يوې خور راته وويل: د مړينې په هكله چې فكر كوم؛ نو له وېرې مې ټول وجود لړزېږي . ډېرخلك له مړينې وېرېږي او څه، چې له تاسې غواړم دا دي چې : له مړينې مه وېرېږئ؛ مړينه يو طبيعي څيز دى او پردې سربېره يو ډول خوښوونكې ازموينه هم ده او د ويده كېدو […]
يوې خور راته وويل: د مړينې په هكله چې فكر كوم؛ نو له وېرې مې ټول وجود لړزېږي . ډېرخلك له مړينې وېرېږي او څه، چې له تاسې غواړم دا دي چې : له مړينې مه وېرېږئ؛ مړينه يو طبيعي څيز دى او پردې سربېره يو ډول خوښوونكې ازموينه هم ده او د ويده كېدو په څېر ده؛ د ټولو ازموينو په پرتله خوب ډېر خوږ دى؛ تر خوب بل خوږ څيز نشته .
تينسن وايي : خوب د مړينې غبرګونى ورور دى؛ نو ولې له مړېنې وېرېږو؟ له هغو پېغامونو چې له ” اختري نړۍ” ( غېر مادي نړۍ) لاس ته راغلي، ويل شوي چې “مړينه“ په بشپړ توګه بې درده ده . شونې ده چې انسان تر مړينې مخکې سخت ناروغ وي او خورا جسماني دردونه يې تېركړي وي؛ خو ترمړيني څو شېبې مخكې يې ټول دردونه له منځه ځي او پر هغه مهال په زړه پورې او خوښوونكى حس رامنځ ته كېږي؛ همداراز راته ويل شوي: تر مړينې وروسته څوك، چې څرنګه و، هماغسې پاتې كېږي ، په ځانګړنو،اندونو،ننګېرنو- احساساتو، غوښتنو او خاطراتو كې يې هېڅ ډول بدلون نه راځي . ويل كېږي چې : انسان د مړينې په لړ كې داسې مثال لري؛ لكه مار چې پوټكې اچوي، خپل فزيكي قالب او پوښ پرېږدي؛ ماران پوټكي اچوي او په نوي پوټكي كې ژوند ته دوام وركوي . مار هماغه دى ؛ خو يواځې پوټكې اچوي او اوس نوى پوټكي لري او په دقيقه توګه دا لړۍ د ټولو په “مړينه” كې منځ ته راځي؛ انسان خپل فزيكي پوټكى؛ يعنې بدن پرېږدي .
موږ يو بدن نه ؛ بلكې ډېر بدنونه لرو . د بېلګې په توګه موږ يو کميس اغوستې، ورباندې يو بنيان اغوندو او په ژمي كې ورسره څادر هم اغوندو؛ خو كله چې څادر لرې کړو، څادر راسره نشته؛ خو بنيان مو پر تن دى چې په “مړينه” كې هم دا څېر وي . انسان له خپل څادر يا مادي جسمه راوځي او په اختري جسم (غېر مادي بدن) كې ننوځي؛ خو انسان هماغه دى؛ لكه چې انسان نورې جامې واغوندي .
انسان نه مري؛ بلكې له خپل توکیز- مادي جسمه وځي . ويلاى شو چې : توکیز جسم مړ شوى، خپله وګړى نه دى مړ. انسان نه مري او مړكېداې هم نشي؛ كله چې يو وګړى خپل توکیز بدن پرېږدي؛نو ويني چې خپل دوستان او خپلوان يې په وير کې ژاړي؛ هغه غواړي چې ووايي : مړ نه يم او ستاسو په څېر ژوندې يم . ورته رانږدې كېږي او په غوږ كې ورته وايي : تاسې ولې خيال كوئ چې مړ يم؟ دا يم او ستاسې په څېر ژوندى يم .
غواړي چې ورته ډاډ وركړي؛ خو دا چې نور توکیز جسم نه لري، نشي كړاى چې ژوندي كسان يې درك كړي . په څو شېبو كې په دې پوهېږي ژوندي كسان چې مادي بدن لري، ددې لاسونه چې له اخترې بدنه دي، نشي حس كولاى .
څوك چې مړشي؛ نو ورته وايم : مه ژاړئ ! اوښكې مه تويوئ ! په تللي پسې مه خپه كېږئ؛ ځكه چې هغه مړ نه ؛ بلكې ژوندى دى او په بې (( مړينې د ژوند)) كې اوسېږي . تاسې چې په مړي پسې ژاړئ، وير او ماتم كوئ؛ نو ډېر ځورېږي . څومره چې ډېر ژاړو، نور هم بندي كېږي او مخكې نشي تلاى. ور پورې نښتل ښه كار نه دى، بايد پرېږدو يې چې د خداى پر لور په سفركې مخكې ولاړ شي، په دعاګانو كې يې ياد كړو او په نوم يې د نورو خدمت وكړو چې دا كارونه يې د هغوى د سفر د مبارکۍ لامل ګرځي .
انسان چې مړشي؛ نو سملاسي خپل شاوخواته ګوري او ويني، چې فزيكي بدن يې پروت دى او خپل خپلوان يې ترې راټول دي، لږ څه توپير ته يې پام كېږي او هغه دا چې درد او ستړتوب نه احساسوي؛ دا ځكه چې اختري بدن درد او ستړتوب نه احساسوي او خوب ته هم اړتيا نه لري .
په “مړينه” كې روح له مادي بدنه وځي او په اختري بدن (غير مادي) كې خپل ژوند ته دوام وركوي؛ خو د نورو اړخونو له پلوه به هماغه شان وي؛ فكرونه،احساسات، غوښتنې او خاطرات به يې د پخوا په شان وي . بې له مادي بدنه ، پر ټولو اړخونو كې به هماغه پخوانى انسان وي .
-
ټیګونه:
- www.andyal.com