د قيامت پر ورځ حضرت علي پر جنتي اوښ سپور دى په محشر به هغه تور مخونه پاسي چې يې نه دي تــــورې خاوري د تلي [1] ( د بغداد تاريخ : يوولسم ټوک،١١٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : د قيامت پر ورځ به […]
د قيامت پر ورځ حضرت علي پر جنتي اوښ سپور دى
په محشر به هغه تور مخونه پاسي
چې يې نه دي تــــورې خاوري د تلي [1]
( د بغداد تاريخ : يوولسم ټوک،١١٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : د قيامت پر ورځ به هېڅ څوک سپاره نه راځي؛خو موږ څلور کسان . پلار مې عباس پاڅېد او ویې پوښتل : رسول الله ! هغه څلور کسان څوک دي ؟ رسول الله (ص) وويل: ړومبى زه يم،چې پر براق به سپور يم،چې څېره يې د انسانانو په څېر ده _ بيا د براق د ځانګړونو تر ویلو وروسته _ عباس وپوښتل: بل څوک دى ؟ پېغمبر(ص) وويل : ورور مې صالح پېغمبر،چې هغه هم پر خپل اوښ سپور راځي . ویې پوښتل : بل څوک دى ؟ پېغمبر (ص) وويل : تره مې حمزه،چې د خداى زمرى، د رسول زمرى او سيدالشهداء دى،چې هغه به هم پر اوښ سپور راځي . حضرت عباس وپوښتل : بل څوک دى ؟ پېغمبراکرم وويل : ورور مې علي،چې پر جنتي اوښ سپور به راځي،چې واګي يې د کجورو له لوء لوء دي او د ياقوتو محمل به پرې اچول شوى وي _ همداراز د اوښ ځانګړنې وايي،تر دې چې دلته رارسي او وايي :_ چې خلايق به يو بل ته وايي : دا سړى يا پېغمبر دى يا مرسل او يا کومه مقربه پرښته،په ځواب کې به يې د عرش له پاسه وویل شي : هغه نه پېغمبر دى او نه مرسل او نه مقربه پرښته او نه د خداى د عرش وړونکى؛بلکې علي بن ابيطالب د رب العالمين د استازي ځايناستى دى؛ هغه امام المتقين، قائدغرمحجلين (د سپين مخيو مشر) دى .
( د بغداد تاريخ : ديارلسم ټوک،١٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس همدا مضمون روايت کړى او په پاى کې يې وايي : که عابد د ځمکې په رکن،مقام ابراهيم او مسجدالحرام کې زر کاله د خداى عبادت وکړي،چې بدن يې د مشکو په څېر وچ شي او په قيامت کې له خداى سره له آل محمد سره په زړه کې په کينه مخامخ شي؛نو خداى به يې پړ مخ په اور کې ورګوزار کړي .
( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢،٣٩٦،١٩٣،٤٠٣ مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک، ٢١١ مخ ) ، ( احمد بن حنبل په مناقب کې حضرت له انس بن مالک ) ، ( خطيب بغدادي : د بغداد تاريخ : درېم ټوک،١٤٠ مخ ) او ( محب طبري؛ ذخاير : ١٣٥ مخ ) د قيامت پر ورځ پر جنتي اوښ د حضرت علي د راتګ په اړه روايتونه نقل کړي دي .
( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٢ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايت کړى،چې د خداى استازي يې وپوښت: د قيامت پر ورځ به دې د بېرغ وړونکى څوک وي ؟ پېغمبراکرم وويل : هماغه چې په دنيا کې به يې وړه او هغه علي بن ابيطالب دى .
بيا وايي : دا روايت نظام الملک په امالي او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې هم نقل کړى دى .
( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک ، ( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥، ٤٠٣مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠١ مخ ) او ( ذخاير العقبى : ٧٥ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې د وروستي نچوړ يې داسې دی :
رياض النضره او ذخاير له محدوج بن زيد دهلي روايتوي،چې رسول اکرم،حضرت علي ته وويل : د قيامت پر ورځ به ړومبى زه، بيا انبياء او ورپسې ته راپاڅېږې او همداراز زما امت ړومبى امت دى، چې مبعوث به شي او “لواء الحمد” به تا ته په لاس کې درکړ شي،چې ډېر خلايق به ورلاندې پناه واخلي او هغه مهال به دې حسن ښي اړخ او حسين به دې کين اړخ ته وي او له عرشه به غږ راشي : ابراهيم درته څومره ښه پلار و او علي درته څومره ښه ورور او زه درباندې زېرى کوم، چې هر اکرام،راسره وشي؛نو له تا سر هم کېږي .
د ملا د سيرة په يوه روايت کې راغلي،چې و يې پوښتل: څنګه به حضرت علي دا لواء اوچته کړي ؟ پېغمبر اکرم وويل : ولې يې نشي اوچتوالاى،چې خداى زما د صبر په څېر صبر ورکړى او د جبراييل د قدرت په څېر قدرت يې ورکړى دى .
( رياض النضره: دويم ټوک،٢٠٣ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري ، (کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٣ مخ ) له حضرت عمر بن خطاب او همداراز ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) له حضرت ابن عباس څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي دي .
حضرت علي او لارويان به يې د حوض کوثر تر څنګ وي
( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) له طبراني نقل کړى،چې په خپل سند يې د رسول اکرم د خولې وينا راخستې،چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! ته او لارويان به دې حوض کوثر ته راننوځئ؛خو په خپله به ماړه ياست او نور به مړوئ، څېرې به مو سپينې وي او ستا دښمنان به له علي سره حوض کوثر ته راننوځي؛خو لاس تړلي او تږي . ))
( کنوزالحقايق : ١٨٨ مخ ) ، ( استيعاب : دويم ټوک،٤٥٧ مخ ) ، (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٦ مخ ) او ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک، ١٠٢ مخ ) په دې مضمون روايتونه نقل کړي دي .
( هيثمي؛مجمع : لسم ټوک،٣٦٧ مخ ) له حضرت ابي هريرة او حضرت جابربن عبدالله روايتوي،چې دواړو ويلي دي : رسول اکرم وويل : (( د قيامت پر ورځ به علي بن ابطالب زما د حوض خاوند وي،چې د ستورو د شمېر هومره جامونه لري،چې بر يې له جابيه تر صنعا دى . ))
( کنوزالحقايق : ٩٢ مخ ) ،( حلية الاولياء : لسم ټوک،٢١١ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : څوارلسم ټوک،٩٨ مخ ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٣،٢١١ مخونه) ،( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢ مخ ) ، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: نهم ټوک،١٣٥ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : درېم ټوک،١٣٨ مخ او همداراز نهم ټوک،١٣٠ مخ ) ، (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٨ مخ ) او ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠،٤٠٣،٣٩٧ مخونه ) هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي .
[1] . ارمغان ٦٣٧مخ
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال