي؛ بلکې ټولو وګړیو پورې اړه لري. په «قیامت» پېښه کې نړۍ یو نوي پړاو ته رسي، چې په نوي نظم، نوی ژوند پیلوي. قرآن د قیامت له لوی پېښې خبر کړي یو.

ددې پېښې په پیل سره:

ستوری تتېږي، لمر رڼا له لاسه ورکوي، سمندرونه وچېږي، کندې هوارېږي، غرونه خواره واره کېږي، لړزېدنې، غورهار او بې ساري لوی انقلابونه او بدلونونه منځ ته راځي.

له قرآن کریم نه د پوهېدنې له مخې ټول عالم د ورانۍ او خرابۍ پر لوري روان دی، ټول څيزونه ورانېږي او بیا نوې نړۍ په نوي ډول زیږېږي او له نوي نظم او قوانینو سره د تل لپاره پاتېږي.

د قیامت نظم او قوانین، ددې نړۍ له نظم او قوانینو نه توپیر لري. په قرآن کریم کې «قیامت» په بېلابېلو نومونو یاد شوی، چې هر یو نوم یې د ځانګړي نظم او حالت ښوونکی دی، د بېلګې په توګه:

د «حشر ورځ» د «راټولېدو ورځ»؛ ځکه پر هغه ورځ، «ړومبی» او «روستی» سره یو ځای کېږي او زماني واټن یې له منځه ځي.«یوم تبلی السرائر» یا د «نشور ورځ»؛ ځکه باطن ښکاره او پېچلي حقایق رابرسېرېږي. د «یوم الخلود» ورځ؛ ځکه دا ورځ «تلپاتې» وي او نه فنا کېږي. د «یوم الحسرة» یا «یوم التغابن» ورځ؛ ځکه انسانان سخت پښېمانه وي، چې ولې به مو ددې ورځې لپاره چمتووالی نه نیوه. د «نباء عظیم» په نامه یاده شوې؛ ځکه ډېرې لوی پېښې او خبرې منځ ته راغلي.

 

د دنیوي ژوند او اخروي ژوند ترمنځ اړیکه

په اسلام کې «معاش» او «معاد»، «مادیت» او «معنویت»، «نړۍ» او «آخرت» یو له بله بېل نه دي او نه سره په ټکر کې دي؛ بلکې اسلام، د «اخروي» نېکمرغۍ او د مادي او معنوي ارزښتونو د لاس ته راوستو یوازېنۍ ځای «نړۍ» ښودلې ده.

یا «نړۍ» د جنت او الهي ارزښتونو د لاس ته راوستو وزله ده. په «اسلامي نړی لید» کې د «نړۍ او اخرت» ترمنځ اړیکه، د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د حدیث شریف له مخې داسې ویل شوې ده:

«النړۍ مزرعة الاخرة= نړۍ د آخرت لپاره د کرنې ځای دی.» «آخرت» د «نړۍ» طبیعي او منطقي یېبره او محصول دی.

 د نېکۍ یا بدۍ تخم، چې مو دلته کرلی وي، هلته به یې مېوه راټولوو، که اوربشې وکرو، اوربشې به اخلوو، که غنم کرو غنم به رېبوو، داسې نه ده، چې زقوم مو کرلی وي او کجورې به خورو.

حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د «معاش» او «معاد» ترمنځ اړیکه، په یوې لنډې جملې کې داسې ویلې ده:

«من لا معاش له، لا معاد له= څوک چې مادي ژوند و نه لري، اخروي ژوند به هم و نه لري.»

هغه کسان چې پخپل سیاسي، وټیز او ټولنیز ژوند کې اسارت، روسته پاتېوالی، خواري او ذلت داسې ګټي، چې ګنې د «استبداد»، «استعمار»، «استثمار» او «استحمار» له وجهې په دې حالت کې اخته شوي. الله به پر هغې نړۍ، ددې ربړونو اجر ورکړي، په حقیقت کې د دوی دا عقیده، له «اسلامي فکر» څخه نه ده راولاړه شوې، په دې باب، دوی له آخرته ناسمه پوهه لري، قرآن ورته وایي:

(( وَمَن كَانَ فِي هَـذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلاً[29]= او څوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندو) ړوند وي؛ نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بېلارې وي.))

حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ویلي:

«لا رهبانیة فی الاسلام= په اسلام کې له نړۍ مخ اړونه او ګوښېدل نشته.»

دغسې په اسلامي روایتونو کې راغلي:

«د نړۍ لپاره داسې وسه، ته وا تل به دلته وسې او د آخرت لپاره داسې وسه، ته وا سبا به مرې.»

«زما له لارویانو نه دي، څوک چې نړۍ د آخرت او یا آخرت د نړۍ لپاره پرېږدي.»

د انسان د کړنو انځورنه

له قرآن کریم او اسلامي روایاتو استنباطېږي، چې نه یوازې انسان؛ بلکې کړنې او آثار یې هم ضبط او خوندي ساتل کېږي او له منځه نه ځي، او انسان په «قیامت» کې، خپلې ټولې کړنې او آثار «مصور» او «انځور شوې» ویني؛ داسې چې خپلې نېکې کړنې او آثار په خوار ښکلي او خوندوره بڼه او ناوړچاري او آثار یې په ناوړه او رنځوونکې بڼه ویني.

(( يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا[30]= پر هغه ورځ به هر څوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي او دا هيله څرګندوي، چې (كاش) دده او د بدو كړنو ترمنځ يې ډېر (زماني) واټن واى او پر بندګانو خوږمن الله تاسې ‏له خپلې (سرغړونې) وېروي.))

(( وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا[31]= خپل ټول كړه به حاضر مومي او ستا پالونكى پرهېچا تېرى نه کوي.))

په هغې نړۍ کې د انسان د کړنو او آثارو انځورېدل، د انسان د وجود نه بېلېدونې برخه وي.

قیص بن عاصم (رض)، چې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم له یارانو ځنې و، د خپل ټبر له یوې ډلې خلکو سره، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته ورغی او له آنحضرت یې نصیحت وغوښت. آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم څوم جملې ورته وویلې، چې یوه یې دا ده: «د هغې نړۍ لپاره، همدا اوس ښه ملګري او دوستان غوره کړه، چې په حقیقت کې د هغې نړۍ ښه ملګري، د هر چا نېکې کړنې دي.»

د دنیوي او اخروي ژوند ترمنځ ګډ او بېل ټکي

لومړی ګډ ټکي:

(۱) په دوړاو نړیو کې ژوند شته.

(۲) دلته او هلته، انسان پر خپل ځان او څه چې ورپورې اړه لري باخبره دی.

(۳) دلته او هلته، خوند و رنځ، ښادي و غم، نېکمرغي و بدمرغي دواړه شته.

(۴) دلته او هلته، پر انسان، حیواني او انساني ځانګړې غريزې واکمنې دي.

(۵) دلته او هلته انسان بشپړ ژوند کوي.

(۶)په دواړو نړیو کې فضا او اجرام شته.

دویم؛ بېل ټکي:

(۱) دلته زوکړه، کوشنیتوب، ځواني، زړښت او مرګ شته؛ خو هلته نشته.

(۲) دا د کار، عمل، فعالیت او کرلو ځای دی؛ خو هلته به د کړیو کړنو مېوه خورې.

(۳) دلته انسان د خپل برخلیک د بدلون لپاره عمل او د یون مسیر ته بدلون ورکولای شي؛ خو هلته یې نشي کولای.

(۴) دلته ژوند او مرګ سره مل دي. پردې سربېره، په ځانګړیو شرایطو کې بې روحه ماده (مړه ماده) پر ژوندۍ مادې او ژوندۍ ماده پر مړې مادې بدلېږي؛ خو هلته یوازې محض ژوند دی او هر څه پکې ژوندي وي.

(۵) دا د ځانګړیو زماني شرایطو، علتونو، لاملونو، یون او تکامل نړۍ ده؛ خو هغه نړۍ یوازې د الهي ملکوت او الهي ارادې نړۍ ده.

(۶) هلته د انسان له مخې پردې لرې کېږي او لیده کاته یې زیاتېږي، چې حقایق ښه درک کړای شي.

ق\ ۲۲: فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ

د قیامت په اړه د قرآن کریم دلایل

قرآن د معاد او د انسان د بیا راژوندي کولو پر موضوع، په عقلي او تجربي لاسوندونو استدلال کړی، چې دا استدلال، نه یوازې د قرآن کریم د لارویانو؛ بلکې نورو لپاره هم د پاملرنې وړ دی. ددې ډول استدلال، یوه ګټه دا ده چې موږ سیده د قیامت له بهیر سره اشنا کوي.

په دې باب د قرآن کریم استدلال په (الف) او (ب) برخو ویشو.

د (الف) په برخه کې درې ډوله استدلال شوی، چې د معاد «امکان» او شونتیا یې جوت کړی دی.

د (ب) برخه کې دوه ډوله استدلال شوی، چې نه یوازې د معاد «امکان»؛ بلکې د معاد «اړتیا» یې زباد کړی دی.

(الف)

(۱) د انسان لومړني پنځون ته اشاره

الله تعالی د قرآن مجید د آیتونو په ځينو برخو کې د معاد منکرین، د انسان لومړني پنځون ته ورمتوجه کړي او په دې باب یې تفکر او اندنې ته رابللي.

((أَلَيْسَ ذَلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَى [32]=ايا دا [الله] نشي كړاى مړي راژوندي كړي؟! (هو! کړاى شي) ))

((وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ [33]=او الله هغه (ذات) دى، چې هستونه پيلوي، بيا يې (هم) راستنوي او دا (كار) ورته اسان دى او په اسمانونو او ځمكه كې [د هر ډول پنځون] اوچتې بېلګې یوازې ده ته دي او هغه بريمن حكيم دى. ))

((وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ .قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ[34]=او مثال یې راته راوړ او خپل پنځون يې هېر كړ، و يې ويل: ((څوك به دا وراسته هډوكي راژوندي كړي؟! ووايه: ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيدا كړل او هغه په هر (ډول) پنځون ښه پوه (او وسمن) دى؛ ))

(۲) د الله تعالی ناپایه ځواک ته اشاره

د معاد منکرین، چې د انسان د بیا راژوندي کولو ستره پېښه په خپل محدود ځواک سنجوي؛ نو ناشونې ورته ښکاري او منکرېږي ترې؛ خو که پر هستۍ، د الله تعالی له نامحدود ځواکه سترګې پټې نه کړي؛ نو خپل انکار/ نټه به ورته معقول او منطقي و نه برېښي؛ نو ځکه د قرآن حکیم په یو شمېر آیتونو کې، د الله تعالی نامحدود ځواک ته اشاره شوې او د الله تعالی د مطلق ځواک د څو بېلګو په ښکاره کولو استدلال شوی، چې د انسان بیا راژوندی کېدل شونې دي.

((أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَلَّن نَجْمَعَ عِظَامَهُ . بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُ [35]= ايا انسان انګېري، چې هډوكي به يې راټول کړاى نشو؟!

هو موږ يې ان د گوتو [د سرونو د بېلابېلو کرښو] په جوړولو وسمن يو.))

((وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ [36]=او دوی الله؛ څنګه چې ښايي، و نه پېژانده او د قيامت پر ورځ یې ټوله ځمكه (د قدرت) په ګورت كې ده او اسمانونه به يې (د قدرت) په ښي لاس كې نغښتي وي. هغه پاك دى او تر هغه ډېر لوړ دی، چې دوى يې ورشريكوي.))

((أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ [37]=ايا نه پوهېږي، هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او په پنځون كې یې (بېوسې او) ستړى شوى نه دى (؛ نو) مړي هم راژوندي کولاى شي؟ هو! (؛ ځكه) چې هغه پر هر څه وسي دى.))

(۳) د مرګ نظام او په طبیعت کې د ژوند دوران

په یو شمېر آيتونو کې، تر مرګ روسته ژوند، د پنځون/ پنځون له نوامیسو او د طبیعت عادي جریان ګڼل شوی او هغوی چې له «معاد» نه انکار/ نټه کوي، په طبیعت کې د مړیو ژوندي کېدل او د ژوندیو د مړه کېدو د همېشني بهیر څېړنې ته رابلل شوي دي.

((يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُونَ [38]= ژوندی له مړي راباسي او مړی (هم) له ژوندي او ځمكه تر خپل مړاوي کېدو روسته بیا ژوندۍ كوي [او ډډوي] او همداسې تاسې هم (له قبرونو) راايستل كېږئ.))

همداراز رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي: «اذ رایتم الربیع فاکثروا اذکر النشور= چې پسرلی مو ولید؛ نو قیامت ډېر ډېر یادوئ»

نو ځکه پسرلی د طبیعت قیامت دی، چې ددې مثال په یادولو سره موږ د انسان او نړۍ قیامت باورولو ته رابولي.

(ب)

په دې برخه کې د معاد د «اړتیا» په اړه ویینه شوې ده.

(۱) معاد د الهي عدالت/ نیاو په رڼا کې

د قرآن کریم په یوه شمېر آيتونو کې، قیامت د «الهي عدل» لازمه ښودل شوی او نه پېښېدل یې د «عدل» پرخلاف ښودل شوی؛ نو څنګه چې له عالِم «الله تعالی» تېری او ظلم نه کوي؛ نو ځکه د قیامت په راتلو کې هیڅ شک او اړنګ نه پاتېږي.

د انسانانو ژوند ته په کتو، دا حقیقت څرګندېږي، چې په نړۍ کې ټول انسانان یو رنګ نه دي، ځينې چې د «الهي ارزښتونو» د عملي کولو په لار کې، د «ځان ځارونې» او ایثار/ سرښندنې پړاو ته رسېدلي، ددې عمل «اجر» باید وویني او ځينې چې د شیطاني او طاغوتي ناوړه موخو د سر ته رسولو په لار کې فعالیت کوي، باید د خپل عمل «سزا» وویني.

بلخوا پر هستۍ واکمن نظام، اجازه نه راکوي، چې هر څوک د خپلو «صالحو» یا «فاسدو» کړنو، مناسب «اجر» او «سزا» ومومي؛ نو ځکه د «الهي» عدل غوښتنه ده، چې په دې نړۍ پسې، یوه بله نړۍ او نظام وي، چې پر ټولو د الله تعالی عدل پلی شي او له ټولو سره حساب وشي، ظالم له مظلومه جلا شي، فاسدان او فاسقان د ذلت او خوارۍ کندې ته او صالحان او نېکان، د پالونکي د همېشني نعمتونو مقام ته ورسي؛ نوځکه د قیامت یوه نامه «یوم الفصل» هم ده؛ یعنې د «حق او باطل»، «نېکانو او بدانو» د بېلتون ورځ.

))وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ=[39] او (ورته ويل كېږي:) ای مجرمانو نن (له نېکانو) ‏بېل شئ. ))

که بې له دې نړۍ، بله نړۍ نه وي؛ نو «نېکي» او «بدي»، «سوله» او «فساد» به یو شی ګڼل کېدای، چې دا هیڅکله له الهي عدل سره نه ښایي.

د پنځون نظام، پر «عدل» ولاړ دی، چې د حق خاوند ته هماغه خپل حق ورکول کېږي او هر څوک د خپلې وړتیا هومره، د «الهي لورنې» له پراخ دسترخوانه ګټنه کوي او د هیچا حق، ان که د «ږدن» د دانې هومره هم وي، نه ضایع کېږي، هر چا ته د خپلو کړنو سزا رسي.

  1. ((أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ[40]= ايا هغوى چې بدې چارې او ګناهونه كړي، انګېرلې ده، چې موږ به دوی د هغو كسانو په څېر کړو، چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې يې) كړي (داسې) چې د دوی ژوند او مرګ یو رنګ دی؟! څومره بده پرېكړه كوي!))

(( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ[41]= ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي، د هغه چا په څېر كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي يا متقیان د بدچاريو په څېر كړو؟!((

(۲) معاد؛ د الهي حکمت په رڼا کې

الله حکیم ذات دی، هر څه یې د یوې موخې لپاره پنځولي؛ نو ځکه د انسان او نړۍ پنځون هم د یوې موخې لپاره دی او داسې نه ده، چې انسان او نړۍ بې موخې پنځول شوې او هډو کومه موخه و نه لري.

قرآن کریم د الهي حکمت له مخې، په یوه شمېر آیتونو کې استدلال کړی، چې معاد چورلټ راتلونکی دی او داسې نه ده، چې د انسان په مرګ یې کړنې هم مړې کېږي؛ بلکې دا د «الهي حکمت» غوښتنه ده، چې د انسان ژوند په بله نړۍ کې، په نوي ډول دوام ومومي.

د قرآن کریم په ډېرو آيتونو کې، د الله تعالی پر لوري د انسان ورتګ ته اشاره شوې ده:

((وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنتَهَى[42]= او داچې (د كار) پاى يوازې ستا د پالونكي پر لوري ده))

د الله تعالی پر لوري د انسان ورتګ ددې څرګندونکی دی، چې انسان د چټي او بېځایه کار لپاره نه دی پنځول شوی.

((أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ[43]= نو ايا تاسې انګېرئ، چې موږ خوشې پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟!))

د قرآن کریم په ډېرو آیتونو کې، نه یوازې د انسان؛ بلکې د ټولو چارو ورتګ، د الله تعالی پر لوري دی؛ لکه

((لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ[44]= ووايه:((شفاعت بشپړ د الله ‏(په واک کې) دی؛ (ځكه) د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د هغه ده، بيا یې لوري ته ورستنول كېږئ.))

نو د «الهي حکمت» غوښتنه ده، چې نړۍ او انسان، پر خپل تلونکي مسیر د نه زوالېدونې موخې پر لوري روان دی.

پای

[1] نجم- ۳۱

[2] (روم- ۲۷)

[3] (الاحقاف- ۳۳)

[4] (سبا-۳)

[5] (الاحقاف- ۳۳)

[6] (یس- ۸۲)

[7] النازعات- ۲۷:

[8] الاحقاف- ۳۳

[9] بقره- ۲۰۹

[10] مائده- ۱۱۰

[11] کهف- ۲۵

[12] حج- ۵

[13] پورته آیت

[14] انشقاق- ۶

[15] یس- ۵۹

[16] ص- ۲۸

[17] الجاثیه- ۲۱

[18] نجم- ۴۲

[19] المؤمنون- ۱۱۵

[20] رعد- ۳۱

[21] مرسلات- ۷

[22] لیل- ۱۳

[23] ضحی- ۴

[24] په دې باب وګورئ:(۱) ارواښاد مودودي، له مرګه روسته ژوند، عقلي زباد (۲) له اروایي پلوه هندي ارواپوه جی پی واسوني، تر مرګ روسته ژوند په باب ښې څېړنې لري، کتاب یې په پښتو هم ژباړل شوی دی؛

[25] نساء- ۹۷

[26] د مؤمنون\ ۹۹- ۱۰۰ آیتونه

[27] نحل\ ۳۲

[28] د مؤمن یا غافر ۴۵ او ۴۶ آيتونه

[29] الاسراء\ ۷۲

[30] آل عمران\ ۳۰

[31] کهف\ ۴۹

[32] قیامت\ ۴۰:

[33] «روم- ۲۷»

[34] «یس- ۷۸ او ۷۹ آیتونه»

[35] قیامت\ ۳- ۴ آيتونه

[36] زمر\ ۶۷

[37] احقاف\ ۳۳ آيتونه

[38] روم\ ۱۹

[39] یس\ ۵۹

[40] جاثیه\ ۲۱

[41] ص\ ۲۸

[42] نجم\ ۴۲

[43] المؤمنون\ ۱۱۵

[44] الزمر\ ۴۴ آيت

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!