تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حـــــــــــــج ليکوال:  محســـــــــــن قـــــــــــرآيتى د تفسير نور مؤلف     د حج اهميت… 6 حج په روايتونوکې.. 7 توحيدي تيارسئ. 8 د الله تعالی بندګي.. 9 حج سرښندنه او قرباني ده. 10 حج؛ ازمېښتوزله ده. 11 د کعبې جاذبه. 14 په حج کې انسان آرام وي.. 14 په حج د انسان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حـــــــــــــج

ليکوال:  محســـــــــــن قـــــــــــرآيتى

د تفسير نور مؤلف

 

 

د حج اهميت… 6

حج په روايتونوکې.. 7

توحيدي تيارسئ. 8

د الله تعالی بندګي.. 9

حج سرښندنه او قرباني ده. 10

حج؛ ازمېښتوزله ده. 11

د کعبې جاذبه. 14

په حج کې انسان آرام وي.. 14

په حج د انسان ايمان سم او پياوړېږي.. 14

حج د ټينګښت وزله ده. 16

مکه خوندي کور دى.. 20

حج د پېغام رسونې او پېغام اخستنې ځاى دى.. 23

د برائت اعلان.. 23

حج د انسان نېستي څنډي.. 25

حج د وټیز یون لامل دى.. 26

حج تبليغاتو ته يو مناسب ځاى دى.. 26

حج ته د تلو هڅه. 27

حج د کمزوريو جهاد دى.. 31

حج ته د تلو سریزې.. 33

حج ته بايد په حلال مال ولاړ شو.. 37

حج ته تر تګ مخکې بښنه غوښتل.. 37

د سفر ګټې. 38

د سفر اخلاق او آداب… 40

له مسافرو روڼو سره همغږي.. 43

د سفر لګښت… 44

د حاجي د کورنۍ چوپړ کول.. 45

حج ته د راونېدو چمتووالى. 45

مکه او د حج کړنې.. 49

د عمرې کړنې.. 49

ميقات… 49

په ميقات کې څه کوو؟. 50

حرم او مکه. 54

مسجدالحرام.. 55

طواف… 61

د طواف په هکله ځينې ټکي.. 64

د طواف لمونځ.. 66

امامت او حج. 68

مهم ټکي.. 69

د صفا او مروه سعى. 72

تقصير. 76

د وزګارتيا وخت… 77

غوره کار. 78

له نورو سره چلندود؟. 84

د تمتع حج کړنې.. 86

د عرفات پر لوري روانېدل.. 89

عرفات… 90

د عرفات ورځ.. 91

عرفه او امام حسين.. 93

مشعرالحرام.. 93

حرم په حرم کې.. 102

منى. 105

رمى جمرات يا د شيطانانو ايشتل.. 107

قرباني.. 114

د قربانۍ فلسفه. 119

منى؛ ازمېښتون.. 131

الهي ازمېښتونه. 131

حلق او تقصير. 133

په منى کې بيتوته (پاتېدل ). 135

له منى وتل.. 137

طواف… 139

د رسول الله ښار؛ مدينه. 141

د رسول الله زيارت… 143

له رسول الله نه بښنه غوښتل.. 148

مدينه د ودې او اندنې ‏ځاى دى.. 153

شرک څه ته وايي؟. 158

د تاريخ څو بېلګې.. 162

بقيع مړېستون.. 179

بيت الاحزان.. 202

د احد شهيدان.. 209

حضرت حمزه سيدالشهدا 214

د احد د شهيدانو نومونه. 218

پاموړ زده کړه. 220

ويجاړې شوې زېرمې.. 223

د سفر پاى.. 227

مننه او بښنه. 229

د حاجيانو ستړي مه شي او هر کلى. 230

وليمه ورکول.. 230

اخلاقي يادونې.. 231

 

ټول ستاینه د هغه ستر ذات لپاره ده چې د ځمکې پر مخ یې د توحید نښې خپرې کړې، د انسان د هدایت لپاره یې پېغمبران راولېږل او د خپل رحمت، مغفرت او بندګۍ دروازې یې خپلو بندګانو ته پرانیستې پرېښودې. درود او سلام دې وي پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم)، د هغه پر سپېڅلي اهلبیتو، اصحابو او پر هغو ټولو چې د حق په لاره کې یې د ایمان مشالونه بل ساتلي دي.

حج یوازې د یوه سفر نوم نه دی، نه یوازې د څو عبادتونو ټولګه ده او نه هم یوازې د یوه موسم مراسم دي؛ بلکې حج د انسان د ژوند، ایمان، فکر، اخلاقو او روح یوه بشپړه مدرسه ده. دا یو الهي ښوونځی دی چې انسان پکې د توحید، بندګۍ، قربانۍ، ازمېښت، یووالي، زغم، مینې او اطاعت درسونه زده کوي. د حج اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې د اسلام له سترو ارکانو دی؛ بلکې په دې کې دی چې د انسان له دننه نړۍ څخه تر ټولنیز ژوند پورې ژور بدلون رامنځته کوي.

د روایتونو په نړۍ کې د حج مقام دومره لوړ بیان شوی چې دا عمل د ایمان د بشپړتیا، د دین د ټینګښت، د ګناهونو د بښنې او د روح د بیا راژوندي کېدو لامل بلل شوی دی. ځکه د حج پیل تر هر څه وړاندې د توحیدي تیارسئ او فکري چمتووالي غوښتنه کوي؛ څو انسان پوه شي چې دا سفر یوازې د بدن حرکت نه، بلکې د زړه سفر دی. دلته انسان د الله تعالی بندګي په نوي ډول درک کوي او زده کوي چې د بندګۍ اصلي مانا یوازې په الفاظو نه؛ بلکې په اطاعت، تسلیمۍ او اخلاص کې ده.

حج د سرښندنې او قربانۍ ښوونځی دی. دلته انسان د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهم السلام د ژوند لوی درسونه له سره لولي. دا سفر د ازمېښت وزله هم ده؛ ځکه انسان له خپل مال، آرام، کور، عادتونو او غوښتنو څخه جلا کېږي. د همدې ازمېښتونو تر شا د ایمان راز پټ دی.

د کعبې سپېڅلی کور له پېړیو راهیسې داسې جاذبه لري چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زړونه ځان ته راکاږي. دا جاذبه یوازې د تیږو د یوې خونې نه؛ بلکې د الهي رازونو او رحمت جاذبه ده. په دې سفر کې انسان یو ځانګړی آرام احساسوي، ایمان یې سمېږي او پیاوړی کېږي، روح یې ډاډ مومي او دیني تړاو یې ژورېږي. حج د فرد او امت د ټینګښت وسیله ده او مکه د امن او  ډاډ هغه کور دی چې الله تعالی د انسانانو لپاره خوندي ګرځولی دی.

حج یوازې عبادت نه؛ بلکې د پېغام رسونې او پېغام اخیستنې مرکز هم دی. دلته امت راټولېږي، فکرونه تبادله کېږي او اسلامي شعور پیاوړی کېږي. د برائت اعلان انسان ته دا درس ورکوي چې ایمان یوازې له مینې نه؛ بلکې له باطل څخه د کرکې او د حق له ملاتړ سره بشپړېږي. حج د انسان نېستي څنډي، اقتصادي حرکت رامنځته کوي، د وټیز یووالي لامل کېږي او د تبلیغاتو لپاره غوره فرصت برابروي.

د حج مینه انسان دې ته هڅوي چې د دې سفر لپاره تیاری ونیسي، د سفر ارمان ولري او ځان ورته چمتو کړي. دا د کمزوریو جهاد دی؛ هغه جهاد چې انسان له خپل نفس سره کوي. له همدې امله حج ته د تلو سریزې، د حلال مال برابرول، له خلکو بښنه غوښتل، د سفر ګټې، د سفر اخلاق، له نورو سره همغږي، د لګښت سم تنظیم او د کورنۍ د حقونو ادا کول د دې لارې مهم بنسټونه دي.

کله چې حاجي د روانېدو شېبې ته رسېږي، نو د راوتلو چمتووالی نیسي او د مکې پر لور د یوه نوي ژوند سفر پیلوي. هلته د عمرې اعمال، میقات، احرام، حرم، مسجدالحرام، طواف او د طواف لمونځ د بندګۍ نوې مرحلې جوړوي. صفا او مروه د هڅې او هیلې درس ورکوي، سعي د ژوند د دوام سمبول ګرځي او تقصیر انسان د یوه نوي پړاو پر لور بیايي.

له دې وروسته د تمتع حج ستر پړاو پیلېږي. د عرفات پر لور حرکت د ځان پېژندنې پر لور حرکت دی. د عرفات ورځ د توبې، دعا او معرفت ورځ ده؛ هغه ورځ چې د حضرت امام حسین (رضی الله عنه) او د عرفې دعاګانې د انسان زړه لړزوي. ورپسې مشعرالحرام د فکر، شعور او بیدارۍ میدان دی.

بیا منی راځي؛ هغه ځای چې د اطاعت او ازمېښت ستر ښوونځی دی. دلته رمي جمرات انسان ته دا درس ورکوي چې د ژوند شیطانان باید وویشتل شي. قرباني یوازې د څاروي ذبح نه ده؛ بلکې د نفس غوښتنو قرباني ده. د قربانۍ فلسفه انسان ته د تسلیمۍ او فداکارۍ مفهوم ور زده کوي. په منی کې الهي ازمېښتونه، حلق، تقصیر او پاتې کېدل انسان له خپل نفس سره مخامخ کوي.

له دې وروسته د طوافونو او عبادتونو لړۍ بشپړېږي او سفر د رسول الله (ص) د ښار، مدینې منورې پر لور غځېږي؛ هغه ښار چې د مینې، ادب او رسالت مرکز دی. د رسول الله (ص) زیارت، له هغه نه بښنه غوښتل، مدینه د ودې او اندنې د ځای په توګه، د شرک پېژندنه، تاریخي بېلګې، بقیع، بیت الاحزان، د احد شهیدان او حضرت حمزه سیدالشهدا د اسلامي تاریخ ژوندي بابونه انسان ته وړاندې کوي.

د دې سفر په پای کې انسان یوازې له یوې خاورینې لارې نه؛ بلکې له یوه لوی ښوونځي راګرځي. د سفر پای، مننه، بښنه، د حاجیانو هرکلی، ولیمه او اخلاقي یادونې دا پیغام ورکوي چې د حج حقیقي اثر باید د ژوند تر پایه پاتې شي.

دا کتاب د همدې ستر سفر د رازونو، فلسفې، اعمالو او پیغامونو یوه ټولګه ده. هیله ده لوستونکی د دې پاڼو په لوستلو یوازې معلومات ترلاسه نه کړي؛ بلکې زړه یې ویښ، فکر یې روښانه او ایمان یې پیاوړی شي؛ ځکه ریښتینی حج هغه دی چې انسان له سفره راستون شي، خو روح یې لا هم د کعبې په طواف کې وي.

 د حج اهميت

[فِيهِ اياتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ[1]= په هغه كې څرګندې نښې دي (چې له هغو) د ابراهيم مقام دى او څوك چې (د الله تعالی كور ته) ورننوځي؛ نو خوندي شو. پر خلكو د الله تعالی حق دى، چې كه د چا هغه كور ته د رسېدو وس وي؛ نو حج دې وكړي او كه څوك (ددې حكم له عملي كولو) منكر شي (ځان ته به يې زيان رسولى وي؛ نو پوه دې شي) چې په حقيقت کې الله تعالی له نړيوالو مړه خوا دى.]

پر خلکو د الله تعالی حق دا دى: څوک چې وس لري، حج ته دې ولاړ شي؛ يعنې که څوک وټیز، اندیز او جسمي وس لري او حج ته تګ يې پر عادي ژوند کوم اغېز نه غورځوي او که له حج راستون هم شي او خپل ژوند پرمخ بوځي او په لار کې ورته کوم ګواښ نه وي؛ نو هرومرو دې حج ته ولاړ شي او که څوک دا ټول شرايط ولري او حج ته ولاړ نشي او سرغړونه وکړي؛ نو د کافرانو په ډله کې به وشمېرل شي. په حديث کې راغلي: چاچې د مړينې تر دمه حج ته شا کړې وي او له کولو يې سرغړونه کړې وي؛ نو د قيامت پر ورځ به له مسيحيانو او يهودانو سره راپاڅي.

حج په روايتونوکې

 په روايتونو کې د نورو کړنو په پرتله، د حج په هکله ډېر تعبيرونه راغلي دي. امام محمد باقر وايي: اسلام پر پينځو بناوو ولاړ دى، چې يو يې حج دی[2]. ‏

حضرت علي وايي: الله تعالی، حج د اسلام بېرغ ګرځولى دى.

 امام صادق وايي: چې کعبه وي او خلک ترې طوافونه کوي؛ نو دين به هم ژوندى وي.

په بل ځاى کې وايي: حج ته مه شا کوئ، ګنې هلاک به شئ[3].

حج د مسلمانانو بنسټ او بېرغ دى. که بېرغ راولوېږي او بنسټ ونړېږي؛ نو مسلمانان به کمزوري شي او طاغوتيان به پرې واکمن شي.

همداراز امام صادق په يو بل ځاى کې وايي: که خلک حج ته شا کړي؛ نو د الله تعالی قهر [بې اتفاقي، نهيلي، د طاغوتانو حکومت] به پرې نازل شي.

د جواهر الکلام په کتاب کې د حج په هکله راغلي: حج يو ډول ځان جوړونه او رياضت دى، له ځاني غوښتنو سره جګړه او په عادتونو کې بدلون راوستل دي. حج يو ډول وټیزه غاړه ایښوونه ده. حج يو ډول بدني عبادت دى. منډې، تګ راتګ ‏او تنده هم پکې شته. په حج کې کړه وړه او ويناوې هم شته، لمونځ يوه ((وجودي)) کړنه ده او بايد وشي؛ خو روژه ((عدمي)) بڼه لري؛ يعنې خوراک، څښاک پکې نه کېږي.

په حج کې هم ځينې داسې چارې شته، چې بايد وشي او ځينې نورو ته شا شي. حاجي چې احرام وتړي؛ نو تر شلو زياتې کړنې دي، چې بايد ورشا شي او ځينې نورې کړنې بايد په احرام کې وشي.[4]

ځکه حج د زکات او خمس په شان دى، چې بايد له خپل ماله پکې څه نا څه ورکړ شي، حج د روژې په شان دى، له ځينو چارو بايد پکې ډډه وشي او حج د لمانځه په شان بدني حرکتونه هم لري او همداراز د جهاد په شان کړاوونه او سختۍ هم لري.

توحيدي تيارسئ

 حج له هرځاى، هر ملت او هر توکمه، د ملت پالنې، د انسانانو په منځ کې د مانیزو پولو، تفرقې، کفر او شرک او همداراز د الله تعالی له دښمنانو د کرکې او د شيطان د رټلو او شړلو پر ضد د ((توحيدي تيارسئ )) اعلان دى.

حج د سترې دبدبې او ځواک ننداره ده. حج يو ډول سياسي غونډه او ځواک ښوونه ده.

حج له پورتنۍ نړۍ سره همغږي او يو خوله کېدل دي.

 حج پر ځمکه اوسېدونکي له اسمانمېشتو سره په يوه ليکه کې راولي، څوک چې پر ځمکه له کعبې طوافونه کوي، له هغو پرښتو سره به انډول وي، چې له بيت المعمور طوافونه کوي. حج يوه کړلار ده؛ ځکه نړیوال دين، نړیوال دښمنان لري او له دښمن سره سيالۍ ته بايد نړيواله کړلار ورکړي.

د الله تعالی بندګي

حج سرايښوونه، تسليمېدل او خوښي ده، د الله تعالی تر حکم لاندې راتلل دي، مينه او ستاينه ده.

حج د تعبد ننداره ده او تعبد له عبوديت او امره د اطاعت نښه ده او که نه ځاى پرځاى دا پوښتنې رامنځ ته کېږي:

 ولې کعبه په دې سوځنده خاوره کې جوړه شوې ده؟

ولې په حج کې جامې باسوو او احرام اغوندو؟

ولې په حج کې ځينې څيزونه حرام شوي دي؟

ولې د سر وېښتان خروو؟

او داسې نورې پوښتنې رامنځ ته کېږي؛ خو حج د تعبد، تسليمېدو او غاړه ايښوولو يو ټولګى دى او په عين حال کې، فلسفه، حکمت، سياست، يووالى، امامت او توحيد هم دى.

د قيامت ورځې د نندارې او فطرت ته د بېرته ورستنېدو بېلګه هم ده. الله تعالی ته تسليمېدل ځانګړى خوند لري او د الله تعالی بندګي يو ډول کمال دى.

حضرت علي (کرم الله وجهه) د بندګۍ په هکله وايي: ما ته همدومره عزت بس، چې بنده دې يم او دومره وياړه راته بسيا دى، چې ته مې پالونکى يې.

 انسان که پر يوه لار ځي او يا څه کوي؛ نو هغه بايد الهي لار او کړنې وي.

حج سرښندنه او قرباني ده

موږ د الله تعالی په حکم حج ته ځوو. لومړى له خپل ماله، ورپسې له خپله کوره، روسته له خپلې کوڅې، ورپسې له ښار او په پاى کې له خپل هېواده هم تېرېږو؛ مکې ته چې ورنږدې شو؛ نو له جامو، عادتونو، خوليو او څپليو هم لاس وينځوو.

 تردې روسته رو رو، له سينګارولو، د وېښتانو له ګومنځولو، عطرو، نکريزو، هيندارې او له ښځې او بچو هم لرې کېږو. داسې ځاى ته رسوو، چې کورونو او خپلو ليدو ته هم شا کوو او انسان بايد د مکې په بېدیاوو کې څو شپې او ورځې تېرې کړي، چې د حضرت ابراهيم (علیه السلام) او رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) یادیزې بيا راژوندۍ کړي.

حج؛ ازمېښتوزله ده

امام صادق وايي: الله تعالی کړاى شول، کعبه په داسې ځاى کې کېږدي، چې ښه هوا يې درلوداى؛ خو په يوه سوځنده او له سينده لرې، په غرنۍ سيمه کې يې ځکه کېـښوده، چې خلک وازمېيئ، چې دروغجن ايمانوال، له رښتينو مؤمنانو وپېژندل شي. مکه د ژوند، عبادت او د پېغمبرانو د بلنې ځاى دى او د تاريخ په پوړيو کې د لمونځ کوونکيو قبله وه.[5]

حج د الله تعالی پر لوري کډه او یون دى. له وطنه د حج پر لوري تګ داسې دى؛ لکه يو انسان، چې له ټولو ګناهونو پاک شوى وي.

حج د ګناهونو او تېروتنو د بښنې لامل دى او انسان له ځاني غوښتنو ژغوري. په حج کې انسان له خپلوانو، وطن، اولاد، جامو، سينګار، خولۍ، څپلۍ، وېښتانو او عطرونو لرې کېږي او په ګڼو خلکو کې روان وي، لويي او کبر يې ماتېږي او ساده انسان ترې جوړېږي.

 انسان په حج کې بربنډېږي او په ناګنډل شوي سپين ټوکر کې احرام تړي او دا کار خپله زيږونه وريادوي، چې دې نړۍ ته لوڅ راغلى و او په سپين ټوکر کې تړل شوى و او همداراز خپله مړينه هم وريادوي، چې په سپين کفن کې به يې په قبر کې ږدي. انسان خپل ټول ګوماني او جوړ کړاى شوي امتيازونو، ځان او فطرت ته شا کوي، چې هرومرو به د الله تعالی پر لوري بېرته ورستون شي.

 له وطن، کلي او کوره وتل، خپلې جامې ايستل او کفن اغوستل او بېدیا ته تلل، انسان ته د عبوديت او بندګۍ داسې حالت وربښي، چې قلم يې د ليکلو وس نه لري.

هغه جامې، چې يو عمر مو اغوستې وې او موږ يې نورو ته بل شان ورښوولي وو او د همدې جامو ګرېوان کې به تنګ يا ازاد وو او همداراز د همدې جامو رنګ به له نورو بېلولو او پرې غره وو؛ نو مکې ته د ننووتو پر حال يې بايد وباسو؛ ځکه هر څه بايد شاته وغورځوو او الله تعالی او کعبې ته مخه کړو، چاچې الله تعالی ته مخه کړه؛ نو بايد نورو ټولو څيزونو ته شا کړي.

 په حديث کې راغلي: حج الله تعالی ته مخه کول دي[6].

حج د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د نښو او یادیزو بېرته راژوندي کول دي. په حج کې نه يوازې نښې بېرته راژوندۍ کېږي؛ بلکې د تېرو پېغمبرانو؛ لکه حضرت آدم او حضرت ابراهيم عليهماالسلام یادیزې هم راژوندۍ کېږي.

په حج کې د دين ټول نظريات عملي کېږي.

 حج هغه نندارتون دى، چې د توحيد د مېړنو ټولې سرښندنې پکې ثبت شوي دي.

حج هغه نه سوځنده اور دى، چې له ځان سره يې د توحيد ټول اسناد د يادګار په توګه ايښي دي.

مکه د حضرت جبراييل او پرښتو د راکوزېدو او د لمونځ کونکيو قبله ده. حاجي بايد خپل سر په ګرېوان کې ښکته کړي، چې چېرې راغلى يم؟ دا ځاى د حضرت آدم ډېر خوښ و. دا هغه ځاى دى، چې حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل په خپلو لاسونو جوړ کړى، په دې ځاى کې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم)، حضرت خديجې او حضرت علي په ګډه د جماعت لمونځ کړى دى. په دې ځاى کې به له الله تعالی سره بيعت کوم او د الله تعالی د اولياوو پر پله به پل ږدم.

د کعبې جاذبه

حاجي چې کعبې ته ورسي؛ نو زړه يې ناقرارېږي، په سترګو کې يې اوښکې راځي. د حضرت علي په وينا: د جل وهلي مرغيو د سېل په شان وي، چې له اوبو راتاوې شي. حاجي کله اندنه-تفکر کوي، چې دلته څوک يو بل نه پېژني، ټول د ځان په غم کې دي او د قيامت ننداره يې مخې ته درېږي.

په حج کې انسان آرام وي

حاجي فکر کوي، موږ خو په خپل هېواد کې د نيمګړتيا او کمزورۍ ننګېرنه-احساس درلود؛ خو دلته ارامي احساسوو.

امام باقر (رحمه الله علیه) وايي: حج د زړونو د ارامۍ لامل دى[7].

په حج د انسان ايمان سم او پياوړېږي

امام زين العابدين وايي: حج ته ولاړ شئ؛ ځکه پردې سربېره، چې د رزق د پراخوالي او روغتيا لامل دى، ايمان مو هم سموي.

 پردې وينا لږه رڼا اچوو، چې وايي: په حج ايمان سم او پياوړی کېږي.

 حضرت ابراهيم (علیه السلام) په زرګونو کلونو مخکې چغه وهلې وه، انسان ويني چې دې چغې ته څومره انسانان ځواب وايي. انسان ويني، کومې دسيسې، چې د اسلام او رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ځپلو ته جوړې شوې وې، ټولې شنډې شوې دي. انسان ويني، چې الله تعالی له رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) سره په شوې ژمنه وفا کړې ده. انسان د ځلبل او سينګار له نړۍ، د سادګۍ او بې رنګۍ نړۍ ته راننوځي. په حج کې يې د امت وس او ځواک ته پام کېږي. پر کومو وګړيو يې، چې تېرى کړى و، انسان ترې بښنه غواړي. انسان حج ته تر تلو مخکې خپل مال پاک او حلالوي. انسان په حج کې ځان له زړو ژمنو خلاصوي. داسې ننګیري، چې د الله تعالی مېلمه او هغه بښلى دى او خلک ورته پر بل ليد ګوري.

 د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د اهلبيتو او اصحابو کرامو د قبرونو زيارت ته ځي او درناوى يې کوي. په ځانګړې جامه کې پر پاکه خاوره درېږي؛ نو په اروا کې يې بدلون راځي، فکر يې اوړي او همدې ته د ايمان سمونه وايي.

په حديث کې راغلي: حج ستاسې د ايمان سمونه ده.

په حج کې د انسان ګناهونه بښل کېږي. په روايتونو کې راغلي: د عرفې تر ماښام روسته، د حاجي ټول ګناهونه بښل کېږي[8].

په حج کې انسان د الله تعالی مېلمه وي او په حديث کې راغلي: الله تعالی د خپل مېلمه توبه قبلوي.

حج د ټينګښت وزله ده

[جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلاَئِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ[9]= الله تعالی،كعبه محترمه خونه او حرامه مياشت او بې نښې قربانۍ او نښه شوي قربانۍ د خلكو د چارو د انتظام او ټينګښت وزلې ګرځولي دي، دا ډول (حساب شوي او دقيق) احكام ددې لپاره دي، چې پوه شئ، څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، الله تعالی پرې پوهېږي او داچې الله تعالی پر هر څه ښه پوه دى.]

 ټولو خلک مخ پر کعبې لمونځ کوي او چې ورمخ کړي؛ نو د دنيا هر څه شا ته غورځوي او طوافونه ترې هم کوي.

سپېڅلى چورلیځ، د انبياوو د موخو پلي کېدو ته يوه غوره وزله کېداى شي؛ ځکه د انبياوو موخه؛((ليقوم الناس بالقسط )) دى او کعبه هم؛ ((قياما للناس )) ده.

امام صادق وايي: چې کعبه وي؛ نو دين به هم وي.[10]

يعنې کعبه د مسلمانانو د ټينګښت او پایښت يوه وزله ده. کعبه د شخړو، دردونو او کمزورتياوو د له منځه وړو او ځواک ښوونې وزله ده.

کعبه پاڅون دى؛ يعنې چارو ته لورى ورکوي او پکې ګړنديتوب او مينه راپيدا کوي.

 کعبه پاڅون دى؛ يعنې داسې مرکز دى، چې پکې خلکو ته د پاڅون بلنه ورکول کېږي.

 امام حسين هم تر خپل پاڅون مخکې په مکه کې څو مياشتې ځنډ وکړ او د حج پرمهال يې خلک وپوهول او تردې روسته د کربلا پر لوري روان شو.

حضرت امام مهدي به هم له کعبې راپاڅي. کعبه داسې ځاى دى، چې ټول خلک يې خپل کور ګڼي.

قرآن حکیم وايي: ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ[11]= هغوى چې كافران شوي او مؤمنان د الله تعالی له لارې او(همداراز) له مسجد الحرامه منع كوي، چې هغه موږ ټولو خلكو ته يو برابر كړى دى، كه د هغه ځاى اوسېدونكي وي يا څوك چې له لرې ځايونو راځي (؛ نو دوى د درناك عذاب وړ دي ) او څوك چې وغواړي، هلته د حق له لارې كوږ شي او ظلم وکړي؛ نو موږ به پرې دردناك عذاب وڅكو.))

کعبه د ځمکى پرمخ د خلکو د عبادت لومړى ځاى دى.

((إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ[12]= لومړنۍ كور چې خلكو (او الله تعالی ته د دعا لپاره) جوړ شو، هماغه دى چې په مكه كې دى، چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى.))  

کعبه له بشري مالکيته ازاده ده.

((ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ[13]= بيا دې خپل خيري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د دغه لرغوني عزتمن كور[= كعبې ] طواف دې وكړي. ))

کعبه داسې کور دى، چې له هر ډول ګواښ او دسيسې خوندي دى.

((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ[14]= ايا و دې نه ليدل چې پالونكي دې له پيل سپرو [= د ابرهه لښكر، چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟!))

کعبه داسې کور دى، که چا پرې بريد وکړ؛ نو د الله تعالی قهر به پرې نازل شي. ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ[15]= هغوى چې كافران شوي او مؤمنان د الله تعالی له لارې او(همداراز) له مسجد الحرامه منع كوي، چې هغه موږ ټولو خلكو ته يو برابر كړى دى، كه د هغه ځاى اوسېدونكي وي يا څوك چې له لرې ځايو راځي (؛ نو دوى د درناك عذاب وړ دي ) او څوك چې وغواړي، هلته د حق له لارې كوږ شي او په ظلم لاس پورې كوي؛ نو موږ به پرې دردناك عذاب وڅكو. ))

کعبې ته کتل عبادت دى او د داسې مور په شان ده، چې بې له ‏تبعيض او توکمه، خپلو ټولو اولادونو ته پناه ورکوي.

د پېغمبرانو موخه د قرآن حکیم په وينا ((ليقوم الناس بالقسط )) دى؛ نو کعبه ددې سپيڅلې موخې پلي کېدو ته غوره وزله او د منځ ټکى دى.

مکه خوندي کور دى

پاڅون ته يو خوندي ځاى ته اړتيا اړينه برېښي او کوم سرتېري، چې بريد ته کړلارې جوړوي، دوى هم يو خوندي مورچل ته اړتيا لري؛ نو مکه يو خوندي سنګر دى.

((وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ[16]= او(دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن و امان ځاى وګرځاوه (د یادیزو د رايادولو لپاره) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې: ((زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

مکه هغه کور دى، چې هر کال مؤحدان ورځي او پکې ارامي احساسوي. مکه ټولو ته يو خوندي ځاى دى، دلته ان مجرمين، څاروي او بوټي هم خوندي وي.

قرآن حکیم وايي: ((الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلاَ رَفَثَ وَلاَ فُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللّهُ وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ[17]= حج په ټاكليو مياشتو كې دى او چاچې په دې مياشتو كې(د احرام په تړلو او د حج د مناسكو په پيل) حج پر ځان فرض كړ (؛ نو بايد پوه شي) د حج پرمهال دې له خپلو مېرمنو سره کوروالى و نه کړي، ګناه ترې ونشي او جګړه و نه كړي او كومې ښېګڼې چې كوئ، الله تعالی پرې پوهېږي. (او د حج ) د لارې توښه درسره واخلئ، چې غوره توښه له نارواوو ځان ژغورنه ده؛ نو عقلمنو زما د (اوامرو له مخالفته) ځان وژغورئ. ))

د کعبې امنيت، د حضرت ابراهيم(علیه السلام) د دعا له کبله دى: ((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ[18]= او (درياد كړئ ) هغه وخت، چې ابراهيم وويل: ((پالونكيه! دا د امن ښار كړه او استوګنو ته يې، چې پر الله تعالی او قيامت ايمان لري (ډول ډول ) مېوې روزي كړه.)) و يې ويل: (((ستا دعا مې قبوله كړه او مؤمنان مې له ډول ډول بركتونو برخمن كړل؛) خو هغوى چې كافر شوي، ډېر لږ يې برخمنوم، بيا يې د اور عذاب ته راكاږم چې (څه) ناوړه عاقبت دى!)).

الله تعالی يې هم دعا قبوله کړه او هغه يې پر((بلدالامن)) بدله کړه، کعبه دومره دبدبه لري، چې قسم پرې خوړ ل شوى دى.

((وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ[19]= او (د مکې) پردې امن [او امان] ښار قسم!))

 په رښتيا، په اوسنۍ له جګړې، شخړې، فساد او ناپوهۍ ډکې نړۍ کې يوې قرارې او امنې سيمې ته اړتيا اړينه ده، چې د نړۍ ټول مظلومان پکې راټول شي او نړيوال پکې د خپلو درودنو په باب خبر کړي او د هوارۍ يوه لار ورته پيدا کړي، دا د اسلام له نوښتونو ځنې ده، چې په نړۍ کې يې يوه سيمه د امن او حرم په نوم نومولې، وايي: ((فِيهِ اياتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ[20]= په هغه كې څرګندې نښې دي (چې له هغو) د ابراهيم مقام دى او څوك چې (د الله تعالی كورته ) ورننوځي؛ نو خوندي شو. پر خلكو د الله تعالی حق دى، چې كه د چا هغه كور ته د رسېدو وس وي؛ نو حج دې وكړي او كه څوك (ددې حكم له عملي كولو) منكر شي (ځان ته به يې زيان رسولى وي)؛ (نو پوه دې شي) چې په حقيقت کې الله تعالی له نړيوالو مړه خوا دى. ))     

په حديث کې راغلي: مسافر مکې ته د وسلې وړو حق نه لري[21] او دا حکم به د قيامت تر ورځې پورې وي او د بدلېدو وړ نه دى[22].

حج د پېغام رسونې او پېغام اخستنې ځاى دى

په روايتونو کې راغلي: له اسلامي چارو سره اشنايي او د اسماني مشرانو له پېغامونو ځان خبرول او نورو ته يې ويل، د حج له نورو موخو دي.

د ټبريزي واکمنۍ پرمهال د هغوى د تېري له کبله خلک د خبرو او پېغامونو اورېدو ته کعبې ته راتلل.

د برائت اعلان

په حج کې باییو د بل مهم چار ته پاملرنه وشي او هغه له کفارو او د اسلام له دښمنانو د کرکې اعلان دى. د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) پرمهال دې ټکي ته خورا پاملرنه کېده. د برائت سورت همدا پېغام لري او له بسم الله الرحمن الرحيم پرته نازل شوى دى؛ ځکه له کفره کرکه بايد د رحمن او رحيم له سپېڅلي نوم سره يوځاى رانشي. اسلام وايي: بايد ستاسې هر څه لکه یونونه، غونډې او عبادتونه دښمن مات کړي، بايد ستاسې لمونځونه تاسې له فحشاء او بديو وژغوري.

((اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ[23]= هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ وکړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، الله تعالی پرې پوهېږي.))

بايد تاسې په بېلابېلو اړخونو کې یون ولرئ، چې دښمن ولړزېږي.

[لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ[24] ]

بايد دښمن له تاسې ووېرېږي.[تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ[25]]

پر مسلمانانو ولورېږئ او له کفارو سره له زورزياتي کار واخلئ. [أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ[26]]

له دښمنانو سره جوړ جاړى و نه کړئ؛ ځکه جوړجاړى ستاسې د دښمنانو غوښتنه ده. [وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ[27]]

له الله تعالی پرته له بل چا مه وېرېږئ، د شيطان او لارويانو چلونه يې کمزوري دي. په حج کې بايد د کفارو پر ضد اواز راپورته شي او دا اوازونه مسلمانان زړوري او دښمنان وېروي.

حج د انسان نېستي څنډي

په ګڼو روايتونو کې راغلي: حج ته تګ، له انسانه د بېوزلۍ او نېستۍ دوړې څنډي. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: حج ته ولاړ شئ، چې شتمن شئ.[28]

په حديث کې راغلي: حج ستاسې د رزق د پراختيا لامل ګرځي.[29]

 په بل ځاى کې راغلي: حج، نیستي له منځه وړي.[30]

حج ته تګ، انسان هڅې او وټیز زيار ته اړباسي.

حج د وټیز یون لامل دى

په ګڼو روايتونو کې راغلي: د حج مراسم د اقتصاد ډېر څرخونه ګړندي کوي. د حاجيانو وړل راوړل، د څارويو پېرودل او حلالول، الوتکې، بېړۍ، موټر او کېږدۍ په کرايه نيول، د سفر سوغات، ډالۍ او د نړۍ له ګوټ ګوټه د توکيو لېږد؛ ټولې هغه چارې دي، چې زرګونو وګړيو ته يې ګټه رسي. دا به څومره ښه وي که په مدينه او مکه کې د اسلامي هېوادونو د توليداتو او هنرونو نندارتون جوړ شوى واى؛ خو په خواشېنۍ دا بازارونه د ختيځ او لوېديځ له مالونو ډک دي او له ځينو حاجيانو خو د الله تعالی کور او مسجدالنبي هم له ياده وتلى وي او د توکيو په پېرېدو داسې بوخت وي، چې عبادتونه او طوافونه ترې هېروي.

حج تبليغاتو ته يو مناسب ځاى دى

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) به د حج په ورځو کې خلکو ته د الله تعالی پېغامونه رسول.

امام صادق په عرفات کې حاجيانو ته په لوړ اواز درې ځل وويل: خلکو! ستاسې لارښود او مشر رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) و، ورپسې حضرت علي، امام حسن، امام حسين، امام زين العابدين، امام باقر او اوس زه يم.[31]

امام باقر وصيت وکړ، چې په منى کې ورته د څو کالو لپاره وير وکړئ او د واکمن حکومت هغه جنايتونه او ظلمونه دې پکې ووايي، چې پر موږ اهلبيتو يې کړي دي.

امام حسين څو مياشتې په مکه کې پاتې شو، چې حاجيان راشي او خپله غاړه پرې خلاصه کړي او د يزيد د واکمنۍ له سياسي حالاتو يې خبر کړي، چې هر يو حاجي خپلې خپلې سيمې ته دا پېغام ورسوي. تردې روسته د کوفې او کربلا پر لور روان شو.

حج ته د تلو هڅه

د حج په هکله راغلي روايتونه، انسان حيرانوي، دا مناسک خورا مهم دي. امام زين العابدين به په روژه کې په هر لمانځه کې حج ته د تګ لپاره دعا کوله. امام صادق وايي: که په وچه ډوډۍ او مالګې ګوزاره وکړاى شئ؛ نو حج ته پېسې غونډې کړئ[32].

په حديث کې راغلي: هڅه وکړئ حج ته د تګ لګښت مو سپک وي، څوک چې په دروند لګښت حج ته ځي او ملا يې ماته کړي؛ نو له حج به ښه یادیزه و نه لري او بيا به حج ته د تلو تکل هم و نه کړي.[33]

البته دا حديث يوازې عادي خلکو ته دى او که نه د الله تعالی اولياء حج ته د تګ موخه له معشوق سره ليدل او کتنه ګڼي او که په کړاوونو هم اخته شي؛ نو ستړيا يې نه احساسوي.

 امام زين العابدين به له مدينې څخه مکې ته شل ورځې په پښو سفر کاوه.[34]

امام حسن شل ځل په پښو حج ته تللى و.[35]

هو! کعبه داسې ځاى دى، چې نهه سوه پېغمبرانو پکې لمونځ کړى دى[36]. په پېړيو کې په مليونو مسلمانانو ترې طوافونه کړي دي. دې ځمکې ته ((بکة)) هم وايي؛ يعنې د ګڼې ګوڼې ځاى او په دې ځاى کې د تاريخ غټ سټو سرغړاندو هم خپله پوزه پر ځمکه ايښې ده. امام صادق وايي: څوک چې حج ته تللي وي؛ نو په قيامت کې د خپلې ښځې او ګاونډي شفاعت کړاى شي.[37]

په بل ځاى کې راغلي: څوک چې په پاک نيت او حلال مال حج ته ولاړ شي؛ نو د قيامت پر ورځ به د پېغمبرانو رښتينو، شهيدانو او صالحانو په ډله کې وي.

په يو بل ځاى کې راغلي: هر لمونځ، حج، صدقه او مریی ازادول به په قبر کې له انسان سره د ښکلي ملګري په شان وي.

په روايت کې راغلي: که څوک د دنيا لاس ته راوړو ته حج ته شا کړي، الله تعالی به يې چارې ستونزمنې کړي، حاجيان به خپل حج پاى ته ورسوي؛ خو ددې کار به لا نه وي شوى. که يو حاجي په مکه يا مدينه کې ومري، په قيامت کې به بې حسابه جنت ته ننوځي.[38]

او که حج ته د تګ يا راتګ پرمهال ومري؛ په قيامت کې به له کړاوونو خوندي وي.[39]

په روايتونو کې راغلي: د ذي الحجې پر هغه مهال، چې حاجيان حج کوي، غوره ورځې ترې نشته.[40]

څوک چې ځان حج ته چمتو کړي؛ نو له ګناهونو به پاک شي او داسې به وي؛ لکه له موره، چې نوى زيږېدلى وي.[41]

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: څوک که دنيا او آخرت غواړي؛ نو د مکې په فکر کې دې وسي.[42]

 حضرت علي وايي: حج د دين د ځواک او پياوړتيا لامل ګرځي.

 امام صادق حج او عمره د آخرت اووه بازارونه ګڼي، چې ټوله ګټه ده؛ که ژوندى پاتې شي؛ نو الله تعالی به يې مل وي او ساتي به يې او که په لار کې ومري؛ نو جنت ته به ولاړشي[43].

امام صادق وايي: کوم وګړي، چې مړه شوي، هيله به کوي: کاشکې د دنيا د ټولو نعمتونو پرځاى يوازې يو ځل حج ته تللى واى.[44]

نه يوازې د حج مناسک؛ بلکې هغه هڅې، چې انسان يې د حج تګ ته کوي؛ هر ګام ته لس اجرونه ورکول کېږي، لس ګناهونه يې کمېږي او درجه يې هم لوړېږي.[45]

امام صادق وايي: څوک چې په عرفات او مشعر کې تم شوی وي، په صفا او مروه کې يې سعى کړې وي، د کعبې طوافونه يې کړي وي او ګومان کوي، چې اوس هم نه دى بښل شوى؛ نو دا به تر ټولو ناوړه انسان وي.[46]

حج د کمزوريو جهاد دى

 امام صادق له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) نه روايت کوي: حج د کمزوريو خلکو جهاد دى[47]. امام صادق زياتوي: موږ کمزوري يو. ښايي د امام صادق موخه دا وي، چې حکومت خو زموږ په لاس کې نه دى او نشو کړاى له کفر سره لاس په ګرېوان شو؛ نو لږ تر لږه بايد حج ته ولاړ شو، چې پر خپلې دندې عمل وکړو او د حق خبره د نړۍ حق لټوونکيو ته ورسوو.

حج له دې ټولو ارزښتونو سره سره، د جهاد او شهادت مرتبې ته نشي رسېداى؛ ځکه د الله تعالی په لار کې جهاد د دين بنسټ او د اسلام د تاند پاتېدو لامل دى. حضرت علي، د ډېرو لمونځونو، انفاق او جهاد په کولو سره سره يوازې په يوځاى کې وويل: د کعبې پر الله تعالی قسم چې بریمن شوم او دا هغه مهال و، چې مخ يې پر وينو ککړ و.

يو صوفي، چې عباد بصري نومېده، امام زين العابدين ته ورغى او و یې وويل: جهاد خو الله تعالی ډېر ستايلى او وايي [إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ] ولې تاسې جهاد ته شا کړې او ولې هر کال حج ته ځئ؛ ايا غوره نه ده، د حج پرځاى جهاد وکړئ؟ امام ورته وويل: د آيت پاتې برخه هم ووايه، چې د جنګياليو د ستاينې په هلکه راغلې ده.

[التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ[48]= توبه كوونكي، عبادت كوونكي، ستايونكي، ګرځندويان، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقيقي مؤمنان دي)] ما که داسې جنګيالي درلوداى، چې توبه کوونکي وي، د الله تعالی عبادت يې کولاى؛ نو هرومرو به مې جهاد کړى واى، هغه وړ وګړي نشته، چې زما مشري ومني؛ نوځکه مې جهاد و نه کړ او حج ته ځم[49].

 له دې حديثه جوتېږي، چې د اسلام جهاد تر عادي جنګونو توپير لري؛ اسلامي جهاد متقي، الله پېژاندو او پوهو سرتېرو ته اړتيا لري، چې ديني ګروهه خوره کړي او د اسلام لمن لاپسې پراخ کړي.

 د حج د اهميت په هکله خورا روايتونه راغلي، چې ټول نشو راوړاى. په حديث کې راغلي: حضرت آدم زر ځل کعبې ته راغلى و[50].

حضرت موسى هم ورغلى و.[51]

حضرت سليمان هم له خپل لښکر سره کعبې ته ورغلى و.[52]

 کعبه داسې جاذبه لري، چې له لرې لرې مسلمانان ځان ته راکاږي او د کفارو ورتګ منع شوى دى. دلته خوراک؛ لکه د روژې نيوو په شان ثواب لري.[53] په دې ځاى کې د ځمکې او اسمان اوسېدونکي سره ګډ ټکي پيدا کوي؛ يعنې پرځمکه خلک له ((کعبې)) او د اسمان اوسېدونکي له ((بيت المعموره)) طوافونه کوي[54].

حج ته د تلو سریزې

حج دې يوازې الله تعالی ته وي؛

د حج او د ټولو عبادتونو د سموالي شرط دا دى، چې بايد يوازې الله تعالی ته وي. حج ته د تلو موخه د حاجي صاحب نوم ګټل، سوداګري، سيالي، استراحت، تفريح او د خلکو له نيوکو تېښته نه؛ بلکې د الله تعالی له امره اطاعت او پر دندې عمل کول وي.

بايد پوه شو، چې، الله تعالی د زړونو پاچا دى، هغه مقلب القلوب دى، چې وغواړي هر څوک ځان ته رانږدې کولاى شي او له ځانه يې لرې کولاى هم شي. بايد له مکې عبرت واخلو، چې د ډبرو يوې خونې څرنګه جاذبه پيداکړې ده؟ ايا په دې کې د الله تعالی نظر دى؟

 حضرت ابراهيم پر همدې ځمکه له خدايه وغوښتل:

((رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ[55]= پالونكيه! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور ترڅنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو ته د يو شمېر خلكو زړونه ورواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي شكر دې وباسي. ))

الله تعالی ژمنه کړې، چې د نېکانو اجر به تویې نه کړم. [وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ[56]]

مکې ته چې ځو؛ نو د الله تعالی د مخلصو بندګانو؛ لکه حضرت هاجر، حضرت اسماعيل او حضرت ابراهيم.. . یادیزې راژوندى کوو؛ نو له دې لارې الله تعالی د هغوى درناوی کوي. الله تعالی کړاى شي زړونه د يو انسان لوري ته رامات کړي او يا يې ترې وګرځوي؛ نو ولې په ريا پسې لاړ شو؟ په شعبانيه دعاوو کې راغلي: خدايه: د ژوند هر ډول پراخي او تنګي د بل چا نه؛ بلکې ستا په لاس کې ده.

 موږ هره ورځ په پينځه وخته لمونځونو کې وايو: ((اياک نعبد و اياک نستعين. خدايه! يوازې تا لمانځو او يوازې له تا لاسنيوى غواړو))

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د خپل عمر په روستي کال کې د کعبې د وره ترڅنګ ودرېد، و یې ويل: داسې وخت به راشي، چې زما د امت شتمن به حج ته ساتېرۍ او تفريح ته، عادي خلک به سوداګرۍ او بېوزلي به ځان ښوونې او نوم ته ځي.

 رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: پر هغه الله تعالی قسم، چې زما تن يې په لاس کې دى، دا پېښې به په راتلونکې کې وشي.[57]

 امام صادق وايي: حج دوه ډوله دى: الله تعالی ته حج او خلکو ته حج، څوک يې چې الله تعالی ته وکړي؛ نو اجر به يې جنت وي او څوک چې خلکو ته ورته لاړ شي؛ نو د قيامت پر ورځ دې خپل اجر له خلکوه وغواړي.

 امام زين العابدين وايي: څوک چې حج، الله تعالی ته وکړي او د خلکو په ستاينې پسې ولاړ نشي؛ نو هرومرو به يې الله تعالی وبښي؛ ځکه زموږ نيت بايد پاک وي او بې له الله تعالی بل څه بايد په پام کې و نه نيسو. که نه کړنې به مو باطلې او ګناه به مو هم کړې وي.

امام صادق (رحمه الله علیه) وايي: هغه نږه او سوچه کړنې دي، چې له بې الله تعالی د بل چا د ستاينې تمه و نه لري.

مکې ته د تګ موخه بايد ځان ښوونه او د ځواک لاس ته راوړل نه وي؛ ځکه قرآن حکیم وايي: ((تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ[58]= هو) دا د اخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د پرهېزګارانو ده.))

په عمل کې اخلاص، تر عمل ګران دى. امامانو به د روژې په ګهيځ کې دا دعاوې کولې: خدايه! زړه مې له تا پرته پر بل چا له ډډې، علم مې له ريا، ژبه مې له دروغو او سترګې مې له ناولو ليدو وژغورې.

په هر حال، د عمل د قبلېدو، آریز شرط اخلاص دى. انسان، چې حج ته ځي؛ نو ډېرې پيسې لګوي، ډېر کړاوونه ويني؛ نو بايد نيت يې پاک او يوازې الله تعالی ته وي او که نه پر هغه ورځ، چې ټولې پردې لرې شي او هر څه رابرسېره شي؛ نو و به ويني، چې ټول عملونه يې تش، پوچ او ريا دي. الله تعالی دې په ټولو چارو کې د اخلاص توفيق راکړي.

حج ته بايد په حلال مال ولاړ شو

 په کومو پيسو، چې انسان حج ته ځي، که حلالې نه وي؛ نو چې مکې ته نږدې شي او احرام واغوندي او وايي: خدايه! ((راغلم، خطاب به وشي موږ دې نه منوو.[59]))

 امام باقر وايي: الله تعالی په حرام مال شوي حج او عمره نه قبلوي.

په قرآن حکیم کې راغلي: ((سکه الله تعالی يوازې د پرهېزګارانو کړنې قبلوي)).

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: که د حج په سفر کې د چا په جامو کې ان د حرامو يوه نښه هم وي؛ نو حج يې نه قبلېږي.[60]

 په حديث کې راغلي: که په حرامو پيسو حج ته ولاړې؛ نو ته نه؛ بلکې ستا د سپرلۍ وزلې به حج کړى وي.

حج ته تر تګ مخکې بښنه غوښتل

 که يو مسلمان پر چا تېرى کړى وي؛ نو حج ته تر تګ مخکې دې ورڅخه بښنه وغواړي. دلته يوه کیسه را اخلو: علي بن يقطين د امام کاظم له يارانو و او د هارون الرشيد په حکومت کې وزير و. حج ته راغى او مديني ته هم ولاړ، چې له امام کاظم سره وويني؛ خو امام کاظم ورته د ليدو اجازه ور نه کړه او ورته يې وويل: حج به دې قبول نشي؛ ځکه ابراهيم، چې يو شپون و، تا ورته د ليدو اجازه نه وه ورکړې. علي بن يقطين ډېر خپه شو او له مدينې څخه کوفې ته د ابراهيم کور ته ورغى او بښنه يې ترې وغوښته او بېرته مدينه ته راستون شو او بيا امام کاظم ورسره وليدل.[61]

که څوک له چا خپه وي، حج ته تر تګ مخکې دې يې پخلا کړي، چې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د مېلمستوب وړتيا پيدا کړي. غوره ده، حج ته تر تګ مخکې، انسان وصيت وکړي، وصيت د خطر ننګېرنه نه؛ بلکې انسان ته مړينه وريادوي او د ناکړاى شويو چارو هوارۍ ته يوه لار ده او لوړو انساني موخو ته دوام ورکول دي، وصيت يوازې مالي سپارښتنې نه؛ بلکې هر ډول حکمت، نصيحت او سپارښتنې ته هم ويل کېږي.

د سفر ګټې

 قرآن حکیم د توبې او عبادت ترڅنګ د مؤمنانو بله ځانګړنه د هغوى ګرځېدل ګڼي.

((التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ[62]=(هغه مؤمنان): توبه كوونكي، عبادتكوونكي، ستايونكي، ګرځندويان، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقيقي مؤمنان دي) او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه!))

د ګرځېدو موخه جهاد، زده کړې، هجرت او عبرت ته سفر دى[63].

 په حديث کې راغلي: سفر وکړئ، چې روغ رمټ پاتې شئ، سفر وکړئ، چې د ګټې څښتنان شئ.[64]

 کوم سفرونه، چې وجدان راويښوي او عقل ته وده ورکوي، په قرآن حکیم کې پرې ډېره سپارښتنه شوې ده. (سيرو فى الارض ) په سفر کې انسان زده کړې او تجربې لاس ته راوړي، د نورو خلکو له فرهنګونو او دودونو سره آشنا کېږي او انسان په سفر کې لاپسې پخېږي. همداراز په سفر کې انسان ته ځينې آسانتياوې هم شته، لمونځ يې نيم وي. د روژې نيول پرې نه وي او دعا يې قبلېږي[65].

 البته داسې سفر غوره نه کړو، چې پکې دين او لمانځه ته زيان ورسي. حضرت علي وايي: انسان بايد هغه سفر ته ولاړ نشي، چې دين او لمونځ ته يې پکې ګواښ وي.[66]

د سفر اخلاق او آداب

 څوک چې يوازې او ځان ته سفر کوي، د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) لعنت به پرې وي[67]؛ نو انسان تر سفر مخکې بايد يو انډيوال پيدا کړي[68] او غوره ده، چې د ښه خوى خاوند پيدا کړي، چې په لار کې ورسره کومه ستونزه پيدا نه کړي.[69]

تردې روسته له خپل همسفر سره له ګناه پرته مشوره او مرسته وکړي او له ځانه مخالفت و نه ښيي[70] او بايد پوه شو چې که د سفر په ملګرو کې هر يو نرمي او ډېره انډيوالي وښيي، ثواب يې هم ډېر وي.[71]

د امامانو په سپارښتنو کې راغلي: سفر ته د تګ پرمهال، چې له کوره وځئ، دوه رکعته لمونځ وکړئ او تردې روسته ځان، اوﻻد، مال، دنيا او آخرت دې پر لوى الله تعالی وسپارئ. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: څوک چې داسې وکړي؛ نو الله تعالی به يې اړتياوې پوره کړي.[72]

 حضرت لقمان خپل زوى ته وايي: کومه سيمه، چې شنه وه، ښايسته منظره يې درلوده؛ نو په سفر کې پکې مېشت شه[73].

تر سفر مخکې انسان بايد خپل انډيوالان خبر کړي او تر راستنېدو روسته يې بايد پوښتنې ته ورشي. [74]

په سفر کې بايد یو د بل درناوى وشي. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: هغه به د هر قوم مشر وي، چې په سفر کې د نورو چوپړ وکړي.[75]

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) له خپلو يارانو سره پر سفر ولاړ؛ ډوډۍ پخولو ته له يارانو سره يوځاى د خسو په راټولولو بوخت شو، يارانو يې له دې کاره منع کړ؛ خو و يې نه منله، و یې وويل: د الله تعالی نه خوښېږي، چې څو تنه دې يوځاى وي او په دې کې يو ځان تر نورو غوره ګڼي.[76]

 په حديث کې راغلي: يوه ډله مسافر رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورغلل او خپل يو همسفر يې ډېر وستايه، چې پر ټوله لار يې دعاوې او عبادتونه کول. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وپوښتل:کارونه يې چا کول؟ و يې وويل: موږ. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: تاسې، چې په ټوله لار کې کار کړې؛ نو ترې ډېر غوره ياست.[77]

 يو تن امام صادق ته ورغى، و یې وويل: چې مکې ته ورسېدو، ملګرو مې له سامان سره پرېښوولم او هغوى د کعبې طوافونو ته ولاړل. امام صادق ورته وويل: اجر به دې تر هغوى ډېر وي.

 يو تن وايي: موږ دوه تنه همسفر وو او مدينې ته راغلو، زه رنځور شوم؛ خو انډيوال مې راته پاملرنه و نه کړه او يوازې يې پرېښوولم او خپله نبوي جومات ته ولاړ او پر لمانځه يې پيل وکړ. ما يې پلار ته ګيله وکړه، هغه دا ټوله پېښه امام صادق ته وويله. امام صادق وويل: له رنځور سره پاتېدل او ورته پاملرنه کول، په نبوي جومات کې تر لمانځه غوره دي.

له مسافرو روڼو سره همغږي

يو تن وايي: موږ شل تنه حج ته روان وو. د دمې پرمهال به مې په خپلو پيسو پسه اخسته او په انډيوالانو به مې خوړ؛ خو امام صادق، چې له دې خبر شو؛ نو دا عمل يې وغانده، و یې وويل؛ نور به دومره مالي وس نه لري، چې ستا په شان خواړه تيار کړي؛ نو هرومرو به ځان ټيټ او کمزورى احساس کړي. ستا دا کړه وړه مخکې تردې، چې ستا د سخاوت د لا ودې لامل شي؛ نور انډيوالان به دې خوار کړي.[78]

د امامانو په روايتونو کې سپارښتنه شوې: د سفر انډيوال بايد د مقام او مال له کبله له انسان سره انډول وي؛ که هغه تر تا ډېرې پيسې ولګولې او يا يې تر تا ټولنيزه وګړه لوړه وي؛ نو ته به يې هرومرو تر لاس لاندې شې.

امام باقر وايي: له هغه سره دوستي کوه، چې ستاپه شان وي؛ کوم وګړي، چې ستا لګښت ورکوي، ورسره ناسته پاسته مه کوه؛ ځکه په دې عمل مؤمن خوار او بندېوانېږي.[79]

 امام صادق وايي: د ځان په شان له وګړي سره دوستي کوه.[80]

 په روايتونو کې د سفر له آدابو دي چې: دعا کول، صدقه ورکول، له کوره د وتو پرمهال د کور وګړيو ته پر تقوى سپارښته کول، په لار کې له همسفرانو سره ټوکې ټکالې کول، ورسره سلامشوره کول، د مشرانو درناوى کول، له ګناه پرته په ټولو هوډونو کې ورسره يو خوله کېدل، زړه سوى او ګډکار، سرښندنه او بښنه، د لارې د مشر ټاکل، په لار کې پر رنځورانو پاملرنه، له ځان سره اړینې وزلې درلودل؛ لکه جامې، وسله، ستنه تار، مسواک، د اوبو لوښى، درمل، تر ماښام مخکې کور ته رسېدل، له ځان سره ډالۍ راوړل او تر راستنېدو روسته د کړاوونو او ستونزو نه ويل.[81]

د سفر لګښت

 امام صادق وايي: د حج په لار کې يو درهم لګول، تر هغو دوو ميلونو درهمو غوره وي، چې له حج پرته ولګېږي.

له روايتونو معلومېږي، چې په حج کې لازم نه ده، په لګښت کې ډېره دقيق پاملرنه وشي،که پېسې ډېرې ولګېدې باک نه لري، په يو روايت کې راغلي: په هر څه کې پر اسراف ښه نه دي ويل شوى؛ خو د حج او عمرې په لار کې اسراف باک نه لري.

 په قيامت کې به د ټولو نعمتونو په هکله پوښتنه وشي؛ خو د جهاد او حج په لار کې د لګول شوي څيز په اړه به و نه پوښتل شي.

 امام زين العابدين چې حج ته تله؛ نو له ځان سره يې ښه سامان وړه.[82]

 انسان بايد ښه سامان چمتو کړي.[83]

د حاجي د کورنۍ چوپړ کول

 امام زين العابدين وايي: چاچې د حاجي د کورنۍ او د مال ساتنه وکړه (چې حاجي په آرام ګومان حج وکړي )، الله تعالی به ورته د حج ثواب ورکړي.

حج ته د راونېدو چمتووالى

د الله تعالی د کور پر لوري روانېږو، دې کور ته امام حسن شل ځل په خپلو پښو تللى دى[84]. امام زين العابدين هم په خپلو پښو تللى دى.[85] تل بايد حج ته د تلو په هيله کې وسو او تل ورته لږې لږې پيسې غونډې کړو؛ ځکه کېداى شي د سفر دروند لګښت حج ته له تلو مو نهيلي کړي.

حضرت ابراهيم را ته د کعبې د راتلو بلنه راکړې ده، ورځوو، چې بلنه يې په ورين تندي ومنو، هر څه پرېږدو او د الله تعالی پر لوري ځوو. له خپلو ګناهونو د الله تعالی پر لوري تښتوو.((فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ[86]= نو د الله تعالی لوري ته په منډه ورشئ (؛ځكه) چې زه درته د هغه له لوري څرګند ننګونکى يم.))

ددې آيت تر تفسير لاندې راغلي: له منډې موخه حج ته تګ دى. ورځو، چې د انبياوو پر پله پل کېږدو. په دې سفر کې موږ په خپلو پښو بهر راوځوو او موخه يې د هغه وخت رايادول دي، چې موږ به له کوره قبر ته وړي. حرکت مو پيل کړئ، که څه، دا يو جسماني او ظاهري حرکت دى؛ خو په حقيقت کې يو ارواییز ‏حرکت بلل کېږي؛ ځکه حج ته تګ، مانیز ‏سفر دى. حج نيت او تکل ته وايي، نيت مو د الله تعالی کور او په حقيقت کې الله تعالی دى. د هغه د کور پر لوري تګ د هغه پر لوري تګ دى. د الله تعالی کور ته ورنږدېږو‏ او په حقيقت کې هغه ته ورنږدېږو.

جسم مو د هغه له کوره چورلي، ښایي اروا مو هم د هغه د ذات پر چورلیځ وګرځي. په لمانځه او روژه کې هم الله تعالی ته مخه کوو؛ خو په دې دواړو عبادتونو کې، الله تعالی ته مخه کول څو ساعتونو ته وي؛ خو په حج کې اوږد وخت ته وي[87].

حج يو ډول هجرت دى، له زړو ژمنو تېرېدل دي، مانیز ‏الوتل دي او لقاءالله ته تمرين دى. په حج کې انسان هر څه پرېږدي او د الله تعالی د کور پر لوري ځي؛ خو د مړينې پرمهال هم هر څه پرېږدي او خپله د الله تعالی پر لوري ځي. حج د بيت الله پر لوري سفر دى او مړينه د لقاء الله پر لوري. په حج کې انسان د عبادت لومړني کور ته ځي. ((إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ[88]= لومړنى كور چې خلكو (او الله تعالی ته د دعا لپاره ) جوړ شو، هماغه دى، چې په مكه كې دى، چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى. ))

مکه داسې ځاى دى، چې د اوبو له تله راوتلى او څوک چې ورشي؛ نو بښل کېږي. انسان حج ته ځي، چې ځان له تاريخ سره ونښلوي، له ګناه هجرت کوي، له ځانه تېرېږي، له الله تعالی سره جوړجاړى کوي، له مسلمانانو سره يووالى اعلانوي او د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) او کورنۍ سره يې ژمنه اعلانوي، شيطان رټي؛ هغه شيطان، چې حضرت آدم او حضرت ابراهيم هم رټلى و او پردې پوهېږي، چې بايد شيطان په هره زمانه کې ورټل شي، له نږدې د سرښندنې او قربانۍ نندارې لمسوي، چې له ځاني غوښتنو لرې پاتې شي.

 که د کعبې ډبرې له سرو ياقوتو او شنو زمردو جوړې شوي واى؛ نو ټول خلک به يوازې سيل ته ورتلل، که شين او ښېخوالهه ځاى واى؛ نو د عبادت ځاى نه؛ بلکې د چکر او مېلو ځاى به واى او دا ښيي، عبادت له ځلبل سره اړخ نه لګوي.

 الله تعالی ته نږدېوالى له ځانمنۍ، ځان ستاينې او ځانوینۍ سره اړخ نه لګوي، کعبې ته حضرت موسى او د الله تعالی اولياء څو څو ځل په لوڅو پښو تللي دي[89].

 امام صادق وايي: که کړاى شئ؛ نو په تشه ډوډۍ او مالګې ګوزاره وکړئ؛ خو حج ته پېسى ټولې کړئ.[90]

مکه او د حج کړنې

د عمرې کړنې

ميقات

 مکې ته پر لار روان يو او لا ډېر مزل پاتې دى. ناڅاپه به غږ وشي، راکوز شئ او خپلې جامې وباسئ، دا ځاى ميقات دى. دلته بايد خپلې پخوانۍ جامې وباسئ او له دې ځايه، په زړو جامو کې د تېرېدو حق نه لرئ او که تېروتئ او سرغړونه دې وکړه؛ نو بايد راستون شې او جامې دې وباسې، بايد په دې ځاى کې خپلې جامې، خولۍ، واسکټ، چپنه او څپلۍ وباسئ. حضرت موسى ته وويل شو: ((إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى[91]= په رښتيا، زه ستا پالونكى يم؛ نو پڼې دې وباسه، چې ته د طوى په سپېڅلې ناو كې يې. ))

 خو دلته لا تر اوسه سپېڅلى قدس نه دى رارسېدلى او مکې ته ډېر مزل پاتې دى. دلته سپېڅلې قدس مکه ده او بايد تر وررسېدو مخکې خپلې پخوانۍ جامې او څپلۍ وباسو.

په ميقات کې څه کوو؟

 په ميقات کې نيت تړو، له پاک او حلال ماله سپين ناګنډل شوى احرام اغوندو، له خوبه راوېښېږو، وايو: خدايه! راغلم ((لبيک اللهم لبيک )).

څو انسان په خپله حج ته ولاړ نشي او په ميقات کې د امامانو چلن او کړو وړو ته پاملرنه و نه کړي او چې الله تعالی پرې و نه لورېږي‏؛ نو ددې کړنو پر خواله او ژورتيا به پوه نشي؛ لکه څرنګه چې موږ په لمانځه کې نيت تړو او ((الله اکبر)) وايو؛ نو ټولو هغو کړنو ته شا کوو، چې لمونځ باطلوي؛ همداراز، چې احرام اغوندو؛ نو ډېر څيزونه هم پر ځان حراموو. د احرام جامې د يووالي جامې دي؛ ځکه په اغوستو يې د هرې ژبې او خېل خلک يو رنګېږي. هو! څوک چې غواړي، د حرم پولو ته ورنږدې شي؛ بايد محرم وسي[92].

د راتلونکي مهدي په هکله هم خبره همدا شان ده، څوک چې سمونپال ‏ته سترګې پرلار وي،په خپله هم بايد سمونپال ‏وي.

 د احرام جامې حرم ته درناوى دى.

 د احرام جامې له چټياتو، زر او ګاڼو ډډه کول دي[93].

 د احرام جامې د کعبې پر لوري حرکت لاپسې ګړندى کوي او په انسان کې د کعبې د مينې شوق ډېروي. د احرام جامې د الله تعالی پر وړاندې د سرټېټونې جامې دي. د احرام جامې راته وايي: تردې روسته بدل شوى يې، دنيا ته دې شا کړه. بايد مړينه، معاد، آخرت او د الله تعالی پر وړاندې حاضرېدل ووينې. حاجي ته د احرام جامې اغوستل يوه بريا ده، ددې جامو تر اغوستو روسته که مړ هم شي؛ نو بښل شوى به يې.[94]

 احرام مو، چې واغوسته؛ نو بايد مکې ته په لار کې تل لبيک ووايو لبيک؛ يعنې دا څه چې وايم، د پوهې او اختيار له مخې يې پر لوړ او عشقي غږ وايم. د لبيک ترڅنګ ((لا شريک لک)) هم وايم؛ يعنې الله تعالی ته لبيک ووايه؛ نو طاغوتانو، ابليسانو، ځاني غوښتنو، ننني او پروني ټولو بوتانو ته لبيک و نه وايي ((لاشريک لک لبيک )).

بايد دا شعار سم ووايو، له مخکې يې له ځان سره تمرين کړو؛ ځکه دا يو ډول تړون او ژمنه ده او په تړون کې بايد د انسان سترګې خلاصې وي.

 په روايتونو کې راغلي: امام صادق د احرام جامې واغوستې، غوښتل يې لبيک ووايي؛ خو ژړا يې مرۍ بنده کړه. ډېره هڅه يې وکړه؛ خو و يې نشو ويل، يو تن ورته وويل: ولې دې ځنډ وکړ؟ لبيک ووايه. و یې وويل: وېرېږم ووايم لبيک. خدايه! راغلم او ځواب راشي: راتګ دې نه منم.

 موږ د ژوند په کړاوونو او ترخو شېبو کې، له الله تعالی سره ژمنه کړې وه، چې تردې روسته به ځان سموم او پر سمه لار به روانېږم؛ خو چې ترخه دې پر خوږو بدل شول؛ نو خپلې ژمنې ته دې شا کړه. انسان حج ته ژمنې او تړون ته ځي. باید دلته انسان د ژبې او تړون پرمهال ويښ وي او ووايي: ((لبيک اللهم لبيک )) بايد دلته انسان خپل سر په ګرېوان کې ښکته کړي او ځان وپوښتي: مېرمن، مېړه، بچي، کور، شتمني او مال څه شول؟ هر څه مې پرېښي، د احرام جامې مې اغوستي او د لبيک په ويلو، په تش لاس کعبې ته روان يم، چې د حضرت ابراهيم، حضرت اسماعيل او د رسول الله عليهم السلام سرښندنې، له نږدې ووينم او پر خپلو سرغړونو د شرم اوښکې تویې کړم، د صفا غونډۍ ته خېژم، چې خپله چټلي او ناپاکې له نږدې ووينم.

 مکې ته د ورتګ په لار کې ډول ډول ميقاتونه وي؛ يعنې مدار او کړۍ ته د ورننووتو لارې پرانستې دي. د الله تعالی کړۍ ته د ورننوتو لار تنګه، نرۍ او تړلې نه ده، انسان له هرې خوا ورننوتاى شي؛ خو نيتونه، موخې، عبادتونه، کړنې، جامې، رنګونه، زړونه او قالبونه يې بايد يو شان وي او د کړۍ خلاصوالى، د ميقاتونو او د ورونو ډېروالى، د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د خوښې پر بنسټ ايښوول شوي دي.

په حديث کې راغلي: دا ميقاتونه پخپله رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ټاکلي دي.[95]

 دلته په زړه پورې ټکى دا دى، چې يوازې په ميقات کې بايد جامې بدلې شي او موخو ته پاملرنه وشي او لبيک وويل شي، تر ميقات مخکې او روسته دا هر څه نه کېږي.

 غوره دا ده، چې ميقات ته تر رسېدو مخکې انسان ځان پاک او سوتره کړى؛ نوکان او د بدن اضافه وېښتان له ځانه لرې کړي[96] او که وکړاى شي غسل دې هم وکړي، چې د لبيک ويلو پرمهال پاک وي[97]. پاتې دې نه وي هغوى چې په حرامو مالونو حج ته راغلي وي؛ نو همدلته به ورته غږ وشي ((لالبيک )) راتګ دې نه منم.[98]

حرم او مکه

 حاجيان چې په ميقات کې احرام وتړي؛ نو د مکې پر لوري حرکت کوي او حرم ته رسي، په دې سيمه کې نښې لګول شوي دي. انسان چې مکې ته څومره ورنږدېږي؛ نو زړه يې لاپسې درزيږي حاجي مکې ته ورننوځي، مکه د ټولو انسانانو ګډ کور دى. مېشت او مسافر له مکې په ګټنه کې يو شان دي. حضرت علي په مکه کې خپل استازي ته ليکي: د مکې اوسېدونکيو ته حکم وکړه، چې له مسافرو دې پيسې وانخلي[99].

د اسلام په لومړيو وختونو کې د مکې د کورونو ټول ورونه د حاجيانو پر لور پرانستې ول او معاويه بن ابوسفيان لومړى تن و، چې خپل ورونه يې د حاجيانو پرمخ وتړل.

په مکه کې هېڅ څوک حق نه لري، ځان د الله تعالی استازى وګڼي او يا هم په نورو نومونو حاجيانو ته خنډونه پيدا کړي او له مکې د خپلو تبليغاتو او کړلارو د پلې کيدو اډه جوړه کړي[100].

مکه غرنۍ سيمه ده، توده هوا لري او له سمندره ٣٣٠ متره لوړه ده، دايمي اوسېدونکي يې څلور لکه وګړي دي.

 حضرت ابراهيم (علیه السلام) د مکې بنسټګر دى، مکه پراخ او اوږد تاريخ لري، تر اسلام مخکې هم د سوداګرۍ مهم مرکز و[101]؛ خو موږ مکې ته جغرافيه نه؛ بلکې تاريخ وايو، ماده نه؛ بلکې مانا وايو، مکه د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ټاټوبى دى، ډېر مسلمانان پکې د اسلام په لومړيو وختونو کې وکړېدل، د جبراييل د راکوزېدو ځاى او د وحې مرکز دى. مکه د حضرت ابراهيم او حضرت هاجر د سرښندنو يادګار دى، مکه د الله تعالی ښار دى. مکه يو تاريخ دى، چې د جغرافيا په بڼه انځور شوې، مکې د الهي اديانو په تکوين او تشريع کې پاموړ تاريخي لار وهلې ده؛ نو د مکې د جغرافيې په هکله بايد لږ څه فکر وکړو.

مسجدالحرام

حاجيان چې مکې ته راورسي؛ نو مسجدالحرام او کعبې ته ځي، امام صادق وايي: د قرآن حکیم د وینا له مخې، دې جومات ته د مشرکينو ورننوتل حرام دي؛ ځکه ورته مسجدالحرم وايي[102].

دا هغه جومات دى، چې پکې ځان ته لمونځ کول په کور کې او هم د جماعت تر لمانځه غوره دى.[103]

دا هغه جومات دى، که څوک پکې يو فرص لمونځ وکړي؛ نو د ټول عمر لمونځونه يې قبلېږي.[104] په قرآن حکیم کې راغلي:

((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ[105]= هغوى چې كافران شوي او مؤمنان د الله تعالی له لارې او(همداراز) له مسجد الحرامه منع كوي، چې هغه موږ ټولو خلكو ته يو برابر كړى دى، كه د هغه ځاى اوسېدونكي وي يا څوك چې له لرې ځايو راځي (؛نو دوى د درناك عذاب وړ دي ) او څوك چې وغواړي، هلته د حق له لارې كوږ شي او په ظلم لاس پورې كوي؛ نو موږ به پرې دردناك عذاب وڅكو. ))

امام صادق ددې آيت په هکله وايي: په مسجدالحرام کې د تېري اراده کول دا دي، چې انسان هلته له الله تعالی پرته د بل چا عبادت وکړي او له صالحينو پرته پرې واکمني ومني[106].

پردې جومات بې متقيانو بل څوک د واکمنۍ حق نه لري.

[وَمَا لَهُمْ أَلاَّ يُعَذِّبَهُمُ اللّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُواْ أَوْلِيَاءهُ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُ إِلاَّ الْمُتَّقُونَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ[107]= او ولې الله تعالی هغوى (په اخرت كې) په عذاب نه كړي، چې (پر مؤحدينو) د مسجدالحرام لار تړي، حال دا، هغوى خو(ددې جومات) واكوال نه دي؟ د هغه واكوال خو يوازې پرهېزګاران دي؛ خو ډېرې يې نه پوهېږي.))

 دا هغه جومات دى، چې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د معراج پيلامه ده.

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ اياتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ[108]=پاك دى هغه الله تعالی، چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت، چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى، چې خپلې ځينې نښې وروښيو، چې يوازې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى.))

 دا هغه جومات دى، چې خلک به يې په جوړولو وياړېدل.

((أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَوُونَ عِندَ اللّهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ[109]= ايا تاسې حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجدالحرام ابادول د هغه چا (د كار) په څېر ګڼلى دى، چې پر الله تعالی او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى دى؟(نه، دا دواړه) دالله تعالی پر وړاندې برابر نه دي او الله تعالی ظالمانوته سمه لار نه ښيي.))

 دا هغه جومات دى، چې هېڅ ډول پرېشاني ورته خلک له ننووتو نشي منع کولاى.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلآئِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُواْ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُواْ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ[110]= مؤمنانو! د دين د نښو او الهي پولو(او د حج د مراسمو) او د (هرې يوې ) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه او بې نښو شويو څارويو ته لاس مه غځوئ او هغوى (هم) مه ځوروئ، چې د خپل پالونكي د فضل په لټه كې او د خوښۍ لپاره يې د((بيت الله)) پر لور ځي؛ خو چې له احرامه راووتئ، ښكار كړاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې، چې پر تاسې يې (د حديبيې پر كال ) د مسجدالحرام لار تړلې وه، تاسې و نه هڅوي چې تېرى پرې وكړئ او(تل ) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې يو له بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې ديو د بل لاسنيوى مه كوئ او د الله تعالی (د فرمان له مخالفته) ځان وساتۍ؛(ځکه) چې الله تعالی سخت عذابى دى)).

په دې جومات کې لمونځ ډېر ثواب لري او د ځمکې پر مخ بل داسې جومات نشته، چې پکې لمونځ کول، دومره ثواب ولري[111].

 په دې جومات کې په سل ګونو پېغمبرانو لمونځونه کړي دي، د جومات قبله معلومه ده او شان او منزلت يې له ستاينې بهر دى او له تاريخي یادیزو ډک دى، د نړۍ له ګوټ ګوټه، د هرې ژبې، سيمې او خېل خلک پکې په يوه ليکه کې درېږي. دا هغه جومات دى، چې د جماعت لمونځ لومړى پکې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم)، حضرت علي (کرم الله وجهه) اوحضرت خديجى (رضى الله عنها) وکړ؛ خو اوس پکې مليونونه مسلمانان په جماعت لمونځ کوي، چې دا د الهي ځواک او ارادې ښکارندوى ده.

مسجدالحرام ته، چې ننوځئ؛ نو څپلۍ وباسئ او په درناوۍ ورننوځئ، د جومات په وره کې لږ ځنډ وکړئ او پر رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم)، چې زموږ د دين بنسټګړ دى او همداراز پر آل يې او پر حضرت ابراهيم (علیه السلام)، چې د مکې د ښار او د کعبې د جوړېدو بنسټګړ دى، درود ووايئ تردې روسته خپل لاسونه پورته کړئ او له خدايه وغواړئ، ګناهونه مو وبښي او توبه مو قبوله کړي.[112]

دا کور موږ ته حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل(عليهما السلام ) د الله تعالی په امر پاک کړى دى.

((وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ[113] =او(دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن و امان ځاى وګرځاوه (د یادیزو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:((زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

نو غوره نه ده، پر ګناهونو ککړ ورننوځوو؛ باید پاک او سوتره کور ته پاک خلک ورننوځي. باید مسجدالحرام ته د ورننوتو پرمهال له خدايه شکر وباسئ، چې د کعبې د زيارت توفيق يې درکړ او د مسجدالحرام پر وره ودرېږئ او ووايئ: خدايه! زه دې بنده يم دا ستا‌ ښار او ستا کور دى، زه پکې ستا مېلمه يم ستا له لورنې برخمنېدو ته راغلى يم. خدايه! هر مېلمه پر کوربه حق لري، ته غوره کوربه يې. خدايه! لومړى څيز، چې له تا يې غواړم دا دى، چې د دوزخ له اوره مې وژغوې.[114]

تر کوم وره لاندې، چې د هبل بوت ښخ شوى، غوره ده، له همدې وره مسجدالحرام ته ننوځې، مطلب يې دا دى: پر بوتانو، چې پښې کېنږدې او تېر پرې نشې؛ نو د توحيد کعبې ته رسېداى نشې.

طواف

کعبې ته ورنږدېږو، بايد طواف وکړو، په ښارونو کې خواره واره وو، په مکه کې راټولېږو، په مسجدالحرام کې يوځاى کېږو، بايد د کعبې ترڅنګ نور هم سره يوځاى شو، يو څاڅکى و؛ خو اوس رانه سمندر جوړ شو.[115]

له کعبې طواف کول، د پيل او پاى ټکى لري، چې ((حجرالاسود)) دى. په حديث کې راغلي: حجرالاسود پر ځمکه د الله تعالی لاس دى.[116]

لاس ايښوول او ښکلول يې له الله تعالی سره د بيعت کولو او لاس ورکولو پر مفهوم دى. تبرک ته پر حجرالاسود لاس ايښوول ښه دي؛ خو نورو ته پکې بايد آزار و نه رسي.

 امام صادق يې وليد، چې طواف کوي؛ خو حجرالاسود ته نه نږدېږي. وپوښتل شو: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) خو پرې لاس راښکوده، ولې تاسې دا کار نه کوئ؟ و یې وويل: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) چې دا کار کاوه؛ نو لار يې ورکوله ما ته دا کار نه کېږي، زه ترې تېرېږم، چې خلک و نه ځورول شي.[117]

د الله تعالی له کوره طواف کول، يوه دا مانا لري، چې د ختيځ او لويديځ پر چورلیځ بايد و نه ګرځوو، يوازې بايد له کعبې وچورلو، چې د توحيد د طواف چورلیځ او نښه ده.

د الله تعالی کور ثابت او پرځاى ولاړ دى؛ خو موږ ګرځو؛ لکه څرنګه چې الله تعالی چورلیځ دى او ټول عالم ترې د هغه په اراده ګرچاپېره چورلي. موږ له طوافه بهر يوازې وګړي او ليدونکي يو؛ خو په طواف کې راټولېږو او په ګډه يوشان حرکت کوو. په طواف کې کوشنى، ستر، مخکې، روسته، ټيټ او پاس نشته، دلته يوازېنۍ موخه، الله تعالی ته پام او د ستریا پر وړاندې يې سر ټيټول دي.

 طواف الله تعالی ته زموږ مخه، اند او ذکر اړوي. ځينې وګړي له کعبې ګرچاپېره چورلي؛ خو په کعبه کې مو زيږېدلې ماشوم هېر کړى. دې ماشوم ته مو شا کړې او تش له زانګو يې چورلو. حضرت علي (کرم الله وجهه) په کعبه کې زيږېدلى او له کعبې ټوله نړۍ چورلي؛ نو په کعبه کې د حضرت علي د زوکړې يوه ما‏نا دا هم ده، چې مشرۍ ته يې پام وکړو.

 د کعبې ترڅنګ د حجر اسماعيل په نامه نيمه کړۍ هم شته، چې دلته د حضرت هاجر، حضرت اسماعيل او د ځينو نورو پېغمبرانو قبرونه دي، څوک چې طواف کوي، د کعبې په شان، د حجر له برخې هم طواف کوي. ‏

په دې ځاى کې د هغې ځوانې ښځې قبر دى، چې الله تعالی ته د مکې په تودو بېدیاوو کې يوازې پاتې شوه او همداراز د هغه د زوى قبر هم دى، چې خپل پلار ته وايي:

((فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ[118]= نو چې كله (زوى) ورسره (د كار او) هڅې حد ته ورسېد (؛ نو ابراهيم ورته) وويل: ((يه زويکه! په حقيقت كې! زه په خوب كې (داسې) ګورم، چې تا حلالوم؛ نو ستا نظر څه دى؟)) (اسماعيل) وويل: ((پلار! څه چې درته امر كېږي، هماغه وكړه، كه الله تعالی وغواړي (؛ نو) ما به له زغمونكيو ومومې.))

 بايد ددې تسليمېدونکي مور او زوى قبرونه، د کعبې په شان وي او د نړۍ له ګوټ ګوټه راغلي ترې وچورلي او پردې پوه شئ، چې الله تعالی شکور دى او د نېکانو اجر او ثواب نه تويوي.

 که حضرت ابراهيم (علیه السلام) د خپل بوتپال تره له کوره تښتي؛ خو په بدل کې د کعبې بنسټګرېږي. که حضرت اسماعيل د الله تعالی امر ته سرټيټوي؛ نو الله تعالی هم خلک له هغه د پتنګ په څېر ګرچاپېره چورلوي او دا د دې آيت عملي بېلګه ده، چې وايي: ((فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ[119]=ياد مې کړئ، چې ياد مو کړم.))

د طواف په هکله ځينې ټکي

 ١ – بايد په طواف کې داسې حرکت وکړو، چې کيڼ اړخ مو د کعبې خوا ته وي، پر فلسفه يې نه پوهېږم؛ خو ښايي خواله يې دا وي، چې د انسان زړه کيڼ خوا ته دى.

-٢په طواف کې وينو، چې د حضرت اسماعيل او حضرت هاجر قبر د کعبې ترڅنګ دى او دا موږ ته يوه زده کړه ده، چې بايد د هر کار بنسټګر، په خپل کار کې خواري او مقاومت وکړي او د خپل کار په لار کې ومري. په رښتيا رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم)، چې د مسجدالنبي جوړونکى دى، که قبر يې په مسجدالنبي کې نه واى؛ نو دا جومات به دومره ځلېدلاى نه و.

٣- طواف بايد له حجرالاسود او له هغې غاړې پيل کړو، چې پکې د زمزم چینه ده او په همدې ځاى کې يې پاى ته ورسوو. داچې د زمزم څاه له حجرالاسود سره مخامخ راغلې، په دې کې به څه خواله وي؟ نه پوهېږم، ښايي خواله يې دا وي، چې په هر یون کې ځواک، وس او حياتي زېرمو ته اړتياه ده.

باید انساند اوبه وڅکي، چې طواف وکړي او يا د طواف په پاى کې د کور خاوند د زمزمو په اوبو د خپلو مېلمنو درناوى کوي، په مسجدالحرام کې حرکت او طوافونه له اوبو پرته امکان نه لري. هو! ماديات له معنوياتو سره اوږه پر اوږه دي.

٤- اووه ځل چورلو او طواف کوو. پردې سربېره، په کومو ډبرو، چې شيطان ايشتل کېږي، هغه هم اووه دي، داچې د اووه په شمېره کې څه مطلب دى؟ موږ پرې نه پوهېږو؛ خو دومره پوهېږو، چې اسمانونه اووه دي، ځمکې هم اووه دي. د صفا او مروه سعي هم اووه دي.

٥- بايد په طواف کې د خپلې ارادې او واک له مخې حرکت وکړو که چا ټيله کړو او مخکې ولاړو؛ نو طواف مو باطل دى؛ نو بايد د خپلې ارادې له مخې، له خلکو سره اوږه پر اوږه، الله تعالی ته طواف وکړو.

٦- د طواف پرمهال انسان د الهي پرتم تر وړانګو لاندې وي؛ نو هره دعا، ذکر او آيت پکې ويلاى شئ.

٧- اووه ځل، چې وچورلېدئ او طواف دې پاى ته ورسېد، له کوم ځايه، چې دې پيل کړى و(؛ يعنې حجرالاسود ته مخامخ؛ نو) له همدې ځايه ووځئ.

دې نړۍ ته زموږ راتلل او ترې بېرته تلل، د الله تعالی د ارادې او حکم له مخې دي؛ خو پکې حرکت کول، زموږ د هغې ارادى پر بنسټ دي، چې الله تعالی راکړې ده، نړۍ ته په راتلو او بېرته تلو کې، د خوښې حق نه لرو؛ خو د حرکت د څرنګوالي د واک او ټاکنې حق لرو.

د طواف لمونځ

که څه، له کعبې طواف کول، د لمانځه هومره قدر لري؛ خو بايد تر طواف روسته لمونځ هم وکړئ، چې پر خپلو طوافونو د تاييد ټاپه ولګول شي. بايد د طواف دوه رکعته لمونځ د مقام ابرهيم شاته وشي.

((وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ[120] =او(دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن و امان ځاى وګرځاوه (د یادیزو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:((زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

د مقام ابراهيم شا ته يوه ډبره ده، حضرت ابراهيم پر همدې ډبرې درېده او کعبه يې جوړه کړه؛ له دې مطلب دا دى، چې حاجي! ته د حضرت ابراهيم قايم مقام او ځايناستى شوې.

هو! په اسلام کې امامت او مشري دومره پاموړ او مهمه ده، کومه ډبره، چې د امام تر پښو لاندې وه، باید موږ يې تر شا لمونځ وکړو او مخې ته مو پرته وي.

په طواف کې هم حق نه لرو، د کعبې او مقام ابراهيم ترمنځ دباندې ولاړ شو، حرکت مو بايد د کعبې او مقام ابراهيم په منځ کې وي؛ يعنې حرکت مو بايد د توحيد او امامت، د الله تعالی د بندګۍ او د شرعي امام د مشرۍ په منځ کې وي.

د طواف لمونځ د تمتع د عمرې درېیم عمل ګڼل کېږي، لومړى مو په ميقات کې احرام وتړه، په لبيک ويلو حرم ته رادننه شو او مکې ته راغلو، طواف مو وکړ او اوس لمونځ کوو.

امام صادق د طواف تر لمانځه روسته سجدې ته ولاړ او دومره يې وژړل، چې مخ يې په اوښکو لوند خيش شو[121].

امامت او حج

په روايتونو کې راغلي: که انسان د حضرت نوح عمر ولري او خپل ټول عمر په کعبه کې تېر کړي، د ورځې روژه ونيسي او ټوله شپه لمونځونه وکړي؛ خو که حقه فکري -سياسي مشري و نه مني؛ نو دا ټول کړه وړه يې ارزښت نه لري.[122]

د مکې او کعبې ارزښت د مشرتابه له کبله دى.

[لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ[123] =په دې ښار (مكه) قسم خورم!]

[وَأَنتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ[124]= او حال داته په دې ښار كې اوسېې]

 پر مکې قسم؛ خو په دې شرط چې پېغمبره! ته پکې يې. له رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) پرته مکه د بوتپالو ښار دى. له مشر پرته کعبه بوتخانه کېږي او د کعبې واکمني د شراب پلورو ترمنځ لاس په لاسېږي.

مهم ټکي

 په دې خبر يو، چې د ابرهه لښکر غوښتل، مکه ړنګه کړي؛ خو الله تعالی یې په توتکيو، ټولې لښکرې پوپنا کړې، چې په مخوکو کې يې وړې وړې ډبرې نيولې وې او کعبه يې وساتله (دا واقعه په فيل سورت کې راغلې ده ).

 کعبه دومره ارزښت لري، چې ورليدل هم عبادت دى؛ ځکه د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل په لاسونو جوړه شوې ده. انبياء، اولياء او مؤمنان يې پتنګان دي؛ خو د امامت مقام دومره مهم او پاموړ دى، چې بايد همدا کعبه د امام د زوکړې ځاى او زانګو وي؛ ځکه امام ته د کعبې دېوال چوي او حضرت علي؛ امام د کعبې په دننه کې زيږېږي. د هر څه ارزښت د هغه په ستنو او ارکانو کې وي، امامان په ټولنه کې ((ارکان البلاد)) پېژندل شوي دي.

 امام د کعبې رکن دى، امام د مکې رکن دى. حضرت مهدى د((عالم وجود)) رکن دى. که امام نه وي؛ نو ځمکه به خپل اوسېدونکي ځان ته راکاږي[125]. حضرت مهدي هر کال په مکه او حج کې ګډون کوي[126] اوخپله دنده ترسره کوي.

 امام زين العابدين د شام د جومات پر منبر د يزيد په مخکې کېناست او ټبريز نظام غندلو ته يې وينا وکړه: زه د مکې زوی يم، د توحيد د کور والي يم، سپېڅلي بايد د سپېڅليو خلکو مشري وکړي. زه د منى زوی يم. د توحيد په لار کې خپلې وينې ورکوو او اختر د ابرهيم په شان لمانځوو. زه د زمزم زوی يم، چې دا اوبه هر څه ته درمل دي، موږ هرې ستونزې ته د هواري لار لرو. موږ د معنويت خوټنده چينه يو. زه د صفا زوی يم، په موږ کې چټلي او ګناه نشته او نه به راکې وي[127].

هو! حرم له امام پرته حرمت نه لري، په کوم عرفات کې، چې امام نه وي، پوهه به هم پکې نه وي. په کوم مشعر کې، چې امام نه وي، شعور به هم پکې نه وي، که په منى کې امام نه وي؛ نو د واقعي شيطان نښه نه ايشتل کېږي او که د زمزمو د اوبو ترڅنګ امام نه وي؛ نو د رښتيني او واقعي ژوند نښه به هم نه وي او تش په نوم يو سراب به وي.

 که څه، د هر ژوندي موجود ژوند په اوبو پورې تړلى؛ خو انساني او مانیز ژوند د امام په مشرۍ کې نغښتی دی. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) تاسې ته د انساني او واقعي ژوند بلنه درکوي.

حج د اسلام د کړلارو انځور دى، چې پکې ايمان، هجرت، انفاق، امساک، لمونځ، عبادت،وينه،رټل، پاکوالى، يووالى، معاد، امامت او توحيد رانغاړل شوي دي.

 که امامت نه وي، د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ټوله خواري بې اغېزې کېږي. (وان لم تفعل فمابلغت رسالته )؛ يعنې که د امام د مشرۍ پېغام دې خلکو ته و نه رساوه؛ نو د الله تعالی رسالت به دې نه وي ترسره کړى او ستا درويشت کلنه خواري به له تویېدو سره مخ شي.

 که د اسلام په دې هېنداره کې حج، امامت او د اسلامي امت مشرۍ ته پاملرنه ونشي؛ نو د حاجيانو کړه وړه به بې اغېزې وي. وينو، چې په مليونو مسلمانان په مسجدالحرام کې لمونځونه کوي؛ خو لمونځ يې د بديو په مخنيوي کې کوم اغېز نه لري او مسلمانان د زورورو له واکمنۍ نشي ژغورلاى؛ ځکه په حج کې د حق مشرۍ ته شا شوې ده. بې له مشره د حج پايله به د استکبار د واکمنۍ تر جغ لاندې راتلل وي.

 په حج کې د امام ونډې ته کتنه وشوه؛ نو اوس به د پوښتنې ځاى نه وي، چې ولې په طواف کې د ابراهيم له مقامه لرې نشو؟ولې د طواف لمونځ، د مقام ابراهيم شا ته کوو؟

 دا ټول يو ډول خواله ده او راښيي، بايد په عبادت او د الله تعالی د کور په طواف کې د اسماني مشر مقام ته هم پاملرنه وکړئ، دا يو ډول درناوى دى، چې اسلام راښوولى دى.

د صفا او مروه سعى

((صفا)) هغه کلکې او هوارې ډبرې ته ويل کېږي، چې شګې او خاورې پکې نه وي. ((مروه)) کلکې او تېرې ډبرې ته وايي. صفا او مروه د دوه غونډيو نومونه دي، چې يو تر بلې ٤٢٠ متره لرې پرتې دي او نن دا واټن د يو پوښل شوي سړک په بڼه دى. حاجي لومړى په ميقات کې احرام تړي، بيا له کعبې طوافونه کوي، بيا د مقام ابراهيم شا ته د طواف دوه رکعته لمونځ کوي او ورپسې څلورم عمل کوي، چې د صفا او مروه سعى ده؛ يعنې د صفا او مروه د غونډيو په منځ کې به ځي راځي. دا تګ (يا سعى) بايد له صفا پيل او تر مروه پورې ولاړ شي او له مروه بېرته صفا ته راشي او دا عمل اووه ځل وکړي؛ البته تګ او راتګ دوه ځل حسابېږي. قرآن حکیم وايي:

((إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ[128]=بېشكه ((صفا)) او ((مروه)) د الله تعالی له شعايرو (او نښو) دي، چاچې د بيت الله حج يا عمره وکړه؛ نو څه باک نه لري، چې که د دواړو ترمنځ سعى (= تګ راتګ) وكړي (او د مشركانو بې رويه كړنې، د صفا او مروه د سپېڅليو ځايو مقام نشي راټېټولاى، چې د صفا او مروه پر غونډيو به يې بوتان كېښوول ) او څوك چې د نېكو چارو په كولو كې، د الله تعالی حكم ومني؛ نو په حقيقت کې الله تعالی (د عمل پر وړاندې يې ) شاكر(او په كړنو يې) پوه دى. ))

د مطلب روښانېدو ته يې پر تاريخي جرړه يې رڼا اچوو:

 حضرت ابراهيم تر بوډاتوبه د اولاد خاوند نشو. تر ډېرو دعاوو روسته، الله تعالی د خپلې وينځې، حاجرې له لارې د اسماعيل په نامه زوى ورکړ. لومړى مېرمن يې پردې پېښه خپه شوه. حضرت ابراهيم د الله تعالی پر حکم دا مور و زوى، د مکې د غرونو په منځ کې، په بې اوبو او تودو بېدیاوو کې ځان ته پرېښوول او و یې وويل:

((رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ[129]= پالونكيه! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور ترڅنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو ته د يو شمېر خلكو زړونه ورواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي. ))

تردې روسته حضرت ابراهيم له مکې راووت. د مور و زوى اوبه او خواړه مخ پر خلاصېدو ول، د مور شيدې هم خلاصې شوې، ماشوم چغې او سورې وهلې، مور يې پرېشانه او سرګردانه د صفا غونډۍ ته وخته، اوبه يې و نه ليدې، د مروه غونډۍ ته يې منډې کړې؛ خو بيا يې هم اوبه و نه ليدې، بېرته يې د صفا غونډۍ ته منډې کړې؛ خو اوبه يې لیدل نه شوې، دا کار يې اووه ځل وکړ، په پاى کې يې وليدل، چې د ماشوم تر پښو لاندې اوبه راخوټېږي (د زمزم اوبه )[130].

هو! الله تعالی پېرزو کوي؛ خو تر زيار او هڅو روسته! موږ بايد زيار وباسوو، چې الله تعالی راباندې له ډول ډول لارو پېرزوينې وکړي. مور په لريو ځايو کې په اوبو پسې ګرځېده؛ خو الله تعالی اوبه د خپل ماشوم تر پښو لاندې پيدا کړې.

په حديث کې راغلي: د زمزم اوبه تر ټولو اوبو غوره او الله تعالی د دردونو درمل ګرځولې ده.[131]

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) به چې په مدينه کې و؛ نو يارانو به يې د زمزم اوبه په ډالۍ کې ور وړې، چې په ورين تندي يې منلې.

نن هر حاجي بايد د صفا او مروه د غونډيو په منځ کې اووه ځل ولاړ او راشي. له صفا يې پيل او پر مروه يې پاى ته ورسوي.

 امام صادق وايي: د ځمکى پر مخ د صفا او مروه ترمنځ بله کومه مهمه سيمه نشته؛ ځکه دلته هر کبرجن خوارېږي[132].

امام صادق وايي: رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) به د صفا پر غونډۍ ډېر پاتېده. [133]

د صفا غونډۍ د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) منبر و او دلته يې خلک توحيد ته رابلل. د صفا غونډۍ يو وخت د بوت پالنې اډه وه؛ خو د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د مبارزې له لامله، دا اډه وځپل شوه.

 امام باقر وايي: هر ښه او بد انسان، چې دې غونډيو ته وخېژي؛ نو الله تعالی پرې پېرزوينې کوي او دعاوې يې قبلېږي؛ خو د نېکانو دعاوې، په آخرت کې او د بدانو په همدې دنيا کې قبلېږي.[134]

 ددې سپېڅليو کړنو په هکله ليکنې يې روح نشي څرګندولاى. الله تعالی دې په حج کې د ټولو نصيب وکړي، چې له نږدې يې پخپله وويني، چې د الله تعالی اولياوو څومره هڅې کړي او دا هم ووينو، چې څرنګه الله تعالی د يوې وينځې يادونه همېشه ژوندۍ ساتي؛ ځکه هغې د توحيد خورولو او لمانځه ته کړاوونه زغملي وو.

تقصير

 د صفا او مروه سعی، چې پاى ته ورسېدې، بايد تقصير وکړو؛ يعنې د خپل سر او مخ لږ شان وېښتان پرې کړو او همداراز خپل نوکان هم پرې کړو.

 په ميقات کې احرام تړل، لبيک ويل، طوافونه کول، د طواف لمونځ کول، په صفا او مروه کې سعى کول او تقصير؛ دې پينځو کړنو ته عمره وايي. عمره د زيارت کولو پر مانا ده[135] او کړاى شو د آبادۍ،جوړولو او ډېرولو په مانا يې هم ومنو؛ ځکه څوک چې د الله تعالی کور ته ځي؛ نو د هغه ځاى د ابادۍ لامل هم ګرځي. کعبې ته ډېرى خلک زيارت ته ورځي او همدا کار د هغې سيمې د آبادۍ، پراخوالي او ځلېدو لامل ګرځېدلی دى.

 تردې کړنو روسته عمره پاى ته رسي، حاجي احرام باسي او کوم څيزونه چې پرې حرام ول، بېرته پرې حلالېږي [خو د سر خرول، له مکې بهر وتل، ښکار کول، د حرم د ونو بوټو نړول لا تر اوسه پورې حرام دي ].

 تر نهمې شپې يا د عرفې د شپې پورې حاجي بل کوم ځانګړى فرضي عمل نه لري، پر نهمه شپه دې بېرته احرام واغوندي او ځان دې د حج کړنو ته چمتو کړي.

د وزګارتيا وخت

 انسان چې په حج کې په فرضو بوخت وي؛ نو بل کار ته چمتو نه وي؛ خو چې عمره يې وکړه او احرام يې وايست؛ نو د وزګارتيا وخت ورسره پيدا کېږي.

 پردې مهال ځينې حاجيان، له ډول ډول مليتونو سره ليدنې کتنې کوي او ځينې نور هم په بازارونو کې ګرځي. ځينې د خپلو خپلوانو کورو ته ځي، ځينې په مسجدالحرام کې کېني، ځينې لمونځونه کوي او ځينې هم قرآن حکیم لولي، ځينې نور د مکې شاوخوا جوماتونو، ثور او حرا غارونو ليدو ته ځي. ځينې خپلو کورونو ته تيلفونونه کوي، ځينې نورو ته ډالۍ اخلي، ځينې نور په خپلو مړيو پسې دعاوې کوى. پردې مهال هر څوک د خپل فکر له مخې، ډول ډول کارونه کوي.

غوره کار

 په روايتونوکې راغلي: د نړۍ له مسلمانانو سره اشنا کېدل، د حج له خوالو ځنې دي.[136]

 طواف، لمونځ، سعى او تقصير د حج يو اړخ دى. د حج اصلي موخه؛ وګړني عبادات نه دي، که داسې وي؛ نو اړينه به نه وه، چې د نړۍ له ګوټ ګوټه مسلمانان په دې سپېڅلي سيمه کې راټول شوي واى[137]. اړينه به نه وه، چې خلک په هرې وزلې که يو خوار اوښ هم وي، دې ځاى ته راغلي واى. د الله تعالی کور تر نورو کورونو توپير لري؛ خو د الله تعالی کور د خوارۍ، یون او پاڅون ځاى دى. (په دې ځاى کې خواري هم يو رحمت دى ) دا هغه کور دى، چې حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل دواړو په ګډه پاک کړى. دا د ټولو کور دى، تل به پکې امن وي او لومړى کور دى، چې عبادت ته جوړ شوى دى.

بايد په دې سيمه کې د نړۍ له ګوټ ګوټه، د پياوړيو خلکو راټوليدنه پاموړ سياسي، ټولنيزې موخې او عبرتونه ولري. بايد پوه شو، چې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) او مسلمانان مکې ته ننووتل؛ نو ټول بوتان يې مات کړل. نن چې موږ دې سپېڅلي ځاى ته ننوځوو، ايا موږ بوتان مات کړي ايا د طاغوتانو د ځپنې په غم کې يو که نه؟

 پردې بايد پوه شو، چې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) حکومت داسې جوړښټ درلود، چې پکې د هرې ژبې او خېل مؤمنان راټول شوي ول، ايا ننني مسلمان حکومتونه داسې سپېڅلى جوړښت لري؟

 پردې بايد پوه شو که رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يوازې طواف او لمونځ کولاى؛ نو دومره دښمنان به يې نه درلودل. د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د بنسټيزو بدلونو، سياستونو او لاسوهنو له کبله هجرتونه، دسيسې، نښتې او کړاوونه راپيدا شول. دا څرګنده ده، چې د سترو ګامونو او موخو په لار کې سترې ستونزې او دسيسې هم مخې ته راځي. ايا رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په حج کې تر ځان روسته په ((غدير خم)) کې خپل ځايناستى و نه ټاکه او په دې کار يې د مکې ټول کفار نهيلي نه کړل، چې غوښتل يې د پېغمبر له وفات سره سم، د اسلامي ټولنې يووالى او د اسلام نوم له منځه يوسي؟ ايا له کفارو د کرکې اعلان، يوه سياسي مسئاله نه ده، چې د قرآن حکیم له مخې، په حج کې بايد پر لوړ غږ وويل شي؟ ايا حضرت علي، حاجيانو ته د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په حکم د برائت سورت و نه لوست؟[138] ‏ايا موږ ته قرآن حکیم، حکم نه دى کړى، چې او څه مو چې له وسې پوره وي، د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه(چمتو كړئ) چې پرې د الله تعالی، خپل او هغه دښمنا ن ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو الله تعالی يې پېژني او د الله تعالی په لار(او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې، چې هر څه ولګوئ، بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي. [139]]

 ايا نن رانه د اسلام دښمنان وېرېږي او که ارام ناست دي؟ په رښتيا، په کومه ځمکه کې، چې حضرت ابراهيم چغې وهلې وي، موږ ولې پکې چوپ يو؟ ايا قرآن حکیم نه دي ويلي، چې لمونځ د فساد او بديو مخه نيسي؟((إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ[140])). ايا په مکه کې زموږ لمونځونه، چې مليونونه مسلمانان پکې ګډون کوي، د زورواکو د بديو مخه نيواى شي؟

 که غونډو او لمونځونو مو قرآني اغېز له لاسه ورکړي وي؛ نو پر خپلو کړنو بايد له سره کتنه وکړو. ايا قرآن حکیم نه دي ويلي، چې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) امت هغه رښتيني او واقعي امت دى، چې په خپلو کې زړه سواندي او دښمنانو ته غوسه وي.((أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ [141]))

ايا نن د مسلمانانو خپلمنځي اړيکې زياتې دي او که له کفارو سره؟ ايا قرآن حکیم نه دي ويلي، چې د نشتمنو ژغورنې ته پاڅون وکړئ.

[وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا[142]= ولې تاسې د الله تعالی په لار كې او د هغو نارينه وو او ښځو او ماشومانو(د ژغورنې لپاره) نه جګېږئ، چې (د ظالمانو له لا سه ) بېوسې او كمزوري شوي دي؟ همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه! موږ له هغه ښاره (مكه ) وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وټاكه او له خپل لوري راته مرستندوى پيدا كړه.]

 زړه ډک دى چېرې بايد تش شي؟ ايا دې کار ته بې له مکې کوم ښه ځاى شته؟ له عمرې، چې خلاص شو او د حج کړنو ته څو ورځې پاتې وي. ايا له دې بل کوم ښه د وزګارتيا وخت شته؟ پر همدې مهال د نورو اسلامي هېوادونو له راغليو حاجيانو سره بايد خبرې اترې وشي، چې د سپکاوۍ احساس و نه کړي، بايد ورسره کېنو او د هېوادونو له شرايطو او حالاتو ځان خبر کړو. دا ډېر مهم وخت دى، چې ځان له نورو سره د اړيکو د پيل په دود پوه کړو. بايد خپلې خبرې اترې له ګډو ټکيو پيل کړو؛ لکه اسلام، قرآن حکیم، معاد، نبوت، لمونځ، قبله، روژه، جهاد او… دا شان چلن به موږ له يو ‏بل سره لا نږدې کړي.

هڅه وکړو، قرآن حکیم زموږ د خبرو اترو د منځ ټکى وي. که څوک پردې مهال لمونځ کوي او يا هم دعاوې کوي، هغه بايد پر خپل حال پرېږدو؛ ځکه دا کار به موږ د رانږدېدو پرځاى یو له ‏بله لرې کړي. بايد د اړيکو پيل څو شېبو ته وي او که په خبرو اترو يې خوښه وه؛ نو ورسره اوږدې يې کړو. په پيل کې زموږ چلن بايد له مينې ډک وي. د بېلګې په توګه: بايد درناوي ته يې ودرېږو،ځاى ورکړو. که د خوراک، څښاک څه راسره وي، ور يې کړو.

 لنډه داچې زموږ چلن بايد په ورين تندي وي. ‏دا اړيکې بايد د لارو په اوږدو کې وي؛ ځکه حاجيان په لار کې پر لمانځه او طوافونو بوخت نه وي.

 امام صادق په دې هکله وايي: که يوه ډله يوازې په خپلې سيمه ييزې ژبې یو له ‏بل سره پر خبرو بوخته وي او د نورو مسلمانانو له ستونزو بې خبره شي؛ نو هلاکه به شي او د خلکو له ګټورو خبرو به بې برخې پاتې شي.[143]

پورتنى حديث د حج پر فلسفې او دليل رڼا اچوي. امام رضا د حج د فلسفې په هکله وايي: د نړۍ د مسلمانانو د ستونزو په هکله خبرې اترې کول او ورته د هواري لار پيدا کول د حج له خوالو دي.

په قرآن حکیم کې هم ټينګار شوى، چې حج ته ولاړ شئ، سترې ګټې لري؛ نو موخه يې همدا ده. امام باقر وصيت وکړ، چې په منى کې دې د لسو کلنو لپاره، زما د شهادت پر وير اوښکې تویې شي، چې حاجيان يې وويني. [144]

 په داسې ځاى کې د يو مشر پر مظلوميت او شهادت اوښکې تويول ډېره مانا لري؛ ځکه دلته به د خلکو پام د مظلوم کلمې ته راواوړي او ذهنونه به يې په ظالم پسې په لټه کې شي او دا له وخته د ګټنې ‏غوره لار ده، د نبوي کورنۍ مشرانو به تر خپلې مړينې روسته هم خپله لار او د دښمن جنايتونه په دې توګه خلکو ته ورپېژندل. د خواشېنۍ ځاى دى، چې په ميليونو لارويان يې ورباندې غوږ نه ګروي.

له نورو سره چلندود؟

 له خلکو سره د چلن په هکله د اسلام ځينې سپار‌‌ښتنې دا دي:

١- بايد د نورو د سپېڅلتياوو درناوى وشي. قرآن حکیم وايي: ((وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ فَيَسُبُّواْ اللّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ[145]=او څوك چې له الله پرته د نورو معبودانو عبادت كوي؛ نو تاسې (دې معبودانو ته) كنځلې مه كوئ، هسې نه هغوى (هم د ظلم) او ناپوهۍ له لامله، الله ته كنځلې وكړي، دغسې موږ هر امت ته د هغه كړه ښايسته كړي دي، بيا هغوى ټول د خپل پالونكي لوري ته ورګرځي او څه چې يې كړي، ترې به يې خبر كړي (او بدله او سزا به وركړي ).

٢- خلکو ته په درناوۍ غږ وشي. قرآن حکیم وايي:

 ((وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ[146]=. نور په سپکو نومونو مه يادوئ))

٣- په خبرو اتر او ویینو- بحثونو کې پر وګړيو ډډه او ټينګار مه کوئ؛ بلکې کچې په پام کې ونيسئ. د ساري په توګه: داسې ووايئ قرآن حکیم وايي: له مسرف[147]، مفسد[148] د ناوړې مخېنۍ د خاوند[149] او له ناپوهه[150] پلوي مه کوئ؛ نو ايا د اسلامي هېوادونو مشران له فساده ډک او په لاس کې ډېر خلاص نه دي؟

٤- له طاغوتانو د مسلمانانو د ژغورنې په هکله هم خبرې اترې وشي او له شخړو ډکو تاريخې ویینو ‏هم تر ډېره حده ډډه وشي؛ ځکه انسان پرې غوڅې پايلې ته نه رسي.

٥- باید په فقهي کړنو کې هم داسې کوم عمل ونشي، چې ګډوډي او بېلوالى رامنځ ته کړي.

د تمتع حج کړنې

 د عمرې تر کړنو روسته، دذى الحجې تر اتمې پورې، په مکه کې پاتېږو. عمره هر وخت کېږي او ډېر وخت لري او څوک چې هر وخت راغى، عمره کړاى شي؛ خو حج محدود وخت، ټاکلې ورځې، ساعتونه او ځانګړي حرکتونه لري.

 د عمرې کړنې وګړنۍ بڼه لري؛ خو د حج کړنې بايد په ګډه وکړو. عمره يو ډول سريزه ده او حج تر سريزې روسته دى، عمره يو ډول چمتو والى دى او حج د عمل کول دي.

دلته يوازې او ځان ته تګ جايز نه دى، ان په دې سيمه کې خلک بايد پر بېلوبېلو لارو ولاړ نشي؛ بلکې په ګډه په يوه لار ولاړ شي؛ ځکه قرآن حکیم وايي:

((ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[151]=بيا له هماغه ځايه راکېوځئ، چې (نور) خلک راکېوځي او له خدايه بښنه وغواړئ، چې سکه الله تعالی بښاند لوراند دى.))

 ښايي عمره کول حج ته سريزه او تمرين وي. خلک ډله ډله مکې ته راننوځي او عمره کوي، تر عمرې روسته، انسان ستړيا احساسوي، احرام باسي؛ نو څه مودې ته په مکه کې پاتېږي او په همدې ورځو کې له مکې سره بلدېږي. تردې روسته حاجي بېرته احرام تړي او له مکې وځي، چې پېژندګلو او پوهه پيدا کړي او پر خپلو ګناهونو منښته وکړي او د روزګار تودې او سړې ورځې له نږدې احساس کړي، له دښمنانو سره کرکه وښيي او و يې شړي، چټلي، وېښتان او سينګار لرې کړي، پر خپلو ځاني غوښتنو چاړه راکاږي او تردې روسته يو ځل بيا مکې ته راننوځي او طواف کوي.

د عمرې په کړنو کې انسان تودېږي؛ خو د حج په کړنو کې انسان پخېږي؛ ځکه هره تودوخه سړېږي؛ خو پوخ بېرته نه خامېږي. د عمرې په کړنو کې يو ډول منډه ده؛ خو د حج په کړنو کې ځيرنه، اند او تمېدنه ده. د عمرې په کړنو کې په احرام کې له بېدیاوو تېرېږو؛ خو د حج په کړنو کې په احرام کې په بېدیاوو کې پاتېږو.

 الله تعالی د انسان د اروا او جسم پالونکى دى. الله تعالی د خپلې روزنې په بهير کې، کله انسان ځان ته رانږدوي او په خپل کور کې ځاى ورکوي او کله هم حکم ورکوي، چې بايد لرې ترې ولاړ شي؛ البته دا لرېوالى دې ته دى، چې موږ لا پسې د شناخت او پوهې څښتنان شو، که نه الله تعالی تل موږ له ځانه نه شړي او بېرته مو رابولي. د هغه تر څارنې لاندې ورکړې، بېرته اخستنې، ځان ته رانږدې کول او له ځانه لرې کول؛ ټولې لوړې او ټيټې، زموږ ودې او بشپړتيا ته دي.

 د عمرې په کړنو کې انسان اشنا نه وي؛ نو د حج په کړنو کې انسان د ډېر تمرين او تکرار له کبله اشنا کېږي.

حضرت علي وايي:کميله! په هر یون کې پوهې او شناخت ته اړتيا ده[152].

 قرآن حکیم وايي: مؤمنانو! د مستۍ پر حال لمونځ مه کوئ او لمونځ په هوښيارۍ کې وکړئ.

هو! په دې کړنو کې د انسان سترګې او غوږونه تړلې نه وي، قرآن حکیم په دې هکله وايي:

((وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِاياتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا[153]= او هغوى ته چې كله د خپل پالونكي په آيتونو نصيحت كېږي (؛ نو) کاڼه او ړانده پرې نه پرېوځي.))

 په حج او عمره کې د جامو، لبيک ويلو، طوافونو، لمونځونو او د سعې تکرار، ډېر لیدل کېږي.

په روزنيزو چارو کې راغلي: کوم وګړي، چې تر روزنې لاندې نيول کېږي، روزونکى بايد څو څو ځل کړنې ورته تکرار کړي او له ساده کړنو يې د سختو کړنو پر لوري يوسي او په دې لار کې تلقينونه، هڅونې او يادونې هم ورکړي.

په عمره کې انسان د خپل سر لږ وېښتان او يا هم نوکان پرېکوي؛ خو په حج کې بايد خپل ټول سر وښروي.[154]

په عمره کې منزل او کور د مکې ښار دى؛ خو په حج کې کور او منزل د عرفات، مشعر او منى بېدیا دي. په عمره کې خواري، ايشتل او مبارزه نشته؛ خو په حج کې شته.

هو! د بشپړتيا په بهير کې، چې څومره مخکې ځو، بايد د ساده توب جامې مو پر تن وي، پراخه سينه ولرو او ګړندي وسوو.

د عرفات پر لوري روانېدل

حاجيان چې مکې ته ورشي؛ عمره کوي او څه موده په مکه کې پاتېږي. اوس بايد حاجيان د حج پر کړنو پيل وکړي.

 عمرې پینځه کړنې درلودې؛ خو حج ديارلس کړنې لري؛ د حج لومړۍ کړنه، احرام تړل دي او حاجي بايد په مکې کې احرام وتړي او غوره ده، په مسجدالحرام کې يې د کعبې ترڅنګ وتړي. يو ځل بيا حاجي خپلې جامې باسي او ناګنډل شوې دوه سپين ټوکران له ځانه تاوه وي. يو ټوکر د لنګ په شان، له ملا تړي او بله ټوکر پر اوږه اچوي او وايي: [لبيک اللهم لبيک،لبيک لاشريک لک لبيک] البته ښځې به په خپلو عادي جامو کې وي او د احرام تر تړلو روسته، حاجيان د مکې له ښاره وځي. دا کار معمولا د ذى الحجې پر اتمه ورځ کېږي. اتمې ورځې ته د ((ترويه)) ورځ هم وايي.[155]

عرفات

 عرفات د اوښکو او دعا ځمکه ده. پردې ځمکه ټول ګناهونه بښل کېږي.[156]

 داسې ځمکه ده که څوک ګومان وکړي، چې نه دى بښل شوى؛ نو دا ګومان يې ستره ګناه ګڼل کېږي[157].

 د امام صادق په وينا، دې ځمکې ته هر کال امام مهدى راځي او د خلکو کړنې تر څارنې لاندې نيسي، که څه، خلک يې نه پېژني. پردې ځمکه د پېړيو په پوړيو کې، پر الله تعالی مين تم شوي؛ دعاوې او اوښکې يې تویې کړي دي.

 امام باقر (رحمه الله علیه) وايي: دا هغه ځمکه ده، چې الله تعالی پکې پر فاجرو او نالايقه وګړيو هم خپلې پيرزوینې کوي.

 دا هغه ځمکه ده، چې د عرفې پر ورځ پکې امام حسين هم اوښکې تویې کړي او دعاوې يې کړي دي.

د عرفات ورځ

 حاجيان د ذې الحجې پر نهمه ورځ، له ماسپښينه تر لمر پرېوتو پورې په عرفات کې تمېږي.

 يو تن پردې ورځ سوال کاوه، امام زين العابدين ورته وويل: ته پردې ورځ هم بې له الله تعالی بل چا ته مخه کوې؟ نن داسې ورځ ده، چې هيله کېږي. الله تعالی نه يوازې پر حاضرو پيرزوينې کوي؛ بلکې پر هغو يې هم کوي، چې لا تر اوسه نه دي زيږېدلي.[158]

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: د عرفات ورځ شيطان ته تر ټولو ناوړه ورځ ده.[159] د عرفات د لمر پرېوتو پرمهال رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) حضرت بلال ته وويل: خلک چوپ کړه، څه ورته وايم. خلک چوپ شول. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: الله تعالی پر تاسې پېرزوينې وکړې او په تاسې کې يې ښه خلک وبښل او د ښو خلکو د درناوۍ له کبله يې ستاسې د ناوړه وګړيو له سرغړونو هم تېر شو، پوه شئ، ټول وبښل شوئ.

 ددې حديث په پاى کې راغلي: هغوى نه دي بښل شوي، چې د خلکو حق يې لتاړلى. [160]

 په حديث کې راغلي: دې ځمکې ته ځکه عرفات وايي، چې حضرت آدم پکې پر خپله ګناه منښته کړې وه[161] او حضرت جبراييل، حضرت ابراهيم ته وويل: دلته پر خپله ګناه منښته‏ وکړه او له خپلو مناسکو سره اشنا شه.[162]

 امام صادق وايي: د عرفې ورځ، چې پاى ته ورسي او شپه راشي، پرښتې به انسان پر اوږه ووهي او ورته ووايي: د الله تعالی د کور زيارت کوونکيه! تېر ګناهونه دې وبښل شول، پام کوه، چې راتلونکې به دې څنګه وي؟[163]

 پر هغوى دې سلام وي، چې د عرفې ورځې پر ماښام پوه شول. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: الله تعالی به پرښتې پر خپلې بښنې شاهدې ونيسي او و به وايي: شاهدې ياست! هغوى چې پردې ورځ راغلي، ټول مې وبښل[164].

 که څه، د عرفات پر ورځ يې د اختر نوم نه دى ايښى؛ خو بيا هم يو ستر اختر بلل کېږي.[165]

 د عرفې ورځ د دعاوو ورځ ده، پردې ورځ دعا کول، ډېر اهميت لري او که څوک روژه وي او د روژې د کمزورتيا له کبله يې دعا کول تر اغېز لاندې راځي؛ نو غوره ده، روژه نشې او دعا وکړي. حال دا، پردې ورځ روژه کېدل، د نوي کال ګناهونه وينځي.[166] 

عرفه او امام حسين

 امام حسين د عرفې پر ورځ له خپلې کورنۍ او يارانو سره د عرفات غونډۍ (جبل الرحمة) کيڼ اړخ ته مخ پر قبله کېناست او د ژړا پر حال يې لاسونه اسمان ته پورته کړل او يارانو او کورنۍ به يې ورباندې د اوښکو پر حال امين وايه.

مشعرالحرام

((لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُواْ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّآلِّينَ[167]=تاسې په دې نه ګناهكارېږئ، چې د حج په مراسمو كې د پالونكي د فضل (ګټې وټې) تر لاسي په لټه كې شئ، بيا چې له عرفاته راکېوتئ؛ نو په مشعر الحرام كې، الله تعالی ياد كړئ او الله هسې ياد کړئ؛ لکه چې تاسې يې پر سمه لار بېولي ياست او تاسې تردې دمه بې لارې یئ. ))

فرض دي، چې حاجيان د ذې الحجة د نهمې ورځې له ماسپښينه تر لمر پرېوتو پورې په عرفات کې پاتې شي او د لمر پرېوتو پرمهال مشعر الحرام ته کډن شي، چې د مکې په لار کې دى او له عرفاته تقريباً لس کيلومتره لرې دى.

 د نړۍ له ګوټ ګوټه راغلي مسلمانان، چې په عرفات کې پرې الله تعالی لورېدلى، اوس د مشعرالحرام پر لوري ځي، د حج په کړنو کې، چې څومره مخکې ځوو؛ نو لاپسې ساده، بې نومه او مطلقېږو. په پيل کې له خپلې مينې، کلي، بانډې، ښار او هېواده راووتو، خپلې جامې څپلۍ، خولۍ او سينګار مو ايسته کړل او مکې ته راغلوو. طوافونه مو وکړل، له کعبې هم راووتو او مخ پر بېدیاوو شو. اوس چې د عرفات ماښام دى، په عرفات کې له خپلو کېږديو راووځو او تش لاس او په يوازې ځان بايد د مشعرالحرام پر لوري ولاړ شو. په عرفات کې کېږدۍ وه، رڼا وه او په ډله کې ناسته وو؛ خو په مشعرالحرام کې دا يو هم نشته. د اسلام په لومړيو وختونو کې قريشو په دې ګومان، چې د کعبې واکمن دي او تر نورو غوره دي، په دې ښه پوهېدل، چې په عرفات کې تمېدل، د حج له کړنو دي؛ نو عرفات ته به نه تلل. دا آيت نازل شو:

 ((ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[168]=بيا له هماغه ځايه راکېوځئ، چې (نور) خلک راکېوځي او له خدايه بښنه وغواړئ، چې سکه الله تعالی بښاند لوراند دى.))

د حج کړنې د قيامت ورځ رايادوي. د احرام پېرل، د کفن پېرل رايادوي. له خپلوانو، چې بېلېږو، د مړينې بېلتون رايادوي. د لبيک ويل، د لقاءالله پر لوري تګ رايادوي، د سفر وېره، د قبر وېره رايادوي. يوازېتوب، په ډله کې تګ، بېدیا، رڼاوې او تيارې او داچې هر څوک پخپل غم کې وي؛ نو دا ګرسره چارې، قيامت رايادوي؛ خو د خواشينۍ ځاى دى، چې انسان له دې ټولو بېلګو تېرېږي؛ خو نه پوهېږي او ناخبره وي.

 له کومې شېبې، چې له خپل کوره وځي، ددې پرځاى چې د عبادتونو او دعاوو په هکله فکر وکړي، د الوتکې، ډوډۍ او استوګنځي غم ورسره وي. الله تعالی له خلکو ګيله کوي، وايي: ((وَكَأَيِّن مِّن آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ[169]=او په اسمانو او ځمكه كې د الله تعالی څومره ډېرې نښې دي، چې پرې تېرېږي او مخ ترې اړوي.))

بايد د عرفات ورځې پر ماښام، له يوې بېدیا بلې بېدیا ته وخوځو، له عرفاته بايد مشعر الحرام ته ولاړ شو. له پوهې او هغه ځايه، چې حضرت جبراييل، حضرت ابراهيم ته د حج مناسک ورښوولي ول، د شعور او مشعر پر لوري خوځوو.

 مشعر د شعور ځاى دى؛ لکه عرفات چې هم يو ښوونځى و؛ خو مشعر الحرام ترې لږ لوړ دى. د عرفات ښوونځى، د ورځې و؛ خو د مشعر الحرام ښوونځى، د شپې دى، دا دواړه بېدیا ښوونځي دي. په لومړي ښوونځي (عرفات) کې زدکړیالانو ته له مخکې کړلار وه، ځاى او خواړه يې هم له مخکې ول؛ خو په دې بل ښوونځي کې له مخکې کومه کړلار نشته، معلوم ځاى هم نه لري او دا ښوونځى کعبې او مکې ته نږدې پروت دى او د شپې وېره او ورکېدل هم پکې شته.

 په مشعرالحرام کې انسان ستړى، يوازې او تش لاس وي؛ خو په لوړه کچه او مرتبه کې وي. بايد په همدې ستړيا کې د وسلې په فکر کې وي. پر سبا ورځ به شيطان ولي؛ نو بايد ايشتو ته يې په همدې ځاى کې کاڼي راټول کړي، دلته هر څوک پر خاورو منګولې لګوي او سبا ته ځان ته کاڼي چمتو کوي. بايد د قيامت ورځې ته هم د دنيا په تپو تيارو کې د خپلې ژغورنې وزلې چمتو کړو.

هو! بايد د ورځې نښتې ته، ځان له شپې چمتو کړو. الله تعالی رسول الله (ص ) ته وايي:

[قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا[170]=د شپې راپاڅه؛ خو لږ.]

[نِصْفَهُ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا[171]= نيمايي شپه يا ترې لږه كمه.]

[أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقرآن تَرْتِيلًا[172]=يا پر هغې (نيمايي) يو څه زياته كړه او قرآن حکیم په ځير، کراره کراره او واضح لوله؛]

[إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا[173]=ځكه موږ به ژر پر تا درنه وينا نازله كړو.]

[إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْءًا وَأَقْوَمُ قِيلًا [174]=په حقيقت كې د شپې عبادت ته پاڅېدل (د زړه او ژبې همغږۍ او د نفس کابو کولو ته) ډېر اغېزمن (چار) دى او يادونه او لوست (پکې) پايند دى.]

[إِنَّ لَكَ فِي اَلنَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلًا[175]= [ځكه] ته د ورځې په اوږدو هڅو بوخت يي.

د ټولنې چارواکيو ته دا يوه زده کړه ده، چې ګهيځ پاڅي، الله تعالی ياد کړي او په دې خپله اروا تازه او پياوړې کړي، چې د ورځې په ورين تندي، له خلکو سره خبرې اترې وکړي او ستونزې يې هوارې کړي او پر سمه لار روان شي. مؤمنان، چې د شپې کومې اوښکې تويوي؛ نو د قيامت پر ورځ به يې ژغورنوزله شي.

په حج کې انسان شيطان په کوشنیو کوشنیو کاڼو ولي او په ورځني ژوند کې، د الله تعالی له وېرې د شپې اوښکې تويوي او له ځانه د دوزخ د اور لمبې لرې کوي. وړې ډبرې او د شپې اوښکې، دواړه وزلې دي، په يوه شيطان ولي او په بله د اور لمبې وژني.

د عرفات او مشعرالحرام بېدیا ساده، بې رنګه او بې تشريفاتو، د الله تعالی مېلمستونونه دي. هو! باید الله تعالی ته نږدېدو ته داسې ځاى ته ولاړ شو، چې پکې ستر او پرده نه وي؛ ځکه دنيا او سينګارونه يې په دې لار کې خنډونه دي. الله تعالی مو د ګناهونو په بښلو مېلمانه کوي. حضرت مهدي پردې مهال راسره يوځاى وي او دعاوې مو هم قبلېږي.

دلته په موږ کې په اندیز‏ او اخلاقې بدلون په راتګ، الله تعالی زموږ مېلمستيا کوي او دا پوښتنه ذهن ته راځي، چې ولې دا دومره ډېر خلک يوځاى راټول شوي او سپين کفونونه يې اغوستي دي. دا شان پاملرنه او فکر کول، د بې خبره وګړيو ودې ته يو ستر عامل دى او يو ډول مېلمستيا هم بلل کېږي. الله تعالی موږ د دنيا له منډو ترړو او ځلبله راباسي او موږ يوې ساده او بې سينګاره سيمې ته بوځي، خپل سر په ګرېوان کې ښکته کوو او له دې لارې، الله تعالی زموږ مېلمستيا کوي.

 په زړه پورې خبره دا ده، چې الله تعالی په هغه ځاى کې زموږ مېلمستيا کوي، چې هلته يې د حضرت ابراهيم، حضرت موسى، حضرت عيسى، حضرت محمد او د نورو انبياوو عليهم السلام، امامانو او اولياوو مېلمستيا هم کړې ده.

 د الله تعالی د کور زيارت کوونکيه!

 که د ورځني ژوند په چارو کې ګړندى نه وې؛ نو باید دلته په دعا کولو کې تاند وسې. که ګاونډيانو، انډيوالانو، دنيا، سينګارونو، ښځې او بچو بې لارې کړى يې؛ نو په دې ځاى کې ستا بې لارېتوب ته هېڅ دليل نشته. ته کوربه داسې بېدیا ته راوستى يې، چې خاوره يې په تاريخ کې د اوليا‌ءالله په اوښکو لمده شوې او داسې فضا ده، چې د الله تعالی د مېړنیو چغې او سورې په کې ثبت دي. پردې ځمکه مو امام مهدي ګاونډی دى، د ناستې ټغر مو تشه ځمکه ده، وينا او خبرې دعاوې دي، يوازې د حاجيانو چغې او سورې اورېدل کېږي او يوازې مخلص سپين کفني لیدل کېږي، زموږ دنده په مېلمستيا کې ګډون دى او څه چې په مېلمستيا کې، د الله تعالی له خوا دي، هغه زموږ د دنيا او آخرت نېکمرغي ده. په مېلمستيا کې ګډون دومره خوند لري، چې قلم يې د ليکلو وس نه لري.

الله تعالی چې هر څه ته نظر وکړي، هغه برکتي شي. الله تعالی يوې ځمکې ته نظر وکړ او دومره برکت يې پيدا کړ، چې هر کال په زرګونو خلک، له ګناه پکې وينځل کېږي او دا ځمکه دومره جاذبه لري، چې په بل يوه ځاى کې هم نشته. الله تعالی وخت ته نظر وکړ؛ نو د عرفات شپه، د لوى اختر شپه او د قدر شپه راپيدا شوه. الله تعالی مکان ته نظر وکړ؛ نو کعبه او عرفات راپيدا شو. الله تعالی يو پلار مړي(يتيم) ته نظر وکړ او رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ترې جوړ شو. د غڼې تار ته يې نظر وکړ او په غار کې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د ساتنې لامل شو. په دعا کې يې د حضرت ابراهيم (علیه السلام) دعا ته نظر وکړ او کوم پرتم او دبدبه، چې مکه لري، د حضرت ابراهيم د دعا د قبلېدو له کبله ده.

 په مشعرالحرام کې ټوله شپه تر لمر راختو پورې پاتېږو، دا شپه د لوى اختر شپه ده. دا د شعور او شعار ځمکه ده او ميليونو انسانانو، سپين کفنونه اغوستي او په دې بېدیا کې الله تعالی يادوي.

 امام صادق وايي: که کړاى شئ؛ نو پردې شپه ويښ پاتې شئ؛ ځکه پردې شپه د اسمان ورونه پرانستي وي، پر بندګانو د الله تعالی لورنې ورېږي، موږ په دې بېدیا کې د الله تعالی مېلمانه يو او الله تعالی پخپله وايي: پر ما دي، چې دعاوې مو قبولې کړم.[176]

حرم په حرم کې

د مشعر الحرام ځمکه، د الله تعالی حرم دى او د انسان زړه هم د الله تعالی حرم دى. د لوى اختر پر شپه، انسان په دې ځاى کې حرم په حرم کې ږدي. الله تعالی اراده کړې، چې انسان او د زړه حرم يې ددې بېدیا په تپو تيارو کې پاک و سوتره کړي. پردې زړه، بې له الله تعالی نورې ټاپې لګېدلې دي؛ دا زړه په ډېرو ويناوو، خوړو، هيلو، چلونو، شتمنۍ راټولولو، غفلتونو، کينو او نورو ګناهونو ککړ شوى او زنګ يې وهلى، چې بايد پاک شي.

 ((كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ[177] =هېڅكله داسې نه ده (چې هغوى يې انګېري؛) بلكې پر زړونو يې د هغوى خپلو کړنو زنګ اچولى دى. ))

اوس يې وخت رارسېدلى، چې وڅنډل شي او وينځل شي، چې پاک و سوتره شي او دې کار ته غوره ځاى؛ مشعرالحرام دى؛ ځکه په دې ځاى کې د زړه او اروا بوختيا ته څه وزله نشته او پردې ځمکه زړه، د يوه وحشي څاروي په شان، په تنګه کوڅه کې راګېر شوى او الله تعالی ته له پاملرنې پرته، بله لار هم نه لري؛ ځکه دلته نه جامې شته، نه کور، نه ډوډۍ، نه تشريفات او نه رڼا او هغوى به څومره بدمرغه وي، چې دلته هم زړه، په الله تعالی نه تړي. قرآن حکیم په دې هکله وايي: ((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ[178] =ايا مؤمنانو ته هغه وخت نه دى رارسېدلى، چې د الله تعالی ياد او هغه حقيقت(قرآن حکیم) چې نازل شوى، زړونه يې ورته نرم او عاجز شي او د هغو په څېر نشي، چې مخكې ورته اسماني كتاب وركړ شوى و؛ خو چې اوږد وخت پرې تېر شو؛ نو زړونه يې سخت شول او ډېرى يې پوله ماتي دي؟! ))

د ګناه له تپوتيارو د انسان ژغورنې ته، ځينې شېبې او ورځې ځانګړې شوي، چې دا دي: د جمعې شپه، د رمضان مياشتې ورځې، پيشمنى، سپېڅلې ځمکې؛ لکه عرفات او مشعر.

په مشعر کې انسان يو ځانګړې ننګېرنه لري، په دې ځاى کې ځان موخې ته نږدې ويني، ځان چمتو ويني؛ ځکه سبا به له خپل پخواني دښمن سره جنګېږي؛ شيطان پر ډبرو ولي او همداراز دې ته هم چمتو کېږي، چې له خپلې ښکلا تېر شي، د خپل سر وېښتان خروي، چې قربانۍ ته هم ورنږدې شي. لومړى د حضرت ابرهيم (علیه السلام) د وخت شيطانځى په ډبرو ولوو، چې د خپل وخت شيطان ويشتو ته چمتو شو، لومړى خپل پسه د قربانۍ ځاى ته وړو، چې د خپل ځان قرباني کولو ته لږ ورنږدې شو. دا به څومره غوره وي، چې د مشعرالحرام په شپه کې د دعاوو ترڅنګ حاجي داسې فکرونه هم ولري. د لوى اختر شپه ده، چې پر سبا يې بايد هڅې وکړې، اوس په الهي حرم کې ناست يې او په خپل وجود کې د الله تعالی د حرم (؛ يعنې د خپل زړه) په هکله لږ څه فکر وکړې. تا د الله تعالی حرم (زړه ) په ګناهونو ککړ کړى دى. دا زړه له شکه ډک دى او که له يقينه؟ له کينې ډک دى که د مينې او اخلاصه؟ په زړه کې دې ايمان دى که خيرى؟ زړه دې حق ته مخه کول غواړي که باطلو ته؟ الله تعالی ستا لپاره حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل ته وويل: حرم مې له چټلۍ پاک کړئ.[أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ][179].

 د الله تعالی حرم ته ورننوځې، ايا زړه دې پاک کړى دى؟ پر کومو وګړيو دې، چې تېرى کړى او د هغوى مال او ځان ته دې تاوان رسولى؛ ايا بښنه دې ترې غوښتې ده؟

هو! د مشعر شپه، د شعور شپه ده. ته د الله تعالی په حرم کې ناست يې؛ نو ته هم بايد په خپل وجود کې، د الله تعالی د حرم (زړه ) په هکله لږ څه، خپل سر په ګرېوان کې ښکته کړې.

 امام صادق وايي: زړه د الله تعالی حرم دى او په دې حرم کې بې له الله تعالی بل چا ته د ورننووتو اجازه مه ورکوئ.

خو موږ بې له الله تعالی هر چاته پکې لار ورکړې ده. موږ ددې زېرمې په ساتنه کې خيانت کړى او اوس موږ ځان ژغورنې ته، د الله تعالی حرم ته پناه راوړې او کومې تېروتنې مو چې د خپل زړه په اړه کړي، راغلي يو خېجله شو، سر په ګرېوان کې ښکته کړو او ځان ته لار پيدا کړو.

منى

 د لوى اختر ټوله شپه مو په مشعرالحرام کې تېره کړه، پر سبا ورځ، له لمر راختو سره، له مشعرالحرامه، د منى پر لوري خوځوو. منى د مکې ترڅنګ ده. د لغت په کتابونو کې ددې ویی مانا ته يې ډول ډول ماناوې ليکلي ((ازمېښت، تقدير، اندازه نيول، د وينې تويول )).

 پردې ځمکه هم خلک ازمېلېږي او هم قرباني؛ نوځکه ورته منى ويل وايي. [180]

ممکن ددې ځاى نوم ((مُنى)) وي، چې د مُينه جمع ده او د هيلو په مانا ده.

په روايت کې راغلي: حضرت جبراييل پردې ځمکه حضرت ابراهيم ته وويل: تمن، خپله هيله دې ووايه؛ نوځکه يې نوم منى شو[181].

پرون په عرفات کې د حاجي په لاس کې کتاب و، دعاوې يې کولې او اوښکې يې تويولې؛ خو نن بايد په ډبرو ايشتل وکړي او وينه تویې کړي. پرون دعا و کتاب و او نن توره او چاړه ده، پرون د اوښکو او ارامتيا ورځ وه، نن د يرغل او غوسې ورځ ده. آفرين دې وي پر داسې دين، چې يوه ورځ خپلو لارويانو ته د دعا کولو حکم کوي او پر بله ورځ د وينې تویېدنې!

 د حج په کړنو کې دوه ستر لاريونونه لیدل کېږي، که په دې لاريونو کې د دښمن ماتونې ستر شعارونه هم وي؛ نو څومره به ښه وي. لومړى لاريون د لوى اختر په سهار کې، له مشعرالحرامه د منى پر لوري دى او بل د دويمې ورځې تر ماسپښين روسته دى. په منى کې، چې کړنې پاى ته رسي او خلک د کعبې پر لوري روان وي. په دې دواړو سترو لاريونو کې، داسې د غندنې او ځپنې یونو نه لیدل کېږي، چې بوتان پکې مات شي او د تاريخ په شان ((ابرهه)) پکې وځپل شي. د خواشينۍ ځاى دى، چې له دې ستر انساني لاريونو مناسبه ګټنه نه کېږي.

د عرفات او مشعرالحرام په پرتله، په منى کې ډېر وخت ته پاتېږو، څو شپې بايد دلته پاتې شو او د هماغه لوى اختر پر ورځ بايد درې مهمې چارې وکړو، چې دا دي:

١- هغه کوشني کاڼي، چې تېره شپه مو د مشعرالحرام پر ځمکه راټول کړي وو؛ بايد شيطانان پرې وولئ.

٢- د قربانۍ ځاى ته ولاړ شئ، پسه، غوا او يا اوښ حلال کړئ.

٣- د سر وېښتان وخروئ.

رمى جمرات يا د شيطانانو ايشتل

 حاجيان چې له مشعرالحرامه منى ته راو رسي، تر لږې دمې روسته، پر همدې ورځ درې ګوني کړنې کوي. لومړۍ کړنه په وړو کاڼو د شيطان ايشتل دي، چې حاجيانو دا کاڼي په مشعرالحرام کې راټول کړي ول. دې ته په څرګندنه ((رمى جمره)) وايي.

په روايت کې راغلي: په همدې ځاى کې ابليس د حضرت ابراهيم مخې ته ورغى او وسوسه يې ورواچوله؛ خوحصرت ابراهيم هغه په تیږو وايشت او و یې شاړه او دا چار په تاريخ کې يو سنت او قانون پاتې شو.[182]

 الله تعالی د حضرت ابراهيم ازمېښت او ودې ته او داچې زړه يې بې له الله تعالی له هر ډول څيزونو پاک کړي، ورته يې د خپل زوى حضرت اسماعيل د حلالوحکم وکړ. شيطان تل د عبادت او له خدايه د اطاعت پرمهال وسوسې اچوي، دلته يې هم په وسوسو پيل وکړ. قرآن حکیم په دې هکله وايي:

 ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّى أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ اياتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ[183]=موږ چې له تا مخكې هر استازى او نبي لېږلى؛ خو چې كله يې هيله كوله (چې د خپلو الهي موخو پرمخ وړو لپاره کړلارې جوړې كړي؛ نو) شيطان پكې (ټکې) اچولې؛ خو الله تعالی د شيطان اچولې (ټکې) له منځه وړي، بيا خپل آيتونه ټينګوي او الله تعالی پوه حکيم دى.))

 هو! شيطان ان د انبياوو له وسوسو هم لاس نه اخلي؛ خو الله تعالی، پېغمبران له دې وسوسو خوندي ساتي. د ابليس وسوسه عمومي بڼه لري؛ خو پر مخلصو بندګانو کوم اغېز نه لري؛ ځکه شيطان چې د الله تعالی له درشله وشړل شو، قسم يې وکړ، چې بې له مخلصو بندګانو به ټول بې لارې کړم.

 ((قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ. إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ[184]=(ابليس) وويل: ((ستا پر عزت قسم، چې زه به هرومرو هغوى ټول بې لارې كړم؛ خو له هغوى نه ستا له پاك زړيو بندګانو پرته.))

د الله تعالی د حکم پلي کېدو ته حضرت ابراهيم له خپل زوى سره يوځاى، لومړى د مشعرالحرام ځمکې ته ورغى، شيطان هم ورپسې ورغى، حضرت ابراهيم لومړى د جمرى ځاى ته ورغى، شيطان هم ورپسې ورغى. حضرت ابراهيم شيطان په اوو تيږو وايشت؛ حضرت ابراهيم چې دويمې جمرې ته ورسېد بيا يې شيطان وليد، بيا يې به اوو تيږو وايشت، تردې روسته حضرت ابراهيم د عقبه جمرى ته ورغى او بيا يې شيطان په اوو تيږو وايشت، په پاى کې شيطان نهيلى شو.[185]

ابليس لومړى د حضرت اسماعيل مور حضرت هاجرې ته ورغى؛ و يې وويل: نن دې زوى وژل کېږي. حضرت هاجرې وويل: پلار کله هم خپل زوى نه وژني. شيطان وويل: ابراهيم د الله تعالی د حکم پر ګومان خپل زوى وژني. حضرت هاجرې وويل: که الله تعالی حکم کړى وي؛ زه د الله تعالی پر رضا خوښه يم. ابليس د هغه له موره هم نهيلى شو. شيطان حضرت اسماعيل ته هم ورغى؛ خو د هغه له خوا هم نهيلى شو، چې حضرت ابراهيم ته ورغى؛ نو هغه په تيږو وايشت.

له دې پېښې زده کړه اخلو، چې شيطان د انسان وسوسې ته کله د ښځې له لارې، کله د اولاد له لارې او کله هم نېغ په نېغه انسان ته راځي؛ خو د الله تعالی په مرسته يې بايد له ځانه وشړو[186].

په هرحال، حضرت ابراهيم په دې ازمېښت کې سرلوړى شو، چې خپل زوى يې بلهارولو ته سملاوه او چاړه يې ورته پر مرۍ کېښوده، غږ وشو: مه يې حلالوه!؛ ځکه زموږ موخه د هغه د وينې تو یېدنه نه؛ بلکې ستا ازادي ده، موږ غواړو، ته ازاد شې او په زړه کې دې، بې له الله تعالی بل چا ته لږه مينه هم پاتې نشي.

 په ژوند کې د ترخو پېښو يوه فلسفه ښايي دا وي، چې موږ په دنيا زړه و نه تړو، چېرې چې اړتيا وي، بايد له دنيا، مال، اولاد، مقام او ځانه تېر شو.

د منى پر ځمکه بايد څو ورځې پاتې شو، دعاوې او پوهېدنه اوږد وخت ته اړتيا لري؛ ځکه موږ په عرفات کې نيمه ورځ پاتېږو، په مشعرالحرام کې هم ډېر نه پاتېږو او د تيږو راټولول هم ګران چار نه دى؛ خو په اولاد، مال او ځان پورې زړه نه تړل خورا ستونزمن چار دى او د کړنې او بلهار ستر پړاو بلل کېږي. دلته بايد څو شپې او ورځې پاتې شو.

 د پوهاوي او شعار له ښوونځي ژر فارغ شو؛ خو د اخلاص او بلهار په ښوونځي کې، بايد اوږدې مودې ته تم شو، چې له شتمنۍ، خوند او ښځې/ مېړه زړه رابېل نه کړو؛ نو کوم مقام ته نشو رسېداى. د زړه رابېلول مقام ته د رسېدو خواله ده. که حضرت يوسف د خوند له ځايه زړه نه واى راشلولى؛ نو د دومره ستر مقام خاوند به نه و. که حضرت ابراهيم له خپلې ښځې او بچي زړه رابېل کړى نه واى؛ نو د حج بنسټګړ به نه و او که حضرت هاجر په اندېښنه د صفا او مروه د غونډيو په منځ کې منډې نه واى وهلې؛ نو د حضرت اسماعيل تر پښو لاندې به د زمزم اوبه نه واى راوتې. الله تعالی وايي: ياد مې کړئ، چې ياد مو کړم. حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل عليهاالسلام په دنيا کې څو ورځو ته ځان د الله تعالی رضا ته تسليم کړ؛ خو الله تعالی يې نومونه په تاريخ کې ژوندي وساتل.

 په تيګو د شيطان د ځايونو په ايشتو کې ډېرې ماناوې دي. څوک چې د حضرت ابراهيم د وخت شيطانځى په تيګو ولي؛ نو باید د خپلې زمانې شیطان هم وولي. څوک چې د شيطان ځاى ولي، بايد خپله شيطان هم په تيګو وولي. باید انسان د شيطان پر وړاندې يرغليز حالت ولري، ته بايد يقين وکړې، چې ستا په تيګو شيطان ولګېد او که په شک کې يې؛ نو پر ضد يې بايد جګړې ته دوام ورکړې. د تيګو ايشتل بايد اووه ځل وي؛ يعنې له شيطان سره جګړه، يوازې په يوه بريد بسيا نه ده؛ ځکه هغه خناس دى، پرلپسې، په ډول ډول څېرو او وختونو کې او رو رو ګامونو، تل خپلې وسوسې تکراروي، چې بريالى شي. دا شيطان په يو ځل ايشتو، له منځه نه ځي، ته هم بايد پرې څو څو وارې يرغل وکړې. هغه بايد په تيګه وولې. تيګه يوه داسې وزله ده، چې هر چېرې پيدا کېږي، داسې ګومان مه کوه، چې له شيطان سره جګړه ناشونې ده؛ هغه ستا په يوه کوشنۍ تيګه هم تښتي؛ خو شرط يې دا دى، چې بايد يرغليز حالت ولرې.

مستحب دي، د شيطان ايشتو پرمهال حاجي ((الله اکبر)) ووايي؛ يعنې د الله تعالی په لاسنيوي به د شيطان په رټلو کې بريالي شئ.[187]

 په زړه پورې دا دي، چې د شيطان د ايشتو پرمهال، خپله شيطان هم حاضر وي او په انسان کې وسوسه اچوي، چې په تيګو دا ايشتل څه ګټه لري؟ په ځواب کې وايو: ګټه يې دا ده، چې د الله تعالی حکم پلى کوو او سر ورته ټيټوو، د شيطان سپکاوى پکې کېږي او خواله او زده کړه هم ده.

څوک چې رنځور وي او ايشتل نشي کړاى، بايد دې ځاى ته راشي او لږ تر لږه د مؤمنانو دا يرغل په خپلو سترګو ووينې. باید تيګې نوې وي؛ ځکه شيطان هم هره ورځ د وګړيو پر وړاندې نوې دسيسې جوړوي؛ ته هم بايد نوې وسله ولرې او بايد جګړه ورسره وکړې. په مکه او منى کې د حضرت ابراهيم ترڅنګ، د شيطان شتوالى ستره مانا لري. دا پېښه راښيي، شيطان په هر ځاى کې دى او له چا هم لاس نه اخلي. په درېیو ځايونو کې شيطان ايشتل کېږي، چې ترمنځ يې واټن ډېر لږ دى. ښايي مانا يې دا وي، چې شيطان په انسان پسې ژر ژر راځي، په همدې درېیو ځايون کې حضرت آدم ته هم شيطان ورمخ شوى و، دا يوځانګړى ځاى دى او د هر مؤمن په لاس کې بايد تيګې وي. دلته یو د بل لاسينوى نشته؛ بايد مخکې له مخکې، انسان ځان چمتو کړي.

د شيطانانو په ځاى کې د شيطانانو پر وړاندې تيګي نشي راټولېداى، ددې ځايونو په ډبرو ايشتل راښيي، تل ځمکې او هغوى چې د سپېڅليو ځايونو او وګړيو ترڅنګ وي، کوم ارزښت نه لري.

هو! د مکې ترڅنګ په تيګو د ايشتو يو څلى هم شته او راښيي څه چې دې پرون شپه په سختۍ او زيار پيدا کړل او له ځان سره دې راوړي، د انسان او اسلام ملاتړ ته يې وغورځوه. دا عمل راښيي موږ، چې له عرفات او مشعره راستانه شوي يو، د پوهې او شعور څښتنان شوي يو، دښمن پېژنو او يرغل پرې کوو. د تيګو څلي، چې مؤمنان يې په تېګو ولي، راښيي، شيطان او شيطان صفته انسانان، د بې روح ستنو او څلو په شان دي.

سپارښتنه شوې: کاڼي دې يو په بل پسې د کټې او شهادت ګوتې په منځ کې ونيول شي او د شيطان په لوري دې ورګوزار شي؛ البته دا کار په هغه ګڼه ګوڼه کې ناشونى برېښي؛ خو همدا حکم مستحب دى او راښيي، دښمن مو دومره کمزورى دى، چې شړو ته يې د ګوتې يو دباو هم بسيا دى.

قرباني

د لوى اختر پر ورځ حاجيانو ته بل فرض عمل قرباني کول دي. الله تعالی په المائده سورت کې، د کعبې ترڅنګ، په مکه کې قرباني کول، د خلکو پاڅون ته يوه وزله ښوولې ده.

((جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلاَئِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ[188]= الله تعالی، كعبه محترمه خونه او حرامه مياشت او بې نښې قربانۍ او نښه شوي قربانۍ، د خلكو د چارو د انتظام او ټينګښت وزلې ګرځولې دي، دا ډول (حساب شوي او دقيق) احكام ددې لپاره دي، چې پوه شئ، څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، الله تعالی پرې پوهېږي او داچې الله تعالی پر هر څه ښه پوه دى.))

کعبه او مسلخ (د حلالې ځاى) د انسان د نېکمرغۍ، خپلواکۍ، عزت او پايښت تضمېنوونکي دي.

 کعبه د مينې، عاطفې او بندګۍ او مسلخ د غوسې، وينې او قربانۍ ښکاروندوى دي.

 د لوى اختر پر ورځ، په مليونو مسلمانان د سيالۍ پر بنسټ نه؛ بلکې د الهي دندې له مخې قرباني کوي. حضرت ابراهيم پردې ورځ خپل زوى د قربانۍ ځاى ته بوت او خوشحالى يې وکړه؛ يعنې لارويان يې هم بايد خپلو نږدې وګړيو ته شا کړي او تردې روسته خوشحالي وکړي او همدې ته رښتينى ايمان وايي.

د لوى اختر قرباني د پلار د قربانۍ او د زوى د تسليمېدو د روحيي زده کړه راکوي او همداراز زموږ او د دوى ترمنځ واټن هم راښيي او هغه داچې موږ د الله تعالی په لار کې له خپل کوشني څيزه هم نه تېرېږو. قرآن حکیم قسم خوړلی، انسان هغه وخت د واقعي ايمان خاوندېداى شي، چې د رسول الله پر حکم او ورمندونو- قضاوتونو، د زړه له کومي خوښ وي. په کوم ځاى کې، چې د الله تعالی قانون، د ځينو له ګټو سره اړخ نه لګوي؛ نو پلمې کوي او دندو ته اوږه نه ورکوي، په حقيقت کې داسې وګړي ايمان نه لري.

حضرت على (کرم الله وجهه) وايي: موږ په جګړه کې خپل نږدې خپلوان وژل، چې پر کفر يې ټينګار کاوه او په دې کار به بيخي پښېمانه نه وو او په دې کار به مو ايمان نور هم ډېرېده[189].

 لوى اختر پر غريزې د دندې او پازوالۍ بريا ده. له زوى سره مينه کول، يوه غريزه ده او دا غريزه حضرت ابراهيم ته وايي: حضرت اسماعيل مه حلالوه؛ خو دنده وايي: حلال يې کړه! حضرت ابراهيم په دې دوو لارو کې، د الله تعالی خوښي او دنده پر وګړیزو او غريزي لېوالتياوو غوره وګڼله او هغه يې وکړه او بريالى شو؛ ځکه يې بايد ولمانځې.

په حديث کې راغلي: هره ورځ به اختر وي، چې له خدايه سرغړونه پکې ونشي[190]. مانا يې دا ده: که انسان ځاني غوښتنو او د طاغوت ګواښونو او تمو ته سرټيټ نه کړي او پر دننني او بهرني شيطان پښه کېږدې او يوازې د الله تعالی پر لار روان شي؛ نو دا ورځ بايد ولمانځي.

هو! د لوى اختر ورځ، پر نفس د عقل او وحې، د بريا ورځ ده. حضرت ابراهيم اولاد نه درلود؛ الله تعالی زوى ورکړ، زوى يې لا په ماشومتوب کې و، د الله تعالی حکم ورغى، چې مور او زوى يې د مکې په تودو او بې اوبو بېدیاوو کې چې څوک پکې نه و، يوازې پرېږده او ترې بېل شه. حضرت ابراهيم همداسې وکړل او کله کله يې پوښتنې ته راته اوس، چې زوى يې ژڼی شوى، الله تعالی حکم ورکوي، چې خپل زوى په خپلو لاسونو حلال کړه، چې بې له ځنډ، دليل او شکه يې پلي کوي.

زموږ په شان نه و،که يو حکم مو د ځاني غوښتونو پر ضد وي، د حکم په آر- اصل کې اړنګ کوو او يا يې هم په دليل او فلسفې پسې ګرځوو.

موږ ټول انسانان د نړۍ له ګوټ ګوټه راځوو او بايد د حضرت ابراهيم پر ځمکه، څو شپې او ورځې تېرې کړو او خپل سرونه په ګرېوان کې ښکته کړو؛ ځکه دا ځمکه د غاړې ايښوونې ځمکه ده. د الله تعالی د حکم د پلي کېدو په موخه، د حضرت اسماعيل څېره، حلالېدو ته پردې ځمکه ايښوول شوې وه او شيطان له دې ځمکې شړل شوى دى. لڼده داچې د اختر ورځ ده. بهرنی دښمن په کاڼو وژني او دنننی دښمن(؛يعنې نفس) د پسه په حلالولو وژني. په رښتيا اسلام رانه څه غواړي او موږ په کوم حالت کې يو؟

 په اسلام کې د اختر مانا همدا ده، د اختر ورځ لمونځ لري، غسل لري، خواړه لري، دعا لري،حال دا، د نورو دينونو اخترونه سراسر غفلت او سرغړونه ده.

په هرحال، حاجي بايد پردې ورځ قرباني ورکړي. د حضرت ابراهيم يادونې ته بايد په خپلو سترګو، په سلګونو حلال شوي پسان وويني او لاس او سترګې يې له وينې او چاړې سره عادتېږي؛ ځکه اسلام ډارن مسلمان نه؛ بلکې تکړه او زړور مسلمان غواړي. په قربانۍ کې آریزه موخه، له خپل ماله تېرېدل او له الله تعالی سره د مينې څرګندول دي؛ نوځکه سپارښتنه شوې؛ غوره څاروي حلال کړئ، چې کمزورى او ډنګر نه وي او د اخستو پرمهال يې هم په بيه کې ډېر چېړ مه کوئ.

قرباني ملګري ته ډالۍ ورکول دي، د مينې او خلوص نښه ده. د ښځې مهر ته ((صداق)) هم وايي، لامل يې دا دى، چې مهر ورکول، له ښځې سره د مېړه د زړه له کومې نښه ده. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) به په خپلو لاسونو سل غوښن اوښان حلالول[191] او دا له الله تعالی سره د مينې او ايمان نښه ده.

د قربانۍ فلسفه

(١) د حجاز اوسېدونکيو ته مرسته رسول.

 څو کاله مخکې د حجاز خلکو د ګټې کومه ځانګړې لار نه درلوده. آيت نازل شو، چې مشرکان مکې ته د ننووتو حق نه لري.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاء إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ[192]=مؤمنانو! حقيقت دادى، چې يوازې مشركان ناولي او پليت دي؛ نو تر سږ كال روسته بايد دوى مسجدالحرام ته ورنژدې نشي او كه (ددې پرېكون له لامله) له نېستۍ وېرېږئ، كه الله تعالی وغواړي؛ نو ژر به مو له خپل فضله بې اړې كړي (او له بلې لارې يې جبرانوي )؛ ځكه الله تعالی پوه (او) حكيم دى. ))

د مکې خلک ورختا او اندېښمن شول؛ خو ددې آيت په پاتې برخه کې راغلي، که تاسې له نېستۍ وېرېږئ، موږ به مو په راتلونکې کې مړه خوا کړو. د الله تعالی دا ژمنه بايد سر ته ورسي، د عملي کېدو يوه لار يې قربانۍ ته د څاروي اخستل دي. هر کال په مليونو حاجيان مکې ته ځي او قربانۍ ته څاروي پېري؛ نو له دې لارې د مکې خلک ځان ته خواړه پيدا کوي.

په حج کې حاجيان، کورونه په کرايه نيسي او د هغه ځاى د وړو او راوړو له وزلو ګټه اخلي، قربانۍ ته ترې څاروي اخلي؛ نو له دې لارې، د حجاز له خلکو سره په مرسته کولو سپارښتنه شوې ده.

 موږ بايد د وټیزې خپلواکۍ په فکر کې وسو، چې ټول اسلامي هېوادنه خپل توکي دلته په نندارتون کې کېږدي او حاجيان يې واخلي او د مسلمانانو په بازار کې رڼا راپيدا شي.

 په تاريخ کې راغلي: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) چې مدينې ته هجرت وکړ؛ نو د مدينې د جومات ترڅنګ یې د پلور پېر يو بازار هم جوړکړ او حکم يې وکړ، چې مسلمانان بايد خپل توکي دې بازار ته راوړي او له همدې ځايه يې يوسي او پردې سربېره، د امکان په صورت کې خپل توکي هم توليد کړي.

 (٢) د الهي شعايرو ساتنه

 لکه څرنګه چې صفا او مروه، له الهي شعايرو ځنې دي، قرباني هم له الهي شعايرو ځنې ګڼل کېږي.

د قربانۍ د ځاى شتون، ورته د غوښنو څارويو ورننوتل او د غوښو وېش يې، د ډله ييزې قربانۍ د روحيې ښکارندوى دی او دا له الهي شعايرو ځنې دي.

 په روايتونو کې راغلي: د قربانۍ د وينې لومړى څاڅکى، چې تویې شي، الله تعالی د قربانۍ د خاوند ګناهونه بښي.[193]

(٣) د وږيو مړول

 د وږيو مړول، د قربانې له خوالو دي. که څه، په اوسنيو کلونو کې په حجاز کې د لوږې کچه راټيټه شوې؛ خو دا قانون تلپاتې بڼه لري او ځانګړي وخت، ځان او شرايطو ته نه دى راغلى، قرآن حکیم په دې هکله وايي:

 ((لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ[194]=هېڅكله ددې (اوښانو) غوښه او وينه، الله تعالی ته نه رسي؛ خو(دا) ستاسې تقوا او پاكې ده، چې ور رسي او په دې توګه، هغوى الله تعالی دراېل كړي، چې تاسې يې د لارښوونې (په مننه كې)، هغه په ستريا يادكړئ او نېكانو ته زېرى وركړه.))

((قانع)) هغه نشتمن ته وايي، څه چې واخلي، ګوزاره پرې کوي او ((معتر)) هغه نشتمن دى، پردې سربېره، چې د مرستې غوښتنه کوي نيوکه هم کوي.

 داچې حاجيان خپله هم غوښه خوري او نورو ته يې هم ورکوي؛ دا دواړه يوځاى راغلي دي. همداراز کوم وګړي، چې خواړه ترلاسه کوي؛ نو دوى ته هم په يوه سترګه ليدل شوي دي.

 که هغه قانع وي؛ يعنې څه چې يې تر لاسه کړي، خوشحالېږي او دعاوې هم کوي او که ((معتر)) وي؛ يعنې بيا بيا غوښتنې کوي او دا د اسلام پراخ ليد راښيي او سپارښتنه کوي: مه ځان هېروئ او مه نور خلک او د ډالۍ او خوړو د وېش پرمهال د نشتمن دعاوو، غوړه مالۍ او نيوکو ته پاملرنه مه کوئ او موړ يې کړئ.

 اسلام هر څه ته د اعتدال او منځلارۍ پوله ټاکلې ده. قرآن حکیم د بښنې او لګښت په هکله وايي:

((وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا[195]=او خپلوانو ته يې حق وركړه او(همداراز) د مسكينانو او مسافرو(حق) وركړه او هېڅكله بېځايه لګښت او اسراف مه كوه ))

يو بېوزلى رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورغى؛ خو له بښنې لپاره ورسره څه نه وو، بېوزلي کميس ترې وغوښت، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) خپل کميس وايست او ور يې کړ. چې د لمانځه وخت شو؛ نو د جامو د نشتوالي له کبله جومات ته رانغى، دا پېښه د کفارو د پېغورونو لامل شوه او ويل يي: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ويده او يا هم په کور کې بوخت دى. دا آيت نازل شو:

((وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاء رَحْمَةٍ مِّن رَّبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُل لَّهُمْ قَوْلًا مَّيْسُورًا[196]=او كه له هغوى [=بېوزليو] مخ واړوې او د خپل پالونكي رحمت ته سترګې پر لار وسې(چې پراخي درباندې راشي او ورسره مرسته وكړې)؛ نو هغوى ته نرمه او پسته خبره وكړه.))

په حديث کې راغلي: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) خپل يو يار وليد، چې په اوداسه کې ډېرې اوبه لګوي، ورته يې وويل: ولې اسراف کوې؟ و يې پوښتل: ايا په اوداسه کې د ډېرو اوبو لګول هم اسراف دى؟ و يې وويل: هو! که د روانو اوبو په وياله کې هم اودس کوې؛ نو د اسراف حق نه لرې[197]. قرآن حکیم د غوره وګړيو په هکله وايي:

((وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا[198]= او هغوى چې كله (د الله تعالی په لار کې ) لګښت كوي؛ نو نه بې ځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي. ))

پام مو وي، چې عادي انسانانو ته په معمولي شرايطو کې په انفاق کې منځلاري، له قربانۍ سره هېڅ ټکر نه لري؛ ځکه منځلاري او اعتدال، يو عمومي قانون دى؛ خو قرباني عزتمنو او درونو وګړيو ته يو ځانګړى حکم دى.

 که قرباني ورکول او له ځانه تېرېدنه، د انسان پر کورنۍ دباو راوړي او د سپکاوۍ لامل يې ګرځي؛ نو دلته منځلاري غوره ده او که کورنۍ ته پرې زيان نه رسي او په ټولنه کې ناوړه غبرګون و نه لري؛ نو قرباني غوره ده.

په قرآن حکیم کې څوځل بېوزليو ته خواړه ورکول، له لمانځه سره جوخت راغلي دي. ((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ))، په قرآن حکیم کې دا غونډله ٢٦ ځل راغلې ده.

 په قرآن حکیم کې پر انفاق ډېره سپارښتنه شوې او هغوى ستايل شوي، چې د الله تعالی په لار کې، په خپلو مالونو کې د بېوزليو برخه کوي او قرآن حکیم رښتيني مؤمنان داسې راپېژني:

((وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ[199]=او په مالونو كې يې د ګدا او بې برخې (محروم) حق او برخه وه. ))

په قيامت کې به دوزخيان په اور کې د لوېدو لامل داسې وايي: ((وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ[200]= او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول))

پاموړ ټکى دا دى، د چاچې لاس تنګ وي او بېوزليو ته د خوړو د ورکړې وس نه لري؛ نو دوى هم بې پروا نشي پاتېداى او نور بايد د بېوزليو لاسنيوي او مرستې ته وهڅوي. قرآن حکیم پر يوې ډلې نيوکه کوي او وايي:

 ((وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ[201]=او يو بل بېوزليو ته د خوړو په وركولو نه هڅوئ))

 (٤) وږيو ته پاملرنه

په نړۍ کې په مليونو وږي انسانان اوسي او د اسلام له دين پرته بل هېڅ دين ددې په اړه غبرګون نه دى ښوولى. له خمس او زکاته، له نشتمنۍ سره مبارزې ته يوه برخه ټاکل شوې ده. ((إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ[202]=زكاتونه يوازې ځانګړي شوي دي: فقيرانو او مسكينانو او د زكات د راټولولو كاركوونكيو او هغوى ته چې د زړونو لاس ته راوړل يې موخه وي او(همداراز) د مريانو (ازادولو) له پوروړو سره د مرستې او د الله تعالی د لارې غښتلتيا او مسافر پالنې ته. دا (زكات) يو(مهم) الهي فرض دى او الله تعالی پوه (او) حكيم دى. ))

په روايت کې راغلي: څوک چې لمونځ کوي او د بېوزليو او وږيو حق ور نه کړي، لمونځ يې نه قبلېږي[203].

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) به هغه وګړي له جوماته ايستل، چې زکات يې نه ورکاوه.[204]

په بل حديث کې راغلي: څوک چې په موړ نس ويده شي حال دا، ګاونډى يې وږى وي، مؤمن نه دى.[205]

 د رمضان په دعاوو کې راغلي دي: خدايه! وږي ماړه کړې.

بېوزلي او لوږه انسان کفر ته راکاږي.[206]

د علماوو يوه دنده داده، چې له شتمنو د وږيو حق واخلي.[207]

 الله تعالی چې خلک عبادت ته رابولي، وايي:

((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ [208]=نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛ هماغه (الله تعالی) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل. ))

د الله تعالی اولياوو به د شپې په خپلو اوږو بېوزليو ته خواړه وړل. د روژې له فلسفو يوه داده، چې ماړه د وږيو لوږه وڅکي. د الله تعالی له لوري رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پخپله ګومارل کېږي، چې له شتمنو زکات واخلي او پر نشتمنو يې وايشي.

((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ[209]=د هغوى له مالونو (د زكات په نامه ) صدقه واخله، چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او (د زكات اخستو پرمهال) دعا ورته وكړه؛ ځكه ستا دعا ورته ډاډېنه ده او الله تعالی اورېدونكى (او) پوه دى ))

البته له بېوزليو سره مرسته، په دې مانا نه ده، چې په ټولنه کې دې سوالګر زيات شي او لټۍ او ناغېړۍ ته دې وهڅول شي؛ ځکه اسلام وايي: پر هغه دې لعنت وي، چې اوبه او خاوره لري او د کار د نه کولو له کبله پر فقر اخته شي.[210]

 امام صادق وايي: څوک چې له اړتيا پرته له چا څه واخلي؛ نو داسې به وي؛ لکه شراب چې يې څښلي وي.[211]

 په بل حديث کې راغلي: هغوى زموږ رښتيني لارويان دي، که له لوږې هم مړه شي، چاته لاس نه اوږدوي.[212]

نوځکه د اسلام پام، هغه بېوزليو ته دى، چې له لټۍ پرته پر فقر اخته شوي وي؛ لکه هغه وګړي، چې د نېزونو، زلزلې،د اوبو د کموالي، سوکړې، د ډېرو اولادونو درلودو، زړښت او رنځورۍ له کبله، په ټولنه کې پر بېوزلۍ اخته شوي وي.

 که د فقر جرړه د هغوى په لټۍ کې وي، بايد کار وکړي او که پر حق يې خېټه اچول شوې وي، باید دولت يې له زورورو حق واخلي، که بېوزلي يې طبيعي جرړه ولري؛ نو د اسلامي مالياتو له لارې يې بايد مخه ونيول شي.

 نننۍ نړى د يو ستر روغتون په شان ده، چې ډاکتران يې هم رنځور شوي دي. ټول خلک د بېوزلۍ، ناپوهۍ، خرافاتو، ځاني غوښتنو او د سياليو په سرو لمبو کې سوځي او کارپوهان، سمونپالي او د بشر د حقوقو ملاتړي هم بې ارادې، ډارن او مريان دي او پر خپلو شيطاني ځاني غوښتنو ککړ شوي دي.

په حديث کې راغلي: که خلک د خپلو مالونو زکات ورکړئ؛ نو يو مسلمان به هم بېوزلې پاتې نشي. [213]

کوم لګښتونه، چې په نړۍ کې پر وسلوالو سياليو لګول کېږي، که د بېوزلۍ او د خلکو د ناپوهۍ پاى ته رسولو ته ولګول شي؛ نو په نړۍ کې به يو بېوزلی او نالوستی هم پاتې نشي.

 په نړۍ کې مليونونه وږي شته؛ خو زورځواکي خپل غنم په سيندونو کې اچوي، چې د توليداتو بيه يې راټيټه نشي، حال دا، په مليونو وګړي، د څښاک اوبه نه لري؛ خو د شرابو په جوړولو ملياردونه ډالر لګول کېږي. ايا دا شان انسانان رنځور نه دي؟ ژر او يا ناوخته به بشر د ځان ژغورنې ته اسلام ته مخه کړي. دا داسې دين دى، چې د لمانځه ترڅنګ يې پر زکات او د حج ترڅنګ يې پر قربانى ټينګار کړى دى.

په هر حال، په منى کې بايد انسان روغ پسه حلال کړي او غوښه يې د قرآن حکیم په وينا، پخپله هم وخوري او بېوزليو ته يې هم ورکړي.

(٥) تقوا

په قربانۍ کې آریزه موخه، د تقوا ستر مقام ته رسېدل دي. قرآن حکیم په دې اړه وايي:

((لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ[214]=هېڅكله ددې (اوښانو) غوښه او وينه الله تعالی ته نه رسي؛ خو(دا) ستاسې تقوا او پاكي ده، چې ور رسي او په دې توګه، هغوى الله تعالی تاسې ته اېل كړي دي، چې تاسې د هغه د لارښوونې (په مننه كې) هغه په ستريا ياد كړئ او نېكانو ته زېرى وركړه. ))

هو! الله تعالی جسم نه دى، چې غوښې ته اړتيا ولري او هېڅ کله هم د دې قربانۍ وينه نه ور رسي.

هو! د الله تعالی په لار کې د هغه په نامه، له خپل ماله تېرېدل، د تقوى د روحيې د زرغونېدو لامل دى.

 له قربانۍ څلور ټکي لاس ته راځي، چې دا دي:

(١) حلاله؛ د حجاز له مالوالو سره مرسته ده.

(٢) د حلالې ځاى، له الهي دودونو ځنې دى او پر الله تعالی د مينو د سرښندنې هينداره ده.

(٣) د حلالې غوښه، د حاجيانو او وږيو خواړه دي.

(٤) په کومو پيسو، چې حلالې ته څاروي اخستل کېږي، دا الله تعالی ته د نږدېدو او د تقوا د راغوړېدو وزله ده.

منى؛ ازمېښتون

بايد حاجيان په دې ازمېښتون کې څو شپې او ورځې پاتې شي. دلته پر ازمېښت څه رڼا اچوو؛ ځکه حضرت ابراهيم په دې ځاى کې تر ازمېینې لاندې ونيول شو او د امامت مقام ته د رسېدو وړتيا يې پيدا کړه.

الهي ازمېښتونه

 ازمېينه ټولو انسانانو ته له الهي غوڅو سنتونو بلل کېږي. له ازمېينې، د الله تعالی موخه دا نه ده، چې ځان پوه کړي؛ بلکې غواړي زموږ دنننۍ وړتیاوې رازرغونې کړي. الله تعالی له ټولو خبر دى؛ خو که ازمېينه نه وي او موږ کوم عمل و نه کړو؛ نو د ثواب او سزا ورکړه به سمه نه وي.

 ټولې خوږې او ترخې پېښې ازمېښتوزلې دي.

((كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ[215]= هر ساکښ د مرګ (خوند) څكونکى دى او تاسې په شر(بدۍ ) او خير(نېكۍ) ازمېيو، په پاى كې يوازې زموږ لوري ته راګرځول کېږئ. ))

وېره، لوږه، مړينه او د محصولاتو کموالى هم کله ه د ازمېینوزلې وي.

((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ[216]=او موږ به هرومرو تاسې په وېره او لوږه او د سر و مال او حاصلاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم څښتنانو ته))

د الهي ازمېینو پر وړاندې خلک په څو ډلو وېشل کېږي، چې دا دي.

١- يوه ډله بې صبر کوي او چغې وهي.

٢- يوه ډله صبر او زغم کوي.

((الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ[217]=(او) هغو (صابرانو) ته زېرى ورکړه، چې د کړاو په ورسېدو يې وويل:((موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورستنېدونکي يو! ))

٣-يوه ډله په الهي نړۍ ليد کې، ټولې ترخې پېښې د الله تعالی پټه پېرزوينه ګڼي او پر ورين تندي يې هرکلى کوي.

 بايد ټول حاجيان د صبر او شکر پردې ځمکه د شپې پاتې شي او د حضرت اسماعيل او حضرت هاجر په شان د صبرکوونکيو او د حضرت ابراهيم په شان د شکر ايستونکيو په ياد کې لږه ساه واخلي او د ځان په هکله لږ فکر وکړي. بايد ازمېښتېدونى د منل شويو او برياليو پر ځمکه تم شي او دا څومره ستره زده کړه ده!

 د جګړې، وينې، تسليم، صبر او قربانۍ پر ځمکه انسان تمېږي او بايد انسان دلته خپل سر په ګرېوان کې ښکته کړي. دا به د خواشينۍ ځاى وي، چې دا تمېدنه، د انسان د یون په خواله وا نه وړي او زموږ ودې ته لار هواره نه کړي.

هو! د زغم، وينې او بلهار پر ځمکه تمېدل، زموږ په روزنه او یون کې پاموړ ونډه لري.

حلق او تقصير

په منى کې د اختر پر ورځ، د شيطان تر ايشتو او حلالې روسته، څوک چې په لومړي ځل حج ته تللى وي، بايد خپل سر وخروي او ښځې بايد د خپل سر لږ وېښتان غوڅ کړي. د چاچې لومړى ځل نه وي؛ نو د خرولو پرځاى کړاى شي، د سر وېښتان او يا هم ږيره لږه کمه کړي.

 تردې کړنې روسته، حاجي له احرامه وځي او خپلې اصلي جامې اغوندي، په عرفات، مشعر او منى کې، چې پرې څه حرام ول، اوس پرې حلالېږي.

((ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ[218]= بيا دې خپل خيري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د دغه لرغوني عزتمن كور[= كعبې ] طواف دې وكړي. ))

په روايت کې راغلي: ((تفث)) سرخرولو ته وايي[219].

 د سر خرول پردې سربېره، چې يوه فرض کړنه ده؛ ستر ثواب هم لري.

په روايتونوکې راغلي: په خرولو کې، چې د سر هر وېښته پر ځمکه لوېږي، په قيامت کې د هر وېښته په بدل کې رڼا لاس ته راوړي.[220]

همداراز په روايتونو کې راغلي: له پورتني آيته موخه، له امام سره ليدل دي[221]؛ ځکه له امام سره په ليدنه کې، د انسان اروایز او ټولنيز خيري پاکېږي.

 هغه ټولنه چټلېږي، چې له خپل امامه جلا وي. د شيطانانو ايشتل، حلاله کول ‏او د سر خرول، هغه درې کړنې دي، چې د لوى اختر پر ورځ کېږي.

په منى کې بيتوته (پاتېدل )

 يوولسمه او دولسمه شپه او ځينو ته اړينه ده، چې ديارلسمه شپه په منى کې تېره کړي؛ يعنې له لمر پرېوتو تر نيمې شپې پورې، بايد دلته پاتې شي. په دې شپو کې کومه ځانګړې کړلار نشته؛ ځکه سيمه کوشنۍ ده او خلک پکې ډېر وي، دلته انسان کړاى شي، له نورو حاجيانو سره اړيکې ونیسي.

 منى تبليغاتو ته يو مناسب ځاى دى؛ ځکه کور، کوڅه او بازار پکې نشته، چې خلک خواره واره وي، لارې يې تنګې دي، کېږدۍ یو له بل سره نږدې وي، دلته يوازې يو څيز اړين بريښي او هغه د نورو مسلمانانو په ژبو پوهېدل دي.

هو! د منى دا دوه درې ورځې نړيوالې غونډې دي او دعاوې پکې ډېرې پرځاى دي. قرآن حکیم وايي:

((وَاذْكُرُواْ اللّهَ فِي ايامٍ مَّعْدُودَاتٍ فَمَن تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ اتَّقَى وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ[222]= او الله تعالی په شمېرليو ورځو كې ياد كړئ: (د ذي الحجي د مياشتې يوولسمه، دولسمه او ديارلسمه) او څوك چې بيړه وكړي او د (الله تعالی ياد) په دوو ورځو كې كړى؛ نو ګناهکار نه دى او که څوك ځنډ هم وكړي (او په درېیو ورځو كې يې وكړي) هم ګناهکار نه دى؛ خو چې پرهېزګاري يې کړې وي او د الله د اوامرو له مخالفته ځان وژغورئ او پوه شئ، په حقيقت کې يوازې به د هغه پر لور ورټول کړاى شئ))

تر لوى اختر روسته چې حاجيان په منى کې څو ورځو ته پاتېږي، د تشريق ورځې ورته ويل کېږي او کوم حکمونه، چې د حج په کتابونو کې راغلي، باید له مخې يې هره ورځ شيطان وايشتل شي.

د روايتونو له مخې، په دې ورځو کې د الله تعالی له يادونې موخه دا ده، چې تر پينځلس لمونځونو روسته، د اختر د ورځې د ماسپښين له لمانځه او ديارلسمې ورځې د سهار تر لمانځه روسته بايد دا دعا ووايي: ((الله اکبر، الله اکبر لااله الله والله اکبر والله لحمد الله اکبر على اهدانا، الله اکبر على ما رزقنا من بهيمه الانعام ))

 په منى کې د ((خيف)) په نامه يو جومات دى، په روايت کې راغلي، چې اووه سوه پېغمبرانو پکې لمونځ کړى دى[223] او رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) هم پکې ډېرې خطبې ويلي دي.[224]

له منى وتل

 د دولسمې ورځې تر ماسپښين روسته، حاجيان له منى څخه د مکې پر لوري روانېږي، چې د حج نورې کړنې؛ لکه طواف، د طواف لمونځ او ((سعى)) وکړي.

 د عرفات، مشعر او منى بېدیا بايد راکې بدلون راوړى وي. که عرفات، د مشعر شعار او شعور او د منى قربانۍ په موږ کې بدلون نه وي راوړى؛ نو بايد پر خپل حال وژاړو.

 په هر حال له منى تېرېږو او مکې ته راننوځوو. الله تعالی موږ څو ورځو ته بېدیاوو ته رالېږلي وو او اوس راته بېرته په خپل کور کې ځاى راکوي، څومره د خواشېنۍ ځاى به وي، چې دا ټول بدلونونه انسان و نه خوځوي.

که د حج روزنيز نظام څومره ښکته او پورته کړې، ښایي اغېز درباندې وکړي، لوڅ شوې، کفن دې واغوسته، بېدیاوو ته ولاړې، شيطانان دې واېشتل، حلاله دې وکړه، سر دې وخرايه، په دې لار کې دې کړاوونه وليدل او دا هر څه ستا په ګټه ول.

 د انسان بشپړتيا په ترخو او خوږو پېښو کې ده. تا ته وويل شو: پر هغه ځمکه تم شه، چې حضرت ابراهيم خپل زوى حضرت اسماعيل قربانۍ ته پر ځمکه سملولى و، تردې روسته خپل سر په ګرېوان کې ښکته کړه، چې د قربانۍ او سر ټېټونې په ځمکې کې تر تمېدو روسته، په تا کې څومره د قربانۍ روحيه پيدا شوې ده؟ که په خپلو روحياتو او حالاتو کې دې څه وده او بدلون وليد؛ نو د الله تعالی شکر وباسه او که څه بدلون پکې پيدا نشو؛ نو بايد له سره کتنه وکړې او له ځان سره دا آيت ولولې:

((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ[225]=ايا مؤمنانو ته هغه وخت نه دى رارسېدلى، چې د الله تعالی ياد او هغه حقيقت(قرآن حکیم) چې نازل شوى، زړونه يې ورته نرم او عاجز شي او د هغو په څېر نشي، چې مخكې ورته اسماني كتاب وركړ شوى و؛ خو چې اوږد وخت پرې تېر شو؛ نو زړونه يې سخت شول او ډېرى يې پوله ماتي دي؟! ))

په هر حال، طواف يو ځل بيا کېږي. دا ځل د طواف نيت له لومړني طواف سره توپير لري. اوس د حج او زيارت په موخه طواف کوو. طواف، لمونځ او سعى يو ځل بيا کېږي. الله تعالی زموږ روزل غواړي، هغه نړۍ پال خدای دى او روزونکى بايد تر روزنې لاندې وګړيو باندې، يوه کړنه څو څو ځل وکړي.

په قرآن حکیم کې، چې کومې قيصې په تکرار راغلي، فلسفه يې همدا ده. بايد د الله تعالی ياد، غوسه او نعمتونو ته يې پاملرنه، په پرلپسې، په انسان کې تکرار شي.

طواف

په عمره کې، چې مو څرنګه طواف، لمونځ او سعى درلوده؛ دلته يې هم هماغسې کوو، باید په دې طواف کې سپېڅلي شوي يو؛ ځکه عرفات او مشعر ته تللي وو او له ګناهونو وينځل شوي يو، دا ځل مو کعبې ته زړه نږدې دى او کومې پرښتې، چې په اسمانو کې طوافونه کوي، ورسره مو ورته والى ډېر شوى دى. دا ځل مو شيطان په کاڼو ايشتلى دى، تودې سړې، کړاوونه او اوښکې مو تویې کړي او تردې روسته طواف ته راغلي يو. بدني حرکتونه دې ښايي، روح او فکر وخوځوي. ساده بېدیا ته ولاړم، ښايي له ځلبله زړه بېل کړم، د سر وېښتان مې وخرول، چې سر ورکولو ته چمتو شم.

 د شيطان ځاى مې په تيګو وايشت، چې د خپل شيطان ايشتو ته هم چمتو شم. که په عمره کې مې بدن، زما روح له کعبې ګرچاپېره چورلاوه؛ خو دا ځل زما روح، زما بدن له کعبې چورلوي. يو ځل بيا له ازاد کوره طواف کوو، چې راته ووايي: بنديان مه وسئ او د ختيځ او لويديځ له کوره مه چورلئ. يو ځل بيا د کعبې او مقام ابراهيم په منځ کې، د الله تعالی د اولياوو پر پله پل ږدو، طواف کوو او پوهېږو، چې زموږ حرکت بايد د توحيد او امامت ترمنځ وي. د الله تعالی له خوا پر ټاکل شوې لار له خلکو سره يوځاى له کعبې په داسې حال کې چورلو، چې کيڼ اړخ مو کعبې ته دى او د حج طواف پاى ته رسوو.

 د طواف لمونځ د حج د طواف تر پاى روسته سملاسي د((مقام ابراهيم )) شاته دوه رکعته د طواف لمونځ کوو. تردې روسته په صفا او مروه کې سعى کوو. له((صفا)) يې پيلوو او پر((مروه)) يې پاى ته رسوو، دلته تر سعى روسته، د نوکانو او وېښتانو غوڅول اړین دي اوس حاجي ته دوه نورې کړنې پاتېږې:

لومړى طواف نساء او بل د طواف نساء دوه رکعته لمونځ دى، د دې دوو فريضو تر پاى روسته حج هم پاى ته رسي.

د رسول الله ښار؛ مدينه

 د حج د ديارلس کړنو تر کولو روسته، د مدينې پر لور روانېږو. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د ديارلس کلونو تر زورياتي او کړاوونو روسته يثرب ته ولاړ؛ چې رسول الله يثرب ته تله؛ نو ټولو کفارو يې وژنې ته ځانونه چمتو کړي ول؛ خو هغه په آرام زړه او بشپړ امنيت يثرب ته ولاړ.

 حضرت علي په مکه کې تر لږ ځنډ روسته، د يثرب پر لوري حرکت وکړ او تر هر څه مخکې يې ځان رسول الله ته ورساوه. د حضرت علي پښې ټپي شوې وې، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پرې خپلې لاړې کېښوولې او ټپونه يې روغ رمټ شول[226].

يثرب داسې يو ښار دى، چې ډېرې ښکلاوې لري، په ورين تندي يې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) هرکلى وکړ، مرسته یې ورسره وکړه، د مدينې خلکو خپل کورونه، مهاجرينو ته ورکړل، په جګړو کې له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) سره اوږه پر اوږه ولاړ ول او د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پېغامونه يې شا او خوا ته ورسول. مدينه داسې ښار دى، چې ډېر حقوقي، ټولنيز، سياسي، وټیز او اخلاقي آيتونه پکې نازل شوي دي، د رورولۍ کړلار او بنسټ پکې ايښوول شوى دى، د اسلامي حکومت ستنې پکې جوړې شوې دي.

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) چې مدينې ته ورغى؛ نو هر چا به بلنه ورکوله، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وليدل، چې د هر يو بلنه منل، ستونزې پيدا کوي، و يې وويل: زه به په خپله ځان ته ځاى پيدا کړم، خپله اوښه پرېږدم، چېرې چې سملاسته، هماغه به مې کور وي.

په مديريت کې دا يو آر دى، چې د ټولنې مشر بايد بې وېرې وي او کوم عمل، چې د مسلمانانو په منځ کې درز اچوي، بايد ډډه ترې وکړي.

 مدينې ته د رسول الله ورتګ او د حضرت ابو ايوب انصاري په کور کې يې د اوښې سملاستل (چې د حضرت سلمان فارسي په وينا، په مدينه کې ترې بل بېوزلى نه و) موږ ته څه عبرت لري؟ ايا دا بېوزليو او نشتمنو ته پاملرنه نه ده[227]؟

په مدينه کې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يو جومات جوړ کړ، چې په جوړولو کې يې پخپله هم ونډه درلوده[228] او نورو مسلمانانو يې هم په جوړولو کې ګډون وکړ. پاموړ ټکى دا دى، چې مسلمانو مېرمنو هم د شپې، د جومات په جوړولو کې کار کاوه.[229]

د رسول الله زيارت

 په روايتونو کې راغلي: څوک چې حج ته ولاړ شي او د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) زيارت ته ولاړ نشي؛ نو تېرى به يې کړى وي.[230]

 رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: څوک چې زما په ژوند کې او يا هم زما تر مړينې روسته، زما لیدنې او زيارت ته راشي؛ نو په قيامت کې به يې شفاعت وکړم.[231]

 حضرت على وايي: چې حج مو پاى ته ورسېد؛ نو د رسول الله زيارت ته ولاړ شئ، چې په حقيقت کې دا کار مو حج بشپړوي.[232]

 په يو بل روايت کې راغلي: هغه زيارت به انسان جنت ته ننباسي، چې د انسان نيت پکې يوازې پوهه او مينه وي، نه داچې نورو موخو ته مسافرت وکړي او زيارت د نورو موخو په ترڅ کې وي. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: زه به په قيامت کې د خپلو زيارت کوونکيو ترڅنګ يم.

 په بل ځاى کې وايي: زما زيارت کوونکي به، د هغه مهاجرينو په شان وي، چې زما په ژوند کې يې زما ملګرتوب ته مدينې ته هجرت کړى وي.[233]

 د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په زيارت کولو ډېره سپارښتنه شوې ده. څوک چې د تلو وس نه لري؛ حکم شوى، چې له لرې دې سلام پرې ووايي؛ ځکه وررسي.[234]

 مدينه د رڼا مرکز دى، د اسلامي حکومت د بنسټ ايښوونې او د نبوي کورنۍ، څلورو امامانو او بي بي فاطمې د زيارت کولو ځاى دى. په روايت کې راغلي: څوک چې په مدينه کې زما زيارت ته راشي؛ نو بېوزلى به نشي.[235]

زيارت ته تلل لاندې ګټې لري.

(١) د زحمتونو درناوى کول

 انسان چې د الله تعالی د اولياوو زيارت ته ځي؛ نو د وفادارۍ اعلان ورسره کوي او وايي: ستاسې زحمتونه مې نه دي هېر کړي، الله تعالی راته ستاسې په کړاوونو او وينو سیده لار راښوولې ده. په روايتونو کې راغلي: څوک مو چې خوښ وي، ورته ووايئ، چې خوښ مې يې، چې دا مينه لاپسې زياته شي.

 په زيارت کې د دوستۍ اعلان او له سره ژمنه کوو. شکور د الله تعالی له صفتونو دى؛ يعنې الله تعالی د بندګانو د زحمتونو درناوى کوي؛ نو داچې الله تعالی زموږ درناوى کوي؛ نو زموږ دنده خو څرګنده ده.

(٢) عملي پخلى

د شهيد پر مزار راټولېدل ډېره ژوره مانا لري او خلکو ته وايي، چې موږ د شهيد د لارې لارويان يو، موږ له مړينې او شهادته نه وېرېږو او کړاى شو له دې لارې د خلکو پر اروایزې، سياسي، اندیزې او مکتبي لارې ځان خبر کړو.

(٣) د کمالونو زرغونېدل

 د انسان ارزښت يې د کمالونو په زرغونېدو کې دى او مظلوم پېژندنه، له کمالونو ځنې يو دى او انسان، چې د مظلومانو مزار ته ځي، په ځان کې دا روحيه راژوندۍ کوي. ځان ته وايي او هم ټولنې ته اعلانوي، چې له ظالمانو بايد د مظلومانو غچ واخلو، د انسان غيرت راخوټېږي، مظلوم ته اوښکې تويوي، له انسانه بې پروايي لرې کېږي او ديني ژمنه او تعصب پکې راژوندۍ کېږي.

(٤) ظالمانو ته ګواښونه

 د تاريخ ظالمانو د الله تعالی د اولياوو وينې تویې کړي او غوښتل يې نوم او نښې يې له منځه يوسي؛ خو ډېرى خلک د شهيد مزار ته ورځي او دا د ظالمانو پر وړاندې، يو ډول غبرګون دى او غواړي وښيي، په وژنې، فکر او موخه له منځه نه ځي. په زيارتپاڼو کې د تاريخ پر ظالمانو لعنت ويل شوى؛ نوځکه د تاريخ په اوږدو کې کربلا جغرافيه نه؛ بلکې تاريخ دى، ښار نه؛ بلکې پېغام دى، کربلا ته تګ، له طاغوت سره جګړه ده، اوښکي دي او خپګان دی.

(٥) د ګډاندو پېژندل

د شهيد مزار او د الله تعالی د اولياوو زيارت د انقلابيونو او ګډاندو ‏د پېژندنې مرکز دى. د الله تعالی د اولياو قبرونو ته د نړۍ له ګوټ ګوټه خلک راځي او اوښکې تويوي؛ نو دا ځاى راټولېدنې ته يو غوره ځای هم کېداى شي.

(٦) د مينې او رانږدېدنې اعلانول

که له لرې څوک له چا سره مينه ښکاره کړي؛ نو مينه او نږدېوالى به ورسره پيدا کړي؛ خو که دا اظهار له نږدې وکړي؛ نو مينه به يې نوره هم ډېره شي؛ چې زموږ جسم د الله تعالی د اولياوو مزار ته ورنږدېږي؛ نو روح به مو هم د هغوى روح ته ورنږدې شي.

(٧) ارزونه

په زيارت کې، چې انسان د بشپړ انسانانو مخې ته درېږي او ځان ورسره وتلي؛ نو واټن ته يې پام شي، چې هغوى په کوم ځاى کې دي او زه چېرې يم؟ پر دوى د الله تعالی رحمتونه ورېدل او پر موږ وسوسې راورېږي. هغوى د رحمت کانونه ول او موږ د کنجوسۍ، هغوى د علم زېرمې وې او موږ د ناپوهۍ، هغوى د لارښوونې ډيوې، د انبياوو وارثان، د الله تعالی لارې ته بلوونکي، د الله تعالی مخلصان، د هغه غوره کړاى شوي، رښتيني او لار ښووونکي ول. خبره يې رڼا وه، حکم يې وده وه، سپارښتنه يې تقوا وه، عمل يې خير و او عادت يې احسان و.

 بايد سر په ګرېوان کې ښکته کړو، چې چاته ولاړ يو؟

 هغوى ټولو الهي خويونه درلودل؛ خو په موږ کې ځينې ډول ډول بدۍ لري. موږ ټول رنځوران او د داسې وګړيو مخې ته ولاړ يو، چې د الله تعالی په درشل کې د ابرو او مقام څښتنان دي.

هو! په زيارت کې نيمګړى انسان، بشپړ انسان ته ولاړ وي، شرم او ټيټوالى ننګېري؛ نو غوره ده، د زيارت کولو پرمهال، له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) سره خبرې اترې وکړو او بښنه ترې وغواړو.

له رسول الله نه بښنه غوښتل

رسول الله! زيارت دې ته راغلي يم، ډېر شرمېږم. رسول الله! د قرآن حکیم د آيت له مخې به ته په قيامت کې، له خپل قوم او امته، الله تعالی ته ګيله وکړې او و به وايي: زما پالونکيه! دې مسلمانانو قرآن حکیم ته شا کړې وه، ځينو و نه لوستاى شو، ځينو ولوسته؛ خو ورباندې پوه نشول، يوه ډله پرې ورانه پوه شوه، بلې ډلې عمل پرې و نه کړ، ځينو به پر قرآن حکیم د عمل کولو پرمهال اخلاص نه درلود، يوه ډله به تل پر قرآن حکیم نه درېده، ځينو قرآن حکیم او اهل بيت يو له بله بېل کړل، يوې ډلې پر ځينو آيتونو ايمان راوړ او نورو ته يې شا کړه او ځينو نور څه ستا له آيتونو سره ګډ کړل.

 رسول الله، ددې پرځاى، چې په قرآن حکیم کې مې اندنه کړې واى؛ په ټوکرانو کې مې نغاړلی و او د کوټې په تاخچه کې مې ايښى و، د مړيو پر سر مې لوسته، د کسب او کار وزله مې ترې جوړه کړې وه، قسمونه مې پرې خوړل، خپلو اولادونو ته مې د قرآن حکیم پرځاى بل څه ورښوول.

 رسول الله، تا چې څومره وويل؛ خو ما و نه منل اوس له تا بښنه غواړم؛ ځکه قرآن حکیم ما ته د بښنې هيله راکوي، وايي: ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا[236]=موږ هېڅ پېغمبر بې له دې بل څه لپاره نه دى لېږلى، چې د الله تعالی په حكم يې اطاعت وشي او كه دې مخالفينو (داسې كړي واى )، چې تر ګناه (او د الهي قوانينو تر پښو لاندې ) كولو روسته تا ته راغلي واى او له الله تعالی يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى (؛ نو) هرومرو الله تعالی يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده. ))

رسول الله، ګناهګار او پښېمانه يم، زيارت ته دې راغلى يم، بښنې ته مې يوازې يو شرط پاتې دى او هغه ستا دعا او بښنه ده.

 رسول الله، هماغه يې، چاچې ځورولى وې؛ نو د مکې د سوبې پر ورځ دې وبښل.

 رسول الله، هماغه پېغمبر يې، چې الله تعالی دې د اخلاقو په هکله وايي: ((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ[237]=او په رښتيا، ته ستر خويونه لرې.))

رسول الله، که د خلکو ټول تېري او زورمټي يو خوا کېښوول شي، ستا پت يې پټولاى او بښلاى شي.

 رسول الله، له لرې راغلى يم، ډېرې هيلې مې له ځانه سره راوړي ، مېلمه دې يم، بې له شفاعته دې بله لار نه لرم، ستا شفاعت به مې وژغوري؛ خو له تا به څه کم نه کړي.

 له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) سره تر خبرو اترو روسته، لمانځه ته درېږو او دعاوې کوو. غوره ده، انسان دلته لږڅه ځنډ وکړي او له ځان سره فکر وکړي، چې ددې جومات په جوړولو کې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم)، پخپله ګډون کړى و،په دې جومات کې به پوځي ټولګي جوړېدل، د مسلمانانو ښوونه او روزنه پکې کېده؛ سلامشورې، لېدنې کتنې، تړونونه او شاوخوا سيمو ته به ترې پېغامونه لېږل کېدل.

د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) له يارانو يو تن ګناه وکړه او پخپله تېروتنه پښېمانه شو او د همدې جومات په يوې ستنې پورې يې ځان وتړه، څو شپې او ورځې يې څه و نه خوړل، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د وحې له لارې پوه شو، چې توبه يې قبوله شوې ده، دې يار په شکرانه کې خپل ټول مال د الله تعالی په لار کې ورکړ.[238]

 او همدا ستنه د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د قبر او منبر په منځ کې ده او د توبې د ستنې په نامه يادېږي.

 تر مسجدالحرام روسته په دې جومات کې دوه رکعته لمونځ کول ډېر ثواب لري. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: په مسجدالنبي کې لمونځ کول، په نورو جوماتونو کې تر زرګونو لمونځونو غوره دي.[239]

د دې جومات هره ستنه ځانګړې یادیزه لري، د يوې ستنې نوم يې د توبې ستنه ده، چې ابولبابه ځان ورپورې تړلى و، د بلې ستنې نوم ((استوانة السرير)) دى، چې د رسول الله ځاى و، د بلې ستنې نوم ((استوانة الحرس)) دى، په دې ځاى کې به حضرت علي د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پاسوالي کوله او له مراجعينو سره به يې مرسته کوله. دلته موخه د ستنو شمېرل نه دي؛ اریزه خبره دا ده، چې پوه شو، موږ چېرې يو او بايد له خدايه شکر وباسو، چې موږ يې ژوندي کړو او د ناپوهۍ، شرک او تفرقې له تپو تيارو يې راوايستو او د توحيد، پوهې او يووالي رڼا ته يې سم سيده کړو. د الله تعالی شکر دى، چې په داسې ځاى کې پل ږدو، چې په دنيا کې جنت دى؛ ځکه په حديث کې راغلي: د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د منبر او کور (چې اوس يې قبر دى ) ترمنځ واټن د جنت له بڼونو دى.[240]

 په هر حال په دې جومات کې دې انسان سر په ګرېوان کې ښکته کړي او خپل غوږونه دې ښه خلاص کړي؛ ښايي داسې پېغامونه واوري:

 مسلمانانو! دا جومات د کجورو په درې ډډونو جوړ شو او دومره پراخه هم نه و؛ خو د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د مشر‌‌‌‌ۍ او د مسلمانانو د يووالي له کبله يې د زمانې ټول زورځواکونه ولړځول؛ خو نن ګورو د ډډونو پرځاى د تيګو او سېمټو ستنې پکې لګېدلي او تر يومېليون ډېر وګړي پکې پر يو وخت لمونځ کوي؛ خو هېڅ ظالم يې و نه لړځاوه؟ په رښتيا څه وشو، چې لمونځ او جومات خپل روح له لاسه ورکړ؟

هو! د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وصيت او کورنۍ ته د شا کولو پايله به همداسې وي. که د سول الله قبر ته وګورو؛ نو دا ځاى د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) شخصي کور و، چې د ٨٨ هجري کال پورې پر خپل طبيعي او ساده حال و او د امام حسن او امام حسين اولاد پکې مېشت ول؛ خو وليد بن عبدالملک، دا هر څه خراب کړل او د جومات يوه برخه يې ترې جوړه کړه او هغه نوراني نښې يې له منځه يووړې.

 حاجي بايد له ځان سره فکر وکړي، د اسلام په لومړيو وختونو کې د دين ساتنې او د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) لاسنيوي ته ځينې مسلمانانو له مکې څخه مدينې ته هجرت وکړ، چې ډېر بېوزلي ول او د همدې جومات په يوه ګوټ کې پر يوې چوترې (صفه) اوسېدل. که څه، وږي وو او ډېرې ساده جامې يې پر تن وې؛ خو د لمونځونو او جګړو په لومړيو ليکو کې ول. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: څوک که په کور کې د دوو تنو خواړه لري؛ نو له دې مهاجرو مسلمانانو دې يو له ځان سره يوسي او که څوک د څلورو تنو خواړه لري د ((اصحاب صفه)) پينځم تن دې له ځان سره يوسي.[241]

 په رښتيا دا دين تر څومره کړاوونو، ستونزو او نښتو روسته را رسېدلى دى؟ د رسول الله د قبر زيارت کوونکيه، مدينه داسې موزيم دى، چې د تاريخ خوالې پکې خوندي پرتې دي.

مدينه د ودې او اندنې ‏ځاى دى

 په هر حال، د رسول الله جومات په زرګونو یادیزې لري او بايد انسان بې توپيره تېر ترې نشي. په يو وخت کې له دې جومات او ښاره پر نړۍ د وحې، ايمان، لارښوونې او پوهې رڼا خوره شوه او ورته د مدينې منورې نوم ورکړ شو؛ يعنې ځلاند ښار؛ خو د تاريخ په اوږدو کې، دې رڼا له منځه تللو ته ډېرې هڅې وشوې. نهه سوه کاله پخوا څو مسيحيانو د زيارت په پلمه د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) له قبر سره نږدې مېشت شول او غوښتل يې په پټه د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) جنازه له ځان سره يوسي؛ خو دا دسيسه رابرسېره شوه او دا وګړي ووژل شول.[242]

پر رسول الله عاشقان، تبرک ته ددې جومات دېوالونه، منبر او پنجرې ښکلوي؛ خو د هغه ځاى پاسوالان ددې ښکلولو مخنيوي کوي او پر دوى د شرک ټاپې لګوي. دوى ګومان کوي، شرک او توحيد د خلکو په لاس کې دى او څرنګه يې، چې غواړي، هغسې يې تفسيروي. د اهل سنتو څلور واڼو امامانو دا کار نه دى حرام کړى.[243]

 په اوس وخت کې د تبرک الصحابه په نامه يو کتاب چاپ شوى، چې پکې ويل شوي: اصحابو کرامو به هم دا کار کاوه. په حديث کې راغلي: حضرت ابوبکر (رض) تر مړينې روسته د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) تندى ښکل کړ.[244]

 ايا حضرت يوسف خپلو روڼو ته و نه ويل: کميس مې پلار ته يوسئ او د هغه پر مخ يې واچوئ، چې سترګې يې ليدل وکړي.

((فَلَمَّا أَن جَاء الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ[245]= نو چې زېرى ورکونکى راغى او كميس يې د يعقوب پر مخ وغوړاوه؛ نو بينا شو! و یې ويل: ((ما تاسې ته نه وو ويلي، چې په واقع کې زه د الله تعالی له لوري پر هغه څه پوهېږم، چې تاسې پرې نه پوهېږئ.))

ايا کوم ټوکر، چې له حضرت يوسف سره و، اغېز لري او کوم څيزونه، چې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) شا او خوا ته دي بې اغېزې دي؟ چې څوک ياالله، يا محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) ووايي؛ نو ولې پرې د شرک ټاپې لګوو؟ حال دا، د قرآن حکیم په آيتونو کې د رسول الله نوم څو ځل د الله تعالی د نوم ترڅنګ راغلى او يو عمل يې دواړو ته منسوب کړى دى:

[أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ[246]=هغوى الله تعالی او د الله تعالی استازي بې اړې کړل.]

موږ خو برزخي ژوند منو، چې په قرآن حکیم کې څو ځل راغلى دی: برزخي ژوند هم د دنيوي ژوند په شان دى.

[وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ[247]=(پېغمبره!) د الله تعالی په لار كې وژل شوي، مړه مه ګڼه؛ بلكې ژوندي دي (او) له خپل پالونكي په نزد روزي وركول كېږي!))   

شهيدان هم رزق لري او کوم وګړي، چې په راتلونکي کې وريوځاى کېږي خوشحالېږي؛ ځکه تبرک او د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پر مقام توسل کول، له شرک سره څه تړاو لري؟ ايا د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) درناوى او سپېڅلى مزار يې ښکلول شرک دى او له جنايتکارانو پلوي او پر وړاندې يې سرټيټول شرک نه دى؟

 حضرت مسيح به د الله تعالی په امر مړي نه ژوندي کول؟ ايا زموږ رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) تر حضرت عيسى غوره او لوړ نه دى ايا د الله تعالی اولياء په برزخ کې د غوره ژوند څښتنان نه دي؟ ايا حضرت فاطمة الزهرا د خپل پلار قبر ته ولانړه او خاورې يې پر خپل مخ وا نه چولې؟[248]

 ايا ستر صحابي حضرت ابو ايوب انصاري خپل مخ د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) پر قبر کېنښود؟[249]

 ايا حضرت بلال خپل مخ د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) پر قبر کېښنود؟[250]

 امام حسين چې له مدينې وته؛ نو د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) قبر ته ورغی او خپل مخ يې د هغه پر قبر کېښود[251]؟

 ايا امام زين العابدين خپل زوى امام محمد باقر ته و نه وويل: د رسول الله قبر ته ولاړشه، دوه رکعته لمونځ وکړه او دعا راته وکړه.[252]

د رسول الله په جومات کې انسان يو بام او دوه هوا ويني.

 که له رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) سره خبرې اترې کوو او تبرک او توسل پرې کوو؛ نو وايي: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) حاضر دى او د قرآن حکیم د آيت له مخې، خپل غږ مو د هغه له غږه مه اوچتوئ. څوک نشته، چې وپوښتي: که ژوندى دى؛ نو ولې د توسل او تبرک مخه نيسئ او که مړ دى؛ نو ولې ورسره د خبرو مخه نيسئ؟

شرک څه ته وايي؟

 که انسان بى له خدايه کوم بل څوک ومني؛ نو دا به شرک وي.

 که د الله تعالی پېرزوېنې ته د الله تعالی اولياء د واسطي په توګه ومنو او د کار اریز څښتن، الله تعالی وګڼو؛ نو دا شرک نه دى؛ ځکه د چارو تدبير، د الله تعالی په لاس کې دى[253] او ځينې پرښتې يې هم تدبير ته ټاکلي دي.[فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا][254]

 داچې د روزۍ ويش، د الله تعالی په لاس کې دى؛ خو ځينې يى دې کار ته ګومارلي دي. [فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا[255]] .

 الله تعالی وايي: ((إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا ګاموا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ[256]= په حقيقت كې موږ پخپله مړي را ژوندي كوو او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي، ليکو يې او موږ ټول څيزونه د څرګند لارښود په (كتاب) كې شمېرلي دي. ))

خو ځينې يې د کړنو ليکلو ته هم ګومارلي دي. [كِرَامًا كَاتِبِينَ[257]]

الله تعالی زموږ ساه اخلي؛ خو ساه اخستو ته يې هم يو پازوال ټاکلى دى.

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ[258]= ووايه: ((پر تاسې، چې د مرګ پرښته ګومارل شوې، ستاسې (روح) اخلي، بيا د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. ))

 هو! الله تعالی د ټولو ځواکونو او خېر سرچينه ده؛ خو قانون يې داسې ايښى، چې ټول کارونه بايد د وزلو او طريقو له لارې وشي. د مثال په توګه: که غواړئ پر خپل پېغمبر، قرآن حکیم نازل کړي؛ نو د جبراييل او روح الامين له لارې يې پرې نازلوي. د انسانانو او پرښتو کار په حقيقت کې د الله تعالی کار دى. (وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ[259]) او واسطې هېڅ کله د کار د اوږدېدو لامل نه ګرځي. (وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَر[260]) د الله تعالی امر د سترګو په رپ کې کېږي؛ ځکه يې په نړۍ کې انسان، پرښته او يا کوم موجود، چې د کار د وزلې او واسطې په توګه ايښي؛ نو دې واسطو ته زموږ پاملرنه شرک نه دى، شرک به هغه وخت وي، چې موږ الله تعالی هېر کړو او يوازې واسطې ته سترګې پر لار شو او هغه يوازېنۍ اریز لامل وګڼو؛ خو تر کومه، چې موږ الله تعالی، د ټولو ځواکونو سرچينه وګڼو او پر وړاندې يې کوم بل ځانګړى ځواک و نه منو؛ نوشرک نه دى. د بېلګى په توګه: وايو غوږونو مې واورېدل يا پخپله مې واورېدل، سترګو مې وليدل يا پخپله مې وليدل. دلته موږ سترګو او غوږونو ته د اورېدو او ليدو نسبت ورکوو؛ نو ددې مانا دا نه ده، چې غوږونه او سترګې به له ما پرته، د اورېدو او ليدو وس ولري؛ بلکې دا دواړه غړي واسطه دي. که څوک ووايي، چې زه په سترګو لوست کوم؛ نو مانا يې دا نه ده، چې سترګې به ځان ته د لېدو وس ولري.

په نړۍ کې چې کومې واسطې دي، هغه ټول د الله تعالی مخلوقات دي او تر بشپړې ادارې لاندې يې دي. دا واسطې کېداى شي وريځې، لمر، ځمکه باد او.. . وي او يا کېداى شي د بشپړ مانيزو مقاماتو څښتنان وي؛ لکه د الله تعالی اولياء او يا د الله تعالی پرښتې. قرآن حکیم په ډاګه وايي: [مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ[261]]

په المائده سورت کې الله تعالی حضرت عيسى ته وايي: د مړيو په ژوندي کولو کې ستا د نفس اغېز زموږ په اجازې دى، کومه مرغۍ، چې دې له خټو جوړه کړه، زما په اجازې وه او زما په اجازې دې والوزوله.

((إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ[262]=(دريادكړه) چې كله الله تعالی عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((پرتا او مور دې زما نعمت درياد کړه! ما په ((روح القدس = سپېڅلي روح )) ستا مرسته وكړه، چې په زانګو(او پوره عمر كې دې ) له خلكو سره خبرې كولې، ما تا ته كتاب، حكمت، تورات او انجيل وښود، تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوسه) جوړوله او په هغې كې دې پوكى كاوه او جوسه به زماپه حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مورزيږي ړانده او د برګي (پيس) رنځوران روغول او زما په امر دې مړي (هم) ژوندي كول او چې کله ته بني اسراييلو ته له څرګندو دلايلو سره ورغلې، ما ته د هغوى له زيان رسونې وژغورلې؛ نو له هغوى د حق منكرانو (كافرانو) وويل: ((دا خو ښكاره كوډې دي.))

وويل شو، چې د الله تعالی د اولياوو کار، په حقيقت کې د الله تعالی کار دى او د هغه په اجازه دى؛ نو د الله تعالی له اولياوو توسل او ترې مرسته غوښتل له خدايه د استمداد او توسل په منزلت دي.

لکه څنګه چې د رسول الله لاروي، د الله تعالی لاروي ده. ((مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا[263]=چاچې د پېغمبر اطاعت وكړ، د الله تعالی اطاعت يې كړى او چاچې ترې مخ واړاوه؛ نو ته موږ ورته (د همېشه) ساتونكي(په توګه) نه يې لېږلى (او په اړه يې مسوول نه يې)

د تاريخ څو بېلګې

 حضرت عايشه بي بي وايي: خلکو به رسول الله ته د تبرک لپاره خپل ماشومان راوستل، رسول الله به دعا ورته کوله[264].

 په تاريخ کې د ٢٤ماشومانو نومونه راغلي، چې رسول الله د تبرک لپاره په خوله کې خواړه ورکړي دي[265] او همداراز انحضرت ‏(صلی الله علیه وآله وسلم) د ١٠٢تنو پر سرونو خپل لاس راښکودی، چې دوى پرې وياړېدل.[266]

 په حديث کې راغلي: د حضرت علي پر مخ، خولې را رواني وې، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د خپل مخ لږې خولې د حضرت علي پر مخ راښکودې او د هغه لږې اوښکې يې پر خپل مخ هم راښکودې.[267]

کله د تبرک اخستو لپاره، پر رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ډېره ګڼه ګوڼه جوړېده.[268]

 په روايت کې راغلي: اوداسه ته اوبه کمې وې او د اصحابو کرامو شمېر ډېر و، رسول الله خپل لاس د اوبو په لوښي کې کېښود او ټولو اصحابو کرامو پرې اودسونه وکړل؛ داسې برېښېده؛ لکه د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) له ګوتو، چې اوبه راخوټېږي.[269]

په اته ويشتو(٢٨) یادیزو او حديثونو کې راغلي: اصحابو کرامو به د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د اوداسه اوبه تبرک ته خپلو کورونو ته وړې. [270]

د التبرک د کتاب ليکوال پينځويشت تاريخي یادیزې راخستي، چې خلکو به له رسول الله پاتې شوي خواړه تبرک ته وړل. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) به خپل پاتې شوي خواړه او اوبه لومړى هغه ته ورکول، چې ښي خوا ته به يې ناست و. يو ځل يې يو ځوان ښي لوري ته ناست و او کيڼ اړخ ته يې مخور مشران ول. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) له ځوانه اجازه وغوښته، چې پاتې خواړه مشرانو ته ورکړي؛ خو ځوان و نه ومنله او رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ځوان ته هر څه ورکړل.

 په حديث کې راغلي: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) به چې خپل لاس په اوبو کې ننايست؛ نو اصحابو کرامو به هم تبرک ته خپل لاسونه په هغو اوبو کې ورډوبول.[271]

 د وفاء الوفاء په کتاب کې د دېرش څاګانو نومونه راغلي، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) به د دې څاګانو په اوبو اودس کاوه او په خلکو کې دا څاګانې ډېرې مبارکې وې او تر پېړيو پورې، خلکو ترې تبرک ته اوبه کارولې[272].

 همداراز په همدې کتاب کې، له دېرشو زيات حديثونه راخستل شوي، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) به د منى په ځمکه کې خپل سر خرايه؛ نو ډېر اصحاب کرام به ورته ولاړ ول او هر يو به تبرک ته يو يو تار له ځان سره وړه.

په رښتيا، که تبرک شرک وي؛ نو رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ولې ان يو ځل هم هغوى منع نه کړل؟ دم ګړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) دا شان نښو ته په خورا درناوي کتل کېږي؛ البته د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) حقيقې نښې؛ قرآن حکیم، اهل بيت او سيره يې ده؛ خو چې خبره د عشق په اړه وي؛ نو انسان ان د معشوق د پښو خاورې هم ښکلوي. له رسول الله سره د خلکو ډېره ژوره مينه وه او ان معاويه د ابوسفيان زوى وصيت کړى و، چې په کفن کې دې ورسره د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يو وېښته کېږدي!

 زموږ ویینه ‏دا نه ده، چې دا ستونزه څومره ديني او مکتبي بڼه لري؟ او د الله تعالی د اولياوو د جامو او څپليو ساتنې ته بايد تر کومه بریده وټیز او اندیز ‏لګښتونه وکړو؛ بلکې موخه مو دا ده، چې پخپله د رسول الله تر نظر لاندې، تبرک يو غوڅ او عمومي چار و؛ نو ولې ځينې وګړي، زايران دې ته نه پرېږدي، چې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د جومات دېوالونه او قبر يې ښکل کړي او انګېري، دا کارشرک دى. دوى د قرآن حکیم او حديث له مخې، کوم دليل لري؟ خو په اسلامي سرچينو (سني،شيعه) کې په دې اړه په سلوګونو حديثونه شته. ايا مسلمانان د زمزم له اوبو د تبرک په توګه ګټه نه اخلي؟د شيعه او سني په سرچينو کې راغلي: يو سړي د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د مړينې پر درېیمه ورځ خپل ځان د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) پر قبر وغورځاوه او د قبر خاورې يې پر خپل سر شيندلې او د استغفار او شفاعت آيت يې غوښته، له قبره يو غږ راپورته شو: ته وبښل شوې.[273]

 له سترو ځواکونو وېرېدل او زور ځواکو ته سر ټیټونه شرک دی. ځانمني، ځان ستاينه او په ‏ځاني غوښتنو پسې تلل شرک دى.

((أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ[274]= ايا له هغه خبر شوې، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپل معبود ګرځولې؟!او الله تعالی هغه د پوهې له مخې (چې د ښیون وړ نه دى) بې لارې كړ او د هغه پرغوږونو او زړه يې مهر وواهه او پر سترګو يې پردې ور وغوړولې؟!؛ نو په دې حال كې، تر الله تعالی روسته بل څوك شته، چې ورته سمه لار وښيي؟! ايا نو (بې خبره ياست او) پند نه اخلئ؟! ))

د الله تعالی قانون ته شا کول او نورو قوانينو ته مخه کول شرک دى.

((إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُواْ مِن كِتَابِ اللّهِ وَكَانُواْ عَلَيْهِ شُهَدَاء فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلاَ تَشْتَرُواْ بِاياتِي ثَمَناً قَلِيلاً وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ[275]=بېشكه چې موږ تورات لېږلى دى، چې پكې لارښوونه او رڼا ده او پېغمبران چې (د الله تعالی فرمان ته ) تسليم وو، په تورات به يې د يهودو چارې فيصله كولې او (همداراز) رباني عارفانو او پوهانو پرې فيصلې كولې؛ ځكه دا كتاب دوى ته سپارل شوى و او پرې ګواهان وو؛ نوځكه (د الهي آيتونو له مخې، د قضاوت له لامله) له خلكو مه ډارېږئ! او له ما ووېرېږئ او زما آيتونه په ناڅيزه بيه مه پلورئ او څوك چې د الله تعالی د نازل كړيو احكامو له مخې پرېكړې و نه كړي؛ نو كافران دي. ))

په دين کې شخړه راپيدا کول شرک دى.

((مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ[276]= له (هغو) وګړيو، چې خپل دين يې ټوټه ټوټه كړى او پر ډلو ټپلو ويشل شوي او (هېښنده خو لا دا ده) له هرې ډلې سره چې څه دي (زړه يې پرې تړلي او) پرې خوښ دي.))

دا به څومره ښه وي، چې شيعه او سني عالمان سره ناست وي او یو له بل سره يې له نږدې خبرې کړې واى. دا به څومره ښه واى، چې له بدالواکوالۍ- تعصب پرته او د اسلامي اخلاقو پر بنسټ، په ورځپاڼو او راديو تلويزيون کې ازادې ویینې شوې واى او یو د بل ګروهو- عقيدو ته په درناوۍ خبرې اترې شوې واى، چې خلکو خپله لار پخپله پيدا کړې واى؛ ځکه د يووالي لار تل په چوپتيا کې نه وي، کله ناکله ټولنه او وګړي د لوړ ظرفيت لرونکي وي او کړاى شي، یو د بل استدلالونو او ګروهو ته غوږ کېږدي، يو بل ته ليکونه وليکي، چې له دې لارې واټنونه سره نژدې، حقايق رابرسېره، اندونه- فکرونه نږدې شي او د رڼا، يووالي او يقين پر لور حرکت وکړو.

 په هرحال، موږ پر قرآن حکیم عمل کوو او د رسول الله په حرم کې وايو: السلام عليک يا رسول الله.

د الله تعالی پر اولياوو سلام اچول مو له قرآ نه زده کړي، چې وايي:

[سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ[277]= پر ابراهيم سلام]

[سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ[278]= سلام پر موسى او هارون]

[سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ[279]= په نړيوالو كې دې پر نوح سلام وي؛]

د زيارت پرمهال د رسول الله د هغو کړاوونو او هڅو قدرداني کوو، چې د بشر سمې لارښوونې ته يې کړي او پردې لېینه – شاهدي ورکوو، چې هغه د بلنې او د بشر د ښیون او ژغورنې په لار کې، ناغېړي ‏و نه کړه. دا درناوى مو له قرآن حکیمه زده کړى، چې وايي:

((وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ[280]= له ډېرو پېغمبرانو سره د هغو په ملاتړ كې، الله پالونكي وجنګېدل او د الله تعالی په لار كې، چې پر دوى كړاوونه راغلل؛ نو زړه ماتي او كمزوري نشول (او اېلېدو ته يې غاړه كېنښوده ) او زغمونكي د الله تعالی خوښ دي. ))    

 که الله تعالی د پېغمبرانو له لارويانو قدرداني کوي، ايا پر موږ اړينه نه ده، چې له پېغمبرانو قدرداني وکړو؟

 د رسول الله په حرم کې وايو: له الله تعالی شکر کوو، چې هغه موږ ستا له لارې له شرک او بې لارېتوبه وژغورلو.

 که پر موږ د رسول الله له لارې د الله تعالی پېرزوينې نه واى؛ نو موږ به لا تر اوسه په تپو تيارو کې واى؛ نو له خدايه غواړو، د ټولو پېغمبرانو، پرښتو، صالحو بندګانو د اسمان مېشتو او په تاريخ کې د ځمکې پر مخ د ټولو اوسېدونکيو درودونه دې پرې نازل کړي او مقام محمود (د شفاعت مقام) ورپر برخه کړي.

 په پاى کې دا آيت وايو:

((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا[281]=موږ هېڅ پېغمبر بې له دې بل څه لپاره نه دى لېږلى، چې د الله تعالی په حكم د هغه اطاعت وشي او كه دې مخالفينو (داسې كړي واى )، چې ترګناه (او د الهي قوانينو تر پښو لاندې ) كولو روسته تا ته راغلي واى او له الله تعالی يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى (؛ نو) هرومرو الله تعالی يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده.))

په دې آيت کې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته د ګناهکارانو راتګ او د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) واسطه کېدل او ورته له الله تعالی بښنه غوښتل راغلي دي، ايا توسل بې له دې کوم بل څه دي؟ په توسل کې سرغړونکى خجالت وي او د الله تعالی په درشل کې له عزتمن او ابرومن شخصيته غواړي، چې د الله تعالی د پېرزوينې واسطه دې شي، چې وبښل شي او يا يې هم ستونزې هوارې شي. په قرآن حکیم کې رسول الله ته حکم کوي:

((فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ[282]= نو پوه شه، چې بېشکه له الله پرته هېڅ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او نارينه او ښځمنو ايمانوالو ته بښنه وغواړه او الله تعالی ستاسې له تلو راتلو او استوګنځي خبر دى. ))

((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُؤُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ[283]= او چې ورته ويل كېږي: ((راشئ، چې د الله تعالی استازى درته بښنه وغواړي)) (؛ نو) د (ملنډو،كبر او غرور له مخې) خپل سرونه تاووي او ګورې يې، چې ستا له خبرو يې مخونه واړول او هغوى سرغړوونكي دي.))

که د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دعا او استغفار بې اغېزې وي؛ نو ولې په دې آيت کې د الهي لورنې ترنامه لاندې راغلي دي؟

((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ[284]=له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نه وه، چې مشركانو ته، که څه، خپلوان يې وي (له خدايه) بښنه وغواړي، حال دا، ورڅرګنده شوې ده، چې هغوى دوزخيان دي.))

که د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) دعا بې اغېزې وي؛ نو د ((حق نه لري)) تعبير به ورته نه و کارول شوى. د انبياوو، پر دعا او استغفار سربېره< مؤمنو ته د پرښتو استغفار هم ډېر اغېزمن دى، قرآن حکیم وايي:

((الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ[285]= هغه (پرښتې) چې عرش پورته کوي او هغه (پرښتې)، چې په چاپېر کې يې دي، ټولې د خپل پالونكي له ستاينې سره د هغه پاكي څرګندوي او ايمان پرې لري او مؤمنانو ته بښنه غواړي (او وايي:) پالونكيه! ستا رحمت او علم هر څه رانغاړي؛ نو هغه كسان وبښه، چې توبه يې ايستې او ستا پر لار روان دي او د دوزخ له اوره يې وساته.))

((‏رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدتَّهُم وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ[286] = پالونكيه! هغوى او نېک پلرونه او ښځې او اولادونه يې د جنت همېشنيو بڼونو ته ننباسه، چې تا ورسره ژمنه كړې؛ (ځكه) چې يوازې ته ناماتى حكيم يې.))

[وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ وَمَن تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ[287]= او له بديو يې وژغوره او ته چې څوك پر هغه ورځ (قيامت) له بديو وژغورې؛ نو په يقين، تا پرې رحم كړى او دا هماغه ستره بريا ده!))

 د الله تعالی په درشل کې د پرښتو، پېغمبرانو او اولياوو استغفار، د انسان په بښنه کې بنسټيزه ونډه لري، چې منکرېدل ترې له قرآن حکیمه نمښته – انکار ده.

رسوال الله! ګناهکاره يم، درته راغلى يم، په خپلو کړنو پښېمانه يم، له خدايه هم بښنه غواړم، يوازې يو شرط پاتې دى او ته راته له خدايه بښنه وغواړه اوس درته د پښېمانتيا په حال کې راغلى يم او راته له خدايه بښنه وغواړه.

 څوک چې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د زيارت کولو توفيق ترلاسه کړي؛ نو ډېر نېکمرغه به وي. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په دې هکله وايي: څوک چې مې قبر ته زيارت ته راشي؛ نو شفاعت يې راباندې لازمېږي[288].

 په ځينو روايتونو کې راغلي: دا شفاعت هغو ته دى، چې مدينې ته يې د تګ موخه يوازې د رسول الله زيارت وي[289]. همداراز په ځينو روايتونو کې راغلي: څوک چې تر حج روسته زما قبر ته راشي؛ نو مثال به يې داسې وي؛ لکه چې په ژوند کې يې راسره ليدلې وي[290]. په روايت کې راغلي: څوک چې حج ته کعبې ته راشي او مدينې ته مې زيارت ته رانشي؛ نو جفا به يې راسره کړې وي.[291]

په ځينو روايتونو کې د مدينې مقام، له مکې سره يوځاى راغلى دى. په حديث کې راغلي: که څوک په دوو حرمونو مکه يا مدينه کې ومري؛ نو الله تعالی به يې په قيامت کې خوندي کړي.[292]

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: په قيامت کې به زما د قبر زيارت کوونکي ګاونډيان وي.[293]

 ددې ټولو هڅو ترڅنګ ځينې ګواښنې هم شوي او هغه داچې د قيامت پر ورځ به هغو ته کوم عذر نه وي، چې وس يې درلود؛ خو د رسول الله قبرته نه وي تللي. دا ټول حديثونه د اهل سنتو له روايتونو دي. د شيعه په روايتونو کې هم ګڼ شمېر حديثونه د بحارالانوار په سلم ټوک کې راغلي دي. د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) زيارت ته تګ دومره ارزښت لري، چې ليکنه يې ګران کار دى؛ خو د خواشينۍ ځاى دى، چې انسان نېغې او منځلارۍ ته شا کوي او ښندې- افراط ته مخه کوي.

 ځينې بوت او ډبرې مني؛ خو رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته پاملرنه شرک ګڼي. ولې ځينې وګړي د ونې توسل ته غاړه ږدي؛ خو د الله تعالی د اولياوو توسل شرک ګڼي؟ په حديث کې راغلي: انسان، چې له هدېرې تېرېږي او سلام ورباندې واچوي؛ نو مړه يې په برزخي ژوند کې پېژني او ورته عليک وايي. په دې هکله په کنزالعمال کې اتيا حديثونه راغونډ شوي دي.

 حضرت ابوايوب انصارى (رض) د رسول الله له يارانو و، رسول الله چې مدينې ته ورغى، کور ته يې ولاړ او د د بدر او احد په غزوو کې له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) سره اوږه پر اوږه او د خيبر په غزا کې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پاسوال و[294]؛ خو چې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) له دنيا سترګى پټې کړې؛ نو هغه خپل مخ د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) پر قبر کېـښود، مروان يې دا عمل وغانده؛ خو حضرت ابوايوب انصاري غوڅ ځواب ورکړ.[295]

حضرت بلال خپل مخ د رسول الله پر قبر کېښود او داسې اوښکې يې تویې کړې، چې امام حسن او امام حسين په غېږ کې ونيو[296]؛ نو په دې اړه، چې ځينې څه وايي، ناسم دي او له قرآن حکیم او سنتو سره اړخ نه لګوي.

 څوک چې په زوره پر خلکو واکمني کوي، دا به څومره ښه واى، چې د هغو ژوند او کور يې له نږدې ليدلى واى، چې پر زړونو يې واکمني کوله، دا هغه وګړي دي، چې کورونه يې د کجورو له ډډونو جوړ شوي ول او خپل فکر يې خوراوه او د زوکړې پرمهال به یې د کسرى ماڼۍ رانسکورېدې.

منصور دوانيقي امام صادق تر دباو لا ندې ونيو او زندانونه يې د رسول الله له اولادې ډک کړي ول؛ خو د رسول الله يو زوړ پوزکي ته يې ځانګړى ځاى جوړ کړ او ورته يې ډېر چوپړیالان ګومارلي ول او د لمانځه پرمهال به يې د هغه ډېر درناوى کاوه، چې خلک پرې وغولوي، چې ګنې زه خو د رسول الله د نښو ساتونکى يم.[297]

له دې پېښې جوتيږې، چې مسلمانانو به د پېغمبر اکرم (ص ) نښو ته د تبرک په سترګه کتل او له دې ارزښته، ان واکمنو هم سترګې نشواى پټولې.

 امام ابوحنيفه، امام صادق، د حضرت محمد(ص ) د امت اعلم باله؛ نو دا به څومره غوره واى، چې دوى د امام ابوحنيفه په لاروۍ په خپلو کتابونو کې د امام صادق ويناوې رانقل کړې واى.

 امام مالک وايي: سترګو او غوږونو په علم، عبادت او زهد کې تر د امام صادق غوره نه ليدلى او نه اورېدلى.

 نو ايا غوره نه وه، چې د امام مالک په لاروۍ يې نبوي کورنۍ ته پر درناوي قايل واى.[298]

په يو وخت کې امام صادق د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په جومات کې څلور زرو تنو ته ښوونه کوله؛ نو دا به څومره غوره واى، چې نن هم د امام صادق زدکړیالانو خلکو ته ښوونه کولاى؟ د اهلسنتو څلوېښتو تنو مشرانو، د امام صادق د عظمت او پوهې په اړه مهم مطالب ويلي، تردې چې امام ابوحنيفه خپله بريا، د هغه په دوو کالو زده کړیالۍ کې بولي؛ نو دا به څومره غوره واى، چې د امام صادق اثارو ته يې هم پاملرنه کړې واى؟[299]

 د اسلام او مسلمانانو دښمنان او سياستوال، د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه کوي او د اسلام پر ضد دسيسې جوړوي؛ نو دا به څومره غوره واى، چې د اسلام ټول عالمان هم په مياشت کې يوځل راټولېداى او د مسلمانو د ستونزو هوارېدو ته يې لار لټولاى. دا به څومره غوره واى، چې د اسلامي هېوادونو علماء د دولتونو معاشونو ته سترګې پر لار نه واى او په خلکو کې واى، دا به څومره غوره واى، چې موږ ټولو پر قرآن حکیم منګولې لګولې واى او د مشر په ټاکنه کې مو د قرآن حکیم له آيتونو ګټنه کړې واى او قرآن حکیم څو ځل ((لاتتبعوا)) ((اولاتطع )) د جملو له لارې يې ډله يينره مشري او لاروي منع کړې ده.

 بقيع مړېستون

په مدينه کې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) تر زيارت روسته، بل مستحبي عمل، په بقیع مړېستون/ مړېستون کې د الله تعالی د اولياوو او نبوي کورنۍ زيارت دى.

پرکال ١٣٦٤ د بني هاشمو کورونه او کوڅې ورانې شوې او دا ځاى لاپسې پراخ شو. دا مړېستون د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) قبر ته مخامخ ده، چې پکې په سل ګونو اصحاب کرام ښخ دي. د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د کورنۍ څلور تنه امامان (حسن، زين العابدين، محمدباقر او صادق) ښخ دي. د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) کورنۍ د ځمکې پر مخ د الله تعالی رڼا ده، د علم زېرمې، په هستۍ کې غوره کړاى شوي، د رسول الله وارثين او په قيامت کې شفيعان دي. همداراز امهات المؤمنين، د نبي اکرم لوڼې او امام مالک پکې ښخ دي.

 په دې مړېستون کې څراغونه نشته، چې دا حال انسان خورا ځوروي. د الله تعالی د اولياوو پر قبرونو نښه ايښوول شرک دى؛ خو پرديو بانکونو ته د مسلمانانو په ملياردونو ډالر او شتمني ورکول توحيد دى! !

 ټول زيارت کوونکي د نبوي کورنۍ پر مظلوميت اوښکې تويوى. دلته هره اوښکه، د ظالم پر زړه يو غشى دى او پر شته حالت يوه نيوکه او د ګډاندۍ او یون اعلان دى. زموږ اوښکه پېغام لري، چې يوه عاطفي خواله ده او دا روحيه راکې پياوړى کوي، چې بايد د مظلوم ملاتړ وکړو او د ظالم پر ضد راپاڅو.

 انسان، چې په دې مړېستون کې دا مظلوميتونه ويني؛ نو راښيي، د حق پر لار تلونکي دې د دنيا دبدبې ته سترګې پر لار نشي.

 د امامانو خاورين قبرونه راښيي، حقيقت يوازې د سرو زرو ګومبزې نه دي، که د امامانو قبرونه ګومبزې ولري که نه؛ خو موږ ورسره مينه لرو. په بقيع مړېستون کې د امام حسن قبر ته مخامخ درېږو او په زيارت کې وايو:

 امام حسنه! ته هغه يې، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) درته د سيد او ښاغلي لقب درکړ[300] او ستا په هکله يې وويل: حسن زما دى.[301]

څوک چې حسن وځوروي، زه يې ځورولى يم.[302]

 ته هغه امام يې، چې پر شهادت دې ان دښمنانو هم اوښکې تویې کړې[303]. ته د تطهير آيت مصداق يې او له هر ډول ناولتيا پاک يې. منافقينو درته په لستوڼي کې مار ايښی و، چې همدې مار شهيد کړې. امامه! ته پينځويشت ځل په خپلو پښو حج ته تللی وې او درې ځل دې خپله ټوله شتمني د الله تعالی په لار کې ورکړې ده[304]. ته هغه يې، چې رسول الله تل ښکلولې او پر خپلو اوږو يې کېنولې، ستا او ستا د رور په هکله وايي: حسن او حسين مې د سترګو تور دي[305]. ته هغه يې، په لوبو کې چې ولوېدې؛ رسول الله له منبره راکوز شو، خطبه يې پرېښوده، منبر ته يې بوتلې او پر زنګانه يې کېنولې.[306]

 ته هغه يې چې رسول الله ستا مور(حضرت فاطمې بې بې) ته وويل: حسن راوله، چې بوى يې کړم.[307]

ته هغه يې، چې ډېر رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورته يې.[308]

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ستا په هکله وايي: څوک چې درسره دوستي وکړي،له ماسره به يې کړي وي او څوک چې له ماسره دوستي وکړي، له الله تعالی سره به يې کړي وي.[309] ستا او د رور په هکله دې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: حسن او حسين جنتي امامان دي.[310]

 نيکه دې (رسول الله د خپلې واکمنۍ پرمهال په عراق کې د حضرت صالح، حضرت هود او حضرت يونس (عليهم السلام) قبرونه وران نه کړل؛ ځکه د الله تعالی د اولياوو قبرونه يې د الله تعالی شعاير ګڼل؛ خو اوسنيو واکمنو وران کړل). رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د خپلې مور قبر ته ورغى او و یې ژړل[311]؛ خو نن حاجيان نه پرېږدي، چې ستا پر مزار اوښکې تویې کړې.

 له حضرت عايشې بي بي روايت دى: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ښځو ته اجازه ورکړې، چې د قبرونو زيارت ته ولارشي[312]؛ خو نن ستاسو قبرونو ته ښځې نه پرېږدي؛ حال دا، په ګڼو روايتونو کې راغلي: رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) به د شپې د بقيع مړېستون ته تله او پر مړيو يې سلام کاوه[313]؛ خوچې له دې منع کوونکيو سره خبرې اترې وشي؛ نو د مړيو پر برزخي ژوند باور نه لري.

 امام حسنه! دوى په خپلو خطبو او ويناوو کې د اصحابو کرامو نومونه ډېر په درناوي اخلي؛ خو په عمل کې يې قبرونه خبرابوي.

 امام حسنه! دوى د رسول الله د قبر تبرک ته شرک وايي، ايا د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ترڅنګ د اسلام دوه ستر خلفاء له هغه د تبرک اخستنې په موخه نه دي ښخ شوي؟ په ګڼو روايتونو کې راغلي: رسول الله ويلي: څوک چې پر ما سلام ووايي، زه يې ځواب ورکوم.[314]

 له دې سره سره، له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) سره خبرې کول او سلام اچول پرې ناروا ګڼي.

 امامه حسنه! دوى يوازې د مسجدالحرام، مسجدالنبي او مسجدا لاقصى جوماتونو ته د زيارت ته سفر روا ګڼي او وايي زيارت ته سفر سم نه دى، حال دا، قرآن حکیم، عرفات، مشعرالحرام، جهاد، زکات اخستنې، زدکړې او د تېرو خلکو د نښو پېژندنې ته پر مسافرت غوڅ ټينګار کړى او ورته يې هڅونه هم کړې ده.

 شهيد امامه! دوى د حضرت ابراهيم، حضرت هاجر او حضرت اسماعيل ځايونو ته په درنه ګوري، صفا او مروه، چې د حضرت هاجر د هڅو ځاى دى، سپېڅلي ګڼي؛ خو کربلا، چې د امام حسين د هڅو ځاى دى، بې ارزښته ګڼي.

 امام حسنه! د الله تعالی اولياء، چې له نړۍ يې سترګې پټې کړي او يا هم شهيدان شوي، ځينو ته د يو بې اغېز جماد په سترګه ګوري؛ خو په روايتونو کې راغلي: په مدينه او د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په ګاونډ کې مېشتېدل، يو ډول کمال دى.

 امام حسنه! ځينې د الله د کلمې ترڅنګ د محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) ویی-کلمه راوړل شرک ګڼي؛ خو د الله تعالی د کلمې ترڅنګ ((د سلطان او ملک)) ویی راوړل توحيد ګڼي! ! ان د امام مالک وينا ته يې هم شا کړې، چې يوه ورځ يې منصور دوانيقي ته وويل: د رسول الله قبر ته چې ولاړې؛ نو پر قبر يې خپل مخ کېږه؛ ځکه رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ستا او ستا د پلار حضرت آدم د ژغورنې وزله ده.[315]

خو نن د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) قبر ته مخ کول، د دين پر ضد عمل ګڼي.

نه پوهيږم ولې د حضرت عيسى (علیه السلام) د زوکړې ځاى دومره ارزښت لري، چې بايد رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د معراج پر شپه هلته ورشي او لمونځ وکړي؛ خو د الله تعالی د يوغوره بنده، د وژنې ځاى له پامه غورځېږي؟

 امام حسنه! دوى په بقيع کې زموږ توسل ناروا ګڼي، حال دا، په همدې مړېستون کې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پر مخکېنيو پېغمبرانو توسل کړى و. د حضرت علي مور فاطمه بنت اسد، چې مړه شوه؛ د ښخولو پرمهال يې لومړى رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) قبر ته ورښکته شو او و يې ويل: خدايه! دې مؤمنې د مورولۍ حق راکړى، ته يې قبر پراخه کړې او قبلېدو ته يې وويل: زما او د تېرو نبيانو په پار دا دعا قبوله کړه.[316]

 حضرت عمر(رض) د وچکالۍ پرمهال وويل: خدايه! د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) پرمهال به موږ پر هغه توسل کاوه او پر موږ به د رحمت باران رانازلېده او نن پر تره يې توسل کوو، چې پر موږ د رحمت باران را اووروې.[317]

 څوک نشته، وپوښتي د حضرت عمر(رض) توسل جايز دى؛ خو زموږ توسل شرک دى؟ لکه څرنګه چې ايمان، تقوا او صالح عمل، الله تعالی ته د نږدېدو وزله ده، د الله تعالی د اولياوو پت هم يو ډول وزله ده.

 د نبوي کورنۍ امامانو! ستاسې درناوى په حقيقت کې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) درناوى دى او قرآن حکیم هم په دې اړه امر کړى دى.

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[318]= هغوى چې (د الله تعالی د استازي، اُمّي پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه (نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛ (هماغه پېغمبر، چې) دوى ته د غوره چارو(كولو) امر كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلالوي او ناپاكه ورحراموي او د دوى (له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې (؛ نو) همدوى بريالي دي.))

 امامانو! ځينې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) او تاسې ته وير او ښادي بدعت ګڼي! ايا د زوکړې د ښادۍ لمانځل بدعت او شرک دى؟ موږ وينو، چې حضرت عيسى (علیه السلام) له خدايه اسماني مايده غواړي او د نازلېدلو ورځ يې همېشه د اختر په توګه لمانځي.

((قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنزِلْ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِّأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنكَ وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الخوالهقِينَ[319]= عيسى د مريمې زوى وويل: ((الله! پالونكيه! پر موږ له اسمانه يو دسترخوان راښکته كړه، چې موږ، اوسنيو او راتلونكيو نسلونو ته اختر(او د خوښۍ موسم ) شي او دا ستا يوه نښه وي، موږ ته روزي راكړه او ته ډېر ښه روزي وركوونكى يې.))

ايا د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) او د امامانو زوکړه تر اسماني مائدې کمه ده! ايا دا ښادۍ او ويرونه ددې آيت مصداق نه دى، چې وايي:

((وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ [320]= او موږ ستا لپاره ستا د يادېدو (اوازه) لوړه کړه.))

امامانو! د شفا ورکول، د الله تعالی په لاس کې دي؛ خو موږ تاسې د الله تعالی د فيض وزله ګڼو. حضرت ابراهيم وايي: ((وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ[321]= او چې كله رنځور شم؛ نو هماغه مې رغوي))

 خو الله تعالی دا شفا معمولا د يوې واسطې له لارې ورکوي او الله تعالی په تاسو کې شفا ايښې ده. په بل ځاى کې وايي:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاء لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ[322]= خلكو! په يقين تاسې ته ستاسې د پالونكي له لوري نصيحت درغلى، چې د زړونو د رنځوريو درملنه او مؤمنانو ته لارښوونه او رحمت دى.))

ځکه د ټولو چارو واګې، له الله تعالی سره دي؛ خو الله تعالی يې په وزلو او اسبابو عمل کوي. د زړونو ډاډ د الله تعالی له اړخه دى.

((هُوَ الَّذِي أَنزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَّعَ إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا[323]= (الله) هغه دى، چې د مؤمنانو په زړونو كې يې ډاډېنه واچوله، چې خپل ايمانونه لا پياوړي كړي. د اسمانو او ځمكې ټولې لښكرې يوازې د الله تعالی (د ځواک په ولكه كې) دي او الله تعالی پوه حكيم دى. ))

خو الله تعالی کله د دعا او پر رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د درود ويلو له لارې، پر زړونو ډاډ نازلوي.

((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ[324]= ‏د هغوى له مالونو (د زكات په نامه ) صدقه واخله، چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او (د زكات اخستو پرمهال) دعا ورته وكړه؛ ځكه ستا دعا ورته ډاډېنه ده او الله تعالی اورېدونكى (او) پوه دى. ))

امامانو! د حضرت سليمان يو زدکړیال د بلقيس سلطنتي تخت له ډېر لرې واټنه د سترګو په رپ کې د هغه مخې ته راووړ او ستاسې مقام د حضرت سليمان له زدکړیالانو سره پرتلنوړ نه دى!

 امامانو! موږ ستاسې له سپېڅليو ارواحو سره خبرې کوو، مانیزې ‏اړيکې ورسره لرو او دا مو له قرآن حکیمه زده کړي دي؛ ځکه حضرت صالح (علیه السلام) د خپل قوم له ارواحو سره، د هغوى تر هلاکت روسته خبرې کولې. د اوښې تر وژنې روسته پر خلکو زلزله راغله او ګهيځ يې يوازې بې ساه جسمونه پاتې ول. حضرت صالح ترې مخ واړو او(مړيو ته يې) وويل: قومه! ما پر تاسې د خپل پالونکي له لوري، خپل رسالت ابلاغ کړ او د خېر غوښتنې شرط مې ترسره کړ؛ خو څه وکړم ،چې نصيحت کوونکي مو نه دي خوښ.

[فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ[325]= (په پاى كې) نو هغوى زلزلې ونيول او پخپلو كورونو كې پړ مخ پرېوتل.]

[فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَكِن لاَّ تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ [326]= او (صالح) ترې مخ واړاوه، و يې ويل: ((زما قومه! ما تاسې ته د خپل پالونكي پېغام ورساوه او نصيحت مې دركړ؛ خو (څه وكړم، چې) تاسې نصيحت كوونكي نه خوښوئ. ))

حضرت على (کرم الله وجهه) د جمل تر جګړې روسته، د حضرت طلحه له مړي سره ودرېد او خبرې يې ورسره وکړې. همداراز حضرت علي، چې د صفين له جګړې راستون شو؛ نو د کوفې په وره کې مخ په مړېستون ودرېد، لومړى يې پرې سلام وکړ، روسته يې ورته وويل: تاسې تر موږ مخکې تللي ياست او موږ هم درپسې در روان يو.[327]

 حضرت شعيب هم له ارواحو سره خبرې وکړې.

[فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ فَكَيْفَ آسَى عَلَى قَوْمٍ كَافِرِينَ [328]=نو شعيب ترې مخ واړاوه او و يې ويل: ((زما قومه! ما تاسې ته د خپل پالونكي پېغامونه در ورسول او تاسې ته مې نصيحت وكړ؛ نو زه څنګه پر كافرانو خپه شم؟! ))

قرآن حکیم په څرګنده رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته حکم کوي، چې له مخکېنيو پېغمبرانو وپوښته:

((وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِن دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُونَ [329]= او له هغو استازيو وپوښته، چې موږ له تا مخكې ليږلي وو چې: ايا موږ له رحمان (الله تعالی) پرته نور معبودان ټاكلي وو، چې ولمانځل شي؟))

که له برزخي نړۍ سره، له دې نړۍ د اړيکو د ټينګولو امکان نه وي؛ نو په قرآن حکیم کې ددې پوښتنې حکم به هم څه مانا و نه لري!

 په نهج البلاغه کې راغلي: حضرت علي، چې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د غسل او کفن چارې سر ته ورسولې، روسته يې د مخ د برخې کفن پرانست او ورته يې وويل: موروپلار مې دځار ، د ژوند او مړينې پر حال سپېڅلى يې او د الله تعالی په نزد مې هېر نه کړې[330].

همدا داستان له حضرت ابوبکر(رض) هم روايت شوى دى.[331]

 امامانو! ځينې ګومان کوي، چې موږ ستاسې له بدن سره خبرې کوو او يا هم ستاسې له خاورې څه غواړو او موږ ته د فاطر د سورت ٢٢آيت وايي:

((وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاء وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَاءُ وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِي الْقُبُورِ[332]=او هېڅكله ژوندي او مړي سره برابر نه دي، په حقيقت كې د الله تعالی، چې چا ته خوښه شي (خپل پېغام) ور اوروي او ته په قبرونو كې پرتو خلكو ته (خپله خبره) نشې اورولاى. ))

خو دوى له دې بې خبره دي، چې ستاسې قبرونو ته زموږ د تګ موخه ستاسې له سپېڅليو ارواحو سره، د خپلو ارواحو د اړيکو ټينګول دي او موږ ستاسې قبر ته ځکه درځو، چې تاسې د الله تعالی په درشل کې د ځانګړي مقام څښتنان ياست. له دې به تېر شو، چې دا آيت پر کږو لاریو، د مړه شويو وګړيو په هکله دى او د الله تعالی د اولياوو او شهيدانو له سپېڅليو ارواحو سره (چې د قرآن حکیم د آيت له مخې ژوندي دي) کومه اړيکه نه لري. دوى ګومان کوي، چې ستاسې له خوا د کرامت ترسره کول، د الله تعالی په چارو کې لاسوهنه ده او پر وړاندې يې درېدل دي؛ حال دا، په قرآن حکیم کې له پېغمبرانو او اولياوو سرباندې چارې روايت شوي او له توحيد سره هېڅ ډول ټکر نه لري او الله تعالی ورته ددې کار وس د هغوى د بندګۍ او تسليم له کبله ورډالۍ کړى، که نه له ځانه هېڅ واک نه لري.

((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ فَإِذَا جَاء أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ[333]= او په يقين موږ له تا مخكې استازي لېږلي وو، د ځينو قيصې مو درته كړي او د ځينو نه او د يو استازي هم دا حق نه و، چې د الله تعالی له اجازې پرته معجزه راوړي؛ نو چې كله د الله تعالی حكم راشي (؛ نو) په حقه به پرېكړه وشي او هلته به باطل پالي زيانمن وي.))

 د حضرت يوسف (علیه السلام) کميس ځکه د حضرت يعقوب (علیه السلام) ړندې سترګې ورغولې، چې الله تعالی غوښتي ول.

 د حضرت موسى (علیه السلام) کونټۍ او هغه تيګه، چې اوبه ترې راخوټېدلې، د الله تعالی په ارادې وې.

 حضرت عيسى(علیه السلام) به د الله تعالی په ارادې مړي راژوندي کول. ملا چرګګ (هدهد) چې د حضرت سليمان(علیه السلام) پېغام په دوو پړاونو کې د سبا ملکې ته يووړ، د الله تعالی په ارادې و.

 امامانو! ځينې ګومان کوي، د ستونزو په هواري کې او مقامونو ته په رسېدو کې له تاسې زموږ تمه د عليت د قانون ړنګول او د اړيکو شلول دي؛ خو له دې بې خبره دي، چې موږ دوه ډوله لاملونه منلي دي؛ يو طبيعي لاملونه او عوامل او بل غيرطبيعي او موږ کله هم يو کار بې لامله نه ګڼو؛ خو دا اړينه نه ده، چې ټول عوامل او لاملونه دې مادي او محسوس وي. موږ ځکه پر تاسې معصومينو او شهيدانو توسل کوو، چې له خدايه وغواړئ: ستونزې مو هوارې کړي، که دا چار په طبيعي او عادي اټکل شويو وزلو وې او يا هم د غيرطبيعي او د نه اټکل شويو شرايطو په رامنځ ته کېدو وي.

 که د سرباندې چارو غوښتل شرک وي؛ نو ولې حضرت سليمان په ډله کې له شته خلکو داسې غوښتنه کوي؟ يوه ورځ د حضرت سليمان په دربار کې څاروي، پېريان، انسانان او مرغان ناست ول؛ خو ملاچرګک پکې لږ څه ناوخته ګډون وکړ، ملاچرګګ د خپل ځنډ لامل د سباء سيمې ته تګ وښود، چې هلته مشرکان اوسي او د بلقيس په نامه يوه ښځه يې مشري کوي. حضرت سليمان په ملاچرګک دې ښځې ته يو پېغام ولېږه او د الله تعالی دين ته يې راوبلله، ښځې تر سلامشورې روسته حضرت سليمان ته ځينې ډالۍ ولېږلې؛ خو حضرت سليمان و نه منلې او بيا يې له ګواښ سره بلنه ورکړه. بلقيس بلنه ومنله او د حضرت سليمان ليدو ته را روانه شوه. حضرت سليمان ډلې ته وويل: مخکې تردې چې دا ښځه دلته راورسي په تاسې کې څوک کړاى شي، ټول تاج او تخت يې دلته راوړي؟ يو وويل: مخکې تردې چې له ډلې ووځې او ټول خواره واره شي، زه يې هر څه راوړاى شم. بل وويل: زه به دا کار د سترګو په رپ کې وکړم. په هر حال، حضرت سليمان له خپل شاوخوا د سرباندې چار د کولو غوښتنه وکړه.

 قرآن حکیم دا مطلب په ډاګه ويلى او تر اوسه دې غوښتنې ته چا شرک نه دى ويلى.[334] چاچې د داسې چارو د کولو وس درلود، دا ټول د حضرت سليمان له زدکړیالانو او لارويانو ول او د قرآن حکیم د ويناله مخې، ((عنده علم من الکتاب ))؛ يعنې دوى د کتاب له پوهې لږ څه برخمن وو؛ خو اوس موږ د داسې وګړيو له قبر سره ولاړ يو، چې ((علم من الکتاب)) نه؛ بلکې ((علم الکتاب)) دي؛ يعنې د ټول کتاب پر علم خبر دي. موږ د داسې وګړيو د قبر ترڅنګ ولاړ يو، چې رسول الله د هغوى ګواهي، د مخالفينو د نمښتې- انکار پر وړاندې، د الله تعالی د ګواهۍ ترڅنګ ګڼلې ده. د رعد سورت په پاى کې راغلي: [وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلًا قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ[335]= هغوى چې كافران دي، وايي: ((ته استازى نه يې. )) ووايه:((چې زموږ او ستاسې ترمنځ الله تعالی او څوك چې په كتاب پوهېږي (او پر قرآن حکیم هم خبر وي ) د شاهدۍ لپاره بس دى. ))

امامانو! ځينې د اولياوو په حق کې الله تعالی ته قسم ورکول حرام او کله شرک ګڼي. پېغمبران او اولياء، پر الله تعالی حق نه لري او تاسې هم د هغوى پر حق، الله تعالی ته قسم نشئ ورکولاى.

هو! الله تعالی د هېڅ انسان پوروړى نه دى او نه پرې انسان حق لري؛ خو که الله تعالی په خپله دا حق ځان ته ورکړى وي؛ نو حق پيدا کېږي. په قرآن حکیم کې الله تعالی ځينې چارې پر ځان لازمې کړي او موږ ته يې حق پيداکړى دى، په قرآن حکیم کې راغلي: ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى[336]= په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده)) په دې آيت کې، الله تعالی د خلکو لارښوونه خپله دنده ګڼلې ده.

الله تعالی د مؤمنانو ملاتړ د ځان دنده بولي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاؤُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ[337]= او په رښتيا او تر تا مخكې مو د هغوى قوم ته پېغمبران لېږلي وو، هغوى په څرګندو دلايلو خپل قوم ته ورغللل؛ خو(چې نصيحتونو اغېز و نه كړ؛ نو له) مجرمانو مو غچ واخست (او له مؤمنانو سره مو مرسته وكړه) او له مؤمنانو سره مرسته تل پر موږ حق ده.))

((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ[338]= او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته؛ خو داچې روزي يې پر الله تعالی ده او هغه يې پر استوګنځي او د لېږد رالېږد پرځاى پوهېږي(ځکه) دا ټول په ښكاره كتاب [ =لوح محفوظ،د الله تعالی د علم په كتاب] كې (ثبت) دي.))

ځکه انسان پر الله تعالی حق نه لري؛ خو الله تعالی د خپلو پېرزوينو له مخې، بندګانو د توکیزې او مانیزې ‏ودې او نېکمرغۍ په موخه، ځينې چارې پر ځان لازمې کړي او موږ الله تعالی ته پر همدې حقونو قسم ورکوو.((بحق نبيک و اوليائک)) دا غونډله د اهل بيتو په دعاوو او د اهل سنتو د احاديثو په کتابونو کې هم راغلې ده.[339]

 امامانو! ځينې وګړي پر تاسې قسم خوړل حرام ګڼي او وايي: قسم يوازې د الله تعالی پر نوم خوړل کېږي؛ حال دا، په قرآن حکیم کې پر لمر، سپوږمۍ، شپې، ګهيځ، زېتون، عصر او… باندې قسمونه خوړل شوي دي. په حجر سورت کې الله تعالی د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پر نامه قسم خوري:

((لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ[340]=(الله تعالی وويل:) ستا پر عمر قسم، چې دوى د خپلې (بې لارۍ ) په مستۍ كې له سده وتي دي (او عقل او شعور يې له لاسه وركړى دى)!

هو! رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په ځينو روايتونو کې خلک، پر خپلو پلرونو له قسم خوړو منع کړي؛ ځکه پلرونه يې د جاهليت د وخت مشرکان ول او د قسم خوړو ارزښت يې نه درلود. ددې خبرې شاهد د سنن نسايي کتاب دى، چې پکې د الله تعالی، له نامه پرته، پر بل څه قسم خوړل مطرح شوي، چې دا دي:((پر غيرالله قسم خوړول))، ((پر پلرونو قسم خوړل )) ، ((د لات پر بوت قسم خوړل ))، ((پر طاغوت قسم خوړل))، ((پر لات او عزى قسم خوړل )) چې یو د بل ترڅنګ د دې قسمونو له منع پوهېږو، چې د هغوى روايتونو مطلب، چې موږ پر غيرالله پر قسم خوړو منع کوي، پر شرک او د شرک پر نښو او مشرکو موروپلار قسم خوړل دي.[341]

د حضرت فاطمې بي بي زيارت

د زيارت په موخه، هم په مسجدالنبي کې او هم په بقيع مړېستون کې، پر فاطمې بي بي سلام وايو؛ ځکه د فاطمې بي بي قبر نه دى معلوم.

 البته په قيامت کې به واقعي ورک، رياکاران او تېري کوونکي وي، چې د خپلو هڅو او کړنو هېڅ اغېز به و نه ويني او داسې چغې او سورې به وهي: مال او شتمنۍ راته هېڅ ګټه و نه کړه، واک او سلطنت مې له لاسه ولاړ او نن يې راته ګټه و نه کړه.

((مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ. هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ[342]= شتمنۍ مې (عذاب) راڅخه لرې نه کړ، واك مې (هم ) له لاسه ولاړ!))

هو! د قبر درلودل يا نه درلودل دومره مهمه نه ده، که د فاطمې بي بي قبر نه وي؛ نو په بدل کې، الله تعالی هغه پر کوثر ياده کړې ده. قبر په هر ځاى کې نه وي؛ خو قرآن حکیم او کوثر سورت په هر ځاى کې شته، له فاطمې بي بي د هغې اولاده، مانیزې، انساني او د دين نښې پاتې دي.

په هر حال، د امامانو د مور قبر نه دى معلوم؛ خو د هغې او اولادې خبرې یې راته پاتې دي. د فاطمې بي بي له شخصيته؛ بلکې له قبره يې بې خبره يو. فاطمه بي بي وصيت کوي، چې د شپې غسل راکړئ او په پټه مې ښخه کړئ! غواړي له نړۍ سره خبرې وکړي او ووايي: ايا زه د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) لور نه وم، د حضرت علي ښځه او د امامانو مور نه وم!؟ نو ولې مې قبر پټ وي؟ ايا زه د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم)، يوازېنۍ پاتې شوې نښه نه يم؟ ايا زه د تطهير آيت او د کوثر سورت مصداق او((سيدة نساء العالمين )) نه يم؟ ايا زما پلار محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) و نه ويل: فاطمه مې د وجود يوه ټوټه ده،چاچې وځوروله، زه يې ځورولى يم او څوک مې، چې وځوروي، الله تعالی به يې غوسه کړى وي.

 پلار مې چې له سفره راستېنده، لومړى زما ليدو ته راتله[343] او چې زه به ورتلم؛ نو پلار مې درناوي ته درېده.[344]

 په کربلا کې، د عاشورا پر ورځ، زوى مې حسين زورزياتي او ذلت ته غاړه کېنښوده، ايا دا زما د روزنې يوه غوڅه نښه نه ده؟ ايا د احزاب په غزا کې مې د رسول الله سرتېرو ته خواړه نه راوړل؟[345] کفارو، چې پر پلار مې په سجده کې د اوښ خارشنه واچول؛ نو ايا ما ورمنډې نه کړې او لرې مې ترې نه کړې[346]. پلار به مې، چې له جهاد راستنېده؛ نو ايا ما به يې په وينو ککړې جامې نه وينځلې؟ ايا ما د احد په غزا کې د خپل پلار د مخ پر ټپونو پټۍ کېنښوولې؟ ايا صبر او زغم مې حسن، زړورتيا مې حسين او ويناوو او د لارښود له مقامه دفاع ته مې زينب، و نه روزل؟ ايا وږيو او بېوزليو ته مې خپله غاړکۍ و نه پلورله؟[347]د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې زه دې پړاو ته و نه رسېدم، چې مېړه مې (حضرت علي) زما په هکله وويل: کله هم فاطمې په غوسه نه کړم؟ [348]

 ايا زه د ټولو امامانو مور نه يم؟ ايا پلار مې په هکله سپارښتنې نه وې کړې؟ ايا اميندواره (دوه ځانې) نه وم، چې ماشوم مې وغورځېد؟ ايا وېرجنه نه وم؟ ايا ځوانه نه وم؟؛ نو زه ولې وصيت کوم، چې قبر مې دې پټ وي او په جنازه کې مې دې څوک ګډون و نه کړي؟

سترګې پر لار يو، چې تاريخ يې ځواب راکړي!

بيت الاحزان

 په بقیع مړېستون کې يوځاى و، چې فاطمه بي بي د رسول الله تر مړينې روسته هلته تله او د خپل ګران پلار پر وير او تر مړينې روسته يې پر رامنځ ته شويو ستونزو اوښکې تويولى[349].

 په بقیع مړېستون کې، چې اوس کوم بدلون راغلى، له دې سره مو څه کار نشته؛ خو د داسې ځايو نامې او نښې بايد هېرې نشي؛ ځکه د يوې لارې او يو اند ‏ښکارندوى دي، داسې ځايونه جغرافيه نه؛ بلکې تاريخ دى دا ځايونه چوپ نه دي؛ بلکې پېغام لري، څرک نه دى، بهير دى.

 

د نورو عزتمنو قبرونه

 د وفا‌ءالوفاء کتاب په درېیم ټوک کې تر٨٩١مخ روسته په بقيع کې د ښخو شويو نامې ليکل شوي، چې يو شمېر يې دا دي:

 

(١) حضرت عثمان بن مظعون (رضي الله عنه)

دا لومړى مهاجر و، چې له دنيا يې سترګې پټې کړې، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يې په جنازه کې ګډون وکړ او و يې ويل: څومره نېکمرغه يئ، چې دنيا پټ نه کړې او تا هم دنيا وا نه غوسته[350]. ورپسې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) حکم وکړ، چې پر قبر يې يوه غټه تيګه کېږدئ، تيګه ډېره درنه وه او اصحابو کرامو په يوازې ځان و نه خوځوله بيا ورسره رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) مرسته کړه.

 په بقیع مړېستون کې چې بدلونونه رامنځ ته شول؛ نو د حضرت عثمان بن مظعون قبر يې له همدې تيګې وپېژانده. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په دې کار خلکو ته وښوول، چې د حضرت عثمان بن مظعون په شان د صالح، عابد او زاهد وګړي قبر بايد په ډېر عزت او درناوي وساتل شي.

 

(٢) حضرت فاطمه بنت اسد (رضى الله عنها)

 د حضرت علي مور ده. حضرت علي يې چې په ګېډه و او د زوکړې وخت يې راورسېد؛ نو د کعبې دېوال ورته پرانستل شو او له اسمانه ورته غيبي مرستې وشوې. فاطمه بنت اسد يوولسم تن و، چې پر رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يې ايمان راوړ او هغه به ورته د مور خطاب کاوه، چې مړه شوه؛ نو رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يې په وېر کې اوښکې تویې کړې او له خپل کميس يې ورته کفن جوړ کړ او څلوېښت تکبيرونه يې پرې وويل. دې مېرمنې د رسول الله او حضرت علي چوپړ او مورولي وکړه، اسلام ته يې هجرت وکړ، تر مړيڼې روسته، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ورسره خبرې وکړي. ايا کومې ژمنې، چې الله تعالی درسره کړې وې، ترلاسه دې کړې؟ و یې وويل: هو. تر ښخولو مخکې يې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) قبر ته ورښکته شو او ډېره شېبه يې دعاوې وکړې[351].

 (٣) حضرت سعدبن معاذ(رضي الله عنه)

 د رسول الله له پتمنو يارانو و، په ډېرو غزوو کې يې ګډون کړى و او ډېر ټپي شوى هم و. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يې په هکله وايي: هغه د کفارو د سترګو اغزى و او په جنازه کې يې نوي زره پرښتو ګډون کړى و او د خندق په غزا کې ټپې شو. رسول الله دعاوې ورته کولې او په جنازه کې يې هم ګډون وکړ.[352]

 (٤) حضرت حليمه سعديه (رضى الله عنها)

يوه کليواله سپېڅلې او پاکه مېرمن وه او د مکې په بېدیاوو کې اوسېده، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يې تی رودلى دى، دې کار ته څلور سوه او شپېته ښځې راغلې وې؛ خو رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يې تی و نه روده[353]. عبدالمطلب ډېر اندېښمن مسجدالحرام ته راغى او د کعبې ترڅنګ کېناست؛ يوسپين ږيري تر روغبړ روسته وويل: زه يوه مېرمن پېژنم، چې ډېره هوښياره، ښکلې، پتمنه او درنه ده. عبدالمطلب يې په پلار پسې ولاړ او تر خبرو اترو روسته د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دايه شوه.[354]

[يادونه:په پورته کتاب کې راغلي، د حلېمې بي بي ښي تي شيدې نه درلودې؛ خو د الله تعالی په پېرزوينو، د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د تماس له لامله، له شيدو ډک شو، ولې به داسې نه وي، د پېغمبر شونډې خو څه د موسى (علیه السلام) له کونټۍ کمې نه دي، چې د قرآن حکیم په وينا، په تيګه يې ووهله او اوبه ترې راوخوټېدې!؟]

تر دوو کلونو روسته يې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) مکې ته راوست؛ خو يو ځل بيا نورو درېیو کلونو ته د روزنې په موخه ورکړل شو. په بحارالانوار کتاب کې راغلي: د بي بي حليمې په جنازه کې لس زرو اصحابو کرامو او تابعينو ګډون کړى و او په بقيع کې ښخه شوه.[355]

(٥) حضرت عباس (رضى الله عنه )

 ده به د کعبې زايرينو ته اوبه ورکولې او ډېر دروند سړى و، د حضرت عمر (رض) د خلافت په پېر کې وچکالي راغله؛ نو حضرت عمر(رض) باران اورېدو ته، الله تعالی ته د حضرت عباس په حق کې قسم ورکړ.

 (٦) ابراهيم د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) زوى

د حضرت زينب، حضرت رقيه او حضرت ام کلثوم تر مړينو روسته، الله تعالی رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته يو زوى ورکړ، چې اتلس مياشتې روسته ومړ او رسول الله يې په وير کې وژړل، ځينو پرې نيوکه وکړه؛ خو رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: کومه ژړا، چې له انساني عواطفو راولاړه شوې وي، باک نه لري، څه چې منع شوي، پر الهي مقدراتو نيوکه کول دي.[356] دا د زړه خوږ ژړا ده، نه پر الله تعالی نيوکه] د ابرهيم د مړينې پر ورځ لمر تندر ونيو، ځينو ګومان وکړ، چې دا کار د ابراهيم د مړينې له کبله شوى دى، رسول الله چټک منبر ته وخوت او خلکو ته يې وويل: لمر او سپوږمۍ د الله تعالی له خوا په ټاکل شوي بهير کې خپل کار کوي او د چا د مړينې او زوکړې له کبله پکې بدلون نه راځي، چې لمر او سپوږمۍ تندر ونيسي؛ نو ددې خبرو پر ځاى ((د ايات لمونځ)) وکړئ. [357]

 او په دې توګه رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ددې خرافي نظر پر وړاندې په کلکه خپل دريځ اعلان کړ.

(٧) د رسول الله درې لوڼې؛ حضرت زينب، حضرت رقيه او حضرت ام کلثوم هم په بقيع کې ښځې دي، همداراز د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په مېرمنو کې له حضرت خديجې او حضرت ميمونې (رضى الله عنها) پرته نورې ټولې په بقيع کې ښخې دي.

(٨) د احد څو شهيدان هم د بقيع په لوېديزې څنډه کې ښخ دي. [358]

(٩) حضرت ابوسعيد خدري (رض) د قاريانو ستر مشر په بقيع کې ښخ دى.

(١٠) حضرت عبدالله بن جعفر طيار، د حضرت زينب مېړه هم په بقيع کې ښخ دى.

(١١) عاتکه بي بي او صفيه بي بي د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) تروريانې او ام البنين د حضرت علي ښځه هم په بقيع کې ښخې دي.

ام البنين څلور زامن درلودل؛ عباس، جعفر، عثمان او عبدالله، چې ټول په کربلا کې شهيدان شول. ايا کړاى شو مدينې ته ولاړ شو او د داسې سپېڅليو له قبرونو بې پروا تېر شو؟

ځينې وايي: پر مړي ژړل د هغه د عذاب لامل ګرځي، دې خبرو ته بايد غوږ کېنږدو؛ ځکه له قرآن حکیم سره اړخ نه لګوي. قرآن حکیم وايي:

((وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَإِن تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَى حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى إِنَّمَا تُنذِرُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالغَيْبِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَمَن تَزَكَّى فَإِنَّمَا يَتَزَكَّى لِنَفْسِهِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ[359]= او يو ګناهكار هم د بل د ګناه پېټى نه پر اوږو كوي او که د درانه پېټي والا بل څوک د خپلې ګناه وړوو ته راوبلي؛ نو څه به ترې اوچت نه كړي كه څه هم نژدې خپلوان يې وي. بېشکه (ته) يوازې هغوى ننګولاى شې، چې په پټه له خپل پالونكي وېرېږي او لمونځ دروي او څوك چې ځان (له شرك او ګناهونو) پاك كړي؛ نو يوازې خپل ځان به يې پاك كړى وي او (ستاسې د ټولو) ورتلل يوازې د الله لوري ته دي. ))

نو د ژونديو ژړا به ولې د مړي د عذاب لامل شي؟

د احد شهيدان

 د احد تر غزا مخکې بايد د بدر پر غزا رڼا واچوو. د هجرت پر دويم کال، د بدر غزا وشوه او مسلمانان پکې بريالي شول. دې کار د مکې په کفارو کې کينه پيدا کړه، يو خوا يې ډېر وګړي مړه شول او بلخوا یې له مدينې سره د سوادګرۍ لار هم تړل شوې وه؛ نو دوى د غچ اخستنې په تکل کې شول. عمروعاص او ځينې نور د جګړې د لګښت راټولولو په موخه لرې پرتو ټبرونو ته ورغلل. له تمامه او کنانه ټبرونو کابو څلور زره جنګيالي چمتو شول، ښځې يې هم ورسره وې، چې ډهولونه او سندرې ووايي او له دې لارې جنګيالي جګړې ته وهڅوي او د تښتېدو مخه يې ونيسي؛ ځکه پوهېدل که وتښتي؛ نو لوڼې او ښځې به يې بنديانې شي. حضرت عباس د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) تره مسلمان و او د مکې په کفاررو کې اوسېده او رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يې له دې پلانه خبر کړ. د قريشو لښکر له مکې د مدينې پر لور وخوځېد، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) له اصحابو کرامو سره سلامشوره وکړه. د حضرت حمزه او ډېرى ځوانانو نظر دا و، چې له ښاره بهر ووځو. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يې نظر ومانه، د جګړې جامې يې واغوستې، خپله زره او توره يې راوخسته له مسلمانانو سره يې د جماعت لمونځ وکړ او تر زرو ډېرو مجاهدينو سره يوځاى، د احد پرلور وخوځېدل. په دې جګړه کې يو سپين ږيرى (عمروبن جموح) له څلورو زامنو سره په جګړې کې ګډون ته راغى. په دې جګړې کې د حضرت حنظله د واده شپه وه، هغه له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) اجازه واخسته؛ يوه شپه يې له خپلې ناوې سره تېره کړه؛ غسل يې هم و نه کړ او چټګ يې ځان جنګ ته ورساوه او شهيد شو. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په دې هکله وايي: و مې ليدل، چې پرښتې غسل ورکوي.

د اسلام په تاريخ کې، حضرت حنظله ته د((غسيل الملائکه)) لقب ورکړ شوى دى؛ په زړه پورې خبره دا ده، چې د دې زلمي پلار (ابوعامر) د کفر په سيمه کې و او د ضرار جومات له بنسټګرو و او د ناوى پلار هم د مدينې د منافقين ومشر [عبدالله بن ابى سلول ] و.

په دې جګړه کې حضرت علي د کفارو (٩) نهه مخور ووژل، ناڅاپه اوازه شوه، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) شهيد؛ ځينو مسلمانانو روحيه بايلوده او وتښتېدل. په همدې جګړه کې حضرت انس (رض) اويا ټپونه اخستي ول او له خپلې خور پرته بل چا و نه پېژانده. رسول الله به پخپله د سرتېرو ليکې سمولې. حضرت ابودجانه له رسول الله توره واخسته، له تندي يې سور دستمال راتاو کړ او ژمنه يې وکړه، چې تر مړينې به جنګېږي. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د حضرت عبدالله جبير په مشرۍ پنځوس تنه غشي ايشتوونکي د احد د غره په کنډو کې ودرول. له دوى څلوېښت تنو خپل ځايونه پرېښوول او ګومان يې وکړ، چې مسلمانان بريالي شول؛ نو د غنيمتونو راټولولو ته د غره له کنډو راکوز شول، دښمن هم له همدې فرصته په ګټنې، پر مسلمانانو بريد وکړ او اويا غوره مسلمانان يې شهيدان کړل.

 په دې غزا کې د رسول الله د شهادت د ډنډورې له لامله ډېرى مسلمانان وتښتېدل او ځان ژغورنې ته پر غره ورختل او چې څومره پرې رسول الله غږونه وکړل؛ خو يو هم پرې غوږ و نه ګراوه.

((إِذْ تُصْعِدُونَ وَلاَ تَلْوُونَ عَلَى أحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمَّا بِغَمٍّ لِّكَيْلاَ تَحْزَنُواْ عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلاَ مَا أَصَابَكُمْ وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ[360]=(دريادكړئ) چې کله (په تېښته) پر غره ختئ او(يو شمېر په ميدان كې خواره واره شوئ له وېرې مو) هېچا ته بېرته نه كتل او پېغمبر له شا درپسې نارې وهلې، بيا يې تاسې ته دا سزا دركړه، چې د غم له پاسه يې پر غم اخته كړئ؛ ځكه بيا د(جنګي غنايمو ) په بايللو او (هم) په کړاو در رسېدو خپه نشئ او څه چې كوئ، الله تعالی پرې ښه خبر دى. ))

 جګړه کې حضرت علي ٢٦ کلن و او په داسې مېړانه يې له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ملاتړ او ساتنه وکړه، چې په ډګر کې داسې نعره پورته شوه: ((لاسيف الاذوالفقار لافتى الاعلى )) د ذوالفقار په شان توره او د علي په څېر ځوان نشته.

 په دې جګړې کې د حضرت علي پر بدن اويا ټپونه ول، له کفارو دوه ويشت تنه ووژل شول، چې يوولس يې حضرت علي وژلي وو. په دې غزا کې، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) خپل ټول غشي وورول، ليندۍ يې هم ماته شوه. په دې غزا کې يوې ښځې(نسيبه) مسلمانانو ته اوبه راوړې او چې و یې ليدل حالات کړکېچن شول، توره يې راواخسته او رسول الله يې په کلکه ساته؛ ډېره ټپي شوه، تر جګړې روسته رسول الله يو تن د هغې پوښتنې ته ولېږه.

په دې جګړه کې د اسلام دښمنانو چغې وهلې او د خپلو سرتېرو روحيه يې پياوړې کوله: هبل دې ژوندی وي، موږ د عزى بوت لرو؛ خو تاسې يې نه لرئ. ددې شعارونو پر وړاندې رسول الله مسلمانانو ته توحيدي شعارونه وروښوول.

 رسول الله د ((اعل هبل، اعلى هبل )) د شعار پر وړاندې مجاهدينو ته وويل چې ووايئ: ((الله على واجل، الله اعلى واجل )) او د دويم شعار پر وړاندې يې وويل: ((الله مولانا و لا مولى لکم، الله مولانا ولا مولى لکم)).

په دې جګړه کې يوې مېرمنې خپل مېړه، پلار او رور له لاسه ورکړل؛ خو چې خبره شوه رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) روغ رمټ دى، خپګان يې له منځه ولاړ، اوښ يې د جګړې ډګر ته راوست او د مېړه، پلار او رور جنازې يې پرې واچولې او چې خلکو ورسره خواخوږي کوله، و یې وويل: خوشحاله يم، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ژوندى دى.

په تاريخ کې لولو: دا اوښ مدينې ته نه راتله، رسول الله دې باتورې مېرمن ته وويل: ميړه دې غزا ته د راتلو پرمهال له خدايه څه وغوښتل؟ ورته يې وويل: دعا يې وکړه، چې کور ته راستون نشي. رسول الله ورته وويل: دعا يې قبوله شوې، مدينې ته يې مه وړئ او جنازې يې په احد کې ښخې کړئ[361].

حضرت حمزه سيدالشهدا

په((اعيان)) کتاب کې راغلي: تر اسلام مخکې او روسته يې نوم حمزه و، چې د زمري او شدت پر مانا دى. د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په حکم، پر حضرت حمزه د اسدالله، اسد رسوله او سيدالشهدا لقب کېښوول شو. حضرت حمزه د بعثت پر دويم کال، اسلام ومانه او له رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) سره يې هجرت وکړ. هغه د قريشو له مخورو و؛ يوه ورځ يې واورېدل، چې ابوجهل د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) سپکاوى کړى؛ نو په خورا غوسه مسجدالحرام ته راننووت، ابوجهل د کعبې ترڅنګ ناست و او سر يې پرې مات کړ‏ او بيا يې وويل: ما د محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) دين ومانه، تا يې ولې سپکاوى وکړ؟ د حضرت حمزه مسلمانېدو، د اسلام مټ غښتلى کړ.

 حضرت حمزه (رض) د بدر په غزا کې د کفارو يو مخور مشر وواژه[362]. د هجرت پر لومړي کال، د بواط او بني قينقاع په جګړو کې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) بيرغچي و، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) چې د احد په غزا د حضرت حمزه بدن ټوټې ټوټې وليد؛ نو هوډ يې وکړ، چې اويا مشرکان به پر همدې برخليک اخته کړي؛ خو آيت نازل شو:

((وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُواْ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّابِرينَ[363]= او كه غچ اخلئ؛ نو هومره يې واخلئ، چې څومره درباندې تېرى شوى وي؛ خو كه زغم وكړئ؛ نو دا خو صابرانو ته ډېره ښه ده. ))

تردې آيت روسته، سملاسي رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: صبر کوم، صبر کوم.

 پر رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دا تر ټولو سخته شېبه وه؛ خو د الله تعالی رضا ته يې صبر وکړ، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د مکې د سوبې پر ورځ د احد ټول مشرکان وبښل.

امام زين العابدين د کربلا تر پېښې روسته، د شام په جومات کې د وينا په ترڅ کې، له حضرت حمزه سره پر خپلوۍ وياړي[364].

 د رسول الله په حکم، حضرت حمزه په ځينو غزوو کې بولندوی و او رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يې د نورو له دسيسو ژغوره.[365]

 حضرت حمزه به د قيامت پر ورځ د رسول الله پر سورلۍ سپور وي[366]. حضرت فاطمه به هره اوونۍ، د حضرت حمزه قبر ته تله او ژړل يې.[367]

 رسول الله په دې هکله وايي: څوک چې مې زيارت وکړي او د حمزه زيارت ته ولاړ نشي؛ نو جفا به يې کړي وي.[368]

تر شهادت روسته يې د حضرت حمزه سينه څيرې کړه، ځيګر يې ترې راوايست و يې خوړ، پوزه، غوږونه، لاسونه او پښې يې ورته ټوټه کړې. (دا کار د معاويه مور او د ابوسفيان مېرمن؛ هندې وکړ[369])

د حضرت حمزه د شهادت پرمهال رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) خپلې جامې د حضرت حمزه پر ټوټه ټوټه شوي بدن واچولې[370].

 رسول الله دومره وژړل، چې بې سده شو، و یې وويل: د الله تعالی زمريه! د رسول الله زمريه! اى چې ټولې پرېشانۍ به دې لرلې کولې او پېغمبر به دې ساته.[371]

 حضرت صفيه د حضرت حمزه خور او د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ترور وه؛ د احد ډګر ته ورغله، چې د خپل رور ټوټې شوې بدن وويني؛ خو رسول الله د حضرت صفيي زامنو ته وويل: مور مو منع کړئ؛ خو دې وويل: خبره يم، چې رور مې شهيد شوى او بدن يې ټوټې ټوټې شوى، صبر کړاى شم، د الله تعالی په لار کې دا شهادتونه کم دي، موږ پردې پېښې خوشحاله يو او صبر به وکړو او هر څه به الله تعالی ته پرېږدو.

تردې ورسته ورته رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د ليدو اجازه ورکړه او خپل لاس يې د هغې پر سينه کېښود او د صفيې بي بي زړه آرام شو او د رور پر مړي يې وژړل.[372]

 رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د حضرت حمزه دوه اويا ځل د جنازې لمونځ وکړ؛ داسې، چې لومړى يې د حضرت حمزه د جنازې لمونځ وکړ او روسته تردې يې چې هر شهيد راوسته؛ نو له حضرت حمزه سره يې کېښوده او د دواړو د جنازې لمونځ يې کاوه.[373]

 د مدينې ښځو نورو شهيدانو ته وير کاوه، رسول الله په ژړغونو سترګو وويل: څوک نشته، چې زما د تره په وير کې اوښکې تویې کړي[374].

 د مدينې ښځو حضرت حمزه ته دومره وير وکړ، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ورته وويل: کورونو ته ولاړې شئ! الله تعالی دې درته ددې وير اجر درکړي، په رښتيا د يارۍ حق مو ادا کړ.[375]

د احد د شهيدانو نومونه

ابن هشام[376] او اميني[377] د احد د شهيدانو نومونه داسې کښلي دي:

 ١- حضرت حمزه بن عبدالمطلب. ٢- حضرت عبدالله بن عسير. ٣- حضرت معصب بن عمير.٤- حضرت عماره بن زياد. ٥- حضرت شماس بن عثمان. ٦- حضرت عمرو بن زياد. ٧- حضرت حارث بن السنبل. ٨- حضرت سلمه بن ثابت. ٩- حضرت عمرو بن ثابت. ١٠- حضرت ثابت بن وقش. ١١- حضرت رفاعه بن وقش. ١٢-حضرت حسيل بن جاب. ١٣- حضرت صيفى بن قبطى. ١٤- حضرت حباب بن قطبى. ١٥- حضرت عباد بن سهل. ١٦- حضرت حارث بن اوسل. ١٧- حضرت اياس بن اوس. ١٨- حضرت عبيد بن الشهان. ١٩- حضرت حبيب بن زياد. ٢٠- حضرت يزيد بن حاطب. ٢١- حضرت ابوسفيان بن حارث. ٢٢- حضرت انيس بن قتاده. ٢٣- حضرت حنظله بن ربى عامر. ٢٤- حضرت ابوصيه بن مسلمه. ٢٥- حضرت عبدالله بن جبير.٢٦- حضرت ابوسعيد بن خيشمه. ٢٧- حضرت عبدالله بن مسلمه. ٢٨- حضرت سيع بن حاطب. ٢٩- حضرت عمربن قيس. ٣٠- حضرت قيس بن عمرو. ٣١- حضرت ثابت بن عمرو. ٣٢- حضرت عامربن مخلد. ٣٣- حضرت ابوهبيره بن حارث. ٣٤-حضرت عمروبن مطرف. ٣٥- حضرت اوسل بن ثابت. ٣٦-حضرت انس بن نفر. ٣٧- حضرت قيس بن مخلد. ٣٨- حضرت عمروبن اياس. ٣٩- حضرت سليم بن حارث. ٤٠- حضرت نعمان بن عبد. ٤١- حضرت خارجه بن زيد. ٤٢- حضرت سعدبن البيع. ٤٣-حضرت اوس بن ارقم. ٤٤- حضرت مالک بن سنان. ٤٥- حضرت سعدبن سويد. ٤٦- حضرت علبه بن ربيع. ٤٧ – حضرت ثعلبه بن سعد. ٤٨- حضرت نعيب بن فروه. ٤٩-حضرت عبدالله بن عمرو. ٥٠- حضرت ضمره الجهنى. ٥١- حضرت نوفل بن عبدالله. ٥٢- حضرت عباس بن عباده. ٥٣- حضرت مالک بن رياس. ٥٤- حضرت کيسان مولى بنى النجار. ٥٥- حضرت نعمان بن مالک. ٥٦- حضرت مجذربن ذيادبلوى. ٥٧-عيباده بن حسحاس. ٥٨- حضرت نهاعه بن عمرو. ٥٩- حضرت عبدالله بن عمرو. ٦٠- حضرت حمزه بن جموح. ٦١- حضرت خلادبن عمروبن جموح. ٦٢- حضرت ابوالمين مولى عمرو. ٦٣- حضرت عبيده بن عمرو.٦٤-حضرت غسئره مولى عبيده ٦٥- حضرت سهيل بن قيس. ٦٦- حضرت حارث بن عدى. ٦٧- حضرت عبيدبن المعلى.

 ٦٨- حضرت مالک بن غليه. ٦٩- حضرت حارث بن عدى ٧٠- حضرت اياس بن عدى. ٧١- حضرت محيريق. ٧٢- حضرت ثابت بن دحداحه (رضى الله عنهم).

پاموړ زده کړه

 اوس چې د احد د شهيدانو قبرونو ته راغلي يو؛ نو ددې جګړې د ماتې په هکله لږ څه فکر وکړئ. انسان بايد له ځانه وپوښتي، مسلمانان په لومړيو کې بريالي ول؛ خو ولې يې په پاى کې ماتې وخوړه؟ قرآن حکیم د آل عمران په ١٥٢آيت کې ورته ځواب ويلى دى: ((وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ[378]= الله تعالی چې (په احد كې پر دښمن د بريا) ژمنه درسره كړې وه، پوره يې كړه، د جګړې په لومړيو كې تاسې د الله تعالی په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛ خو چې كله سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښودو په باب مو) اړپېچ وكړ او بيا چې الله تعالی درته هغه څه (پر دښمن بريا) وښوول، چې ورسره مو مينه وه؛ نو سرغړاوى مو وكړ، ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا الله تعالی تاسې له هغوى وګرځولئ (او ستاسې بريا پر ماتې واوړېده)، چې تاسې و ازمېيي او هغه وبښلئ او الله تعالی پر مؤمنانو ستر لوروونكى دى. ))         

د احد په غزا کې د مسلمانانو د ماتې درې لاملونه ول، چې دا دي:

 ١- ناغېړي. ٢- بې اتفاقي. ٣- له مشره سرغړونه.

 ايا په اوسني وخت کې، مسلمانان تر ماتې روسته بريالي شوي دي؟!

 ايا د ماتې عوامل پکې لیدل کېږي؟

حضرت على(کرم الله وجهه) د خپل خلافت پرمهال يو سوړ اوسېلى وکړ او و يې ويل: چې اسلام په يو وخت کې پتمن درلودل؛ خو اوس له خپل مشره سرغړونه کوي، وېره، لټي او بې اتفاقي پکې پيدا شوې ده.

 هو! د اسلام د برياليتوب خواله ايمان، ځواک او يووالى دى او د ماتې خواله به يې دا وي، چې دا درې واڼه لاملونه يا سست شي او يا هم له منځه ولاړ شي.

 قرآن حکیم وايي: ((لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ[379]= انسان ته څارونكي (پرښتې) دي، چې پرلپسې وړاندې روسته، هغه د الله تعالی له امر (=نااړينو پېښو) ساتي؛ په حقيقت كې الله تعالی د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى او چې كله الله تعالی كوم قوم ته (د هغوى د كړنو له لامله) د سزا ورکولو پرېکړه وکړي؛ نو هېڅ څيز يې مخه نشي نيولاى او هغوى ته به له الله تعالی پرته هېڅ پالندوى نه وي. ))

 پر باطلو د حق بريا، همېشه په غيبي مرستو ناشونې ده او طبيعي، سياسې او پوځي عواملو ته هم بايد پوره پاملرنه وشي. د احد د جګړې پر ورځ رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) سهار وختي د احد غونډۍ ته راغى، چې جګړې ته مناسب ځاې پيدا کړي.

[وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ[380]= او (دريادكړه ) چې کله سهار له خپلې كورنۍ ووتې، چې مؤمنان دې (د احد) جګړى ته په مورچو كې ځاى پرځاى كول او الله تعالی اورېدونكى (او پر هر څه) پوه دى (د جګړى د کړلار په باب بېلابېلې خبرې كېدې، ټولې يې اورېدې اود ځېنو په مغزو كې چې څه فكرونه تېرېدل پرې پوهېده).

امام حسين هم د عاشورا پر شپه خپله توره تېره کوي؛ ځکه انسان بايد د يو کار په سريزه کې لټي و نه کړي. د الله تعالی لورنه د يو قانون له مخې کېږي او ګټنې ته ورته ځانګړي حکمونه هم ورکړل شوي دي. قرآن حکیم وايي: کور ته په وره ورننوځئ؛ يعنې هر کار بايد پر خپله لار او طريقه وشي. په کمزورۍ، بې اتفاقۍ او سرغړونه بريا ته رسېدل ناشوني دي؛ ځکه بريا ته د رسېدو يوازېنۍ لار، ايمان، ځواک، يووالى او اطاعت دى؛ البته د الهي مرستو د لاس ته راوړو يوازېنۍ شرط، تقوا او صبر دى.

 قرآن حکیم وايي: ((بَلَى إِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلافٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُسَوِّمِينَ[381]= هو،(نن هم) كه زغم ولرئ او تقوا غوره كړئ او دښمن درباندې همدا اوس بريد وكړي؛ نو الله تعالی به درسره په پنځو زرو نښو شويو پرښتو مرسته وكړي.))

ويجاړې شوې زېرمې

پر١٢٢١ س د عبدالله بن مسعود په واکمنۍ کې د مکې او مدينې د سپېڅليو اثارو په ويجاړولو پيل شوى او موږ دلته د بېلګې په توګه د ((ګنجينه هاى وېران)) له کتابه ددې ويجاړو شويو ځايونو لړليک را اخلو:

(١) په بقیع مړېستون کې د څلورو امامانو د قبرونو ګومبزې.

(٢) د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د زوکړې ځاى [د خواشينۍ ځاى دى، چې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د زوکړې ځاى يې هم وران کړى او د زوکړې د ورځې لمانځنه يې هم منع کړې ده. ]

(٣) د ام هاني کور، چې د حضرت علي خور وه، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د معراج پر شپه له دې کوره مسجدالحرام او بيا معراج ته ولاړ.

(٤) د حضرت ارقم (رض) کور، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) تر درې کلنې پټې بلنې روسته، اسلام په ډاګه اعلان کړ او د حضرت ارقم کور يې د يوې اډې په توګه خلکو ته پېژانده او ډېر خلک پکې مسلمانان شول.

(٥) د حضرت خديجې(رضى الله عنها) کور، چې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) کور هم و، حضرت خديجه لومړنۍ مېرمن وه، چې مسلمانه شوه، همدا کور د حضرت فاطمې د زوکړې او د وحې د نازلېدو ځاى هم دى.

(٦) په قبا او مدينه کې هغه کورونه، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پکې مېلمه و او د حضرت ابوايوب انصاري کور، چې مدينې ته په رارسېدو د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) اوښ پکې چو شو.

(٧) د حضرت علي کور، چې پکې دوه جنتي ځوانان امام حسن او امام حسين هم زيږېدلي ول.

(٨) د امام صادق کور، چې د حضرت ابو ايوب انصاري په ګاونډ کې اوسېده او مسلمانانو يې درناوى کاوه.

(٩) د((ردالشمس)) جومات او د((رايه )) جومات، چې رسول الله به د جګړې پرمهال حکم کاوه، چې دلته بيرغوونه لږوئ.

(١٠) بيت الاحزان چې د بي بي فاطمې د ویر ځاى دى.

(١١) د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د پلار قبر.

(١٢) د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د زوى ابراهيم د قبر ګومبزه.

(١٣) د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د نيکونو قبرونه.

(١٤) په احد کې د شهيدانو د ښاغلي حضرت حمزه قبر، چې ګومبزه يې درلوده.

(١٥) د فخ شهيدان، چې په کال ١٦٩ هجري کې د امام موسى بن جعفر په وخت کې د هادي عباسي خليفه لخوا شهيدان شوي ول. [د پاڅون مشر حسين بن علي و، چې د امام حسن له ځوځاته و او ياران يې کربلا ته په ورته پېښه کې په خورا ناوړه توګه شهيدان شول]

(١٦) د هغه مشرانو د وژنې ځاى، چې په مدينه کې يې د يزيد د لښکر پر ضد مقاومت کړى و او خلکو به ددې ځاى ډېر درناوى کاوه [ يزيد په ٦٣ هجري کال کې پر مدينة النبي يرغل وکړ، کورونه يې وران او د خلکو پر ناموس يې تېرى وکړ او د خلکو شتمنۍ يې هم لوټ کړه ].

(١٧) په عرفات کې هغه ځاى، چې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) به پکې خلکو ته د حج احکام بيانول.

(١٨) د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د اصحابو کرامو د قبرونو ګومبزى هم ورانې شوې؛ لکه د حضرت ابوسعيد خدري، حضرت سعدبن معاذ، حضرت عثمان بن مظعون، حضرت جابر بن عبدالله، حضرت ابن عباس (په طائف کې) او حضرت ابوذرغفارى(په ربذه کې).
١٩- په مکه کې د معلا د مړېستون ويجاړېدل.

د سفر پاى

 حج ته تګ د هرچا په نصيب کې نه وي؛ څوک چې حج ته تللي وي، د راستېندو پرمهال ټول خلک حاجي صيب ته ډېر په درناوي ګوري او ورته وايي: څومره بختور وې، چې د الله تعالی کور ته ولاړې او حج دې مبارک شه.

 الله تعالی دې زموږ هم نصيب وکړي. دلته حاجي بايد خلکو ته مکتبي ځواب ووايي. يو لار يې دا ده، چې حاجي ټولو وګړيوته په حج کې دعاوې او لمونځونه وکړي او بله لار يې د ډاليو راوړل دي.

 په روايت کې راغلي: د ډاليو ورکول کينې له منځه وړي. په اسلام کې د ډالۍ پر ورکړې سپارښتنه شوې ده.

 په روايت کې راغلي: د حج ډالۍ د حج يوه برخه ده.[382]

کومې پيسې، چې پر ډاليو لګول کېږي، اجر يې هومره دى؛ لکه چې پر حج يې لګولې وي. د ډاليو په اخستو کې بايد لاندې ټکي په پام کې ونيول شي:

(١) هغه څيزونه، چې د حاجي له شان سره اړخ نه لګوي، بايد و نه پېرل شي.

(٢) د پېرلو پرمهال بايد په بازار کې بې ځايه و نه ګرځي.

(٣) د لمانځه پرمهال دې پېر پلور ونشي.

(٤) هغه څيزونه، چې ګټه يې د اسلام دښمنانو ته ورځي بايد و نه پېرل شي.

 دا به څومره ښه وي، چې په مکه او مدينه کې د اسلامي هېوادونو يو ګډ بازار وي او له پرديو يې اقتصادي اړيکې غوڅې کړي وي او خپلمنځي اقتصادي اړيکې يې سره لاپسې پياوړې کړې وي.

(٥) د ډاليو اخستل بايد د حاجي ملا ماته نه کړي، چې د حج خوند ترې واخلي او له بېځايه لګښتونو ډډه وکړي. په روايت کې راغلي: په حج کې بايد بې ځايه لګښتونه ونشي، چې د حج خوند درکې ژوندى پاتې شي. [383]

 په روايتونو کې راغلي: رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) چې په مدينه کې و، خلکو ورته له مکې د زمزم اوبه د ډالۍ په توګه راوړې او رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) پر ورين تندي منلې.[384]

٦- ډالۍ بدل ته مه ورکوئ. په روايت کې راغلي: هغو ته هم ډالۍ ورکړئ، چې مخکې يې درته نه وې درکړي.

٧- ډالۍ په عادلانه ډول وويشئ، خلک هم بايد د حج ډالۍ پر ورين تندي ومني. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: که څوک راته د ډالۍ په توګه ډېر ساده خواړه راکړي، ان که د اوري پښه هم وي؛ نو و به يې منم.[385]

خو ټينګار کوم، چې په اوسني وخت کې د ډاليو پر اخستو او ورکولو خوښ نه يم.

 د يادوني وړ ده چې په پېر پلور کې بايد انسان و نه غولېږي؛ ځکه چې اجر او ثواب نه لري.[386]

مننه او بښنه

 مسافرت د ټولو ښېګڼو سره سره ځينې ستونزې هم لري. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: مسافرت د عذاب يوه ټوټه ده.[387]

 حج هم يو اوږد سفر دى او انسان پکې له ډول ډول خلکو سره مخېږي. په لار کې دې د سفر انډيوالان یو د بل درناوى وکړي او که کومه تېروتنه وشي؛ نو یو له بل دې بښنه وغواړي او تر راستېندو روسته يې بايد ياده و نه کړي.

د حاجيانو ستړي مه شي او هر کلى

 د حاجي درناوى په حقيقت کې د الله تعالی، د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم)، امامانو او اصحابو کرامو درناوى دى.

 په حديث کې راغلي: د حضرت علي رور حضرت جعفر، چې د حبشې له هجرته راستون شو، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يې هر کلي ته ورغى، دده سترګې يې ښکل کړې او له ډېرى خوشحالۍ يې وژړل.[388]

وليمه ورکول

له حج تر راستنېدو روسته، باید حاجي نورو مسلمانانو ته د وليمې بلنه ورکړي. په روايتونو کې په واده، زوکړې، سونتګرۍ د کور په اخستو او له حج تر راستنېدو روسته، د وليمې پر ورکړه سپارښتنه شوې ده. تر حج روسته د وليمې ورکول بايد د ځان ښوونې او ريا بڼه و نه لري. وليمه د رسۍ پر مانا ده؛ نو داچې مؤمنانو ته د خوړو ورکړه، د مينې رسۍ ده؛ نوځکه ورته وليمه وايي[389].

اخلاقي يادونې

(١) رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: د حج د قبلېدو نښه دا ده، چې انسان له مکې تر راستېندو روسته له خپلو تېرو ګناهونو لاس ووينځي.[390]

(٢) تر حج روسته انسان د حاجي لقب پيدا کوي؛ نو پکار دي، د حاجي کورنۍ او نږدې خپلوان يې په ناسته پاسته او چلن کې ډېر پام وکړي.

(٣) که څوک د حاجي ستړي مه شو ته رانشي او يا ورته د حاجي صيب غږ و نه کړي؛ نو حاجي دې پردې کار غبرګون نه ښيي او حج دې پر ګناهونو ککړ نه کړي؛ ځکه د عمل ساتنه، د عمل له کولو ډېر سخت وي. مادي څيزونه هم دا شان دي، د کور جوړول اسان دي؛ خو ساتنه يې کلونه کلونه وخت غواړي، انسان حج ته تګ، د خپل مال او لياقت له کبله نه؛ بلکې د الله تعالی يوه پېرزوينه وګڼي. تر حج روسته انسان بايد له خلکو سره پر ورين تندي چلن وکړي. څوک چې حاجي شي؛ نو د خېرښېګڼې په چارو کې بايد د نورو په پرتله ګړندى وي.

 دا کتاب د حج مناسک دي او کومې پوهېدنې، چې د حج د کړنو په اړه وويل شوې؛ پکې د حج په هکله شرعي مسايل نه دي ويل شوي، ګران لوستونکي کړاى شي، د حج د شرعي احکامو په هکله نور کتابونه ولولي.

        

پاى

[1] (آل عمران/۹۷)

[2] (وسايل ١\٧ )

[3] [وسايل ٨\ ١٣].

[4] “(جواهر الکلام ١٧\ ٢١٤)

[5] “(بحارالانوار ٩٩\ ٢٨-٢٩).

[6] (ميزان الحکمة \ ٦٤حديث ٣٢).

[7] (بحارالانور ٧٥\١٨٣).

[8] (وافي ٢ \٤٢).

[9] (مایده/۹۷)

[10] (وسايل ٨ \ ٤)

[11] (حج/۲۲)

[12] (ال عمران/۹۶)

[13] (حج/۲۹)

[14] (فیل/۱)

[15] (حج/۲۵)

[16] (بقره/‍۱۲۵)

[17] (بقره/۱۹۷)

[18] (بقزه/۱۲۶)

[19] (تين/۳)

[20] (ال عمران/۹۷)

[21] [ ميزان الحکمة حديث / ٣٣١١ ]

[22] (ميزان الحکمة / حديث ٣٣١٢ )

[23] (عنکبوت/۴۵)

[24] (فتح / ٢٩ )

[25] (انفال /٦٠)

[26] عنکبوت/٦٦)

[27] قلم /٩

[28] [ بحارالانوار ٧٣\ ٢٢١ ].

[29] (بحارالانوار ٩٩\٢٥)

[30] (بحارالانوار ٧٤\٦٢).

[31] (فروغ کافي: ٤\٤٦٦ )

[32] (وافي ٢\ ٥٠)

[33] (فروغ کافي ٤\٢٨٥)

[34] (وسايل ٨\٥٦)

[35] (تهذيب ٥\ ١٢)

[36] (مستدرک ٢\ ١٤٥)

[37] (مستدرک ٢ \ ١٠)

[38] (فروع کا في ٤ \ ٥٤٨)

[39] (تهذيب ٥\٢٣)

[40] (مستدرک ٢ \٩)

[41] (فروع کافي٤\ ٢٥٢ )

[42] (من لايحضر٥\٢٢)

[43] (تهذيب ٥\٢٢)

[44] (تهذيب ٥\٢٣)

[45] (وافي٢\ ٤١)

[46] (وافي ٢\ ٤٢)

[47] (تهذيب ٥\ ٢٢)

[48] (توبه \١١١- ١١٢)

[49] [ من لا يحضر ٢ \ ٢١٩]

[50] (من ﻻ يحضر، ٢\ ٢٢٩ )

[51] (من لايحضر ٢ \ ٢٣٥).

[52] (توبه \ ٢٩).

[53] (مستدرک ٢\١٤٥اونهج البلاغه قاصعه خطبه)

[54] (نهج البلاغه، قاصعه خطبه )

[55] (ابراهيم/۳۷)

[56] (يوسف \٣٧)

[57] (الميزان ٥\ ٤٣٤)

[58] (قصص/۸۳)

[59] (نهج الفصاحه \ ١٩٨)

[60] (بحارالانوار ٩٩\ ١٢٠ )

[61] (سفينة البحار٢ \ ٢٥٢).

[62] (توبه/۱۱۲)

[63] (مجمع البيان ٥ \ ٧٢٣)

[64] (بحارالانوار٧ ٦ \٢٢١)

[65] (نهج الفصاحه\ ١٢٥٩)

[66] (وسايل ٨\ ٢٤٩)

[67] (محجة البيضاة ٤\٦)

[68] (محجةالبيضاة٤ \٥٩)

[69] (بحارالانوار ٧٦\ ٢٧٣)

[70] (محجة البيضاة٢\ ٧٣)

[71] (بحارالانور ٧٢\ ٢٦٨)

[72] (محجة البيضاء ٤ \ ٦٢)

[73] (محجه البيضاة ٤\٧٤)

[74] (وافي٢ ټ)

[75] (بحارالانوار \ ٢٥٢ ).

[76] (بحارالانوار \٧٦\٢٧٣) ‏

[77] (بحارالانوار ٧٦\ ٢٧٤) ‏

[78] (بحارالانوار ٩٩ \ ١٢٢ ) ‏

[79] (بحارالانوار ٧٦\ ٢٦٨)

[80] (بحارالانوار٧٢\ ٢٦٩)

[81] (بحارالانوار،ټ٧٢)

[82] (وافي ٢، آدب السفر\ ٦٣).

[83] (وافي ٢،آداب سفر٦٢)

[84] (تهذيب ٥\ ١٢، وسايل ٨\٥٥)

[85] (وسايل ٨\٥٦).

[86] (الذاريات/۵۰)

[87] (بحارالانوار ٩٩ \٧٠)

[88] (آل عمران/۹۶)

[89] (وافي ٢\٢٩)

[90] (وافي ٢\٥)

[91] (طه/۱۲)

[92] (وسايل ٩\ ٣)

[93] (وسايل \٣ )

[94] من لايحضر٢\٢٢٩)

[95] (من لايحضر ٢ \ ٣٠٢)

[96] (من لايخضرالفقيه ٢\ ٣٠٧)

[97] (من لايحضرالفقيه ٢\٣٠٧)

[98] (من لايحضر الفقيه ٢ \٣١٧)

[99] (نهج البلاغه، ٦٧ليک ).

[100] (تفسيرنمونه ١٤\ ٦٣)

[101] (د دهخدا لغت نامه )

[102] (بحارلانوار\٦٩)

[103] (کافى ٤\ ٥٢٧)

[104] (وافي ١٢\ ٤٨)

[105] (حج/۲۵)

[106] (نورالثقلين ٣\ ٤٨٣)

[107] (انفال/۳۴)

[108] (اسراء/۱)

[109] (توبه/۱۹)

[110] (مايده/۲)

[111] (ثواب الاعمال \ ٢٧)

[112] (وسايل ٩ \ ٣٢١)

[113] (بقره/۱۲۵)

[114] (وسايل ٩ \٣٢٣)

[115] (مستدرک ٢\١٤٧)

[116] (وسايل ٩\ ٤٠٦)

[117] (مستدرک ٢ \ ١٤٨)

[118] (صافات/۱۰۲)

[119] [ بقره\١٥٢]

[120] (بقره/۱۲۵)

[121] (بحارالانوار ٩٩\ ١٤).

[122] (وافي ١٢\ ٤٢)

[123] (البلد\١)

[124] (البلد\٢)

[125] (کافي)

[126] (بحارالانوار٥٢\١٥٢)

[127] (بحارالانوار ٤٥\ ١٣٨)

[128] [بقره ١٥٨]

[129] (ابراهيم/۳۷)

[130] (بحارالانوار ٩٩\ ٢٤١)

[131] (سفينة البحار)

[132] [ تفسيرنمونه ٢\ ٥٤٢]

[133] (بحارالانوار ٩٩\ ٣٥٢)

[134] (محجة البيصاة ٢\ ١٤٨)

[135] (د ابن اثير نهايه)

[136] [ميزان الحکمة ٢\٢٦٦]

[137] (من لايحضر ٢\ ٢٤٣)

[138] (تفسيرنمونه)

[139] (انفال\٦٠)

[140] (عنکبوت \٤٥)

[141] (فتح \ ٢٩)

[142] (نساء/۷۵)

[143] (بحارالانور ٩٩ \ ٣٣)

[144] (منتهى الامال ٢\ ١٢٢)

[145] (انعام\١٠٨)

[146] (حجرات \ ١١)

[147] (شعراء \ ١٥١)

[148] (اعراف \ ١٤٢)

[149] (مايده \ ٧٧)

[150] (جاثيه \ ١٨ )

[151] (بقره/۱۹۹)

[152] (الحياة ١\ ٣٥)

[153] (فرقان/۷۳)

[154] (علل الشريع \ ٤٣٥)

[155] (علل اشرايع \ ٤٣٥) ‏

[156] (مستدرک ٢\١٦٨،وافي ٢ \ ٤٥)

[157] (بحارالانوار٩٩\٢٦٤)

[158] (بحارالانوار ٩٩\ ٢٩٢)

[159] [مستدرک١٠\٤٣]

[160] (کافي ٤\ ١٦٨)

[161] (کافي ٤\ ١٩٢)

[162] علل الشرايع \ ٣٤٦

[163] [وافي٢\٤٥]

[164] (بحارالانوار ٩٩\٤٩)

[165] (مفاتيح الجنان )

[166] (المراقبال \ ٢٢٩)

[167] (بقره/۱۹۸)

[168] (بقره/۱۹۹)

[169] (يوسف/۱۰۵)

[170] (مزمل/۲)

[171] (مزمل/۳)

[172] (مزمل/۴)

[173] (مزمل/۵)

[174] (مزمل/۶)

[175] (مزمل/۷)

[176] (کافي ٤ \ ٤٦٩)

[177] (مطففين/۱۴)

[178] (حديد/۱۶)

[179] (بقره \ ١٢٥)

[180] [ مصباح المنير، مقاييس اللغة، المنجد، دهخدا]

[181] [ بحارالانوار ٩٦\ ٢٧١ دبيروت چاپ ]

[182] (علل الشرايع \٤٣٧)

[183] (حج/۵۲)

[184] (ص/۸۲، ۸۳)

[185] [ تفسير نمونه ١٩/١٢٤ مخ]

[186] (تفسيرروح البيان ٧/ ٤٧٤ – تفسير نمونه ١٩ / ١٢٣ )

[187] (جواهر ١٩\ ١٠٨)

[188] (مايده/۹۷)

[189] (نهج البلاغه، خطبه ٥٥)

[190] [ ميزان الحکمة ٧\ ١٣٠ ]

[191] [ بحارا لانوار ٩٩ / ١٩ ١ ]

[192] (توبه\٢٨)

[193] (من لايحضر ٢\ ١٣٨)

[194] (حج/۳۷)

[195] (اسراء\٢٦)

[196] (اسراء\٢٨)

[197] (د مافي تفسير د اسراء د٢٦ آيت ترتفسيرلاندې ]

[198] (فرقان/۶۷)

[199] (ذاريات \١٩)

[200] (مدثر\٤٤)

[201] (فجر\١٨)

[202] (توبه/۶۰)

[203] (بحارالانوار ٨٤\٢٥٢]

[204] (سفينة البحار ١\ ٥٠١ )

[205] [ سفينة البحار]

[206] (سفينة البحار ٢\ ٣٧٨)

[207] (نهج البلاغه \ ٣)

[208] (قريش/۳،۴)

[209] (توبه/۱۰۳)

[210] (بحارالانوار ١٢٣\٦٥)

[211] (بحارالانوار ٩٦\١٥٨)

[212] (بحارالانوار ٩٦\ ١٥٦)

[213] (وسایل ٦ \٤)

[214] (حج\٣٧)

[215] (انبياء\٣٥)

[216] (بقره/۱۵۵)

[217] (بقره/۱۵۶)

[218] (حج/۲۹)

[219] (وافي \١٧٩)

[220] (وافي ٢\ ١٧٩)

[221] (تفسيرنمونه ١٤\ ٧٨،نورالثقلين ٣\ ٤٩٢]

[222] (بقره/۲۰۳)

[223] (سفينه البحار)

[224] (سنن ابن ماجه ٢\ ١٠٥، کتاب المناسک ٧٦)

[225] (حديد/۱۶)

[226] (کامل التواريخ ٢\١٠٦دبيروت چاپ )

[227] (بحارالانوار١٦\ ١٩+١٢١).

[228] (الصحيح من السيرة٣\ ٢٠ )

[229] (الصحيح من سيره ٣ټ)

[230] (بحارالانوار ٩٧\١٣٩ ).

[231] (بحارالانوار ٩٧\ ١٣٩).

[232] (بحارالانوار ١٠٠\١٣٩).

[233] (بحارالانوار ٩٧\١٤٤)

[234] (بحارالانوار ٩٧\١٤٤)

[235] (بحارالانوار٩٧\١٤٥)

[236] (نساء/۶۴)

[237] (قلم/۴)

[238] [مجمع البيان دانفال سورت تر٢٧آيت لاندې، تفسيرنمونه ٧\١٣٤].

[239] (وسایل ٣ \ ٥٣٦)

[240] (وسایل ٣ \ ١٤٣)

[241] (وفاءالوفاء ٢\ ٤٥٤).

[242] (وفاء الوفاء ٢\ ٦٤٨)

[243] (الغدير ٥\١٤٦).

[244] (سيرةابن هشام ٣\ ٣٥٦)

[245] (يوسف \ ٩٦)

[246] (توبه/۷۴)

[247] (ال عمران/۱۶۹)

[248] (الغدير ٥\ ١٤٧).

[249] (الغدير٥\ ١٤٨).

[250] (الغدير٥ \١٤٧).

[251] (بحارالانوار٤٤\٣٢٨)

[252] [ بحارالانوار ٤٦\ ٩٢]

[253] (يدبرالامر، سجده \٥]

[254] (نازعات\٥)

[255] (الذاريات\٤)

[256] (يس/۱۲)

[257] (الانفطار\١١)

[258] (سجده/۱۱)

[259] صافات\٩٦

[260] قمر\٥٠)

[261] (بقرة\٢٥٥)

[262] (مايده/۱۱۰)

[263] (نساء/۸۰)

[264] (صحيح مسلم ٣\٩١، سنن ابى داود ٤\ ٣٢٨).

[265] (تبرک الصحابه)

[266] (تبرک الصحابه) ‏

[267] [بحارالانوار٣٨\ ١٣٤]

[268] (التبرک \ ٦١)

[269] [صحيح مسلم ٤ \٣٤٣ ]

[270] [التبرک ]

[271] (صحيح مسلم ٤\١٢)

[272] [التبرک ٣\ ٩٤٣، ٩٨٣]

[273] (الغدير ٥\ ١٤٨) ‏

[274] (جاثيه \ ٢٣)

[275] (مايده/۴۴)

[276] (روم/۳۲)

[277] (صافات\١٠٩)

[278] (صافات\١٢٠)

[279] (صافات\٧٩)

[280] (ال عمران/۱۴۴)

[281] (نساء/۶۴)

[282] (محمد/۱۹)

[283] (منافقون/۵)

[284] (توبه/۱۳)

[285] (غافر/۷)

[286] (غافر/۸)

[287] (غافر/۹)

[288] [الغدير ٥\ ٩٣ دا حديث د(٤١) تنو مشرانو روايت کړى دى]

[289] (علامه اميني په الغدير کې دا حديث له ١٦ تنو روايت کړى دى ]

[290] [الغديره٩٨، دا حديث د اهل سنتو له (٢) تنو مشرانو روايت شوى دى]

[291] [الغدير ٥\١٠٠ دا حديث د اهل سنتوله نهو تنو مشرانو روايت شوى دى ]

[292] [ الغدير٥\ ١٠٠ دا حديث د اهل سنتوله (١١ تنومشرانو) روايت شوى دى ]

[293] [ الغدير ٥\ ١٠٣ دا حديث د اهل سنتوله (٢١) تنو مشرانو روايت شوى دى].

[294] [پيامبر و ياران ٢\٢٠- ٢٧مخونه]

[295] (الغدير ټ ٥ او/ البترک /١ ١٥ مخ]

[296] [ التبرک / ١٥٣ ]

[297] (الامام صادق، والمذاهب الااربعه ٢ / ٤٩١ ]

[298] [ الامام صادق والمذاهب الاربعة ٢/ ٥٢ – ٦٤ ]

[299] [الامام صادق والمذاهب الاربعة ٢ / ٤٨١ ].

[300] (فضايل الخمسه ٣\٢٣٦)

[301] (فضايل الخمسه ٣\٢٤٠ مسند امام حنبل ٤\١٢٢)

[302] (فضايل الخمسه ٣\ ٢٤٩)

[303] (فضايل الخمسه ٣\٢٥٢)

[304] [ فضايل الخمسه ٣\٢٤٨، له سنن بيهقي اومستدرک الصحيحين څخه]

[305] (فضايل الخمسه ټ ٣)

[306] (سنن ابن ماجه ٢\ ١١٩٠ )

[307] (صحيح ترمذى ټ ٢\ ٣٠٦]

[308] [فضايل الخمسه ٣\٢٠٢، صحيح بخاري ١\ ١٨٤]

[309] (فضايل الخمسه ٣\٣٠٦)

[310] (فضايل الخمسه ٣\ ٢١٢ ).

[311] (سنن ابن ماجه ٢\ ٥٠١، صحيح مسلم ٢\٦٧١)

[312] (سنن ابن ماجه ٢\ ٥٠٠)

[313] (صحيح مسلم ټ ٢\٦٦٩)

[314] (سنن ابي داود ٢\ ٢١٨).

[315] (وفاء الوفاء ٤\١٣٧٤)

[316] (وفاءالوفاء ٣\ ٨٩٩).

[317] [صحيح بخاري دصلواة الاستسقاء باب \١٢٨مخ ]

[318] (اعراف/۱۵۷)

[319] (مايده \ ١١٤)

[320] (الشراح \ ٤)

[321] (شعراء\٨٠)

[322] (يونس/۵۷)

[323] (فتح/۴)

[324] (توبه/۱۰۳)

[325] (اعراف\٧٨)

[326] (اعراف\٧٩)

[327] (تفسيرنمونه ٦\٢٤١).

[328] (اعراف \ ٩٣)

[329] (زخرف /۴۵)

[330] (نهج البلاغه ٢٣٥خطبه )

[331] (سيره ابن هشام ٤\٣٠٦)

[332] (فاطر\٢٢)

[333] (غافر\٧٨)

[334] (نمل \ له ١٩څخه تر٤٠ آيت پورې)

[335] (رعد\٤٣)

[336] (ليل/۱۲)

[337] (روم/۴۷)

[338] (هود/۶)

[339] [سنن ابن ما جه ٢\ ٤٤١]

[340] (حجر\٧٢)

[341] (سنن نسائې ٧\٤٢).

[342] (الحاقه\٢٨،۲۹)

[343] (بحارالانوار ٤٣\٣٥)

[344] ((اعلام الورى \ ١٥٧))

[345] [ ذخايرالعقبى \٤٧]

[346] (ذخاير العقبى \٤٧)

[347] [ بحارالانوار٤٣\٥٦]

[348] (مناقب خوازرمي، د بانوى نمونه له نقله \١٠٤]

[349] [وفاء الوفاء ٣\٩٠٧]

[350] [بحارالانوار٨٢\٩١]

[351] [سفينة البحار]

[352] (بحارالانوار ١٥\٣٤٢)

[353] (بحارلانوار ١٥\ ٣٤٢)

[354] (بحارالانوار ١٥\ ٢٤٤).

[355] (بحارالانوار٤٨\٢٩٧)

[356] [بحارالانوار ٢٢\ ١٥١ ((انما هذا رحمة ))

[357] (محاسن برقي \ ٣١٣)

[358] (بحارالانوار ٤٨\ ٢٩٥).

[359] (فاطر/۱۸)

[360] (ال عمران/۱۵۳)

[361] [د ژباړن يادونه: دا د نړى د ټولو سرښندونکيو مخکښه ده؛ خو د ده په لاروۍ دافغانستان باتورو ميندو له هېواد، دين او نوامېسو په دفاع کې خپل د زړه سر اولادونه او مړونه له لاسه ورکړي دي؛ نو پر هېوادني ليکوالونو د هغوى حق دى، چې د سرښندنو په اړه يې تاريخ وکښل شي او راتلونکي ځوځات ته بېلګې مېرمنې وي.]

[362] [ فروغ ابديت٢\٥٠٦]

[363] (نحل/۱۲۶)

[364] (منتهى الامال \٤٦١)

[365] (فروغ ابديت ٢\٢٧٢+ ٢٧٣)

[366] (سفينة البحار)

[367] (بحارالانوار ١٠ \ ٤٤٢)

[368] [سفينة البحار ٢\ ٣٣٧]

[369] [سفينة البحار]

[370] (سفينةالبحار٢\٢٣٨)

[371] (سفينة البحار)

[372] (اعيان ٦\٢٤٦)

[373] (اعيان ٦\٢٤٦)

[374] [سيره ابن هشام ٣\١٠٤]

[375] (سيره ابن هشام ٣\١٠٥)

[376] (سيرة ٣\١٠٤)

[377] (الغدير٥\١٦٣)

[378] (ال عمران/۱۵۲)

[379] (رعد/۱۱)

[380] (ال عمران\١٢١)

[381] (ال عمران\١٢٥)

[382] [سفينة البحار]

[383] [الحياة ١\٢٤٦]

[384] (التبرک \ ٣١١)

[385] (بحارالانوار ١٨\ ٥٤).

[386] (وسایل ١٢\٣٣٥)

[387] (سفينة البحار )

[388] (وسایل ٨\٥٥٩)

[389] (مجمع البحرين شپږم ټوک)

[390] (مستدرک الوسایل ٢\١٨٦)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست