تبلیغات

اوس مې دوه تنه را پریاد شول چې يو يې ” تويوهيكوكاګاوه” دى. كړنلار يې د مسيح ښوونې وې؛ د مسيح لپاره ژوندى و،فكر او ذكر يې مسيح و. پردې ستر شخصيت يې د جاپان ګاندي نوم کېښود؛خو زما په اند زموږ د وخت سنت فرانسيس و؛ له وړوكتوبه یې ايمان، سادګۍ او له نشتمنو […]

اوس مې دوه تنه را پریاد شول چې يو يې ” تويوهيكوكاګاوه” دى. كړنلار يې د مسيح ښوونې وې؛ د مسيح لپاره ژوندى و،فكر او ذكر يې مسيح و. پردې ستر شخصيت يې د جاپان ګاندي نوم کېښود؛خو زما په اند زموږ د وخت سنت فرانسيس و؛ له وړوكتوبه یې ايمان، سادګۍ او له نشتمنو سره مينه درلوده، له غمځپلو سره یې همدردي وه او د ستونزو او غمونو پر وړاندې موسكی و او پراخې سينې یې را ته “اسينه” راياداوه.

په دې مادي زمانه كې كاګاوا دا مېړانه درلوده، چې د مسيح لاروې وي، مينه وكړي او ايمان ولري . هغه د نشتمنۍ،سادګۍ او د سرښندنې پلوی و.

هغه به ويل : نشتمني بشپړ خلاصون دى. چې هر څه یې پرېښوول او له نشتمنو ‏سره يې ژوند پيل كړ؛نو خپلو ډېرو ملګرو ورته لېونې وايه. ان تردې چې ځينې رښتيا پردې ګروهمن ول، چې ماغزه او عقل يې له لاسه وركړې؛ خو كاګاوا په موسكا وويل : په مينه كې خوشاله يم، مجنون شوم؛ خو ځانته غره شوې نه يم؛ ځكه چې له دې كاره مې بله چاره نه درلوده.

خو هغه بل سړى مې چې ذهن ته راغلې، زما يو ملګرى دى،چې انسان دې او د ټولو غوندې د خپګانو او تشويشونو ښكار کېږي . څو ورځې مخکې په روغتون كې بسترې شو، روغتون ته تر تلو مخکې دلته راغى، تشويش او خپګان يې په څېره كې له لرې پېدا و.هغه به ويل : وېرېږم چې چېرته په روغتون كې مړ نشم.

د ننني انسان د پېژندګلو نښه وېره ده، موږ له خپل ځېل،نشتمنۍ، بېكارۍ، بې احترامۍ، كم لطفۍ، ناروغۍ او له مړينې وېرېږو.

موږ ان له ژوند څخه هم وېره لرو تل له دې وېرېږو،څه چې په ژوند كې لرو، له لاسه یې ور نه کړو.

يوه ښځه مې پېژنده چې يو کوچنی صندوق به تل ورسره و . په صندوق كې یې څه جواهر جمع كړي ول،څه مودې ته زموږ مېلمنه و؛ نو دا صندوق يې له سترګو نه لرې كاوه . ان تردې چې د شپې به څو ځلې راپاڅېده او پر صندوق به يې ګوتې وهلې، چې شته او كه نه .

هو! موږ په وېره كې ژوند كوو، په وېره كې كار كوو، په وېره كې روان يو او په وېره كې خبره كوو؛ خو داسې خلك هم پېدا کېږي، چې ددې وېرې او وحشت په مهال د مېړانې بېلګې دې، چې “كاګاوا” هم يو له هغوى ځنې دى .

هغه په روغتون كې بسترې و او د سترګو ديد يې له لاسه وركړى و، مياشتې مياشتې يې په يوه تياره كوټه كې پر پانسمان سترګو تېرې كړې . ورته به يې ويل : روغتيا دې له لاسه وركړې،د سترګو ديد دې له لاسه وركړې، آيا ته له مړينې نه وېرېږې؟

هغه به پر سړه سينه جواب وركاوه : په دې ستره هستۍ كې، چې د څښتن د ستورو له رڼا ډكه ده او په هر ځاى كې پكې څښتن وينم؛نو له هېڅ څيزه نه وېرېږم،چې ‏په دې تياره كوټه كې بستري يم؛ نو څښتن رڼا رابښي . كله راباندې د دوزخ له اوره سخت درد راشي؛ خو په هغه دردونو كې هم راباندې د څښتن رحمتونه راورېږي او ما پخپله غېږ كې نيسي؛له ما سره خبرې كوي،زما كټ، اوښكې، دا پټۍ چې سترګې پرې تړل شوي، ددې كوټې چت او ځمكه، د مرغيو اوازونه، ټول راسره خبرې كوي .څښتن هم له ما سره خبرې كوي.ددې هستۍ ټول بې ځانه مخلوقات هم راسره خبرې كوې؛ نو همدا ده چې په دې تپه تياره كې هم يوازې نه یم.

هغه ته يې وويل: ته ډېر زيات كړېدلې يې ! آيا له دې وضع خپه نه يې؟ ځواب يې وركړ: آيا خلك له دې چې وزرې نه لرې خپه نه دي؟ هغوى د وزرو پر ځاى الوتكه جوړه كړه او همدا موضوع د سترګو په اړه هم ده ،چې كه چا د سترګو ديد له لاسه وركړ؛ نو بايد د زړه سترګې خلاصې كړي . زما څښتن پخپله نور دى.سره له دې چې بهرنۍ نړۍ تياره ده؛ خو زما د زړه كوټه د څښتن په تلپاتې نور روښانه ده .

كاګاوه ګروهمن و،چې كوم غمونه او خپګانونه، چې راباندې راځي د څښتن پورګرام دی،چې په ژوند كې مو پلي کېږي .د عالم څښتن او پر نړۍ عاشق كله هم نه غواړي، چې چا ته ضرر ورورسوي.

په هر درد او غم كې يو مطلب او حكمت پټ دى هر غم او خپګان،چې راباندې راځي، پكې يو داسې درس پټ وي،چې ورته ډېر ‏اړمن یو؛ خو په دې حقيقت يوازې هغوی پوهېږي،چې په خوشالۍ او پراخه سينه هغه څه ومني ،چې ورته راپېښ شوي وي‏ او له ‏څه هم ډډه ونه کړي .

په خوشالۍ او پراخه سينه د څښتن خوښې ‏ته غاړه ايښوول زموږ ژوند ته د سپېڅلتیا ‏او ارامتیا لار ښيي،چې د څښتن په لوري روانه ده كېداى شي دا لار ‏له غمونو او كړاونو سره وي؛خو هغوی چې د ژوند تجربې په سمه توګه ومني، له ټولو وېرو او خطرو به په امان كې وي او همداسې انسان ته به يو ستونزه هم ملاماتې نه وي.

پکار نه ده چې په ژوند كې ‏لوى ناورين په تمه شو،چې د څښتن رضا ته غاړه ایښوونه ‏زده كړو.بايد په موسكا او پراخه سينه د څښتن رضا ته په هر غم او كړاو کې غاړه كېږدو. په هر ساده او ستونزمن كار کې د څښتن رضا ته ګورئ. راځئ چې هر څه په خوشحالۍ ومنو‏ او په هره وړه خوشحالۍ کې د څښتن شكر وکړو او ځان پوه كړو، څه چې راپېښېږي، پكې رحمت او الهي حكمت پټ دى او همدا به وي، چې د وجود كمالونه او پاکي به مو ورځ پر ورځ زياته شي.

چې کله ړنديدو كاګاوا ګواښاوه؛ نو ځينو به ويل : كاګاوا پخپل ژوند کې څښتن ته تسليم و؛ نو ولې څښتن هغه له دې بلاګانو څخه نه ساتي او د سترګو ديد بېرته نه وركوي؟

هغوى هم زموږ غوندې نه پوهېدل، چې ولې بايد خدايې انسان غمونه او كړاونه تېر كړي .

كاګاوا به ورته وويل : په تپه تياره كې څښتن وينم، راته مخامخ دى، ما د سترګو ديد له لاسه وركړې، چې څښتن داسې ووينم او زما د ناروغۍ خواله هم همدا ده،دا مې بیا زوكړه ده او دا ځل څښتن راته ستره دنده په پام كې نيولې.

څښتن كاګاوا ته يوه ستره دنده وركړې وه. هغه له روغتون څخه راووت او د الهي مينې پېغام يې ميليونونو خلكو ته ورورساوه . د ډېرو خلكو د روحي ټپونو مرهم شو او هغوى يې له روحي فقر څخه روحي غنا ته، له خپګان څخه یې ښادۍ ته او له کمزورۍ څخه یې ځواک ته او له تيارې څخه یې رڼا ته راوويستل . د هغه په واسطه ددې ژونديو مړو په ځانونو كې سا واچول شوه .

چې کله كاګاوا په روغتون كې بستري و؛ نو ملګري به يې كتنې ته راتلل او پوښته یې: ته خو مشهور انسان وې، آيا په روغتون كې دې خلق نه دى تنګ شوې ؟

كاګاوا په جواب كې ورته وويل : پوهېږم چې ډېر كارونه لرم او را پر غاړه دي؛ خو كار د ژوند موخه نه ده؛ ژوند يې راته راكړې ،چې ژوند وكړم؛ څرنګه کړاى شم، چې د ژوند دا ګران بيه شېبې په ستړیا او د راتلونکې په سوچونو كې توی كړم . زما ژوند پر اوسنيو شېبو متمركز دى، زما اوسنۍ دنده دلته په دې ځاى كې د درد په بستره كې له څښتن سره اړيکه ده . زه د سبا او بل سبا فكر نه كوم، زه ان د لمر پرېوتو فكر نه کوم، زما ټول فكر پر دې متمركز دى، چې همدا اوس له څښتن سره ووسم، له څښتن سره اوسېدل او ستاينه يې كله هم ستړې كوونكې نه ده .

هو! په دې خبرو او كارونو كې د يو سپېڅلي او بې باكه انسان د ژوند خواله پټه ده، هغه د سبا فكر نه دى وړى، سبا به پر خپل مهال راځي.

هغه پوهېږي چې په دې نه پاتې دنيا كې يوازې همدا اوس دى،چې ورپورې اړه لري، تېر شوې وخت هم نور د هغه نه دى، ځېلي هم نه دى او تر “اوس” غوره او تر ټولو غوره ګټه د پخوا يا زي ل په هکله خپګان نه دى؛ بلكې غوره ګټنه د څښتن عبادت اوستاينه او له “هغه” سره له اوسېدو خوند اخستل دي.

يوه ډله انډيوالان د شپې د ډوډۍ لپاره په يوه ناسته كې راټول شوي ول، هر يو به خپلې تېرې کېسې كولې.يو یې وپوښتل: د ژوند تر ټولو غوره ورځ دې كومه وه؟ يوي ښځې او مېړه وويل: د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ مو هغه وه چې زوى مو وشو. يو سړى وويل: هغه ورځ چې له كاره وويستل شوم،د ژوند تر ټولو خوشحالونكې او غمجنه ورځ وه، هغه ورځ ددې لامل شوه، چې پر خپلو پښو ودرېږم او نوې لار ونيسم؛ نو ځكه له هغې ورځې ډېر خوښ يم.

دا خبرې اترې همداسې روانې وې،چې د يوې ښځې د خبرو نوبت راورسېد، چې تر اوسه چوپ وه . ويې پوښتله : ستا د ژوند تر ټولو غوره ورځ كومه وه؟

هغې وويل: زما د ژوند تر ټولو غوره ورځ همدا نن ده؛ ځكه چې نن هغه ورځ ده، چې تر نورو ورځو راته ډېر ارزښت لري، پرون خو مې له لاسه وتلې او آينده هم زما نه ده؛ خو نن زما دى، څنګه مې چې خوښه وي، تېروم يې او له هغه ځايه، چې نن تاند دى او زه هم ژوندى يم؛ نو نن تر ټولوغوره ورځ ده او له خدايه په دې اړه مننه کوم .

چې کله كاګاوا د سل (توبركلوز) د ناروغانو خدمت كاوه؛ نو پخپله يې هم د توبركلوز ناروغي واخسته . ډاكټرانو ورته وويل: ته به په يو كال كې مرې؛ خو كاګاوا د هغوى پر خبرو بېخي غوږ و نه ګراوه، پخپل زړه كې مېشت څښتن ته يې وويل : خدايه! هره ورځ مې بايد ستا په خدمت كې تېره شي او د ژوند هره ورځ يې د خښتن په خدمت كې تېره كړه . ورځې ، ونۍ، مياشتې او كلونه تېر شول.كاګاوا ژوندى او د بېوزليو خدمت به يې د هغوى په جامه كې كاوه او په دې طريقه به يې د خپل بادار خدمت كاوه . هغه به ويل: ډاكټرانو كلونه مخکې زما له ژونده نهيلي شوي ول؛ خو پر څښتن ايمان زه ژوندى ساتلې يم، هغه ځواک ‏ته حيران يم، چې له خداى سره تر اړيکې وروسته په ما كې پېدا کېږي .

وېره د بې ايمانۍ زوكړه ده :

هغه پر څښتن ټينګ ايمان نه لري،چې په وېره كې ژوند كوي كه څه هم تل د څښتن نوم پر ژبه لري . څوك چې پر څښتن ايمان لري، د وېرې او ځانمنۍ ‏له بنده خلاص وي، كه ډېر وحشتناکې پېښې پرې راپېښې شي؛ نو نه وېرېږي . كه بدمرغي د سيوري غوندې ورپسې وي بيا هم نه وېرېږي . كه نشتمني ‏ورته مخې ته ودرېږي؛نو بيا هم نه وېرېږي.كه په زندان يا وحشي ځناورو كې يې واچوي؛نو بيا هم نه وېرېږي؛ ځكه چې هغه ځان پر عاشق او د عالم پر څښتن سپارلې،هغه نور په ځان پورې اړه نه لري؛ بلكې هغه نور د څښتن دى او دا د څښتن دنده ده،چې و يې ساتي،ورته بې د څښتن له خوښې بل څه هم ارزښت نه لري، د ژوند په هره شېبه كې د څښتن عبادت كوي او تل وايي: شكر! شكر!

يوه ورځ يو درويش په سيند كې لامبل ، چې ځناور يې پښه ټپ كړه او وينې ترې را روانې شوې . د سيند غاړې ته راغى او ويې ويل: خدايه شكر! شكر! يو سړى چې له هغه ځايه تېرېده، په حيرانتيا يې ورته وويل : هغه ځناور ټپي كړې او اوس هم د څښتن شكرونه اوباسي؟ درويش وويل: زه له خدايه شكر اوباسم، چې د هغه ځناور په خولې كې راګېر شوم، نه د وېرې او مردم ازارۍ په خوله كې.

څوك، چې پر څښتن ايمان لري، پوهېږي چې څښتن يې د ټولي نړې تقديرونه ساري او د هر چا ژوند كه څه هم وړوكې وي؛ خو د دې نړۍ يو مهم څيز دى او ددې ځمكې ژوند كه څه هم د ټولې هستۍ په پرتله ناڅيزه دی؛ خو مهم دى،څښتن يي ساري او څښتن ددې نړۍ ښېګڼه غواړي او پرې مئين دى؛ نو څوك چې پر څښتن ايمان لري په ژوند كې بې له كومې وېرې او تشويش مخې ته ځي او هر څه،چې ورته راپښېږي،وايي: همدا غوره ده او ‏د څه پر وړاندې هم بې ځايه مقاومت نه کوي، له چا تمه نه لري، هر څه چې پرې راپېښېږي ورته خوندور وي، ‏كله هم د تدافع په حالت كې نه وي، كله هم يوازې نه وي ، ژوند يې له سولې ډك وي، پر هر چا او پر هر څېز ډاډ لري او همدا موضوع ده، چې هغه د دې وحشت او وېرې پر مهال بې باكه ساتي.

وېره هغه زهر دى چې ډېر ژر د انسان د بدن په ټولو سيستمونو كې خپرېږي او ځواک او اراده يې فلجوي.

وېره د انسان تر ټولو لوى دښمن دی،چې ویره درباندې راشي او درباندې سورېږي؛ نو ژر پرې سواره شئ او را و يې پرزوئ . وېره ډېر بې رحمه بادار دى، هغه د څښتن پر ذكر او د ايمان پر وسلې وځپئ . چې کله فكر كوئ، چې وېره مو لاندې کوي؛ نو د څښتن يو نوم، چې درباندې ډېر ګران وي وواياست او تكرار يې كړئ؛ نو پوه به شئ چې د چا نوم مو، چې اخستې،ملاتړې به مو وي . د وېرې پر مهال يوه دعا يا سورت، چې درباندې ګران وي له ځان سره وواياست. د مثال په توګه “واسواني” به دا لاندې شعر له ځان سره وايه:

بحر ډېر غټ دى؛ خو بيړۍ ډېره وړه ده .

توكل مې پر تا دى، چې د هر چا ملاتړ يې،

كوم كلام چې پر ژبه راځي، د وسوسو او له وېرو سره د مبارزې قدرت پكې وي .

ځينې خلك داسې وايي:

راسره اوسه چې د شپې تپه تياره راغله

چې کله هېڅ ملګرى او ارامتیا نه وي

خدايه! اى د بې كسو ملګريه، له ماسره پاتې شه.

هر مهال دې شتون ته اړتيا لرم.

ستا له پېرزوینې پرته به كوم څېز زما وېره ورژوي.

بې له تا به مې څوك لارښود او پناه وي.

په باراني او غیر باراني ورځو كه له ما سره ووسه .

له هېڅ دښمنه نه وېرېږم؛ ځكه چې ته راسره يې.

چېرته چې ته يي؛ نو ستونزې هم ملاماتوونكې نه دي،مرګ هم تريخ نه دى.

كه راسره وې؛ نو برى به زما وي.

آيا بى باکي د بري اصلي شرط نه دى؟

“شرې شانكارا چاريا” د هند له مانیزو استادانو ځنې و، تل به یې ويل: انسان بايد ډېر غښتلې زړه ولري .

“سوامېديوكاندا” د هند بل مانیز استاد دی،چې كله له امريكا څخه هند ته راستون شو؛نو هر چېرته به چې تله؛ نو داسې به يې ويل: بې باكه اوسئ، مېړانه ولرئ،پرخپلو پښو ودرېږئ،غښتلي ووسئ، ځواک؛يعنې ژوند او کمزوري؛يعنې مرګ.

کمزوري د خپګان يواځينې لامل دى .

پر موږ بلاګانې راځي؛ځكه چې کمزوري يو؛دروغ وايو،غلا كوو، قتلونه او جرمونه كوو؛ځكه چې کمزوري ‏يو، خپګان راباندې راځي؛ ځكه چې کمزوري يو. مرو؛ځكه چې کمزوري يو.

چېرته چې کمزوري نه وي؛نو مرګ او خپګان هم نه وي.

د “سوامي ويوكاندا” د ژوند لړزونكې پېښه راياده شوه : هغه امريكا ته تللې و او د هغې ځاى خلكو ته به يې د هند د مانیز عقل په اړه خبرې كولې. ويل به یې : مانیزه لار د کمزوریو او وېرېدونكو لار نه ده؛ بلكې د اتلانو او بې باكو لار ده، چې د هر ناورين ،ان د مرګ پر وړاندې په مېړانه درېږي.

هغه په سالون كې خلكو ته خبرې كولي، چې ناڅاپه پرې د ټوپك ډز وشو. مرمۍ يې د غوږ تر څنګ تېره شوه. په سالون كې ګڼه ګوڼه ‏شوه. ښځو چيغې وهلې او له هوشه تللې وې،هر چا يوې خوا ته منډې وهلې،چې ځان وژغوري او ځان له سالونه وباسي؛خو يوازې يوسړى و، چې د غر غوندې بې باكه او كلك ولاړ و .

سوامي ويوكاندا: كومه مرمۍ چې ورته په قسمت كې نه وي ليكلې؛ نو ان يو وړوكې ټپ به هم ور و نه رسوي او كه قسمت وي؛ نو انسان په زرونو ساتندويانو كې هم وژل کېږي.

ډزې ودرېدي . سوامي له همغه ځايه، چې خبرې پيل کړى چې پرې شوې وې . خلك سالون ته راستانه شول؛ بېسده كسان په هوش كې راغلل او حالات عادي شول،چې خبرې خلاصې شوې؛نو څو ځوانان سوامي ته راغلل او ورته يې وويل : موږ وبښه! دا موږ وو چې ډزې مو وكړې ،چې ووينوتاسې څومره پر خپلو خبرو ولاړ ياست او پرې عمل كوئ، مېړانې او ډاډ مو خېجله كړو، تاسې په دنيا كې تر ټولو بې باكه مېړنې او ډاډمن ياست .

په واقع كې دې ځوانانو غوښتل چې سوامي ويوكاندا و ازمېي؛ ځكه ډېر داسې واعظان يې ليدلې ول، چې خلكو ته به مسئلې کولې او خپله يې پرې حملې كولې .

خو ولې موږ په دائمي وېره كې اوسېږو؟

كېداى شي چې يو دليل يې دا وي، چې موږ يوازېتوب ننګېرو- احساسوو. سره له دې ټولو فلمونو، سينماګانو، رستورانو د زړه له كومې يوازېتوب ننګېرو.

په امريكا كې د سينماګانو مخې ته د اوږدو اوږدو صفونو په اړه یې يو پوه وپوښت. ورته یې وويل: امريكايان به هرومرو ډېر يوازېتوب ننګېري كه داسې نه وي؛ نو دومره صفونه به د سينماګانو په مخ كې نه ول.

كه چېرته دا خبره د خپل ځان په هکله ومنو؛ نو و به ګورو چې موږ هم يوازېتوب ننګېرو،موږ امنيت نه ننګېرو ، موږ د يو داسې ماشوم مثال لرو، چې په بازار كې يې مور وركه كړي وي؛ خو پر دومره توپير چې هغه پخپلې مور پسې چيغې وهي؛ خو موږ هېر كړي چې پخپلې الهى مور پسې چيغې ووهو، موږ د يو داسې پلارمړی- يتيم ماشوم مثال لرو، چې تل ګیلمن دی، چې په دې نړۍ كې داسې څوك هم نشته چې پاملرنه مو وكړي، دا يوازېتوب ننګېرل دي،چې پايله يې نهېلي ده او ددې لامل ګرځي، چې موږ ژوند بې ارزښته او منځ تشی- پوچ وګڼو.

څو ورځې مخکې يو شتمن ځان وواژه،چې په جيب كې يې يو كاغذ وموندل شو : ډېر يوازېتوب مې ننګېره؛ ځکه مې ځان وواژه .

ژوند ميليونونو خلكو ته بې ارزښتنه او ستړی شوی. څه خلك ځان وژني، ډېری پخپل طبيعي مرګ مري؛ خو بې وخته مري، ډېری يوازېتوب ننګېري او دا يوازېتوب يې پر زړه د بلا غوندې دى، چې انرژي يې مصرفوي . وګورئ چې نن سبا د وينې د فشار ناروغي څومره ډېره شوې او ورسره څومره عقلي عصبي ناروغۍ هم ډېرې شوې دي . موږ د يوازېتوب احساس كوو؛ننګېرو كوو،چې ورك شوي يو، د پرېښوول شويو او خپګان ننګېرنه كوو، هغه د امنيت ننګېرنه مو له له لاسه وركړې، چې يو څښتن هم شته او موږ په ” هغه” پورې اړه لرو.

كله به مې هم د هغه ماشومې په زړه پورې څېره له ذهنه و نه وځي،چې 60 كاله مخکې مې ليدلې و . زه په بېړۍ كې له كراچۍ څخه بمبۍ ته تللم. هغه مهال لس كلن وم، چې ناڅاپه وېرونكې طوفان راغى، تورې وريځې راخپرې شوې او ورځ يې يي توره شپه كړه، څپو به بېړۍ هغه خوا او دې خوا كوله؛مسافر ډېر وېرېدلې ول؛خو يوه وړوكې ماشومه وه چې ډاډه او كلاره ناسته وه؛ ډاډ او ارامتیا یې هک پک کړم. ورته مې وويل : نږدې ده چې بېړۍ مو ډوبه شي، ته نه وېرېږې؟ ويې خندل او راته يې وويل : چې مور مې راسره وي؛ نو ولې و وېرېږم؟

چې کله د خپګانونو په سمندر كې ډوب شم؛ نو د هغې ماشومې خبرې له ځان سره بیا ځلې وایم؛ نو پر زړه مې د ارامتیا او ډاډ يخې اوبه واوړي .

چې الله راسره وي؛ نو ولې ووېرېږم؟ الله موږ ټولو ته نږدې دى . “هغه” له ساګانو موږ ته نږدې دى ؛ خو په خواشینې،چې موږ ورته شا کړې او په ورځني ژوند كې مو هېر كړى دى .

موږ د ماشومتوب روحيه له لاسه وركړې ده . ماشوم والې؛ يعنې هر ډول نيوكې شاته اچول، په چارو کې خبرې نه را ايستل؛خوندور ژوند تېرول، په ټولو ښو كارونو كې له نورو سره ونډه اخستل، مينه او خندا.

موږ انګېرو، چې بالغ شوي يو او نور د مور مينه ناكې غېږې ته اړمن نه یو؛ خو په کار ده چې بېرته ماشومان شو او له ټولو سره لورین شو، له ټولو سره مينه ولرو او نيوكې او وېره پرېږدو. موږ دې ته اړمن یو،چې له الله سره اړيکې ټېنګې كړو او دا كا ر د د دعا، زارۍ ، عبادت، مراقبې او د څښتن د نوم تكرارولو سره کېداى شي.

د څښتن د نوم ليكل هم ډېره ګټه لري،په ړومبيو ورځو کې د څښتن د نوم ليكل لږ سخت وي؛ خو څومره مو چې فكر متمركز وي؛ نو هماغومره به راته د څښتن د نوم اخستل او ليكل خوندور وي،چې د څښتن نوم اخستل او ليكل مو خپل عادت كړ؛ نو يوه ورځ به پوه شئ چې پخپله ورك شوي ياست او څښتن مو پېدا كړى او يوازې دا موضوع ده چې ارزښت لري .

او كله مو هم بايد له مغزو و نه وځي، چې له څښتن سره اړيکې يوازې د سړي پخپلې هڅې او د څښتن په پېرزوېنې شوني دي . زموږ دنده هڅه ، خلكو ته مینه ، الهي كلام او د خدمت روحيه وروښوول دي.

“شرى كريشنا ارجونا”ويلې وو: اى ارجونا! زه له تا سره يم، ستا په زړه كې او ستا په شاوخوا كې. ‏څه چې خورې‏ څه چې بښې ‏څه چې كوې، بايد زما له غوښتنې سره يوځاى وي .همداسې زموږ كارونه هم بايد د څښتن له غوښتنې سره يو وي.هماغومره، چې زموږ كارونه د څښتن له غوښتنې سره يو شان وي؛نو هماغومره به مو ځان د څښتن غوندې كړې وي؛ نو هله به مو كړه وړه او خبرې د څښتن پر خوښه وي او همدا به وي، چې وېره به مو له ژونده وركه شي او په ژوند كې به د لمر پر هره وړانګه، سپوږمۍ، ستورو، برېښنا، باد او هر چا باندې اعتماد ولرو او په مينه به ورسره مرسته وكړو.

سنت فرانسيس ويلې دي : چېرته چې مينه او معرفت وي، هلته به وېره او ناپوهي نه وي.

د بې باكۍ خواله- راز په زړه سوي ‏او مينه كې ده؛‏چې مينه له قېد او شرطه خلاصه شي؛ نو وېره خپله كډه پخپله باروي.

“پورنا” د بودا له پلويانو ځنې و؛ يوه ورځ يې وننګېرل،چې بايد د خپل استاد پېغام په ‏وحشي او ناپوهه قوم کې خپور كړي . ډېرو ملګرو يې ددې كار مشوره ورنه کړه؛ خو هغه هوډ نيولې و،چې خپل كار وكړي؛ پوخ ايمان یې درلود او زړه يې له لورنې ‏او له ټولو سره له مينې ډك و، ان له هغوى سره يې مينه درلوده، چې مخالف يې وو او ناپوهه او وحشيان ول.

“پورنا” بودا ته ورغې ،چې د خېر دعا ترې واخلي. بودا ورته وويل: پورنا! ته پخپله پوهېږې چې د هغه ټبر خلك ترخه دي؛ پر يو بل يرغلونو كوي؛نوكه ويې رټلې او درباندې غوسه شول؛ نو ته به څه كوې؟ پورنا وويل: ګران استاده ! كه ‏داسې یې راسره وكړل؛ نو پوه به شم چې ډېر ښه خلك دي او زما ملګري دي؛ ځكه چې پر ډانګ او تېږو يې نه يم وهلې . بودا ورته وويل: كه ته يې په تېږو او ډانګونو ووهلې نو بيا؟ پورنا: نو هله به هم پوه شم چې ډېر ښه خلك دي، چې ټپي كړې يې نه يم . بودا: كه پر سلاح يې درباندې يرغل وكړ نو بيا؟

پورنا: نو بيا به هم پوه شم، چې ډېر ښه خلك دي؛ ځكه چې وژلې يې نه يم. بودا: كه ويې وژلې نو بيا؟ پورنا: ان كه و يې وژلم؛ نو زما به ډېر ښه ملګري وي او ښه به یې راسره كړي وي؛ ځكه چې زه يې د دې خاورين جسم له زندانه خلاص كړې يم .

پر بودا د پورنا دا خبرې ښه ولګېدې او ورته يې د خېر دعا وكړه او ورته يې وويل: پورنا! له تا سره د مينې، ملايمت او صبر وسله ده، زه ورشه او له هغه ټبر سره مېشت شه او ورته وښيه، چې څنګه ستا غوندې ازاد ووسي .

پورنا سپېڅلې او د هر څه له قېده خلاص و. هغه بې باكه و او هغه ټبر ته يې د خلاصون او ازادۍ لار وروښووه : دا خوندونه ، شتمنۍ او اقتدار د انسان د خلاصون لامل نه ګرځي؛ بلكې خلاصون او ازادي هغه ده، چې پوه شو،څښتن ته نږدې او پرې ګران يو.

“توكارام” داسې ويلې دي :

نه خوراك لرم، نه څښاك

بې كوره يم

اولاد زه نه لرم،چې په كور كې مې په تمه وي؛

خو تر ما به بل څوك شتمن پېدا نه کړئ

راځئ دردونو،راځئ فقره؛

نو د هېڅ چا زیان ‏راته نشي رارسېدلې

هر څه تېرېږي

د يو خوب غوندې ‏راځي.

زه په بې مرګه ښادۍ كې مېشت يم او وېره نه لرم؛ ځكه چې له “هغه” سره اوسېږم.

[ سرچینه : با خالق هستي، لیکوال جي پي واسواني]

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!