دا شان اّيتونه لكه : ” وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء ” يا ” يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ” ښايي چې خداى هر چاته وغواړي يا عزت وركوي يا ذلت همداراز په قرآن كې داسې هم شته ” إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ ” د خداى له حكم پرته بل حكم نشته” په دې […]
دا شان اّيتونه لكه : ” وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء ” يا ” يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ” ښايي چې خداى هر چاته وغواړي يا عزت وركوي يا ذلت همداراز په قرآن كې داسې هم شته ” إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ ” د خداى له حكم پرته بل حكم نشته” په دې ځاې كې د بنده او عبد رول څه دى؟ آيا انسان په خپل ذات او عزت كې كومه ونډه لري؟
ځواب: پورتني آيتونه د خلكو لاسوهنه او رول نه نفى كوى “ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ ” يعنى دا چې يوازې د هغ حكم نافذ دى؛ نو خدای د ټول جهان واکمن دی .
دا يو ټولیز آر- اصل دى؛خو خداى پخپله حكم كړى كه چا زيار ووېست؛نو اجر به يې وركړم، بریا به ورته ورکړم او كه زيار يې ونكړ ځما له پيرزوینو به بې برخې وي دا د خداى حكم دى او وايي: ” وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا ” ” وَإِن تَعُودُواْ نَعُدْ ” چې جنت او دوزخ ته د خلكو لېږل هم د خداى په حكم دى. چا چې ايمان راوړې وي او نيك عمل تر سره كړي؛ نو جنت ته به ځي او څوك چې د ورانۍ پر لار ولاړل؛نو دوزخ ته به ځي.
د لارې هوارول هم د خداى د حكم پر اساس دى خداى حكم كړې كه چا لار هواره كړه؛نو زه به ورته ډېر رزق او خورا عزت وركړم.
پيران هم مسلمان او هم كافر لري. علامه طباطبائى د پيريانو له خولې وايي: په موږ كې سني پيرايان نشته، ځكه په موږ كې ځینې داسې كسان تر اوسه پورې شته چې د غدير پر ورځ هلته موجود ول، د پيريانو د درك كچه تر اناسانانو ټيټه ده؛ خو تحرك يې تر انسان زيات دى. تر اوسه نه دې نقل شوې چې ايا دوی هم پيغمبر لري او كه نه دوی زموږ د پيغمبر امتيان دي.
ډېری پيریان د انسانانو په خدمت كې دى او مزاحم نه دى له پيرى څخه ويره او پر انسان باندې د پيريانو كيناستل سم نه دي. په هغوي كې هم سترې ښځې او سړي شته؛خو د نبوت او امامت مقام ته نشي رسيدلاى.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com