تبلیغات

  د علي د آل په مدح کې جنــــــــت دى د خوشحال خټک په دا ده تـــــــــسلي  [1]   څوک چې له رسول اکرم، علي،  فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي ؛ نو د خداى له استازي سره به يې يوه درجه وي  (صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي […]

 

د علي د آل په مدح کې جنــــــــت دى

د خوشحال خټک په دا ده تـــــــــسلي  [1]

 

څوک چې له رسول اکرم، علي،  فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي ؛ نو د خداى له استازي سره به يې يوه درجه وي

 (صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول اکرم  د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به  له ما سره او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زياتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛تاريخ:3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ  کې نقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر نقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه نقل کړي، چې و يې ويل : چې کله دا روايت نصر بن علي حديث کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه  1000 کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل هوډه لاس واخست .

دا روايت  متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او بيا يې په 7ټوک کې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زياتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار  او سعيد بن منصور هم روايت نقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ماسره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه ؛نو راسره به يې دښمني کړې وي او په  اخر کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم نقل کړى دى .

 

د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين په اړه  نازل شوى دى

( اسد الغابه : 5ټوک،530 مخ ) پر خپل سند د فضه نوبيه د حالاتو په شرح کې له مجاهد او حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چى د : [يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا. وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا(انسان/۷، ۸) په تفسير کې يې ويلي دي: حسن او حسين ناروغ شول؛نو پېغمبر اکرم (ص) يې پوښتنې ته راغى او بيا نور هم پوښتنې ته راغلل،رسول اکرم (ص) حضرت  علي ته يې وويل : ابالحسنه ! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې . حضرت علي ورته وويل :که خداى دا دواړه روغ کړل؛نو د خداى لپاره به درې ورځې روژه ونيسم او دا خبره بي بي فاطمې هم واورېده ؛ نو هغې هم همدا نذر وکړ. د فضه په نامه يې يوه وينځه درلوده، چې د نوبه (افريقا ) وه ؛نو هغې هم وويل : که خداى مې دې دوو بادارانو ته شفا ورکړه؛نو زه به هم روژه ونيسم . حسن او حسين روغ شول، حال داچې  له “آل محمد” کره هېڅ  څه هم نه وو؛ نو علي خيبري شمعون ته ورغى او درې منه د روټې اوړه  يې ترې کور ته  راوړل  او له زهرا بي بي سره يې کېښوول چې بي بي زهرا ترې يو من واغږل او پاخه يې کړل؛نو بيا چې علي کور ته راغى؛نو فاطمې بي بي هغه له علي سره کېښوول، چې په همدې مهال يو مسکين يې د وره مخې ته ودرېد او ويې ويل : سلام دې د محمد پر اهلبيتو وي ! مسکين مسلمان يم ؛ خواړه راکړئ ،خداى دې تاسې ته له جنتي دستر خوانه خواړه درکړي .

علي چې واورېدل؛ نو ويې  ويل :  خواړه مسکين ته ورکړئ ؛ نو “آل محمد” پر هغه ورځ او شپه وږي  پاتې شول او د روژه ماتي لپاره يې بې له اوبو هېڅ څه نه درلودل،چې بله ورځ شوه؛نو بي بي زهرا له هغه اوړو يو من نور واغږل او پاخه يې کړل. حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ او چې کور ته راغى او خواړه يې ورته مخې ته کېښوول؛نو د وره له خولې غږ راغى : سلام دې پر تاسې وي د محمد اهلبيتو ! زه د مهاجرينو د شهيد پلار مړى يم ؛پلار مې شهيد شوى ؛ څه خواړه راکړئ . آل محمد پر هغه ورځ خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په خپله يې پر اوبو روژه ماتى وکړ . پر درېمه ورځ بي بي زهرا يو من اوړه واغږل او پاخه يې کړل .علي چې د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ ؛ نو کور ته راغى .بي بي زهرا ورته خواړه مخې ته کېښوول، چې په همدې وخت کې يو اسير راغى او و يې ويل : سلام دې پر تاسې وي نبوي کورنۍ ! موږ اسيرانوئ او خواړه هم نه راکوئ . پر هغه ورځ نبوي کورنۍ خپل خواړه اسير ته ورکړل او په پايله کې پرله پسې درې ورځى وږي پاتې شول او بې له اوبو يې هېڅ څه هم و نه خوړل، چې دا مهال پېغمبراکرم (ص) ورته راغى او د هغوى لوږه يې وليده او له کيسې خبر شو او پر هماغه مهال پر رسول اکرم د ا آيت نازل شو: [هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا ( انسان/۱) ] _ تردې چې وايي _لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا).

دا روايت ابوموسى نقل کړى او زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د [وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا(انسان/۱۲)] آيت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي،چې واحدي هم دا روايت نقل کړى او همداراز فخر رازي هم دا آيت ددې سورت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي : واحدي، چې زموږ له اصحابو ځنې  دى، د سبط په کتاب کې يې ويلي : دا سورت د علي په باب نازل شوى او بيا زياتوي، چې د کشاف خاوند،چې په خپله معتزلي دى،دا روايت يې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

(واحدي ؛اسباب النزول:331 مخ ) د : ((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ( انسان/۸) )) آيت د شان نزول په اړه  ويلي : عطاء له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى،چى هغه مهال، چې حضرت علي د کجورو يو بڼ ته د اوبو  ورکولو  ټېکه واخسته،چې ورته به په بدل کې يې د روټې اوړه ورکول کېږي؛نو کله يې چې د روټې اوړه کور ته راوړل او د حريره په نامه خواړه يې پاخه کړل؛نو همدا چې حريره پخه شوه؛ نو يو مسکين د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ . سبا يې بيا اوړه پاخه کړل،چې پاخه شول؛ نو يو پلار مړى يې د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ،چې د نن ورځې دا خواړه يې پلار مړى ته ورکړل او بله ورځ هم،چې کله خواړه پاخه شول؛ نو اسير ته يې ورکړل او نبوي کورنۍ درې ورځې وږې پاتې شوه،چې بيايې دا آيت په اړه  راغى .

مولف: دا روايت محب طبري؛رياض النضره :2ټوک،227 مخ او په خپل بل کتاب کې ؛يعنې د ذخاير په 102 مخ کې ،سيوطي په درالمنثور کې د (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ) د آيت تر تفسير لاندې ،ابن مردويه او شبلنجي؛ نورالابصار: 102 مخ د شيخ اکبر له مسامرات نه دا راويت نقل کړى دى او په مسامرات کې راغلي : حسن او حسين،چې ناروغه شول؛ نو پېغمبر اکرم (ص) يې پوښتنې ته ورغى او علي ته يې وويل : اباالحسنه ! څومره به ښه شي،چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې،علي وويل: زه به يې د روغتيا لپاره درې روژې  ونيسم . بي بي زهرا وويل : زه به هم درې روژې ونيسم . زامنو يې وويل : موږ به هم روژه شو او وينځې يې هم وويل : زه به هم درې ورځې روژه شم  او ماشومان،چې خداى روغ کړل؛ نو سبا ته ټول روژه شول او ددې لپاره، چې د روژه ماتي لپاره يې څه نه درلودل؛ نو حضرت علي له خپل يهودي ګاونډي کره ولاړ او وړۍ يې ترې راوړې،چې و يې ورېشي او د هغه پر وړاندې ترې درې منه د روټې اوړه واخلي،چې فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل،چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو مسکين يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو!  سلام دې پر تاسې وي، مسکين مسلمان يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي په لاس کې کپ کېښود  او ويې ويل :

فاطم ذات المـــــجدواليــــــقينى                 يا بنت خېر الناس اجمعينې

اما ترې ذا البــــائس المـــــسکينى                   جاء الى الباب له حنينى

کل امراء بکسبه رهينى

فاطمې ! د مجد او يقين خاوندې ! په خلکو کې د تر ټولو غوره انسان لورې ! نه وينې چې دا مسکين مو دکور وره ته راغلى، زړه سوځونکى غږ لري او داسې نه ده، چې هر څوک په خپلو کړنو کې راښکېل دى .

بي بي فاطمې هم ورته وويل :

امرک سمع يا ابن عم و طاعة      مالى من لوم ولا ضراعة

باللب قد غذيت بالبراعة            ارجوا اذا انفقت من مجاعه

ان الحق الابرار و الجماعة           و اد خل الجنة بالشفاعة

د تره زويه ! حکم دې پر سر سترګو او هېڅ ګيله نه لرم  او هيلمنه يم، چې د يو وږي د مړولو په بدله کې له ابرار سره يو ځاى شم او پر شفاعت يې جنت ته ورننوځم.

وايي : بيا فاطمې دستر خوان ته لاس کړ او څه چې پکې ول، ټول يې مسکين ته ورکړل او په خپله وږي ويده شول . د هغې ورځ پر سبا يې هم د روژې نيت وکړ، حال داچې په روژه ماتي او پيشنمي کې يې بې له اوبو هېڅ څه نه  درلودل. فاطمې داوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يو روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو يو پلار مړى  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، پلار مړى يم او د مسلمانانو پلار مړى هم يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . حضرت علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطم بنت اسيد الکريم          قد جائنا الله بذا الیتمى

من يطلب اليوم رضا الرحيمى          موعده فى جنه النعيمى

د کريم سيد لورې ! خداى دا پلار مړى را استولى؛نو نن چې څوک د لورين څښتن خوښي وغواړي؛نو موعد به يې سبا  له نعمتونو په  ډک جنت کې وي .

بي بي زهرا ځواب ورکړ :

فسوف اعطيه و ال ابالى         و اوثر الله على عيالى

امسوا جياعاً و هم امثالى      اصغر هم يقتل فى القتال ى

ژر به مې خپل او د زامنو خواړه پلار مړي ته ورکړم او هېڅ باک هم نه لرم او خپل خداى به له خپلو هغو زامنو مخکې کړم، چې له پرونه تر اوسه پورې وږي دي؛هغه زامن چې وړوکى (حسين ) به يې د خداى په لار کې وژل کېږي .

او هغه مهال څه چې په دسترخوان کې ول، پلار مړي ته يې ورکړل  او پر هغه شپه هم وږي ويده شول او بې له اوبو يې هېڅ هم و نه خوړل ؛ نو سبا فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې مخې ته ورته کېښوول او همدا چې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو اسير  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، اسير يم، اسير يې کړم؛خو خواړه يې را نه کړل؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ، خداى دې جنتي خواړه درکړي . حضرت علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطمـــــــــــــــة ابنــه النبى احمــد  بنت نبـــــى سيـــــد مـــــــــسود

هذا اسير جاء ليـــس يهـــــتدى   مکبـــــــــل فــــى قيده المقيد

شکى الينا الجوع و التشدد      من يطعم اليوم يجده فى غد

عند العلى الواحد الموحد        ما يزرع الزارع يوماً يحصد

فاطمې د احمد نبي لورې ! د هغه پېغمبر لورې،چې په خپله ستر دى او بشر يې ستر کړى دى،داچې ګورئ د کور وره ته دې ولاړ دى؛هغه اسير دى چې له دې ځايه بل ځاى  نه لري او اوس يې زولنۍ په لاس کې دي او له  لوږې  تنګ شوى او موږ ته يې ګيله راوړې او نن که چا ورته خواړه ورکړل؛نو سبا به هغه خواړه ومومي. هو ! هغه به د علي له واحد خداى سره ومومي او هر څوک هر څه چې نن وکري سبا به هماغه رېبي .

بي بي زهرا ورته وويل:

کور ته چې راغلي ول، يوازې يو من پاتې دى او زما لاسونه پر مېچنه ستړي شوي دي او پر خداى قسم، چې درې ورځې دي،چې زامن مې وږي دي. پالونکيه ! هغوى هلاک مه کړې او هغه څه چې په دستر خوان کې ول، اسير ته يې ورکړل او سبا يې د روژې نيت و نه کړ؛خو د نن د روژه ماتي لپاره يې هم څه نه درلودل؛نو حضرت علي، حسن او حسين رسول اکرم (ص) ته ورغلل او دواړه ماشومان د چورګوړو په څېر له لوږې رپېدل .رسول اکرم (ص) چې وليدل ؛ نو ويې ويل : حال مو ډېر خپه کوونکى دى ،پاسئ چې لور ته مې ورشو او بيا له بي بي فاطمې کره راغلل ؛نو ويې ليدل چې په خپل محراب کې پر عبادت بوخته ده او له ډېرې لوږې يې ګېډه په ملا پورې نښتې ده او سترګې يې ننووتې دي؛نو همداچې رسول اکرم (ص) وليده؛نو په غېږ کې يې راونيوه او ويې ويل : وا  غوثاه ! بيا جبراييل راغى او ويې ويل : محمده ! خداى د اهلبيتو د مېلسمتيا په اړه  آيت را لېږلى دى : (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا _ وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا).

 د مودت آيت د پېغمبر اکرم (ص) د خپلوانو؛  حضرت علي، فاطمې بي بي، امام حسن او امام حسېن په اړه  نازل شوى دى

په دې  اړه  ډېر زيات احاديث دي، چې موږ يې يو څو ته لنډه اشاره کوو:

(تفسير ابن جرير طبري ؛25 ټوک،16 مخ ) پر خپل سند له سعيد بن جبير (رض) نه او محب طبري په ذخاير کې له ابن سري نه او بيا طبري د 25ټوک په 17 مخ کې له ابي  اسحاق له عمرو بن شعيب (رض) نه او حلية الاولياء؛3ټوک،201 مخ پر خپل سند له جابر (رض) څخه روايت کړى، ې د : ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) آيت د خداى د استازي د خپلوانو په اړه  نازل شوى دى او د وروستي روايت مضمون داسې دى، چې يو کليوال سړى رسول اکرم (ص) ته راغى او ويې ويل : محمده ! اسلام  راوښيه.رسول اکرم (ص) ورته وويل : اسلام دادى، چې لېينه- شهادت ورکړې،چې ( لا اله الا الله وحده لا شريک له و ان محمداً عبده و رسوله ) اعرابي ورته وويل : پردې مانا به له ما مزدورې هم غواړې؟رسول اکرم (ص) ورته وويل : د خپلوانو له مينې پرته هېڅ نه غواړم.اعرابي وپوښتل : ستا خپلوان که زما خپلوان؟ د خداى استازي(ص) وويل :زما خپلوان. سړي ورسره ومنله  او ورته يې وويل : لاس دې راکړه،چې ددې خبرې لپاره درسره بيعت وکړم او  د خداى لعنت دې پر هغه وي،چې له تا او خپلوانو سره دې مينه نه کوي . د خداى استازي(ص) وويل : امين .

سيوطي په درالمنثور کې تر ويينې لاندې  تر آيت لاندې  (سوره شورى) له عبد بن حميد او ابن منذر له مجاهد نه او همداراز له ابن مردويه نه د ابن المبارک له لارې له حضرت ابن عباس څخه او همداراز ابونعيم او ديلمي له مجاهد له حضرت ابن عباس څخه او همداراز سعيد بن منصور له سعيد بن جبير نه روايت راوړى،چې ټولو ويلي دي، چې مراد ترې د خداى د استازي خپلوان دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک:172 مخ ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى، چې و يې ويل : حسن بن علي د خپل تره تر شهادت وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل: خلکو ! څوک چې ما پېژني؛نو پېژنې مې،که څوک مې نه پېژني؛ نو زه حسن د علي زوى او د پېغمبر زوى يم،زه د خداى د استازي د وصي زوى يم،زه د بشير او د نذير زوى يم او د خداى په لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوى يم او زه  له  هغو اهلبيتو ځنې يم،چې جبراييل به ورته راته او له کوره به يې اسمان ته تله او زه له هغه اهلبيتو ځنې يم،چې خداى له هر ډول پليدۍ پاک کړي دي او هغسې،چې په خپله پوهېده،پاک کړي يې دي او زه له هغو اهلبيتو ځنې يم چې خداى يې مينه پر هر مسلمان فرض کړې ده او ويلي يې دي : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) او همداراز يې وويل : (وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا) او څوک چې څه نېکي وکړي؛نو موږ يې نېکي او د نېکۍ ښکلا ورډېروو او د نېکۍ اقتراف هماغه زموږ د اهلبيتو مينه ده .

ليکوال: دا روايت محب طبري؛ذخاير :138 مخ هم له زيد بن حسن نه نقل کړى دى او دولابي  ته يې نسبت ورکړى دى او هيثمي؛مجمع:9ټوک،146 مخ کې هم راوړى او ابي الطفيل ، طبراني،ابويعلي ،بزاز او احمد ته يې نسبت ورکړى دى او همداراز دا روايت ابن حجر؛صواعق:101 مخ کې نقل کړى او هغه يې بزاز او طبراني ته نسبت ورکړى دى .

(اسدالغابه:5ټوک:367مخ ) له حکيم بن جبير له حبيب بن ابي  ثابت نه روايت کړى،چې د خپل ټبر له يوې ډلې سپين ږيرو سره ناست وم،چې له مخې مو علي بن الحسين تېر شو او دا هغه وخت و، چې د هغه او د يوې ډلې قريشو ترمنځ د يوې ښځې پر سر شخړه وه،چې له هغه نه يې اخستى وه او له هغه سره نږدې توب يې ښه نه راته؛نو د انصارو سپين ږيرو وويل: پرون تاسې موږ د هغه شخړې په باب چې له پلانۍ کورنۍ سره مو درلوده راغوښتي وو؛خو موږ ستاسې په چار کې هېڅ ډول لاسوهنه نه شو کړاى او هېڅ خبره هم پکې نه شو کړاى؛ځکه زموږ سپين ږيرو موږ ته حديث کړى، چې د خداى استازي ته ورغلو او ورته مو وويل : محمده ! اجازه راکړه ددې ټولو نعمتونو له امله، چې خداى ستا له امله موږ ته راکړي او دا دومره فضيلتونه او کرامتونه يې موږ ته راکړي،تا ته له خپلو مالونو څخه يو څه درکړو، چې د هغوى په ځواب کې د ( قل لا اسئالکم) آيت راغى او ليکونکي په اخر کې دا حديث ابن منذر ته نسبت ورکړى دى.

( ذخاير العقبى ؛25 مخ) د ملا له سيرة نه نقل کړي، چې رسول اکرم (ص) وويل : هغه اجر،چې تاسې يې بايد راکړئ، خداى دا ټاکلې، چې زما له اهلبيتو سره مينه وکړئ  او زه به دا د قيامت پر ورځ درنه غواړم .

(صواعق المحرقه ؛102 مخ)  له ثعلبي او بغوي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې و يې ويل: همدا چې د  (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) آيت نازل شو؛نو ځينو په زړونو کې وويل : بې له دې بل هېڅ مراد  نه لري،چې تر ځان وروسته موږ له خپلو اهلبيتو سره مينې ته اړ کړي؛نو ځکه تر دې آيت وروسته د : (أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا؛يعنې لکه چې وايي چې محمد په دې سپارښتنه کې پر خداى دروغ تړلي دي) آيت راغى؛نو ځينو وويل : موږ ستا هغه سپارښتنه تصديق کړه، چې د خداى له لوري ده او تا پر خداى دروغ نه دي تړلي؛نو بيا دا : (وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ؛يعنې هغه خداى دى چې د بندګانو توبه  قبلوي) آيت راغى .

( صواعق محرقه :101 مخ) له  ابو الشيخ او نورو نقل کړي،چې حضرت علي وويل :يوازې هغوى به زموږ مودت رعايتوي، چې پر خداى ايمان لري او بيا يې د : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ) آيت ولوست .

دا روايت : متقي هندي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،218 مخ هم نقل کړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :25 ټوک:16 مخ ) پر خپل سند له ابي  الديلم نه روايت کړى،چې و يې ويل : چې کله يې علي بن الحسين اسير راوړ او په دمشق کې يې ځاى پر ځاى کړ؛نو يو سړى پاڅېد او و يې ويل : ستاينه د هغه خداى ده،چې تاسې يې ووژلئ ؛ نو علي بن الحسين وپوښته: قرآن دې لوستى دى؟ ويې ويل : هو ! علي بن الحسين ورته وويل : آيا “آل حم” دى نه دى لوستى ؟ و يې ويل : قرآن مې لوستى؛خو” آل حم” مې نه دى لوستى . علي بن الحسين وويل : نه دې دي لوستي چې : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)؟ ويې پوښتل : مګر تاسې،تاسې،تاسې هغه( خپلوان ) ياست ؟ ويې ويل : هو موږ د خداى د استازي خپلوان يو .

اما د خداى د استازي خپلوان څوک دي ؟ داسې روايتونه او خبرې شته، چې  د تېرو  خبرو پخلى کوي،چې له هغې ځنې يو هم زمخشري دى، چې د کشاف په تفسير کې د شورى د سورت د پورتني آيت تر تفسير لاندې  ليکي : روايت شوى، چې کله  د مودت آيت راغى ؛نو خلکو رسول اکرم (ص) وپوښت : د خداى استازيه ! خپلوان دې څوک دي،چې مودت يې پر موږ واجب شوى دى ؟ ويې ويل : علي، فاطمه او دوه زامن يې .

( فخر رازي په کبير تفسير کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې  له زمخشري د پورته روايت تر نقلولو وروسته وايي : نو جوت شول،چې دا څلور کسان د خداى د استازي خپلوان دي او چې کله دا جوت شول ؛نو واجبېږي……………….

(سيوطي په در المنثور کې ) د پورتني آيت په تفسير کې له ابن منذر ، ابن ابي  حاتم ،طبراني،ابن مردويه د سعيد بن جبير له لارې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې کله دا آيت راغى؛نو خلکو د خداى استازى وپوښت: خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده ؟ رسول اکرم (ص) وويل : علي ،فاطمه ،حسن او حسين او دواړو اولاده يې .

همدا مضمون  ذخاير العقبى ؛25 مخ ،محب طبري د احمد له مناقب نه،هيثمي ؛مجمع:7ټوک، 103 مخ او همداراز د نهم ټوک په 168 مخ کې ، ابن حجر ؛صواعق :101 مخ له  احمد ،طبراني، ابن ابي  حاتم او حاکم ټولو له حضرت ابن عباس څخه او شيخ شبلنجي؛نورالابصار: 101 مخ له تفسير بغوي نقل کړى دى .


[1] . ارمغان ٦٣٧مخ


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!