تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع :ملګری   غوره ملګری هغه دی، چې ستا او د هغه ترمنځ منځګري ته اړتیا نه وي. غوره ملګری هغه دی، چې پر اخرت دې میین کړي، په دنیا کې دې متقي او د الله تعالی د اطاعت په لار کې دې مرستندوی […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې

موضوع :ملګری

 

غوره ملګری هغه دی، چې ستا او د هغه ترمنځ منځګري ته اړتیا نه وي.

غوره ملګری هغه دی، چې پر اخرت دې میین کړي، په دنیا کې دې متقي او د الله تعالی د اطاعت په لار کې دې مرستندوی وي

غوره ملګری هغه دی، چې په خیر کې ملاتړی، نېکي کوونکی او پر خپل دوست لورین وي.

د الله تعالی یادوونکی، د هغه ملګری دی

د زغمناکو ملګری وسه، چې زغم زیاتوي

ښه ادب، غوره یار او غوره ملګری دی

نېک خوی، غوره ملګری او ځانمني پټ درد دی

ښه بریا، غوره ملګرې او ښه کار، غوره ملګری دی

د بریا په څېر، ملګری نشته.

د ښه خوی په څېر، ملګری نشته.

تر صبر، غوره ملګری نشته.

تر حقیقت، عزتمن ملګری نشته

د ناصح ملګری، صالح عمل دی

عقل، غوره ملګری دی. 

ملګری وسه، چې ازمېښت وکړې.

دین، ښه ملګری دی. 

ادب د عقل ښه ملګری دی.

زغم، پوهې ته ښه ملګری دی.

قناعت، د پرهېزکارۍ ښه ملګری دی

تر عذر او بښنې غوښتو، بریمن ملګری نشته

کبرجن، ملګری نه لري.

کنجوس، ملګری نه لري

حرص، بد ملګری دی.

ناپوهي، ناوړه ملګری دی.

دښمن، بد ملګری دی

کینه کښ، بد ملګری دی

د چا ملګری چې خیانت وکړي، تدبیر یې باطل او پوچېږي

څوک چې بې انصافه شي؛ ملګری نه مومي

څوک چې له خپل دښمن (نفس) سره ملګری شو؛ نو تنه یې ډنګرېږي.

څوک چې له ناوړچارو سره ملګری شي، روغ نه پاتېږي

د چاچې شر ډېر وي، ملګری یې ترې هم خوندي نه وي.

څوک چې له ناپوه سره ملګری شي؛ نو پوچ او چټیات به اوري.

څوک چې سم او پتمن ملګری لټوي؛ نو نږه دې لټوي

عقلمن د عقلمن ملګری وي

ناپوه د ناپوه ملګری وي.

پرهېز، ښه ملګری دی

ملګری او دوست، خورا نژدې خپلوان دی.

ناحق (باطل)، خورا کمزوری ملګری دی

کینه کښ، دوست او ملګری نه لري

هوس، وژوونکی ملګری دی.

ملګری، د جامو د پیوند په څېر دی؛ نو همرنګه یې غوره کړه.

مؤمن خو ملګری، مینناک او مهربان دی

د ځيرک ملګری حق او باطل یې دښمن دی

پتمن ملګری، له دوو ملاتړو، غوره یې دی

ښه ملګری، غوره ملاتړ او په دوستۍ کې پایښتی دی. 

په دنیا کې ملګری؛ لکه په دین کې ملګری دی

د ناوړچارو ملګری، د هغه په څېر دی، چې پر سمندر سور دی، که له ډوبېدو بچ شو؛ نو د سمندر له ډاره خو بې غمه نه وي.

نرم خوی، غوره ملګری دی.

څوک چې د خپلو دوستانو ژمنه پوره نه کړي؛ نو ملګری یې ضایع کړی دی.

څوک چې ملګری و نه لري؛ کومه پناه نه لري.

څوک چې بدخویه وي، دوست او ملګری یې دښمنېږي.

ملګری؛ یعنې هغه انسان چې هغه ته یې؛ خو یوازې تنه یې درنه بېله ده.

ناپوهي، سرغړانده سورلۍ ده، څوک چې پرې ورسور شو؛ نو وښویېد او څوک چې ورسره ملګری شو، بې لارې شو.

لراندی هغه دی، چې ښه ملګری پیدا کړی؛ ځکه انسان په خپل ملګري پېژندل کېږي. 

سوکالي په درېيو څيزونو ده: ګوازاره کوونکې کورودانه، نېک اولاد او موافق ملګری. 

بدي، خورا بده لار او بدچاری خورا بد ملګری دی.

څوک چې خپل خوی سم نه کړي، ملګری یې ترې نه برخمنېږي.

دروغجن سره مه ملګری کېږه؛ خو ناچار وې؛ نو خبرې یې رښتیا مه ګڼه او مه یې خبروه، چې خبرې یې نه باوروې؛ ځکه دوستي دې پرېږدي؛ خپل خوی نه.

له بد ملګري سره ناسته مه کوه، چې نژدې ملګری هلاک او بې پته کوي.

هر ملګری چې د ځان سمونې په لار کې مرسته درسره و نه کړي؛ نو که (غور وکړې او) او پوه شې، ملګرتوب یې درته وبال او دروند دی.

د هغه ملګرتیا مه کوه، چې اند یې منې؛ خو عمل یې نه؛ ځکه ملګری یې له ملګري پېژندل کېږي.

له حرصه ډډه وکړئ، چې دین بدرنګوي او ناوړه ملګری دی

له بدچاري ملګری ډډه وکړه، چې خپل دوست په ناڅيزه او ډېر لږ څیز پلوري

پتمن رور او پاکلمنی ملګری، غوره ملاتړي دي.

رښتیا، د دنیا له پستۍ داچې پر یوه حال نه پاتېږي، تل ادلون بدلون مومي، د یوې برخې سمونه یې، د بل په ویجاړۍ پای مومي او یو ملګریؤ د بل ملګري په غم خوشحالوي؛ نو پاتېدل پکې خطر، ډاډمنېدل پرې سخته غولېدنه، تلپاتېینه پکې ناشونې او ډاډ او تکیه پرې بې لارېتوب دی.

رښتیا، ملګري ته ملګری وایي، چې ستا د دیني چارو په سمونې کې ملتیا کوي؛ نو دا مهربان ملګری دی.

چې ځان ته دې ملګری وټاکه؛ نو ایل یې وسه او په سمې وفا او ښې پاکۍ ورسره چله.

په خپل کار کې دې داسې لار ولټوه، چې دلیل دې زباد او په وده او ښیون کې دې ملګری وي.

ښه ملګری، نعمت دی

د الله تعالی یاد، د لیدانو رڼا کوونکی او د زړونو مونس او ملګری دی

ناوړګوماني خپل ملګری تباه کوي او لرې کوونکی له ځانه شړي

کینه، خورا ناوړه څيز دی، چې له انسان سره ملګری کېږي

ناپوه، خورا ناوړه ملګری دی

بد ملګری، د اور یوه ټوټه ده

ناپوه ملګری خو رنځور او سپېره دی. 

د عقلمنو ملګری وسه، له پوهانو سره ناسته پاسته کوه او پر ځاني غوښتنو لاسبری شه، چې د پرښتو ملګری شې.

د حکیمانو ملګری وسه، له زغمناکو سره ناسته پاسته کوه او له دنیا ډډه؛ نو اوچتترین جنت به دې مېشتځی وي.

د هر چا ملګری یې خپل عقل او دښمن یې خپله ناپوهي ده

ناپوه ملګری، په کړاو کې دی.

ناپوه ملګری، د تباهۍ پر پاڼ ولاړ دی.

ملګری دې هغه دی، چې (له بدیو) دې وژغوري او غلیم دې هغه دی، چې دې تېرباسي.

نهیلي خپل ملګری تباه کوي.

له احمق ځان ساته، هسې نه ملګری یې شې، بدکاري مه کوه، هسې روږد پرې شې او ظلم هم مه کوه، هسې نه راکړه ورکړه ورسره وکړې.

هر څيز یو آفت لري او د نېکۍ افت، بد ملګری دی.

پر حق او رښتیا ډډه کوه، چې حق پتمن ملګری دی.

 (په ټولو چارو کې) رښتین وسه، چې رښتیا غوره ملګری او مرستندوی دی.

څوک چې دې د اخرت پایښتي کور ته وبولي او د اخروي چارو مرستندوی شي؛ نو دا دی لوراند ملګری دی.  

 

سرچینه : غرر الحکم

لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!