بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې موضوع : کینه کینه، انسان رنځوروي. کینه، ټولنه شیندي. کینه، خورا ناوړه رنځ دی. کینه، د روح بندي کول دي. کینه، د کینه کښو خوی دی. کینه، غم زېږې ده کینه، د بدۍ تخم دی. کینه، د بدیو څوکه ده. کینه، ښې کړنې له […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې
موضوع : کینه
کینه، انسان رنځوروي.
کینه، ټولنه شیندي.
کینه، خورا ناوړه رنځ دی.
کینه، د روح بندي کول دي.
کینه، د کینه کښو خوی دی.
کینه، غم زېږې ده
کینه، د بدۍ تخم دی.
کینه، د بدیو څوکه ده.
کینه، ښې کړنې له منځه وړي.
کینه کښ، تل رنځور دی.
کینه، ژوند تنګوي.
کینه کښ، نه سپېنېږي او خلاصېدای نشي.
کینه کښ، دوست او ملګری نه لري
کینه، بدن له منځه وړي.
مړنی، کینه نه کوي.
کینه، خورا بدرنګ عیب او نیمګړتیا ده.
کینه، بدن اوبه کوي.
کینه کښ، نه رغېږي.
کینه کښ، نه سړی کېږي.
کینه، غم پنځوي.
کینه، د شیطان ډېر ستره او دقیق لومه ده.
کینه کښ، د الله تعالی پر مقدراتو غوسناک دی.
کینه، بې درمله رنځ دی.
کینه، د پرېوتیو خلکو خوی او د دښمن لار ده.
کینه کښ په خپګان کې خوشحال او په ښادیو کې خپه وي.
کینه کښ، یوازې د نعمت په ځوړ خوشحالېږي.
کینه، یو دردناک درد او پټ رنځ دی.
کینه، یو ټيټ خوی او تباه کوونکی رنځ دی.
د کینه کښ خپګان، پرېمانه او ګناهونه یې دوه ګرایه دي.
ټګي او کینه، له ایمان سره نه جوړېږي.
کینه، یو له دوو عذابونو ده
کینه، له دوو بدیو خورا رذیله او پرېوتې یې ده.
له ښاغلي سره کینه کېږي او سختي، ټولمنلی مینناکوي.
کینه کښ تل دردمند او کنجوس تل ذلیل دی.
ټوکې او چټې خبرې، واټن پیدا کوي او کینه او دښمني راولاړوي.
له کینه کښو حیرانتیا ده، چې څومره له خپلې روغتیا ناخبره دي.
کینه کښ، له کینه کړای شوي د نعمت ځوړ، ځان ته نعمت بولي.
حسد، بې درملو درد دی، چې له منځه نه ځي؛ خو داچې کینه کښ هلاک شي یا محسود (هغه چې کینه ورسره شوې) ومري.
کینه، حسنات او نېکۍ خوري؛ لکه اور چې خس خوري.
کینه کښ، د ځان رنځ او غم یې دوه ګرایه دی.
کینه کښ تل دردمن وي، که څه روغ وي.
کینه کښ، غمجن دی
د کینه کښ په خبرو کې دوستي او په کړنو کې یې دښمني ده؛ نوم یې د دوست او کړنې یې دښمنۍ دي.
غوسه، پټه کینه راپاروي.
کینه، د ناوړچارو وګړیو خوی دی.
کینه، پټ اور دی، هله یې مړ کولی شي، چې پرې ورلاسبر شي.
حسد یو رسوا کوونکی عیب او درنه کنجوسي ده؛ نوځکه د کینه کښ کینه هله سړېږي، چې کینه وکړي.
کینه مه کوئ چې انسان نیمګړی کوي.
له چُغلۍ او خبرلوڅۍ ډډه وکړئ، چې کینه ګري او (انسان) له الله تعالی او خلکو لرې کوي.
له بدې خبرې ډډه وکړئ، چې په زړونو کې کینه راولاړوي.
کینه، خورا رټلی خوی دی.
کینه کښ، ناوړه انسان دی.
د کینه کښ زړه، سخت ناپاکه زړه دی.
رښتیا، له دښمنانو او کینه کښو سره دې احسان وکړه، ددې پرځای چې بدچلن ورسره وکړې او دا کار به یې ښېګڼو او سمونې ته ورسېخ کړي. (د بد چلن پرځای نېکي ورسره وکړه)
رښتیا، عقلمن هغه دی، چې کینه کښ نه وي.
چې کینه وورېږي؛ نو تباهي راټوکوي.
کینه کښ، بد ملګری دی.
کینه کښ، بد خپلوان دی.
د دوست کینه، د دوستۍ له ناخوښۍ ده.
کینه، د رذایلو جرړه ده.
کینه کښي، د عیبونو جرړه ده.
ډېر ځل، کینه له ټوکو پیدا کېږي.
ډېر دوستان شته، چې کینه کښ دي.
کینه، د غم لامل دی.
کینه کښي، فتنې راولاړوي.
کینه، د پرېوتو وسله ده.
کینه، خورا ناوړه څيز دی، چې له انسان سره ملګری کېږي.
کینه او ناپاکي، خورا ناوړه څيز دی، چې په زړه کې اچول کېږي
کینه کښي له ډېرې سختې کینې راولاړېږي.
زړونه مو له کینې پاک کړئ، چې کینه غم راولاړوونکې او خواروونکی رنځ دی.
چې نعمتونه رابرسېره شي؛ نو کینه کښ زیاتېږي.
د غوسناک، کینه کښ او حاسد سزا، له خپل ځانه پیلېږي.
د ناپوه سزا تاوان دی او د کینه کښ ښادي، پایښتې نه وي.
ډېره ټپسوري، زړونه کینه کښوي او دوستان توري کوي
ډېره ناپوهي، د دښمنۍ او کینه لاملېږي.
لکه څنګه چې زنګ اوسپنه خوري او له منځه یې وړي، دغسې کینه هم بدن رنځور او خواروي.
له مشر سره ټوکې مه کوه، چې کینه درسره پیدا کوي.
له دنیاپالو سره ملګرتیا مه کوه، که تنګلاسی شې، ټیټ دې بولي او که شتمن شې، کینه درسره کوي.
کینه مه کوئ؛ ځکه کینه، ایمان داسې له منځه وړي؛ لکه چې اور خس سوځوي او خپلمنځي دښمني مه کوئ، چې سپېره ده
ډېر ټپسورول مه کوه، چې کینه راولاړوي او له هغه سره پخلا کېږه، چې د پخلاینې ترې هیلمن یې.
کینه کښ دوست نه لري
کینه کښ، خوشحال نه وي.
مؤمن، کینه کښ نه وي
د کینه کښ تر ژونده، سپېره ژوند نه وي.
کینه کښ چې له چا سره کینه کوي، هله راضي کېږي، چې ومري یا نعمت ترې ځوړ شي
مؤمن، کینه کښ او کنجوس نه دی.
د تکړه پوه ځانګړنې دا دي: تر ځان اوچت سره کینه و نه کړي، تر لاس لاندې ټيټ و نه ګڼي او په خپلې کړنې، دنیوي څيزونه ترلاسه نه کړي
کینه د پرهېزګارانو خوی نه دی.
څوک چې بدچاري وکړي، خپل کینه کښ یې رغولي دي.
د چاچې کینه ډېره وي، غورېدل یې لږه وي.
څوک چې له خپل ولس سره بد وچلي؛ نو خپل کینه کښ یې خوشحاله کړي دي.
د چاچې کینه ډېره وي؛ نو خپګان یې اوږدېږي.
څوک چې ډېرې ټوکې کوي؛ نو د خلکو کینه به ورسره ډېره او سپک به ورته کتل کېږي.
څوک چې په زړه کې کینه وکري؛ نو ستونزې او خپګانونه به رېبي.
پر نعمت د ملګري کینه، د همت له لنډونه راولاړېږي.
څومره لږه ده، د کینه کښ سوکالي.
څومره ستونزمنه ده، د کینه کښ ښادي.
د خوښۍ پرمهال دې، د کینه کښ خپګان، درته شفا ده
سرچینه : غرر الحکم
لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي