تبلیغات

نيت نيت د لمونځ لومړى رکن دى . نيت؛يعنې دا چې پوه شو څه کوو څه وايو او د چا او څه لپاره حرکت کوو ؟ د يو کارارزښت يې يواځې په عمل کې نه؛بلکې په نيت کې دى . څوک چې د ترافيک سرې اشارې ته د قانون د درناوى او د نظم د […]

نيت

نيت د لمونځ لومړى رکن دى .

نيت؛يعنې دا چې پوه شو څه کوو څه وايو او د چا او څه لپاره حرکت کوو ؟ د يو کارارزښت يې يواځې په عمل کې نه؛بلکې په نيت کې دى . څوک چې د ترافيک سرې اشارې ته د قانون د درناوى او د نظم د ساتنې له کبله ودرېږي اوهغه،چې د ترافيکو د جريمې له ېرې ودرېږي؛نو په دې دواړو کې خورا توپير دى. په ټولوعبادتونو کې او په تېره بيا په لمونځ کې نيت ځانګړى ځاى لري. څه چې يو کار پر عبادت بدلوي د کار الهي نيت يې دى . که دا نيت نه وي او د کار ظاهر هرڅومره هم ښه او سم ‏ وي ؛خو د عبادت ارزښت نه لري. کارونه د نيت او انګېزې له لارې ارزښت پيدا کوي په توکیز- مادي او مانیز- معنوي کار کې يې توپير په نيت او موخه کې وي .

 

 

سوچه نيت

خالص او نږه ‏نيت دا دى،چې انسان يواځې خداى ته کار وکړي او د ځان دنننۍ موخه يې دهغه رضا وي او له خلکو د مننې توقع او انتظار و نه لري.

إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لاَ نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً( انسان /٩) = (( (او وايي:) موږ تاسې ته يواځې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نه غواړو.))

د پېغمبر اکرم (ص) کورنۍ حضرت علي،حضرت فاطمې،امام حسن اومام حسين څوشپې پرله پسې د روژه ماتي خواړه يتيمانو او بېوزلوته ورکړل ،دې خوړو دومره توکیز ارزښت نه درلود؛خو داعمل د اخلاص له مخې و اوخداى له همدې کبله د انسان سورت نازل کړ. په تاريخ کې راغلي چې يوتن په جهاد کې مړ شو او ټولو وويل چې شهيد دى؛خو پيغمبر وويل :هغه ((قتيل الحمار)) دى ؛يعنې د خرپه لار کې مړ شو.خلک حيران شول؛خو پېغمبر اکرم(ص) وويل: جهاد ته يې د راتګ موخه خداى نه و،ليدل يې چې دښمن پرښه خر سپور دى له ځان سره يې وويل : وبه يې وژنم او خربه يې زما غنيمت شي؛خو بريالى نشو او کافر وواژه ؛نوهغه (( قتيل الحمار)) دى.

د نيت نږه ‏کول ډېر ګران کار دى . غيرخدايې فکرونه کله انسان کې دومره ژور لوېږي،چې خپله د انسان هم ورته پام نه وي. په روايت کې راغلي : ريا او شرک د تورمېږي له حرکته هم دقيق او نازک دى ،چې په تپه تياره کې پر توره تيږه روان وي.

علامه مطهري وايي : نيت؛يعنې ځان خبري او د عبادت ارزښت په معرفت او اګاهۍ کې دى.

په روايتونو کى راغلي: د مومن نيت يې له عمله غوره دى . د جسم او روح په مقايسه کې روح له جسمه مهم دى او د انسان انسانيت د روح له کبله دى. د عمل او نيت په مقايسه کې نيت له عمله مهم دى؛ځکه چې نيت د عمل روح دى . نيت ډېر ارزښت لري که يو انسان د يو خير کار د کولو وس ونه لري؛خو که د کولو نيت يې ولري ،خداى يې ورته اجر ورکوي .

د سترپالونکې مقام ته د نژدې کولونيت يا قصد قربت

د خداى رضا لاس ته راوړنې ته د کارونو کول په دې مانا نه دي،چې خداى د کارونو تر اغېزې لاندې راشي. خداى ته نږدې والى په دې مانا دى،چې اروا د بدن د پوړو پر پاټکو پورته خيجي او په پايله کې په هستۍ کې نفوذ پېدا کوي يا په بله وېنا دهستۍ چېنې ته ځان نږدې کول دي او په خپل زړه کى دهغه پيدا کول دي. لکه څرنګه چې د جماد،بوټي،ځناور او انسان وجود مرتبې لري؛نوهمداراز خداى ته د انسان نږدى والى هم مرتبې لري؛نو انسان د خداى درګاه ته دومره نږدې کېداى شي ،چې کړاى شي پرځمکه د خداى خليفه شي. که عبادت خداى ته د نږدې والي په نيت وي؛نو انسان به بشپړه اوځلانده کړي . په دې کې ټول عبادتونه او په تېره بيا مستحبي لمونځونه مهمه ونډه لري . په حديث کې راغلي : انسان کړاى شي ځان د مستحبي لمونځونو له لارې خداى ته نږدى کړي.

واجب لمونځونه ممکن د خداى له غوسې او يا د دوزخ له وېرى وشي؛خو نفل لمونځونه له خداى سره د ميني او ورته د نږدې والي نښه ده .

د نژدېوالي درجې

د درجات ټکي په قرآن کې څوڅوځلې اوپه مختلفو تعبيرونه کې راغلي په يوځاى کې وايي:

أُوْلئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ( انفال /٤) = [ (هو،) همدوى حقيقي مؤمنان دي، چې هغوى ته د هغو له پالونكي سره (مهمې) درجې، بښنه او عزتمنه روزي ده.]

 

په بل ځاى کې وايي:

هُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ اللّهِ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ( اۤل عمران / ١٦٣ )= ((دوى هر يو د خداى پر وړاندې مقام او درجه لري او پر چارو يې پوه دى.))

دا مانیزې درجې ځانګړې د انسانانو نه دي دا لړۍ په پرېښتو کې هم شته قرآن د جبرائيل په هکله وايي:

مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ( تکوير/٢١ ) = ((چې هلته (پرېښتې د هغه حكم) مني (او هم) امين دى.))

د خداى په اطاعت کې هم د انسانانو درجې توپير لري،کله انسان يواځې مطيع وي؛خو د خپلې خوښې او رضا له مخې نه وي. کله انسان د مينې اومحبت پربنسټ اطاعت کوي .کله انسان له اطاعت اومينې هم پورته ځي او د بشپړمعرفت خاوند کېږي او په هرڅه کې خداى ويني.

 

خداى يواځې خداى ته ياد کړئ

هغه کسان چې خداى يواځې خپل ځان او خپلو ستونزو ته يادوي او بې له دې يې هېروي او ان دا،چې ترې منکرېږي ؛نوقرآن پرې نيوکه کړى.

َإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ (عنکبوت / ٦٥ ) = ((نو چې كله هغوى په بېړۍ كې سپاره شي؛ نوخداى په اخلاص بلي،(او بې له هغه هېروي)؛ خو چې خداى يې وچې ته راوباسي (او ويې ژغوري). بيا په شرك لاس پورې كوي.))

په هرحال ځان ته کارکول نفس پالنه يا د نفس ستاينه ده . خلکو ته کار کول بوت لمانځنه ده او خداى او خلکو ته کارکول دوه ګونې لمانځنه ده، خداى ته،ځان ته اونورو ته کارکول خداى لمانځنه ده . په دعاګانوکې راغلي خدايه ! زه د دوزخ له وېرې اوجنت دطمعې له کبله ستاعبادت نه کوم؛ځکه يې کوم چې ته مې دعبادت وړ وليدې .

سوداګر د ګټې له کبله کار کوي ؛غلامان له وېرې کار کوي ،ازاد شوې او احرار د خداى د نعمتونو له کبله دهغه عبادت کوي. په توکیزعشق کې انسان معشوق ځان ته غواړي؛خو په مانیزعشق کې ځان د معشوق لپاره غواړي. حضرت علي (ک ) د کميل په دعا کې وايې : خدايه ! زړه مې په خپله مينه ډک کړه .

 

قرب ته د رسېدو لار

خداى ته د نږدې کېدودوه لارې دي.

لومړى د خداى د مقام او د ستروي پېژندل یې دي او بل له هغه پرته د بې اعتبارۍ او پوچۍ پېژندل دي.قرآن تل بندګانو ته د خداى نعمتونه ښي،چې انسان د خداى عاشق کړي. د صفتونو،توکیز اومانیزو مرستو يادونه يې يواځې ددې لپاره دي،چې له خداى سره مو مينه زياته شي.

بلخوا په قرآن کې داسې آيتونه هم شته،چې بې له خدایه هرڅه کمزوري او پوچ ښي. بې له هغه نه عزت شته او نه ځواک ، که ټو ل راټول شي او وغواړي، چې يوکوچنى مچ پېدا کړي؛نو نه يې شي پيدا کولى له هغه پرته څوک شته چې د بېوزلوغږ واوري؟.

څومره والى که څرنګوالى ( کميت يا کفيت)

اسلام د کارڅرنګوالي،د کارموخې او نيت او انګيزې ته ډېره پاملرنه کړى قرآن ډېر عمل نه؛بلکې غوره عمل ستايي اووايي:

وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَبْعُوثُونَ مِن بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ( هود/ ٧ ) = او (الله) هغه دى،چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيداكړل او عرش (حكومت) يې پر اوبو باندې و( ددې لپاره يې پېداكړ) چې تاسې وازمېيي چې ستاسې د كوم يو كړه غوره دي او كه ( هغوى ته ووايي:((چې تاسې تر مرګ وروسته دويم ځل راپاڅول كېږئ ))؛نو كافران به هرومرو ووايي : (( دا(ادعا) خو ښكاره كوډې دي!))

حضرت علي (ک ) په رکوع کې خپله ګوته فقيرته ورکړه او له همدې کبله د قرآن يو اۤيت هم نازل شو خلکو داسې ګومان وکړ،چې د يوې ګوتې له کبله د آۤيت نازليدل له دې کبله وچې ډېره ګران بيه وه اوويل به يې، چې د ګوتې قيمت د شام او سوريه د مالياتوهومره و حال دا چې داسې قيمتي ګوته د حضرت علي له زهد سره اړخ نه لګوي.

إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ ( مايده /. ٥٥) = ((ستاسې ولي او پالندوى خو يواځې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.))

دا آيت دعمل د څرنګوالي او خداى ته د نږدې کېدو له کبله نازل شوى او داسې نه و،چې ګنې د ګوتې وزن زيات و.

 

خاطره

بهلول وليدل چې يوه ډله جومات جوړوي او ادعا کوي،چې د خداى لپاره دي . پر تيږه يې وليکل داجومات بهلول جوړ کړى دى او تيږه يې د شپې د جومات په وره ولږوله . بله ورځ کارکوونکيو دا تيږه وليده اوهارون الرشيد يې له پېښې خبرکړ. بهلول يې راوغوښت او ویې پوښت: جومات زه جوړوم ولې دې پرې خپل نوم کېښود؟ بهلول وويل : که ته داجومات خداى ته جوړوې پرېږده چې زما نوم ورباندې وي خداى خوپوهېږي ،چې د جومات جوړونکى څوک دى او په اجر ورکولو کې هم نه خطا کېږي که خداى ته وي؛نومهمه نه ده چې زما يا ستا نوم ورباندې وي .

بهلول غوښتل له دې لارې يې پوه کړى،چې ته د قربت يا خداى ته نږدې والي موخه نه لرى؛بلکې په شهرت اونوم پسې ګرځې. له همدې کبله قرآن د کفارو کړه له سراب سره تشبيه کوي ،چې له لرې اوبه ښکاري ؛خوواقيعت نه لري.

وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى‏ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئاً وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ. ( نور- /٣٩ ) = ((او هغوى چې كافران شوي دي، د كړنو مثال يې په هوار ډاګ كې د شګي ګل (سراب) غوندې دى، چې تږي پرې له لرې د اوبو ګومان كوي؛خو چې كله ورشي (؛نو) هېڅ نه وي او (بلکې) هلته خداى مومي،چې حساب يې پوره ورکوي او خداى ژرحسابى دى.))

اسلام هغه عمل صالح ګڼې چې دا څلور واړه عناصر يې نېک وي: عمل ،نيت، وسيله اوطريقه .

نه يواځې د کار په پيل کې؛بلکې دعمل په اوږدو کې هم بايد خداى ته د نږدې والي نيت او موخه دوام ومومي او که نه ټول کړه يې باطل دي. که د الوتکې ماشين ان ،يوې دقيقې ته هم کار پرېږدي؛ نو رانسکوره به شي،که په نيت کې شرک او ريا ان ېوې شېبې ته هم وي ټول عمل له منځه وړي.

خاطره

په يوهوائي سفر کې چې الوتکه الوتله؛نوټول مسافريې له الوتکې راکوز کړل او الوتنه وځنډېده علت مې ترې وپوښت ، ويې وويل يوسيمسار په الوتکه کې ليدل شوى ورته مې وويل ؛دومره ډېرځنډ يواځې د يو سيمسارلپاره دى ؟ويې وويل ! هوکېداى شي همدا سيمسار د الوتکې د کابو کېدو سيستم خراب کړي او پېښه رامنځ ته کړي .

ځينى ډېر د خېرکارونه شته،چې د انسان اروا د خداى په لورې بيائي؛خو يوه اروایزه ناروغي نه يواځې اروا بېرته راستنوي؛بلکې دغورځېدولامل يې هم ګرځي .

 

نيت کار ته ارزښت ورکوي

فرض کړئ چې يو تن د يرغل اوتيري له لارې يو څوک وواژه وروسته معلومه شوه،چې مقتول هم يو جنايتکار و،چې بايد اعدام شوى واى په دې،چې د قاتل دا کارګتور و؛خوخلک د قاتل ستاينه نه کوي ؛ځکه موخه يې پرځمکه د فساد خپرېدونکي انسان وژل نه؛ بلکې د يو بې ګناه انسان وژل و. څو يوعمل صالح نه وي،نيت يې پاک نه وي ،په يواځې ځان د عمل ګټه مهمه نه ده .قرآن په هر ځاى کې لکه خمس، زکات، مالي انفاقونو او جهاد کې خداى ته پر نږدې والي ټينګارکوي . قرآن پرفى سبيل الله، لوجه لله،ابتغا مرضات الله کلمو خداى ته د نږدې والي اهميت راښي. که څوک مکتب يا روغتون جوړوى او خلکو ته ګټور کارونه کوي او موخه يې الهي نه وي ؛نو پرځان به يې تېرى کړى وي ؛ځکه هيڅ ګټه به ورته و نه رسوي .قرآن تل صالح عمل له ايمان سره په څنګ کې راوړي اووايي:

مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى‏ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ( نحل\٩٧)= ((هر نارينه او يا ښمځنه چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به هغوى ته ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.))

 

دوه خاطرې

حضرت بلال (رض ) د پيغمبر موذن و تل به يې په ((اشهد ان لا اله الا الله)) کى د شين پرځاى سين وايه؛ځګه ژبه يې بندېده خلکو ورته ګوته ونيوه ؛خو پېغمبر اکرم (ص)وويل :((دخداى په وړاندې دبلال سين شين دى )).

که څه هم د کار ظاهر خو لري؛خو نيت يې پاک و؛نوځکه اجرهم لري. عبدالله بن مکتوم (رض ) د پېغمبر اکرم (ص) له مخلصو يارانو ځنې و او ړوند و،يو ورځ غونډې ته راننوت او پېغمبر اکرم (ص) له نورو سره خبرې کولى هغه چې د ډلې خلک نه شواى ليدلاى په لوړغږ يې خبرې وکړې، دډلې يوسړى ورته تريو وچولى شواوبې مخې يې وکړه .

که څوک خاندي او يا هم عبوس کوي ړوند کس يې نشي ليدلى؛خو قرآن دهمدې عبوس کولوله کبله يوسورت نازل کړ او پر له پسې په لس اۤيتونوکې يې عبوس کوونکى وغنده .

١-عَبَسَ وَتَوَلَّى‏

٢-أَن جَاءَهُ الْأَعْمَى‏

٣-وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى‏

٤-أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ الذِّكْرَى‏

٥-أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى‏

٦-فَأَنتَ لَهُ تَصَدَّى‏

٧-وَمَا عَلَيْكَ أَلاَّ يَزَّكَّى

٨-وَأَمَّا مَن جَاءَكَ يَسْعَى

٩-وَهُوَ يَخْشَى‏

١٠-فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّى‏ ( عبس ١-١٠ ]

۱تريو ټنډى شو او مخ يې واړاوه،

۲   ( لدې امله) چې هغه ړوند ورته راغى.

   ۳   او ته څه پوهېږې؟ ښايي هغه وده ومومي [او پاك شي]،

   ۴   يا پند واخلي؛ نو پند ورته ګټور شي.

   ۵   خو هغه چې شتمن دى،

   ۶   نو ته ورته مخ اړوې،

   ۷   اوكه هغه ځان پاك نكړي؛ پر تا څه (پړه) نشته.

   ۸   او خو هغه چې تا ته په منډه راغلى و،

   ۹   او هغه (له خدايه) وېرېده،

۱۰   نو ته ترې بې پروا شوې.))

ګټه او تاوان،کچه او آر- اصل نه دي،چې يوعمل له بل سره وتلو او ووايو کوم عمل،چې خلکوته ګټه رسوي هغه صالح دى او کوم،چې تاوان رسوي غيرصالح دى. له سړي سره د عمل اړيکه هم بايد وڅېړو،چې دا عمل يې کومې موخې ته وکړ او دا عمل،چې په نفس کې يې نورو ته ګټه او تاوان رسېږي څرنګه دى؟

د انبياوو په ښوونځي کې اخلاق عرضي نه؛بلکې ذاتي ارزښت لري او د بشري اخلاقو په شان نه دي،چې خلک پرځان راټول کړي اوخپل مالونه پرې خرڅ او له دې لارې توکیزې ګټې لاس ته راوړي . دعبس په سورت کې نيوکه ددى لپاره ده،چې تا ولې پر يو ړوند عبوس وکړهغه خو نشي ليدلى،پرمومن تريو وچولى شو او بي مخې يې وکړه دا خپله يوه ناوړه عمل دى. پرته له دې چې ستا کارونه کوم سياسي اوټولنيزغبرګون ولري ،ټول بايد خداى ته د نږدې والي په موخه وشي او يواځې يې رضا په پام کې ونيسو او په دې لار کې له ګواښونو ونه وېريږو. قرآن د واقعي مومنانو په هکله وايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لاَئِمٍ ذلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ مايده\٥٤) = ((مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي ( خداى ته زيان نشي رسولاى ) خداى به داسې خلك راولي چې ورته ګران وي او خداى (هم ) هغوى ته ګران وي، د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز وي او پر كافرانو به ناماتي، برلاس (او سخت زړي) وي، د خداى په لاركې به جهادكوي او د هېڅ ملامتوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د خداى لورېنه ده، چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او د خداى (لورېنه) پراخه (اوهغه) ښه پوه دى . ))

الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالاَتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلاَ يَخْشَوْنَ أَحَداً إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ حَسِيباً( احزاب\٣٩) = [(مخكېني پېغمبران) هغوى وو، چې د خداى پېغامونه يې رسول او (يواځې) له هغه وېرېدل او بې له خدايه له بل هېچا نه وېرېدل او همدا بس دى، چې خداى حسابګر(اودخلکو د کړنو بدله ورکوونکى) د‌ى.]

د پاک نيت اغېزې اوبرکتونه

د پاک نيت د اغېزو او برکتونو په هکله چې کوم روايتونه او آيتونه راغلي دا دي:

څوک چې پاک نيت لري رزق به يې پراخه وي،د پاک او ښه نيت له خاوند سره د خلکو راشه درشه ډېرېږى او روزي يې پراخېږي . پاک نيت د انسان توفيقات زياتوي او ژوند يې لاپسې په زړه پورې کوي او د انسان انډيوالان او دوستان هم زياتېږي.د خداى مهرباني د خلکو په نيت پورې تړلى ده څومره،چې نيت غوره او سوچه وي ؛نو د خداى مهربانى به هم زياته وي . پاک نيت د انسان عمر زياتوي په روايتونوکې راغلي: چا چې حج وکړ او کور ته د راستنېدو پرمهال يې نيت وکړ،چې په راتلوونکي کال کې به يو ځل بيا حج ته راځم ،خداى به د همدې ښې هيلې له کبله ورته عمر زيات کړي .پاک نيت د انسان تيرشوى وخت بښي.حضرت على (ک ) وايي: که يوګنهکارپه پاک نيت توبه وکړي ؛نوڅه چې دسزا له لارې ترې خداى اخيستي وبېرته به يې ورکړي او په کارونوکې شته ستونزې به يې اوارې کړي .

که څوک د خير کار نيت وکړي او د کولو وس يې نه وي ؛نوخداى به ورته د خېر کار اجر ورکړي. په روايتونوکې راغلي : که يو مؤمن انسان ووايي که خداى راته امکانات راکړي ؛نو داسې به پرې وکړم، که دا هيله يې ريښتنې وي؛نو خداى به ورته د خېر د کارونو اجر ورکړي .که په پاک نيت د خداى په لار کې د شهادت هيله وکړي او له خدايه شهادت وغواړي که څه هم په کورکې مړشي؛نو خداى به يې د شهيدانو درجې ته ورسوي . خداى ډېرمهربان ذات دى ،که څوک د خېرد کار نيت او تصميم ولري او د کولو وس يې ونه لري؛نوخداى به ورته د خېر د کاراجر ورکړى؛خو که څوک د ګناه نيت ولري؛خو چې کړى يې نه وې ؛خداى ورته عذاب نه ورکوي . پاک نيت کړاى شي،چې انسان د توکیزوڅيزنو له لارې خداى ته نږدې کړي. مانیز حالتونه لکه ژړا او سجده که ريا ته وي؛نو انسان له خدايه لرې کوي . په روايتونو کې راغلي لکه څرنګه،چې جسم پر اروا ولاړ دى ،دين هم پر پاک نيت ولاړ دى . پاک نيت د خداى له سترو نعمتونو اوخزانو ځنی دى .څومره چې نيت پاک وي؛نو ددې خزانې ارزښت به هم زيات وي . نيت اوجدي تصميم د انسان بدني وس لاپسې زياتوي .امام جعفرصادق وايي : خداى به په قيامت کې خلک دهغوى د نيتونو پربڼسټ راپاڅوي .

د چا موخه چې د دندې ترسره کول وي ورته د کارډول او پايلې مهمې نه دي ،قرآن وايي:

فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً. ( نساء /٧٤ ) = ((چا چې دنيوي ژوند پر اخروي ژوند پلورلى وي، بايد د خدا ى په لار كې وجنګېږي او څوك،چې د خداى په لاركې وجنګېږي او ووژل (او شهيد) شي يا بريالى راوګرځي؛ نو په راتلونکي کې به ورته ستر اجر وركړو.))

قرآن وايي :

وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الْأَرْضِ مُرَاغَماً كَثِيراً وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِراً إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى‏ اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِيماً( نساء /١٠٠ ) = ((څوك چې د خداى په لار كې هجرت وكړي؛ نو پرځمكه به د امن ډېر او پراخه ځايونه ومومي او څوك چې له خپل كوره د خداى او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي او بيا(په لار كې) ورته مرګ راشي؛نو اجر يې پرخداى دى او خداى بښونكى او مهربانه دى.))

له دې اۤيته جوتيږي که انسان د خداى لپاره له کوره راووځې که څه هم موخې ته ونه رسېږى؛نو اجرلري. خپله عمل نه؛بلکې دعمل نيت مهم دى. مهمه دا ده چې په لار کې قدم کېږدئ که څه هم موخې ته ونه رسېږئ. پيغمبر اکرم (ص) حضرت ابوذر(رض) ته وويل: ((د خير د کارونو نيت لره که څه هم دعمل توفيق پيدا نه کړې؛ځکه دا تصميم تا دغافلينو له ډلې راوباسې.)) (وسایل،۱/ ۳۹)

په حديث کې راغلي که په هرکار کې نيت الهي وي که دا کارهرڅومره کوچنى وي؛خوستربلل کېږي . ډېرمهم کارونه که سم نيت ونه لري هيڅ ارزښت نه لري . پېغمبر اکرم (ص ) وايي : (( زما د امت ډېرشهيدان به د خوب په کټ کې له نړۍ سترګې پټوي،ډېر کسان شته چې په جبهو کې مري ؛خو خداى يې پرنيت پوه دى. ))( محجّةالبيضاء،۸/ ۱۰۳)

پېغمبر اکرم (ص ) د تبوک په جګړه کې وويل : ((کوم کسا ن چې په مدينه کې دي او له موږ سره په جګړه کې د ګډون نيت لري ؛نو د همدې نيت له کبله موږ سره په اجر کې شريک دي. )) ( محجّةالبيضاء،۸/ ۱۰۴)

په بل روايت کې راغلي : ((که څوک په دې نيت د شپې ويده شي،چې په نيمه شپه کې به لمونځ ته راپاڅېږم او که ويده پاتې شي خداى يې خوب صدقه اوساه اخېستل يې په تسبيح کې شمېري او د شپې د لمونځ اجر ورته ورکوي. ))(بحار،۷۰ / ۲۰۶) موږ ته سپارښتنه شوى،چې په خوړلو او وېده کېدو کې هم سپېڅلې موخه ولرئ .

 

پر عمل د نيت امتياز

د کار په کولو کې کله ريا او ځان ښوونه هم وي؛خونيت يو دنننى امر دى او ظاهري نښې نه لري.نيت کول تل او په هرځاى کې شونې دى او ځانګړي شرطونه نه غواړي؛خو د عمل کول زياتوامکاناتواوشرطونوته اړتيا لري. په روايتونوکې د((من بلع))ترعنوان ﻻندې روايتونه لرو،چې وايي: که چا يو روايت واورېد،چې وايي: پلانکى عمل اجر لري او ترسره يې کړ؛که دا روايت صحيح هم نه وي؛نوخداى به يې ورته اجر ورکړي ؛ځکه دې کس په پاک نيت پر روايت عمل کړى دى .

 

د نيت درجې

١_ انسان کله د خداى له وېرې او يا يې هم د لطف په طمع يو کار کوي،قرآن وايي:

وَلاَ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفاً وَطَمَعاً إِنَّ رَحْمَتَ اللّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ (اعراف\٥٦) = ((او په ځمكه کې دهغې تر سمون وروسته فساد مه کوئ او خداى د وېرې او هيلې له مخې راوبلئ (وېره له مسووليتونو اوهيله يې رحمت ته ده او نېكي وكړئ ؛) ځكه چې د خداى رحمت نېكانوته ډېر نژدې دى .))

په بل ځاى کې وايي:

فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَى وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ (انبيا\ ٩٠) = ((او موږ يې دعا قبوله كړه او يحيى مو وروباښه او مېرمن مو يې (چې شنډه وه،امينوارۍ ته) چمتو كړه؛ ځكه چې هغوى (داسې كورنۍ وه چې) د نېكو چارو په ترسره كولو كې يې تل بيړه كوله او موږ يې له وېرې او هيلې سره بللو او زموږ پر وړاندې عاجز او متواضع وو!))

٢_ بل پړاودا دى چې که انسان د خداى د مهربانيو له کبله يو کار وکړي که څه هم د خداى له خوا ورته کوم اجر يا سزا ورنه کړل شي. حضرت على(ک) واييکه خداى پر ګناهونو د عذاب وعده هم نه ورکوله؛نو لازم و چې د نعمتونو يې د مننې له امله سرغړاوى و نه شي. (نهج البلاغه ۲۹۰ حکمت)

٣_ بل پړاو دا دى چې انسان د دوزخ له وېرې او د جنت په طمع د خداى عبادت نه کوي او ځکه يې عبادت کوي چې د عبادت وړ يې بولي.

٤_ تر ټولو اوچت پړاو د قربانۍ دى.حضرت قاسم د پېغمبراکرم (ص) کړوسې او د امام حسن زوى په کربلا کې وايې: د خداى په لار کې مړينه راته ترشاتو خوږه ده.

 

د سزا په چارو کې د نيت ونډه

اسلام په کيفري چاروکې هم نيت ته ځانګړې پاملرنه کړى ده،دوه بيلګې يې دا دي:

د قصدي وژنې اوغيرقصدي قتل په هکله ځانګړی حکم شوى دى.د قسم په هکله قرآن وايي :

لاَ يُؤَاخِدُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلكِن يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ ( بقره\٢٢٥) =(( خداى مو پر هغو سوګندونو چې په ناپامۍ موکړي وي نه نيسي؛خو په هغو مو نيسي چې د زړه له كومي مو کړي وي، خداى ډېر بښونكى (او) تېرېدونكى دى .))

 

معرفت خداى ته د نږدې کېدوسريزه

پاک نيت او خداى ته د نږدې کېدوغوره ﻻر معرفت اوپېژندنه ده .

که پوه شوچې د خلکو په زړونو کې ځاى پېدا کول د خداى په ﻻس کې دي.

رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمفحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِنَ الَّثمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ (ابراهيم \٣٧)= ((پالونكيه ! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور تر څنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو ته د يو شمېر خلكو زړونه ورته راواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي. ))

که پوه شوچې عزت او ځواک قدرت دخداى په ﻻس کې دى.

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِدُ مِنْ دُونِ اللّهِ أَنْدَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبَّاً لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ .( بقره\١٦٥)= ځينې خلك له الله پرته ځان ته نور خدايان ټاكي او د خداى په څېر ورسره مينه لري؛ خو مؤمنينو ته (د مشركانو تر ميني چې له خپلو خدايانو سره يې لري) الله پاك ډېر سخت ګران دى او هغوى چې ظلم كړى (اوله خداى پرته معبودان يې غوره كړي) چې كله ( الهي) عذاب وګوري، پوه به شي چې ټول قدرت يواځې د همغه يوه خداى دى، له خداى سره ډېر سخت عذاب دى ،( نه له خيالي معبودانو سره چې ترې ډارېږي) .

که پوه شو،چې زموږګټه او تاوان د بل چاپه ﻻس کې ده.

که پوه شو،چې خداى ته کار کول کله دو ګرایه،کله لس ګرایه او کله هم اويا ګرایه ‏اجرلري،له هغه پرته به بل چا ته کار ونه کړو.

که پوه شو،چې په ټولنه کې پورته تګ عظمت نه دى؛ځکه له دريمڅو هم تورلوږي پورته خيجي.

که پوه شو،چې د خلکوپاملرنه او نظرراته هيڅ ارزښت نه لري؛ځکه که يوغټ فيل هم پرسړک روان وي؛نو ټول به ورته ګوري.

که د ريا خطرونو او رسوايئ ته موپام وي.

که پوه شو،چې يوه ورځ راتلونکى ده،چې هيڅ څوک به د هيڅ چا ﻻسنيوى نشي کړاى او يواځې هغه کسان به ژغورل کېږي،چې د سليم زړه خاوندان وي.

إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (شعراء\٨٩) = ‏(( خو هغه چې (له شرك كفر او نفاقه) په پاك زړه خداى ته ورشي.))

 

او که پوه شو،چې په ناوړه نيت کوم ارزښتونه له ﻻسه ورکوو؛نو خداى ته د نږدې کېدو په موخه د نږه او خالص کار کولو ته بايد ځانونه چمتو کړو.

 

د فاسد نيت اغېزې

دعاګانې نه قبلېږي

امام زين العابدين وايي: ناوړه او بدنيت د دعا د نه قبلېدوﻻمل ګرځي.(بحارالانوار،۷۰/ ۳۷۵)

بد نيت نه يواځې له ټولو کارونو الهي رنګ اوعبادت څنډې؛بلکې ډېر خطرونه هم لري .امام جعفرصادق وايي: که څوک پور واخلي او موخه يې دا وي،چې بېرته يې ور نه کړي؛نو غل او لوټ مار به وي.(وسایل،۱۲/ ۸۶)

که څوک واده کوي او نيت يې دا وي،چې د ښځې مهريه ور نه کړي ؛نو د خداى پر وړاندې به زناکار وي.

بدنيت انسان له رزقه بې برخې کوي.

امام جعفرصادق وايي: داسې مؤمنان هم شته،چې د ګناه نيت کوي اوخداى يې له رزقه بې برخې کوي.

ددې حديث يوه بېلګه دهغه باغ داستان دى چې د قلم په سورت کې له    ١٧څخه تر٣٤آيت پورې رانقل شوى ده. يوې ډلې باغ درلود اوغوښتل يې د شپې په تياره کې له بېوزليو پټ مېوې يې راټولې کړي،چې پرې خبر   نشي سهار وختي،چې کله باغ ته وﻻړل باغ سوځېدلى و او په ايرو بدل شوي و لومړى خو يې ګومان وکړ،چې ﻻر يې ورکه کړې؛خو په ډله کې يوعاقل هم و او ويې ويل:درته مې نه وويل داسې نيت مه کوئ تاسې غوښتل بېوزلي له باغه بې برخې کړئ؛خوخداى ترې تاسې بې برخې کړئ.

که څه هم داحکم ټولنيزه بڼه نه لري؛خو له دې داستانه جوتېږي،چې خداى راته کله ناکله دخپل نيت پربنسټ سزا راکوي .

 

بدنيت د بدمرغۍ ﻻمل دى

حضرت على(ک) وايي: بدنيت دبدمرغۍ نښه ده .(غرر الحکم،۱۶۱۰ حدیث)

د بدنيت له کبله ژوند اوعمر بې برکته کېږي.حضرت على(ک) وايي: د چا چې نيت بد وي خداى ترې برکت اخلې او نشي کړاى د خداى له نعمتونو ښه ګټه پورته کړي. .(غرر الحکم،۱۶۱۵ حدیث)

وايي ،يو سړي ته وويل شو: ستا د پلانکي ښه کارله کبله ستا درې دعاګانې قبلېږي سړى خوشاله شو او ويې ويل: خدايه! زما ښځه دې تر ټولوښايسته وي،ښځه يې تر ټولو ښايسته شوه؛خو ژوند پرې تريخ شو؛ځکه ټولوخلکوبه يې ښځې ته ليدل،دويمه دعا يې وکړه:خدايه! زما ښځه دې له ټولو بدرنګه وي،دعايې قبوله شوه؛خوله دې بدرنګې ښځې سره ژوندکول ورته سخت و،درېمه دعا يې وکړه:خدايه ! ښځه مې د اول په شان ښايسته کړه،دعايې قبوله شوه،دې سړى درې دعاګانې وکړې؛ خوکومه ګټه يې ترې وانه خېسته اودا ددې ښکارندوى ده انسان چې په ژوندکې له برکته بې برخې شي،له ښوامکاناتوهم ګټه نشي اخېستلى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست