داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و که په کار دې ده د خداى پېژند ګلوي پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه د علي [1] ( صحيح بخاري په بدء الخلق کې د مناقب علي بن ابيطالب په باب کې ) په خپل سند له ابراهيم بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى،چې […]
داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و
که په کار دې ده د خداى پېژند ګلوي
پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه د علي [1]
( صحيح بخاري په بدء الخلق کې د مناقب علي بن ابيطالب په باب کې ) په خپل سند له ابراهيم بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى،چې وايي : رسول الله مبارک علي ته وويل : ((خوښ نه يې چې داسې راته وسې؛لکه هارون،چې موسى ته و . ))
دا روايت مسلم هم خپل صحيح په فضايل الصحابه د فضايل علي بن ابيطالب په باب کې ،ابن ماجه د خپل صحيح په ١٢ مخ کې ،احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ١٧٤ مخ او ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٨ مخ کې، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٤ مخ کې او نسائي د خصايص په ١٥ او ١٦ مخونو کې له دوو لارو راوړى دى.
( صحيح بخاري : بدء الخلق :باب غزوه تبوک ) په خپل سند له مصعب بن سعد او هغه هم له خپل پلاره روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله (ص) د تبوک غزا ته ووت او علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ. علي ورته وويل : ما له ماشومانو او ښځو سره پرېږدې ؟ رسول الله (ص) ورته وويل : ايا خوښ نه يې چې ته راته داسې يې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي ؟
ليکوال : دا حديث مسلم د خپل صحيح د فضايل الصحابه د کتاب د باب فضايل علي بن ابيطالب کې، ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٩ ټوک کې ،ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٥ او ١٩٦ مخونو کې له څو لارو،طحاوي له مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٩ مخ کې، احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٢ مخ کې،خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د يوولسم ټوک په ٤٣٢ مخ کې له دوو لارو او نسائي د خصايص په ١٦ مخ کې نقل کړى دى.
په صحيح مسلم کې سعيد بن مسيب د رسول اکرم (ص) د وينا تر نقلولو وروسته وايي : چې دا خبره مې له حضرت عامر بن سعد بن ابي وقاص واورېده؛ نو زړه مې وغوښتل دا خبره پخپله هم له حضرت سعد بن ابي وقاصه واورم؛نو همدا ول،چې يوه ورځ مې حضرت سعد بن ابي وقاص وليد او حديث مې ورته د عامر له خولې ټکى په ټکى ووايه او بيا مې ورته وويل : تا په خپله دا حديث له رسول الله مبارکه اورېدلى دى؟ ويې ويل : هو ! او خپل دواړه لاسونه پر خپلو دواړو غوږونو کېښوول او ويې ويل : پر دې دوو مې له رسول الله دا حديث اورېدلى او که داسې نه وي؛نو خداى دې داوړه کاڼه کړي.
پورتنۍ خبرې د ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٦ مخ او د خصايص نسائي په ١٥ مخ کې د عامر له ورور ابراهيم بن سعده نقل شوى دى .
(صحيح مسلم؛فضايل الصحابه :باب فضايل علي ابن ابيطالب ) په خپل سند له حضرت امر بن سعد بن ابي وقاص او هغه هم له خپل پلاره راخستي او وايي : معاوية بن ابوسفيان، حضرت سعد ته وويل : ولې علي نه کنځې؟ ويې ويل : هرمهال، چې د علي په اړه د رسول اکرم (ص) هغه درې خبرې رايادې شي؛نو هېڅکله به یې ونه کنځم او که په هغو درېو خبرو کې يې يوه هم زما په اړه وه؛نو د راکړل شويو ټولو نعمتونو به راته غوره وو او هغه داچې وا مې ورېدل ،چې رسول اکرم (ص) په خپله يوه جګړه کې حضرت علي خپل ځايناستى کړ او ورته يې وويل : خوښ نه يې چې راته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پر دومر توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي . ( د حديث تر پايه ) چې دا هر څه د مباهلې د باب په ړومبيو کې راغلل .
دا روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠٠ مخ کې، احمد بن حنبل په خپل مسند کې د لومړي ټوک په ١٨٥ مخ کې، نسائي په خصايص کې په ٤ او ١٦ مخونو کې راوړى دى . په همدې مضمون يو بل روايت ترمذي د خپل صحيح د دويم ټوک په ٣٠١ مخ کې، احمد بن حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٧٩ مخ کې، ابوداوود طيالسي د خپل مسند د لومړي ټوک په ٢٩ مخ کې ، ابونعيم د حلية د اووم ټوک په ١٩٥ مخ کې له څلور لارو او ١٩٦ مخ کې له يوې بلې لارې او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د لومړي ټوک په ٣٢٤ مخ کې ،د څلورم ټوک په ٢٠٤ او د نهم ټوک په ٣٩٤ مخ کې،نسائي د خصايص په ١٤ مخ کې له دوو لارو او په ١٥ مخ کې له درېمې لارې نقل کړى دى .
(صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠١ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله نه په همدې مضمون او بل روايت له حضرت سعد له حضرت زيد بن ارقم له حضرت ابي هريره له حضرت ام سلمې نقل کړى دى او هغه روايت امام احمد بن حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٣٨ مخ کې او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د درېم ټوک په ٢٨٨ مخ کې له دوو لارو راخستى دى .
(صحيح ابن ماجه :١٢ مخ ) په خپل سند له ابن سابط _؛يعنې عبدالرحمان له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايتوي او وايي : حضرت معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و او خلک يې کتو ته ورتلل،چې يو يې هم حضرت سعد بن وقاص و، چې په دې کتنه کې د حضرت علي خبره رامنځ ته شوه،چې معاويه بن ابو سفيان، حضرت علي وکنځه، حضرت سعد غوسه شو او و يې ويل : دا کنځا هغه ته کوې،چې په اړه يې ما له رسول الله (ص) واورېدل : ((داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي )) او ما په خپله ترې د خيبر په جګړه کې واورېدل : (( سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم، چې خداى او رسول پرې ګران دي او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى .))
(مستدرک الصحيحين؛دويم ټوک،٣٣٧ مخ ) د منزلت حديث له حضرت حسن بن سعد څخه روايت کړى،چې حضرت علي وويل : رسول الله (ص) راته پيغام راواستاوه، چې په مدينه کې پاتې شم او په جګړه کې ګډون و نه کړم؛ نو پيغام راوړونکي ته يې وويل : زه به هېڅکله د رسول الله (ص) پر ځاى کېننم؛ نو زه پېغمبراکرم (ص) راوغوښتم،چې د ځايناستۍ او زما د خپګان په اړه راسره خبرې وکړي؛ نو په ژړا شوم،چې رسول الله (ص) راته وويل : ولې ژاړې؟ ما ورته وويل : ژړا مې له دې امله ده،چې سبا به قريش وايي،چې څومره ژر د خپل تره د زوى ځايناستى شو او هغه يې يوازې جګړې ته ولېږه او په خپله يې په جګړه کې ګډون و نه کړ او بله دا چې د خداى په لار کې مې جهاد خوښ دى؛ځکه غواړم د توبې د سورت په ١٢١ آيت عمل وکړم او غواړم ځان د خداى په فضل کې ونغاړم . رسول اکرم (ص) را ته وويل : (( دا چې و دې ويل،چې قريش به ووايي، چې څومره ژر د خپل تره د زوى پر ځاى کېناست او ورسره يې مرسته و نه کړه؛ نو پوه شه، چې ته هم زما په څېر يې؛ما ته يې چې دروغجن او جادوګر ووايه ؛نو پرېږده چې پر تا هم تور ولګوي . آيا خوښ نه يې ته ما ته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي او داچې و دې ويل،چې ځان د خداى په فضل او رحمت کې رانغاړې؛نو دا څو مرچکه چې له يمن يې راته راوړي، په بازار کې وپلوره،چې د خداى له رحمته بې برخې پاتې نشې، د مدينې حالات داسې دي،چې يا زه بايد پکې پاتې شم او يا ته . ))
حاکم ددې حديث سند صحيح ګڼلى او سيوطي هم په درالمنثور کې د توبې د سورت د ١٢١ آيت تر تفسير لاندې له ابن مردويه له حضرت علي راوړى دى .
(د امام احمد حنبل مسند؛لومړى ټوک :١٧٠ مخ ) په خپل سند له د حضرت سعد له لور عايشې،چې هغې هم له خپل پلار څخه نقل کړي دي : حضرت علي د رسول الله (ص) مخه ښې ته راغى او په ژړا يې ورته وويل: آيا ما له متخلفينو سره پرېږدئ ؟ رسول اکرم (ص) ورته په ځواب کې وويل : (( آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې شې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو پر دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))
ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د اتم ټوک په ٥٢ مخ کې،نسائي د خصايص په ١٦ او ١٧ مخونو کې له دوو لارو،سيوطي په درالمنثور کې د توبې د سورت د ٨٧ آيت تر تفسير لاندې راوړى او ويلي يې دي :دا حديث ابن مردويه له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايت کړى او ويلي يې دي :
(( علي د خداى له استازي سره راووت، چې ثنية الوداع ته راورسېدل او غوښتل يې چې ورسره تبوک ته ولاړ شي . ))
(د امام احمد حنبل مسند؛ لومړى ټوک : ١٧٣ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد بن مسيب څخه روايت کړى : سعد بن مالک ته مې وويل :
غواړم له تا يو حديث وپوښتم؛ خو وېرېږم . راته يې وويل : ورواره ! که پوهېږې،چې زه پر هغه حديث پوهه لرم؛نو مه وېرېږه او و يې وپوښته . ورته مې وويل : رسول اکرم (ص)،چې حضرت علي په مدينه کې خپل ځايناستى کړ؛ نو څه يې ورته وويل ؟ حضرت سعد وويل : علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او په خپله يې غوښتل تبوک ته ولاړ شي، چې علي ورته وويل : (( آيا ما له متخلفينو، ښځو او ماشومانو سره پرېږدئ ؟ رسول الله مبارک ورته وويل : آيا خوښ نه يې،چې ما ته داسې وې؛لکه هارون چې موسى ته و؟علي ورته وويل : هو خوښ يم ! رسول اکرم، علي ته وويل : نو که داسې ده، چټک ستون شه . ))
دا روايت احمد حنبل د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٧٥ مخ کې له سعيد بن مسيب څخه نقل کړى او همداراز په ١٧٧ مخ کې يې ويلي چې حضرت سعد بن مالک را ته له خپل پلاره يو روايت رانقل کړ او زه د هغه پلار حضرت سعد ته ولاړم او ورته مې وويل : (( ته تريو او تريخ انسان يې او غواړم له تا څه وپوښتم.)) را ته يې وويل : څه پوښتل غواړې ؟ ورته مې وويل : د حضرت علي کيسه او دا چې پېغمبراکرم په خپله تبوک ته ولاړ او هغه يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ ! دا مهال حضرت سعد غوسه شو او را ته يې وويل : چا درته دا روايت نقل کړى دى ؟ ما نه غوښتل ورته ووايم،چې زوى دې دا کار کړى؛ځکه کېداى شول ورته غوسه شي او تر څه ځنډ وروسته يې راته وويل : (( پېغمبر اکرم،چې غوښتل تبوک ته ولاړ شي؛نو علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، چې علي ورته وويل : بېخي مې زړه نه غواړي تاسې يوازې جګړې ته ولاړ شئ او ما دلته پرېږدئ، چې رسول الله ورته وويل :آيا خوښ نه يې، چې ما ته داسې وسې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟))
دا روايت احمد حنبل د خپل مسندد لومړي ټوک په ٣٣٠ مخ کې له حضرت عبدالله له حضرت سعد څخه نقل کړى،ابن سعد د طبقات د درېم ټوک او لومړي ټوک په ١٥ مخ کې او نسائي هم د خصايص په ١٧ مخ کې له دوو لارو نقل کړى دى .
(د امام احمد حنبل مسند؛لومړى ټوک:٣٣٠ مخ ) په خپل سند له حضرت عمرو بن ميمون څخه روايت کړى، چې ويې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې څه کسان ورته راغلل او ورته يې وويل : يا له موږ سره يو چوپ ځاى ته ولاړ شه او يا همدا ځاى راته پرېږده. حضرت ابن عباس ورته وويل :پخپله درسره ځم _ دا هغه وخت و، چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و _ او په خپلو کې پر خبرو شول؛ خو موږ پوه نه شوو، چې څه وايي . ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډلې او غوسه را روان و او ويل يې : تون لعنت دې پرې وي؛ځکه داسې سړي ته کنځا کوي،چې لس ځانګړنې يې درلودې _ تر دې چې و يې ويل : خلک يې د تبوک جګړې ته بوتلل، چې علي ورته وويل : زه هم درسره درځم ؟ رسول اکرم ورته وويل : نه ! علي پر ژړا شو چې د خداى رسول ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟ او سمه نه ده،چې زه له مدينې ووځم او ته مې ځايناستى نه يې)) ( د حديث تر پايه)
دا روايت نسائئ هم د خصايص په ٨ مخ کې،محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ کې راوړى دى او د طبري د وينا له مخې دا روايت احمد،حافظ ابوالقاسم دمشقي ( په موافقات او اربعين الطوال )،نسائئ او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١١٩ ټوک کې راوړى دى او هيثمي ويلي،چې احمد او طبراني په خپلو دوو کتابونو (کبير ) او ( اوسط ) کې هم راوړى دى .
( مسند احمد بن حنبل؛شپږم ټوک:٣٦٩ مخ ) په خپل سند له موسى جهني خڅه روايت کړى،چې ويلي يې دي : د علي له لور فاطمې کره ولاړم، چې ملګري مې ابوسهل پوښتنه وکړه : څو کلن يې ؟ ورته مې وويل : شپږ اتيا کلن يم . را ته يې وويل : له خپل پلاره دې درته کوم حديث نه دى ياد ؟ و يې ويل : حضرت اسماء بنت عميس راته وويل : رسول اکرم علي ته وويل : ((داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))
دا روايت يې له موسى جهني له بلې لارې په ٤٣٨ مخ کې راوړى او خطيب بغدادي په خپل تاريخ ( لسم ټوک،٤٣ مخ ) او ( دولسم ټوک،٣٢٣ مخ ) کې،ابن عبدالبر ( استيعاب :دويم ټوک،٤٥٩ مخ ) او نسائي په خصايص ( ١٧ او ١٨ مخ ) کې نقل کړى دى .
( خصايص نسائي : ١٤ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايتوي، چې رسول الله (ص) د تبوک جګړې ته تله؛ نو علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ، چې خلکو وويل : علي ډارن دى؛نو ځکه يې نه دى بوتلى .علي سملاسي رسول اکرم ته ولاړ او ورته يې وويل : په مدينه کې مې ځکه ښځو او ماشومانو ته پرېږدې،چې خلک داسې خبرې وکړي ؟ رسول الله ورته وويل : (( که داسې مې کړي؛نو ددې لپاره وو، چې غوښتل مې ته مې په اهل کې ځايناسى يې او آيا خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))
همدا روايت يې په ١٤ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .
( خصايص نسائي :١٧ مخ ) په خپل سند له حضرت حرب بن مالک څخه روايت کړى،چې حضرت سعد بن مالک وويل : پېغمبراکرم (ص) پر جدعاء ( د اوښ نامه ده) سپور شو او حضرت علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ ؛ نو حضرت علي هم بې ځنډه ځان د رسول الله اوښ ته ورورساوه او ورته يې وويل : ((رسول الله ! قريش وايي : زه دې ځکه په مدينه کې پرېښووم، چې له خبرو مې کرکه کوئ )) او پر ژ ړا شو، چې رسول اکرم په خلکو کې په لوړ غږ وويل : (( خلکو مګر بېکاره ياست، چې داسې خبرې کوئ ! علي ! آيا خوښ نه يې،چې ما ته داسې وسې؛لکه هاورن چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.)) حضرت علي ورته وويل : رسول الله ! ولې خوښ نه يم .
(خصايص نسائي :١٩ مخ ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى، چې ويلي يې دي : چې له مکې راووتو؛ نو د حمزه لور چغې کړې : کاکا جانه ! کاکاجانه ! نو راوامې خسته او ورته مې وويل :راځه راسره سپره شه ؛ نو دا مهال زيد او جعفر راسره پر شخړه شول،چې ما وويل : هغه ما ته راغلې او هغه زما د تره لور ده . جعفر وويل : زما د تره لور ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه هم ده . زيد وويل : هغه زما ورېره ده. شخړه رسول اکرم ته يووړل شوه، چې بيا يې د حضرت حمزه لور خپلې ترور ته ورکړه او ويې ويل : (( ترور د مور په څېر وي )) او بيا يې علي ته وويل : ته راته داسې يې؛لکه موسى چې هارون ته و او زه له تا يم او جعفر ته يې وويل : ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او زيد ته يې وويل : ته زما زموږ ورور او ملګرى يې .
په دې اړه يو بل روايت نسائي په ٣٢ مخ کې راوړى او همداراز سعد په طبقات ( درېم ټوک؛لومړي قسم،١٤ مخ ) او د طبقات روايت ابونعيم په حلية کې (شپږم ټوک : ٣٠٧ مخ ) په لنډه راخستى او خطيب بغدادي په خپل تاريخ کې ( څلورم ټوک :٣٨٢ مخ ) او هيثمي په مجمع الزوايد کې ( نهم ټوک: ١٠٩ مخ) او احمد حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٢ مخ کې راوړى دى .
همدې روايت ته ورته يو بل روايت ابن سعد ( درېم ټوک؛لومړى قسم :١٥ مخ ) کې له حضرت براء بن عازب او حضرت زيد بن ارقم څخه راوړى،چې بيا همدا روايت هيثمي په مجمع کې (نهم ټوک:١١١ مخ ) په لږ اختلاف نقل کړى او هغه يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او بيا ابو نعيم د حلية د کتاب د اووم ټوک په ١٩٥ مخ کې پر همدې مضمون يو روايت له سعد بن ابراهيم له عامر بن سعد او هغه هم له خپل پلار حضرت سعد څخه روايت کړى او بيا يې د هماغه ټوک په ١٩٦ مخ کې له حضرت سعيد بن مسيب له علي څخه نقل کړى،چې پکې حضرت علي وايي : خداى دې و نه کړي، چې زه تر تاسې وروسته ژوندى پاتې شم او ستاسې ځايناستى شم،چې بيا يې رسول اکرم په ځواب کې وويل : (( آيا خوښ نه يې، چې ته ما ته داسې وسې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؟))
دا روايت هم متقي په کنزالعمال کې ( شپږم ټوک:٤٠٤ مخ ) او هم هيثمي په مجمع کې (نهم ټوک :١١٠ مخ ) له اوسط او طبراني څخه راخستى او هيثمي د سند رجال صحيح ګڼلي دي .
( د بغداد تاريخ :څلورم ټوک:٧١ مخ ) په خپل سند له مامون عباسي او هغه هم له خپل پلار هارون الرشيد له مهدي څخه روايت کړى : سفيان ثوري راغلى و، چې ورته مې وويل : د حضرت علي د فضايلو په اړه تر ټولو غوره حديث را ته ووايه.را ته يې وويل : سلمة بن کهيل له حجية بن عدى له حضرت علي روايت کړى، چې رسول اکرم (ص) را ته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.))
دا روايت متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک :٤٠٢ مخ ) کې له ابن النجار څخه نقل کړى او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک :١٦٢ مخ ) کې له حافظ سلفي څخه راخستى دى .
( د بغداد تاريخ :اووم ټوک :٤٥٢ مخ ) په خپل سند له عمر بن خطاب (رض) څخه روايت کړى،چې يو سړي حضرت علي ته سپکې سپورې کولې،چې ورته يې وويل : په آند مې چې منافق يې؛ځکه د خداى له استازي مې واورېدل : (( علي ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي.))
دا روايت محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک :١٦٣ مخ کې له ابن السمان څخه راخستى دى .
( تاريخ ابن جرير طبري؛ دويم ټوک : ٣٦٨ مخ ) په خپل سند له ابن اسحاق څخه د تبوک د کيسې د نقلولو په ترڅ کې وايي : همدا چې پېغمبراکرم (ص) د تبوک پر لور روان شو ؛ نو عبدالله بن ابى او د اهل ريب منافقينو سرغړونې پيل کړې . عبدالله بن ابى د بني عوف او بني خزرج هم ژمنى،عبدالله بن نبيل د بني عمرو بن عوف هم ژمنى او رفاعة بن يزيد بن تابوت د بني قينقاع هم ژمنى و، چې د منافقينو مشران ول، چې تل به يې د اسلام پر خلاف دسيسې کولې ( تر دې چې وايي ) خداى یې دا آيت په اړه راولېږه : (لَقَدِ ابْتَغَوُاْ الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُواْ لَكَ الأُمُورَ)؛يعنې له ډېر وخت راهيسې په دې هڅه کې ول، چې ستا پر خلاف دسيسه وکړي او چارې ګډې وډې کړي ، وايي :
ابن اسحاق ويلي : رسول اکرم(ص) ،حضرت علي په مدينه کې پرېښود او ورته يې وويل : بايد په متخلفينو کې پاتې شې ( تردې چې ورته يې وويل ) منافقينو په حضرت علي بن ابيطالب پسې ډنډورې پيل کړې؛ځکه يې حضرت علي په مدينه کې پرېښى،چې پر رسول الله (ص) يې خبرې بدې لګېدې،ځان يې ترې خلاص کړ او په مدينه کې يې پرېښود. دا خبرې،چې حضرت علي واورېدې؛ نو بې ځنډه يې خپله وسله راواخسته او ځان يې رسول اکرم (ص) ته ورساوه، ويې ويل : رسول الله ! منافقين وايي : په مدينه کې دې ځکه پرېښى يم، چې دې بدې راځم او ځان راڅخه خلاص کړئ . رسول الله مبارک وويل : (( دروغ يې ويلي ! ځکه مې په مدينه کې پرېښووې،چې په نه شتون کې مې ځايناستى شې او خپل اهل ته پاملرنه وکړې . آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې ؛ لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ ؟)) حضرت علي مدينې ته راستون شو او پېغمبراکرم (ص) ولاړ.
( اسدالغابه:ابن اثير، پينځم ټوک،اتم مخ ) د نافع بن حارث بن کلده په ژباړه کې وايي : هغه له رسول الله څخه روايت کړى، چې حضرت علي ته يې وويل : ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و.
( کنزالعمال: درېم ټوک: ١٥٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي ذر نه روايت کړى : پر هغه ړومبۍ ورځ،چې خلکو له عثمان (رض) سره بيعت کاوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شوي ول . حضرت علي بن ابيطالب راغى او خلکو ته يې ويل : د خداى حمد او ثنا او پر محمد او آل يې درود، هغه تر ټولو حق خبره ده،چې هر ويونکى يې د وينا له مخې کوي او هر ناطق او قائل يې پر ژبه راوړي . (تر دې چې وايي ) آيا خبر ياست، چې رسول اکرم راته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و )) آيا کوم بل مخلوق له رسول الله سره داسې مقام لري ؟ موږ به صبر وکړو، چې هغه چې کېدونکي دي،خداى يې په خېر تېر کړي.(د کنز ليکوال ) وايي: دا روايت ابن عساکر راوړى دى.
( کنزالعمال : پينځم ټوک، ٤٠ مخ ) وايي : چې رسول اکرم (ص) خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل؛نو حضرت علي ورته وويل : زړه او ملا دواړه مې مات شول،چې مې وليدل خپل ټول اصحاب دې سره ورونه کړل او زه دې له چا سره ورور نه کړم . رسول اکرم (ص) ورته وويل:(( پر هغه خداى قسم،چې يې خپل استازى کړى يم ! ته مې ددې لپاره له نورو سره ورور نه کړى،چې خپلې ورورولۍ ته مې ساتلى وې، ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو بې له پېغمبرۍ ،ته مې ورور او وارث يې .))
(متقي ) وايي : حضرت علي وپوښتل؟ آيا ميراث دې رارسي ؟
رسول الله (ص): هغه چې له ما مخکې پېغمبرانو ميراث پرېښود. حضرت علي وپوښتل: له تا مخکې پېغمبرانو څه ارث پرېښي وو؟رسول الله (ص) ورته وويل : د خداى کتاب او د پېغمبرانو سنت او ته او فاطمه په جنت کې له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست .
( متقي ) وايي : دا حديث احمد بن حنبل د (( مناقب آل علي )) په کتاب کې او ابن عساکر هم راوړى دى .
ليکوال : متقي د کنزالعمال په ٤٠ مخ کې مفصل او محب طبري په رياض النضره ( لومړى ټوک:١٣ مخ ) کې مفصل راوړي او په پاى کې يې وايي : بيا رسول اکرم (ص) دا آيت ولوسته : (إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ) . حال داچې يو بل ته مخامخ او يو له بل سره مينه کوي،يو بل ته ګوري . (بيا متقي وايي ) : دا روايت بغوي او طبراني په معجم کې، باوردي په معرفت کې او ابن عدى راوړى دى او محب طبري ويلي : دا روايت حافظ ابوالقاسم دمشقي په ((اربعين طوال )) کې راوړى دى .
(کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې راوړي : (( آيا خوښ نه يې چې ما ته داسې وسې؛ لکه هارون چې موسى ته و؟ )) بيا وايي : دا حديث طبراني له مالک بن حويرث نقل کړى دى .
(کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) وايي : علي ! آيا خوښ نه يې چې راته داسې وسې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ)) بيا وايي : دا حديث طبراني له حضرت اسماء بنت عميس څخه نقل کړى دى .
ليکوال : هيثمي په مجمع (نهم ټوک :١٠٩ مخ ) کې په لږ اختلاف له احمد او طبراني څخه نقل کړى دى .
(کنزالعمال : شپږم ټوک،١٨٨ مخ ) وايي : (( اى عقيله ! پر خداى چې د دوو ځانګړونو له امله مې خوښ يې؛يو د خپلوۍ له کبله او بل داچې پر ابوطالب ګران وې؛ خو ته اى جعفره ! په خلق او خوي کې زما په څېر يې؛ خو ته علي ! راته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ . ))
(کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٥ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : په علي پسې له سپکو سپورو لاس واخلئ،چې زه ابوبکر، عبيده جراح او څو نور اصحاب (رضى الله عنهم) له رسول الله سره ناست وو، چې ما پخپله له رسول الله څخه د علي درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛نو په ځمکه او اسمانونو کې تر هر څه را ته غوره وو او هغه داسې،چې رسول الله پر علي ډډه وهلې وه او بيا يې لاس د علي پر اوږه کېښود او ورته يې وويل : ((علي ! ته پر ما په ايمان راوړو کې ړومبى يې )) او بيا يې ورته وويل : (( ته را ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او دروغجن دى هغه چې راسره مينه او درسره دښمني کوي . )) ( متقي ) وايي : دا روايت حسن بن بدر په ( ما رواه الخلفاء )، حاکم په ( الکني )، شيرازي په ( الالقاب ) کې او ابن النجار راخستى دى.
ليکوال : متقي هم د کنزالعمال په ٣٩٥ مخ کې همدا روايت له بلې لارې په لږ اختلاف نقل کړى او په پاى کې يې نشته،چې وايي : (دروغجن دى هغه ) بيا وايي : دا خبره د ابن النجار ده او همداراز محب طبري په رياض النضره(دويم ټوک:١٦٣ او ١٧٥ مخ ) کې راوړى او د هغوى په روايتونو کې هم ( دروغجن دى هغه) خبره نه ده راغلې او بيا طبري دا خبره ابن السمان ته نسبت ورکړې ده.
(کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥مخ ) له حضرت سعد څخه يې روايت کړى، چې و يې ويل : رسول الله (ص) د علي درې ځانګړنې بيان کړي، چې که يوه مې هم درلوده؛نو په ځمکه او اسمانونو کې تر هر څه به را ته ښه وو : (( زه او ته داسې يو؛لکه موسى او هارون ؛خو بې له پېغمبرۍ . سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې پر خداى او استازي يې ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى او هېڅکله له جګړې نه تښتي . د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) متقي وايي : دا روايت ابن جرير نقل کړى دى .
(کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٥مخ ) له حضرت عامر بن سعد څخه يې روايت کړى،چې و يې ويل : رسول الله د علي درې ځانګړنې بيان کړي، چې که يوه يې هم زما وه ؛نو په ځمکه او اسمانونو کې به تر هر څه را ته ښه وو . ړومبى داچې رسول اکرم ته وحې راغله او هغه هم علي،فاطمه،حسن او حسين تر خپل څادر لاندې کړل او و يې ويل : ((خدايه !دا زما اهلبيت دي)) . دويم داچې په يوه جګړه کې يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او علي ورته وويل : رسول الله ! ما ښځو او ماشومانو ته پرېږدئ ! رسول اکرم ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته داسې وي لکه د هارون.چې موسى ته و؛ خو بې له نبوته ؟)) درېم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ يې ورته وويل : (( ډېر ژر به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى او خداى به یې خيبر په لاس سوبه کړي)) ټول په تمه ول، چې پېغمبر اکرم به بېرغ ورکوي؛خو د خداى رسول هيچا ته ور نه کړ او و يې پوښتل: علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول : سترګې يې خوږېږي . و يې ويل : ورته غږ کړئ . ولاړل او علي ته يې غږ وکړ . چې علي راغى؛ نو پاک رسول خپلې توکاڼې د علي پر سترګو وموږلې او خداى خيبر د علي په لاس سوبه کړ . دا خبره په کنز کې د ابن النجار له خولې راغلې ده .
(کنزالعمال؛اتم ټوک:٢١٥ مخ ) وايي : له يحيى بن عبدالله بن حسن او هغه هم له خپل پلار روايت کړى : علي خطبه ويله، چې يو سړى پاڅېد او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! ما له اهل جماعت او فرقة خبر کړه، چې اهل جماعت څوک دي او اهل فرقت څوک دي ؟ اهل سنت څوک دي او اهل بدعت څوک دي ؟ حضرت علي ورته وويل : اوس چې دې پوښتنه وکړه؛نو غوږ شه او چې تر ما وروسته دا پوښتنه له چا و نه کړې . تر دې چې وايي : د آفرين آفرين غږونه له هر لوري را پورته شول او ټولو ويل : خداى دې ټول ستا په واسطه هدايت کړي . دا مهال حضرت عمار وويل : خلکو ! پر خداى که لاروي ترې وکړئ؛ نو پوټى به مو د پېغمبر له لارې کاږه نه کړي او څنګه به مو کاږه کړي، حال داچې د رسول اکرم وارث او وصي دى او هغه ته يې افضل الخطاب ورزده کړى؛لکه څنګه چې موسى، هارون ته ور زده کړى و او رسول الله مبارک ورته وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.)) او دا هغه فضيلت دى، چې خداى پرې خپل استازى پسوللى دى . (د حديث تر پايه )
(هيثمي ؛مجمع : نهم ټوک،١٠٩ مخ ) وايي : له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى، چې پاک نبي ،علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راسره موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ))
( له ابويعلي او طبراني نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠٩ مخ کې وايي :له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې رسول الله(ص)، علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې،چې راسره دې مقام موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ؟)) ( له بزار او طبراني نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠ مخ کې وايي : له ابن عمر (رض) څخه روايت دى، چې رسول اکرم (ص)،علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون مقام وي؛ خو بې له پېغمبرۍ ؟)) ( له کبير او اوسط طبراني څخه نقل شوى دى ) او همداراز د نهم ټوک په ١٠٩ مخ کې وايي : له حضرت ابي سعيد خدري روايت دى،چې د د تبوک په جګړه کې رسول اکرم(ص)، علي ته وويل : په خپل اهل کې مې خليفه کړې . علي ورته وويل: رسول الله ! وېره مې د عربو له خبرو ده، چې وايي به خپل د تره زوى يې په جګړه کې ځان ته پرېښود او په ښار کې پاتې شو . رسول الله ورته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون مقام وي؛خو بې له پېغمبرۍ ؟)) ( له بزار نقل شوى دى ) .
او همداراز د نهم ټوک په ١١٠ مخ کې وايي : رسول اکرم(ص)، علي ته وويل : (( آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون مقام وي؛ خو له پېغمبرۍ پرته ؟)) ( له طبراني نقل شوى دى )
ا وهمداراز د نهم ټوک په ١١١ مخ کې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې رسول الله ،ام سلمې بي بي ته وويل : (( د علي غوښه زما غوښه ، وينه يې زما وينه او ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي. ( له طبراني نقل شوى دى )
ليکوال : دا روايت متقي په کنزالعمال (شپږم ټوک :١٥٤مخ) کې راوړى او پکې راغلي : ام سليم ! د علي غوښه زما غوښه ده.
او همداراز د نهم ټوک په ١١١ مخ کې وايي : له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې د خداى رسول خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل او علي يې له چا سره ورور نه کړ؛نو علي په ګيله شو او ووت او له ښاره بهر يې پر څنګله سر کېښود،چې ويده شي،چې رسول اکرم ورته وويل : (( پاڅه چې بې له ((ابا تراب)) به ښه کنيه يوه هم درته نه وي . آيا زړه ته دې ګيله راغلې،چې اصحاب مې سره ورونه کړل او ته مې له چا سره ورور نه کړې؟ آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون مقام وي؛خو بې له پېغمبرۍ ؟ او پوه شه،چې چا درسره مينه وکړه؛ نو ايمان يې بشپړ دى او چا چې درسره دښمني وکړه؛ نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي .( له کبير او اوسط طبراني څخه نقل شوى دى.
ليکوال : دا روايت متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک:١٤٥ مخ) کې راوړى دى .
( رياض النضره :دويم ټوک،١٦٢ مخ) وايي : او له هغه _؛يعنې له حضرت سعد _ روايت شوى چې ويې ويل : چې د خداى رسول جرف نومې سيمې ته ورسېد؛نو خلکو د علي په اړه پېغور ورکړ، چې علي يې ځکه نه دى راوستى،چې بد پرې لګېده؛ نو علي هم ځان پر وسله سمبال کړ او ځان يې جرف ته ورساوه او رسول الله ته يې وويل : رسول الله ! ما تر اوسه په يوه جګړه کې هم له تاسې سرغړونه نه ده کړې او اوس منافقين وايي : ځکه دې په مدينه کې پرېښى يم،چې له ما تنګ شوي ياست.رسول الله مبارک وويل : (( دروغ يې ويلي ! ځکه مې په ښار کې پرېښووې،چې د پاتې شويو مشر شې . ستون شه ! او زما د اهل مشري وکړه . آيا خوښ نه يې چې مقام دې راته موسى ته د هارون وي؛خو بې له پېغمبرۍ؟)) ( له ابن اسحاق څخه نقل شوى دى) او حافظ دمشقي په معجم کې نقل مانا کړى . (ليکوال) البته د لومړي ټوک په ١٥٦ مخ کې يې هم راوړى دى .
( رياض النضره: دويم ټوک،١٦٤ مخ ) وايي : له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى،چې حضرت جبراييل راغى او ويې ويل : محمده ! خداى دې درباندې سلام وايي او وايي : (( د علي مقام درته موسى ته د هارون مقام دى ؛ خو تر تا وروسته بل پېغمبر نشته .)) ( له حضرت علي بن موسى له څخه نقل شوى دى ) .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٥ مخ ) وايي : له حضرت ابي حازم څخه روايت دى،چې ويې ويل : يو سړى حضرت معاويه ته راغى او د يوې مسئلې په اړه یې وپوښت،حضرت معاويه ورته وويل : ولاړ شه، حضرت علي وپوښته چې تر ما پرې ښه پوهېږي . سړي ورته وويل : ستا ځواب مې تر علي ډير خوښ دى . حضرت معاويه ورته وويل : ډېره بده خبره دې وکړه ! له هغه کرکه کوې،چې رسول اکرم په خپله پوهه ورزده کړې وه او ورته يې ويلي وو : ((ستا مقام ما ته داسې دى؛لکه د موسى چې هارون ته و؛خو تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي او عمر (رض) به هم چې په کومه مسئله کې پاتې راغى؛نو له علي به يې مرسته غوښته . ( د احمد له مناقب څخه نقل شوى دى )
( ذخاير العقبى :١٢٠ مخ ) وايي : له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى،چې د فاطمې بي بي زوى امام حسن وزېږېد؛ نو د خداى رسول راغى او و يې ويل : اسماء زوى مې راوله او ما هم حسن چې په ژېړ روڼي کې تاو راوست؛نو رسول اکرم (ص) ترې روڼى لرې کړ، و يې ويل : درته مې نه وو ويلي،چې ماشوم په ژېړ روڼي کې مه تاووئ ؟ بيا مې امام حسن په سپين روڼي کې تاو کړ، رسول الله راڅخه واخست او په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ غوږ کې يې ورته اقامه وويله او بيا يې علي ته وويل : زما پر زوى دې څه نوم ايښى ؟ علي ورته وويل : زه به په دې کار کې له تاسې مخکې نه شم . پېغمبر اکرم وويل : زه هم په دې کار کې له خدايه نه مخکې کېږم،چې دا مهال جبراييل نازل شو او ويې ويل : محمده ! پالونکي دې درباندې سلام وايي او درته وايي : علي درته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو تر تا وروسته بل پېغمبر نه راځي؛زما استازيه ! ته هم پر خپلو زامنو د هارون د زامنو نومونه کېږده.رسول اکرم وويل : د هارون د زامنو نومونه څه ول ؟ و يې ويل : شبر . رسول اکرم وويل : زما ژبه خو عربي ده . جبراييل ورته وويل : نوم پرې حسن کېږده او رسول اکرم هم داسې وکړل . يو کال وروسته امام حسين وزېږېد،چې پېغمبر اکرم راغى او د حسن د زوکړې د ورځ په څېر خبرې شوې،چې بيا جبراييل راغى او ويې ويل :پر هغه د هارون د زوى نوم کېږده او بيا هم رسول اکرم هماغه خبره ورته وکړه .جبراييل ورته وويل : حسين پرې کېږده . ( له حضرت علي بن موسى څخه نقل )
[1] . ارمغان ٦٣٧
أنت منّي بمنزلة هارون من موسی إلّا إنّه لا نبيّ بعدي.
علي ! ته راته داسې يې لکه هارون (ع) ،چې موسى (ع) ته وه؛خو بې له دې ،چې ترما وروسته بل پېغمبر نشته[1] ))
[1] بخاري ٥/٢٤مخ فضائل الصحابه،باب فضائل علي + ترمذي ٥/٦٤١ مخ ٣٧٣٠-او٣٧٣١ګڼې احاديث + صحيح مسلم٤/١٨٧٠مخ ،٣٠- او ٣١ ګڼې احاديث.
- «فضائل الصحابة»، صحیح البخاری، ۳۵۰۳: «حدثنی محمد بن بشار حدثنا غندر حدثنا شعبة عن سعد قال: سمعت إبراهیم بن سعد عن أبیه قال: قال النبی صلی الله علیه وسلم لعلی: أما ترضی أن تکون منی بمنزلة هارون من موسی.»
- «کتاب فضائل الصحابة»، صحیح مسلم، ۲۴۰۴: «قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: لعلی أنت منی بمنزلة هارون من موسی إلا أنه لا نبی بعدی»
- «کتاب المناقب»، سنن الترمذی، حدیث ۳۷۲۴، ۳۷۳۰، ۳۷۳۱.
- «کتاب المقدمة»، سنن ابن ماجه، الحدیث ۱۲۰ و ۱۲۶.
- مسند، احمد ابن حنبل، ۱/۱۷۹ و ۳/۳۳۸؛
- مناقب، ابن حنبل، حلیة الاولیاء، حافظ ابو نعیم اصفهانی، ۷/۱۹۵؛
- تاریخ بغداد، خطیب بغدادی، ۱/۳۲۴، ۴/۲۰۴، ۹/۲۹۲؛
- کنز العمال فی سنن الأقوال والأفعال، متقی هندی، ۱۲/۱۱۵۵
- علی بن محمد آمدی، الامامة من أبکار الأفکار فی اصولالدّین، چاپ محمد زبیدی، بیروت ۱۴۱۲/۱۹۹۲.
- ابن ابیالحدید، شرح نهجالبلاغة، چاپ محمد ابوالفضل ابراهیم، قاهره ۱۳۸۵ـ۱۳۸۷/۱۹۶۵ـ۱۹۶۷، چاپ افست بیروت.
- ابن اثیر، اسدالغابة فی معرفة الصحابة، چاپ محمد ابراهیم بنا و محمد احمد عاشور، قاهره ۱۹۷۰ـ۱۹۷۳.
- ابن اثیر، الکامل فیالتاریخ، بیروت ۱۳۸۵ـ۱۳۸۶/ ۱۹۶۵ـ۱۹۶۶، چاپ افست ۱۳۹۹ـ۱۴۰۲/ ۱۹۷۹ـ۱۹۸۲.
- ابن بابویه، معانیالأخبار، چاپ علیاکبر غفاری، قم ۱۳۶۱ش.
- شیخ ابن تیمیه، منهاجالسنة النبویة، چاپ محمد رشاد سالم، (ریاض) ۱۴۰۶/۱۹۸۶.
- ابن حجر عسقلانی، کتاب الاصابة فی تمییزالصحابة، مصر ۱۳۲۸، چاپ افست بیروت.
- ابن حجر هیتمی، الصواعق المحرقة فیالرد علی اهل البدع و الزندقة، چاپ عبدالوهاب عبداللطیف، قاهره ۱۳۸۵/۱۹۶۵.
- ابن حنبل، مسندالامام احمد بن محمد بن حنبل، بیروت ۱۴۱۴/۱۹۹۳.
- ابن طاووس، الطرائف فی معرفة مذاهب الطوائف، چاپ علی عاشور، بیروت ۱۴۲۰/۱۹۹۹.
ابن عبدالبرّ، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، چاپ علی محمد بجاوی، بیروت ۱۴۱۲/۱۹۹۲. - ابن عبدربّه، العقدالفرید، چاپ عبدالمجید ترحینی، بیروت ۱۴۰۴/۱۹۸۳.
- ابن عساکر، ترجمةالامام علی بن ابیطالب علیهالسلام من تاریخ مدینة دمشق، چاپ محمدباقر محمودی، بیروت ۱۳۹۸/۱۹۷۸.
- ابن کثیر، البدایة و النهایة، بیروت ۱۴۱۱/ ۱۹۹۰.
- ابونعیم اصفهانی، حلیة الاولیاء و طبقات الاصفیاء، بیروت ۱۴۰۷/۱۹۸۷.
- محمد بن طیب باقلانی، کتاب تمهید الاوائل و تلخیص الدلائل، چاپ عمادالدین احمد حیدر، بیروت ۱۴۱۴/۱۹۹۳.
- محمد بن اسماعیل بخاری، صحیحالبخاری، (چاپ محمد ذهنیافندی)، استانبول ۱۴۰۱/۱۹۸۱، چاپ افست بیروت.
- محمد بن اسماعیل بخاری، کتابالتاریخ الکبیر، بیروت (۱۴۰۷/ ۱۹۸۶
- احمد بن حسین بیهقی، السننالکبری، بیروت ۱۴۲۴/۲۰۰۳.
- محمد بن عیسی ترمذی، الجامعالصحیح و هو سنن الترمذی، چاپ ابراهیم عطوه عوض، بیروت.
- مسعود بن عمر تفتازانی، شرح المقاصد، چاپ عبدالرحمان عمیره، قاهره ۱۴۰۹/۱۹۸۹، چاپ افست قم ۱۳۷۰ـ۱۳۷۱ش.
- علی بن ابوبکر هیثمی، مجمعالزوائد و منبعالفوائد، بیروت ۱۴۰۲/۱۹۸۲.
- علی بن محمد جرجانی، شرح المواقف، چاپ محمد بدرالدین نعسانی حلبی، مصر ۱۳۲۵/ ۱۹۰۷، چاپ افست قم ۱۳۷۰ش.
- ابراهیم بن محمد جوینی خراسانی، فرائدالسمطین فی فضائل المرتضی و البتول و السبطین و الائمة من ذریتهم علیهمالسلام، چاپ محمدباقر محمودی، بیروت ۱۳۹۸ـ۱۴۰۰/ ۱۹۷۸ـ۱۹۸۰.
- محمد بن عبداللّه حاکم نیشابوری، المستدرک علیالصحیحین، و بذیله التلخیص للحافظ الذهبی، بیروت: دارالمعرفة.
- عبیداللّه بن عبداللّه حسکانی، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، چاپ محمدباقر محمودی، تهران ۱۴۱۱/۱۹۹۰.
- مرتضی حسینی فیروزآبادی، فضائل الخمسة من الصحاحالستة، بیروت ۱۴۰۲/۱۹۸۲.
- علی حسینی میلانی، نفحات الازهار فی خلاصة عبقات الانوار، قم ۱۳۸۴ش.
- علی بن ابراهیم حلبی، السیرةالحلبیة، چاپ عبداللّه محمد خلیلی، بیروت ۱۴۲۲/۲۰۰۲.
- محمد خضری، اتمام الوفاء فی سیرةالخلفاء، بیروت ۱۴۰۲/۱۹۸۲.
- خطیب بغدادی، تاریخ بغدادی.
- سبط ابن جوزی، تذکرةالخواص، بیروت ۱۴۰۱/۱۹۸۱.
- مهدی سماوی، الامامة فی ضوء الکتاب و السّنة، کویت ۱۳۹۹/۱۹۷۹.
- عبدالرحمان بن ابیبکر سیوطی، تاریخالخلفاء، چاپ محمد محییالدین عبدالحمید، قم ۱۳۷۰ش.
- عبدالرحمان بن ابیبکر سیوطی، الدرالمنثور فیالتفسیر بالمأثور، چاپ نجدت نجیب، بیروت ۱۴۲۱/۲۰۰۱.
- عبدالحسین شرفالدین، المراجعات، چاپ حسین راضی، قم ۱۴۱۶.
- عبدالرزاق بن همام صنعانی، المصنَّف، چاپ حبیبالرحمان اعظمی، بیروت ۱۴۰۳/ ۱۹۸۳.
- حسن بن علی طبرسی، اسرارالامامة، مشهد ۱۳۸۰ش.
- احمد بن عبداللّه طبری، الریاض النضرة فی مناقب العَشرَة، بیروت ۱۴۰۵/۱۹۸۴.
- محمد بن جریر طبری، تاریخ (بیروت).
- علی بن ابی طالب (ع)، امام اول، نهجالبلاغه، ترجمه جعفر شهیدی، تهران ۱۳۷۱ش.
- محمود بن احمد عینی، عمدةالقاری: شرح صحیحالبخاری، چاپ عبداللّه محمود محمد عمر، بیروت ۱۴۲۱/۲۰۰۱.
- محمد بن عمر فخررازی، البراهین در علم کلام، چاپ محمدباقر سبزواری، تهران ۱۳۴۱ ـ ۱۳۴۲ش.
- قاضی عبدالجبار بن احمد، المغنی فی ابواب التوحید و العدل، چاپ محمود محمد قاسم.
- سلیمان بن ابراهیم قندوزی، ینابیع المَودَّةِ لِذَویِ القُربی، چاپ علی جمال اشرف حسینی، قم ۱۴۱۶.
- علی بن حسامالدین متقی، کنزالعمال فی سنن الاقوال و الافعال، چاپ بکری حیانی و صفوة سقا، بیروت ۱۴۰۹/۱۹۸۹.
- مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، چاپ محمد فؤاد عبدالباقی، استانبول ۱۴۱۳/۱۹۹۲.