د حضرت علي دوستي هغه حسنه ده،چې سيئات سوځوي د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کيږي په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي[1] ( کنوزالحقايق :٦٢ مخ ) ديلمي د خداى له نبي روايتوي، چې وايي : (( د علي مينه هغه حسنه ده،چې درلودل يې يوه ګناه هم تاوان نه دررسوي . […]
د حضرت علي دوستي هغه حسنه ده،چې سيئات سوځوي
د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کيږي
په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي[1]
( کنوزالحقايق :٦٢ مخ ) ديلمي د خداى له نبي روايتوي، چې وايي : (( د علي مينه هغه حسنه ده،چې درلودل يې يوه ګناه هم تاوان نه دررسوي . ))
( کنوزالحقايق : ٦٢ او ٦٣ مخونه ) بيا له ديلمي روايتوي،چې پېغمبراکرم (ص) وايي :د علي دوستي ګناهونه سوځوي؛لکه څنګه چې اور خس سوځوي . ))
( رياض النضره :دويم ټوک،٣١٥ مخ ) ، ( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٨ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٩٤ مخ او درېم ټوک،١٦١ مخ ) روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې راغلي : د خداى استازی وپوښتل شو : آيا له پل صراط او اور له تېرېدو لپاره جواز _ پل _ شته ؟ و يې ويل : (( د علي بن ابيطالب دوستي او مينه . ))
(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى، چې رسول اکرم د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به راسره او زما پر درجه وي.))
دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛ تاريخ :3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل : چې دا روايت نصر بن علي نقل کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه یو زر کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل : دا شيعه نه ؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست .
دا روايت متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او په 7ټوک کې یې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ما سره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه ؛نو راسره به يې دښمني کړې وي او په اخر کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى .
( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه او (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک ،١٤٩ مخ ) او ابونعيم د حلية د درېم ټوک په ٢١١ مخ، خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ: څلورم ټوک،١٥٩ مخ، ابن اثيرجرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ او سيوطي په درالمنثور کې د ( قل لا اسئالکم ) تر آيت لاندې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( له خداى سره يې د نعمتونو له امله مينه وکړئ،له ماسره د خداى له امله او له اهلبيتو سره مې زما له امله مينه وکړئ . )) او د وينا له مخې يې ترمذي، طبراني، حاکم او بيهقي راوړى دى .
( د بغداد تاريخ:دويم ټوک،١٤٦ مخ ) وايي : رسول اکرم وايي : (( زما شفاعت د هغوى لپاره دى،چې له اهلبيتو سره مې مينه کوي . ))
سيوطي په درمنثور کې د مودت تر آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې احمد، ترمذي، نسايي، حاکم،محب طبري ( ذخاير :٩ مخ )، طبراني، او خطيب بغدادي د ابي الضحى له لارې د حضرت ابن عباس له لارې او همداراز له ابي الضحى له مسروق له عايشې بي بي روايتونه نقل کړي،چې حضرت عباس، پېغمبراکرم (ص) ته ګيله وکړه، خلک،چې موږ بني هاشم له لرې ويني؛نو يو له بل سره پسپسکي کوي او چې ورنږدې شو؛نو چوپ شي او لنډه دا چې ستا نبوت او رسالت ددې لامل ګرځېدلى،چې خلک راسره په زړونو کې کينه واخلي . پېغمبراکرم (ص) دومره خپه شو،چې پر تندي يې خولې راماتې شوې او ويې ويل : (( پر خداى قسم،چې د هغوى په زړه کې به ايمان نه وي او خير به و نه ويني چې درسره مينه ونه کړي . ))
په يو بل نقل کې راغلي : (( پر خداى چې ايمان به ونه لري،چې راسره تر ځانه، له اهلبيتو سره تر خپلو اهلبيتو، له عترت سره تر خپل عترت او له ځوځات سره مې تر خپل ځوځاته ډېره مينه ونه کړي . ))
دا روايت هيثمي هم د مجمع د لومړي ټوک په ٨٨ مخ کې راوړى او د وينا له مخې یې،طبراني هم په کبير او هم اوسط او همداراز شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې، ديلمي، طبراني، ابوالشيخ په نورالابصار ( ١٠٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ديلمي، طبراني،ابوالشيخ، ابن حبان او بيهقي هم نقل کړى دى .
( کنزالعمال :دويم ټوک،٥٦ مخ ) : (( پينځه څيزه دي،چې که چا ته روزي شول؛نو په آخرت کې به د عمل نه کولو ته هېڅ پلمه نه لري : ١_صالحه کورودانه .٢_نېک اولاد .٣_ښه خوى .٤_ په وطن کې معيشت .٥_ له اهلبيتو سره مينه . ))
دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په٤٥٩ مخ کې نقل کړى او د وينا له مخې يې ديلمي هم په الفردوس کې نقل کړى دى .
( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٢ مخ ) د قيامت پر ورځ به د خداى بنده ګام پورته نه کړي؛خو دا چې د څلورو څيزونو پوښتنه ترې نه وي شوې : ١_ عمر چې څنګه دې تېر کړ .٢_ بدن چې په کوم کار دې واچاوه . ٣_مال، چې له کومه دې راوړى او په کوم ځاى کې دې لګولى دى .٤_ د اهلبيتو مينه .
دا روايت طبراني له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او هيثمي د مجمع د لسم ټوک په ٣٤٦ مخ کې نقل کړى دى .
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢٧٨ مخ ) : خپل اولاد مو پر درې څيزونو ادب کړئ :١_له پېغمبر سره مينه .٢_له اهلبيتو سره مينه .٣_د قرآن قرائت، چې د قرآن د حاملانو ناسته پاسته به د خداى تر سيوري لاندې له انبياوو او اصفياوو سره وي؛ پر هغه ورځ، چې يو سيورى به هم نه وي . بيا متقي وايي : دا حديث ابونصر عبدالکريم شيرازي د فوايد په کتاب کې او ديلمي په فردوس کې له ابن النجار څخه، مناوي د فيض القدير د لومړي ټوک په ٢٢٥ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .
زمخشري په کشاف تفسیر کې د شورى سورت د مودت آيت تر تفسير لاندې د رسول اکرم وينا راخستې،چې وايي : هغه شهيد دى چې د آل محمد په مينه ومري .پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به بښل شوى له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به تائب له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به مؤمن او په بشپړ ايمان له دنيا تللى وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ ته به ملک الموت د جنت وعده وکړي او بيا انکر او منکر . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته بيول کېږي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي له قبره به د جنت په لور دوه سيوري جوړ شي . پوه شئ ! پر آل محمد د مين د مړي قبر به د د پرښتو زيات وي . پوه شئ ! پر آل محمد مين مړ به پر سنت او جماعت له دنيا تللى وي . پوه شئ ! د قيامت پر ورځ به يې له آل محمد سره د کينه کښ پر تندي ليکلي وي : د خداى له رحمته نهيلى او پوه شئ ! له آل محمد سره کينه کښ کافر له دنيا تللى او ان د جنت بوى به هم حس نه کړي.
( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٧٢ مخ او لسم ټوک :٢٨٢ مخ ) (کنوزالحقايق :٥ مخ ) (ذخاير العقبى :٨١ مخ ) ( شبلنجي ؛نورالابصار : ١٠٣ مخ ) روايتونه نقل کړي،چې د ټولو نچوړ دادى : د خداى نبي وويل : هېڅکله زما له اهلبيتو مه غافلېږئ،چې که څوک زما د اهلبيتو په مينه له خداى سره ملاقات وکړي؛نو په شفاعت به يې جنتي کړي او پر خداى چې بې زموږ د حق له پېژندو يو عمل هم ګټه نه لري او چې څوک موږ د دنيا لپاره غواړي؛نو هېڅ يې هم نه دي کړي او که چا د خداى له امله راسره مينه وکړه؛نو ددې دوو ګوتو ( د شهادت دوه ګوتې يې يو ځاى کړې ) په څېر به يو ځاى جنت ته ننوځو او پر پل صراط به يې پښه نه ښوېيږي،چې له اهلبيتو سره يې مينه ډېره وي او بې له مؤمنه له اهلبيتو سره څوک مينه نه کوي او بې له منافقه څوک له اهلبيتو سره دښمني نه کوي او له آل محمد سره يوه ورځ مينه تر يوه کال عبادت غوره ده .
(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت زيد بن ارقم د خولې وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم (ص) د ايمان په اړه وينا کوله او و يې ويل : (( څوک چې غواړي ژوند او مړينه يې زما د ژوند او مړينې په څېر وي او په هغه جنت کې راسره مېشت شي،چې خداى يې وعده راکړې؛نو له علي بن ابيطالب سره دې مينه وکړي؛ځکه هغه به مو هېڅکله بې لارې نه کړي . ))
دا روايت حاکم صحيح ګڼلى او ابو نعيم د حلية د څلورم ټوک په ٣٤٩ مخ له دوو لارو او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې هم نقل کړى دى .
( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت عمار ياسر د خولې وينا را اخلي،وايي : د خداى له استازي مې واورېدل، چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! هغه څومره بختور دى چې درسره مينه کوي او ستا په اړه رښتيا ووايي او هغه دې پر خپل حال وژاړي،چې دښمني درسره کوي او په اړه دې دروغ ووايي . ))
دا روايت خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د نهم ټوک په ٧١ مخ کې له دوو لارو او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٢ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٥ مخ او د ذخاير په ٩٢ مخ کې يې هم راوړى دى .
( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٦ مخ ) په خپل سند له زيد بن وهب له حذيفه (رض) او هماغه په ٨٦ مخ کې په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په دواړو روايتونو کې راغلي: رسول اکرم (ص) وويل : (( که څوک غواړي زما په څېر ژوند ولري او زما په څېر ومري او د پالونکي په راکړ شوي جنت کې مېشت شي؛نو تر ما وروسته بايد له علي او دوستانو سره يې مينه وکړي او تر ما وروسته د امامانو لاروي وکړي،چې ټول زما عترت دي؛ځکه هغوى زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه يې روزي شوې ده او زما په امت کې دې هغه پر خپل حال وژاړي،چې فضائل يې دورغ وګڼي او زما لورنه ورباندې پرېکړي او داسې خلک به خداى زما له شفاعته برخمن نه کړي . ))
( اصابه:درېم ټوک،لومړى قسم،٢٠ مخ او شپږم ټوک،٣٣٥ مخ ) ، (کنوز الحقايق :١٠١ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٥ مخ) ، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٠١ مخ)،(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١١ او ١٢١ مخونه)، (کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ او ١٥٨مخونه ) ، (د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،١٠٢ مخ ) او ذخاير العقبى په ٩٢ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې موږ د لڼديز لپاره يوازې د د بغداد تاريخ روايت راخستى،چې وايي: د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! مينوالو ته دې همدومره بس،چې په ځلکدن کې حسرت، په قبر کې وحشت او د قيامت پر ورځ ډار نه لري . ))
بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي
( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٥ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ،چې خربوزه پرې واخلي . حضرت بلال وايي : خربوزه مې واخسته او چې علي ماته کړه؛نو ترخه وه . حضرت علي وويل : بلاله دا خربوزه خپل خاوند ته يوسه او درهم ترې راواخله؛ د خداى استازي ما ته وويل: خداى ستا مينه پر بشر،ونه، مېوو او دانو لازمه کړې؛نو چا چې دې لاروي وکړه؛نو سپېڅلى او پاک شو او چاچې دې لاروي ونه کړه؛نو تريخ او ناپاکه شوه او زما په ګومان دا له هغو خربوزو ځنې ده،چې زما مينه يې نه ده منلې .
محب طبري دا روايت ملا ته نسبت ورکړى دى .
( د بغداد تاريخ :درېم ټوک،٢٨٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې ويې ويل : په ډله کې د کعبې سيوري ته ناست وو او رسول اکرم (ص) راته وينا کوله،چې ناڅاپه په رکن يماني کې يو څيز راروان و،چې رسول اکرم(ص) پرې توکاڼې تو کړې.ويې ويل : خداى دې لعنت کړه _ او يا يې وويل : خداى دې خوار کړه _ علي بن ابيطالب وپوښتل: رسول الله دا څه دي ؟ و يې ويل : مګر نه يې پېژنې ؟ ويې ويل : خداى او استازى يې ښه پوهېږي . و يې ويل : دا ابليس دى.حضرت علي له ځايه پاڅېد او د تندي له وېښتانو يې راونيو او وېښتان يې ترې راوايستل او و يې ويل : رسول الله اجازه راکړئ،چې ويې وژنم . رسول اکرم (ص) وويل : مګر له ياده دې وتلي،چې تر قيامته يې عمر غوښتى دى.حضرت علي پرېښود او ابليس په يوه ګوټ کې ودرېد او و يې ويل : علي ! ما درسره څه کړي دي؟ پر خداى قسم،چې ستا په دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې له پلار سره به يې زه په څاڅکي کې شريک نه يم . علي ! د قرآن دا آيت مه هېروه : (وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ) چې اجازه یې راکړې د خپلو لارويانو په مال او اولاد کې يې شريک شم .
بيا خطيب د خپل تاريخ د درېم ټوک په ٢٩٠ مخ کې له عبدالله روايتوي،چې د حضرت علي د خولې وينارا اخلي او وايي : يوه ورځ مې پېغمبر اکرم (ص) وليد،چې پر يو ستر څيز سپور دى او پر هغه لعنت وايي او د صفا له لوري راروان دى ؛نو پوښتنه مې وکړه : دا څوک دى ؟ ويې ويل : دا رټل شوى شېطان دى . ورته مې وويل : د خداى دښمنه ! پر خداى، چې وبه دې وژنم،چې امت دې له شره خلاص شي. ويې ويل : مګر د نېکۍ سزا بدي ده ؟ ومې ويل : د خداى دښـمنه ستا سزا څه ده . و يې ويل : پر خداى قسم ستا پر دښمنانو کې داسې څوک نه وينم،چې د مور په زيلانځ- رحم کې يې له پلار سره شريک نه يم .
خطيب بيا وايي :دا روايت ابوالحسين اشناني له اسحاق بن محمد نخعي؛يعنې اسحاق احمر همداراز راوړى دى .
( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : دويم ټوک،٢٠٤ مخ ) په خپل سند له ابي العباس څخه نقل کړى،وايي : له رسول الله کره وو،چې پر کيڼه پنډۍ يې خپل زوى ابراهيم او پر ښۍ يې امام حسين کېنولى و او يوه موچې له ده او بله له هغه اخلي ،چې دا مهال حضرت جبراييل وحې راوړه او د وحې حالت،چې د خداى له استازي ولاړ؛ نو و يې ويل : جبراييل راته وويل : خداى دې درباندې سلام وايي او وايي : موږ دا دوه ماشومان درته نه پرېږدو او يو بايد له بله ځار کړې . تر دې خبرې وروسته د خداى نبي ابراهيم ته وکتل او په ژړا شو او بيا يې چې حسين ته وکتل؛ نو بيا هم په ژړا شو او ويې ويل : د ابراهيم مور يوه وينځه ده،چې که مړ شو؛ نو يوازې زه به خپه شم؛خو که حسين مړ شو؛ نو هم به يې مور او هم به يې پلار خپه شي،چې زما له وينې او غوښې دي او هم به مې لور او هم به مې د تره زوى او هم به زه په خپله خپه شم؛زه خپل غم زغملى شم؛ خو د هغوى نه؛نو ايثار (سرښندنه) کوم؛نو جبراييله ! ابراهيم راڅخه واخله.)) ( د حديث تر پايه)
( ذخايرالعقبى : ٩٢ مخ ) د حضرت انس بن مالک وينا را اخلي ، وايي : يوه ورځ د خداى نبي پر منبر ډېره وينا وکړه او بيا يې وپوښتل : علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ علي له ځايه پاڅېد او ويې ويل : دلته يم ! د خداى نبي خپلې سينې ته رانږدې کړ او تندى يې ورته ښکل کړ او پر جيګ غږ يې وويل : ((مسلمانانو ! دا زما د دوو سبطو؛حسن او حسين پلار دى، چې د جنت د ځوانانو دوه ښاغلي دي . ))
( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١١١ مخ ) وايي : د حضرت ابن عباس وينا ده،چې د خداى رسول (ص)، حضرت ام سلمې بي بي ته وويل : (( د علي بن ابيطالب وينه او غوښه زما ده؛هغه ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ. )) ( طبراني )
( ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې د ام سلمې پر ځاى ام سليم راوړې او بيا يې ويلي : دا روايت عقيلي له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او مناوي هم ( کنوزالحقايق :١٦١مخ ) په لنډه له طبراني نقل کړى دى .
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٧ مخ ) له حضرت ابن عباس (خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٤٠ مخ ) له پينځو لارو له حضرت ابن عباس څخه ( محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٦٦ مخ ) ( علي بن سلطان؛مرقات : پينځم ټوک،٥٧٣ مخ ) ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې له حضرت عثمان بن عوف څخه روايت دى، چې وايي : يو سړي سلمان (رض) ته وويل : علي درباندې څومره ګران دى ! ورته يې وويل : د خداى له استازي مې اورېدلي : له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمني ده . )) او د هماغه ټوک په ١٤٢ مخ کې يې له حيان اسدي روايت دى،چې له علي مې واورېدل : رسول اکرم (ص) راته وويل : (( امت به تر ما وروسته درسره دښمني کوي او چې ته ژوندى يې زما پر دين به يې او زما پر سنتو به وژل کېږې او څوک چې درسره مينه کوي؛نو مینه یې راسره کړې ده او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو دښمني یې راسره کړې ده او ډېر ژر به دا په دې رنګينه شي؛يعنې ږيره به دې د سر پر وينو رنګينه شي . ))
دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧ مخ ) کې هم راوړى او دارقطني د افراد په کتاب کې يې حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى دى .
( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي برزه روايتوي چې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : خداى راته وويل : ته بايد راسره ژمنه وکړې . ورته يې وويل : کومه ژمنه؟ ويې ويل : واوره . ويې ويل : وايه چې غوږ مې دى . خطاب راغى : علي د هدايت بيرغ او زما او د اولياوو امام دى، د هغه رڼا ده،چې زما لاروي کوي، هغه ټکى دى،چې يو متقي هم ترې بېلتون نه لري؛نو څوک چې ورسره مينه وکړي؛نو له ماسره به يې کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛نو له ما سره به يې دښمني کړې وي او پر علي ددې مقام زېرى وکړه . علي ته راغلم او زېرى مې پرې وکړ، چې ويې ويل : رسول الله ! زه د خداى بنده او د قدرت په واک کې يې يم؛نو که پر عذاب مې کړي؛نو زما د ګناه له امله به وي او د مقام زېرى،چې تا يې راکړ،د خداى پېرزو او لورنه ښيي؛بيا يې حجابونه زما له سترګو پورته کړل او کوم کړاوونه يې،چې علي ته ځانګړي کړي ول، د يو صحابي لپاره مې هم نه وو؛نو ومې ويل : پالونکيه ! د ورور مې مل شه ! راته يې وويل :دا هر څه ورته تقدير شوي دي او هغه به پرې اخته شي او خلک هم به پرې و ازمېيل شي .
( د بغداد تاريخ :ديارلسم ټوک،٣٢ مخ ) حضرت له عبدالله بن مسعود (اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٨٣ مخ ) له ابوالجحاف داود بن ابي عوف له معاوية بن ثعلبة الجماني او همدا سند ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک د لومړي قسم په ٢٠٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : رسول اکرم (ص) وويل :
(( ټولو هغوى ته د علي بن ابيطالب پر ولايت وصيت کوم،چې زما پر نبوت ايمان لري،چې که چا ورسره مينه وکړه؛نو له ما سره يې کړې او چا چې راسره مينه وکړه؛نو له خداى سره يې مينه کړې ده او که چا ورسره دښمني وکړه؛نو ما سره يې دښمني کړې او ما سره دښمني له خداى سره دښمني ده . ))
( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧،١٥٨،٣٩١،٣٩٩ مخونه او همداراز د اووم ټوک ١٤٠مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٢٩،١٣١ او ١٣٣ مخونه ) ، (رياض النضره : دويم ټوک،٢١٤،١٦٦،٢٠٩،١٣٣ مخ ) او خصايص نسائي په ٢٨ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې له حضرت علي سره پر دښمنۍ او دوستۍ سربېره پکې دا هم راغلي،چې يوازې مؤمن له حضرت علي سره مينه کوي او يوازې منافق ورسره دښمني کوي .
( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٦ مخ ) له حوشرة بن محمد بصري روايتوي،چې وايي : يزيد بن هارون واسطي مې تر وژل کېدو څلور شپې وروسته په خوب کې وليد؛نو ومې پوښت،چې څه يې درسره وکړل ؟ راته يې وويل : حسنات مې قبول او ګناهونه مې وبښل شو او د ګناهونو ناوړه اغېزې مې هم له منځه ولاړې ( بيا دوام ورکوي تر دې چې وايي : ) د انکير او منکر کيسه څنګه وه ؟ ويې ويل : هو ! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته؛زه يې کېنولم او د پالونکي په اړه يې وپوښتلم ( بيا همداسې وايي، تردې چې وايي : ) يو له هغوى دوو ځنې وپوښتلم : خپل احاديث دې له حريز بن عثمان روايت کړي ؟ ورته مې وويل :هو هغه موثق سړى و او احاديث يې د ډاډ وړ وو . و يې ويل :سمه ده، چې ډاډمن و؛خو له علي سره يې دښمني کوله؛نو د خداى دښمن هم و .
( هيثمي؛ مجمع :نهم ټوک،١٢٩ مخ ) حضرت ابو رافع وايي : رسول اکرم(ص) د حضرت علي په مشرۍ يو لښکر يمن ته ولېږ او د اسلم د ټبر عمرو شاس هم پکې و؛نو چې له جګړې راستون شو؛نو په حضرت علي پسې يې خوله راوسپړله . رسول اکرم(ص) ورپسې يو کس ولېږه، چې را يې ولئ، چې راغى؛نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : په علي پسې بد مه وايه . آيا په دې سفر کې دې ترې بد ليدلي،چې داسې دې ورپسې خوله راسپړلې . عمرو ورته وويل : نه . رسول اکرم (ص) ورته وويل :نو دا د څه خبرې دي ؟ و يې ويل : له علي سره دښمني مې په خپل واک کې نه ده . د خداى استازى سخت غوسه شو او يې ويل : (( چا چې له علي سره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې کړې ده او چا چې له ما سره دښمني وکړه؛نو له خداى سره يې کړې ده . ))
د رسول الله (ص) ځان
( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٢٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عبدالرحمان بن عوف وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم مکه سوبه کړه او طايف ته ستون شو او اته که اوه ورځې يې کلابند کړ او بيا راستون شو،چې په يو ځاى کې يې وويل : (( خلکو ! زه درنه تلونکى يم او سپارښتنه کوم،چې له عترت سره مې ښه چلن وکړئ او موږ تاسې به د کوثر د حوض تر غاړې وينو . قسم پر هغه خداى، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده؛يا دا چې لمونځ به کوئ او زکوة به ورکوئ او يا دا چې له خپل اړخ به يو سړى درواستوم (او يا داسې يې وويل : هغه سړى چې زما د ځان په څېر دى) او هغه بايد له دښمن سره جګړه وکړي او ذراري يې اسيران کړي.)) راوي وايي :خلکو ګومان کاوه،چې مراد يې ابوبکر يا عمر (رضى الله عنهما) دى؛نو په همدې وخت کې د خداى نبي د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( او هغه دا دى.)) بيا وايي : ددې حديث سند صحيح دى .
ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) او ابن حجر د صواعق په ٧٥ مخ کې له ابن ابي شيبه نقل کړى دى . هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣٤ مخ کې له ابويعلي او په ١٦٣ مخ کې له بزار څخه نقل کړى دى .
(زمخشري؛ کشاف ) د [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا(حجرات/۶)] آيت په تفسير کې وايي : رسول اکرم (ص)،وليد بن عقبه د حضرت عثمان مېرنى ورور ولېږه ( تر دې چې وايي ) : ،چې په بني المصطلق کې،چې دوستي يې ورسره وه،څېړنه وکړي؛ نو همدا چې وليد يې سيمې ته ورنږدې شو؛ نو هغوى يې مخې ته راغلل او ګومان يې وکړ،چې جګړې ته راغلى او وليد هم له هماغه ځايه ستون شو او رسول الله ته يې وويل : بني المصطلق مرتد شوي او زکات يې را نه کړ. پېغمبراکرم (ص) غوسه شو او غوښتل يې جګړه ورسره وکړي،چې هغوى د رسول الله مبارک له هوډه خبر شو او و يې ويل : له رسول الله او غوسې يې پناه غواړو او دا خبره،چې د رسول الله مبارک غوږونو ته ورسېده؛نو په اړه يې شکمن شو او پيغام يې ورولېږه، چې له ارتداده لاس واخلئ؛ګنې د خپل ځان په څېر يو سړى درلېږم،چې ومو ځپي او ذراري مو اسيران کړي او بيا يې د حضرت علي پر اوږه لاس کېښود .
( خصايص نسائي :١٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابى روايتوي چې ويلي يې دي : د خداى نبي وويل : (( بني وليعه دې له خپلو کارونو لاس واخلي؛ګنې د خپل ځان په څېر یو سړى ورلېږم،چې حکم مې ټکى په ټکى پلي کوي او هغوى به ووژني او ذراري به يې اسيران کړي . )) دا مهال حضرت عمر زما په ملابند لاس کېښود او بې واکه يې وويل : څوک ښيئ ؟ ما ورته وويل : مطلب يې ستا ملګرى او ته يې . حضرت عمر بيا وپوښتل : رښتيا ووايه څوک ښيي ؟ ما ورته وويل : خاصف النعل ښيئ او دا مهال حضرت علي خپلې پڼې يې ګنډلې.
دې ته ورته روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت زيد بن نفيع څخه نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد په مناقب کې نقل کړى دى .
( هيثمي؛مجمع : اووم ټوک،١١٠ مخ ) وايي : د حضرت جابر بن عبدالله وينا ده،چې وايي : رسول اکرم (ص)، حضرت وليد بن عقبه، بني وليعه ته ولېږه (تر دې چې وايي ) : رسول اکرم (ص) وويل : يا دا چې بني وليعه دې له خپلو چارو لاس واخلي او يا داچې د خپل ځان په څېر سړى به ورولېږم، چې ورسره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي او هغه دادى؛لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود . ( د حديث تر پايه ) ( طبراني )
( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) وايي : له عمرو بن عاص (رض) څخه روايت دى،چې وايي : له ذات السلاسل جګړې،چې راستون شوم؛نو له ځان سره مې وويل : تر ما به څوک پر رسول الله نه وي ګران؛ نو ومې پوښت : پر تاسې څوک تر ټولو ډېر ګران دى ؟ ( په کنزالعمال کې يې يو لړ نومومونه راوړي چې ) حضرت عمرو عاص، رسول الله (ص) پوښتي : علي درباندې څومره ګران دى ؟ رسول الله مبارک خپلو يارانو ته مخ کړ او و يې ويل : دې سړي ته ګورئ،چې د ځان په اړه مې پوښتي. ( ابن النجار )
( ابن عبدالبر؛استيعاب:دويم ټوک،٤٦٤ مخ ) وايي : معمر له ابن طاووس له پلار له مطلب بن عبدالله بن حنطب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د ثقيف د ټبر خلکو ته وويل: (( يا دا چې اسلام به راوړئ او يا دا چې د ځان په څېر سړى به درولېږم،چې ورمېږونه مو ووهي،ذرار مو اسيران او شتمنۍ مو غنيمت کړي .)) حضرت عمر وويل : پر خداى قسم،چې د هغې ورځې هومره مې هېڅکله د لښکر د قومندانۍ هيله نه درلوده؛ نو ټټر مې ببر کړ، چې کېداى شي ووايي چې هغه سړى دادى؛ خو پام مې شو، چې علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل : هغه سړى دادى .
ليکوال : دا روايت محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک، ١٦٤مخ ) کې داسې راوړى : رسول اکرم (ص) وويل : له خپل اهله يو سړى او که د ځان په څېر سړى او د روايت په پاى کې راغلي،چې دوه ځلې يې وويل : هغه دادى ! هغه سړى دادى .بيا محب طبري وايي : دا روايت عبدالرزاق په جامع او ابوعمرو بن سمان نقل کړى . په دې اړه نور روايتونه هم شته،چې له انصافه به لرې نه وي،چې لنډه کتنه ورته وکړو.
ړومبى هغه روايت دى،چې حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١٢٦مخ ) کې د حضرت ابن عباس د خولې وينا راخستې،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د حجة الوداع په خطبه کې وويل : (( ډېر ژر به له عمالقه سره وجنګنېږم . )) جبراييل وويل : ووايه يا زه په خپله او يا علي . او د خداى رسول هماغسې وويل .
دويم هغه روايت دى،چې محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت انس بن مالک له خولې نقل کړى،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( داسې پېغمبر به نه وي،چې په امت کې يې څوک په شان او ورته نه وي او زما په امت کې زما په څېر علي دى . )) ((قلعى))
درېم هغه روايت دى،چې مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې راوړى: (( علي مې ډډ او جعفر مې څانګه ده . )) بيا دواړه کتابونو ويلي : دا خبره طبراني او ضياء د عبدالله بن جابر له خولې کړې ده . )
پېغمبر اکرم (ص) : علي له ما او زه له علي ځنې يم
( صحيح بخاري ) له براء بن عازب څخه په خپل سند روايتوي : پاک نبي د ذي القعده په مياشت کې عمرې ته ولاړ؛خو خلکو ښار ته ورننووتو ته پرېنښود،چې د خداى رسول په مکه کې د درې ورځو د پاتې کېدو غوښتنه وکړه او بيا يې وليکل : (( دا هغه تړون دى،چې محمد د خداى رسول د مکې له خلکو سره وکړ ))؛ خو د مکې خلکو ورسره و نه منله او ورته يې وويل : “محمد رسول الله” مه ليکه؛ځکه که پېغمبر مو منلې؛ نو ولې به مو دومره جګړې درسره کولې او اوس به مو د خداى د کور زيارت ته پرېښى وې او بايد وليکې : “محمد بن عبدالله” . رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((زه هم محمد د عبدالله زوى او هم پېغمبر يم او علي ته يې وويل: هغه ليکنه پاکه کړه!)) حضرت علي ورته وويل : پر خداى، چې هېڅکله به مو پر نامه کرښه را نه کاږم . پاک نبي په خپله تړون راواخست او داسې يې وليکل : (( دا هغه ژمنه ده،چې محمد بن عبدالله کړى،چې په پوښ کې بې له وسلې هېڅ ډول وسله مکې ته دننه نه کړي او همدسې ژمنه کوي،چې که چا پرې په مکه کې ايمان راووړ؛ نو له ځان سره يې مدينې ته بو نه ځي او همداراز که يارانو يې غوښتل په مکه کې پاتې شي؛نو محمد يې له ځان سره بېرته ستنېدو ته اړ نه کړي .)) ددې تړون تر لاسليک وروسته مکې ته ولاړل او همدا چې درې ورځې پاى ته ورسېدې؛نو حضرت علي ته راغلل او ورته يې وويل : ملګري ته دې ووايه، چې له ښاره ووځي ! پېغمبراکرم (ص) له مکې ووت او د حضرت حمزه سيد الشهداء لور هم ورپسې ورووته او چغې يې کړې:کاکا جانه ! کاکا جانه !
حضرت علي په غېږ کې راوخسته او بي بي فاطمې ته يې وويل : د تره لور دې له ځان سره سمبال کړه . فاطمې بي بي له ځان سره سپره کړه. د نجلۍ پر سر حضرت جعفر او حضرت زيد له حضرت علي سره شخړه وکړه . حضرت علي وويل : زه يې د روزنې لپاره وړ يم؛ځکه د تره لور مې ده .حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه ده؛ خو رسول الله مبارک د حضرت جعفرپه ګټه حکم وکړ او و يې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او حضرت علي ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا ځنې يم . )) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې .))
ليکوال : دا روايت بخاري په همدې سند په همدې مضمون د بداء الخلق د کتاب د عمرة قضا په باب کې راوړې او بيهقي هم د خپل سنن د اتم ټوک په ٥ مخ کې له براء نقل کړى، نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې له براء او احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ٩٨ مخ کې له هاني بن هاني له حضرت علي څخه،په عبارت کې په لږ اختلاف سره راخستى او حاکم د مستدرک الصحيحين د درېم ټوک په ١٢٠ مخ کې له هاني بن هاني او طحاوي د مشکل الاثار د څلورم ټوک په ١٧٣ مخ کې له هاني بن هبيرة له حضرت علي او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د څلورم ټوک په ١٤٠ مخ کې له هاني بن هبيره له علي څخه نقل کړى دى .
( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٧ مخ ) په خپل سند د عمران بن حصين (رض) د خولې وينا را اخلي ، وايي : رسول اکرم (ص)،حضرت علي د يو لښکر مشر کړ. حضرت علي له لښکر سره ووت، چې يوه وينځه يې لاس ته راغله،چې وايې خسته او دا خبره د رسول الله مبارک پر ځينو اصحابو کرامو ښه و نه لګېده او هم ژمني شول،چې رسول الله (ص) يې وليد؛ نو هرومرو به ورته له حضرت علي سر ټکوي . په مسلمانانو کې دود و، چې له هر سفره به راستنېدل؛ نو تر هر څه له مخه به د رسول الله مبارک کتو ته ورتلل او وروسته به خپلو کورونو ته ورتلل؛ نو همدا چې لښکر راستون شو؛ نو رسول الله مبارک ته ورغلل،چې په هغو څلور کسانو کې يو پاڅېد او ويې ويل : رسول الله ! علي ته څه نه وياست،چې داسې او هغسې يې وکړل. رسول اکرم (ص) يې خبرې ته پام و نه کړ،چې دويم يې پاڅېد او هماغه خبره يې وکړه،د خداى رسول ترې مخ واړو،درېمى يې پاڅېد او پر ګيلو شو؛ نو دا مهال د رسول اکرم (ص) په څېره کې غوسه څرګنده شوه، ويې ويل : (( له علي څه غواړئ ! له علي څه غواړئ ! علي له ما او زه له علي ځنې يم . علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))
ليکوال : دا روايت احمد بن حنبل په مسند ( څلورم ټوک،٤٣٧ مخ )، حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١١٠ مخ )، ابوداوود طيالسي په خپل مسند ( درېم ټوک،١١١ مخ )، ابونعيم په حلية ( شپږم ټوک،٢٩٤ مخ) ،متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) له ابن جرير_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى _ او له ابن ابي شيبه ( د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې ) له دوو لنډو لارو له ابن ابي شيبه او همداراز نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې راخستى دى .
(صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له براء بن عازب څخه روايت کړى : د خداى استازي وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم . ))
ليکوال : دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٩ مخ کې راوړى دى .
( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حبشي بن جنادة روايت کړى،وايي :رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم زما دندې يا بايد زه تر سره کړم او يا علي او بل څوک نه .))
ليکوال : دا روايت ابن ماجه هم د خپل صحيح په ١٢ مخ، احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ١٦٤ مخ کې له پينځو لارو نقل کړى دى . خصايص هم له دوو لارو؛ يو په نولسم او بل په شلم مخ کې راخستى او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٤ مخ کې له حافظ سلفي نقل کړى دى.
( امام احمد حنبل؛مسند: لومړى ټوک، ١٠٨ مخ ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : زه ،زيد او جعفر د خداى له استازي سره وو،چې زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ازاد شوى يې . )) زيد وشرمېد .ما ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا يم .)) زه تر زيد وروسته وشرمېدم .
ليکوال : دا حديث بيهقي د سنن د لسم ټوک په ٢٢٦ مخ او نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.
( امام احمد حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٣٥٦ مخ ) په خپل سند د حضرت بريده وينا را اخلي،وايي : رسول الله مبارک دوه ډلې د يمن پر لور ولېږلې،چې د يوې ډلې مشر يې حضرت علي او د بلې يې حضرت خالد بن وليد کړ او و يې ويل : ((که يو ځاى شوئ؛ نو د دواړو ډلو مشر به حضرت علي وي او که يو ځاى نه شوئ؛ نو هر يو د خپلې ډلې مشر ياست. )) حضرت بريده وايي : د يمن له بني زيد ټبر سره پر جګړه شو او ماتې مو ورکړه، چې ډېر مو پکې اسيران کړل. په اسيرانو کې حضرت علي يوه مینزه ځان ته ځانګړې کړه . حضرت بريده وايي : دا خبره حضرت خالد بن وليد په يوه ليک کې رسول اکرم (ص) ته وليکله او ما ته يې راکړه،چې رسول الله (ص) ته يې ورسوم؛ نو چې د خداى استازي ته ورورسېدم؛ نو ليک مې ورکړ،چې په لوستو يې د رسول اکرم (ص) د څېرې رنګ واوخوت،ما ورته وويل : د خداى رسوله ! زه ستاسې په پناه کې يم او حکم مو راکړ، چې له خپل مشره لاروي وکړم؛ نو ما هم ترې لاروي وکړه او د هغه ليک مو درته راوړ؛ رسول اکرم (ص) وويل : (( پام مو وسه، چې هېڅکله په علي پسې بد و نه وياست او پوه شئ،چې علي له ما او زه له علي يم او هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى؛ هغه له ما او زه له هغه يم .))
ليکوال : دا حديث هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک : ١٢٧مخ ) کې راوړى،وايي : احمد او بزار په لنډه نقل کړى او نسائي هم په ټکيو کې په لږ اختلاف د خصايص په ٢٣ مخ کې راوړى او پکې راغلي : حضرت خالد هر څه رسول اکرم (ص) ته وليکل او ما ته يې هم حکم وکړ، چې رسول الله (ص) ته له حضرت علي سر وټکاوه؛ نو ما هم ليک رسول اکرم (ص) ته ورکړ او په علي پسې مې خوله راوسپړله؛نو ناڅاپه پوه شوم،چې د رسول اکرم څېره له غوسې سره اوښتې او و يې ويل : (( پام ! پام ! بريده ! علي خپل دښمن مه ګڼه،چې علي زما او زه د علي يم او تر ما وروسته ستاسې ولي دى . ))
هيثمي يو ځل بيا د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې دا روايت راوړى، چې پکې راغلي : رسول الله مبارک غوسه ووت او ويې ويل : (( ولې خلک په علي پسې خبرې کوي؛څوک چې په علي پسې بدې ردې کوي؛ نو په ما پسې به يې کړې وي ؛څوک چې له علي بېل شي؛ نو له ما به بېل شوى وي؛علي له ما او زه له علي يم؛علي زما له خټې او زه د ابراهيم له خټې جوړ شوى يم،زه تر ابراهيمه افضل يم ( تر دې چې وايي ) بريده ! خبر نه يې،چې په غنيمت کې د علي حق تر يوې وينځې ډېر دى؟ او خبر نه يې چې علي تر ما وروسته ستاسې ولي دى.)) ما ورته وويل : رسول الله ! لاس مو راکړئ،چې له سره درسره بيعت وکړم او تر هغه ترې نه وم،بېل شوى ،چې مې په اسلام کې ورسره بيا بيعت نه وکړى . ( اوسط طبراني )
( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٣٣٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عمرو بن ميمون وينا راخستې ، وايي : زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې نهه تنه راغلل،ويې ويل : ابن عباسه ! يا راسره ګوښه شه او يا دې خپل کور خالي کړه،چې درشو.ابن عباس : زه درځم . وايي : په دې ورځو کې لا حضرت ابن عباس ړوند شوى نه و او پر خبرو اترو شول؛ خو پوه نه شوو،چې څه وايي؛خو ناڅاپه مې وليدل،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي،را روان دى،وايي : تون لعنت دې پر هغوى وي،چې په هغه پسې سپکې سپورې وايي،چې لس ځانګړنې لري ( لس ځانګړنې يې وشمېرلې،چې دلته راورسېد ) بيا يې پلانى مکې ته ولېږه، چې د توبې سورت ورته ووايي او علي يې ورپسې ورولېږه،چې سورت ترې واخلي او و يې ويل : (( دا سورت به يا زه پخپله او يا هغه چې له ما ځنې وي،خلکو ته اوروي .))
ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په ٨ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : احمد او حافظ ابوالقاسم دمشقي په موافقات او اربعين طوال کې راوړى او ويلي يې دي : نسائي يې ځينې يادې کړي او همداراز هيثمي په مجمع (نهم ټوک،١١٩ مخ ) کې راوړى او ويلې يې دي : احمد او طبراني په کبير او اوسط کې په لنډه راوړى دى .
( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له عمرو بن حصين (رض) څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي يم او علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))
( خصايص نسائي : ٣٦ مخ ) په خپل سند د محمد بن اسامه بن زيد (رض) د پلار وينا راخستې،چې رسول اکرم(ص) وويل : (( علي ! ته زما زوم او د زامنو پلار يې ؛ ته له ما او زه له تا يم . ))
( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له هبيرة بن مريم،هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى : همدا چې له مکې راووتو؛ نو د حضرت حمزه لور راپسې چغې کړې : کاکا جانه ! کاکا جانه ! هغه مې راواخسته او کورودانې ته مې وويل،چې د تره لور دې سمباله کړه او فاطمې هم له ځان سره سپره کړه. حضرت زيد او حضرت جعفر يې د روزنې پر سر راسره شخړه وکړه . ما وويل : ما راوستې او د تره لور مې هم ده . جعفر وويل : زما هم د تره لور ده او ترور يې زما ښځه ده . حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . رسول اکرم(ص) هغه خپلې ترور ته ورکړه او ويې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او ما ته يې وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛زه له تا يم .)) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې . )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې . ))
( د ابن جرير طبري تاريخ : دويم ټوک، ١٩٧ مخ ) په خپل سند له ابي رافع له پلار له نيکه نقل کړى : علي،چې د مشرکينو بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص)،چې د قريشو د مشرکينو ډله وليده؛ نو علي ته يې وويل : (( بريد پرې وکړه.)) علي بريد وکړ او خپاره يې کړل او عمرو بن عبد الله جمحي يې وواژه . بيا رسول اکرم (ص) د مشرکانو بله ډله وليده او ورته يې وويل : بريد پرې وکړه .علي هم بريد پرې وکړ او خپاره يې کړل او شيبه بن مالک يې وواژه . حضرت جبراييل امين وويل : رسول الله ! دا دى مواساة . رسول اکرم (ص) وويل : (( هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل وويل : او زه ستاسې د داوړو يم . د حديث راوي وايي: ټولو واورېدل،چې اورېدل کېدل : (( لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على. ))
( رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ ) او ( على بن سلطان؛مرقاه : پينځم ټوک ،٥٦٨ مخ ) دواړو په شرح کې له ابي رافع څخه روايت کړى چې وايي : علي،چې د احد د مشرکانو بېرغچيان ووژل؛نو حضرت جبراييل وويل : دا مواساة حقيقي مواساة دي . رسول اکرم (ص) وويل : (( اخر هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل : او زه ستاسې د دواړو يم . (مناقب احمد )
دا روايت هيثمي په مجمع ( شپږم ټوک،١١٤ مخ ) کې له طبراني او متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) کې له طبراني نقل کړى دى .
(رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٢ مخ ) وايي : ابوسعيد د شرف النبوه په کتاب کې راوړي،چې رسول اکرم (ص)، حضرت علي ته وويل : ((درې داسې څيزونه درکړل شوي،چې هيچا ته هم نه دي ورکړل شوي؛لومړى زما په څېر خسر،چې زه ستا په څېر خسر نه لرم؛دويم داچې داسې کورودانه يې درکړې،چې ما ته هاغسې نه ده راکړ شوې؛درېم دا چې د حسن او حسين په څېر زامن،چې ما ته يې هاغسې نه دي راکړي؛ خو تاسې ټول له ما او زه له تاسې يم . ))
( کنوزالحقايق مناوي : ٣٧ مخ ) داسې عبارت راوړى : (( على له ما او زه له هغه يم او علي تر ما وروسته د ټولو مؤمنانو ولي دى . )) ( طبراني )
(کنزالعمال : درېم ټوک،١٢٣ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : زيد بن حارثه،چې له مکې راته؛ نو د حمزه سيدالشهداء لور يې هم له ځان سره راوسته . جعفر بن ابيطالب وويل : زه به يې له ځان سره کور ته بوځم او پالنه به يې کوم؛ځکه زما د تره لور او ترور يې زما کډه ده او ترور خو د مور په څېر وي . علي وويل: زه ورته وړ يم ؛ځکه د تره لور مې ده او ښځه مې هم د خداى د رسول لور ده او د خداى د نبي لور تر ټولو وړ ده او دا خبره پر لوړ غږ کوم،چې رسول اکرم يې له وتو مخکې واوري . زيد وويل : زه وړ يم؛ځکه ما له مکې راوستې او ورېره مې هم ده . دا مهال پاک نبي له کوره راووت او ويې ويل : ((په تاسې څه شوي دي؟)) علي وويل:هغه مې د تره لور ده او زه يې پالنې ته وړ يم او د رسول الله لور ما ته ناسته ده او د رسول الله لور تر ټولو غوره او وړ ده او دا ماشومه هم بايد د تره له لور سره ووسي . جعفر وويل : هغه بايد له ماسره ووسي، چې هم يې د تره لور او هم يې ترور ما ته ناسته ده . زيد وويل : د سفر زحمت يې ما ګاللى او ورېره مې هم ده . پاک نبي وويل : (( ډېر ژر به بې له دې حکمه په تاسې کې ورمندون-قضاوت وکړم . )) علي وايي : همدا چې و يې ويل : (( بې له دې))؛نو وېره مې زړه ته راغله،چې هرومرو به آيت راغلى وي،چې موږ پر لوړ غږ خبرې کړې دي . بيا د خداى رسول وويل : ((زيد بن حارثه ! ته هم زموږ او هم د نجلۍ مولا يې . )) زيد وايي : رسول الله ! خوښ شوم . جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې او له هغې شجرې پېدا شوى يې،چې زه ترې پېدا شوى يم . )) جعفر وويل : رسول الله ! زه هم خوښ شوم . بيا يې وويل : (( علي ! ته مې غوره کړاى شوى او هم امين يې؛ ته له ما او زه له تا يم . )) ورته مې وويل : زه هم خوښ شوم! د خداى رسول بيا وويل : (( خوښ به شم،چې لور مې له جعفر کره ولاړه او پالنه يې وشي،چې له ترور سره يې وي؛ځکه ترور هم د مور په څېر وي . )) ټولو وويل : رسول الله ! ټول تسليم شوو . ( له عدني،بزار او ابن جرير څخه نقل )
ليکوال : دا روايت طحاوي هم په مشکل الاثار ( څلورم ټوک،١٧٤ مخ ) کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او په ١٧٥ مخ کې يې هم له دوو لارو په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى . نسائي هم د خصايص په ٢٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : د خداى رسول (ص) وويل : ((علي ته زما غوره کړاى شوى او امين يې . ))
[1] . د خوشال ارمغان ارمغان ٦٣٧ مخ
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال