بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د اهلسنتو فقهاء دلته یو مقدمه وایم. د اموی خلفاوو په وخت کې د عرب نژاده غیر شیعي فقهاوو ملاتړ کېده او هغوي يې پیاوړي کول او د عباسي خلفاوو په وخت کې د غیر عربو او غیر شیعه فقهاوو ملاتړ کېده او هغوی یې پیاوړي کول، مخصوصا غیر شیعه ایرانیان. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
دلته یو مقدمه وایم. د اموی خلفاوو په وخت کې د عرب نژاده غیر شیعي فقهاوو ملاتړ کېده او هغوي يې پیاوړي کول او د عباسي خلفاوو په وخت کې د غیر عربو او غیر شیعه فقهاوو ملاتړ کېده او هغوی یې پیاوړي کول، مخصوصا غیر شیعه ایرانیان. جرجي زیدان د اموي خلفاوو په اړه وايي :
امویانو ډېر عربي تعصب درلوده او د غیر عربي ملتونو به یې ډېر سپکاوی کاوه. دا چې د مدینې فقهاوو خلافت د رسول الله د اهل بیتو حق ګاڼه او امویان یې غاصب ګڼل؛نو له دې مخې اموي خلفاوو په زړه کې د مدینې له فقهاوو سرخ کرکه درلوده او له ناچارۍ یې د مدینې د فقهاوو درناوی کاوه او د هغوی د راضي کولو لپاره به یې هڅې کولې. مخصوصا د امویانو پرهیزکاره خلفاوو لکه عمر بن عبدالعزیز به یو کار هم د مدیني فقهاوو له نظر پرته نه ترسر کاوه. تر امویانو وروسته عباسیان راغلل او منصور عباسي د عربو په سپکاوي او د ایرانیانو په درناوي لاس پورې کړ، دا ځکه،چې د ایرانیانو په لاس عباسي دولت رامنځ ته شوی و او د منصور یوه هڅه دا و،چې د مسلمانانو نظر له مکې او مدینې څخه واړوي. د (( قبة الخضراء)) په نامه یې یوځای جوړ کړ،چې خلک دې په همدې ځای کې حج وکړي او د مدینې د اسېدونکیو معموله مقرري یې بنده کړه.د مدینې د هغې ورځې فقیه (په اهلسنتو) کې حضرت مالک بن انس و،چې د مدینې د خلکو تر استفتا وروسته یې له منصور سره د بیعت ماتونې فتوا ورکړه. د مدینې اوسېدونکیو له منصور څخه لاس واخیست او د حضرت علي د کورنۍ له یو غړي محمد بن عبد الله سره یې بیعت وکړ. محمد مشهور شو او منصور ورسره په جګړه لاس پورې کړ او په ډېر زحمت یې محمد ته ماتې ورکړه او یو ځل بیا د مدینې اوسېدونکیو له منصور سره بیعت وکړ. بیا هم حضرت مالک ، عباسي خلفاء ، خلیفه نه ګڼل، د مدینې حاکم جعفر بن سلیمان،چې د منصور د تره زوی د حضرت مالک په دې خبره پوه شو او حضرت مالک یې په کوړو وواهه.( د تاريخ تمدن ترجمه ، جلد 3 صفحه 104 – . 105)
ابن الندیم په الفهرست کې په فقهاوو پورې اړوند د محمد بن شجاع تر احوال لاندې،چې په ابن الثلجي مشهور دی، داسې یو داستان رانقلوي،چې د ایرانیانو ( البته غیر شیعه ایرانیانو) پر وړاندې د عباسي خلفاوو سیاست ښيي. له اسحاق بن ابراهیم مصعبي څخه نقلوي،چې ویې ویل: خلیفه راوغوښتم راته یې وویل،چې داسې فقیه راته انتخاب کړه،چې هم اهل حدیث وي او هم اهل قیاس،ښکلې،لوړ دنګ او خراساني الاصل وي، له هغوی څخه وي،چې زموږ په دولت کې روزل شوی وي، زموږ د دولت طرفدار وي، هغې ته د قضا منصب ورکول غواړم. اسحاق ورته وویل: د داسې اوصافو سړی یوازې محمد بن شجاع ثلجي دی. اجازه راکړی،چې ورسره خبرې وکړم. خلیفه وویل: ښه ده،چې و یې منله؛نو ما ته یې راوړه.خو محمد بن شجاع و نه منله او ویې ویل ولې یې ومنم؟ نه مال ته اړتیا لرم او نه مقام او شهرت ته.( الفهرست ، صفحه . 305)
لکه څرنګه،چې پوهېږو د اهلسنتو په فقهاوو کې څلور کسان دي،چې د مذهب خاوندان ګڼل کېږي او د اهلسنت عام خلک په دې څلورو کې د یو تابع دي،چې دا دي (امام) ابوحنیفه، (امام) شافعي، (امام) مالک بن انس او (امام) احمد حنبل.
دا چې یوازې دا څلور کسان د مذهبونو مشران شول او انحصار یوازې همدوی ته ورکړل شو؛نو دا کار په اوومه هجري پېړۍ کې وشو، تردې مخکې په اهلسنتو کې تقریبا لس مذهبونه وه. د اهلسنتو د فقهاوو په اړه موږ خپل بحث په درې برخو ویشو: د مذهب تر مشرانو مخکې دوره، د مشرانو دوره، تر مشرانو وروسته دوره.
د مذهب تر مشرانو مخکې دوره د تابعینو دوره ده. هغه دوره ده،چې رسول اکرم(ص) یې نه دی (لیدلی) درک کړی؛خو د انحضرت (ص) صحابه کرام یې (لیدلی) درک کړي دي. په دې دوره کې په مدینه کې اوه کسان وه،چې په (( فقهاء سبعه )) مشهور دي،چې عبارت دي له:
۱- ابوبكربن عبدالرحمن بن حارث بن هشام مخزومی
له قریشو څخه دی او د ابوجهل ورونو ته یې نسبت رسي. په ۹۴ هجري کې مړ شوی دی.
۲- سعيدبن مسيب مخزومی
له قریشو څخه دی، په زهد او عبادت مشهور دی. وايي،چې پنځوس کاله د شپې ویښ پاتې شوی او د ماسخوتن په اودس به ېې د سهار لمونځ هم کاوه. علامه سید حسن صدر په تاسیس الشیعه (۲۹۸ صفحه) کې او د تشیع ځنې نور ستر علماء نوموړی شیعه ګڼي. سعید بن مسیب په ۹۱ هجري کې مړ شوی دی.
۳- قاسم بن محمدبن ابیبكر
د حضرت ابوبکر (رض) لمسې دی او د امام صادق مورنې نیکه دی. د تاسیس الشیعه خاوند یې په شیعه توب ټینګار کوي. لکه څرنګه چې مشهور دي، د قاسم مور په دې مشهوره ده،چې ساساني یزدجرد لور ده. نو د نقل له مخې قاسم د پلار له اړخه قریشي او د مور له اړخه ایرانی دی. د سل او یو سل او لسو هجري پېړې په موده کې مړ شوی دی.
۴- خارجة بن زيدبن ثابت انصاري
په ۹۹ هجري پېړې کې مړ شوی دی او د حضرت زید بن ثابت انصاري(رض) زوی دی.
۵- سلیمان بن سیار
دا سړی له موالي څخه دی او احتمالا ایرانی دی، حدوداً به ۹۴ هجري پېړۍ کې مړ شوی دی.
۶- عبيدالله بن عبدالله بن عتبة بن مسعود
حدوداً په ۹۸ هجري کې مړ شوی دی،چې د ستر صحابي حضرت عبدالله بن مسعود (رض) ورور دی.
۷- عروه بن زبیر
حدوداً په ۹۴ هجري کې مړ شوی دی،چې د ستر او مشهور صحابي حضرت زبیر بن عوام (رض) زوی دی.
لکه څرنګه،چې معلومه شوه،په دې اوو کسانو کې یو یې ( سلیمان بن سیار) احتمالاً ایرانی دی. بل کس ( قاسم بن محمد) د یو نقل له مخې ،چې معتبر هم نه دی،د مور له خوا ایرانی دی. نور ټول سوچه مکي یا مدني عربان دي. په دې دوره کې نور ستر شخصیتونه هم شته،چې ځینې یې پکې ایرانیان دي،چې مشهور ربیعة الراﺉ یې له دې جملې څخه دی. نوموړ ی د حضرت مالک بن انس استاد دی. پر قیاس باندې عمل کول دې ابداع کړل. ربیعه په ۱۳۶ هجري کې مړ شو.طاووس بن کیسان هم له دې جملې څخه دی. طاووس ایرانی موالی دي او د (( فقهاء سبعه)) سره په یو وخت کې و. په ۱۰۴ یا ۱۰۶ هجري کې مړ شوی دی. بل یې سلمیان بن اعمش دی،چې ایرانی دی. د لومړۍ پېړۍ له فقهاوو څخه شمېرل کېږي. مخکې مو ددې په اړه بحث وکړ. بل د حضرت ابن عباس غلام، عکرمه دی. عکرمه یو بربری غلام دی او ایرانی نه دی. عکرمه د فقاهت او تفسیر مقام ته ورسېد. په فقه او تفسیر کې نوم اخستل کېږي.
راځو مشرانو ته .
۱- امام ابوحنیفه (رح)
چې اصلي نوم یې نعمان بن ثابت بن زوطي یا نعمان بن ثابت بن نعمان بن المرزبان دی. په ۱۵۰ هجري کې مړ شوی دی. امام ابوحنیفه ایرانی دی، چې د اهل سنتو امام اعظم ګڼل کېږي. د اهلسنتو په ټولنه کې تر رسول الله (ص)، خلفای راشدینو او حسنینو (رض) وروسته بل یو څوک هم د امام ابوحنیفه په شان محترم نه دی.په ایران کې پیروانان ډېر دي؛ خو غیر له ایران څخه تر سل میلیونو څخه ډېر پیروانان لري.
۲- امام محمد بن ادریس شافعي
په ۲۰۴ کې مړ شوی دی، قریشي عرب دی، د امام ابوحنیفه په شان ډېری پیروانان لري. شاید تر امام ابوحنیفه یې پیروانان ډېر وي.
۳- امام مالک بن انس
په ۱۷۹ هجري کې مړ شوی دی، قحطاني عرب دی، د مغرب اوسېدونکي دی. د مغرب خلک یې معمولاً پیروانان دي.
۴- امام احمد حنبل شیباني
په ۲۴۱ هجري کې مړ شوی دی. عرب نژاده دی؛خو ظاهراً کورنۍ یې په ایران (مرو) کې اوسېده. ابن خلکان لیکي : احمد حنبل ،چې د مور په ګېډه و ؛نو مور یې له مرو څخه ولاړه او په بغداد کې وزېږېد.
امام احمد حنبل ته عرب نژاد ایرانی ویلای شو؛نو له دې مخې د اهلسنتو له څلورو امامانو څخه یو یې ایرانی ، یو یې عدنانی عرب، یو یې قحطانی عرب او څلورم یې عرب نژاده ایرانی دی.
لکه څرنګه،چې مخکې ورته اشاره وشوه، د مشرانو په طبقه کې نور هم وه،چې اوس یې مذهب عملا منسوخ شوی دی، لکه محمد بن جریر طبري،چې په ۳۱۰ هجري کې مړ شوی دی او داود بن علي ظاهري اصفهاني،چې په ۲۷۰ هجري کې مړ شوی دی. داود بن علي هماغه دی په فقه کې یې ظاهري مکتب رامنځ ته کړ.دا مکتب یو ډول اخباریګري او جمود دی. ابن حزم اندلسي،چې ایرانی نژاد لري؛خو د امویانو طرفدار دی او په زړه کې له اهل بیتو سره دښمني لري، له فقهي نظره د داود بن علي بن ظاهري تابع دی.
د اهلسنتو د فقهاوو بله ډله هم شته،چې ځینې د مذهب خاوندان وه او ځینې یې نه، ځینې یې ایرانیان و او ځینې یې نه وه. دا چې د اهلسنتو په فقه کې د ایرانیانو برخې ته مو یو معیار ورکړي وي؛نو د ځینو نومونه یې اخلو.
۱- محمد بن حسن شیباني
د امام ابوحنیفه شاګرد او د هارون الرشید له ملازمینو څخه و او په ۱۸۹ هجري کې مړ شوی ، دا سړی اصلا دمشقی دی. د عراق په واسط کې زېږېدلی دی له هارون سره ایران ته راغې او د رۍ په ښار کې مړ شو او همدلته خښ شو.
۲- ابویوسف
د امام ابوحنیفه شاګرد او د مهدي، هادي او هارون الرشید قاضي القضاه و. په ۱۹۲ هجري کې مړ شوی دی. ظاهراً ددې سړي نسبت د مدینې انصارو ته رسي.
۳- زفر بن الهذیل
عدنانی عرب دی او د امام ابوحنیفه له پیروانانو څخه دی، په ۱۵۸ هجري کې مړ شوی دی.
۴- لیث بن سعد اصفهاني
د مصر فقیه و،ویل کېږي،چې د امام ابوحنیفه پیرو و او په ۱۷۵ هجري کې مړ شوی دی. لیث د مذهب خاوند هم و.
۵-عبدالله بن مبارک مروزي
د مرو اوسېدونکی دی، د امام ابوحنیفه او امام مالک او ثوري شاګرد و .په ۱۸۱ هجري کې مړ شوی دی.
۶- اوزاعي ، اوزاعی ، ابوعمر و عبدالرحمن بن عمرو
د زهري او عطاء بن ابی رباح شاګرد و، د شام اوسېدونکی دی او د شامیانو مطلق مشر ګڼل کېږي،په ۱۵۷ هجري کې مړ شوی دی. اوزاعي د مکتب لرونکیو فقهاوو ځنې دی. معلومه نه ده،چې اصیل یمنی عرب دې یا د یمن له اسراوو څخه دی.
دا د اهلسنتو د فقهاوو معاریف دي، غیر معاریف یې له حسابه وځي. په معاریفو کې په مختلفو طبقاتو کې ایراني او غیر ایراني افراد ډېر دي. په وروسته پېړیو کې د اهل سنتو له امامانو او فقهاوو،چې تېر شو؛نو په څلورمه پېړۍ کۍ د سريج شافعي او ابوسعيد اصطخري او ابواسحاق مروزي او په پنځمه پېړې کې د ابو حامد اسفرائني، ابواسحاق اسفرائني ، ابواسحاق شيرازي، امام الحرمين جويني،امام محمد غزالي ،ابوالمظفر خوافي او كياالهراسی او په شپږمه پېړۍ کې ابواسحاق عراقي موصلي او په اوومه پېړۍ کې د ابو اسحاق موصلي او په اتمه پېړۍ کې د شاطبي اندلسي نومونه اخستلای شو. په دې وروستیو درې څلورو پېړیو کې دا چې د ایران خلک له تسنن څخه تشیع ته ورمات شول؛نو د ایران ټول فقها شیعه وه.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com