د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و ( کنزالعمال :6ټوک ،156 مخ ) د خداى له استازي نقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛نو د علي ايمان به ترې درون وي (له ديلمي او ابن عمر […]
د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و
( کنزالعمال :6ټوک ،156 مخ ) د خداى له استازي نقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛نو د علي ايمان به ترې درون وي (له ديلمي او ابن عمر نه نقل دى).
رياض النضره :2ټوک ،226 مخ کې له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه روايت شوى،چې د پورتني روايت پر مضمون يې لېينه- ګواهي ورکړې ده . ( له ابن سمان او حافظ نه د سلفي په کتاب کې نقل )
حضرت علي پر پېغمبر اکرم (ص) په ايمان راوړو کې ړومبى تن و
هر آیت چې به راته پاسه له عرشه
لا په عرش به یې علي و متلي
محمد چې هغه راز یې په معراج کړ
یکایک وو ، د علي وته جلي
( تاريخ ابن جرير طبري :2ټوک ،75 مخ )پر خپل سند له اسحاق څخه نقل کړي،چې و يې ويل :په نارينه وو کې حضرت علي ړومبي تن و،چې د خداى پر استازي يې ايمان راووړ او لمونځ يې ورسره وکړ او پېغمبراکرم (ص) يې په هغه څه کې تاييد کړ، چې د خداى له لوري يې راوړى و،سره له دې،چې لس کلن و او هغه نعمتونه،چې خداى(ج)،حضرت علي ته ورکړي ول، يو يې دا و، چې تر اسلام مخکې هم د رسول اکرم (ص) په لمن کې وروزل شو.
( سيوطي په در المنثور کې ) د نساء په سورت کې د ((فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا)) تر آيت لاندې وايي : طبراني،حاکم او بيهقي يه سنن کې او ابو نعيم ( په حلية کې ) له عبدالله بن عباس څخه راويت کړي،چې ويې ويل : هغه مهال چې خوارج له حضرت علي بېل او په يوه دښته کې راټول شول؛نو حضرت علي ته مې وويل : وربه شم او يو څه خبرې به ورسره وکړم،کېداى شي سمې ته شي؛نو ورغلم، حال داچې په لوى لاس مې وياړنې جامې اغوستې وې . خوارجو وپوښتلم : ابن عباسه ! دا وياړنې جامې څه دي، چې تا اغوستي،ياره افرين دې وي او پرتا دې وي ؟ ورته مې وويل : دا لا څه نيوکه ده،چې کوئ يې،ما پېغمبر اکرم وکوت،چې ښکلې جامې يې اغوستي او دا آيت وايي : (قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالْطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ؛يعنې ووايه :چا حرام کړ هغه زينت، چې خداى يې د بندګانو لپاره روزي کړى او همداراز د رزق طيبات) . خوارجو وويل:خبره کوه څه ته راغلى يې ؟
ورته مې وويل : راغلې يم ومو پوښتم: څه نيمګړتيا مو زما د تره په زوى کې موندلې، سره له دې چې هغه د خداى داستازي زوم و او ړومبى تن و، چې ايمان يې راووړ او اوس هم د رسول اکرم اصحاب يې لارويان دي (راوي حديث غځوي،چې دلته رارسي او وايي:) په خوارجو کې لس زره کسان سمې لارې ته راووښتل او څلور زره پاتې شول،چې ټول ووژل شول .
هيثمي؛زاويد :6ټوک ،239 مخ هم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد هم دا حديث نقل کړى او رجال يې هم سم دي .
( سيوطي په در المنثور کې د : (أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ[1]( تر آيت لاندې ويلي : ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې او ابن عساکر له حضرت انس نه روايت کړى، چې ويې ويل : عباس او شيبه د کعبې کونجي ساتي سره ناست ول او پر يو بل يې وياړنې کولې او حضرت عباس ويل: زه تر تا شريف يم؛ځکه د رسول اکرم تره يم او د رسول اکرم وصي او هم د خداى د کور د زيارت کوونکيو ساقي يم . شيبه وويل: زه تر تا شريف يم؛ځکه د هغه د کور امين او خزانه دار يم او که تا زما مقام درلود؛نو خداى به ته د خپل کور امين کړى وې؛خو دا دنده يې ماته راکړه . حضرت علي له دې پېښې خبر شو او و يې ويل : زه تر تاسې داړو شريف يم؛ځکه په اسلام راوړو او هجرت کې ړومبې وم . بيا درې واڼه رسول اکرم (ص) ته ورغلل او له کيسې يې خبر کړ او رسول اکرم هم ورته يو څه وويل او څو ورځې وروسته رسول اکرم ورته د پورتني سورت لس آيتونو ولوستل.
( سنن بيهقي :6ټوک ،206 مخ ) پر خپل سند له حسن او نورو نه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت علي ړومبى تن و، چې د خداى پر استازي يې ايمان راووړ حال داچې 15 کلن که 16 کلن و .
دا روايت هيثمي؛مجمع ،نهم ټوک ، 102 مخ کې هم له طبراني نقل کړى او رجال يې هم ټول سم دي .
( خصايص نسائي : 3 مخ ) پر خپل سند له حضرت عمرو بن عباد بن عبدالله روايت کړى،چې و يې ويل : حضرت علي وويل : زه د خداى بنده ، د خداى داستازي ورور او صديق اکبر يم او بې له ما څوک دا ادعا نه کوي؛مګر دروغجن او تر ټولو مخکې مې ايمان راوړى دى .
(اسد الغابه :4ټوک ،19 مخ ) له ابي اسحاق او ( استيعاب :2ټوک ،759 مخ ) د ليلاى غفاريه په شرح کې او ( رياض النضره :2ټوک ، 157 مخ ) له حضرت ابي ذر او همداراز ( رياض النضره :2ټوک ، 157 مخ ) له معاذه عدويه او ( کنزالعمال :6 ټوک ،405 مخ ) او محمد بن ايوب د په خپل کتاب کې او عقيلي او ذهبي؛ميزان الاعتدال ،1 ټوک ،417 مخ کې هر يو په دې باب روايت نقل کړى دى .
( رياض النضره :2ټوک ،197 مخ ) وايي : له حضرت معاذ بن جبل څخه روايت شوى،چې ويې ويل : رسول اکرم ،حضرت علي ته وويل : ته په اووه ګامونو د نورو خلکو په پرتله غوره يې، چې يو قريش يې هم نه لري : 1_ ته پکې ړومبى يې،چې پر خداى دى ايمان راووړ . 2_ په پرتله يې له خداى سره پر کړې ژمنه تر ټولو وفادار يې . 3_ په پرتله يې د خداى پر امر پايدار يې . 4_ په ويش کې تر ټولو عادل يې . 5_ پر رعيت تر ټولو عادل يې . 6_ په قضا کې تر ټولو تکړه يې .7_ خداى ته دې مقام تر ټولو نږدې دى. ( د حاکمي د نقل له مخې ) او ( ابونعيم هم يه حلية کې د لومړي ټوک په 66 مخ کې ) دا روايت نقل کړى دى .
( الاصابه :7ټوک، لومړى قسم ،167 مخ ) وايي : ابو احمد او ابن منده او نورو د اسحاق بن اسدي له خالد بن حارث له عوف له حسن له ابي ليلاى غفاري (رض) روايت کړى،چې ويې ويل : د خداى له استازي مې واورېدل : تر ما وروسته به فتنه راولاړه شي؛نو دا مهال هر لوري ته چې علي و،مطیع او غاړه ایښوونکي يې وسئ اوترې مه بېلېږئ او هغه پر ما په اسلام راوړو کې ړومبى و او هغه به ړومبى تن وي،چې د قيامت پر ورځ به راسره يو ځاى کېږي او صدیق اکبر او ددې امت فاروق او د دين مشر او يعسوب دى؛لکه څنګه،چې د دنيا مال د منافقينو يعسوب دى .
(فيض القدير :4ټوک ،358 مخ ) په شرح کې وايي : طبراني او بزار له حضراتو ابي ذر او سلمان څخه په يوه اوږده حديث کې نقل کړي،چې و يې ويل: رسول اکرم د علي لاس ونيو او و يې ويل :دا ړومبى تن و، چې پر ما يې ايمان راووړ او په قيامت کې به ما ته لاس راکوي او صديق اکبر او ددې امت فاروق او د مؤمنينو مشر دى؛لکه څنګه چې د دنيا مال د ظالمينو مشر دى .
دا روايت متقي ؛کنزالعمال ،6ټوک ،156 مخ کې له طبراني په کبير کې او هغه هم له حضراتو سلمان او ابي ذر دواړو نقل کړى دى او خپل نقل يې له بيهقي په سنن کبرى او ابن عدى په کامل کې له حذيفه راخستى دى .
( کنزالعمال :6ټوک ،393 مخ ) پر خپل سند له مامون له پلار يې هارون الرشيد او له پلار مهدي او له پلار منصور او له پلار عبدالله عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : له حضرت عمر بن خطاب نه مې واورېدل، چې ويل يې : په علي پسې بدى ردې مه وياست،پر خداى چې رسول اکرم به ورسره داسې چلن درلود،چې که يو يې هم راسره درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه وي، چې لمر پرې لګي : يوه ورځ زه،ابوبکر، ابو عبېده جراح او څو نور اصحاب ( رضي الله عنهم) د ام المؤمنين ام سلمه د کور له مخې تېرېدو،چې و مو ليدل علي په وره کې ولاړ دى؛ نو ورته مو وويل: د خداى له استازي سره کتل غواړو. ويې ويل : پېغمبر اکرم اوس له کوره راوځي او ډېر وخت لا وتلى نه و،چې پېغمبر اکرم راووت؛ور نږدې شو؛نو رسول اکرم پر علي تکيه وکړه او پر اوږه يې ډب ورکړ او ورته يې وويل : (( ډېر ژر به درسره دښمني وشي،سره له دې،چې ړومبى تن وې،چې پر ما دې ايمان راووړ او تر ټولو مؤمنينو دې پوهه هم ډېره ده . له هغه سره پر کړې ژمنه ولاړ يې او په وېش کې تر ټولو نیاومن-عادل يې او پر ولس تر ټولو لورین يې او خپګان دې تر ټولو زيات دى او سره له دې،چې ته زما ملاتړ يې او غسل به راکوې ښخوې به مې او ته يې چې په هر کړاو او خپګان کې مخکښ وې او تر ما وروسته به کفر ته ستون نشې او ته يې چې د قيامت پر ورځ به د حمد له لواء سره زما مخې ته راځې او زما له حوض نه به دفاع کوې او هغوى يې چې وړ نه دي، له هغه ځايه به يې لرې کوې )) او بيا حضرت ابن عباس زياتوي،علي د خداى داستازي زوم و او له بېوزليو سره د مرستې او په تفسير، فقهې او تاويل علم کې تر ټولو غوره و.
حضرت علي ړومبى تن و چې يې لمونځ وکړ
أخبرنا أبو عبد الرحمان ، أحمد بن شعيب بن عليّ النّسائي ، قال : أخبرنا محمّد بن المثنّي قال : حدّثنا عبدالرحمان ( يعني ابن مهدي ) قال : حدّثنا شعبة عن سلمة بن كهيل قال : سمعت حبّة العرني قال : سمعت عليّاً يقول : « أنا أوّل من صلّي مع رسول الله ( ص ) . حضرت حبه عرني وايي: له علي مې واورېدل،چې و يې ويل: لومړى تن وم، چې په رسول اکرم پسې مې لمونځ وكړ.[ مسند طيالسي : 24 ح 188 ؛ مصنف ابن ابي شيبه 6/370 ح 32076 ؛ مسند احمد 2/165 ح 1191 او 1192]
( صحيح ابن ماجه :12 مخ ) پر خپل سند له حضرت عباده بن عبدالله روايت کړى،چې ويلي يې دي :علي وويل : (( زه د خداى بنده او د رسول اکرم ورور او صديق اکبر يم او که چا تر ما وروسته دا ادعا وکړه؛ نو دروغجن به وي،ما اوه کاله تر ټولو مخکې لمونځ وکړ.))
دا مضمون حاکم هم په ( مستدرک الصحيحين ؛3ټوک ،112_111 مخونو ) کې راوړى او طبري هم د خپل تاريخ د 2ټوک په 56 مخ کې نقل کړى او هم متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،394 مخ او طبري ؛تاريخ طبري، 2ټوک ،56 مخ کې له حاکم او مردويه نقل کړى دى او اسدالغابه:4ټوک ، 18 مخ هم دې مضمون ته نږدې له حضرت ابو ايوب انصاري او محب طبري هم په رياض النضره :2ټوک ،165 مخ کې له ابي الحسن څخه نقل کړى دى .
( امام احمد حنبل ؛مسند:لومړى ټوک،99 مخ ) پر خپل سند له حضرت حبه عرني په دې باب يو روايت نقل کړى،چې متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،395 مخ هم له ابي داوود طيالسي، احمد حنبل ، ابي يعلي او مستدرک حاکم نه نقل کړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په 102 مخ کې راوړى او ويلي يې دي،چې دا روايت احمد ،ابويعلي ، بزار او طبراني په اوسط کې راوړى دى .
( ابن عبدالبر؛ استيعاب ، 2ټوک ،458 مخ ) دې مضمون ته نږدې يو روايت نقل کړى او دا روايت یې ابن اثير د اسدالغابه د 4ټوک په 17 مخ کې راوړى او د ده په نقل کې هم 5 کاله راغلي او هم 7 کاله او د خصايص نسائي په 3 مخ کې په يو روايت کې 9 کاله هم راغلي دي.
[الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ. يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ [2]]
(واحدي؛اسباب النزول ،182 مخ ) وايي : حسن ، شعبي او قرضي ويلي چې پورتني آیتونه د حضراتو علي،عباس او طلحه بن شيبه په باب نازل شوي او کيسه داسې وه،چې دې درېو تنو پر يو بل وياړل . حضرت طلحه وويل : زه د خداى د کور کونجي ساتى يم او د کور پرده يې زما په لاس کې ده .حضرت عباس وويل : زه د خداى د کور زيارت کوونکيو ته اوبه ورکوم او لارښود يې يم . حضرت علي ورته وويل : ((نه پوهېږ م د څه په اړه خبرې کوئ ؟ دومره پوهېږم، چې 6 مياشتې مخکې مې تر نورو خلکو لمونځ وکړ او زه د خداى په لار کې د جهاد وياړ لرم )) او په پورتني آيتونو کې خداى د حضرت علي د خبرې پخلى وکړ او ويې ويل : ( ايا د حاجيانو سقايت او د مسجد الحرام تعميرول پر خداى له ايمان ،د قيامت له ورځې او د خداى په لار کې له جهاد سره برابروئ؛هېڅکله د خداى په نزد برابر نه دي او خداى ظالمانو ته هدايت نه کوي،هغوى چې ايمان راوړى ، مهاجرت يې کړى او د خداى په لار کې يې پر مال او ځان جهاد کړى؛نو له خداى سره اوچته درجه لري او بریمن دي).
داچې حضرت علي تر ټولو مخکې ايمان راوړى و،ابن جرير طبري د خپل تفسير د لسم ټوک په 76 مخ کې له محمد بن کعب قرظي او همداراز فخر رازي په خپل تفسير کې تر پورتني آيت لاندې او د استيعاب د دويم ټوک په 459 مخ کې ( او صحيح ترمذي د 2ټوک په 301 مخ کې ) له حضرت ابن عباس څخه او ابن جرير په خپل تاريخ کې ( 2ټوک ؛55 مخ ) او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې او ابوالقاسم په موافقات کې دا روايت نقل کړى دى .
(مستدرک الصحيحين :3ټوک ،111 مخ ) پر خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى،چې و يې ويل : علي څلور ځانګړنې لري چې هېڅ څوک يې نه لري : 1_ په عربو او عجمو کې په ايمان راوړو کې ړومبى و .2_ يوازېنى تن دى،چې په ټولو جګړو کې د رسول اکرم بېرغچي و .3_ يوازېنى تن دى، چې د مهراس پر ورځ _ د احد جګړه _ چې له خطره ډکه ورځ وه،يو ګام هم شا ته نشو او و نه تښتېد.4_ يوازېنى تن دى،چې رسول اکرم ته يې غسل ورکړ او ښخ يې کړ.
دا حديث ابن عبدالبر؛استيعاب:2ټوک ،457 مخ هم نقل کړى دى .
ابن اثير جزري په نهايه کې د ( غريب الحديث والاثر ) په باب ويلي دي : په حديث کي راغلي : هغه؛يعنې پېغمبر اکرم (ص) د احد د جګړې پر ورځ ډېر تږى و او حضرت علي ورته له مهراس څخه اوبه راوړې او د يو باز په څېر يې حمله کوله او دښمن يې د خداى له استازي شړل او لرې کول او پر هماغه اوبو يې د رسول اکرم د بدن وينې ووينځلې او مهراس په ډبره کې جوغړندي ته وايي؛خو ځينو هم ويلي : د هغو اوبو نوم و، چې پر هغه ورځ په احد کې وې.
( خصايص نسائي :2 مخ ) او احمدبن حنبل ؛ مسند: لومړى ټوک ،141 مخ او همداراز څلورم ټوک : 37 او 368 مخونه او ابن سعد؛ طبقات :3ټوک ،لومړى قسم ،13 مخ او ابن اثير؛ اسدالغابه : 4ټوک ،17 مخ او ابوداوود طيالسي؛ مسند :3ټوک ، 93 مخ او بيهقي؛ سنن : 6ټوک ،206 مخ او ابن عبد البر؛ استيعاب : 2ټوک ، 458 مخ او ابن جرير طبري؛ تاريخ طبري: 2ټوک ،56 او 57 مخونه او ترمذي؛صحيح ترمذي : 2ټوک ،300 مخ او متقي؛ کنزالعمال : 6ټوک ،156 او 206 مخونه او حاکم؛ مستدرک الصحيحين : 3ټوک ،112 مخ په دې اړه روايتونه راوړي چې : حضرت علي ړومبى تن و، چې د خداى پراستازي يې ايمان راووړ او لمونځ يې ورسره وکړ حال داچې لس کلن و او د رسول اکرم (ص) د بعثت پر دويمه ورځ ؛يعنې د سه شنبې پر ورځ پر لمانځه ودرېد؛خو د ويينې د لنډوالي لپاره يې را نه وړل .
( خصايص نسائي :3 مخ ) پر خپل سند له حضرت عفيف کندي روايت کړى، چې و يې ويل : په جاهليت مکې ته ولاړم او غوښتل مې،چې د کورنۍ لپاره مې جامې او عطر وپېرم ؛نو ددې موخې لپاره د عباس بن عبدالمطلب هټۍ ته ولاړم،چې يو سوداګر و او ورسره کېناستم او په دې حال کې مې پر کعبه سترګې ولګېدې؛نا څاپه مې وليدل،چې يو ځوان راغى او اسمان ته يې وکتل او د کعبې پر لور ودرېد او څه موده وروسته يو کوچنى راغى او د ځوان ښي اړخ ته ودرېد او څه موده وروسته يوه مېرمن راغله او په دوى دواړو پسې ودرېده ؛ځوان رکوع ته ولاړ او هغه دوه هم ورپسې رکوع ته ولاړل او بيا ځوان سجدې ته ولاړ او هغه دوه کسان هم ورپسې ولاړل او بيا ځوان سر راپورته کړ؛نو ورپسې هغه دوو هم سر را پورته کړ؛نو حضرت عباس ته مې وويل : څه ستره پېښه وينم؟ حضرت عباس وويل : هو دا ستره پېښه ده ! پوهېږې هغه ځوان څوک دى ؟ ورته مې وويل : نه ! و يې ويل : هغه محمد بن عبدالله زما وراره او هغه ماشوم هم د ابوطالب زوى او زما وراره دى او هغه مېرمن خديجه د خويلد لور د هغه ځوان کورودانې ده او هغه راته وايي، چې پالونکى يې د اسمانونو او ځمکې يوازېنى څښتن دى او بې له هغه بل پالونکى نشته او هماغه پالونکي دنده ورکړې ده،چې دين يې خلکو ته ورسوي او پر خداى قسم، چې بې له دې درېو تنو، چې وينې يې، څوک پردې دين نه دي .
دا روايت احمد حنبل؛مسند : لومړي ټوک ،209 مخ کې راوړى او په پاى کې يې راغلي دي : ګروهن دى، چې ډپر ژر به د کسرى او قيصر ماڼۍ او خزانې سوبه کړي .
او په خپله عفيف،چې د اشعث بن قيس د تره زوى و او په هر ځاى کې به يې دا کيسه کوله او په پايله کې مسلمان شو او اسلام يې هم بختور و او تل به يې ويل : کاشکې پر هماغه ورځ مسلمان شوى وم، چې له علي سره درېم تن شوى وم .
د حاکم؛مستدرک :3ټوک ،183 مخ د وينا له مخې، و يې ويل : چې په پايله کې يې د اسلام څلورمه برخه زما شوې وه .
دا روايت پر نوموړيو سربېره دوى هم نقل کړى: ابن سعد؛ طبقات :6ټوک،10 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛اصابه :4ټوک ،لومړى قسم ، 248 مخ او له بغوي او ابي يعلي، نسائي، عقيلي، بخاري، ابن ابي خيثمه، ابن منده او د غلانيات له خاونده نقل کړى دى او ابن عبدالبر ؛ استيعاب :2ټوک ،458 او 511 مخونو او متقي؛کنزالعمال :6ټوک ، 391 مخ له ابن عدى نه په په کامل او تاريخ ابن عساکر کې او ابن اثير؛ اسد الغابه : 3ټوک ،414 مخ او هيثمي ؛مجمع :9ټوک ،103 مخ او د هغه د وينا له مخې احمد،ابو يعلي او طبراني پر څو سندونو او ابن جرير طبري ؛تاريخ طبري :2ټوک ،56 او 57 مخونو کې له څو لارو څو عبارته نقل کړي دي .
( رياض النضره :2ټوک ،159 مخ ) له ابي اسحاق څخه نقل کړي، چې ويې ويل : ځينو عالمانو ويلي دي ( لکه چې دا يو تور دى، چې پر ابوطالب يې لګولى؛ځکه د چا نوم پکې رواړل شوى ر او سند يې هم نه دى په ګوته کړى او يوازې له څو تنو يې نقل کړى دى .
ليکوال: چې د لمونځ وخت به را ورسېد؛نو پېغمبراکرم (ص) به د مکې د درو پر لور شو او حضرت علي به هم له خپل پلاره پټ ځان وررساوه او حضرت علي به له خپل پلار او خپلوانو پټ لمونځ کاوه او چې مازيګر به شو؛نو راستنېدل به . تر ډېره وخته وضع همداسې وه،چې يوه ورځ ابوطالب ترې خبر شو او رسول اکرم (ص) يې وپوښت: وراره دا څه دي،چې وينم يې او ته پرې متدين شوى يې؟رسول اکرم ورته وويل : کاکاجانه ! دا د خداى،پرښتو،پېغمبرانو او د پلار مې ابراهيم دين دى او خداى زه خپلو بندګانو ته استازى رالېږلې يم او کاکا جانه ! تر ټولو وړ يې، چې بلنه مې ومنې او د دين په پرمختګ کې راسره مرسته وکړې _ دا عالم،چې معلومه نه ده له کومې سرچينې يې دا خبره راخستى، وايي: _ ابوطالب وويل :وراره ! پر خداى قسم، چې نه شم کړاى د خپلو نيکونو له دينه لاس واخلم؛خو دومره ژمنه درسره کړاى شم، چې له ما به هېڅ تاوان در و نه رسي؛بيا وايي :_ چې بيا هم معلومه نه ده،چې د ا خبره د کومې سرچينې پر بنسټ کوي _ حضرت علي ته يې وويل : زويه کوم دين، چې لرې، څه دى؟حضرت علي ورته وويل : پلار جانه ! ما د خداى پر رسول ايمان راوړى او هغه څه مې منلي او تصديق کړي،چې راوړي يې دي او بيا وايي : ابوطالب وويل : دومره پوه شه، چې هغه دې بې له ښېګڼې بل څه ته نه رابلي او څومره چې دې په وس کې وي ترې بېل نشې.( له ابواسحاق څخه نقل)
( کنزالعمال :7ټوک ،56 مخ ) له حضرت ابن مسعود څخه روايت کړى، چې و يې ويل: ړومبى څيز، چې ما د خداى له استازي وليد؛دا و، چې له ترونو سره مې مکې ته راغلى وم؛نو موږ ته يې د عباس بن عبدالمطلب درک راوښود ؛ورغلو چې د زمزم د چينې په څنګ کې ناست و، په همدې ترڅ کې مو ليدل، چې د صفا له لوري يو سړى جومات ته راننووت، يو سپين سوربخن سړى و او اوږده او غونج وېښتان يې تر اوږو رارسېدل،ښکلې اوږد پوزه يې درلوده ، ږيره يې ډکه وه،غاښونه يې د مرغللو په څېر پړکېدل،تورې او غټې سترګې يې درلودې،د پښو او لاس تلي يې غوښن وو او سپينې جامې يې اغوستې وى او دومره ښايسته او ځلیدلى و ته وا لکه د څوارلسم سپوږمۍ ده، حال داچې ښي اړخ ته يې يو تنکى هلک و، چې زلميتوب ته ورنږدې و او شونډه يې لا نه وه توره شوې او په دې دوو پسې يوه ښځه هم ورروانه وه،چې ويښتان يې پټ وو، سړى د حجرالاسود خوا ته ورغى او لاس يې پرې راکښـوده او بيا مېرمنې او ځوان هم دا چار وکړ او اوه ځله له کعبې تاو شول ؛نو عباس مو وپوښت: دا کار او دود يې راته نوى ښکاري، پخوا خو ترې خبر نه وو ؟ عباس وويل : هغه مې وراره محمد بن عبدالله او هغه بل هم علي د ابو طالب زوى دى او هغه ښځه هم د محمد کورودانې خديجه ده، پر خداى چې بې له دې درېو کسانو نور څوک داسې عبادت نه کوي. (نقل له يعقوب بن شيبه اوابن عساکر څخه )
هيثمي ؛مجمع : 9ټوک ،222 مخ هم ددې روايت مضمون ته نږدې يو روايت نقل کړى دى .
[1] (التوبه/19)
[2] (توبه/۲۰، ۲۱)
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال