ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[1] اهلبيت د امت امامان دي ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند د حضرت ابن عباس له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو ژغوري؛زما اهلبيت هم د امت امامان دي؛نو […]
ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس
چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[1]
( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند د حضرت ابن عباس له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو ژغوري؛زما اهلبيت هم د امت امامان دي؛نو که په عربو کې هر ټبر له اهلبيتو سره شخړه وکړه؛نو په اړپېچ ککړ شوى او د ابليس ګوند دى.))
دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٤٠مخ کې راوړى او صحيح يې ګڼلى دى .
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٤٥٨ مخ ) په خپل سند د محمد بن منکدر د پلار له خولې وايي : يوه شپه پېغمبر اکرم (ص) له کوره ووت او د ماسخوتن لمونځ يې هم وځنډاوه،خلک ورته په تمه ول،چې جومات ته به راشي او لمونځ به وکړي،جومات،چې ته راننووت؛نو ویې پوښتل : څه ته په تمه ياست ؟ ومو ويل : لمونځ ته په تمه وو. ويې ويل : ((چې کله لمونځ ته هم په تمه ياست؛نو د لمونځ په حال ياست.)) (؛يعنې د لمونځ ثواب درته ليکل کېږي ) بيا يې وويل : (( دا هغه لمونځ دى،چې مخکې يو امت هم نه دى پر ځاى کړى.)) بيا يې سر اسمان ته کړ او ويې ويل : ستوري اسمانمېشتو ته امان دى او چې تپه تياره شي؛نو اسمانوالو ته وعده ورکړ شوې،چې عذاب به راورسي.)) تردې چې وايي : (( اهلبيت مې د امت امامان دي او چې کله ځمکه ترې خالي شوه؛نو امت ته وعده ورکړ شوې،چې عذاب به راشي . ))
دا روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١١٦ مخ کې او همداراز د اووم ټوک په ٢١٧ مخ کې او صواعق المحرقه (١١١ مخ ) او د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٧٤ مخ کې او مناوي د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢٩٧ مخ کې او ذخاير العقبى په ١٧ مخ کې او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٧١٠ مخ کې نقل کړى دى .
رسول الله (ص) : په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم
( صحيح مسلم ) د فضائل الصحابه په کتاب کې په باب فضايل علي کې په خپل سند له يزيد بن حيان (رض) څخه روايتوي چې وايي : زه او حصين بن سبرة او عمر بن مسلم د زيد بن ارقم ليدو ته ولاړو،چې حصين ورته وويل : زيده ! تا له خپل عمره ډېر خېر ليدلى؛ځکه رسول الله (ص) دې ليدلى، ورسره جګړو ته تللى،حديثونه دې ترې اورېدلي او په کلونو کلونو دې ورپسې لمونځونه کړي دي؛نو له دې ټول خېره يو حديث موږ ته ووايه،چې له رسول الله (ص) دې اورېدلى وي ؛نو راته يې وويل : و راره ! پر خداى قسم،چې زوړ شوى يم او تګ مې رانږدې دى؛خو ما يو لړ هغه احاديث هېر کړي،چې له رسول الله (ص) مې اورېدلي وو؛نو کوم حديثونه،چې درته وايم،تاسې يې په ځير ياد کړئ او نوره پوښتنه به نه کوئ او بيا يې وويل : يوه ورځ رسول الله (ص) د مکې او مدينې په منځ کې په خم نومې سيمه کې موږ ته خطبه وويله او د خداى تر ستاينې او ډېرو نصيحتونو وروسته يې وويل : (( ايها الناس ! زه بشر يم او کېداى شي ډېر ژر پرښته زما روح اخستو ته راشي او زه يې هم بلنه ومنم او زه تر ځان وروسته په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم،چې لومړى يې د خداى کتاب دى چې ټول ښيون-هدايت او رڼا ده؛نو د خداى پر کتاب منګولې ولګوئ _ او ډېر يې خلک د خداى کتاب ته راوهڅول _ او بل يې زما اهلبيت دي،زه مې د اهلبيتو په اړه خداى دريادوم . ))
حصين : پوښتنه وشوه : اهلبيت څوک دي ؟ آيا د رسول اکرم (ص) مېرمنې هم په اهلبيتو کې دي؟ويې ويل : مېرمنې يې د کور خلک دي؛خو اهلبيت نه دي؛اهلبيت هغوى دي،چې تر رسول الله (ص) وروسته ورته صدقه حرامه ده؛پوښتنه يې وکړه : نو اهلبيت څوک دي ؟ و يې ويل : آل علي،آل عقيل، آل جعفر او آل عباس . پوښتنه ترې وشوه : آيا صدقه ټولو ته حرامه ده . و يې ويل : هو!
دا روايت مسلم هم په ځينو سندونو له زيد بن ارقم (رض) څخه نقل کړى، چې په تېرو شويو برخو کې يې ځينو سندونو ته اشاره هم وشوه . امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د څلورم ټوک په ٣٦٦ مخ،بيهقي د سنن د دويم ټوک په ١٤٨ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى.
دارمي هم د خپل سنن د دويم ټوک په ٤٣١ مخ کې او متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٥ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې عبدبن حميد په خپل مسند کې له حضرت زيد بن ارقم څخه او د اووم ټوک په ١٠٢ مخ کې يې له دوو لارو او طحاوي هم په مشکل الاثار (درېم ټوک،٣٦٨ مخ ) کې راوړى دى .
( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) په خپل سند له ابي سعيد له اعمش له حبيب بن ابي ثابت له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : (( زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او ځم او تر هغه مو چې پرې منګولې ولګولې؛نو بې لارې به نشئ،چې يو تر بله ستر دي،چې لومړى يې د خداى کتاب دى،چې هغه رسۍ ده،چې يوه خوا يې له خداى او بله خوا يې درسره ده او بل يې زما عترت؛يعنې اهلبيت دي او دا دواړه ان د سترګو د يو رپ هومره هم يو له بله نه بېلېږي، چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني؛نو ښه چلن ورسره وکړئ او ګورم چې څرنګه چلن ورسره کوئ. ))
دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د دويم ټوک په ١٢ مخ کې او سيوطي په درالمنثور کې د شورى د سورت تر مودت آيت لاندې راوړى او ويلي يې دي : انباري هم د المصاحف په کتاب کې راوړى دى .
( صحيح ترمذي : دويم ټوک،٣٠٨ مخ ) حضرت جابر بن عبدالله : د عرفې پر ورځ حال داچې پېغمبراکرم (ص) پر قصوى اوښ سپور و،موږ ته يې داسې خطبه وويله : (( يا ايها الناس ! په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم او تر هغه چې پرې منګولې ولګوئ؛نو بېلارې به نشئ؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت.)) ترمذي بيا وايي : په دې اړه له ابي ذر، زيد بن ارقم، حذيفة بن اسيد او ابي سعيد (رضى الله عنهم) نور روايتونه هم نقل شوي او پورتنى روايت متقي د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٨ مخ کې راوړى او ابي شيبه او خطيب (درالمتفق او المفترق) ته يې نسبت ورکړى دى.
(مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٠٩ او ١٤٨ مخونه. نسائي؛خصايص : ٢١ مخ . امام احمد بن حنبل؛مسند:درېم ټوک،١٧ مخ له حضرت ابي سعيد خدري نقل کړى . فخر رازي په خپل تفسير کې د (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ)) (آل عمران/۱۰۳) تر آيت لاندې،هيثمي؛مجمع : نهم ټوک ،١٦٣ مخ . ابن سعد؛ طبقات:دويم ټوک، دويم قسم،٢ مخ . امام احمد حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ١٤ مخ او همداراز د پينځم ټوک په ١٨١ مخ . مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،١٤ مخ کې راوړى او د هغه د وينا له مخې مناوي،ابويعلي او حافظ عبدالعزيز اخضر هم راوړى دى او سمهودي ويلي،چې په دې اړه تر دوو سوو ډېر اصحاب کرام نقلونه لري . ابن حجر؛صواعق : ١٣٦ مخ هم په دې خبره منښته کړې ده .
( صواعق المحرقه :٧٥ مه ) وايي : په روايت کې دي،چې په هغه ناروغۍ کې چې رسول الله (ص) يې له امله مړ هم شو؛ له خلکو سره يې لمونځ وکړ او ويې ويل:((خلکو! نږدې دى،چې ساه راڅخه واخلي او زه دا خبره په دې حال؛ځکه درته کوم،چې هېڅ عذر درته پاتې نشي او ټول يې واورئ،چې زه په تاسې کې د خداى کتاب او اهلبيت مې ځايناستي کوم او په تاسې کې يې پرېږدم )) او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او لاس يې ورته جيګ کړ او ويې ويل : (( دا علي له قرآن او قرآن له علي سره دى او هېڅکله به يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې ما وويني .))
( ثعلبي؛ قصص الانبياء : ١٤ مخ ) وايي : رقاش له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى،چې وايي : رسول اکرم د سهار لمونځ له موږ سره و کړ؛نو همدا چې لمونځ يې پاى ته ورسو؛نو ډلې ته يې مخ کړ او ويې ويل : ((مسلمانانو! څوک چې لمر له لاسه ورکړي؛نو بايد د سپوږمۍ له رڼا ګټه واخلي او که سپوږمۍ هم له لاسه ورکړي؛نو بايد د “زهره” له رڼا ګټه واخلي او که هغه يې هم له لاسه ورکړ؛نو بايد له دوو ستورو؛فرقدين څخه ګټه واخلي. )) خلکو ورته وويل : رسول الله ! له لمر،سپوږمۍ، زهره او فرقدين څخه مو مراد څه دى؟ ويې ويل: ((لمر زه، سپوږمۍ علي، زهره فاطمه او فرقدين حسن او حسين دي او دوى تل د خداى له کتاب سره دي او ترې نه بېلېږي،چې ما د حوض کوثر تر غاړې وويني .))
غزل بابا امیر حمزه خان شینواری وايي :
افسانه ده خداى ويلې دا عالم چې د امکان دى
محمد او اهل بيت يې هم کردار دى هم عنوان
وسيله مې محمد او اهل بيت دي
شته اميد چې عاقبت مې شي محمود
او شاعر وايي :
اهل بيت پسې بهتر وو صيقل زړونه يې صاف تر وو
پاکـــيزه له روى ريا نه په ديدار مې مــــــــشرف کړه
شېربچه دواړه پاکان وو دتقــــــــــــوى دورع کان وو
شيرين بر ستا له بوستانه په ديدار مـــــــې مشرف کړه [2]
(( کتاب الله وعترتى اهل بيتى)) او د (( کتاب الله وسنتى )) ترمنځ تړاو
په اسلامي سرچینو کې هم د ((کتاب الله )) او هم د ((سنتي )) عبارت راغلی : (( ياايهاالناس انى قدترکت فيکم ان اعتصمتم به فلن تضلوا ابدا کتاب الله وسنة نبيه= خلکو !ما تاسې ته دوه څيزونه پرېښي دي،که منګولې پرې ولګوئ؛نو هېڅکله به بې لارې نشئ: کتاب الله او نبوي سنت .[1]))
نو ايا دا حديث د (( کتاب الله )) او(( عترتي)) ، (( اهل بيتي )) له حديث سره مخالف دى؟ ددې دواړو احاديثو تړاو څه دى؟ ايا يو د بل تفسير دي ؟ که يوله بل سره په ټکر کې؟
اردنی عالم شيخ حسن بن علي السعاف[2] د سند له اړخه دواړه احاديث سپړلي،چې په دې باب همدا څېړنه ولولئ؛خو د متن له پلوه تونسي عالم دکترسيد محمد سماوي په (فسئلو اله الذکر= از اګاهان بپرسيد فارسي ژباړه) کتاب کې د دواړو احاديثو په تړاو ویېنه کړى،چې لولو يې :
((دا دواړه احاديث يوله بل سره په ټکر کې نه دي؛ځکه ((کتاب الله)) او ((نبوي سنت )) معلم،مبين ، بيانوونکي ،مفسر او توضيح کوونکي ته اړتیا لري او پېغمبراکرم(ص) راته سپارښتنه کوي،چې زما اهل بيت د قرآن او سنتو مفسرين دي او ټول مسلمانان يوه خوله دي،چې دوى په علم او عمل کې پر نورو ړومبي دي )) .
د ترکيې د علمي اسلامي څېړنو مرکز( وقف دراسات العلوم الاسلاميه ) په ١٣٧١ کال سلواغي( ٢٤- ٢٦ ) کې د((شيعه وو تېر او اوسني عقايد)) تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړى و او د ترکيې، ايران، پاکستان ، عربستان ،اردن او سوريې عالمانو په کې ګډون کړى و،چې شيخ جعفر سبحاني د اماميه شعيه وو مشهور عالم هم د کنفرانس غړی و او وپوښتل شو،چې : (( اماميه شعيه هغه احاديث،چې له سترو اصحابانو را رسېدلي وي، په کوم ارزښت ورته نه قايلېږي )) ددې پوښتنې په ځواب کې وايي: (( موږ ته د دين مرجع له ((عترت )) پرته هغه شمېر اصحاب (رضى الله عنهم) هم دي ،چې عدالت ،تقوى او پر لار سم تګ يې ثابت دى.د دوى روايات راته حجت دي او ان د هغو شمېر اصحابانو،چې روحي شرايط يې راته په ډاګه نه دي،که روايت ترې نقل شي ؛نو ناليدلى (ناګڼلى ) يې نه نيسو او د قرينه، شاهد اوتاييد په توګه ترې کاراخلو )).
نو اوس که د سبحاني دا څرګندونې او هم د تونسي عالم تشريح په پام کې ونيسو؛نو راڅرګندېږي،چې دا احاديث يو له بل سره په ټکر کې نه دي او نه يو د بل ضد دي او د شيخ سبحاني خبره مې ځکه دلته راوړه،چې ځان د ثقلينو د حديث لاروى بولي؛نو دا به ډېره ښه وي،چې د دغسې عالمانو ويناوې د احاديثو له يو بل سره د تړاو څرګندونکي وي .
بلخوا که موږ د لبنان ،عراق او پخواني هند د ثقلينو د حديث لاروي عالمانو ليکنې او آثار لولو؛نو دوى د اهل سنتو پر کتابونو استدلال کوي ،د اهل سنتو مصادر يې د خپلو څېړنو محور ګرځولى دى؛نو له دې ځايه پوهېداى شو،چې تربحث لاندې په موضوع کې ،چې هغوى د اهل سنتو روايات راولي،دواړه لارې يوه خوله دي،چې دا مساله د (( اسلامي مذاهبو د پيوستون)) او((منصفانه قضاوت)) لپاره غوره ګام دى،دغسې که د اهل سنتو څېړونکي د موضوع د څېړنې لپاره د هغوى مصادرو ته مراجعه وکړي او استدلال هم؛نو شيدې خو د خداى نعمت دي اوکه غوړي پرې واچوي ((نعمت الله )) به شي .او پاتې شوه اختلافي ټکي او يا له يوې موضوع نه بېلابيل تفسيرونه؛نو که د ټولو ((اسلامي مذاهبو د پيستون نړيواله ټولنه)) په مکه مکرمه يا مدينه منوره کې جوړه شي،چې د اسلامي نړۍ عالمان ،تاريخپوهان ، حديثپوهان،ټولنپوهان،حقوقپوهان او ارواپوهان پکې ګډون وکړي او په پرله پسې توګه علمي څېړنو ته دوام ورکړي او بيا وروسته،چې ټولې لوري د اختلافاتو هواري ته ورسېدې؛نو مسلمينو ته دې يې د نړيوالو تلويزيوني شبکو ،راديو ،مطبوعاتو او د جوماتونو د منبرونو له لارې اعلان کړي او ټول دې پرېکړه وکړي ،چې تر دې وروسته موږ مسلمانان په ټولو اختلافي مسايلو کې يوه خوله شوو او په بېلابېلو نومونو راکې جوړې شوې کرښې تاريخ ته سپارل شوي او بس.
خوشال بابا وایي :
سرحلقه داولــــــــــــياوو هغه شماره
چې شيطان يې بند کړى په قفس دى [3]
[1] . حاکم نيشاپروي، مستدرک ١/٩٣،دامام مالک موطاً ٨٨٩مخ ،دريم حديث)
[2] . ( صحيح صفة صلاة النبي٢٨٩-٢٩٤مخونه )
[3] . ٦٢٣ارمغان
[1] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )
[2] . د حافظ الپوري ديوان، ٤٠ مخ
-
ټیګونه:
- (( کتاب الله وعترتى اهل بيتى)) او د (( کتاب الله وسنتى )) ترمنځ تړاو
- www.andyal.com
- اهلبيت د امت امامان دي
- په اوداسه کې پښو مسح
- جمع صلاتین
- چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي
- خوشحال بابا وايي: ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس
- د (( اهل سنت والجماعت)) او ((شيعه)) نومونه له څه وخته اېښوول شوي دي
- د جمع صلاتین په باب د صحیح بخاري او صحیح مسلم روایات
- د شيعه و د حقانيت دلايل راڅرګند كړئ
- د شیعه او سني د اختلافانو وضاحت
- د شیعه حقانیت
- رسول الله (ص) : په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم
- متعه یا لنډمهاله نکاح
- ولې شيعيان په اودس كې پښې مسح كوي او نه يې مينځي
- ولې شيعيان لاس خلاصى لمونځ كوي