یوولسم څپرکی د دولت مهمې دندې ۲۴۱ مساله: دهغو رایو پر وړاندې چې له خلکو یې اخلي او د هغو معاشونو پر وړاندې چې هره میاشت یې له بیت الماله اخلي؛نو د دې ټولو پر وړاندې د دولتونو خورا مهمې دندې دادي : ۱- امنیت ساتنه . ۲- د شرعي احکامو پلي کول او […]
یوولسم څپرکی
د دولت مهمې دندې
۲۴۱ مساله: دهغو رایو پر وړاندې چې له خلکو یې اخلي او د هغو معاشونو پر وړاندې چې هره میاشت یې له بیت الماله اخلي؛نو د دې ټولو پر وړاندې د دولتونو خورا مهمې دندې دادي :
۱- امنیت ساتنه .
۲- د شرعي احکامو پلي کول او د هغوی پرخلاف عدم تقنین .
۳- ملي اقتصاد ته پاملرنه او د خلکو د وضعیت ښه کېدنه او د ځینو ځانګړو وګړيو په لاس کې د پانګې نه لاس په لاسېدنه، په بل عبارت : د تولیدي کارخانو رامنځ ته کول او کارګرانو ته د کار د بازار رامنځ ته کول او تر بریده ډېر د تجملي مالونو د واردولو مخنیوی کول او د واسطو د لاسوهنې مخنیوی او د کوکنارو نه کرل، ترڅو ځوان نسل پرې روږد نشي او ځوانان د ملي اقتصاد عمودي ستنې دي او د نورو مسکراتو او محرماتو د معاملې ، واردولو او تولیدلو مخنیوی کول.
۲۴۲ مساله: هغه هېوادونه، چې له فقر او فلاکته ښه وټیز حالت ته رسېدلي؛ نو موږ هم کولای شو د ددوی له تجربو او بشري لاس ته راوړنو ګټنه وکړو او د خپل هېواد حالت پرې ښه کړو؛ خو په دوو شرطونو: یو دا چې حکومت زړه سواندي او پازوالي و ننګېري او بل دا چې د نورو هېوادونو له تجربو ګټنه د دین د الزامي احکامو مخالف نه وي .
۲۴۳ مساله: د هر اړخیزو اصلاحاتو او د خرافاتو د فرهنګ او د حکومتونو د سرزروۍ د لرې کوونې یوازینی شرط د ملت احساس مسوولیت دی، که ملت د هېواد په بېلابېلو ډګرونو کې حضور ولري او حکومت له ملته ووېریږي، نو په مسلمه توګه به اصلاحات دوام پیدا کړي او ښې ګټې به ولري.
۴- د هېواد په لیسو، پوهنتونو او معاهدونو کې د علومو پراختیا او د علمي سطحې لوړوالی او د وخت په تېرېدو د علومو د پراختیا او انکشاف له مخې تر وسې پورې یې د درسي توکیو بدلول .
۵- د عمومي روغتیا ساتنه او د طبي پوهنتونونو کمي او کیفي پراختیا .
۶- د وټیزو شرایطو په چمتووالي د کوچنیو او متوسطو کارخانو فعالول .
۷- ټولو خلکو ته په پیل کې په کلیو او بیا په ښارونو کې د کورونه جوړول زما په نظر ګټور دي
۸- په کلیو کې خلکو ته ژوند وزلې چمتو کول ،ترڅو خلک ښارونو ته کډن نشي،چې په دې توګه کرنه او مالداري له منځه ولاړه نشي.
۹- د هېواد ټولو برخو ته برښنا رسول،چې د هېواد د اقتصاد ملاتیر بلل کېږي .
۱۰- له بهرني استثمار پرته د معادونو استخراجول .
۱۱- معقولې سوداګرۍ ته لار هوارول .
۱۲- د هېواد صادراتو ته پاملرنه کول .
۱۳- چاپېریال ساتنه .
۱۴- بهرنی سیاست، چې شرافتمندانه وي او د ملي ګټو ساتونکی وي .
۱۵- د درې ګونو ځواکونو پر چارواکیو څارنه،چې کم کاري ونکړي او په بیت المال کې اختلاس ونکړي او بډې وانخلي.
۱۶- په عمل او نظر کې د وړواکۍ فرهنګ خپرول .
۱۷- په عمل او رسنیو کې د اسلامي اخلاقو د مکارمو خپرول.
۱۸- په دیني مدرسو کې د دیني علومو د کچې د لوړوالي لپاره د دیني علماوو هڅونه .
۲۴۴ مساله: د سواد اموزۍ مساله په بېلابېلو طریقو د عملي کېدو وړ ده :
۱- پوځي صاحب منصبان دې سرتېرو ته دپوځي ښوونو په فارغ وخت کې سواد اموزي وکړي .
۲- په مقننه ځواک کې د بېسوادانو نه منل د ولسي جرګې کاندیدو لپاره د سواد درلودو شرط؛خو په اوږد مهال کې په تجربي، دیني یا انساني علومو کې د تخصص شرط دې د کاندیدو لږ تر لږه شرط وي.
۳- رسنیو ته اجازه ورکول، چې هر کال ځینې وګړي لوستي کړي او همداسې په نورو ځایونو کې هم.
۲۴۵ : سواد اموزي دې د کمیت او کیفیت تر کوم پړاوه وي؟
په قانون دې وټاکل شي،که چېرته په دولتي ښوونځیو کې لومړنۍ ښوونې اجباري شي؛ نو په اوږدمهال کې د سواد اموزۍ مساله منتفي کېږي .
۲۴۶: پکار دي،چې له خرافاتو سره د مبارزې لپاره دې د دیني چارو وزارت هم رامنځ ته شي ،تر څو له خرافاتو عمومي فرهنګ پاک کړي، چې د مثال په ډول څو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي:
۱- په ودونو او د مړیو په مراسمو کې ډېر لګښتونه کول .
۲- ولور پېرل، چې د نجلۍ یو ډول پېرنه ده او د نکاح کولو لاره نوره سختوي،دادې له مالي اړخه ساده وي.
۳- ټبریز دودونه، چې د جاهلي ژوند ښوونکي دي، چې د دیني احکامو په شان الزام اور شوي دي .
۴- د ښځمنو د حقوقو په اړه افراط او تفريط .
۵- د پیریانو نیول، طالع بیني او د خلکو د راتلونکي په اړه خبرې کول .
۶- د یو خاص قوم پر غوره والي ګروهه، حال داچې هېڅ قوم پر بل قوم نه غوره دی او نه هم ترې بتر دی، د یو قوم خلک نه ټول بد دي او نه هم ټول ښه دي .
۷- علم، کمال، اخلاقي مکارم ، د خلکو خدمت او دیني تقوا دې د ویاړ کچه وي،چې اسلامي ټولنې یې نن د نشتون له کبله کړېږي.
۸- د بډېخورۍ فرهنګ کمزورول .
۹- پر مخدره توکیو د ځوانانو له روږده مخینوی،چې دا د هېواد لپاره یو شرم دی او د هېواد مولده قوې فلجوي او ان سیګرټ څښل هم بدني زیانونه لري.چ
۱۰- د سرګټو، تنباکو، چرسو، تریاکو، شرابو او نور خرافی اعمالو د تولید، تجارت، رانیونې او خرڅونې منعوالی، چې دا هر څه خلکو ته زیان لري
ممکنه ده، چې دا کمیسیون پر نیکیو د امر او له بدیو د منع په مدیریت کې هم دنده ترسره کړي؛ خو ددې کمیسیون غړي دې عاقل وي او په بېلابېلو اړخونو کې دې د دیني احکامو په باب بسیا معلومات ولري، ترڅو خپله د تعصب او نادانۍ او خرافاتو خپرونکی نه وي
سرچینه :
د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل
لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني
ژباړن :اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com