تبلیغات

محمد بن ابوبکر ته د علي (ک) سپارښتنې چې کله یې د مصر پر واکمنۍ وګوماره دا هغه کړنلار ده،چې د خدای بنده؛ علي امیرالمؤمنین، چې کله یې محمد بن ابوبکر (رح) د مصر پر واکمنۍ وګوماره ور و یې لېږله . سپارښتنه ورته کوي، چې الهي تقوا رعایت کړي او په پټه او ښکاره […]

محمد بن ابوبکر ته د علي (ک) سپارښتنې

چې کله یې د مصر پر واکمنۍ وګوماره

دا هغه کړنلار ده،چې د خدای بنده؛ علي امیرالمؤمنین، چې کله یې محمد بن ابوبکر (رح) د مصر پر واکمنۍ وګوماره ور و یې لېږله .

سپارښتنه ورته کوي، چې الهي تقوا رعایت کړي او په پټه او ښکاره د خدای طاعت وکړي او هم ترې وډار شي، له مسلمانانو سره دې په نرمۍ او له بد چارو سره دې په توندۍ چلېږي. له ((ذمیانو)) ( هغه یهود او نصارا چې د اسلام په پناه کې دي) سره دې له عدالته کار اخلي او له مظلوم سره دې په انصاف او له ظالم سره دې سخت چلن کوي او خلک دې عفوه کړي او تر وسې وسې دې احسان وکړي .

حکم ورته کوي، چې د مصر خلک اطاعت او همغږۍ ته وبلي، چې دا دوه چارې، هومره عافیت او ستر ثواب لري،چې په اندازه یې نه پوهېږي او نه یې اصلي حقیقت پېژندای شي. امر ورکوي، چې له خلکو سره به نرم چلې، په ناسته کې به له ټولو سره یو رنګ وسې او ټولو ته به یو رنګ مخ ورګرځوې. په حق کې به د خپل او پردي توپیر نه کوې. سپارښتنه ورته کوي، چې په خلکو کې به په عدل او نیاو ورمندون کوي، عدل و داد به دودوي او په ځاني غوښتنو پسې به نه ځي او د خدای په لار کې به د پړې اچوونکیو له پړې او ټپسورۍ نه ډارېږې؛ ځکه خدای له هغه سره دی، چې پلوی یې وي او اطاعت او امر یې پر نورو ړومبی وګڼي.

دا کړنلاره عبیدالله بن ابی رافع [ د علي (ک) لیکوال] کښلې ده.

 

د محمد بن ابوبکر (رض) تر لېږلو وروسته یې مصریانو ته یو لیک وکښه، چې رالنډ کړی مو دی .

د خدای له بنده علي امیرالمؤمنین له لوري محمد بن ابي بکر او د مصرخلکو ته.

سلام علیکم؛ اما بعد :

لیک دې راورسېد،پر پوښتنې دې پوه شوم، خوشحال شوم، داچې له خپلې دندې سره اشنا یې او هغو چارو ته پاملرنه لرې، چې یوازې د مسلمانانو د سمونې لار ده او په آند مې چې ښه نیت او نږه سیرت دې، دې چلن ته اړ کړی یې .

اما بعد؛

لازم دي په هره ناسته ولاړه او پټه و ښکاره کې، د خدای پلو ونېسې او چې د خلکو ترمنځ ورمندون ته کېناستې؛ نو عاجز، نرمخویه او ارت ټندی وسه، ټولو ته دې لیده کاته یو رنګ وي، چې ځواکمن دې پلویتوب ته پر تمه او کمزوری دې له عدالته نهیلی نشي.

او باید له مدعي (( بینه)) ( دوه عادل ګواهان) وغواړې او له نمښتي سوګند او څوک چې له خپل ورور سره سوله وکړي او پخلا شي؛ نو دا چار یې تایید کړه؛ خو داچې په دې چار یې حلال حرام او حرام حلال شي.

دین پوهان، رښتین، باوفا، حیاناک او ځانساتي پر سرغړاندو، دروغجنو او خاینانو ړومبي وبوله او غوره یې کړه او باید نېکچاري صالحان دې وروڼه وګڼل شي او خاین سرغړاندي دې دښمنان؛ ځکه په آند مې ډېر ګران وروڼه مې هغوی دي، چې ډېر خدای یاد کړي او له خدایه وډارېږي او هیلمن یم انشاالله همدغسې وسې.

[مصریانو!] سپارښتنه درته کوم، د څه په اړه چې پوښتلېږئ او د خپلو کړنو په باب یوازې الله په پام کې ونیسئ؛ ځکه خدای په قران کې ویلي: (( هر څوک د خپلو کړنو ګرو دی[1]))

(( خدای مو له خپلې سرغړونې ډاروي او یوازې د خدای لوري ته ورستنېږئ[2]))

حجر (۱۵) – ۹۲ او ۹۳ آیتونه: (( نو پر پالونکي دې سوګند، چې له دې ټولو به وپوښتو، څه یې چې کړي.))

نو درباندې لازم دي، چې د خدای خوا ونیسئ (الهي تقوا) ؛ ځکه تقوا هومره خیر او ښوالی رادبره کوي، چې د بل څه دا ځانګړې له وسې پوره نه دي او په تقوا د دنیا او آخرت ښېګڼې مو پر برخه کېږي، چې په بل څیز یې تر لاسه کولای نشئ. خدای ویلي:

نحل (۱۶) – ۳۰ آیت: (( پرهېزګارانو ته ویل کېږي: (( پالونکي مو څه نازل کړي؟)) وايي: (( خیر ( او نېکمرغي) ))

هو، چا چې نېکي وکړه، نو په دې دنیا کې نېکي ورته شته او د آخرت کور تردې هم ورته غوره دی او د پرهېزګارانو هستوګنځی ډېر غوره دی.))

د خدای بندګانو ! پوه شئ پرهېزکارانو د دنیا (نقد) خیر او ( د آخرت) نسیه خیر دواړه وړی ، په دنیا کې له دنیا والو سره ګډونوال دي او په آخرت کې دنیا پالي ورسره ګدونوال نه دي . خدای وایي :

(( چا د الله هغه ښکلا حرامه کړې، چې خپلو بندګانو ته یې چمتو کړې او (همداراز) پاک څیږونه (حرام کړي دي[3])؟))

پرهېزګارانو په دنیا کې ډېر ښه ژوند وکړ او په غوره توګه یې وخوړل ( خپل شرف او حیثیت یې وساته، ذلت، خیانت او پستۍ ته یې غاړه کېنښووله او په عین حال کې په یوه ګوښي ځای کې اوسېدل، پاک رزق یې وخوړ او خپل پتمن عمر یې تېر کړ).

د خدای بندګانو! داچې د تقوا لار مو خپله کړې او د پېغمبر اکرم (ص) د کورنۍ په اړه مو د خپل پېغمبر درناوی کړی؛ نو په واقع کې په دې کار مو په غوره ډول خدای نمانځلی او ښه مو یاد کړی او د هغه مو ډېر ښه شکر کاږلی او د زغم او مننې خورا ښه لار مو خپله کړې او ډېرې ښې هڅې مو کړي، که څه نور تر تاسې اوږده نمونځونه وکړي، ډېرې روژې ونیسي او ډېر خیراتونه ورکړي؛ ځکه تاسې خدای ته ډېر باوفا او اولیا الله او د نبوي کورنۍ له لوري(( ولي امر)) ته ډېر خیر خواه وسئ.

د خدای بندګانو ! له مرګ، نژدېوالي او د ځلکدن له سختیو وډار شئ، وزلې او اسباب ورته چمتو کړئ؛ ځکه مرګ یو ستر چار رامخې ته کوي : یا نږه خیر، چې بیخي شر نلري، یا نږه شر، چې هېڅ خیر نه لري . تر هغه، څوک جنت ته ورنژدې دی، چې جنت ته کار کوي؟ او څوک دوزخ ته تر دوزخي ( چې دوزخي کړنې لري) ورنژدې دی؟

نو کله چې نفس (ځان) مو د مرګ به باب شخړه درسره کوله (چې درنه یې هېر کړي)؛ نو مرګ ډېر یاد کړﺉ،چې په خپله مې له پېغمبر اکرم (ص) نه اورېدلي: (( د خوندونو ځپونکی ډېر یاد کړئ))

او پوه شئ،چې په مرګ پسې پړاوونه، هغه ته چې خدای یې و نه بښي او پرې ونه لورېږي، تر مړینې ډېر سخت دي .

محمده! پوه شه پر مصریانو مې والي ګومارلی یې، داسې خلک، چې په آند مې ستر لښکر مې دی؛ نو دنده لرې چې له خپل نفس سره ناباندي وکړې او پر خپل دین وډار شې که څه یو ساعت ژوندی وسې. که وکړای شي؛ نو د یو بنده د خوشحالولو لپاره، خپل پالونکی پر ځان مه غوسه کوه او دغسې وکړه؛ ځکه د خدای خوشحالي د نورو د خوشحالۍ پر ځای ده؛ خو هېڅ څیز او هېڅوک د خدای د خوشحالۍ ځای نیوای نشي. پر ظالم سختګېر وسه او لاس یې ونیسه او له نېکچاریو سره نرم او ملایم چله، ځان ته یې رانژدې، خپل خواله ساتي او ورورڼه یې کړه.

بیا دې خپل نمانځه ته وګوره؛ ځکه ته امام یې او هر امام، چې خلکو ته نمونځ ورکوي؛ خو که د خلکو په نمانځه کې څه نیمګړتیاوي؛ نو ګناه به یې د امام پر غاړه وي؛ خو د خلکو له ثوابه څه نه کمېږي[4] امام چې پوره نمونځ وکړي؛ نو د خپلو مامورمینو په څېر یې ثواب پر برخه کېږي، بې له دې چې له اجره یې څه کم شي. او دس ته دې ځیر شه، چې د نمانځه تماموونکی دی او څوک چې اودس نلري ، نمونځ یې نمونځ نه ګڼل کېږي او پوه شه هر عمل دې ( منل یا نه منل یې) ستا په نمانځه پورې اړوند دی او پوه شه څوک چې نمانځه ته شا کړي؛ نو د اسلام نورو حکامو ته خو به شا او شا کړي.

مصریانو! چې له وسې مو کېږي، داسې چارې وکړئ، چې کړه وړه مو،ویناوې تصدیق کړي او دباندې مو دننه او خوله او کړنې مو یو له بل سره مخالفې نه وي .

پېغمبر اکرم (ص) ویلي: ((امت ته مې نه د مؤمن له شره ډارېږم او نه د مشرک له شره؛ ځکه خدای مؤمن د خپل ایمان په سیوري کې ساتي او مشرک د خپل شرک په پار له منڅه وړي؛ خو له خوږ ژبي منافقانو ته درته اندېښمن یم، چې ښې خبرې کوي؛ خو کړنې یې ناسمې دي)) او [ دا یو سم مطلب دی، چې] څه پټ پکې نشته، همداراز پېغمبر اکرم (ص) ویلي: (( هغه چې خپلې ښې کړنې یې خوشحال او بدۍ یې خپه کړي؛ نو دا یو واقعي مؤمن دی .))

همدغسې وایي: (( په منافق کې دوه خویه نه راټولېږي : زړه پورې څېره او دین پوهنه))

محمد بن ابوبکره ! پوه شه غوره دینپوهنه، په دین کې تقوا او پر الهي احکامو عمل کول دي، خدای دې توفیق راکړي، چې شکر یې وکاږو،یاد یې کړو، اطاعت یې وکړو؛ځکه هغه نژدې اورېدونکی دی.

پوه شه دنیا د ازمېښت، کړاو او فاني کېدو ځای دی او آخرت د پاتېدو او ثواب موندو کور دی؛ نو که وکړای شې پایښتي څیزونه پر ناپایښتو وپسولې؛ نو ویې کړه.

څه چې وینو، خدای دې د هغه بصیرت راکړي او پر څه چې پوهېږو، د هغه درک دې راپربرخه کړي، چې د الهي سپارښتنو په کولو کې ناغېړي او پر منکراتو او حرامو لاس پورې نه کړو؛ البته ناچاره یې چې له دنیا خپله برخه واخلې؛ خو د آخرت برخې ته ډېر اړین يې؛ نو که دوه چارې درمخې ته شوې، چې یوه یې د آخرت او بله یې د دنیا لپاره وه؛ نو د آخرت چار پیل کړه او که کړای شې؛ نو نېکو چارو ته څوبتیا ولره او په ښه نیت ورباندې لګیا شه؛ ځکه د خدای د بنده، چې نېکي او نېکچاري ښه ایسي؛ نو خدای یې د نیت هومره ورباندې لورېږي او که د نېکچار پر کولو بریالی هم نشي [همدا چې نیت یې ولري] ان شا الله د هغه چا په څېر به وي، چې ښه چار یې کړی وي.

بیا د الهی تقوا سپارښتنه درته کوم، بیا د اسلام د هر اړخيزو اوه ګونو فضایلو توصیه درته کوم : له خدایه وډار شه او د خدای په لار کې له چا مه ډارېږه او په حقیقت کې غوره خبره هغه ده، چې عمل یې تاییدکړي. په یوې موضع کې دوه بېلابېل قضاوتونه مه کوه، چې په کار کې شکي شې او له لارې واوړې. ټولو خلکو ته هغه غواړه، چې ځان او کورنۍ ته یې غواړې او څه چې ځان او کورنۍ ته نه غواړې؛ نورو ته یې هم مه غواړه. کوم چار چې د خدای درشل ته حجت او دلیل وي، لاس ترې مه اخله او د خلکو په سمونې لاس پورې کړه او د حق په لار کې زخمو ته وردننه شه [ ستونزې د زړه له کومې ومنه] او د هېچا له پړې مه ډارېږه. له حقه مخ مه اړوه، که کوم مسلمان سلامشوره درسره ورکړه، خیر یې ورښکاره کړه، ځان لرې و نژدې [خپل و پردي] ته بېلګه کړه .

(( او پر نېکیو امر او له بدیو منع کوه او هر کړاو، چې درباندې راشي، و یې زغمه، چې دا (زغم) له سترو چارو ځنې دی[5])).

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته.

[1] [مدثر (۷۴) – ۳۸ آیت]

[2] آل عمران (۳) – ۲۸ آیت

[3] اعراف (۷) – ۳۲ آیت

[4] ( د قاعدې له مخې دا مطلب په حمد او سورت پورې اړوند دی چې د امام پر غاړه دي)

[5] [لقمان (۳۱) -۱۷ آیت:]

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست