تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ګناه کورنۍ لارې چارې کورنۍ او چاپېريال هم انسان ګناه پلو ته راکاږي او که دا چاپېريال ښه وي؛نو انسان له ګناه ژغوري.اسلام رغنده دين دى، له دې کبله چې د کورنۍ بنسټ يې سم ايښى وي او پايلې يې هم سمې وي؛نو له پايله يې د لاندې موضوع ګانوپه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ګناه کورنۍ لارې چارې

کورنۍ او چاپېريال هم انسان ګناه پلو ته راکاږي او که دا چاپېريال ښه وي؛نو انسان له ګناه ژغوري.اسلام رغنده دين دى، له دې کبله چې د کورنۍ بنسټ يې سم ايښى وي او پايلې يې هم سمې وي؛نو له پايله يې د لاندې موضوع ګانوپه اړه څرګند حکمونه ورکړي دي:

١- د وراثت قانون . ٢- واده . ٣- د اولاد روزنه .٤- تغذيه او خواړه.

١-٢: د وراثت قانون

نن د علم او دين له اړخه څرګنده شوې،چې اولاد له خپل موروپلاره بې له جسمي ځانګړنو،اروایزې او مانیزې ځانګړنې هم په ميراث وړي.که موروپلار زړور،پاکلمني او متدين وي؛ نو اولادونه به يې هم دا ځانګړنى ولري او که ډارن،ناپاکه او د ناغیړي هوډ څښتنان وي ؛نو اولاد به يې هم دغسې وي.

په قرآن کې راغلي چې حضرت نوح خپل ګناهګار قوم ته ښېرا وکړه:

إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا[1]

ژباړه: [ځكه] كه پرې يې ږدې،ستا بندګان بې لارې كوي او بې له بد چاري او ډېر ناشكره (ځوځاته) به (بل) څه ونۀ زېږوي.

له دې آيته د وراثت دا قانون جوتېږي،چې له ناپاک موروپلاربه ناپاکه اولاد پيداشي.په دعاوو کې ديني مشرانو ته په خطاب کې وايو: ((أشهد أنّك كنتَ نوراً فى الأصلاب الشّامِخة و الأرحام المطهّرة لم تُنَجّسكَ الجاهليّة بِاَنجاسها و لم تُلبسك من مُدْلَهمّات ثيابها = ګواهي ورکوم چې د لوړو مرتبو له لړۍ ځنې يوه رڼا ياست او په پاکو زیلانځونو کې د جاهليت چټليو ناولي نه کړئ او نه مو د جاهليت چټلې جامې پرتن شوې.))

له دې جوتېږي چې د امامانو مېندې او پلرونه پاک او سپېڅلي وو.

پېغمبراکرم(ص) وايي: ((الشقى شقى فى بطن امه، و السعيد سعيد فى بطن امه = بدمرغه انسان د مور په ګېده کې هم بدمرغه دي او نېکمرغه د مور په ګېده کې هم نېکمرغه وي.))[2] يعنې دا چې انسان نېکمرغي او بدمرغي له موروپلاره په ميراث وړي.

د زړورې ښځې خوښول

د حضرت فاطمې تر وفات وروسته حضرت علي (ک) د بل واده هوډ وکړ. د حضرت علي (ک) ورور “عقيل” په نسب او نبيره ښه پوهېده،کورنۍ او ټبرونه يې ښه پېژندل؛نو حضرت علي(ک)ورته د واده په باب وويل : زه واده کوم او په زړورې کورنۍ کې راته څوک پيدا کړه.عقيل وويل : ولې داسې ښځه کوې؟حضرت علي (ک) وويل :دا ځکه چې زړور اولاد وزېږوي.عقيل وويل : دا شان يوه ښځه شته او هغه فاطمه (ام البنين ) د”حزام بن خالد بن ربعيه” لور ده.عقيل پرې مارکه وکړه او حضرت علي (ک) ورسره واده وکړ او ډېر زړور اولادونه يې وزېږول،چې حضرت عباس[د بني هاشمو په سپوږمۍ مشهور] يو له هغوى ځنې دى.دا زړورتيا ورته د خپل موروپلار لخوا رسېدلې وه.[3]

حضرت علي (ک) “مالک اشتر” (رض) ته ليکي،چې پرهغو وګړيو اډانه کوه ،چې د نېکو او پاکو کورنيو ځنې وي او وايي: ((له هغو کورنيو سره اړيکې ټينګې کړه،چې له اصيلو او نېکو کورنيو ځنې وي.)) همداراز وايي: هغه کسان خپل کارمندان وټاکه،چې باتجربه، د پاکې او نېکې کورنۍ وي.[4]

له دې کلامه جوتېږي چې بنسټيز او مهم کارونه بايد هغه کسانو ته ورکړاى شي چې له پاکو او اصيلو کورنيو ځنې وي .

حضرت علي وايي: (( ښه خوى د نېکو رګونو دليل دى.))[5] دلته له نېکو رګونو موخه پاکه کورنۍ ده،چې اولاد يې له موروپلاره پر ميراث وړي .

د نامشروع اولاد نښې

امام صادق وايي : نامشروع اولاد څونښې لري :

(١) د پيغمبر له کورنۍ سره به يې دښمني وي . (٢) د حرام عمل (زنا ) په پايله کې به زېږېدلى وي او همغه ته به ډېر شوق لري . (٣) دين ته به سپک ګوري .(٤) له خلکو سره به ناوړه چلن کوي.[6]

هو! څوک چې د غېرقانوني لارې پيدا شوى وي؛نو د ګناه او فساد کولو لارې چارې به هم پکې ډېرې وي .

٢-واده :

واده کول او د کورنۍ جوړول يوه ټولنيزه اړتيا او آر دى او په اسلام کې پرې سپارښتنه شوې ده. د ښځې په خوښه کې هم سپارښتنه شوې؛ښه ښځه د ښو اولادونو وسيله ده او له ناوړې مېرمنې د ښو اولادونو تمه نشته او بايد پوه شو،چې د بې لاريو او ګناه يوه لاره چاره ناصالحه ښځې دي،چې خپلو اولادونو ته د ګناه مخه خلاصوي، په دې باب په روايتونوکې هم ټينګار شوى دى.

پېغمبراکرم(ص) وويل : ((ايّها النّاس ايّاكم و خضراء الدّمن، قيل يا رسول الله و ما خضراء الدّمن؟ قال: المراة الحسناء فى منبت السوء = خلکو! له هغو شنو بوټو ډډه وکړئ،چې په چټلو ځايونو کې راټوکېږي.وپوښتل شودا شنه بوټي څه دي؟ ويې ويل: ښکلې ښځه چې په ناوړه کورنۍ کې پيدا شوي وي.[7]))

يو تن پېغمبرا کرم(ص)ته راغى او د خپل واده په هکله يې ورسره سلامشوره وکړه،پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ((أنكح و عليك بذات الدين= واده وکړه؛خو له متدينې ښځې سره.[8]))

حضرت علي (ک) وايي: ((اياكم و تزويج الحمقاء فان صحبتها بلاء، و ولدها ضياع = له کم عقلې ښځې سره واده مه کوئ؛ ځکه مصاحبت او خبرې کول ورسره بلا ده او اولاد به يې په تباهۍ کې وي.[9]))

امام صادق (رح) وايي: ((من زوج كريمته من شارب خمر قطع رحمها = څوک چې خپله لور شرابي ته ورکړي ؛نو خپلې اړيکې به يې له لورسره غوڅې کړي وي.[10]))

همداراز امام صادق وايي: ((طوبى لمن كانت امه عفيفة = د پاکلمنې مور اولاد نېکمرغه وي.[11]))

٣-٢-: داولاد روزنه :

د اسلام له مخې اولاد بايد سم وروزل شي او کنه ناسمه روزنه ګناه او بې لارۍ ته لار هوارولای شي؛ لکه څرنګه چې بڼوال په بڼ کې نيالګى کري؛نو په پالنه او روزنه کې يې هم ټينګه پاملرنه کوي او له هر راز زيان رسوونکيو لاملونو څخه يې ژغوري، چې ميوه ونيسي.موروپلار هم د خپل اولاد په روزنه کې بايد ځيرک وي او له هر راز بې لارۍ يې وساتي؛ ښځه بايد تر واده وروسته په درې برخو کې اوچت ګامونه پورته کړي :

(١) د خاوند پاملرنه .(٢) اولاد ته پاملرنه او روزنه يې . (٣) د کور کارونو ته ټينګه پاملرنه.

که ښځه دا دندې ښه وکړي؛نو په کورني ګډ ژوند کې به يې ټولې ستونزې هوارې شي او نېکمرغه ژوند به رامنځ ته شي.که په دې درې واڼو خبرو ښه عمل وشو؛نو د اولاد د روزنې لپاره به سترګام وي.خاوند هم بايد له ښځې سره په دې برخه کې لاسنيوى وکړي. د اولاد روزنه که څه د دواړو ګډه دنده ده ؛خو په دې برخه کې د کار دروندوالى معمولا د مور پر غاړه وي؛ ځکه چې ماشوم تل له مور سره وي.د سړي څاڅکى چې د ښځې په زېلانځ کې کېښوول شي؛نو دلته هم د ښځې دنده د انسان د پېدايښت په ډول ډول پړاونو کې تر سترګو کېږي . په هرحال موروپلار د اولاد په روزنه کې ډېره ونډه لري.

پېغمبراکرم (ص) وويل: ((كلّ مُولُود يُولَد على الفِطرَة حتّى لِيَكونَ اَبَواهما اللَّذان يُهَوِّدانِه و يُنَصِّرانه = ماشوم چې وزېږېږي ؛نو په خټه کې يې اسلام اخږل شوى او تر زېږېدنې وروسته ډول ډول رنګونه؛لکه يهوديت، نصرانيت او بې لارې پرې د موروپلار لخوا ورتپل کېږي.[12]))

په بل ځاى کې وايي :(( رحم الله عبداً اعان ولده على بره بالاحسان اليه، و التّألّف له و تعليمه و تأديبه = خداى دې پرهغه بنده ولورېږي،چې په نېکمرغۍ او سوکالۍ کې له خپل اولاد سره لاسنيوى اومينه کوي او په روزنه او پالنه کې يې له څه هم دريغ نه کوي.[13]))

همدارازپېغمبراکرم (ص) وايي: ((رحم الله والدين اعانا ولدهما على برهما = خداى دې پرهغه مور وپلار ولورېږي، چې له اولادونو سره يې په نېکمرغۍ کې لاسنيوى کوي.[14]))

حضرت علي (ک) وايي: ((حق الولد على الوالد ان يحسن اسمه ويحسن ادبه ويعلمه القرآن = پر پلار د زوى حق دادى چې پلار پرې غوره او نيک نوم کېږدي،ښه يې وروزي او قرآن ور زده کړي.[15]))

په کور کې مينه ناک چاپېريال رامنځ ته کول

په کور کې مينه او محبت د اولاد روزنې ته خورا اغېزمن بريښي او مور وپلار ته پکار دي،چې د کورنۍ دننه چاپېريال سم او روغ رمټ وساتي او همدا سم چاپېريال د اولاد د روزنې او سمونې لپاره لومړى او ستر ګام دى. د ښځې او سړي ترمنځ مينه د کورنۍ د دننني چاپېريال بنسټ دى.

پېغمبرا کرم(ص) وايي:(( خيركم خيركم لاهله و أنا خيركم لاهلى = هغه غوره دى، چې له خپلې کورنۍ سره غوره چلن ولري او زه هم همداسې يم.[16]))

امام صادق وايي:(( هغه به زموږ دوستان وي،چې له خپلو ښځو سره ډېره مينه ولري.[17]) همداراز زياتوي: له خپلو ښځو سره مينه کول د پېغمبرانو له خويونو ځنې دي.

څوک پېغمبر اکرم (ص) ته راغى او و يې ويل: ماهېڅ کله هم ماشوم نه دى ښکل کړي. چې ولاړ؛نو پېغمبر اکرم(ص) وويل : ((هذا رجلٌ عندى انّه من اهل النّار =دا سړى زما په نزد دوزخي دى . ))

“يونس بن رباط” وايي: امام صادق د پېغمبراکرم(ص) له خولې روايتوي: (( خداى دې پرهغه ولورېږي،چې په ښو کې د خپل اولاد لاسنيوى کوي.)) امام صادق ته مې وويل : څرنګه ورسره په نېکۍ کې لاسنيوى وکړي؟ ويې وويل : يقبل ميسوره و يتجاوز عن معسوره و لايرهقه و لا يحرق به= څه يې چې په وس کې وي،ترې ويې مني او څه،چې ورته سخت وي ترې تېر شي،تېرى دې نه کوي او د ناپوهۍ ټاپې دې پرې نه لګوي.[18]

په اولاد کې د سمې روزنې لارې چارې شته او که سمه روزنه يې ونشي ؛نو د بې لارۍ او ګناه لارې چارې به پکې را پيدا شي.

سپکاوى ګناه ته لارې چارې برابروي

ماشوم ته وګړه ورکول او نه سپکاوى يې په روزنه کې خورا اغېزمن دى. موروپلاربايد د ماشوم درناوى وکړي او غرور يې مات نه کړي او څه، چې په ماشوم کې سپکاوى او ځېل راپيدا کوي؛نو بايد مخنيوى یې وکړو.په غټانو کې هم همدا شان ده، بايد درناوى يې وشي،چې کموالی او سپکاوی و نه ننګیري او د رخې له مخې چلن ونه کړي او مخه يې ګناه ته نشي .

روايت دى: ((من هانت عليه نفسه فلا تامن شره = څوک چې ځانته په درنه نه ګوري؛نو له شره يې ځان خوندي ساتئ.[19]))

حضرت علي (ک) وايي: ((من كَرُمَت عليه نفسه لم يُهِينها بالمعصية = څوک چې د خپل نفس درناوى کوي؛نو پرګناه يې نه اخته کوي؟[20] ))

پاک نبي(ص) وايي : ((لا يَكذِبُ الكاذب الاّ من مِهانَةِ نَفسِه = دروغجن د خپل نفس د خوارېدو په خاطردروغ وايي. [21]))

پايله دا چې نه ښيي انسان د نورو سپکاوى وکړي؛ځکه چې د سپکاوۍ او رخې ننګېرنه پکې رامنځ ته کېږي،چې ګناه ته لار هواروي . پېغمبراکرم(ص) او ديني مشرانو به تل د کوچينانو درناوى کاوه.

پېغمبراکرم(ص) وايي:(( اكرموا اولادكم و احسنوا ادبهم يغفرلكم =د خپلواولادونو درناوى وکړئ او ښه يې وروزئ ،چې خداى به موګناهونه وبښي.[22]))

اسلام وايي چې:((ټولو اولادونو ته په يوه سترګه وګورئ؛په خوږه او نرمه ورسره خبرې وکړئ، بد نومونه پرې مه ږدئ او پرناوړو لقبونو يې مه يادوئ.))

هېښنده یا عجیبه پېښه

امام صادق وايي : پېغمبراکرم(ص) د ماسپښين د لمانځه په جماعت کې وروستي دوه رکعته په بيړه وکړل. خلکو ترې تر لمانځه وروسته وپوښتل: ايا کومه پېښه شوې چې دومره په بيړه مو لمونځ خلاص کړ.؟پېغمبر(ص) وويل:(( أما سَمعتم صُراخ الصّبى = آيا تاسې د ماشوم ژړا وا نه ورېده؟[23]))

د اولادونو عفت ته بشپړ پاملرنه

د ماشومانو عفت او پاکلمنۍ ته ټينګه پاملرنه د موروپلارله مهمو دندو ځنې ده. رسول الله وايي:(( ايّاكم وأن يجامع الرجل امرأته والصبى فى المهد ينظر اليهما=ماشوم چې درته له زانګو ګوري؛نو کوروالى مه کوئ.(٥٦)

د نور سورت په ٥٨ ايت کې راغلي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاء ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= [مؤمنانو! بايد چې ستاسې مريان او وينځې او هغه ماشومان چې مړانې نۀ وي وهلي،په درېو وختونو كې له تاسې اجازه واخلي: د سهار له لمانځه مخكې او غرمه چې كله تاسې (عادې) جامې وباسئ او د ماسخوتن تر لمانځه وروسته (دا) درې وخته ستاسې، د ځان بربنډولو وختونه دي؛ خو بې له دغو وختونو نۀ پر تاسې څه ګناه شته او نۀ پر هغوى (چې كه هغوى بې اجازې راشي؛ځكه) ستاسې يو بل ته بيا بيا راتګ دى (چې په پاك زړۀ د يو بل خدمت وكړئ) پدې توګه خداى خپل آيتونه درته څرګندوي او خداى پوه حكيم دى.]

د نورسورت په ٥٩ ايت کې د بالغ اولاد په هکله راغلي:

وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= [او چې كله ماشومان مو مړانې ووهل؛ نو بايد(درنه) اجازه واخلي؛ لكه څرنگه چې مشرانو يې اجازه اخسته، پدې ډول خداى تاسې ته خپل آيتونه بيانوي او خداى پوه حكيم دى.]

دا د موروپلار دنده ده چې دا حکمونه خپل کوچنيو لوڼو او زامنو ته ورزده کړي چې په درې وختونو کې بايد اجازه واخلي او غټ او مړانه اولاد تل بايد د موروپلار خونې ته د ننوتلوپه وخت کې اجازه واخلي . که په دې حکمونو عمل ونشي او يا هم پکې ناغیړي وشي؛نو د اروايزو ناروغيو،جنسي ناولتيا او اخلاقي انحرافاتو لامل به وګرځي .

  ٤-٢- تغذيه او خواړه

د علم او دين له نظره خواړه پردې سربېره چې پر جسم اغېز کوي او پياوړى کوي يې،د انسان پر روح هم اغېز کوي؛ لکه له زهرجن خواړه چې د انسان جسم مسموموي،حرام خواړه هم د انسان روح ککړوي .

دمائدې سورت په درېم آيت کې راغلي:

 حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُواْ بِالأَزْلاَمِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= [پرتاسې (خوړل يې) حرام شوي دي: مرداره غوښه،وينه اودخوګ غوښه اوهغه څاروي،چې د (( غيرالله)) په نامه ذبح شي او هغه چې په (زندۍ) كېدو او په ځورېدو يا له لوړې په راغورځېدو مړه شوي وي او يا هغه چې د كوم ځناور په ښكر څيرې شوى وي او د داړن ښكاري څاروي پاتې شونې وي؛خو دا چې ( په موقع كې ښكار شوي څاروي ته ورسېږئ،حلال او) سريې غوڅ كړئ او هغه څاروي،چې د بوتانو لپاره ( يا دهغوى په مخكې ) ذبح شوي وي او( همداراز ) داهم تاسې ته ناروا ده،چې دپال ( اوجوارۍ ) پر ځانګړيو غشيو د څاروي غوښه ټوټه ټوټه كړئ.داټولې چارې ( ګناه او) فسق دى، نن كا فران ستاسې د دين ( له زواله) نهيلې شوي دي؛نو ځكه ترې مۀ   وېرېږئ،بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ ! نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپله لورېنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ (؛نوځكه د حلالو او حراموكوم بنديزونه،چې درباندې لګول شوي،عملي يې كړئ)؛خو څوک چې وږى وي اونورخواړه ور ونۀ رسېږي اودګناه په نيت دامنع شوي څېزونه ونۀ خوري (؛نو باك نشته چې له منع شويو غوښو وخوري؛ ځکه) چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى. ]

کوم خواړه چې اسلام حرام کړي،بې علته او بې حکمته نه دي. په اسلام کې د خنځيرغوښه حرامه شوې؛خو په دنيا کې يې بې له مسلمانانو نور ټول خلک خوري،ځينې لويديځ ځپلي وايي : ولې د خنځيرغوښه حرامه ده؟ دا خو کوم زيان نه لري،نن د بشرعلم او تخنيک دې ځاى ته رسېدلى،چې د خنځير له غوښې زيانوونکې اغېزې لرې کوي؛نوچې کله د خنځيرغوښه جسم ته زيان نه لري ؛نو ولې حرامه ده ؟

دا کسان يو اړخيز ليد لري.په ځواب کې يې بايد وويل شي: دا سمه ده،چې د خنځيرغوښه جسمي زيان نه لري؛خو له اروایز زيانونو نمښته نشو کولاى.خنځير يو ناولى او بې بندوباره ځناور دى او غوښه يې هم همدا شان ځانګړنې لري.اړنګ -شک نشته، څوک چې د خنځير غوښه خوري؛نو د بې بندوبارۍ،چټلۍ او شهوت پالۍ خوى به هم پکې پيدا شي.قرآن يهودان ،د تورو زړونو خاوندان،کارماتي او ډېرحرام خواره ښوولي دي،چې وايي:

سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَآؤُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُم أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ[24] = [هغوى (يهودان) د درواغ (ويلو) لپاره ستا خبروته ښه غوږ ږدي، په مړه خېټه حرام مالونه خوري؛ نو كه دوى تا ته راغلل ترمنځ يې قضات وكړه، يا(كه په مصلحت دې وه،) پرخپل حال يې پرېږده ! او كه ترې تېر شې؛ نو هېڅ زيان نشي در رسولاى او كه پرېکړه دې ورته کوله؛ نو په انصاف يې پرېکړه وكړه، چې خداى منصفان خوښوي . ]

دا تعبير حرام خورو ته سخت ګواښ دى او داسې کسان به د يهودو په څېر د خپلو خېټو بندګان وي او تل د دين په لارکې خنډ وي او د قانون ضد لارو ته مخه کوي.

د حرام خورۍ جسمي،ټولنېز،سياسي او وټیز زيانونه ټولو ته څرګند دي او دا ستر ګواښ دى او انسان له وګړني او ټولنېز اړخه بربادۍ ته راکاږي .

په قرآن کې راغلي:

وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ[25] = او تاسې په خپلومنځونوكې ديو بل مال په ( ناحقه او) ناروا مۀ خورئ او مۀ هغه و اكمنو ته ( د رشوت په توګه ) وړاندې كوئ چې د خلكو د شتمنيو يوه برخه په ګناه وخورئ ،چې په ګناه يې پوهېږئ هم.

پېغمبراکرم(ص) وايي:(( لَعن اللّه الرّاشى والمُرتشى والسّاعى بينهما = خداى دې پر بډې اخېستونکي،بډې ورکوونکي او پر منځګړي يې لعنت وکړي.[26]))

امام صادق وايي:(( سُّحت أنواعٌ كثيرة =حرام مالونه ډېر ډولونه لري.)) او د زناکارې ښځې مزدوري او د شرابو پيسې يې حرامې شمېرلې او ويلي يې دي:(( فامّا الرُّشا فى الحُكم فَهو الكُفر باللّه العَظيم= د ورمندون- قضاوت لپاره بډې اخيستل په ستر خداى کفر دى.))

په قرآن کې راغلي:

إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا[27] = څوك چې په ظلم د يتيمانومالونه خوري ( په حقيقت كې) يوازې اورخوري او ډېر ژر به په سوځنده اور کې ورننوځي.

 په روايتونو کې حرام خواړه

پېغمبراکرم وايي:(( الضلالة بعد المعرفة ومضلات الفتن وشهوة البطن والفرج = تر ځان وروسته په درې څيزونو پرخپل امت وېرېږم؛له پوهې وروسته بې لاري ،د فتنو بې لاري او او تر خېټې لاندې (د ناسمو غوښتنو) شهوت.[28]))

امام محمدباقر وايي:(( ما من عبادة افضل من عفة البطن و الفرج = له حرامو ګېډه ساتل او تر پاکلمنۍ بل غوره عبادت نشته.[29]))

امام زین العابدین وايي : ((حق بطنك ان لاتجعله وعاء للحرام = د خېټې حق درباندې دادى چې د حرامو جام يې نه کړې.[30]))

امام زین العابدین وايي: ((ما من شى احبُّ الى اللّه بَعد مَعرفته من عفّة البَطن و الفرج= د خداى تر پېژندنې وروسته پر وړاندې يې غوره څيز د خېټې او شهوت کابوکول دي.[31] ))

امام باقر وايي: ((الذنوب كلها شديدة و اشدها ما نبت عليه اللحم و الدم = ټول ګناهونه ستراو درانده دي؛خو ډېره درنه يې هغه ګناه ده چې له امله يې غوښې او وينه راټوکېدلې وي.[32]))

بيا وايي : ((ان الرجل اذا اصاب مالاً من حرام لم يقبل منه حج و لا عمرة و لا صلة رحم = څوک چې حرام مال راټولوي؛نو حج، عمره او پر نورو لورنه يې نه قبلېږي.[33]))

موسى عليه السلام يو تن وليد،چې ډېرې ژړاګانې او زارۍ يې کولاى او دواړه لاسونه يې آسمان ته نيولي وو او دعا يې کوله . حضرت موسى ته وحې وشوه: ((لأنّ فى بَطنه حراماً و على ظهره حراماً و فى بيته حراماً =؛که څومره دعا هم وکړي؛نو دعا يې نه قبلېږي؛ځکه په خېټه او شا کې يې حرام دي او په کور کې يې هم حرام دي[34].

يو تن پېغمبراکرم(ص) ته راغى،ويې ويل: غواړم چې دعا مې قبوله شي. پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ((طَهّر مأكلك و لاتدخل بَطنك الحرام من أحبّ أن يستجابَ دعائه فليَطب مَطعَمه و مَكسبه = خپل خواړه دې پاک کړه او ګېډې ته حرام خواړه مه ننه باسه.)) ،څوک چې غواړي دعا يې قبوله شي ؛نو بايد له حلالې لارې روزي لاس ته راوړي.[35]

امام صادق وايي: (( د يوې حرامې مړۍ پرېښوول د خداى پر وړاندې تر زر رکعته لمانځه غوره دي او په شپږو کې يوه برخه حرام بېرته خپل خاوند ته ورګرځول، تر اويا قبول شويو حجونو غوره دي.[36]))

د مورشيدې د انسان لومړني خواړه دي

لکه چې مخکې وويل شول: د اولاد په روزنه کې تر پلاره د مور ونډه ډېره ده. پوهان وايي:ماشوم چې د مور په ګيده کې وي او يا هم ورته شيدې ورکوي ،ان د مور اند پرې اغېز کوي. له هغه وخته چې ماشوم د مور په ګېده کې وي او د شېدو تر ورکړې پورې که مور د اسلام پر قوانينو عمل وکړي او حلال خواړه وخوري؛نو په غوڅه توګه به ټولنې ته پاک او نېک اولاد وړاندې کړي .

روايت دى: نېکمرغه انسان د مور په ګېده کې هم نېکمرغه وي او بدمرغه د مور په ګېډه کې هم بدمرغه وي.له دې جوتېږي، چې مور د ماشوم په جوړښت کې خورا اغېزمنه ده.

پېغمبراکرم(ص) وايي:(( لا تَستَرضِعوا الحَمقاء فاِنّ اللَّبَن يَعدى و إنّ الغُلام يَنزَع الى اللّبن= ناپوهه ښځه د خپل ماشوم د شيدو د ورکړې لپاره مه غوره کوئ؛ځکه ماشوم یې چې شيدې روي؛ نو خوى يې هم پکې ورځي.))

امام باقر له پېغمبراکرم څخه روايتوي: (( ناپوهه ښځه د خپل ماشوم د شيدو د ورکړې لپاره مه غوره کوئ؛ ځکه چې شيدې پرخوى اغېزکوي.))

په يوبل روايت کې راغلي: ((فانّ الولد يَشُبُّ عليه=ماشوم د شيدو پربنسټ لوييږي.[37]))

امام کاظم وپوښتل شو: د کومې ښځى چې د زنا له لارې ماشوم زيږېدلى وي، آيا دا روا ده چې د شيدو لپاره ورته کوم بل ماشوم ورکړو؟ و يې ويل: ((لا يصلح و لا لبن ابنتها التّى ولدت من الزّنا = سمه نه ده چې ماشوم ترې شيدې وخوري او همداراز دا هم سمه نه ده،چې د هغې انجلۍ شيدې وخوري،چې پخپله هم د زنا له لارې پيدا شوې وي.[38]))

محمد بن مروان وايي: امام باقر راته وويل : ((استرضع لولدك بلبن الحسان وايّاك والقباح فان اللبن قد يعدى = د اولاد په هکله دې د شيدو ورکوونکى ښځې (دايې) ته ټينګه پاملرنه کوه؛هڅه کوه،چې ښايسته ښځه ورته شيدې ورکړي او له بدرنګى دايې يې وساته؛داځکه چې د شيدو له لارې ماشوم ته د ښځې صفتونه لېږدول کېږي.[39]))

په روايتونو کې راغلي چې شرابي ښځې بايد ماشوم ته شيدې ورنه کړي او له دې کاره منع شوې دي او په ټينګار سره ويل شوي،چې ماشوم ته د شيدو د ورکړى پر مهال ښځې بايد پاکې سوتره وي او پاکوالي ته بايد ټينګه پاملرنه وکړي او همداراز خپل اولادونه هغو دايانو ته ورکړئ،چې پاکوالي ته يې ټينګ پام وي.

حضرت علي (ک) وايي:(( تَخَيّروا للرِّضاعِ كما تَتخيّرونَ للنّكاحِ فانّ الرّضاعَ يُغيّر الطّباع=لکه څرنګه چې واده ته ښځه خوښوئ؛ نو همداشان د خپل ماشوم د شيدو لپاره هم ښځه غوره کړئ؛ځکه چې شيدې د ماشوم طبيعت بدلوي.[40] ))

د پېغمبرانو د شيدو د خوړلو له داستانو جوتېږي،چې د دايه په ټاکنه کې ټينګه پاملرنه وشي چې بايد سپيڅلې او نېکه ښځه وي. د مثال په توګه : پېغمبراکرم(ص) د ډېرو ښځو ” تى” و نه رود؛ خو د حضرت “حليمې” تى يې ورود. همداراز حضرت موسى عليه السلام هم د ډېرو سينو شيدې و نه رودلې؛ خو د خپلې مور شيدې يې ورودل. قرآن د حضرت موسى عليه السلام د شيدو خوړلو په هکله وايي:

وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ [41]= او موږ لا د مخه هغه (ماشوم) د شيدو وركوونكيو ښځو له تيونو منع كړى (چې يواځې د مور غېږې ته ستون شي) او خور يې (چې د دايي د پيدا كولو لپاره د مامورانو بيړه وليده؛نو) ويې ويل: ((ايا زه تاسې ته داسې كورنۍ وښيم،چې دا هلك درته وپالي او د هغه له خواخوږيو وي.))

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

[1] نوح/۲۷

[2] نهج الفصاحه \ ٣٧٥\ -بحار ٣\ ٤٤

[3] رياحين الشريعه ٣ \ ٢٩٣

[4] نهج البلاغه ٥٣ ام لیک

[5] غررالحکم ٢\٣٧٩)

 

[6] سفينة البحار ١/ ٥٦٠ ، بحار ٧٥/ ٢٧٩

[7] وسايل ١٤\٢٩

[8] وسايل ١٤\٣٠

[9] فروع کافي ١٢ \ ١٣ _ وسايل ١٤\ ٥٦

[10] فروع کافي ٢/١١

[11] بحار ٢٣\ ٧٩

[12] نورا لثقلين ٤\ ١٨٤

[13] مستدرک الوسايل ٢\ ٦٢٦

[14] فروع کافي ٢\٤٨

[15] نهج البلاغه ٣٩٩ حکمت

[16] وسايل ١٤\ ١٢٢

[17] بحار .١٠٣ \ ٢٢٣

[18] فروع کافي ٦\ ٥٠

[19] تحف العقول \ ٥٧٤

[20] غررالحکم ٢ ټ

[21] بحار ٧٢ټ

[22] مكارم الاخلاق، ۲۲۲مخ

[23] فروع کافي ٦\ ٤٨

[24] مایده/۴۲

[25] بقره/۱۸۸

[26] وسايل ١٢باب

[27] نساء/۱۰

[28] عيون الاخبار ٢\ ٢٦].

[29] مجالس السنيه ٢ \ ٤٤٨

[30] مکارم الااخلاق \ ٤١٩

[31] مجالس السنيه ٢ \ ٤٢٩

[32] بحار ٧٣/٣١٧ مخ

[33] سفينة البحار ٢ \٤٤٨

[34] سفينة البحار ٢\ ٤٤٨

[35] سفينة البحار ١/ ٤٤٦

[36] سفينة البحار ١ / ٤٤٧

[37] فروع کافي ۶/ ۴۳

[38] فروع کافي۶/ ۴۴

[39] فروع کافي۶/ ۴۴

[40] سفينة البحار ١ / ۵۲۳

[41] قصص/۱۲

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!