بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د عرفان، برابرۍ او ازادۍ ترمنځ تړاو نوی کهول د هېواد راتلونکي مشران دي او داچې مشري څه ده او څنګه ځان سازي وکړي، چې د ټولنې نادودې او پراته خنډونه له منځه یوسي، دا دی د یو دیني اندیال ټولنپوه (ارواښاد ډاګترعلي شریعتي) د شننې پښتو ژباړه دروړاندې کوو، چې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د عرفان، برابرۍ او ازادۍ ترمنځ تړاو
نوی کهول د هېواد راتلونکي مشران دي او داچې مشري څه ده او څنګه ځان سازي وکړي، چې د ټولنې نادودې او پراته خنډونه له منځه یوسي، دا دی د یو دیني اندیال ټولنپوه (ارواښاد ډاګترعلي شریعتي) د شننې پښتو ژباړه دروړاندې کوو، چې په خپلو ناستو پاستو او د رسنیو په ګردي مېزونو کې ګټنه ترې کړای شئ.
(( بېشکه طبیعت او انسان دوه بنسټېزې موضوعګانې دي. ددې دوو موضعګانو څېړنې او ترمنځ اړیکو او د انسان ژوند او خوځښتونو لپاره یې باید ټول هغه ښوونځي او تجربې چې په تاریخ کې د دین، فلسفې، یا د بشري فکر او عمل د بېلابېلو څانګو په نامو وړاندې شوي وڅېړو. د دوی یو له بل سره په څېړنه کې ، درېیو بنسټېزو بهيرونو ته وررسو، چې پاتې مسایل فرعي او ترې راولاړ شوي او یا له بېخه دویمه درجه ارزښت لري، درې بهيرونه دادي: یو عرفان بل بربري او درېیم آزادي ده.
عرفان په عمومۍ مانا یې، تل په ختیځ او لویدیځ کې و؛ خو داچې وايي عرفان له ختیځه راولاړ شوی او په تېره یوه شرقي څېره یې ورکړې علت یې دا نه دی چې یوازې شرق عرفان ته څوبتیا لري؛ بلکې داچې تمدن په ختیځ کې پیل شوی او دا ځای د سترو اندو، فرهنګونو او ادیانو زوکړه وه؛ نو خود په خوده عرفان هم باید له همدې ځایه پیلېده؛ خو په وحشي مېشتې غربي نیمه کره کې، انسان تر اوسه د تمدن پړاو ته وررسېدلی نه و؛ نوځکه خود به خوده د اوچت عرفان خاوندېدای نشو، که نه له آره عرفان، د انساني فطرت برخه ده. ان په نظر مې ((داروین)) چې چارې یې د مادیتوب په پار غندلېږي، د انسان د معنویت ستر ازبادوونکی دی. داروین په علمي ژبه وایي:
((تکامل په نا انسانانو؛ یعنې نباتاتو او حیواناتو کې په مادي، بدني او فېزيولوژیک بڼه و: نباتاتو پراختیا ومونده، روسته امېبونه او څاروي رامنځ ته شوي او هر ډول یې په خپل کامل ډول تبدیل شوي، بیا ړومبی انسان چې خورا کامل څاروی و، تکامل موندلی او مثلاً د لاسونو د ورغویو وېښته یې لوېدلي او تندی یې پراخ شوی، ولي یې شاته تللي او لکۍ یې لوېدلې او پر خپلو پښو درېدلی او انسان رامنځ ته شوی دی))
خو له دې شېبې روسته به ددې انسان تکامل نه له بدني پلوه؛ بلکې په دننه او د انسان په مانا کې دوام ومومي. له خپل مخکېني انسانه ــ چې بېزو ډولی وــ د انسان جلا کوونکی څپرکی او برید د عرفاني حس رادبرېدل و؛ هغه حس چې له آره انساني پړاو پرې پیلېږي. نوځکه په لروبر کې همدې لومړني انسان یو عرفاني احساس درلود؛ خو نهایت داچې یو ړومبنی او ابتدایي عرفان و؛ نو ښوونځییز او پوهنیز ارزښت نلري، که نه کوم احساس چې د انسان د یو کاڼي او بوت په باب لري، کوم تقدسي احساس چې د ځینو څیزونو به باب لري او کومه پټه او مرموزه اړیکه چې ورسره احساسوي، د ده د عرفاني احساس او عرفاني ځانګړنې زوکړه ده. منتهی په دې پار چې انسان بدوي او ړومبنی دی؛ نو دا سمبولونه (او نښې) هم څه ارزښت نه لري. په ختیځ کې چې عرفان دومره ژورتیا او عظمت پیدا کړی علت یې دا دی، چې دلته تمدن او فرهنګ په اوچته کچه و.
د هر دین پرمختګ ددې دین د لارویانو په پرمختګ پورې اړه لري. وینو هندوان چې د مسلمانانو له نظره ــ همدا سل کاله وړاندې ــ د ځوړتیا، انحطاط، روسته پاتېتوب، شرک، جهل، ناپوهۍ او غوانمانځنې ښکارندوی وو، همدا اوس د هندو دین پېژندلو ته دومره کتابونه لیکي چې د اسلام په اړه له لیکل شویو کتابونو سره د پرتلنې وړ نه دي. ((رادها کویشانان)) د غوا د تقدس او سپېڅلتیا په هکله یوه فلسفي مخونه لري، چې موږ اوس د توحید په اړه دغسې یو کتاب نه لرو. په اوسني وخت کې هندو اندیالان، د شرک او د هند د بې شمېره خدایانو په باب یو ډول انګېرنه، مخونه او تفسیر لري چې د نړۍ په اوچتو فلسفي افکارو کې د اوڅار وړ ده. حال دا موږ، یو زښت ډېر مترقي دین لرو ــ چې لږ تر لږه له تاریخي پلوه د هندو له دینه دوه زره کاله مخکې او ښه کامل دی ــ خو داچې تشلاسي یو، د اسلام دین دغسې انځورېږي چې یې وینو او د پردیو له نظره یو هسې څیز دی[1].
په هرحال عرفان یو فکري بهیر دی چې له انساني فطرته یې سرچینه اخستې. له عرفانه مطلب په ټولېزه مانا یې، په طبیعي نړۍ کې بشري دنننی اندېښنې احساس دی، داسې که څوک دا اندېښنه نه لري؛ نو معلومېږي چې لا تراوسه د انسان د نوعیت ډګر ته ورننوتی نه دی، یوازې لکۍ یې لوېدلې او ویښتان یې توی شوي، که نه شونې نه ده چې انسان په مادي ژوند او نړۍ کې، د اسمان او طبیعت په اړه د اندېښنی ننګېرنه ونه لري.
یعنې څومره چې انسان، انسانېږي، داسې اړتیاوې احساسوي چې طبیعت یې ورپوره کولای نشي. ولې ؟ ځکه طبیعت یو کور دی چې انسان ، غوا، څاروي او نبات یو ځای پکې اوسي او طبیعت د څارویو د اړتیاوو له مخې جوړ شوی. انسان چې په طبیعت کې رادبره شوی داسي اړتیاوې لري چې طبیعت؛ یعنې د ده او څاروی ګډ کور یې اړتیاوې ورپوره کولای نشي؛ نوځکه په نړۍ کې کمښت، له نړۍ سره د پردیتوب او غربت ننګېرنه پکې رادبره کېږي او دا تنده او غربت پکې، اړتیا رامنځ ته کوي داسې اړتیا چې په بشر کې د عرفاني روح د تجلا آرېزه سرچینه ده؛ نو طبیعي ده انسان د خپلو اړتیاوو پوره کولو ته څه چې په نړۍ کې نشته په اړه یې غور وکړي او د اوچتو اړتیاوو ــ چې له مادې ورهاخوا دي ـــ ترلاسه کولو لپاره او هم هغو ځایونو ته د ورتلو لپاره چې احساسوي دده ځای دی ، د طبیعت ورهاخوا ته پاملرنه وکړي؛ ځکه انسان څومره چې له طبیعته ډېره وده کوي، ترې پردی کېږي او په پایله کې غربت او یوازېتوب احساسوي او د یوازېتوب مخنیوي او له غربته د تېښتې لپاره داسې یوې نړۍ ته پاملرنه کوي چې دلته نشته.
داسې یوه نړۍ چې دلته نشته او غیب ده؛ نوځکه په خورا لنډو ویلای شو، چې عرفان د غیبو د پېژندنې او ورتلو لپاره د انساني فطرت تجلا ده؛ خو غیب چېرې دی؟ په ټولیز ډول وایم، چې انسان له آره غیب جو او غیب لټوونکی دی او له بېخه د حرکت او تکامل عامل یې هم، همدا د غیبو لټونه ده. که انسان ته مشهود او محسوس څیزونه بس وي؛ نو تمېږي؛ خو داچې بس نه دي، په خوځښت راځې او دا خوځښت یې تکامل تضمینوي. نوځکه د مادیونو پر خلاف چې وایي غیبو ته د انسان څوبتیا یې د ځوړتیا لامل دی؛ خو شتو ته د انسان ورلېوالتیا یې د ځوړتیا لاملېږي. د هغو ارزښتونو خوا ته ورتلل چې په طبیعت کې نشته، انسان د طبیعت له محدود بريده پورته وربوځي او مانیز، نوعي او ذاتي تکامل یې تضمینوي.
نوځکه عرفان په انسان کې بله یوه ډیوه ده، یوه اړیکه ده چې مادي انسان په یو نامادي موجود بدلوي، چې د طبیعت له تشیاله ورجیګ او د طبیعت له سطحي ډېر هسک شوی دی. یوه اړیکه ده چې دهغه څه پر لور یې ورځغلوي، چې دلته نشته او دا یې مانیز تکامل دی. ټول ادیان بې له هغو احکامو، چې د ژوند، اقتصاد، سیاست و اخلاقو به باب لري ، یوه عرفانی جوړه لري. له آره د هر دین زڼي همدا عرفاني احساس دی، که دین شرقي وي یا غربي، که شرک وي یا توحید توپیر نه لري او دا د دین په ډول او تکاملې درجې پورې اړه لري.
که له انسانه عرفاني احساس واخستل شي، بې درنګه د یو خورا کامل، ځیرک، غښتلي، پر طبیعت او خپلو اړتیاوو برلاس یو حیوان په بڼه کېږي، حال دا انسان تردې وراوچت دی. عرفاني احساس دی چې انسان ته فضیلت، غوراوی، عزت او کرامت ورکوي او څومره چې انسان تکامل مومي، اړتیا او تنده یې سختېږي. لکه چې وینو کامل تر انسانان، خورا ناراضیان هم دي.
د کومو انسانانو چې مانیز تکامل ډېر او اړتیاوې یې اوچتې دي؛ نو مادي نعمتونه ورته کوشني دي او د طبیعت بېوسي یې تر ورمړولو ډېره ده او دا یو ښکاره چار دی، ان که مادي انسانان هم په پام کې نیسو چې انساني تکامل یې پیدا کړی؛ خو پر خدای او غیبو ګروهن نه دي لکه : داستایوسکي، سارتر او یا آلبرکامو، وینو دوی له فکري پلوه مادي دي؛ خو له روحی پلوه مادي نه دي؛ ځکه فکر او روحي احساس یې تکامل پیدا کړی او [ العیاذ بالله] د خدای له نشتونه تاسف احساسوي.[2]
دا مطلب ډېر راښکونی دی چې سارتر نور د نولسمې پېړۍ والو په څېر نه وایې چې خدای نشته او دین یوه خرافه او د انسان د بدمرغۍ عامل دی؛ بلکې وایي د خدای نشتون، انسان، ژوند او ګرده هستي احمقه، بې پايلې او بې مانا کړې ده؛ خو څه کار وکړو چې دغسې ده. معلومېږي سارتر چې خدای له طبیعته اخلي؛ نو طبیعت د انسان ژوند او اړتیاوو ته تنګ، احمق، بې شعوره، بې احساسه او نارسا انګېري. نوموړی په طبیعت کې د انسان پردیتوب او غربت تاییدوي او تش پر خدای ګروهن نه دی.
ان ګروهن دی که خدای راواخلو؛ نو هر کار مجاز دی؛ ځکه یوازې همدا دی چې خیر و شر ته مخونه ورکولای شي که نه خدای نه وي ؛ لکه هغه کور، چې هېڅوک او هېڅ کتونکی پکې نشته، په دې کور کې دا مطلب چې: څنګه کېنئ؟ څنګه جامې اغوندئ؟ څنګه چلېږئ؟ په هغه کور کې چئ څارن درباندې نه وي؛ نو مؤدب یا نامؤدبه کېناستل پکې بې مانا دي مؤدب کېناستو او نامؤدب کېناستو، د ښکلا او بدرنګۍ، ښه چلن او بد چلن او ښې خبرې او بدې خبرې ترمنځ توپیر هله وي چې کوم څارن وي. که په طبیعت کې لیدونکې سترګه نه وي، چې د خاین او چوپړیال ترمنځ څارنه وکړي، هغه وڅاري چې ځان د یو ارزش او ایمان په لار کې ځار کړي او هغه چې نور د ځان لپاره ځاروي ترمنځ یې توپیر نشته او ټول یو د بل په څېر دي؛ ځکه له دې اعمالو دباندې کوم مطلق ملاک او کچه نشته.
همدا ټکې ښیي چې دې ډلې ته د خدای او دین نشتوالی یو کمښت دی؛ خو په هرحال داچې له فکري پلوه پرې ګروهن نه دي، دا کمښت د انسان یوازېتوب، محکومیت، بدمرغي او غربت مني. دا چار ښيي چې د انسان د فطرت وده د طبیعت تر ودې او د طبیعت له پولې اوچته ده او که په انسان کې عرفاني اندېښنه نه وي؛ نو له مانيز پلوه وچ او کلکېږي. لکه چې ننني تمدن بې له خدایه وده کړې او واقعاً تمدن یې رادبره کړې؛ خو متمدنه ټولنه، نه متمدن انسان. حال دا، په تېرو کې مو متمدن انسانان؛ خو روسته پاتې ټولنه درلوده. عرفان د انسان فرهنګي، معنوي او وجودي کرامت تر مطلق هسکتوب؛ تر خدایه، تضمینوي.
دا یو له درېیو (عرفان، برابري، آزادي) فکري بهیرونو څخه دی؛ خو عرفان په ختیځ کې روسته دین ته ورننوتلی او دین هم لږ لږ د روخانیت نظام خپل کړ او یوه طبقه یې جوړه کړه او داچې د واکمنې طبقې برخه وه، د ټولنيزې وضع له پلوه په نورو واکمنو طبقو پورې ونښلول شوه او په پایله کې او متاسفانه عرفان او دین د واکمنې طبقې پر ګټه او د خلکو، د انسان د ودې او ازاد انساني فطرت پر ضد پر خرافاتو او مخونو واوړېدل او د انسان مادي او معنوي تکامل ته زولنې شوې. ناچار څوک چې په آزادۍ پسې ګرځېدل، خود په خوده د دغسې یو دین پر وړاندې ودرېدل او چاره یې هم نه درلوده.
په اروپا کې له راغلې آزادۍ تمه نه لرو چې د اسلام حقیقت له قرآن او د مسیحیت حقیقت له تاریخه راوباسي؛ ځکه خپله روحانیون چې دا حقیقت نه راسپړي؛ نو څنګه له یوه لیکواله، یو عدالت غواړي یا اروپایي کارګرې طبقې تمه لرئ چې حقیقت رادباندې کړي؟ په دې توګه، نوي افکار چې د انسان د آزادۍ او د علم او عقل د ودې په لټه کې وو؛ خود په خوده د دین پر وړاندې ودرېدل او (مسیحیي اړول شوی) دین هم چې د منځنیو پېړیو د متحجرو متولیانو په لاس کې لوېدلی و ــ او په دې بڼه کې یې ارتجاعي او انسانی ضد ونډه درلوده ــ د نوي خوځښت پر وړاندې ودرېد او خود په خوده برخلیک یې په اروپا او روسته په ګرده نړۍ کې په ویل شوې بڼه شو: له بېخه د انسان ازادېدل له هغو زولنو او ولچکو ځنې راخوشې کېدل دي چې د دین په نامې یې انسان بندي کړی. البته له دیني زولنو او قیدو بندنو مې مطلب هغه څیزونه دي، چې په اسلام، مسیحیت، یهودیت، هندو دین او هر ځای کې د روحانیت نظام د انسان پر افکارو ورتپلي.
له پیله په اروپا کې ددې نوي فکر رادبرېدل، د انسانی مسایلو، برابرۍ، عدالت او د انسان د اصالت په پار و، داسې مسایل چې د انسان د افکارو او همېشني ارمانونو ځنې دي. خو په اتلسمې او نولسمې پېړیو کې چې ماشین پيدا شو؛ نو طبقاتي تضاد، ظلم او د خلکو غنا او فقرلا ډېر کړ او دا وضع د تېرې وضع پر خلاف وه چې یو ځمکوال ته شل یا دېرشو بزګرانو کار کاوه:
یو بزګر په کال کې څومر تولید کړای شو؟ فرض کړئ پینځه خرواره غنم یې تولیدول، چې له دې یې یو خروار تخم ته لګېدل، یو خروار اوبخور،سرې او د کروندې نورو څیزونو ته یو خروار خپله بزګر اخستل، درې نور ځمکوال ته په زبېښناک کې ورپاتېدل او له دې ډېر یې زبېښاک نه شو کړای، ولې؟ ځکه بزګر تردې ډېر تولیدولای نشو؛ نو زبېښاک په تېرو کې تل یو ثابت حالت درلود او په ټیټه کچه و. که چا غوښتل ګټه ترلاسه کړي، باید ډېر وګړي بزګرۍ ته وګوماري؛ یعنې داچې تولید یې ډېرولای نشو ، باید تولیدوونکې ډېر کړي لکه زر بزګران کړي او له هر یوه دوه خرواره واخلي، چې په پایله کې دوه زره خرواره غنم استثمار کړي. دا کارهم ناشونی و؛ ځکه دومره ځمکه او اوبه نو وې، چې ځمکوال بزګران ورته ونیسي؛ نو داچې ځمکه، اوبه او د بزګر د کار کچه محدوده وه، تولید تل ثابت پاتې کېده. البته په کال کې د اورښت په پار پنځوس منه ډېرېدل او یو کال د سوکړې په پار سل منه کمېدل.
خو په هر حال تولید تل ثابت و؛ خو په اتلسمې او نولسمې پېړیو کې ماشین راډګر ته شو او تولید یې سل ګرایه ډېر کړ؛ یعنې همدا بزګر چې کله کارګر شو او د ماشین خوا ته ودرېد، د ماشین چټکي لس، شل او سل ګرایه شوه. پینځه موچیانو چې یو ارباب ته کارکاوه، د ورځې یې لس تر پینځلسو جوړې بوټان ګنډلای شول؛ خو همدوی که په ماشین کار وکړي د ورځې زر جوړې ګنډي؛ یعنې تولید سل ګرایه شو، حال داچې د نړۍ په هېڅ ځای کې د کارګر حقوق سل ګرایه شوي نه دي، فرضاً دوه یا درې ګرایه شوي، پاتې ارباب وړل؛ هو په تېرو کې یې له پینځو دوه برخې وړې. دا زبیښاک لامل شو چې یوې خوا ته شتمني ډېری شي او بل خوا ته فقر ډېر شي.
بزګر په تېرو کې په کور کې څو غواګانې، پسونه او چرګان ساتلی شوای او خوراک یې له همدې وه، کوشنی پټی یې کره، همداراز د تولید وزلې لکه خر، یوم، مېتۍ د بزګر وې؛ نوځکه بزګر په عین حال ګې یو ډول مالک هم و. خو کله چې بزګر کارګر کېږي، ګهیځ چې له کوره وځي، ږيره خروي د کار جامې اغوندي او د اتو ساعتونو کار لپاره د خپل مټ قوت له ځان سره وړي، بل هېڅ ورسره نه وي، د موټر کرایه ورکوي او چې کور ته راستنېږي مثلاً سل افغانۍ ورکوي او هره ورځ یې ماشین لاجذبوي داسې چې د غفلت یوه دقیقه وخت نه لري. خو بزګر یو ازاد انسان دی، چي په یوه کال کې پینځه میاشتې کار کوي او خپل کار هم خپله غوره کوي او ازادي احساسوي؛ خو کارګر ته د ازادۍ احساس او ان د یوې دقېقې سوچ شونتیا او دیوې دقیقې تېښته نشته.
په دې توګه طبقاتي تضاد خپل اوج ته ورسېد او ان تردې هم بدتر شو. پخوانۍ پانګې چې په زرګونو څانګو، کارخونو او تجارتخانو کې خپرې ورې وې ، اوس د پینځو، لسو او شلو تنو په لاسونو کې راغونډې او نور بې وسلې او کارګران کېږي.
په دې حال کې عدالت او برابرۍ ته د ادیانو او انسانانو همېشنی هیله او فکر له یوې فاجعې او د انسان له نفې سره مخ شوه او انسانان، ټولنې او ملتونه په دوو دشمنو وحشتناکو اړخونو واوړېدل چې یو د بل وینې یې رودلې او موخه هم معلومه نه وه او ماناوې، ارزښتونه او معنویات هم له منځه ولاړل. په دې اړه د انسان د آزاد وجدان غبرګون خود په خوده مبارزه وه؛ نوځکه مبارزې سرتاسري اروپا او ورپسې اسیا او افریقا راونغاړله او نن دا اندود تر مورنې ځای یې (یعنې اروپا) په آسیا، افریقا او لاتیني امریکا کې ډېر دی.
له پانګوالۍ ، وحشتناک زبېښاک، په ماشیني نظام کې د کارګر مسخ او په پانګوالي نظام کې د پانګوال مسخ ــ چې په یو سکه پالي موږک یې اړولی او بې له راټولولو بل هېڅ څيز نه احساسوي او کارګر یې هم پرماشین بدل کړی، چې تر استهلاکه کار وکړي او لرې واچول شي او خپلې مانېزې او انساني ودې ته هم هېڅ مجال نه لري ــ د دې ټولو ناخوالو پر ضد مبارزې ته بېلابېل ښوونځي رادبره شول.
مبارزه په نړیواله کچه په جلا جلا نامو پیل شوه؛ خو افسوس دې خوځښت ددې پرځای چې د خلکو پر لور او په نړۍ کې د طبقاتي عدالت او د انسانانو د عادلانه اړیکو د تنظیمولو لار خپله کړي، د دین پر ضد یې وده وکړه؛ ځکه دین د واکمن غونډالونو (نظامونو) او هغې روحاني طبقې په لاس کې و چې اصولاً یې د واکمن نظام د واکمن به اوږو کې وده کړې وه. ادیانو په خپل راتګ کې واکمنه طبقه نه درلوده. د اسلام یو له ځانګړنو همدا وه. د لاتینې امریکا د یوې انقلابي ډلې په لیکنه کې مې همدا مطلب ولوست چې یوه ویاړنه مو دا ده، چې مولد او اندیال (متفکر) نه لرو او ویشل شوي نه یو، چې انقلابي به کار کوي او اندیال به اند کوي او ایدیالوژي به جوړوي؛ ځکه موږ ټول یو یو، هماغه چې ایدیالوژي تبلیغوي عمل هم کوي او هماغه چې عمل کوی فکر هم کوي، موږ ټول یو یو. دا مطلب په اسلام کې یو څرګند او حل شوی چار دی.
اصلاً د صدر اسلام مجاهدین او د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم اصحاب کوم یو یې اندیال دی کوم یو یې مجاهد دی، کوم یو يې عامل دی، کوم یو یې روحاني دی؟ بیخي دا ویشنه نشته. دلته هر څوک، هم اسلام تبلیغوي، هم خپله جنګېږي او هم په خپل پټي، بڼ او پووندګرۍ کې بوخت دی؛ یعنې هم کارګر دی او هم عملي مبارز او هم اندیال دی.
روسته ویشنه راپیدا کېږي او روحاني د یوې رسمې طبقې بڼه خپلوي. رسمي طبقه داچې معمولاً باید د طبقاتي وضع او هم د خپلې طبقې د پیوندونو پر ګټه کار وکړي او رسمي دین په ږیرې پورې ورتړي، خلک غولوي او په دې توګه رسمي دین خود په خوده د دې خوځښت پر وړاندې درېږي. په اروپا کې تر خپلې روستۍ سلګۍ ــ او همدا اوس هم ــ ورپسې په لاتینې امریکا او هرځای کې چې خوځښت پیل شو، رسمي ادیان یې پر وړاندې ودرېدل او دا (خوځښت) یې د دین په نامې نه؛ بلکې په بلې نامې وغانده؛ نوځکه مطلب په عمومي افکارو کې داسې مطرح شو: بیخي دین د یو لږه کي پر ګټه او د خلکو پر زیان د شته وضع مخونې ته یوه وزله ده او عملاً هم وینو همدغسې ده.
یو خوځښت اصلاً له دین سره څه کار نه لري او غواړي یو شمېر له زبېښاکه وژغوري؛ خو رسمي دین یې تکفېروي، د کفر ټاپې پرې وهي؛ نو معلومېږي چې دلته بیخي دین نشته، عرفان او معنویت دروغ دي؛ بلکې د شته وضع ټینګښت او تثبیت ته یوه وزله ده. متأسفانه دې خوځښت په اروپا کې چې البته عدالت غواړی او د طبقاتو او خلکو د برابرۍ پلوی و ــ یعنې هماغه ارمانونه چې په دین کې هم شته ــ د دین پرضد خوځښت بڼه خپله کړه. سوسیالېزم په بېلابېلو بڼو پیدا او په اروپا او نړۍ کې یې وده وکړه. په دې پسې درېیم خوځښت، په تېره له نړیوالې دویمې جګړې روسته وده ومونده. داچې عرفان په دین کې و او دین د اروپا د خلکو د ژوند له ډګره څنډې ته شو او په دین کې مسیحي شیخان او لارویان یې پاتې شول. کله چې دین د ننني ټولنیز ژوند او د نوي کهول له فکري ډګره څنډې ته شو؛ نو پرځ ای یې سوسیالېزم راغی؛ خو دوی هم په نولسمه پېړۍ کې چې کومې موخې درلودې ترلاسه یې نکړې؛ ځکه سل کاله وړاندې مو په اروپا کې سوسیالستي انقلابونه درلودل، انقلابي کارګران ول او پانګوالي مخ پر منځه تلو وه؛ خو اوس تر سلو کالو روسته اروپایي کارګران هاغسې نه دي، په تېره آلمان چې کارګري خوځښت یې تر ټولو وړاندې و؛ خو اوس تر ګردو روسته دی؛ داسې چې د جرمني کارګره طبقه ددې هېواد تر کاتولیکانو او پروتستانو ډېره ښي لاسې ده او تر دویمې نړیوالې جګړې روسته یې په دېرشو کلونو کې یو کارګري اعتصاب نه درلود؛ خو سل کاله وړاندې یې، تر مارکس مخکې مشر ((پرودون)) و.
په هر حال د اروپا پانګوالۍ په ټولیز ډول سوسیالیستي انقلاب منتفي کړای شو. اوس د چین سوسیالېزم[3] بند او ډپ لارې ته وررسیدلی او د شوروي[4] او د تاریخ برخه کړ.
د نولسمې پېړۍ آزادي غواړیو احساسوله، که په ټولنه کې سوسیالیستي نظام پلی شي، انسان د ((مادي پالۍ)) له بنده ازادېږي او طبقاتي تضاد او د ګټو تضاد به نه وي، دا تضادونه چې نه وي؛ نو جګړې به هم نه وي، جګړې تضاد او زبېښاک چې نه وي، انساني ټول قوتونه سره یو ځای کېږي او د دوی تکامل او معنوي ودې ته به وکارېږي. دا ګردې د نولسمې پېړۍ د سوسیالیستانو هیلې وې او ومو لیدل هماغه سوسیالستي نظام چې د انسانانو آزادي غوښته وه، تر راتګ روسته یې ټول د یو رهبر او مشر مریان کړل او سوسیالېزم د وګړپالۍ، ګوند پالۍ او ورپسې د دولت پالۍ بڼه خپله کړه. ((پردون)) په یو لیک کې مارکس ته لیکلي: (( باید ډېر په عاجزۍ یو کار وکړو او یوازې خلک پوه کړو او ځان پر خلکو د آمر او ناهي په بڼه ور ونه تپو او په نړۍ کې د یو نوي دین او ډلې ټپلې بنسټګر نه شوو؛ ځکه له دې ډارېږم چې ښوونځی دې سبا د دولت پالۍ بڼه خپله کړي او د خدای ځایناستی شي)) او ومو لیدل چې وړاندوینه یې سمه وخته.
په افکارو او ازاد خیالو کې له مارکسیزمه خپګان او زړه بداوی، د یو نوي ښوونځي په بڼه وځلېد او په وینا یې دا خپګان هم د دین نفی کوونکی دی، چې انسان د خدای یا خدایانو نمانځنې ته وربولي او هم مارکسیزم، چې انسان دولت نمانځنې ته ورکاږی ځکه شتمني چې د دولت په لاس کې وي او دولت د مراتبو په لړۍ ټاکل کېږي او د مراتبو لړۍ هم د ثابتو او بیوروکراتو مراتبو په لړۍ بدلېږي؛ نو دولت به د یو همیشني بانډ په بڼه شي. په دغسې غونډال (نظام) کې هېڅوک کار نشي کړای او هېڅ وخت ځان ژغورلای نشي؛ ځکه هیچاته شتمني او مالي شونتیاوي نشته او ټول د یو وحشتناک تشکیلات کار مندانېږي، چې په مشر پای ته رسي. او هېښنده ده ، همدا ښوونځی چې ړومبی نظریه یې په تاریخ کې د شخصیت او وګړې نفې ده ـ ځکه وایي شخصیت په تاریخ کې هېڅ ونډه نه لري ــ د شخصیت د ودې او پیدایښت لپاره د ستر ښوونځې بڼه خپلوي او ان ښوونځی یې د وګړیو او اشخاصو په نامې کېږي. مارکسېزم، لیننېزم ، تېتېزم، تروتسکېزم ، ماوېزم او کاسترېزم. خو موږ چې دیني یو، که له چا سره د محمدي په نامې خبرې وکړو، بیخي نه پوهېږو چې د چا په هکله خبرې کوو؛ ځکه موږ دینوال، سره له دې چې پر پېغمبر پالۍ تورن یو او پېغمبر تر ګرد بشره اوچت بولو، دومره وګړپالي نه لرو؛ خو دوی چې شخصیت نفې کوي او وایي چې شخصیت او اتل بیخي په بشري ژوند او تاریخ کې کوشنی شان ته دخالت نه لري؛ نو د دوی ښوونځي د مشرپالۍ او د فاشېزم یوه بله بڼه خپله کړې ده.
دویمې نړیوالې جګړې، ډېرې بنسټیزې چارې وکړې، یو داچې دین یې دوه ځل په جدي بڼه اوڅار کړ، بل دا علم یې له ټولو ادعاو وغورځاوه او درېیم دا مارکسېزم یې ناچله کړ؛ ځکه اقتصادي او انساني ستونزاواری یې ونشو کړای او له همدې ځایه د اګزیستانسیالېزم (هستي پالنه) وده مطرح شوه. البته اګزیستانسیالېزم په نولسمې پېړۍ او تردې مخکې هم و، زموږ په عرفان کې هم شته (ځکه اصلاً عرفان یوه وجودي فلسفه ده) خو اوس په نړۍ کې په نوې بڼه اوڅار شوی او ډډه یې پر انسان ده.
وايي ټول تاریخ بې له انسانه د خبرو لپاره دی او یا د خدای اصالت دی چې غواړي انسان ور اېل (تابع) کړي؛ نوځکه اګزیستانسیالېزم پر انسان ډډې وهلو ته راستنېږي ورته وایي: خپله ودرېږه او وویینه څه دي، له ځان سره سوچ وکړه او وکسه، ځکه تل د انسان سترګې له ځانه دباندې؛ خدایانو، پاکو او ناپاکو ارواحو ته وي او په ننني نظام کې هم چې دین ته یې ورشا کړې، په مادي ژوند پورې ورنښتي او ټول وخت یې د پلاني او پلاني څیز راوړو او زیاتولو ته لګېږي، له ځانه دباندې وتلی، ځان یې هېر کړی او په اعتباري څیزونو پسې ګرځي. دلته کوم څیز چې هېر شوی، خپله انسان دی او ((انا یا زه)) د یو وجود په توګه چې بیخي په اړه یې سوچ نه کوم او د خپلو وجودي ارزښتونو مسخ، ټکني کېدو او ځنډېدو ته مې ورپام نه دی.
نوځکه اګزیستانسیالېزم هم د انسان وجود ته یو ډول اصالت ورکونه ده؛ نو درې بهیره شول:
لومړی بهیر: د انسان او هستۍ په اړه مانیز (معنوي) دی؛ عرفان ، دانسان په نړۍ لید کې دا ستره اړیکه اوڅاروي.
دویم بهیر: دا بهیر په سوسیالېزم، کمونېزم او ګردو ښوونځیو کې وړاندې کېږي چې د انسان د برابرۍ او د تضاد د نفې په باب خبرې کوي. دوی یوازې د ټولنې د دوو اړخونو طبقاتي اړیکه تنظيموي: د بزګر او ارباب اړیکه، د پانګوال او کارګر اړیکه او هم د ټولنيزي اړیکې به باب فکر کوي؛ خو عرفان د نړۍ ، انسان او هستۍ اړیکه او څاروي.
درېیم بهیر: اګزیستانسیالېزم دی چې وایي ، عرفان او سوسالېزم انسان هېروي او یا یې له بهرنۍ موضوع سره لاس ګرېوانوي؛ په سوسیالېزم کې عدالت، پانګوالي، سیاسې او طبقاتي جګړه او په عرفان کې غیبي او مانیزه (معنوي) اړیکه ده؛ خو دواړو (سوسیالېزم او عرفان) انسان هېر کړی؛ نو خپله انسان ته ورګرځوو او پرهغه څیز ورونښلوو چې هم دین او هم سوسیالېزم یې له انسانه اخلي(؛یعنې) پر انسانې ازادۍ ورونښلوو. زه د آزادی او اختیار خاوند یم؛ خو سوسیالېزم ټول نوښتونه اخستي او دولت ته یې ورسپارلي، زما پر ځای هوډ کوي، کړلارې راجوړوي او زما د تولید او لګښت برخلیک ټاکي او د یو تشکیلاتی مرتبو په لړۍ او کړلارې کې مې نفې کوي؛ نوځکه ازادي مې هم راڅخه اخلي. دین هم هر څه له خدایه ــ چې د انسان له ذاته بهر دی ــ غواړي؛ نوځکه دین هم د انسان ازادي سلبوي؛ نو خپله انسان ته وروګرځوو او ووایو ته یو موجود یې، ته به طبیعت کې یې، له طبیعت سره پردی او [ العیاذ باالله] کوم خدای هم نشته او کومه اړیکه هم نشته؛ نوځکه په خپلو ذاتي ارزښتونو پورې دې ونښله، وده او تکامل ورکړه او خپله وجودي اندېښنه دې مړه کړه، پرې بوخت شه او ځواب ورکړه. ته یوازې او یوازې یو څیز یې چې ګرد ارزښتونه ترې زیږېږي او دا ستا اختیار او مطلقه ازادي ده. ټول ارزښتونه هله شتون لري چې آزادي وي؛ خو که آزادي درنه واخلي، ارزښتونه به هم نه وي او ته به د نورو ځواکونو یو بنده یې: دولت یا خدای.
اوس ددې درېیو بهيرونو کمزوري ټکي وینو: د شته رسمي [مسیحي اړول شوي] دین د کمزورۍ ټکی دا دی، چې واقعاً انسان له انسان والي وباسي او د ده له وس دباندې غیبي ځواکونو ته یې یو هلیمن ګدا بنده کوي، انسان له خپلې ارادې پردی او خلع کوي.
د سوسیالیزم د کمزورۍ ټکی دا دی چې انسان یې په ماده پالنې پورې ورنښلولی او په عمل کې سوسیالېزم، دولت پالی شوی دی او روسته دولت پالي هم د دولت رئیس او مشرپالي شوې ده او که مشر د استالین په څېر یو بېشعوره انسان وي؛ نو باید د سوسیالېزم په باب خپل ټول فلسفي افکارــ چې یوه علمي ویینه ده – له خپل ښاغلي مشره زده کړو! او هر څه یې چې ولیکل راته د کاڼي کرښه ده.
که څه هم اګزیستانسیالېزم د انسان په وجودي اصالت او آزادۍ ډډه لګوي؛ خو کمزوری ټکی یې دا دی، کله چې خدای او ټولنیزمسایل نفې کوي او انسان ته ورګرځي؛ نو دا چار خو انسان په هوا کې ځړوند ساتي، چې ازاد یم او هر څیز وټاکم او بل هېڅ ملاک او کچه هم نه وي؛ نو دا پوښتنه اوڅارېږي، په کوم دلیل ((ښه)) غوره او ((بد)) نفې کړم ؟ اګزیستانسیالېزم هېڅ ځواب راته نه لري. زه اوس په داسي بهیر کې یم چې هم ځان له خلکو ځارولای شم او یا خلک تر ځان ځار کړم، آزادي هم لرم، کوم یو وټاکم؟ اګزیستانسیالېزم نه وایی کوم یو غوره او وټاکه؛ ځکه کوم دلیل نشته چې درته ووایي کوم یو انتخاب کړه؛ ځکه نه سوسیالست دی او نه خدای نمانځوونکی. په پایله کې انسان آزادوي او اروپایي اګزیستانسیالستان ترې جوړوي، چې هرې وګړیزې چټلۍ ته ازاد وي؛ ځکه دهغه وګړېزې ازادۍ لوری چې مشخص نه وي، سر پر ذلت او د فساد او چټلۍ په زخمې کې ورډوبېدل وي او پرېکنده پایله یې یو ډول چټله ازادي ده.
رغنده ټکي یې:
که عرفان نه وي او انسان اندېښمني ونلري؛ نو بیخي انسان نه دی. خبرې کول، فکر او هوش د انسان والي نښه نه ده. نن دا خبرې هسې په هسې ثابتې شوي چې څاروي په غریزه کار کوي او انسان په عقل. اوس داسي حیوانات وینو چې دومره په ځیرکۍ سریزې راوړاندې کوي چې پایلې ته ورسې ، چې سقرط او اپلاتون یې ګرد ته هم وررسېدای نشي. په هره پېښه کې نوی نوښت هم کوي چې غریزي ورته ویلای نشو. همدغسې خبرې.
زما په نظر څه چې په رښتیا انسان له ګردو حیواناتو جلا کوي، د غیبو پر وړاندې اندېښنه ده؛ یعنې د انسان د وجود او اړتیا په تړاو د طبیعت نارسایي او له شته وضع یې باید مطلوبې وضع ته تېښته وي. دا چار بیخي د انسان مانيزه (معنوي) او متعالي جلوه ده، عشق داسې تودوخه ده چې په بدن کې مې له ورننوتو کالوریو او پروتینو ځنې نه راپیدا کېږي. یوه نه پوهېدوني سرچینه لري چې ګرد وجود التهابي او تک سوروي او ان خپلې نفې ته یې اړ باسي. عشق تر ګټې مې اوچت ارزښتونه راکوي او په هېڅ فزیکي، مادي او بیوشیمي مخونه کې نه ځایېږي او که عشق له انسانه واخستل شي، د یو منفرد او منجمد موجود بڼه نیسي، چې یوازي د تولیدي غونډالونو (نظامونو) په درد خوري. مهندس او ډاکتر کېږي؛ خو انسان والی د عاشق والي پر مانا، د یوې غیرمادي انرژۍ پر مانا (چې په همدې انرژۍ، انسانانو تاریخ او ستر انقلابونه جوړکړي) د انسان په دننه او فطرت کې مري او التهاب او سوز له منځه ځې.
په ټولګي کې مې له زدکړیالانو وپوښتل، څو تنو ځواب راکړ، ومې نه منله ! غوښتل مې فکري جګړه وکړم؛ نوځکه مې ځواب نه ورکاوه. یو ویل خپله یې ځواب کړه چې ټول بې غمه شي. ومې ویل ښاغلیه! د ټولو بې غمولو ته راغلی نه یم، راغلی یم چې بې غمه، غمجن کړم. آیا زه افیون او هیروین یم چې ټول بې غمه او نشه کړم. له هغوی نه یم چې لیکلي ځوابونه لري، که په رښتیا څوک غواړي خدمت وکړي باید بې غمه، غمجن او ارام، ناآرامه کړي او د منجمدو او متحجرو انسانانو ترمنځ تضاد او نښته رادبره کړي. والله په ځینو خلکو کې د شک راولاړول د یقین تر راولاړولو زر مرتبې اوچت دی؛ ځکه هغه یقین چې دغسې ډول وګړیو ته تلقین او تنقیه شي، مخدر او نېشيي توکي دي او څه ارزښت هم نه لري. یو میلیاردي یقیني مسلمانان لرو،چې څه پرې؟ هغه چې تر شک، اندېښنې او درده روسته رادبرېږي، ارزښت لري.
تر کفر روسته ایمان
هو، ایمان تر کفر روسته او تر غوراوی روسته ارزښت لري، که نه د تاریخ په اوږدو کې ټول یې یقین و او هېڅ ارزښت یې هم نه درلود. دا آیت ((كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً)) د یقین والو په باب دی. اصلاَ پېغمبران د بحث رامنځ ته کولو لپاره راغلي، که نه خلک په خپل ټاټوبي کې ارام اوسېدل.
باید تر وسې وسې د انسان دا درې روحي او فکري بهیرونه ښه مشخص شي؛ د وجود اصالت، د عدالت اصالت او د عشق و عرفان اصالت. عرفان په عشق پسې دی. عشق د هغې غیرمادي انرژۍ پر مانا دی چې په انسان کې حرکت رادبره کوي او پرې ولاړ دی. ورپسې خوځښت د انسانانو ترمنځ د طبقاتي او مادي عدالت له مخې دی او درېيمي د انسان د آزادۍ او اختیار پر مانا دی.
نو دا درې بنسټیز بهیرونه په درېیو ټکیو کې رالنډوم (بشري نور بهیرونه له همدوی راولاړ شوي دي)؛ یو عشق دی چې د عرفاني ښوونځیو د تجلا جرړه ده او دین یې هم یوه تجلا ده. دویم د بهرني ښکیلاک او دننني زبېښاک په اړه د ولسونو، ملتونو او طبقاتو ترمنځ عدالت دی او درېیم د انسان د وجود اصالت دی؛ په دې مانا چې د انسان دننني ذات او انساني ارزښتونو ته ورستانه شوو او ما انسان ته اختیار او آزادي راکړای شي، چې وده او کمال ترلاسه کړم، د خپل ذات په باب سترګې پرانزم، خپل ((وجودي ذات)) ته ورستنېدا، چې په پانګوالي نظام کې له منځه ځي او د دوی په وینا په دیني نظام کې نفې کېږي او په سوسیالستي نظام کې یو اړخیز کېږي.
زما په اند د مسالې روښانولو لپاره غوره ده ، د وګړي مثال راولو، له دې درېیو بهیرونو هر یو یې، په اوسنۍ بڼه، د انسان د تکامل یوعامل دی او په عین حال کې یې د انحراف عامل هم دی؛ یعنې یو لوري ته ورپاملرنه او له نورو غفلت چې باید پاملرنه ورته وشی، چې دا یو ډول نیمګړی هدایت دی.
عرفان انسان ته مانیز (معنوي) حساسیتونه، اوچت، اروایي او روحي ارزښتونه پیدا کوي، وجود او روح ته یې وده او کمال ورکوي؛ خو له هغو فاجعو یې چې په چاپېریال کې یې تېرېږي، غافل، بې اعتنا او ړوندوي. لکه هغه انسان چې د خپل روحاني او معنوي خلوت په ګوښه کې، تر اسمانه معنوي او روحاني معراج ته ورځي؛ خو د خلوتځي د دېوال تر شا یې ظلم، فاجعه، فقر، بې ناموسي، ناپوهي، فساد ، د انسان د ګردو معنویاتو ځوړتیا تېريږي؛ خو دا ترې نه خبرېږي؛ یعنې په ټولیز ډول اړیکه یې د خپل چاپېریال له واقعیت سره پرې ده. نوځکه د انسان دا ډول ژغورنه او نجات په یو ډول ځانپالۍ بدلېږي او هر څوک هڅه کوي چې جنت ته ولاړ شي؛ خو دا څنګه جنتي انسان دی، چې تر یوه مادي چټل انسان، او ان تر یوه څاروي چې د نورو په باب د لورنې د احساس غرېزه لري، د نورو د برخلیک په اړه سخت زړی دی. سمه ده چې د عبادت، اخلاص او ریاضت له لارې چې د خدای او جنت لاره ده جنت ته ورځي؛ خو په هر حال ځانپالنه ده او ان که جنت ته هم ولاړ شي بیا هم ځانپالی دی او ځانپالی تر څاروي ډېر ټیټ دی. جنت څاروی هم لري. (یوازې) جنت ته ورتلل مهم نه دي، انسان والی او جنت ته ورتلل مهم دي، که نه… په هرحال شمس تبریزي او مولوي بلخي ته مې خورا ارادت او عقیدت دی، ځان یې پر وړاندې داسې بولم لکه چې یو لمر ته ولاړ یم، دغسې یو عظمت لري، له مولوي مې پوهېدنه دا ده چې د معنوي، روحي او انساني وګړې له اړخ د انساني موجوداتو په راس کې دی؛ خو شتون یې په بلخ، قونیه یا د خپلې زمانې په ټولنه کې له غیبت (او نشتون) سره هېڅ توپير نلري؛ دومره د خپل معنوي او الهي قرنطینه په کپسول کې راګېر دی، چې په خپل چاپېریال کې ظلم ، د مغولو جګړه، صلیبې جګړه او هېڅ څيز نه احساسوي؛ لکه د جګړې د وخت فرانسوي شاعر ګویته چې وایي: (( تر کېناستو مې خوب، تر درېدو مې ناسته او په کوڅه کې تر ګرځېدو مې په کور کې ناسته ښه ایسي او له جګړې چې وايي ګرده نړۍ یې نیولې نه خبرېږم؛ خو داچې په مرمۍ مې د کوټې ښېښه ماته شي.))
په هرحال څنګه شونې ده چې انسان، له یو لوري معنوي وده مومې او بلخوا، د یو ډير ساده او څرګند څیز پر وړاندې دومره بې توپيره وي ؟ هغه چې یو اړخیز قضاوت کوي، عرفان له بېخه خرافه، پوچ او نېشه یی توکی بولي؛ خو پر مسلې راچورلو او ټول اړخونه یې وینو. زموږ عرفاني ښوونځیو داسې انسانان وړاندې کړي، چې بېلګې یې په یوه ښوونځی او هېڅ انقلاب کې نه وینو، سترو انقلابونو ستر اتلان ساز کړي؛ خو که د دوی انساني شخصیت له خپلو عرفاني شخصیت سره پرتله کړو، بیخي د پرتلنې وړ نه دي، چې نامې یې واخلو. د سوسیالیزم هم همدا حال دی: یو ځوان وینم چې یو مخې پر مادي یا غیر مادي ــ چې عموماً مادي دی ــ سوسیالېزم سنبال دی، دا ځوان دومره وسواس لري چې ارباب د کارګر ان یوه روپۍ هم ونه خوري او که ویې خوري بېرته اخستو او د کارګر او بزګر حق اخستو ته له سره تېرېږي؛ خو همدا ځوان چې د یو انسان په توګه څېړو؛ نو وینو چې یوازې د سوسیالیستی مسایلو او د دوو طبقو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په باب سوچونه کوي او ځان یې په همدې ځانګړې موضوع کې را ایسار کړی او یومخې نور انساني اړخونه او ارزښتونه پکې شنډ شوي دي. ایا دا سمه ده؟ کله چې یو څوک وینم ګرده اندېښنه یې له طبقاتي مسایلو سره وي او د نړۍ ګرد مسایل یوازې په همدې درېڅي سنجوي، شپه و ورځ سوچونه پرې وهي ورته متاسف کېږم، چې نوموړی دومره وړتیا، ایثار، فداکاري او معنویت پالي لري او دومره د یوې مانا او ارمان لپاره ځان ځاروي؛ ولې له هغو ټولو تجربو چې په فرهنګ، تاریخ، دین او په هرحال د انسان په ژوند کې د نورو انساني اړخونو ودې ته شته، بې برخې دی او بې له دې سوچ نه کوي؟ او روسته داسې بڼه خپلوي چې په پلاني ځای کې د پلاني سیاستوال خبره ــ چې یوه ساده او ورځپاڼیزه خبره ده ـــ په داسې یو انسان کې ډېر التهاب پيدا کوي او تر ټولې مثنوي [او د رحمن بابا تر دیوان] ډېر پکې اشباع کېدنه پیدا کوي او مړوي یې، په بشري تاریخ کې ټول معنوي ارزښتونه او خبري ورته پوچې او بې مانا او په وګړیو کې اخلاقي ودې ورته ناڅرګندې دي. کوم انسان چې له نظره یې سوسیالست نه دی؛ خو فداکار، اتل او د ښکېلاک ضد دی او له معنوي پلوه د اوچتو مرتبو خاوند دی او خپل مادي ژوند له خپلې ګروهې ځاروي، یوه پیسه ارزښت ورته نه لري او بیخي په ارزښت یې پوهېدای نشي.[5]
وینو، سوسیالېزم هم انسان له خپلو وجودي ډول ډول څانګو بې وسلې کوي، دا ټولې توږي او یوازې یوه یې ورپرېږدي او دا دومره غټوي چې تر جرړې، تنې او ډډه ډېره وده کوي او انسان یو اړخېزوي، ان په یو اړخ کې یې د عرفان په څېر خورا اوچتوي؛ خو سوسیالېزم یې د ټولنيز حساسیت په اړخ کې او عرفان یې د وجودي او نړیوال حساسیت به لوري کې.
په هرحال بیا هم سوسیالېزم دباندې ته یوه درېڅه ده. اوس هغه انسان ، چې [ د موهومي ادیانو په سیوري کې] د اسمان او غیبو په نمانځنه یا د سوسیالېزم په ښوونځي او په دکتاتورۍ کې له ځانه پردی او بیخي اراده نه لري، په اقتصادي نظام کې ، پردی او پیسه ځپلی او ته وا پیسو خوړلی دی او خوندونو او لګښت پالنې دومره پردی کړی چې شتون نه لري او که خوندونه او لګښتونه ترې واخلی بیخي خپله او دنننی منځپانګه یې هېڅ او پاتې یې صفر ده. دا انسان چې نن یې ماشین، پانګوالۍ، دکتاتورۍ، اداري نظامونو، مادي او لګښتی ژوند له ځانه پردی کوي، ځان ته د وجود اصالت راستنوي او دا یو غټ تعریف او یوه لویه ستاینه ده، چې له انسانه یې د وجود اصالت کوي.
د وجود اصالت دویم ځلي د انسان ازادي، د فطرت وده او انساني اوچته مرغلره او څاروي، پېژني یې او ډډه پرې وهي. دا انساني ځانخبرۍ ته یو ډول ورستنېدا ده، چې په ټولیز ډول په وختونو او پېړیو کې له منځه تللې وه. نوځکه د وجود اصالت ته ورسنتېدا؛ یعنې له دي نظامونو، اندېزو (فکري) او مادي بندونو د انسان یو ډول ژغورنه، فلاح ته بلنه او د انسان ازادونه ده. خو یوه بله مانیزه (معنوي) وجهه یې دا ده ، اوس ((زه)) چې ازاد شوی یم، باید څه وکړم؟ نور اګزیستانسیالیزم دا پوښتنه ځوابولای نشي. دلته دوه پړاوه شته؛ څوک مې چې له لاسه نیسي او له زندانه مې د تېښتې لاملونه چمتو کوي، باید تر ازادېدو روسته کړلار، لوری او موخه راته ولري، که نه، ازادېدل به مې کوم خدمت راته نه وي، کله چې دباندې کوم کار راته نشته، ښایي ازادي، پر ګډوالۍ واوړي او همدلته نامعلومه ده چې ازادي راته خدمت وي. که ازادي په داسې بڼه وي، چې کچه، معیار، ملاک او لوری ونلري؛ نو دا اوارګي، بې پناهې او کډوالي ده ، ورپسې پر پوچۍ اوړي او بیا د غربي اګزیستانسیالیزم بڼه خپلوي چې ټول ارمان یې په نیپال او خیبر دره کې به چرسو پسې ګرځېدل وي.
په هرحال د انسان د خصلت په تل کې د درېیو تجلاوو په بڼه دا درې بنسټیز، واقعي او حقیقي بهیرونه شته، چې د انسان د وجود د اړتیاوو بنسټ دی: یو خوا ((عشق وعرفان )) دی او بلخوا د نولسمې پېړیو د خوځښتونو په بڼه ((عدالت)) غوښتنه ده او درېیمه یې له هغو نظامونو څخه چې انسان نفې کوي او انسان ته ورستنېږي، د انسان ((وجودي اصالت)) دی چې اروپایي روښانفکران یې په لټه کې دي. نوځکه فلاح او ژغورنې ته وررسوونکی خورا پوره انسان او ښوونځی هغه دی چې دا درې بنسټیز اړخونه ولري. که په یو ښوونځي کې دا درې بنسټیز اړخونه وي؛ نو د ښوونځیو یو هم منفي (او کمزوری) اړخ به پکې نه وي؛ ځکه یو اړخ ، د بل د منفي اړخ ، اړخ ورجبرانوي. کله چې دا درې واڼه اړخونه یو له بله جلا د ښوونځي بڼه خپله کړي نو منفي اړخ به یې شتون ولري؛ خو که درې واڼه اړخونه یو له بل سره وي؛ نو منفی اړخونه به یې شتون ونشي لرلای.
که یو ښوونځی ما تر یوه سوسیالیست ډېر، خپلو ټولنيزو مسوولیتونو ته ورمخ کړي؛ نو عرفان به مې له ټولنیز مسوولیته غافل نه کړي؛ یعنې که عرفان مې له ټولنیز مسوولیته بري کړي او یوازې می پر خپل وجودي او معنوي تکامل بوخت کړي، پر برابرۍ ګروهه چې زما د ښوونځي بل اړخ دی، د نورو پر وړاندې به مې له ټولنیزمسوولیته غافل نه کړي. لنډه داچې:
یو خوا ((سارتر)) مې د ځان وجودي آزادۍ ته رابولي، بلخوا سوسیالېزم مې د نورو ټولنیز مسوولیت ته وربولي او بلخوا عرفان او عشق مې له هستۍ ، ژوند ، او وجودي نهایي برخلیک اړیکې ته وربولي، چې ددې حالت راپیدا کېدنه، د ټولنیز ژوند ورهاخوا او ان زما د وګړیز وجود ورهاخوا التهاب او مړښت راکوي. که همدا اوس داسې یو ښوونځی ولرو چې ددې درې واڼو اړخونو همغږې او انډوله وده مو تضمین کړي؛ نو ژوند به مو سم او د ژغورنې لار به مو خپله کړې وي او که بېلګه غواړئ؛ نو په اند مې د اسلام ارزښت په دې کې دی چې درې واڼه اړخونه په پام کې نیسي. عرفان د اسلام جرړه ، روح او جوهر دی؛ خو ټولنیزعدالت او د نورو برخلیک ته هم پاملرنه لري، ان د بل وګړي برخلیک ته او وايي که بل تن دې ژوندی وساته او بیا ژواکی (احیاء) دې کړ؛ لکه چې ټول انسانان دې بیاژواکي کړي دي، که یو تن دې وواژه؛ لکه چې ګرد انسانان دې وژلي؛ یعنې زما او د نورو د اړیکو په باب دومره حساسیت لري او یا د ربا او ګټې ــ چې یو ټولنیز او طبقاتي چار دی ــ په اړه تر مشرک او منافقه ډېره کرکه لري، دلته یې ټولنيزو مسایلو او په ټولنې کې د وګړي اړیکې ته ورپام دی او ښيي چې دا چار حساسیت لري.
د وجودي مسالې په باب چې ((سارتر)) ترې ګړېږي، اسلام د رسمي ادیانو او ان هغه عرفان پر خلاف دی چې انسان د خدای پر وړاندې خپل له ځانه پردی کوي او انسان د خدای پر وړاندې نفې کوي؛ ځکه اسلامي توحید، یوازېنی توحید دی چې د خدای پر وړاندې د انسان وجود ازبادوي. هېڅوک نشته چې د اسلام خدای آګاهانه او هاغسې چې خپله اسلام معرفي کړی وپېژني او خپل ایمان یې له اسلامه اخستی وي او د خدای پر وړاندې، پر خپل اوچت مقام او ورسره په خپلوۍ پوه شوی وي او همداراز د کمال له پلوه تر څارویو اوچت او ځان پر الهي خویونو د پسوللو وړ احساس کړي. دا په انساني توحیدی اړیکه کې وګړي ته د عزت او کرامت ورکونه ده. دا اسلامي توحید دی چې انسان ته دومره عظمت، وده او کمال ور پر برخه کېږي. په عین حال کې چې عشق شتون لري، عظمت او کرامت هم ورکوي، هومره چې د موجوداتو تر پولو وراوړي. دا بې له هغه خدایه دی چې یوازي ځان ازبادوي لکه چې فویرباخ وایي: ((فقیر انسانان قوی خدایان لري، انسانان څومره چې فقیر دي، ښه بدمرغه دي او خدای یې خورا ځواکمن او پیاوړی دی )). دا د انسان، عرفاني مذاهبو او شتو رسمي ادیانو اړیکه ده. حال دا، اپوټه یې ، توحیدي انسان څومره یې چې خپل فقر ته ورپام وي، خپل مړښت او غنا ته یې هم ورپام وي، څومره چې خشوع ته وررسي، غرور، ویاړ، عزت او کرامت احساسوي، څومره چې د خدای عبودیت ته غاړه ږدي، د هر طاغوتي قدرت، نظام او اړیکې پر وړاندې سرغاړی کېږي؛ نوځکه په اسلام کې د انسان او خدای ترمنځ، واقعاً متضاده اړیکه شته او دا په عین حال کې نفې وازبادېدل، هېڅ کېدنه او هرڅه کېدنه ده او بیخي په مادي او طبیعي ژوند کې پر یو الهي موجود اوړېدل او محو کېدل دي او ټولګه یې داده که ډله ییز او د مذهبي تعصب ننګېرنه ونشی [ زه شریعتي ] وایم ، علي ( ک) چې راپېژندل شوی د دې درې واڼو اړخونو پوره بېلګه او تجلا ده. هم د عشق په توګه، یعنې هغه ماورایي انرژي چې انسان په مادي ژوند کې اندېښنې، التهاب، نه مړولو او نه خړوبولو ته ورکاږی.
نوموړی ددې عشق خوټېدونکې سرچینه ده او په بل هیچا کې دغسي (ځانګړنې او) التهاب نشته. دومره یې التهاب سخت دی چې کله بې هوښه کېږي او په بېدیا کې چغې وهې او البته موږ انګېرو چې په مدینه کې ورباندې د ورپېښو نادودو او یا فدک په پار دا حالت پرې ورغلی، حال داچې خپله وجود ملتهب دی او د یوه اورغورځي په څېرغژېږي او اوسیدانه ورته نا زغموړ ده. عشق یې تردې بریده له ځمکې او زمانې د غیبو خوا ته ورتوغوي. بل اړخ یې تردې بریده سیاسي او حساس دی چې د یو پلارمړي یا په خپلي واکمنۍ کې د (یهودۍ) ښځې د مظلومیت په پار، دومره حساسیت ښيي چې هېڅ سوسیالست او مسوول سیاستوال یې ښوولای نشې چې وايي: له دې درده ــ چې په واکمنۍ کې مې ښځه مظلومه او تېری پرې شوی ــ که ومرم، مه مې ټپسوروئ؛ ځکه ددې فاجعې درد یو انسان وژني.
اوبالاخره له وجودي پلوه،یعنې د انسان د وجود بهترینه تجلا، د یو انساني موجود پر مانا، تر ګردو موجوداتو اوچت دی او د همدې انسان د عیني، مادي او فطري ارزښتونو د روستۍ ودې په توګه، خورا پوره او کامل دی او ټولو ته په ډاګه ده چې په خپل ښوونځي او ژوند کې یې دې ارزښتونو او کرامتونو ته څومره پاملرنه درلوده.
که په رښتیا ښوونځي ته له دې درې واڼو اړخونو (وجودي، عدالت او عرفان) د انساني ذات د دنننۍ ډېوې په توګه، وګورو؛ نو زما په نظر، په غوره توګه به مو د خپلې زمانې اړتیاوې لرې کړې وي. بچی مو چې سوسیالیست شی؛ نو عرفاني احساس او معنوي حالت یې ورک کېږي. که عارف مسلکی شي؛ نو د ټولنيزو مسایلو پر وړاندې دومره بې غیرته کېږي، چې بیخي عرفان یې هم ، کرکجنېږي. کله چې له دواړو لاس اخلي او خپل انساني وجود او ګزیستانسیالیستي ازادۍ ته ورورسي، يو هيپي، فرنګي اګزیستانسیالیت، کافه مېشتی او پوچ پالی ترې جوړېږي.
هو، دا درې واڼه اړتیاوې د انسان او د زمانې په ذات کې شته. ګروهن یم په هر یو او له دوی په هر یو کې ورولوېدو؛ نو په څاه کې به ورلوېدلی یو او له دوو نورو انساني اړخونو به غافل شوي یو. پر دې ښوونځي همغږې او آګاهانه ډډه لګول، یوازې د اسلام پېژندنه او یوازې حقیقت پالي نه ده؛ بلکې که له داسې سرچینې، درې واڼه یې د اوسني انسان د اړتیاوو لرې کولو ته راواخلو او اسلام ته په همدې درې واڼو سترګو ووینو؛ نو په عین حال کې پر خپل ټولنیز مسوولیت مو هم عمل کړی دی. ))
د ارواښاد دوکتور علي شریعتي له دې درنې شننې له لوستو راته به ډاګه شوه، چې په هېواد کې د یوې عزتمنې، درنې، پرمختللې، انساني، ملي او اسلامي ټولنې د جوړو لپاره پر نوي کهول لازمه ده چې د انساني ذات درې مهم او بنسټیز اړخونه ((عرفان، برابري او آزادي )) په پام کې ونیسي او همغږې او انډول یې پرمخ بوزي، داسې نه چې یو ډېر وړاندې وي او بل یې په ذره بین کې نه لیدل کېږي او یا یې یو دومره غټ او ونازول شي، چې بل ته بیخي د یوې اړتیا په توګه ونه لیدل شي. نو ددې پاملرنې لپاره لومړی باید هغه کتابونه ولوستل شي چې په عرفان یعنې له خدای او هستی سره په اړیکه مو سم وپوهوي او په دې هکله په اندیال ویبپاڼه کې د (( توحید ، نبوت او معاد)) په باب په لومړنۍ و منځنۍ او لوړه کچه مطالب درته کښل شوي او د اسلامي نړۍ لید په باب مو تر یوه برید ستونزاواری کوي.
دغسې په ټولنه کې د طبقاتي اختلافاتو له منځه وړو او د موړ او نېسمن ترمنځ اړیکه، پر توحیدي اړیکې اړول، د نوي کهول ټولنیز مسوولیت دی. په دې باب په توحید لید کې د ټولنپوهنې ویینې لوستل او هم دهغو مبارزینو کارنامې او ژوند لیک څېړل، چې د توحید پر بنسټ يې طبقاتي مبارزه کړی، خورا اړین چار دی په دې باب د ارواښاد شریعتي داسلامپوهنې درسونه (چې د جهاد او هجرت پر مهال چاپ شوي او دا دی اندیال وېبپاڼه به یې درخپور کړي،) او هم د عبدالحمید جودة السحاره (د دې لیکوال د امام حسین او سیرت کتاب چې محترم شرر صافي ژباړلی او چاپ شوی هم دي) او ابوذر کتاب ــ چې شریعتي په فارسي او عبدالکافي په پښتو اړولی او چاپ شوی هم دی ولولئ هغه ابوذر (رض) چې نوي کهول ته د ټولنيزي او طبقاتي مبارزې یوه ستره بېلګه ده.
دغسې له فکري پلوه هغه کتابونه ولولئ چې د انسان منځپانګه او موخو ته د وررسېدو لپاره انسان ته سمې لارې چارې ورښيي. په دې باب د ارواښاد امام مودودي دا کتاب ((د عقل په رڼا کې پر خدای، نبوت او معاد ایمان))، د علامه مرتضی مطهري (( سرنوشت انسان))،د مرحوم ډاکتر شریعتي ((انسان بین اسلام و مغرب زمین)) او هم ((چهار زندان)) کتاب، چې په پښتو شوی (په څلورو لومو کې راګیر انسان) او په اندیال وېبپاڼه کې پروت دی، ولولئ.
له نوي کهول تمه ده چې د خپل عمر یو وخت مطالعې ته وباسي او لکه په شواروزکې دې دوه درې ساعته په هغې مطالعې ولګوي، چې زموږ د ټولنې ستونزاواري ته ګټورېږي، چې له ورپسې کهول څخه یو سرمشریز کادر راووځي، داسې کادر چې د ((عرفان، برابرۍ او آزادي)) پر درې ګونو اړخونو سنبال وي.
[1] [ یادونه: څه موده وړاندې د جرمني لومړۍ وزېرې انګېلا مارکر مسلمانانو ته یو پېغور هم ورکړ،چې خدای، پېغمبر او کتاب مو یو دی؛ خو ولې بې اتفاقه او جګړه ماران یاست، حال داچې نور ګڼ خدایان لري؛ خو یولاس دي او په سوله کې اوسي؟]
[2] [ علامه اقبال وايي: اګر هوتا وه مجذوب فرنګی اس زمانی مین/ تو اقبال اسکو بتلاتا مقام کبریا کیا هی]
[3] [ پر پانګوالۍ اوختی او واکمن له چیني کمونېزمه د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره د یوې وزلې په توګه کار اخلي او په اصطلاح سوسیالېزم یو سوټی دی چې نور پرې ځپي]
[4] [ د افغانستان مېړني مجاهد ولس دړی وړی کړ]
[5] [ یادونه: دغسې یو شمېر سرسري مسلمانان هم دي، چې په ګروهه کې ورسره ګډ نه یې، که څه هم ترې ښه پوهېږې، ترې ښه پرهیزګار او خبر پوه یې؛ خو ټاپې درباندې لګوي او ان له دینه دې بهر بولي، چې دې اندود په اسلامي ټولنو کې یوه سرطاني بڼه خپله کړې ده. ]