تبلیغات

د ګناه هڅوبېزې او روزنيزې لارې چارې ١-١- ناپوهي: ناپوهي،جهل او حماقت د انسان په وجود کې ګناه ته لارې چارې هواروي او د ګناه پلو ته يې راکاږي . دا ناپوهي کېداى شي له خدايه ناخبري وي،د پيدايښت له موخې،د خلقت له قوانينو، دګناه د ناوليتا او له اغېزو يې ناخبري وي . يو […]

د ګناه هڅوبېزې او روزنيزې لارې چارې

١-١- ناپوهي:

ناپوهي،جهل او حماقت د انسان په وجود کې ګناه ته لارې چارې هواروي او د ګناه پلو ته يې راکاږي . دا ناپوهي کېداى شي له خدايه ناخبري وي،د پيدايښت له موخې،د خلقت له قوانينو، دګناه د ناوليتا او له اغېزو يې ناخبري وي .

يو ناپوهه او نالوستى د خپلې ناپوهۍ له مخې له ميکروبه ډک خواړه خوري؛خو پر ميکروب پوه ډاکټر يې هيڅ وخت نه خوري .د جاهليت په پېر کې د ناپوهۍ له کبله خلک په ډول ډول ګناهونو اخته وو.

په قرآن کريم کې راغلي دي:

قَالَ ادْخُلُواْ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّن الْجِنِّ وَالإِنسِ فِي النَّارِ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا حَتَّى إِذَا ادَّارَكُواْ فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَاهُمْ لأُولاَهُمْ رَبَّنَا هَؤُلاء أَضَلُّونَا فَآتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَكِن لاَّ تَعْلَمُونَ[1]

ژباړه :او موږ بني اسراييل (روغ رمټ ) له سمندره پورې ايستل؛( ناڅاپه ) پر لار پر يوه داسې قوم تېر شول، چې تر خپلو بوتانو په مينه او تواضع راچاپېره شوي وو.( دغه وخت بني اسراييلو) موسى ته وويل : ((تۀ هم موږ ته ددې خلكو د معبودانو (او خدايانو) غوندې يو “معبود” جوړ كړه .)) موسى ورته وويل:((په واقع کې تاسې يو ناپوهه قوم ياست! او (بوت پالنه د عاقلانو كار نه دى).

حضرت لوط خپل قوم ته وايي :

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاء بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ[2]

ژباړه : ولى د شهوت پوره کولو لپاره د ښځو پر ځاى نارينه وو ته ورځئ؟ هو! تاسې خو ناپوهي کوئ.))

قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ[3]

ژباړه : (يوسف) وويل :((ايا پوه شوئ چې تاسې د ناپوهۍ پر وخت (او ځوانۍ کې) له يوسف او ورور سره يې څه وكړل ؟))

له دې آيتونو جوتېږي،چې ناپوهي ګناه ته لارې چارې هواروي.په روايتونو کې هم په دې باب ډېرې خبرې شوي دي .

حضرت علي (ک) “مالک اشتر” ته ليکي: ((لا يجترى على الله الا جاهل شقىبې له ناپوه او بدمرغه، بل څوک د خداى له امرونو سر نه غړوي.[4]))

همدارازحضرت علي وايي:(( الجهل معدن الشر، الجهل اصل كل شر، الجهل يفسدالمعاد ناپوهي د شر مرکز دى ، ناپوهي د شر جرړه ده،ناپوهي د انسان د معاد د تباهۍ لامل دى.[5] ))

لکه څرنګه چې مخکې وويل شو:امام صادق “سماعي” ته وويل:(( عقل او لښکر يې وپېژنه او جهل او لښکر يې هم وپېژنه او وروسته يې د جهل د لښکر ٧٥ ناوړه ځانګړنې وشمېرلې.[6] ))

له دې روايته جوتېږي چې جهل د ناوړو خويونو او سترو ګناهونو؛لکه (حرص،خيانت،ربا، ټګۍ برګۍ،لویۍ کبر، د مور و پلار آزارول،د تړون ماتول، بې صبري ،له جهاد تېښته ،کينې ،دښمنى او……….) بنسټ دى.

د حضرت علي (ک) له ويناوو دي چې وايي : ((قَصَّمَ ظَهرى رَجُلان: عالِم مُتَهتِّك و جاهِل مُتَنسِّك – دوو تنو مې ملا ماته کړه، بې پروا عالم او مقدس نما جاهل.[7]))

حضرت علي : ((جاهل انسان د خپل زهد له مخې خلک غولوي او عالم انسان د بې پروايئ او سپين سترګۍ له مخې خلک ځان ته راماتوي.))

((اياكم والجهال من المستعبدين والفجار من العلماء فانهم فتنتة كل مفتون له ناپوهه نمنځچاري- عابد او ګناه ګار عالمه ځان وساتئ ؛ځکه دوى د هرې فتنې جرړې دي.[8]))

حضرت علي : ((لاترى الجاهل الا مُفرِطاً او مُفرِّطاً جاهل يا افراط کوي يا تفريط.[9]))

حضرت علي : ((الى اللَّه اشكو من معشر يعيشون جهالا ويموتون ضلالا له هغې ډلې به خداى ته شکايت وکړم ،چې په ناپوهۍ کې ژوند کوي.[10] ))

په قرآن کې راغلي : کوډګرو چې خپلې رسۍ د حضرت موسى په مخ کې واچولې، داسې ښکارېدې چې ټولې خوځېدې .

فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُّوسَى[11]

ژباړه: او موسى په خپل زړۀ كې لږ وډار شو (چې هسې نۀ خلك بې لارې شي).

حضرت علي (ک) ددې آيت په هکله وايي : ((لم يُوجِس موسى عليه السلام خيفَةً على نفسه بل اَشفَقَ مِن غَلَبة الجُهّال و دُوَل الضّلال حضرت موسى عليه السلام پخپل ځان ونه وېرېده،وېره يې دا وه،چې ناپوهان بريالي شي او بې لارې دولتونه ميدان وګټي.[12])) داخبره جوتوي چې ناپوهي له پېغمبرانو سره د دښمنۍ او د طاغوتانو د ملاتړ لامل ګرځي.

تلقين او تقليد يا هڅونه او لاروي

په روزنيزو او هڅوبیزو- فرهنګي چارو کې ((هڅونه)) او ((لاروي)) له لارې اوارونکيو او زمينه جوړوونکيو لاملونو ځنې دي.که دوى په غوره او سم بنسټ وي؛نو د نېکچاریو لامل ګرځې او ک نه، ګناه ته به لار چمتو کړي.

 تلقين (او هڅونه):

په قرآن کې ځينې عنوانونه بیا ځلې راغلي. دا بیا ځلي توب پرځينو ګټو سربېره دې عنوانو پلو د بشر تلقين هم دى. د((الله)) او ((اله)) ویی په قرآن کې ٢٨٠٧ ځل راغلي دي .

((أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . خداى پرهرڅيز لاسبرى دى او دا چې خداى وسمن (قدير) دى؛دا په قرآن کې پينځه څلويښت ځل راغلى دى .

د الرحمن سورت په مکه کې نازل شوى او ٧٨ آيتونه لري :

فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ = نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!

همدا آيت په دې سورت کې ٣١ ځل راغلى،د مرسلات په سورت کې د [ ((وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ – په هغه ورځ دروغجنو ته افسوس دى.] آيت لس ځل راغلى .دا غونډله د طور د سورت په يولسم او د مطففين سورت په لسم آيت کې هم راغلې ده. د قمر په سورت کې څلور ځل د[وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ = نو په يقين موږ قرآن د پند اخستو لپاره اسان كړى دى؛نو ايا پند اخستونكى شته؟!] آيت تکرار شوى دی. دا تکرار يو ډول هڅونه ده او تلقيني بڼه لري، چې موږ يې واورو او ښه پرې پوه شو .

پېغمبراکرم (ص) وايي:(( دروغجن ته د دروغو لارې مه تلقېنوئ؛ لکه څرنګه چې د”يعقوب” زامن نه پوهېدل چې ليوه هم انسان خوري او پلار يې غوښتل هغوى له دې لارې تلقين کړي . ))[13]

خپلو زامنو ته د يعقوب علیه السلام تلقين دا و، که يوسف علیه السلام دښتې ته يوسئ؛نو زه وېرېږم چې ليوه يې درنه ونه خوري؛نو زامنو يې هم له دې تلقينه ناوړه ګټنه وکړه.

تقليد او لاروي:

په هڅوبیز اړخ کې د ګناه د لارو چارو د اوارۍ بل لامل د ړندو سترګو لاروي ده .

تقليد او لاروي څو ډولونه لري :

١-  له پوه څخه د پوه لاروي .٢- له ناپوهه د پوه لاروي. ٣- له ناپوهه د ناپوه لاروي .

٤- له پوه د ناپوهه لاروي .

په دې ډولونو کې څلورم ډول او کله ناکله لومړى ډول هم سم او کله ناسم وي؛خو چې ناپوهه له ناپوهه او پوه د ناپوه لاروي کوي؛نو دا د ړندو سترګو لاروي ده او د ډېرو جنايتونو او مفاسدو لامل هم ګرځي. په ړندو سترګو لاروي؛يعنې دا چې څوک خپلواکي ونه لري او پر نورو يې د ذلت ډډه وهلې وي؛ اند او ماغزه يې تش وي او ډېر ژر په نورو کې ويلي شي.د هر چا ډهول ته ګډېږي چې په واقع کې د منځتشي او چټل ژوند څښتن دى. په قرآن کې راغلي :

قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى قَالُواْ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَآؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ[14]

ژباړه: پېغمبرانو يې وويل:((ايا دهغه خداى په باب مو شك دى؟چې اسمانونه او ځمكه يې پېدا كړي دي؟!هغه مو رابولي،چې يوه برخه ګناهونه مو وبښي او تر يوې ټاكلې مودې پورې مهلت دركړي.)) (كافرانو) وويل :(( (موږ په دې خبرو نه پوهېږو!خو همدومره پوهېږو،چې) تاسې زموږ په څېر انسانان ياست او غواړئ زموږ پلرونو،چې څه لمانځل،موږ ترې منع كړئ [ که داسې نه ده]؛ نو تاسې موږ ته دليل او څرګنده معجزه راولئ))

د نيکونو پر لارې تلل ړنده لاروي ده،سست او کمزورى سول – منطق و،چې مشرکانو به د پېغمبرانو پر وړاندې راوړه او د همدې بې بنسټه سول له مخې یې له خپلو اخلاقي او ګروهیزو انحرافاتو لاس نه اخسته.

قرآن وايي:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلاَ يَهْتَدُونَ[15]

ژباړه: او چې كله ورته وويل شي:((څه چې خداى نازل كړي،لاروي يې وكړئ.)) وايي: ((موږ د خپلو پلرونو پر لار ځو.)) (ښه نو) كه پلرونه يې، پرڅه نۀ پوهېدل او سمه لار يي نۀ وه ميندلې؛( نو بيا به هم ورپسې ځئ )

وګړې – شخصيت ته پاملرنه

وګړې ته پاملرنه او په پلو يې تګ د ګناه له هڅوبیزو لارو چارو ځنې ده. دا څرګنده ده چې انسان په ژوند کې بېلګې ته اړتيا لري او بېلګه يې بايد بشپړ انسان وي،چې ورپسې ولاړ شي او لوړو انساني موخو ته ورسي.د انسانانو په ژوند کې بېلګې ورته په روزنه کې اغېزمنه ونډه لري. انسان د فطري غوښتنو له مخې د بېلګې غوښتونکى دى او پخپل ژوند کې يو څوک د بېلګې په توګه مني او ورپسې ځي.که په ټولنه کې هڅوب – فرهنګ سم نه وي؛نو دروغجنې بېلګې د سمو بېلګو ځاى نيسي او انسانيت ته ستر ګوزارونه ورکوي .

بېلګې په قرآن کې درې ځل د[اسوة حسنة ] په نوم راغلي دي (٣١) او پېغمبراکرم(ص) او ابراهيم عليه السلام په دې درې واڼو ځايونو کې((اسوه حسنه )) ښوول شوي دي .

دروغجنې وګړې ګناه او فساد ته سترې بلاګانى دي او په دې اړه بايد له خورا ځيرنې او احتياطه کار واخېستل شي .

٧-١- له حقه سرغړونه:

له حق، علم او هر ارزښته سرغړونه د ګناه د هڅوبیزو لارو چارو لاملونه ګڼل کېږي او له ټولنې د حق ارزښتونه راټولوي او بې لارۍ ته يې راکاږي،چې قرآن دا په کلکه منع کړې ده،چې وايي:

وَلاَ تَلْبِسُواْ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُواْ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ[16]

ژباړه: او حق له باطل سره مۀ ګډوئ او (سره له دې چې پر حقيقت پوهېږئ هم) مۀ يې پټوئ .

د بقرې سورت ١٥٩آيت سرغړاندي د خداى د لعنت کړاى شويو په ډله کې شمېرلي دي .

پېغمبراکرم(ص) وايي:((که يو پوه وپوښتل شي او په ځواب يې پوهېږي او ور يې نه کړي؛نو په قيامت کې به يې پرخوله د اور ټاپه ووهل شي.))[17]

 

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

[1] اعراف/۳۸

[2] نمل/۵۵

[3] یوسف/۸۹

[4] نهج البلاغه ٥٣ ليک

[5] فهرست غرر

[6] کافي ١\ ٢١ _ ٢٣

[7] نهج البلاغه ۷۰حکمت

[8] نهج البلاغه ۷۰حکمت

[9] نهج البلاغه ۷۰حکمت

[10] نهج البلاغه ۷۰حکمت

[11] طه/۶۷

[12] نهج البلاغه ٤ خطبه

[13] سفينة البحار ٢\ ٤٧٤

[14] ابراهیم/۱۰

[15] بقره/۱۷۰

[16] بقره/۴۲

[17] مجمع البيان ١\ ٢٤،سفينه البحار ٢\ ٤٧٥

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!